تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه له ځانه پردیتوب؛  (Alienation ) د صبر په اوبو ترې لاس ووینځه کاروانه ګلاب ګلاب یاران دې د پردیو رنګ وهلي سریزه  دا چې په هېواد کې اسلامي جمهوري دولت رامنځ ته شوی؛ نو باید ددې دولت ستنې  پر کومو بنسټونو ولاړې وي، د […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

له ځانه پردیتوب؛  (Alienation )

د صبر په اوبو ترې لاس ووینځه کاروانه

ګلاب ګلاب یاران دې د پردیو رنګ وهلي

سریزه

 دا چې په هېواد کې اسلامي جمهوري دولت رامنځ ته شوی؛ نو باید ددې دولت ستنې  پر کومو بنسټونو ولاړې وي، د راولاړولو لپاره یې له کومو لارو چارو او تاکتیکه کار واخلو، څنګه ځان د پردیو د پټو ستروګو له لاروی وژغورو او د هېوادني شرایطو په پامنیوي خپله جګړه ځپلې ، کمزورې او د استضعاف په ولکو کې راګېره ټولنه له نادودو خلاصه او یوه سوکاله، پیاوړې، پر ځان متکي، د نړۍ سیاله او په پای کې د نورو لپاره بېلګه ټولنه جوړه کړای شو. دلته د یو مسلمان ټولنپوه مبارز د شننې ژباړه دروړاندې کوو چې له پورته موخې سره مو لاسنیوی کوي. تمه ده چې دا مو ځوان کهول ته د ځان جوړونې او ټولنې جوړونې په بهیر کې یو ښه لارښود وي.

(( الینیشن (Alienation   ) یا له ځانه پردیتوب  په ړومبی ځل ما (ارواښاد داکتر علي شریعتي) په خپلو کتابونو او ویناوو کې د اوسني پېر انسانانو ته د یوې فاجعې په توګه په هر اړخیز ډول اوڅار کړ.

د الینیشن (Alienation   )، له ځانه پردیتوب اصطلاحي او علمي مانا: «الینه کېدل» د «پېریاني کېدو» پر مانا ده. پخوا ګروهن ول څوک چې خپل عقل له لاسه ورکړي لیوني کېږي؛ یعنې څه؟ یعنې «جن»، «پېری» چې یوه ناانساني وګړه او شخصیت دی، «زما» په انساني وجود کې ورننوځي او زما انساني شخصیت چې په عقل احساسېده، زایلوي او خپله یې پر ځای کېني، او تردې روسته زه ځان، هغه انسان نه احساسوم چې تل مې پېژانده؛ بلکې پېری یې ننګېرم. نو ځکه، «الینه کېدل» یعنې هغه ناروغي چې په دې حال کې، انسان ځان څنګه چې واقعیت او حقیقت لري، نه حسوي؛ بلکې په ځان کې پېری مومي. «مجنون» کټ مټ د «الینه» ژباړه ده. ځینو «الینیشن »،«پردیتوب» یا « له ځانه پردیتوب» ژباړلی دی. مخکې به یې لیوني یا مجنونان دمګرو ته بوتلل، چې له بدنونو یې «دیو» یا «جن، پېری» وباسي؛ یعنې روغ رمټ یې کړي. دا ددې نښه ده، ګروهن ول، لیونې هغه دی چې پېري ځاله پکې کړې. پېری څنګه د انسان په «بدن» کې ځاله کوي؟ کله چې انسان له پېري یا پېری له انسان سره تماس پیدا کوي او تل تګ راتګ ورسره لري، لږ لږ یې په انساني «خود» کې رسوخ پیدا کوي او د انسان ځایناستی کېږي. نو «مجنون» یعنې «الینه شوی». او مجنون یعنې «پېریانی»، او دېوانه (او لیونی) هم هغه چې «دیو» پکې ورننوتی دی.

نو الینیشن (Alienation   ) په ټولنپوهنه او د ننني انسان په فلسفه او ژوند کې زموږ په ژبه، لېوني کېدل، مجنونېدل او پېریاني کېدل دي. د اوسني انسان پېریاني کېدل، د دیني پوهانو، میتافیزیسنانو، ایدیالستانو او پر ماوراء الطبیعت باندې د ګروهنو له خوا اوڅار -مطرح شوی نه دي؛ بلکې لومړي ځل د «هګل» په نامې یو بې خدا فیلسوف اوڅار کړل ورپسې په دیالکتیک ماتریالېزم، د نولسمې پېړۍ په سوسیالېزم، د نولسمې پېړۍ د اخلاقي سوسیالستانو په افکارو- د هګل زده کړیالان – کې ورننوت او نن هم په مدرنو فلسفي ښوونځيو او ټولنپوهنه کې مطرح دی. خو زه یې تر اوسنۍ نړۍ په لاډېرو اړخونو کې اوڅارم. نن په ټولنپوهنه کې مطرح دي چې «زه» د یو انساني موجود په توګه د بېلابېلو اړتیاوو او وړتیاوو درلودونکی یم، خو ویشل شوی دروند ژوند، چې ماشین، پانګوالۍ، زښت ډېر تولید او همداراز متصاعد لګښت پر ژوند ورتپلی، انسان په ټولنه کې په یوه داسې وضعیت کې راښکېلوي، چې ناچار تل باید د کار یوه بڼه ترسره کړي.

او دا چې انسان جوړ شوی نه دی چې تل پر یوې برخې، پر یو ځانګړي کار او پر یو ځانګړي اړخ لګیا شي او تل ځان په دې کار، عمل او رسالت کې ومومي؛ نو ځکه کوم انسان چې دېرش کاله هره ورځ له اتو تر لسو دولسو ساعتونو پورې تل یو جزيي بیاځلي کار ترسره کوي؛ نو په دې حال کې،ځان چې اړخیز، څو اړتیاییز او څو جلوه ییز دی، نه احساسوي.  ددې مسالې څرګندولو لپاره له پرېمانو بېلګو، د «چارلي چاپلین» بېلګه تر ټولو ډاګېزه ده. نوموړی په خپل هنري ځواک، خورا پېچلي مسایل چې عالمان یې په منطقي فن او علمی اصطلاحاتو اوڅارولای نشي؛ خو دا یې په یوه څرګند مثال او په یو ډېر ساده ژست پوره څرګند اوښیي. چارلي د «نوي پېر» په فلم کې یو سړی ښيي چې ړومبی یو آزاد انسان و: مختلف احساسات یې درلودل، د مور و پلار درناوی یې کاوه، د پخوانیو دوستانو په راتلو یې ولولې ښودې، اړتیا یې احساسوله، زړه یې تنګېده، غوښتل یې له چا سره کېني او خواله وکړي، د ژوند د بېلابېلو اړخونو په باب یې اړتیاوې او غبرګونو نه درلودل، ډول ډول وړتیاوې یې درلودې او……. په کوڅه کې یې چې خپله مور لیده، د زویولی احساسات پکې پیدا کېدل. خپل ملګری یې چې لیده، غوښتل یې ورسره کېني او یو بل وپوښتي، د ژوند کیسې وکړي، تېر یاد کړي. دښمن یې چې لیده لا یې کرکه زیاتېده چې غچ ترې واخلي (بالاخره انسان دی او ډول ډول اړتیاوې لري) سترګې یې چې پر کومې ښې منظرې لوېدې، د ښکلا پوهنې احساس ورته خوندور و، او که سترګې یې پر یوې بدې منظرې لوېدې د کرکې احساس پکې راویښېده او……. دا آزاد طبیعي انسان دی.

روسته، دا سړی په یوې سترې پېچلې کار خانه کې کار کوي، چې له تولګې یې ناخبره دی، نه پوهېږي دا دومره ستر پرسونل او تخنیک څه سازوي او څه همغږي سره لري. سړي ته د کارخانې مسوول امر کوي چې په پلانۍ کوټه کې به درېږې او د ورځې به لس ساعته کار کوې کار دې دادی چې یوه فلزي تخته په یکنواخت ډول په حرکت کې ده. له یوې  خوا راننوځي او په بله وځي. دا سړی نه پوهېږي چې تخته له کومه راځي او چېرې ځي او ولې دا کار کوي. اوه اته تنه یې په څنګ کې دي. د سړي کار دادی تخته چې حرکت کوي درې پېچونه ورباندې دي، پر دوو پېچونو باندې به کار نه لرې او درېیم به یو ځل تاووې. روسته لومړي دوه پېچه چې تېر شول، درېیم به دوه ځل تاووې، تر دوو پېرونو روسته درېیم به نیم تاووې. بیا همدغسې……… تر ۸ یا ۹ ساعتونو پورې دې کار ته دوام  ورکوي. د کار وخت پوره کېږي او کور ته ستنېږي په پېچونو پورې کار نه لري چې څه وو، ولې دا کار وشو، له کومه ځایه راتلل او چېرې تلل او څه یې سازول؟ له خپل کړي کاره څه انځورنه نه لري. په څنګ کې له اوو اتنو سره خبرې نشي کړای؛ ځکه تخته په بیړه تېرېږي، که سترګې یې پر ملګري ولګي چې څوک دی، پېچ تېرېږي او ټوله کارخانه درېږي، د کارخونې مسوول راځي جریمه کوي یې او وباسي یې. دا سړی یوازې دا دی: پر پېچ څارنې دوه سترګې. ګردې انساني کړنې یې – د انسان په توګه – یو وار تاوول، دوه ځل تاوول او نیم وار تاوول دي.

خو انسان یو موجود دی چې یوه ځانګړنه یې داده چې ړومبی کار سنجوي، دویم که کوم کار انتخابوي، د هغې موخې په پار یې انتخابوي چې ورڅوبمن دی؛ موخه ټاکي او روسته خپله د کار سریزې چمتو کوي او بیا د کار په ترڅ کې احساسوي: د کار پایله مې داده او دې موخې ته مې وررسوي؛ او پردې سربېره چې د کار په موقع کې دغسې یو احساس کوي (؛یعنې له خپل کاره آګاهي او پوهه لري) یو انسان دی چې مختلف احساسونه او بېلابېلې اړتیاوې لري. خو همدا کارګر له ماشیني یو اړخیز، مکرر او یکنواخت نظام سره روږدی شوی نه دی، خپل کار ته دوام ورکوي یو دم یې ملګری یا خپلوان راځي؛ پېچ خوشې کوي او روغبړ ته یې ورځي، چای راغواړي، یو له بله پوښتنه ګروېګنه کوي او………

ناڅاپه ویني پولیس راغلل، څراغونه سره شوي؛ د خطر زنګ! پلټونکي راغلي؛ څه خبره ده؟ د کارخانې د کنترول غونډال ښیي چې یو پېچ نا تاو شوی تېر شوی دی!! هر څه پر ټپه ودرېدل، راغلل او کارګر یې له ګرېوانه ونیو، څه دې وکړل؟ په کارګر کې یو ډېر ساده طبیعي انساني احساس څرک، ددې لامل شو چې ګرد سره نظم ویجاړ شي؛ یعنې په اوسني نظام کې، انسان د انساني احساس کوچنی شان ته مجال نه لري، چې پکې ورځای شي. خو لږ لږ دا سړی چې دغسې احساسات یې درلودل، ماشیني نظام یې دومره منظموي چې تر ۲۰ کالو کار روسته یې په اړه لاندې تعریفونه صادق نه دي:

«انسان ناطق څاروی» ، «انسان نمانځونکی څاروی» او «انسان ځانخبری او سازوونکی څاروی» او…

نو دا انسان څه دی؟ «په پېچونو کې د دوو پښو یو څاروي»!!

ګرده نړۍ ورته داده: «دوه پرېږده، درېیمي تاو کړه».دا یې د ژوند فلسفه ده، دا یې انساني مانا، منځپانګه او حقیقت دی. ولې یې تاووي؟ ځکه چې وخوري. ولې وخوري؟ ځکه چې تاو یې کړي!……(دوري انسان!)

دا، هغه دی، ځان هغه انسان چې احساسات، هیلې، اړتیاوې، کمزورۍ، حساسیتونه، خاطرې او فضایل لري نه احساسوي. دا ټول نړېږي او د «مارکوزه» په وینا «یواړخیز انسان» کېږي او د «رنه ګنون» په وینا «کم شوی، کسر شوی انسان» کېږي، او د «شاندل» په وینا یو «دوري انسان» کېږي یعنې (تولید د لګښت لپاره او لګښت د تولید لپاره). دا انسان چې کوچنی نړۍ وه، یوه کوچنی عالم و، په الهي خویونو سینګار و، په ماشیني نظام کې په پلاس اوړي؛ یعنې د ماشین شخصیت، د پېچ شخصیت او ددې میخانیکي حرکت شخصیت پکې ورننوتی دی؛ یعنې ځان پلانی، د پلاني زوی، له پلاني کور، له پلاني کورنۍ، له پلاني خېل، له پلانۍ روزنې او له پلانیو ځانګړنو نه بولي؛ بلکې ځان په واقع کې، یوازې او یوازې د ماشین یواوزار حسوي.

دا ډول الینیشن (Alienation   ) یا له ځانه پردیتوب کله د سخت ناروغ بڼه خپلوي چې باید طبیب یې درمل کړي؛ او کله د سختې ناروغۍ بڼه، چې د اروایي ناروغیو ته یې وربوځي.

یو ارواپوه ډاکتر وايي، چې د اروایي ناروغیو روغتون کې یو ناروغ و، چې دېرش کاله یې موټرواني کړې وه، او په دې وخت کې یې شل کاله خپل ټکسي موټر درلود. کله چې ناروغان د غرمې ډوډۍ ته وربولي؛ نو ټول خوړنځي ته ور روان شي، ویني چې یو تن په لار کې ولاړ دی؛ ورته وايي ولې نه ځې؟ وايي: «تېل مې خلاص کړي دي»! بیا چې یوه کولچه او یو ګیلاس اوبه ورکړي، وايي: «ښه ده! تر هغه ځایه مې رسوی!» او روانېږي. دا احساس یې په سخت حالت کې د ناروغۍ بڼه خپلوي؛ خو په عمومي حالت کې یې د یو ټولنیز چلن، اخلاقو، لید او ځانګړې روحیې بڼه خپلوي او ناروغي نه ده . ( یادونه : کله به مو د لویو لارو پر سر لیدلي وي، چې د پر سرک ولاړ موټر موټروان ته ویل کېږې : ولې ولاړ یې؟ وايي تېل مې خلاص کړي یا پلانی څیز مې خراب دی؛ یعنې موټر یې تیل خلاص کړي یا د موټر یې کوم څیز خراب دی ؛ خو موټروان ځان موټر احساسوي او وایې تېل مې یا پلانی څیز مې خراب دی، چې دا یو الینیشن دی )

ناورغي څه ده ؟ ناروغي یو انحرافي او کږلېچي حالت دی چې یوازې ځینې یې لري؛ خو که ټول یې ولري؛ نو ناروغي نه ده.  دا الینیشن په انسان کې د ماشین او ناانساني نظام له لارې ورننوځي او انسان پرې اخته کېږي او په واقع کې د ټکنوکراسۍ له لرې الینیشن دی. کله الینیشن په اداري نظام رامنځ ته کېږي . لکه د ولسوالۍ په اداري نظام کې یو تن د مالیې مامور پر وظیفه ګوماري ، ۲۰یا ۳۰ کاله پرخپلې دندې بوخت وي او بل کار یې نه وي؛ نو دا کارمند ځان د “مالیې مامور صیب” احساسوي او خلک یې هم پرهمدې نامې یادوي او ورځي او د ماليې او د ماليې مامور په نامې یې پېژني . چې دې حالت ته د بوروکراسۍ له لارې الینیشن وايي. یا کله څوک چې به په پخوا زمانې کې د ولسوالۍ تلفن ته ناست و او نور به یې خبرول؛ نو تلفنچي یا تلفن باشي یې ورته وایه .

په نولسمه پېړۍ کې اخلاقي سوسیالستانو (دهګل زده کړیالانو) د “پیسو” او “بورژوازۍ” له لارې الینیشن مطرح کړ. په دې توګه “بورژا” هغه انسان دی چې ګرد سره فضایل پېسو ته ورمنسوبوي ؛ ټولې مادي او مانېزې شونتیاوې له پیسو راولاړې ګڼي او وايي چې پیسې دا کار کوي، پیسې دي چې فضایل رادبره کوي، ارزښتونه پنځوي، نه زه، نه ته او نه بل. نو ځکه زه د یو بورژوا په توګه، پیسو ته، د “ژوندوزلې” په توګه نه؛ بلکې د “خپل ژوند” په توګه سوچ کوم؛ ځکه خپله د “پیسو وزله ” یم . د “پیسو الینیشن” یعنې د پیسو لېونی، نه وايي “زما پیسې” ؛ وایي او مومي “زه پیسې “.  لکه چې “پیسې” د “خپل” انساني شتون پر ځای احساسوي، ټول موجود ارزښتونه، نه په خپل وجود کې؛ بلکې په خپلې ” موجودۍ” یعنې پیسو کې بولي ! که خپل چلن او ټولنیز احساس ته دقیق ځیر شو، د پیسه دار ډېر درناوی کوو او بې پیسو ته سپک وینو؛ ان  ترلاس لاندې مو چې د پیسو خاوندېږي په عزت ورته قايلېږو. دا په پیسو الینیشن کېدل دي. په قرآن کې چې “ربا” ته ((يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ)) کاروي کټ مټ همدا اصطلاح ده چې نوموړی، شیطان لېونی کړی؛ یعنې پیسې یې په انساني هستۍ کې ورننوتي؛ عقل یې پیسو خوړلی، دا پیسې دي چې فکر کوي او احساس کوي، حرکت کوي، نه پیسو والا او پیسو ځپلی!

اخلاقي سوسیالیستان “زهد پالي” هم د انسان د الینینش کېدو لاملونو ګڼي. په اسلام کې له دې ناروغۍ سره ټینګه مبارزه شوې (که څه جرړه یې را ایستل شوې نه ده او روسته د هند او مسیحیت تر اغېز لاندې اسلامي ټولنې ته راننوتې ده، موږ دا ناروغي نه احساسوو، اروپایان یې ښه پېژني ځکه ډېره یې ویني. زرګونه مسیحي نجونې او ځوانانې ویني چې د نامزدۍ ګوته یې په لاس کړی او وایی [ العیاذباالله ] “له مسیح سره یې واده کړې ! له خدای سره ! “. نجونه یا زلمی؛ یعنې هغه انسان چې جنسې لېوالتیا لري او باید له بنیادم زلمي یا نجونې سره واده وکړي؛ خو [العیاذباالله] هاغسې وینا کوی؛ نو هغه نجونه چې له زلمی سره د واده پر ځای [ العیاذباالله ]  له حضرت باري تعالی سره واده کوي معلومېږي             چې الینیشن شوی . دهغه بابا داستان مو اورېدلی چې درې خره یې ورک کړي وو جومات ته راغی، چې ملا یې پر منبر د ورکاوي اعلان وکړي .ملا چې یو صاحبدل و، ويې ویل : خلکو ! د چا ښه اواز بدې ایسي ؟ یو خرمقدس پاڅېد : زما!  بیا يې وویل : څوک د دنیا له ماله کرکجن دی ؟ بل خر مقدس پاڅېد: زه ! روسته یې وویل : د چا ښکلی مخ نه خوښېږي ؟  درېيمی خرمقدس ځان معرفي کړ: زما د حقیر بنده نه خوښېږي! ملا پر منبر بابا ته وویل: درې واړه خره یې پېدا شول، له ځان سره یې دربوځه!

ولې “زهدپالي” الینیشن دی؟ ځکه د طبیعي او واقعي انسان بنسټیز، فطري او غریزي اړخونو ته شا وراړوي یا یې د ځپلو هڅه کوي؛ نو انسان چې دا اړخونه او روحي غړی ونلري؛ انسان نه دی؛ پرښته ده، پرښته خو ځان نه احساسوي او بنیادم (هم) نه دی. په نظر مې، کله “مذهب” هم انسان له ځانه پردی(الینیشن) کوي. په تېره په تاریخي فرهنګونو کې چې ګرد سره مذهبې دي، په تېره په ختیځ کې مذاهب او په تېره “صوفیانه مذاهب” انسان په “ریاضت” او عشق له ځانه پردی (الینیشن) کوي. په “تصوف مذهب” کې “وحدت الوجود” انسان په خدای له ځانه پردی (الینشن) کوي. حلاج رښتیا ځان “الله” مونده او په واقع ” تر خپل څادر لاندې یې بې له خدایه څوک نه احساساوه ” یعنې کله یې چې ویل ، زه خدای یم ، مطلب یې دا و، چې زه نه یم ، یوازې “الله” دی. خپله یې هم ویل “الله” راکې ننوتی دی . دغسې یو احساس چې مذهبي ډولی روحي کږلېچ دی، لاملېږي چې انسان ځان خدای حس کړي. “مذهبي لېونتوب” چې په ارواپوهنه کې ځانګړې ویینه لري، همدا دی. د حافظ په وینا :

چنان پر شد فضای سینه از”دوست” ــ  که رنګ “خویش” ګم شد از ضمیرم

 “عشق” هم انسان له ځانه پردی (النیشن) کوي . معشوق، “زما” [ = عاشق ] د مستقل شخصیت ځایناستی کېږي. عاشق “ځان”، “معشوق” مومي. د ليلی او مجنون په داستان کې لولو، “نيي یا خون ګیر” د لیلی رګ واهه؛ خو مجنون چغې وهلې ! او اوپوټه :

 ترسم این فصاد اګر فصدم کنی ـــ نېشتر را بر رګ لیلی زنی

نو ځکه له ځانه پردېتوب (الینیشن) یو حالت دی چې د انسان واقعي شخصیت پکې زایلېږي او پردی شخصیت (انسان یا څیز) پکې ورنووځې او پردی خپل “ځان” احساسوي. [ یادونه : په دې هکله ستر عارف او ادیب ښاغلي امیر حمزه خان شینواري په خپل نثري اثر “ژوند” کې هم پراخ سپړنه او کېنستنه کړې ده. نوموړي انسان پر دې حالتونو ویشلی دی: حیوانیت، انسانیت، روحانیت. هره برخه یې بېله بېله بیان کړې او د هر یوې برخې ځانګړنې یې راسپړلي. امیر حمزه خان شینواری پایله اخلي، چې انسان باید د حیوانیت او روحانیت تر جغ لاندې رانشي، دواړه حیوانیت او روحانیت باید د وزرو او وزلې په توګه وکاروي؛ خو انسان باید انسان پاتې شي. د لا ډېر معلوماتو لپاره اندیال وېبپاڼه وګورئ چې د حمزه شینواري د نثري اثر”ژوند” پورته ویل شوې برخې پکې بیان شوي دي.]

خو موږ ختیزوال او مسلمانان ماشین، تکنوکراسۍ او بوروکراسۍ له ځانه پردي (الینیشن) کړي نه یو، موږ تردې ټولو خطرناک، پر “فرهنګي الینیشن” اخته یو. “فرهنګي الینیش” یعنې څه؛ الینیشن په هره بڼه چې وي دا دی : ” انسان څه چې دی، د “ځان” په توګه نه احساسوي؛ بلکې یو بل څیز په خپلې نامې احساسوي، چې خپل یې نه دی”.  دا انسان، له ځانه پردې (الینیشن) شوی؛ دا بل څېز که پیسې وي، یا ماشین، یا دوسیه، یا زهد، یا معشوق، هیڅ توپېر نلري او یوازې د لوري په سلیقې او چانس پورې اړه لري . “فرهنګ” څه دی؟ فرهنګ بېلابېل تعریفونه لري؛ خو هرتعریف چې لري، زما خبرې پکې ځاييږي :  ” فرهنګ د یو قوم د مانېزو، هنري، تاریخي، ادبي، دیني او احساسي تجلیاتو (د سمبولونو، نښو، آدابو، دودونو، اثارو، ټولنېزو چلنونو او .. په بڼه ) ټولګه ده، چې د دې قوم د تاریخ په اوږدو کې چمتو شوې او یوه مشخصه بڼه یې خپله کړې ده. دا تجلیات، ددې قوم دردونه، اړتیاوې، د روح او فطرت څرنګوالی، د ټولنیز او مادي ژوند ځانګړنو او بالاخره یې ټولنېزو اړیکو او اقتصادي جوړښت ته مخونه ورکوي.”

 کله چې زه، خپل دین او مذهب، خپل ادبیات، ننګېرنې، کړاوونه او اړتیاوې په خپل فرهنګ کې احساسوم؛ په واقع کې ځان احساسوم، خپل ټولنیز او تاریخي “خپل” (نه وګړیز) ؛ یعنې هغه سرچینه چې دا فرهنګ ترې راخوټېدلی او زیږېدلی دی. نو ځکه فرهنګ د بېخبنا مخبنا ده او زما د ټولنې او ټولنې د تاریخ واقعي “بود او شتون” دی. خو مصنوعي او غالباً شکمن لاملونه، د ټولنې فرهنګ څنډي او پرځای یې پردی فرهنګ ځایناستی کوي او روسته چې ځان احساسوم د بلې ټولنې فرهنګ د خپل فرهنګ په توګه احساسوم او بیا له داسې دردونو کړېږم چې درد مې نه دی، له داسې رنځونو رنځېږم چې زما له فرهنګي، فلسفي او ټولنیزو واقیعتونو سره تړاو نه لري ؛ داسې ارمانونه، هیلې او ایدیالونه پیدا کوم چې د بلې ټولنې ته به طبیعي وي؛ خو زما د ټولنې له ټولنېزو، اقتصادي، سیاسي او تاریخي شرایطو سره به اړخ نه لګوي ؛ خو “زه” به یې خپل ګڼم. په دې توګه په بل فرهنګ له ځانه پردی (الینیشن) شوی یم .

 په آفریقا کې تورپوټکی، په شمالي افریقا کې بربر، په آسیا کې افغان، هندی او ایرانی، هر یو ځانګړی تېر او ځانګړې اوسنی وضع لري؛ خو له منځنیو پېړیو راروسته او د شپاړسمې پېړۍ تر رنسانس روسته، د اولسمۍ پېړۍ تر سیانتېزم راروسته، د نولسمې پېړۍ تر ایدیالوژیو راروسته او تر لومړي او دویم جنګ روسته د پانګوالۍ نړۍ کړاوونه “خپل کړاوونه” مومي ! دا په تا پورې څه اړه لري؟! په دې کې کوم یو ستا و، چې اوس یې کړاو، ارمان، احساس او غبرګون ستا وي؟ کټ مټ لکه پښه مې چې درد کوي؛ خو د اعصابو له درده چغې وهم ! ولې؟ دا ځکه تل له داسې چا سره په تماس کې یم چې تر ما ډېر پوه، ښه پېسه دار او ډېرمحترم دی او اعصاب یې خراب دي . زه د “دردمند” په توګه، پښه دردی یم ؛ خو د “درملو” په نامې د اعصابو د درملو په لټه کې یم؛ ځکه د بل روحي درد او د اعصابو کمزوري حسوم ، نه خپله پښه دردي . [ یادونه: په افغانستان کې د کمونستانو مبارزه د دغسې فرهنګې الینیشن غوره بېلګه وه او په اوسني وخت کې د پروژوي دموکراسۍ ډنډورچیان] نو “زه”، “ځان” څنګه چې یم نه احساسوم؛ بلکې “هغه بل” څنګه چې دی احساسوم ؛ یعنې له ځانه پردې شوی یم (الینیشن). نه ویني چې په ټولنه کې لوږه، عمومي نالوستي، ناامني، جګړه او بې اعتمادي ده؛ خو پردی پال د پردیو حساسیت او ارمان لري؟

لويدیزوال له مزو چړچو، د نعمت له پرېمانی او د معنویاتو له کمزورۍ کړېږی، د ارامۍ په لټه کې دي، په تسکین پسې دي. ناروغي یې له سخت نظم څخه ده چې ماشین پرې ورتپلې، دې نظم، یو درد ورته پیدا کړی، چې ترې کړېږي؛ خو زه چې د ” بې ماشینۍ” درد لرم ، د “ماشین له درده” کړېږم!

په موخې او هدف د انسان له ځانه پرديتوب:  

کله ډېری کړنې ترسره کوو؛ خو په اړه یې احساس او شعور نلرو؛ یعنې شاعر او آګاه (باخبر) نه یو او یوازې د موخې په اړه باخبره یو. لکه ګهیځ چې له کوره د پوهنځی پر لور راوځئ، یو یو ګام چې اخلئ او د لارې پر سر چې له کومو کوڅو او موړونو تېرېږئ، ښي او کیڼ لوریو ته ورګرځئ او … دا ټول حرکات نه احساسوئ، یوازې پوهنځې او په ټولګې کې اته بجې حاضرېدل د “موخې” په توګه احساسوئ. تاسې د حرکت په حال کې، شېبه په شېبه ګام اخستو ته د هوډ کولو په حال کې یاست، نیم متر ځئ، بل ځای تصمیم نیسئ چې تاو شئ او بل ځای هوډ کوئ چې نیغ ولاړ شئ او … په دې زماني واټن کې، دا حالت او کړنه نه حسوئ؛ نو ځکه “ځان” نه حس کوئ. تږی د خپل لاس حرکت نه حسوي، تږی په “موخه” یعنې د اوبو ترلاسه کولو او څښلو” له لارې لا ځانه پردی شوی دی. ولې ؟ ځکه خپله داسې حرکتونه او کړه وړه کوي چې دا کړنې نه مومې؛ نو ځکه ځان نه مومي. دا سړی په “موخه” له ځانه پردی شوی دی. (الینیشن) ویاند د ویاندۍ او لیکوال د لیکوالۍ پر وخت په خپلې موخې له ځانه پردې کېږي. ویاند یوه جمله جوړوي، یوه یوه کلمه غوره کوي؛ خو یوه کلمه هم نه احساسوي، اصلاً یوه جمله هم نه اوري؛ بلکې په ماناوو، اندنو او سوچونو کې ورډوب وي؛ نو ځکه (ځان) ددې اندنو د “درلودونکي” په توګه مومي. حال دا خپله ددې الفاظو “ویاند” او ددې جملو جوړوونکی دی؛ نو ویاند د ویاندۍ پر مهال په خپلو خبرو کې د موخو له لارې له ځانه پردې شوی؛ یعنې خبرې او د وینا متن نه مومي . دا، په هدف او موخې له ځانه پرديتوب دی؛ یعنې “عمل” په “موخه” له ځانه پردی شوی او نه احساسېږي، حال دا تراوسه “موخه” نشته او “عمل” واقعیت جوړوي.

په علم د انسان له ځانه پردیتوب 

 په اوسني وخت کې “انده” او “علم” که (طبیعي علوم وي یا انساني) د انسان د الینیشن لامل شوي. که دا مساله مو روښانه کړه؛ نو ډېری مسایل به څرګند شي. د هایدګر( Heidegger، آلماني فیلسوف، زوکړه ۱۸۸۹ز) خبره د مثال په توګه راولم، خو لار او ښوونځی یې نه تاییدوم، وايي : ” تمدن ، علوم او ټول تخنیکونه او فنون، د انسان د قربانۍ په بیه رامنځ ته شوي؛ ځکه انسان تمدن په داسې شېبو کې جوړ کړی چې له ځانه غافل او ناخبره و”.  دا ډېره دقیقه خبره ده. هایدګر د اوسنۍ نړۍ له سترو فلسفي شخصیتونو ځنې دی او په اګزیستالېزم کې تر سارتر ژور او استاد یې دی (البته سارتر ډېر مشهور دی) تاسې انساني “خود” انځور کړئ، لکه هغه کارګر چې مې د “چارلې چاپلین” په مثال کې درته ووایه: څو اړخیز و، ځاګړنې، فضایل، اړتیاوې، ډول ډول او بدلېدونکې جاذبې یې درلودې.

کوم وخت چې خپل احساس، ځاګړنې، صفات، فضایل یا نیمګړتیاوې احساسوم، په دې حال کې د “ځان” د احساس، تامل، سوچ او موندنې په حال کې یم. خو کوم وخت چې خپل موټر چالانوم، په دې حال کې، له ټولو موجودو واقعیاتو چې جوړ کړی یې یم، غافل او ناخبر یم. په کومه موقع کې چې موټر چلوم یا په کوم وخت کې چې ترکاڼ چوکۍ جوړوي؛ نو ځان یوازې د چوکۍ سازوونکی احساسوي، اصلاً ځان نه احساسوي، چوکۍ ، د چوکۍ خرابي او جوړونه یې احساسوي. حال دا خپله یو انسان دی او یوازې د چوکۍ سازوونکی نه دی. دا، نه ځان، نه وخت، نه تېر، نه راتلونکی، نه د ځان ځانګړنې او بېلابېلې شونتیاوې، یو یې هم نه مومې؛ بلکې بې له دې چې د خپلې کړنې او ان بې له دې چې په هماغه شېبو کې خپل حرکات احساس کړي، یوازې او یوازې د دې عمل د ترسره کولو تخنیک احساسوي او په همدې حالت کې د چوکۍ ، تخنیک یا ماشین یو څیز رادبروي. نو ځکه، انسان په داسې حال کې چې یو “څیز او شی” سازوي، نو خپله شی کېږي. خپل انسانی “خود” ترې بېل هېروي ؛ ځکه له ځانه غافل، د یو بل څيز جذب شوی دی؛ یعنې د دې “شي یا څیز” له لارې له ځانه پردی شوی دی. نو انسان درې حالته لري : یو د خوب حالت دی چې هیڅ. بل د بوختیا حالت چې کار کوي او ځانګړې پایله ترلاسه کوي. درېیم حالت د ( Loisir) (( لوازیر)) دی ؛ یعنې “فراغت” ، نه د ستړیا د لرې کولو وخت. د فراغت وخت یعنې ازاد ساعتونه چې هر څنګه یې تېرولای شي. د انسان ازاد عمر هغه ساعتونه دي، چې ناچار نه وي په یوې ځانګړې بڼه یې تېر کړي. د هر چا حقیقي عمر او رښتونی ژوند، هغه شېبې دي چې ګردې یې په خپل واک کې دي. څه وخت له ځان سره سوچ او پر ځان پېژندنې بوخت او سر په ګریوان کې ښکته کولای شو؟ دا هغه وخت وي چې یو کار کولو ته د اړتیا ځنځیر په ځان پسې راښکودلي نه یو.

د موټر چلولو پرمهال، دا ماشین او د ماشین اړتیاوې او غوښتنې دي چې پر له پسې خپل حالات ، کړنې او هوډونه راباندې تپي؛ ماشین دی، زه نه یم. نو انسان د کار پر وخت، د کار وزلې او موخې ته ورجذب دی؛ نو ځکه له ځانه غافل دی. په همدې پار ټول مادي تمدن، فن او صنعت دهغو شېبو په بیه جوړ شوی چې انسان، ځان نه احساساوه او د تمدن بېلابېل اړخونه، مواد او مصالح ــ د “مارکس” په وینا د “ټیټ او ټینګو کارونو” ټولګه ده ــ په ژوند کې دهغو شېبو ټولګه ده، چې په واقع انسان پکې ژوند نه کاوه او “خپله” نه و او د “هایدګر” په وینا، د انسان د ژوند او ازادو شېبو او د آریز او حقیقی وجود د واقعیت (Authentique) په بیه دی. یعنې له “ځانه” د “غفلت” پایله ده. نو ځکه د انسان او مادي تمدن ترمنځ، یوه همېشنی دیالکتیکي اړیکه شته او د هر یو شتون، د بل د شتون نفې ده او اوس وینو چې مادي تمدن شتون لري او وده کوي.

مطلب مې دا نه دی چې دا خبره سمه ده یا ناسمه. مطلب مې دا دی چې څرنګه شونې ده، په هغو شېبو کې چې انسان پر بل کار لګیا کېږي او د یو بل څيز پر پېژندنې بوخت او یا د یو څیز په جوړولو اخته وي؛ نو په دې شېبو کې، ځان هېروي او له ځانه لرې کېږي. له هایدګر سره مې د خبرې توپیر دا دی، چې نوموړی “تمدن” د انسان د “غفلت” زیږنده بولي او روسته د “لایوتسو” په څېر ګروهن دی چې: له ژوند، کار، عمل، نظم او تل جوړونې تېر شئ؛ خو زه د تمدن ضد “لایوتسو” ته د “کنفوسیوس” خبره بیا ځلي کوم او پایله اخلم چې : اوس چې ټولنه او تمدن جوړېږي د هایدګر د خبرې رښتیینتوب ازبادوي؛ خو که دا تمدن په بل ډول جوړ شي او د تولید، عرضې او لګښت اړیکې په انساني توګه ټینګې شي، نه یوازې کار کول او د ټولنې او تمدن جوړول، د انسان د قربانۍ په بیه او یا له ځانه د انسان د غفلت په شېبو کې نه جوړېږي؛ بلکې انسان د کار په شېبو، د سالمې او انساني ټولنې او له نورو سره د اړیکو په متن او له ټولنې، ماشین او طبیعت سره او د “جوړونې” په شېبو کې، “ځان سازوي” او “ځان ورپېژني”  او د هایدګر د خبرې اپوټه (که څه، وینا یې، نن رښتیا ده که ماشین له ضد انساني نظمه ((ماشینېزم)) وژغوروــ نظم د ماشین نه ؛ بلکې د خاوند یې دی ــ ؛ نو هله انسان د مسخ له ناروغۍ او په ماشین له الینیشن څخه ژوغورل کېږي؛ ځکه په ماشينېزم کې الینیشن د پانګې په مذهب دی.

“لایوتسو” دا خبره نه کوله، ویل یې : (( ناروغي، بدمرغي، ظلم، جنایت او انسان وژنه هله رامنځ ته شوه چې ټولنه اوعقل رامنځ ته شو. انسانانو د طبیعت په متن کې، انسان وژنه، غلا، ټکي برګي او په څېر څېرونه یې نه درلودل، یو مريی او بل خواجه نه و؛ دا ګردې بدمرغۍ ټولنې رامنځ ته کړې (دا خبره لایوستو۲۷۰۰کاله مخکې کړې ده )؛ نو ځکه باید د طبیعت ناموس، تایو (Tao) ته ورستانه شو؛ لکه د ونې په څېر ارامه او ازاده راټوکېږي، ژوند کوي، مېوه نیسي او روسته مري، دغسې ژوند وکړو. ولې ونه بدمرغه نه ده؟ ولې هیڅ څاروی ځانوژنه نه کوي؟ ولې هغه موجودات چې په طبیعت کې او د طبیعت له مخې ژوند کوي، نه کړېږي او نور نه کړوي؟ ځکه په ټولنه کې ژوند نه کوي، د انسان د ناقص عقل له مخې کار نه کوي؛ بلکې په طبیعت کې، څنګه چې “عقل کل” ورته جوړ کړی، ژوند کوي، ولې په طبیعت کې دا ټولې ناروغۍ نشته او په ټولنه کې شته؟ دا ځکه انسان څه چې طبیعت ورکړي، نه غوره کوي ؛ بلکې د ده “جزيي او نیمګړي عقل” د “عقل کل” په کار کې مداخله کوي، چې دا ګردې بدمرغۍ یې راولاړې کړې دي.  نو ددې لپاره چې له ګردو ناروغیو او اندېښمنیو خوندي اوسو ؛ باید له “ټولنې” لرې شو او خپل “جزیي عقل” ته د ژوند په کار کې مداخلت ورنکړو او خپل برخلیک تایو (( Tao))، د طبیعت قانون ته ورپرېږدو، چې بې کړاوه، بې بدمرغۍ، بې ذلته، بې ظلمه او بې اندېښمی او … د ونو په څېر راوټوکېږو او د ګلونو په څېر وغوړېږو. ټولنه د “لي” په نامې یو قانون لري، چې د اندېښمنيو او بدمرغیوسرچینه ده او طبیعت د ((تایو)) په نامې یو قانون لري، چې دا په ګرده هستۍ کې د حقیقت شاهرا ده ؛ نو ځکه باید ((تایو)) ته ورستانه او له (لي) لرې شو.))

“کنفوسیوس” ډېر سم او اوچت ځواب ورکوي (که څه حل لار یې ډېره پرېوتې او منحطه ده) وایي : (( رښتیا وايې چې “لي” یعنې د ټولنې او تعقل قانون ــ لکه څنګه چې دی ــ د ګردو بدمرغیو، اندېښمنیو او ظلمونو لاملېږي؛ هو ، رښتیا وايې؛ خو علت یې دا نه دی چې “لي” یعنې د “ټولنې ناموس”اصولاً اندېښمني او د انسان بدمرغي راولاړوي او د حل لار هم دا نه ده چې طبیعت ته ورستانه شو؛ بلکې علت یې دادی چې دا ټولنې د “لي” له مخې جوړې شوې نه دي . که “لي” سم وپېژنو او ټولنه د حقیقي “لي” ؛ یعنې سم ټولنیز انساني نظام له مخي جوړه کړو، نه دا ګردې اندېښنې چې وایې په ټولنه کې شته ــ او ټولې رښتیا هم دي؛ ځکه وینې چې شته ــ په دې پار دي چې “لي” سم نه دی؛ ټولنه د ظلم و ناسمۍ او ناپوهۍ پر مبنا ولاړه ده. که سمه وي؛ نو د “تایو” پر مبنا ده چې ته یې وایې. بېړۍ چلول تل د سیند له طبیعي بهیر سره مغایر نه دی؛ که وینې چې بېړۍ، ټولنه مو سمندر ته نه وررسوي اوهغوی چې ځانونه اوبو ته ورګوذار کړي، ژر او اسان موخې ته وررسي، د بېړۍ “چلولو”په پار نه؛ بلکې د بېړۍ د “ناوړه چلونې” له لامله دي.))

پر ګروهه مې په اتلسمه پېړۍ کې د “ولټر” او “روسو” ترمنځ مشهوره جګړه هم ، د دوو چیني فیلسوفانو د خپلمنځي جګړې یو انعکاس و. زه دهغوی پرخلاف چې نوی علم ، تمدن او صنعت غندي، نه غندم؛ بلکې “علم” او “تخنیک” ته په یوې سپېڅلتیا او ستر رسالت قایل یم خو د تخنیک اوعلم دا حالت غندم چې نن د پستۍ، ابتذال او ظلم په لومه کې راګېر شوی. که پر “ماشینېزم” نیوکه کوم، په دې پار نه ده چې د “ماشین” مخالف یم. ماشین د انسان ژغورونکی کېدای شي، ماشین د طبیعت له زندانه، د اسارت له بنده، د اړتیاوو او محرومیتونو له بندونو د انسان ژغورونکی او منجي دی؛ لکه چې علم هم دغسې دی … څنګه ؟ په دې توګه چې د فراغت آزاد ساعتونه چې انسان پکې پر خپلې مانېزې روزنې  او انساني ازاد تکامل بوختېدای شي، زیاتوي. ماشین چې نه وي؛ نو زه د خپلې ډوډۍ، جامو او کور لپاره باید د ورځې لس ساعته کار وکړم ؛ اوس چې ماشین شته، یوازې یو ساعت کار لازم د . ماشین، هر ساعت چې د اضافي کار له قیده آزادوي او زما په واک کې یې ږدي ؛ نو د انسان ستره ژغورنه ده…

خو “ماشېنېزم” هغه قانون دی چې پر ماشین ورتپل شوی. چا ورتپلی؟ “پانګوالۍ”، د ” د لګښت اصالت” ، د “لګښت پالنې” فلسفې او د “لګښت” په بند کې د انسان بندي کولو ته د ” دروغجن لګښت” تصاعدي سیستم، پر ماشین دا اصالت ورتپلی دی. لکه چې وینو، ماشین الکترونیک پړاو ته ورننوتی، د خپل تکاملي ځواک اوچت پړاو ته وررسېدلی؛ خو زما اته ساعته کار، ددې پر ځای چې یو ساعت کړي ، اتلس ساعته کړی یې دی؛ خو بیا هم لګښت مې نه پوره کوي او ناچار یم د راتلونکې عمر ساعتونه او ان کلونه کلونه د “اوسني” لګښت پرځای، مخکې وپلورم ! ددې نامه ماشينېزم دی نه ماشین؛ نو ځکه د ” ماشین” د ژغورنې لپاره پر ماشېنزم بریدونه کېږي؛ دا ځکه ماشین، د انسان ژغوروونکی کېدای شي او اوس نه دی، اوس د انسان بندي کوونکی او مسخ کوونکی دی او کړای شي چې نه وي. که ماشین انسان له ځانه پردی کوي، دهغه نظم په پار دی چې سازوونکیو او تولیدوونکیو یې پر انسان او ماشین ورتپلی دی . علم هم دغسې دی.

ګروهن یم چې “خاتمیت” یعنې دا آر چې د تاریخ له پیله، د وحې مشرانو وحې و نبوت د انسان ژغوروونکي معرفي کول او داسې پېغمبران وو چې په هر پړاو کې او په هره ټولنه کې یې بشریت له وحشي توبه د اندنې، علم، ځانخبرۍ او تمدن پړاو ته وررسولی او غښتلی کړی دی (سم ځیر شئ چې ناوړه پوهېدنه ونه شي)، د پېغمبرانو د رالېږلو لړۍ پای ته رسېدلې او نبوت پر محمد صلی الله علیه واله وسلم پای ته ورسېد. انسان تردې پړاو روسته، په خپل عقل او پوهې، د همدې ښوونځي (اسلام) او د تاریخ په اوږدو کې د دیني روزنیزې مبنا له مخې او پر همدې لار (اسلام) چې تراوسه هدایت شوی، په خپل تشخیص، بې له دې چې تازه وحې او بل استاد او بل سبق ته اړتیا ولري، خپله لار غوره او خپله د خپل راتلونکي تکامل ژمنېدای شي (د اجتهاد پړاو). علم دغسي کړای شي؛ خو کوم علم ؟ هغه علم چې بشري بهیر د روحي او مانیز تکامل او انساني فضایلو په لار کې وغځوي. خو نن علم داسې پړاو ته رسېدلی چې نه دینوال او نه مانیزوال؛ بلکې مادیون یې په ټیټو او سپکو تعبیراتو یادوي. “برتولت برشت” وایي : ((علم، په اروپا کې فاشېزم رامنځ ته کړ، اړ وه چې علم په اروپایې تمدن کې قومي جاهلیت او خېل پالنې ته ـــ چې چټل ترین بشري اندود دی ـــ د متمدن انسان د روح د ورستنېدا مخه ونیسي او نه یوازې علم دا کار ونه کړ؛ بلکې پخپله یې،  فاشېزم راوپنځاوه، ویې روزه او په فاشېزم د وژنې وزله شو؛ نو ځکه پر علم ایمان نه لرم …))

“برنانوس”  وایي : ((شاعرانو ته باوفا اوسئ او تردې ورلوړ، کوچنی عالم له یاده مه وباسئ ! هڅه وکړئ چې کله هم ستر پوه شخصیت نه شئ. اوس نه پوهېږئ، څو کاله روسته چې علم په هر ځای کې خپور شو او دا کرښې دویم ځلي لولئ ،دا بوډا لیکوال چې د ځواکمنو په بېوسئ، د پوهانو په ناپوهۍ او د “ماکیاول صفتو” ځيرکانو په ساده توب او د خلکو په لاعلاجه حماقت سخت ګروهن دی، د خیر په دعا یاد کړئ ! هو، علم زموږ له نظره لرې نېکې چارې کړي او راپورې اړه نه لري …))! ” شارل پګي” ترې خورا زړه پورې خبره کوي :  ((څه ته چې علمي تجربه وايي، زه ضلالت، لار ورکي، پستي، د انسانیت سقوط او د انساني هیلو له منځه تلل ورته وایم؛ پاکي او ناخبري له یاده مه باسئ …))  زیاتوي : (( پاکي او ناخبري له یاده مه باسئ ؛ او بې خبري، بڼکه او علمي تجربه، تشه او خالي ده … پوهه له پاکانو او بې خبرانو سره ده او ناپوهي د پوهانو ده چې “تجربه” یې د هستۍ د پېژندنې کچه او د انسان رسالت ګڼلی دی … کوچنۍ بڼکه ده ؛ خو بوډا عالم ” تش”  دی …))

ولې علم ته دا دومره بدویني؟ ولې علم په دې ستونزه کې راګېر دی؟ دلیل یې دادی چې “علم” د انسان د الینیشن (له ځانه د پردیتوب) وزله شوی ده . “علم ” څنګه انسان په اوسنۍ بڼې کې له ځانه پردې کړې دی؟ دا ځکه علم اعلان کړې : (( ” موخه مې څنګه ژوند کول دي، نه ولې ژوند کول” ؛ “موخه مې د ځواک رادبره کول دي، نه د ښکلا” ؛ “رسالت مې، نه د هستۍ یا انسان د حقایقو راسپړل دي؛ بلکې دهغو قوانینو رابرسېرول دي چې په ژوند کې مې ښه برخمنولای شي” او ” موخه مې دا ده چې انسان پرطبیعت لاسبری او مسلط وي، نه بل څیز”…)) علم ، په دې شعارونو کې بریالی شو؛ یعنې په خپلو بنسټېزو موخو کې چې تر “فرانسیس بیکن” روسته یې اعلان کړل : “ځواکمن انسان جوړ کړئ او برخمن انسان … ! ” ځواکمن انسان یې جوړ کړ او بریالی شو او انسان کله هم د نن هومره برخمن نه و او بلخوا خپل رسالت یې د “علمي رسالت” په توګه ترهمېش ښه پوره ترسره کړی او هره ورځ یې لا ښه ترسره کوي او رسالت یې دا دی:  ((په دې پورې څه کار نه لرم چې د اشیاوو حقایق څه دي، د هستۍ مانا څه ده، انسان یعنې څه، څوک دی، څرنګه او باید څوک وي او څرنګه کېدای شي؛ بلکې کار مې تش دا دی چې انسان له خپلو اړتیاوو برخمن او پرې موړشي … لار یې څه ده ؟ پر طبیعت لاسبري ، قدرت او بس !))

ډېر ښه، دا یو ستر خدمت دی چې “علم” انسان ته کړی؛ خو انسان په همدې “علم” له ځانه پردې شوی؛ یعنې، په داسې حال کې چې سترګې یې پر طبیعت لګي چې ورباندې د تسلط لپاره یې وپېژني او په هماغه حال کې چې د هستۍ په شته قوانینو یې سترګې لګي، چې دا قوانین د خپل ورځني ژوند لپاره استخدام کړي. په همدې حال کې، ددې لپاره چې څنګه انساني اړیکې رادبره کړي، چې ظلم او ذلت پکې نه وي؛ نو په داسې موقع کې چې انسان، تر بل هر وخت ډېر، د هستۍ په اړه او له انسانه د راچاپېر طبیعت په تړاو علمي قضاوت او پوهاوی درلودای شي؛ خو په همدې حال کې، تر بل هر وخت ډېر ددې پوښتنې، چې “انسان څه دی” په هکله ډېرې لږې خبرې کړای شي .

په تېر کې، که کوم حکیم پوښتل کېده چې انسان، ژوند، هستي او د وجود حقیقت څه دی؛ نو د خپلې وسې او د زمانې د علمي کچې هومره یې ځواب درلود او دا ځواب یې د خپل علمي رسالت برخه ګڼله. خو نن، نه یوازې پوهاند دا پوښتنه ځوابولای نشي؛ بلکې وايي “باید دا پوښتنه بې ځوابه پاتې شي او له آره نباید اوڅار شي”. نو ځکه نن علم ، پر یوې ویروونکې تواضع، سپېرې تقوا ، بې عرضې، بې موخې او خطرناکې چټلۍ اخته شوی دی. دا بې عرضي چې سیانتېزم یې نامه ده او نوی اسکولاستیک یې دود او طریقه ده، موخه یې یوازې او یوازې، د ښکارندو د “اړیکو” پېژندنه ده او بل هیڅ پوښتنې او اړتیا ته نه یوازې ځواب نه وايي؛ بلکې په ژوند او د انسان په انده کې یې د اوڅارولو مخه نیسي. دې بې غرضۍ او سپېرې تقوا (چې سیانتېزم یې مبنا ده) انسان بې پناه کړی دی … څنګه یې بې پناه کړی دی ؟ په دې توګه، ننني انسان ته چې ” ټولنپوهنه” ځواب نه ورکوي، چې څه ډول ټولنه درته سازه کړم، کله چې “بیولوژي او ژوند پېژندنه” ځواب نه لري چې څنګه ژوند د انسان “وړ” دی ، کله چې انسانپوهنه ځواب نه ورکوي ،چې ته په هستۍ کې د یو موجود په توګه، څه یې، څه غواړې او باید څه واغوړې. کله چې فلسفه ځواب نه ورکوي چې په هستۍ کې د یو باخبر انسان په توګه رسالت دې څه دی او باید پر کومې لورې ولاړ شې. نو ځکه انسان په اوسني وخت کې تر بل پېر ډېر، ځان بې پالندویه، بې پناه، بې لارښوده، بې مانا، خوشې او چټي احساسوي.

او دا ده د ځوان کهول هېښنده سرغړاندي چې د علم و تخنیک او لویدیځ د لګښت په جنت کې د آدم په څېرعصیان او سرغاړی کوي؛ ځکه پوه شوی چې، د بورژوازۍ ممنوع مېوه یې خوړلی ده او خپلې سترګې یې پرانستې او لیدلي یې دی چې سرغاړي لغړه او رسوا ده ! له ځانه شرمېږي! د علم چې موخه، قدرت او تولید ته ورواوړېده او بل هیڅ څیز ته نه؛ نو په دې حال کې خود په خوده پانګوالۍ ته غوره وزله کېدای شي. دا تقوا چې علم یې له لامله وايي ” زه ژوند ته موخه نه ټاکم؛ بلکې یوازې ژوند تشریح کوم “؛ د علم دا بې غرضي چې وايي ” په دې پورې کار نه لرم چې د انسان مانا څه ده، ولې باید ژوند وکړي؛ خو لاسنیوی یې کوم چې ښه ژوند وکړي”، دا چارې لاملېږي چې علم، یوازې او یوازې د پانګوال، پیسو او تولید وزله شي.

نو په دې وخت کې یې رسالت هغه کسان ټاکي چې له علمه قدرت ته وزله جوړوي؛ نو ځکه “فوداستیه” وایي: ” کله چې علم نړۍ ته د انساني حقیقت په نامې یو ټولیز حقیقت وروړاندې کولای نشي کله چې علم بشري واقعي او حقیقي ژوند انسان ته ورپېژندای نشي او کله چې علم ځان یوازې او یوازې د جزئیاتو (په ټولنپوهنه کې ملې، قومي او ټولنیز جزئیات، په تاریخ او پېرونو کې تاریخي جزئیات، په طبیعی علومو کې د ښکارندو جزئیات) په چوکاټ کې راایساروي؛ نو پردې مهال، زمینه دې ته چمتو کېږي، هغه کسان چې عالمان نه دي؛ بلکې قدرت لري، د علم واګې ترلاسه کوي او علم  تر تېر بدتر نه یوازې د انسان د مادي اوط بیعي ژوند په چوپړ کې وي؛ بلکې د انسان نابودۍ او ورکېدو ته کارولېږي” . “فوداسیته” وايي : ” که علم غواړي چې ځان له راګېر تنګ چوکاټه خلاص کړي؛ اعلان دې کړي: (زما د څېړنو او پېژندنو ډګر د انسان د بې بریده اړتیاوو له ډګره ډېر کوچنی دی).

او زه (شریعتي ) وایم : (علم) دې منښته او اعتراف وکړي څه یې چې تراوسه خپل رسالت اعلان کړی او هغه “په دباندې ښکارندو کې پاتې کېدل دي”؛ نو دا د جهل او ناپوهۍ رسالت دی، نه د علم  او هغه دا چې : د چارو پر ظواهرو او محسوسو ښکارندو په پېژندنې ــ او لار یې یوازې او یوازې تجربه ، او لاس ته راغلي قوانین د قدرت لپاره استخدام شي ــ لګیا شوو.  “علم” باید له دې رسالته تېر شي چې فرانسیس بیکن ورته ټاکلی و او بورژوازۍ ترسره کړ.  رسالت یې څه وي؟ تر طبیعت پېژندو وړاندې او تر جوړېدو وړاندې او تر تولید مخکې د انسان ګردو اړتیاوو ته ځواب ویل دي. ړومبی دې د علم او حقیقت له نظره د “انسان” مانا اعلان کړي او ورپسې دې “ژوند”، “ټولنې”، “برخمنۍ”، “تولید” او “تخنیک” ته ارمان او ایدیال ورکړي. ترهغه چې ونه پوهېږو انسان “څه دی”، “ولې” ژوند کوي او باید “څرنګه” ژوند وکړي؛ نو څنګه دې “مجهول او ناڅرګند” ته تمدن ، ژوند، نیکمرغي او ارمان ساز کړو ، د ارماني اقتصادي ژوند چوکاټ جوړ کړو؟ ترهغه چې پوه او هنرمند معمار “انسان” ونه پېژني؛ نو څرنګه ایدیال او آرماني کور ورته جوړولای شي ؟

سوکاله کور، هغه نه دی چې د معمارۍ د نویو قوانینو له مخې جوړ شوی وي؛ بلکې هغه کور دی چې د ګردو انساني اړتیاوو له مخې جوړ شوی وي. نو ځکه یو ټولنپوه، وړاندې تردې چې ټولنه وپېژني او ایدیال ټولنه معرفي او جوړه کړي، باید انسان ته یو تعریف ومومي. دا مساله چې ” انسان، تراوسه د خپلو علومو، پېژندنو او پراخو پوهاویو په رڼا کې مجهول اوناڅرګند پاتې دی” لامل شوې چې ګرد علمي پرمختګونه، نه د یو واقعي پرمختګ؛ بلکې د یوې ځوړتیا، انحطاط او جدي خطر په توګه راښکاره شی؛ هغه خطر چې نه یوازې دهغه قدرت په سیوري کې دی چې د “صنایعو خاوندان” پکې ټاکونکې ونډه لري، نه عالمان او فیلسوفان . نو ځکه تر هر څه وړاندې، باید د انسان “حقیقي اړتیاوې” او کوم رسالت چې لري اعلان شي، یعنې : تر هر څه وړاندې، باید پوه شم چې “څوک یم” او “باید څرنګه ژوند وکړم” بالاخره؛ ” باید په ژوند کې څرنګه رسالت ترسره کړم” .

ترهغه چې دا ماناوې راته څرګندې نه وې؛ نو ګردې نېکمرغۍ چې “علم” راته راولي، بدمرغۍ دي . ایا یو صنعتګر، بې له دې چې په ذهن کې د یو صنعت طرح ولري په جوړولو یې لګیا کېږي؟ پردې ټولو سربېره، “علم” انسان د ټولنیز ژوند له نظره، داسې “زیارکښ” کوي، چې باید ډېر لګښت وکړي؛ خو انسان دغسې نه دی، که څه اوس ځان دغسې احساسوي. تل شپه ورځ “کار کوو چې وخورو”، نه “خورو چې ژوند وکړو” ! موږ وخت نه لرو چې په خپل ګريوان کې سر ښکته کړو او سوچ وکړو او هره ورځ دا شېبې رانه اخستلېږي او د داسې یو موجود په بڼه کېږو، چې باید یوازې وخت ولګوو. سره له دې ، په نړۍ کې چې د لګښت فلسفې کوم دود او دستور رامنخ ته کړی، هره ورځ ، هرتخنیک چې د انسان لاسنیوی کوي او څومره چې انسان شپه و ورځ پر کار تېروي، بیا هم ویني چې د لګښت پوروړی دی … !

تل باید ډېر وخت د نویو لګښتونو د پوره کولو قرباني کړي؛ ځکه د لګښت زیاتونه، دهغو کسانو په لاس کې ده، چې له پلوره، ډېره ګټه کوي. دوی په نړۍ کې یو لږه کي دي او څومره چې انسان په آفریقا و اسیا او خپله اروپا کې ډېر لګښتي شي، ګټه کوي؛ خو انګېرو چې څومره ډېر لګښتي شوو؛ نو ډېر پرمختګ مو کړی دی! نه، موږ د پلورونکي قرباني یو. موږ خپل عمر د یو دروغجن لګښت لپاره چې دوی راتپلی، ځار کړی دی. “توین بي” وایي : (( په راتلونکي کې اوسنی تمدن، د مخکېنیو تمدنونو پرخلاف، په زلزلې، باد، توپان او ان د بربریانو او وحشیانو په یرغل به له منځه ولاړ نشي؛ ځکه له پوځي پلوه نوی تمدن دومره ځواکمن دی چې هیڅ وحشي یې له منځه وړای نشي او د روغتیا، علم او تخنیک له پلوه داسې دی چې هیڅ ناروغي او طبیعي خطر یې یومخې ځپلای نشي؛ بلکې “دننني غلیمان” یې له منځه وړای شي.))

هره ورځ سل ګونه قلمونه غولوونکې دروغجنې اړتیاوي، د تولیدوونکیو نظامونو له لارې رامنځ ته کېږي او راتپلېږي او هره ورځ وینو چې کار، رنځ او زیار مو ددې لګښت پوره کولو لپاره، څه ځای نه نیسي او څومره چې هم خپل عمر او شونتیاوې د راتپلي لګښتي قلمونو تامین ته وقف کړو، نو بیا هم ځای نه نیسي. ایا داسي نه ده نن، چې څومره کارونه کوو، ددی لپاره دي چې د تېرو لګښتي څېزونو پیسې ورکړو؟ دا، له ژونده د انسان پرڅټ کېدل دي؛ دا پر څټ کېدل لا زیاتېږي ! د ژوند فلسفه مو داسې بڼه خپلوي چې باید د مخکېني لګښتونو پیسې ورپوره کړو.

دا ده د “پر شاتګ او روسته پاتېوالي” مانا : د لګښتي ژوند درغجن پرمختګ! په دې ژوند کې مانېزي بوختیاوې یو مخې هېرې شوې دي : لکه “هستي”، “وجود”، “ځان”، د ژوند ټول اړخونه، لطیفې ننګېرنې، لوړې او اوچتې اړتیاوې، د خپل “انسانیت” پالنه . او دا چارې د هغې لېونۍ سیالۍ په پایله کې له یاده وتلي چې تولیدوونکي، پلورونکې او د پیسو قانون ، پر علم او ماشین ورتپلې دي. “علم ” هله د انسان “ژغورونکی” او د “کمال” پر لور ورسېخوونکی کېږي چې لاندې ځانګړنې خپلې کړي : له دې ادعا تېر او د فوداستیه په وینا “متواضع” شی چې “د انسان بېلابېل اړخونه د ده په فکر او پېژندنه کې دي” او بلخوا منښته او اعتراف وکړي چې د انسان اړتیاوې یوازې مادي لګښتونه نه دي، انسان یوازې په “ځواکمنېدو” کمال او سړیتوب ته نه وررسي، په دې نټه، که علم یوازې د “تجربې” په تنګ چوکاټ کې پاتې شي چې د ښکارندو اړیکې وپېژني؛ نو انسان ته به هغه حقایق ور ونه پېژندای شي چې تل یې پېژندو ته اندېښمن دی. دغسې د “قدرت سازۍ” او “پر طبیعت لاسبرۍ” پر ځای پر ځمکه د انسان د روزنې او تکامل رسالت اعلان کړي.

نو پردې وخت به انسان نه یوازې طبیعت وپېژني؛ بلکې ځان به هم وپېژني؛ یعنې په یوه سترګه به هستي او بهرنۍ نړۍ ویني او په بلې به خپل داخل ته ویني. زموږ “عرفان” دواړه سترګې ځان ته پرانستې او ځای ته ونه رسېد او ومو لیدل چې ستر نارینه؛ خو ایکي یو او یوازې او د ټولنې له نظره کمزوري او ذلیل رامنځ ته شول. علم هم دواړه سترګې له ځانه دباندې او له “انسان څه دی” بهر پرانستې او نن یې اریانوونکې قدرتونه رامنځ ته کړل؛ خو انسان د علم ددې سترو قدرتونو، معلوماتو، پرمختګ، برخمنۍ او لګښت تر پيټي لاندې مجهول او ناڅرګند پاتېږي، مسخ ، مجنون، پېریانی یعنې له ځانه پردی شوی انسان (الینیشن).

انسان باید په یوې سترګې ــ په علم ـــ نړۍ ته ووینی او پر طبیعت لاسبری شي او په بلې ځان ته وویني، چې ځان وپېژني، پر ځان لاسبری شي او ځان جوړولو ته نظر وکړي. په یو لاس؛ په علم او تخنیک د طیبعت له لومې، قید او زندانه راووځي او له طبیعت، د تاریخ له سننو او د ټولنې له قوانینو ځان راوباسي او په بل لاس، ځان د خپل ځان له زندانه راوباسي؛ په طبیعت پېژندو، د ژوند جوړونې تخنیک رادبره کړي او په ځان پېژندو (د هایدګر په وینا ” د ځان حقیقي ځان”) د ځان جوړونې تخنیک! نننۍ فلسفې چې په علمي لید مسخ شوي، د انسان پېژندنې لپاره د انسان لاسنيوی نه کوي. څرنګه ؟ لکه چې په تېرو کې، “قدري او جبري مذاهبو” انسان له ځانه پردې کاوه؛ یعنې د جبر په زولنو یې تړه ــ هغه انسان چې وسمن او توانا دی، هغه انسان چې عصیان او سرغاړی کړای شي، هغه انسان چې د طبیعت د جبر او ان د خدای د ارادی پر وړاندې سرغاړی کړای شي (لکه چې په خپل دین کې لرو او پرې ګروهن یو : د آدم قضیه ) ــ بیا په نویو فلسفو کې، همدا انسان چې دومره اوچتوالی او عظمت لري، داسې انسان کېږي چې پر “تاریخي جبر” ګروهنېږي. په دې مانا چې انسان یوه ټوټه ډبره کېږي او ناځانخبری، بې ارادې او بې له دې چې په خپل برخلیک کې دخالت وکړي، د بهېدونکی نېز په څپو کې راګېرېږي او په خپلې خوښې یې هر ځای ته ورکاږي . نو دا چې ځان جوړولای نشم ، دا چې برخلیک په لاس کې نیوای نشم، دا چي ځان موندی نشم چې خپلواک اوسم ؛ نو په دې حال کې څه توپير لري چې د “الهي جبر” لوبڅی اوسم ـ لکه کاتولیکان او ځینې اسلامي ډلې چې د تېرو مذاهبو تر اغېز لاندې دي ــ او یا دا چې د علمي جبر په لومه کې راګېر اوسم؟ کله چې انسان په “جبر” نفې کېږي؛ نو توپیر نلري چې نفي کوونکی هر څه وي؛ ځکه “انسان” منتفي دی. هغه انسان چې عشق، اراده، آګاهي، پوهه او قدرت لري د سازولو او پنځولو وس لري او پر ځمکه د الله خلیفه دی، کله چې دا نامه په “علمي جبر” یا “الهي جبر” ترې نفې شوه؛ نو “انسان مړ” دی!

انسان د “هېستورېزم” د (Historism) له لیده لکه چې هګل او د اګزستانسیالېزم لید یې وایي، (( دهغو جریاناتو جبري محصول دی، چې له تېرو یو له سره غوټه شوي او دا یې جوړ کړی دی))؛ نو ځکه زه له تېرو په راغځېدلو جریاناتو غوټه شوی او “زه” شوی یم او بې له دې، څه کېدای نشم؛ ځکه زه دهغه تاریخ جوړ یم چې دخالت پکې نشم کړای؛ نو په “ځان” کې لاسوهنه نشم کړای؛ نو ځکه “زه” هیڅ څیز نه یم !

د “سوسیالوجېزم” (Sociologisme) له مخې ټولنېزې اړیکې دي چې انسان جوړوي : انسان یو بوټی دی چې د “ټولنې” په نامې یوې ځمکې کې راټوکېږي! څنګه ؟ کټ مټ څنګه یې چې اوبه ، هوا او د ټولنې ځمکه غواړي؛ نه هاغسې، چې خپله یې غواړي؛ ځکه “خپله” او څنګه یې چې “غواړي” له ټولنې راټوکیدلې جبري مېوې دي؛ نو ځکه د “ځان= خود” په برخلیک کې دخالت درلودای نشي، ځکه “ځان = خود” بې د ټولنې له انعکاسه بل څه نه دی! “ده”، “ټولنه یا جمع” جوړه کړې نه ده، بلکې دا ” ټولنه یا جمع” ده چې “دی” یې جوړ کړی دی. انسان په سوسیالیزم کې هم نفی شوی دی.

په نیچریالیزم (Naturlisme) کې چې یو بل جبر دی، طبیعت، انسان جوړوي، راټوکوي او مړ کوي یې، لکه خربوزه یا شاتوت! انسان په خپل جوړښت کې لږ شانته دخالت نه لري؛ ځکه د طبیعت د نورو ښکاروندو یا پدیدو په څېر دی، چې له اوبو، هوا او جغرافیا راټوکېدلی دی. دا د “طبیعت په جبر” یعنې نیچریالېزم د انسان “منتفي کېدنه” ده.

 په ماتریالېزم  (Materialism) له ځانه پردېتوب (الیناسیون) :

 انسان په ماتریالېزم کې له ځانه ساقطېږي؛ ځکه په ماتریالېزم کې انسان له سره غوټه شویو عناصرو ټولګه ده، چې څرنګوالي یې، د ده انساني څرنګوالی جوړوي. هغه انسان چې ځان د یو “مادي جبر” ښکارنده حس کړي، له ځانه پردی شوی،ځان د یو “آګاه”، باخبر، “سازوونکي” او “غوره کوونکې” “ارادې” په توګه نه مومي ــ انسان “شی” کېږي، یو مادي، طبیعي، تاریخي، ټولنیز او وراثتي څیز.

آیا دا علوم او فلسفې دي چې انسان ذلیل او خاضع کوي یا “دین” دی چې انسان د پیدایښت په فلسفه کې د خدای خلیفه پېژني او د ګردو پرښتو او د کایناتو د اشرافو پرخلاف باید د پرښتو معبود وي او ټولې مقربې پرښتې سجده ورته کوي؟

ایا دا علوم او فلسفې دي چې انسان یې بندي کړی یا دین دی ــ د خدای له ارادې او امر سره سره ــ چې په انسان کې د سرغاړۍ او عصیان پر قدرت اعتراف کوي او انسان “سازوونکی”، “باخبر”، “آګاه”، “پوه”، “عالم”، د خدای خلیفه، په الهی اخلاقو سینګار؛ یعنې د خپلواکې او مستقلې ارادې خاوند، وسمن او پنځګر ګڼي . او په “علم” ، “روحي سپېڅلتیا” او “خپل تکامل” خدای ته ځان ورنژدې کولای شي .

کوم یو پر جلال، دبدبې، سپېڅلتیا او انساني سترو ارزښتونو منښته او اعتراف کوي؟ انسان په کوم یو “اومانېزم” کې دا جلال او عظمت لري او له آره کومه فلسفه “اومانېزم” دی! د انسان “اصالت” په کوم ځای کې دی؟ انسان چې مجبور دی؛ نو څه ارزښت نه لري، لکه چې یو خوشبویه ګل او یا اغزي ته  په انساني ارزښت قایل نه اوسئ، نه له ګل منندوی یاست او نه له اغزي ګیلمن؛ ولې، ځکه “جبر” دغسې کړي او خپله یې دا غوښتنه نه وه.

په “هستورېزم” کې مې تاریخ جوړوي، په “سوسیالوژېزم” کې مې ټولنه جوړوي، په “نیچریالېزم” کې مې طبیعت جوړوي، په “ماتریالېزم” کې مې ماده، سازوونکی ده؛ نو “زه” د یو انسان په توګه، هغه انسان چې ځانخبری کېدای شم، سازولای شم او خپل برخلیک ټاکلای شم ،په کومه فلسفه کې دی؟ “سارتر” چې په انسان کې کومه آزادي او انتخاب ستایي او نننی انسان یې په پار له تمدنه سترګې پټوي چېری دی؟  بلخوا کوم علم زما دا پوښتنه چې تر خوراک څښاک راته ډېره مهمه ده ځوابوي: “ارزښت مې څه دی؟ ” او د ” انسان اصالت څه دی؟” خیال مه کوئ چې اذهان میتافزیکي مسایلو ته ورکاږم، چې د ژوند له عیني واقعیاتوغافل شي.

د “فرانتز فانون” (Frantz Fanon) قصه په درېیمی نړۍ پورې اړوند د یو سیاسي مبارز اندیال قصه ده : میتافزیکي فیلسوف نه دی؛ خپله د آنتېل له جزایرو ځنې دی؛ خو په الجزایر کې د فرانسوي ښکيلاک پر ضد جهاد کې خپل ملیت اړوی، له الجزایریانو سره اوږه په اوږه جهاد کوي او هلته مری … دغسې انسان مې د خبرې کچه او ملاک دی، نه یو ګوښه ګیر فیلسوف. “فانون” وايي : (( ملګرو ! د درېیمې نړۍ روښانفکرانو! ای هغو کسانو چې په مغضوب ټولنه (هغه ټولنه چې میلیاردونه یې د څو میلیونو مغضوب ده) کې ژوند کوئ ! موخه مو دا نه ده چې له آفریقا یا آسیا څخه په علم، تخنیک او اروپایي حل لارو او سمونو اروپا جوړه کړو؛ یو ځل جوړه شوه، امریکا شوه! اروپا یوه وه او دوه شوې ! موخه دا ده چې مبارزه وکړو، غلیم له هېواده وباسو ، په آفریقا کې خپله ازادي ترلاسه کړو او خپل ملتونه د لویدیځ له فرهنګي، اقتصادي او سیاسي ښکیلاکه وژغورو؛ خو له دې سره جوخت ارمان مو دا نه دی چې د اروپا د علمي، اقتصادي او فکري بېلګو له مخې خپله ټولنه جوړه کړو؛ بلکې د خپلواکۍ او ازادۍ ترلاسه کولو لپاره د سیاسي مبارزې په ترڅ کې موخه یوازې دا وي چې “آزاده افریقا” یا برخمنه ټولنه ولروــ او البته دا مو ړومبی رسالت، سملاسي او هرومرو دنده ده ــ او په عین حال کې موخه مو دا وي چې د خپل ژوند په علمي، مادي او مانېزو سمونو کې د بېزو په څېر له پټو سترګو او تقلیده لاس واخلو او په پنځونې، جوړونې او اندنې لګیا شو او هڅه وکړو چې انسان نوی پوټکی او نوی فکر پېدا کړي، زیار وباسو چې د ځمکې پرمخ نوی انسان او نوی خېل یې پر خپلو پښو ودرېږي؛ دا نوی انسان او نوی خېل او نژاد چې د لویدیځ علم و فلسفې یې ادعا کوله او نه یوازې له جوړېدو یې بېوسی شو؛ بلکې انسان یې نیمګړی، ناقص او مسخ کړ او د ده اندامونه او غړي یې ټوټه ټوټه کړل .))

دا به څنګه یو انسان وي؟ لکه څنګه چې “آلکسیس کارل” غوښتل : (( د یو اندیال او روڼ اندي په توګه او څه چې د فرنګ په پوهنځیو او ښوونځیو کې لوستل کېږي، یوازې یې په تقلید او ژباړې بسیاینه ونکړو؛ څه چې وایي او پر څه چې نړۍ پوهېږي زده کړو، ځان پوه، بیا یې هېر او روسته خپله فکر، سوچ او اندنه وکړو)). علم هله د انسان ژغورونکی دی او ایدیال (آرماني) ښوونځی هله علمي ایدیال ښوونځی دی چې انسان جوړ کړي او د آلکسیس کارل په وینا ((هم د هستۍ ښکلا وپېژندای شي اوهم د خدای؛ او د پاسکال خبرې ته د دکارت د خبرې په څېر غوږ کېښووای شي)) چې په دې توګه هم وپوهېږو باید “څرنګه” ژوند وکړو ــ چې نه پوهېږو ــ او هڅه وکړو “ښه” انسان ولرو ــ لکه چې اوس “توانا او وسمن” انسان لروــ ځکه بېوسې او کمزوری ښه انسان، ذلیل دی او د “کافکا” د اتل په څېر مسخ دی او ناوړه وسمن د “اوژن یونسکو” د اتل په څېر کرګدن( یو وحشي زورورڅاروی دی) لکه چې دی ــ او ژوند هاغسې لکه څرنګه یې چې په استتیک کې وایې د حقیقت، ښه توب  او ښکلا پر درېیو ستنو جوړ کړو. ارماني او ایدیال ټولنه جوړه کړو هغه ټولنه لکه چې قرآن یې وايي پر درېیو ستنو ولاړه وي : “کتاب”، “تله ، میزان” او “اوسپنه” .

کتاب : د ټولنې فرهنګ او مفکوره .

تله : برابري؛ یعنې بې توکمه، بې طبقې و بې ځان ځانۍ او بې له زیادښته (افرط) او کمښته (تفریط) ټولنه .

 اوسپنه : ځواک ؛ یعنې پوځي ځواک ، اقتصادي ځواک، تولیدي ځواک او پر طبیعت د لاسبرۍ ځواک .

او روسته د روښانفکرانو په توګه لکه څنګه چې د “سارتر” خبرو ته غوږ ږدو، دغسې یې د ” رادها کریشنا” خبرو ته هم کېدو او په دې توګه په عین حال کې چې د یوې نا اروپایي ټولنې په نامې له فرهنګي الینیشن ځنې شفا مومو او “په خود” کېږو، د “انسان” په توګه د اوسني فاجعه ډولي ژوند له ” الینیشن” ځنې خلاص شو او خپل “انسان والی” ومومو.))

ځوانانو ! ځانونه د خپلې ټولنې پر کتاب یعنې فرهنګ او ایدیالوژۍ وپوهوئ، په پردي (( ایزمونو)) مه تېروځئ او پرې د نه تېروتو لپاره ښه یې وپېژنئ او په منطق او استدلال یې رد کړئ او ځان پر خپل ملي فرهنګ (دین) وپسولئ . په ټولنه کې د برابرۍ او عدالت راوستو لپاره ، ړومبی د تقوا جامې واغوندئ، ځانونه پوه کړئ، راسپارل شوي مسوولیتونه په امانت ترسره کړئ او له ټولو هغو لارو چارو کار واخلئ چې ټولنه مو د عدالت پلې کولو ته ورسېخوي، د ولس ډاډ ترلاسه کړئ چې په دې چار کې مو لاسنیوی وکړي؛ ځکه عدالت د ګرد ولس کار دی  نه یوازې د یوې طبقې . د ټولنې  د ځواکمنېدو لپاره،باید هر اړخېز ګامونه پورته کړو، پوځي ځواک ولرو، هغوی چې د ملې فرهنګ او پر بنیاد يې د برابرۍ په مقابل کې ځانخبري او ناځانخبري خنډونه پیدا کوي ، وځپل شي، اقتصادي وسمني ومومو، چې هېوادوال مو په خېټه ماړه او په جامو پټ او په پښو پښې یبل نه وي او په آرام ډول له خپلو بچیانو سره پر چرګۍ ناست او په جومات کې الله ونمانځي. دغسې ملي پېداوار ولرو چې هېواد مو د نورو د توکیو پلورځی نه وي او هم پر طبیعت د لاسبرۍ لپاره طبیعي علوم زده کړو، که له هر چا وي ځکه “حکمت د مؤمن ورکه ده” او علم زده کړو “که څه هم په چین کې وي” دهغې ورځې په تمه چې هېواد مو د ځوان کهول د “کتاب ، تلې او اوسپنې” پر بنسټ ارماني ټولنه جوړه کړي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!