تبلیغات

د لوراند او لورين څښتن په نامه   د عنکبوت د سورت انځور دا سورت په مکه کې نازل شوى او نهه شپېته آيتونه لري . د قرآن د ځينو سورتونو نومونه؛ لکه: بقره، نحل، نمل، فيل ددې لپاه دي، چې د دې څارويو نومونه پکې راغلي دي . د بقرې په سورت کې د […]

د لوراند او لورين څښتن په نامه

 

د عنکبوت د سورت انځور

دا سورت په مکه کې نازل شوى او نهه شپېته آيتونه لري .

د قرآن د ځينو سورتونو نومونه؛ لکه: بقره، نحل، نمل، فيل ددې لپاه دي، چې د دې څارويو نومونه پکې راغلي دي .

د بقرې په سورت کې د بني اسرائيلو د غوا کيسه،د نحل په سورت کې د شاتو د مچۍ ژوند ښوول شوى،د نمل سورت د مېږي او سليمان عليه السلام د کيسې له امله او د فيل پر سورت ځکه دا نوم ايښوول شوى، چې پکې د ابرهه د لښکر کيسه راغلې،چې پر فيلانو سپاره ول او پر مکه يې يرغل وکړ.

د دې سورت په ٤١ آيت کې د شرک بنسټ د غڼې د جالې په څېر سست او نه ټينګېدونکى ګڼل شوى؛نو ځکه پرې عنکبوت (غڼه) ايښوول شوى دى .

په دې سورت کې پر لاندې موضوعګانو رڼا اچول شوې ده :

پر خداى ايمان،د بشر دنده،الهي ازمېښت،د ځينو انبياوو تاريخ، له بې ځايه وينو او خبرو اترو منع او د خداى پر ځاى پر بل ډډه کول .

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين څښتن په نامه

لومړی آیت

آلم = (الف، لام، ميم) .

۲ ام آیت

أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ= ايا خلكو ګومان كړى، همدا چې ووايي: ((موږ ايمان راوړى )) (؛ نو) پرې به ښوول شي او و به و نه ازمېيل شي؟.

 

۳ام آیت

وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ= او په رښتيا موږ تر دوى مخكې خلک ازمېيلي (او دوى هم ازمېيو چې)؛بايد د خداى پوهه د رښتينيو او دروغجنو په اړه عملي شي.

 

ټکي:

د ((فتنة)) ټکى د سوچه سرو زرو د لاس ته راوړو لپاره،د هغه خوټولو ته وايي،چې ناپاکي ترې ولاړه شي او دا چې په پېښو او سختيو کې د انسان جوهر له ناپاکيو پاکېږي؛ نو ازمېيښتونو او پېښو ته فتنه وايي.

 

پيغامونه:

١ _ ايمان يوازې د خولې خبره نه ده او د ايمان له مدعيانو څخه به هرومرو ازمېينه واخستل شي. (أَحَسِبَ…. هُمْ لَا يُفْتَنُونَ)

٢ _د تاريخ په اږدو ازمېښت الهي سنت و. (وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ)

٣ _پېښې تصادف نه؛بلکې ټولې د ازمېښت اسباب دي. (فَتَنَّا)

٤ _ پر تاريخ او مخکېنيو پېښو پوهېدل خلک د پېښو د زغم لپاره چمتو کوي . (مِن قَبْلِهِمْ)

٥ _د الهي ازمېښتونو دليلونه، عیني او د خداى د ازلي پوهې پلي کېدل وي دغسې د واقعي مؤمنانو پېژندل او د انسانانو د دنننيو استعدادونو رازرغونېدل او پر کار اچول دي. (فَلَيَعْلَمَنَّالَّذِينَ صَدَقُوا…. الْكَاذِبِينَ)

 

الهي ازمېينې

په ټوله نړۍ کې قانون ليکونکي دوه ډوله قوانين تصويبوي: يو قانون د جرګې د دنننۍ چارو د سمبالښت لپاره؛ لکه د وکيلانو شمېر،د يوې لايحې د تصويب لپاره لازم شرطونه او د هر وکيل دنده او يو قانون هېواد سمبالنې ته،چې دولت يې د پلي کولو دنده لري.

خداى هم دوه ډوله قوانين لري:

يو ډول قانون يې د خلکو لپاره ليکلى، چې نوم يې احکام دي او يو لړ قوانين يې ځان ته جوړ کړي،چې الهي سنتونه ورته وايي؛لکه :

رزق ورکول : عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا (هود/۶)

ښیون – هدایت : إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى (لیل/۱۲)

د خداى يو قانون، چې ځان يې پرې ملزم کړى،د خلکو ازمېښت دى، چې د قرآن په ډېرو آيتونو کې مطرح – نوموتى دى او د بقرې د سورت په ٥٥ آيت کې وايي: (وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ) تاسې ټول ازمايو.

دلته په دې هکله څو پوښتنې ځوابوو:

١ _ولې خداى انسان ازمېيي؛مګر خداى موږ نه پېژني او له راتلونکې مو خبر نه دى؟

ځواب : د خداى ازمېښت د پوهې لپاره نه؛بلکې د پېژندلو لپاره دى،چې انسان ځان وپېژني او دروغجن له رښتينو بېل شي؛ ټول مؤمنان ادعا لري،چې د خداى احکامو ته سينه په لاس دي؛خو په ازمېينه کې جوتېږي،چې څوک دروغ وايي او څوک رښتيا . پردې سربېره، د خداى د سزا او ثواب ورکولو بنسټ د انسان خپله کړنه ده؛نه د هغه پوهه. ټول پوهېږو،چې ترکاڼ کړاى شي ور او کړکۍ جوړې کړي؛خو چې کار يې راته نه وي کړى مزدوي یې نه ورکوو،خداى هم موږ ازمېيي،چې زموږ غبرګون وويني او زموږ د خپلو کړنو له مخې اجر راکړي.

٢ _ د ازمېښت وسايل: د ژوند ټولې چارې خير يا شر کېداى شي د ازمېښت وسيلې وي؛لکه چې خداى وايي:

وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ (انبیاء/۳۵)انسان په نشتمنۍ ،تنګلاسۍ،سوکالۍ، هوسايۍ او پراختيا کې ازمېيل کېږي،چې جوته شي په سخته او تنګه کې زغم کوي او که له لارې کږېږي يا دا چې يوازې په پراختيا کې له خلکو سره مرسته کوي يا يوازې په خپل فکر کې دى.

٣ _ په الهي ازمېينو کې د خلکو غبرګون څنګه دى؟

ځواب : خلک د الهي ازمېينو پر وړاندې څو ډوله دي:

هغوى چى له سختو سره په لومړي چلن کې چغې او سورې وهي او دنيا پر سر را اخلي.

إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا(معارج/۲۰)=[ چې كله كړاو ور ورسي؛ نو ژړا انګولا كوي]

د زغم او پراخې سينې خاوندان.

وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ(بقره/۱۵۵)

ځينې ترخې پېښې د زړه پر سترګو او ورين تندي مني. (وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ) (احزاب/۲۳)

چې کله ديوې کورنۍ غړي د ترخو خوړو؛ لکه مرچک او پيازو پر وړاندې بېلابېل غبرګونونه لري،ماشوم چې مرچک خولې ته وروړي؛نو چغې کوي ،غټان،چې مرچک خوري؛ نو زغملاى يې شي؛ خو د کورنۍ پلار د مرچک او پيازو اخستو لپاره پيسې ورکوي.

 

۴ام آیت

4_ أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ أَن يَسْبِقُونَا سَاء مَا يَحْكُمُونَ= ايا هغوى چې ناوړه كارونه كوي،ګومان کوي، چې زموږ پر قدرت به برلاسي شي؟! څومره ناوړه پرېكړه يې كړې ده!

 

۵ ام آیت

مَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء اللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ اللَّهِ لَآتٍ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ= څوك چې د خداى د ليدنې (او قيامت) هيله من وي (؛ نو بايد د هغه د احكامو په اطاعت كې زيار وباسي؛) ځكه د خداى ټاكلې نېټه هرومرو راتلونكې او هغه اورېدونکى(او) پوه دى.

 

ټکى :

حضرت علي وايي: چې په دې آيت کې له ((لِقَاء اللَّهِ)) څخه مراد د قيامت ورځ ده. (تفسير نورالثقلين او توحيد صدوق،۲۶۷ مخ)

 

پيغامونه:

١ _د ګناه کول او تکرار د انسان پر اند – فکر او ليدو اغېز لرې او خيالي کوي يې. (أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ)

٢ _د خيالي د ناروغۍ درمل د مرګ او معاد رايادول دي. هم مؤمنان، چې د ازمېښت په پړاو کې دي او هم مجرمان، دواړه دې پوه شي،چې وخت يې له ګوتو وتونکى دى او د خداى ثواب يا قهر ته دې په تمه شي. (أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُواأَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء اللَّهِ….)

٣ _ نه د ايمان مدعيان د خداى له ازمېښته خلاصېداى شي او نه مجرمان د خداى له قهر او غچه . يَسْبِقُونَا)

٤ _ باطل فکرونه بايد وغندل او و رټل شي. (سَاء مَا يَحْكُمُونَ)

٥ _ خداى د ايمان د ادعا په باب هم زموږ خبرې اوري او هم مو فکر او کړه وړه ويني. (وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ)

 

۶ ام آیت

وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ = څوك چې [د حق په لار کې] هلې ځلې كوي؛ نو يواځې ځان ته يې كوي؛(ځكه) چې خداى له نړيوالو بې نيازه دى.

 

ټکي:

په دې آيت کې له جهاد څخه مراد يوازې پر توره يا وسله جهاد نه دى؛بلکې مراد ترې هر ډول هلې ځلې او کوښښ دى،که دا هلې ځلې د ځان جوړونې او په څرګندنه له نفس سره جهاد وي يا د شيطان له وسوسو او يا له بهرني دښمن سره وي .

د انسان ټول کوښښونه او هلې ځلې او عبادتونه پر خپله ګټه دي او خداى ورته اړ نه دى؛لکه که څوک خپل کور مخ پر لمر يا سيوري جوړ کړي؛نو لمر ته هېڅ توپير نه لري. دا موږ يو چې د لمر رڼا ته اړين يو. خداى غني دى او که ټول خلک مؤمنان يا کافران شي؛نو خداى ته څه ګټه او يا تاوان نه رسوي .خداى خو زموږ عبادت ته څه اړ نه دى؛بلکې دا موږ يو چې بايد په لمانځه او له هغه پر لاروۍ ترې مرسته وغواړو او توکل پرې وکړو. هو! هغه له نړیوالو بې نیازه دى.

 

پيغامونه:

١ _خداى زموږ هلو ځلو ته اړ نه دى. (وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ)

٢ _ خلک ښه کارونو ته د راهڅولو لپاره،بايد د انسان له دننني او فطري لېوالتيا ګټنه وکړي؛ لکه “حب نفس”. ( انسان فطرتاً په خپلې ګټې پسې دى) (وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ)

٣ _د خداى په مړه خوا او غنيتوب کې اړنګ- شک نه دى پکار. (إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ) (د “ان” او “لام” ټکى د هرومروتوب نښه ده)

٤ _ خداى هم له انسانانو،هم له پرښتنو او هم له نورو موجوداتو مړه خوا دى. (لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ)

 

۷ ام آیت

وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ = او هغوى چې ايمان راوړى دى او ښې چارې يې کړي دي؛ نو هرومرو یې ګناهونه پټوو(او بښو يې) او ښو کړنو ته يې غوره بدله وركوو.

 

ټکى :

په تېر آيت کې مو ولوستل،چې د هلو ځلو او جهاد تر ټولو غوره بېلګه ايمان او صالح کړه وړه دي،چې په دې آيت کې يې خبره ده.

 

پيغامونه:

١ _ انسان د الهي ثوابونو د لاس ته راوړونې لپاره ايمان او ښه کړه دواړو ته اړين دى. (آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ)

٢ _مؤمنان له ګناه او تېروتنې لرې نه دي؛خو د هغوى د ايمان او نېک عمل پايله ده،چې ګناهونه او تېروتنې يې نه رابربنډېږي.( وَالَّذِينَ آمَنُوا…. لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ)

٣ _ ثواب د ګناهونو تر پاکېدو روسته ورکول کېږي. (لَنُكَفِّرَنَّ…. َلَنَجْزِيَنَّهُمْ)

٤ _ الهي ثواب يوازې د تېرو ګناهونو بښل نه دي؛بلکې تر ټولو غوره ثواب هم ورکول دي. (لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ)

٥ _ خداى د مؤمن تر ټولو ښه او غوره عمل د ثواب ورکول لپاره کچه ږدي. (لَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ)

 

۸ام آیت

وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ = او موږ انسان ته سپارښتنه كړې ده، چې له خپل مور و پلار سره نيكي وكړه او كه هغوى (مشركان وي او) هڅه وكړي،چې تۀ له ما سره څه شريک کړې، چې پرې پوه نه يې؛ نو اطاعت يې مكوه، [ځکه چې] تاسې يواځې زمالوري ته راګرځئ؛ نوتاسې به د هغو چارو (پر حقيقت) پوه کړم چې کول مو.    پيغامونه:

١_له مور و پلار سره نېکي انساني چار دى او يوازې ايماني امر نه دى. (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ) او و يې نه ويل : (( وصينا المؤمنين.))

٢ _ له مور و پلار سره په نېکۍ کې شرط نه دى ايښوول شوى. (حُسْنًا)

٣ _ شونې ده،چې بې لارې والدين خپل اولاد هم بې لارې کړي. (جَاهَدَاكَ)

٤ _ دا چې نور درته په درنه ګوري؛نو ناوړه ګټنه ترې مه اخلئ. (موروپلار حق نه لري،دا چې اولاد ورته سينه پر لاس دى؛نو هغوى يې بې لارۍ او شرک ته راوبلي) (وَإِن جَاهَدَاكَ)

٥ _ اولاد بايد د ټاکنې او سمې اندنې ځواک ولري. (جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِيفَلَا تُطِعْهُمَا)

٦ _ شرک علمي استدلال نه لري. (مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ)

٧ _ د توحيد او شرک په لړ کې ان د موروپلار خبره هم منل نه ده پکار. (فَلَا تُطِعْهُمَا)

٨ _ له موروپلار سره احسان مطلق او د تل لپاره دى؛خو په دې شرط، چې موروپلار اولاد له خدايه لرې نه کړي. (فَلَا تُطِعْهُمَا)

٩ _پر معاد ايمان د احکامو منلو ته ښه ضمانت دى. (وَصَّيْنَاإِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ)

١٠ _خداى د انسان له ټولو چارو خبر دى. (فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)

١١ _د قيامت پر ورځ به ټول له خپلو کړنو او حقيقته خبر شي. (فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)

 

۹ ام آیت

وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِي الصَّالِحِينَ= او هغوى چې ايمان راوړى دى او ښې چارې يې كړي دي، هرومرو به يې په نېکانو کې شامل کړو.

 

ټکي:

په تېرو دوو آيتونو کې وويل شول،چې د ايمان او صالح عمل بدله د ثواب او پر ګناهونو يې د پردې اچولو لامل دى. په دې آيت کې وايي: هغوى د ايمان او صالح عمل خاوندان دي؛نو د صالحانو پر ليکه کې به هم درول کېږي.

په بل آيت کې لولو: له صالحانو سره يو ځاى کېدل د ابراهيم عليه السلام او يوسف عليه السلام دعا وه. (وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ) (یوسف/۱۰۱)؛ نو د صالحينو مقام ستر او اوچت مقام دى.

 

پيغامونه:

١ _ ايمان بايد له کړنې سره يوځاى وي. (وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا)

٢ _ يوازې نېک چار انسان نه صالحوي؛بلکې هغه نېک چار ارزښت لري ،چې سرچينه يې پر خداى ايمان وي. (آمَنُوالَنُدْخِلَنَّهُمْ فِي الصَّالِحِينَ)

 

۱۰ ام آیت

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ وَلَئِن جَاء نَصْرٌ مِّن رَّبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ = او ځينې خلک وايي: ((موږ پرخداى ايمان راوړى دى.)) خو چې كله د خداى په لاركې وربړول شي؛نو د خلکو ازار د الهي عذاب غوندې ګڼې (او سخت ترې ډارېږي) اوقسم دى که (تاسې ته) ستا د پالونکي له لوري مرسته راشي(؛نو)هرومرو به وايي: ((چې بېشکه موږخو له تاسې سره وو(او په دې بريا كې شريك يو) )). آيا خداى د نړيوالو د سينو پر حال ښه خبر نه دى؟!

 

ټکي:

ددې سورت په لومړي آيت کې مو ولوستل، چې ګومان ونه کړئ، چې بې له ازمېينې به مو د ايمان دعوا ومنل شي. (أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا….)، چې دا آيت د ازمېښت يوه بېلګه بيانوي .

په دې آيت کې خداى د کفارو کړولو ته فتنه ويلې،چې ټولو مؤمنانو ته وايي : د مخالفانو له اړخه درته دا تورونه،ملنډې او کړختونه يو ډول ازمېښت دى.

ظاهراً، چې له “العالمين” څخه مراد د شعور هر خاوند؛ لکه انسان، پيرى او پرښته ده. (د المیزان تفسیر)

 

پيغامونه:

١ _ځينې يوازې پر خولې مسلمانان دي. (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا)

٢ _ کله مؤمنان د نااهلو له اړخه کړول کېږي،چې بايد زغم ولري. (آمَنَّاأُوذِيَ فِي اللَّهِ)

٣ _مؤمن د پراخې سينې خاوند او پياوړى دى. (وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا) (ابراهیم/۱۲) (پېغمبرانو،مشرکانو ته ويل: موږ به مو کړخت ته سينه پراخ کړو)؛خو منافق، څپڅپانده او لړزان دى. (فَإِذَا أُوذِيَجَعَلَ…)

٤ _ واقعي ايمان په سختيو کې معلومېږي. (فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ)

حضرت علي وايي: په لوړ، ژورو او ډول ډول حالاتو کې د انسان جوهر معلومېږي. (نهج البلاغه ۲۱۷ حکمت)

٥ _ منافق،مطلب آشنا دى او يوازې د بري پر مهال پر ځان د مسلمان نوم ږدي او پر امتياز اخستو ټينګار کوي. (لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ)

٦ _تظاهر او په پټه د چارو کول د خداى پر وړاندې کومه ګټه نه لري، هغه زموږ له دننه خبر دى. (أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ)

 

۱۱ام آیت

وَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْمُنَافِقِينَ = او البته خداى مؤمنان (ښه) پېژني او منافقان (هم ښه) پېژني.

 

ټکي :

په تېر آيت کې وويل شو: منافقانو ټينګار کاوه، چې درسره يو((إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ)). په دې آيت کې خداى ورته په ټينګه وايي : چې زه خو مو پيژنم. (وَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ)

خداى له ټولو زړونو او نيتونو خبر دى،منافق او مؤمن پېژني؛خو په ازمېښت يې يو له بله بېلوي. (د المیزان تفسیر)

 

پيغامونه:

١ _ انسان که ځان پوه کړي،چې خداى يې له باطنه خبر دى؛نو له نفاقه به لاس واخلي (وَلَيَعْلَمَنَّ الْمُنَافِقِينَ)

٢ _ د الهي ازمېښتونو يوه فلسفه د مؤمنانو او منافقانو بېلول دي (وَلَيَعْلَمَنَّالَّذِينَ آمَنُواالْمُنَافِقِينَ)

 

۱۲ ام آیت

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُم بِحَامِلِينَ مِنْ خَطَايَاهُم مِّن شَيْءٍ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ = او كافران مؤمنانو ته وايي: ((تاسې زموږ پر لار ولاړ شئ او (كه څه ګناه لرئ؛نو) ګناهونه مو زموږ پر غاړه!)) خو هغوى به يې ګناهونه پر غاړه نه کړي په حقيقت کې هغوى دروغجن دي.

 

ټکي:

بې لاري،چې نور هم بې لارۍ ته راهڅوي؛نو ورته وايي: که ګناه وه؛ نو ګناه يې زما پر غاړه،حال دا چې هېڅ څوک د بل ګناه پر غاړه نشي وړاى. (وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُم بِحَامِلِينَ)

ښايي ووايو: کفار خوښېږي،چې خلک له خپل ايمانه لاس واخلي (وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا) (بقره/۱۰۹)، چې دا کار په څو پړاوونو کې تر سره کوي :

الف: د مؤمنانو په کړولو يې،له ايمان راوړو مخه نيسي. (وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ) (حج/۲۵)

ب: د جګړې اور بلوي،چې له دين څخه مو واوړوي. (وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ) (بقره/۲۱۷)

ج: وايي: تاسې لږ تر لږه په عمل کې زموږ لاروي وکړئ او که داسې مو وکړل؛نو نور به نه کړېږئ او د ارتداد ټول مسئووليت مو موږ پر غاړه اخلو. (وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ)

د: که په پورتني يو کار کې هم بريالي نشول؛نو در نه به وغواړي، چې جوړجاړى ورسره وکړئ. (وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ) (قلم/۹)

 

پيغامونه:

١_ دښمنان درنه لاس نه اخلي او خپلې موخې به تبليغوي [کفارو مسلمانانو ته هم جسمي کړخت ورکاوه (فِتْنَةَ النَّاسِ) او هم يې فرهنګي، تبليغاتي او رواني يرغلونه کول] (وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا)

٢ _ارتداد او کفر ته ورستنېدل ستره ګناه ده،چې کفار ادعا کوي جبران به يې کړي. (وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ)

٣_ په اسلامي نړۍ ليد کې څوک هم د بل ګناه پر غاړه نشي اخستلاى (وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى) (انعام/۱۶۴)؛ خو د نورو په اندنه کې داسې نه ده. (وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ) ( همدا اوس هم کليسا د نورو ګناه په بيه اخلي.)

٤ _د کفارو او شيطان ژمنې بې بنسټه دي. (وَمَا هُم بِحَامِلِينَ) ( شيطان هم انسان ته حکم ورکوي،چې کافر شي؛خو تر کفر وروسته يې پرېږدي. (إِذْ قَالَ لِلْإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكَ) (حشر/۱۶)

 

۱۳ ام آیت

13_وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًا مَّعَ أَثْقَالِهِمْ وَلَيُسْأَلُنَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَمَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ = او هغوى به هرومرو د خپلو(ګناهونو) دروند پيټى پر اوږو کوي او(همداراز) پر خپل پېټي سربېره(د نورو د ګناهونو) درانه پېټي هم او په باوري توګه د قيامت پر ورځ به د هغو تورونو پوښتنه ترې كېږي، چې دوى (په خداى پورې) تړل.

 

ټکي:

پوښتنه: دا څنګه کېداى شي،چې په تېر آيت کې يې وويل: څوک د بل چا ګناه پر غاړه نشي اخستلاى او په دې آيت کې وايي: بې لار کوونکي ته به د نورو ګنا هم ور په شا کېږي؟!

ځواب: لومړى آيت د هغو کفارو ځواب و، چې مسلمانانو ته يې ويل: تاسې له موږ لاروي وکړئ،ګناه يې زموږ پر غاړه او تاسې هيڅ مسووليت نه لرئ ،چې خداى ورته وويل: داسې نه ده او د هر چا ګناه پر خپله غاړه ده؛ خو دا آيت وايي: د غوليدلي انسان ګناه پر خپله غاړه ده؛خو غولونکى پر خپلې ګناه سربېره،هغوى ‏يې،چې غولولي دي د هغوى ګناه هم ور تر غاړې ده، بې له دې چې د تېرايستو له ګناه يې څه کم شي.

په نمونه او درالمنثور تفسير کې ډېر رروايتونه راخستل شوي،چې که څوک د نورو لپاره د ښو يا بدو لار پرانیځي؛نو عمل کوونکي ته له ثواب او سزا پرته د هغه کار پېلونکى،بنسټګر او يا لارښوونکي ته هم ثواب يا سزا ورسي.

 

پيغامونه:

١ _ تېرايستونکي ته پر خپلې ګناه سربېره د نورو د بې لارې کولو ګناه هم ور پرغاړې کېږي. (أَثْقَالًا مَّعَ أَثْقَالِهِمْ)

٢ت _ د ګناه پيټې ډېر دروند وي. (أَثْقَالِهِمْ)

٣ _ دروغ د کفارو چار دى. (كَانُوا يَفْتَرُونَ)

٤ _ د نور د ګناه پر غاړه اخستو خبره دروغ ده.( عَمَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ)

 

۱۴ ام آیت

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ= او په رښتيا موږ نوح د هغه قوم ته [په رسالت] ولېږه؛ نوح د هغوى په منځ کې نهه سوه او پنځوس كاله تېر کړل؛ خو په پاى كې (د خپل ظلم له امله) توپان اونېز لاندې کړل، حال دا چې دوى [مشرک] ظالمان ول.

۱۵ ام آیت

فَأَنجَيْنَاهُ وَأَصْحَابَ السَّفِينَةِ وَجَعَلْنَاهَا آيَةً لِّلْعَالَمِينَ= نو موږ هغه او په بيړۍ كې سپاره وژغورل او هغه مو نړيوالو ته (دعبرت)يوه نښه كړه.

 

ټکي:

د سورت په پېل کې مو ولوستل،چې خداى وايي: د ايمان ادعا کوونکي خلاص نه دي؛بلکې ټول به ازمېيل کېږي . تر دې آيت وروسته به د حضرت نوح، ابراهيم، لوط، شعيب، هود، صالح او موسى (عليهم السلام) کيسې راځي او د تېرو امتونو له ازمېښتونو سره به اشنا شو.

يوازېنى پېغمبر،چې د رسالت موده يې په قرآن کې راغلې ده، نوح عليه السلام دى،د طوفان تر راتګ پورې یې رسالت نهه سوه او پنځوس کاله دی؛ خو تر طوفان وروسته د هغه د ژوند د مودې په اړه خبره نه ده شوې .

د خداى په اراده د بشر لپاره اوږد عمر ناشونى چار نه دى؛ لکه څنګه چې مهدي آخر الزمان ته خداى پېړۍ پېړۍ اوږد عمر ورکړ،چې نړيوال عادل حکومت جوړ کړي.

ديني مشران وايي: ډېرى خلک له دنيا ځي او ورته راځي؛ خو د حضرت مهدي څېره هماغه د څلوېښت کلنۍ څېره ده،چې دا هېښنده نه ده؛ ځکه زموږ په څېره کې د وريزو او بڼو ويښتان تل د بدلون په حال کې وي،چې دواړه ډوله ويښتان يو ډول خواړه اوبه او هوا لري .

هو! خداى ته دا چار ډېر اسان دى،چې يو انسان ثابت او بل د بدلون په حال کې پيدا کړي .

 

پيغامونه:

١ _ که په تبليغ کې که لومړى ټولنيز او بيا تفصيل او بېلګې وويل شي؛نو ګټه به يې ډېره وي . په تېرو آيتونو کې مو ولوستل : (وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ) او اوس يې په تفصيل وايي. (وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا)

٢ _ د تېرو قومونو تاريخ ته قرآن پاملرنه کړې ده. (وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا) ( د تېرو انبياوو د تاريخ بيانول د مؤمنانو او پېغمبر لپاره د زړه ډاډ دی)

٣ _ انبياء په خلکو کې وو. (فِيهِمْ) (که کوم پېغمبر خپل خلک پرېږدي؛نو سزا به ورکړل شي؛لکه حضرت يونس: (فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ) (صافات/۱۴۲) وروسته تر دې ،چې خپل خلک يې پرېښوول، ستر کب تېر کړ.

٤ _ قرآن د انسان د عمر اوږدوالى شونى چار ګڼي. (أَلْفَ سَنَةٍ….)

٥ _ که خلک په خپله د ښيون-هدايت استعداد ونه لري؛ نو زرکاله لارښوونه هم ورته اغېز نه لري. (أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا)

٦ _تبليغ،ښوونې او روزنې ته پراخه سينه پکار ده. (أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا) ( په دې آيت کې نوح علیه السلام پراخې سينې او د خلکو ځېل ته اشاره شوې ده.)

٧ _ حساب او شمېر بايد دقيق وي. (أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا)

٨ _ دالهي انبياوو پيغام ته پام نه کول ظلم دى او ظلم د الهي قهر سرچينه ده . (فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ)

٩ _پېغمبران او واقعي لارويان يې له الهي قهره خوندي دي. (فَأَنجَيْنَاهُ وَأَصْحَابَ السَّفِينَةِ)

١٠ _ الهي مرسته او ملاتړ په دې مانا نه دى،چې له کوښښه لاس واخلو ، نوح علیه السلام او لارويانو يې د خپل ځان د خلاصون لپاره بېړۍ جوړه کړه. (السَّفِينَةِ) ( هم بايد کار وشي او هم بايد الهي مرستو ته هيله من شو)

١١ _ځينې وګړي او پېښې د يوې ځانګړې مودې لپاره نه وي؛ بلکې د ټولو خلکو او وختونو لپاره وي. (آيَةً لِّلْعَالَمِينَ)

 

۱۶ام آیت

وَإِبْرَاهِيمَ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ = او موږ ابراهيم (هم په رسالت) ولېږه، چې كله يې خپل قوم ته وويل: ((خداى ولمانځئ او [ځانونه مو] د هغه له (عذابه) وساتئ، كه پوهېږئ دا درته غوره ده.

 

ټکي : تر نوح عليه السلام وروسته ابراهيم عليه السلام دويم اولوالعزم پېغمبر و.

پيغامونه :

١ _ تبليغ له خپلوانو پيل کړئ. (قَالَ لِقَوْمِهِ)

٢ _ توحيد او تقوا د ټولو انبياوو د کار بنسټ دى. (اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ)

٣ _ بې تقوا عبادت بې ارزښټ دی. (اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ)

٤ _ د خير د لاس ته راوړو جرړه د خداى په عبادت او تقوا کې ده. (اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ ذَلِكُمْ خَيْرٌ)

٥ _ په حقيقت کې هغوى ناپوه دي،چې د توحيد او تقوا پر ځاى د خداى پر ځاى په بل او فساد پسې ځي. ( بې تقوا عالم ناپوه دى) (ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ)

٦ _ په پوهه انسان عبادت او تقوا ته رسېداى شي. (ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ)

 

۱۷ ام آیت

إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ = تاسې د الله پر ځاى يوازې (د تيږو او لرګيو) بوتان لمانځئ او دروغ (هم) جوړوئ، په واقع كې تاسې چې د “الله” پر ځاى کوم څيزونه لمانځئ، هغوى تاسې ته د “روزۍ” واك نلري؛ نو “روزي” يواځې له خدايه وغواړئ او هماغه ولمانځئ او شكر يې پر ځاى كړئ، چې يواځې د هغه لوري ته ورګرځول کېږئ.

 

ټکي:

په تېر آيت کې ابراهيم عليه السلام خلک د خداى عبادت او لاروۍ ته راوبلل او په دې آيت کې د خداى پر ځاى د بل عبادت بې پايلى ګڼي او د آيت په پاى کې يو ځل بيا د خداى پر عبادت ټينګار کوي.

شرک او بوت نمانځنه هيڅ سول-منطق نه لري؛ ځکه :

الف: بوتان يوازې جمادات دي او بل هېڅ نه. (أَوْثَانًا)

ب : په خپله بوتنمانځي يې جوړوي. (َتَخْلُقُونَ)

ج: مشرکانو او بوتنمانځو ته هيڅ ګټه نشي رسولای. (لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ)

په دې آيت کې ابراهيم عليه السلام درې ځل مشرکان مخاطب کړل،چې دا له بې لاريو سره د نېغ په نېغه خبرو ښکارندوى ده.(تَعْبُدُونَ،َتَخْلُقُونَ، تَعْبُدُونَ)

پيغامونه:

١ _ هغوى چې پر کږه ځي؛ نو خپلو چارو ته د دروغو لېو ورکوي. (تَخْلُقُونَ إِفْكًا)

٢ _ بوت پالي او د خداى پر ځاى د بل د عبادت یوه انګېزه هم يو کپ ډوډۍ ته رسېدل دي،حال داچې د خداى پر ځاى بل څوک روزي نشي ورکولاي،نه دا چې کړاى شي؛خو نه يې ورکوي. (لَا يَمْلِكُونَ) او و يې نه ويل،(لا يرزقونکم)

٣ _په تبليغ او لارښوونه کې مو،چې د يوې لارې بطلان جوت کړ؛نو وروسته د حق لار ښوول پکار دي. (لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ) ( که نيوکه کوئ؛نو وړانديز هم بايد ولرئ!)

٤ _ بې له خدايه له نورو نهيلي د خداى پر لور د تګ سريزه ده. (لَا يَمْلِكُونَفَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ)

٥ _ بېشکه خداى رازق دى؛خو انسان هم بايد کوښښ وکړي. (فَابْتَغُوا)

٦ _د خداى پر ځاى د بل د رزق ورکونې توهم، شرک ته لار پرانیځي. (لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ)

٧ _ خداى د رزق سرچينه ده. (عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ)

٨ _ هغه د لمانځنې وړ دى،چې روزي ورکوي. (عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ)

٩ _ پر قيامت ګروهه د الهي حکمونو پلي کول ضمانتوي . (إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)

 

۱۸ آیت

وَإِن تُكَذِّبُوا فَقَدْ كَذَّبَ أُمَمٌ مِّن قَبْلِكُمْ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ= او كه تاسې (ما) دروغجن ګڼئ؛ نو (دا څه د حېرانتيا وړ خبره نه ده) له تاسې مخكېنيو هم (خپل استازي) دروغجن ګڼلي وو او (د خداى) پر استازي له څرګند پيغام رسونې پرته بل څه نشته.))

وَإِن تُكَذِّبُوا فَقَدْ كَذَّبَ أُمَمٌ مِّن قَبْلِكُمْ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ. أَوَلَمْ يَرَوْا كَيْفَ يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ

۱۹ آیت

أَوَلَمْ يَرَوْا كَيْفَ يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ= ايا هغوى نه دي ليدلي،چې خداى څرنګه هستونه پيلوي بيا يې بېرته راګرځوي؟! په حقيقت کې چې دا (كار) خداى ته اسان دى.

 

ټکي:

په دې آيت کې د اديانو په منځ کې درې ګډو آرونو ته اشاره شوې :

الف: : توحيد. ((يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ))

ب: نبوت : ((وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ))

ج: معاد. ((ثُمَّ يُعِيدُهُ))

سترګې ته د يو ميخ او يو غر ليدل يو شان او اسان دي. يو هم پرې دباو نه راوړي؛نو پيدايښت او بدلون هم د الهي ځواک او ارادې لپاره اسان دي او دا چې کله خداى پر وړو موجوداتو؛ لکه انځر قسم خوري. (وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ) او کله پر آسمانونو او لمر قسم خوري. (وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا) ددې لپاره وي،چې د خداى ځواک ته وړوکى انځر او ستر آسمانونه او لمر توپير نه لري.

 

پيغامونه: ١_ټولو پېغمبرانو مخالفان درلودل؛ نو د دښمن له مخالفته مه وېريږئ. (كَذَّبَ أُمَمٌ….)

٢ _تاريخي پيښې يو بل ته ورته او د تکرار وړ دي. (أُمَمٌ مِّن قَبْلِكُ)

٣ _ پر تاريخ پوهېدل انسان ته ډاډ ورکوي. (كَذَّبَ أُمَمٌ مِّن قَبْلِكُ)

٤ _دا چې مخالفان مو دروغجن ګڼي؛ نو له تبليغه لاس مه اخلئ (وَمَا عَلَى الرَّسُولِ….)

٥ _خلک د ګروهې په ټاکنه کې آزاد دي او پېغمبران يې نشي مجبورولاي (وَإِن تُكَذِّبُوا…. مَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ)

٦ _ تبليغ او ښوونه بايد څرګنده او روښانه وي. (الْبَلَاغُ الْمُبِينُ)

٧ _ په پوښتنو د غافلانو ويده فطرت راويښ کړئ. (أَوَلَمْ يَرَوْا)

٨ _ اسلام د اندنې- اندیشې دين دى او ټول دې چار ته رابلي. (أَوَلَمْ يَرَوْا)

٩ _ هر څه به خداى ته ورستنيږي. (يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ)

١٠ _ د ښکارندو – پدیدو د مرګ او ژوند په رامنځ ته کونه کې د نړۍ پنځونه د خداى د ځواک ښکارندوى ده. (يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ)

١١ _ پر مبداء ګروهمنېدل، پر معاد د ګروهې لامل دى او د خداى له ځواکه بې خبري له معاد څخه د نمښتې – انکار لامل دى. (يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ)

١٢ _ پيدايښت،مړه کول او بېرته راژوندي کول د خداى همېشنى چار دى. (يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ) ( د مضارع فعل د استمرار او تداوم نښه ده)

١٣ _ د لومړى ځل لپاره پيدا کول او په قيامت کې بياراژوندي کول خداى ته ډېر اسان دى،يوازې يوه اراده غواړي. (إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ)

 

۲۰ ام ایت

قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ = ووايه: ((په ځمكه کې وګرځئ او وګورئ، چې خداى په څه ډول پيداېښت(له نشتوالي) پيل كړى دى؟ بياخداى (په همدې توګه) د اخرت نړۍ رامنځ ته كوي،(ځکه) چې خداى پر هر څه قدرت لري.

 

پيغامونه:

١ _ د طبيعت څېړنه او موخه لرونکى ګرځېدنه دنده او ارزښت دى. (قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا)

٢ _په طبيعت کې ګرځېدل د انسان سر ګرېوان ته ښکته کوي. (قُلْ سِيرُوا…. فَانظُرُوا)

٣ _په پيدايښت کې په ځير څېړنه زموږ شبهې له منځه وړي او خداى ښه راپېژني.(فَانظُرُوا)

٤ _ د معاد لپاره تر ټولو غوره دليل د لومړۍ ځل لپاره د موجوداتو پيدايښت دى. (بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ)

٥ _ پر ځمکه ګرځېدل او د طبيعت پر څېړنه کړاى شو د خلقت د پيل پر څرنګوالي پوه شو. (قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ)

 

۲۱ ام آیت

يُعَذِّبُُ مَن يَشَاء وَيَرْحَمُ مَن يَشَاء وَإِلَيْهِ تُقْلَبُونَ = چاته چې وغواړي (او وړ يې وبولي) سزا وركوي او چاته چې يې خوښه شي، پرې لورېږي او يواځې دهغه لوري ته ورګرځول کېږئ.  

۲۲ ام آیت

وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاء وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ= او تاسې هېڅكله د خداى پر اراده برلاسي كېداى نشئ او نه په ځمكه او اسمان كې د هغه د واک له سيمې (حوزې) تښتېداى شئ او بې له خداى بل پالندوى او مرستندوى نه لرئ.

 

ټکي:

د قرآن روزنيزه کړنلار داسې ده،چې کله به د خداى د قهر او محبت خبره راغله؛ نو لومړى به يې د خداى د محبت خبره کوله او بيا د قهر؛ خو دا چې ٢١ آيت د کفارو د تکذيب لړۍ ده؛نو لومړى يې د عذاب خبره راوواچوله او بيا د لورنې .

په قرآن کې چې په هر ځاى کې د “من يشاء” غونډله- جمله او د خداى د ارادې او غوښتنې خبره راغلې؛نو بنسټ يې د هغه د سپېڅلي ذات حکمت او نیاو- عدل دى؛ ځکه د خداى هره اراده حکمت لري .

د “مجمع البيان” په تفسير کې راغلي،هغه “ولي” دی،چې بې له غوښتنې مرسته وکړي او هغه “نصير” دى، چې تر غوښتنې وروسته يې درکړي، چې کفار له دواړو بې برخې دي.

 

پيغامونه:

١ _د دين دښمنان،چې هر څومره هلې ځلې وکړي؛ خو بيا هم د خداى پر اراده برلاسېداى نشي. (وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ)

٢ _ د شرک د منځه وړلو لپاره بايد هر ډول شبهې او کږنې او انګېرنې- موهمات له منځ يووړل شي. (مَا أَنتُم وَلَا فِي السَّمَاءوَلَا نَصِيرٍ) کفارو او د دين دښمنانو ته وايي: نه په يوازې ځان څه کړای شی (وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ) او نه د نورو له لاسه څه کېداى شي. (مَا لَكُممِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ)

٣_يوازې د خداى پېرزو او لورنه مو دهغه له عذابه خلاصولاى شي. (يُعَذِّبُُيَرْحَمُ)

 

۲۳ ام آیت

وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَلِقَائِهِ أُوْلَئِكَ يَئِسُوا مِن رَّحْمَتِي وَأُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ = او کوم کسان چې د خداى له آيتونو او له ليدنې يې منكر شوي، هغوى زما له لورونې نهيلي دي او هماغوى ته دردناك عذاب دى!

 

پيغامونه:

١ _ يوازې کفار د خداى له رحمته نهيلېږي (وَالَّذِينَ كَفَرُواأُوْلَئِكَ يَئِسُوا) او د يوسف په سورت کې راغلي :

إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ(یوسف/۸۷) = او د خداى له رحمته مۀ نهيلي كېږئ،چې يوازې كافران دهغه له رحمته نهيلي كېږي.

 

۲۴ ام آیت

 

فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ = خو د[ابراهيم]د قوم ځواب يواځې دا و چې و يې ويل: ((و يې وژنئ يا يې وسوځوئ!)) نو خداى هغه له اوره وژغوره؛ هو، په دې (الهي ژغورنه) كې ايمان راوړونكيو ته نښې دي.

 

ټکي:

کافرانو او نمروديانو د ابراهيم عليه السلام له حق دين سره د مبارزې لپاره، هوډ ونيو،چې ويې وژني؛نو د اور په بلولو او پکې په ورګوزارولو يې خپل نيت پلى کړ؛خو خداى ورته اور پر ګلستان واړ‎و او ابراهیم علیه السلام یې وساته. (فَأَنجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ)

 

پيغامونه: ١ _ کافران سول – منطق نه لري او سول يې کړول او وژنه ده. (اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ)

٢ _ کفار ممکن د چار په څرنګه سر ته رسولو کې يو له بل سره اختلاف – اړپېچ ولري؛خو په موخه کې اړپېچ نه لري. (اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ)

٣ _ خداى د پېغمبرانو ملاتړى دى. (فَأَنجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ)

٤ _ د خداى اراده پر ټولو ارادو برلاسې ده. (اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ)

٥ _ پر ټولو کافرانو د يو مؤمن برى،د ټولو دسيسو شنډېدل،پر ګلستان د اور بدلېدل، ټول الهي آيتونه دي. (إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ)

٦ _ له تاريخ څخه عبرت اخستنې ته روغ فطرت او پاک روح پکار دى. (لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ)

هو ! ايمان د انسان د بصیرت – ليدانې او روڼ وينۍ لامل دى.

 

۲۵ ام آیت

وَقَالَ إِنَّمَا اتَّخَذْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُم بِبَعْضٍ وَيَلْعَنُ بَعْضُكُم بَعْضًا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّاصِرِينَ = او (ابراهيم) وويل: (( تاسې په دنيوي ژوند كې د الله پر ځاى بوتان د خپلمنځي مينې [او اړيکو] وسيله كړي دي، بيا به د قيامت پر ورځ له يو بله منکر او پر يو بل به لعنت ووايئ او اور به مو(د ټولو) د ورتلو ځاى وي او هېڅوك به مو مرستندويان نۀ وي!))

ټکي:

په بوت لمانځو ټبرونو کې بوتان چورلید – محور وو او هر ټبر ځانګړى بوت درلود. د بېلګې په توګه : قريشو د “عزى” په نامه، د “سيف” ټبر د “لات” په نامه او “اوس” او “خزرج” د “مناة” په نامه بوت درلود،چې دا بوتان يې له نېکونو سره د پيوستنون وسيلې وې. (مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ)

په ١٧ آيت کې مو ولوستل،چې ابراهيم عليه السلام په اور کې تر ګواښ مخکې خپل قوم ته وويل: (إِنَّمَا اتَّخَذْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ)؛ يعنې د خداى پر ځاى مو بوتانو ته مخه کړې ده او له اوره تر خلاصون وروسته يې غوڅ او پرېکنده وويل: (إِنَّمَا اتَّخَذْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا)؛ نو په اور کې اچولو د ابراهيم علیه السلام پر تبليغ او موخې اغېز نه درلوده او خلک يې پرې نه ښوول.

امام صادق خپل يو يار ته وويل : بې له تاسې،چې د پېغمبر د اهل بيتو د مشرۍ په ليکه کې ياست،نور ټول قومونه به د قيامت پر ورځ پر خپل مشر لعنت وايي. (د نور الثقلین تفسیر، کافي ۸/ ۱۴۶)

کله بايد دښمن ته غاښ ماتی ځواب ورکړ شي،په تېر آيت کې مو ولوستل،چې کفارو کړلار جوړه کړې وه،چې ابراهيم عليه السلام په اور کې وسوځوي. (حَرِّقُوهُ) خداى ځواب ورکوي: همېشنى ځاى مو دوزخ دى. (مَأْوَاكُمُ النَّارُ)

 

پيغامونه:

١ _عاطفي اړيکې د انسان پر ګروهو خورا اغېزمنې دي.( إِنَّمَا اتَّخَذْتُمأَوْثَانًا مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ)

٢ _ غير الهي دوستۍ،موسمي او لنډ مهاله دي، چې پايله يې د يو بل دښمنېدل او پر يو بل لعنت ويل دي. (مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا…. يَلْعَنُ بَعْضُكُم بَعْضًا)

٣ _د قيامت پر ورځ،چې مشرکانو ته د خپلو ګروهو پوچتوب جوته شي؛نو په خپله به ځانونو ته کنځلې کوي. (ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُم بِبَعْضٍ)

٤ _د لار په ټاکنه کې مخکې ته پام پکار دى،له عقله کار واخلئ،يوازې عواطف بسيا نه دي. (مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ…. مَأْوَاكُمُ النَّارُ)

٥ _غير الهي ملګرتوب او اړيکې په قيامت کې هيڅ ارزښت نه لري. (مَا لَكُم مِّن نَّاصِرِينَ)

 

۲۶ ام آیت

فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ= نو لوط پر هغه [=ابراهيم] ايمان راووړ او (ابراهيم) وويل: (( په واقع کې زه د خپل پالونكي پر لور مهاجر يم بېشکه هغه ناماتى حكيم دى.))

 

ټکي:

ډېرى مفسرانو ويلي دي: د ((وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ)) خبره د ابراهيم علیه السلام ده؛ لکه چې په يو بل آيت کې يې هم ويلي ول:

إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَى رَبِّي سَيَهْدِينِ(صافات/۹۹) او ځينو ويلي : دا د لوط عليه السلام خبرې دي.

 

پيغامونه:

١ _ انبياء پر يو بل ايمان لري. (فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ) البته دا د ابراهيم علیه السلام غربت او يوازېتوب هم راښيي،چې په يوه وخت کې پرې يوازې يو تن ايمان راوړ.

٢ _ کله په يو وخت کې څو پېغمبران ول؛ خو امامت او مشري د يو تن په لاس کې وه. (ابراهيم او لوط علیهما السلام په يوه وخت کې ول؛خو امامت او مشري ‏ابراهيم علیه السلام کوله) (فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ)

٣ _د لوط علیه السلام ايمان راوړل،له ابراهيم علیه السلام څخه يو ډول ملاتړ دى، (فَآمَنَ لَهُ) ويې نه ويل: آمن به. ( ((ل)) د ملاتړ نښه ده)

٤ _ د خداى پر لور هجرت د ودې او روزنې لامل دى. (إِلَى رَبِّي)

٥ _ الهي انسانان په ځمکې،زمانې او په هېچا او ډلې پورې تړاو نه لري. (إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي)

٦ _ د خداى په رايادولو په ځان کې د خداى پر لور د هجرت روحيه غښتلې کړئ. (مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ)

 

۲۷ ام آیت

وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ= او (د عمر په وروستيو كې) موږ هغه ته اسحاق او يعقوب وروبښل او د هغه په ځوځات كې مو پېغمبري او(اسماني) كتاب كېښود او هغه ته مو په دنيا كې بدله وركړه او بېشکه هغه په اخرت كې له صالحانو دى.

 

ټکي:

د اجر ټکى هم دنيوي او هم د اخروي ثواب ته کارېږي؛خو د اجرت ټکى يوازې د نيوي ثواب ته دى. (د المیزان تفسیر)

خداى پر ابراهيم عليه السلام د هغه د اخلاص،هلو ځلو او هجرت له امله څلور پېرزوينې وکړې،چې په دې آيت کې راغلي دي:

الف: پاک اولاد.

ب: ځوځات ته يې نبوت.

ج: په دنيا کې نېک نوم.

د: په آخرت کې عزت.

توضيح : حضرت يعقوب،حضرت يوسف،حضرت هارون،حضرت موسى ،حضرت سليمان،حضرت زکريا، حضرت يحيى او حضرت عيسى ( عليهم السلام) ټول د حضرت اسحاق له ځوځاته ول او د اسلام پېغمبر د ‏اسماعيل عليه السلام له ځوځاته دى؛نو تر ‏ابراهيم علیه السلام وروسته ټول اولوالعزمه پېغمبران د هغه له ځوځاته ول.

د نمرود له اوره خلاصون،د مکې پر لور د زړونو راکښل کېدل او د حج په مراسمو کې د ابراهيم عليه السلام يادونه،له نوم ورکۍ، شيخ الانبياء ته رسېدل او سپېڅلى ځوځات درلودل ټول د الهي پېرزوينو مصداقونه دي،چې خداى په دنيا کې ابراهيم عليه السلام ته ورکړل. (وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا)

صالحتوب او د صالحانو په ليکه کې درېدل هغه مقام دى،چې انبياوو يې هم هيله درلوده :

يوسف علیه السلام له خدايه غواړي: (وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ) (یوسف/۱۰۱)

سليمان علیه السلام دعا کوي: (وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ) (نمل/۱۹)

شعيب علیه السلام،موسى علیه السلام ته وايي: (سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ) (قصص/۲۷)

ابراهيم عليه السلام خداى ته وويل: (وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ)

همدا چې ابراهيم علیه السلام د امامت مقام ته ورسيد؛نو خداى ته يې وويل: (إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا) او له خدايه يې وغوښتل،چې دا منصب يې ځوځات ته هم ورکړي.

خداى ورته وويل: امامت او مشري يو الهي تړون دى،چې ظالمانو ته نه ورکول کېږي؛نو ستا په ځوځات کې دا منصب ظالم ته نه ورکول کيږي. (قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ) (بقره/۱۲۴)

پيغامونه:

١ _ صالح اولاد الهي پېرزوينه ده. (وَوَهَبْنَا لَهُ)

٢ _ که خداى د کوم چار اجر درکړى وي؛نو خلکو ته يې اعلام کړئ،چې هغوى هم ښو چارو ته وهڅېږي. (وَوَهَبْنَا لَهُ)

٣ _اخلاص د پېرزوينو سرچينه ده.( مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّيوَهَبْنَا جَعَلْنَا..)

٤ _ لمسى هم د زوى په څېر الهي پېرزوينه ده.( إِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ) ( پام مو وي،چې يعقوب علیه السلام د اسحاق علیه السلام زوى دى) (وَمِن وَرَاء إِسْحَاقَ يَعْقُوبَ) (هود/ ۷۱)

٥ _د پلار د اخلاص خدمتونه او کوښښونه د هغه په اولاد کې منعکسېږي. (وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ) البته د اولاد وړتيا هم شرط ده. (قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ) (بقره/۱۲۴)

٦ _ هجرت محدود اجر نه لري، ابراهيم علیه السلام ته د يو هجرت پر وړاندې څو اجرونه ورکړل شول.( مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّيوَهَبْنَا جَعَلْنَا آتَيْنَا)

٧ _پېغمبران د خداى له لوري دې منصب ته رسي. (جَعَلْنَا.. النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ)

٨ _ د دنيا او آخرت اجر يو ځاى کېداى شي. (آتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ)

 

۲۸ ام آیت

وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ الْعَالَمِينَ = او لوط هم ( مو په رسالت ولېږه) چې كله يې خپل قوم ته وويل: ((ډېر ناوړه کار ته مو ملا تړلې، چې له تاسې مخكې له نړيوالو هېچا ندى كړى!

ټکي:

د ((فاحشة)) ټکى هغه عمل يا خبرې ته ويل کېږي، چې بدي يې څرګنده او ښکاره وي او دا چې د “لواط” ناوړه عمل د لوط عليه السلام په قوم کې دود وه؛ نو خداى په قرآن کې ورته د “فاحشة” ټکى راوړى دى.

هر نوښت ارزښت نه لري،په فساد اوګناه کې نوښت د ارزښت ضد دى؛ لکه چې هر پرمختګ ارزښت نه لري؛ ځکه کله يو ميکروب او ناروغي هم بدن ته ورننوځي،چې تل د پرمختګ په حال کې وي او هر پرشاتګ هم بد نه وي؛ لکه يو رنځور،چې طبيب ته ورځي او موخه يې دا وي،چې خپل پخواني حال ( روغتيا) ته ورستون شي.

 

پيغامونه:

١ _مشران بايد د ټولنې مفاسد او عمومي خطرونو ته پام ولري او د منځه وړو لپاره يې کوښښونه وکړي (لوط عليه السلام هم د خپل وخت په مشهورې ګناه پسې رواخسته) (قَالَ …. لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ)

٢ _د لوط علیه السلام تر قوم مخکې “لواط” مخينه نه درلوده. (مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ الْعَالَمِينَ)

 

۲۹ ام آیت

أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ = ايا تاسې نارينه وو ته ورځئ او (د انساني نوغي د پاېينې) لار پرې كوئ او پخپلو غونډو كې ناوړه چارې ترسره كوي؟!))؛خو د قوم ځواب يې يواځې دا و، چې و يې ويل: ((كه له رښتينو يې (؛نو همدا اوس) پرموږ الهې عذاب راوله!))

۳۰ ام آیت

قَالَ رَبِّ انصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ = (لوط) وويل : (( پالونكېه! ما پر فسادګرې ډلې بريالى كړه.))

ټکي: د ((نادى)) ټکى د عمومي غونډې پر مانا دى. په تفسيرونو کې راغلي، چې د لوط علیه السلام قوم د ادب او اخلاقو له پلوه کندې ته ګوذار شوى و،په فساد او تباهۍ کې ډوب ول،تردې چې په عمومي غونډو کې يې يو بل ته بدې خبرې کولې،جواري يې کوله،په ډله کې لغړېدل،پر لار تېرېدونکيو يې ډبرې ورولې او په ډله کې به يې ټيزونه او پسکۍ اچولې،له مسافرو سره يې لواط کاوه او مالونه يې ترى پر زور اخستل.

د عذاب غوښتنه د نورو قومونو او انبياوو له اړخه هم نوموتې ده،د نوح علیه السلام او عاد قوم وويل: (فَأْتَنِا بِمَا تَعِدُنَا) (هود/۳۲) د ثمود قوم له صالح علیه السلام څخه وغوښتل: (فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا) (اعراف/۷۰) او همداراز د حضرت محمد صلى الله عليه و آله وسلم پر مهال هم ځينو وويل:( ائْتِنَا بِعَذَابٍ) (انفال/۳۲)

کېداى شي په آيت کې له ((قطع سبيل)) څخه مراد پر خلکو لار بندول او د مال چور کول او ورسره لواط وي .

 

پيغامونه

١ _انسان خو دې ته حيرانېږي،د شهوت د لرې کولو لپاره،چې طبيعي او شرعي لار وي؛نو لواط د څه لپاره! (أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ)

٢ _د فساد دود بايد ددې لامل نشي،چې موږ له بدیو له منع څخه لاس واخلو. (أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ) (سره له دې،چې فساد دود و؛خو بيا هم لوط عليه السلام خلک له بديو منع کول)

٣ _ اخلاقي فساد د ګروهیز-عقيدتي فساد لامل دى ( په ګناهونو کې ډوبېدل او اخلاقي ارزښتونو نه پاملرنه ددې لامل شوه،چې ان د لوط علیه السلام پر پېغمبرۍ يې هم شک وکړ) (لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ)

٤_خداى د انسان د شهوت پوره کونې ته هم لار ښوولې ده. (السَّبِيلَ)

٥ _ښکاره ګناه کول، تر ټولو ناوړه ګناه ده. (فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ)

٦ _ امنيت او عمومي عفت بايد وساتل شي. (فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ)

٧ _ د ښکاره ګناه،پايله تلپاتې رسوايي ده. ( د لوط قوم د لنډ وخت لپاره په ښکاره ګناه وکړه،خو پېړۍ پېړۍ دي،چې بدنام دي) (فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ….)

٨ _لواط فاحشه او منکر چار دى. (الْمُنكَرَلَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ)

٩ _ يوازېتوب بايد ددې لامل نشي، چې له بديو منع ته شا کړو.( سره له دې چې لوط علیه السلام يوازې و؛ خو د بې لاريو د بې لارۍ پر وړاندې ودرېد. (رَبِّ انصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ)

١٠ _تل بايد پر مفسدانو د برلاسۍ په فکر کې وسو؛نه دا چې واکمني يې ومنو. (رَبِّ انصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ)

ستر ګناهونه

د خداى له هر امره سرغړونه ګناه ده،يو لړ مسايل د ګناه خطر زياتوي؛ لکه :

١ _ د ګناه ډول : د بېلګې په توګه : د خلکو مال خوړل حرام دي؛خو د پلارمړي مال دا ګناه زياتوي .

٢ _وخت او ځاى: ګناه په هر وخت او ځاى کې ناوړه چار دى؛خو په سپېڅليو وختونو او ځايونو کې؛ لکه په روژه او جومات کې ډېره زياته ګناه لري .

٣ _ د ګناه کوونکي شخصيت : د هغوى حساب په ګناه کې له نورو سره توپیر لري،چې په ټولنه کې خلکو ته بېلګه وي. خداى د پېغمبر اکرم مېرمنو ته وايي: که ګناه مو وکړه؛نو د نورو ښځو په پرتله به دوه ګرايه سزا درکول کېږي .هو! که پلار،مور او ښوونکى، ګنا وکړي؛نو د هغوى اولاد او شاګردان به هم ګناه ته ورنږدې شي. ٤ _ پر ښکاره ګناه: پر ښکاره ګناه د ګناه عذاب زياتوي؛ځکه پر ښکاره ګناه هم د قانون ماتونې لپاره ډاډ دى، هم د خلکو شخصيت ته سپکاوى او هم د نورو ډاډه کول دي. د لوط قوم به په عمومو غونډو کې بربنډېدل او پر هر بد کار يې لاس پورې کاوه، تردې چې قرآن وايي: (فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ)؛يعنې په عمومي ځايونو کې مو منکر کاوه.

دا چې قرآن د ((نادى)) ټکى کارولى دى،ښيي چې ټولنه هم حريم لري، چې بايد وساتل شي او که ونه ساتل شي؛ نو نورو ته د فساد لار پرانیځي.

٥ _ د نورو ګناه ښکاره کول : ډېر خلک د دين او تقوا د درلودو له امله ګناه نه کوي،؛خو ډېرى د ټولنېزې حياء له کبله ځان ساتي؛خو که د حيا پردى وشلېدې؛نو پر ټولنه به د فساد نېز راشي،چې هېڅ څوک به يې مخه نشي نيولای؛نو څوک هم حق نه لري،چې خپله کړې ګناه نورو ته هم ووايي او څوک حق نه لري د چا ګناه بل چا ته ووايي،د ګناه له مراسمو عکس او فيلم اخستل منع دي؛ځکه دا ډول عکسونه او فيلمونه په ټولنه کې د ګناه بدي او رټنه کموي او د نورو فساد ته لار هواروي.

د فساد او فحشا خپرول دومره خطرناک دي،چې ان په اړه يې فکر هم ستره ګناه شمېرل شوې ده.

قرآن د نور د سورت په ١٩ آيت کې وايي : هغوى چې خوښېږي د مؤمنانو بدۍ خپرې کړي؛نو په دنيا او آخرت کې به دردونکى عذاب ولري.

د فساد له خپرولو سره مينه کله پر قلم وي،کله د فحشا د مرکزونو په جوړولو وي،که د نورو په راهڅولو او کله هم د فحشا د امکاناتو په چمتو کولو وي. امام صادق وايي: هغه تن ددې آيت مصداق دى،چې که د مؤمن ګناه وويني يا واوري او هغه بل ته ورسوي.

په يو بل حديث کې راغلي : څوک چې د چا بد چار خپور کړي او نورو ته يې ووايي؛ نو داسې به وي؛لکه پخپله يې چې کړى وي. (تفسیر کنزالدقایق)

د ډېرى ستونزو سرچينه مو هغه خوى دى،چې غواړو خلک بې پته کړو،که څه هم ناخبره يو؛ خو دا کار کوو؛ لکه چې د نور د سورت په ١٩ آيت کې راغلي، چې خداى پوهېږي؛خو تاسې نه پوهېږئ.

لنډه او سپينه داچې په ټولو ګناهونو کې، چې ان ورسره مينه درلودل هم ستره ګناه ده، د نورو د ګناه کيسه کول او د خلکو بې پته کول دي.

٦ _په ګناه کې مرسته : له نورو سره په ګناه کې مرسته او ورته لارښوونه داسې دي لکه چې پخپله يې کړې وي.

د همدې سورت (عنکبوت) په ٣٢ او ٣٣ آيتونو کې به ولولئ،چې د ‏ لوط علیه السلام مېرمن هم د لوط د قوم په څېر پوپناه شوه او ګناه يې دا وه، چې خلکو ته يې د ګناه لارښونه کوله. د بېلګې په توګه : فاسدو وګړيو ته يې خبر ورکاوه،چې لوط علیه السلام ته ميلمانه راغلي؛نو د عذاب پر مهال،چې خداى د ‏لوط علیه السلام کورنۍ ساتله؛نو دا مېرمن په هلاکو شويو کې وه. هو ! د يو چا مېرمن والى يا مېړه والى د خلاصون لار نه؛بلکې د فکر يووالى د خلاصون لار ده.

 

۳۱ ام آیت

وَلَمَّا جَاءتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ = او چې كله (له پرښتو) زموږ استازي له زېري سره ابراهيم ته راغلل؛ نو ويې وويل: (( موږ به ددې كلي اوسېدونكي (د لوط د قوم كليو ته اشاره وه) هلاك كړو؛(ځكه) چې خلك يې ظالمان دي.))

ټکي :

پر مفسدانو د لوط عليه السلام د برلاسۍ دعا قبوله شوه او خداى د عذاب پرښتې ورولېږلې.

((سدوم)) د لوط عليه السلام د قوم سيمه وه،چې د ابراهيم علیه السلام سيمې ته نږدې وه.

ابراهيم علیه السلام او مېرمنې ساره بي بي یې نژدې١٠٠کاله عمر درلود،چې خداى پرې د اسحق علیه السلام زېرى وکړ. (د طیب البیان تفسیر)

امام سجاد په “صحيفه سجاديه” کې د پرښتو د ډلو نومونه اخلي،چې هر يوه ځانګړې دنده لري؛خو هغه پرښتې چې ابراهيم علیه السلام ته راغلې؛څو دندې يې درلودې: هم يې دنده درلوده، چې پر ابراهيم علیه السلام د زوى زېرى وکړي،هم يې د لوط علیه السلام پر قوم د عذاب راوستو خبر راوړي و او هم يې دا کار وکړ. ( عذاب يې راووست)

د لوط علیه السلام ټول قوم د لواط ګناه نه کوله؛ بلکې يوې شهوتپالې بې لارې ډلې دا چار کاوه؛خو د خداى عذاب،چې راغى؛ نو ټوله سيمه پوپناه شوه او کېداى شي دا چار د هغوى د بېځايه چوپتيا او له بديو د نه منع کولو لپاره پرې د ظالم لقب کېښوول شو. (إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ)

 

پيغامونه:

١ _ د مرتبو لړۍ ته بايد پاملرنه وشي (هغه پرښتو،چې د لوط علیه السلام د قوم د هلاکولو دنده يې درلوده؛نو لومړى يې ابراهيم علیه السلام ته خبر راووړ،چې اولوالعزم پېغمبر و او بيا يې لوط علیه السلام ته ) (جَاءتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ)

٢ _د خداى د صالحو بندګانو دعا قبلېږي. (رَبِّ انصُرْنِيإِنَّا مُهْلِكُو)

٣ _پرېښتې د الهي قهر مامورانې دي. (جَاءتْ رُسُلُنَا…. بِالْبُشْرَى…. إِنَّا مُهْلِكُو)

٤ _لومړى ښه خبر او بيا بد ورکول پکار دي.( وَلَمَّا جَاءتْ …. بِالْبُشْرَى…. إِنَّا مُهْلِكُو)

٥ _ د ظلم پايله ورکېدل دي . (إِنَّا مُهْلِكُو…. ظَالِمِينَ)

٦ _ د يوې سيمې يا ښار ټول خلک،چې ظالمان شول؛نو د خداى عذاب ته دې په تمه شي. (إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ)

 

۳۲ام آیت

قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَن فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ = (ابراهيم) وويل: ((لوط (هم) هلته دى!)) هغوى وويل: (( موږ ښه پوهېږو، چې هلته څوك دي، هغه او كورنۍ يې ژغورو؛ خو بې له مېرمنې يې چې (په ګناهكار قوم كې) له پاتې کېدونکيو ده.))  ټکي:

له دې آيته او د ذاريات د سورت له ٣٦ آيته ګټنه کېږي،چې يوازې لوط علیه السلام او اولاد يې مؤمن ول او ان مېرمن يې هم پر عذاب اخته شوه.

فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِينَ(ذاریات/۳۶) = [خو موږ هلته بې له يوه كوره نور مسلمانان ونۀ موندل.]

د هود د سورت له ٧٤ آيته ګټنه کېږي،چې حضرت ابراهيم علیه السلام له خدايه د لوط علیه السلام پر قوم د عذاب غوښتنه وکړه؛خو ورسره و نه منل شوه او ځواب راغى: له دې خبرې تېر شه! (يُجَادِلُنَا فِي قَوْمِ لُوطٍ…. يَا إِبْرَاهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا إِنَّهُ قَدْ جَاء أَمْرُ رَبِّكَ(هود ۷۴ – ۷۶) 

پيغامونه :

١_په ټولنه کې د الهي اولياوو شتون د الهي عذاب د راکوزېدو مخه نيسي (ابراهيم علیه السلام وويل:په هغه سيمه کې،چې لوط دى؛نو څنګه پرې عذاب راوړې؟) (إِنَّ فِيهَا لُوطًا)

٢ _مسئوول مدير بايد د خپل تر لاس لاندې خلکو پر احوال ځان پوه کړي او د هغوې له مشروع حقوقو دفاع وکړي. (إِنَّ فِيهَا لُوطًا)

قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَن فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ

٣ _پرښتې بېل بېل کس پېژني. (قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَن فِيهَا)

٤ _ انبياء او لارويان يې له الهي عذابه خوندي دي. (لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ)

٥ _کله به حقپال ډېر يوازې ول. ( يوازې د لوط علیه السلام زامنو پر خپل پلار ايمان درلود) (لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ)

٦ _اولاد که له خپل موروپلار سره اندیز- فکري تضاد لري؛ نو بايد د حق لار وټاکي.( وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ) ( د لوط علیه السلام زامنو د موروپلار په لارو کې د پلار لار وټاکله)

٧ _ ښځه خپلواک شخصيت دى او کړاى شي د سړي له واک او کورني فرهنګي نظامه بهر خپل هوډ ونيسي. (إِلَّا امْرَأَتَهُ)

٨ _ خپلوي د خلاصون لامل نه دى؛بلکې اندیز تړاو د خلاصون لامل دى. (لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ) (مېرمن لې لوط علیه السلام هم انده نه وه، چې پرعذاب اخته شوه)

٩ _ ټولنيز نوم او عنوان مهم نه دى؛بلکې ايمان او عمل معيار دى. (إِلَّا امْرَأَتَهُ)(د پېغمبر ښځه توب ارزښت نه دى؛بلکې ترې لاروي او ملاتړ ارزښت دى. )

١٠ _ د پېغمبرانو مېرمنې معصومې نه دي. (إِلَّا امْرَأَتَهُ) ان د حضرت محمد (ص) په ښځو کې هم يوازې هغوى چې نېکانې وې،خداى پرې ځانګړې پېرزو درلوده.( فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا) (احزاب/۴۲)

۳۳ ام آیت

وَلَمَّا أَن جَاءتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ = او چې كله لوط ته زموږ استازي ورغلل؛ نو په ورتګ يې سخت خپه او زړۀ تنګى شو، هغوى وويل: ((مۀ وېرېږه او مۀ خپه كېږه،(ځکه) چې موږ تا او ستا كورنۍ ژغورو؛ خو بې له مېرمنې دې، چې (په قوم كې) له پاتې كېدونکيو ده.

ټکي:

د ((سِيءَ)) ټکى د وارخطاکېدو پر مانا دى او د لوط علیه السلام وارخطا کېدل کېداى شي،ددې لپاره وو،چې وېره يې درلوده،چې د قوم فاسدان يې پر پرښتنو،چې ميلمنې يې وې،تېرى ونه کړي او کېداى شي پر قوم يې د الهي عذاب له راتلو وارخطا شوى و.

((ذراع)) د لاس هغې برخې ته ويل کېږي،چې له څنګلې تر ګوتو پورې وي.د ((ذارع)) له تنګېدو څخه بېوسي ده؛ځکه د چا چې د لاس دا برخه لنډه وي؛نو ډېر کارونه نشي کړاي. څوک چې له کاره لوېږي او يا دا چې کوم کار يې په لاس کې نه وي؛ نو ((َضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا)) ورته ويل کېږي.(مجمع البحرین)

((لَا تَخَفْ)) په راتلونکې کې له پېښو او سختيو وېرې ته وايي . او ((لَا تَحْزَنْ)) د تېرو چارو په باب غم ته وايي. په واقع کې الهي پرښتو لوط علیه السلام ته ډاډ ورکړ،چې څوک نشي کړاى زيان ورورسوي او د لوط علیه السلام د قوم پر تېرو کارونو غوسه او غم مه خوره.

پيغامونه:

١ _په فاسدو ټولنو کې الهي انسانان په تنګسه کې وي ان د خپل مېلمه او اولاد ساتنې لپاره هم وارخطا وي. (سِيءَ بِهِمْ)

٢ _ نه ښايي د فساد خپرېدل مو بې توپيره کړي. (سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ) ( ديني غيرت د ايمان ځانګړنه ده)

٣ _ډېرى وارخطايۍ له راتلونکې د بې خبرۍ له امله دي. (َضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ)

٤ _ د زړه خپګان پر څېره اغېز لري،پرښتو د لوط علیه السلام په څېره کې تر وارخطايۍ ليدو وروسته وويل: (لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ)

٥ _ مؤمنان پر حق ژمنو له وارخطايۍ راوباسئ او ډاډ ورکړئ. (لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ)

٦ _ پر هغو خلکو زړه سوزى نه دى پکار،چې د خپل ظلم او ګناه له امله يې پر ځان الهي عذاب راوړى وي (لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ)

٧ _د حقيقت ويلو ته لومړى مثبتو ټکيو ته اشاره وکړئ.( إِنَّا مُنَجُّوكَ)

٨ _ خداى خپل اولياء ساتي. (إِنَّا مُنَجُّوكَ)

٩ _ کورنۍ اړيکې د خلاصون لامل نه دي؛بلکې د خلاصون سرچينه ايمان او صالح کړه وړه دي. (إِلَّا امْرَأَتَكَ)

١٠ _ ښځه خپلواک شخصيت دى او کړاى شي د ټولنې او کورني فرهګ پر وړاندې مقاومت وکړي. (إِلَّا امْرَأَتَكَ)

١١ _ د فساد لارښونکي هم مفسد دي. (إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ) ( د لوط علیه السلام مېرمنې به فاسدو ته خبر ورکاوه،چې کور ته مېلمانه راغلي او د ګناه لپاره ورپسې راشئ.)

۳۴ ام آیت

إِنَّا مُنزِلُونَ عَلَى أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ رِجْزًا مِّنَ السَّمَاء بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ = په حقيقت کې موږ ددې كلي پراوسېدونكيو د هغوى د ګناهونو له امله له اسمانه عذاب راښكته كوو.

۳۵ ام آیت

وَلَقَد تَّرَكْنَا مِنْهَا آيَةً بَيِّنَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ = او په رښتيا له دې (سوځېدلي كلي) مو عقلمنو ته (د عبرت درس او) څرګنده نښه پرېښې ده.

ټکي:

له ((الْقَرْيَةِ)) څخه مراد د ((سدوم)) سيمه ده،چې د حضرت لوط قوم پکې اوسېده. ((سدوم)) په ((شام)) کې د ((حمص)) په سيمه کې دى.

((فسق)) سرغړونې ته وايي، چې شرک او کفر هم پکې راځي.

پيغامونه:

١ _ د اسمانه هم الهي رحمت راځي. (لکه باران او وحې) او هم الهي قهر او عذاب (مُنزِلُونَ….. رِجْزًا مِّنَ السَّمَاء)

٢ _ د انسان کړه وړه پر طبيعت اغېز لري؛ لکه چې ښه کړه وړه د الهي لورنې او نعمتونو راکوزوي (وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ) (اعراف/۹۶) ګناه هم نعمتونه پر عذاب بدلوي. (رِجْزًا مِّنَ السَّمَاء بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ)

٣ _ د ګناه تکرار او پرې ټېنګار الهي عذاب راکوزوي. (كَانُوا يَفْسُقُونَ) ( د ((کانو)) ټکى د استمرار نښه ده.)

٤ _پکار دي،چې د لرغونو آثارو له منځ وړو مخنيوى وشي.( وَلَقَد تَّرَكْنَا مِنْهَا آيَةً)

٥ _قرآن د تاريخ پر فلسفه او د نور قومونو پر برخليک د پوهېدو ټينګار کوي. (آيَةً بَيِّنَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)

٦ _ بايد د لرغونو آثارو ساتنه وشي؛ځکه عبرت پکې دى.( آيَةً….لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)

٧ _عبرت اخستنه عقل او ځيرتيا غواړي.غافل وګړي په رغۍ کتنه نشي کړاى پر حقايقو پوه شي. (لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)

٨ _د هدایت – ښيون او عبرت اخستنې شرطونه،تعقل او اندنه ده.( لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)

٩ _ بايد د ټولنې پوهان خلکو ته د لرغونو اثارو په اړه معلومات ورکړي. (لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ)

۳۶ آیتونه

وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ = او موږ “مدين” ته د هغه ورور “شعيب” [په رسالت ولېږه] چې و يې ويل: (( زما قومه! الله ولمانځئ او د اخرت ورځې ته هيله من اوسئ او په ځمكه کې د فساد هڅه مه كوئ .))

ټکي:

“مدين” د “اردن” په جنوب لويديځ کې يوه سيمه ده، چې نن په “معان” مشهوه ده.

د ((تَعْثَوْا)) ټکى له ((عثى)) ځنې اخستل شوى،چې د فساد کولو پر مانا دى.

شعيب علیه السلام د دوو ټبرونو د لارښوونې دنده درلوده :

الف: “اصحاب مدين”، چې په اسماني کړيکه ورک شول.

ب: “اصحاب اَيکه”، چې په تندري وريځو ورک شول. (د اطیب البیان تفسیر)

پيغامونه: ١ _خدای ته د خلکو د رابلنې پر مهال عواطف مه هېروئ. (أَخَاهُمْيَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ) ( اى زما قومه! عاطفي اړخ لري)

٢ _توحيد او معاد د انبياوو د چار بنسټ دى. (اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ)

٣ _ د خداى بندګي او پر مبداء او معاد ايمان له فساده د لرېتوب لامل دى. (اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ وَلَا تَعْثَوْا)

څوک مفسد دى؟

چې کله خداى پرښتو ته وويل: انسان پيدا او هغه خپل خيفله کوم؛ نو پرښتو وارخطا خداى ته وويل: (أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء) (بقره/۳۰)؛يعنې داسې څوک خپل خليفه کوې،چې فساد کوي او وينه تويوي؟ خداى ورته وويل:له داسې څه خبر يم، چې ترې خبر نه ياست.

وژنه،وينه تويونه او ناامني راوستل د فساد روښانه بېلګې دي؛خو قرآن څو نور څيزونه هم فساد شمېرلي دي،چې يو يې هم مالي او اقتصادي – وټيز فساد دى.

شعيب عليه السلام په داسې قوم کې ژوند درلود،چې ډنډۍ وهل په کې دود و؛ نو شعيب علیه السلام پردې سربېره، چې د ایکي يو خداى عبادت ته يې رابلل، له دې بد چاره يې هم ژغورل؛ لکه چې د اعراف په سورت کې لولو:

فَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ (اعراف/۸۵) = نو ځكه کچ مچ او تول پوره كوئ او د خلكو له مالونو څه مۀ كموئ او( د ايمان او د پېغمبرانو د بلنې په رڼا كې ) چې په ځمكه کې روغه جوړه شوې ده؛ نو بيا پكې فساد مۀ راولاړوئ.]

هو! د خلکو د حق لتاړل،کم کاري او ډنډۍ وهل يو ډول مالي او وټيز فساد دى،چې ټولنې ته ډېرې ناوړې پايلې لري،چې يوه يې هم حرامه روزي ده. حرامه روزي انسان فاجر او بدچاروي او که دا حرام خوري جبران نشي؛نو انسان به پر کفر او نمښتې – انکار لاس پورې کړي.

قرآن کريم د “مطففين” د سورت په پيل کې وايي: افسوس پر ډنډۍ وهوونکيو! او بيا په ٧ آيت کې هغوى ته “فجار” او په ١٠ آيت کې ورته “مکذبين” وايي. له دې درې آيتونو جوتېږي،چې انسان په تدريج پرېوځي،چې لومړى ګام يې ډندۍ وهل او حرام خوري ده. دويم ګام فاسد او فاجرېدل او په پاۍ کې د حق پر وړاندې درېدل دي.

ددې خبرې لووی – شاهد د کربلا پېښه ده : سره له دې چې د کوفې او شام لښکر امام حسين پېژانده؛خو بيا يې هم وژلو ته مټې رانغاړلې وې، چې امام ورته وويل: ددې ستر خيانت دليل دا دى،چې ګېډې مو له حرامو ډکې شوي دي. ( بحار ۴۵/ ۷)

حديث وايي: حرام مال وده نه لري او که وده يې وکړه؛نو برکت به نه لري. (وسایل ۱۷/ ۸۲)

په يو بل حديث کې راغلي: حرام مال ان د انسان پر ځوځات اغېز لري .

د لمانځه د قبلېدو شرط دا دى،چې په هغه ځاى کې،چې اودس او لمونځ کوو او همداسې جامې او اوبه هم غضبي نه وي .

ان که په ماشومتوب کې مو هم د چا مال تصرف کړى وي؛نو بايد په يو ډول يې خاوند رضا کړو او که مړ شوى وي؛ نو وارثان يې راضي کړو.

که د چا درباندې پور و او پر لمانځه ولاړ وئ او راغى او د خپل پور پر غوښتو يې ټينګار کاوه؛نو بايد سلام واړول شي،پور يې ورکړ شي او له سره لمونځ پيل کړو.

که چا له هماغه پيله دا هوډ نيولى وي، چې د خپلى کورودانې مهر ور نه کړي او ورسره کوروالى وکړي؛نو روايتونه وايي،چې داسې به وي؛ لکه چې زنا يې ورسره کړې وي.

۳۷ ام آیت

فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ = نو هغه يې دروغجن وګاڼه او(په پايله کې) زلزلې ونيول؛ نو سهار پخپلو كورونو كې پړمخې (مړه) پراته وو.

ټکي:

د ((الرَّجْفَةُ)) ټکى د ځمکى د لړزېدو پر مانا دى .

((اراجيف)) هغه خبرې او خبرونه دي،چې د خلکو ګروهه او روحيه سستوي او ((مرجفون)) هغوى ته ويل کېږي،چې دا ډول خبرې وکړي يا وليکي.

((جاثمين)) پر ګونډو کېناستو او پر ځمکه غورځېدو ته وايي؛لکه هغوى چې پر عذاب اخته شول،زلزلې له خوبه راويښ کړل،تر اوسه لا سم نه ول راپاڅېدلي،چې عذاب ورته مهلت ور نه کړ او مړه شول.

پيغامونه:

١ _د انبياوو دروغجنول د الهي قهر د راکوزېدو لاره چاره برابروي . (فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتْهُمُ)

٢ _هغه انسان،چې د خداى له قهره نشي تښتېدلى؛نو څنګه حق په دروغو ګڼي؟ (فَكَذَّبُوهُ…. فَأَصْبَحُوا…. جَاثِمِينَ)

٣ _ کور،چې د انسان د دمې او ارام ځاى دى،د خداى په قهر د عذاب پر ځاى بدليداى شي. (فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ)

۳۸ ام آیت

وَعَادًا وَثَمُودَ وَقَد تَّبَيَّنَ لَكُم مِّن مَّسَاكِنِهِمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ = او موږ “عاد” او “ثمود” هم (هلاك كړل) او (ويجاړ شوي) كورونه يې وينئ، شيطان یې ورته كړه وړه ښايسته كړي وو؛ نو ځكه يې (د خداى) له لارې اړولي وو، حال دا چې (په دنيوي چاروكې هوښياران او) د ليدو خاوندان وو.

پيغامونه:

١ _د ځينو لرغونو تاريخي آثارو ساتل د خلکو د عبرت لپاره لازم دي. (تَّبَيَّنَ لَكُم مِّن مَّسَاكِنِهِمْ)

٢_خپلو بدو ته پر ښو کتل د شيطان لومه ده. (زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ)

٣ _ ګناه کولو ته تبليغات او مخونه ورکول له حقه د کږېدو لامل دى. (زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ…. فَصَدَّهُمْ)

٤ _ انسان فطرتاً له ښکلا سره مينه لري او شيطان د انسان له دې دنننۍ غوښتنې ناوړه ګټنه کوي. (زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ…. فَصَدَّهُمْ)

٥ _ شيطان پر پوه انسانانو هم يرغل کوي. (زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ….. وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ)

٦ _خداى پر هېڅ قوم تر غاړې خلاصونې مخکې عذاب نه راکوزوي (وَعَادًا وَثَمُودَ…. وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ)

٧ _ خلک د فطرت،عقل او انبياوو په لارښوونه سمه لار مومي. (كَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ) خو شيطان هم بېکاره نه کېني.( زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ…. فَصَدَّهُمْ)

۳۹ ام آیت

وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَلَقَدْ جَاءهُم مُّوسَى بِالْبَيِّنَاتِ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانُوا سَابِقِينَ = او موږ “قارون” “فرعون” او “هامان” هم (هلاك كړل) او په رښتيا موسى ورته روښانه دلايل راوړل؛ خو پرځمكه يې لويي وكړه؛ خو (پرموږ) مخكې کېداى نشول.  

پيغامونه:

١ _د استکبار پاى، ورکېدل او له منځۀ تلل دي او شوم برخليک يې راته عبرت دى. (وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ)

٢ _غاړه خلاصول او بيا نيونه الهي سنت دى. (جَاءهُم مُّوسَى بِالْبَيِّنَاتِ)

٣ _ استکبا ډول ډول څېرې لري. ( قارون د مال پالۍ ښکاروندى و او فرعون او هامان د ځواک پالۍ)؛خو له حق سره په ځېل او سرغړونه کې ټول سره ګډ ول. (وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَفَاسْتَكْبَرُوا)

٤ _ زر او زور د خداى پر ځوک اغېز نه لري. (وَمَا كَانُوا سَابِقِينَ)

٥ _قومونه،ملتونه،زر،زور او تزوير د خداى ځواک ته د ټينګي نه دي. (وَعَادًا وَثَمُودَ…. وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ …)

۴۰ ام آیت

فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ = نو موږ( له هغوى) هر يو پخپله ګناه ونيو، پرځينو مو تيز کاڼيز باد راوالوځاوه او ځينې اسماني كړيكې ونيول او ځينى مو پرځمكه ننه ايستل او ځينې مو يې په اوبو کې ډوب كړل، خداى هېڅكله پر هغوى ظلم و نه كړ؛خوهغوى پخپله پر خپلو ځانونو تېرى كاوه.

ټکي:

د ((حاصب)) ټکى د هغه توپان پر مانا دى،چې له کاڼو او ګلى سره وي. ((خسف)) پر ځمکه ډوبېدو ته وايي.

د عاد قوم پر توپان،د ثمود قوم پر اسماني کړېکې،قارون پر ځمکه ډوب شو او فرعون او هامان پر سيند لاهو شول.

هو! کله الهي عذاب د همدې طبيعي عواملو له لارې وي.

پيغامونه:

١ _ د يو مطلب تر ويلو وروسته د هغه راټولول او لړليکول ګټور دي. (فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ….)

٢ _ټولې سزاګانې قيامت ته نه ساتل کېږي. (ځيني قومونه په همدې دنيا کې پر عذاب اخته شول) (فَكُلًّا أَخَذْنَا…)

٣ _ د خداى پر مهلت ورکولو مه مغرورېږئ،چې د ګناه پايله سزا ده. (فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ)

٤ _ خداى هر ډول عذاب راکوزولاى شي. (حَاصِبًاخَسَفْنَا _ أَغْرَقْنَا)

٦_د الهي عذاب او قهر د راکوزېدو بنسټ عدل دى. (وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ)

٧ _ د هر چا برخليک د هغه د کړنو پايله ده. (كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ)

٨ _ د حق پر وړاندې لويي پر ځان ظلم دى. (كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ)

٩ _د ظلم دوام تر ظلمه ناوړه دى. (كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ)

۴۱ ام آیت

مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ = هغوى چې بې له الله پالندويان نيولي دي، مثال يې د غڼې غوندې دى چې (دخپلې خولې په اوبو) ځان ته كور جوړوي او په حقيقت كې- كه پوهېدل -؛نو ترټولو کورونو کمزورى کور د غڼې كور دى.

ټکي:

د همدې آيت له امله پردې سورت د عنکبوت ( غڼې) نوم ايښوول شوى دى.

افلاطون وايي: مچ په حشراتو کې تر ټولو حريص دى،چې د خپل ژوند پايښت ته پر تروو،خوږو چټليو او ټپونو کېني؛خو غڼه تر ټولو زغمناکه حشره ده،چې په يو ګوټ کې بڼل کوي او قناعت لري او هېښنده خو دا ده،چې تر ټولو حريصه حشره د تر ټولو چوپې ښکارېږي،مچ پر خپلو پښو ورځي او د غڼې پر جاله کېني او غڼه یې هم پر خپلو تارونو ښکار کوي .

پيغامونه:

١ _په ښوونه او رزونه کې له مثال څخه ګټنه ګټور چار دى. (مَثَلُ الَّذِينَ…) او تر ټولو غوره مثال هغه دى،چې په هر ځاى او وخت کې ټولو خلکو ته د پوهېدو وړ وي. (كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ)

٢ _ د شرک بنسټ هم د غڼې د جالې په څېر سست او بې بنسټه دى. (مَثَلُ الَّذِينَ كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ…)

٣ _غڼه په لرو او پرېښوول شويو ځايونو کې جاله بڼي او شرک هم پر هغو زړونو اغېز لري،چې له خداى څخه لرې وي. (دُونِ اللَّهِكَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ)

٤ _د غڼې ځاله يوازې د کور نوم دى،بې له خدایه نور ټول تش نومونه دي. (دُونِ اللَّهِأَوْهَنَ الْبُيُوتِ)

٥ _غڼه انګېري،چې ور لري او کور يې د پېښو پر وړاندې ټينګ دى، مشرک هم همداسې انګېري. (أَوْهَنَ الْبُيُوتِ)

٦ _ الهى ولايت غښتلى او کلک بنسټ لري.( كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ) (صف/۴)؛خو بې له خدایه د بل ولايت د غڼې د جالې په څېر سست دى (أَوْهَنَ الْبُيُوتِ)

٧ _کله ځينې انګېزې،خيالونه او دوستۍ د حق د پېژندو مخنيوى کوي (لَوْ كَانُوا يَعْلَمُون) [لکه چې ويل کېږي : ځينې مينې انسان کوڼ او ړندوي.]

٨ _مشران د ناپوهۍ له امله د خداى پر ځاى په بل پسې ځي. (لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ)

٩ _ځينو دومره ځان ډوب کړى وي،چې د راايستو هيڅ هيله يې نه وي. (لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ)

 د غڼې جاله

هر ژوى او حشره کور لري؛خو د يو کور هم د غڼې په څېر سست نه دى. دا کور له ډېرو نازکو تارونو بڼل شوى،چې د ښکار لپاره ترې ګټنه کوي او هم پکې وسېږي .

قرآن د خداى پر ځاى بل ته پناه وړل،د غڼې جال ته ورته کړى،چې په ډېر سست څيز يې ډډه وهلې؛هغه کور چې پر وړوکي پوکي يا حرکت له منځه ځي.

په قرآن کې ١٢٠ ځل د “دون الله” او “دونه” ټکى کارول شوى،چې يو يې هم د همدې سورت ( عنکبوت) په ٤١ آيت کې دى .

((دون الله)) د خداى پر ځاى بل ته ويل کېږي او شرک؛يعنې دا چې انسان بل څيز او يا بل څوک د خداى پر ځاى راوړي او یا یې ورسره یو شان وګڼي او توپير نه لري،چې دا جماد وي؛لکه بوت پالي ،چې بوتان د خداى پر ځاى او ستور لمانځو به ستوري لمانځل او يا که څاروى وي. د بېلګې په توګه : ځينې غوا ته پر سپيڅلتيا قايل وي. د بېلګې په توګه : ځينى پرښتې او پېريان لمانځي او يا ځيني دا موجودات د خداى اولاد ګڼي او يا که انسان وي؛ لکه ځينو کتابوالو،چې عيسى علیه السلام له خداى سره برابروي او تر بشره يې پورته بولي.

ځينې له هغو راهبانو بې قيد و شرطه لاروي کوي،چې دنيا يې پرېښې وي ؛لکه څنګه چې قرآن وايي: (اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ) (توبه/۳۱)

د کتابوالو ځينوعالمانو حرام، حلال او حلال حرام کړي ول، چې خلکو هم ترې لاروي کوله.

هو ! د خداى پر ځاى له بله بې قيد و شرطه لاروي يو ډول د خداى پر ځاى د بل بندګي ده.عشق، مينه، دوستي او لاروي بايد بريد او پوله ولري .

البته يوه خبره هېرول نه دي، پکار چې د خداى پر ځاى له بله لاروي شرک دى؛خو له انبياوو او امامانو لاروي ددې لپاره ده، چې د خداى حکم دى، چې په حقيقت کې له خدايه لاروي ده.

مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ(نساء/۸۰)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ (نساء/۵۹) = مؤمنانو! له خداى استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ.

البته له هغه اولى الامره د خداى او رسول ترڅنګ بې قيد و شرطه لاروي پکار ده،چې متقي وي؛ ځکه خداى له هغوى د لاروۍ فرمان نه ورکوي، چې پخپله ګناه کوي او تېروځي.

لنډه دا چې بشر بايد يوازې له خدايه لاروي وکړي،چې پيدا کوونکى يې دى او يا له هغوى لاروي وکړي،چې خداى ترې د لاروۍ حکم کړى وي، که نه د بشر لاس د ګناهکار په منګولو کې ورکول له انسانيت سره ظلم دى.

له طاغوته لاروي د يو ډول سپکاوي،ګواښ،ناپوهۍ او د پړک او پړوک او امکاناتو د تبليغاتو له امله وي،په قرآن کې راغلي،چې فرعون به د خلکو په تحمیقولو هغوی لاروې ته اړ کړل. (فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ) (زخرف/۵۴)

ولې د خداى پر ځاى په بل پسې ولاړ شو؟

که ځواک غواړئ؛نو ټول ځواکونه د خداى دي.( أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) (بقره/۱۶۵)

که عزت غواړئ؛نو عزتونه خو د خداى په لاس کې دي.( فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) (نساء/۱۳۹)

که د رزق پراخيتا غواړئ؛نو قرآن وايي :

وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ شَيْئًا وَلاَ يَسْتَطِيعُونَ(نحل/۷۳) = [او د خداى پرځاى داسې څېزونه لمانځي، چې هغوى له اسمانونو او ځمكې دوى ته د روزۍ رسولو اختيار نه لري او (ددې كار) وسه (هم) نه لري.]

که ملاتړ غواړئ؛نو پوه شئ،چې بې له خدایه بل نه ګټه در رسولاى شي او نه تاوان،( لَا يَنفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ) (فرقان/۵۵) نه ملاتړ لري او نه ولايت (وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ) (عنکبوت/۲۲)

خداى په ډاګه ويلي: له ما پرته هغه راوښيئ،چې څه يې جوړ کړي وي (أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا) (احقاف/۴)

که ټول ځواکونه يو لاس شي؛نو يو مچ نشي جوړولاى.( لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ) (حج/ ۷۳)

۴۲ ام آیت

إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ = په حقيقت کې هغوى چې بې له هغه هرڅه رابلي (او لمانځي)،خداى پرې پوهېږي اوهغه ناماتى حكيم دى.

۴۳ ام آیت

وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ = دا مثالونه دي، چې موږ يې خلكو ته وايو؛ خو يواځې پوهان پرې پوهېږي.

پيغامونه:

١ _ د انسان غير الهي ليوالتياوې د خداى تر څارنې لاندې دي؛ نو ځان د خداى د پوښتنو ځواب ته چمتو کړئ. (إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ….)

٢ _ددې پر ځاى چې د خداى پر ځاى پر بل ډډه وهو،چې د غڼې د ځالې په څېر سسته ده؛نو ولې پر خداى ډډه نه کوئ،چې غښتلى او بريمن دى. (وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ)

٣ _ د انسان شرک خداى ته تاوان نه رسوي. (وَهُوَ الْعَزِيزُ)

٤ _د خداى عزت له حکمت سره دى،( نه دا چې يو بې سوله- منطقه ځواک وي) (الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ)

٥ _ د قرآن مثالونه ژور دي او پر خلکو سربېره پوهان هم بايد پکې ژوره اندنه وکړي. (نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ)

٦ _ خداى وايي : که ځان پر قرآن سم پوهول غواړئ؛نو د پوهې زده کړې ته ملا وتړئ. (وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ)

٧ _پوهان دنده لري،چې د قرآن پر مثالونو او آيتونو خلکو ته رڼا واچوي. (َتِلْكَ الْأَمْثَالُوَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ)

۴۴ ام آیت

خَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ= خداى اسمانونه او ځمكه په رښتيا پيدا كړي دي، په حقيقت كې په دې (پېدايښت) كې مؤمنانو ته يو عبرت دى.

ټکي:

بې له خدايه هر څوک او هر څه د غڼې د جالې په څېر سست او کمزوى دى؛خو خداى :

الف: هم عالم دى . ((يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ)) (تېر آيت)

ب : هم ناماتی حکيم دى .(( وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ))

ج:هم د هستۍ پنځوونکى دى . ((خَلَقَ اللَّهُ…))

پيغامونه :

١- پيدايښت موخه لري او بېځايه بیهوده نه ده او زموږ نړۍ ليد هم بايد موخه لرونکى وي . (لَآيَةً)

٢- توکيزپال په توکې کې تم دي؛خو مؤمنان له پدېدو-ښکارندو تېرېږي او خداى پېژندنې ته رسي. (لَآيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ)

٣-ايمان د هستۍ د حقانيت د درک له شرطونو ځنې دى . (بِالْحَقِّ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ)

۴۵ ام آیت

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ = هغه څه ولوله چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي دي، او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله يادښت [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.

ټکي :

په دې آيت کې خداى خپل پېغمبر ته د قرآن د لوستو او لمانځه لارښوونه د يو بل په څنګ کې کړې او دا ځکه چې قرآن او لمونځ د ځواک ورکولو زېرمې دي. خداى خپل استازي ته د درندې دندې ورکولو خبر ورکوي(إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا) (مزمل/۵) ورته وايي،چې د دې درندې دندې د سر ته رسونې لپاره له دوو ځواک ورکوونکيو ګټنه وکړه:

الف: د قرآن لوستل (وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا) (مزمل/۴)

ب: د شپې لمونځ (إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْءًا وَأَقْوَمُ قِيلًا) (مزمل/۶)

هو! د چا چې دروند بار پر اوږو وي؛هم ټينګو ګامونو ته اړين دى،چې پښه يې ښويه نشي او هم پراخې سينې ته چې تر بار لاندې ناروا خبره و نه کړي. د قرآن لوستل او د شپې لمونځ هغه وخت دی چې ټول ويده وي؛نو دا دواړه د کلکو ګامونو او پراخې سينې لپاره اړین دي.

دا آيت د قرآن پر لوستو سپارښته کوي،چې په روايتونو کې هم راغلي دي: قرآن داسې ووياست،چې ويده زړونه راويښ کړي؛نه دا چې موخه مو دا وي،چې ژر تر ژره سورت خلاص کړئ،که د دوزخ آيتونو ته ورسېدئ؛نو ودرېږئ او له خدايه پنا وغواړئ او چې د جنت آيتونو ته ورسېدئ؛نو صبر وکړئ او له خدايه يې وغواړئ. (د مجمع البیان تفسیر)

پردې آيت سربېره، لمونځ او قرآن په نورو ځايونو کې هم په قرآن کې راغلي؛لکه :

يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ ( فاطر/۲۹)

يُمَسَّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ (اعراف/۱۷۰)

((لَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ)) ته څو معناګانې دي؟ الف: لمونځ تر ټولو ستر الهي ذکر دى،چې (َأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي) (طه/۱۴) لمونځ د خداى ذکر ګڼي. ب: د خداى ياد ( او د زړه حضور) د لمونځ له ظاهره اوچت مقام لري. ج: د خداى ياد انسان ته تر ټولو چارو غوره دى. د: د خداى ياد له فحشاء او بدیو څخه په مخنیوي کې تر ټولو پياوړى اړم دى. ه: خداى ياد کړئ، چې ياد مو کړي (فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ) (بقره/۱۵۲)

( د نور الثقلین تفسیر)

پېغمبر اکرم ته وويل شول : پلانى هم لمونځ کوي او هم ګناه . رسول الله ورته وويل: بالاخره يوه ورځ به يې دا لمونځ وساتي. (د مجمع البیان تفسیر)

امام صادق وايي : که څوک غواړي،چې پوه شي،‏لمونځ يې قبول شوى که نه؛نو ودې ګوري،چې دې لمونځ هغه له بدیو او فحشاء ژغورلى که نه؟ او بيا امام وويل: څومره چې لمونځ انسان له بدیو ژغوري؛نو هومره يې لمونځ قبول شوى دى. (د مجمع البیان تفسیر)

پيغامونه:

١ _يوازې د قرآن لوستل،زده کړه او پر مفاهېمو يې پوهېدل بسيا نه دي؛بلکې عمل هم پکار دى. (اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ…. وَأَقِمِ الصَّلَاةَ)

٢ _ د قرآن لوستل او د لمونځ کول د روزنې په سر کې دي. (اتْلُأَقِمِ)

٣ _د خداى رسول به له خلکو سره د قرآن په لوستو او الهي لارښوونو اړيکه ساتله او له خپل خداى سره به يې په عبادت او لماځنه اړيکه ساتله (اتْلُأَقِمِ)

٤ _ د الهي دستوراتو په ښوونه کې يې حکمت،ارزښت او اغېزې بيان کړئ. (أَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ)

٥ _ خداى ته لمونځ ځانګړى مقام لري. (أَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ) ( د صلوة د ټکي تکرار د ستريا نښه ده)

٦ _ د ټولنې او وګړي په سمونه کې د لمونځ ونډه احتمالي نه؛بلکې پرېکنده ده. (إِنَّ الصَّلَاةَ) ( د ((ان)) ټکى او اسميه جمله- غونډله د قرآن د آثارو د پرېکنده توب ښکاروندى ده)

٧ _ که لمونځ ،انسان له بدیو او فحشاء و نه ساته؛نو د خپل لمونځ په قبلېدو کې دې اړنګ- شک وکړي. (إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى)

٨ _ د نېکو چارو خپرېدل په طبيعى توګه د ګناه د ودې مخه نيسي. (إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى)

٩_د خداى پوهې ته پاملرنه د الهي احکامو د سم پلي کېدو ضمانت دى. (وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ)

 لمونځ او له بديو ژغورنه

پوښتنه: لمونځ څنګه وګړي او ټولنه له فحشا او بديو ژغوري؟

ځواب :

١- د ټولو بديو ريښه په غفلت کې ده او خداى غافل انسان تر څاروي هم بد ګڼلى دى.

أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ( اعراف/۱۷۹) دا چې لمونځ د خداى ياد او د غفلت لرې کولو لپاره تر ټولو غوره وسيله ده؛نو د بديو لارې چارې له منځۀ وړي.

٢ _لمونځ کول او الهي رنګ له شيطاني رنګ اخستنې مخنيوى کوي. لکه که چا سپينې جامې اغوستې وي؛ نو په چټل ځاى کې نه کېني.

٣ _ د لمونځ په څنګ کې پر زکات سپارښتنه شوې،چې وګړي د بېوزليو پر وړاندې د کنجوسۍ او بې توپيرۍ له بديو ساتي او ټولنه د بېوزلۍ له بديو ساتي،چې د ډېرو بديو جرړه پکې ده.

٤ _لمونځ کول يو لړ احکام لري،چې پلي کول يې انسان له ډېرو ګناهونو ژغوري؛لکه:

د لمونځ کوونکي د لمانځه د ځاى او جامو حلال والى يې د نورو پر حقونو له تېري ساتي.

د لمونځ کوونکي د اودس د اوبو،ځاى،جامو او د بدن د پاکوالي شرط يې له ډېرو چټليو ساتي.

د قبلې پر لور د درېدو شرط، انسان هر لوري ته له پامه ساتي.

رکوع او سجده انسان د تکبر له بدۍ ساتي.

په لمانځه کې د مناسبو جامو اغوستل انسان د بې حيايۍ او بربنډۍ له بدۍ ساتي.

د جماعت د لمونځ د امام لپاره د عدالت شرط، انسان له فسق او سرغړونې ساتي.

د جماعت لمونځ انسان له بېځايه ګوښه کېدو ساتي.

د جماعت د لمونځ ډېر شرطونه او احکام ډېر ارزښتونه راژوند کوي. لکه : د خلکو سره يو ځاى کېدل،له مشره مخکې نه تلل،له ټولنې وروسته نه پاتې کېدل،د جماعت د امام د حق خبرې پر وړاندې چوپتيا، نظم و انظباط، د تقوا د خاوندانو درناوى، له تفرقې لرېتوب،د جماعت په لمانځه کې د هر توک، ګوند، قوم او ژبې خلک يو ځاى په يوه ليکه کې درېږي،چې هر يو يې منکر دى.

په لمانځه کې د حمد د سورت په ويلو انسان خپلې ټولې اړتياوې له خدايه غواړي .

۴۶ ام آیت

وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنزِلَ إِلَيْنَا وَأُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ = له هغو کتابيانوسره چې ظلم يې نه وي کړى، په غوره دود(منطقى،مستدلل او ادبناکه توګه) بحث وکړي او ورته ووايئ: (( موږ پر هغه څه ايمان راوړى،چې موږ ته نازل شوي او پر هغه مو(هم) ايمان راوړى، چې تاسې ته نازل شوي او زموږ او ستاسې معبود يو دى او موږ هغه ته تسليم يو.))

ټکي:

((جدال)) په لغت کې پر يو بل وړانګو اچولو ته وايي. د هغو دوو تنو خبرو ته ويل کېږي،چې يو له بل سره لفظي او ژبنۍ نښته لري،چې يو پر بل برلاسي شي. ((جدال احسن)) هغو خبرو اترو ته ويل کېږي،چې له پېغور ملنډو، سپکاوۍ او کنځلو سره نه وي؛ بلکې بنسټ يې استدلال، مينه او سمونه وي.تر ((جدال احسن)) څخه وروسته يې د ((قولوا)) ټکي له راوړلو څخه ګټنه کېږي،چې دا آيت په خپله د ((احسن جدال)) يوه بېلګه ده.

امام صادق د ((احسن جدال)) بېلګه د “يس” د سوت وروستي آيتونه ګڼي ،چې يو سړي وروست هډوکى ورژاوه بيا يې وويل: ((مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)) څوک به يې راژوندى کوي؟چې قرآن ځواب ورکړ: ((قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ)) هماغه چې د لومړي ځل لپاره يې پيدا کړي؛ نو بيا به يې هم راژوندي کړي.(د نور الثقلین تفسیر)

پيغامونه:

١ _بايد په ښه ډول له کتابوالو سره خبرې اترې وشي. (وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)

٢ _هغه خبرې د منلو وړ دي،چې منځپانګه او الفاظ یې ښه وي. (بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)

٣ _ اسلام د خلکو،ښوونځيو،فرهنګونو او امتونو ترمنځ د اندنو پر تبادلې سپارښتنه کوي. (بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)

٤ _ خپل مخاطبان وپېژنئ او له هرې ډلې سره مناسب چلن ولرئ؛ځکه ظالمان پر سول او پسته ژبه نه پوهېږي. (إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا)

٥ _ ټول کتابوال ظالمان نه دي. (إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ)

٦ _ په خبرو اترو کې د ګروهې تر ويلو مخکې لومړى بايد ګډ ټکي بيان شي (إِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ)

٧ _يوازې ايمان بسيا نه دى؛بلکې لاروي او غاړه ايښوونه هم پکار ده. (آمَنَّا…. نَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ)

۴۷ ام آیت

وَكَذَلِكَ أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ فَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمِنْ هَؤُلَاء مَن يُؤْمِنُ بِهِ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الْكَافِرُونَ= او په دې توګه، موږ تاته كتاب [= قرآن] نازل كړى دى؛ نو هغوکسانو ته چې (اسماني) كتاب مو وركړى دى،هغوى پر دې كتاب ايمان راوړي او له دې ډلې (= مشركانو) هم ځينې پرې ايمان راوړي او زموږ پر آيتونو يواځې كافران منكرېږي.  

ټکي:

((جحود)) د هغه څه منلو ته وايي،چې زړه يې نه مني او د هغه څه نه منل دي،چې زړه يې مني . ((جحود)) هماغه ځېل دى .

پيغامونه:

١ _ قرآن د ټولو پخوانيو اديانو لارويان اسلام ته رابلي. (فَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ)

٢ _کتابوال د مشرکانو په پرتله اسلام منلو ته ډېر فرصت لري. (فَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ)

٣ _الهي ښيون لازم او هرومرو کېدونکى چار دى،که څه هم ځينې ځېل کوي (أَنزَلْنَاوَمِنْ هَؤُلَاء مَن يُؤْمِنُ بِهِ)

٤ _ هغوى چې له قرآن سره آشنا کېږي او نه يې مني؛نو ځان پر عذاب اخته کوي. (وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الْكَافِرُونَ)

۴۸ ام آیت

وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ= او [د وحى او نبوت] له مخه دې، نه كوم كتاب لوسته او نه دې په خپل ښي لاس څه ليكل(حال دا چې که لوستل او ليکل دې کړاى شول؛نو) باطل اندي هرومرو (د قرآن په اړه) شكمنېدل.

پيغامونه:

١ _خپل ليک لوست ته مه غره کېږئ،کله الهي اراده په يو نالوستي انسان د بشر دين او فرهنګ بدلوي. (وَمَا كُنتَ تَتْلُو)

٢ _د قرآن د حقانيت يو دليل د پېغمبر اکرم نالوستي ده. (وَلَا تَخُطُّهُ)

٣ _ د مخالفانو له پلمې راوړو او ناوړې ګټنې ته هوښياري پکار ده. (إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ) (که پېغمبر اکرم لیک لوستى واى؛نو خلکو به اړنګ- شک درلود، چې په خپله يې ليکلی دی)

٤ _دا چې د خداى رسول نالوستى و؛نو له دې لارى يې پر خلکو غاړه خلاصه کړه. (إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ)

٥ _ د حق پرېښوول او په ناحق پسې تلل د ناروغۍ او د انسان د ناسمې انګېزې ښکارندوى ده. (لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ)

۴۹ ام آیت

بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ = بلکې دا(قرآن) د پوهانو په سينو كې ښکاره نښې دي او يواځې [مشرک] ظالمان زموږ له آيتونو منكرېږي.

ټکي:

د دې سورت د ٤٧ آيت [چې يوازې کافران له الهي آيتونو منکران بولي او ٤٩ آيت، چې يوازې ظالمان له الهي آيتونو منکر ګڼي(وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ) ] پرتلنه راښيي،چې کفر يو ډول ظلم او ظلم يو ډول کفر دى.

د تفسيرونو په کتابونو کې تقريبا شل حديثونه راغلي،چې له ((أُوتُوا الْعِلْمَ)) څخه مراد د نبوي کورنۍ امامان دي.

پيغامونه:

١ _ د قرآن آيتونه څرګند او څرګندوونکي دي. (آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ)

٢ _قرآن پخپله په دې لووی- ګواه دى،چې آسماني دى او بشر يې په اوډون- تنظيمولو کې لاس نه درلود. (بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ)

٣ _د واقعي پوهې نښه،د الهي څرګندو آيتونو منل دي. (بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ)

٤ _که څه هم انسان خپلې موخې ته د رسېدو لپاره په هڅې او زيار ګاللو موظف شوى؛خو پوهه الهي ډالۍ ده. (أُوتُوا الْعِلْمَ)

٥ _ قرآن د پوهې د خاوندانو پر زړونو اغېز لري. (الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ)

٦ _ فرهنګي زورمټي- ظلم او بېځايه نمښته-انکار د ظلم روښانه بېلګه ده (وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ)

٧ _پر څه چې انسان پوهه لري،نمښته تري ظلم دى. (إِلَّا الظَّالِمُونَ)

٨ _ د قرآن منکر ظالم دى. (بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌوَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ)

۵۰ ام آیت

وَقَالُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِّن رَّبِّهِ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ = او ويي ويل: (( ولې پر هغه د خپل پالونكي له لوري [د حضرت موسى د لکړې په څېر] معجزې نازلې شوي نه دي؟! )) ووايه: (( ټولې معجزې له خداى سره دي (او په حكم يې نازلېږي، نه زما او ستاسې په خوښه) او زه يواځې ښكاره ګواښنګرى يم. ))

ټکي:

خلکو له پېغمبر اکرم څڅه توکیزې- مادي معجزې غوښتې (؛ لکه د موسى علیه السلام امسااو يدبيضا او….) خو له دې غافل ول،چې د هر وخت معجزه بايد له هماغه وخت سره سمون ولري؛نو د پېغمبرانو د خاتم معجزه کلام او وينا ده.

رښتيا تاسې په خپله ووياست،چې د قرآن په څېر د معجزې په شتون سره ايا د بلې معجزې غوښتل ناشکري نه ده؟

پيغامونه:

١-د ځېليانو پلمې نه خلاصېږي (د ډول ډول معجزو له ليدو سره يې بيا هم معجزه غوښته) (لَوْلَا أُنزِلَ)

٢- معجزه حکيمانه او الهي چار دى؛نه پلمه کوونکيو ته د لوبو وسيله. (قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ)

٣- د غفلت له منځه وړو لپاره وېرول تر زېري ګټور دي. (إِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ) او و يې نه ويل: ( انما انا بشير)

٤- د پېغمبرانو خبره څرګنده ده او ابهام پکې نشته. (نَذِيرٌ مُّبِينٌ)

۵۱ ام آیت

أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَى عَلَيْهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَى لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ = ايا دوى ته همدا (معجزه) بس نه ده، چې موږ پرتا كتاب (قرآن) نازل كړى، چې دوى ته لوستل كېږي؟! بېشکه په دې (كتاب) كې هغوى ته لورونه اونصيحت دى، چې ايمان راوړي (او دا ډېره څرګنده معجزه ده).

ټکى :

په تېر آيت کې مو ولوستل: کافرانو له انحضرت (ص) څخه د موسى او عيسى علیهما السلام په څېر معجزې غوښتې،دا آيت وايي،چې د پېغمبر د حقانيت جوتېدو ته همدا قرآن بس دى.

پيغامونه:

١- قرآن يو بشپړ کتاب دى، چې د بشر ټولې غوښتنې پکې نوموتې او ورته ځواب ورکړل شوي دي . (أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ)

٢- قرآن د حضرت محمد (ص) د نبوت جوتېدو ته بس دى. (أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ)

٣-هم د خداى پېغمبر (رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ) دى او هم يې کتاب ستره لورنه ده ( “رحمةً” نکره او له تنوين سره راغلى، چې د قرآن د دبدبې او ستريا ښوونکى ده)

٤- قرآن د لورنې او له غفلته د لرېتوب لامل دى. (لَرَحْمَةً وَذِكْرَى)

٥- ايمان د الهي لورنو د لاس ته راوړنو او د الهي نصيحتونو د منلو شرط دى. (لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ)

۵۲ ام ایتونه

قُلْ كَفَى بِاللَّهِ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ شَهِيدًا يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ آمَنُوا بِالْبَاطِلِ وَكَفَرُوا بِاللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ = ووايه :(( همدا بس دى، چې خداى زما او ستاسې تر منځ شاهد دى، څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، هغه پرې پوهېږي؛ او باطل باوري او له خدايه منکر واقعي زيانمن دي.

ټکى:

دا آيت پېغمبر اکرم ته ډاډ او پلمه ګرو او ځېليانو ته ګواښ دى؛ځکه څه چې د کافرانو او پېغمبر تر منځ تېرېږي خداى پرې خبر دى .

تر ټولو بسيا لېينه- ګواهي د خداى لېينه ده؛ځکه هغه له هر څه خبر دى او د هغه لېينه پر بشپړ پوهې ولاړه ده‌.

پيغامونه:

١- که استدلال او ويينه ګټه نه درلوده؛نو لاس ترې واخلئ او هر څه خداى ته ورپرېږدي. (قُلْ كَفَى بِاللَّهِ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ)

٢- خداى د قرآن په رالېږلو او په تېرو اسماني کتابونو کې د انحضرت (ص) د راتګ زېرى ورکړى او له دې لارو يې د انحضرت د رښتينولۍ پخلى کړى دى (شَهِيدًا)

٣- خداى له هر څه خبر دى؛ نو ځېل او پلمې د څه لپاره؟( يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ…)

٤- د لېينې بنسټ بايد پوهه وي. (قُلْ كَفَى بِاللَّهِ…. شَهِيدًا يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ)

٥- د ايمان پرېښوول او د خداى پرځاى په بل پسې تګ ستر تاوان دى. (آمَنُوا بِالْبَاطِلِهُمُ الْخَاسِرُونَ)

٦- کافران واقعي زیانمني دي. (كَفَرُوا بِاللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ)

۵۳ ام آیت

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَوْلَا أَجَلٌ مُّسَمًّى لَجَاءهُمُ الْعَذَابُ وَلَيَأْتِيَنَّهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ = او هغو په بېړه له تا عذاب غواړي او كه نېټه يې ټاكل شوې نه واى؛نو هرومرو به ورته (الهې) عذاب راغلى و او يو وخت به ناڅاپه په ناخبرۍ كې ورباندې عذاب راشي.

۵۴ ام ایت

يَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ = هغوى په بيړه له تا عذاب غواړي، او [له دې ناخبره چې] بېشکه جهنم پر کافرانو راچاپېرېدونکى دى.

ټکي:

په قرآن کې څو ځلې راغلي،هغه کافران،چې پر الهي عذاب ګواښېدل؛نو د ناباورۍ يا ملنډو له امله يې د خداى له رسوله سملاسي د عذاب غوښتنه درلوده ،چې په هر ځاى کې د کافرو پردې بېړه نيوکه شوې ده.

د الهي عذاب او قهر په ځنډ کې برکتونه دي؛ لکه:

الف: د توبې لپاره مهلت دى .

ب: له بې لارو پلرونو څخه د نېک اولاد زوکړه. ج: په زغم او ديندارۍ کې د خلکو ازمېښت.

د: خلکو ته په ګروهه او عمل کې د ټاکنې واک ورکول دي؛ ځکه که عذاب ژر راته؛نو ډېرو به له وېرې بيا ايمان راوړ.

پيغامونه: ١-د هستۍ ټولې چارې؛ لکه الهي پېرزو يا قهر د حکمت له مخې دي، حساب کتاب لري،کړلار او مهال ويش لري او په بيړه پکې بدلون نه راځي. (يَسْتَعْجِلُونَكَ…. أَجَلٌ مُّسَمًّى)

٢- ناڅاپه د الهي قهر راتګ زموږ د تلپاتې چمتوتيا لپاره دى. (بَغْتَةً)

٣- د الهي قهر په اړه وړاندوينه نشي کېداى. (لَا يَشْعُرُونَ)

٤- کافرانو خو د ملنډو او مزې څکلو ته له پېغمبراکرم څخه سملاسي عذاب غوښته؛خو پوه دې شي،چې په قيامت کې دوزخ ورته په تمه دى. (لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ)

۵۵ ام آیت

يَوْمَ يَغْشَاهُمُ الْعَذَابُ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ وَيَقُولُ ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ = پر هغه ورځ چې (الهي) عذاب هغوى له پاسه (سر) او تر پښو لاندې راونغاړي او ورته وايي:(( د خپلو كړو وړو [حاصل] وڅكئ )) (نو ورته سخته او دردوونكى ورځ ده!)

پيغامونه :

١- د دوزخ عذاب سراسري دى. (فَوْقِهِمْ….تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ)

٢- د دوزخ عذاب مو د خپلو کړنو پايله ده. (ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)

۳- انسان د خپل برخليک مسئول دى. (مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)

۵۶ ام ایت

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ = زما مؤمنو بندګانو! پوه شئ، چې زما ځمكه پراخ ده؛ نو يواځې ما ولمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او فشار ته غاړه كېنږدئ)

ټکي :

اسلام پر ځينو هجرت فرض کړى دى؛هغوى چې د کفر او طاغوت په سيمه کې اوسېږي،ظلم پرې کېږي،هلته وده نشي کړای او د خلاصون لار يې هجرت وي؛ نو بايد هجرت وکړي؛خو ددې دندې پر وړاندې له بهر او دننه انسان ته وسوسې اچول کېږي،چې په راتلونکيو آيتونو کې ورته ځواب ورکړل شوى؛ لکه د مرګ خطر: انسان وايي : که هجرت وکړم؛نو مرګ به راپسې راشي،چې راتلونکې آيت ورته وايي: چېرته، چې ولاړ شي؛ له مرګه خلاصون نشته.له کوره زړه شلول سخت دي؛نو ورته وسوسه کېږي،چې هجرت مه کوه، چې په ٥٨ آيت کې د دنيا د کور پر ځاى هجرت کوونکيو ته د جنت د کور وعده ورکوي. د هجرت سختۍ چې کله د ايمانوالو له هجرته مخنيوى کوي،چې په ٥٩ آيت کې ورته ويل کېږي،چې د زغم او پر خداى د توکل له لارې داسختۍ وزغمئ.

د معاش تامين : څوک چې د هجرت په فکر کې وي؛ نو کېداى شي،دا فکر يې ذهن ته راشي،چې هجرت مې له کار،ژوند او مزدورۍ وباسي، چې په ٦٠ آيت کې ورته ويل کېږي،چې روزي ورکوونکى خداى دى او ان هغه موجودات، چې د خپلې روزۍ د وړو ځواک نه لري؛هغوى ته هم روزي ورکوي، مهاجر خو لا څه کوې،چې د کار او کوښښ خاوندان دي.

هجرت د اخلاص د پيدا کېدو لامل دى.امام باقر تر پورتني ايت لاندې وويل: له فاسق واکمنه لاروي مه کوئ او که پوه شوئ،چې هغوى مو دين او ګروهه خرابوي؛ نو هجرت وکړئ. (د نورالثقلین تفسیر)

پيغامونه:

١-د هجرت تراخه او سختۍ وزغمئ،چې خداى مهاجرينو ته ځانګړى پام لري. (يَا عِبَادِيَ)

٢- د کور په ټاکنه کې غور خداى ته د عبادت توفيق وګڼئ. (إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ)

٣ _ د خداى بندګي بايد د تل لپاره وي. (يَا عِبَادِيَ….. فَاعْبُدُونِ) (تاسې چې د خداى بندګان ياست ؛نو نوره بندګي هم وکړئ،چې درجه ؛مو لوړه شي)

٤_هجرت د ايمان تر سيورې لاندې ارزښت لري. (الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ)

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ

٥_ چکر او ګرځېدل بايد موخه ولري . (إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ)

٦_د دين د ساتنې او له طاغوته د بچېدو لپاره هجرت وکړئ. (أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ )

٧_ له کور کلي زړه راشلول له نورو د زړه راشلولو سريزه او په خداى پورې د زړه تړلو لامل دى . (وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ)

٨_هغوى چې د کوراو سيمې سره د مينې له امله کږېږي؛نو عذر يې نه منل کېږي؛ځکه د خداى ځمکه پراخه ده . (أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ)

۵۷ ام آیت

كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ = هرساکښ د مرګ (د خوند)څكونكى دى،بيا به زموږ پر لوري راګرځول کېږئ.

ټکي :

کېداى شي دا آيت له تېر آيت سره په اړيکه کې وي،چې که په هجرت کې انسان ومري؛نو تکليف يې څه دى ؟

دا آيت ځواب ورکوي دا چې هجرت پکار دى ؛نو له مرګه مه وېرېږئ ؛ ځکه مرګ پر هر چاراتلونکى دى او مړينه د کار پاى نه ده او راتګ مو ما ته دى ؛نو موږ به درته د هجرت او د هجرت په لار کې د مرګ ثواب درکړو او هغو ظالمانو ته به سزا ورکړو،چې هجرت ته يې اړکړي يئ.

پيغامونه :

١_له مرګه خلاصون نشته او په هر چا پسې راتلونکى دى . (كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ)

٢_ مرګ پاى نه ده،مبدا‌ء ته ورستېندل دي . (إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ)

٣_ اوس چې له مرګه خلاصون نشته؛نو ولې دې دا مرګ د خداى او هغه ته د هجرت په لار کې نه وي . (أَرْضِي وَاسِعَةٌ…. كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ)

۵۸ ام آیت

وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُبَوِّئَنَّهُم مِّنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ = او هغوکسانو چې ايمان راوړى او ښې چارې يې كړي دي،هرومرو به هغوى د جنت په ماڼيو كې هستوګن كړو، چې لاندې به ترې ويالي بهېږي، هلته به تل اوسېږي؛ هو! د عمل كوونكيو څه غوره بدله ده!

ټکي :

کېداى شي،دا آيت ٥٦ آيت ته اشاره وي،چې هجرت يې يو نېکه کړنه شمېرلى؛يعنې هغوى چې په دنيا کې سپېڅليو موخو ته خپل کور پرېږدي؛نو خداى به ورته په اخرت کې کور ورکړي .

((تبوء)) د تل لپاره هستوګنې ورکولو ته وايي.

((الصَّالِحَاتِ)) هغه جمعه ده،چې له ((الف)) او ((لام)) سره راغلې؛يعنې هر ډول نېکې چارې کوي .

پيغامونه :

١_ښه چارې د ايمان تر سيوري لاندې ارزښت لري. (آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ)

٢_ جنت ته د ننووتو شرط ايمان او صالح عمل دى. (آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُبَوِّئَنَّهُم مِّنَ الْجَنَّةِ )

٣_ خداى مؤمنانو ته د جنت ضمانت ورکړى دى . (لَنُبَوِّئَنَّهُم) ( د ټينګار له “لام” او “نون” سره راغلى،چې د پرېکندتوب نښه ده)

٤_ د جنت کورونه ډېر ستر او ښه دي. (“غُرَفًا ” نکره او له تنوين سره يوځاى والى يې د ستروالي نښه ده.)

٥_ په جنتي ويالو کې تل اوبه بهېږي . ( “ تَجْرِي ” د مضارع فعل د دوام او استمرار نښه ده.)

٦_ جنت او د نعمتونه لاس ته راوړل مو يې د خپلو کړنو پايله ده. (نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ)

۵۹ ام آیت

الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ = هماغوى چې (د ستونزو پر وړاندې يې) زغم كړى او يواځې پر خپل پالونكي توكل كوي.

 ۶۰ ام آیت

وَكَأَيِّن مِن دَابَّةٍ لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ = او ډېر ژوي دي،چې ( نشي کړاى) خپله روزي پر شا بار(او يا زېرمه) کړي (؛خو) خداى هغوى او تاسې (دواړو) ته روزي درکوي او هغه اورېدونکى (او) پوه دى.

ټکي :

((تَحْمِلُ)) د(( حمالة )) له جرړې ځنې اخستل شوى،چې د کفالت او پرغاړه اخستنې پر مانا دى،چې د رزق له حمله مراد کېداى شي د راتلونکې لپاره د رزق زېرمه کول وي .

په ٥٦ آيت کې د هجرت سپارښتنه شوې ده . دا آيت وايي : د خداى په لار کې مهاجرين دې د خپل رزق او معاش له امله نه وارخطا کېږي، خداى چې دومره مخلوقاتو ته رزق ورکوي ؛نو تاسې ته به هم رزق درکړي.

خداى هم د روزۍ غوښتونکيو غږ اوري (السَّمِيعُ) او هم بې له غوښتنې يې له غوښتنو خبر دى . (الْعَلِيمُ)

پيغامونه :

١_ زغم او توکل د نېکې کړنې دوه څرګندې بېلګې دي .( عَمِلُوا الصَّالِحَاتِالَّذِينَ صَبَرُوا…. يَتَوَكَّلُونَ)

٢_ د خداى ربوبيت پر هغه د توکل زمينه ده. (عَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ)

٣_ اروایز دباوونه او د ژوند ستونزې د مؤمنانو په مخ کې خنډونه دي، چې په زغم او پر خداى د توکل له لارې دې دا خنډونه لرې کړي . (صَبَرُوا…. يَتَوَكَّلُونَ)

٤_د بري او نېکمرغۍ راز په څلورو څيزونو کې دى :

الف : ايمان او انګېزه . (آمَنُوا) ‏

ب: کار او هڅه.( عَمِلُوا) ‏

ج : تلتیا – استمرار او استقامت . (صَبَرُوا)

د : پر خداى توکل.(عَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ)

٥_ پر خداى توکل بايد د بدن له ټول استقامت او بدني ځواکه د کار اخستنې په څنګ کې وي . [ ((صَبَرُوا )) د ماضي په بڼه او د تېر حال بيانول دي،چې هغوى مخکې ټولې وسې کارولي دي او ((يَتَوَكَّلُونَ)) په مضارع بڼه او له راتلونکې خبر ورکوي؛يعنې د راتلونکيو خطرونو او نااټکل شويو پېښو په اړه پر خداى توکل کوي)

٦_ پر خداى د ايمان او توکل پياوړي کولو لپاره هغو نعمتونو او لورنو ته مو پام وي،چې نورو موجوداتو ورکړل شوي دي . (وَكَأَيِّن مِن دَابَّةٍ)

٧_ رزق او روزي په تکړه توب پورې اړه نه لري،ډېر خوځېدونکي عاجز موجودات دي؛خو رزق ورسي. (لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ)

٨_ انسان او خوځېدونکيو وړو موجوداتو ته د روزي ورکول خدای ته يو شان دي. (يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ)

٩_ د خداى پوهه ‏د موجوداتو د رزق ورکونې ضامن دى. (السَّمِيعُ الْعَلِيمُ)

۶۱ ام آیت

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ = او كه له دوى وپوښتې چې: ((اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي او لمر و سپوږمۍ چا ښكېل كړي دي؟)) هرومرو وايي: ((الله)) !(بيا) نو هغوى څرنګه (د الله له عبادته) اړول کېږي؟(او بې لارې ځي)

ټکي :

((افک)) له يو څيزه د چا ګرځلو ته وايي. ( مجمع البحرین)

د لمر او سپوږمۍ د تسخير مراد په يو داسې مدار کې يې تسخيرول دي ،چې موږ ته ګټور وي . ( تفسیر راهنما)

پيغامونه :

١_د هستى د مبداء او تدبیر په اړه په پوښتنه، وجدانونه راويښ کړئ. (وَلَئِن سَأَلْتَهُم)

٢_په ګروهیزه مسئله کې له روښانه بېلګو ګټه واخلئ. (اسمان، ځمکه،لمر سپوږمۍ ) (السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ…)

٣_ مشرکانو به د هستۍ پنځوونکى “الله” ګاڼه ؛خو نور څيزونه به يې هم په خپل برخليک کې ګټور او اغېزمن ګنل . (لَيَقُولُنَّ اللَّهُ)

٤_ حق ته لېواتيا فطري مسئله ده او مشرکانو د فطرت پرخلاف له حق سره مخالفت کاوه . (“يوفکون” په مجهوله بڼه راغلى،چې کږلارۍ ته راکښېدل کېدو ته وايي؛ګواکې بهرنۍ هڅونې هغوى کږلارۍ ته راکښلي دي.)

٥_ خداى هم د هستۍ پنځوونکى دى او هم يې د چارو مدبر دى. (خَلَقَ السَّمَاوَاتِ…. سَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ) ‏

۶۲ ام آیت

اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ = د الله چې پخپلو بندګانو کې چاته خوښه شي، روزى يې پراخوي او يا يې پرې تنګوي؛(ځكه) چې خداى پرهرڅه پوه دى.

ټکي :

د وګړيو د روزۍ کمول يا زياتول د خداى عالمانه او حکيمانه چار دى او د پيدا او ناپيدا بنسټونو پر کچه دي . په حديث کې راغلي : د ځينو بندګانو خیر په پراخه روزۍ کې دی ؛نو که روزي پرې تنګه شي؛نو فاسد به شي او پر عکس د ځينو سازښت د روزۍ په لګوالي کې دى او که روزي يې پراخه شي؛نو فاسدان به شي.(د اطیب البیان تفسیر)

خداى نه يوازې د نړۍ پنځوونکى او مدبر دى؛بلکې رزق او روزي یې هم په واک کې ده .

پيغامونه :

١_ د روزى کمښت يا ډېرېدل تصادفي نه دي. (اللَّهُ يَبْسُطُوَيَقْدِرُ)

٢_ د زرق او روزۍ مقدار زموږ په واک کې نه دی. (اللَّهُ يَبْسُطُ…) (که څه هم موږ بايد خپله هڅه ‏وکړو)

٣_ الهي غوښته عالمانه ده. (لِمَن يَشَاء بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ)

۶۳ ام آیت

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ = او كه له مشرکانو وپوښتئ چې: (( له اسمانه اوبه چا اورولې، چې بيا يې پرې ځمګه تر مړاوي کېدو وروسته راژوندۍ [او ډډه] کړه؟ )) هرومرو وايي: ((الله)) ! ووايه: “ستاېنه يواځې خداى ته ده.))؛خو ډېرى يې نه پوهېږي.

ټکى :

پېغمبر اکرم ته د حمد او ستاينې فرمان کېداى شي ددې لپاره وي،چې په تېر آيت کې يو لړ پوښتنې وشوې او پر مشرکانو غاړه خلاصه شوه.

پيغامونه :

١_پوښتل ماغزه ژرحقيقت ته ورنږدې کوي. (وَلَئِن سَأَلْتَهُم)

٢_بې لاري پر خپل حال مه پرېږدئ ؛بلکې په ډول ډول لارو ورسره کار وکړئ. (سَأَلْتَهُم)‏

٣_ اوبه ځمکې ته ژوند ورکوي. (فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ)

٤_ ‏ بې ‏بوټي ځمکه مړه ده. (بَعْدِ مَوْتِهَا)

٥_ قرآن د ګروهې جوتېدو ته له طبيعته ګټنه کوي؛نو تاسې هم دا کار وکړئ. .( فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا) ‏

٦_ خداى پوهنه فطري چار دى او که د بې لارۍ او ناپوهۍ ګردونه د بې لاريو له فطرته وڅنډل شي؛نو هغوى به پخپله منښته- اعتراف وکړي. (وَلَئِن سَأَلْتَهُملَيَقُولُنَّ اللَّهُ)

٧_ د ايمان او فطرت رڼا ‏هغه ستر نعمت دی،چې باید شکر يې ‏وشي. (قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ)

٨_ د فطرت رڼا هله د انسان د خلاصون لامل ګرځي،چې په عقل غښتلې شوې وي.( أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ)

٩_په ورمندون- قضاوت کې په ډېريو او لږکيو پورې کار مه لرئ، ډېر لږکي دي،چې پرحقه دي.( أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ) ‏

١٠_بې له فکر او غوره د لارې او ګروهې ‏ټاکل د پښېمانۍ لامل دى. (أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ)

۶۴ ام آیت

وَمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ = او د دنيا ژوند يواځې ساتېرۍ او لوبې دي او که پوهېداى، بېشکه (حقيقي) ژوند هماغه د اخرت كور دى.

ټکي :

((لهو)) هغه ساتېريو ته ويل کېږي،چې انسان له اصلي موخې لرې کوي. ((لعب)) بې موخې کار کولو ته وايي ( ٧مفردات راغب)

((هذه الدنيا)) د دنيا د سپکاوۍ رمز دى؛لکه څنګه چې ((لَهِيَ الْحَيَوَانُ)) د آخرت د بدبې بيان دى .

پوښتنه : سره له دې،چې قرآن پخپله سپارښتنه کوي،چې ځمکه آباده کړئ،پکې وګرځئ او ګټه ترې واخلئ ؛خو په دې آيت کې ورته لهو او لعب وايي .

ځواب : کاميابيو او سپېڅليو موخو ته د رسېدو لپاره روا وسيلو او د قانون په چوکاټ کې د نورو د شرايطو په پامنيوي؛ټول د آخرت لپاره ګټل دي؛خو هغه چې په دې آيت کې رټل شوي او لهو و لعب ورته ويل شوي،هغه چارې دي،چې سپېڅلې موخې ورسره نه وي او له ديني آرونو- اصولو سره مخالف وي.

پيغامونه :

١_ د دنيا پيدايښت موخه لري او د حکمت له مخې دى؛خو له آخرته غفلت رټل شوى دى. (لَهْوٌ وَلَعِبٌ)

٢ – په هر ځاى کې د خلکو د زړه خوشحالولو لپاره چوپتيا پکار نه ده، کله په غوسه او چغه هم بايد بې لاري لارې ته رانېغ کړو. (لَهْوٌ وَلَعِبٌ)

٣_چې کله پر بد څيز نيوکه کوئ ؛نو تر څنګ د يو ښه څيز وړانديز هم وکړئ . (َإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ)

٤ – واقعي ژوند د آخرت ژوند د. (الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ)

٥_خلک د آخرت له حقيقته خبر نه دي؛ګنې نو په دنيا به يې زړه نه تړه. (كَانُوا يَعْلَمُونَ)

۶۵ آیت

فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ = نو چې كله هغوى په بېړۍ كې سپاره شي؛نوخداى په اخلاص رابولي،(او بې له دې يې هېروي)؛خو چې وچې ته يې پورې باسي او ويې ژغوري بيا په شرك لاس پورې كوي.

ټکي :

پوښتنه : توکیزپال – ماديون د ايمان د جرړو په شننه کې د وېرې پر مثال ټينګار کوي، وايي: د دين سرچينه په وېره کې ده .

انسان چې په ماشومتوب کې ووېريږي ؛نو د مورغېږ ته پناه وړي او چې غټ شي؛ نو د ويرې پر مهال د خداى په څېر يو ځواک ته پناه وړي؛نو آيا دا آيت،چې وايي :ځينې خلک د خطر او ډوبيدو پر مهال خداى يادوي ، د هغوى د خبرې پخلى نه دى ؟

ځواب : انسان په وېره کې د خداى پر لوري ځي،نه دا چې د خداى ذات د وېرې زوکړه وي؛د بېلګې په توګه : موږ چې سپى ووينو او ترې وېرېږو او کاڼي ته لاس وراچوو؛خو دا په دې مانا نه ده،چې د کاڼي آر – اصل د سپي لپاره دى . په هستۍ کې د لايزال ځواک ‏شتون فطري دى،چې د خطر په وخت کې انسان ته رايادېږي.

پيغامونه :

١_وېره د غفلت ګردونه څنډي او د خداى پلټنې وجدان ويښوي .( فَإِذَا رَكِبُوا…. دَعَوُا اللَّهَ)‏

٢_ايمان بايد د تل لپاره وي. (فَلَمَّا نَجَّاهُمْ …… يُشْرِكُونَ)

٣ – ځمکه او د وخت تېرېدل د قرآن مثالونه نه زړوى. (فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ….)

٤_ تر اخلاص څخه مهم د اخلاص داوم دى. (دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَفَلَمَّا نَجَّاهُمْ) ( تر دعا وروسته په ((فلما)) کې “ف” د دعا د منل کېدو نښه ده)

٥ –له سختو پېښو خلاصون د شکرلپاره لار ده؛ نه د شرک لپاره (إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ)

۶۶ ام آیت

لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ وَلِيَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ = پرېږده، چې زموږ پر ورکړيو ناشکري وکړي او پرېږده چې(څو ورځې له دنيا) ګټه واخلي؛خو ژر به پوه شي(چې تېروتي دي)!

ټکى :

له((لِيَكْفُرُوا)) مراد د نعمت کفران دى ؛ځکه د ((آتَيْنَاهُمْ)) د نعمت ورکولو ترڅنګ راغلى دى .

پيغامونه :

١_شرک يو ډول ناشکري او د نعمت کفران دى .(لِيَكْفُرُوا)

٢_ په دنيا کې هر چا ته د بري لار پرانستې ده. (آتَيْنَاهُمْ)

٣_له کفر او کفران سره بري ته زړه مه خوشحالوئ ؛ځکه ډېرې ناوړې پايلې لري. (لِيَكْفُرُوا.. . وَلِيَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ)

٤_په روزنه کې ګواښ هم پکار دى. (فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ)

 

۶۷ ام آیت

أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا آمِنًا وَيُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَكْفُرُونَ = ايا پوه شوي نه دي چې موږ (هغوى ته) د کعبې حرم خوندي ځاى ګرځولى دى حال دا چې په چاپېريال کې يې (ددې حرم دباندې) خلك تښتول كېږي؟؛نو ايا پر باطلو ايمان راوړي او د خداى په نعمت ناشكري كوي؟!

پيغامونه :

١ –خداى ته د رابلنې يوه لار،نعمتونو ته يې د خلکو پام ورګرځول دي. (أَوَلَمْ يَرَوْا)

۲- د شاو خوا د نا امنیو را یادول انسان ته امنیت ارزښتمنوي.( وَيُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ)

٣ – عبادت خو په امنيت کې کېږي [فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ(قریش/۳، ۴ ) ]؛خو ځينې يې پر قدر نه پوهېږي او د کفر پر لوري ځي. (حَرَمًا آمِنًا….. أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَكْفُرُونَ)

۶۸ ام آیت

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَافِرِينَ = تر هغه به لوى ظالم څوك وي،چې پرخداى يې دروغ تړلي وي يا ورته راغلى حق يې دروغ ګڼلى وي؟ ايا په دوزخ کې كافرانو ته هستوګنځى نشته ؟!

پيغامونه :

١ –پر دين ورزياتول افترا او خورا ناوړه ظلم دى .( وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى)

٢ –وحې بايد بې له کمولو او زياتولو ومنل شي. (وَمَنْ أَظْلَمُ….. كَذَّبَ بِالْحَقِّ)

٣_پر خداى دروغ تپل او ورته نه تسلېمدل تر ټولو سترظلم دى. (وَمَنْ أَظْلَمُ….. كَذَّبَ بِالْحَقِّ )

٤_د خداى عذاب تر غاړه خلاصونې وروسته وي. (كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ ….)

 

۶۹ ام آیت

وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په ( لار كې) هلې ځلې وكړي؛ نو هرومرو به ورته خپلې لارې وروښيو او بېشکه خداى د نېكانو مل دى.

پيغامونه :

١_د خداى ځانګړي ښيون ته د رسېدو لپاره هلې ځلې پکار دى او لومړى ګام بايد پخپله انسان اوچت کړي (جَاهَدُوالَنَهْدِيَنَّهُمْ) لکه چې په يو بل ځاى کې وايي: (إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ) ( محمد/۷)

٢ –کله يو ګام او د يوې شېبې د زړه له اخلاصه کوښښ د تل لپاره د انسان د خلاصون لامل ګرځي.[ ((جَاهَدُوا)) په ماضي بڼه او ((لَنَهْدِيَنَّهُمْ)) د مضارع او استمرار په بڼه راغلى؛يعنې هغوى چې يوه شېبه د زړه له اخلاصه هلې ځلې وکړي؛نو موږ ورته تل لار ښيو].

٣_په مديريت او مشرۍ کې پکار نه دي،چې له هماغې لومړۍ ورځې هرڅه روښانه وي، همدا چې ګام واخستل شو؛نو ورپسې الهي غيبي لارښوونې راوځي .( جَاهَدُوالَنَهْدِيَنَّهُمْ) . ٤_ اخلاص هلې ځلې ارزښتمنوي. (فِينَا) ‏

٥_ د خداى پر ژمنو ډاډ ولرئ. (لَنَهْدِيَنَّهُمْ) ‏

٦_ خداى ته د رسېدو لارې لږې نه دي. (سُبُلَنَا) ‏

٧_ د حق په لار کې ښه خلک په اخلاص کارکوي.(جَاهَدُوا فِينَا لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ) ‏

٨_ له کمزوري بنده سره د ستر او ځواکمن خداى ملېدل؛يعنې د بنده لپاره هر څه . (إِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ) [امام حسين د عرفې په دعا کې وايي : هغه چې تا لري؛نو څه نېمګړتیا‏ لري او هغه چې تا له لاسه ورکړي ؛نو ‏څه هم نه لري.]

٩_ خداى هم د قرب لار راښوولې (لَنَهْدِيَنَّهُمْ) او هم موخې ته په رسېدو کې راسره مرسته کوي . (َمَعَ الْمُحْسِنِينَ)

 

 

سرچینه : تفسیر نور، مفسر، شیخ محسن قرآیتي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!