بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الرَّحْمَنُ ﴿۱﴾ لوراند (الله)، (۱) عَلَّمَ الْقُرْآنَ ﴿۲﴾ قرآن ښوولى، [هغه سپیڅلي ذات پېغمبر ته د قرآن [ د الهي کتاب متن] لوستل ورزده کړل] ، (۲) خَلَقَ الْإِنسَانَ ﴿۳﴾ هغه انسان وپنځاوه، (۳) عَلَّمَهُ الْبَيَانَ ﴿۴﴾ غږېدل يې ورښوولي . (۴) الشَّمْسُ […]
| بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين الله په نامه | |
| الرَّحْمَنُ ﴿۱﴾ | لوراند (الله)، (۱) | |
| عَلَّمَ الْقُرْآنَ ﴿۲﴾ | قرآن ښوولى، [هغه سپیڅلي ذات پېغمبر ته د قرآن [ د الهي کتاب متن] لوستل ورزده کړل] ، (۲) | |
| خَلَقَ الْإِنسَانَ ﴿۳﴾ | هغه انسان وپنځاوه، (۳) | |
| عَلَّمَهُ الْبَيَانَ ﴿۴﴾ | غږېدل يې ورښوولي . (۴) | |
| الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ﴿۵﴾ | لمر و سپوږمۍ په [ټاکلي] حساب [ګرځي]، (۵) | |
| وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ ﴿۶﴾ | او بوټى او ونه (په تکویني ډول) سجده (ورته) كوي (۶) | |
| وَالسَّمَاء رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ ﴿۷﴾ | او اسمان يې اوچت كړ او تله (او قانون) يې كېښود، (۷) | |
| أَلَّا تَطْغَوْا فِي الْمِيزَانِ ﴿۸﴾ | چې په تله كې تېرى (او ټګي) ونه کړئ (او د عدالت له لارې وانه وړئ). (۸) | |
| وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ ﴿۹﴾ | او په انصاف تول وكړئ او په تله كې (ډنډۍ مه وهئ او خلكو ته) زيان مه ور رسوئ. (۹) | |
| وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ ﴿۱۰﴾ | او ځمكه يې ټولو (ځمکني) مخلوقاتو (پېریانو او انسانانو) ته وپنځوله، (۱۰) | |
| فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الْأَكْمَامِ ﴿۱۱﴾ | چې پكې مېوې او وږيزې ډكې د کجورو ونې دي، (۱۱) | |
| وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّيْحَانُ ﴿۱۲﴾ | او دانې، چې ډنډركي او پاڼې لري (، چې واښه او بوس ترې جوړېږي) او خوږبويه بوټي. (۱۲) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۳﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۱۳) | |
| خَلَقَ الْإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ﴿۱۴﴾ | انسان يې د كودړې په څېر له کړنګېدونې وچې ورستې شوې خټې پيدا كړ، (۱۴) | |
| وَخَلَقَ الْجَانَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّارٍ ﴿۱۵﴾ | او پېرى يې د اور له (رنګارنګه بې لوګي) لمبې پيدا كړ (۱۵) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۶﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۱۶) | |
| رَبُّ الْمَشْرِقَيْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَيْنِ ﴿۱۷﴾ | د دوو (دوبني او ژمني) ختیځونو پالونکی او د دوو لويديځونو پالونکى. (۱۷) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۸﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۱۸) |
|
| مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ ﴿۱۹﴾ | دوه بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي، چې سره نښتي دي، ، (۱۹) |
|
| بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ ﴿۲۰﴾ | (او) ترمنځ يې پرده ده، چې يو پر بل نه ورګډېږي.(۲۰) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۱﴾ | نو تاسې دواړو د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۲۱) | |
| يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ﴿۲۲﴾ | له دې دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راووځي؛ (۲۲) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۳﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۲۳) |
|
| وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنشَآتُ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ ﴿۲۴﴾ | او په سمندر کې د غرونو په څېر روانې بېړۍ، يوازې د ده دي؛(۲۴) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۵﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۲۵) |
|
| كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ ﴿۲۶﴾ | پر (ځمكه) چې هر څه دي،ټول له منځه تلوني دي،(۲۶) | |
| وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ ﴿۲۷﴾ | او يوازې ستا د پالونكي ذات پاتېږي، چې ستر برمیال او عزتمن دى . (۲۷) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۸﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۲۸) |
|
| يَسْأَلُهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ ﴿۲۹﴾ | په اسمانونو او ځمكه كې، چې هر څه دي (د خپلو اړتیاوو پوره کېدل) ترې غواړي (او) دی هر وخت په يوه كار(او حال) كې دى .(۲۹) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۰﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۳۰) |
|
| سَنَفْرُغُ لَكُمْ أَيُّهَا الثَّقَلَانِ ﴿۳۱﴾ | اى دوو درنو (= پېريانو او انسانانو)! ژر به ستاسې (حساب) ته در وزګار شو؛ (۳۱) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۲﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۳۲) |
|
| يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانفُذُوا لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ ﴿۳۳﴾ | د پېريانو او انسانانو ډلې! كه كړاى شئ، د اسمانونو او ځمكې له پولو تېر شئ؛ نو تېر شئ، تېر به نشئ؛ خو په (پوره) ځواک. (۳۳) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۴﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۳۴) |
|
| يُرْسَلُ عَلَيْكُمَا شُوَاظٌ مِّن نَّارٍ وَنُحَاسٌ فَلَا تَنتَصِرَانِ ﴿۳۵﴾ | پر تاسې دواړو به د اور سوچه لمبې او ويلي (توکي) درخوشې شي، چې ځان به بچولای نشئ (۳۵) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۶﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۳۶) |
|
| فَإِذَا انشَقَّتِ السَّمَاء فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ﴿۳۷﴾ | نو چې کله اسمان وچوي او د ويلي شويو غوړيو په څېر تک سور (روان) شي (هېبتناكې پېښې پېښېږي، چې د زغملو وس به يې نه لرئ)؛ (۳۷) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۸﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۳۸) |
|
| فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُسْأَلُ عَن ذَنبِهِ إِنسٌ وَلَا جَانٌّ ﴿۳۹﴾ | نو پر هغه ورځ له هېڅ انسان او پېري د ګناه پوښتنه يې نه كېږي (او هر څه څرګند دي) (۳۹) |
|
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۰﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۴۰) |
|
| يُعْرَفُ الْمُجْرِمُونَ بِسِيمَاهُمْ فَيُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِي وَالْأَقْدَامِ ﴿۴۱﴾ | مجرمان له خپلو څېرو پېژندل كېږي؛ نو د وچولي له وېښتو او پښو رانيول كېږي (او دوزخ ته يې ورغورځوي)؛(۴۱) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۲﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۴۲) | |
| هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي يُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُونَ ﴿۴۳﴾ | دا هماغه دوزخ دى، چې مجرمانو به دروغ ګاڼه . (۴۳) | |
| يَطُوفُونَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ حَمِيمٍ آنٍ ﴿۴۴﴾ | (چې نن) د اور او خوټېدلو اوبو ترمنځ تاوېږي راتاوېږي . (۴۴) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۵﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۴۵) |
|
| وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ ﴿۴۶﴾ | او هغه ته دوه (جنتي) باغونه دي چې [ په حشر کې د حساب و کتاب لپاره] د خپل پالونكي په حضور کې له درېدو ووېرېږي؛ (۴۶) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۷﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۴۷) |
|
| ذَوَاتَا أَفْنَانٍ ﴿۴۸﴾ | چې (دواړه باغونه د مېوو راز راز ونې او) ښېرازې څانګې لري؛ (۴۸) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۹﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۴۹) |
|
| فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ ﴿۵۰﴾ | په دواړو (باغونو) كې دوه چينې بهېږي .(۵۰) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۱﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۵۱) | |
| فِيهِمَا مِن كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجَانِ ﴿۵۲﴾ | په دواړو (باغونو) كې د هرې مېوې دوه ډوله دي (چې يوه به يې تر بلې غوره وي)؛ (۵۲) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۳﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۵۳) |
|
| مُتَّكِئِينَ عَلَى فُرُشٍ بَطَائِنُهَا مِنْ إِسْتَبْرَقٍ وَجَنَى الْجَنَّتَيْنِ دَانٍ ﴿۵۴﴾ | پر (داسې) فرشونو به يې ډډه وهلي وي، چې استرونه به يې د پرېړو ورېښمو وي او د دواړو باغونو (څانګې) به (د پخو) مېوو له زوره ښکته راکږې شوې (او پرېکول به يې په واك كې) وي؛ (۵۴) |
|
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۵﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دورغ ګڼئ؟! (۵۵) | |
| فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ ﴿۵۶﴾ | په هغو جنتي باغونو كې د حياناکو سترګو خاوندانې ښځې وي، چې تر دغو جنتيانو مخكې به هېڅ انسان يا پېري لاس نه وي وروړى؛ (۵۶) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۷﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۵۷) | |
| كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ ﴿۵۸﴾ | ته وا دوى؛ لکه چې ياقوت او مرجان وي (۵۸) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۹﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۵۹) | |
| هَلْ جَزَاء الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ ﴿۶۰﴾ | ايا د نېكۍ بدله بې له نېكۍ بل څه كېداى شي؟!(۶۰) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۱﴾ | نو تاسې(ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۶۱) | |
| وَمِن دُونِهِمَا جَنَّتَانِ ﴿۶۲﴾ | او تر دې دوو (باغونو) لاندې (نور) دوه باغونه (هم) شته (۶۲) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۳﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۶۳) |
|
| مُدْهَامَّتَانِ ﴿۶۴﴾ | چې (دواړه) له (ډېر) شینوالي تور بخن ښکاري؛ (۶۴) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۵﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۶۵) | |
| فِيهِمَا عَيْنَانِ نَضَّاخَتَانِ ﴿۶۶﴾ | په دواړو (باغونو) كې دوه خوټېدونې چينې دي؛ (۶۶) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۷﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ(۶۷) | |
| فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ ﴿۶۸﴾ | په دواړو (باغونو كې) ډول ډول مېوې، د کجورو او انارو ونې دي؛ (۶۸) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۹﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۶۹) |
|
| فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ ﴿۷۰﴾ | هلته نېك خويه (او) ښكلې پېغلې دي؛ (۷۰) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۱﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۷۱) | |
| حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ ﴿۷۲﴾ | په (جنتي) کېږديو كې (ناستې) سترمنې حورې؛ (۷۲) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۳﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۷۳) | |
| لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ ﴿۷۴﴾ | تر دغو (جنتيانو) مخكې هېڅ انسان يا پېري لاس نه دى وروړى (او پېغلې دي)؛ (۷۴) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۵﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۷۵) |
|
| مُتَّكِئِينَ عَلَى رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِيٍّ حِسَانٍ ﴿۷۶﴾ | (جنتيان) ډډه وهونکي پر شنو بالښتونو؛ او (پر) ښکلیو قیمتي فرشونو (پښې غځولي) دي؛ (۷۶) | |
| فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۷﴾ | نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۷۷) | |
| تَبَارَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِي الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ ﴿۷۸﴾ | ستا د برمیال او عزتمن پالونکي نامه پاينده او برکتي ده. (۷۸) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پشتو ترجمه قران کریم
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- په پښتو ژبه د قران کریم ترجمه او تفسیر
- د قرآن پښتو ژباړه
- د قرآن کریم پښتو ژباړه
- د قرآن کریم ترجمه او تفسیر په پښتو کې
- د قرآن کریم ترجمه په پښتو کې
- سورت رحمن پښتو ترجمه
- سورت رحمن پښتو ژباړه
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پشتو ترجمه
- قران کریم پښتو ژباړه
- قران کریم ترجمه او تفسیر په پښتو
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.