تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه قرآني زده کړې ام الكتاب يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ ﴿رعد/۳۹﴾ = الله چې څه وغواړي،له منځه يې وړي يا يې [لیکي او] تثبيتوي او آریزه ليکنه (= الهي علم، لوح محفوظ) يوازې له ده سره ده . دا آيت يو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

قرآني زده کړې

ام الكتاب

يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ ﴿رعد/۳۹﴾ = الله چې څه وغواړي،له منځه يې وړي يا يې [لیکي او] تثبيتوي او آریزه ليکنه (= الهي علم، لوح محفوظ) يوازې له ده سره ده .

دا آيت يو ټوليز او عمومي قانون څرګندوي، چې په اسلامي رواياتو كې هم اشاره ورته شوې، داچې د نړۍ د موجوداتو او بېلابېلو پېښو پلي كېدل دوه پړاوونه لري: يو، پرېكنده پړاو دى، چې بيخي بدلون پكې راتلاى نشي او په دې آيت كې پر ((ام الكتاب)) تعبير شوى دى؛ بل مشروط او ناپرېكنده پړاو دى، چې بدلون پكې راتلاى شي او دې ته د ((محو او اثبات)) پړاو وايي. كله دې دواړو ته ((لوح محفوظ)) او د ((محو او اثبات لوح)) هم وايي. ته وا له دوى په يوه كې، چې څه پكې كښل شوي، بيخي پكې ونجون- ادلون بدلون نه راځي؛ خو شونې ده، چې په بل لوح كې يو څيز وكښل شي او بيا لرې او محو شي او پر ځاى بل څه وليكل شي. حقيقت دادى، چې كله يوه پېښه له وزلو او نيمګړو علتونو سره يې په پام كې نيسو؛ لكه زهر په پام كې نيسو، چې انسان وژني، وايو چې څوك يې وخوري مري؛ له دې ناخبره، چې دا زهر يو (( زهر ضد )) هم لري، كه پر وخت يې وخوري اغېز يې له منځه وړي او خنثى كوي. دلته دا پېښه؛ يعنې د زهر خوړو له لامله مرګ، پرېكنده اړخ نلري او ځاى يې د ((محو او اثبات لوح)) دى، چې نورو پېښو ته په پامنيوي، ادلون بدلون پكې راتلاى شي؛ خو كه داسې پېښه په پام كې ونيسو، چې ټول علتونه او شرايط يې پوره او خنډونه يې له منځه تللي وي؛ نو دا يوه پرېكنده پېښه ده او ځاى يې په ((لوح محفوظ)) او ((ام الكتاب)) كې دى. په دې څرګندنه، په دې اړه ډېرى پوښتنې ځوابېږي. د قرآن په ځينو آيتونو او همداراز په رواياتو كې لولو، چې پلانی كار د پلاني اغېز او پايلې لاملېږي؛خو كله دغسې يوه پايله نه وينو؛ ځكه د هغې پايلې پلي كېدل، شرايط يا خنډونه درلودل، چې د شرط د نشتوالي له لامله يا د خنډ د شتون له لامله عملي نشوه. همدغسې د لوح محفوظ ، لوح محو و اثبات د پېغمبرانو او امامانو د علم په برخو كې، چې ډېر روايات راغلي، د مخكې توضيح په پامنيوي سره پوره څرګندېږي. د بېلګې په توګه له اميرالمؤمنين علي (ک) روايت شوى، چې پېغمبر اكرم (ص) يې ددې آيت په اړه وپوښت. پېغمبر (ص) وويل: (( زه ددې آيت په تفسير ستا او تر ځان روسته امت سترګې روښانوم؛ په سمه توګه له اړمنو سره مرسته، له مورو پلار سره ښه كول او د هر ښه چار كول، بدمرغي پر نېكمرغۍ اړوي، عمر اوږدوي او د خطرونو مخه نيسي)) له دې حديثه پوهېږو، چې نېكمرغي او بدمرغي يو حتمى چار نه دى. ان كه څوك د خورا بدمرغو انسانانو په ليكه كې وي، د خپل چلن په اړولو، خير ښېګڼو ته پر مخ كولو، په تېره د خداى له مخلوق سره په مرسته، خپل برخليك اړولاى شي؛ ځكه ددې چارو ځاى، د ((محو او اثبات لوح)) دى او نه ام الكتاب؛ البته دا حديث د آيت يو مصداق ښوول شوى، چې په څرګند مثال مطرح شوى دى[1].

پېغمبراکرم مسلمانان د ښوچارو کولو او د ناوړه چاره نه کولو ته هڅولي دي : (( خداى تعالى ( په لوح محفوظ کې ) ښې او بدې چارې کښلي بيا يې ( پرښتو او خلکو ته) ويلي دي؛نو څوک چې د ښه کار د کولو هوډ وکړي ؛خو ويې نه کړي؛ نوخداى ورته پوره يو ښه کار ليکي اوکه هوډ يې وکړ او ويې کړ؛نو خداى ورته لس ښه کارونه او تر اوياوو پورې ثواب ليکي؛بلکې څو څو ګرايه او که د ناوړې چارې هوډ وکړي؛ خو ويې نه کړي؛نو خداى ورته يو پوره ښه کار ليکي او که هوډ يې وکړي او ويې کړي؛نوخداى ورته يوازې يو بد کار ليکي.)) (ناصف ١\٥٢)

د انرژيو قيامت

الَّذِي جَعَلَ لَكُمْ مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنْتُمْ مِنْهُ تُوقِدُونَ ﴿یس/۸۰﴾ = هغه چې له شنې ونې یې اور درپيدا كړى او د (اړتيا) پر مهال ترې اور بلوئ.))

په مفسرانو كې مشهوره ده، چې دا آيت د ((مرخ)) او ((عفار)) ونو ته اشاره لري، چې یو پر بل وسولول شي؛ نو بلېږي. پخوا به خلكو د عفار پر شنه لښته د مرخ شنه لښته موښوده او د الله  په حكم يې اور كاوه او په دې توګه به خلكو اور بلاوه؛ نو د مړي راژوندي كول د لامده لرګي تر بلولو هېښنده نه دي؛ سره له دې، چې اوبه او اور دوه متضاد څيزونه دي؛خو ددې تفسير ترڅنګ ښه دقيق تفسير هم شته او هغه داچې د بوټيو يو مهم كار، له هوا د كاربن ډای اکسایډ اخستل او د نباتي سلولوز جوړول دي. دا د بوټيو د ژوندينكو سلولوز، له هوا كاربونيك ګاز اخلي او تجزيه كوي يې، بيا نو اكسيجن ازادوي او كاربن ډای اکسایډ ساتي او بيا يې له اوبو سره يوځاى كوي او د ونو لرګی ترې جوړوي؛ خو مهم ټكى دا دى، چې د طبيعي علومو د ګواهۍ او لیېنې له مخې اجسام، چې هر كيمياوي جوړښت مومي، يا بايد اصلي انرژي واخلي يا يې ازاده كړي؛ نو ځكه چې كله ونې په كاربن اخستو بوختې وي، ددې قانون له مخې، د يوې انرژي شتون ته اړتيا لري، چې دا تودوخه او د لمر رڼا ده. په دې توګه، د ونو د لرګيو د جوړښت پر مهال، د لمر انرژي يوه برخه پكې زېرمه كېږي او چې كله لرګي سوځوو، دا زېرمه شوې انرژي ازادېږي؛ ځكه بل ځل كاربن د هوا له اكسيجن سره يوځاى كېږي او د كاربن ګاز جوړوي او اكسيجن او هايدروجن (اوبه) ازادېږي؛ نو ځكه پر ځمكه د ټولو انرژيو سرچينه د لمر انرژي ده. همداراز دلته د انرژيو قيامت ته رسو او وينو، په دې فضاء كې، چې كومه رڼا او تودوخه خپرېږي او د ونو پاڼې او لرګي يې پالي، هېڅكله له منځه تللي نه دي او نه ځي؛ بلكې بڼه يې اوړي او د انسانانو له سترګو پټ په لرګيو، ښاخونو او د ونو په پاڼو كې پټېږي او چې كله يو ټوټه لرګى بلېږي، قيامت يې پيلېږي او څومره د لمر انرژي، چې پكې پټه وه، ددې حشر او نشور په شېبه كې راښكاره كېږي، بې له دې، چې په يوه لنډ وخت كې د بلې شمعې د رڼا هومره يوڅيز ترې كم شوى وي. (تفسیر نمونه، 18: 463 مخ.)

انطاكيه مېشتي

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءَهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿ یس/۱۳﴾ = او (د انطاكيه) كلي د اوسېدونكيو بېلګه ورته ووایه، چې د خداى استازي ورغلي ول؛

انطاكيه، د شام يو لرغونى ښار دى، چې د ځينو په وينا، د مسيح له زوكړې درې سوه كاله وړاندې جوړ شوى دى. دا ښار په لرغوني پېر كې، د شتمنۍ، پوهې او سوداګرۍ له پلوه د روم په درېيو سترو ښارونو كې شمېرل كېده. تردې آيتونو لاندې د راغليو رواياتو له ټوله معلومېږي، چې حضرت عيسى (ع) خپل دوه تنه حواريون بوتپالو انطاكيه مېشتو ته ورولېږل. ښار ته ورغلل او خلك يې توحيد ته راوبلل او د خپلې بلنې د حقانيت جوتولو ته يې د ناروغانو د رغېدا په څېر معجزې وروښوولې. د ښار پاچا دواړه ونيول او بنديان يې كړل. په دې وخت كې حضرت عيسى(ع) د حواريونو مشر شمعون صفا ورولېږه. ده هم پاچا او خلك توحيد ته راوبلل او معجزې يې وروښوولې. د قرآن له آيتونو ګټنه كېږي، چې ښارمېشتو ايمان رانه وړ او په اسماني كړيكه له منځه ولاړل. په ځينو رواياتو كې راغلي، چې پاچا ايمان رانه وړ او له قوم سره يې هوډ وکړ، چې دا درې واړه ووژني. ((حبيب نجار)) له دې خبرې خبر شو. هماغه، چې (20_ 27) آيتونه يې په اړه خبرې كوي. ځان يې د ښار له لرې ځايه ورورساوه او دوى ته يې نصيحت وكړ او د استازيو اطاعت ته يې وبلل؛ البته د قرآن له آيتونو ګټنه كېږي، چې په پاى كې كافر قوم دى هم شهيد كړ. په رواياتو كې د حق د لارې ددې شهيد په باب ارزښتناك ويناوې روايت شوي، چې راښيي د الله  پر وړاندې يې لوړ مقام او درجه لري. له پېغمبراکرم(ص) نه په يوه حديث كې لولو: (( درې تنه د امتونو مخكښان دي، چې د سترګو رپ هومره هم پر الله  كافر نشول: علي بن ابىطالب، د يس خاوند (حبيب نجار) او د آل فرعون مؤمن، دوى د خپلې زمانې پېغمبران تصديق كړل او علي يې غوره دى)). آيت يې د شهادت په اړه وايي: ((ورته وويل شو: جنت ته ننوځه))؛  ته وا ددې مؤمن شهادت، هماغه او جنت ته يې ننوتل هماغه. ددې دواړو (شهادت او جنت) ترمنځ واټن دومره لږ و، چې قرآن په خپل لطيف تعبير كې د شهادت يادولو پر ځاى يې، جنت ته يې ورننووتل ياد كړي دي؛ البته څرګنده ده، چې دلته له جنته مطلب، برزخي جنت دى؛ ځكه له آياتو او رواياتو ګټنه كېږي، چې تلپاتې جنت په قيامت كې د مؤمنانو په برخه كېږي؛ لكه چې كافرانو ته دوزخ دى. د قبر په باب روايت دى، چې (( قبر يا د جنت د بڼونو يو بڼ دى يا د دوزخ له جوغړيو يو جوغړى)) په زړه پورې خو داچې ((حبيب نجار)) تر خپل شهادت روسته هم هيله وكړه، چې كاشكې قوم يې ايمان راوړى واى. له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو روايت كې لولو: ((دا مؤمن هم پر خپل ژوند د خپل قوم خير غواړي او هم تر مرګ روسته يې د دوى د ښيون هيله درلوده)). (نمونه، 18: 340 + الميزان، 17: 82 مخ.)

 

 

 

 

[1] نمونه،10: 241مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!