په بشري کورنیو اړیکو کې يو پخوانى دود دا هم دی،چې سړي به د واده پر مهال ښځې ته مهر ورکاوه،له خپله ماله به یې څه ښځې یا خسر ته ورکول او پردې سربېره د واده په ټوله موده کې یې د ښځې او خپلو ماشومانو- کوړمې لګښت هم ورکاوه . ددې دود جرړه په […]
په بشري کورنیو اړیکو کې يو پخوانى دود دا هم دی،چې سړي به د واده پر مهال ښځې ته مهر ورکاوه،له خپله ماله به یې څه ښځې یا خسر ته ورکول او پردې سربېره د واده په ټوله موده کې یې د ښځې او خپلو ماشومانو- کوړمې لګښت هم ورکاوه .
ددې دود جرړه په څه کې ده او څرنګه رامنځ ته شو؟ او مهر کومه صیغه ده او ښځې ته نفقه ورکول په څه مانا دي؟ که ښځه او سړی خپلو طبیعي او انساني حقوقو ته لاس رسی ولري او په دواړو انساني او عادلانه اړیکې واکمنې وي او له ښځې سره د انسان په څېر چلن وشي؛نو ایا مهر او نفقې ته کوم ځای پیدا کېږي؟ یا دا چې مهر او نفقه د ښځې د بنده توب د پېر یادګار دی . د انساني حقوقو د برابرۍ او عدالت غوښتنه دا ده، په تېره بیا په شلمې پېړۍ کې،چې مهر او نفقه دې له منځه ولاړه شي او ودونو دې بې مهره وشي او ښځه دې خپل ژوند پیټې پخپله پورته کړي او د ماشومانو په لګښت کې دې هم له سړي سره برابره برخه واخلي. خپلې خبرې مو له مهره پیلوو او ګورو،چې مهر څرنګه راپیدا شوی او څه فلسفه یې درلوده او ټولنپوهانو د مهر د رامنځ ته کېدنې څرنګه مخونه کړې ده؟
د مهر تاریخ
وايي د تاریخ تر پېرونو مخکې ،چې بشر په توحش کې اوسېده او ژوند يې ټبریزه بڼه درلوده،د نامعلومو لاملونو له مخې،له همخونه سره واده جایز نه ګڼل کېده .
د ټبر ځوانانو،د نورو ټبرونو له پېغلو سره واده کاوه،په هغه پېر کې سړی د اولاد په زېږنه کې له خپلې ونډې ناخبره و؛یعنې نه پوهېده،چې له ښځې سره کوروالی یې د اولاد په تولید کې اغېزمن دي . خپل اولادونه یې د ځان نه؛بلکې د خپلې ښځې ګڼل . له ځان سره یې د اولادونو ورته والی احساساوه؛خو په لامل یې نه پوهېدل . همدا شان اولادونو هم ځان د سړي نه؛بلکې د ښځې اولاد ګاڼه او نسب – نبیره د پلار له خوا نه؛بلکې د ميندو له خوا پېژندل کېده،سړي شنډ ژوي ګڼل کېدل او تر واده وروسته د لوبڅي په څېر د ښځې په ټبرکې اوسېدل،چې ښځه یې یوازې بدني ځواک ته اړتیا لري، دې پېر ته د” مورشاهۍ” پېر وايي .
څه موده نه وه،تېره چې د اولاد په تولید کې سړی له خپلې ونډې خبر شو او ځان یې د د اولاد اصلي څښتن وګاڼه. تر دې وروسته یې ښځه د ځان تابع کړه او د کورنۍ ریاست یې پر غاړه واخست او په اصطلاح-څرګندنه د “پلار شاهۍ” پېر پیل شو.
په دې پېر کې هم له همخونه سره واه کول جایز نه و او سړي د بل ټبر له ښځې سره واده کاوه او خپل ټبر ته یې راوړه. دا چې د ټبرونو ترمنځ د جګړې او لوټ حالت و؛نو سړي به خپله خوښه کړای شوې ښځه له ټبره راتښتوله .
په تدریجي ډول سولې د جګړې ځای ونیو او بېلابېلو ټبرو يو له بل سره ګډ ژوند پیل کړ،په دې پېر کې د ښځې رسمي والی منسوخ شو او که چا ښځه کوله؛نو د هغې پېغلې ټبر ته به ته او له پلار سره یې به تر یوې مودې اوسېده او ورته یې کار کاوه او خسر به ورته ددې کار په مزدورۍ کې خپله لور ورکوله او بیا یې خپل ټبر ته راوسته.
تر دې چې شتمني ډېره شوه،دا مهال سړی پوه شو،چې ددې پر ځای چې له خسر سره کلونه کار وکړي،غوره ده،چې یو وړ ډالۍ ورواستوي او لور ترې راوده کړي . دا کار یې وکړ او له دې ځایه مهر پیدا شو.
له دې مخې په لومړي پړاو کې سړي د ښځې د لوبڅي په توګه ژوند کاوه او د ښځې خدمتګار و،په دې پېر کې ښځه پر سړي واکمنه وه . په بل پړاو کې،چې واکمني د سړي لاس ته ورغله،سړي به ښځه له بل ټبره راتښتوله . په درېم پړاو کې دا چې سړي به ښځه کوله؛نو د خسر کور ته به ته او کلونه یې ورسره کار کاوه،په څلورم پړاو کې سړي،خسر ته د پیسې ورکولې او په رسمي ډول مهر له همدې ځایه پیل شو.
وايي : له هغه ځایه،چې سړي د”مورشاهۍ” سیستم ړنګ کړ او پر ځای یې د “پلار شاهۍ” سیستم رامنځ ته کړ؛نو له هغه وخته یې ښځه خپله وینځه یا هم اجیره کړې ده او د یو اقتصادي اوزار او یا هم په دې سترګه یې ورته کتل،چې شهوت یې اراموي او ښځې ته یې ټولنيزه-وټیزه (اجتماعي او اقتصادي) خپلواکې نه ورکوله او د ښځې د کار او زیار محصول یې مېړه یا پلار اخسته . ښځې حق نه درلود،چې پخپله خوښه مېړه وکړي او پخپله اراده مالي او اقتصادي فعالیت ولري او په حقیقت کې هغه پیسې،چې سړي،ښځې ته د مهر په نامه ورکولې او هغه لګښتونه،چې د نفقې په توګه یې ورکول،د هغه اقتصادي ګټې په مقابل کې و،چې د ښځې او مېړه په پېر کې یې له ښځې اخستې .
مهر د اسلام په حقوقي نظام کې
پینځم پړاو هم شته،چې ټولنپوهان یې په اړه په څرګندونه کې چوپ دي. په دې پړاو کې د واده پر مهال سړی څه “پیشکشي” ښځې ته ورکوي او د دواړو لوریو موروپلار په دې پیشکشۍ کې حق نه لري . حال دا چې ښځه له سړي پیشکشی اخلي؛ نو په هماغه حال کې خپله ټولنيزه وټیزه خپلواکې هم ساتي . لومړی دا چې د پلار یا ورور په خوښه نه؛بلکې پخپله خوښه مېړه کوي،دویم دا چې په هغه موده کې، چې د پلار په کور کې ده او بیا په هغه موده کې،چې د مېړه په کور کې ده،څوک حق نه لري زبېښاک یې کړي او په خپل چوپړ کې يې کړي. د کار محصول او زیار یې په بل چا پورې نه؛بلکې په ځان پورې اړه لري او په حقوقي معاملو کې د سړي پالندوینې ته اړتیا نه لري .
له ښځې څخه د ګټنې له مخې ،سړی یوازې د مېړه او ښځې د ګډ ژوند په ورځو کې د ښځې له رسېدون- وصاله ګټنه کوي او پردې مکلف دی،تر کومه،چې د ښځې او مېړه پېر دوام لري او د ښځې له وصاله برخمنېږي؛نو د هغې ژوند دې د خپلو امکاناتو په حدودو کې برابر کړي.
دا هماغه پړاو دی،چې اسلام منلى او د ښځې او مېړه بنسټ یې پر همدې ایښی دی . په قرآن کریم کې ډېر آیتونه شته،چې د ښځې مهر په بل چا پورې نه؛بلکې پخپله ورپورې اړه لري . د ښځې او مېړه په پېر کې سړی باید د ښځې د ژوند ټول لګښتونه پر غاړه واخلي او په هماغه حال کې،چې کوم درامد له ښځې اخلي او د هغې د کار پایله په بل چا (مېړه یا پلار) پورې نه؛بلکې پخپله په هغې پورې اړه لري .
دلته دي،چې د مهر او نفقې مسئله پېچلې کېږي؛ځکه چې کله مهر د انجلۍ په پلار پورې اړه درلوده او ښځه د وینځې په څېر د مېړه کور ته تله او مېړه یې زبېښله، د مهر فلسفه له پلاره د لور پېرودنه او د نفقې فلسفه هغه اړین لګښتونه دي،چې مالک یې خپل مملوک-بنده ته ورکوي .که خسر ته څه ور نه کړل شي او مېړه هم حق نه لري ښځه زبېښاک او اقتصادي ګټنه ترې وکړي او ښځه هم له اقتصادي اړخه پوره خپلواکه وي او ان له حقوقي اړخه د سړي پالندوینې ته هم اړتیا ونه لري؛نو په دې حالت کې د مهر او نفقې ورکونه څه مانا لري؟
تاریخ ته کتنه
که وغواړو په پینځم پړاو کې د مهر او نفقې پر فلسفه ځان پوه کړو؛نو تر دې مخکې باید څلورو پړاوو ته پاملرنه وکړو. حقیقت دا دی،څه چې په دې اړه وویل شول،له یو لړ اټکلونو پرته بل څه نه دي،نه تاریخي حقایق دي او نه علمي او تجربي . یو خوا د قراینو یوه برخه او بلخوا د انسان او جهان په هکله ځینې فلسفي فرضیو،تر تاریخ مخکې د بشر د ژوند په هکله ددې اټکلونو او فرضیو د راټوکېدو جرړه ګرځېدلې ده. څه چې د “مورشاهۍ” په اړه وویل شول او همداشان څه،چې د پلرونو له خوا د لوڼو پلورل او له مړونو له خوا یې زبېښاک، داسې څه نه دي،چې دومره ژر پرې باور وکړو.
په دې فرضیو او اټکلونو کې دوه څیزونه تر سترګو کېږي : لومړی دا هڅه شوې،چې د لومړني بشر تاریخ په فوق العاده ډول له دښمنۍ او تاوتریخوالۍ ډک او له انساني عواطفو تش وښوول شي . بله دا چې د طبیعت ونډه له پامه غورځول شوې،چې د هېښنده تدابیرو له لارې یې خپلو ټولیزو موخو ته د رسېدو لپاره کاروي .
د انسان او طبیعت په هکله دا شان تفسیرونه او څرګندونې یو لویدیځوال ته اسانې دي؛ خو شرقي ته نه؛خو دا چې(شرقي) د لویديځ پېښې وکړي . غربي په ځانګړو لاملونو له انساني عواطفو پردی دی او نشي کړای انساني عاطفې او څپرغیو ته په تاریخ کې د بنسټیزې ونډې په بڼه وګوري،غربي که د اقتصاد په اړخ راپاڅي؛نو یوازې ډوډۍ ګوري او بس . د هغه په اند تاریخ یو ماشین دی،که ډوډۍ ورنه کړي پر مخ نه ځي او که د جنسي مسایلو په اړخ راپاڅي؛نو انسانیت او تاریخ یې له ټولو فرهنګي،هنري،اخلاقي،مذهبي مظاهرو او تر ټولو سترو او مانیزو تجلیاتو سره،د جنسي بدل شويو شکلو پرته بل څه نه ګوري او که د سیادت او ځواکیالۍ په اړخ راپاڅي؛نو د بشر برخلیک یو مخې وینه توېدنه او بې رحمي ګوري .
غربي په منځنیو پېړیو کې له دینه او د دین په نامه کړاوونه وزغمل او په اور کې د ژوندي انسانانو ورغورځېدنه یې ولیده؛ځکه د خدای او دین له نامه او څه،چې دا بوى ترې راځي،وحشت کوي او د دې ټولو علمي نښو په لیدو،چې،طبیعت موخه لري او نړۍ ځانته پرېښوول شوې نه ده؛نو ډېر لږ زړه کوي،چې د “غايي علت” په آر منښته وکړي .
موږ له دې مفسرینو څخه نه غواړو،چې د پېغمبرانو پر شتون دې منښته وکړي،چې د تاریخ په اوږدو کې راښکاره شوي او د انسانیت او عدالت د غږ پورته کوونکي ول او له کوږوالي سره یې مبارزه کړې او د خپلو مبارزو پایله یې هم لیدلې ده . موږ له دې مفسرینو غواړو،چې لږ تر لږه د طبیعت ځان خبرې ونډه خو هېره نه کړي .
د ښځې او سړي په اړیکو کې بېشکه بې شمېره ظلمونه او دښمنۍ شوي دي . قرآن یې تر ټولو سختې دښمنۍ راخستې؛خو دا نشو ویلای،چې ټول تاریخ تاوتریخوالی او دښمني وه.
زموږ په اند د مهر راپیدا کېدنه د هغه ماهرانه تدابیرو پایله ده،چې په خلقت کې د ښځې او سړي د اړیکو د تعدیل او يو له بل سره د پیوند لپاره کار ول شوې ده .
مهر له هغه ځایه راپیدا شوی،چې په خلقت کې د مینې په مسئاله کې د ښځې او سړي ونډه د یو بل پر ضد ده. عارفان دا قانون په ګرده هستۍ کې خپروي،وايي : د مینې د جذب او انجذاب قانون پر ګردو ژویو او مخلوقاتو واکمني کوي،په دې ځانګړنې،چې ژوي او مخلوقات له دې امله،چې ځانګړې دنده باید ترسره کړي،سره توپیر لري،سوځېدل په یو ځای کې او ساز په بل ځای کې دي .
پوهان وايي : په سړي کې تر ښځې شهوت ډېر دی . په اسلامي روایاتو کې راغلي : په سړي کې تر ښځې شهوت ډېر نه دی؛بلکې پر عکس ده او ښځه د شهوت پر وړاندې کلکه ده ،ځان ساتنه او ډډه یې ډېره ده. د دواړو د خبرو پایله یوه ده. په هر حال،د شهوت پر وړاندې تر ښځې،سړی کمزوری دی .دې ځانګړنې تل ښځې ته فرصت ورکړی،چې په سړي پسې ولاړه نشي او ژر یې پر وړاندې سر ټیټ نه کړي او پر عکس سړی یې دې ته اړ کړى،چې ښځې ته اړتیا ښکاره کړي او د خوښې راماتونې ته یې اقدام وکړي،چې له دې اقداماتو یو هم د ډالۍ ورکول و.
د ښځې د لاس ته راوړو او تصاحب لپاره ولې نرانو يو له بل سره سیالۍ او جګړې کولې؛خو ولې ښځینه کله هم د نر لاس ته راوړو ته دا شان ولوله نه ده ښوولې؟ دا ځکه چې د نر او ښځینه دنده یوه نه وه . نر تل غوښتونکی حالت درلود او ښځینه کله هم په ولولې او حرص په نر پسې نه ده تللی او تل یې له ځانه یو ډول بې اړي او استغنا ښوولې .
مهر د ښځې له حیا او پاکلمنۍ سره یوه جرړه لري . ښځه د فطري الهام له لارې په دې پوهېدلې،چې درناوی او عزت یې په دې کې دی،چې ځان وړیا سړي ته ور ونه سپاري او یا په اصطلاح ځان پرې خوږ وپلوري .
همدا لامل شوي،چې ښځې له ټولو جسمي کمزوریو سره بیا هم سړی ځان پسې په مارکې رامات کړي او په دې اړه یې سړي يو له بل سره سیالۍ ته اړ کړي دي او د سړي له لاس رسۍ یې د ځان خلاصونې له لارې رمانیتکه مینه رامنځ ته کړې،چې د مجنون په څېر په لیلا پسې ولاړ شي او چې ښځه واده ته غاړه کېږدي؛نو له سړي د رښتینولۍ د نښې په نامه ډالۍ تر لاسه کوي .
وايي : په ځینو وحشي قبایلو کې،چې څو بې قراره میینو به په یوې انجلۍ مارکې کولې؛نو میینو به يو له بل سره تن په تن جګړه کوله،چې هر یو به ماتې وخوړه یا ووژل شو،پاتې به له انجلۍ سره واده کاوه .
د هغوی په اند،چې واک یوازې د مټو په زور کې ویني او د ښځې او سړي د اړیکو تاریخ له یوې مخې ظلم او زبېښاک ګڼي؛نو دا باور به ناسم وي،چې کمزوری موجود؛یعنې ښځه دا شان مضبوط او کرکجن جنسونه سره تن په تن جګړې ته اړ کړي،که څوک د خلقت له دې ماهرانه تدبیر سره لږ هم بلد وي،چې د ښځې په وجود کې یې دا شان عجیبه او پټ واک ایښی؛نو دا به ورته څه عجیب څیز نه وي .
ښځې پر سړي ډېر اغېزه درلودلى او څومره،چې ښځه پر سړي اغېز لري؛نو دومره یې سړی پر ښځه نه لري . د سړي د هنرونو، زړورتیاوو، نبوغو او لنډه دا،چې د ټول شخصیت تر شا د ښځې لاس دی او د هغې د ظریفې ډډې،حیا او پاکلمنيو مدیون یې دی . ښځې تل سړی جوړاوه او سړي ټولنه او چې کله د ښځې حیا،پاکلمني او ځان ساتنه له منځه ولاړه شي او ښځه وغواړي د سړي په څېر راښکاره شي؛نولومړی دا چې پر ښځې د باطلوالي ټاپه لګېږي او سړی خپل نارینتوب هېروي او ورپسې ټولنه ویجاړېږي .
همدا ښځینه واک دی،چې د تاریخ په اوږدو کې يې د ښځې شخصیت ساتلی،چې ښځه په سړي پسې ولاړه نشي او سړي په ځان پسې په مارکه رامات کړي او د ځان په اړه یې سړي يو له بل سره سیالۍ ته اړ کړي او ان د مرګ پولې ته یې هم رسولي دي . ښځې حیا او پاکلمني خپل شعار کړى،خپل بدن یې د سړي له سترګو پت ساتلی او ځان یې د پام وړ او د سړي الهاموونکی او د مینې پیدا کوونکی او همداراز د هنر ښوونکې،زړورتیا بښوونکې او نبوغ زېږې ښوولې ده،په سړي کې یې د مینې او ستاینې حس راپیدا کړ او هغه یې دې ته اړ کړ،چې د ښځې پر وړاندې په خپلۍ خاکسارې او سرټیټې وویاړي،د ښځې همدې واک سړی دې ته اړ کړی،چې د واده پر مهال ورته د مهر په نامه ډالۍ وړاندې کړي .
مهر د هغه ټولېزې قانون یو ماده ده،چې طرح یې په خلقت کې اچول شوې او د فطرت په لاس چمتو شوې ده .
مهر په قرآن کریم کې
قرآن کریم مهر په هغه بڼه راونه ایست؛لکه څرنګه مو،چې په پینځم پړاو کې وویل . قرآن، مهر بېرته فطري حالت ته وګرځاوه او وايي:” وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً– او د ښځو(پوره) مهر په ښه زړه د ډالۍ په توګه وركړئ. (نساء/۴) “
قرآن کریم په دې لنډه غونډله کې درې بنسټیزو ټکیو ته اشاره کړې :
لومړی دا چې د (صَدُقَه) په نوم یې یاد کړې؛ نه مهر، صدقه د صدق له مادې ځنې ده؛ځکه مهر ته صداق یا صدقه ويل کېږي،چې د سړي د مينې د رښتینوالي نښه ده.دا چې صدقه( د دال په پېښ) ته یې صدقه ویلې،علت یې دا دی،چې د ایمان د رښتینولۍ نښه يې ده . بل دا چې له دې ټکي سره د (هِنَّ) د ضمیر په نښلولو وايي،چې مهر په موروپلار پورې نه؛بلکې په ښځې پورې اړه لري،مهر ښځې ته د ډوډۍ ورکونې او د ماشوم د روزنې او شېدو ورکونې مزدوري نه ده،درېم دا چې د(نِحْلَةً) په ټکي پوره څرګندوي،چې مهر بې له ډالۍ او وړاندې کونې بل څه مانا نه لري .
په څارويو کې د دوه ګونيتوب احساسات
دا مسئله په انسانانو پورې اړه نه لري،په ټولو ځان لرونکیو کې د دوه جنسۍ قانون واکمن وي او سره له دې،چې دواړه جنسونه یو بل ته اړین پیدا شوي؛خو نر جنس ډېر اړین پنځول شوی؛یعنې احساسات یې له اړتیا ډک دي؛ځکه نر جنس د ښځې د خوښې راماتونې ته ورمخکې کېږي او ددې لاملېږي ،چې د دواړو جنسونو اړیکې تعدیل شي او نر جنس له خپل زور او واکه ناوړه ګټنه ونه کړي او ځان سرټیټی او خضوع ونیسي.
په نامشروع اړیکو کې ډالۍ
دا په مشروع اړیکو او واداه پورې اړه نه لري،که ښځه او سړی یو له بل سره نامشروعې اړیکې هم ولري او غواړي له ازادې مینې ګټنه وګړي؛ نو بیا هم سړی دی،چې ښځې ته ډالۍ ورکوي،که په کوم ځای کې چای ډوډۍ خوري؛نو سړی خپله دنده ګڼي،چې پیسی یې ورکړي . دا ښځې ته ننګ او سپکاوی دی،چې په سړي پيسې ولګوي .که هلک عیاشي کوي؛نو باید پیسې او مالي امکانات ورسره وي او انجلۍ ته عیاشي د ډالیو راټولنې یو وسیله ده. دا عادتونه،ان که په نامشروعو او غیر قانوني اړیکو کې هم وي، د ښځې او سړي د احساساتو له نه ورته والي رامنځ ته شوي دي .
فرنګۍ معشوقه تر واده یې لا طبیعي ښکاري
په لویدیځه نړۍ کې،چې د انسانانو د حقوقو د برابروالي په نامه یې کورني حقوق له طبیعي بڼې ایستلي او په دې هڅه کې دي،چې د طبیعت پر قانون سربېره ښځه او سړی په ورته وضع کې راولي او په کورني حقوقو کې ورته یو شان دندې وروسپاري . تر کومه،چې د ازادې مینې خبره راځي او قراردادي قوانینو د طبیعت له لارې نه دي ایستلي؛ نو سړی خپله طبیعي دنده سر ته رسوي،چې غوښتنه،اړتیا او پيسې لګول دي .سړی ښځې ته ډالۍ ورکوي او د ښځې لګښت ورکوي،حال دا چې د پېرنګيانو په واده کې مهر نشته او د نفقې له امله هم دا دروند مسوولیت د ښځې پر غاړه ږدي؛یعنې پېرنګي معشوقه تر پېرنګي واده له طبیعت سره ډېره همغږی ده.
مهر له هغو بېلګو ده،چې ښيي ښځه او سړی له ناورته استعدادو سره پنځول شوي او د خلقت قانون د فطري او طبیعي حقوقو له مخې ورته نا ورته سندونه ورکړي دي .
په اسلام کې هغه جاهلي دودونه منسوخ شول .
قرآن کریم د مهر په هکله د جاهلیت دودونه منسوخ کړل او لومړني او طبیعي حالت ته يې واړول . په جاهلیت کې پلرونو او ميندو مهر د حق الزحمې په بڼه د ځان حق ګاڼه . په کشاف تفسير کې راغلي،چې انجلۍ به وزېږېده او بل به ورته مبارکي ویله؛نو ورته یې ویل،( هنیاً لک النافجه) یعنې د شتمنۍ د زیاتېدو وسیله دې درمبارک وي؛یعنې دا چې له مېړه يو يې پيسې واخلې.
په جاهلیت کې که پلرونه نه ول؛نو ورونو یې پخپله خوښه خويندې ورکولې او له انجلۍ یې نه پوښتل او مهر یې هم نه ورکاره او يو له بل سره یې بدل کاوه،داسې چې لور یا خور یې بل ته ورکوله او د بل لور یا خور یې ځان ته کوله او په دې ترتیب دواړه انجونې به د یو بل مهر ګڼل کېدې او د پلار یا ورور به رسېدې،دې ته یې د “شِغار” نکاح ویله، اسلام دا دود منسوخ کړ . پېغمبراکرم(ص) وویل:” لا شِغار فی الاسلام”.
په اسلامي روایاتو کې راغلي،چې نه يوازې د لور په مهر کې د پلار حق نشته؛بلکې له مهره بېل پلار ته د څه منلو شرط نشته او مهر بايد يوازې لور ته ورکړ شي او د لور په واده کې پلار حق نه لري ځان ته ګټنه وکړي .
خسر ته د زوم کار کول هم اسلام منسوخ کړل،دا دود ښايي له دې اړخه نه و،چې پلرونو غوښتل ځان ته د لور له لارې ګټنه وکړي او کېدای شي بله جرړه یې درلوده او ښايي د هغه وخت د تمدن یوه برخه ګڼل کېده او په پخوا وختو کې داشان دود و.
د حضرت موسی (ع) او حضرت شعیب (ع) په کيسه کې دا دود راغلی دى . حضرت موسی (ع)،چې له مصره وتښتېد او د “مدین” څاګانو ته ورسېد او د حضرت شعيب (ع) لوڼو ته چا نوبت نه ورکاوه؛خو حضرت موسی یې رمې ته اوبه راوایستې . لوڼو یې دا بهیر پلار ته ووایه او پلار یې د بلنې په موخه په حضرت موسی پسې یو لور ولېږله،یو له بل سره تر بلدتیا وروسته یوه ورځ حضرت شعیب،حضرت موسی (ع) ته وویل،غواړم یوه لور مې درنکاح کړم؛خو په دې شرط چې اته کاله به راته کار کوې او که دې زړه غوښتل یو کال بل هم ورباندې زیات کړه او لس کاله راته کار وکړه،حضرت موسی (ع) ورسره ومنله او زوم یې شو. دا شان دود پخوا و او جرړه یې په دوو څیزونو کې ده : لومړی د شتمنۍ نشتوالی،هغه خدمت چې زوم یې خسر او خپلې ښځې ته کاوه،یوازې کار کول و او بل د جهیز ورکونې دود و.
ټولنپوهان ګروهمن دي،چې انجلۍ ته د پلار له خوا جهیز ورکول یو پخوانې دود دی . دا چې پلار وکړای شي،خپلې لور ته جهیز برابر کړي؛نو زوم یې له ځان سره اجیر نیوه یا یې ترې پیسې اخستې، په عملي توګه څه،چې پلار له زومه اخستل د لور د ګټې او لور ته یې و.
په هر حال په اسلام کې دا دود منسوخ شو او د خسر حق نشته،چې مهر خپل مال وګڼي که څه هم موخه یې دا وي،چې دا هر څه پخپلې لور ولګوي.د انجلۍ واک او اختیار دی،چې په هر شکل یې لګوي .په اسلامي روایاتو کې راغلي،چې په اسلامي پېر کې دا شان مهر روا نه دی .
په جاهلیت کې بل دود هم و،چې په عملي بڼه یې ښځه له مهره بې برخې کوله . یو یې د زوجیت د ميراث دود و.که څوک به مړ شو؛نو وارثانو یې لکه زوى او ورونو د شتمنۍ په څېر يې ښځه هم په ميراث کې وړه؛یعنې د سړي تر مرګ وروسته زوی یا ورور یې دا حق درلوده،چې د مړي ښځه بل چا ته پخپله خوښه ورکړي او مهر یې په خپل جېب کې واچوي او یا یې هم بې مهره بل ته ورکړي؛ځکه مهر یې مړ شوي ورکړی و.
قرآن کریم د زوجیت ميراث منسوخ کړ او ویې ویل:” يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُوا النِّسَاءَ كَرْهاً(نساء/۱۹)=مؤمنانو! تاسې ته روا نه ده، چې په زوره (او د هغوى په خپه كولو) ځان د ښځو وارثان كړئ.
قرآن کریم په بل آیت کې په ټولیز ډول د پلار له ښځې سره واده کول منع کړي، که څه هم د ميراث په بڼه نه وي او وغواړي ازادانه یو له بل سره واده وکړي:” وَلاَ تَنْكِحُوا مَا نَكَحَ آبَاؤُكُمْ(نساء/۲۲)= او له كومو ښځو سره چې ستاسې پلرونو واده كړى وي؛ هېڅكله واده و نه كړئ.”
قرآن کریم هغه ټول دودونه منسوخ کړل،چې د ښځو مهر پکې لتاړل کېده،د سړيو به،چې له خپلو ښځو زړه تور شو؛نو ځورولې یې او موخه یې دا وه،چې طلاق ته يې راضي کړې او چې څه یې د مهر په نامه ورکړي و،نیم یا پوره ترې بېرته واخلي. قرآن کریم وايي:” وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ(نساء/۱۹)= او نه دا درته روا ده چې و يې ځوروي او(څه مو چې وركړي= مهر) د هغه د يوې برخې د ترلاسه كولو هڅه وكړئ؛”
بل دود دا و،سړي،چې له کومې ښځې سره واده کاوه،ډېر مهر یې ورکاوه؛نو همدا چې زړه به یې ترې موړ شو او د بل واده په تکل کې به شو؛نو دا ښځه یې تورنوله او بې حیثیته کوله یې او داسې یې ښووله،چې له هماغې لومړۍ ورځې دې ښځې زما د مېرمنتوب وړتیا نه درلوده او دا واده دې مات شي او کوم مهر،چې مې ورکړې بېرته یې باید واخلم . قرآن کریم دا دود هم منسوخ کړ.
د اسلام د مهر ځانګړی سیستم
دا د اسلام د دین منلی حقیقت دی،چې د ښځې په مال او کار کې د سړي حق نشته؛نه ښځې ته حکم کړای شي،چې پلانى کار راته وکړه او که ښځې یې کار وکړ او په پایله کې یې شتمني لاس ته راوړه؛نو د سړي حق نشته،چې بې د ښځې له خوښې دا شتمني خپله کړي او له دې اړخه ښځه او سړی مساوي دي . د مسیحي اروپا د سیستم پر خلاف،چې د شلمې پېړۍ تر لومړیو یې رواج درلود، د اسلام له نظره هغه ښځه،چې مېړه لري په حقوقي اړیکو او معاملو کې د مېړه څارنې ته اړتیا نه لري او د خپلو معاملو په سرته رسولو کې پوره خپلواکي او ازادي لري . اسلام په عین حال کې،چې ښځې ته یې د مېړه پر وړاندې دومره اقتصادي خپلواکي ورکړې او د ښځې په مال او کار کې یې مېړه ته هېڅ ډول حق نه دى ورکړى؛خو د مهر قانون یې منسوخ نه کړ. دا ښيي،مهر ددې لپاره نه دی،چې سړی د ښځې اقتصادي ګټنه وکړي او بدني ځواک یې زبېښاک کړي؛نو جوتېږي،چې اسلام د مهر ځانګړى سیستم لري . د مهر دا سیستم او فلسفه یې له نورو مهري سیستمونو سره غلطه نشي او کومې نېوکې،چې پر نورو سیستمونو کېږي،پر دې یې هم وکړو.
د فطرت قانون
لکه،چې ومو ویل : قرآن کریم څرګندوي،چې مهر “نحله” او عطیه ده. قرآن ډالۍ او عطیه اړینه ګڼي. قرآن د بشري د فطرت رموزو ته په غوره پاملرنه کړې او دا چې ښځه او سړی خپلې ځانګړې دندې هېرې نه کړي،چې طبیعت د دوستانه علایقو له مخې یې پر غاړه ایښي دي؛نو د مهر په ورکړې یې ټینګار کړی دی . د ښځې رول دا دی،چې د سړي د مینې ځوابواله وي او دا به ښه وي،چې د ښځې مینه په لومړنۍ بڼه نه؛بلکې د سړي د مینې په غبرګون کې وي . د ښځې له خوا پیل شوې مینه او بې له دې،چې سړي غوښتي وي او دا چې لومړی ښځه په سړي میینه شي؛نو دا مینه تل ماتې خوري او د ښځې د شخصیت هم ورسره ماتېږي؛خو د سړي د مینې په غبرګون کې،چې په ښځه کې کومه مینه راپیدا کېږي،دا مینه کله هم ماتې نه خوري او د ښځې د شخصیت د ماتېدنې او سپکاوۍ لامل هم نه ګرځي .
ایا دا رښتیا دي،چې ښځه وفا نه لري او د مینې تړون یې په نري تار تړل شوی او په مینه یې باید باور و نه کړو؟
دا هم رښتیا دي هم دروغ،رښتیا ځکه دي،که مینه د ښځې له خوا پیل شي او په سړي میینه شي او ورباندې زړه وبايلي؛نو دا اور یې ژر مري . په داسې مینه دې باور ونشي . دروغ؛ځکه دي که د ښځې لمبې وهونکې مینه د سړي د رښتیني مینې په غبرګون کې وي؛نو دا شان مینه له منځه تلووونکې نه ده؛خو دا چې د سړي مینه سړه شي،چې په دې توګه د ښځې مینه هم پای ته رسي. دا د ښځې فطری مینه ده.
په پورته ویل شوي لومړنۍ مینه کې ښځه په بی وفایۍ مشهوره ده او د ښځې په وفادارۍ کې که کومه ستاینه شوې، د پورته ویل شوې دوېمې مینې په اړه ده.
که ټولنه غواړي د ښځې او مېړه ګډ ژوند لا مضبوط شي؛نو په هغه لار دې ولاړه شي،چې قرآن کریم ویلې؛ځکه بې له دې بله چاره نه لري؛یعنې د فطرت قوانینو ته دې پاملرنه وکړي او د مینې په مسئله کې دې د ښځې او سړي خپله ونډه په پام کې ونیسي. د مهر قانون له طبیعت سره همغږي ده،داسې چې مینه د سړي له خوا پيل شوې او ښځه یې مینه ځوابوي او سړی ورته د درناوۍ له مخې ډالۍ ورکوي؛نو د مهر قانون،چې د ټولیزې اساسنامې یو ماده ده او د طبیعت د جوړونکي په لاس جوړ شوی؛نو د ښځې او سړي د حقوقو د برابروالي په نامه دې لغوه نشي .
ومو لیدل،چې د سړیو د لېوالتیا پر خلاف، قرآن کریم د جاهلیت دودونه او قوانین بدل کړل .څه چې قرآن د مهر په باب وویل، د جاهلیت معمول دودونه نه ول،چې ووایو : قرآن د مهر شتوالي او نشتوالي ته اهمیت نه ورکوي . قرآن کړای شول،چې مهر په ټولیز ډول منسوخ کړي او دسړيو کار په دې اړه اسان کړي؛خو داسې یې ونه کړل .
تاریخ ښيي،پېغمبراکرم(ص) چمتو نه و،چې ښځه بې مهره سړي ته ور نکاح کړي . یوه ښځه پېغمبراکرم ته راغله او ورته ویې ویل : یا رسول الله! ما نکاح کړه .
آنحضرت یې پر وړاندې چوپ شو او ښځه کېناسته.
یو صحابي وویل: یا رسول الله که تاسې یې نه نکاح کوئ،زه چمتو یم.
پېغمبراکرم وویل : مهر به یې څه ورکوې؟
ویې ویل :څه نه لرم .
پېغمبراکرم : داسې خو نه کېږي،کور ته دې ولاړ شه ښايي څه پیدا کړې او د مهر په ډول یې دې ښځې ته ورکړې .
سړی کور ته ولاړ،راستون شو، ویې ویل: څه مې پیدا نه کړل .
آنحضرت(ص):بیا هم ولاړ شه د اوسپنې یوه ګوته که هم وي؛نو بسیا ده.
ولاړ او راستون شو، ویې ویل،ان په کور کې مې د اوسپنې ګوته هم نشته،چمتو یم همدا جامې مې چې په تن دې،ددې ښځې مهر یې کړم .
یو اصحابي وویل: ای رسول الله! زه دا سړی پېژنم،چې بې له دې جامو بل څه نه لري؛نو نیمې جامې یې د ښځې مهر کړه .
پېغمبراکرم وویل : که نیمې جامې یې مهر کړم؛نو کوم یو به یې اغوندي،که هر یو یې واغوندي،بل به یې لوڅ وي .
“مارکه چى” سړی پر ځاى کېناست،ښځه هم بل ته په تمه شوه،د غونډې خبرې بلخوا ولاړې،څه موده نه وه تېره،چې “مارکه چى” غوښتل ولاړ شي؛خو آنحضرت ورته غږ وکړ،ایا قرآن لوستای شې؟
هو! یا رسول الله .
پېغمبراکرم : کړای شې پلانکى سورت راته په یادو ووايې؟
هو! کړای شم.
پېغمبراکرم : ښه ده دا ښځه به درته په نکاح کړم او مهر به یې دا وي،چې قرآن به ورزده کوې .
سړي،ښځه نکاح کړه .
په دې باید پوه شو،چې فقه په اسلامي قوانینو کې د مهر په څېر ځانګړى حالت لري او له هغه څه سره دې یو ونه پتېل شي،چې په غیر اسلامي نړۍ کې ول یا روان دي .
که اسلام،سړي ته دا حق ورکړی وای،چې ښځه په خپل چوپړ کې کړي او د کار محصول،زیار او په پای کې کومه شتمني،چې ښځه تولیدوي، خپله يې وګڼي؛نو ښځې ته د سړي د نفقې ورکولو فلسفه به روښانه وه؛ ځکه ښکاره خبره ده، که انسان له څاروى یا بل انسانه هم اقتصادي ګټنه وکړي؛نو ناچاره دى،چې د ژوند لګښتونه یې ورکړي .
که د ګاډۍ اس ته بوس او اوربشې ور نه کړي،اس کار نه کوي .
خو اسلام سړي ته دا شان حق نه دى ورکړی،ښځې ته یې حق ورکړى،چې مالکه شي او شتمني لاس ته راوړي او د سړي حق نشته،چې پر شتمنۍ یې ګېډه واچوي او په عین حال کې پر سړي لازم دي،چې د کورنۍ بودجه برابره کړي، د ښځې،ماشومانو، نوکرانو لګښت او د کور کرایه ورکړي،دا ولې او په کوم لامل؟
په خواشینۍ سره لویدیځ ځپلي مو دې ته چمتو نه دي،چې په دې هکله پوټى فکر هم وکړي او په پټو سترګو پر اسلامي سيستم هماغه نېوکې کوي،چې لویدیځوال یې پر خپل سیستم کوي،چې البته د غربيانو پر خپل سيستم نيوکې پر ځاى دي .
که څوک ووايي : په لویدیځ کې تر نوولسمې پېړۍ د ښځې د نفقې مسئله د ښځې له جیره خوارۍ او وینځېتوب پرته بل څه نه ول؛نو رښتیا یې ویلي دي؛ځکه که ښځه دې ته اړ شي،چې د سړي د کور دنننى لګښت پوره کړي او د مالکیت حق و نه لري او هغه نفقه،چې ښځې ته ورکول کېږي، د اجیر یا باري څاروي په څېر به وي .
که په نړۍ کې ځانګړى قانون راپیدا شي او د کور دنننۍ چارو سنبالنه د یوې اړینې دندې په توګه له ښځې واخلي او سړي ته یې وسپاري او ښځې ته د شتمنۍ د پیدا کولو حق او بشپړه اقتصادي خپلواکي ورکړي او په عین حال کې ښځه له کورنۍ بودجې معاف کړي؛نو دلته بله فلسفه ده او په کې باید فکر وشي.
اروپا ولې ښځې ته یو دم مالي خپلواکي ورکړه؟
دا څه وشول،چې په یوه پېړۍ کې داشان د پام وړ پېښه وشوه؟ ایا د اروپایانو انساني احساسات راوپارېدل او پوه شو،چې کړي کارونه یې تېری و؟
ددې ځواب به له “ویل دورانته” واورو هغه د “فلسفې خوندونه” په کتاب کې په اروپا کې د ښځې د ازادۍ د لاملونو ویینه کړې ده.
په خواشینۍ،چې هلته له یو وحشتناکه حقیقت سره مخېږو. څرګندېږي،چې اروپايي ښځه د خپلې ازادۍ او مالکیت لپاره له ادمه نه؛بلکې له ماشینه دې مننه وکړي او د اروپايي سړیو پر وړاندې نه؛ بلکې د ماشين د سترو څرخونو پر وړاندې دې سر ټیټ کړي . دا د کارخانو د مالکانو حرص و،چې ډېره ګټه وکړي او لږه مزدوري ورکړي؛ نو د اقتصادي خپلواکۍ قانون یې د انګلستان له ولسې جرګې تېر کړ. ویل دورانت وايي : د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ عمومي لامل د ماشین او آلاتو ګڼوالی دی،د ښځې ازادي د صنعتي انقلاب له عوارضو ده . یوه پېړۍ مخکې په انګلستان کې سړیو ته کار موندنه ستونزمنه شوه؛خو اعلانونه کېدل،چې ښځې او ماشومان مو کارخانو ته راولېږﺉ . د کارخانو مشران د لا زیاتې ګټې په پام کې ول . هغو،چې په ناخبرۍ کې د کور ورانېدنې په دسیسه کې ګډون درلود د انګلستان د نوولسمې پېړۍ وطن دوست د کارخانو مشران ول . د نیاګانو لپاره مو لومړی د ۱۸۸۲ قانون و،چې له مخې به یې برتانیايي ښځو لاس ته راوړې پیسې له ځان سره ایښولای شوې او دا ستر اخلاقي او مسیحي قانون د کارخانو د خاوندانو شوری وضع کړ،چې انګلیسۍ ښځې کارخانو ته راماتې کړي . تر هغه کال راهیسې یې ښځې د کور له بندګۍ او کړخته خلاصې کړې او په کارخانو او هټیو کې بندیوانې کړې .”
لکه چې مو ولیدل انګلیسي پانګوالو او کارخانو والا د خپلو مادي ګټو له کبله د ښځې په ګټه دا قدم پورته کړ.
قرآن او د ښځې اقتصادي خپلواکي
څه له پاسه یو زر او څوارلس کاله مخکې اسلام دا قانون وضع کړ:” لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ(نساء/۳۲)=د نارينه وو برخه د هغوله كړو سره سمه او د ښځو برخه (هم) د هغوله كړو سره سمه ده..”
قرآن په بل آیت کې وايي:” لِلْرِجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلْنِسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ(نساء/۷)=مور و پلار او خپلوان،چې هرڅه پرېږدي،د نارينه وو پكې برخه ده او څه چې مور وپلار او خپلوان پرېږدي، ښځو ته هم پكې برخه ده .”
دې آیت د ښځې د ميراث وړنې حق ثابت کړ،ميراث وړل یا نه وړل مفصل تاریخ لري،چې د خدای په مرسته وروسته به یې روښانه کړو. عربي جاهلیت چمتو نه و،چې ښځې ته ميراث ورکړي؛خو قرآن ښځې ته دا حق ورکړ.
یوه پرتلنه
قرآن کریم څوارلس پېړۍ مخکۍ ښځې ته اقتصادي خپلواکي ورکړه،په دې توپیر چې :
هغه انګېزه،چې ددې سبب شوه،اسلام ښځې ته اقتصادي خپلواکي ورکړي،له انساني،عدالت دوستۍ او الهي اړخونو پرته بل څه نه وه. هلته د انګلستان د کارخانو والا د حرص په څېر کوم څه نه ول،چې د خپلو ګېډو د ډکولو په خاطر دا قانون تصويب کړي او وروسته بیا ډنډورې خپرې کړي،چې موږ د ښځې حق په رسمیت وپېژانده او د ښځې او سړي حقوق مو برابر وګڼل .
دویم : اسلام،ښځې ته اقتصادي خپلواکي ورکړه؛خو د ویل دروانت په وینا : کور وراني یې ونه کړه،د کورونو بنسټ یې ونه لړځاوه،ښځې یې د سړي او لوڼې یې د پلار پر ضد را پا نه څولې او سرکښۍ او بغاوت ته یې اړ نه کړې . اسلام په دې دوو آیتونو ستر ټولنیز پاڅون-انقلاب رامنځ ته کړ؛خو بې ضرره او بې خطره .
درېم : څه چې لویديځې نړۍ وکړل دا ول،چې د ویل دورانت په وینا،ښځه د کور له کړخت او بندګۍ ازاده او په کارخانو او هټیو کې یې بندیوانه کړه؛یعنې اروپا د ښځې له پښو او لاسو زنځیرونه پرانستل او نور زنځیرونه یې ورواچول؛خو اسلام په کور کې ښځه د سړي له بندګۍ او مریتوبه خلاصه کړه او د کورنۍ لګښت یې سړي ته وسپاره او دا چې ښځه ځان او کورنۍ ته لګښت پیدا کړي؛نو له دې زوره یې وژغورله . د اسلام له نظره ،ښځه په عین حال کې،چې حق لري، د انساني غریزې له مخې شتمني پیدا کړي او ساتنې ته یې هلې ځلې وکړي؛نو دا شان هم نه ده،چې د ژوند د جبر تر دباو لاندې راشي او غرور،ښایست او ښکلا ترې واخلي،چې دا ښایښت او ښکلا تل په ډاډمنه توګه باید له ښځې سره وي .
خو څه وکړو،چې د ځینو لیکوالو سترګې او غوږونه تړلې دي،چې ددې نه نمښتوونکي تاریخي او فلسفي حقایقو په اړه فکر وکړي.
درې ډوله نفقه
په اسلام کې نفقه درې ډوله ده:
لومړی ډول هغه نفقه ده،چې مالک یې باید پر خپل مملوک- ترلاس لاندې کس ولګوي؛لکه مالک یې،چې په څارويو کوي . ددې نفقې کچه “مالکیت او مملوکیت” دی .
دویم هغه نفقه ده،چې انسان یې باید خپلو کوچنيو يا بېوزليو اولادونو يا بېوزليو موروپلار ته وکړي. ددې نفقې کچه مالکیت او مملوکیت نه؛ بلکې هغه حقوق دي،چې اولادونه یې پر هغو لري،چې پیدا کړي یې دي او همداراز هغه حقوق دي،چې موروپلار د اولاد د رامنځ ته کېدو د حکم له مخې او د هغه زیار په حکم،چې په ماشومتوب کې یې له خپل اولاد سره کړي؛نو دا شان حقوق په اولاد پیدا کوي .ددې نفقې شرط د واجب النفقې کس د وس نه درلودل دي .
درېم ډول هغه نفقه ده،چې سړی یې خپلې ښځې ته ورکوي. ددې ډول نفقې ملاک،مالکیت او مملوکیت نه دی او نه طبیعي حق دی . په هغه مفهوم،چې په دویم ډول کې وویل شو او نه د ښځې کمزوري بې برخېتوب او بېوزلي ده .
که فرض کړو،چې ښځه میلونره او ډېره شتمني ولري او د سړي ګټه لږه وي،بیا دې هم سړی د کورنۍ او د ښځې شخصي لګښت پوره کړي . له لومړۍ او دویم ډول نفقې سره ددې نفقې توپیر دا دی،چې که په لومړۍ او دویمه کې څوک پښې سپکې کړي او نفقه ور نه کړي،ګناهکار دی؛ خو له دندې سرغړونه حقوقي بڼه نه لري،چې و يې غواړي، په درېم ډول کې که سړی له دندې پښې سپکې کړي؛نو ښځه حق لري،چې د حقوقي امر په بڼه دعوا وکړي او د اثبات په صورت کې یې له سړي واخلي . دا ویینه به په راتلونکي کې وڅېړو.
ایا نننۍ ښځه مهر او نفقه نه غواړي؟
په مالي مسایلو کې ښځې ته پاملرنه
اسلام په بې ساري ډول په مالي او وټیزو-اقتصادي مسایلو کې ښځې ته پاملرنه کړې ده.له یوې خوا یې ښځې ته پوره وټیزه خپلواکي او ازادي ورکړې او په مال او کار کې یې د سړي لاس ترې لنډ کړې او په راکړه ورکړه کې یې له سړي د څارنې حق اخستى،چې دې کار له پخوا راهیسې د شلمې پېړۍ تر لومړیو دوام درلود،همداراز له ښځې یې د کورني لګښت د برابرونې زور هم اخستې دی.
لویدیځ پالي،چې له ښځې د ملاتړ په نامه پر دې قانون نیوکه کوي،بې له دې بله چاره نه لري،چې په سترو دروغو لاس پورې کړي او وايي : د نفقې فلسفه دا ده،چې سړی ځان د ښځې مالک ګڼي او د ځان په خدمت کې یې ګوماري ؛لکه څرنګه،چې د څاروي مالک ناچار دی،چې تر لاس لاندیو څارويو اړین لګښتونه ورکړي،چې څاروى سپرېدو او بار وړو ته چمتو کړي؛نو د نفقې قانون هم دې موخې ته دی،چې لږ تر لږه ښځې ته یې دومره نفقه واجبه کړې،چې شپې او ورځې پرې تېرې کړي او مړه نشي .
که څوک وغواړي په دې مسایلو کې د اسلام پر قانون له دې اړخه نیوکې وکړي،چې اسلام له حده زیاته ښځه نازولې او په سړي یې دباو راوستى او د ښځې بې مزده خدمتګار کړې یې دی او ددې پر ځاى،چې له ښځې د ملاتړ په نامه پر دې قانون نیوکه وکړي؛نو په دې توګه کړای شي خپلو نیوکیو ته د وړو پوزه کېږدي .
حقیقت دا دی،اسلام نه دي غوښتي د ښځې پر ګټه او د سړي پر ضد او یا د سړي پر ګټه او د ښځې پر ضد کوم قانون جوړ کړي . اسلام نه د ښځې پلوي کوي او نه د سړي . اسلام په خپلو قوانینو کې د سړي او ښځې او هغو اولادونو،چې په لمن کې يې روزل کېږي او په پاى کې د بشري ټولنې نېکمرغي یې په پام کې نېولې ده او ددې ټولو نېکمرغي پکې ویني،د طبیعت هغه قوانین،قاعدې او حالات،چې د خدای له خوا جوړ شوي،له پامه ونه غورځول شي .
مخکې مې هم وویل : اسلام په خپلو قوانینو کې دې قاعدې ته تل پاملرنه کړې،چې سړی د اړتیا او ښځه د بې اړۍ ښکارندوی ده. اسلام،سړی د خریدار- پېرېدونکي او ښځه د توکي د خاوند په صورت پېژني . د اسلام له نظره په رسېدون- وصال او ګډ ژوند کې دا سړى دی، چې ځان باید د ګټه اخېستونکي په توګه وپېژني او ددې کار لګښت ته ور اوږه شي . ښځه او سړی دې هېر نه کړي،چې د مینې په مسئله کې د طبیعت له نظره بېلابېلې وڼدې ورسپارل شوي دي.واده هله ټینګ، خوندور او پایښتى وي،چې ښځه او سړی په طبیعي رولونو کې راڅرګند شي .
پر سړي د ښځې د نفقې د لزوم بل لامل دا دی،چې طبیعت د نسل د تولید ستړې او زیارونه د ښځې پر غاړه ایښي دي . له طبیعي اړخه،څه چې په دې کار کې د سړي پر غاړه دي،له یو ساعت خوندور عمل پرته بل څه نه دي . دا ښځه ده،چې (بې د ماشومتوب او زړښت له پېره) تل د میاشتنیو جامو ناروغي زغمي، د دوه ځانۍ-امیندوارۍ دروند پېر او ځانګړې ناروغي یې پر غاړه اخلي،د لنګوال سختۍ او عوارض یې زغمي،ماشوم ته شېدې ورکوي او پالنه یې کوي .
دا هر څه د ښځې بدني او عضلاني ځواک کموي او په کار کې یې ځواک راټیټوي . له همدې امله ،که قانون ښځې او سړي د ژوند د لګښت په برابرولو کې ورته او برابر کړي او په دې اړه له ښځې ملاتړ و نه کړي؛نو ښځه به ډېر ناوړه حالت پیدا کړي . همدا لامل دی،هغه ژوي،چې د جفت-جوړې په بڼه ژوند کوي،نر تل د ښځمنې- مادې جنس ملاتړى دی او د نسل د تولید د کړخت پر مهال ورسره د خوراک په برابرولو کې مرسته کوي .
پر دې سربېره ښځه او سړی د کار د قوې او د سختو تولیدي او وټیزو- اقتصادي فعالیتو له مخې ورته او یو شان نه دي پنځول شوي . که سړی د ښځې مخې ته ودرېږي او ورته ووايي،چې پوټی ګټه به هم درنه کړم؛نو ښځه په دې وسمنه نه ده،چې په دې اړه سړي ته ورسي .
له دې ټولو که تېر شو شتمنۍ ته د ښځې اړتیا تر سړي ډېره ده . سینګار او ښکلا د ښځې د ژوند برخه او له اصلي اړتیاوو یې دي . څه چې ښځه پخپل سینګار او ښکلا لګوي د څو سړیو له ګټې سره برابر دي . سینګار ته لېوالتیا په ښځه کې د ډول او بېلابېلوالي لېوالتیا رامنځ ته کړې ده.سړي ته یو جوړ جامې تر هغه د اغوستو وړ دي،چې زړې شوې نه وي؛خو ښځه څرنګه؟ ښځې ته تر هغه د اغوستو وړ دي،چې د نوې ځلا په توګه وپېژندل شي او داسې هم وي،چې ښځه یوه جوړه یوازې یو ځل اغوندي . د شتمنۍ په لاس ته راوړو کې تر سړي د ښځې وس لږ دى؛خو په شتمنۍ کې د ښځې استهلاک او لګښت تر سړي ډېر دی .
پر دې سربېره دا چې ښځه په لا ښکلا،خوښۍ او غرور کې پاتې شي؛نو په دې حالت کې پاتې کېدو ته ورته اړین دي،چې لږ کار وکړي او ډېره په سوکالۍ کې وي .که ښځه اړ وي،چې د سړي په څېر تل هلې ځلې وکړي او د شتمنې په پیدا کولو پسې وي؛نو غرور یې ماتېږي،له مالي کړختونو،چې د سړي په مخ کومې لیکې رامنځ ته کېږي،د هغې پر مخ به هم را څرګندې شي.په مکرر ډول اورېدل شوي هغه لویدیځې ښځې،چې د زور له مخې په کارخانو او هټیو کې کار کوي د ختیځو ښځو د ژوند هیله کوي.
دا څرګنده ده که ښځه ارامه او سوکاله نه وي؛نو وخت به ورسره نه وي، چې په ځان پام وکړي او د سړي د ښادۍ لامل هم شي .
نه یوازې د ښځې؛بلکې د سړي او د کورني چاپېریال مصلحت هم په دې کې دی،چې ښځه د معاش پیدا کونې له اجباري هلو ځلو معاف وي . سړی هم غواړي،چې کورنى چاپېریال یې ورته د ارامتیا او ستړیا لرې کولو او د بهرني غمونو او کړختو د لرې کولو مرکز وي .که ښځه د سړي هومره ستړې ستومانه نه وي؛نو کړای شي کور د سوکالۍ،ارامتیا او د بهرني کړختو او غمونو د لرې کولو په مرکز واړوي . د هغه سړي به څومره بده برخه وي،چې ستړی ستومانه کور ته راشي او ښځې یې تر هغه هم لا ستړې وي؛نو د ښځې روغتیا،سوکالي او خوښي،سړي ته هم ډېر ارزښت لري .
لنډه دا چې سړي دې ته چمتو دي،چې ډېر کړخت پيسې پیدا کړي او په دواړو لاسو یې خپلې ښځې ته ورکړي او هغه یې هم په ځان ولګوي ؛ ځکه سړي خپله روحي اړتیا په ښځه کې موندلې،چې خدای ورته ښځه د ارامتیا او سوکالۍ لپاره پیدا کړې ده .( وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا)،په دې پوهېدلى،چې څومره د ښځې سوکالي او ارامتیا برابره کړي؛نو په غیر مستقیم ډول یې له خپلې نېکمرغۍ سره مرسته کړې ده او خپل کورنی چاپېریال یې لا پسې روښانه کړی دی،په دې پوهیدلى،چې په ګډ ژوند کې یو دې د هلو ځلو او ستړیاوو مغلوب نه وي،څو بل ته د ارامتیا او سوکالۍ بښوونکی شي او د کار په دې ویش کې غوره ده، چې سړی دې د ژوند ډګر ته ورودانګي او ښځه په غوره توګه وکړای شي د روح ارامونکی یې وي .
له مالي او توکیز اړخه ښځه،سړي ته او له روحي اړخه سړی،ښځې ته اړمن پنځول شوی دی . بې له سړي،ښځه نشي کړای،چې خپل ډېری مادي اړتیاوې پوره کړي،چې د سړي څو ګرایه هم دي؛ځکه اسلام ښځې ته خپل مېړه د ډډې او اتکا په توګه ټاکلی دی . ښځه که هماغه شان،چې زړه یې غواړي له ښکلا سره ژوند وکړي،که په خپل مېړه ډډه ونه وهي؛نو په نورو سړیو به یې ووهي. دا هماغه وضع ده،چې په خواشینى سره یې ډېری بېلګې پیدا کړي او مخ په زیاتېدو هم ده .
د نفقې پر ضد ډنډورې
ښکاري سړیو دا ټکى پېژندلی او ښځې ته د سړي د نفقې د برابرولو پر ضد د ډنډورې یو علت،پیسو ته د ښځې ډېره اړتیا ده او که له مېړه بېله شي؛نو په اسانۍ پر ښکاریانو اوړي .
که په موسسو کې ښځو ته د زیاتو معاشونو فلسفې ته ځير شئ؛نو زما په خبره به ښه پوه شئ،شک مه کوﺉ د نفقې له منځه تګ به فحشاء د پراخوالي لامل شي .
دا به ښځې ته څرنګه وي،چې د خپل ژوند حساب له سړي بېل کړي او بیا چې څرنګه یې زړه غواړي هماغه شان ځان سنبال کړي؟
که حقیقت راباندې وایې؛نو د نفقې د منځه وړنې ملاتړ د هغو سړیو له خوا هم کېږي،چې د ښځو له سینګار او اسرافه نور پوزې ته رارسېدلي،دوی غواړي د ښځې په لاس او د آزادۍ او برابرۍ په نامه له اسرافي او سینګارپالو ښځو خپل غچ واخلي.
ویل دورانت د “د فلسفې د خوند” په کتاب کې د نوي واده په هکله وايي : ”د منځني پوړ د ښځو سینګارپالي به ددې لامل شي،چې ډېر ژر به خواري کښ سړي له ټولو ښځو غچ واخلي،واده به دا شان بدلون ومومي،چې هغه بېکاره ښځې به نه وي،چې یوازې د ډېر لګښتو کورنو د سینګار او بوګن لامل وي،سړي به له ښځو وغواړي،چې خپل لګښت او خرڅ پخپله ځانته پیدا کړي،نوی واده حکم کوي،چې ښځه دې تر زیږونه کار وکړي . دلته یو ټکی دی،چې د ښځې د ازادۍ د بشپړتیا لاملېږي او هغه دا چې تر دې وروسته دې له پیله تر پایه ښځه خپل لګښت پخپله پیدا کړي .(د ښځې په هکله) صنعتي انقلاب خپلې بې رحمه پایلې راښکاره کوي،ښځې دې له مېړه سره یو ځای په کارخانه کې کار وکړي او د دې پر ځاى،چې ښځه په ارام کېني او سړی دې ته اړ کړي،چې دوه ګرایه کار وکړي، اوس باید له مېړه سره په کار،بدله او حقوقو کې یو شان وي .”
بیا په ملنډو وايي: “دا د ښځې د ازادۍ مانا ده”.
د مېړه پر ځای دولت
دا خبره نه نمښتونکې ده،چې د نسل په تولید کې د ښځې طبیعي دنده دا ده،چې د مالي او اقتصادي نظره ډډه ولري.
په نننۍ اروپا کې داسې کسان شته،چې د ښځې د ازادۍ په پلوۍ کې دې ځای ته رارسېدلي،چې د “مورشاهۍ” د پېر د راګرځېدو او په ټولیز ډول له کورنۍ د پلار د لرې کولو لاپې شاپې کوي . د دوی په ګروهه د ښځې له بشپړې وټیزې خپلواکۍ او له سړي سره یې په ټولو برخو کې د برابرۍ له کبله،په راتلونکي کې به پلار د کورنۍ یو اضافه غړى وشمېرل شي او تل به له کورنۍ وشړل شي .
په عین حال کې همدوی دولت ته بلنه ورکوي،چې د پلار ځایناستى شي او میندې،چې په یوازې ځان چمتو نه دي،چې کورنۍ جوړه کړي او ټول مسوولیتونه یې پر غاړه واخلي؛نو دوی ته دې پیسې ورکړي،چې له دوه ځانۍ- امیندوارۍ مخنیوی و نه کړي او د ټولنې کهول غوڅ نشي؛ یعنې د کور ښځه،چې د نیوکه کوونکیو په وینا پخوا د سړي نفقه خوره او تر لاس لاندې یې وه ،تر دې وروسته به د دولت نفقه خوره او تر لاندې یې وي،د پلار دندې دولت ته وسپارل شوې .
داسې کسانو،چې تبر یې راخستی او په پټو سترګو د کورنۍ سپېڅلی چاپېریال له منځه وړي،چې د اسماني سپېڅلیو قوانینو پر بنست جوړ شوی،کاشکې دوی ددې کار د ناوړو پایلو په اړه هم په ګرېوان کې سر ښکته کړي .
برتراند راسل د “ګډ ژوند او اخلاقو” په کتاب کې د “کورنۍ او دولت” په نامه څپرکى لري او د دولت تر کلتوري او روغتیايي لاسوهنو وروسته وايي:” په ظاهره څه نه دي پاتې،چې پلار د بیولوژیک وجود لامل له لاسه ورکړي…..د پلار په شړلو کې بل مضبوط لامل،مادي خپلواکۍ ته د ښځې لېوالتیا ده. په ټاکنو کې،چې کومې ښځې ګډون کوي غالباً،واده شوي نه دي او نن د واده شویو ښځو ستونزې تر نا واده شویو ډېرې دي او له قانوني امتیازاتو سره سره د کار په سیالیو کې وروسته پاتې دي،واده شویو ښځو ته دوې لارې دي،چې اقتصادي خپلواکي وساتي،چې دا دي : یو دا چې پخپلو کارونو کې پاتې شي او دا کار هله کړای شي،چې خپل ماشومان مزدور ښځو ته ورکړي او په پايله کې به وړکتونونه او روزونتونه لا پسې پراختیا ومومي او ددې وضع سوليزه-منطقي پایله به دا وي ،چې د ارواپوهنې له اړخه به ماشوم نه مور ولري او نه پلار. بله لار دا ده،چې ځوانو ښځو ته دې پيسې ورکړل شي،چې د ماشومانو پالنه پخپله وکړي،وروستنۍ لار په یوازې ځان ګټوره نه ده او دا چې ماشوم یې ټاکلي عمر ته ورسېد؛نو داسې قوانین دې تصويب شي،چې مور یې یو ځل بیا وګومارل شي. ددې لارې ګټه دا ده،چې مور به پخپله ماشوم روزي او بې له دې،چې په دې اړه له سپکاوۍ ډک د سړي څارنې ته اړتیا ولري .که دا شان قانون تصویب شي؛نو د کورنۍ په اخلاقو یې د غبرګون اغېزو ته دې په تمه اوسو. قانون ممکن دا تصویب کړي،چې د نا مشروع ماشوم مور د مرستې وړتیا نه لري او د دلایلو په وجود کې ښايي دا مرسته يې له پلار سره وشي،په دې صورت کې به پولیس موظف وي،چې د واده شویو ښځو چلن تر څارنې لاندې ونیسي،ددې قانون اغېزی به ښې نه وي او ښايي پر هغو ښه ونه لګېږي،چې ددې اخلاقو تکامل غواړي وو،که د پولیسو څارنه هم نه وي او د ارمونو له میندو سره هم مرسته وشي؛نو په دې صورت کې د پلار اقتصادي دنده په پوره ډول له منځه تللې ده او د اولاد پر وړاندې به یې اهمیت له سپو او پیشوګانو ډېر نه وي،هغه تمدن چې تر اوسه یې پراختیا موندلې ،لږ تر لږه د موروالي احساسات یې را کم کړي دي،ددې تمدن ساتنې ته،چې ډېر بدلون او تکامل یې موندلی؛ نو ورته به اړینه وي،چې ښځو د دوه ځانۍ- امیندوارۍ لپاره دومره پیسی ورکړي،چې په دې کار کې ورته ډېره ګټه وي .په دې صورت کې لازم نه دي،چې ټولې میندې دې د موروالي دنده سرته ورسوي او دنده به هم؛لکه د نورو دندو په څېر له خورا هرکلي سره مخ شي؛خو دا ټول تش فرضیات دي او موخه مې دا ده،چې د ښځو خوځښت د پلار واکي کورنیو د زوال لامل شوی،چې له تاریخ مخکې پر ښځه د سړي د واکمنۍ بېلګه وه،په لویدیځ کې د پلار پر ځای د دولت رامنځ ته کېدنه،پرمختګ ګڼل کېږي .”
(ددې ښاغلیو په وینا: د ښځې مادي خپلواکي) او د نفقې له منځه وړل او له پورته ویناوو لاندې پایلې لاس ته راځي :
له کورنۍ د پلار شړل او یا لږ تر لږه اهمیت یې راټیټول او د مورشاهۍ پېر ته ورتګ او د پلار پر ځاى د دولت رامنځ ته کول او له دولته د ميندو مرسته او نفقه اخستل، د مورولۍ د احساساتو کمزورتیا او له عاطفي بڼې د موروالي راوتل او په دنده او کار کې یې بدلېدنه.
څرګنده ده،چې ددې ټولو پایله د کورنۍ پوره نړېدل او په غوڅ ډول د انسانیت ړنګېدل دي . هر څه به سم شي؛خو د يو څيز ځاى به تش وي : او هغه داچې کورنيزه نېکمرغي،خوشحالي او مانيز خوندونه به نه وي .
په هر حال موخه مې دا ده،چې ان د ښځې د بشپړې خپلواکۍ او ازادۍ او له کورنۍڅخه د پلار د شړلو پلویان هم وايي،چې د نسل تولید چې د ښځې طبیعي دنده دولت دې ورسره مرسته وکړي او یا ان کرایه دې ورکړه شي،حال داچې دا چار د سړي طبيعي دنده ده،چې د کوم حق،حقوالېداى نشي .
د نړۍ په کارګري قوانینو کې،چې سړي ته لږ تر لږه مزد هم په پام کې نیسي؛نو ښځه او ماشومان یې هم په کې شاملېږي؛یعنې د نړۍ کارګري قوانینو هم د ښځې او ماشوم د نفقې قانون پر رسمیت پېژندلی دی .
ایا د بشر د حقوقو نړيوالې اعلامیې د ښځې سپکاوی کړی؟
د بشر د حقوقو دنړيوالې اعلامیې په ۲۳مه ماده ،۳ بند کې او
د ۲۵مادې په لومړي بند کې ټینګار شوى،هر سړی چې کورنۍ جوړوي؛ نو د خپلې ښځې او ماشومانو نفقه دې هم ورکړي اولګښتونه يې پر سړي دي .
دا چې د بشر د حقوقو اعلامیه څرګندوي،چې ښځه او سړی مساوي حقوق لري، ښځې ته د سړي د نفقې ورکړه یې د ښځې او سړي د حقوقو له تساوۍ سره په ټکرکې نه ده ګڼلې .
د بشر د حقوقو اعلامیه په ۲۵مه ماده کې وايي:
“ د بېکارۍ،ناروغۍ، د غړیو د نیمګړتیا، کونډتوب، زړښت یا په ټولو هغو مواردو کې،چې د انسان له ارادې وتلي لاملونو له کبله یې د امرار معاش وسایل له لاسه ورکړي وي؛حق لري،چې د ژوند له پتمنو شرایطو برخمن شي.”
دلته د بشر د حقوقو اعلامیې پردې سربېره،چې د مېړه له لاسه ورکول یې ښځې ته د امرار معاش د وسیلې له لاسه ورکول پتیېلي، کونډتوب یې د بېکارۍ،ناروغۍ او د غړي د نیمګړتیا په کتار کې ياد کړی ؛ یعنې ښځې یې د بېکارو،ناروغو،زړو او د نیمګړي غړي په کتار کې يادې کړي،ایا دا د ښځې ستر سپکاوی نه دی؟ دا ښکاره ده که د ختيځوالو په کتابونو کې دا شان تعبیر پیدا شوی وای؛نو ددې خلکو چغې او سورې به تر اسمانه ختلې وای؛خو یو رښتین لیدی- واقع بین انسان،چې د چغو او جنجالونو تر اغېز لاندې نه وي او ټولو اړخونو ته یې پام وي،پوهېږي،چې نه د خلقت قانون،چې سړی یې ښځې ته د امرارمعاش یوه وسیله ټاکلې او نه د بشر د حقوقو اعلامیه،چې کونډتوب یې د معیشت د وسیلې له لاسه ورکول یاد کړي او نه د اسلام قانون،چې ښځه یې د سړي واجب النفقه ګڼلې؛نو یو هم د ښځې سپکاوى نه دی کړی؛ځکه دا د قضیې یو اړخ دی،چې ښځه سړي ته اړمنه پنځول شوې ده او سړی د ښځې د ډډې ټکې شمېرل کېږي .
د خلقت قانون،ښځه او سړی یو بل ته اړمن پنځولي،چې يو له بل سره ونښلي او کورنى چاپېریال يې مضبوط کړي،چې د بشر د نېکمرغۍ اصلي سټه ده،که څه هم له مالي اړخه یې سړی د ښځې ډډه کړى؛خو د روحي سوکالۍ له اړخه یې ښځه د سړي ډډه کړې ده او دې دوو بېلابېلو اړتیاوو هغوى لاپسې يو له بل سره نږدې کړي دي .
سرچینه : نظام حقوقي زن در اسلام، لیکوال مرتضی مطهري
-
ټیګونه:
- www.andyal.com