بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) وايي : و خذوا من اجسادكم وجودوا بها على انفسكم و لا تبخلوا بها عنها فقد قال الله سبحانه ‘ان تنصروا الله ينصركم و يثبت اقدامكم’ و قال تعالى ‘من ذالذى يقرض الله قرضا حسنا فيضاعفه له و له اجر كريم’ فلم يستنصركم من ذل. […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د متقیانو ځانګړنې
حضرت علي (ک) وايي :
و خذوا من اجسادكم وجودوا بها على انفسكم و لا تبخلوا بها عنها فقد قال الله سبحانه ‘ان تنصروا الله ينصركم و يثبت اقدامكم’ و قال تعالى ‘من ذالذى يقرض الله قرضا حسنا فيضاعفه له و له اجر كريم’ فلم يستنصركم من ذل. و لم يستقرضكم من قل استنصركم و له خزائن جنود السموات و الارض و هو العزيز الحكيم. و استقرضكم و له خزائن السموات و الارض و هو الغنى الحميد. اراد ان يبلوكم ايكم احسن عملا ( نهج البلاغه: ۱۸ مه خطبه )
(( له خپلو تنو یې واخلئ او پر خپل روح یې ولګوئ او له خپل بدنه پر خپلې اروا بخل ونه کړئ. په رښتیا سبحان خدای ویلي: که د خدای مرسته وکړئ خدای مرسته درسره کوي او قدمونه مو ټينګوي او ویې ویل:
څوک دی چې خدای ته قرض الحسنه ورکړي، چې خدای یې ورزیات کړي او عزتمند اجر ورته وي؛ خو خدای نه د خوارې په پار مرسته درنه وغوښته او نه یې د نېستۍ په علت پور درنه وغوښت. مرسته یې درنه وغوښته حال دا چې د اسمانونو او ځمکې لښکرې دده وي او عزتمند او حکیم دی او پور يې وغوښت حال دا چې د اسمانونو او ځمکې زېرمې دده دي او مړه خوا او ستایل شوی دی؛ بلکې غواړي ومو ازمېیې، چې معلوم شي کوم یو ښه نېکچاری یاست. ))
له انسانه د خدای له پور غوښتنې د علي (ک) په زړه پورې تفسیر
علي (ک) د خدای له پور غوښتنې، ډېر لطیف او له حکمته ډک تفسیر کړی دی. کوم پور چې خدای رانه غواړي همدا دی چې وایي.
له خپله بدنه یې واخلئ او په خپل روح یې ولګوئ:
وقت تنگ است و چراغم ابترى
زو بگيرانم چراغ ديگرى
په نړۍ کې یوه ډیوه لرو، چې د تتېدو او مړه کېدو په حال کې ده. مخکې تردې چې مړه شي باید بله ډیوه پرې ولګو، چې په تیاره کې پاتې نشو. هغه ډیوه چې مخ پر خاموشۍ ده، بدن دی او هغه بله چې باید را وایې خلو،ولګي او بله شي، نفس دی. او دا د علي (ک) وصیت دی.
رحمان بابا وايي :
نفس شیطان سړی و کفر ته وباسي
رحم فهم په ځان وکړه کافر مه شه
دهغه جهان ژوند به هاله مومې
چې لاس وکاږې ددې جهان له ژواکه
اولياء په جهان ځکه څرګند نه دي
چې پاک ژوی خپسر نغاړي له ناپاکه
خذوا من اجسادكم وجودوا بها على انفسكم ( نهج البلاغه، ۱۸۳ مه خطبه )
«له بدنونو مو واخلئ او پر خپلو ارواحو یې ولګوئ ».
خو له بدنه اخستل او پر روح یې لګول، شرط یې دادی چې انسان خپلې بدني او روحي اړتیاوې ښه وپېژني او د نفس او بدن ترمنځ په روابطو کې یې کافي تتبع او څیړنه کړې وي او پوه شي چې اروا یې چېرې ډکې کېږي او چېرې لګېږي.
خبرې کول یو له مهمترینو ځایونو دی، چې انسان ځان پرې لګوي او له منځه وړي او له همدې لامله هم د عقل نقصان راښيي او هم یې د نقصان علت دی. ښایي په همدې پار وي چې امیرالمؤمنین علي (ک) وویل : اذا تم العقل نقص الكلام ( نهج البلاغه، کلمات قصار ۷۱ )
« چې عقل پوره شي، خبرې کمېږي »
× د سکوت ګټې او پایلې.
ورپسې ټکی دا چې سکوت او چوپتیاوې لاملېږي چې انسان د غیبو له ویاندانو خبرې واوري. د زده کړیالۍ شرط، چوپتیا ده:
دم مزن تا بشنوى از دم زنان
آنچه نامد در زبان و در بيان
دم مزن تا بشنوى زان آفتاب
آنچه نايد در كتاب و در خطاب
دم مزن تا دم زند بهر تو روح
آشنا بگذار در كشتى نوح
(مثنوي درېیم دفتر)
رحمان بابا وايي:
کله له الهي اولیاوو ځنې یو ولي یوه کهربا (مقناطیس) زموږ د وجود بوسو ته ورښکاره کوي او سپک یې ځان ته را کاږي:
كهربا دارند چون پيدا كنند
كاه هستى تو را شيدا كنند
پس ز دفع خاطر اهل كمال
جان فرعونان بماند اندر ضلال
(مثنوي لومړی دفتر)
فرعون صفتان ځکه په بېلاریتوب او ضلالت کې پاتېږي چې کمال والا دوی څنډې ته کوي او لار موندونکي هغوی دي چې لارښودونکي یې مني. په نړۍ کې ډېری هدایتونه، باطني هدایتونه دي.
هر كه تنها نادرا اين ره بريد
هم به يارى دل پيران رسيد
دست پير از غايبان كوتاه نيست
دست او جز قبضه ى الله نيست
غايبان را چون چنين خلعت دهند
حاضران از غايبان لاشك بهند
انسان ته د پرلپسې او دایمي الهي وحې بهیر
په هستۍ کې غایبانه ارشادات او هدایات شته، چې مسلم او نامسلم ټول رانغاړي. څومره چې انسانان ځانونه د تودوخې دې مرکز ته ورنژدې کړي، تودېږي.
سمه ده چې په هستۍ کې د الهي تشریعي وحې د فیض موده پوره شوې او بل پېغمبر به رانشي او پېغمبر مو خاتم النبیين و؛ خو په هستۍ کې یو بل ډول شته، چې مستمره او پرله پسې ده او تل خدای او پرښتې د ځینو بندګانو په غوږونو کې پیغامونه لولي او الهامونه ورته کوي[1].
إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ (فصلت/۳۰) = په حقيقت كې هغوى چې ويلي دي : ((الله زموږ پالونكى دى)) بيا (پردې وينا) ټينګ ولاړ وي، پر هغوى پرښتې راكوزېږي (او ورته وايي) : (( مه وېرېږئ او مه خپه كېږئ او په هغه جنت خوشحاله شئ،چې ژمنه یې درسره شوې وه!
نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ (فصلت/۳۱) = موږ د دنيا په ژوند او اخرت كې ستاسې مرستندوى (او دوستان) يو او څه چې وغواړئ او هيله يې وکړئ، هلته درچمتو دي
په نړۍ کې ان مچیو ته هم وحې کېږي[2]، انسان خو لا پرېږده:
گيرم اين وحى نبى گنجور نيست
هم كم از وحى دل زنبور نيست
چون كه اوحى الرب الى النحل آمده است
خانه ى وحيش پر از حلوا شده است
او به نور وحى حق عز و جل
كرد عالم را پر از شمع و عسل
اينكه كرمناست و بالا مى رود
وحيش از زنبور كمتر كى بود؟
(مثنوي پنځم دفتر)
نه نجوم است و نه رمل است و نه خواب
وحى حق والله اعلم بالصواب
از پى روپوش عامه در بيان
وحى دل گويند آن را صوفيان
وحى دل گيرش كه منظرگاه اوست
چون خطا باشد چو دل آگاه اوست
مومنا ينظر به نور الله شدى
از خطا و سهو ايمن آمدى
(مثنوي څلورم دفتر)
رحمان بابا وايي :
چې خبر کا مخلصان له علم غیبه
دا همه واړه الهام دي د اخلاصه
اوس هم په نړۍ کې الهي وحې جاري ده او تل وړ انسانان د حق له الهاماتو ګټنه کړای شي. ایا رسول اکرم (ص) نه دي ویلي چې :
الا ان لربكم فى ايام دهركم نفحات، الا فتعرضوا عنها[3]
« پوه شئ چې پالونکی مو درته د لورنې څه نسیمونه لري، پام مو ورته وسه چې ځانونه ورته ونیسئ اومخ ترې وانه ړوئ»
گفت پيغمبر كه نفحتهاى حق
اندر اين ايام مى آرد سبق
گوش هش داريد اين اوقات را
در رباييد اين چنين نفحات را
نفحه اى آمد شما را ديد و رفت
هر كه را مى خواست جان بخشيد و رفت
نفحه ى ديگر رسيد آگاه باش!
تا از اين هم وانمانى خواجه تاش
(مثنوي لومړی دفتر)
الهي لورنې معمولا د هدایاتو په بڼه وي چې د مؤمنانو پر زړونو نازلېږي. او ناڅاپه وګړی په ځان کې یو ډول پراخي او روښنايي احساسوي.
شیخ بهاءالدین په کشکول کې یوه ښکلې خبره لري. ړومبی توضیح ورکوي، چې کله انسان ناڅاپه په ځان کې احساسوي چې پسرلی شوی او د الهي رحمت د لورنې بارانونه پرې راورېږي او پراخي او لیدانې ورته تر لاسه شوې؛ خو تر یوې مودې روسته د خاطر خړپړتیاوې او غمونه راستنېږي؛ بیا وايي دا شعر په هغه وختونو کې دانسان د حال ژبه ده:
تيرى زدى و زخم دل آسوده شد از آن
هان اى طبيب خسته دلان مرهمى دگر[4]
دا حالات ځینو ته استمرار لري ځینو ته ناپایښتی دی. مهمه داده چې کله دا د لورنې نسیمونه ولېګدل، انسان دې ځان ورته ونيسي او د خپل وجود په خټو کې دې بوخت نشي:
آب گل خواهد كه در دريا رود
گل گرفته پاى آب و مى كشد
گر رهاند پاى خود از دست گل
گل بماند خشك و او شد مستقل
آن كشيدن چيست از گل آب را
جذب تو نقل و شراب ناب را
(مثنوی درېیم دفتر)
د هغه اوبه چې په خټو ککړې دي، ښه یې ایسي چې سمندر ته ولاړې شي؛ خو خټه یې بند وي او نه یې پرېږدي. سمندر ته د ورتلو ړومبی کار د خټو پاکول او په نږه اوبو اړول دي. بیا به سمندر پخپله اوبه جذب کړي؛ خو کومې خټې چې زموږ وجود یې رانغاړلی او نه پرېږدي چې دا کوچنی لښتی سمندر ته ورسي، کومه یوه ده ؟ « جذب تو نقل و شراب ناب را ». دنیوي تمتعات، څیزونه، پستو او پرېوتو خوندونو ته ورمخه کول، ویيدل، ډېر خوري او ډېر خوب کول دي، چې عارفانو یې تل د پرېښوو سپارښتنه کوله:
عليك بقله الكلام و قله الطعام و قله المنام[5]
د الهي هدایت او رحمت نسیمونو ته ځان نیول، ددې خټو څنډنه او ددې ناپاکیو پاکول دي:
دوش ديگر لون اين مى داد دست
لقمه ى چندى درآمد ره ببست
بهر لقمه گشته لقمانى گرو
وقت لقمان است اى لقمه برو
(مثنوي لومړی دفتر)
دا خوندونه او مړۍ دي چې پر پوکیو (نفحتونو) او لقمانونو لار وربندوي. دا چې لمر له یو چا سره خبرې وکړي او روح یې ورته سا واخلي؛ نو مهم شرط یې دا دی چې د مقام ادب وساتي او دا ادب، سکوت، تنده او تواضع ده او که نه د ضمیر رسولان، چې له دنیا والو نوکر غواړي، د ده له خپګان او بې ادبې خپه کېږي او له ده سره خدای پاماني کوي:
گر هزاران طالب اند و يك ملول
از رسالت بازمى ماند رسول
اين رسولان ضمير رازگو
مستمع خواهند اسرافيل خو
نخوتى دارند و كبرى چون شهان
چاكرى خواهند از اهل جهان
تا ادبهاشان بجا گه ناورى
از رسالتشان چگونه برخورى
كى رسانند آن امانت را به تو
تا نباشى پيششان راكع دو تو
هر ادبشان كى همى آيد پسند
كامدند ايشان ز ايوان بلند
نه گدايان اند كز هر خدمتى
از تو دارند اى مزور منتى
بېشکه دا اشعار د مولانا بلخي له نږه باطني تجربو ځنې یوه يې ده، چې راته یې ویلې. د ضمیر رسولان اسرافیل خویه اورېدونکي غواړي. هسې کسان چې یومخې غوږونه وي نه خوله. متواضع، غوښتونکی او تږی وي، نه کړتن او مدعي. پاک زړونه او ځلانده ارواح غواړي. په لږې پړې، لاپو شاپو او بې پروايۍ دا پیغام راوستونکي تښتي[6].
دادی د هغه راز چې :
ما من شيى احق بطول السجن من اللسان[7]
«تر هر څیز ژبه بند ېدو ته وړ ده»
[1] او مؤید یې د امیرالمؤمنین دا وینا ده چې:
ما برح لله- عزت آلاوه- فى البرهه بعد البرهه و فى ازمان الفترات عبادنا جاهم فى فكرهم و كلمهم فى ذات عقولهم، فاستصبحوا بنور يقظه فى الاسماع و الابصار و الافئده. يذكرون بايام الله و يخوفون مقامه بمنزله الادله فى الفلوات (نهج البلاغه ۲۲۲ مه خطبه) او تل په هر پېر او په فترت (د پېغمبرانو ترمنځ) وختونو کې، خدای ته داسې بندګان دي، چې نجواویې یې ورسره کولې؛ نو ځکه یې په سترګو، غوږونو او زړونو کې د ویښ والي رڼا راښکاره کېده. دوی خلکو ته د خدای د نعمتونو وختونه وریادول، او له خدایه یې ډارول او لاربلدو ته ورته ول، چې په وچو بېدیاو کې خلکو ته لار ورښیي.
[2] وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ (نحل/۶۸)
[3] كنزالعمال
[4] شیخ بهایي، کشکول
[5] عليك بقله الكلام و قله الطعام و قله المنام
[6] البته په انتها کې له پېغمبرانو ګدا ډوله غوښتنه هم لري:
ليك با بى رغبتيها اى ضمير
صدقه ى سلطان بيفشان وامگير
اسب خود را اى رسول آسمان
در ملولان منگر و اندر جهان (مثنوي درېيم دفتر)
[7] بحارالانوار: ۶۸/ ۲۷۷ مخ ، ۱۱ روایت.