د اسلام يو غوراوى دا دى،چې سمونې له بېخه پيلوي ؛ د ساري په ډول، وايي : (إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا[1]) ؛يعنې ټول عزت د خداى لپاره دى ،بيا سپارښتنه کوي ،چې ولې د عزت لاس ته راوړو ته په ده اوهغه پسې ځئ يا وايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) ( ټول ځواک […]
د اسلام يو غوراوى دا دى،چې سمونې له بېخه پيلوي ؛ د ساري په ډول، وايي : (إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا[1]) ؛يعنې ټول عزت د خداى لپاره دى ،بيا سپارښتنه کوي ،چې ولې د عزت لاس ته راوړو ته په ده اوهغه پسې ځئ يا وايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا) ( ټول ځواک د هغه دى[2]) بيا پايله اخلي،چې ولې هره ورځ د يوه له شاو خوا تاوېږې راتاويږئ ؟! دغسې په دې آيت کې وايي : ټول مؤمنان يو د بل وروڼه دي،بيا وايي : اوس نوچې ټول سره وروڼه ياست ؛نو څه ته شخړې کوئ !؟ ټول د يو بل دوستان اوسئ .
نوځکه د يو وګړي او ټولنې سمونې ته بايد لومړى د هغوى اندیز- فکري اوګروهیز- اعتقادي بنسټ سم شي اوبيا د انسان چلن .
*د ورورلۍ طرحه او د ورور د څرګندنې- اصطلاح کارول د اسلام نوون – ابتکار دى . پېغمبر اکرم(ص) له اوو سوو تنو سره په “نخيله” کې و،چې جبراييل راغى،ويې ويل : خداى د پرښتوپه منځ کې ورورلي راوستې. حضرت پېغمبراکرم هم د خپلو اصحابو په منځ کې ورورلي راوسته او څوک چې د چا هم اندى – همفکر و، دهماغه ورورشو؛ لکه : حضرت ابوبکر له حضرت عمر سره ، حضرت عثمان له حضرت عبدالرحمن سره ، حضرت سلمان له حضرت ابوذر سره ، حضرت طلحه له حضرت زبير سره ، حضرت مصعب له حضرت ابوايوب انصاري سره حضرت حمزه له حضرت زيد بن حارثه سره ، حضرت ابودردا له حضرت بلال سره ، حضرت طيارله حضرت معاذبن جبل سره،حضرت مقداد له حضرت عمارسره ، ام المؤمنين عايشه بي بي له ام المؤمنين حفصې بي بي سره ،حضرت ام سلمه له حضرت صفيې سره او په خپله آنحضرت (ص) له حضرت علي سره ورورنه شول [3].
د احد په عزا کې پېغمبر ااکرم (ص) حکم وکړ، دوه تنه شهيدان ( حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عمربن جموع ) چې سره ورورنه شوي ول ، په يو قبرکې ښخ کړئ[4] .
*د نسبي ورورلۍ پړى يوه ورځ شلېږي ، (فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ[5]) ؛خو د ديني ورولۍ پړى ان د قيامت پر ورځ هم تړلى وي .( إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ [6])
خورلڼې د مؤمنو مېرمنوو ترمنځ هم شته؛ لکه څنګه چې د اخوت تعبير د ښځوپه هکله په يو بل ځاى کې هم کارول شوى (وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء[7])
*ورورولي بايد يوازې د خداى لپاره وي ، که څوک له چاسره د دنيا لپاره ورور شي؛نوخپل مطلب ته به ونه رسى او داسې ورونه به د قيامت پر ورځ يو د بل دښمنان وي [8].
قرآن وايي :
((الْأَخِلَّاء يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ[9]=پر هغه ورځ به بې له پرهېزګارانو (نور ټول) دوستان د يو بل دښمنان وي.))
*تر ورور موندنې د ورورلۍ پالنه مهمه ده . ډېرو روايتونو هغه کسان رټلي ،چې خپل ديني وروڼه يې پرېښي دي،ان سپارښتنه شوې،چې که وروڼه دې له تا لرې شول ؛نوته ترې ځان مه لرې کوه [10].
*روايتونه وايي : په ديني وروڼو کې مو هغوى ته ډېر پام وسه،چې پخواني دي او که خطا ترې وشوه ؛نو خير دى،ته ورته څه مه وايه او که غواړې بې عېبه دينې ورور پيدا کړئ ؛ نو بې وروره به پاتې شې[11].
*روايتونو د هغو کسانو د ثواب په هکله ډېر څه ويلي ،چې د يو ديني ورورستونزه هواره کړي،ان ويلي يې دي،چې که چا د يو ديني ورور ستونزه هواره کړه ؛نوخداى به یې د قيامت پر ورځ زر ستونزې هوارې کړي[12]. *امام صادق وايي : مؤمن د مؤمن وروردى؛لکه د يو بدن په څېر،چې که غړي يې پر درد شي؛نو ټول بدن دردوي .
رحمان بابا وايي :
آدم زاد په مانا واړه یو صورت دی
هــــر چــې بـل ازاروي هغه ازار شي
د ورورولۍ حقوق
*د خداى رسول (ص) وويل : مسلمان پرخپل مسلمان ورور دېرش حقه لري ، چې بايد پرځاى یې کړي لکه :
١_ بښنه او لورنه .٢ د راز ساتنه .٣—د تېروتنوجبران . ٤_ د عذر منل .٥_ د بدانو پر وړاندې يې دفاع .٦_ خيرغوښتنه . ٧_ پر وعده عمل . ٨_ د ناروغۍ پر یې مهال پوښتنه .٩—د جنازې لمونځ . ١٠_ د بلنې او ډالۍ منل . ١١—ورته ډالۍ ورکول . ١٢—د ښه چارو پر وړاندې ترې مننه .١٣—ورسره مرسته . ١٤— د حيا او ناموس يې ساتنه . ١٥—د اړتيا په وخت کې يې په کار راتلل . ١٦_ د ستونزو هواري ته يې واسطه کېدل . ١٧—که ورک وي ورته لار وښيي .١٨—پرشي ته يې یرحمکم الله ويل . ١٩—د سلام ځواب ورکول . ٢٠—د خبرې درناوى . ١٢—له دوست سره يې دوست او له دښمن سره يې دښمن وي . ٢٤—په غم او ناوړه پېښو کې یې ځان ته نه پرېښوول . ٢٥— څه چې ځان ته خوښوي هغه ته دې هم خوښ کړي او …..[13]
*په حديث کې راغلي : پېغمبر(ص) چې د (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) آيت ولوست ؛نو ويې ويل : (( د مسلمانانو وينه يو له بل سره برابره ده . که له مسلمانانو يو ساده تن هم وعده وکړه ؛ نو بايد ټول پرې ولاړ اوسئ، د ساري په ډول : که يوعادي مسلمان هم چا ته پناه يا امان ورکړ؛نو ټول بايد پردې تړون ودرېږي او د شريک دښمن پر وړاندې سره يولاس شي .[14]
*حضرت علي، کميل ته وويل : هغه ورور دې ورور نه دى ، چې ورسره مينه نه لرې[15] .
*انسان په بشپړايمان کړاى شي د خداى د اولياوو په ليکه کې ودرېږي . (سَلمان مِنّا اهل البيت) .( سلمان زما له کورنۍ څخه دى[16]) ؛لکه څنګه چې په کفر، انسان له کړۍ ووځي؛لکه خداى،چې نوح علیه السلام ته يې د زوى په هکله وويل : (إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ[17]= هغه له تا څخه نه دى . )
غوره او ښه ورور
روايتونه غوره او ښه ورور داسې ښيي : غوره او ښه ورور دې هغه دى،چې خير دې غواړي او زړه يې درباندې سوځي او ان پر تريو تندي دې د خداى لاروۍ ته اړ کړي،ستونزې دې هوارې کړي او د خداى لپاره درسره ملګرى وي،کړه وړه يې ستا د ودې لامل شي،خبره يې ستا پوهه زياته کړي،په تيروتنو پسې دې ولاړ نشي او که نيمګړتیا يې درکې وليده درته يې ووايي ، پرناسمه له تلو دې وساتي، مات مخى – حياناکه ، امين ، رښتين او لمونځ ته د پام اړولو خوى ولري او په تنګسه او پراخۍ کې دې هېر نه کړي[18] .
[1] (يونس/ ٦٥)
[2] ( بقره/ ١٦٥)
[3] ( بحار۳۸/٣٣٥)
[4] ( شرح ابن ابی الحدید ١٤/٢١٤ – بحار۲۰/١٢١)
[5] (مؤمنون /١٠١)
[6] (مجر/ ٤٧)
[7] ( نساء/ ١٧٦)
[8] ( بحار۷۴/ ١٦٧)
[9] (زخرف/۶۷)
[10] ( بحار۷۸/ ٧١ )
[11] ( ميزان الحکمة )
[12] ( ميزان الحکمه )
[13] ( بحار۷۴/ ٢٣٦)
[14] (تفسيرقمي۱/٧٣)
[15] (تحف العقول ، ١٧١مخ )
[16] ( بحار۱۰/١٢٣مخ )
[17] ( هود/ ٤٦)
[18] ( ميزان الحکمه )