تبلیغات
آرشیو :

غزل بابا شعرونه

لکه کاروان په تورو شپو تيرېږي داسي مي اښکي په ليمو تيرېږي زړګيه راز د ميني پټ وساته خير دی که ژوند په اسويلو تيرېږي چي يو غريب شي بل تري يار شي جدا وايه چه څه به په هغو تيرېږي په ژوند به نه درځم چي ته خوشحاله يي حمزه به مړ سته په […]

په واحد وجود بسیار دې رب زما

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الهي عدل سره له دې،چې خداى ډېر صفتونه لري؛لکه لورنه،حکمت،ځواک، خالقيت،علم او ……؛خو ولې يوازې عدل د دين په اصولو کې دی؟ ددې ټاکنې انتخاب هم تاريخي ريښه لري او هم سياسي . الف : تاريخي ريښه يې د اسلامي تاريخ په ړومبيو پېړيو کې ده .هغه مهال،چې د مسلمانانو يوې […]

چې صاحب د کل اختیار دې رب زما

خداى عالم،قادر،عادل،حکيم،لوراند، لورين، ازلي، ابدي، خالق او رازق دى؛نو په دې ټول وصفتونو کې ولې عدالت يوازې څېړل کېږي . دې مهمې پوښتنې ته دځواب لپاره څو خبرو ته پام پکار دى . ١- د خداى په صفتونوکې عدالت دومره زيات ارزښت لري ،چې د خداى نور ډېر صفتونه په دې صفت پسې ورګرځي؛ځکه عدالت؛يعنې […]

معاد

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ معاد د هر انسان په عقل او فطرت کې ځانګرى ځاى لري؛ځکه څوک به وي،چې ونه پوښتي او يا ځان نه پوهول غواړي،چې د انسان او هستۍ راتلونکې به څه وي ؟زموږ د عمر او کوښښونو پاى به څه وي ؟ د ژوند پايله او موخه څه ده ؟ دې پوښتنو […]

ګوره هسې کردګار دې رب زما

امام جعفر صادق (رح)  د خپل وخت ډېر صبرناکه مدرس او ښووند و، هر ورځ به يې ښوونه کوله او په پاى کې به يې د خپلو علمي مخالفينو پوښتني ځوابولي. د جعفر صادق يو علمى مخالف ابوشاکر نومېده، يو ورځ يې جعفر صادق ته وويل: اجازه ده چې څه ووايم؟ جعفر صادق وويل: هر […]

د پېدايښت د نظام څو بېلګې

پر ټوله هستۍ “نظم”،”موخه”او “نقشه”واکمنه ده،چې موږ يې يو څو بېلګې راوړي دي: دلته موږ څو سترې او کوچنۍ بېلګې راټولې کړي دي . ډېره خوشحالونکې خبره ده،چې د طبيعي پوهو په پرمختګ او د طبيعت د اسرارو او د انسان د وجود دندې، د څارويو،بوټو او د حجرې او يو اتوم د هېښنده غونډال، […]

په ژوند کې د څښتن پېژندنې آثار

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ١-خداى پېژندنه او د علم پرمختګ : فکر وکړئ،چې يو ملګرى مو له سفره راستون شوى دى او يو کتاب يې درته ډالۍ راوړى دى،وايي : ډېر عالي کتاب دى؛ځکه ليکوال يې ډېر پوه،دقيق،ماهر،په خپل مسلک کې نابغه او ښه پوره استاد دى؛ نو هرومرو به داسې وي،چې دا کتاب به […]

د پوهې او عدالت تړاو

 په پوهه عدالت دودولو لپاره د وزلو سمه کارونه پالونکي هستۍ په عدالت درولې ده، خپله هم عادل دی او د بشري ټولنو پایینه هم په عدالت ده. عدالت د اسلام یو آر دی، چې بې عدالته ټولنې ته په هر اړخیزه توګه اسلامي ټولنه ویلای نشو. په ټولنه کې د عدالت پلي کولو ته […]

په څلورو لومو کې راګېر انسان

سریزه: په دې شننه کې انسان یو «ځانخبری، ټاکونکی او پنځګر» موجود دی چې د «طبیعت»، «ټولنې» ، «تاریخ» او «نفس» په زندانونو کې راګېر دی. دلته یو دیني اندیال دا مساله تشریح کړې؛ چې پښتو ژباړه یې دروړاندې کوو. هغه کسان چې د ټولنې جوړونې او د خلکو مشرۍ لپاره د فعالیت هوډ لري، […]

پر کـــــوچني د مینې اغېز

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په ټولیز ډول ان تربعثت وړاندې، پېغمبر اکرم (ص) له خلکو سره داسې چلېده ، چې پر اخلاقو یې میینېده، په تېره له کوچنیانو سره یې مینناک چلن مشهور و، تردې چې کوچنی به ترې نه جلاکېده . یو له دې ځنې ((زیدبن حارثه )) دی، چې پېغمبر اکرم(ص) تر ځانګړې […]