رسول اکرم (ص) د رسول اکرم عملي ژوند د مارکس څرګندونه نقض کړه.د ابوطالب د درې وخت رسول اکرم ته وګورﺉ او د مرګ پر مهال رسول اکرم ته وګورﺉ . په ابوطالب دره کې رسول اکرم دی او لږ شمېر اصحاب،چې په دره کې بندیان دي؛اوبه،خواړه او نورې اړتیاوې نه ورسي او دومره پرې […]
رسول اکرم (ص)
د رسول اکرم عملي ژوند د مارکس څرګندونه نقض کړه.د ابوطالب د درې وخت رسول اکرم ته وګورﺉ او د مرګ پر مهال رسول اکرم ته وګورﺉ . په ابوطالب دره کې رسول اکرم دی او لږ شمېر اصحاب،چې په دره کې بندیان دي؛اوبه،خواړه او نورې اړتیاوې نه ورسي او دومره پرې سخته وه او هغه مسلمانانو،چې په پټه مسلمانان شوي ول او په مکه کې اوسېدل،په دره کې يې له ځینو مسلمانانو او په تېره له حضرت علي (ک) سره اړیکې نیولې وې او ده ته يې لږ څه خواړه ورکول او دا لږ خواړه يې په شعب کې په ټولو مسلمانانو ویشل . لسم هجري کال رارسي او په دې وخت کې د نړۍ حکومتونه پرې شمېري او د رسول اکرم پر وړاندې خطر ننګېري .نه یوازې ټول عربي ټاپووزمه يې تر ولکې لاندې ده؛بلکې د نړۍ سیاستوال وړاندوینه کوي،چې ډېر ژر به دا ځواک له دې عربي ټاپووزمې ګردې نړۍ ته خپور شي. په دې حال کې د لسم هجري کال د رسول اکرم او په شعب ابیطالب کې د رسول اکرم په روحیه کې هیڅ توپیر نشته .
د هجرت پر لسم کال د رسول اکرم شهرت نور هم زیات شو،یو عرب يې لیدو ته راځي او غواړي ورسره خبرې وکړي، دا کس دومره د رسول اکرم تر اغېز لاندې راغی،چې ژبه يې بنده شوه،رسول اکرم خپه شو او له مخې سره يې په غېږ کې ونیو،ويې ویل : (( مه وارخطا کېږه له څه وېرېږې؟ څه چې انګېرې له هغو ظالمو نه یم،زه د هغې ښځې زوى یم، چې پخپله يې اوزه رالوشوله،زه دې لکه د ورور په شان یم،څه چې دې په زړه دي،راته يې ووایه .))
ایا دې وضع،واک،نفوذ،پراختیا او شونتیاوو وکړاى شول،چې لږ هم د رسول اکرم په اروا کې بدلون راولي؟ نه! و مې ویل : یوازې رسول اکرم دا شان نه دی؛بلکې د رسول اکرم مقام له دې خبرو ډېر پورته دی.
برهان او شعر
په نظري سول کې برهان او شعر لرو.برهان دهغو دلایلو په څېر دی،چې په ریاضیاتو کې مطلب وړاندې کونې ته کارول کېږي . یوه زده کړيال،چې ریاضیات وايي او د مثلثاتو احکام ورته ويل کېږي،چې د مثلث ټولیزه زاویه له ۱۸۰ درجو سره مساوي ده او ناشونې ده، چې ۱۸۱ یا ۱۷۹ شي او برهان ورته راوړي . د ښوونکي دا واک شته چې یو ځل برهان راوړي او ووايي : د مثلث زاويې له ۱۸۰ سره مساوي دي او بیا وايي : له ۱۲۰ سره مساوي دي؟ دا اختیار ورسره نشته. نظري عقلي اصول د انسان په اختیار کې نه دي او بشر يې باید اېل وي . که انشټاین هم دې نړۍ ته راوړل شي او د هغه ښوونکي په شان برهان راوړي؛نو زده کوونکي يې غندي . ولې؟؛ځکه د زور خبره کوي او د زور خبره عقل نه مني . څه چې عقل نه مني؛نو د نړۍ تر ټولو مضبوط کسان يې هم پر خلاف خبرې نشي کړای ؛ ځکه دلته خبره د برهان ده.
راځو شعر ته . شعر د موم په څېر د انسان په لاس کې دی . انسان کړای شي هر څه ته د خپلې پوهې له مخې له تشبیه،استعارې او تخیله یو څه جوړ کړي . شعر دی،سول او برهان خو نه دی . د ساري په ډول : شاعر ته وایه د پلاني څیز ستاینه وکړه؛نو ستايي يې،ورته ووایه،چې همدا وغنده؛نو غندي يې.
یو شاعر ته ووایه،چې مسافرت وستایه؛نو وايي هو! مسافرت ښه دی،په ځای په ټپه کېناستل څه مانا لري؟
درخت اګر متحرک بُدی ز جای به جای
نـــــه جــــــور ارّه کشیدی و نه جــفای تبر
دا ونه ګورﺉ،چې اره کوي يې او پر تبر يې وهي؛ځکه ځای پر ځای ولاړه ده . که مسافره وه؛نو دا شان به نه وه. ورته ووایه اوس راشه اپوټه يې شعر ووایه،چې پر ځای ناست ښه دی، وايي : تېږه چې پر ځای وي؛نو درنه ښکاري،دې غره ته وګوره، چې پر ځای ولاړ دی؛خو دا باد وینې،چې د چا پروا هم نه ساتي؛ځکه تل په حرکت کې دی . دا ډول شعر ویل؛يعنې په تخیل یو څیز له بل سره تشبیه کول دي . تېروتنه دې ونشي،شعر د تخیل په مانا وایم، زه هر نظم ته شعر نه وایم،منظوم کلام نه وایم،د سول په څرګندنه -اصطلاح شعر وایم؛یعنې په تخیل د مسئلو جوړول . تخیل؛ مقیاس او میزان نه لري .
ځینې په عملي سول کې د برهان په څېر کلک او مضبوط دي،له کومو اصولو،چې پلوي کوي؛نو هیڅ واک يې ترې نشي اخستای . زور،تمه،ټولنیز شرایط،وټیزه اوضاع او پاټکیزه وضع ناشوني دي،(چې دا اصول ترې واخلي)،ټینګ اصول د برهاني او ریاضي اصولو په څېر د وګړي په واک کې نه دي،چې بدلون پکې راوړي، د سړي په زړه نه دي او په عاطفې پورې هم تړلي نه دي .
رسول اکرم؛یعنې هغه چې دا شان اصول لري؛یعنې داسې کس،چې دا شان اصول لري؛بلکې لارویان يې هم دا شان دي؛یعنې هغوى چې دا شان اصول لري؛خو په ژوند کې د ځینو اصول د شاعر د اندیزو اصولو په شان دي . پيسې ورکړه،فکر يې بدلېږي،ژمنه ورسره وکړه،فکر يې بدلېږي؛ځکه فکر يې مبداء او آر نه لري؛نو یو له غټو مطلبونو،چې موږ يې باید د رسول الله (ص) په سيرت کې پرې ویینه وکړو،دا ده،چې ایا اصلاً اسلام دا شان دین دی،چې له مخې يې انسان دا شان فطرت او خورزون- خټه لري؛لکه څنګه چې کړای شي په نظري سول کې له پولادي سوله لاروي وکړي؛ نو همداراز په عملي سول کې هم کړای شي داسې ځای ته ورسي،چې یو واک يې هم خوځولای نشي .
د ایمان په هکله يې ويلي : (( مؤمن د هغه غره په څېر دی،چې هیڅ څیز او بادونه يې له ځایه نشي خوځولای . ))
دا توند بادونه څه دي؟ بې برخیتوب یو څوک له ځایه خوځوي او بل سوکالي له ځایه خوځوي .
((وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ[1]– او په خلكو كې څوك داسې دى، چې خداى يوازې په ژبه (شک او د خپلو ګټو له مخې) لمانځي (او د زړه ايمان يې کمزورى دى) همدا چې(دنيا ورته مخه كړي،ګټه او) خير ورسي؛ نو ډاډه كېږي او كه د ازمېښت لپاره ورته كوم كړاو ورسي (؛نو كفرته) مخ اړوي (او په دې توګه) دنيا او اخرت دواړه له لاسه وركوي .))
“سيرت” او د اخلاقو نسبیت
مخکېنۍ ویینه مو دا وه، په بېلابېلو مکاني او زماني شرایطو کې او په بېلابېلو ټولنیزو اوضاعو کې او په جلا جلا پاټکیزو موقعیتونو کې ایا انسان ته دا شونې ده،چې ثابت عملي سولونه او معیارونه ولري او دا ځکه اړین و،څه مې چې وویل، که بې له دې وي؛نو د قرآن په تعبیر “اسوه” او د بشپړ انسان او امام،مشر او مقتدا ویینې به بېخي مانا نه درلوده.(او داسې به يې ويل) یو انسان ، چې یو زر او څوارلس پېړۍ مخکې پر ځانګړي سول عمل کاوه،زه خو اوس د هغه په شرایطو کې نه یم او هغه خو زما په شرایطو کې نه و او هر شرایط ځان ته ځانګړی سول غواړي . ددې خبرې مانا دا ده،چې هیڅ انسان نشي کړای بېلګه وسي. ځکه مې تېره ویینه وکړه،چې دا مطلب مې ځوابولی وي او د خدای په مرسته په راتلوونکي ویینه کې به يې لا روښانه کړم؛ځکه زموږ په پېر کې یو مسئله خپره شوې او داچې سم پرې نه دي پوهېدلي؛نو یو لړ بدې ښوونې يې رامنځ ته کړې دي او هغه د اخلاقو د نسبیت مسئله ده .دا چې څه ښه دي او څه بد،انسان دې څرنګه وي او څرنګه دې نه وي،دا یو نسبي چار دی که مطلق؟ که دا ویینه ډېره نوموتې نه وه؛نو نه مې ویله[2].
ايا اخلاق نسبي دي؟
ځینې ګروهن دي،چې په ټولیز ډول اخلاق نسبي دي؛يعنې د اخلاقو ښې او بدې کچې نسبي دي . په بله وینا: انسانتوب نسبي چار دی . د یو څیز د نسبیت مانا داده،چې دا څیز په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې بدلېږي . يو څیز په یو وخت او شرایطو کې له اخلاقي اړخه ښه دی او همدا څیز په بل وخت او ځای کې د اخلاقو ضد دی .یو څیز په یو اوضاع او احوال کې انساني دی او همدا څیز په بله اوضاع او احوال کې انساني ضد دی . دا د اخلاقو د نسبیت مانا ده،چې نن ډېره خپره ده.
یو مطلب دی،چې اوس يې اصله مدعا وایم،بیا يې پر شاوخوا رڼا اچوم او هغه داچې د اخلاقو لومړني اصول او د انسانیت لومړني معیارونه هیڅ نسبي نه دي او مطلق دي؛خو ثانویه-دويمني معیارونه نسبي دي او په اسلام کې هم له دې مسئلې سره مخ یو. د نبوي سیرت په هکله،چې کومه ویینه کوم؛نو دامطلب به سوکه سوکه څرګند کړم .
رسول اکرم پخپل سیرت او طریقه کې پخپل عملي سول کې کله هم له ناروا آرونو او طریقو ګټنه نه ده کړې؛لکه څرنګه،چې نورو امامانو هم له دې اصولو او معیارونو ګټنه نه ده کړې . دا د اسلام له نظره او په ټولو شرایطو،وختونو او ځایونو کې بد دي .
د وسيلې ګومارنې څرنګوالی
د وسیلې ګومارنې څرنګوالی هغه مسله ده،چې د رسول اکرم له سیرې يې باید زده کړو. انسان دې لومړی پخپلو موخو کې مسلمان وي؛يعنې موخه دې يې سپېڅلې،ستره او الهي وي . دویم داچې همدې موخو ته د وسیلې په ګومارنه کې هم واقعاً مسلمان وي . ځینې د موخې له اړخه مسلمان نه وي؛يعنې په ژوند کې بې له خوراک څښاک او خوندپالۍ بله موخه نه لري،یوازې ددې موخې په هکله فکر کوي،چې څرنګه ژوند وکړي،چې لا ډېر په اسرهت – رفاه کې وي .په حقیقت کې موخې يې د یو څاروي د موخې له پولې نه اوړي. دوی ته نه یوازې مسلمان نه شو ویلای؛بلکې انسان هم ورته ویلای نشو . یو انسان له هغه اړخه،چې انسان دی، د حیواني شهوتونو له پولو پورته اند دې ولري او که انسان رښتینى مسلمان وي،ټولې موخې يې په یوه کلمه کې راغورچاڼېږي،چې هغه خدای او خوښي يې ده.
په بل پړاو کې انسان خامخا- زازو خپلو پاکو،سپېڅلو او سترو موخو ته یوه وسیله کاروي . اوس مسئله داده،همدا بسیا دي،چې موخه دې انساني وي او له دې پور ته چې موخه دې الهي وي؟ ؛نو باک نه لري،ور رسېدو ته يې له هرې وسیلې ګټنه وشي؟فرض دادی،چې موخه مو الهي ده . ايا سپیڅلې موخې ته هره وسیله که څه ناسپېڅلې او ناوړه وي،ترې ګټنه کړای شو؟ که نه،سپیڅلې موخې ته دې سپېڅلې وسیله وکارول شي،نه ناسپېڅلې او ناوړه.څو بېلګې يې وړاندې کوو.
د دين په تبليغ کې له نامشروع وزلې ګټنه
موخه د دین تبلیغ دی.یو وخت په یو کار کې مو موخه خپل ځان وي،کار ځان ته کوم، د ځان اسرهت، بښګلوۍ- رفاه او ګټې ته يې کوم؛خو یو وخت ځان ته نه؛بلکې دین ته کار کول غواړم،په دې حالت کې ایا جایز دي،چې له هرې وزلې ګټنه وکړم؟ که غواړم خپلو ګټو ته کار وکړم،د ساري په ډول : کار مې په (دولتي) اداره کې نښتی او درځم،چې ستونزه مې هواره کړﺉ،درته دروغ وایم،چې د ستونزې غوټه مې پرانستل شي،دلته به مې ټول ملامتوي، چې د ستونزې هواري ته غوړه مالي کوي،دروغ وايي،تورونه تپي؛خو په یو وخت کې موخه بل څه وي،غواړم جومات جوړ کړم،ځان ته يې نه جوړوم او په دې جوړونه کې ناسپېڅلې موخه هم نه لرم،نیت مې کړى،چې په پلاني ځای کې خلکو ته جومات جوړ کړو. جومات جوړونې او سامان ته اړتیا لري،نور کړاوونه لري،ممکن اداري ستونزې ولري او له خلکو دې هم پيسې واخستل شي . یو خیرغواړي سړي مټې رانغاړلي،چې جومات جوړ کړي،په یو سړي پسې ځي او دروغ ورته وايي،چې لږې پيسې ترې واخلي . بل ته هم دروغ وايي . د بل غوړه مالي کوي او بوس ورلاندې کوي،چې پيسې ترې واخلي او په همدې بڼه له نورو هم بسپنه راټولوي . اوس موږ دې ته څه وايو؟ ښايي ډېری خلک دا عمل سپېڅلى او یو ډول سرښندنه وګڼي او وايي :کمبخت ګهیځ تر ماښامه ځان ته څه نه کوي او مټې يې رانغاړلي،چې جومات جوړ کړي . دې کار ته څومره منډه ترړه وهي،له هرې لارې،چې جومات ته پيسې راغونډوي؛نو رښتیا هم،چې د لوی سینې خاوند او سرښندويه دى .
دا کار سم دی که نه؟
د حديث جعلول
په تاریخ کې پېښ شوي،داچې خلکو ته لارښوونه وکړي،له رسول اکرم یا کوم امامه جعلي حدیث رانقلوي،حال دا چې دا وګړی وګړیزه موخه نه لري؛بلکې غواړي خلکو ته لارښوونه وکړي،انګېري که دا شان جعلي حدیث رانقل کړم . خلک به يې ښه ومني. د ساري په ډول : له ځان سره وايي :داچې خلک دومره غیبتونه او بېځایه خبرې کوي او داچې خلک له دې چارو منع کړم،راشه د پلانۍ دعا په هکله یو جعلي حدیث جوړ کړم،چې خلک يې د غیبت او بېځایه خبرو پر ځای ووایي یا داچې د قرآن شریف پلانی سورت که څوک څلوېښت ځل پر له پسې ووايي؛نو پلانۍ اغېزه لري .
دا څه ښه کا دی؟ موخه سپېڅلې ده؛خو یو غواړي په دروغو او جعل دا سپېڅلې موخه عملي کړي،دا سمه ده که نه؟ په تاریخ کې ډېری داسې ول،چې دا کار يې کړی . یو حدیث دی،چې د تفسیر په زیاترو کتابونو کې يې کښلی او د مجمع البیان په سریزه کې هم راغلی،چې دا حدیث،”ابیّ بن کعب” د قرآن شریف د سورتونو د فضایلو په هکله ځانګړی رانقل کړی . د ساري په ډول : د ((سبح اسم)) سورت ته ځانګړی فضیلت يادوي . ((هل اتیک حدیث الغاشیه)) ته بل فضیلت او ((لم یکن الذین کفرو)) ته بل ثواب،بقرې سورت ته بل او آل عمران ته بل او ټول يې هم له رسول اکرمه روایت کړي دي .چا وپوښت: دا څنګه خبره ده،چې دا حدیث یوازې ته روايتوې او بې له تا ان یو تن هم نه دی روایت کړی؟ و يې ويل : که رښتیا راباندې ویاست، دا حدیث مې د خدای رضا ته جعل کړی دی،ومې لیدل،چې خلک په ناستو کې د جاهلیت شعرونه،افسانې او تاریخونه وايي او خپل وخت هسې تېروي،دا چې ددې چټي کار پر ځای مې خلک د قرآن تلاوت ته هڅولي وي؛نو حدیث مې د رسول اکرم له خولې رانقل کړ،دا خو کوم باک نه لري؟!
بل راځي،پلانۍ موخې ته یو جعلي خوب وايي او انګېري،چې په دې خوب به خلکو ته لارښوونه وکړم . ايا دا کارونه سم دى،چې انسان دې سپېڅلې موخې ته له ناسپېڅلو وسایلو ګټنه وکړي؟
نه! دا کار غلط دی .
نن مې د المیزان تفسیر لوسته،ده(مرحوم علامه طباطبايي) هم د نبوت د تبلیغ ادب،چې له قرآنه يې استنباط کړی (په ټوليز ډول پېغمبرانو او له هغوى رسول اکرم کومو ادابو ته پاملرنه کوله .) پخپل تفسیر کې يې راوړي،چې انبیاوو کله هم پخپله سيرت او طریقه کې،حق ته د وررسېدو لپاره له باطلو ګټنه نه ده کړې ؛بلکې له خپله حقه يې ګټنه کړې ده.
[1] (حج/۱۱)
[2] [په دې مطلب ښه پوهېدنې ته د استاد مرتضی مطهري “ښوونه او روزنه په اسلام کې” کتاب ولولئ،چې پښتو ته اړول شوى او چاپ شوى هم دى.]
-
ټیګونه: