تبلیغات

هجرت قريش مشران  ستونزاورۍ ته په “دارالندوه” كې راټول شوى وو. د بعثت پر دولسم او ديارلسم كال د مکې خلك له لوى خطر سره مخ شول، چې ددې خطر ستره نښه په “يثرب” كې د مسلمانانو راټولېدل وو او بل خطر دا و، چې يثربيانو د پېغمبر اکرم  دفاع پر غاړه اخستې وه. پېغمبر […]

هجرت

قريش مشران  ستونزاورۍ ته په “دارالندوه” كې راټول شوى وو. د بعثت پر دولسم او ديارلسم كال د مکې خلك له لوى خطر سره مخ شول، چې ددې خطر ستره نښه په “يثرب” كې د مسلمانانو راټولېدل وو او بل خطر دا و، چې يثربيانو د پېغمبر اکرم  دفاع پر غاړه اخستې وه.

پېغمبر اکرم د بعثت پر ديارلسم كال د “ربيع الاول” په مياشت كې هجرت وكړ،چې په مكه كې بې له پېغمبر اکرم، حضرت علي،حضرت “ابوبكر” او ځينو نورو مسلمانانو، چې ناروغان او زاړه وو،څوک نه وو پاتې او وخت يې رارسېدلى و،چې دوى هم د “يثرب” پر لور روان شي،چې ناڅاپه قريشو خطرناك او پرېکنده هوډ وکړ.

په “دارالندوه” كې د قريشو جرګه جوړه شوه. د جرګې وياند په مدينه كې د مسلمانانو راټولېدل  او د “اوس” او “خزرج” د ټبرونو تړون راياد كړ او بيا يې وويل:(( موږ د حرم خلك،له ټولو ټبرونو سرلوړي وو؛خو “محمد” راكې درز واچاوه او له لوى خطر سره يې مخ كړو. اوس چې مو د صبر كاسه ډكه شوې؛ نو په موږ كې يو بايد مېړانه وښيي او ژوند يې پاى  ته ورسوي او كه “بني هاشم” راپاڅېدل؛نو د “محمد” ديت او وينې بيه به وركړو.))

يوه ناپېژاندى،چې په غونډه كې ناست و او ځان يې “نجدي” ښوولى و، دا نظر رد كړ او ويې ويل:((دا نقشه عملي كېداى نه شي؛ځكه “بني هاشم” به د “محمد” قاتل ژوندى پرې نه ږدي او پر ديت به يې راضي نه شي او څوك چې ددې نقشې عملي كېدو ته غاړه ږدي؛ نو لومړى دې له خپل سره  تېر شي، زه خو په تاسې كې داسې سړى نه وينم.))

د قريشو يو بل مشر “ابوالبختري” وويل: (( ښه به وي، چې “محمد” زنداني كړو او له يوې دريمڅې ورته اوبه او ډوډۍ وركړو او له دې  لارې يې د دين د خپرېدو مخه ونيسو.))

دا ځل بيا “نجدي” پر خبرو شو او ويې ويل:((دا فكر هم د پخواني په څېر دى؛ځكه چې “بني هاشم” به ورپسې راپاڅېږي،جګړه به ورسره وكړي او بالاخره خلاص به يې كړي او كه په خپله يې خلاص نه کړ؛نو د حج په موسم كې به له نورو ټبرونو مرسته وغواړي او و به يې ژغوري.))

درېم سړى راپاڅېد او داسې وړانديز يې وكړ:((غوره به وي،چې “محمد” له دواړو پښو او لاسونو وتړو او پر سركښ او ليوني اوښ يې سپور كړو او اوښ په غرونو كې خوشې كړو،چې بدن يې ټوټه ټوټه شي او كه روغ پاتې شو؛ نو اوښ به په يو ټبر كې غورځولى وي او دا، چې نور ټبرونه سخت بوت پالي دي؛نو “محمد”به د خپل دين تبليغ ته پرې نه ږدي او په دې  توګه به ځان له دې شره خلاص كړو.))

نجدي بوډا دا وړانديز هم نامعقول وګاڼه او ويې ويل:((د “محمد” د ژبې خوږلني درته نه ده معلومه؟ په پسته او خوږه ژبه به نور قبايل خپل ملګري كړي او بريد به درباندې وكړي.))

ټول غلي وو،چې ناڅاپه “ابوجهل” او ځينې وايي، چې په خپله نجدي بوډا د مجلس چوپتيا ماته كړه او ويې ويل: (( غوره  داده، چې له هر ټبره يو  تن راشي او يوه ډله ترې جوړه كړو او د شپې د “محمد” پر كور بريد وكړي او ټوټه ټوټه يې كړو،چې وينه يې پر ټولو ټبرونو ووېشل شي؛نو ناشونې ده،چې “بني هاشم” له دې ټولو ټبرونو غچ واخلي.))

دا وړانديز د ټولو خوښ شو او ترهګر يې وټاکل او ژمنه يې وکړه، چې شپه راورسي؛نو خپله دنده به سرته رسوي. (144)

 غيبي مرستې

دا ناپوهان انګيري،چې د حضرت “محمد”(ص) نبوت په دې دسيسو له منځه يوسي او فكر يې نه كاوه،چې پېغمبر اکرم هم د نورو پېغمبرانو په څېر له الهي مرستو برخمن دى او هماغه خداى،چې په دې ديارلس كالو كې يې ساتلى،بيا به يې هم وساتي.

مفسرين وايي چې:(( د وحې پرېښته راغله او پېغمبر اکرم يې دهغوى له نقشې خبر كړ))

وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ= او(درياد كړه) چې کله كافرانو ستا په باب دسيسې جوړولې،چې بندي دې كړي،يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وشړي،هغوى لارې چارې سنجولې (او نقشي يې جوړولې) او خداى هم (خپل) تدبيركاوه او خداى تر ټولو غوره تدبيروونكى دى .  (145)*

پېغمبر اکرم ته خداى حکم وكړ، چې “يثرب” ته ولاړ شي؛ خو د سختو پيرو او سخت زړيو  مامورانو له  لاسه وتل  هم دومره اسان كار نه و، په تېره چې د مکې او مدينې ترمنځ واټن هم خورا زيات و. كه پېغمبر اکرم په دې شرايطو كې په سنجول شوې نقشه نه واى وتلى؛ نو کېداى شول چې مكيان ورپسې ورورسي او مخکې له دې،چې خپلو يارانو ته ورورسي؛ و يې نيسي او وينه ېي تويه كړي.

د پېغمبر اکرم د مهاجرت كيسه تاريخپوهانو او سيره ليكونكيو په بېلابېلو ډولونو ليكلي ده،چې پکې اختلاف هم ليدل كېږي. لنډه دا، چې ډېرى سني او شيعه محدثانو د پېغمبر اکرم د مهاجرت كيسه داسې رانقل كړې، چې د پېغمبر اکرم  خلاصون او “يثرب” ته تګ ته يې د اعجاز او كرامت رنګ وركړى دى. حال دا چې د پېغمبر اکرم هجرت او خلاصون د يو لړ وړاندوينو ،احتياطونو،تدبيرونو او سنجول شويو نقشو پايله وه او خداى هم اراده كړې وه،چې پېغمبر اکرم ځان له دې شره له طبيعي لارو خلاص كړي، نه د قدرت، اعجاز او كرامت.

د وحې  پرېښته پېغمبر اکرم (ص) خبروي

د وحې پرېښتې، پېغمبر اکرم د مشركانو له شومو نقشو خبر كړ او ورته يې وويل،چې هجرت وكړه او د دښمنانو ړندولو ته بل څوك په خپله بستره كې څملوه،چې مشركان وانګېري،چې پېغمبر له كوره نه دى وتلى او په كور كې دى،چې مشركان يوازې د پېغمبر اکرم د كور د محاصرې  په فكر كې شي او د كوڅې تګ راتګ ونه څاري.

ښه! اوس پوښتنه دا ده،چې څوك دې كار ته غاړه ږدي او ځان به له پېغمبر اکرمه قربان كړي؟

ښکاره ده؛هغه چې په ايمان راوړو كې لومړى و؛ نو بايد په دې لار كې ځان قربان كړي؛نو ځكه پېغمبر اکرم ورته وويل:((نن شپه زما په بستره كې ويده شه او هغه شنه شړۍ (څادر) چې زه يې پر ځان هواروم،پر ځان راواچوه؛ځكه مشركانو مې د وژنې نقشه کښلې ده او زه بايد مدينې ته مهاجر شم.))

حضرت علي (ک) د شپې د پېغمبر اکرم په بستره كې څملاست. لږه شپه اوښتې وه،چې څلورو ترهګرو د پېغمبر اکرم كور محاصره كړ. ترهګرو له يوه سوري كور ته كتل او هر څه يې پر خپل ځاى وليدل او خيال يې كاوه،چې پېغمبر اکرم په خپله كوټه كې پر خپل ځاى ويده دى. همدا وخت و،چې پېغمبر اکرم هوډ وکړ له كوره ووځي.

دښمن كور محاصره كړى و او پر اوضاع برلاسي وو. بل خوا د قاهر خداى اراده پردې وه،چې د اسلام ستر مشر د دښمنانو له ګوتو وباسي. د خداى استازي هم د “يس” سورت له لومړي آيته تر نهم پورې لوسته، چې له اوضاع سره يې تړاو درلود او له كوره راووت.

تر اوسه لا چا نه ده څرګنده کړې،چې پېغمبر اکرم څرنګه محاصره ماته كړه او دښمن پرې پوه نه شو؛خو مشهور عالم “علي بن ابراهيم” د ” و اذ يمكر بك الذين كفرو” آيت د تفسير په روايت كې وايي:((هغوى  ټول ويده شول او نقشه يې داسې وه، چې شپه رڼا شي؛نو په رسول اکرم به بريد وكړي؛خو نه يې انګېرله،چې پېغمبر به يې له نقشې خبر شوى وي.)) خو نور تاريخپوهان پردې خبره ټينګار كوي چې:(( دښمنان ويښ وو او رسول اکرم يې په اعجاز او كرامت، له مخې تېر شو او و يې نه ليد.)) (146)*

په اعجاز او كرامت كې هېڅ شك نه شته؛خو ايا دې كار ته دليل هم و او كه نه؟

د هجرت پر کيسې تر پوره رڼا اچونې وروسته،انسان دې خبرې ته رسي،چې پېغمبر اکرم يې له نقشې خبر و.مخکې له دې،چې كور يې محاصره كړي او پېغمبر اکرم هم د ځان بچ كولو لپاره په تدبير او هوښيارتيا نقشه وايسته،چې پوره طبيعي نقشه وه او د اعجاز رنګ يې نه درلود. پېغمبر اکرم  په خپله بستره كې د حضرت علي (ک) په څملولو دا كار په پوره توګه له طبيعي لارو حل كړ او ځان يې د دښمنانو له ګوتو وايست؛ نو ځكه وايو:مخكې له دې،چې كور محاصره شي،له كوره وځي،چې پکې كرامت ته اړتيا نه وه؛خو احتمال لري، چې په كور كې د پېغمبر اکرم پاتې كېدنې،علت درلود چې موږ ته نه دى معلوم او دا،چې پېغمبر اکرم پر هغه شپه څرنګه له خپل كوره راووت؟ هېچا ته څرګنده نه ده؛ځكه ځينې ګروهمن دي،چې پېغمبر اکرم له محاصرې او لمر پرېوتو مخکې له كوره  وتلى و.(147)*

د وحې پر كور د دښمن بريد

ترهګرو د پېغمبر اکرم كور محاصره كړى و او د حکم په تمه وو،چې بريد پرې وكړي او ټوټه ټوټه يې كړي. ځينو ترهګرو ټينګار كاوه، چې په هماغه نيمه شپه کې خپله دنده سرته ورسوي،چې “ابولهب” راپاڅېد او ويې وويل:((د بني هاشمو ښځې او ماشومان هم په كور كې دي او کېداى شي، چې په دې بريد كې ټپيان شي.))

كله ويل كېږي،چې د ځنډ علت دا و،چې غوښتل يې،پېغمبر اکرم پر رڼا ورځ د بني هاشمو په مخ كې ووژني،چې “بني هاشم” وويني د “محمد” وژونکى معلوم نه دى؛ نو ځکه يې هوډ وکړ، چې سهار وختي خپله نقشه عملي كړي.(148)*

شپه تېره شوه او سبا شو،مشركان ډېر خوشحاله وو. ګومان يې كاوه، چې خپلې موخې ته ورنږدې شوي. حال دا چې تورې يې له تېکي رااېستلې وې،د پېغمبر اکرم پر كوټې ورننوتل،چې علي (ک) له شنه څادره سر راوايست او په سړه سينه يې وويل:((څه خبره ده؟))

ورته وويل شول:((“محمد” مو په کار دى، چېرې دى؟))

حضرت علي (ک) ورته وويل:((ولې هغه مو ما ته راسپارلى و، چې له ما يې غواړئ، هغه اوس پر كور نه دى.))

د ترهګرو څېرې له غوسې سرې واوښتې وې،له غمه يې پر مرۍ خپسكې کېناستې او داچې تر سهاره په تمه وو،ډېر پښېمانه وو او د دې ټول چارو لامل يې “ابولهب” ګاڼه،چې د شپې يې د هغوى د بريد مخه نيولې وه.

“قريش” خورا زيات غوسه وو؛ځكه نقشه يې خاورې ايرې شوه؛نو ويې ويل:((په دې كم وخت كې “محمد” د مکې له چاپېرياله  بهر وتلى نه شي؛نو يا په مكه كې پټ دى ا و يا د “مکې – مدينې” په لار كې دى؛نو بډې ووهئ  او پر هره بيه،چې وي راپيدا يې كړئ.))

د ثور غار

پېغمبر اکرم له حضرت “ابوبکر” سره د “ثورغار” ته ولاړل او د هجرت درې لومړۍ شپې يې په غار کې تېرې کړې، د دې ملګرتوب په باب بېلابېل روايتونه دي.(149)*

“قريش” كله صبرېږي

د قريشو ماتې ددې لامل شوه،چې خپله نقشه بدله كړي. لارې يې وتړلې او د مدينې پر ټولو لارو يې خپل كسان ودرول او د ډېر مال او پېسو په وركولو يې ماهر كسان د پېغمبر اکرم د پله د خاپ پيدا كولو ته ونيول او اعلان يې وكړ،چې كه چا د “محمد” د پټېدو د ځاى په باب سم خبر راووړ؛ نو سل اوښان به وركړي.ځينو قريشو په پلټنې لاس پورې كړ او زياتې هڅې يې د مکې شمال ته (چې د مدينې لار وه) پېل كړې. حال دا چې پېغمبر اکرم د هغوى دسيسي شنډولو ته د مکې جنوب (د ثور غار) ته تللى و.

مشهور څېره پوه “ابوكرز” د حضرت “محمد”(ص) د پښو پل پېژانده؛نو ځكه يې ځان د ثور غار ته نږدې رارسولى و،چې د پېغمبر اکرم د پښو پلونه يې تر هغه ځايه تعقيب كړي وو؛نو احتمال يې وركړ،چې  پېغمبر اکرم به په همدې غار كې پټ وي.يو تن يې مخکې كړ،چې غار ته ورننوځي؛خو هغه سړى،چې غار ته راورسېد؛نو و يې ليدل، چې د غار مخې ته غڼې ځاله جوړه کړې ده او “وحشي كوترو” هم هلته ځاله او هګۍ اچولي دي؛ هغه بې له دې چې غار ته ورننوځي،راستون شو او ويې ويل: ((د غار مخې ته د غڼې او كوترو ځالې دي، فكر نه کوم، چې څوك دې غار ته  ورننوتلى وي.)) دا پلټنې درې ورځې روانې وې او تر درېو ورځو هلو ځلو وروسته،ټول نهيلې خپلو كورونو ته راستانه شول.(150)*

د حقيقت په لار كې ځانتېرېدنه

د تاريخ په دې تياره پاڼه كې،روښانه ټكى دا دى،چې حضرت علي(ك) د حقيقت په لار كې له ځانه تېر شو. پر هغه شپه يې د پېغمبر اکرم په بستره كې ويده كېدل، پر حقيقت د زړه بايللو بېلګه ده. حضرت علي (ک) د ټولنې نېمكرغي،د اسلام په پايښت كې ليده؛نو ځكه له ځانه تېر شو او په موسكا يې مرګ ته غاړه كېښووه.دې ډول ځان تېرېدنې دومره ارزښت درلود،چې لوى خداى په قرآن كې وستايله او د ډېرو مفسرانو په وينا د بقرې ٢٠٧ آيت [و من الناس من يشرى نفسه ابتغاء مرضات الله والله روف بالعباد= ځينې خلك له خداى سره معامله كوي او د خداى رضا ته  له ځانه تيرېږي  او خداى په خپلو بندګانو خورا مهربانه دى] په دې باب نازل شوى دى. ددې عمل فضيلت او اهميت ددې لامل دى،چې د اسلام ستر عالمان هغه د حضرت علي (ک) ستر فضيلت وګڼي او په تفسير او تاريخ كې، چې خبره دلته راورسي؛نو د پورتني آيت شان نزول هم همدا کيسه بولي.(151)*

د مهاجرت پاتې کيسه

پېغمبر اکرم  ډاډه او بې له كومې وېرې،په غار كې ناست و. تردې، چې د خپل سفر ملګري حضرت “ابوبکر”(رض) ته يې وويل: “لا تحزن ان الله معنا”؛يعنې مه خپه کېږه، خداى له موږ سره دى.(152)

هغوى درې  ورځې  په غار كې وو او  حضرت علي (ک)، “هند بن ابي هاله” د حضرت خديجې اولاد (په امالي كې د شيخ طوسى د وينا له مخې) حضرت “عبدالله بن ابي بكر”،حضرت “عامر بن فهيره” او د حضرت “ابوبكر” د رمې شپون (د ډېرو تاريخپوهانو د وينا له مخې) به ورتلل.

“ابن اثير” ليكي:((د حضرت “ابوبكر” زوى به د شپې د قريشو د ارادو په باب پېغمبر اکرم او خپل پلار ته خبر ووړ. هغه به د شپې د خپلې رمې لار داسې سموله، چې له غاره نږدې تېر شي،چې له پېغمبر اکرم او حضرت “ابوبكر” سره وويني او شېدې هم وركړې. د راستنېدو پر مهال به حضرت “عبدالله” له رمې مخکې  ته، چې د قدمونو پل يې د رمې په پلونو پاك شي.)) (153)*

شيخ په امالي كې ليكي:(( يوه شپه،چې حضرت علي (ک) او “هند” غار ته ورغلي وو؛پېغمبر اکرم ورته امر وكړ،چې سفر ته دوه اوښان راولي. پردې مهال حضرت “ابوبكر” وويل:”ما دوه اوښان له پخوا تيار كړي دي.” پر هغه شپه په ثور غار كې رسول اکرم سپارښتنه كړې وه چې:”علي! سبا چې لمر راوخوت؛ نو په لوړ غږ اعلان وكړه،چې كه څوك له “محمد” سره امانت او يا پرې پور لري؛نو را دې شي او وا دې يې خلي.” بيا يې د فواطم (يعنې “فاطمه” د پېغمبر اکرم لور،”فاطمه” بن اسد،”فاطمه” بنت زبير) په باب سپارښتنه وكړه او ورته يې وويل،چې  هغوى او نور “بني هاشم”، چې تګ ته تيار وي،له ځان سره راولي.))

له غاره راوتل

د پېغمبر اکرم د وينا له مخې، حضرت علي درې اوښان له يو باوري لارښود سره چې “اريقط” نوميده،د هجرت پر څلورمه شپه د غار پر لور ولېږل. د اوښ او يا د لارښود غږ، چې د پېغمبر اکرم  پرغوږونو ولګېد؛ نو د خپل سفر له ملګري حضرت “ابوبکر”(رض) سره له غاره راكوز شو او د مکې له كوزې خوا  پر ساحلي ليكه، د “يثرب” پر لور روان شول.

(ددې لارې ټولې ځانګړنې د “ابن هشام” په سيره او د “ابن اثير” د تاريخ يه لمن ليكونو كې راغلي دي)(154)*

د تاريخ لومړۍ پاڼه

شپه شوه،لمر خپلې وړانګې راټولې كړې،د قريشو هغه ډله چې د پېغمبر اکرم پلټنې ته په مكه او شاوخوا كې ګرځېدلې وه؛ستړې ستومانه خپلو كورونو ته راستنه شوه.هغوى د سلو اوښانو له لوى انعامه نهيلي شول او قريشو د مدينې تړلې لارې بېرته پرانستې کړې.(155)

پر دې مهال د لارښود ارام غږ،چې درې اوښان او څه خواړه ورسره وو،د پېغمبر اکرم پر غوږونو ولګېد.هغه په ورو ورو وويل: (( په تياره كې بايد ژر تر ژره د مكيانو د واكمنۍ له سيمې ووځو او له داسې لارو ولاړ شو،چې تګ راتګ پرې لږ وي.))

د مسلمانانو د تاريخ پېل د هماغه كال هماغه شپه وه.

د پېغمبر اکرم هجرت ولې د تاريخ پېل شو؟

د اسلام په تاريخ كې له پېغمبر اکرمه بل ستر شخصيت نه شته او تر ټولو ستره پېښه هم د هجرت پېښه ده؛ځكه هجرت و،چې د بشريت د كتاب تورتم ته يې د پاى ټكى كېښود او پېغمبر اکرم،مسلمانان او انسانان يې له تنګسې راواېستل او د ازادۍ لار يې ورته جوړه كړه.

مدينه والو د اسلام مشر ته په ورين تندي ښه راغلاست ووايه او په ټول وس يې د پېغمبر اکرم ملا وتړله. ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې د همدې هجرت له بركته اسلام سياسي او پوځي تشكيلات جوړ كړل او لومړى يې په مدينه كې حكومت جوړ كړ او څه موده وروسته يې نړۍ ته حكومت جوړ كړ،چې سارى يې تر هغه وخته لا چا نه و ليدلى. كه مسلمانانو هجرت نه واى كړى؛ نو د مکې په چاپېريال کې به د اسلام ساه ډوبه شوې او بشريت به له دې لوى رحمته بې ګټې پاتې شوى واى؛نو ځكه مسلمانانو هجرت ته د تاريخ پېل ووايه،چې له دې پېښې تر اوسه څه له پاسه څوارلس سوه كاله تېر شوي دي.

چا هجرت د تاريخ پېل كړ؟

خلك خو وايي چې دويم خليفه د حضرت علي (ک) په وړانديز د اسلام هجرت د تاريخ پېل اعلان كړ او حکم يې صادر كړ،چې وروسته بيا ټول دولتي دفترونه او ليكونه دې په دې تاريخ  ونومول  شي؛خو كه څوك د پېغمبر اکرم ليكونو ته ځير شي،چې په تاريخ او د سيرت په كتابو كې راغلي؛نو پوه به شي،چې په خپله پېغمبر اکرم و، چې خپل هجرت ته يې د تاريخ لومړۍ ورځ وويله او خپل ټول هغه ليكونه يې پر همدې تاريخ  مورخ كړي، چې د عربو د ټبر مشرانو ته يې ليكل.

د مسافرت کړ لار

پېغمبر اکرم ته د څلور سوو  كيلومټرو په شاخوا لار وهل ور پرغاړه وه،چې په هغه سوځنده ګرمۍ كې ددې لارې  وهلو ته سمه نقشه پكار وه او د لارې له عربو وېره هم وه،چې د تګ لار يې قريشو ته ور و نه ښيي؛نو ځكه يې د شپې مزل كاوه او د ورځې آرام.

داسې ښكاري، چې يو چا دوى  له ورايه  ليدلي وو، ژر يې ځان قريشو ته ورورساوه،چې خبر يې كړي.”سراقه بن مالك بن جعشم مدلجى” د انعام په اسره؛ نورو ته وويل:((هغوى پېغمبر اکرم او ملګرى يې نه و؛ بلكې بل څوك وو.))

“سراقه” كور ته راغى او په وسله سنبال خپل اس سپور شو او په منډه يې ځان د پېغمبر اکرم او د حضرت “ابوبكر” د دمې ځاى ته ور و رساوه. دې پېښې حضرت “ابوبكر” وارخطا كړ او پېغمبر اکرم بيا ورته وويل:((مه خپه کېږه! خداى له موږ سره دى.)) (156)*

“سراقه” چې په خپلو مټو او تورې نازېده؛راغى چې د انعام لپاره د پېغمبر اکرم وينه تويه كړي؛خو پېغمبر اکرم په ډاډه زړه دعا وكړه او ويې ويل:((خدايه! موږ ددې سړي له شره خلاص كړې.)) همدا وو، چې د “سراقه” اس پښې اوچتې كړې او پر ځمكه يې راوايشت.”سراقه” پوه شو،چې په دې كار كې غيبي لاس و. او دا پېښه ورته ځکه راپېښه شوه،چې “محمد”ته يې نيت بد و. (وګورئ: ابن اثير کامل: ٢/٧٤)؛ نو په سوال او زارو يې پېغمبر اکرم ته وويل:((مريى او اوښ مې ستا دي او  هر امر منلو ته مو چمتو يم.))

رسول اکرم:((زه تا ته اړتيا نه لرم.))

علامه”مجلسي” راخيستې ده، چې پېغمبر اکرم ورته وويل:(( ولاړ شه او نور ملګري دې زما له تعقيبه واړوه))؛نو ځكه “سراقه” چې هر پلټونكى ليده؛نو ورته يې ويل،چې:((“محمد” پردې  لار نه دى تېر شوى.)) (157)*

سنى او شيعه سيره ليكونكيو ددې سفر په ترڅ كې د پېغمبر اکرم څه كرامتونه راخيستې، چې ما هم څو د بېلګې په توګه راوړي دي:

“ام معبد” فضيلتمنه او زړه وره ښځه وه،چې وچكالۍ چې يې ټولې ګډې ځپلې وې او ټولې يې ډنګرې او وچې كړې وې. د خېمې تر څنګ يې له رمې  پاتې مېږه وه. رسول اکرم وويل: (( ام معبد! آيا  دا مېږه شيدې كوي؟)) ام معبد:((نه !)) پېغمبر اکرم د خداى نوم واخست او ويې ويل: ((خدايه! دا مېږه دې ښځې ته بختوره كړې.)) د پېغمبر اکرم  تر دعا وروسته ګډه پر شيدو شوه. پېغمبر اکرم لوښى وغوښت او ګډه يې راولوشله. بيا يي د شيدو ډك لوښى “ام معبد” ته وركړ. بيا يې خپلو ملګرو او تر ټولو وروسته يې په خپله شيدې وڅښلې او ويې ويل:(( په هر ډله كې وروستى وار د ساقي وي.))  يو ځل بيا يې ګډه راولوشله او د شيدو ډك لوښى  يې “ام معبد” ته وركړ او د  مدينې پر لور روان شو.

 

د قبا كلى

“قبا”، چې د “بني عمرو بن عوف” د ټبر مركز و له مدينې دوه فرسنګه لرې دى. پېغمبر اکرم او حضرت “ابوبکر” د ربيع الاول پر 12 “قبا” ته ورسېدل او د ټبر د مشر “كلثوم ابن الهدم ” كره، چې ډله مهاجر او انصار هم ورته په تمه وو ولاړل. پېغمبر اکرم يوه اونۍ په “قبا” كې پاتې شو او د “بني عمرو بن عوف” ټبر ته يې جومات جوړ كړ. ځينو بيړه كوله،چې پېغمبر اکرم ژر مدينې ته ولاړ شي؛خو پېغمبر اکرم هلته د تره زوى ته په تمه و.

حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته په مكه كې پر لوړه ودرېد او و يې ويل:((چا چې له “محمد” سره امانت درلود؛ نو را دې شي او له ما دې يې واخلي.))

چا چې له پېغمبر اکرم سره امانت درلود؛د نښې په ښوولو يې خپل امانت واخيست او بيا د پېغمبر اکرم د سپارښتنې له مخې، علي(ک) بايد هاشمي ښځې او هغه مسلمانان، چې تر اوسه يې هجرت نه و كړى، له ځان سره مدينې ته بوځي.حضرت علي د شپې د “ذى طوى” له لارې مدينې ته روان شو.

“شيخ طوسي” د “امالي” په 300 مخ كې ليكي:((د قريشو جاسوسان د حضرت علي (ک) له ډله ييز هجرته خبر شول؛نو ورپسې ورووتل او د “ضجنان” په سيمه كې ورسره مخ شول.د جاسوسانو او حضرت علي (ک) ترمنځ  ډېرې خبرې وشوې؛ښځو له وېرې چغى وهلې. حضرت علي (ک) وليدل،چې بې د مسلمانانو له دفاع بله چاره نه شته؛نو قريشو ته يې وويل: “د چا چې خپل مرګ خوښ وي؛نو رامخې ته دې شي”؛څېره يې له غوسې سره اوښتې وه. د قريشو ماموران د حضرت علي (ک) پر وضعيت پوه شول او له ځان سره يې وويل: “دا سړى په دې باب له چا سره ټوكه نه لري؛ نو ښه به دا وي، چې وګرځو.”))

چې حضرت علي (ک) “قبا” ته ورسېد؛نو پښې يې ټپي شوې وې. پېغمبر اکرم يې خبر كړ،چې حضرت علي (ک) رارسېدلى؛خو ټپي  دى  او راتلاى نه شي. پېغمبر اکرم په بيړه حضرت علي ته ولاړ او په غېږ كې يې ونيو او ټپي پښو ته يې وكتل او له سترګو يې اوښكى را روانې شوې.(158)

پېغمبر اکرم د ربيع الاول پر دولسمه “قبا” ته راورسېد او حضرت علي (ک) هم ددې مياشت په نيمايي كې راورسېد(159)*

ددې خبرې پخلى “طبري” په خپل تاريخ كې هم كړى دى: ((حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته،درې ورځې په مكه كې پاتې شو او د خلكو امانتونه يې ور وسپارل.)) (160)*

 

په مدينه کې د خلکو خوشحالي

انصار د پېغمبر اکرم راتګ ته په تمه وو؛نو چې د پېغمبر اکرم د راتلو خبر يې واورېد او پوه شول،چې آنحضرت (ص) “قبا” ته رارسېدلى؛نو له خوشحالۍ په جامو كې نه ځايېدل.

د انصارو ځوانان هم د اسلام د شمعې پتنګان وو او د آنحضرت (ص) له راتګ مخکې،څومره چې يې له وسې وو،د مدينې چاپېريال له بوتانو پاك كړى و.

بده به نه وي د بېلګې په توګه په دې باب يوه کيسه درته وكړم:

“عمرو بن جموع” د “بني سلمه” د ټبر له مشرانو و، چې بوت يې په خپل كور كې اېښى و.د ټبر ځوانانو دا چې خپل مشر ته وښيي د لرګي د بوت له لاسه هېڅ هم نه کېږي؛نو بوت يې راواخسته او په ناولې كنده كې يې واچاوه. مشر چې سهار راپاڅېد؛نو بوت يې نه و او د بوت په لټه كې شو؛نو په مرداره كنده كې يې پيدا كړ. بوت يې راواخست او پاك يې پرې يې منځه او په درناوي يې په خپل ځاى كېښود،چې دا عمل درې ځل وشو او په پاى كې عمرو خپله توره راواخسته او له بوت سره يې كېښووه او ورته يې وويل: ((كه ته ددې نړۍ جوړوونكى يې؛نو خپله  دفاع وكړه))؛خو دې كار هم ورته ګټه و نه رسوله او سبا يې بيا بوت په كنده كې وليد،چې توره يې هم ورسره پرته وه؛نو چې دا پېښه يې وليده،پوه شو،چې د انسان مقام تر دې ستر دى،چې د لرګي بوت ته سجده وكړي. بيا “عمرو” يو شعر وليكه، چې ژباړه يې دا ده:(( پر خداى قسم،كه پر حقه وې؛ نو اوس به په دې كنده كې له مردار سپي سره يو ځاى نه وې پروت. ستاينه د هغه خداى ده،چې د لويو نعمتونو خاوند دى؛هغه بښونكى او رازق دى او هغه دى،چې زه يې د قبر له تيارو وساتلم.)) (161)*

رسول اکرم د مدينې پر لور روان شو،چې د پېغمبر اکرم اوښ “ثنية الوداع” (د مدينې ښار ته نږدې يو  ځاى دى) ته ورسېد؛نو ځوانان ورته سترګې پر لار وو او په ورين تندي يې د آنحضرت (ص)  هرکلی وكړ او شعرونه يې ورته وويل،چې ژباړه يې دا ده:

((د څوارلسمې سپوږمۍ له “ثنية الوداع” راوخته او تر هغه،چې پر ځمكه د خداى عبادت ته يو انسان هم پاتې وي؛نو موږ بايد ددې نعمت شكر وباسو. اى چې د خداى له لوري زموږ لارښوونې ته رالېږل شوى يې؛ پر موږ ستا د حکم منل واجب دي.))

د “بني عمرو بن عوف” ټبر له پېغمبر اکرم څخه وغوښتل، چې په “قبا” كې پاتې شي او پردې خبره يې ټينګار كاوه،چې موږ ننګيالي او د تورې خاوندان يو او و به دې ساتو؛خو ورسره  يې ونه منله.

د “اوس” او “خزرج” ټبرونه د پېغمبر اکرم له راتګه خبر شول؛توره پر لاس،نغره اغوستي د پېغمبر اکرم مخې ته د هرکلي لپاره ورغلل. د آنحضرت (ص) له اوښه راتاو وو او د هر ټبر مشر ورته بلنه وركوله،چې سيمې ته يې ولاړ شي. انحضرت(ص) ورته وويل:(( د اوښ د تګ مخه مه نيسئ، زما اوښ چې چېرې ګونډه ووهله؛نو زه به هم هملته کوز شم.))

د پېغمبر اکرم اوښ پر داسې يوې ځمكه ګونډه ووهله،چې كجورې پکې كرل کېدې او وچول كېدې، دا د دوو پلارمړيو”سهل” او “سهيل” وه،چې “اسعد بن زراره” يي پالنه كوله . د ” حضرت ابو ايوب” كور هم ددې ځمکې  تر څنګ  و، چې مور يې له وخته په ګټنې،د پېغمبر اکرم سامان خپل كور ته يووړ. نژدې وو چې د پېغمبر اکرم د تګ پر سر نښته وشي؛نو پېغمبر اکرم د جګړې مخنيوى وكړ او ويې ويل:((د سفر سامان مې چېرې دى؟)) ورته وويل شول:((د ابو ايوب مور كور ته وړى دى.))

پېغمبر اکرم: (( سړى هلته ځي، چې د سفر وسايل يې وي.))

او “اسعد بن زراره” هم د پېغمبر اکرم اوښ خپل كور ته بوت.

 

د نفاق ريښه

“عبدالله بن ابى” د منافقانو د ځنځير لومړۍ كړۍ و. “اوس” او “خزرج” مخکې له دې،چې له پېغمبر اکرم سره همژمنى شي،غوښتل يې “عبدالله بن ابى” د مدينې بشپړ واكمن كړي؛خو دا چې “اوس” او “خزرج” له آنحضرت (ص) سره تړون وكړ؛ نو د “عبدالله بن ابى” د واكمنۍ خبره هېره شوه؛ نو ځكه “عبدالله بن ابى” له پېغمبر اکرم سره كينه راواخسته او يوه ورځ يې پېغمبر اکرم ته و ويل:((ځه هغوى  ته ولاړ شه، چې تېر اېستلي دې دي، ما مه غولوه! )) (162)*

حضرت “سعد بن عباده” ووېرېد،چې پېغمبر اکرم د “عبدالله بن ابى” پر خبرو باور ونه کړي؛ځكه يې له آنحضرت (ص)  بښنه وغوښته او ورته يې وويل:(( دا خبره يې د مكر او دښمنۍ له مخې كړې ده؛ ځكه هغه د  “اوس” او “خزرج” د ټبرونو مشر كېده،چې په راتګ مو يې دا موضوع له منځه ولاړه.))

ډېری تاريخ پوهان وايي:((پېغمبر اکرم د جُمعې پر ورځ مدينې ته راورسېد او هلته يې له خپلو اصحابو سره د جمعې لمونځ وكړ،چې د “بني سالم” د ټبر مركز و.پېغمبر اکرم پر هغه ورځ په زړه پورې خطبه وويله.)) چې “ابن هشام” په خپل سيرت او مجلسي په “بحار” كې راخيستې ده. (163)*؛ خو عبارتونه سره يې بېلابېل دي.

 

 

144_طبقات كبرى، 1/227-228 ،سيره ابن هشام، 1/ 480-482

145_سوره انفال/30

146_ طبقات كبرى، 1/228 ، تاريخ طبرى 2/100

147_ سيره حلبى، 2/32

148_بحارالانوار 19/50 ،اعلام الورى/39

149_ تاريخ طبرى، 2/100

150_ طبقات كبرى، 1/229

151_ مسند احمد 1/ 87 ، كنزالعمال 6/ 407 ،الغدير 2/ 44 – 45

152_سوره توبه /40

153_كامل 2/ 73

154_ سيره ابن هشام 1/ 491 ، تاريخ كامل 2/75

155_ تاريخ طبرى 2/ 104

156_ ابن اثير،تاريخ كامل، 2/ 74

157_بحار، 9/ 75 او 88 مخ

158_ ابن اثير، تاريخ كامل، 2/ 75

159_ امتاع الاسماع/ 48

160_تاريخ طبرى 1/ 106

161_ اسدالغابه، 4/ 99

162_ بحار 19/ 108

163_  سيره ابن هشام  1/ 500 – 501 او بحار: 19/ 126

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!