تبلیغات

لکه کاروان په تورو شپو تيرېږي داسي مي اښکي په ليمو تيرېږي زړګيه راز د ميني پټ وساته خير دی که ژوند په اسويلو تيرېږي چي يو غريب شي بل تري يار شي جدا وايه چه څه به په هغو تيرېږي په ژوند به نه درځم چي ته خوشحاله يي حمزه به مړ سته په […]

لکه کاروان په تورو شپو تيرېږي

داسي مي اښکي په ليمو تيرېږي

زړګيه راز د ميني پټ وساته

خير دی که ژوند په اسويلو تيرېږي

چي يو غريب شي بل تري يار شي جدا

وايه چه څه به په هغو تيرېږي

په ژوند به نه درځم چي ته خوشحاله يي

حمزه به مړ سته په کوڅو تيرېږي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هغه سترګو پښتنو خبرې
څنګه درنې وې د درنو خبرې

زاهده! پرېږده د تسپو خبرې

کوي ماحول د زولنو خبرې

دا ستړی ژوند دې مبارک شه مينې

زده چې اشنا کړې په لېمو خبرې

درنه به وانه وړمه  پوی شوې کنه؟
درته مې وکړې په پښتو خبرې

د تندي ګونځې دي مغُل خو ندي
چې کوي نن د تاترو خبرې

دا بونګېدلې هوسۍ سترګې داستا
وکړې ناڅاپه د زمرو خبرې

د حمزه زړه ته دلاسه ورکوه
دادي ارمانه د ځلمو خبرې

 

غزل

لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي
وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي

دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې په زړه پاتې دي

سوال خو مې اورې خو ځواب نه کوې
لا په خوږو کې دې ترخه پاتې دي

ستا د هندکي باڼه که نېغ وي څه شی
لا څه شملې د پښتانه پاتې دي

په خلاصېدو شوه د زړه وينه حمزه
لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دي

 

غزل

چې دې له سترګو پرېوتلی يمه
ايله دې زړۀ ته رسېدلی يمه

عشقه د پوهې نه هم ستا دی اوچت
داسې مقام ته رسېدلی يمه

زۀ دې محفل ته په وېنا رقيبه
درتللی نه شوم خو درغلی يمه

دا څه مقام دی چې زۀ خيال کومه
نه چرته تلی نه درغلی يمه

ستا اننګو ته رسېدل ګران وو
لکه د اوښکو څڅېدلی يمه

په تمام عمر کې بس دا يو ځل
ستا په ککو کې موسېدلی يمه

لکه غبار د انتظار په ګوته
زما په سترګو کې سحر پرېوت

مينې څه نوی اړخ بدل کړو آشنا
ستا نه مې زړه کې نن خطر پرېوت

تير يې بهار شو د ځوانۍ، راعۍ
پوخ شو، د څانګې نه ثمر پرېوت

ډېر تعلق د دنيا پرې ويستمه
چې سيلۍ راغله دروند شجر پرېوت

څوک په ستنه له ميخانې شو په خود؟
خو څوک دننه څوک بهر پرېوت

ځان ته په مينه کې کوم سر چې وي سر
سر چې په مينه شو په سر پرېوت

حمزه هر داغ شو مسکی لاړو آشنا
ستورو برېښنا وکړه چې نمر پرېوت

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ورانه  دا  دنیا  کړه  ربه  بله    دنیا   جوړه    کړه

دا ډکه  د  غم  ده  یو  بی  غمه  دنیا  جوړه     کړه

دلته څوک حاکم دی څوک محکوم او څوک آقا غلام

نه وی چه تضاد  پکښی یوه  سمه  دنیا  جوړه  کړه

دا ده  د  فرعون ، هامان ، شداد  او  د  قارون  دنیا

نه وی ظلم  زور چې  پکښی  دغه  دنیا  جوړه  کړه

دلته   خاوندان    د    محلونو    دی    خدایان   ربه

بله   بس   د   خټو   بی   محله   دنیا   جوړه   کړه

وایم  زه  حمزه  ربه  په  کار  کښی  دی کار نه لرم

هسی   می  خیال  راغی   یو  بدله  دنیا   جوړه  کړه

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست