تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د سورة فصلت د منتخبو آیتونو شرح د فصلت سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په څو برخو کې رالنډېږي:  ۱-  قرآن ته پاملرنه او په اړه يې پرېمانه ويينې. ٢-  د اسمان او ځمکې پنځون ته پاملرنه . ٣-  د مخکېنيو سرغړاندو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

د سورة فصلت د منتخبو آیتونو شرح

د فصلت سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په څو برخو کې رالنډېږي:  ۱-  قرآن ته پاملرنه او په اړه يې پرېمانه ويينې. ٢-  د اسمان او ځمکې پنځون ته پاملرنه . ٣-  د مخکېنيو سرغړاندو قومونو حالاتو ته اشاره . ٤-  د کافرانو ګواښل. ٥- د معاد يوشمېر دلايل او ځينې ځانګړنې يې.  ٦- موعظې او ډول ډول ورمونه – نصيحتونه .  ٧-  د پالونکي د افاقي او انفسي آيتونو په اړه ښکلې او لنډې ويينې (نمونه، 20: 203 مخ)

الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۷﴾ =  هماغوى، چې زكات نه وركوي او له اخرته منكر دي

 7_ له زكاته مطلب: د آيت له مفهوم سره نژدې مطلب دادى، چې له زكاته مراد دعام انفاق مفهوم دى او د شرك په نښو كې يې يادول په دې پار دي، چې د خداى په لار كې مالي نفقې د سرښندنې، تېرېدنې او له خداى سره د عشق څرګندې نښې دي: ځكه شتمني انسان ته خورا ګواښنه ده او د نفقې وركول او نه وركول په ډېرو ځايونو كې ايمان او شرك ته يوه شاخص او څرګنده نښه ګڼل كېداى شي. په بله وينا، مطلب د نفقې نه وركول دي، چې پر خداى د ايمان نه درلودو نښه ده؛ نو ځكه پر معاد باندې د كفر په ليكه كې ياد شوى دى. (نمونه، 20: 216 مخ.)

قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَنْدَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۹﴾ = ايا له هغه ذاته نټه کوئ، چې ځمکه يې په دوو ورځو (او پړاوونو) کې شته کړه او (له ځانه) په (معبود ګوټیو) سيالانو ورته قايلېږئ؟ چې همدا نړۍ پال دى .

وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِنْ فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاءً لِلسَّائِلِينَ ﴿۱۰﴾ = او په هغې (ځمكه) كې يې له پاسه درانه ټينګ غرونه مېخ كړل او په هغې كې يې بركت او د غوښتونكيو د اړتيا هومره خوراك توكي برابر كړل (او دا چارې) په څلورو ورځو (او پړاوونو) كې ترسره شوې.

ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ ﴿۱۱﴾= بيا د اسمان پر پنځونه لګيا شو، چې د لوګي (په بڼه) و، بيا يې هغه (اسمان) او ځمكې ته وويل: ((كه غواړئ كه نه غواړئ؛ اېل شئ)) دواړو (د حال په ژبه) وويل: ((البته خپل پنځګر ته اېل او تسليم يو.))

 9 تر 11_ د اسمان او ځمكې د پنځون پېرونه: په دې آيتونو كې مهم ټكي شته، چې بايد پاملرنه ورته وشي: 1_ په دې آيتونو كې ورځ (يوم) د عادي ورځو پر مانا نه ده؛ ځكه له آره د ځمكې او اسمان تر پيدايښت مخكې ورځ پر دې مانا شتون نه درلود؛ بلكې منظور ترې د پنځون پېرونه دي، چې ميليونه يا ميلياردونه كلونه یې نيولي دي (نمونه، 20: 225 مخ). 2_ د قرآن په ځینو آيتونو كې د اسمانونو او ځمكې پنځون شپږ ورځې يا ((په سم تعبير)) شپږ پېره ښوول شوی؛ خو دې آيتونو، په دوو ورځو كې د ځمكې پنځون ، په څلورو ورځو كې د غرونو، بركاتو او خوړو پنځون او په دې آيتونو پسې په دوو ورځو كې يې د اسمانونو پنځون هم ياد كړى، چې ټولې اته ورځې كېږي. ايا دلته څه ټكر نشته؟! ځينو سترو مفسرانو ددې پوښتنې په ځواب كې ويلي: هغه آيتونه، چې شپږو ورځو (پېرونو) ته اشاره لري، يوازې د اسمانونو او ځمكې ټوليز پنځون يادوي؛ نه لكه پر ځمكه د غرونو ميخول، پكې د بركاتو رادبره كول، ځمكني ژویو ته د خوړو اندازه كول او راپنځول، چې دا چارې تر ټوليز پنځون روسته دي او په لسم آيت كې اشاره ورته شوې ده. اصلاً لسم آيت ټوليز پنځون ته څه اشاره نلري؛ بلكې په دې آيت كې له څلورو ورځو مراد، څلور څپركي دي، چې د ځمكې د اوسني غونډال يوه ستره برخه يې له مخې جوړه شوې او دوام مومي؛ نو ځكه ددې آيتونو مانا داده، چې خداى په دوو ورځو كې، ځمكه پيدا كړه او په ځمكې پورې اړوند چارې يې په څلورو څپركو كې مقدر كړې او په دوو ورځو كې يې اسمان (چې د دود په بڼه و) ته د اوو اسمانونو بڼه وركړه؛ نو ځكه تر ويينې لاندې آيتونه، له هغو آيتونو سره هېڅ ټكر نلري، چې وايي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې پيدا شوي دي (الميزان، 17: 364 مخ). 3_ معمولاً د ((ثم)) تعبير (؛لكه په 11 آيت كې) په وخت كې ځنډ ته راځي؛ خو كله په ويلو او بيان كې د ځنډ پر مانا ده. كه په لومړۍ مانا وي، مفهوم يې دادى، چې د ځمكې تر پنځون روسته اسمانونه پيدا شوي؛ خو كه په دويمه مانا وي، هېڅ توپير نلري، چې اسمانونه مخكې پيدا شوې وي او ځمكه ورپسې پنځول شوې وي؛ خو د بيان او ويلو پر مهال، لومړى له ځمكې (ارزاق او سرچينې يې د انسان د اړتيا او پاملرنې وړ دي) پيل شي او بيا د اسمان د پنځون په شرح لګيا شي. دويمه مانا پردې سربېره، چې له علمي رابرسېرونو سره ډېره همغږې ده، د قرآن له نورو آيتونو سره هم اړخ لګوي (وګورئ: نازعات:27 تر 33 ). 4_ د ((وَهِيَ دُخَانٌ)) غونډله ښيي، چې د پنځون په پيل كې اسمانونه پراخ او ستره ګازي كتله وه، چې دا د لومړي پنځون په باب له روستيو علمي څېړنو سره پوره همغږي لري. همدا اوس هم ډېر اسماني ستوري د راغونډ شويو ګازونو د كتلې په بڼه دي. 5_ آيت، چې څه د خداى، اسمان او ځمكې له خولې راوړي، په دې مانا نه دي، چې واقعاً په دې الفاظو خبرې شوې وي؛بلكې د خداى وينا، هماغه تكويني فرمان او د پنځون پر چار يې اراده ده او ((كه غواړئ كه نه غواړئ)) تعبير دې ته اشاره ده، چې دا د خداى پرېكنده اراده وه، چې اسمانونه او ځمكه رادبره شي او په هر حال بايد دوى پر دغسې مطلوبې بڼه رادبرېدل؛ كه نور وغواړي که و نه غواړي. (نمونه، 20: 227 مخ.)

فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۱۲﴾= نو (الله له لوګي) په دوو ورځو (او پړاوونو) كې اوه اسمانه پوره جوړ كړل او په هر اسمان کې يې د هغه اړوند كار (مناسب تدبير او قانون) وحې كړ او د دنيا اسمان مو په څراغونو [= ستوريو] وپسوله او خوندي کړ، دا د پوه ځواکمن الله سنجونه او سنبالنه ده.

 12_ د اسمان د پنځون په هكله دوه ټكي: د ((نو هغه په دوو ورځو (پېرونو) كې اوه اسمانونه پيدا كړل)) غونډله د اسمانونو په پنځون كې دوه پېرونو ته اشاره ده، چې هر پېر يې ميليونه يا ميلیاردونه كلونه وخت نيولى او هر پېر په خپل نوبت په نورو پېرونو ويشل كېږي. شونې ده، چې دا دوه پېرونه؛ پر مايع او ويلي موادو د راغونډ ګازونو د اوړېدو پېر او پر جامدو د ويليو موادو د بدلېدو پېر وي. (نمونه، 20: 229 مخ.)

2_ دلته وحې د تقدير پر مانا ده (تفسير موضوعي، 3: 76 مخ.) او د ((هر انسان ته يې د هغه كار (مناسب تدبير او قانون) وحې كړ)) غونډله دې ته اشاره ده، چې كار يوازې د اسمانونو په پنځون تمام نشو؛ بلكې په هر يو كې يې، موجودات، مخلوقات، نظام او ځانګړى تدبير وټاكه، چې هر يو په يوازېتوب د هغه د ستریا، پوهې او واک نښه ده. (د اوه ګونو اسمانونو د معلوماتو لپاره وګورئ: د بقرې_29 څرګندونه / نمونه، 20: 230 مخ.)

حَتَّى إِذَا مَا جَاءُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲۰﴾ = چې هلته ورشي (؛ نو) غوږونه، سترګې او (د بدن) پوټكي به يې پر كړنو ګواهي لي.

وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنْطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنْطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۱﴾ = او د خپل (بدن) پوټكيو ته وايي: ((ولې مو پر زيان شاهدي وويله)) (پوټکي) وايي: ((هغه الله پر خبرو راوستوو، چې هر شى په خبرو راولي او هماغه پر ړومبي ځل پيدا كړي یاست او يوازې هغه ته ورګرځول كېږئ.))

 20 او 21_ په قيامت كې د بدن د غړيو شهادت: بې له دې آيته، د يس سورت په 65 آيت او د نور سورت په 24 آيت كې هم په قيامت كې د بدن د غړيو د لېینې – ګواهۍ خبره شوې ده. هو! پر هغه ورځ، د بدن غړي د انسان غوښتنو ته تسليم نه دي. دوى خپل حساب د انسان له ټولو وجوده جلا كړى، پالوونكي ته غاړه ږدي او په خپله لېینه – ګواهۍ حقايق رابربنډوي او څه هېښنده محکمه ده، چې ګواهان یې، پخپله د انسان د بدن غړي دي؛ هماغه وزلې، چې ګناهونه یې پرې كړي دي. ښايي د بدن د غړيو لېینه په دې پار وي، چې كله مجرمانو ته ويل كېږي، دوزخ مو د كړنو پايله او سزا ده؛ نو نټه- انکار كوي، په دې ګومان، چې د دنيا نياوتون په څېر كېداى شي، حقايقو ته په شا كولو نټه ترې وكړو. هلته د خداى په حكم د بدن غړي په خبرو راځي او په خپلو كړیو ګناهونو منښته كوي او په دې توګه د ګناهګار د تېښتې ټولې لارې بندېږي. داچې غړي څنګه په خبرو راځي، مفسرانو څو احتمالات وركړي دي: 1_ خداى پر هغه ورځ د بدن په هر غړي كې درك، شعور او د خبرو واک پنځوي او په رښتيا خبرې كوي؛ نو دلته څه د هېښنې – تعجب ځاى دى؟ هماغه چې دا واک يې د ژبې په نامه يوې ټوتې غوښې يا مغزو ته وركړى، په نورو غړيو كې يې هم پيدا كولاى شي. 2_ هغوى له درك او شعوره نه برخمنېږي؛ خو خداى يې خبرو كولو ته اړ باسي. په حقيقت كې، غړي به د خبرو د راښکاره كېدو ځاى وي او د خداى په حكم حقايق راښكاره كوي. 3_ د هر انسان د بدن غړي؛ چې په ژوند كې یې څه كړي، اغېزې به يې ورسره وي؛ ځكه په نړۍ كې يوه كړنه هم له منځه نه ځي. بېشكه اغېز به يې د بدن په هر غړي او د چاپېريال په تشیال – فضاء كې پاتېږي. هغه ورځ، چې د راښكاره كېدو ورځ ده، دا اغېزې هم پر لاسونو او پر نورو غړيو راښكاره كېږي، چې دا به يې د شهادت په توګه وي؛ لكه چې په خپلو كې وايو: ((د مخ له رنګه يې د زړه حال معلومېږي)). (نمونه تفسیر، 18ټ: 431 مخ) حضرت علي (ك) په دې باب وايي: (( د خداى بندګانو پوه شئ، له تاسې يې درته، څارونكي او ستاسې له غړيو، ځري او رښتوني پاسوالان ګومارلي دي، چې كړنې مو ليكي او د ساه ايستو شمېر مو ثبتوي. د تكو تورو شپو تيارې مو ترې پټولاى نشي، يا كه د ورونو تر شا پټ شئ؛ نو له سترګو به يې پټ نشئ)) (تفسير موضوعي، 4 ټ: 420 مخ)؛ البته د غړيو ګواه، په كفارو او ګناهګارانو پورې اړوند ده؛ كه نه د مؤمنانو برخليك خو څرګند دى. له امام باقر (رح) نه په يو روايت كې لولو: (( د انسان د تنې غړي، د مؤمن پر ضد لېینه – ګواهي نه وركوي؛ بلكې د هغه پر ضد لېینه وركوي، چې د عذاب حكم پرې پرېكونى شوى وي؛ خو مؤمن ته يې كړنليك په ښي لاس وركول كېږي، خداى تعالى وايي: [يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُوْلَئِكَ يَقْرَؤُونَ كِتَابَهُمْ وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلًا(اسراء/71 ) = (درياده كړه هغه ورځ) چې موږ هره ډله یې له مشرانو سره راوبولو؛نو چا ته یې چې خپل کړنليک په ښي لاس كې وركړ شي؛نو خپل کړنليک به (په خوښۍ او خوشحالۍ) لولي او د نري تار هومره به ظلم پرې ونشي.] (نمونه تفسیر، 18 ټ: 433 مخ.)

وَذَلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِي ظَنَنْتُمْ بِرَبِّكُمْ أَرْدَاكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۲۳﴾ = او همدا ستاسې (بد) ګومان و، چې پر خپل پالونكي مو درلود، چې هلاك یې كړئ او زيانمن شوئ.

 23_ پر خداى ښه او بد ګومان: دا آيت څرګنده لېینه وركوي، چې د خداى په باب بدګومان دومره خطرناك دى، چې كله د انسان د هلاكت او ابدي عذاب لاملېږي. بېلګه يې د هغې ډلې كفارو ګومان و، چې انګېرله یې خداى يې كړنې نه ويني او خبرې يې نه اوري. همدا ناوړه ګومان يې د هلاكت او زيان لامل شو. اپوټه، د خداى په باب ښه ګومان، په دنيا او آخرت كې د ژغورنې لاملېږي. له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: [ وړ ده، چې مؤمن بنده داسې له خدايه وډار شي، چې ته وا د دوزخ پر غاړه ولاړ دى او دومره ورته هيلمن وي، چې ته وا جنتي دى. خداى تعالى وايي: ((دا هغه ګومان دى، چې پر خداى مو پيدا كړى او د هلاكت لامل مو شو)). (پوه شئ) خداى د خپل بنده له ګومان سره دى. كه ښه ګومان وكړي، پايله يې ښه او كه بد ګومان وكړي، پايله يې بده ده]. امام صادق (رح) له نبي كريم (ص) روايتوي: ((هر بنده، چې پر خداى ښه ګومان وكړي، خداى به يې له ګومان سره وي او دا هماغه دى، چې خداى وايي:[ وَذَلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِي ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ] )). (نمونه، ۲۰ ټ/ ۲۵۳ مخ)

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ ﴿۲۶﴾ = او كافران وايي: ((دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او د لوستو پر مهال يې ګړپړ جوړ کړئ، ښايي لاسبري شئ.))

26_ شور او غوغا وكړئ، چې د قرآن غږ وانه ورئ: په ځينو رواياتو كې راغلي، چې كله پېغمبر (ص) په مكه كې قرآن په لوړ غږ لوسته؛ نو مشركانو ترې خلك لرې كول او ويل يې: چكچكې او شپېلي وهئ او په لوړ غږ شعرونه وايئ، چې خبرې یې وا نه ورئ. په ټوليز ډول دا د حق د نفوذ پر وړاندې يو لرغونى دود دى، چې نن هم په پراخ او خطرناكه بڼه دوام لري، چې د خلكو د اندونو اړولو او د حق او عدالت د بلونكيو د بلنې تتولو ته، چاپېريال دومره له شور او غوغا ډكوي، چې هېڅوك یې غږ وا نه وري؛ كله په شور او غوغا، چكچكو او شپېلي وهلو، كله په خرافي او دروغجنو داستانونو او كله په عشقي او هوسي افسانو، كله د خبرو له پړاوه وځي، د بوختياوو او فساد مركزونه او ډول ډول کرغېړن فيلمونه، بې منځپانګې مطبوعات، سياسي دروغجنې بوختياوې او دروغجنې راپارونې، لنډه داچې داسې څيزونه رادبره كوي، چې د حق له چورليزه د خلكو افكار اړوي. تر ټولو بدتره داچې كله د يو قوم په پوهانو كې چټي ويينې اوڅاروي او دومره يې تا ويلو او ما ويلو ته اړ باسي، چې د بنسټيزو مسايلو په باب یې له فكر كولو اوباسي؛ خو ايا مشركانو په دې كړنو پر قرآن لاسبري پيدا كړاى شوه؟ نه! شيطانتونه يې پوپنا شول او د قرآن نفوذ ورځ تر بلې پراخ او اغېزمن شو او په ګرده نړۍ كې وځلېد.( نمونه تفسیر، 20 ټ: 264 مخ.) دا آيت د قرآن د بلنې پر وړاندې د كافرانو پر روستۍ بېوسۍ ښكاره دليل دى؛ ځكه و يې بلل، چې په څېر يې خبره راوړئ يا عقلي او سم دليل راوړاندې كړئ، چې له قرآن سره په ټكر كې وي؛ خو له سولیز- منطقي دود دومره بېوسي شول، چې يو بل ته یې وويل: د قرآن پر وړاندې چوپ نشئ او د پېغمبر د قرآن لوستو پر مهال چټي خبرې وكړﺉ، چې لوست يې ګډوډ شي او خلك يې وانه وري او اغېز يې له منځه ولاړ شي او له نظره يې دا يوه بريا ګڼل كېده. (الميزان تفسیر، 17 ټ: 388 مخ)

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا رَبَّنَا أَرِنَا اللَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ الْأَسْفَلِينَ ﴿۲۹﴾ = او كافران (چې عذاب وويني؛ نو) وايي: پالونكيه! ((هغه پېريان او انسانان راوښيه، چې بېلارې كړي یې يو، چې تر پښو لاندې یې كړو، چې خورا ذليل او خوار شي.))

29_ خدايه! هغوى راوښيه، چې بېلارې كړي يې يو: داچې انسان پر كړاو په تېره سخت او دروند كړاو اخته كېږي؛ نو د آريز مسبب په فكر كې لوېږي، چې پيدا كړی یې دی او خپل غچ ترې واخلي او كله غواړي كه يې وس وي، آريز لامل ټوټه ټوټه كړي؛ نو كافرانو ته چې په دوزخ كې دغسې حالت پيدا كېږي، دې آيت اشاره ورته كړې. بايد پام مو وي، چې دلته له جن او انسه مراد، شياطين او شيطان صفته بېلاري انسانان دي؛ نه دوه ټاكلي وګړي. (نمونه، 20: 267 مخ.)

إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ﴿۳۰﴾ = په حقيقت كې هغوى چې ويلي دي: ((الله زموږ پالونكى دى)) بيا (پردې وينا) ټينګ ولاړ وي، پرښتې پرې وركوزېږي (او ورته وايي): ((مه وېرېږئ او مه خپه كېږئ او په هغه جنت خوشحاله شئ، چې ژمنه یې درسره شوې وه!

30_ ايمان او زغم؛ د نېكمرغۍ دوه لاملونه: دا آيت په خپل هر اړخيز تعبير، ټولې نېكۍ او ښه خويونه رانغاړي: ړومبى، پر خداى زړه تړل او ټينګ ايمان پرې پيدا كول، ورپسې ټول ژوند ته د ايمان رنګ وركول او د ايمان پر چورليز يې راوړل. ډېر كسان دي، چې له خداى سره د مينې خبرې كوي؛ خو په عمل كې زغم نلري؛ دوى سست او كمزوري وګړي دي، چې كله د شهواتو له توپان سره مخ شي؛ نو له ايمان سره پېلنه – مخه ښه كوي او په عمل كې مشركېږي او چې ګټې یې په خطر كې لوېږي؛ نو هماغه كمزورى او لږ شانته ايمان هم له لاسه وركوي. په يو حديث كې لولو، چې پېغمبراكرم (ص) ددې آيت تر لوست روسته وويل: ((يوې ډلې دا خبره وكړه، بيا ډېرى يې كافر شول؛ خو چې څوك دا خبره وكړي او د مرګ تر شېبې ورباندې پاتې شي؛ نو ورباندې له ملازمانو دى)). امام رضا (رح) د ((استقامت)) (زغم) په اړه وايي: ((استقامت هماغه (ولايتي دود) دى، چې تاسې پرې ګروهن ياست))؛ خو مانا يې دانه ده، چې د آيت مفهوم د ولايت په موضوع پورې را ايسار وي؛ بلكې د اهلبيتو د امامانو د مشرۍ منل، د توحيد د ليكې د پاينې ضامن او د رښتوني اسلام دود او د صالح كړنو غځېدنه ده؛ نو ځكه استقامت (زغم) پردې مانا تفسير شوى دى. (نمونه، 20: 270 مخ)

وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ ﴿۳۴﴾ = او نېكي او بدي برابر نه دي، (بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه (به وګورې) چې څوک دښمني درسره لري، ستاسې د خواخوږي دوست په څېر به وي.

وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ ﴿۳۵﴾ =   او دې (مقام) ته يوازې زغمناک رسېداى شي او (همداراز) دا (ځانګړنه) يوازې (د ايمان او تقوا) د غټې برخې د خاوندانو په برخه کېږي.

34 او 35_ په نېكۍ د بدۍ لرې كونه: قرآن په دې آيت كې د ناپوهو او ځېلي دښمنانو پر وړاندې يو مهم او اغېزمن تبليغاتي دود څرګند كړى، چې د ارواپوهانو روستۍ څېړنې يې هم تاييدوي؛ ځكه څوك چې بدي كوي؛ نو په څېر ته يې سترګې پر لاروي. په تېره بدچاري، چې يوه بدي په څو بديو ځوابوي، چې كله وويني مقابل لورى نه يوازې بدي په بدۍ ځوابوي؛ بلكې نېكي ورسره كوي؛ نو په تن كې يې يو توپان راولاړېږي او وجدان يې تر سخت دباو لاندې راځي او راوېښېږي. په دننه كې يې اوښتون رادبره كېږي، خجالتېږي او ځان سپك ننګیري او مقابل لوري ته پر ستریا قايلېږي؛ نو دلته له زړونو كينې او دښمنۍ وځي او مينه او دوستي يې ځاى نيسي. ښكاره ده، چې دا يو غالب قانون دى او نه دايمي؛ ځكه همېش يو لږكی دى، چې دا دود كاروي او چې د سختو سزاګانو تر کوړیو لاندې شوى نه وي، بنيادمېږي نه او له خپلو ناوړو كړنو لاس نه اخلي؛ البته ددې ډلې حساب جلا دى او بايد پر وړاندې يې سختي وكارول شي؛ خو هېر مو نشي، چې همېش دا ډله په اقليت كې ده او كوم قانون، چې پر اكثريت واكمن دى، په نېكۍ د بدۍ لرې كونه ده. (نمونه، 20: 281 مخ)

وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۳۶﴾ = او كه د شيطان له لوري دې كومه وسوسه درلوېده؛ نو الله ته پناه يوسه (؛ ځكه) يوازې هغه پوه اورېدونكى دى.

36_ د شيطان وسوسو پر وړاندې څه وكړو؟:  انسان، چې د نېكمرغۍ پر لور او د خداى د رضا لاس ته راوړو لپاره اوږد بهېر وهي؛ نو له ستغو پېچومو تېرېږي، چې شياطين ورته په څارنځي كې دي او كه انسان يوازې پاتې شي؛ نو ددې لارې د وهلو وس نه لري. بايد الهي لورنې ته لاس وغځوي او پر خداى باندې په ډډه وهلو او توكل دا خطرناكه لار وهي او چې كله توپانونه سخت او ډېر سخت شول؛ نو ډېر دې د خداى لطف ته پناه يوسي. په يو حديث كې لولو، چې يو تن د چا بد وويل او د غوسې اور پكې رابل شو. پېغمبر(ص) وويل: (( زه پر يوې خبرې پوهېږم، كه غوسناك يې ووايي، غوسه يې سړېږي او هغه د (اعوذ بالله من الشيطان الرجيم) غونډله ده)). غوسناك وويل: ايا فكر كوئ، چې زه لېونى يم او شيطان راننووتى دى؟! پېغمبر (ص) د قرآن لاسوند راووړ او دا آيت يې ولوست: [وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ]؛ دې ته اشاره ده، چې د غوسې سيلۍ، د شيطان له وسوسو ځنې ده؛ لكه چې د شهواتو او هوسونو سيلۍ يې هم له وسوسو ځنې ده. له علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((كه شيطان وسوسه درته پيدا كړي؛ نو خداى ته پناه يوسئ او ووياست: [امنت بالله مخلصا له الدين] (پر خداى مې ايمان راووړ او خپل دين ورته نږه كوم).)) (نمونه، 20: 286 مخ.)

لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ ﴿۴۲﴾ = چې باطل نه مخامخ ورتلاى شي او نه یې له شا (؛ ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (الله) له لوري یوه لېږنه ده.

42_ پر قرآن باطل نه مخامخ راتلاى شي او نه له شا: مفسرانو ددې غونډلې په تفسير كې ډېرې خبرې كړي، چې هر اړخيزې یې دا دي: هېڅ ډول باطل، له هېڅ پلوه او له هېڅ لارې په قرآن کې چاود او کنډو كړاى نشي؛ يعنې نه يې په مفاهيمو كې تناقض او ټكر شته او نه يې د مخكېنيو كتابونو او علومو څه پر ضد دي او نه به په ګانده كې علمي رابرسېرونې ورسره مخالفت وكړي. نه يې څوك حقايق باطلولاى شي او نه په ګانده كې منسوخېږي. نه يې په پوهاويو، قوانينو، نصيحتونو او خبرونو كې څه خلاف شته او نه به پكې را برسېره شي. يو آيت او ان يوه كليمه يې هم نه كمه شوې او نه پرې ورزياتېږي. په بله وينا، اړوونكي يې له اوړېدو بېوسي ول او دي. (نمونه، 20: 298 مخ)

وَلَوْ جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا أَعْجَمِيًّا لَقَالُوا لَوْلَا فُصِّلَتْ آيَاتُهُ أَأَعْجَمِيٌّ وَعَرَبِيٌّ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ آمَنُوا هُدًى وَشِفَاءٌ وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِي آذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى أُولَئِكَ يُنَادَوْنَ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ ﴿۴۴﴾ = او كه موږ (دا كتاب) عجمي قرآن ورلېږلى واى؛ نو هرومرو به يې ويلي واى: ولې يې آيتونه څرګند بيان شوي نه دي؟ (كتاب) عجمي دى او (استازی) عرب دى؟! ووايه: ((دا (كتاب) مؤمنانو ته لارښوونه او درملنه ده او هغوى چې ايمان نه راوړي (؛ نو) غوږونه يې درانه او قرآن ورته د ړوندوالي (پټۍ) ده، حال يې داسې دى؛ لکه چې له لرې ورغږ کېږي.))

44_ د قرآن په باب د بلې پلمې ځواب: ((عجم)) د ((عُجمة)) له كليمې د فصاحت نه درلودو او په خبرو كې د ابهام پر مانا ده او ناعربو ته ځكه عجم وايي، چې په ژبه یې ښه نه پوهېږي. دا آيت، د ځېلي كافرانو پلمې را راوړاندې كوي او د يوې هېښنده پلمې ځواب يې اوڅاروي؛ داچې ولې قرآن د عجمو په ژبه نازل شوى نه دى، چې په ډېر اهميت ورته قايل شوي واى او ناعرب هم ترې برخمن واى؟! ويل يې؛ خو موخه يې دا وه، چې ولسي پرګنۍ پر قرآن ونه پوهېږي او اړتيا نه وي، چې ورته ووايي: ((دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او د لوست پر وخت يې جنجال جوړ كړئ)) (26 آيت) دلته قرآن ځواب وركړى، كه موږ دا كتاب عجمي قرآن ورلېږلى واى، هرومرو يې ويل: ولې يې آيتونه څرګند نه دي، ولې پېچلي دي او پرې نه پوهېږو؛ يا يې ويل: عربي امت ته يو عجمي كتاب دى؟! اوس چې په عربي رانازل شوى او ټول يې پر مفاهيمو ښه پوهېږي او د قرآن د بلنې او پيغام ژورتيا ته ور رسي؛ بيا چغې وهي، چې غوږ ورته مه ږدئ او خلك يې په شور او غوغا، له اورېدو منع كړﺉ. (نمونه، 20: 304 مخ.)

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ ﴿۴۶﴾ = څوك چې ښه چار وكړي؛ نو ګټه يې د ځان ده او چا چې د بدۍ لار خپله کړه؛ نو پر زيان يې ده او پالونكى دې د بندګانو په حق کې ظالم نه دی.

46_ محال دى، چې خداى پر بندګانو ظلم وكړي: دا وركړه د انسان پر ازادۍ او واك څرګند دليل او ددې حقيقت څرګندوونكې ده، چې خداى نه چا ته بې دليله سزا وركوي او نه بې دليله د چا سزا ورزياتوي. كړلار يې مازې عدالت دى؛ ځكه د ظلم، كمښت او نيمګړتياوو سرچينه، ناپوهي يا ځاني غوښتنه ده او د خداى ذات له دې ټولو پاك دى. دلته د ((ظلام)) تعبير د مبالغې صيغه او د ډېر ظلم پر مانا ده او شونې ده، چې د قرآن په ځينو نورو آيتونو كې دې ته اشاره وي، چې د ستر خداى له لوري بې دليله سزاوې، همېش د ډېر ظلم مصداق وي؛ ځكه له خدايه بيخي دغسې يوه تمه نشته. ځينو ويلي. داچې خداى پرېمانه بندګان لري، كه پر هر يو لږ ظلم وكړي؛ نو د ((ظلام)) مصداق به شي. دا دواړه تفسيرونه يو له بل سره په ټكر كې نه دي. په هر حال، قرآن په دې آيتونو كې د جبر پر ښوونځي (چې د فساد خپرېدو او د هر ډول ژمنې او مسووليت نفې كوونكى دى) د بطلان كرښه راكاږي، ټول د خپلو كړنو په اړه پازوال بولي او په سركې د هر چا د كړنو پايله پخپله همده ته متوجه بولي. د امام رضا (رح) په يوه روايت كې لولو، وپوښتل شو: ايا خداى بندګان ګناه ته اړباسي؟ ويې ويل: ((نه! بلكې ازاد يې پرېږدي او مهلت وركوي، چې له خپلو ګناهونو توبه وكاږي)) بيا يې وپوښتل: پر خپلو بندګانو له وسې هاخوا پېټى ږدي؟ امام وويل: ((څنګه دغسې چار كوي؛ حال دا پخپله يې ويل: [وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ])) بيا يې زياته كړه: [پلار مې موسى بن جعفر له پلاره يې جعفر بن محمد روايت كړى: ((چې څوك ګومان كوي، خداى، بندګان ګناه ته مجبور او اړ باسي يا له وسې ورهاخوا پېټى ورباندې ږدي؛ نو كوم څاروى، چې حلالوي، غوښه يې مه خورئ، شهادت يې مه منئ، نمونځ ورپسې مه كوئ او زكات هم مه وركوئ.))] (نمونه، 20: 308 مخ.)

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُمْ بِهِ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ ﴿۵۲﴾ = ووايه: كه وينئ، چې دا قرآن د الله له لوري دى او ترې منكرېږئ؛ نو ترهغه به زيات بېلارې څوك وي، چې له قرآن سره په سخته دښمنۍ كې لوېدلى وي؟!

52_ د عقل له مخې د احتمالي زيان دفع واجب ده: دې آيت ځېلي كافرانو ته دا مشهور عقلي آر په څرګنده تشريح كړى دى؛ البته دا وينا د هغوى په هكله ده، چې هېڅ سولیز- منطقي دليل پرې اعېزمن نه دى او په حقيقت كې ځېلي، ښاڅمنو- كبرجنو او متعصبو كسانو ته روستۍ خبره ده، چې كه تاسې سل په سلو كې د قرآن حقانيت، توحيد او په مرګ پسې نړۍ شتون و نه مانه؛ نو جوته ده، چې نفې ته يې هم دليل نلرئ؛ نو ځكه دا احتمال پاتې دى، چې د قرآن بلنه او معاد واقعيت ولري. نو فكر وكړئ، چې ددې بدلامۍ – بېلارېتوب او سخت ناباندۍ – مخالفت او د الهي ښوونځي پر وړاندې د سخت دريځ په پايله كې به څه تياره او بوږنوړی برخليك ولرئ. د دين امامانو، ځېلي وګړيو ته همدا روستۍ خبره كوله. په يو روايت كې لولو، امام صادق (رح) د خپل وخت له توکیز او ملحد ((ابن ابى العوجاء)) سره ډېرې خبرې درلودې. په روستي ځل يې، چې د حج په مراسمو كې وكوت. ځينو يارانو يې وپوښتل: ((تردې هم مړ زړى شوى او بيخي به مسلمان نشي))، چې پر امام یې سترګې ولګېدې، ويې ويل: ښاغليه! امام وويل: ((څه دلته راوستى يې؟!)) ويې ويل: جسمي روږتيا او ددې ځمكې (مكې) د دود له مخې او داچې د خلكو د لېونتوب چارې او د سرونو خرييل او د ډبرو ايشتل وګورم. امام وويل: ((عبدالكريمه، تر اوسه پر خپلې سرغړاندۍ او بدلامۍ- بېلارېتوب پاتې يې؟!)) غوښتل يې خبرې وكړي؛ خو امام وويل: ((حج د مجادلې ځاى نه دى)) او خپله چپن يې ترې راكش كړه او دا غونډله يې وويله: ((كه مطلب دا وي، چې وايې یې؛ يعنې خداى او قيامت نشته (هاغسې يې، چې وايې نشته) موږ هم ژغورل كېږو او ته هم؛ خو كه مطلب دا وي، چې موږ یې وايو (چې همداسې ده، چې وايو یې) موږ ژغول كېږو او ته به هلاك شې)) ابن ابى العوجا خپلو ملګرو ته وويل: د زړه درد مې احساس كړ، ستون مې كړئ، ستون يې كړ او څه موده روسته ومړ. (نمونه، 20: 325 مخ)

سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۵۳﴾ = ژر به خپلې نښې (د نړۍ) په شاوخوا او په خپلو ځانونو كې یې وروښيو، چې ورڅرګنده شي، چې هغه حق دى؛ ايا بس نه دى، چې پالونكى دې پر ټولو څيزونو شاهد دى؟!

53_ ژر به خپلې نښې وروښيم: داچې ((د نړۍ په شاوخوا او د كافرانو په خپلو ځانونو كې)) د خداى له نښو مطلب څه دى او دا نښې د كوم څيز حقانيت جوتوي، ډول ډول نظريات ښوول شي، چې په منځ كې يې دوه نظره پاموړ دي: 1_مطلب، هغه څيزونه دي، چې كافر انسان یې د دنيوي ژوند په روستيو شېبو كې ويني، پر هغه وخت، چې ټولې انګېرنې یې خوشې او شته ادعاوې يې له منځه ولاړې او لاس يې له هر څه لنډ شوى او پوهېږي، چې الله حق او غير الله باطل دى. 2_ له آيتونو منظور، د قرآني هغو آيتونو پلې كېدل دي، چې له ګاندې یې خبر وركړى دى؛ لكه هغه آيتونه، چې پر مشركانو یې د مسلمانانو د بريا ژمنه وركړې او خداى د نړۍ په ګوټ ګوټ كې پر مشركانو د مسلمانانو يو په بل پسې برياوې او د مسلمانانو په لاسونو د كافرانو وژنه، كافرانو ته د قرآني دې آيتونو پلې كېدنه وروښووله. همداراز د قرآن هغه آيتونه، چې د حق لارويانو ته ژمنه وركوي، چې ژر به خپل دين پر ګرده ځمكه لاسبرى كړي او غير الله به ونه نمانځل شي. د اهل بيتو عليهم السلام په رواياتو كې، دا آيت د مهدي آخرزمان د راښكاره كېدو په پېر تفسير شوى دى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!