تبلیغات

بيا هم د بداء په باب څو خبرې د خدای تقدير د انسان په باره کي په دوه ډوله دي: محتوم او قطعی تقدير، چې هېڅکله د تغيير وړ نه دی؛ معلّق او مشروط تقدير، چې د ځينو شرايط په نشتوالي، بدل کيدای شي او بل تقدير د هغه په ځای کي راځي. د پورتني […]

بيا هم د بداء په باب څو خبرې

د خدای تقدير د انسان په باره کي په دوه ډوله دي:

  1. محتوم او قطعی تقدير، چې هېڅکله د تغيير وړ نه دی؛
  2. معلّق او مشروط تقدير، چې د ځينو شرايط په نشتوالي، بدل کيدای شي او بل تقدير د هغه په ځای کي راځي.

د پورتني مسلّم اصل په پام کي لرلو سره، يادونه کوو چې په «بداء» باندې اعتقاد د اسلام د اصيلو عقايدو څخه يوه عقيده ده چې ټوله اسلامی ډلې په اجمالی توګه په هغه باندې اعتقاد لري، که څه هم په هغو کي ځينې د «بداء» د کلمې د کار وړنې څخه ډډه کوي. او دغه وېره د بداء د کلمې د استعمال څخه هم دا قضيې ته تاوان نه رسوي، ځکه چې مقصد د هغه د محتوا بيانول دی نه د هغه نوم.

د بداء حقيقت پر دوه اصلونو باندې ولاړ دی:

الف ـ خدای پر شتون باندی د قدرت او مطلقې سلطې لرونکی دی او هر کله وغواړي کولای شي يو تقدېر د بل تقدير سره ځای پر ځای کړي؛ په دې داسي حال کي چې پر هر دوه ډولو تقديرونو باندې يې، مخکينی علم لرلی، او هېڅ ډول بدلون هم د هغه په علم کي به لاره پيدا نه کړي. ځکه چې لومړنی تقدير هغسي نه ده چې د خدای قدرت محدود کړي او د هغه د بدلولو قدرت له هغه څخه سلب کړي. خدای تعالی د يهود د عقيدې پر خلاف، چې ويل يې: يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ، پراخه قدرت لري او په بل تعبير د هغه لاس خلاص دی: بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ.[1]

په بله وينا، خلّاقيت او پيدايښت ګرۍ د خدای له لورې، د قدرت په اعمالولو سره استمرار لري او د كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ[2] په حکم هغه د خلقت له چارې څخه فارغ نه دی او د خلقت کار همغسي دوام لري.

امام صادق د وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ… د آيې په تفسير کي فرمايي: يهود وايي خدای د خلقت له چاري څخه فارغ شوی دی، لږوالی او ډېروالی (په رزق او عمر او نورو شيانو کي) لار نه لري. خدای د هغوى په تکذيب کي داسي فرمايي: غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنْفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ: د هغوى لاسونه دي تړلې وي او د خپل په کرغېړنو وينا باندې د خدای له رحمت څخه دي ليري وي! بلکې د هغه قدرت پراخ دی، هر ډول وغواړي انفاق کوي. وروسته زياتوي:

أَ لم تَسمَع قَولَ الله عزّ و جلّيَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ[3]: آيا د خدای خبره دي نه ده اورېدلې چې فرمايي: خدای هر څه چې وغواړي له منځه وړي او يا يې ثابت ساتي او دخدای سره دی امّ الکتاب (لوح محفوظ).

نتيجه دا چې: اسلامي عقيده د خدای د پراخ قدرت، مطلقه سلطه، او د خلاقيت د دوام او استمرار پر بنسټ باندې ولاړ دی، او خدای کولای شي هر کله وغواړي د انسان په مقدّراتو لکه عمر او روزي او نورو کي اوښتون ايجاد کړي او يو مقدّر د مخکيني مقدّر سره ځای پر ځای کړي، او هر دواړه تقديرونه په امّ الکتاب کي په ثبت باندې رسېدلي دي.

ب ـ د خدای له لوري د قدرت او سلطې په کارول او د هغه اقدام د يو تقدير د بل تقدير په ځای پر ځای کولو کي، بې له حکمت او مصلحت څخه تر سره کېږي، او د قضيې يوه برخه پخپله د انسان په کړنو پوري تړاو لري چې د اختيار او ښه او بد ژوند د غوره کولو له لارې خپل د سرنوشت د بل ډول کولو زمينه برابروي.

فرض کوو يو انسان، خدای دي نه کوي، خپل د پلار او مور او د خپلوانو حقوق نه مراعاتوي. په طبيعي توګه دا ناوړه کړنه د هغه په برخليک کي نا خوښه اغېزه به ولري. اوس که د ژوند په نيمايي کي خپل د کړنې څخه پښېمانه شي او له هغې نه وروسته په دې باره کي په خپلو دندو کي هڅه وکړي، په دې بڼه کي خپل د برخليک د بدلون زمينه جوړه کړې او د يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ د آيې مشمول به وګرځي. دا مطلب د قضيې په عکس کي هم صادق دی.

آيات او روايات په دې باره کي ډېر دي چې د ځينې يادونه يې کوو:

  1. إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ (رعد/١١): خدای د هېڅ قوم وضعه (له هوساينې څخه سختيو ته) نه اړوي مګر دا چې دوئ پخپله خپله وضعه واړوي.
  2. وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالأرْضِ وَلَكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (اعراف/٩٦): که په ودانيو او کَليو کي ميشته کسان ايمان يې راوړل او پرهېزګاره کېدل موږ د آسمانونو او ځمکې برکتونه د دوئ پر مخ پرانيستل، امّا (څه ګټه؟ چې) هغوى د خدای دين تکذيب کړل او موږ هم دوئ د هغوى د اعمالو د کيفر له کبله عذاب کړل.
  3. سيوطي پخپل تفسير کي يې راوړی دی چې: امير المؤمنين علي (ک) له پېغمبر اکرم (ص) څخه د يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ د آيې د تفسير په باره کي پوښتنه وکړه، پېغمبر اکرم (ص) په ځواب کي وفرمايل: زه ستا او د خپل امّت سترګې د دې آيې په تفسير سره روښانه کوم. صدقه د خدای په لاره، د پلار او مور سره ښېګڼه، او د نيکو کارونو تر سره کول، بدمرغۍ په نېکمرغۍ باندې بدلوي، د عمر د اوږدوالي تومنه ګرځي او د بدو مړينو څخه مخنيوی کوي.[4]
  4. امام باقر (ع) فرمايي: صله رحم (د خپلوانو سره تړاو)، د اعمال د پاکېدو او په مال کي د برکت سبب ګرځي، همدا راز د بلا مخنيوی کوي، او حساب آسانوي او معلّق اجل شا ته اچوي.[5]

دغه دوه اصلونو ته په پام کي لرلو سره روښانه کېږي چې په بدا باندې اعتقاد يوه مسلّمه اسلامي عقيده ده چې، د بداء د خاص تعبير او اصطلاح په صرف نظر کولو سره، ټوله اسلامی مذهبونه او ډلې دهغه په مفهوم باندې اعتقاد لري.

په پای کي، د دې څخه د خبرتيا لپاره چې ولي د دې اسلامي عقيدې څخه د «بدالله» په جملې سره تعبير شوی دی، دوه ټکې يادوو:

الف ـ د دې کلمې په کار وړنه کي، د ګران پېغمبر څخه لاروي شوې ده. بُخاري په خپل صحيح کي نقلوي چې هغه حضرت د درې کسو په باره کي چې د پيسي او ګري او ړوندوالي په ناروغيو باندې اخته ول، وفرمايل: «بَدا لله عزّ و جلّ أن يََبتَلِيَهم». نو بيا يې د هغوې ژوند ليک يې له هغه ځايه تر پايه پوري په مشروحه توګه بيان کړ او ويې ښوول چې څرنګه خدای د نعمت د کفران له امله د هغو نه د دوه کسو څخه د دوئ لومړنۍ روغتيا له دوئ نه اخيستې او د هغوى د مخکينيو کسانو په ناروغۍ باندې يې اخته کړ.[6]

ب ـ دا ډول استعمالات او کار وړنې د مشاکلې او د قوم په ژبه باندې د خبرې کولو له بابه څخه دی. په عرف کي معمول دی چې کله د يوه وګړي تصميم او هوډ بدلون ومومي وايي: «بدا لي» زما لپاره بدا پېښه شوه. د دين رهبران او لارښودونه هم، د قوم د ژبې د وينا، او مخاطبينو ته د مطلب د پوهولو له بابه، دا تعبير د خدای تعالی په باره کي په کار وړي. په هدغه زمينه کي د يادونې وړ دی چې په قرآن کي، لکه د مکر او کيد او خدعه او نسيان صفتونه په وار وار الهي سپېڅلي ذات ته نسبت ورکړ شوی دی. حال دا چې په مسلّمه توګه الهی ساحت او سيمه د دې چارو (د انسانانو تر منځ په رايج مفهوم او بڼې سره) د تر سره کولو څخه پاک دی. له دې نه سره سره د مکر او کيد او خدعه او نسيان صفتونه په قرآن کي الهي سپېڅلي ذات ته نسبت ورکړ شوي دي:

  1. 1. يَكِيدُونَ كَيْدًا * وَأَكِيدُ كَيْدًا (طارق/١٥ـ ١٦).
  2. وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا (نمل/٥٠).
  3. إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ (نساء/١٤٢).
  4. نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ (توبه/٦٧).

په هر حال، د شيعه محققينو د بداء د لفظ د استعمال په باره کې، د خدای په علم کې د بدلون امتناع ته په پام کې لرلو سره لوړه تحقيقونه لري چې په دې لنډيز کې د هغو د ذکر مجال نشته او موږ د تفصيل غوښتونکو ته په لاندي کې ياد شوو کتابونو ته ارجاع ورکوو.[7]

[1]. مائده/ 64.

[2]. الرحمن/ 29.

[3]. رعد/ 39.

[4]. الدر المنثور: 3 / 66.

[5]. کافي، 2/ 470.

[6]. صحيح بخاري: 4/ 172.

[7]. د شيخ صدوق د توحيد کتاب، 232 ـ 236 مخونه؛ د شيخ مفيد تصحيح الاعتقاد، 24مخ؛ عدة الاصول: 2/ 29؛ کتاب الغيبة، 262- 264 مخونه، د نجف چاپ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست