تبلیغات

حضرت امام ابوحنیفه (رح) او اهلبیت شپږم څپرکى له شيعيانو سره د امام ابوحنيفه (ره) اړيکې  د خپل پېر له شيعيانو سره د امام ابوحنيفه (ره) د اړيکو په باب ( بې له علويانو سره يې اړيکې،چې وويل شول) ډېر معلومات په لاس کې نه دي . سره له دې،د ځينو محدودو روايتونو له مخې […]

حضرت امام ابوحنیفه (رح) او اهلبیت

شپږم څپرکى

له شيعيانو سره د امام ابوحنيفه (ره) اړيکې

 د خپل پېر له شيعيانو سره د امام ابوحنيفه (ره) د اړيکو په باب ( بې له علويانو سره يې اړيکې،چې وويل شول) ډېر معلومات په لاس کې نه دي . سره له دې،د ځينو محدودو روايتونو له مخې ويلاى شو،چې هغه د اهلبيتو د امامانو له  زده کړيالانو سره تګ راتګ او راشه درشه درلوده او د هغوى په غونډوکې به يې ګډون کاوه .

په ټول،په دې باب شيعي روايتونه دوه ډلې  کولاى شو : ځينې روايت وايي،چې د امام ابوحنيفه (ره) او شيعيانو ترمنځ د اړيکو اوبه خړې وې او ځينو روايتونو مسالمت آمېزه اړيکې رانقل کړې دي .لاندې به ددې دوو ډلو روايتونو بېلګو ته اشاره وکړو .

١.هغه روايتونه،چې وايي د اړيکو اوبه يې خړې وې

په ځينوو شيعي روايتونو کې لکه څنګه چې د صادقينو اړيکو له امام ابوحنيفه (ره) سره کړکېچنې ثبت شوې دي،له شاګردانو سر يې هم د امام ابوحنيفه اړيکې داسې ثبت شوي ته وا،چې يو له بل سره يې شخړه درلوده او ان يو د بل سپکاوى يې هم کړى دى . د کشي په رجال کې راغلي دي :

“يوه ورځ امام ابوحنيفه (ره) مؤمن الطاق ته وويل : اباجعفره ! تر پر رجعيت قائل يې ؟ و يې ويل : هو ! ابوحنيفه وويل : د پيسو له دې کڅوړې دې پينځه اشرفۍ پوره راکړه او چې د رجعت نړۍ ته ستانه شو؛نو در به يې کړم .مؤمن الطاق وويل : ته يومعتبر ضامن راکړه،چې ته [د رجعت نړۍ ته] انسان ستون شې؛وېرېږم،چې سېرلى ستون شې او بيا و نه شم کړاى،چې هغه څه درنه واخلم،چې درکړې مې دي .”[1]

کشي په ادامه کې يوه بله کيسه راوړې ده :

“يوه ورځ امام ابوحنيفه (ره) مؤمن الطاق ته وويل : “قد مات امامک جعفر بن محمد =مشر او لارښود دې؛ جعفر بن محمد ومړ ” .مؤمن الطاق بې ځنډه ځواب ورکړ : ” و اما امامک فمن  المنظرين الى يوم الوقت المعلوم = خو ستا مشر او لارښود (ابليس) به د قيامت تر ورځې په تمه وي .”[2]

امام محمد زاهد کوثري ( حنفي عالم او عثماني خلافت وروستى شيخ الاسلام) څرګندوي،چې ددې روايت سند کمزورى دى او اعتبار نه لري .[3]

د کشي په رجال کې درېمه کيسه داسې ده :

“يوه ورځ مؤمن الطاق امام ابوحنيفه (ره) ته ورغى . امام ورته وويل : له تاسې شيعيانو نقلوي،چې که څوک په تاسې کې ومري؛نو کيڼ لاس يې پرېکوئ،چې د قيامت پر ورځ د کړنليک په ښي لاس کې ورکړل شي .مؤمن الطاق وويل : نعمانه ! دا دروغ دي،چې پر موږ شيعيانو راتپل شوي دي؛خو له تاسې مرجئه وو مې يوه خبره اورېدلې که په تاسې کې څوک ومري؛نو يوه کوزه اوبه ورسره ږدئ،چې د قيامت پر ورځ تږى را پا نه څي . ابوحنيفه د ناچارۍ له مخې وويل :دا کيسه او هغه بله کيسه دواړه دروغ دي،چې پر موږ راتپل شوي دي .”[4]

ښيي د شيعه وو د ګروهو په باب د امام ابوحنيفه (ره) معلومات دومره کمزوري نه وو،چې ددې خرافاتو په باب وپوښتي .له بېخه د مؤمن الطاق او امام ابوحنيفه (ره) په څېر له سترو او روحاني شخصيتونو لرې خبره ده،چې داسې چټي خبرې په خوله راوړي . داسې او ورته کيسې خورا ژورو څېړنو ته اړتيا لري او هرومرو داسې بې ادبانه متون

د ځينو په زړه ړندو متعصبانو په لاس جوړ شوي دي،چې په خپل اند يې د خپل مذهب د پياوړي کولو لپاره جوړ کړي دي .

بې له متني ستونزې او مفهومي چټيتيا،معمولا دا روايتونه کمزوري سندونه لري او مرسل دي .

په يو بل مرسل روايت کې راغلي دي :

“فضال بن حسن بن فضال کوفي امام ابوحنيفه (ره) ته ورغى،حال داچې امام په ستره غونډه کې ناست و او ورته يې حديث او فقه املا کوله .فضال هغه سړي ته،چې ورسره و، وويل : پر خداى که ابوحنيفه خيجله او پړ نه کړم ! ورسره سړي وويل :په خپله پوهېږې،چې د ابوحنيفه ځاى او مقام څه دى،حجت يې څرګند دى .فضال وويل : غلى شه !تا کله ليدلي،چې کافر حجت (؟!) پر مؤمن حجت څرګند او غالب وي ؟

فضال ابوحنيفه ته ورنږدې شو،سلام يې وکړ او امام ابوحنيفه (ره) او ټولې غونډې يې د سلام ځواب ورکړ . فضال،امام ته وويل . يو ورور لرم،چې وايي : تر پېغمبر اکرم (ص) وروسته تر ټولو غوره وګړى،حضرت علي بن ابيطالب دى؛خو زه وايم،چې تر رسول اکرم (ص) وروسته غوره وګړي لومړى حضرت ابوبکر او ورپسې حضرت عمر دى ، خداى دې وبښه ! ته په دې باب څه وايې ؟ امام ابوحنيفه (ره) سر راپورته  کړ، و يې ويل :دې دواړو ته همدومره وياړ بس،چې په قبر کې د رسول الله (ص) ګاونډيان دي؛نو تردې بله کوم روښانه او څرګند دليل شته ؟

فضال وايي :ما مې دا مطلب خپل ورور ته ووايه؛خو هغه وويل :که د قبر ځاى د رسول الله (ص) وي اونه د هغوى؛نو په هغه ځاى کې خخول،چې خپل يې نه دى،له رسول الله (ص) سره ظلم کړى دى او که هغه ځاى د دوى وي او د خداى رسول ته يې هبه کړې ده؛نو له آنحضرت (ص)سره يې بدي کړې ده؛ځکه له خپلې هبې تېر شوي دي او خپله ژمنه يې ماته کړې ده .

امام ابوحنيفه (ره) وويل : هغه ځاى نه د ددې دواړو و او په پېغمبر اکرم پورې ځانګړى؛خو هغوى دواړو د عايشې او حفصې حق ته سترګې کړې؛نو د خپلو لوڼو د حقوقو له مخې،هلته د خخېدو مستحق شول . فضال وويل :ما دا مطلب ورته ووايه؛خو راته وويل : پېغمبراکرم نهه مېرمنې درلودې؛نو څنګه دا دواړه تر نورو ډېرې مستحقې شوې ؟ پردې سربېره،څنګه دي،چې عايشه او حفصه له رسول الله (ص) ميراث وړي؛خو فاطمه يې له ميراثه منع کېږي ؟ امام ابوحنيفه (ره) وويل : خلکو ! له ما يې لرې کړئ ! پر خداى، چې خبيث رافضي دى .”[5]

هغه پوښتنه،چې ددې داستان په باب ذهن ته راځي،داده، چې ولې فضال پوښتنې له خپل اړخه مطرح نه کړې او العياذ بالله په دورغو يې وويل،چې يو ورور لرم،چې داسې وايي ؟ حال داچې ددې روايت د خبرو اترو د چاپېريال له مخې،دا خبرې په خپله د فضال وې .

دويم داچې ولې فضال په دورغو او د خپلې ګروهې پر خلاف وويل،چې زما په اند تر رسول الله (ص) غوره وګړي ابوبکر او عمر دي ؟ايا دلته توريه معنا لري ؟ ايا ويلاى شو،چې فضال دلته تقيه کړې ده ؟ حال داچې هغه په خپله ويينه پيل کړه او ددې روايت له مخې،هغه راغلى و،چې امام ابوحنيفه (ره) پړکړي .

په ځينو حنفي سرچينو کې هم کله د امام ابوحنيفه (ره) اړيکې له شيعيانو سره کړکېچنې ښوول شوي دي او دا روايتونه هم تر څه بريده خرافات او له ادبه لرې دي او په واقع کې د ځينو متعصبو حنفيانو ليدلورى دى،چې امام ابوحنيفه ته سرايت ورکول شوي دي . په طبقات الحنفيه کې راغلي دي،چې يوه مؤمن الطاق (او د طبقات الحنفيه د تعبير له مخې ،”شيطان الطاق”) حمام ته ولاړ او په حمام کې يې لنګ وا نه خست . امام ابوحنيفه (ره) چې کله وليد،ورته يې وويل :

اقول و فى قولى بلاغ و حکمة

و ما قلت قولا جئت فيه بمنکر

الا يا عبادالله خافوا الهــــکم

فلا تدخلوا الحمام الا بمئزر !

(يوه خبره به درته وکړم،چې حکمت او ابلاغ پکې پټ دى او هغه خبره،چې منکر ورته لار لري،درته يې نه وايم . د خداى بندګانو ! له خپل خداى مو وډار شئ او حمام ته بې اوزاره مه ننوځئ . )

په خواشينۍ،چې مذهبي تعصب بريد نه پېژني او ان د روايتونو جعل،چې د يو مذهب د مشرانو سپکاوى هم پکې وي،هم کوي .

له دې غافل دي،چې کله دا خرافات هغه ته ګران پرېوځي،چې ستاينه يې کول غواړي . د بېلګې په توګه دلته پوښتلاى شو،چې که دا روايت صحت ولري؛نو نشو پوښتلاى،چې امام ابوحنيفه (ره) په حمام کې له مؤمن الطاق سره څه کار درلود ؟ ولې يې د بل چا په خصوصي چار کې لاسوهنه وکړه ؟ که و هم منو،چې دا چار په عمومي حمام کې شوى دى؛نو ايا منلاى شو،چې مؤمن الطاق په څېر يو ستر عالم به بربنډ د خلکو د سترګو مخې ته راشي ؟!

 ٢.هغه روايتونه،چې دوستانه اړيکې پکې راغلې  دي

د هغو روايتونو پر خلاف،چې اشاره ورته وشوه، په ځينو نورو روايتونو کې له شيعيانو او د اهلبيتو د امامانو له زده کړيالانو سره د امام ابوحنيفه (ره) اړيکې دوستانه انځور شوې دي .يو له دې روايتونو ځنې وايي،چې امام ابوحنيفه (ره) د محمد بن مسلم په څېر وګړي د يو ثقه او ډاډمن عالم په نامه مانه . شيخ مفيد په “اختصاص” کې له محمد بن مسلم نه يو روايت رانقل کړى،چې يو کس د هغه ماشوم پر حکم پوهېدو ته محمد بن مسلم ته مراجعه کړې وه،چې د مور په ګېډه کې دى او مور يې مړه  ده او محمد بن مسلم ترې پوښتي،چې چا رالېږلى يې . هغه سړى ځواب ورکوي،چې :

” ما امام ابوحنيفه (ره) ته مراجعه وکړه او امام راته وويل،چې په دې باب راسره کوم روايت نشته او ته بايد محمد بن مسلم ته ولاړ شې او هغه به درته د مسلې حکم ووايي . [بيا امام ابوحنيفه (ره) وويل : ] څه چې يې درته فتوا درکړه،ما ته راشه او له فتوا يې ما هم خبره کړه .”[6]

موفق مکي هم رانقلوي،چې :

” امام ابوحنيفه (ره) د جابر بن يزيد جعفي (چې مشهور شيعه و او چې له امام باقر به يې حديث نقلول،ويل يې : حدثنى وصى الاوصياء و وارث علم الانبياء محمد بن على الحسين [7] ) وايي : ” ليس عندى ى الکوفة فى بابه اکبر منه “[8] = زما په اند په کوفه کې،په خپل نوع کې تر هغه بل ستر شخصيت نشته .”

د جابر بن يزيد جعفي په باب د امام ابوحنيفه (ره) دا څرګندونه په داسې حال کې ده،چې جابر ان په غلو هم تورن شوى دى .[9]

آيت الله واعظ زاده خراساني وايي : ” په رجالي کتابونو کې کښل شوي،څو مشهور راويان،د امام باقر او امام صادق زده کړيالان پخوا د د امام ابوحنيفه (ره) زده کړيالان وو او بيا تشيع ته واوختل؛لکه زراره، محمد بن مسلم،جميل بن دراج او څو تنه نور،چې د متقنو روايتونو مهمه برخه ترې راروايت شوې ده .[10]

حال داچې مخکې مو وليدل،چې امام ابوحنيفه (ره) د يوې مسلې د پوهاوي لپاره يو کس محمد بن مسلم ته ولېږه .دا ټکى ددې ښکارندوى دى،چې امام ابوحنيفه (ره) له دې نه خپه کېده،چې زده کړيالان او ملګري يې د امام صادق په ډله کې شي .همداراز خپلې دوستانه اړيکې يې له خپلو پخوانيو زده کړيالانو سره وساتلې او د هغوى په علمي منزلت معترف و .

په ټول کې ښکاري،چې امام ابوحنيفه (ره) له شيعيانو او د اهلبيتو د امامانو له زده کړيالانو سره مسالمت آمېزه او دوستانه اړيکې درلودې او په خپله يې هم يو ډول شيعي لېوالتيا درلوده؛خو هغه څه چې لامل شوي،چې کله امام ابوحنيفه (ره) ته د شيعيانو د مخالف نسبت ورکړل شي،يو يې په فقه کې استنباطي کړنلار او د قياس مساله ده او بله له غاليانو سره د امام ابوحنيفه (ره) ټکر او د راشده خلفاوو له سب څخه يې مخنيوى و .ته وا امام ابوحنيفه (ره) په خپلو ليدلوريو کې د يوې منځلارې لار د ټاکنې په تکل کې و،چې نه عامه اهلسنت له ځانه خپه کړي او نه يې اهلبيتو ته شا کړې وي .

له نظري پلوه،د هغه له ليدلوري،کېداى شول د راشده خلفاوو د منلو او دوى ته حسن ظن د اهلبيتو له مرجعيت او مينې سره يوځاى کړو . له ټولنيز پلوه هم ، امام ابوحنيفه (ره) غوښتل له اهلبيتو سره د د اړيکو په ساتلو او د دوى پر غوراوي په اقرار م په علمي او فرهنګي ډګر کې او هم په سياسي  ډګر کې په راشده خلفاوو پسې له سپکو سپورو مخنيوى وکړي،چې د شيعه او سني ترمنځ د کړکېچ زمينه کمزورې کړي .

لکه څنګه چې په لومړي څپرکي ورته اشاره وشوه،د صادقينو پر مهال غلو او غاليانو خورا وده وکړه .دا مساله ددې ترڅنګ،چې ډېرى اهلسنت يې تشيع ته بدبينه کړل،چې د تشيع او غاليانو ترمنځ يې د تفکيکولو وسه هم نه درلوده،له هغو عواملو ځنې وو،چې امام ابوحنيفه (ره) د اهلبيتو د فضايلو او د حقوقوپه اړه احتياط ته اړ کړي . شيخ مفيدپه امالي کې نقلوي :

“محمد بن نوف بن عائذ صيرفي وايي : له هيثم بن حبيب بن صيرفي کره وم،چې ابوحنيفه نعمان بن ثابت راننووت . موږ اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب راياد کړ او د خم غدير په اړه مو په  منځ کې خبرې اترې وشوې . ابوحنيفه وويل : زده کړيالانو ته مې ويلي دي،چې خلکو د خم غدير روايت مه رانقلوئ [11]؛ځکه دوى (اهلسنت) به درسره دښمنان شي . د هيثم بن صيرفي رنګ واوخوت او ابوحنيفه ته يې وويل : ولې دې يې نه نقلوي،ايا دا حديث درسره نشته .ابوحنيفه وويل : ولې نشته او ما هغه راروايت کړى دى .هيثم وويل : ولې دې يې نه نقلوي ؟ حال داچې حبيب بن ابى ثابت له ابي طفيل له زيد بن ارقم له علي (ک) رانقل کړى دى،چې آنحضرت  په رحبه کې وويل : “چا چې دا حديث اورېدلى وي،خلکو ته دې يې ووايي .”[12] امام ابوحنيفه وويل : ” افلا ترون انه قد جرى فى ذلک خوض حتى نشد على الناس لذالک”؟ هيثم وويل : ايا موږ علي (ک) تکذيب او خبره يې رد کړو ؟ امام ابوحنيفه وويل : علي (ک) نه تکذيبوو او خبره يې نه ردوو؛خو په خپله پوهېږې،چې ځينو خلکو غلو کړې ده .هيثم وويل : دا حديث رسول الله (ص) ويلى دى او خطبه يې پرې ويلې ده او موږ يې د غاليانو د غلو په پار او د خلکو دخبرو په پار له ويلو ډډه نه کوو …؟

دا کيسه حبيب بن نزار بن حيان امام صادق ته وکړه . د امام په څېره کې کراهت راڅرګند شو . حبيب وويل : محمد بن نوفل په کيسه کې و . امام صادق وويل : بس کړه حبيبه ! له خلکو سره يې د خويونو له مخې وچلېږئ او په خپلو کړنو وسره مخالفت وکړئ .هر وګړى له هغه څه سره دى،چې کړي يې دي او د قيامت پر ورځ له هغه سره ده،چې ورسره مينه لري .موږ يو روزګار او دولت لرو که خداى وغواړي؛نو له سره به مو لرې شي . حبيب غلى شو او امام صادق وويل : پوه شوې حبيبه ! زما له حکم سره مخالفت مه کوئ،ګنې پښېمانه به شئ . حبيب وويل : له حکمونو دې سرغړونه نه کوم .دا کيسه د ابوحنيفه او حبيب ترمنځ هغه مهال وشوه،چې عباسيانو  حکومت ته رسېدلي وو او دوى نه شو کولاى،چې د آل محمد فضايل ښکاره کړي .”[13]

موږ بې له دې،چې په دې زمينه کې د امام ابوحنيفه (ره) کړنلار تاييد کړو،له دې حديثه مو برداشت دادى،چې په دې اړه يې دريځ له دوو چارې اغېزمن و .يعنې هغه هم د غلو د بهير له پرمختګه ډارېده او هم د عامه اهلسنتو فکر ورسره و ؛لکه څنګه چې د امام صادق له بيانه او هم هغه توضيح،چې تر روايت لاندې راغلې ده،پوهېداى شو،چې د هغه روزګار شرايط،د تقيه شرايط وو او دا پروژه د امام باقر له پېره پيل شوې وه ؛نو د اهلبيتو د فضايلو بيانولو او پر حقوقو يې ټينګار ته په مناسب بڼه زمينه چمتو نه وه .

پردې سربېره،په خپله دا روايت ښيي،چې په هر حال امام ابوحنيفه (ره) له شيعيانو سره تګ راتګ او راکړه ورکړه درلوده او ددوى په غونډو کې يې ګډون کاوه او شيعيانو او د امامانو د اهلبيتو زده کړيالانو هم له هغه د اهلبيتو په باب يو لړ تمې درلودې؛ځکه د امام ابوحنيفه (ره)،هيثم او په غونډه کې د نورو ناستو کسانو ترمنځ ويينه او همداراز همدا کيسه امام صادق ته کول او په دې بڼه د امام صادق څرګندونې،ډېر خودماني څرګندېږي او د دوو منکرو او معترفو ترمنځ د بحث په څېر نه ده؛يعنې د امام ابوحنيفه (ره) له څرګندونو لاس ته راځي،چې هغه له خم غديره د شيعيانو برداشت منلى و او هيثم او ملګرو هم په همدې پيش فرض له امام ابوحنيفه (ره) سره د خبرو لړۍ پرانستې وه .

د تشيع په نسبت د امام ابوحنيفه (ره) بله کړنلار داوه،چې دوو لومړيو خلفاوو ته د شيعيانو ليدلورى بدل کړي او د غالي شيعه وو په واسطه ورته له کنځلو مخنيوى وکړي .  ابوزهره وايي : “امام ابوحنيفه (ره) کو‌ښښ کاوه،چې د آل البيتو شيعيان د حضرت او ابوبکر ته کنځل و نه کړي “.[14] د مکي په مناقبو کې راغلي دي،چې :

“امام ابوحنيفه (ره) به ويل : مدينې ته ولاړم او ابوجعفر محمد بن علي (امام باقر) کره ولاړم . آنحضرت راته وويل : عراقي وروره ! راسره مه کېنه ! کېناستم او بيا مې وپوښتل : د ابوبکر او عمر په باب مې نظر څه دى ؟ [امام ] وويل : خداى دې ابوبکر او عمر وبښـي . و مې ويل : په عراق کې ويل کېږي،چې تاسې له دې دوو برائت غواړئ ؟ و يې ويل : معاذ الله ! د کعبې پر خداى قسم،چې دروغ يې ويلي دي .ايا نه پوهېږې،چې علي (ک) خپله لور ام کلثوم د فاطمې بي بي لور حضرت عمر بن خطاب ته ورنکاح کړې وه ؟ که [عمر] اهليت نه درلود؛نو دا کار يې نه کاوه . ومې ويل :څومره به ښه شي،چې هغوى (عراقيانو) ته يو ليک واستوې او درتپل دا تور له ځانه پاک او تکذيب کړئ . و يې ويل : له ليکه مې لاروي نه کوي؛لکه څنګه مې چې تاته وويل،چې دلته مې کېنه،غوږ دې کېنښود؛نو څنګه به مې له ليکه لاروي وکړي ؟”[15]

داچې امام باقر امام ابوحنيفه (ره) ته وايي،چې راسره مه کېنه او هغه د “عراقه وروه!” په تعبير کېداى ددې لپاره وي،چې عراقيان په تشيع مشهور وو او د امام ابوحنيفه (ره) تګ راتګ هم،چې يوخوا له زيد بن علي او پاڅون سره يې په اړيکه کې و او بلخوا د اهل حديثو غوسه هم ورته راتله،د هغه احتياط پر خلاف وه،چې امام ابوحنيفه (ره) کاوه، کېداى شي هم يې امام باقر د تور خولې ته ورګوزاراوه او هم د امام ابوحنيفه (ره) لپاره ناوړه سياسي راتلونکې درلوده .

په ټول کې بايد وويل شي،چې ظاهرا امام ابوحنيفه (ره) په دې تکل کې و،چې نه اهلسنت له ځانه خپه کړي او نه له اهلبيتو او تشيع واټن ونيسي؛بلکې تر شوني بريده له دواړو بهيرونو سره په اړيکه کې و . د امام ابوحنيفه (ره) عقلپال کړنلار او په فقهي استنباطاتو کې يې پر قياس ډډې يې د اهل حديثو د کرکې او غوسې موچې راپارولې وې او که هغه له تشيع او له اهلبيتو او شيعيانو سره په اړيکو کې له احتياطه کار نه واى اخستاى؛نو په ټوليزه توګه به يې په اهلسنتو کې خپل مقام له لاسه ورکړى و او دا چار امام ابوحنيفه (ره) د ډېرى مصلحت غواړيو علماوو لپاره د منلو وړ نه و .

[1] .د کشي رجال ٢/٤٢٦ .

[2] . هماغه سرچينه .

[3] . محمد زاهد کوثري ،تانيب الخطيب،٢١٣ مخ .

[4] .هماغه سرچينه ٢/٤٣٣ .

[5] .بحارالانوار ١٠/٧٤ مخ .

[6] .شيخ مفيد،الاختصاص ،٣٠٣ مخ .

[7] .شيخ مفيد،الارشاد،١٦٠ مخ .

[8] .موفق مکي،مناقب ابي حنيفه ،٢/١٨ .

[9] .رسول جعفريان ،حيات فکري و سياسي امامان شيعه ،٤١٣ مخ .

[10] .”ديدگاههاى آيت الله بروجردي در تقريب مذاهب اسلامي”، اخبار تقريب ، ٤١،٤٢ګڼې،٣٣-٣٤ مخونه ، (له آيت الله واعظ زاده خراساني سره مرکه)

[11] . د امام ابوحنيفه په تعبير کې راغلي دي،چې : ” لا تقروا لهم بحديث غدير خم فيخصوکم ” په دې عبارت کې ظاهرا کارېدلى ضماير “اهلسنت ” دي .

[12] .د “رحبه” داستان ته اشاره،چې پر ٣٥ هجري کال اميرالمؤمنين د هغه کسانو پر خلاف،چې له هغه سره يې شخړه کوله،د کوفې په رحبه کې په يوې ډلې خلکو کې حاضر شول او د خپل خلافت د حقانيت د اثبات لپاره يې د غدير پر حديث استشهاد وکړ او له خلکو يې وغوښتل،چې که چا دا حديث له رسول الله (ص) څخه اورېدلى وي؛نو شهادت دې ورکړي .دېرش تنو هلته د غدير پر حديث شهادت ورکړ؛خو زيد بن ارقم پرې شهادت ور نه کړ؛حال داچې پوهېده . حضرت علي  ورته ښېرې وکړې،چې خداى يې ړوند کړي او ړوند هم شو؛خو ورورسته تردې چې ړوند شو،د غدير حديث يې راروايت کړ . ( و ګ : ابن ابي الحديد،شرح نهج البلاغه ٤ ټوک،٧٤ مخ،٥٦ خطبه .تر دوو سوو ډېرو د اهلسنتو راويانو د رحبه داستان رانقل کړى دى .

[13] .شيخ مفيد،الامالي (د شيخ مفيد د مصنفاتو ١٣ ټوک)،٧٣ مخ .

[14] .محمد ابوزهره،امام ابوحنيفه ،٧٢ مخ .

[15] .موفق مکيومناقب ابي حنيفه ٢/١٦٠ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست