د زيارت په موخه هم په مسجدالنبي کې او هم دبقيع په هديره کې پر فاطمې بي بي سلام اچوو؛دا ځکه چې د فاطمې بي بي قبرنه دى معلوم . البته په قيامت کې به واقعي ورک ،رياکاران او تيري کوونکي وي ،چې د خپلو هڅو او عملونوهيڅ اغېزه به ونه ويني او داسې چغې […]
د زيارت په موخه هم په مسجدالنبي کې او هم دبقيع په هديره کې پر فاطمې بي بي سلام اچوو؛دا ځکه چې د فاطمې بي بي قبرنه دى معلوم .
البته په قيامت کې به واقعي ورک ،رياکاران او تيري کوونکي وي ،چې د خپلو هڅو او عملونوهيڅ اغېزه به ونه ويني او داسې چغې او سورې به وهي : مال او شتمنۍ راته هېڅ ګټه و نه کړه ،واک او سلطنت مې له لاسه ولاړ او نن يې راته ګټه و نه کړه.
(( مَا أَغْنَى عَنِّي مَالِيهْ. هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيهْ(الحاقه\٢٨،۲۹) = شتمنۍ مې (عذاب) راڅخه لرې نه کړ، واك مې (هم ) له لاسه ولاړ!))
هو! د قبر درلودل يا نه درلودل دومره مهمه ه ده ،که د فاطمې بي بي قبر نه وي ؛نو په بدل کې خداى هغه پرکوثر ياده کړې ده. قبر په هرځاى کې نه وي؛خو قرآن او کوثرسورت په هرځاى کې شته له فاطمې بي بي د هغې اولاده ،مانیزې ،انساني او د دين نښې پاتې دي.
په هرحال د امامانو د مور قبر نه دى معلوم ؛خو د هغې او اولادې خبرې را ته پاتې دي. د فاطمې بي بي له شخصيت نه؛بلکې له قبره بې خبره يو . فاطمه بي بي وصيت کوي ،چې ما ته د شپې غسل راکړئ او په پټه مې ښخه کړئ! هغه غواړي له نړۍ سره خبرې وکړي او ووايي :آيا زه د پېغمبراکرم(ص) لور نه وم ،د حضرت علي ښځه او د امامانو مور نه وم!؟ نو ولې مې قبر پټ وي ؟ آيا زه د پېغمبراکرم(ص) ،يواځېنۍ پاتې شوې نښه نه يم؟ آيا زه د تطهير د آيت او د کوثرسورت مصداق او((سيدة نساء العالمين )) نه يم ؟ آيا زما پلار محمد(ص) ونه ويل : فاطمه مې د وجود يوه ټوټه ده،چا چې آزار کړه؛نو زه به يې آزار کړې يم او څوک مې ،چې آزار کړي ؛نو خداى به يې په غوسه کړى وي .
پلار به مې چې له سفره راستېنده ؛نو لومړى به زما ليدو ته راته. (بحارالانوار ٤٣\٣٥) او چې زه به ورتلم ؛نو پلار به مې درناوي ته درېده . ((اعلام الورى \ ١٥٧))
په کربلا کې د عاشورا پر ورځ زوى مې حسين زورزياتي او ذلت ته غاړه کېنښووه آيا دا زما د روزنې يوه غوڅه نښه نه ده؟ آيا د احزاب په جنګ کې مې د پېغمبر اکرم سرتېروته خواړه نه راوړل ؟ [ ذخايرالعقبى \٤٧] کفارو چې پر پلارمې په سجده کې د اوښ خارشنه واچول؛نو آيا ما ورمنډې نه کړې او لرې مې ترې نه کړل. ( ذخاير العقبى \٤٧) پلار به مې چې له جبهې راستنېده ؛نو آيا ما به يې په وينو ککړې جامې نه وينځلې ؟ آيا ما د احد په جنګ کې د خپل پلار د مخ پرټپونو پټۍ کېنښووې؟ آيا صبر او زغم مې حسن، زړورتيا مې،حسين او ويناوو او د لارښود له مقامه دفاع ته مې زينب، ونه روزل ؟ آيا وږيو او بېوزليو ته مې خپله غاړه کۍ ونه پلورله؟[ بحارالانوار٤٣\٥٦] د ښځې او مېړه په ګډ ژوند کې زه دې پړاو ته ونه رسېدم ،چې مېړه مې (حضرت علي) زما په هکله وويل : کله هم فاطمې په غوسه نه کړم ؟(مناقب خوازرمي ،د بانوى نمونه له نقله \١٠٤]
آيا زه د ټولو امامانو مورنه يم ؟ آيا پلار مې په هکله سپارښتنې نه وې کړې؟ آيا اميندواره (دوه ځانې) نه وم چې ماشوم مې وغورځېد؟ آيا ويرجنه نه وم ؟ آيا ځوانه نه وم ؟ ؛نو زه ولې وصيت کوم چې قبر مې دې پټ وي او په جنازه کې مې څوک ګډون و نه کړي؟
سترګې پرلاريو، چې تاريخ يې ځواب راکړي !
بيت الاحزان
د بقيع په هديره کې يو ځاى و،چې فاطمه بي بي به د پېغمبراکرم تر مړينې وروسته هلته تله او د خپل ګران پلار پر وير او تر مړينې وروسته يې پر رامنځ ته شويو ستونزو اوښکې تويولى. [وفاء الوفاء ٣\٩٠٧]
د بقيع په هديره کې چې اوس کوم بدلون راغلى له دې سره مو څه کار نشته؛خو د داسې ځايو نومونه،او نښې بايد هېرې نشي؛ځکه چې د يوې لارې او يو اند ښکارندوى دي داسې ځايونه جغرافيه نه؛بلکې تاريخ دى دا ځايونه چوپ نه دي؛بلکې پيغام لري څرک نه دى ،بهير دى .
د نورو عزتمنو قبرونه
د وفاءالوفاء کتاب په درېم ټوک کې تر٨٩١مخ وروسته په بقيع کې د ښخ شويو نومونه ليکل شوي ،چې يوشمېريې دا دي :
(١) حضرت عثمان بن مظعون (رضي الله عنه)
دا لومړى مهاجر و ،چې له دنيا يې سترګې پټې کړې ،پېغمبراکرم (ص) يې په جنازه کې ګډون وکړ او ويي ويل :څومره نېکمرغه يئ چې دنيا پټ نه کړې او تا هم دنيا وانه غوسته.[بحارالانوار٨٢\٩١] وروسته پېغمبر اکرم(ص) حکم وکړ،چې پرقبر يې يوه غټه تيګه کېږدئ،تيګه ډېره درنه وه او اصحابوکرامو په يواځې ځان ونه خوځوله بيا ورسره پېغمبراکرم (ص) مرسته کړه. د بقيع په هديره کې چې بدلونونه رامنځ ته شول؛نو د حضرت عثمان بن مظعون قبر يې له همدې تيګې وپېژانده. پېغمبراکرم(ص) په دې کارسره خلکو ته وښوول،چې د حضرت عثمان بن مظعون په شان د صالح ،عابد او زاهد وګړي قبربايد په ډېرعزت او درناوي وساتل شي .
(٢) حضرت فاطمه بنت اسد (رضى الله عنها)
دا د حضرت علي مور ده. حضرت علي يې چې په ګېډه و او د زوکړې وخت يې راورسېد؛نو د کعبې دېوال ورته پرانستل شو او له آسمانه ورته غيبي مرستې وشوې . فاطمه بنت اسد يوولسم کس و،چې پر پېغمبر اکرم (ص) يې ايمان راوړ او هغه به ورته د مور خطاب کاوه ،چې مړه شوه ؛نو پېغمبراکرم(ص) يې په ويرکې اوښکې توى کړې او له خپل کميس يې ورته کفن جوړ کړ او څلويښت تکبيرونه يې پرې وويل . دې مېرمنې د پېغمبر اکرم او حضرت علي خدمت او مورولي وکړه،اسلام ته يې هجرت وکړ،تر مړيڼې وروسته ورسره پېغمبراکرم(ص) خبرې وکړي. آيا کومې ژمنې ،چې درسره خداى کړې وې ترلاسه دې کړې ؟ويې وويل: هو. تر ښخولو مخکې يې پېغمبراکرم(ص) قبر ته ورښکته شو او ډېره شيبه يې دعاګانې وکړې [سفينة البحار] .
(٣) حضرت سعدبن معاذ(رضي الله عنه)
د پېغمبراکرم له باوفاء يارانو ځنې و،په ډېرو جګړو کې يې ګډون کړى و او ډېر ټپي شوى هم و. پېغمبراکرم(ص) يې په هکله وايي : هغه د کفارو د سترګو اغزى و او په جنازه کې يې نوي زره پرېښتو ګډون کړى و او د خندق په جنګ کې ټپې شو. پېغمبراکرم به ورته دعا ګانې کولې او په جنازکې يې هم ګډون وکړ. (بحارالانوار ١٥\٣٤٢)
(٤) حضرت حليمه سعديه (رضى الله عنها)
يوه کليواله سپېڅلې او پاکه مېرمن وه او د مکې په دښتو کې اوسېده ،پېغمبر اکرم(ص) يې تې رودلى دى،دې کار ته څلور سوه او شپېته ښځې راغلې وې ؛خو پېغمبراکرم(ص) يې تې ونه روده .(بحارلانوار ١٥\ ٣٤٢) عبدالمطلب ډېر پرېشانه مسجدالحرام ته راغى او د کعبې په څنګ کې کېناست ؛يوسپين ږيري ورته تر روغ بړ وروسته وويل : زه يوه مېرمن پېژنم،چې ډېره هوښياره ،ښکلې، ابرومنه او درنه ده.عبدالمطلب يې په پلار پسې ولاړ او تر خبرو اترو وروسته د پېغمبراکرم (ص) دايه شوه.( بحارالانوار ١٥\ ٢٤٤).
[يادونه:په پورته کتاب کې راغلي،د حلېمې بي بي ښي تي شيدې نه درلودې خو د خداى په پېرزوينو د پېغمبراکرم (ص) د تماس له امله له شيدو ډک شو ،ولې به داسې نه وي ،د پېغمبر شونډې خو څه د موسى (ع) له امسا کمې نه دي ،چې د قرآن په وينا په تيګه يې ووهله او اوبه ترې راوخوټېدې!؟]
تر دوو کلونو وروسته يې پېغمبراکرم (ص) مکې ته راوست؛خو ورته يې يو ځل بيا نورو درې کلونو ته د روزنې په موخه ورکړل شو. د بحارالانوار په کتاب کې راغلي، چې د بي بي حليمې په جنازه کې لس زرو اصحابو کرامو او تابعينو ګډون کړى و او په بقيع کې ښخه شوه . (بحارالانوار٤٨\٢٩٧)
(٥) حضرت عباس (رضى الله عنه )
ده به د کعبې زايرينو ته اوبه ورکولې او ډېر دروند سړى و د حضرت عمر (رض) د خلافت په پيرکې وچکالي راغله؛نو حضرت عمر(رض) باران اورېدو ته خداى ته د حضرت عباس په حق کې قسم ورکړ.
(٦) ابراهيم د پېغمبراکرم(ص) زوى
د حضرت زينب،حضرت رقيه او حضرت ام کلثوم تر مړينو وروسته خداى پېغمبر اکرم (ص) ته يو زوى ورکړ او اتلس مياشتې وروسته مړشو او پېغمبراکرم يې په وير کې وژړل ځينو پرې نيوکه وکړه ؛خو پېغمبر اکرم(ص) وويل کومه ژړا،چې له انساني عواطفو راولاړه شوي وي باک نه لري،څه چې منع شوي هغه پر الهي مقدراتو نيوکه کول دي. [بحارالانوار ٢٢\ ١٥١ ((انما هذا رحمة )) دا د زړه خوږ ژړا ده ،نه پرخداى نيوکه] د ابرهيم د مړينې پر ورځ لمر تندر ونيو،ځينو ګومان وکړ چې دا کار د ابراهيم د مړينې له کبله شوى دى ،پېغمبراکرم چټک منبر ته وخوت او خلکو ته يې وويل : چې لمر او سپوږمۍ د خداى له خوا په ټاکل شوي بهيرکې خپل کار ترسره کوي او د چا د مړينې او زوکړې له کبله پکې بدلون نه راځي؛چې لمر او سپوږمۍ تندر ونيسي ؛نو ددى خبرو پر ځاى ((د آيات لمونځ)) وکړئ. ( محاسن برقي \ ٣١٣)
او په دې توګه پېغمبراکرم(ص) ددى خرافي نظر پر وړاندې په کلکه خپل دريځ اعلان کړ.
(٧) د پېغمبراکرم(ص) درې لورګانې ، حضرت زينب ، حضرت رقيه او حضرت ام کلثوم هم په بقيع کې ښځې دي،همداراز د پېغمبراکرم(ص) په ميرمنو کې له حضرت خديجې او حضرت ميمونې (رضى الله عنها) پرته نورې ټولې په بقيع کې ښې دي .
(٨) د احد څو شهيدان هم د بقيع په لوېديزې څنډه کې ښخ دي. ( بحارالانوار ٤٨\ ٢٩٥).
(٩) حضرت ابوسعيد خدري (رض) د قاريانو ستر مشر په بقيع کې ښخ دى .
(١٠) حضرت عبدالله بن جعفر طيار، د حضرت زينب مېړه هم په بقيع کې ښخ دى .
(١١) عاتکه بي بي او صفيه بي بي د پېغمبراکرم(ص) ترورګانې او ام البنين د حضرت علي ښځه هم په بقيع کې ښخې دي.ام البنين څلورځامن درلودل؛عباس،جعفر،عثمان او عبدالله ،چې ټول په کربلا کې شهيدان شول. آيا موږ کړاى شو،چې مدينې ته ولاړ شو او د داسې سپېڅليو له قبرونو بې پروا تېرشو؟ځينې وايي پرمړي ژړل دهغه د عذاب لامل ګرځي، دې خبرو ته بايد غوږ کېنږدو؛ ځکه له قرآن سره اړخ نه لګوي قرآن وايي :
((وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَإِن تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَى حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَيْءٌ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى إِنَّمَا تُنذِرُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالغَيْبِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَمَن تَزَكَّى فَإِنَّمَا يَتَزَكَّى لِنَفْسِهِ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ(فاطر/۱۸) = او يو ګناهكار هم د بل د ګناه پېټى نۀ پر اوږوكوي او که د درانه پېټي والا بل څوک د خپلې ګناه وړولو ته راوبلي؛ نو څه به ترې اوچت نكړي او كه څه هم نژدې خپلوان يې وي . بېشکه (تۀ) يواځې هغوى ننګولاى شې چې په پټه له خپل پالونكي ځنې وېرېږي او لمونځ دروي اوڅوك،چې ځان (له شرك او ګناهونو) پاك كړي؛نو يواځې خپل ځان به يې پاك كړى وي او (ستاسې د ټولو) ورتلل يواځې د الله لوري ته دي. ))
؛نو د ژونديو ژړا به ولې د مړي د عذاب لامل شي ؟
[ سرچینه : د شیخ محسن قرآئتی د حج کتاب]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com