تبلیغات

  تشهد ((اشهد ان لا اله الالله وحده لاشريک له و اشهدان محمد عبده و رسوله الهم صلى على محمد وآل محمد)) تشهد د لمانځه له واجباتو ځنی دى، چې په دويم رکعت او د لمانځه په پاى کې ويل کېږي.په تشهد کې د خداى پر يووالي او دهغه د رسول حضرت محمد (ص) پر […]

  تشهد

((اشهد ان لا اله الالله وحده لاشريک له و اشهدان محمد عبده و رسوله الهم صلى على محمد وآل محمد))

تشهد د لمانځه له واجباتو ځنی دى، چې په دويم رکعت او د لمانځه په پاى کې ويل کېږي.په تشهد کې د خداى پر يووالي او دهغه د رسول حضرت محمد (ص) پر رسالت لېینه – ګواهي او شاهدي ورکوو. که څه هم په اذان او اقامت کې څو څوځلي موږ پر دې چارلېینه ‏ورکړې ؛خوهغه لېینه ‏ اوشاهدت لمانځه ته د راننوتلو پر وخت وه او دا لېینه ‏او شاهدي له لمانځه د وتلو پر حالت ده .دا تکرار د يوحکمت له مخې دى؛ځکه‏ انسان ډېر ژر هر څه هېروي او دا غونډلې – جملې د يو پړي په شان دي،چې د انسان بېړۍ له طوفانونو خوندي ساتي .

د توحيد شعار

((لا اله الا الله))

دا د ټولوانبياوو لومړى شعار و . ((لا اله الاالله)) هغه لېینه ده،چې ټول د پوهې ‏خاوندان له پرېښتوسره غبرګ پرې منښته ‏لري .

شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُولُوا الْعِلْمِ قَائِماً بِالْقِسْطِ لاَ إِله إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ( ال عمران \ ١٨) . = [خداى ( د كايناتو د يو نظام پر پيدايښت ) شاهدي وركوي، چې له هغه پرته بل معبودنشته او پرېښتې او د پوهې خاوندان هم ( هريو په يو ډول پردې مطلب شاهدان دي ! حال دا چې خداى ټول كاينات) پر عدالت ټينګ درولې دي، له هغه پرته بل معبود نشته چې ناماتى ځواکمن حكيم دى.]

((لا اله الله)) هغه غونډله – جمله ده، چې مسلمان يې د زېږېدنې پر وخت په خپل غوږکې اوري او د مړينې پر مهال هم ورته ويل کېږي .

((لا اله الا الله)) د خداى پر وړاندې تر ټولو غوره او محبوبه ویی ‏ده او د انسان په تله کې ترټولو درنده کړنه ‏ده.

((لا اله لاالله)) دا يو مضبوطه الهي کلا ده که څوک ورننوځي، له عذابه به خوندي وي .

((لا اله الا الله)) د اسلام او کفر ترمنځ پوله ده هر کافر،چې دا ویې ‏ووايي د اسلام تر خونديتوب او امان لاندې به راشي . په يو جنګ کې د دښمن يو سرتيري دا کلمه وويله ؛خو مسلمان سرتيري هغه وواژه پېغمبراکرم (ص) پرې نيوکه وکړه اوويې وويل : که هر چا دا کلمه وويله ؛نوپه امان کې به وي ،که څه هم موږ پرې پوه نشو چې رښتيا وايي او که نه .

له پل صراطه د تېرېدو پرمهال به مسلمانان (( لا اله الا الله)) وايي. تاريخ ليکي : ابوجهل پېغمبر اکرم (ص) ته وويل : آيا موږ ( ١٦٠ ) بوتا ن پرېږدو او يوخداى ومنو؟ موږ چمتو يو چې لس ویې ووايو؛خودا غونډله نه وايو . پېغمبر اکرم (ص) ورته وويل : همدا جمله تاسې ته عزت او ځواک ‏درکوي او تاسې پر ټولو امتونو غوره کوي.( فرازهای از تاریخ اسلام،۱۱۱ مخ)

امام حسين دعرفې په دعا کې او د امام زين العابدين د شام په خطبه کې دا حقيقت په ښه توګه تر سترګو کېږي،چې د خداى اولياوو به دا شهادت وايه او ان په دې شهادت به يې ځمکه او زمان شاهدان نيول.

په تشهد کې يواځې د((لا اله الا الله)) پرغونډلې بسیا نه کوو؛بلکې وايو:(( وحده لا شريک له))؛يعنې دا چې له هغه سره هېڅوک شريک نشته.له هغه سره په پيدايښت کې، په اراده کې او په قانون جوړونه کې هېڅوک شريک نشته.

وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَداً وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَهُ وَلِيٌّ مِنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرَاً( اسراء \ ١١١). =[ او ووايه: ((ستاېنه هغه خداى ته ده، چې نۀ يې څوك اولاد نيولى او نۀ ورسره څوك په واکمنۍ كې شريك شته او نۀ بېوسه دى، چې څوك يې ملا تړ وي)) او پوره ستر يې وګڼه.]

د خداى د اولياوو لپاره د خداى بندګي تر ټولو لوى وياړ دى.[بحار ٧٧\٤٠٢] .

انسان بايد له ټولوبنديزونو او زړه تړنو آزاد اوسي او دا دخداى له بندګۍ سره اړخ لګوي او ورسره په يوکچه کې شمېرل کېږي او دا حالت انسان ته دومره ځواک ‏ورکوي،چې له هېڅ ځواکه به ونه وېرېږي .د فرعون ښځه د خداى بنده وه او د فرعون زر او زور پرې هېڅ اغېز و نۀ کړه.حال دا چې فرعون ټول خلک د ځان مريان کړي ول؛يواځې هغه د خداى بنده وه او تر دې حده ورسېده ،چې په تاريخ کې مومنوسړیو او ښځو ته بېلګه شوه.

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتاً فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (تحريم \ ١١) = او خداى مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي،چې كله يې وويل: (( پالونكيه! ما ته له خپل اړخه په جنت كې كور جوړ كړه او ما د فرعون او له كړنو يې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې خلاصه کړه!))

په هرحال د پېغمبر اکرم (ص) پرعبوديت شهادت، د هغه پر رسالت تر شهادته مخکې راغلي دي .

اشهد ان محمدا عبده و رسوله

د پېغمبر اکرم (ص) پر رسالت شهادت د ټولوبشري ښوونځيو نفې ده او دا مانا ‏ورکوي،چې زموږ پېغمبر د انبياوو وروستى پېغمبر دى او رسالت يې تلپاتې او نړېوال دى اوهمداراز د ټولو طاغوتان د نفي پر مانا ‏هم دى. د حضرت محمد (ص) پر رسالت شهادت هغه تړون دى،چې خداى له خپلو ټولو پېغمبرانو اخيستى دى،چى که ټولوپېغمبرانو د محمد(ص) رسالت نه واى منلى؛نو دا پېغمبران به ‏کله هم نبوت ته نه وو رسيدلي؛نو يواځې زه نه يم ،چې وايم ((اشهدان محمدا عبده و رسوله))؛بلکې ټولو انبيا پرې منښته ‏ لري .

نږه توحيد

نن ډېرې خداى لمانځي ‏پر ژبه ((لا اله الا الله)) وايي ؛خو په عمل کې له نورو عزت او ځواک ‏غواړي. د هغه عبادت نه کوي له بل چا اطاعت کوي او له بل چاسر مينه کوى. په رښتيا چې شرک پرځان ستر تيرى دى او د خداى د ذات بې ادبي ده .

وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَابُنَيَّ لاَ تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ( لقمان \ ١٣) = او هغه وخت (دريادكړه) چې لقمان خپل زوى ته نصيحت كاوه (او) ورته يي وويل:(( يه زما زويکه ! له خداى سره سيال مۀ نيسه [ځكه] چې شرك سترظلم دى.))

پر رسالت شهادت

    واشهدان محمداً عبده و رسوله

شاهدي ورکوم چې محمد يې بنده او رسول دى .

بندګي انبياوو ته لوړ مقام دى او دا د رسالت او نبوت مقام ته سرېز ده:( عبد ه و رسوله ) .

عبوديت دې چې پېغمبر اکرم (ص) يې معراج ته ورسو. [سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى‏ بِعَبْدِهِ = اسراء \ ٢] اواسماني وحې يې پرې نازله کړه [ نَزَّلْنَا عَلَى‏ عَبْدِنَا = بقره \ ٢٣] .

پېغمبرانو به د خداى بندګي کوله او د دې بندګۍ، خداى هم ستاينه کوي. د حضرت نوح په هکله خداى وايي :

ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْداً شَكُوراً ( اسراء\٣) = [اى د هغوى ځوځاته، چې له نوح سره (په بېړۍ كې) مو سپاره كړي وو! په رښتيا، چې هغه ډېر شكر كوونكى بنده و (تاسې هم د هغه غوندې شئ، چې وژغورل شئ .]

او د حضرت داود په هکله وايي :

 وَوَهَبْنَا لِدَاوُدَ سُلَيْمَانَ نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ ( ص\٣٠) = [او موږ داوود ته سليمان وباښه؛ څه ښه بنده و! (ځكه) چې هغه توبه ګار و.]

د مخترعينو،نابغوو او انبياوؤ ترمنځ توپير دا دى،چې هغوى خپل نبوغ او نوون د خپلې تيز هوشۍ،زيار او تمرين له لارې لاس ته راوړي ؛خو انبياوو خپلې معجزې د خداى د بندګۍ او دهغه د پېرزوینې ترسيورې لاندې لاس ته راوړي او بندګي د انبياوو د ټولو مقامانو سټه اوسرچينه ده. د پېغمبرانو پرعبوديت منښته ‏موږ د خداى د اولياوو د مقام په اړه ‏له هر راز توند لارۍ او افراط ژغوري ،چې پوه شو پېغمبرچې په خلکو کې ترټولو غوره دى،هغه هم د خداى بنده دى . پاتې دې نشي،چې دا شهادت بايد په رښتيا وي که نه منافقينو به هم د پېغمبر پر وړاندې د هغه پر رسالت شهادت ورکاو او قرآن په دې هکله وايي :

إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ ( منافقيون /١ ) = چې كله منافقان درته را شي (؛نو) وايي: (( موږ شاهدي ورکوو، چې ته په رښتيا د خداى استازى يې.)) او خداى پوهېږي چې تۀ يې استازى يې؛ خو خداى شاهدي وركوي چې منافقين بېخي دروغجن دي   (او پر خپلو خبرو ايمان نلري).

صلوات

الهم صل على محمد وعلى آل محمد

پر توحيد او رسالت تر شهادت وروسته پر محمد او آل محمد صلوات وايو. صلوات د اسلام د پيغمبر اکرم (ص) له کورنۍ سره د مينې ،محبت ،وفادارۍ او ارادت نښه ده او قرآن دا د پېغمبرد رسالت اجر ګنلى دى .

ذلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لاَ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْراً إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى‏ وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْناً إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ (شورى \٢٣) = [دا (همغه) څه دي چې خداى يې زېرى خپلو هغو بندګانو ته وركوي،چې ايمان يې راوړى وي او ښې (چارې) يې كړي وي، ووايه: ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نۀ غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم) )) او څوك چې نېكې چارې ترسره كړي، پر نېكيو به يې ور زيات كړو، په رښتيا چې خداى ډېر بښونكى (او) منندوى دى]

پر صلوات د زړه زنګ صيقل کېږي او نفاق له منځه وړي.

(ژباړن: خوشحال بابا وايي: د زړه زنګ په بل صیقل نه لرې کېږي

په دوستۍ یې د علي د مصقلي )

صلوات د ګناهانو د بښلو لامل دى او د اسمان ورونه پرانيزي اوپرېښتې د انسان په حق کې دعا کوي او په قيامت کې پېغمبر اکرم (ص) ته د نږدې کېدو او د هغه دشفاعت لامل هم دى. دهغه به عاقبت ډېر ښه وي، چې په دې دنيا کې يې وروستې کلام صلوات وي .خداى لومړى پخپله پر پېغمبر اکرم (ص) صلوات وايي او وروسته موږ ته هم د صلوات امرکوي :

إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً (احزاب \٥٦] =((په حقيقت كې خداى او پرېښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پر هغه درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم اوسئ.))

د صلوات په باب له دې آيته دا لاندې ټکي لاس ته راځي :

صلوات يو ژبنى درناوى دى ؛خوله دې مهم عملي اطاعت دى چې د ((سَلِّمُوا تَسْلِيماً)) جمله ورته اشاره کوي .

د خداى او پرېښتو صلوات تلپاتې دي (يُصَلُّونَ ) .

د خداى صلوات کرامت دى د پرېښتو صلوات رحمت او د خلکو صلوات دعا ده .

په روايتونو کې راغلي خداى، موسى علیه السلام ته خطاب وکړ،چې پر محمد وآل محمد صلوات ووايه ؛ځکه زه او زماپرېښتې پرې هم صلوات وايي. ( تفسيرنورالتقلين ٤\ ٣٠٥)

پېغمبر اکرم (ص) ويلي : د خداى يادونه عبادت ده زما يادونه هم عبادت ده او زما د ځايناستي حضرت علي يادونه هم عبادت ده. (بحارالانوار ٩٤\٦٩)

( ژباړن: خوشحال بابا وايي: د علي د آل په مدح کې جنت دی

څوک دې شک په دا په زړه نه راولي)

په روايتونوکې راغلي د دعا د قبليدو لپاره تر دعا مخکې صلوات ووايه . نه يواځې د پېغمبراکرم (ص) د نوم پر اورېدو د صلوات ويل ثواب لري؛ بلکې که چا په ليکنو کې هم د پېغمبر اکرم (ص) تر نوم وروسته صلوات وليکه؛نو ثواب لري . پېغمبر اکرم (ص) وايي :((څوک چې په خپل کتاب کې پرماصلوات ووايي،‏چې زما نوم يې په کتاب کې وي پرېښتى به پرې استغفاروايي.)) (بحارالانوار،۹۴/ ۷۱)

د صلوات څرنګوالى

د اهل سنتو په کتابونو کې راغلي،چې د صلوات د ويلو پر وخت د محمد (ص) له نوم سره بايد حتماء د آل محمد جمله راشي که نه صلوات به مو ابتر او نيمګړى وي .د درالمنثورپه تفسيرکې له صحيح مسلم ، بخاري، ترمذي ، سنائي ، ابى داود او ابن ماجه داسې روايت شوي،چې يوتن پېغمبر اکرم (ص) ته وويل: موږ پوهېږوچې څرنګه پر تا سلام واچوو؛ خوپرتا به صلوات څرنګه وايو؟ پېغمبر اکرم (ص) وويل : ووايئ :(( اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلى‏ مُحَمَّدٍ وَ عَلى‏ آلِ مُحَمَّدَ كَما صَلَّيْتَ عَلى‏ اِبْراهيم وَ آلِ اِبْراهيم اِنَّك حَميدٌ مَجيدٌ)) [تفسيردرالمنثور ١٦\٣٦٥- ،صحيح بخارى ج٦\١٥١].

امام شافعي په خپل يو شعر کې وايي :

يا اَهْلَ بَيْتِ رَسُولِ اللَّهِ حُبُّكُمُ‏ فَرْضٌ مِنَ اللَّهِ فِى الْقُرآنِ اَنْزَلَه‏  كَفاكُمْ مِنْ عَظيمِ الْقَدْرِ اَنَّكُم‏ مَنْ لَمْ يُصَلِّ عَلَيْكُمْ فَلا صَلوةَ لَه

دپېغمبر (ص) کورنۍ! چې په قرآن کې د خداى له خو استاسې مينه راغلى ، ستاسې په بزرګى کې هم دومره بس دى که څوک پرتاسې په لمانځه کې صلوات ونه وايي؛نو لمونځ به يې باطل وي .

په لمانځه کې د آل محمد (ص) يادونه دا راښي،چې تر پېغمبر اکرم (ص) وروسته بايد له اهل بيتو پرته په بل چا پسې ولاړ نشو او د کومو کسانو نومونه،چې په لمانځه کې راغلي اوڅوک يې پر لار نه ځي ؛نو دا به يو خوشي او بې ګټې کار وي.يو تن ځان په کعبې پورې نښولى و؛خو د آل محمد نوم يې نه اخېسته امام صادق وويل : دا پرموږ تيرى دى. (وسایل، ۴/ ۱۲۱۸) پېغمبر اکرم (ص) وايي : (( څوک چې له صلواته زما آل بې بر خې کړي ؛نو په قيامت کې به جنت په سترګو ونه ويني.)) (وسایل، ۴/ ۱۲۱۹)

په هغو غونډو کې چې د خداى، د پېغمبر اکرم (ص) او د کورنۍ يادونه يې نه وي،په قيامت کې به د حسرت لامل وي . په روايتونوکى راغلي کله چې مو د کوم پېغمبرنوم واورېد لومړى پرمحمد (ص) صلوات ووايئ او وروسته د اخستل شوي پېغمبر پر نوم صلوات ووايئ . پېغمبر اکرم (ص) وايي: (( واقعى بخيل هغه دى چې زما نوم واوري او پرما صلوات ونه وايي هغه به په ټولوخلکوکې جفا کار او بې وفا وي.)) (وسایل، ۴/ ۱۲۲۰)

سلام

درې سلامونه وايو. يو د خداى پر رسول ،يو د خداى پر اولياوو، يو پرمؤمنانو.

إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً (احزاب \)= [په حقيقت كې خداى او پرېښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پر هغه درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم اوسئ.]

خداى تر دې آيت وروسته پرپېغمبر اکرم (ص) د سلام اچولوحکم کوي؛نو په لمانځه کې پرپېغمبراکرم (ص) تر صلوات وروسته پرې سلام چوو.

السلام عليک ايها النبى ورحمة الله و برکاته

د تکبيرة الاحرام په تړلو مو له خلکو ځان بېل کړ او په خالق پورې مو وتړه. د لمانځه په پاى کې هم لومړى پر پېغمبر اکرم (ص) سلام اچوو او تر دې وروسته د خداى پر نېکو ‏بندګانو سلام اچوو.

السلام علينا وعلى عبادالله الصالحين

دا سلام پرټولوانبياوو او تېرشويوو اوصياوو او امامانو دى . خداى پر خپلو پېغمبرانو سلام اچوي:

وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ(صافات/۱۸۱)= او (د خداى) پر استازيو سلام

سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ (صافات/۱۰۹) = پر ابراهيم سلام!

سَلَامٌ عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ(صافات \ ١٢٠) = ((سلام پر موسى او هارون!))

د سلام له لارې ځان د خداى د نېکو ‏بندګانو په ډله کې ورګډو او له مکاني او زماني پولې اخوا د تاريخ ، پېړيو او کهولونو له پاکانو اوصالحانو سره ځان نښلوو. تر دې وروسته په خپلو حاضرو مسلمانانو ورونو،چې په جمعه کې يې ګډون کړى او له موږ سره په يوصف کې ناست وي او همداراز پر دوو ګمارل شويو پرېښتو هم سلام کوو. ( اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ) .

لمونځ مو د خداى پر نوم پيل کړ او پرخلق باندې پرسلام مو پاى ته ورسو.

په دې سلامونو کې د مراتبو لړۍ ته پاملرنه شوى ده . لومړى د خداى پر پېغمبر ورپسې پر انبياوو،اولياوو،صالحينو او وروسته پر مومنانو!

د سلام هنداره

سلام = د خداى له نومونو ځنې يو نوم دى .

سلام = د جنت مېشتو يو پر بل سلامتي او تحيت دى .

سلام = د خداى پېغام دى .

سلام = د قدرد شپې ميلمستيا ده .

سلام= پر يو بل د هر مسلمان لومړى حق دى .

سلام= د هرې ليکنې او خبرې د پېل ټکى دى .

سلام= له هرډول وېرې اوشره خوند ليک ده .

سلام= ډېر ساده نيک عمل دى .

سلام = د تواضع او عاجزۍ نښه ده .

سلام= د محبت اوالفت عامل دى .

سلام= د سولې اظهار دى .

سلام= د دوو انسانانو لومړنۍ ډالۍ ده .

سلام= د خداى بندګانو ته د روغتيا هيله ده .

سلام = نړېوالې سولې ته بلنه ده .

سلام = هيله بښوونکى دى .

سلام= د تېرو شويو تاوتريخوالي لرې کوونکى دى .

سلام = د ګډون ،حضور او د راننوتلو اعلان دى .

سلام = په ننوتلو او وتلو کې غوره کلام دى .

سلام = پر ژبه سپک خو په تله دروند دى .

سلام = د ټولنې سمونې‏ لپاره سمونپالو‏ ته ورپرانيزي .

سلام= د دې کلام مخاطبان مړه او ژوندي دواړه دي .

سلام= د تعظيم او تکريم عامل دى .

سلام= د خداى خوښي ‏او د شيطان غضب دى .

سلام = په زړونوکې خوشالي راولي .

سلام = د ګناهانو کفاره او حسناتوته وده ورکوي .

سلام = د ميني او دوستۍ پېغام راوړونکى دى .

سلام = پېسمني- کبراوځانمني له منځه وړي .

سلام = الهي ادب دى .

سلام = له خيراو ښېګڼې هرکلى دى . که څوک سلام پرېږدي ؛نو نښې به يې داوي : بخل ، تکبر ، ګوښه توب،قهر د زړه سوي نه درلودل.

سلام = د رحمت ورېځې دي،چې د خلکو پر سر يې اچوو او وايو : السلام عليکم؛ نه السلام لکم .

پېغمبراکرم (ص) وايي :(( زه به د عمر ترپايه پرکوچنيانو سلام اچوم.)) (بحارالانوار،۱۶/ ۹۸)

که څه هم د سلام اچول مستحب دي او ځواب يې واجب دى ؛خو که څوک لومړى سلام وکړي ؛نو اجر به يې لس ګرایه ‏وي . په روايتونو کې راغلي،چې سواره دې پر پيادوو، ولاړ دې پر ناستو او راننوتوونکي دې د ډلې پرحاضرینو سلام واچوي . قرآن وايي :

وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى‏ كُلِّ شَيْ‏ءٍ حَسِيباً (نساء \ ٨٦) = او څوك چې درباندې تحيت (درود) ووايي (سلام واچوي )؛نو ورته په غوره توګه ځواب وركړئ يا (لږ تر لږه) په همغه شان ځواب وركړئ،خداى د هرڅيز حسابګر دى .

[ سرچینه : د شیخ محسن قرآئتی د تفسیر نماز کتاب]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست