تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له ګناهګارانو سره چلن  له ګناهګارانو سره د اسلام چلن د اسلام له نظره پر ټولو خلکو لازم دي، چې په زړه،خوله او قدرت د ګناه کوونکي پر وړاندې غبرګون وښيي او له بديو منع وکړي. “پر نيکيو امر او له بديو د منع” په هکله امام صادق وايي:(( ان الامر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

له ګناهګارانو سره چلن

 له ګناهګارانو سره د اسلام چلن

د اسلام له نظره پر ټولو خلکو لازم دي، چې په زړه،خوله او قدرت د ګناه کوونکي پر وړاندې غبرګون وښيي او له بديو منع وکړي. “پر نيکيو امر او له بديو د منع” په هکله امام صادق وايي:(( ان الامر بالمعروف و النهى عن المنكر سبيل الانبياء و منهاج الصلحاء فريضة عظيمة بها تقام الفرائض و تأمن المذاهب و تحل المكاسب و تردّ المظالم و تعمر الارض و ينتصف من الاعداء و يستقيم الامر[1] پر نيکيو امر او له بديو منع د پېغمبرانو او صالحانو طريقه او ستره الهي فريضه ده،چې نور فرايض هم له دې لارې کېږي ددې په رڼا کې لارې خوندي کېږي،د خلکو کاروبارحلالېږي،د خلکو حقونه پرځاى کېږي،ځمکې ابادېږي،له دښمنانو غچ اخېستل کېږي او ټول کارونه سمېږي)).

ټولنيز تاديب :

د اسلام له نظره کله ناکله له ګناهګار سره د ټولنيزتاديب له مخې چلن کېږي، چې بېلګې يې دادي :

١- د “زناکار” رټنه داده چې له پاکو خلکو سره له واده کولو بې برخې دى.

الزَّانِي لَا يَنكِحُ إلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ [2]= زناکار بې له زناکارې يا مشركې نكاح نه كوي او له زناکارې سره بې له زناکار يا مشركه (څوك) نكاح نه كوي او دا [واده] پر مؤمنانو حرام شوى دى.

٢- او “نامشروع” تورونه لګوي؛ رټنه يې داده، چې لېینه – ګواهي او شاهدي يې اعتبار نه لري او بايد پر کوړو ووهل شي.

وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ [3]= او څوك چې پر پاكلمنو ښځو (د زنا) تور لګوي، بيا (د خپلې ادعا لپاره) څلور شاهدان رانۀ ولي؛نو اتيا دورې يې ووهئ او هېڅكله يې هيڅ شاهدي مۀ منئ او همدوى پخپله بدچاري دي.

مسجدالحرام ته د مشرکانو ننوتل منع دي:

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ إِن شَاء إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ [4]= مؤمنانو! حق دا دى، چې مشركان ناولي او پليت دي؛ نو تر سږ كال وروسته بايد دوى مسجدالحرام ته ورنژدې نشي او كه ( ددې پرېكون له ا مله) له نېستۍ وېرېږئ، كه خداى وغواړي؛ نو ژر به مو له خپلې لورنې شتمن كړي (او له بلې لارې يې جبرانوي؛ ځكه) خداى پوه حكيم دى.

 ٤- پېغمبر اکرم له درې کسانو سره خبرې ونه کړې، چې په جنګ او عمومي تيارسئ کې يې ګډون نه و کړى. ټولو مسلمانانو، ښځو او ځامنو يې هم ورسره خبرې ونه کړې، تردې چې ځمکه پرې تنګه شوه؛په پاى کې يې توبه وکړه او پېغمبر اکرم د خداى په حکم، د هغوى توبه ومنله.

وَعَلَى الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُواْ حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّواْ أَن لاَّ مَلْجَأَ مِنَ اللّهِ إِلاَّ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ [5] = او(همداراز) هغه درې تنه يې هم وبښل، چې ( د تبوك په جګړه كې له ګډونه) پاتې شوي وو(او مسلمانانو ورسره خپلې اړيكې پرې كړې وې) تردې چې پراخه ځمكه پرې تنګه شوه او په ځان پورې پکو شوي وو (؛نو پدې وخت كې ) هغوى وګڼله، چې پناه ځاى يوازې د خداى د رحمت لمنه ده، بيا خداى پرې خپل رحمت ولوراوه (او توفيق يې ور پر برخه كړ) چې توبه وباسي؛ ځکه چې خداى ډېر توبه قبلوونكى (او) مهربان دى.

٥-کوم کسان چې د خداى پر آيتونو ملنډې وهي او ترې منکر هم دي ؛نو ورسره ناسته پاسته او ملګرتوب منع ده.

روايتونه او له ګناهګار سره چلن

په اسلامي روايتونو کې له ګناهګار سره د چلن په هکله ډېر مطالب راغلي، چې دادي :

حضرت على وايي : ((اَدنَى الاِنكار اَن تُلقى‏ اهل المَعاصى بوجوه مُكفَهرَة [6] بايد له ګناهکار سره په تريو تندي او غوسه چلن وشي او دا له بديو د منع ټيټه درجه ده. ))

امام صادق ،حارث بن مغيره ته وويل: (( خبر شوې چې په تاسې کې يو تن بد کار کړى او تاسې يې وينئ او زموږ د پرېشانۍ لامل هم ګرځي؛ ورشئ و يې رټئ او په ستغه وينا يې له ګناه منع کړئ. حارث وويل: که موږ داسې وکړو؛ نو زموږ به ونه مني. امام صادق وويل ورسره ناسته ولاړه مه کوئ او لرې ترې ګرځئ.[7]))

روايت دى :(( که د طاغوتانو يو کار وکړم او يا يې هم پر ټغر پښې کېږدم؛نو که له جيګ ځايه راولويږم او ټوټې ټوټې شم؛نو دا به راته غوره وي.[8]))

د امام صادق (رح) ښېراوې

“داود بن علي” د مدينې ظالم والي و. د امام صادق يو شاګرد او ملګرى “معلى بن خنيس” يې وواژه او پر مال يې خېټه ور واچوله. امام صادق له ډېرخپګانه چپنه پر ځمکه په ځان پسې راښکوده، ده ته ورغى او و يې ويل : خبر اوسه ! پرخداى قسم تا ته به ښېراوې کوم .داود په ملنډو وويل: ايا ماپخپله دعا وېروې؟امام صادق راستون شو؛ټوله شپه يې عبادت وکړ، پخپلو دعا ګانوکې يې وويل : خدايه ! چې د ځواک او سخت قوت خاوند يې! د عزت خاونده! چې ټول بندګان ستا د عزت پر وړاندې خوار او ذليل دي . دا ظالم له ما واخلې او زما غچ ترې واخلې. څو شېبې وروسته ژړا او سورې شوې او وويل شو، چې داود بن علي مړشو.[9]

د امام کاظم (رح) چلن

له ګناهګار سره بايد کله ناکله په نرمۍ چلن وشي؛ ځکه ځينې وخت يې د لارښوونې لامل ګرځي، دې داستان ته پام وکړئ : يوه تن تل امام کاظم ته سپکې سپورې او حضرت علي یې کنځه ؛يوه ورځ د امام کاظم ملګرو وويل: اجازه راکړه، چې له منځه يې يوسو.امام کاظم يې مخالفت وکړ. ددې کس پوښتنه يې وکړه، چې چېرته به وي؟ ورته وويل شو: په پلانکي پټي کې کار کوي . امام کاظم پر سپرلۍ سپور شو او پټي ته ورګډ شو،چغه يې کړه : کر مې مه تر پښو لاندې کوه!؛خو امام کاظم په پټي کې ورغى او په نرمه او خوږه ژبه يې ورسره روغ بړ وکړ او ورته يې وويل : په دې کرنه دې څومره لګښت کړى.ويې ويل : سل ديناره.امام کاظم : څومره ګټه درته کوي ؟ويې ويل : له غيبو خبر نه يم.امام کاظم : د ګټې څومره هيله لرې.ويې ويل : دوه سوه ديناره.امام ورته درې سوه ديناره ورکړل او ويې ويل : د پټي د کرنى ګټه هم ستا شوه او له خدايه چې څه هيله لرې، هغه دې هم خداى درکړي. دا کس د امام کاظم د اخلاقو تراغېز لاندې راغى او و يي ويل : ما وبښه او زما له سپين سترګيو تېرشه. امام بيرته راستون شو او جومات ته ولاړ او ويې ليدل،چې همدا تن په جومات کې ولاړ دى.امام يې چې وليد؛نو ويې ويل: خداى ښه پوهېږي چې د رسالت مقام کومې کورنۍ ته ورکړي. ملګري ترې راټول شول او د بدلون پوښتنه يې ترې وکړه ورته يې په پټي کې د امام کيسه وکړه . امام چې کور ته ستېنده؛ نو خپل هغه ملګري يې وليدل چې ددې سړي د وژلو اجازه يې غوښته؛ نو امام ورته وويل : کومه لار غوره وه؟ ستاسې او که هغه چې ما ترسره کړل او له شره يې خوندي شو.[10]

له ګناهګار سره فقهي چلن

په اسلامي فقه کې له ګناه او ګناهګار سره د چلن په هکله ځانګړي حکمونه راغلي؛لکه د “حدودو احکام”، “ديات”، “قصاص” او “تعزيرات”؛که دا په سمه توګه پلي شي؛د ګناه په له منځه وړلو کې اغېزمن اړم دى.شراب خور ته لور خور مه ورکوئ، ګناهګار ته زکات مه ورکوئ، د ګناه په سفر کې لمونځ نيم نه کېږي،د واده شوي ښځې او سړي د زنا حکم اعدام دى او دا ټول له اسلامي موکدو د ستوراتو ځنې دي . د”غل” لاس بايد غوڅ شي او زړه سوى پرې نه دى پکار،په کوم د سترخوان چې شراب پراته وي؛کېناستل ورته حرام دي . دا حکمونه له ګناهګار سره د اسلام چلن راښيي او هر يو په ځانګړې دود ټولنه او وګړى پر ګناه له اخته کېدو ژغوري .

[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]

[1] وسائل 11 /‏395

[2] نور/۳

[3] نور/۴

[4] توبه/۲۸

[5] توبه/۱۱۸

[6] وسائل ‏11 /‏413.

[7] روضة الكافى،162 مخ

[8] وسائل ‏12 /‏140

[9] ارشاد مفيد، ‏2 /‏256

[10] ارشاد مفيد، ‏2 /‏256

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!