بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ شيخ محمد عبده په عربي نړۍ کې له علامه سيد جمال الدين وروسته، ستر سمونپالى محمد عبده دى. محمد عبده چې له علامه سيدجمال الدين رابېل شو او مصر ته راغى؛نو ټوله هڅه يې دا وه،چې څنګه د زمانې غوښتنې د اسلامي فکر په رڼا کې ځواب کړي. عبده دداسې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
شيخ محمد عبده
په عربي نړۍ کې له علامه سيد جمال الدين وروسته، ستر سمونپالى محمد عبده دى.
محمد عبده چې له علامه سيدجمال الدين رابېل شو او مصر ته راغى؛نو ټوله هڅه يې دا وه،چې څنګه د زمانې غوښتنې د اسلامي فکر په رڼا کې ځواب کړي.
عبده دداسې چارې په لټه کې و،چې له يوه اړخه د ځينو اسلامي علماوو د فکري جمود او ظاهر بينۍ له امله،اسلام د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو لامل و نۀ شمېرل شي او همدا اړخ پخپله مسلمانان د اسلام پر خلاف را و نۀ پاروي ( هغه چې په ډېرو اسلامي ټولنو کې هم وشول) او بلخوا له علم سره د اسلام د اړخ نۀ لګولو په نامه افراط او زياتى ونشي. اسلامي اصول او مقررات پر ورځېني ذوقونو او سليقو تطبيق نشي،چې په يوه بله بڼه، اسلام عملا له صحنې وايستل شي.
عبده( د علامه سيد جمال الدين پر خلاف) د يو ديني عالم په ټوګه مسئوليت احساس کړ؛نو ځکه دداسې کچو او معيارونو د رابرسېره کېدو په هڅه کې و، چې د کمۍ او زياتۍ مخه ونيسي.
نو ځکه عبده داسې مسايل طرح کړل،چې علامه سيد جمال الدين نۀ وو طرح کړي؛لکه د څلورګونو مذاهبو مقارنه فقه،په اجتهاد کې د حقوقو فلسفي بنيادونو ته دخالت ورکول،په فقه کې د نوي حقوقي نظام را منځ ته کول،چې د ورځني مسايلو ځواب ورکونکي وي،د معاملاتو او عباداتو تر منځ توپير قايلېدل،په بله وينا،د دنيوي او اخروي چارو تر منځ توپير قايلېدل او دا چې فقيه په لومړي ډول کې د اجتهاد حق لري؛خو په دويم کې نۀ او همداسې د اجماع په هکله يې ځانګړى ليد درلود او دا چې د اجماع اعتبار همغه د عمومي افکارو اعتبار دى او همداسې په اسلام کې د شورا اصل همغه د ديموکراسۍ اصل دى،چې لويديځ تر اسلام څو پېړۍ وروسته رامنځ ته کړ.
عبده د علامه سيد جمال الدين په څېر پدې هڅه کې نۀ و،چې جوته کړي اسلام د يو ښوونځي او ايدئولوژي په نامه کړاى شي،د اسلامي ټولنې د فکر اډانه شي او دنيوي عزت او اخروي نيکمرغۍ ته يې ورسوي؛نو ځکه هڅه يې کوله،چې د اسلامي مقرراتو(؛لکه د لمونځ،روژې،حج،زکات او انفاق) دنيوي او ټولنيزې فلسفې را څرګندولې او د اسلام د اخلاقي اصولو پايښت روښانه کړي.
عبده د علامه سيد جمال الدين په څېر د اسلامي نړۍ د يووالي په هڅه کې و؛نو ګوندي تعصبونو ته يې تندى نۀ ورکاوه او د عبده د وينا له مخې،چې کله يې نهج البلاغه ولوسته؛نو د خپرېدو او شرح په هڅه کې يې شو او ټول کتاب ته يې لمنليک او شرح ورکړه (ان هغو خطبو ته هم چې د خلفاوو پر خلاف وې).
عبده له علامه سيد جمال الدين سره په دوو لورو کې اختلاف درلود: (١) د علامه سيد جمال الدين انقلابي فکر کاوه او عبده د ورو ورو سمونې پلوى و.
(٢) د سيد د برنامې په سر کې له استبداد او استعمار سره مبارزه وه او ګروهمن و،چې لومړى بايد د فسادونو مورينه جرړه راوايستل شي؛خو عبده (لږ تر لږه د عمر په وروستيو او په پاريس کې له علامه سيد جمال الدين تر بېلېدو او مصر ته تر راستنېدو وروسته)ګروهمن و چې د ټولنې ديني ښوونې او روزنې پر سياسي ښوونه او روزنه لومړيت لري.
د ((سيرى در انديشه عرب،١٠٤ مخ)) کتاب د سيد او عبده د کار پايله داسې ليکي:
((د مسلمانانو د ويښتيا پر تاريخ،د علامه سيد جمال الدين او عبده د کار پايلو بېلابېلې اغېزې درلودې.علامه سيد جمال الدين مبارز او زيار کښ انسان و؛خو عبده فکري شخصيت او منځلارى و. علامه سيد جمال الدين د مسلمانانو خلاصون،په فکري خوځښت کې ګاڼه؛خو عبده د مسلمانانو د ديني او اخلاقي روزنې په هڅه کې و.علامه سيد جمال الدين د خپلو سمونو لمنه ټولې نړۍ ته خپره کړه؛خو عبده يواځې د مصريانو پر سمونه بوخت شو؛خو سره لدې دومره توپيرونو ويلى شم، د دواړو د کارونو پايلې د يو بل بشپړونکې وې،په تېره بيا چې دواړو د دين اصلي فکري سرچينو ته ستنېدل،د شريعت د احکامو عقلي مخونه او توجيه او د وخت له مسئلو سره يې همغږي غوښته،له ګوندۍ او اختلافه ځان ژغورنه،د اجتهاد پر بيا راژوندي کېدو ټينګار او ددين د روح او زڼى پېژندو ته د کوښښ پلويان وو او د حکومتونو د لاسپوڅو علماوو له وچ کلک اوقشري ديني قواعدو ځان ژغورنه يې سترې هيلې وې او همدا هيلې او غوښتنې وې چې د اهلسنتو د تجدد غوښتنې بنسټيز اصول شول.