تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه روژه د قرآن د نزول او الهي ميلمستيا مياشت   د رمضان مياشت، له سپوږميزو مياشتو نهمه يې ده او يوازېنۍ مياشت ده چې په قرآن کې يې نامه راغلې ده. د رمضان مياشتې له مهمترينو فضايلو دا دي چې آسماني کتابونه، تورات، […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

روژه د قرآن د نزول او الهي ميلمستيا مياشت

  د رمضان مياشت، له سپوږميزو مياشتو نهمه يې ده او يوازېنۍ مياشت ده چې په قرآن کې يې نامه راغلې ده. د رمضان مياشتې له مهمترينو فضايلو دا دي چې آسماني کتابونه، تورات، انجيل، زبور او قرآن پکې نازل شوي.

  روايت شوى چې پېغمبراکرم (ص) په يوه کال کې د شعبان مياشتې په روستۍ جمعه کې، خپل اصحاب د رمضان مياشتې د ښه راغلاست چمتو کولو لپاره په يوې خطبې کې ددې مياشتې اهميت څرګند کړی: (( خلکو! د خداى مياشتې، له برکته، بښنې او لورنې سره درمخه کړې. دا د خداى په نزد بهترينه مياشت ده. ورځې يې بهترينې ورځې او شپې يې بهترينې شپې دي او ساعات يې غوره ساعات دي. داسې مياشت ده چې د خداى ميلمستيا ته بلل شوي ياست او د خداى له عزتمنو ياست په دې مياشت کې سا ايستل مو، د حق تسبيح ويلو ثواب او خوب مو د عبادت ثواب لري. کړنې مو پکې مقبولې او دعاوې مو قبولې شوې دي… بد مرغه هغه دى چې په دې مياشت کې له الهي بښنې بې برخې شي….))  (نمونه تفسیر، ١ټ، ٦٣٤ مخ)

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ  (بقره/۱۸۳) = مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده؛ لكه چې تر تاسې پر ړومبيو فرض شوې وه، ښايي متقیان شئ.

 بلخوا روژه؛ کمال او معنويت ته د ورسيدو خورا اغېزمنه لار ده.  روژه، له سترو اسلامي عباداتو او د پاکلمنو امامانو په وينا، يو له پينځو څيزونو ده، چې اسلام پرې بنا شوى دى. (اطيب البيان، ٢ټ: ٣٢٦ مخ) البته دا عبادت د اسلامي امت ځانګړنه نه ده او له اسلام وړاندې امتونو هم د کال په ټاکليو ورځو کې په بېلابېلو بڼو روژه نيوه، لکه له غوښې روژه، له شيدو روژه، له خوراک خښاک روژه او… لکه چې قرآن په مريم سورت کې، د حضرت مريم د سکوت او چوپتيا روژې ته اشاره کړې ده.

  د روژې په فضيلت کې پريمانه روايات راغلي او خپله دا آيت د روژې پر فضيلت څرګند دليل دى، ځکه د بقری سورت د ۱۸۳ آیت په پاى کې، د روژې ګټه ((تقوى)) ياده شوې ده. دا تقوى او پرهيزګاري، په روژې او له خوراک څښاک او جنسي شهوته په ډډې کولو ترلاسه کيږي. په بله وينا، روژه کمال او معنويت ته د ورسېدو خورا اغېزمنه لار ده.

 په قدسي حديث کې لولو: (( روژه ما لپاره ده او خپله يې اجر ورکوم)). ځينو سترو مفسرانو ددې حديث په څرګندنه کې ويلي چې روژه يوازېنى عبادت دى چې انسان يې ښکاره نه کړي، نورو ته پټ دى د نورو عباداتو پر خلاف چې نور يې ويني او شونې ده په دې عبادت کې د ريا او ځانښوونې لامل شي. په همدې پار الله تعالى ويلي، چې روژه خپله زما لپاره ده.( الميزان، ٢ټ: ٨ او ٢٦ مخونه)

 وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ (بقره/۱۸۶) = او چې کله زما بندګان په اړه مې درنه وپوښتي،(نو ووايه:) په حقيقت کې زه نژدې يم او بلونكى،چې ما وبلي؛ نو دعا يې قبلوم؛ نو بايد بلنه مې ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او رشد او کمال ته ورسي)

  په دې آیت کی د دعا قبليدو شرايط ښوول شوی چې په دې میاشت کې باید ډیره ګټنه ترې وکړو. دا آيت پر خپلو بندګانو د خداى له پيرزوينو او مينې سرشار آيت دى.

خداى په دې آيت کې له خپلې خولې خبره کړې او اوه ځل يې د متکلم ضمير (زه) کارولى دى: ((زما بندګانو))، ((زما په باب))، ((زه درنژدې يم))، ((چې کله مې بولئ))، ((ځوابوم مو))، ((بلنه مې)) او ((او ايمان دې راباندې راوړي)).

 د قرآن په بل ځاى کې، يو آيت هم په دغسې ځانګړنې نه موندليږي. خداى په دې آيت کې، د دعا قبليدو لپاره، يو بنسټيز شرط ايښى او ويلي يې دي: ((چې ومې بلئ))، يعنې دعا کوونکى دې له زړه دعا وکړي، نه له خولې.

 له امام صادق (رح) روايت شوى دى: (( خداى د هير زړي دعا نه قبلوي)). همداراز بنده دې په دعا کولو خپله اړتيا د حقيقتت له مخې له خدايه وغواړي او نور دې د خداى ترڅنګ، ناڅيزه او کوچني وبولي او که څه مخلوقات د وزلې په توګه پېژني، خو د چارو سرشته او سمبالنه دې، د خداى په لاس کې وبولي.

 په قدسي حديث کې راغلي: ((هيڅ مخلوق بې له ما پر بل منګولې نه لګوي؛ خو دا چې د آسمانونو او ځمکې د وزليو جرړې پرې پرې کوم. که څه رانه وغواړي، نه يې ورکوم، که مې وبلي، دعا يې نه قبلوم او هيڅ مخلوق منګولې راباندې نه ښخوي؛ خو دا چې آسمانونه او ځمکه يې د رزق ضامن کړم. که مې وبلي، دعا يې قبلوم، که اړتيا او حاجت رانه وغواړي، اړتيا يې ورپوره کوم، او که بښنه رانه وغواړي، بښم يې)) ( الميزان، ٢ټ: ٣١ او ٣٦ مخونه)

 أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ فَالْآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (بقره/۱۸۷) = د روژې پر شپه له خپلو مېرمنو سره کوروالى درته حلال شوى. دوى ستاسې او تاسې د دوى جامه ياست (دواړه يو د بل ښكلا او يو د بل د ساتنې لامل ياست) الله پوهېده، چې تاسې له ځانونو سره خيانت كاوه (او دا منع شوى كار مو كاوه)؛ نو ستاسې توبه يې ومنله او ستاسې ګناه يې وبښله. اوس کوروالی ورسره کوئ او څه چې الله درته روا كړي، ویې لټوئ او (همداراز د شپې له مخې) خورئ څښئ، تر هغه چې د سباوون سپینه لیکه له تورې لیکې درڅرګنده شي بيا تر شپې خپله روژه پوره كړئ او په جوماتونو كې، چې څېله ياست له خپلو مېرمنو سره مه يوځاى كېږئ، دا الهي پولې دي! ؛ نو (باخبر، د ګناه په نيت) مه ورنژدې كېږئ. الله دغسې خپل آيتونه (احكام) خلكو ته څرګندوي، چې ځان وساتي.

 همداراز د روژې د حکم د تشريع په باب ویل شوي چې د روژې د حکم په پيل کې، مسلمانانو يوازې حق درلود چې د شپې تر ويدېدو وړاندې خواړه وخوري، خو که څوک به د شپې ويده او بيا به راويښ شو، خوراک څښاک پرې حرام و، همداراز هغه مهال، د رمضان مياشتې په شپو ورځو کې له مېرمنو سره کوروالى مطلق حرام شوى و، ښايي دا حکم، مسلمانانو ته د ازمېښت او د روژې د احکامو منلو ته يې د چمتو والي يوه وزله وه.

 د نبي اکرم (ص) د خوات بن جُبَير (رض) په نامې يو بوډا يار د کمزورۍ پر حال روژه نيوه او د ورځې به يې (د احزابو جګړې په درشل کې) په خندق ايستو کې له پېغمبر (ص)  او نورومسلمانانو سره برخه اخسته. يوه ورځ د روژې ماتي پر وخت کور ته ولاړ. مېرمن يې ولاړه چې روژه ماتى ورته چمتو کړي، خو نوموړى له سختې ستړيا ويده شو چې راويښ شو، ويې ويل: د روژه ماتي حق نلرم او شپه يې په لوږه تېره کړه. سبا په روژه خوله د خندق ايستو لپاره ورغى. د کار په ترڅ کې د کمزوري او ډېرې لوږې له لامله، پر ځمکه بېهوښه ولوېد. پېغمبر (ص) يې پر سر ودرېد او د حال له ليدو يې خپه شو. بلخوا ځينو مسلمانانو ځوانانو، چې ځانونه کابو کولاى نشول د رمضان مياشتو په شپو کې يې له خپلو مېرمنو سره کوروالى کاوه. په دې وخت کې آيت نازل شو او مسلمانانو ته يې اجازه ورکړه، چې د رمضان مياشتې په شپو کې خواړه وخوري او له خپلو مېرمنو سره کوروالى وکړي.( نمونه تفسیر، ١ټ: ٦٤٩ مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!