بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه أَتَى أَمْرُ اللّهِ فَلاَ تَسْتَعْجِلُوهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۱﴾ (د مشركانو او مجرمانو سزا ته) د الله پرېكړه رسېدلې؛ نو په بيړه یې مه غواړئ! هغه ته پاكي ده او تر هغه څه لوړ دى، چې دوى يې ورسره شریکوي. (۱) […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين الله په نامه | |
أَتَى أَمْرُ اللّهِ فَلاَ تَسْتَعْجِلُوهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۱﴾ | (د مشركانو او مجرمانو سزا ته) د الله پرېكړه رسېدلې؛ نو په بيړه یې مه غواړئ! هغه ته پاكي ده او تر هغه څه لوړ دى، چې دوى يې ورسره شریکوي. (۱) | |
يُنَزِّلُ الْمَلآئِكَةَ بِالْرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنذِرُواْ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَاْ فَاتَّقُونِ ﴿۲﴾ | الله په خپل حكم پرښتې له (الهي) روح سره پرخپل كوم بنده چې و يې غواړي ورنازلوي. (له دې لارښوونې سره(چې (خلك) خبر کړي، چې بې له ما بل معبود نشته؛ نو زما (د حکم له مخالفته) ډډه وكړئ. (۲) | |
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِالْحَقِّ تَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۳﴾ | اسمانونه او ځمكه يې په حقه پيدا كړل. (الله) تر هغه څه ډېر اوچت دى، چې دوى يې ورسره شريکوي. (۳) | |
خَلَقَ الإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ ﴿۴﴾ | انسان يې له يوه څاڅكي پيدا كړ؛ نو په پاى كې هغه یو څرګند جګړه مار شو. (۴) | |
وَالأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۵﴾ | او څاروي یې پېدا كړل، چې په دې كې تاسې ته ګرم پوښاك او نورې ګټې دي او (غوښې او شيدې) ترې خورئ. (۵) | |
وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ ﴿۶﴾ | او په دې كې تاسې ته يو ډول ښكلا [او دبدبه] ده، چې ماښام يې بېرته راولئ او سهار يې څرولو ته بیایئ. (۶) | |
وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَى بَلَدٍ لَّمْ تَكُونُواْ بَالِغِيهِ إِلاَّ بِشِقِّ الأَنفُسِ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۷﴾ | او څاروي ستاسې درانه پېټي داسې سیمو ته وړي، چې تاسې یې یوازې په ډېر کړاو ګاللو وروړای شئ. په رښتيا پالونكى مو ډېر مهربان خواخوږى دى (چې دغه ژوندوزلې يې دركړي دي). (۷) | |
وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۸﴾ | او (همداراز) اسونه، كچرې او خره یې پېدا كړل، چې هم پرې سواره شئ او(هم) ستاسې ښكلا وي او (الله ډېر نور) څيزونه پيداكوي، چې نه پوهېږئ. (۸) | |
وَعَلَى اللّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَآئِرٌ وَلَوْ شَاء لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۹﴾ | او الله (بندګانو ته) د منځنۍ او سیده لارې د ورښوولو ژمن دى؛ خو ځينې لارې، کږې دي او كه الله وغواړي؛ نو تاسې ټولو ته به (په زور) سیده لار دروښيي (؛ خو د زور ايمان څه ګټه نه لري). (۹) | |
هُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ ﴿۱۰﴾ | (الله) هغه ذات دى، چې له اسمانه اوبه ورولي، هم يې تاسې څښئ او د څارويو د څړونې ونې بوټې پرې هم راټوكېږي. (۱۰) | |
يُنبِتُ لَكُم بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالأَعْنَابَ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۱۱﴾ | الله په همدې اوبو كښت، ښونه، كجورې، انګور او راز راز مېوې درته زرغونوي، بېشكه په دې كې انديالو ته يوه نښه ده. (۱۱) | |
وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالْنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالْنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۱۲﴾ | او الله شپه و ورځ او لمر و سپوږمۍ ستاسې (د ګټې لپاره) اېل كړي او (هم) ټول ستوري یې په حكم درته اېل شوي، بېشكه په دې (چارو) كې هغو خلكو ته (د الله د عظمت، قدرت، حکمت او مهربانۍ) څرګندې نښې دي، چې عقل كاروي. (۱۲) | |
وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِي الأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ ﴿۱۳﴾ | او (همداراز) تاسې ته یې په ځمکه کې رنګارنګ څيزونه پيدا (او اېل) کړل؛ بېشكه په دې چارو كې پند اخستونكيو ته ښکاره نښې دي. (۱۳) | |
وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُواْ مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُواْ مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُواْ مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۴﴾ | او (الله)هغه ذات دى، چې سمندر يې (درته) اېل كړى، چې تازه غوښه ترې وخورئ او د اغوستن لپاره ګاڼې ترې راوباسئ او بېړۍ ګورئ، چې پکې څیروونکي روانې دي، چې تاسې (په سوداګرۍ لګيا شئ او) د هغه له لورنې (روزي) ولټوئ او ښايي (د نعمتونو یې) شکر وکړئ. (۱۴) | |
وَأَلْقَى فِي الأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۵﴾ | او پر ځمكه یې ثابت او ټينګ غرونه واچول، (هسې نه) چې تاسې ولړځوي او سيندونه يې وبهول او لارې يې جوړې كړې، ښايي لار ومومئ. (۱۵) | |
وَعَلامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۱۶﴾ | او (همداراز پرځمكه يې) لارښودې نښې ايښې او(خلك د شپې) په ستوريو لار مومي.(۱۶) | |
أَفَمَن يَخْلُقُ كَمَن لاَّ يَخْلُقُ أَفَلا تَذَكَّرُونَ ﴿۱۷﴾ | نو ايا څوك چې (دغسې مخلوقات) پنځوي، د هغه چا په څېر دى، چې نه يې پنځوي؟! ولې پند نه اخلئ؟ (۱۷) | |
وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَةَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا إِنَّ اللّهَ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۸﴾ | او كه د الله نعمتونه وشمېرئ [نو څنگه چې دي] شمېرلاى يې نشئ، بېشكه الله ډېر مهربان بښونكى دى. (۱۸) | |
وَاللّهُ يَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ﴿۱۹﴾ | او څه چې تاسې پټوئ يا يې ښكاره كوئ، الله ته ورمعلوم دي. (۱۹) | |
وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ لاَ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ ﴿۲۰﴾ | او هغه معبودان، چې [مشرکان یې په ناحقه] د الله پرځای لمانځي، هېڅ څيز پيداكولاى نشي؛ بلكې پخپله هم پيدا شوي دي. (۲۰) | |
أَمْواتٌ غَيْرُ أَحْيَاء وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ ﴿۲۱﴾ | [دوى] بې ساه مړي دي او (په حسي درک) نه ورځیرېږي، (نه پوهېږي) چې كله به راپاڅول شي. (۲۱) | |
إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَالَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ قُلُوبُهُم مُّنكِرَةٌ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ ﴿۲۲﴾ | ستاسې معبود ايکي يو معبود دى؛ خو هغوى چې پر آخرت ايمان نه راوړي؛ زړونه یې (له حقه) منکر دي او دوی سرغړاندي دي. (۲۲) | |
لاَ جَرَمَ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ ﴿۲۳﴾ | البته الله هرومرو له هغه څه باخبر دی، چې دوی یې پټوي او هم له هغه څه چې دوی یې څرګندوي (او) بېشکه الله سرغړاندي نه خوښوي. (۲۳) | |
وَإِذَا قِيلَ لَهُم مَّاذَا أَنزَلَ رَبُّكُمْ قَالُواْ أَسَاطِيرُ الأَوَّلِينَ ﴿۲۴﴾ | او چې دوی ته وويل شي: ((ستاسې پالونكي څه نازل كړي دي؟)) وايي: (((دا الهي وحې نه؛ بلکې) پخوانۍ (بې لاسونده) قيصې دي.)) (۲۴) | |
لِيَحْمِلُواْ أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ أَلاَ سَاء مَا يَزِرُونَ ﴿۲۵﴾ | دوی بايد د قيامت پر ورځ (هم) د خپلو ګناهونو پوره پېټي پر اوږو كړي او هم د هغو كسانو د ګناهونو يوه برخه يوسي، چې دوی په ناپوهۍ بېلارې كړي، پوه شئ چې دوی بد (دروند) پیټی پر اوږو وړي! (۲۵) | |
قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللّهُ بُنْيَانَهُم مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَشْعُرُونَ ﴿۲۶﴾ | په یقین تر دوى پخوا خلکو (هم دغسې) دسيسې جوړې كړې وې؛ خو الله د دوی د (ژوند او) کورونو بنسټونه له بېخه ونړول او په پایله کې چتونه، پر دوی له پاسه پرېوتل او له داسې لوري (الهي) عذاب ورته راغى، چې (په حسي درک) نه ورځيرېدل. (۲۶) | |
ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَآئِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ قَالَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالْسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۲۷﴾ | بيا د قيامت پر ورځ (لا هم) دوی سپکوي او شرموي او وايي: ((چېرې دي زما هغه شريكان، چې تاسې يې په باب [له پېغمبرانو او مؤمنانوسره] شخړې کولې؟!)) (په دې وخت كې) هغوى ته چې علم وركړ شوى، وايي: ((په رښتینه کې نن پر كافرانو سپکاوی او بد حالت (راچاپېر) دی.)) (۲۷) | |
الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ فَأَلْقَوُاْ السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِن سُوءٍ بَلَى إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۸﴾ | هغوى چې پر خپلو ځانونو ظالمان وو (د مرګ) پرښتې، چې ساه ګانې ترې اخلي؛ نو په دې وخت كې غاړه ږدي (او په دروغو وايي) موږ هېڅ بدكار نه دى كړى. هو! بېشکه الله ستاسې له کړنو ښه خبر و. (۲۸) | |
فَادْخُلُواْ أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَلَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ ﴿۲۹﴾ | (کافرانو ته ويل كېږي: ) نو د دوزخ پر ورونو ورننوځئ او هلته به تلمېشتي یاست او په رښتيا د سرغړاندو هستوګنځی ډېر ناكاره دى! (۲۹) | |
وَقِيلَ لِلَّذِينَ اتَّقَوْاْ مَاذَا أَنزَلَ رَبُّكُمْ قَالُواْ خَيْرًا لِّلَّذِينَ أَحْسَنُواْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَلَدَارُ الآخِرَةِ خَيْرٌ وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۰﴾ | (او (چې) پرهېزګارانو ته وويل شي: ((پالونكي مو څه نازل كړي دي؟)) وايي: ((خير (او نېكمرغي).)) (هو) چاچې نېكي وكړه؛ نو په دې دنيا كې نېكي ورته شته او د آخرت كور تردې هم ورته غوره دى او هو! د متقیانو كور څومره ښه دى! (۳۰) | |
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَآؤُونَ كَذَلِكَ يَجْزِي اللّهُ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۱﴾ | هغه همېشني باغونه، چې دوی ورننوځي، تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، څه چې غواړي، هلته شته، الله متقیانو ته دغسې بدله وركوي. (۳۱) | |
الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُواْ الْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۳۲﴾ | (د مرګ) پرښتې، چې د سپېڅليو او پاكانو ساه ګانې اخلي، ورته وايي: ((پر تاسې دې سلام وي! د خپلو كړنو له لامله[ځئ] جنت ته ورننوځئ.)) (۳۲) | |
هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن تَأْتِيَهُمُ الْمَلائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ أَمْرُ رَبِّكَ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّهُ وَلكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۳۳﴾ | ايا (كافران) بې له دې څه انتظار لري، چې (د ساه ګانو د اخستو) پرښتې دوی ته راشي يا (یې مجازاتو ته) ستا د پالونكي حكم راورسي؟ (بيا توبه وباسې؟! خو پردې وخت يې توبه بې اغېزې ده. هو!) تر دوى مخكې خلكو هم دغه شان كول، الله پرې تېرى ونكړ؛ خو پخپله يې پر ځانونو تېرى کاوه. (۳۳) | |
فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا عَمِلُواْ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُواْ بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۳۴﴾ | نو دوی ته د خپلو ناوړه کړنو سزا ورسېده او هماغه عذاب پرې رښتونی شو، چې ملنډې يې پرې وهلې. (۳۴) | |
وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِينُ ﴿۳۵﴾ | او مشرکانو ويل: ((که الله غوښتي واى (؛ نو) نه موږ او نه زموږ پلرونو، بې له ده (الله)، هېڅ څيز نه نمانځه او نه یې دده بې اجازې په خپل سر کوم څيز حراماوه)). د دوی مخکېنيو همداسې چلن درلود؛ نو ايا (د الله) پر استازيو بې له څرګند (پېغام) رسونې څه ذمه واري شته؟! (۳۵) | |
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ ﴿۳۶﴾ | او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ولمانځئ او له “طاغوت” نه ځان وژغورئ؛ نو له دوى ځينو ته الله سمه لار وروښووله او ځينې د بېلارۍ وړ شول؛ نو ځكه په ځمكه کې وګرځئ او (د عبرت په سترګو) وګورئ، چې د دروغجنوونکیو پاى څنګه وه!. (۳۶) | |
إِن تَحْرِصْ عَلَى هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي مَن يُضِلُّ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿۳۷﴾ | (پېغمبره!) كه د دوی لارښوونې ته ټینګار وكړې؛ نو (پوه شه) الله چې څوک (په خپلو کړنو او بدې ټاکنې) بېلارې کړي هډو سمه لار نه ورښيي او نه د دوی څوک مرستندوى وي. (۳۷) | |
وَأَقْسَمُواْ بِاللّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لاَ يَبْعَثُ اللّهُ مَن يَمُوتُ بَلَى وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۳۸﴾ | او دوى پر الله سخت قسمونه خوري: ((څوك چې (يو ځل) ومري، الله یې بیا نه راژوندى کوي!)) هو! دا د الله پرېكنده ژمنه ده (چې ټول مړي به د جزا لپاره راژوندي کوي)؛ خو ډېر خلك نه پوهېږي. (۳۸) | |
لِيُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي يَخْتَلِفُونَ فِيهِ وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّهُمْ كَانُواْ كَاذِبِينَ ﴿۳۹﴾ | (د بيا راژوندي كېدو) موخه دا ده، چې دوی ته دهغه څه (حقیقت) ورڅرګند کړي، چې پکې اختلاف کوي او كافران پوه شي، چې دوى خپله دروغجن وو (نه انبیاء). (۳۹) | |
إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَيْءٍ إِذَا أَرَدْنَاهُ أَن نَّقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ ﴿۴۰﴾ | (موږ ته د مړيو راژوندي كول څه سخت نه دي؛ ځكه) چې كله د يوه شي (د پيدا كولو) اراده وكړو؛ همدومره ورته وايو چې ((پيدا) شه!))؛ نو سملاسي (پيدا) شي. (۴۰) | |
وَالَّذِينَ هَاجَرُواْ فِي اللّهِ مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُواْ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُواْ يَعْلَمُونَ ﴿۴۱﴾ | او هغوى چې تر مظلومیت روسته يې د الله لپاره هجرت وكړ، په دې دنيا كې ورته ښه مقام وركوو او كه پوه شي، د آخرت بدله يې تردې هم ستره ده. (۴۱) | |
الَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۴۲﴾ | دوى هغه کسان دي، چې صبر او زغم یې وکړ او يوازې پر خپل پالونكي بروسه كوي. (۴۲) | |
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۴۳﴾ | او تر تا مخکې مو (هم) يوازې سړي ورلېږلي، چې وحې مو ورته کوله (نه پرښته او بل معبود)؛ نو که تاسې نه پوهېږئ (د کتابيانو) پوهان وپوښتئ (چې تعجب ونكړئ، د اسلام پېغمبر يوازې له همدې سړيو رالېږل شوى دى) (۴۳) | |
بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۴۴﴾ | (موږ له تا مخکې پېغمبران) له څرګندو دلايلو او پخو ليکنو سره (لېږلي دي) او موږ تا ته خبروونکى (= قرآن) درلېږلى، څه چې خلکو ته نازل شوي، ورته څرګند کړې او ښايي اندنه وکړي. (۴۴) | |
أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُواْ السَّيِّئَاتِ أَن يَخْسِفَ اللّهُ بِهِمُ الأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَشْعُرُونَ ﴿۴۵﴾ | نو ايا هغوى چې ناوړه تدبيرونه كاروي، له دې ډاډمن (او بې غمه) دي، چې الله به دوی په ځمكه كې [ناڅاپه] ډوب كړي او يا له داسې لوري (الهي) عذاب پرې راولي، چې هډو ګومان یې نشي کولای؟! (۴۵) | |
أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِي تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ ﴿۴۶﴾ | يا دوی (د دسيسې او ورځېني ژوند) د بوختيا پر مهال ونيسي، چې د تېښتې وسه يې هم نه وي؟! (۴۶) | |
أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَى تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۴۷﴾ | يا دوی سوکه سوکه، په وېروونكيو ګواښونو ونيسي؛ ځکه ستا پالونكى لورین خواخوږى دى. (۴۷) | |
أَوَ لَمْ يَرَوْاْ إِلَى مَا خَلَقَ اللّهُ مِن شَيْءٍ يَتَفَيَّأُ ظِلاَلُهُ عَنِ الْيَمِينِ وَالْشَّمَآئِلِ سُجَّدًا لِلّهِ وَهُمْ دَاخِرُونَ ﴿۴۸﴾ | ايا دوى د الله كوم پيدا كړى څيز ليدلى نه دى، چې (څنګه) يې سيورى له ښي او كيڼ (لوريو) ګرځي او الله ته په عاجزۍ پر سجده پرېوځي؟! (۴۸) | |
وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَالْمَلآئِكَةُ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۴۹﴾ | (نه يوازې سيوري؛ بلكې) په اسمانونو او ځمكه كې چې څه خوځنده دي او همداراز پرښتې، الله ته سجده كوي او سرغړنه نه کوي. (۴۹) | |
يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ﴿۵۰﴾ | (او) دوى له ځانه بر د خپل پالونكي (له مخالفته) وېرېږي او څه چې حکم ورته كېږي، هماغسې كوي (۵۰) | |
وَقَالَ اللّهُ لاَ تَتَّخِذُواْ إِلهَيْنِ اثْنَيْنِ إِنَّمَا هُوَ إِلهٌ وَاحِدٌ فَإيَّايَ فَارْهَبُونِ ﴿۵۱﴾ | او الله وویل: (( (ځان ته) دوه معبودان مه نيسئ؛ ځکه (ستاسې) معبود خو هماغه ايکي يو دى؛ نو يوازې زما (له مخالفته) ووېرېږئ!)) (۵۱) | |
وَلَهُ مَا فِي الْسَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَهُ الدِّينُ وَاصِبًا أَفَغَيْرَ اللّهِ تَتَّقُونَ ﴿۵۲﴾ | او څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، د هماغه دي او ابدي دين (غاړه ایښوونه او عبادت) سوچه هماغه ته دی؛ نو ايا بې له الله له چا وېرېږئ؟! (۵۲) | |
وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللّهِ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ ﴿۵۳﴾ | او تاسې هر نعمت چې لرئ، د الله له لوري دى، بيا چې څه کړاو در و رسي؛ نو يوازې هغه ته زارۍ کوئ. (۵۳) | |
ثُمَّ إِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنكُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنكُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ ﴿۵۴﴾ | (خو) همدا چې (الله) سختي او رنځ درنه لرې كړي، ناڅاپه يوه ډله مو له خپل پالونكي سره سيالان نيسي (او د کړاو په لرې کولو کې نور عوامل او وګړي اغېزمن بولي)! (۵۴) | |
لِيَكْفُرُواْ بِمَا آتَيْنَاهُمْ فَتَمَتَّعُواْ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۵۵﴾ | (پرېږده) چې دوی زموږ د وركړيو نعمتونو ناشكري وكړي!؛ نو (اوس دې څو ورځې له دنيوي ژونده) خوند واخلي؛ خو ژر به (د خپلو كړنو پر پايلو) پوه شئ! (۵۵) | |
وَيَجْعَلُونَ لِمَا لاَ يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِّمَّا رَزَقْنَاهُمْ تَاللّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَفْتَرُونَ ﴿۵۶﴾ | او دوى زموږ له وركړې روزۍ، بېشعورانو (بوتانو) ته څه برخه وربېلوي؛ پر الله قسم! چې له تاسې به هرومرو (په قيامت كې) ددې دروغ جوړونې پوښتنه وشي (۵۶) | |
وَيَجْعَلُونَ لِلّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ وَلَهُم مَّا يَشْتَهُونَ ﴿۵۷﴾ | او مشرکان (په خپل ګومان) الله ته لوڼې انګېري- چې ده ته (له دې عېبه) پاکي ده – او خپل ځان ته یې چې څه خوښ وي پرې قایلېږي. (۵۷) | |
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۵۸﴾ | او چې كله د دوی يوه تن ته د لور (د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې (له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!). (۵۸) | |
يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ ﴿۵۹﴾ | هغه بد خبر چې ورکړ شوى، له خپل قوم او ټبره پټېږي (او نه پوهېږي) چې له شرم سره سره يې وساتي او كه په خاورو كې يې (ژوندۍ) ښخه كړي؟ پوه شئ، چې د دوی انګېرنه او چلن ناوړه دى! ! (۵۹) | |
لِلَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ وَلِلّهِ الْمَثَلُ الأَعْلَىَ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۶۰﴾ | او پر آخرت ناباوري، ناوړه بېلګه ده او اوچته بېلګه یوازې ((الله)) دی او هغه ناماتی حکیم دی. (۶۰) | |
وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍ وَلَكِن يُؤَخِّرُهُمْ إلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَاء أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ ﴿۶۱﴾ | او كه الله خلك د دوی په ظلمونو نيولاى؛ نو د ځمكې پر مخ به هېڅ خځنده نه و پاتې؛ خو (سزا) يې تر يوې ټاكلې مودې ځنډوي؛ نو چې وخت يې پوره شي، يو ساعت هم روسته وړاندې كېداى نشي. (۶۱) | |
وَيَجْعَلُونَ لِلّهِ مَا يَكْرَهُونَ وَتَصِفُ أَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ أَنَّ لَهُمُ الْحُسْنَى لاَ جَرَمَ أَنَّ لَهُمُ الْنَّارَ وَأَنَّهُم مُّفْرَطُونَ ﴿۶۲﴾ | او (د مشرکانو) چې کوم څه نه خوښېږي [= لوڼې] الله ته پرې قايلېږي او ژبې يې په دروغو وايي، چې نېکي (جنت، ښه ژوند یا ښه بدله) همدوی ته ورپر برخه ده! په رښتیا دوی ته (د دوزخ) اور دى او بېشکه دوى (د دوزخ په لار کې) مخكښان دي. (۶۲) | |
تَاللّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۶۳﴾ | پر الله قسم، چې په یقین موږ تر تا مخكې امتونو ته هم (استازي) لېږلي دي (؛ خو) شيطان د دوی ناوړه كړه ورښايسته كړل او نن يې شیطان پالندوى دى او دوی ته درد ناك عذاب دى.! (۶۳) | |
وَمَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلاَّ لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُواْ فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۶۴﴾ | او موږ دا کتاب (= قرآن) پر تا ددې لپاره نازل كړى، چې د هغه څه (حقیقت) ورڅرګند كړې، چې دوی پکې اړپېج کړی او ایمانوالو ته لارښود او رحمت وي. (۶۴) | |
وَاللّهُ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ ﴿۶۵﴾ | او الله له اسمانه اوبه ورولي، چې په دې یې ځمکه تر خپلې مړاوېدو روسته بیا ژوندۍ كړه، البته په دې (ورښت او ټوکېدنې) كې اورېدوونكيو خلكو ته یوه نښه ده. (۶۵) | |
وَإِنَّ لَكُمْ فِي الأَنْعَامِ لَعِبْرَةً نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهِ مِن بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَّبَنًا خَالِصًا سَآئِغًا لِلشَّارِبِينَ ﴿۶۶﴾ | او البته تاسې ته د څارویو په پیدایښت کې هرومرو یو عبرت دی: د دوی له نسه؛ د هضم شویو خوړو (غوشیانو) او وینې له منځه، سوچه او خوندورې پۍ درباندې څښوو. (۶۶) | |
وَمِن ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۶۷﴾ | او تاسې د كجورو او انګورو له مېوو نيشه يي څښوب (ناپاكه توکي) او پاكه روزي جوړوئ، په رښتيا په دې كې عقلمنو ته يوه نښه ده. (۶۷) | |
وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ ﴿۶۸﴾ | او ستا پالونكي د شاتو مچۍ ته په زړه کې (غریزه) غورځولې ده: ((په غرونو، ونو او پر څپرو خېژول شويو بوټو كې ځالې جوړې كړئ؛ (۶۸) | |
ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۶۹﴾ | بيا هر ډول مېوې (او د ګلانو شيره) وخوره او كومې لارې، چې ستا پالونكي درټاكلي، په اسانۍ ووهه.)) د دوی له ګېډو په بېلابېلو رنګونو كې شات راوځي، چې خلكو ته شفا ده، په رښتيا په دې كې انديالو ته يوه نښه ده! (۶۹) | |
وَاللّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لاَ يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ ﴿۷۰﴾ | او تاسې الله پيدا كړئ، بيا مو مړه كوي او له تاسې ځينې ډېر خوار عمر (بوډاتوب) ته وررسوي، چې پر هر څه تر پوهېدو روسته بېرته پر هېڅ و نه پوهېږي (او ټول څيزونه هېر كړي) په رښتيا الله پوه وسمن دى. (۷۰) | |
وَاللّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الْرِّزْقِ فَمَا الَّذِينَ فُضِّلُواْ بِرَآدِّي رِزْقِهِمْ عَلَى مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَاء أَفَبِنِعْمَةِ اللّهِ يَجْحَدُونَ ﴿۷۱﴾ | او الله ستاسې [د ازمېښت لپاره] د ځينو روزي پر ځينو نورو ورزياته كړې ده (؛ ځكه وړتیاوې او هڅې مو توپير لري)؛ خو د هغوى چې زياته شوې، خپله روزي خپلو مريانو [او تر لاس لاندیو] ته نه وركوي، چې ټول په روزۍ كې برابر شي، ايا د الله له پېرزوېنې نټه كوي (چې شكر يې نه باسي)؟! (۷۱) | |
وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ ﴿۷۲﴾ | او الله له همدا تاسې نه جوړې درته پیدا کړې او له مېرمنو يې زامن او لمسي دركړي او له پاكو څيزونو يې روزي دركړې ده ايا (بيا هم) پر باطلو ايمان راوړي او د الله له نعمته منكرېږي؟! (۷۲) | |
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ شَيْئًا وَلاَ يَسْتَطِيعُونَ ﴿۷۳﴾ | او د الله پرځاى داسې څيزونه لمانځي، چې له اسمانونو او ځمکې دوی ته د روزۍ ورکولو هېڅ واک نه لري او نه (په ګانده کې) دا کار کړای شی. (۷۳) | |
فَلاَ تَضْرِبُواْ لِلّهِ الأَمْثَالَ إِنَّ اللّهَ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۷۴﴾ | نو الله ته (ناروا) بېلګې مه جوړوئ؛ [ځکه] چې الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ. (۷۴) | |
ضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوكًا لاَّ يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَمَن رَّزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا هَلْ يَسْتَوُونَ الْحَمْدُ لِلّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۷۵﴾ | الله يو مثال راوړي: يو مريى دى، چې د بل چا په ملكيت كې دى او هېڅ يې له لاسه نه كېږي او بل (مؤمن) انسان دى، چې له خپل لوري مو ښه روزي وركړې ده، چې په پټه او ښكاره يې (د الله په لار کې) لګوي ايا دا دواړه برابر دي؟! (چې ستاسې په نزد وسي او ناوسي انسان سره برابر نه دي نو څنګه له کاڼي او لرګي جوړ بوتان له الله سره برابروئ) ستاېنه يوازې الله ته ده؛ خو ډېر يې نه پوهېږي. (۷۵) | |
وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لاَ يَقْدِرُ عَلَىَ شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لاَ يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۷۶﴾ | او الله (بل) مثال راوړي: دوه سړي دي، چې يو يې ګونګى دى او هېڅ كار نشي کړاى، پر خپل خاوند پېټى دى او په هر كار پسې يې چې ورلېږي، ښه يې نه ترسره كوي؛ ايا دغه (ګونګى) له هغه سړي سره برابر دى، چې پر عدالت امر كوي او پخپله پر سیده لار (هم) دى؟! (۷۶) | |
وَلِلّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا أَمْرُ السَّاعَةِ إِلاَّ كَلَمْحِ الْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۷۷﴾ | او د اسمانونو او ځمكې پر پټو يوازې الله پوهېږي او د قيامت چار د سترګو د رپ هومره (نژدې او اسانه) او يا تردې هم نژدې دی؛ ځكه الله هر څه کړاى شي. (۷۷) | |
وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۷۸﴾ | او الله تاسې د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حالت كې راوايستئ، چې په هېڅ نه پوهېدئ او غوږونه، سترګې او عقلونه یې دركړل، ښايي (د الله د نعمت) شكر وكاږئ.(۷۸) | |
أَلَمْ يَرَوْاْ إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاء مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلاَّ اللّهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۷۹﴾ | ايا د اسمان په تشیال كې اېل شوي مارغان نه ویني؟ بې له الله، دوی هېڅوك نه ساتي، په رښتيا په دې (ځواک ښوونه) كې هغوى ته نښې دي، چې ايمان راوړي. (۷۹) | |
وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّن بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُم مِّن جُلُودِ الأَنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ ﴿۸۰﴾ | او الله ستاسې كورونه درته د آرام ځايونه كړل، د څارويو له پوټكيو یې داسې كورونه (کېږدۍ) درجوړې كړې، چې د لېږد او مېشتېدو پر ورځ يې سپک مومئ او د دوى له وړيو، پت او وژغنو يې ګټنوړ سامان [رادبره کړ]، چې د ژوند تر يوه ټاكلي وخته ستاسې پکارېږي. (۸۰) | |
وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلاَلًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْجِبَالِ أَكْنَانًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِيلَ تَقِيكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِيلَ تَقِيكُم بَأْسَكُمْ كَذَلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ ﴿۸۱﴾ | او (همداراز) الله له خپلو پنځول شویو ستاسې د ګټې لپاره سيوري چمتو او په غرونو كې يې درته پټنځايونه (سمڅې او غارونه) جوړ كړل او داسې جامې يې در پر برخه کړې، چې له ګرمۍ (او يخنۍ) مو ساتي او داسې اغوستن [= زغرې] هم، چې په جګړو كې مو ساتندوى دي؛ الله همداسې خپل نعمتونه درباندې پوره کوي، ښايي (حکم ته يې) غاړه كېږدئ. (۸۱) | |
فَإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ ﴿۸۲﴾ | نو (پېغمبره! له دې ټولو سره) كه بيا هم مخ واړوي (مه اندېښمنېږه) چې پر تا يوازې د ښكاره پېغام رسونې ژمنه ده.(۸۲) | |
يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ اللّهِ ثُمَّ يُنكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۳﴾ | (دوى) د الله نعمت پېژني (خو) بيا ترې منكرېږي او ډېر يې كافر او ناشکره دي. (۸۳) | |
وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لاَ يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ وَلاَ هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿۸۴﴾ | او (درياد كړه) چې كله موږ له هر امته يو شاهد راپاڅو. بيا كافرانو ته (د خبرې كولو) اجازه نه وركول كېږي؛ (بلكې لاسونه، پښې، غوږونه، سترګې، ان د بدن پوټكي يې پرې ګواهي لي) او نه به د عفوې غوښتو اجازه ولري. (۸۴) | |
وَإِذَا رَأى الَّذِينَ ظَلَمُواْ الْعَذَابَ فَلاَ يُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلاَ هُمْ يُنظَرُونَ ﴿۸۵﴾ | او چې كله ظالمان عذاب ویني؛ نو نه یې عذاب سپکېږي او نه مهلت وركول كېږي. (۸۵) | |
وَإِذَا رَأى الَّذِينَ أَشْرَكُواْ شُرَكَاءهُمْ قَالُواْ رَبَّنَا هَؤُلاء شُرَكَآؤُنَا الَّذِينَ كُنَّا نَدْعُوْ مِن دُونِكَ فَألْقَوْا إِلَيْهِمُ الْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۸۶﴾ | او چې كله مشركان خپل شريكان وويني؛ نو وايي: ((پالونكيه! دوى هغه شريكان دي، چې ستا پر ځاى مو لمانځل.)) معبودان ورته وايي: ((تاسې دروغجن ياست (خپلې ځاني غوښتنې مو لمانځلې).)) (۸۶) | |
وَأَلْقَوْاْ إِلَى اللّهِ يَوْمَئِذٍ السَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَفْتَرُونَ ﴿۸۷﴾ | او پر هغه ورځ ټول الله ته غاړه ږدي او څه یې چې په دروغو جوړول، ترې ورک او تری تمېږي. (۸۷) | |
الَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ زِدْنَاهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُواْ يُفْسِدُونَ ﴿۸۸﴾ | د الله د لارې د مخنیوونکیو کافرانو؛ د دوی د فساد او فتنې په بدله کې عذاب پر عذاب ورزیاتوو. (۸۸) | |
وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَؤُلاء وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ ﴿۸۹﴾ | او (درياد كړه) پر هغه ورځ، چې موږ په هر امت كې له خپلو یې يو شاهد راپاڅوو او تا هم پر همدې امت ګواه راولو او موږ دا كتاب پر تا نازل كړى، چې (د دین له کلیاتو) د هر څيز څرګندوى او مسلمانانو ته لارښود، لورنه او زېرى دى. (۸۹) | |
إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۹۰﴾ | په رښتینه كې الله د عدل، ښېګڼې او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو، بدۍ او زورزیاتي منع كوي، هغه تاسې ته نصحيت كوي، چې پند واخلئ.(۹۰) | |
وَأَوْفُواْ بِعَهْدِ اللّهِ إِذَا عَاهَدتُّمْ وَلاَ تَنقُضُواْ الأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا إِنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ ﴿۹۱﴾ | او چې كله تاسې له الله سره ژمنه وكړئ (؛ نو) پوره يې كړئ، خپلې لوړې تر پخلي روسته مه ماتوئ، سره له دې چې الله مو پر خپلو (قسمونو) ضامن (او ګواه) نيولى دى؛ بېشکه الله ستاسې له کړنو خبر دی. (۹۱) | |
وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِن بَعْدِ قُوَّةٍ أَنكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ أَن تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللّهُ بِهِ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۹۲﴾ | او (په بې لوزۍ کې) د هغې (ښځې) په څېر مه شئ، چې خپل ټينګ ورېشلي تارونه بېرته اومړي او تار تار كړي! حال دا خپل قسمونه په خپلو كې د ټګۍ او غولونې لپاره كاروئ، له دې لامله، چې د يوې ډلې شمېر تر بلې ډېر دى (او د دښمن ډېروالى له پېغمبر سره د بيعت ماتونې پلمه ګڼئ) الله تاسې يوازې ددې (ژمنې پر وفا) ازمېيي او په څه كې چې مو اختلاف كاوه، الله به یې د قيامت پر ورځ هرومرو درڅرګند كړي. (۹۲) | |
وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلكِن يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۹۳﴾ | او كه الله غوښتاى (؛ نو) تاسې ټول يې يو امت كولئ؛ (او ټول يې په زور ايمان راوړو ته اړ ايستئ؛ خو د زور ايمان ګټه نه لري)؛ خو چې چا ته يې خوښه وي (او وړ يې وبولي) بېلارې كوي يې او چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي (يوې ډلې ته يې د سمې لارښوونې توفيق ورپر برخه كړى او له بلې يې اخستى دى) او تاسې به هرومرو د خپلو کړنو په اړه وپوښتل شئ . (۹۳) | |
وَلاَ تَتَّخِذُواْ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُواْ الْسُّوءَ بِمَا صَدَدتُّمْ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۹۴﴾ | او خپل قسمونه يو د بل د غولونې او خيانت لپاره مه كاروئ، هسې نه (پر ايمان) تر ټينګېدو روسته كوم قدم وښويېږئ او د الله د لارې د مخنیوي په سبب بدې (اغېزې يې) وڅکئ! او پر ستر عذاب اخته شئ! (۹۴) | |
وَلاَ تَشْتَرُواْ بِعَهْدِ اللّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا إِنَّمَا عِندَ اللّهِ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۹۵﴾ | او الهي تړون په ناڅيزه بيه مه پلورئ (او هره بيه یې په بدل کې ناڅيزه ده؛ ځكه) که پوه شئ څه چې له الله سره دي، درته غوره دي. (۹۵) | |
مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ اللّهِ بَاقٍ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۹۶﴾ | څه چې له تاسې سره دي، ورکېدوني دي؛ خو څه چې له الله سره دې پاتېدوني دي او هرومرو صابرانو ته به د دوی د غوره کړنو له مخې بدله ورکړو. (۹۶) | |
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۹۷﴾ | هر نارينه او يا ښځمنه، چې ښه كار وكړي (؛ نو) كه ايمان يې راوړى وي؛ نو بېشکه پاکیزه ژوندون به وركړو او هرومرو به دوی ته د خپلو غوره کړنو له مخې بدله ورکړو .(۹۷) | |
فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ ﴿۹۸﴾ | نو چې كله قرآن لولې؛ نو الله ته د رټل شوي شيطان (له شره) پناه يوسه! (۹۸) | |
إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۹۹﴾ | ځكه شیطان پر مؤمنانو او بروسګرو لاسبری نه وي. (۹۹) | |
إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُم بِهِ مُشْرِكُونَ ﴿۱۰۰﴾ | د شیطان زور يوازې پر هغوی رسي، چې همدا يې پالندوى وي او هغوى چې له الله سره (د شیطان په لمسونه) شرك كوي (او د الله د حکم پر ځاى د شيطان حکم ته غاړه ږدي.) (۱۰۰) | |
وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَّكَانَ آيَةٍ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُواْ إِنَّمَا أَنتَ مُفْتَرٍ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۱﴾ | او چې كله موږ د يوه آيت (حکم) پر ځاى بل آيت راوړو [= يو حكم نسخ کړو] – او الله ښه پوهېږي، چې څه (حكم) نازل كړي – (مشرکان) وايي: ((ته دروغجن يې (او دا آیت دې پخپله جوړ كړى)!)) [خو داسې نه ده] بلکې د دوی ډېر (پرحقيقت) نه پوهېږي(، چې د قانون بدلون د هوس، پښېمانۍ، کمزورۍ او ځلبندۍ له پاره نه؛ بلکې د مصلحت له مخې دی). (۱۰۱) | |
قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُواْ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ ﴿۱۰۲﴾ | ووايه : ((دا خو روح القدس (= سپېڅلي روح، جبرائيل) ستاسې د پالونكي له لوري په رښتيا نازل كړى، چې مؤمنان (د قرآن پر حقانيت) ټينګ كړي او مسلمانانو ته (د ژوند په چارو كې) لارښود او (د بري او نېكمرغۍ) زېرى وركړي.)) (۱۰۲) | |
وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِّسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُّبِينٌ ﴿۱۰۳﴾ | او په يقين موږ پوهېږو، چې دوى وايي: ((دا آيتونه كوم انسان ورښيي.)) (نه داسې نه ده؛ ځكه) د چا ژبه چې دوى اشاره ورته كوي، [گونگه او] پردۍ ده؛ خو دا (قرآن په) روښانه عربي ژبه دى. (۱۰۳) | |
إِنَّ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللّهِ لاَ يَهْدِيهِمُ اللّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۰۴﴾ | په رښتینه كې څوك چې پر الهى آيتونو ايمان نه راوړي (؛ نو) الله سمه لار نه ورښيي او ورته دردناك عذاب دى. (۱۰۴) | |
إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَأُوْلئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ ﴿۱۰۵﴾ | يوازې هغوى دروغ جوړوي، چې د الله پر آيتونو ايمان نه لري (هو!) همدا دوى واقعي دروغجن دي. (نه هغه پېغمبر، چې په ټول وجود پر الله ایمان لري) (۱۰۵) | |
مَن كَفَرَ بِاللّهِ مِن بَعْدِ إيمَانِهِ إِلاَّ مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِيمَانِ وَلَكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۰۶﴾ | څوك چې تر ايمان راوړو روسته پر الله كافر شي (سزا یې دوزخ دی)؛ خو كه څوك اړ ايستل شوى وي او زړه يې پر ايمان ډاډه وي (بيا خو خير دى)؛ خو چاچې (په خوښه خپله) سينه كفر ته پرانسته (نو) پر دوى د الله غضب دى او ستر عذاب ورته څارو دى. (۱۰۶) | |
ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اسْتَحَبُّواْ الْحَيَاةَ الْدُّنْيَا عَلَى الآخِرَةِ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿۱۰۷﴾ | دا ځكه چې دوى دنيوي ژوند پر اخروي ژوند غوره وګاڼه او الله (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نه ورښيي. (۱۰۷) | |
أُولَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ﴿۱۰۸﴾ | دا هغه كسان دي (چې د ډېرې ګناه له لامله) الله د دوی پر زړونو، غوږونو او سترګو ټاپه وهلې (؛ نو د همدې دليل له مخې نه پوهېږي) او همدا دوى واقعي ناخبره دي. (۱۰۸) | |
لاَ جَرَمَ أَنَّهُمْ فِي الآخِرَةِ هُمُ الْخَاسِرونَ ﴿۱۰۹﴾ | شک نشته، چې په آخرت كې يوازې همدوى تاوانیان دي. (۱۰۹) | |
ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُواْ مِن بَعْدِ مَا فُتِنُواْ ثُمَّ جَاهَدُواْ وَصَبَرُواْ إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۱۰﴾ | بیا په رښتیا ستا پالونکی د هغو کسانو په اړه، چې په ازمېینو کې تر اچول کېدو روسته یې هجرت وکړ، بیا یې جهاد او (د الله په لار کې) زغم وکړ؛ بېشکه ستا پالونکی د دې چارو له کولو روسته ډېر لوراند بښاند دی (او دوی په خپله لورنه کې رانغاړي). (۱۱۰) | |
يَوْمَ تَأْتِي كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَن نَّفْسِهَا وَتُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ﴿۱۱۱﴾ | (درياد كړه) هغه ورځ به راشي، چې هر څوك به (د ځان ژغورلو په اندېښنه كې وي او يوازې) له ځانه دفاع به كوي او هر چا ته به د خپلو كړنو پوره بدله وركړه شي او ظلم به پرې ونشي.(۱۱۱) | |
وَضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللّهِ فَأَذَاقَهَا اللّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ ﴿۱۱۲﴾ | او الله (هغوى ته چې د نعمت ناشكري يې كړې ده) بېلګه راوړې ده: يوه د امن او ارام اباده سيمه وه (چې) له هر لوري پرېمانه روزي وررسېده؛ خو د الله د نعمتونو ناشكري يې وكړه او الله (هم) د دوی د كړنو په بدله کې د لوږې او وېرې د جامې خوند وروڅاکه. (۱۱۲) | |
وَلَقَدْ جَاءهُمْ رَسُولٌ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَهُمْ ظَالِمُونَ ﴿۱۱۳﴾ | او په رښتيا دوی ته د دوی له منځه، يو استازى ورغى؛ نو دروغجن يې وګاڼه؛ نو دوی د ظلم په حال کې الهي عذاب راونغاړل. (۱۱۳) | |
فَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّهُ حَلالًا طَيِّبًا وَاشْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿۱۱۴﴾ | نو الله چې كومه حلاله (او) پاكه روزي دركړې ده، و يې خورئ او كه يوازې “الله” لمانځئ؛ نو پر نعمتونو يې شكر وكړئ. (۱۱۴) | |
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالْدَّمَ وَلَحْمَ الْخَنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۱۵﴾ | [پوه شئ چې الله] پر تاسې يوازې مړزګه، وينه، د سرکوزي غوښه او هغه څه حرام كړي، چې بې د الله له نامه يې د بل چا په نامه سر غوڅ شوى وي؛ نو که څوک یې له مجبورۍ وخوري او له بريده تېرى او زياتى و نه كړي (؛ نو الله يې بښې؛ ځكه) چې الله لورین بښونكى دى. (۱۱۵) | |
وَلاَ تَقُولُواْ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلاَلٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُواْ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ لاَ يُفْلِحُونَ ﴿۱۱۶﴾ | په خپلو خولو د بې بنسټه خبرو له کولو ډډه وکړئ، چې دا حلال دي او دا حرام؛ هسې نه پر الله دروغ وتړئ؛ ځکه پر الله دروغ جوړوونکي برى نه مومي. (۱۱۶) | |
مَتَاعٌ قَلِيلٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۱۷﴾ | (له دې دنيا يې) څه لږه ګټنه ده او دردناك عذاب ورته څارو دى. (۱۱۷) | |
وَعَلَى الَّذِينَ هَادُواْ حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۱۱۸﴾ | او كوم څيزونه، چې تردې مخكې موږ تا ته وویل، پر يهودو مو حرام كړي ول او (موږ) پرې ظلم نه دى كړى؛ خو پخپله يې پرخپلو ځانونو ظلم کاوه. (۱۱۸) | |
ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُواْ السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُواْ مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُواْ إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۱۹﴾ | بيا په رښتینه کې ستا پالونکى له هغو سره (مرستندوى دى) چې په ناپوهۍ کې بد چار وکړي، بيا توبه ترې وباسي او ځانونه سم کړي؛ البته ستا پالونکى تردې (چارو) روسته هرومرو ډېر لورین بښونکى دى. (۱۱۹) | |
إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۲۰﴾ | په رښتيا ابراهيم (په يوازې سر) د الله د حکم اطاعتمن امت و، چې هېڅ ډول كږلېچ يې نه درلود او له مشركانو ځنې نه و؛ (۱۲۰) | |
شَاكِرًا لِّأَنْعُمِهِ اجْتَبَاهُ وَهَدَاهُ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۱۲۱﴾ | د هغه (الله) د نعمتونو منندوى و؛ (الله) هغه غوره كړ او سیده لار يې وروښووه؛ (۱۲۱) | |
وَآتَيْنَاهُ فِي الْدُّنْيَا حَسَنَةً وَإِنَّهُ فِي الآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۲۲﴾ | او په دنيا كې مو ښېګڼه وركړه او بېشکه په آخرت كې هم له نېكانو دى. (۱۲۲) | |
ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۲۳﴾ | بيا موږ تا ته وحې وكړه: ((د ابراهيم د حقپال دين لاروي وكړه، – چې سوچه ايمان يې درلود -او له مشركانو ځنې نه و.)) (۱۲۳) | |
إِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَى الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۱۲۴﴾ | په یقین (يهودو ته) د شنبې ورځې (بنديزونه) يوازې يوه سزا وه، چې دوی پكې اختلاف وكړ او بېشکه ستا پالونكى به د قيامت پر ورځ، ترمنځ یې په هغه څه كې پرېكړه وكړي، چې دوی پکې اړپېچ کاوه. (۱۲۴) | |
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۱۲۵﴾ | (پېغمبره! خلک) د خپل پالونكي لوري ته په حكمت (او مضبوطو او منطقي خبرو اترو) او غوره نصيحت وبله او (له مخالفانو سره) په غوره چلن استدلال او ویینه وكړه، بېشکه ستا پالونكى (تر هر چا) ډېر ښه خبر دی، چې څوك یې له لارې اوښتی او (همداراز) ښیون شوي (هم) ښه پېژني. (۱۲۵) | |
وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُواْ بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِّلصَّابِرينَ ﴿۱۲۶﴾ | او كه تاسې غچ اخلئ؛ نو هومره يې واخلئ، چې څومره تېرى درباندې شوى وي؛ خو كه زغم وكړئ (نو) بېشکه دا خو زغمناکو ته ډېره ښه ده. (۱۲۶) | |
وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلاَّ بِاللّهِ وَلاَ تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلاَ تَكُ فِي ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ ﴿۱۲۷﴾ | او زغم وكړه او ستا زغم يوازې د الله په توفيق دی او د دوی پر (بې ایمانۍ) مه خپه كېږه او چلوټو ته یې زړه مه تنګوه. (۱۲۷) | |
إِنَّ اللّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَواْ وَّالَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ ﴿۱۲۸﴾ | ځکه الله له پرهېزګارانو او نېكانو سره دى. (۱۲۸) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پشتو ترجمه قران کریم
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- په پښتو ژبه د قران کریم ترجمه او تفسیر
- د قرآن پښتو ژباړه
- د قرآن کریم پښتو ژباړه
- د قرآن کریم ترجمه او تفسیر په پښتو کې
- د قرآن کریم ترجمه په پښتو کې
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پشتو ترجمه
- قران کریم پښتو ترجمه - قرآن کریم پښتو ژباړه - قرآن کریم پښتو ترجمه - سوره الاحزاب - پښتو ترجمه - اندیال
- قران کریم پښتو ژباړه
- قران کریم ترجمه او تفسیر په پښتو
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.