تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له ابوشاکر سره د امام جعفر صادق (رح) مناظره امام جعفر صادق (رح)  د خپل وخت ډېر صبرناکه مدرس او ښووند و، هر ورځ به يې ښوونه کوله او په پاى کې به يې د خپلو علمي مخالفينو پوښتني ځوابولي. د جعفر صادق يو علمى مخالف ابوشاکر نومېده، يو ورځ يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

له ابوشاکر سره د امام جعفر صادق (رح) مناظره

امام جعفر صادق (رح)  د خپل وخت ډېر صبرناکه مدرس او ښووند و، هر ورځ به يې ښوونه کوله او په پاى کې به يې د خپلو علمي مخالفينو پوښتني ځوابولي. د جعفر صادق يو علمى مخالف ابوشاکر نومېده، يو ورځ يې جعفر صادق ته وويل: اجازه ده چې څه ووايم؟

جعفر صادق وويل: هر څه چې ويل غواړې ووايه.

ابوشاکر: ته ولې خپل زده کړيالان پر افسانو غلوې؟

جعفر صادق: ما په کومو افسانو غلولي؟

ابوشاکر: هغه څه چې ته د خداى په هکله وايي له افسانې پرته بل څه نه دي او ته غواړې د دى افسانو له لارې پرخلکو داسې څه ومني، چې وجود نه لري؛نو له دې دليل له مخې خداى نشته. موږ خدای د خپلو پنځو حواسو له لارې نشو درک کولای ممکن ته دا ووايي که څوک د دې پنځو حواسونو له لارې هغه نشي پېژندلاى؛نو کولای شي د باطني حواسو له لارې یې درک کړي؛خو باطني حسونه موږ هغه وخت کارولای شو،چې لومړي مو پنځه ظاهري حسونه مو په کار اچولي وي.

آيا ته کړای شي په خپل ذهن کې داسې يو څيز تجسم کړې چې په هغه کې يو يا څو ظاهري حسونه ښکيل نه وي؟ چې کله ته د يو غايبي دوست شکل په خپل باطن کې مجسموې که ستا د  ليدلو حس نه وي؛نو محال دي چې ته هغه ووينې او که ستا د اورېدو حس نه وي؛ نو محال دي، چې د هغه اواز پخپل باطن کې واورې او چې کله د هغه لاس په خپل لاس کي نيسي، نو د خپلې لامسې له حس څخه کار اخلې او که نه په باطن کې يې لاس نشې لمسولاى؛نو ستا ټول باطني احساسات ستا په پنځو ظاهري حسونو  پورې تړلي دي او کله هم چې ستا پنځه ظاهري حسونه وي؛نو نشې کړای له خپلو باطني احساساتو ګټه پورته کړې. که ته وايې،چې زه خداى پر باطني احساساتو درک کوم زه ستا دا خبره نه منم ممکن له دې وروسته ته راته داسې ووايې ،چې زه خداى په پنځو ظاهري حسونو او باطنى احساساتو نه؛بلکې د عقل له لارې پيژنم زه وايم چې ستا عقل هم له پنځو جسمونو پرته  پر يو څېز باندې هم نشي پوهېدلاى او عقل که غواړې پر څه پوه شي؛نو له همدې پنځو ظاهرو حسونو له لارې به يې پيژنې او که تا وکړای شول،چې د عقل په مرسته داسې کوم دليل راووړ او کومې پايلى ته ورسېدى چې ظاهري حس پکې هيڅ ونډه نه و اخستي؛نو درسره به يې ومنم.ته کولای شي د خپل عقل له لارې د خداى وجود وپېژنې هغه خداى چې ته یې خلک د هغه ستاينې ته رابولى ستا د وهم له قوې پرته بل څه نه دي تا په خپل خيال کې يو موجود تصور کړى او هغه دى په خپل شکل کې را اړولى او دا ځکه چې ته په خپله خبرې کوې،ډوډۍ خورې،ويده کيږې؛نو داسې دې انګېرلي ،چې هغه خبرې کوي، ډوډۍ خوري او ويده کېږي او له دې لپاره چې خپل نفوذ خوندې وساتې هغه چا ته نه ښيي او وايې،چې هغه نه لېدل کېږي او و به نه لېدل شي، هغه له موره نه دى  پيدا او د هغه له صلبه به څوک پيدا نشي.

ستا خداى چې نه لېدل کېږي،د هندوانو د صنم د بوت په څير دى . په هندوستان کې يو داسې بوت شته چې په مخې يې ورته غټه پرده  راځوړنده کړى او هيڅ څوک هغه نه ويني،مشران يې هندوانو ته وايي،چې دا بوت هيڅکله هم ځان بشر ته نه ښيي، ځکه که چا وليد؛نو هغه کس به مړ شي.

هندي صنم د هغې د ساتوونکيو په وينا د زړه سوانې له کبله ځان چا ته نه ښيي، ستا خداى هم له دې لپاره چې په ليدو يې سملاسي څوک مړ نشي؛نو خپل ځان کله هم نه ښيي. ته وايي، چې دا جهان خداى پيدا کړى، هغه خداى چې نه لېدل کېږي او اواز يې نه اوريدل کېږي او يوازې پېغمبر د هغه اواز اورېدلى دى. زه وايم چې دا جهان چا نه دى پيدا کړى او پخپله رامنځ ته شوى د صحرا واښه ايا چا پيدا کړي؟ مګر داسې نه ده چې واښه پخپله په صحرا کې شنه کېږي؟ ميږي او ماشي ايا چا پيدا کړې؟مګر دا ټول ژوي پخپله منځ ته نه دي راغلى؟

اى سړيه!چې د دانشمندۍ دعوى کوې او ځان ته په مسلمانانو کې د پېغمبر ځايناستى وایې تا ته وايم کومې افسانې چې خلکو رانقل کړي په دې ټولو افسانو کې د ایکي يو خداى افسانه ډېره بې بنسټه ده، نوې افسانې که سستې هم وي،د انسان له ژوند سره ورته والى لري او کوم کسان چې په دې افسانو کې دې که څه هم شتوالې نه لري؛خو کړه وړه يې د انسانانو په شان دي، لېدل کېږي، خبرې کوي، ډوډۍ خوري، ويده کېږي او مينه کوي. انسان چې کله يوه موهومه افسانه واوري که څه هم پوهېږي،چې بې بنسټه ده؛خو له اوريدو څخه يې خوند اخلي دا ځکه چې خپل ځان او د خپل ځان غوندې نور کسان د دې افسانې په ښځو او نرانو کې ويني او پوهېږي که څه هم داسې سړى او ښځه نشته ؛خو د داسې کسانو وجود د منلو وړ بريښي. څوک  چې افسانه اوري باور پرې نه کوي؛خو عقل يې ورته وايي د کومو ښځو او سړیو نومونه چې په افسانه کې اخستل کېږي وجود يې شونی دی.لکه څرنګه چې مې مخکې وويل د انسان عقل په پنځو ظاهري حواسونو پورې تړلى دى او د کوم خداى په اړه چې ته خبرې کوې؛نوعقل يې نشي منلاى؛ځکه عقل داسې يو موجود نشي منلاى،چې نه لېدل کېږي، نه اورېدل کېږي،نه بوى کېږي او نه لمس کېږي.

له تا څخه مخکې چې کوم پېغمبر و او له هغه وروسته ته هم د يو نه  ليدونکى خداى په هکله خبرې کوې،چې خلک پرې وغلوۍ او وايې،چې خدای هر څه ويني، خو هغه نه ليدل کېږي،هغه موږ ټول ويني؛خو موږ هغه نشو لېدلاى.اخر هغه خداى چې جسم نه لري؛نو څرنګه کولای شي،چې نور خلک وويني، هغه جسم او ژبه هم نه لري؛نو خبرې به څرنګه وکړاى شي او هغه څوک چې جسمې موجوديت نه لري؛نو څرنګه کولای شي يو څه خلق کړي؟ وينم چې ځينې ستا پر خبرو غلېږي او مني . داسې خداى شته،چې نه لېدل کېږي؛خو زه ستا په خبرو نه غوليږي او د هغه خداى په اړه ستا دا افسانه نه منم،چې نه لېدل کېږي.

زه هغه خداى منم،چې په خپلو دوو سترګو يې ووينم په دوو غوږونو يې اواز واورم که اواز نه لري په دواړو لاسونو يې لمس کړم زه د هغه خداى ستاینه کوم چې له لرګي او يا تيږي څخه جوړ شوى وي ؛ځکه چې زه هغه لېدلاى شم او په لاسونو يې لمس کولای شم. ته به  دا وایې،چې دا خدى تا پخپله جوړ کړى او تا رامنځ ته کړى؛نو غوره نه ده چې ستاینه يې وکړم، ايا هغه نه ليدونکى خداى چې ته ورته خلک د ستاينى او عبادت لپاره رابولې تا پخپله له خپلى وينا او پندار څخه نه دى پيدا کړی،زه او ته دواړه د خپل خداى پيدا کوونکى يو، توپير يې دا دى،چې زما خداى لېدل کېږي،د لمس وړ دى حال دا چې ستا خدى نه لېدل کېږي او نه د لمس وړ دى.

زه له افسانو پلوى نه کوم وروسته له دې مې چې خپل خداى پيدا کړ پر ستاينې او عبادت يې پيل کوم. زه داسې هم نه وايم چې هغه دا جهان  او زه پيدا کړى يم؛خو تا ځان ته يو موهوم خداى پيدا کړى. د دې جهان او د بشر د پيدا کېدو افسانه هم ورپورې تړى او وايې که هغه نه وي؛نو جهان او بشر به هم نه وي او څه چې دي، هغه پيدا کړي دي.

زه په افسانې ګروهمن نه یم،داسې نه وايم کوم خداى چې ما په خپله پيدا کړ،جهان او بشر يې هم پيدا کړ؛خو ته پر افسانې ګروهمن یې، وروسته له دې چې خپل خدى دې پيدا کړ؛نو وايې چې جهان او بشر يې هم پيدا کړ،څه ضرورت دى چى ووايي خداى جهان او بشر پيدا کړى دى.

ته ولى د خداى د دې افسانو له لارې خلک بې لارې کوې او ولى نه پريږدې چې خلک د افسانو پر ځاى د واقعيت ستاېنه او عبادت وکړي؟ هيڅ ضرور نه ده،چې خداى جهان او بشر پيدا کړى وي. جهان او بشر پخپله پيدا شوي او دا موږ يو،چې ځان ته خپل خداى پخپله پيدا کوو. خالق خداى نه، موږ یو.  زه  خپل خداى په خپلو لاسونو جوړوم او ته خپل خداى له خپلى پندار څخه پيدا کوې.

جعفر صادق د ابوشاکر دا ټولې خبرى ډېرى په صبر واورېدې او ورته يې وويل: خبرې دى پاې ته ورسيدې که نور څه هم ويل غواړې؟

ابوشاکر: د نه ليدونکى خداى په هکله په خلکو کې خبرى کول او دا چې غواړې خلکو ته هغه ښه ور وپيژنې؛نو تا له دې څخه يوه وسیله جوړه کړې،چې شتمن شې او ژوند دى ښه تير شي. دا زما اخيرنى خبرې وې.

جعفر صادق ستا ځواب به زه ستا د خبرو له پاى څخه پيل کړم ته وايې زه ځکه خلک خداى ته رابولم چې و یې غلوم، د نفوذ خاوند شم او ژوند مې ښه تېر شي که زما ژوند د خليفه په شان وې ستا دا تهمت به پرځاى وي؛خو تا نن دلته زما خواړه ولېدل،چې يوازې وچه ډوډۍ ده او زه بلنه درکوم راسره د شپې کور ته هم ولاړ شه او زموږ د شپې ډوډۍ هم وګوره. اى ابوشاکره که زه په شتمنۍ پسې ګرځيدلاى او ستا په وينا ژوند مې په خوشحالۍ تېرولاى؛نو دا ضروري نه وه،چې د خداى د تبليغ له لارې مې دا کار کړې وای. ما کړای شول،چې د کيمياګړۍ له لارې مې خورا شتمنې لاس ته راوړې واى او که دا  کار مې هم نه واى کړى،سوداګړې به مې پيل کړې واى او په تېره بیا د هېوادونو په هکله زما معلومات د نورو سوداګرانو په پرتله زيات دى پوهيږم چې په هر هېواد کې کوم ډول مال توليدېږي او کوم مالونه بايد نورو هيوادونو ته یوسم،چې ډېره ګټه پکې وکړم.ددې ښار سوداګر    وپوښته،چې په روم او اصفهان کې کوم ډول مالونه ډېر توليدېږي او سړى بايد کوم مالونه جزيره العرب ته راوړي،چې ګټه پکې وکړي. فکر نه کوم که هغوې درته په دې هکله ځواب درکړي.

ځکه د دې ځاى سوداګران يوازې د شام،مصر او د بين النهرين مالونه پيژنې او دا چې په نورو هېوادونو کې کوم ډول مالونه توليدېږي او په جزيره العرب کې څومره ګټه لري؛نو دا ټول له دې بې خبره دي. خو زم پوهيږم،چې په نورو هېوادونو کې کوم ډول مالونه توليدېږي او که دلته راوړل شي؛نو څومره ګټه به وکړي او پردې هم پوهېږم،چې دا مالونه بايد له کومې لارې راوړل شي،چې د وړلو خرڅ يې هم کم وي.

اى ابو شاکره: تا وويل چې زه د خداى تبليغ له لارې خلک غلوم،چې شتمن شم،په ځواب کې يې بايد ووايم تر دې دمه چې زه د خداى تبليغ کوم له چا څخه مې د کوچنيو ډالو پرته هغه هم يوازې له ميوو مې بل څه نه دي اخستي،چې کله د کجورو فصل راورسي،يو انډيوال مې د خپل باغ څخه لږې خرما د خپل خادم له لارې د ډالۍ په توګه راليږي او زه دا ډالۍ ځکه قبلوم،چې انډيوال مې خپه نشي. بل انډيوال مې په طايف کې د انارو باغ لري او د انارو په وخت کې ما ته د ډالۍ په توګه انار راليږي او زه يې ځکه قبلوم چې هغه خپه نشي.

اى ابوشاکره: ومنه څوک هم يو عمر د خداى تبليغ نه کوي،چې په بدل کې يې هر کال څو دانې انار او خرما ګوتو ته راوړي. اى ابوشاکره! اورېدلى مې دې چې ستا پلار مرغلرې خرڅولى او ښايي تا ورسره هم په کوچنيوالي کې کار کړى وي او ته به مرغلرې پيژنى که ته يې پيژنى زه درته وايم چې زه ټول جوهر پيژنم او داسې جواهر به نه ول چې زه يې ونه پيژنم او قيمت يې راته نه وې معلوم.

که ما شتمني لاس ته راوړلاى؛نو ضروري نه وه چې د خداى د تبليغ له لارې مې لاس ته راړوې واى کولای مې شول،چې د جواهرو له لارې يې لاس ته راوړم. ستا پلار خو جواهر خرڅول،پوهېږي چې ياقوت څو ډوله دي.

شاکر منفي ځواب ورکړ.

ايا پوهيږي زمرد  څو ډولونه لري؟ ابوشاکر منفى ځواب ورکړ.

جعفر صادق : ايا پوهيږي الماس څو ډولونه لري؟ او څو رنګونه لري؟

زه د الماس ډولونه او د هر يو قيمت هم پيژنم،بې له دې چې ما جواهر خرڅ کړي وي؛خو زه د خپل علم له اړخه د جواهرو په هکله خورا معلومات لرم، داسې جواهر پلوري هم شته چې ډول ډول جواهر پلوري؛خو نه پوهيږي،چې دا جواهر له کوم ځاى څخه لاس ته راځي؟

ايا ته پوهيږي چې الماس ولى ځلانده دى؟

ابوشاکر:ما او پلار مې الماس نه دې خرڅ کړي او نه پوهيږم،چې الماس ولى ځلانده دى.

جعفر صادق: الماس ځکه ځلانده دی،چې هغه ته تراش ورکوي ايا پوهېږی،چې الماس څرنګه لاس ته راځي؟

ابوشاکر منفي ځواب ورکړ.

جعفر صادق: الماس په نهرونه او سيندونو کې پیدا کېږي او له پيدا کيدو وروسته يې ځانګړو استاذاتو ته ورکوي،چې تراش يې کړي او له دې وروسته الماس ځلانده کېږي دا استاذان له کوچنيوالي څخه د خپل پلار ورور يا نورو خپلوانو تر لاس لاندې روزل کېږي او د الماس تراش کول خورا ګران کار دى او ډېر دقت غواړي او الماس په بل څيز نه؛بلکې په خپله پر الماس باندې تراش کېږي،دا درته ځکه وايم که زه په شتمنۍ پسې ګرځيدلاى؛نو مرغلرې به مې پلورلې او زه چې جواهر د علم له مخې؛نو کولای مي شول په ډېره کمه موده کې له دې لارې شتمن شم،اوس ستا اصلي نيوکې ته راځم. تا وويل چې ته افسانې اورې او زه خلک د هغه خداى ستاينې او عبادت ته رابولم،چې نه لېدل کېږي،اى ابوشاکره! ته چې له نه ليدونکې خداى څخه منکر يې ، کړای شې،خپل دننه ويني؟

ابوشار: نه

جعفر صادق: که تا کله هم خپل دننه ليدلى واى، نو دا به دې نه ويل، ځکه چې خداى نه ليدل، کېږي؛نو نه ليدونکى خداى يو افسانه ده؟

ابوشاکر: د دننه ليدل د هغه نه ليدونکى خداى د ستاينې او عبادت سره څه اړيکه لري؟

جعفر صادق: ته وايي هغه څيز چې نه لېدل کېږي، نه اوريدل کېږي، نه لمس کېږي، نه بوى کېږي، نه څکل کېږي، دا څيز شته والی نه لري او له دې کبله چې موجوديت يا شته والی نه لري؛نو د ستاينې وړ هم نه دى.

ابوشاکر وويل: همداسې ده.

 جعر صادق: ايا ته په بدن کې د وينې د حرکت غږ اورې؟

ابوشاکر زه يې اواز نه اوريم، خو ايا وينه په بدن کې بهيږي.

 جعفر صادق: هو وينه په بدن کې بهېږي ايا ته په خپل بدن کې د وينې حرکت بوى کوى؟

ابوشاکر: نه

جعفر صادق: اى ابوشاکره! وينه په هر څو دقيقو کې ېو ځل په ټول بدن کې حرکت کوي او که د وينى دا حرکت په بدن کې د څو دقيقو لپاره په ټپه ودريږي، نو ته به مړ شي ايا تر ننه پورې دى په پخل بدن کې  د وينې بهېدل ليدلي دي؟

 ابوشاکر: نه! زه نشم منلای ،چې زما په بدن کې وينه بهېږي.

جعفر صادق: ستا جهل ستا خنډ دى او نه دى پريږدي،چې د وينې بهيدل په رګونو کې ومنى او د همدې جهل له کبله نشې کړای ایکی یو او نه ليدونکى خداى وپېژنې ايا هغه مخلوقات چې خداى پيدا کړي او ستا په بدن کې يې په کار اچولې او ته د هغې له کبله ژوندى يې ايا ته ترې خبرې يې؟

ابوشاکر: نه

جعفر صادق: تا ځان يوازې پخپلو مشاهداتو پورې تړلى او وايې هغه څه چې نه ليدل کېږي، وجود نه لري، او د هغه له وجود څخه خبر نه يې.که ته  په لږ څه علم پسې تللى وې او خپل جهل دى لږ څه کم کړاى واى او ځان دى خبر کړى واى،چې ستا په وجود کې دومره ځان لرونکى څيزونه شته چې شميره يې د دښتو له شږو سره برابره دي، هغه ستا په وجود کې منځ ته راځي، بچى اچوى او د څه مودې له کار څخه وروسته مري؛خو ته هغه نشي ليدلاى، نه يې شې اوريدلى، لمس کولای يې نشي او نه يې بوى کولای شي او نه يې څکلاى شي. اى ابوشاکره! هغه ځان لرونکى ژوي چې ستا په بدن کې ژوند کوي شميره  يې په جهان کې د ميشت خلکو او د دښتو له شږو زياته ده هغه منځته راځي، لويږي،چې ته ژوندى پاتې شي او که خداى دا موجودات د لږ څه ځنډ لپاره په ټپه ودروي، ته به مړشي.

 ځکه چې ته ناپوه يې او له دې ژویو څخه منکر يې او وايي، چې اواز يې نه اوري، نه يې ګورم، نو نه يې منم، تا داسې انګېرلې څه چې تا هڅوي په پخل بدن کې له دې  ژویو منکر شي، ستا دعقل او فهم قوه ده، حال داچې دا ستا د بې عقلۍ او بۍ فهمۍ قوه ده ،ستا ناپوهيي او نافهمى تا نه پريږدې او منکر يې چې د بدن په رګونو کې وينه بهيږي او په بدن کې ځينې ځان لرونکي ژوي شته.

افسوس دا دی چې په دې جهان کې داسې کسان هم شته،چې سترګې لري؛خو نه ويني،غوږونه لري؛خو نه اوري او  خپله ناپوهيي،علم او خپل ابلهتوب عقل ګني. دا يې ولى ويلي که چا خپل ځان وپيژنده؛نو خپل خدا ى به وپېژني. اى ابوشاکره ! که تا خپل  ځان پيژندلى واى او پوهيدای،چې ستا په وجود کې څه تيرېږي او څومره ژوندي ژوي ستا په بدن کې پيدا کېږي او مري،چې ته ژوندى پاتې شي؛نو دا به دى نه ويل،هغه خداى چې زه يې نه وينم اواز يې نه اورم، لمس کولای يې نشم؛نو  وجود يې هم نه منم او ایکي یو او نه ليدونکى خداى زه يو افسانه بولم. اى  ابوشاکره ! دا تيږه وينې؟ ته به وايې چې دا تيږه جامده بى ځنه او بې حرکته ده او که څوک درته ووايي چې دا تيږه حرکت لري؛نو وبه يې نه منې،ځکه چې په سترګو يې نه وينې او دا به وايي چې افسانې غږوي او ځان ته به هم عاقل وايې،چې دا افسانه نه منې او ته به له خپلې نادانۍ بې خبره يې او د تيږي پر دننني حرکت به نه پوهيږې او کېدای شي داسې ورځ راشي چې د خلکو د پوهې کچه دې حد ته ورسېږي،چې د تيږې دنننی حرکت وويني (د امريکا په يو علمى مجله چې په کال ١٩٧٣ کې خپره شوى وه چې د ليزر په واسطه يې د تيږي د ماليکولونو حرکت ليدلى دى).

اى ابوشاکره! تا وويل،چې په دې جهان کې هر څه پخپله رامنځ  ته شوي او پيدا کوونکې نه لري. ودې ويل، چې په دښتو کې واښه په خپله کېږي او څوک يې نه پيدا کوي؛خو دا فکر دى نه و کړى،چې واښه هږې و نه لري نه راخيژي او د وښو هږۍ چې کله په ځمکې کې ولوېږي،چې د اورښت له لارې ځمکه لمده نشي، واښه نه راشنه کېږي اورښت هم په خپل نه اوري؛بلکې د هغو بخارونو له کبله چې په ځمکه کې پيدا کېږي او د وريځو په شکل کې په فضا کې راپيدا کيږي او دا اورښت هر کله نه وي؛بلکې په ځانګړو فصلونو کې اوري که اورښت نه وي او ځمکه لمده نه کړي او د وښو هږۍ په ځمکه کې ماته نه کړي؛نو زرغونه به نشي. جرړې به پيدا نه کړي؛نو هيڅ واښه به په دښتو کې پيدا نشي. د لسو ډولونو وښو هږي په يو بند لوښي کې چې له اوبو ډک دى واچوه وګوره چې جرړه او پاڼې پيدا کوي او که نه؟ په دښتو کې د وښو د شنه کيدو لپاره يوازې رطوبت يا لمده بل بسیا نه دی ؛بلکې هوا ته هم ضرورت لري او په هوا کې داسې اغېز شته،چې بوټى زرغونوي او د هغې د ودې لامل ګرځي.

اى ابوشاکره! کولای شو،چې په يخو سيمو کې واښه په ځانګړو تودو خونو کې زرغون کړو؛خو شرط يې دا دې چې بايد هوا وي، په يخو سيمو کې په دې ځانګړو تودو خونو کې ميوى لاس ته راوړل کېږي، خو هوا بايد ورسره وي،که هوا نه وي؛نو په دښتو کې به واښه زرغون نشي او په ځانګړو تودو خونو کې به ميوى هم ونشي او له هوا پرته به انسان او ځنارو هم پاتې نشي . اى ابوشاکره! هوا ستا او د نور خلکو د حيات وسيله ده ته یې نشې لېدلاى او چې کله باد وي، وجود يې حس کولای شې ايا کولای شې د هوا له وجود څخه منکر شې؟ ايا کولای شې له دې هم منکر شې، داچې په دښته کې  واښه زرغون شي بايد له خاورې، اورښت، هوا او فصل ګڼ عوامل سره يوځاى شي،چې واښه راشنه شي او داسې يوه اداره کوونکي او څآروونکې قوه بايد وي،چې دا تول عوامل يو له بل سره يو ځاى کړي او دا څاروونکې او اداره کوونکې قوه خداى ده. که ته د علم خاوند وې؛نو پوه شوى به واى. حکمت دا نه مني چې يو څيز پخپله رامنځ ته شي او د هر څيز د رامنځ کېدو بايد يو خالق ووسي او دا کېداي شي، باد وي، بوټي وي او يا ژوندي ژوي لکه انسان.

ته که د پوهې خاوند واى پوه شوى به واى،چې د ګڼو حکيمانو په مينځ کې يو کس هم داسې  نه و، چې پر خالق باندې معتقد نه اوسي. هغه څه چې په ظاهره ښکاري او ځينې کېدای شي داسې و انګېري،چې ځينو حکيمان په خالق ګروهمن نه ول حال دا چې دوى به خالق د الله له نوم څخه پرته په کوم بل نوم ياداوه او حتى هغه کسان چې د خالق وجود په مطلقه توګه نفى کوي بيا هم دوى په خپل حکمت کې په مبدا ګروهمن دي او نشي کولای چې پخپله ګروهه کې له مبدا څخه بې نيازه او وسي. اى ابوشاکره! له خالق څخه منکريدل عقل نه؛بلکې ناپوهي ده.عاقل انسان يوازې د څو شېبو لپاره د بدن نظام په پام کې نيسي او په دې پوهيږي،چې دا تلپاتې او بې عيبه نظام يو ناظم لري او جهان هم يو ناظم لري او هيڅ څيز نشي کولای،چې د دنيا په نظام کې ګوتې ووهي.

اى ابوشاکره! تا وويل چې ما او تا دواړو خداى پخپله جوړ کړی او مطلب دى دا و چې موږ پخپلو لاسونو خپل خداى پيدا کوو. توپير يې دا دى چى ته خپل خداى د ترکاڼۍ او يا هم له تيږي جوړوې او زه خپل خداى له خپلې انديشې څخه پيدا کوم. ستا او زما په خداى کې ستر توپير دى او هغه دا،چې مخکې له دې چې ته د ترکاڼۍ يا د تيږو د ګرولو (حجاري) وسايل او ابزار په لاس کې ولرې او په کار پيل وکړې ستا خداى نه و؛خو زما خداى مخکې له دې چې زه خپله انده -انديشه په کار واچوم موجود و. ما خپل خداى نه دى جوړ کړى او هغه مې له خپلې انديشې نه دى را ايستلى؛خو ستا په وينا تا خپل خداى پخپلو لاسونو جوړ کړى او مخکې له دې،چې ته هغه جوړ کړى د لرګۍ او تيږي پرته بل څه نه و. ما خپل خداى له خپلې اندې – انديشې نه دى را ايستلى دا ځکه چې زما خداى زما له انديشې مخکې موجود و څه چې ما کول او اوس يې هم کوم، غواړم د خپلې انديشې له لارې د خپل خداى عظمت لاپسې ښه وپيژنم، چې کله ته يوې دښتې ته ځې او يو غر ويني او په دې لټه کې کېږي،چې هغه ښه وپېژنې ايا زه ويلای شم چې دا غر تا پخپل لاسونو پيدا کړې يا دې له خپلې انديشې پيدا کړى؟غر له تا مخکې هم و او وروسته له تا به هم وي څه چې ته کوې هغ دا دي،چې په دې لټه کې شې،چې ښه يې وپيژنې،ستا دا پېژندنه هم ستا د معرفت په کچى پورې اړه لري.ته  نشي کړای،چې غر په ښه توګه وپېژنې، ځکه چې ستا د پوهې کچه دومره نه ده، چې پرې د غر پر مبدا باندې پوه شي او همداراز د غر په منتها هم پوه شې، نه پوهيږې ،چې غر له څه څخه جوړ شوى او په مينځ يا بيښ کې يې کوم ډول معدنونه دي او دا معدنونه انسان ته څومره ګټور دي ته نه پوهېږې، کومې ډبرې،چې په غره کې دي په کوم وخت کې او څرنګه منځ ته راغلي دي که تا  پوهه درلودلای؛نو نه به دې ويل، چې ما خپل خداى چې يو بوت دى له لرګى او تيږي لاس ته راوړی،ځکه  کومه تيږه او لرګې چې ته ترې خپل بوت جوړوې تا نه دى پيدا کړی.

ايا ته پوهېږې له کومې تيږې،چې ته بوت جوړوې له تا څه په زرونو کاله مخکې موجوده وه او تر تا وروسته به هم وي او ايا په دې پوهېږې له کومې تيږي چې تا بوت جوړ کړى د جهان له نورو برخو څخه دلته راغلى دا ځکه چې  د ځمکې  مختلفى برخى تل د حرکت په حال کې دي؛خو زموږ سترګې دا حرکت نشي ليدلاې ( د ځمکې  پوهنى په ټولو کتابونو کې دا يو علمي واقعيت دې،چې د ځمکې  مختلفى قارې تل د حرکت په حال کې دي او امريکا او افريقا د قارو د حرکت سرعت په کال کې شل سانتې متره دى. د امريکې قاره  د غرب په لور روانه ده او د اسيا او اروپا قاره د شرق په لور روانه ده او په راتلوونکيو پنځه ديرش يا څلويښت ميلونو کالو کې به د امريکې  قارې له غرب څخه د اسيا له قارې سره ونښلي)

که ته پوه کس واى او په خداى ګروهمن وای،پوه شوى به واى،چى په دې جهان کې داسې يو څيز نشته،چې حرکت ونه لري، په دې جهان او زموږ په ژوند کې سکون مانا نه لري؛ځکه موږ په يو حال کې هم ساکن نه يو،حتى په خوب کې هم د ځمکې د طبعيت له مخې موږ حرکت کوو او دا حرکت،دهغو دننني حرکاتو سره توپير لري، چې زموږ په دننه کې دي.

اى ابوشاکره! زه له دې ډېر کوچنی،يم چې وکولای شم خپل خداى له خپلې انديشې پيدا کړم، هغه زموږ انديشه پيدا کړې، چې هغه پرې لا ښه وپېژنم زما انديشه تر ما څخه وروسته له منځه ځي؛خو خدای تلپاتى دى. اى ابوشاکره! چې کله وايم له منځه ځي، موخه مې دا نه ده چې مصدوم کېږي، دا ځکه چې عدم نه شته او ټول هر څه د تحول او بدلون په حال کې دي او په دې جهان کې يوازې خداى دی،چې کله هم بدلون نه مومي.

اى ابوشاکره: له کومې تيږي چې ته بوت جوړوې که دا دې ښه پيژندلى واى؛نو په دې اسانۍ به د خداى له وجود څخه نه منکرېدې او دا به دى راته نه ويل،چې تا خپل خدای له خپلې انديشې څخه پيدا کړى. ته تيږه نه پېژنې او داسې خيال کوې،چې دا تيږه ستا د لاسونو مطيع ده او ته کولای شې هغه په هر شکل کې وتوګې او ته چې نن دا تيږه غواړې هر شکل او صورت ترې جوړ کړې،خداى دا تيږه له ډېر پخوا څخه له مايع څخه جوړه کړى وه،چې ته نن وکړای شې هغه وتوګې او که نه دا تيږه به لکه د شيشې په شان ستا په لاس کې ماته شوې واى.

ابوشاکر: دا تيږه له مايع جوړه شوې ده؟

جعفر صادق: هو.

ابوشاکر په کټ کټ وخندل،د جعفر صادق يو زده کړیال غوښتل هغه چوپ کړي؛خو جعفر صادق وويل: پريږده چې وخاندي.

ابوشاکر: زه ځکه خاندم چې ته وايې دا کلکله تيږه له اوبو څخه جوړه شوې ده.

جعفر صادق: ما نه دى ويلي چى تيږه له اوبو څخه جوړه شوى ؛بلکې دا مې وويل،چې تيږه په پيل کې اوبه وه.

ابوشاکر: څه فرق کوي، مايع خو هماغه اوبه دى.

جعفر صادق: داسې څيزونه شته چې مايع دي، لاکن اوبه نه دي، يا دا چې خالصى اوبه نه دى، شوده مايع دي؛خو اوبه نه دي، سرکه مايع ده؛خو څوک ورته اوبه نه وايي؛خو په دواړو کې لږ مقدار اوبه شته، تيږه هم په پيل کل مايع وه؛خو د اوبو په شان نه و؛ بلکې د اوبو په شان به روانې وى. زياته تودوښه يې درلوده،خداى دا تودوښه کمه کړه او داسې يخه شوه چې جامد شکل يې پيدا کړ او ته ترې نن بوت جوړولاى شي،همدا تيږه چې جامده ده د زياتې تودوښې لارې يې په شکل کې بدلون راځي او په مايع بدليږي.

ابوشاکر: زه چې نن کور ته ولاړم تيږه په اور کې کيږدم وبه وينم چې ته رښتيا وایې او که نه؟

جعفر صادق: اى ابوشاکره! د کور د اور په تودوښه دا ناشونې ده ايا ته کړای شې د کور په اور کې اوسپنه ويلې کړې؟

ابوشاکر: نه.

جعفر صادق: د تيږې د ويلي کيدو لپاره يو داسې بټۍ ته ضرورت دى، چې پکې ډېر خس د ډېرى مودې لپاره وسوزي،چې بټۍ ښه ګرمه شي او تيږه ويلي کړي ما غوښتل چې درته دا ووايم هغه بوت چې ته يې له تيږي جوړوي او داسې انګېرې،چې تا تراش کړې،هغه خداى پيدا کړې،هغه په پيل کې له مايع څخه تيږه پيدا کړه،چې ستا څټک او قلم هغه مات نه کړي او که شيشه وي؛نو د څټک او قلم لا لارې دې نشو ګرولاى او ځانګړى شکل دى هم نه شو ورکولاى.

ته خداى پيدا کړى لاسونه ګوتې او شعور يې درکړ،چې څټک او قلم په لاس کې ونیسې او له تيږي څخه د انسان په شکل او يا هم د ځناورو په شان شکلونه جوړ کړى دا درسره منم چې د تيږي په ګرولو او تراشولو په پړاو کې دا ته يې چې خپل خداى جوړوې؛خو کوم وسايل چې ته د خپل خداى په جوړولو کې ترې کار اخلي،نه ليدونکى او ایکي یو خداى پيدا کړي دي.

اى ابوشاکره! د بوت د تراشولو او جوړولو دا شعور تا ته خداى درکړې که يې نه واى درکړى؛نو دا بوت به دې نه واى جوړ کړى او ورته به دې خداى نه وايه.

اى ابوشاکره! تا پوښتم او ځواب به يې سم راکوې.

ته چې له تيږي دا بوت جوړوې او ورته خپل خداى وايې، ګروهمن یې ،چې دا تيږه به په دې وتوانيږي چې ستاحاجات پوره کړي؟ که ناروغه شي؛نو دا تيږه به ستا درملنه وکړي؟ که يو ساري ناروغي راګډه شي، دا تيږه به يې لرې کړای شي؟ که په مدينه کې ورښت ونشي، آيا دا تيږه به وچکالي له منځه یوسي او ورښت به راوړي؟ که ته پوروړې وې؛نو دا تيږه به دې پور ورکړي ؟

ابوشاکر: زه له خپلې خدای څخه داسې انتظار نه لرم.

جعفر صادق:  دا انتظارات له چا څخه لرى؟

ابوشاکر: سم يې نه شم ويلای چې دا انتظارات له چا څخه لرم؛خو حس  کوم چې د تيږي په دننه کې څه شته چې هر څه کړای شي.

جعفر صادق: هغه څه دي،چې د تيږي په دننه کې دې ايا جنس يې له تيږي دى؟

ابوشاکر: که د تيږي له جنس څخه وي؛ نو هيڅ کار به ونه کړي.

 جعفر صادق: اى ابوشاکره! ستا په عقيده هغه څېز چې د تيږې په دننه کې دى او د تيږې له جنس څخه هم نه دى او کړاې شي هر کار وکړي، ايا نه ليدونکى ایکي یو خداى دى؟

ابوشاکر لږ څه  ځنډ وکړ او له ځان سره يې فکر وکړ او ويې ويل: آيا نه ليدونکى ایکي خداى د تيږې په دننه کې دى؟

جعفر صادق:  ایکي یو ليدونکى خداى په هر څيز او هر ځاى کې  دى.

ابوشاکر: زما عقل دا نه مني کوم څېز چې نه لېدل کېږي هغه به په هر ځاى کې  وي.

جعفر صادق: ايا ستا عقل دا نه مني چې هوا نه لېدل کېږي؛خو په هر ځاى کې  ده؟

ابوشاکر: که هوا نه لېدل کېږي، خو ستا د وينا له مخې  د باد د لګېدو په وخت کې حس کېږي، خو ستا خداى خو نشي حس کېدلاى.

جعفر صادق: چې کله باد نه وې، ته هوا حس کولای شې.

ابوشاکر: نه

جعفر صادق: ايا دا منې هغه څه چې نه لېدل کېږي او نه حس کېږي په هر ځاى که شته؟

ابوشاکر مثبت ځواب ورکړ.

جعفر صادق: خداى هم نه لېدل کېږي؛خو په هر ځاى کې شته،من باب مثال د هوا په څېر دې. من باب مثال ځکه وايم چې هوا له عناصرو جوړه شوى او مخلوق ده .د دى يعنې هوا او خالق ترمنځ شباهت او ماهيت وجود نه لري. هغه شعور چې  تا ته وايي بوت جوړ کړه او لکه څرنګه چې تا پخپله وويل له دې بوت څخه يو کار هم نه کېږي او د هيڅ کار د تر سرکولو توان هم نه لري؛خو په دننه کې مې داسې يو څېزدى،چې کړای شي ستا حاجات پوره کړي،همدا شعور درته وايي چې ته د خداى له عبادت څخه پرته نشې کړای ژوند وکړى او هيڅ چاره نه لرې او بايد د خداى عبادت وکړی.

ابوشاکر: دا منم چې زه د بوت له عبادت څخه پرته ژوند نشم کړای.

حضرت صادق: داسې مه وايه  چې د بوت عبادت کوم .

ايا که ته نن د کوم علت له مخې له عبادت څخه پاتې شي ژوند کړای شي؟

ابوشاکر: نه.

جعفر صادق: ستا په څېر هر انسان ناچاره دى،چې د خداى عبادت وکړي که د خداى عبادت و نه کړي، په ژوند کې به نه لارښود ولري او نه اډ‌انه. که څوک په ژوند کې د خداى عبادت و نه کړي مثال يې داسې دى که يو څوک د يوى شيبې لپاره د ليدلو،اوريدلو او لمسولو حواس  له لاسه ورکړي ؛نو هغه به لار ورکه کړي،چې چېرته ولاړ شي څه وکړي او پر چا تکيه وکړي.

په ژوند کې د خداى عبادت ډېر زيات ضروري دى، ځنارو هم د خداى عبادت کوي، موږ يې په ژبه نه پوهيږو،چې هغوي څه وايي که پوهېدلاى؛نو اورېدلی به مو وای،چې هغوى هم د خداى ستاینه کوي. موږ له ځناورو سره خبرې نشو کړای، چې آيا تاسې هم په خداى ګروهمن یې ‏او که نه؛خو د خپل عقل له لارې پوهېږو،چې ځناور هم د خداى عبادت کوي او کوم نظم يې چې په ژوند کې دى ددى ښکاروندى دى چې د خداى عبادت کوي. زه نه وايم چې د خداى د عبادت په هکله ځناور هم زموږ په شان ګروهمن دي؛خو شک او ترديد نه لرم چې هغوي هم د يوې مبدا د قواعدو مطيع دي او له دې قواعدو څخه په صميمانه توګه اطاعت کوي او که دا شان نه وی؛نو کوم ترتيب چې اوس موږ  د هغوي په ژوند کې  وينو نو دا به نه و.

ته پوهيږى چې د پسرلى له پيل څخه مخکې په يوه ځانګړې اوونۍ کې  یوه مرغۍ راځي او سندرى وايي او موږ فکر  کوو چې د پسرلى زېرى يې راوړې دى. دا يو مهاجره مرغۍ ده او راتګ يې ډېر منظم  دى. که د ژمي اخرينۍ ورځئ ډېرى هم يخى وي؛نو راتګ يې له يوى اوونى يا څو ورځو څخه زيات نه ځنډيږي. له دى وروسته ؛چلچله له ډېر لرى ځاى څخه راځي او په تير پسرلې کې یې،چې په کوم ځاى کې يې جاله  وه، بېرته هماغه ځاى کې  جاله جوړوي.

 آيا دا مرغان د يوى ځانګړې ګروهې او قواعدو له پلوۍ پرته کولای شي په ژوند کې د داسې نظم خاوندان شي،دوى خپل کارونه له ناغېړۍ او ځنډ پرته پر ځانګړې او معلوم تاريخ سرته رسوي.

اى ابوشاکره! بوټې هم د خپل شعور له مخې د خداى احکام مني  د خداى،يو سل او پنځوس طبقى بوټې پيدا کړي او هره طبقه يې بيا په څوڅو ډولنو ويشلې ده. ته به يو بوټې هم ونه ګوري چې نامنظم ژوند ولري.

اى ابوشاکره! بوټې هم زما او ستا په شان خپل خداى نه ويني؛خو د خپل شعور له مخې يې ستاېنه او عبادت کوي او له ناغېړۍ او ځنډ پرته خداى مني او په خپل ژوند کې  د ځانګړي نظم خاوندان دي.

 زه پوهيږم څه چې زه وايم، نشې کولاى،چې هغه ومني او پرې پوه شي دا ځکه چې د ځينو مسايلو د فهم لپاره بايد سړى کم تر کمه د علم مقدمات ووايي،چې د سړى عقل لږ څه وروزل شي او د ناپوهۍ له پړاو څخه لږ څه پياوړي شي او د ځينو مسائلو د درک لپاره چمتو شي.

زه وايم نه يوازې ځناور او بوټى د خپل شعور له مخې د خداى عبادت کوي؛بلکې جمادات هم د خپل جمادي شعور له مخې د خداى عبادت کوي او که د خداى عبادت يې نه کولاى؛نو جمادي ژوند به يې خراب ، ذارت به يې یو له بل څخه بېل او شېندل شوي واى.

اى ابوشاکره! کومه رڼا چې پردې ځاى لږي او له کبله يې موږ يو بل وينو د دى رڼا مبدا لمر دى او لمر هم دخداى عبادت کوي. لمر ته هم خداى ځانګړي قواعد مقرر کړي او د لمر اطاعت له دې قوانينو ډېر دقيق او منظم دى. رڼا د دوو متضادو عواملو له يوځای کېدو څخه لاس ته راځي. دا دوه عوامل هېڅ يو په يوازې ځان رڼا نه لري او دا عوامل هم د خداى د ځانګړې قواعدو لاروي کوي،ترڅو رڼا منځ ته راوړي.

اى ابوشاکره! که خداى نه واى؛نو دا جهان به هم نه و، زه او ته به هم نه واى.

که د يوې شيبې لپاره د خداى پام له جهان څخه واوړي؛نو په جهان کې به شته ټول څيزونه له منځه ولاړ شي؛يعنې په بل څيز به بدل شي؛خو د خداى پام له جهان څخه نه اوړي؛ځکه د جهان ټولې چاري ثابتې او تلپاتې دي او د خداى د قانون مطيع دى.

خداى پوه او دانا دى او د مطلقې پوهې له لارې يې چې کوم قوانين د جهان د چارو تنظيم لپاره وضع کړى تلپاتى دى.

سرچینه : امام جعفر صادق: د استراسبورګ اسلامي مرکز څېړنه

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!