تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه په خبرو اترو کې ادب   ((إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ=په حقيقت كې کوم کسان، چې د خداى د استازي پر وړاندې خپل غږونه ټيټوي،هغوى هماغه كسان دي،چې خداى يې زړونه پرهېزګارۍ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

په خبرو اترو کې ادب

 

((إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ=په حقيقت كې کوم کسان، چې د خداى د استازي پر وړاندې خپل غږونه ټيټوي،هغوى هماغه كسان دي،چې خداى يې زړونه پرهېزګارۍ لپاره (ازمېيلي او) نږه كړي دي (او) هغوى ته بښنه او ستره بدله ده.))

 ټکي :

“غض” له لوړې نه کوزې ته د راکېووتو په مانا دی او ورو خبرې کول د ادب ، تواضع ، وقار او ميني ښکارندوى دی .

قرآن په دې آيت کې وايي : خداى د با ادبو وګړيو زړونه ازمايي او بايد ووايو،چې دا ازمېينه د پېژندنې لپاره نه ده؛ځکه‏ هغه له هرڅه خبر دى؛بلکې له ازمېينې ‏يې مراد دا دى، چې انسان ددې چارو پر وړاندې ‏له ځانه وړتيا، استعداد ‏او غبرګون وښيي،چې د الهي بدلو او اجرونو د تر لاسه کولو وړ شي ؛ ځکه د خداى سزا او ثواب يې د علم له مخې نه؛بلکې د انسان د کړنو له مخې دى؛يعنې که خداى علم لري،چې پلانى انسان به په راتلونکې کې مجرمېږي ؛نو ورته سزا نه ورکوي؛بلکې هغه بايد جرم وکړي ،چې سزا ورکړي .

په زړه پورې خو دا ده،چې انسان هم د خپلې پوهې له مخې چا ته اجر يا مزدوري نه ورکوي؛يعنې ‏پوهېږي،چې دا درزي زما جامې ګنډي؛نو ورته مزدوري نه ورکوي؛بلکې جامې يې چې وګنډلې؛نومزدوري ورکوي ؛نو په آيتونو او روايتونو کې له الهي ازمېينې ‏مراد د انسان د يوه عمل ترسره کول دي،چې تر هغې ‏وروسته ورته سزا يا ثواب ورکړي،چې البته دلته دا ازمېينه په زړه پورې تړاو لري؛ځکه ډېر وګړي په ريا ځان باادبه او ټیټ مخى – متواضع ښيي؛خوپه زړه کې کبرجن وي . الهي ثوابونه تل د ((کريم )) ، (( عظيم )) ، (( کبير)) او له ((غيرممنون )) ( پرله پسې) ، (( نعم اجر)) ( ښه ) له صفتونو سره مطرح شوي؛ځکه  د خداى ثوابونه يې له رحمت او پیرزوینې ‏سرچينه اخلي .

پیغامونه  :

١_  هم مجرم بايد ورټل شي اوهم نېک عمله بايد وهڅول شي . په تېر آيت کې هغه کسان ورټل شول،چې د پېغمبراکرم په مخ کې به يې خپل غږ اوچتاوه،دا آيت او ورپسې آيتونو مودب کسان هڅولي دي . (إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ…. لَهُم مَّغْفِرَةٌ) هو! رټنه اوهڅونه بايد دواړه يو د بل ترڅنګ وي .

٢_  ظاهر ي ادب د باطني تقوا ښکارندوى دى .( الَّذِينَ يَغُضُّونَ…. امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى) (؛يعنې هغوى چې ورو  ګړېږي متقي زړونه لري) .

٣_  اوس چې پېغمبر اکرم نشته او ومړ؛نو  د زيارت پرمهال يې او د ځايناستيو درناوى يې اوس هم پرخپل ځاى پاتې دى.

٤_  لنډمهاله ادب د ژورې تقوى په مانا نه دى . (يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ)( مضارغ فعل دى او د يو کار استمرار او ژوروالى راښيي) .

٥_  په قرآن کې ، چې په هرځاى کې د(( مغفرت )) او((اجر)) ټکي راغلي ؛نو لومړى د مغفرت او بښنې خبره راغلې؛ځکه څو له ګناه پاک نشو ؛نو الهي اجرونه نشو ترلاسه کولاى . ‏ (لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ)

اوس چې دې آيت له رسول الله (ص)  سره د خبرو پرمهال پرادب ټینګار وکړ؛نو موږ به هم څو لارښوونو ته اشاره وکړو،چې اسلام د خبرو اترو پرمهال د  ادب په هکله راکړي دي :

١_  هغه ويناوې رټل شوي،چې عمل ورسره نه وي . ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ(صف/۲)= مؤمنانو! ولې هغه څه وايئ،چې نه يې كوئ؟! ))

 ٢_  خبرې بايد د څېړنې له مخې وي .( ملاچرګک حضرت سليمان عليه السلام ته وويل : پرېکنده اوڅېړل شول خبر مې راوړى ) (بِنَبَإٍ يَقِينٍ) ( نمل / ٢٢)

٣_  خبره بايد په زړه پورې وي (الطَّيِّبِ مِنَ الْقَوْلِ) ( حج/ ٢٤)

٤_  خبره بايد غوڅه ،نږه ‏او رڼه وي . (قَوْلًا بَلِيغًا) ( نساء/ ٦٣)

 ٥_  خبره بايد نرمه او پسته وى . (قَوْلًا لَّيِّنًا)( طه /٤٤)

٦_  خبره بايد د مهربانۍ اوعزت له مخې وي . (قَوْلًا كَرِيمًا) (اسراء/ ٢٣)

٧_  خبره بايد د عملي کېدو وړ وي . (قَوْلًا مَّيْسُورًا ) ( اسراء/ ٢٨)

٨_  له هرچا سره بايد ښه خبره وشي؛ نه له ځانګړو وګړيواو ډلوسره.  (وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسْنًا) ( بقره /٩٣)

٩_  د خبرو لپاره ترټولو غوره چلن غوره کړئ . (يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)( اسرارء /٥٣)

١٠_  بېځايه ، باطلې او چټي خبرې مه کوئ. (َاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ) ( حج /٣٠ ) (عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ) ( مؤمنون/ ٣)

*بېلګې

داچې په دې آيت کې د ادب هغه خاوندان ستايل شوي،چې د پېغمبراکرم په مخ کې یې په ټيټ غږ خبرې کولې؛نو دوى ته يې بښنه او اجر په برخه کړى دى . موږ دلته د ادب او بې ادبۍ هغه بېلګې راوړي،چې په قرآن کې راغلي :

*سره له دې چې خداى د هغې ونې د مېوې له خوړو ‏منع کړي ول؛ خو آدم علیه السلام اومېرمن يې هغه مېوه وخوړه؛نو ورټل شول،هغوى وشرمېدل  ،توبه يې وايسته او بښنه يې وغوښته ،خداى يې هم توبه ومنله، دا بښنه غوښتنه يو ادب و، چې هغوى دواړه یې وژغورل .

*په کربلا کې “حُر” د امام حسين درناوى وکړ،سره له دې چې په پيل کې د يزيد له پلويانو ځنې و؛خو لمونځ يې په امام حسين پسې وکړ،ورته يې وويل : داچې مور دې زهرا ده ؛نو درناوى دې کوم،ښايي همدا ادب يې د ښه پاى لامل شوې وي .

٢_  ابليس حضرت آدم ته سجده و نه کړه ؛نوځکه ورټل شواو د بښنې غوښتنې پرځاى يې  بې ادبي وکړه، و يې ويل : “څنګه ورته سجده وکړم،زه ترې غوره يم ،هغه له  خاورې او زه له اوره يم .” په حقيقت کې هغه د خداى له فرمانه سرغړونه وکړه او د همدې بې ادبۍ له امله پرې د تل لپاره لعنت ويل کېږي  .

د الهي اجرونو ځانګړنې

د خلکو بدلې  لنډ مهالې،وړوې،رغۍ او له منت او نورو بلاوو سره يو ځاى وي . له دې به تېرشو،چې بې له خدایه (ښځه يا مېړه،اولاد، شريک ، ملګرى،حکومت او نور) زموږ له ډېرو چارو خبرهم نه وي،چې اجر يې ورکړي، چې کله ترې خبرېږي يا یې خبروي؛خو د کيني له امله يې ناليدى ګڼي،کله د کنجوسۍ له امله بدله نه ورکوي او کله هم  د ورکړې لپاره څه نه لري،بې له خداىه هر څوک چې وي، د انسان وړې او نيمګړې چارې نه قبلوي ؛خو خداى  لږ کار هم قبلوي (فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ ) اوهم نيمګړى ؛لکه څنګه چې په ځينې دعاګانوکې وايو: خدايه ! که د لمانځه رکوع يا سجدې مې نيمګړې وي ؛نو لمونځ مې له هماغې نيمګړتيا سره قبول کړه . خداى پر غيبونو پرده اچوي او د انسانانو ښېګڼې ښکاره کوي.(يا مَن اَظهر الجَميل و سَتر القبيح) خداى زموږ د کارونو په بدله کې تلپاتې جنتونه راکوي او نور موږ پر لنډمهالو ننګېرنو- احساساتو بدرګه کوي .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!