بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د کړنو پوپناه کېدل او له منځه تلل ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ= مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو له بل سره […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د کړنو پوپناه کېدل او له منځه تلل
((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ= مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو له بل سره خبرې کوئ،له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ،هسې نه چې په ناخبرۍ کې مو كړه وړه تويې ولاړ شي.))
د حجرات د سورت دويم آيت د پېغمبراکرم (ص) په مخ کې لوړغږ د کړنو د له منځه تلو لامل ګڼي،وايي : د ټولو ښه کارونو ثواب به مو له منځه ولاړ شي،بې له دې چې خبر شئ ؛نو ښه به وي،چې د کړنو د له منځه تګ په باب څه خبرې وکړو :
“حبط” په لغت کې ورستنېدو او له منځه تلو ته وايي؛لکه څنګه چې خواړه او درمل،ساړه او تاوده ، اور او اوبه يو پر بل اغېز کوي، د انسان کړه وړه هم يو پر بل اغېز کوي . دوو لاندې مثالونو ته پام وکړئ :
الف : که يو کارمند تر شل کاله ګټورخدمت وروسته د خپل کار د خاوند اولاد ووژني ؛نو دا وژنه به یې شل کلن خدمت پر سيند لاهو کړي،چې ددې تېرو کړنو منځه تلو ته “حبط” وايي .
ب : که يو کارګر شل کاله خپل مالک کړولى وي ؛خو که يوه ورځ د مالک زوى د ډوبېدو په حال کې وي او و يې ژغوري؛نو دا خدمت به يې د مالک پرشل کلنې غوسې د نرمۍ اومهربانۍ يخې اوبه واړوي .هغه خدمت،چې بدۍ له منځه وړي ورته “تکفير” يا “کفاره” وايي .
د پورته مثالونو په رڼا کې ويلاى شو،چې د انسان چلن او مانیز – معنوي مسائل هم يو پر بل اغېزکوي . څو قرآني بېلګو ته پام وکړئ :
١_ کفر، ارتداد ، پر خلکو د خداى لار تړل او د خداى له رسول سره جګړه د کړنو د تس نسېدو لامل دى . ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ (محمد/٣٤) = په حقيقت كې هغوى چې كافران شول او (خلك يې) د خداى له لارې واړول بيا دكفر په حال كې ومري؛نو خداى به يې هيڅکله ونه بښي. ))
٢_ کوم کسان ، چې داسې چارې کوي ،چې خداى غوسه کوي او هغه چارې نه کوي ، چې خداى پرې خوشحالېږي؛نو دا دواړه د کړنو د تس نسېدو لامل دي . (( ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ ( محمد/٢٨ ) = دا ځكه چې د هغه څه لاروي يې وكړه،چې خداې پرې غوسه كېږي او د هغه (خداى) خوښي يې نه خوښوله؛نو (خداى) د هغوى كړه وړه تس نس كړل . ))
٣_ شرک ، نفاق ،دنيا غوښتنه ، د انبياوو او عدالت غواړيو وژنه، د کړنو د د تس نسېدو لامل دي . (زمر/ ٦٥- توبه/ ٦٨ ؛ هود /١٦-آل عمران /٢٤ )
٤_ پر هغه چا منت کول ، چې مرسته مو ورسره کړې وي، د کړنو د د تس نسېدو لامل دى .((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لاَّ يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِّمَّا كَسَبُواْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ( بقره /٢٦٤ )= مؤمنانو! خپل خيراتونه مو په منت (ايښوولو) او ازار (رسولو) د هغه په څېر مه باطلوئ،چې خپل مال خلكو ته د ځانښوونې لپاره لګوي او نه يې پر خداى ايمان وي او نه پر اخرت،د لګښت مثال يې داسې دى؛لكه يوه ښويه تيږه،چې (نرۍ) دوړه پرې پرته وي ( او تخم پرې شيندل شوى وي) چې كله د تيز باران شېبه پرې وشي (؛نو دوړه او تخم ترې وړي) او تيږه ښويه پاتې شي،هغوى له خپلو کړنو څه ګټه نشي تر لاسه کولاى او الله خداى ناپېژاندو ته سمه لار نه ښيي .))
٥_ ريا دانسان عبادت له منځه وړي .
د روايتونو په رڼاکې د کړنو له منځه تګ
اوس به څوهغه روايتونه راوسپړو،چې د نېکو چارو د پوپناه کېدو لامل ګرځي . دلته هم ګروهیز- اعتقادي،عبادي ، کورني، ټولنيز، سياسي او اروايي چارې د کړنو د ورکېدو لاملونه ښوول شوي دي،چې موږ به ورته اشاره وکړو :
١_ ګروهیزه – اعتقادي : له دولس ګونو امامانو او د پېغمبراکرم (ص) له اهل بيتو سره کينه ( بحار٢٨ / ١٩٨)
٢_ عبادي : هغوى چې بې له کوم عذره لمونځ نه کوي . ( کافى ٢/ ٣٨٤)
٣-کورني : امام صادق (رح) وويل : که يوې ښځې خپل مېړه ته وويل،چې له تا مې خير نه دى ليدلى او له تا ناخوښه يم ؛نو کړنې به يې پوپناه وي . ( من لايخضر ٣/٤٤)
٤- ټولنيزه : رسول اکرم (ص) وويل : که چا يومړي ته د امانت په ساتلو غسل ورکړ؛نو د مړي ويښتوهومره د مريانو د آزادولو اجر به ورکړ شي او سل ځلې به پرې ورحمېږي .
وپوښتل شو : د مړي په وينځلو کې امانت ساتنه څه ته وايې ؟ آنحضرت (ص) وويل : عورت او بدۍ يې پټې کړي . که بې له دې يې وکړل ؛نو په دنيا او آخرت کې به بې پته شي او کړنې به يې تس نس شي. ( وسايل الشيعه ٢/ ٢٤٧)
هو! دا خو لا د مړي د پت ساتل دي ؛نو د ژوندي د پت ساتل به څومره ثواب ولري!)
٥- سياسي : امام باقر (رح) د (وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ )( مائده/۵) په اړه وويل : د ايمان زړه له علي بن ابي طالب سره دى او څوک چې يې له ولايته منکر شو؛نو کړنې به يې تس نس وي . ( بحار٣٥/٣٤٨)
(ژباړن : خوشحال بابا وايي : د علي د آل دوستي د ایمان زړه دی – څوک دا شک په دا په زړه نه راولي.)
٦_ اروايي : امام صادق (رح) وويل : که چا د شک او خيال له مخې ( بې له پوهې يا شرعي حجته) کوم کار وکړ؛نواعمال يې پوپناه دي . ( وسايل الشيعه ٢٧ / ٤٠)
اوس مو چې د ځينو کړنو د منفي او بدو اغېزو په باب خبرې وکړې ؛نو اوس به د ځينو کړنو پر مثبتو اغېزو هم خبرې وکړو،چې انسان څنګه کړای شي په نورو کړنو خپلو بدو کړنو ته لېو ورکړي او پر ښو يې واړوي .
په قرآن کې ايمان،نېکچاري،تقوا،له بېوزليو سره په پټه مرسته، توبه،له کبيره ګناهونو ځان ساتل ،لمونځ ، زکات ، قرض الحسنه ، هجرت او جهاد د ګناهونو د بښل کېدو او د تېروتنو د له منځه تلو لامل ښوول شوي دي .
وګورئ : ( بقره/٢١٤؛ طلاق /٥ ؛ تغابن/ ٩ ؛تحريم/ ٨ ؛ نساء/٣١؛هود /١١٤؛ مائده/١٢؛آل عمران/١٩٥؛ فرقان/٧٠ )
قرآن وايي :
((إِلاَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ(هود/۱۱) =خو هغوى چې (د رښتوني ايمان په رڼا كې يې) صبر او زغم وكړ او ښه كارونه يې وكړل،چې هغوى ته بښنه او ستر اجر دى.))
ښکاره خبره ده،چې د پېغمبر اکرم (ص) سپکاوى يې د لوړ مقام له امله د انسان د کړنو د پوپناه کېدو لامل دى؛خو قرآن له ټولو خلکو سره په ټيټ غږ د خبرو کولو سپارښتنه کړې ده؛لکه څنګه چې “لقمان” خپل زوى ته وويل :
((وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ(لقمان/۱۹)=(يه زويکه!) او په تګ كې دې منځلارى وسه او غږ دې ورو كړه (او كله هم چغې مه وهه) [ځكه] چې تر ټولو بد غږ د خرو غږ دى! ))
لوړغږ (غږيزه ککړتيا ) نن د بشري ټولنى ستره ستونزه ده .
موږ کله د واده په پلمه،کله د وير په پلمه،کله په جومات کې، کله د ورزش په ميدان کې د خلکو د هوساينې د له منځه تلو لامل ګرځوو، حال دا چې اسلام يوازې په څو ځايونو کې د لوړ غږ اجازه راکړې ده؛ لکه : اذان،هغه هم په ښکلي غږ او يا د حج پرمهال،چې حاجيان ((لبيک الهم لبيک)) وايي.
ګورو،چې بې له دې دوو چارو حق نه لرو له چا سره لوړې خبرې وکړو،دا خو لا څه کوې،چې که لوړ غږ د ګواښنې بڼه ولري ، چې په دې توګه پر بې ادبۍ سربېره،د مؤمن ډارول هم ځان ته ځانګړې سزا لري.
سرچینه : تفسیر نور