د پېغمبر اکرم (ص) اټکل دلته پېغمبر اکرم د هغو کسانو په اړه خبرې کوي،چې په راتلونکي کې به ووايي،چې موږ ته يوازې د قرآن په اړه وايه او له بېخه د پېغمبر اکرم حديث ته پام نه وراړوي : ١- د ترمذي،ابن ماجه او دارمي په ((سننو)) او د امام حنبل په ((مُسنَد)) کې […]
د پېغمبر اکرم (ص) اټکل
دلته پېغمبر اکرم د هغو کسانو په اړه خبرې کوي،چې په راتلونکي کې به ووايي،چې موږ ته يوازې د قرآن په اړه وايه او له بېخه د پېغمبر اکرم حديث ته پام نه وراړوي :
١- د ترمذي،ابن ماجه او دارمي په ((سننو)) او د امام حنبل په ((مُسنَد)) کې راغلي دي: ((له مِقدام بن معدى کَرب)) (١) روايت شوى،چې رسول اکرم ويلي: ((په دې پوه شئ،چې پر ما قرآن نازل شوى او ورسره په څېر يې سنت دي.با خبر ! لرې نه ده،چې يو سړى- چې په ګېډه موړ شوى او بې غمه يې پر خپل ځاى دډه وهلې- ووايي:يوازې قرآن ومومئ،چې څه مو پکې حلال وليدل،حلال يې وګڼئ او چې څه مو پکې حرام وموندل، حرام او ناروا يې وبولئ.))
د ترمذي په ((سننو)) کې دا حديث دغسې دوام مومي : ((حال داچې بيشکه څه چې رسول اکرم حرام کړي دي؛لکه چې خداى حرام کړي دي))
او د ابن حاجه په ((سننو)) کې د پورته وينا په ورستيو کې راغلي دي : ((د خداى د حرامو په څېر دي))
د امام احمد حنبل په ((مُسند)) کې له “مقدام بن معدى کرب” روايت شوى: ((رسول اکرم د خيبر په غزا کې څه څيزونه حرام کړل،وروسته يې وويل: لرې نه ده،چې له تاسې ځينې زما د مقام په درواغ ګڼلو پسې راپاڅي،سره له دې،چې بې غمه به يې پر خپل بالښت ډډه وهلي وي،زما حديث به ورته ووايي او هغه به وايي:زموږ او ستاسې تر منځ د خداى کتاب شته،چې څه مو پکې حلال وموندل،روا به يې ګڼو او چې څه مو پکې حرام وليدل،حرام به يې وګڼو. باخبر،چې څه د خداى رسول حرام کړي؛لکه چې خداى حرام دي))
٢- د ترمذى،ابن ماجه،ابوداوود په ((سننو)) او د احمد په ((مسند)) کې ((عبيدالله بن ابي رافع)) (٢) له خپل پلاره روايت کوي،چې رسول اکرم وويل: باخبر! يو مو هم و نه وينم،چې بې غمه مو ډډه وهلې وي،يو چاچې ما يې د کولو لارښوونه کړې وي يا مې منع کړى وي،ور وړاندې يې کړي او هغه ووايي : نه پوهېږم ! چې څه د خداى په کتاب کې ووينم،عملي کوم يې!!))
د پورته حديث وروستۍ غونډله د احمد په ((مسند)) کې داسې راغلې: ((ما خو دا د خداى په کتاب کې ليدلې نه ده!!))
٣- د ابوداوود په سننو [کتاب خراج،باب:تعشير اهل ذمه] کې له ((عيرباض بن ساريه)) (٣) روايت دى، چې و يې ويل ((موږ له پېغمبر اکرم سره خيبر ته ولاړو،حال داچې څو تنه اصحاب ورسره ملګري ول.د خيبريانو مشر،چې ډېر غوسناک ښکارېده،رامخې ته شو او په سپين سترګۍ يې رسول اکرم ته وويل : محمده!دا سمه ده،چې څاروي مو ووژنئ، مېوې مو وخورئ او ښځې مو وځوروئ؟!
د خداى استازى له دې موضوع سخت خپه شو،حضرت ((عبدالرحمن بن عوف)) ته يې وويل : پر اس دې سپور شه او په خلکو کې غږ کړه،چې جنت يوازې مؤمنانو ته روا دى او ووايه،چې خلک لمانځه ته راټول شي.
“عيرباض” وايي : خلک راټول شول او رسول اکرم تر لمانځه وروسته وويل:ځينې مو(چې بې غمه پر خپلو بالښتونو ډډه وهلې ده) ګڼلې،چې د خداى حرام يوازې په قرآن کې دي؟! باخبر،چې ما درته نصيحت وکړ او د ځينو چارو د کولو او د ځينو د نه کولو حکم مې کړى،چې دا ټول د قرآن په منزله دي يا ترې ډېر[اهميت لري او لازم الاجرا دي] خداى دا درته حلال کړي نه دي،چې کتابيانو خپله ژمنه پوره کړي وي؛خو تاسې يې بې اجازې کورونو ته ننوځئ يا يې ښځې وځوروئ يا يې مېوې وخورئ))
د امام حنبل په ((مسند)) کې له حضرت ((ابوهريره)) (٤) روايت دى،چې رسول اکرم وويل: ((يو مو هم ونه وينم،چې کله زما حديث او خبره ورته وشي، بې غمه يې ډډه وهلې وي او ووايي: په دې اړه له قرآنه راته ووايه!!))
٥- د دارمي د ((سننو)) په سريزه کې له ((مسان بن ثابت الفارى)) (٥) روايت شوى،چې و يې وويل: ((کان جبرئيل،قرآن پر رسول اکرم نازلاوه،سنت يې هم پرې نازلول))
دا د قرآني آيتونو او نبوي احاديثو بېلګې وې،چې مسلمينو ته امر کوي، چې په رسول اکرم او سنتو پسې يې ولاړ شئ او د هغه له مخالفته يې منع کوي او هغوى سنت دګي،چې پر قرآن د منګولو لګولو په پلمه سنت لتاړي او څه پام ورته نه اړوي .
پر دې سربېره،اصلاً موږ اسلام يوازې د قرآن د آيتونو له ترڅ او بې د نبوي سنتو له مراجعې زده کولاى نشو. دوه لاندې مثالونه دا حقيقت ښه څرګندوي:
په قرآن کې امر او ټينګار شوى،چې لمونځ وکړو؛خو داچې دا چار څرنګه او تر کومو شرايطو لاندې تر سره شي،بې له نبوي سنتو له مراجعې نه څرګندېږي. احاديثو او د رسول اکرم سيرت ته په مراجعې د رکعتونو او سجدو پر شمېر،اذکار،قوانين او د لمانځه پر باطلونکيو پوهېداى شو . حج همداسې دى. نبوي سنتو ته په مراجعې د احرام، نيت، د ميقاتونو پېژندنه،د طواف طريقه،په عرفات کې تمېدل او حرکت، مشعر او منى،د شيطان ايشتل،قرباني،حلق او تقصير او په خپل وخت او ځاى د دې هرې يوې دندې کول، فرايض، مستحبات، مکروهات او حرام يې زده کولاى شو.
همدا دوه بيګلې راښيي،چې بې له نبوي سنتو له مراجعى او يوازې قرآن ته په مراجعې،دا دوه فرض شرعي دندې تر سره کېداى نشي؛ البته د اسلام ټول شرعي احکام همداسې دي.
نو ځکه پر موږ لازم دي،چې د اسلام د زده کړې لپاره او له دې جملې،پر احکامو او الهي لارښوونو د پوهېدو لپاره په يو ځاى قرآن او نبوي سنتو ته مراجعه وکړو او يو له بله يې پېل کړو؛نو بيشکه داسې يې ګڼلې،چې ځان د اسلام له چوکاټه وباسي او قوانين په خپلې خوښې تفسير کړي؛نو ځکه د نبوي سنتو(چې د قرآن د پوهېدو کونجي او تفسير دى) په ګوښه کېدو به قرآن په اسانى په خپله خوښه او سليقې تاويل کړي.
-
ټیګونه: