تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ګناه وټیزې یا اقتصادي لارې چارې کله ناکله وټیزې چارې هم ګناه ته لار هواروي،چې په دوه ډول دي : (١) شتمني او پانګه . (٢) نشتمني انسان کېداى شي د غريبۍ او نشتمنۍ له امله پرګناه لاس پورې کړي او کېداى شي د ډېرو پيسواو شتمنۍ له کبله هم […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ګناه وټیزې یا اقتصادي لارې چارې

کله ناکله وټیزې چارې هم ګناه ته لار هواروي،چې په دوه ډول دي :

(١) شتمني او پانګه . (٢) نشتمني

انسان کېداى شي د غريبۍ او نشتمنۍ له امله پرګناه لاس پورې کړي او کېداى شي د ډېرو پيسواو شتمنۍ له کبله هم پر ګناه اخته شي. په دې هکله خورا آيتونه او روايتونه راغلي دي ؛خو دلته زموږ خبره داده، چې شتمني او مال کله ناکله ګناه او فساد ته لار هواروي ،نه دا چې شتمني د فساد او ګناه دليل وي، لکه څرنګه یې چې کمونستان وايي. زمينه او علت يې سره توپيرلري،يا په بله وينا شتمني او مال د ګناه علت نه دى؛ بلکې په ځينوځايونو کې انسان ګناه ته هڅوي. (مخکې به پرې رڼا واچول شي)

په قرآن کې وايو:

كَلَّا إِنَّ الْإِنسَانَ لَيَطْغَى. أَن رَّآهُ اسْتَغْنَى[1] =[ هېڅكله داسې نۀ ده (چې تاسې يې ګڼئ) بېشکه انسان(ناشکره موجود دې او) سرغړونه کوي، په تېره بيا هغه وخت، چې ځان ددنيا له شتمنۍ برخمن او وسمن وويني . ]

دا آيت دا نه وايي، چې شتمني او مال د فساد علت او عامل دى؛بلکې وايي: که انسان خپل ځان بې اړې او شتمن وليد؛نو ياغي کېږي؛خوکه دا شان ((ليد)) ونه لري؛نو شتمني د فساد علت نه دى .

پوښتنه: آيا پانګه د فساد عامل دى ؟

ځواب :پانګه په دوو حالتونوکې د فساد عامل وي . لومړى دا چې انسان دا شان ((ليد)) ولري،چې دا پانګه زما ده او بل دا چې ګروهن وي،څنګه چې وغواړي له هرې لارې يې لاس ته راوړاى شي او څرنګه يې چې وغواړي،هغسې يې لګولاى هم شي او په دې برخه کې آزاد دى؛خو په آيتونو او روايتونو کې د پيسو اصلي مالک خداى دى او هغه موږ ته روزي راکوي . (رزقناکم – موږ روزي درکړې).دا په قرآن کې اووه ځل راغلي دي (رزقناهم- موږ ورته روزي ورکړه.) دا آيت په قرآن کې ديارلس ځل راغلى دى.(يرزقکم – خداى تاسې ته روزي درکوي )دا په قرآن کې پينځه ځل راغلي دي.د لاس ته راوړنې او لګولو په هکله يي هم حد او پوله ټاکلې؛لکه د ربا، دروغو، رشوت او تيري له لارې بايد نه وي.شتمني د تيز چاقو په شان ده چې د “غل” او “لوټمار” په لاس کې د فساد لامل ده؛خو د ډاکتر په لاس کې د درملنې وسيله ده.د بېلګې په توګه: ساړه پر “زکام” او “ټوخي” د اخته کېدو زمينه او لاره چاره ده؛خو علت يى نه بلل کېږي؛ځکه په سړه هوا کې به هغه ناروغ شي،چې ځان نه ساتي؛خوکه ځان وساتي؛نو ناروغ به نشي؛نو ساړه د ناروغۍ علت نه؛بلکې زمينه ده؛پانګه او شتمني هم د سړې هوا په په شان د طغيان او سرغړونې لامل نه؛بلکې زمينه بلل کېږي. پانگه د “فرعون” او “قارون” په لاس کې د سرغړونې او فساد لامل دى؛ خو د حضرت سليمان او حضرت داود عليهما السلام په لاسونو کې د برکت، بيا رغاونې او د وټیزې او ټولنيزو اړتياوو د پوره کولو لامل دى .

په قرآن کې د دوو شتمنو بېلګې

په قرآن کې ددو شتمنوبېلګې راغلي دي . يو حضرت سليمان عليه السلام او بل قارون دى؛ يوه پانګه د خداى لپاره وسيله ګڼله او بل د ځان ګڼله او د عياشۍ او د دنيا ساتېرۍ ته يې غوره کړې وه. د شتمنۍ په هکله د حضرت سليمان ((ليد)) دا و:

قَالَ الَّذِي عِندَهُ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِندَهُ قَالَ هَذَا مِن فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ[2] = (خو) له كوم سړي سره چې د(اسماني) كتاب پوهه وه وويل: (( زه به يې د سترګو په رپ کې درته راوړم))؛نوڅنګه چې (سلېمان) هغه (تخت) له ځان سره ايښودل شوى وليد،ويې ويل:((دا زما د پالونكي لورېينه ده، چې ما وازمېيي، چې زه شكركوم او كه ناشكري؟! اوڅوك چې شكركوي؛نو په خپله ګټه يې شكركړى دى او څوك چې ناشكري كوي(؛نو په خپل زيان يې كوي او پوه دې شي چې) زما پالونكى غني عزتمن دى.))

له حضرت سليمان سره چې هرڅه وو؛ د خداى يې ګڼل او ځان يې د هغه په درشل کې نشتمنی ليده.بل شتمن قارون دى،چې ډېرڅه يې راټول کړي وو،چې کله ترې حضرت موسى د خداى د حکم له مخې زکات وغوښت؛نو په غرور يې وويل:

 قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِندِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِ مِنَ القُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا وَلَا يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ[3] = (قارون) وويل : (( دا(شتمني) ما ته د خپلې پوهې له مخې راكړاى شوې ده!)) ايا هغه نۀ پوهېده، چې بېشکه خداى له هغه مخكې داسې خلك هلاك كړي دي، چې تر ده غښتلي او شتمن وو؟! او(چې كله الهي عذاب راورسېږي؛نو) له مجرمانو ګناهونه يې نه پوښتلېږي.( او سيده دوزخ ته ځي)

 يعنې دا پانګه زما ده او څوک پکې حق نلري. خداى پرې غضب وکړاو داسې يې وويل:

فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ المُنتَصِرِينَ[4] =[ نو په پاى کې موږ هغه او كور يې په ځمكه كې ننه ايست؛ نوكومه ډله يې نۀ درلوده، چې د الهي عذاب پر وړاندې ورسره مرسته وكړي او پخپله يې هم له ځان سره مرسته نشوه كړاى.]

په قرآن کې مترف

په قرآن کې د ((مترف )) کلمه په بېلابېلو بڼو کې اته ځل راغلې ده.مترف د ترفه له مادې ځنې اخېستل شوى او د نعمت د زياتېدو پر مانا ده،چې خاوند يې مست،بې خبره او ښاڅمن – مغرور شي او سرغړاندي او سرکښي وکړي.د سبا سورت په ٣٤ آيت کې وايو:

وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ كَافِرُونَ[5] = او موږ چې کله هم کومې سيمي ته ننګوونکى (پېغمبر) لېږلى؛ نو شتمنو مخورو يې (چې په مزو چړچو مست وو) ويل: (( په حقيقت کې موږ په هغه (څه) كافران يو، چې تاسې پرې رالېږل شوي ياست (پيغام مو نۀ منو) ))

په قرآن کې دا ډول شتمني چې د مستۍ او ښاڅمنۍ لاملېږي او د ګناهونو لپاره لارې چارې هواروي،ناوړه بلل شوى او داسې شتمن په کلکه غندل شوي او د خداى لخوا ګواښل شوي هم دي . په قرآن کې راغلي:

وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَن مِّن بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًا وَكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِينَ[6] = [او موږ ډېر ښارونه هلاك كړي دي (؛ځكه ډېرې سوکالۍ) په ژوند کې مست او مغرور کړي وو! دا يې (نړېدلې) مېنې دي، چې تر هغو وروسته پكې يواځې ډېر لږ شمېر خلک اوسېدلي دي او همدا موږ يې وارثان يو.]

د تکاثرسورت په لومړي آيت کې راغلي:

أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ = [ (د شتمنيو، اولاد او ټبر) پر ډېروالي وياړ تاسې بوخت (او د خداى له ياده غافل) كړي ياست. ]

پېغمبراکرم وايي :(( اثر فى الاموال جمعها من غير حقها و منعها من حقها و شدها فى الاوعية =د نامشروع شتمنيو راټولول،د حق له ورکړې ډډه کول او په زېرمتونو کې يې کېښوول،په مالونوکې تکاثر دى.[7] ))

 د ګناه،نشتمنۍ او نېستۍ ترمنځ اړيکه

مخکې وويل شو چې نشتمني فقر او نيستي ګناه ته لارې چارې اوارولاى شي. په ځينو روايتونو کې د نشتمنۍ ستاينه او په ځينو کې يې غندنه شوې ده .کومه نشتمني او نيستي چې غندل شوې؛نو هغه وټیزه نشتمني ده.دا نشتمني کېداى شي د پانګوالو له ښکيلاک، زبېښناک،لوټ،د ګډې وډې وټیزې اوضاع او يا هم د انسانانو د ناغېړۍ له کبله رامنځ ته شي؛همدا نشتمني او نيستي ډېر کسان غلا، لوټ، نشو، جنايتونو او ډول ډول ګناهونو ته راکاږي؛ لکه څرنګه چې ويل کېږي (( وږى ايمان نه لري)) ؛ نو په وټیز اړخ کې نشتمني او نيستي ګناه ته لار هواروي او اړین دي،چې د سم چاپېريال د رامنځ ته کېدو لپاره له نشتمنۍ او نيستۍ سره ټينګه مبارزه وکړو.حضرت علي (ک) وايي : ((الفقر الموت الاكبر = نشتمني ستره مړينه ده.[8])) (٧٩)

همداراز حضرت علي (ک) خپل زوى “محمدبن حنيفه” ته وايي: (( وېرېږم چې نشتمني درباندې رانشي،له نشتمنۍ خداى ته پناه يوسه؛ځکه نشتمني د انسان دين نيمګړى کوي،عقل او اند يې پرېشانوي او نشتمن به نورو ته بدوين او نور به پرهغه بدوين وي.[9])) (٨٠)

((القبر خير من الفقر= تر نشتمنۍ قبرغوره دى.[10]))

  د اسلامي وټې یا اقتصاد ټوليزې لارې او ځانګړنې

داسلامي وټې بنسټ پردې ايښوول شوى،چې په اسلامي ټولنه کې دې اسراف،اتراف،نشتمني او نيستي نه وي؛که دې دواړو ارونو ته پاملرنه وشي؛نو ډېرې وټیزې ستونزې به هوارې شي. اسلامي وټه ځينې ټوليزې لارې او ځانګړنې لري؛که سمې پلې شي؛نو موږ به هيڅ ډول وټیزې ستونزې ونه لرو او له دې لارې به راټوکېدونکى ګناهونه هم ونه لرو .

هغه لارې او ليکي دادي :

  1. د اسلام له نظره شتمني امانت ده
  2. ټول خلک له طبيعت ( اوبو ،باد، سيند، ځنګل، غره ،دښت) څخه د ګټنې برابر حق لري،که چا د آرونو له مخې بيړه وکړه؛نو لومړى يې حق دى .
  3. کار يوازې بدني نه؛بلکې اندیز،بياني او قلمي بڼه هم لري .
  4. په اسلام کې کار سپېڅلى او عبادت ګڼل شوى دى.
  5. د نورو ښوونځيو پرخلاف، په اسلام کې وګړني او ټولنېزو حقوقو ته هم درناوى شوى دى .
  6. په اسلام کې د کار موخه سپېڅلې ده او د ګټې لار هم بايد پرهمدې بنسټ وي.
  7. په اسلام کې ورهڼې – کسب وکار ته د عزت تعبير ورکړل شوى دى او امامان وايي: پخپل عزت پسې دې ولاړ شه؛ يعنې دا چې پخپلې ورهڼې پسې ولاړ شه ( وسايل ١٢\٥).
  8. د کارګر په مْزد کې خيانت ستره ګناه ده .
  9. دنيا او ماديات موخه نه؛بلکې وسيله ده.
  10. بايد د دنيا او آخرت ترمنځ تعادل رامنځ ته شي ، بې آخرته دنيا او له بې دنيا اخرت سم ((ليد)) نه دى.
  11. بايد ښځه او سړى دواړه کار وکړي؛خو هر يو له خپل شان سره سم .پېغمبر اکرم وايي:(( طلب الحلال فريضة على كل مسلم و مسلمة = د حلالي روزۍ ګټل پر هر مسلمان سړي او ښځې فرض دي.[11]))
  12. په واټونو او کوڅوکې سوال کول په اسلام کې منع دي.حضرت علي (ک) يو تن ته وويل: ((احمل على رأسك و استغن عن الناس بار او پېټى پر خپل سر ګرځوه او له خلکو ځان بې اړې کړه.[12]))
  13. په اسلام کې مصنوعي کارونه او دروغجنې ورهڼې منع دي (لکه دلالي)
  14. د دين ټولوپېغمبرانو به کار کاوه.حضرت نوح ترکاڼ و، حضرت هود سوداګر و،حضرت ادريس درزي او نور ډېر پېغمبران بزګران او شپانه وو. حضرت شعيب،حضرت موسى ته وويل:غواړم چې يوه لور درته په نکاح کړم؛خو شرط يې دادى چې اته کاله به راسره شپونتوب کوې .
  15. اسلام توليدي چارو؛لکه کرنې او مالدارۍ ته ځانګړى پاملرنه کړې ده. د امامانو د تعبير له مخې چې وايي: تاسې به د ځمکو او څارويو په باب وپوښتل شئ.
  16. ناغیړي او په کار پسې نه تګ او دا، چې پر نورو د اوږو بار يې؛نو دا ستره ګناه ده. پېغمبراکرم وايي: ((ملعون من القى كَلّه على النّاس = څوک چې د خپل ژوند زحمت پر نورو پېټى کړي؛ نو ملعون به وي.)) همداراز پېغمبراکرم وايي : ((اللهم بارك لنا فى الخبز و لا تفرق بيننا و بينه فلولا الخبز ما صلينا و لا صمنا و لا ادّينا فرائض ربنا= خدايه ! په ډوډۍ کې راته برکت راکړې او زموږ اود ډوډې ترمنځ بېلتون مه راولې، که ډوډۍ نه وي؛نو لمونځ به مو نه وي کړى،روژه به مو نه وي نيولې او خپل فرايض به مو نه وو ادا کړي.[13])) تاريخي تجربه قارون ته وويل شو چې: د نشتمنو لاسنيوى وکړه؛نو د موسى عليه السلام پر وړاندې يې دريځ ونيو او سرکښي يې وکړه.[15]    د احد جګړه لا پاى ته نه و رسېدلى، چې مسلمانان د دنيا حرص را واخېستل او د غنيمتونو د راټولولو لپاره يې د جګړې سيمه پرېښووه او دښمن له همدې پېښې ګټنه وکړه او پر مسلمانانو يې بريد وکړ.په دې جګړه کې ډېر مسلمانان شهيدان شول او ان د پېغمبراکرم(ص) تره حضرت حمزه(رض) هم شهيد شو. دا ټولې ناوړه پېښې د مال او غينمت د حرص او د جنګي سيمې د ېرېښوولو له لارې رامنځ ته شوې.[17] “عمرسعد” [د سترصحابي حضرت سعد بن وقاص (رض) زوى ] د((رۍ)) ښار د واکمنۍ لپاره د امام حسين د دښمن لښکر بولندوی شو او د حضرت امام حسين په وژنه کې يې ګډون وکړ. يو شپون يو مسلمان ته د شيدو په ورکړه کې بخل وکړ. پېغمبر اکرم(ص) ورته وويل:((خداى دې ورته ډېره شتمني ورکړي.)) خو يو بل شپون چې بل چا ته شيدې ډالۍ کړې داسې دعا يې ورته وکړه :(( خدايه په کافي اندازه ورته روزي ورکړې.)) وپوښتل شو: کوم شپون چې بخل وکړ، هغه ته دې ولې ښه دعا وکړه،ورته يې وويل : ((اِنّ ما قَلّ وَ كَفى خيرٌ ممّا كَثُر و اَلهى = بېشکه لږ او کافي څيز تر هغه غوره دى،چې زړه غافل کړي او پرې بوخت شي.[20] ناغیړي فَإِذَا فَرَغْتَ فَانصَبْ = نو چې كله (له مهم كاره) وزګار شوې نو [په عبادت کې] هڅې وکړه.   د امام صادق له ويناوو دي چې وايي:
  17. ددې حکم موخه داده ،چې انسان تر مهم کار وروسته له مطلق ستراحت او دمې وژغوري؛ځکه چې بېکاري او فراغت ستړيا رامنځ ته کوي،چابکي او چالاکې له منځه وړي او ډول ډول ګناهونو او فسادونو ته لار هواروي.د جنايتونو او نشو له شمېرې جوتېږي چې په رخصتيو او وزګارتیا کې د جرمونو کچه اووه ګرايه لوړېږي؛نوځکه په اسلامي روايتونو کې پر کار او هڅو و هاندو ډېر ټينګار شوى او ناغېړي منع شوې ده.
  18.    د انشراح سورت په اووم آيت کې راغلي:
  19. امام کاظم چې کله مړ شو؛نو بيت المال يې له استازي “عثمان بن عيسى” سره و چې بايد امام رضا ته يې سپارلى واى؛خو عثمان بن عيسى پرې ګېډه واچوله او اعلان يې وکړ، چې تر اووم امام وروسته موږ بل امام نه لرو او امامت د امام کاظم په شتون کې پاى ته ورسېد او د همدې ګروهې له مخې د((واقفيه)) مذهب منځ ته راغى.[19]
  20. خلکو به پېسې اخېستلې او پر وړاندې به يې په دروغو حديثونه جوړول او په خلکو کې يې خپرول . بېلګه يې “سمرة بن جندب” دى.ده به له حضرت معاويه څخه پيسې اخېستلې او د حضرت علي (ک) قاتل “ابن ملجم” به يې ستايه او کوم آيت به چې د حضرت علي (ک) په شان کې نازل شوى و، هغه به يې د ابن ملجم په شان کې وايه.[18]
  21. حضرت ثعلبه د پېغمبراکرم (ص) يو يار و،همدا چې شتمن شو، کرنې او مالدارۍ يې وده وکړه.خپله شتمني يې له مدينې بهر يوړه او پکې بوخت شو او په لمانځه کې به يې هم ګډون نه کاوه. دې حد ته ورسېد، چې پېغمبراکرم(ص) ورته د زکات اخېستو لپاره څوک ولېږه.هغه د زکات له قانون څخه انکار وکړ. حضرت ثعلبه په لومړيو کې ټينګ مسلمان او له خداى سره يې دا تړون کړى و،که مالي حالت يې ښه شي؛ نو له نشتمنو سره به مرسته وکړي؛خو چې شتمني يې زياته شوه،سرکښي يې وکړه او و يې ويل : زه خو څه يهودى او نصراني شوى نه يم چې جزيه ورکړم . د توبې د سورت ٧٥او٧٦ آيتونه يې د غندنې لپاره نازل شول .[16]
  22. ډېر ليدل شوي چې له دنيا سره مينه او پر شتمنيو حرص، ډېر خلک او امتونه د ګناه او ان د کفر او شرک پلو ته راکښلي دي. بېلګې يې دادي :
  23. علي بن حمزه وايي چې پلارمې وويل : امام موسى کاظم مې وليد چې په پټي کې کار کوي او له خولو ډک دى.ورته مې وويل : قربان دې شم ! ياران چېرته دي ؟ ويې ويل : تر ما مخکې زما پلرونو به پخپلو لاسونو کار کاوه. ومې ويل ستا پلرونه څوک وو؟ وو يې ويل: ((رسول الله و امير المؤمنين و آبائى كلهم قد عملوا بايديهم و هو من عمل النبيين والمرسلين و الاوصياء الصالحين= پېغمبر(ص) او حضرت علي وو،چې پخپلو لاسونو يې کار کاوه او د مټو کار د پېغمبرانو، نېکانو او وصيانو کار دى.[14]
  • کارګر د غازي هومره د اجر خاوند دى.[21]
  • ايّاك والْكَسل والضَّجر فانّهما يَمنعانك مِن حظّك من الدُّنيا والآخرة = له ستړيا او ناغېړۍ ځان وژغوره؛ځکه د دنيا او آخرت له ګټو مو بې برخي کوي.[22]
  • ومن كسل عما يصلح به امر معيشته فليس فيه خير لامر دينه = کومې چارې چې د انسان د ژوند اړتياوې برابروي ؛نو که څوک پکې ناغيړي وکړي؛نو د دين خير به يې نه وي.[23]))
  • روايتونه وايي:
  • ان اللّه عزّوجلّ يبغض العبد النوام الفارغ = ډېر خوبه او بېکاره د خداى دښمن دى.[24]
  • اياك والكسل والضجر فانك ان كسلت لم تعمل وان ضجرت لم تعط الحق = له بې زغمۍ او ناغېړۍ ځان وژغوره؛ځکه که زغمه شې ؛نو کار ته به ولاړ نشې او که ناغېړي وکړې؛نو(خپل او د نورو) حق به پوره نه کړې.[25])) بسپنغاړي یا سوالګري کول د انسان وګړه سپکوي او د ګناهونو لامل ګرځي . پايله دا چې وزګارتیا،ناغیړي سستي او لټي هم د نېستۍ لامل دى او هم ګناه ته لار هواروي .
  • پېغمبراکرم (ص) وايي : ((مسئلة الناس من الفواحش= له خلکو ګدايي کول ناوړه کار دى.[26]))
  • حضرت علي (ک) وايي:(( د بې زغمۍ او ناغېړۍ پايله نشتمني او نيستي ده.))

[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]

[1] علق/۶، ۷

[2] نمل/۴۰

[3] قصص/۷۸

[4] قصص/۸۱

[5] سبا/۳۴

[6] قصص/۵۸

[7] نور الثقلين ٥\٦٦٢

[8] نهج البلاغه ١٦٣ حکمت

[9] نهج البلا غه حکمت ٣١٩)

[10] غررا لحکم

[11] بحار ١٠٣\٩

[12] فروع کافي ٥\ ٧٧

[13] فروع کافي ٥\ ٧٣)

[14] فروع کافي ٥\٧٥_٧٦

[15] طبري تاريخ ، بيروت چاپ ٢ \٢٦٥-٢٦٢

[16] اسدالغابه ١\ ٢٣٧-بحار ٢٢\ ٤٠

[17] طبري تاريخ ٣\١٧_ يعقوبي تاريخ ٢\ ٤٢،د ابن هشام سيره ٣\١٢٩

[18] شرح نهج البلاغه ابن ابى الحديد ٢\ ٤٧ سفينة البحار ٢\ ٦٥٤

[19] مجمع البحرين

[20] کافي ٢\١٤

[21] فروع کافي ٥\٨٨

[22] فروع کافي ٥\ ٨٥

[23] فروع كافى ۵/ ۸۵

[24] فروع كافى ۵/ ۸۵

[25] فروع كافى ۵/ ۸۵

[26] جامع السعادات ۲/ ۹۸

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!