تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الرَّحْمَنُ ﴿۱﴾ لوراند (الله)، (۱) عَلَّمَ الْقُرْآنَ ﴿۲﴾ قرآن ښوولى، [هغه سپیڅلي ذات پېغمبر ته د قرآن [ د الهي کتاب متن] لوستل ورزده کړل] ، (۲) خَلَقَ الْإِنسَانَ ﴿۳﴾ هغه انسان وپنځاوه، (۳) عَلَّمَهُ الْبَيَانَ ﴿۴﴾ غږېدل يې ورښوولي . (۴) الشَّمْسُ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الرَّحْمَنُ ﴿۱﴾ لوراند (الله)، (۱)
عَلَّمَ الْقُرْآنَ ﴿۲﴾ قرآن ښوولى، [هغه سپیڅلي ذات پېغمبر ته د قرآن [ د الهي کتاب متن] لوستل ورزده کړل] ، (۲)
خَلَقَ الْإِنسَانَ ﴿۳﴾ هغه انسان وپنځاوه، (۳)
عَلَّمَهُ الْبَيَانَ ﴿۴﴾ غږېدل يې ورښوولي . (۴)
الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ﴿۵﴾ لمر و سپوږمۍ په [ټاکلي] حساب [ګرځي]، (۵)
وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ ﴿۶﴾ او بوټى او ونه (په تکویني ډول) سجده (ورته) كوي (۶)
وَالسَّمَاء رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ ﴿۷﴾ او اسمان يې اوچت كړ او تله (او قانون) يې كېښود، (۷)
أَلَّا تَطْغَوْا فِي الْمِيزَانِ ﴿۸﴾ چې په تله كې تېرى (او ټګي) ونه کړئ (او د عدالت له لارې وانه وړئ). (۸)
وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ ﴿۹﴾ او په انصاف تول وكړئ او په تله كې (ډنډۍ مه وهئ او خلكو ته) زيان مه ور رسوئ. (۹)
وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ ﴿۱۰﴾ او ځمكه يې ټولو (ځمکني) مخلوقاتو (پېریانو او انسانانو) ته وپنځوله، (۱۰)
فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الْأَكْمَامِ ﴿۱۱﴾ چې پكې مېوې او وږيزې ډكې د کجورو ونې دي، (۱۱)
وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّيْحَانُ ﴿۱۲﴾ او دانې، چې ډنډركي او پاڼې لري (، چې واښه او بوس ترې جوړېږي) او خوږبويه بوټي. (۱۲)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۳﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۱۳)
خَلَقَ الْإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ﴿۱۴﴾ انسان يې د كودړې په څېر له کړنګېدونې وچې ورستې شوې خټې پيدا كړ، (۱۴)
وَخَلَقَ الْجَانَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّارٍ ﴿۱۵﴾ او پېرى يې د اور له (رنګارنګه بې لوګي) لمبې پيدا كړ (۱۵)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۶﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!  (۱۶)
رَبُّ الْمَشْرِقَيْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَيْنِ ﴿۱۷﴾ د دوو (دوبني او ژمني) ختیځونو پالونکی او د دوو لويديځونو پالونکى. (۱۷)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۸﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۱۸)
مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ ﴿۱۹﴾ دوه بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي، چې سره نښتي دي،
، (۱۹)
بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ ﴿۲۰﴾ (او) ترمنځ يې پرده ده، چې يو پر بل نه ورګډېږي.(۲۰)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۱﴾ نو تاسې دواړو د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۲۱)
يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ﴿۲۲﴾ له دې دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راووځي؛ (۲۲)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۳﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۲۳)
وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنشَآتُ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ ﴿۲۴﴾ او په سمندر کې د غرونو په څېر روانې بېړۍ، يوازې د ده دي؛(۲۴)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۵﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۲۵)
كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ ﴿۲۶﴾ پر (ځمكه) چې هر څه دي،ټول له منځه تلوني دي،(۲۶)
وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ ﴿۲۷﴾ او يوازې ستا د پالونكي ذات پاتېږي، چې ستر برمیال او عزتمن دى . (۲۷)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۸﴾ نو  تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۲۸)
يَسْأَلُهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ ﴿۲۹﴾ په اسمانونو او ځمكه كې، چې هر څه دي (د خپلو اړتیاوو پوره کېدل) ترې غواړي (او) دی هر وخت په يوه كار(او حال) كې دى .(۲۹)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۰﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۳۰)
سَنَفْرُغُ لَكُمْ أَيُّهَا الثَّقَلَانِ ﴿۳۱﴾ اى دوو درنو (= پېريانو او انسانانو)! ژر به ستاسې (حساب) ته در وزګار شو؛ (۳۱)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۲﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۳۲)
يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانفُذُوا لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ ﴿۳۳﴾ د پېريانو او انسانانو ډلې! كه كړاى شئ، د اسمانونو او ځمكې له پولو تېر شئ؛ نو تېر شئ، تېر به نشئ؛ خو په (پوره) ځواک. (۳۳)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۴﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۳۴)
يُرْسَلُ عَلَيْكُمَا شُوَاظٌ مِّن نَّارٍ وَنُحَاسٌ فَلَا تَنتَصِرَانِ ﴿۳۵﴾ پر تاسې دواړو به د اور سوچه لمبې او ويلي (توکي) درخوشې شي، چې ځان به بچولای نشئ (۳۵)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۶﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۳۶)
فَإِذَا انشَقَّتِ السَّمَاء فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ﴿۳۷﴾ نو چې کله اسمان وچوي او د ويلي شويو غوړيو په څېر تک سور (روان) شي (هېبتناكې پېښې پېښېږي، چې د زغملو وس به يې نه لرئ)؛ (۳۷)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۸﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۳۸)
فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُسْأَلُ عَن ذَنبِهِ إِنسٌ وَلَا جَانٌّ ﴿۳۹﴾ نو پر هغه ورځ له هېڅ انسان او پېري د ګناه پوښتنه يې نه كېږي (او هر څه څرګند دي)
(۳۹)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۰﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۴۰)
يُعْرَفُ الْمُجْرِمُونَ بِسِيمَاهُمْ فَيُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِي وَالْأَقْدَامِ ﴿۴۱﴾ مجرمان له خپلو څېرو پېژندل كېږي؛ نو د وچولي له وېښتو او پښو رانيول كېږي (او دوزخ ته يې ورغورځوي)؛(۴۱)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۲﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۴۲)
هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي يُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُونَ ﴿۴۳﴾ دا هماغه دوزخ دى، چې مجرمانو به دروغ ګاڼه . (۴۳)
يَطُوفُونَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ حَمِيمٍ آنٍ ﴿۴۴﴾ (چې نن) د اور او خوټېدلو اوبو ترمنځ تاوېږي راتاوېږي . (۴۴)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۵﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۴۵)
وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ ﴿۴۶﴾ او هغه ته دوه (جنتي) باغونه دي چې [ په حشر کې د حساب و کتاب لپاره] د خپل پالونكي په حضور کې له درېدو ووېرېږي؛ (۴۶)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۷﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۴۷)
ذَوَاتَا أَفْنَانٍ ﴿۴۸﴾ چې (دواړه باغونه د مېوو راز راز ونې او) ښېرازې څانګې لري؛ (۴۸)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۹﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۴۹)
فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ ﴿۵۰﴾ په دواړو (باغونو) كې دوه چينې بهېږي .(۵۰)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۱﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۵۱)
فِيهِمَا مِن كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجَانِ ﴿۵۲﴾ په دواړو (باغونو) كې د هرې مېوې دوه ډوله دي (چې يوه به يې تر بلې غوره وي)؛ (۵۲)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۳﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۵۳)
مُتَّكِئِينَ عَلَى فُرُشٍ بَطَائِنُهَا مِنْ إِسْتَبْرَقٍ وَجَنَى الْجَنَّتَيْنِ دَانٍ ﴿۵۴﴾ پر (داسې) فرشونو به يې ډډه وهلي وي، چې استرونه به يې د پرېړو ورېښمو وي او د دواړو باغونو (څانګې) به (د پخو) مېوو له زوره ښکته راکږې شوې (او پرېکول به يې په واك كې) وي؛
 (۵۴)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۵﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دورغ ګڼئ؟! (۵۵)
فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ ﴿۵۶﴾ په هغو جنتي باغونو كې د حياناکو سترګو خاوندانې ښځې وي، چې تر دغو جنتيانو مخكې به هېڅ انسان يا پېري لاس نه وي وروړى؛ (۵۶)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۷﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!   (۵۷)
كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ ﴿۵۸﴾ ته وا دوى؛ لکه چې ياقوت او مرجان وي  (۵۸)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۹﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۵۹)
هَلْ جَزَاء الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ ﴿۶۰﴾ ايا د نېكۍ بدله بې له نېكۍ بل څه كېداى شي؟!(۶۰)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۱﴾ نو تاسې(ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۶۱)
وَمِن دُونِهِمَا جَنَّتَانِ ﴿۶۲﴾ او تر دې دوو (باغونو) لاندې (نور) دوه باغونه (هم) شته (۶۲)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۳﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۶۳)
مُدْهَامَّتَانِ ﴿۶۴﴾ چې (دواړه) له (ډېر) شینوالي تور بخن ښکاري؛ (۶۴)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۵﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۶۵)
فِيهِمَا عَيْنَانِ نَضَّاخَتَانِ ﴿۶۶﴾ په دواړو (باغونو) كې دوه خوټېدونې چينې دي؛  (۶۶)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۷﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ(۶۷)
فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ ﴿۶۸﴾ په دواړو (باغونو كې) ډول ډول مېوې، د کجورو او انارو ونې دي؛ (۶۸)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۶۹﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۶۹)
فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ ﴿۷۰﴾ هلته نېك خويه (او) ښكلې پېغلې دي؛ (۷۰)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۱﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۷۱)
حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ ﴿۷۲﴾ په (جنتي) کېږديو كې (ناستې) سترمنې حورې؛  (۷۲)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۳﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟! (۷۳)
لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ ﴿۷۴﴾ تر دغو (جنتيانو) مخكې هېڅ انسان يا پېري لاس نه دى وروړى (او پېغلې دي)؛ (۷۴)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۵﴾ نو تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!
(۷۵)
مُتَّكِئِينَ عَلَى رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِيٍّ حِسَانٍ ﴿۷۶﴾ (جنتيان) ډډه وهونکي پر شنو بالښتونو؛ او (پر) ښکلیو قیمتي فرشونو (پښې غځولي) دي؛  (۷۶)
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۷۷﴾ نو  تاسې (ای انسانانو او پېريانو!) د خپل پالونكي له نعمتونو كوم يو دروغ ګڼئ؟!   (۷۷)
تَبَارَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِي الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ ﴿۷۸﴾ ستا د برمیال او عزتمن پالونکي نامه پاينده او برکتي ده. (۷۸)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!