تبلیغات

د پېغمبر اکرم (ص) اورني دښمنان د پېغمبر اکرم د ځينو دښمنانو پېژندل به راسره،تر هجرت وروسته پېښو په شننه کې مرسته وكړي، چې څو يې دا دي:  1 _ابولهب :  د پېغمبر ګاونډي و. څومره چې يې له لاسه كېدل؛ نو هومره يې پېغمبر اکرم ته كنځلې كولې او ځوراوه يې.  2 _“اسود بن […]

د پېغمبر اکرم (ص) اورني دښمنان

د پېغمبر اکرم د ځينو دښمنانو پېژندل به راسره،تر هجرت وروسته پېښو په شننه کې مرسته وكړي، چې څو يې دا دي:

 1 _ابولهب :

 د پېغمبر ګاونډي و. څومره چې يې له لاسه كېدل؛ نو هومره يې پېغمبر اکرم ته كنځلې كولې او ځوراوه يې.

 2 _“اسود بن عبد يغوث”:

 يو ملنډې وهونكى و،چې بې پناه او بېوزله مسلمان به يې وليد؛نو په ملنډو به يې ورته ويل:((دا بېوزلي ځان د دنيا واكمنان بولي او انګېري،چې ډېر ژر به د “فارس” د پاچاهۍ پر تخت كېني.))؛خو مرګ اجازه ورنه کړه،چې په خپلو سترګو وويني،چې څرنګه مسلمانان د “قيصر” او” كسرى” د تخت و تاج خاوندان شول. ؟

 3 _ “وليد بن مغيره”:

 د قريشو يو بوډا و،چې ډېره شتمني يې درلوده. په راتلونكي څپرکي كې به د هغه او د پېغمبر اکرم خبرې اترې راوړو.

 4 _ “اميه” او “ابى”:

 د “خلف” زامن وو. يوه ورځ “ابى” د مړيو هډوكي راوخېستل او پېغمبر اکرم ته يې ونيول او ويې ويل: پالونکى به دې دا راژوندي كوي؟؛نو وحې راغله: ووايه ‍! هماغه خداى چې دا يې پيدا كړي؛ بيا يې ژوندي كوي .

وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ= او موږ ته يې مثال راووړ او خپل پيدايښت يې هېر كړ او ويې ويل: ((څوك به وراسته هډوكي را ژوندي كړي؟!))

قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ=ووايه: ((دا هماغه څوک بېرته را ژوندي كوي،چې په لومړي ځل يې پيداكړي وو او هغه په هر (ډول) پيدايښت پوهېږي؛  (109)*

 5 _ “ابوالحكم بن هشام”:

 له اسلام سره د تعصب او دښمنۍ له امله، مسلمانانو پرې د “ابوجهل” نوم اېښى و،چې د “بدر” په غزا كې ووژل شو.

 6 _ “عاص بن وايل”:

 د “عمروعاص” پلار و،چې تل يې پېغمبر اکرم ته “ابتر” وايه.

 7 _“عقبه بن ابي معيط”:

 د مسلمانانو له اورنيو دښمنانو و،چې يوه ورځ هم ترې مسلمانان ارام نه شول.(110)*

نور اورني دښمنان (؛لكه “ابوسفيان”) هم شته،چې تاريخ په تفصيل سره راخستې،چې موږ دلته په لنډو څو راواخستل او له شرحى مو يې ډده وكړه.

  قريشو ولې له پېغمبر اکرم څخه سرغړاوى کاوه؟

د اسلام د تاريخ دا برخه له مهمو برخو ده؛ځكه انسان که له ځان سره فكر  وکړي، سره له دې،چې ټولو قريشو حضرت “محمد” (ص) امين ګاڼه او يوه ورځ يې هم ترې كوچنۍ تېروتنه نه وه ليدلې او ښكلې او فصيحې ژبې او وينا يې د هر چا په زړه كې ځاى پيدا كړى و او كله كله يې له حضرت “محمد” (ص) نه خارق العاده چارې هم ليدې؛خو له دې ټولو خبرو سره، ولې په پېغمبراکرم پسې راپاڅېدل او مبارزه  يې ورسره پېل كړه؟

 ددې سرغړونې او مبارزې علتونه دا دي :

 1 _ له پېغمبر اکرم (ص) سره كينه :

ځينو له پېغمبر اکرم سره د کينې له امله سرغړاوى کاوه او هيله يې وه، چي په خپله ددې الهي منصب خاوندان وي.

وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ= او ويې ويل: (( ولې دا قرآن (د مكې او طائف) د دوو ښارونو پر يوه ستر (او شتمن) سړي نه دى  رالېږل شوى ؟!)) (111)

مفسران ددې آيت د شان نزول په باب وايي: “وليد بن مغيره” له پېغمبر اکرم سره وليدل او ورته يې وويل:((زه تر تا د نبوت مقام ته وړ يم؛ ځكه مال، عمر او زامن مې تر تا ډېر دي.)) (112)*

“اخنس”،چې د پېغمبر اکرم له دښمنانو و، “ابوجهل” ته وويل:(( د “محمد” په باب څه نظر لرې؟))”ابوجهل”:((موږ او “عبدمناف” د شرافت او ستروالي له امله له يو بل سره جګړې كړي او له بېلابېلو لارو مو ورسره ځان برابر کړى؛اوس چې ورسره يو شان يو؛نو وايي:زموږ د ټبر پر يوه سړي وحې رانازلېږي، پرخداى قسم چې ايمان پرې رانه وړم!!!))

2 _ له راتلونكې وېره :

دا لامل د قريشو په سرغړاوي كې تر ټولو مهم دى؛ځكه عياش وو. “قريش”چې كلونه كلونه له مطلقې ازادۍ برخمن وو،د حضرت “محمد”   بلنه يې د خپلو پخوانيو ځاني عادتونو پر خلا ف ګڼله .

 3 _ د بلې دنيا له عذابه  وېره :

د عذاب د آيتونو اورېدو به د عياشانو او ظالمانو په زړو كې عجيبه وېره اچوله؛ نو چې پېغمبراکرم به په خپل ښكلي غږ د هغې دنيا په باب آيتونه ويل؛نو د دوى د عيش و نوش محفلونه به پرې زهر شول؛نو ځكه يې له حضرت “محمد”(ص) سره مخالفت، چې د عذاب او وېرې آيتونه ترې  وا نه  وري.

موږ دلته څو آيتونه راوړي، چې د قريشو عياشان يې سخت وېرول.

فَإِذَا جَاءتِ الصَّاخَّةُ= چې كله (د قيامت د دويمې شپېلۍ) كڼوونكې چغه وشي؛ (كافران په درانه غم كې پرېوځي)،

يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ= پر هغه ورځ،چې سړى له خپل وروره تښتي،

وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ= او (همداراز له) خپل مور و پلاره،

وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ= او له خپلې ښځې او له خپلو اولادونو ؛

لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ= پر هغه ورځ به د هغوى هر سړى په داسې چار (او حال) اخته وي،چې يوازې ځان ته به يې پام وي!  (113)

هغوى به،چې د كعبې تر څنګه شراب څښل او لاندې آيت،چې يې واورېد؛ نو ناڅاپه به پرې  وېره راغله او خپلې پيالې به يې كېښوولې.

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا= هغوى،چې زموږ پرآيتونو كافران شوي؛ډېر ژر يې اور ته ننباسو(او وبه يې سوځوو  )چې (هلته يې) د بدن پوټكي وريت (او وسوځول) شي؛ او پر ځاى يې نور پوټكي وركړو،چې(الهي) عذاب وڅكي،په رښتيا چې خداى ناماتى حكيم دى (او د حساب له مخې سزا وركوي ). (114)

    4 _ د عربو له مشركې ټولنې وېره:

“حارث بن نوفل بن عبدمناف” پېغمبر اکرم ته راغى او ورته يې وويل:

((له څه مو چې وېروې،ټول رښتيا دي؛خو كه موږ درباندې ايمان راووړ؛ نو مشرك عرب به موږ له خپلې خاورې وشړي))،چې ددې خلكو  ځواب ته دا آيت راغى:

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ= زما مؤمنو بندګانو! په واقع کې زما ځمكه پراخه ده؛ نو يوازې ما ولمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او فشار ته غاړه  كېنږدئ)   (116)*

 

109_سوره يس/ 78-79

110_تاريخ كامل، 2/47-51

111_سوره زخرف/320

112_  سيره ابن هشام، 1/361

113_سوره عبس/ 33-37

114_سوره نساء / 56

115_ سوره قصص/57

116_عنكبوت /56

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!