منافقون5 تر 8_ د آيتونو شان نزول: دې آيتونو ته يو اوږد شان نزول روايت شوى، چې لنډيز یې دا دى: پر شپږم هجري كال د بني المصطلق تر غزا روسته په قَديه سيمه كې، د دوو تنو انصاري او مهاجر مسلمانانو ترمنځ له څاه د اوبو را ايستو په اړه اړپېچ شو. د منافقانو […]
منافقون5 تر 8_ د آيتونو شان نزول: دې آيتونو ته يو اوږد شان نزول روايت شوى، چې لنډيز یې دا دى: پر شپږم هجري كال د بني المصطلق تر غزا روسته په قَديه سيمه كې، د دوو تنو انصاري او مهاجر مسلمانانو ترمنځ له څاه د اوبو را ايستو په اړه اړپېچ شو. د منافقانو مشهور مشر عبدالله بن ابى، د انصاري خوا ونيوه او د دواړو خواوو ترمنځ سخته خوله ووهل شوه. عبدالله سخت غوسه شو او يو شمېر قوميان يې ورسره ول، ويې ويل: پر خداى قسم كه مدينې ته ستانه شوو؛ نو درانه (عزيزان) به سپك (ذعيلان) بهر كړي. له عزيزانو يې مطلب، ځان او لارويان وو او له ذليلانو يې مطلب، مهاجرين وه. بيا يې خپلو شاوخوا ته وويل: دا مو د خپلو كړنو پايله ده؛ دې ډلې ته مو په خپل ښار كې ځاى وركړ او خپل مالونه مو ورسره ووېشل. كه ددې سړي په څېر د خپلو خوړو پاتې مو نه وركوله، ستاسې پر اوږو نه درسپرېدل. په دې وخت كې زيد بن ارقم (رض) و، چې كوچنى هلك و، عبدالله ته وويل: پر خداى قسم، خوار او لږه كی ته يې او محمد (ص) په الهي عزت او د مسلمانانو په مينه كې دى. عبدالله وويل: چوپ شه. ماشومه لوبې كوه! زيد بن ارقم (رض)، رسول الله (ص) ته ورغى او پېښه يې ورته وويله. پېغمبراکرم (ص) يو تن په عبد الله پسې ورولېږه او ويې ويل: دا څه يې راته وويل؟ عبدالله وويل: پر هغه خداى، چې اسماني كتاب يې درباندې نازل كړى، څه مې ويلي نه دي او زيد دروغ وايي. تردې پېښې روسته پېغمبراکرم لښكر ته امر وكړ، چې ګرده ورځ او شپه لار وهئ، چې مدينې ته ورسېدل. زيد بن ارقم (رض) له سخت خپګان او خجالته له کوره نه راووت[1]؛ البته نښو او قراینو د زيد د وينا رښتينتوب او د عبدالله د خبرو دروغجنتوب ښووه؛ خو سازښت – مصلحت ايجابوله، چې پېغمبر (ص) په ښكاره عبدالله دروغجن ونه بولي او په دې باب د الهي وحې انتظا وكاږي[2]. په دې وخت كې د منافقون سورت رانازل شو، زيد يې رښتونى او عبدالله يې دروغجن وباله. پېغمبراکرم (ص) زيد (رض) ته وويل: ځوانه! خداى دې خبره رښتوني كړه او ستا د وينا په اړه يې قرآني آيتونه، رانازل كړل. چې دا آيتونه رانازل شوو او د عبدالله دروغ رابرسېره شو، ځينو ورته وويل: پېغمبراکرم (ص) ته ورشه، چې بښنه درته وغواړي. عبدالله سر وخوځاوه او ناروا خبرې يې وكړې په دې وخت دا آيت رانازل شو: ((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا…[3]))
مدثر 11 تر 25_ سپېره نقشه: ددې آيتونو په شان نزول كې ويل شوي، چې پېغمبراکرم (ص) په ((حجر اسماعيل)) كې كېناسته او قرآن يې لوست. د قريشو مشركان ((وليد بن مغيرة)) ته (چې بوډا و او پر پېغمبراکرم يې ملنډې وهلې) ورغلل او ورته يې وويل: ابا عبدالشمس! محمد، چې څه وايي څه دي؟ شعر دى، كهانت (له پېريانو سره اړيكه) ده که خطابه؟ ويې ويل: خوشې مې كړئ، چې خبرې یې واورم؛ نو پېغمبر اکرم (ص) ته ورغى او ويې ويل: محمده! شعرونه دې راته ووايه. ويې ويل: دا شعر نه دى؛ بلكې د خداى خبرې دي، چې پرښتو او خپلو پېغمبرانو ته يې غوره كړي دي. و يې ويل: څه يې راته ووايه. پېغمبر (ص) د فصلت سورت څو آيتونه ورته ولوستل او چې 13 آيت ته ورسېد ((كه يې مخونه واړول، ووايه، تاسې عاد او ثمود د تندر په څېر له يوه تندره ډاروم)). وليد ولړزېد او له ډاره يې د سر او بدن ويښتان ځيګه شول خپل كور ته ولاړ او قريشو ته ورستون نشو. بيا مشركان ابوجهل ته ورغلل او ورته يې وويل: ابوالحكمه! (د ابوجهل اصلي نامه وه، او پېغمبر (ص) پرې ابو جهل ايښى و) ابو عبدالشمس د محمد دين ته وركوږ شوى دى؛ نه وينې، چې رانغى؟ ابوجهل وليد ته ورغى او ويې ويل: تره! موږ دې سرځوړند، رسوا او دښمن دې خوشحاله كړ او د محمد دين ته وركوږ شوى يې! وليد وويل: دين ته يې ور مات شوى نه يم؛ خو پوره سخته خبره مې واورېده، چې نوغي پرې ځيږېږي. ابوجهل ورته وويل: ايا خطابه ده؟ ويې ويل: نه! خطابه يو له بل سره نښتې خبرې دي او دا جلا جلا خبرې دي (د قرآن آيت آيتوالي ته اشاره ده) او ځينې يې ځينو ته ورته نه دي. ويې ويل: ايا شعر دى؟ ويې ويل: نه، ما د عربو ډول ډول اشعار اورېدلي؛ خو دا شعر نه دى. ويې ويل: نو څه دي؟ ويې ويل: پرېږده، چې په اړه یې فكر وكړم، پر سبا يې وليد ته وويل: ابو عبدالشمس، د پوښتنې په اړه مې څه وايې؟ ويې ويل: ووياست، چې كوډې دي او د خلكو زړونه پرې تر لاسه كوي، بيا يې خداى په اړه دا ايتونه رانازل كړل: (( هغه ته مې پرېږده، چې پخپله مې يوازې پيدا كړى دى!…))[4].
[1] نمونه، 24: 156 مخ
[2] منشور جاويد، 4: 85 مخ
[3] نمونه، 24: 158 مخ
[4] الميزان، 20: 100 مخ.
-
ټیګونه: