تبلیغات

خداى عالم،قادر،عادل،حکيم،لوراند، لورين، ازلي، ابدي، خالق او رازق دى؛نو په دې ټول وصفتونو کې ولې عدالت يوازې څېړل کېږي . دې مهمې پوښتنې ته دځواب لپاره څو خبرو ته پام پکار دى . ١- د خداى په صفتونوکې عدالت دومره زيات ارزښت لري ،چې د خداى نور ډېر صفتونه په دې صفت پسې ورګرځي؛ځکه عدالت؛يعنې […]

خداى عالم،قادر،عادل،حکيم،لوراند، لورين، ازلي، ابدي، خالق او رازق دى؛نو په دې ټول وصفتونو کې ولې عدالت يوازې څېړل کېږي .

دې مهمې پوښتنې ته دځواب لپاره څو خبرو ته پام پکار دى .

١- د خداى په صفتونوکې عدالت دومره زيات ارزښت لري ،چې د خداى نور ډېر صفتونه په دې صفت پسې ورګرځي؛ځکه عدالت؛يعنې هرڅيز په خپل ځاى کې ايښوول؛نوپه دې بڼه کې دى،چې حکيم،رزاق لوراند او لورين هم پرې تطبيقېږي .

٢- د “معاد” مساله،د پېغمبرانو رسالت او د امامانو دنده هم د عدالت په مسئلې پورې تړلې ده .

٣- د اسلام په پېر کې د عدالت په باب اړپېچ رامنځ ته شو،يوه ډله اهلسنت مسلمانان،چې “اشاعره” يې ورته ويله،بيخي د خداى له عدالته منکر شول،و يې ويل،چې د خداى په هکله عدالت او ظلم مفهوم نه لري،د عالم ټوله هستي د هغه په واک کې ده او د هغه ده او هرکار،چې کوي،عين عدالت دى،هغوى ان پر “عقلي حسن او قبح” هم ګروهه نه درلوده،ويل يې: زموږ عقل ځان ته ښه او بد نشي درک کولاى،ان د نېکۍ کولو ښېګڼه او د ظلم بريد. (او داسې نورې علطيانې يى درلودې) بله د اهل سنتو ډله “معتزله” شوه او ټولو “شيعه وو” د خداى پر عدالت ګروهه درلود،ويل يې : هغه هېڅکله ظلم نه کوي . د دې دوو ډلو د توپير لپاره يې پر دويمې ډلې “عدليه” نوم کېښود،چې عدل يې د خپل مکتب له اصولو څخه کړ او د نور ښوونځيو پر وړاندې يې د معلومولو لپاره امامت هم خپل اصل کړ؛نو چپرته چې د “عدل” او “امامت” خبره راځي؛نو د “اماميه شيعه” ښوونځى راپېژني .

٤-  له هغه ځايه،چې د دين فروع هم د دين له اصولو اخستل شوي دي او د خداى عدالت هم په بشري ټولنه کې خورا مهم دى او د انساني ټولنې مهمه ستنه هم ټولنيز عدالت دى؛نو د دين له اصولو عدالت هم اصل منل شوى او په بشري ټولنو کې د عدالت راژوندي کول او له هر ډول ظلم او تېري سره مبارزه ده. لکه څنګه،چې د خداى د ذات او صفتونو او عبادت توحيدپه ټولنه کې د يووالي رڼا ده او توحيد صفتونه تقويتوي.

د پېغمبرانو او امامانو مشري هم په ټولنه کې د “رښتينې مشرۍ” الهامونکې ده ؛نو د خداى د عدالت آر ،چې پر ټوله هستۍ واکمن دى، په بشرى ټولنو کى په ټولو برخو کې پر عدالت ټينګار دى، د خلقت ستر عالم پر عدالت ولاړ دى،بشري ټولنه به هم بې له  عدالته پر ځاى پاتې نشي .

٢-عدالت څه ته وايي ؟

عدالت دوه بېلابېلې ماناګانې لري :

١- لکه څنګه چې مو وويل، ددې ټکي پراخه مانا؛هر څه په خپل ځاى کې ايښوول دي او په بل تعبير: د موزون او متعادل پر مانا دى. د عدالت دا مانا پر ټول “عالم خلقت”، منظومو، اتوم، انسانا نو، بوټو او ژويو واکمنه ده او دا هماغه خبره ده،چې د پېغمبراکرم په حديث کې راغلې ده، چې : په عدالت ځمکه او اسمانونه ولاړ دي .

بله بېلګه : که د ځمکې د “جاذبې” او “دافعې”  ځواکونه خپل تعادل له لاسه ورکړي او يوه پر بل برلاس شي ؛نو يا به ځمکه لمر راکاږي او اور به واخلي او له منځه به ولاړه شي او يا به له خپل مداره ووځي او په نامحدوده فضا کې به سرگردانه ،ورکه او ورکه شي.

يو شاعر پخپلو شعرونوکې عدالت مانا کړى دى،چې موږ يې دلته د پښتو مفهوم راخستى دى :

که اوبه د ګل بوټي يا د ونې مېوې ته واچول شي؛نو پخپل ځاى کې کارېدلي دي،چې دې ته عدالت ويل کېږي او که مرداربوټو او اغزو ته واچول شي؛نو په خپل ځاى کې نه دي کاريدلې،چې دې ته ظلم ويل کېږي .

٢- د عدالت بله مانا د “خلکو د حقونو پاملرنې” ته وايي،چې مخې ته يې ظلم دى؛يعنې د نورو حق اخستل او ځان ته يې ځانګړي کول ،يا د يو حق اخستل او بل ته يې ورکول،يا پر تبعيض قايلېدل؛يعنې چې يو ته حق ورکړاى شي او بل ته نه .

روښانه ده،چې دويمه مانا “خاص” او لومړۍ مانا “عام” ده .د پام وړ وه، چې د خداى په باب دواړه ماناګانې رښتينې دي،که څه ددې ويينو موخه دويمه مانا  ده. د خداى د عدالت مانا داده،چې نه د چا حق له منځه وړي اونه د چاحق بل ته ورکوي او نه د خلکو په منځ کې تبعيض کوي؛هغه هر اړخيزه عادل دى.

“ظلم”که له چاحق اخستل کېږي او يا نه ورکول کېږي او يا تبعيض ؛ نو خداى له دې هرڅه، سپېڅلى او پاک دى .

هغه هېڅکله د ښو کړنو خاوند نه کړوي، بدکار نه هڅوي د يو د ګناه په پار بل نه نيسي او لامده او وچ يوځاى نه سوځوي ان که په يوه کې سم وي؛نوخداى د يو حساب له ټولو بېلوي او په عذاب کې يې له نوروسره نه يو ځاى کوي .

او داچې د “اشاعره” ډله وايي : ((که خداى خپل ټول پېغمبران دوزخ ته او ټول بدچاري او جنايت کوونکي جنت ته يوسي؛نوظلم نه دى))؛نوډېره بې سوره،بې بنسټه او د شرم خبره يې کړې ده او د هر چا عقل،چې له تعصبه پاک وي ؛پوهېږي،چې څومره بده خبره يې کړې ده .

د مساوات او عدالت ترمنځ توپير

يوه بله مهمه خبره،چې په دې وينا کې ورته اشاره اړينه ده،داچې د “مساوات” او “عدالت” مانا سره غلطېږي او فکر کېږي،چې عدالت دې ته وايي ،چې مساوات رعايت شي،حال داچې داسې نه ده .

د يو ټولګي د زده کوونکيو ترمنځ عدالت دې ته نه ويل کېږي،چې ټولو ته ١٠٠ نمرې ورکړاى شي او د دوو مزدورانو ترمنځ عدالت دا نه دى، چې دواړو ته يو هومره مزدوري  ورکړاى شي؛بلکې عدالت دادى،چې هر زده کوونکي ته د خپلې وړتيا او پوهې هومره او هر مزدور ته د خپل کار  هومره “مزدوري” ورکړاى شي. په عالم طبيعت کې هم عدالت په پراخه مانا همدې ته وايي،که د يو بالن زړه “د سمندر ستر  کب”،چې تقريباً يو ټن وزن لري،له يوې مرغې سره،چې تقريباً څو ګرامه وزن لري، مساوي و؛ نو عدالت به نه وي او که د يوې سترې ونې ډډ له يوه وړوکي نېالګي سره يو هرمره و؛نو عدالت نه؛بلکې ظلم به و.

عدالت هغه دى،چې هر موجود د خپل حق،استعداد او وړتيا له مخې خپلې برخې ته ورسي.

د خداى د عدالت دليلونه

١_ عقلي حسن او قبح :

ځان پوهول په کار دي،چې زموږ عقل تر يوه بريده “ښېګڼه” او”بدي” درک کولاى شي ( او همدې مسئالې ته پوهان عقلي حسن او قبح وايي )

د بېلګې په توګه: پوهېږو،چې عدالت او احسان ښه دى او ظلم او کنجوسي بد دي،ان مخکې له دې،چې دين په دې هکله راته خبرې وکړي او رڼا پرې واچوي،که څه داسې چارې شته چې زموږ علم يې د درک لپاره بسيا نه دى او په دې اړه د پېغمبرانو او الهي مشرانو لارښوونو ته اړين يو؛نو يوه ډله مسلمانان،چې “اشاعره” نومېږي،ډېر زيات پر غلطه دي،چې له عقلي حسن او قبح څخه منکر دي او د بديو او ښېګڼو د پېژندو لار د عدالت او ظلم په باب يوازې شرع او مذهب ګڼي .

که داسې واى،چې زموږ عقل ښېګڼه او بدي نه شوه درک کولاى؛نو له کومه به پوهېدو،چې خداى معجزه يو دروغجن ته نه ده ورکړې؟!؛ نو چې کله وايو : دروغ ويل بد او رټل شوي دي او ناشوني دي،چې خداى دروغ ووايي او پوهېږو،چې د خداى وعدې حق دي او ټولې خبرې يې رښتيا دي ؛نو هېڅکله د يو دروغجن ملاتړ نه کوئ او هېڅکله معجزه يو دروغجن انسان ته نه ورکوي؛نو دلته دي،چې پر هغه څه چې په مذهب کې راغلي،پرې ويسا کړاى شو.؛نو پايلې ته رسو،چې پر عقلي حسن اوقبح ګروهنه د دين او مذهب بنسټ دى ( پام مو دى ) اوس به د خداى د عدالت پر دليلونو رڼا واچوو؛او پردې خبرې د ښه پوهاوي لپاره پکار دي،چې پردې حقيقت ځان پوه کړو،چې :

٢_ د ظلم سرچينه څه ده ؟

د ظلم سرچينې دا دي :

١-ناپوهي: يو ظالم انسان نه پوهېږي،چې څه کوي،نه پوهېږي،چې د چا حق لتاړي او له خپله کاره بې خبر دى.

٢-اړتيا : کله داسې څيزونو ته اړتيا،چې نور يې لري،انسان وسوسه کوي،چې پر يو شيطاني عمل لاس پورې کړي؛نو که مړه خوا وي ؛ نو تېري ته يې څه اړتيا ده.

٣-عجز او بېوسي : کله انسان نه غواړي د نورو حق ور نه کړي ؛خو ددې کار ځواک نه لري او ناخواسته ظلم کوي .

٤-ځانمني :کينه او غچ اخستل که پورتنۍ خبرې نه وي؛خو ځانمني ددې لامل ګرځي،چې د نورو پر حقونو تېرى وکړي او يا داچې د “غچ اخستنې” او کينې حس يې لاس پر ظلم پورې کړي.

خو له هغه ځايه،چې دا ناوړه صفتونه يو هم په خداى کې نشته او له دې ټولو نيمګړتېاوو پاک دى؛ هغه پر هر څه پوهېږي (عالم ) له هر څه مړه خوا دى،هرڅه کړاى شي،پر ټولو لورين دى؛نو مانا نه لري،چې تېرى وکړي.هغه ناپايه دى،چې کمال يې نامحدود دى او له هغه بې له خير،عدالت او رحمت بل هېڅ څه سرچينه نه اخلي او که بدچاري کړوي؛ په حقيقت کې دا يې د خپلو کړنو پايله ده؛يعنې داچې خپل کرلي رېبي او مثال يې د هغو په شان دى،چې د نشه يي توکيو او الکلي مشروباتو د څښلو له امله پر ډول ډول ناروغيو ککړېږي  .

قرآن وايي :

((وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (نمل/ ٩٠) او څوک چې له بدۍ سره راشي؛نو پړمخې به په اور (دوزخ) كې وغورځول شي (د خداى له لوري به ورته وويل شي چې:) ايا ستاسې له كړنو پرته سزا دركول كېږي؟! ))

٣- قرآن او د خداى عدالت :

پر دې خبره په قرآن شريف کې ډېر زيات ټينګارشوى دى؛په يوځاى کې وايې : ((إِنَّ اللَّهَ لاَ يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئاً وَلكِنَّ النَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ( يونس/ ٤٤) په رښتيا چې خداى خو بيخي پر خلكو ظلم نه كوي؛خو دا خلك دي،چې پرځانو ظلم كوي . ))

په بل ځاى کې وايې : ((إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَدُنْهُ أَجْراً عَظِيماً( نساً/ ٤٠) خداى (ان ) د يوې ذرې هومره ظلم نه كوي او كه كار نيك وي؛نو دوه ګرايه يې كوي او بيا له خپل لوري ورته ستر ثواب ورپه برخه كوي . ))

د قيامت پر ورځ د حساب کتاب په هلکه وايي : ((وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ ( انبيا/ ۴۷) او موږ د قيامت پر ورځ د انصاف تلې ږدو؛ نو پر هېچا به په هېڅ ډول ظلم ونشي او كه (کړه وړه يې) د اوري دانې هومره وي، موږ يې حساب ته راوړو او حساب كولو ته مو بس يو . ))

( پام وکړئ،چې دلته له “ميزان” نه مطلب د نېکيواو بديو د سنجش وسيله ده؛نه د دنيا په څېر تله )

٤-عدل ته بلنه :

ومو ويل:د خداى صفتونه بايد د خداى د صفتونو په څېر وي او د خداى صفتونه بايد په انساني ټولنه کې وځلېږي؛نو پر همدې بنسټ قرآن څومره،چې د خداى پر عدالت ټينګار کړى دى؛هومره يې په انساني ټولنه او د انسانانو ترمنځ يې هم پر عدالتي چلن ټينګار کړى دى؛قرآن په څو ځايونو کې تېرى د ټولنې د تباهۍ لامل ښوولى دى او د تېري کوونکيو برخليک يې دردونکى شمېرلى دى .

قرآن کريم،چې د تېرو قومونه قيصه کوي؛نو وايي : وګورئ،څرنګه د ظلم او فساد له امله پر الهي عذاب ککړ شول او تباه او له منځه ولاړل، ووېريږئ،تاسې هم له دې،چې د تېري له امله پر داسې برخليک ککړ نشئ .

قرآن حکيم په غوڅه د يو آر په نامه وايي :

((إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى‏ وَيَنْهَى‏ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ(نحل /٩٠) په حقيقت كې خداى پر عدل او نېكۍ كولو او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو او بدو او ظلم منع كوي،تاسې ته نصحيت كوي، ښايي پند واخلئ . ))

د پام وړ ده لکه څنګه چې تېرى کول رټل شوى او بد چار دى . تېري ته غاړه ايښوول هم قرآن او اسلام  نه مني او رټلى يې دى. د بقرې په ٢٧٩ آيت کې وايو: ((لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ)) نه ظلم وکړئ اونه ظلم ومنئ )) .

آر خبر داده،چې تېري کوونکيو ته غاړه ايښوول د تېري او تېري کوونکي هڅونه ده .

 د شرونو او آفتونو فلسفه

له پخوا راهيسې داسې ناپوهان پېدا کېدل،چې د خداى پر عدالت يې نيوکې کولې او داسې خبرې يې کولې،چې د خداى له عدالت سره يې اړخ نه لګاوه او ان د عدالت پر نفې کولو به د خداى نفې کولو ته هم رسېدل!

ناوړه پېښې ؛لکه توپانونه ،زلزلې او نور غمونه،چې پر ټولو راځي ؟؟ د انسانانو ترمنځ توپير او همداسې هغه شرونه او افتونه،چې پر انسانانو، بوټو او موجوداتو راځي .

دا ويينه کله د خداى پېژندنې په ترڅ کې د توکيزيانو پر وړاندې راپورته کېږي اوکله د خداى د عدل په ويينه کې. دا  ويينه ددې لپاره راپورته کوو،چې پوه شو دا فکر تر کومه بريده غلط دى؛نو پکار ده،چې په دې هکله يو پراخه ويينه وکړو،چې دا فکرونه پکې تر ځيرلاندې ونيسو.

١-نسبي ورمندون-قضاوت او محدود معلومات:

معمولا موږ په خپلو قضاوتونو او د کړکېچونو په تشخيض کې پر هغو اړيکو ډډه وهو،چې څيزونه يې له موږ سره لري،د ساري په ډول وايو: پلانى څيز لرې دى که نږدې؛يعنې زموږ په نسبت يا پلانى انسان پياوړى دى که کمزوری ؛يعنې زموږ د بدني او روحي وضع په پرتله هغه کوم حالت لري . د خير،شر،آفت او د بلا د چارو په باب هم په ډېرى ځايونو کې زموږ ورمندون همداسې وي .

د بېلګې په توګه : که د ځمکې پر يوې برخې  باران اوري؛موږ له دې سره کار نه لرو،چې په ټوليزه توګه ددې باران اغېز څه و،موږ يوازې د خپل کور، پټي او ياچې ډېر په فکر کې شو،د خپل ښار په هکله فکر کوو؛نو که اغېز بې مانا وه ؛نو وايو،چې “بلا”وه .

چې کله يو زوړ کور د بيا روغاونې لپاره خرابېږي؛نوکه موږ يې تر څنګ تېر شو؛نو يوازې دوړه به يې زموږ په برخه وي او وايو،چې څومره له شرمه ډکه پېښه ! که څه  په راتلونکي کې هلته يو روغتون جوړ شي او نور خلک ترې ګټه واخلي او همداسې د باران په مثال کې که په ټوليزه توګه مثبت اغېز ولري،په رغي او عادي ورمندون کې موږ د مارچيچل آفت او شرګڼو؛خو له دې بې خبره يو،چې همدا د زهرو نشه د همدې مار لپاره يوه دفاعي وسيله ده او له دې بې خبره،چې د همدې مار له زهرو ژوندبښاندي درمل جوړېږي،چې د زرونو انسانانو ژوند ژغوري؛نو که موږ وغواړو پر غلطه ولاړ نه شو؛نو بايد خپلو محدودومعلوماتو ته ونه وينو او په ورمندونو کې يوازې هغو اړيکو ته ونه وينو،چې څيزونه يې له موږ سره لري؛بلکې ټول اړخونه په پام کې ونيسو او هر اړخيز ورمندون وکړو.

اصلي خبره خو دا ده،چې  د نړۍ پېښې د زنځير د کړۍ په څېر په يو بل پورې تړلي دي. هغه توپان،چې نن زموږ په ښار کې را الوتى دى ،باران ، چې نېز ترې راجاري دى،له هغه اوږدو سلسلو ځنې يو کړۍ ده،چې د نړۍ د نورو ځايونو له پېښو سره په بشپړه توګه اړيکې لري او همداسې د نن پېښې د پرون او سبا له پېښو سره تړاو لري. پايله داچې پر يو وړوکي ځاى ګوته ايښوول او په اړه يې غوڅ ورمندون کول له سول-منطق اوعقل لرې خبره ده .

څه چې د نمښتې-انکار وړ دي،د “مطلق شر” پېداېښت دى؛خو که يو څيز له يو اړخه خېر او بلخوا شر وي او خير پکى برلاسى وي؛نو پروا نه لري. د جراحۍ عمليات له يوه اړخه دردوونکى او بلخوا خورا ګټور دى؛ نو خېر نسبي دى د نورې توضيح لپاره د زلزلې پر مثال نوره رڼا اچوم : سمه ده،چې زلزله په يوه سيمه کې ورانى کوي ؛خوکه زنځيري اړيکي يې له نورو چارو سره په پام کې ونيسو؛نو هرومرو به مو ورمندون بدل شي .

ايا زلزله د ځمکې په بخارونو او تودوخې پورې اړه لري يا د سپوږمۍ په جاذبې پورې،چې د ځمکې وچ او جامد پوټکى د ځان پر لور راکاږي او کله ماتېږي او يا په دواړو پورې اړه لري ؟

پوهانو ډول ډول څرګندونې کړې دي،چې هر يو وي؛خو بايد د هغه بل نښې هم په پام کې ونيول شي؛يعنې بايد پوه شو،چې د ځمکې دننه تودوخه څومره د تېلو په جوړولو کې ګټوره ده ،چې زموږ د وخت تر ټولو مهمه د انرژۍ سرچينه ده او همداراز همدا تودوخه څومره د ډبرو سکرو په جوړولو کې ګټوره ده ؟؛ نو خېر نسبي دى.

او همداراز د سپوږمۍ د جاذبې د جزرومد عامل څومره د سمندرونو د اوبو په ژوندي ساتلو،پکې د موجوداتو او کله د شاوخوا د ساحلونو خړوبول،چې خوږې اوبه دريابونو ته ورتويوي اغېز لري؛نو خېر نسبي دى .

دلته دى،چې پوهېږو زموږ نسبي قضاوتونه او محدود معلومات دي، چې چارې يې د خلقت په ننداره کې موږ ته تور ټکي ښوولي دي او څومره،چې د پېښو او مخلوقاتو تر منځ د اړيکو په هکله فکر وکړو؛ نو هومره به يې پر ارزښت پوه شوه.

قرآن وايي :

((وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلاً(اسراء /٨٥)  او تاسې ته يوازې د پوهې ډېره لږه برخه دركړه شوې ده.))

اوله دې پوهې سره په ورمندون کې بيړه پکار نه ده.

١-ناوړه پېښې او ګواښونه؛

ټولو داسې کسان ليدلي،چې کله په نعمتونوکې ډوب شي؛پر پېسمنۍ او ځانمنۍ ککړ شي او په دې حالت کې ډېرې مهمې انساني چارې او دندې شاته غورځوي.

او همداسې موږ وليدل،چې کله د انسان د ژوند سمندر آرام وي؛څرنګه د غفلت پر خوب ويدېږي او که دا حالت دوام ومومي ؛نو د انسان د بدمرغۍ لامل به شي.

د کاڼي کرخه ده،چې د همدې ناوړه پېښو يوه برخه ددې غرور او د غفلت خوب ته د پاى د ټکي د ايښوولو لپاره دي. هرومرو به مو له تکړه چلونکيو اورېدلي وي : دا واټ،چې دومره هوار،بې موړې او بې کندې دى،څومره خطرناک دى او چې کله د سرک همدا هوسايي چلونکي ته خوب راوړي،چې همدا له ډول ډول خطرونو ډک دى؛ان ليدل شوي،چې په ځينو هېوادونو کې پر داسې هوارو سړکونو مصنوعي موړې اچول شوې دي،چې د داسې خطرونو مخه ونيسي .

د انسان د ژوند لار هم همداسې ده؛ که ژوند يې لاندې باندېتوب ، موړې اوکندې و نه لري او کله ورته ناوړه پېښې راپېښې نشي؛نو له خداى او له خپلو دندو به غافل وي.

هېڅکله نه وايو،چې انسان دې په خپلولاسونو ناوړه او ترخې پېښى را پېدا کړي اويا داچې پخپله يې مخې ته ورشي؛ځکه داسې چارې تل د انسان په ژوند کې وې او وي به؛بلکې دا وايو،چې پام مو وي،چې ددې پېښو د يوې برخې فلسفه داده،چې د غرور او غفلت مخنيوى وکړي؛ځکه ستاسې د دښمن نېکمرغي ده .

قرآن کريم وايي :

((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى‏ أُمَمٍ مِن قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُم بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ (انعام /٤۲)موږ تر تا مخكې امتونو ته (پېغمبران) لېږلي؛(او چې كله له دې پېغمبرانو سره په مخالفت كې ودرېدل؛نو) هغوى مو په كړاوونو اخته كړل؛ښايي ( چې راويښ شي او خداى ته زارۍ او عاجزي وكړي او ( حق ته ) تسليم شي! ))

په ژوند کې د ناوړه پېښو فلسفه

ومو ويل : ځينې نيوکه کوونکي په ژوند کې ناوړه پېښې،ستونزې او ناکامۍ د خداى له عدله د نمښتې لپاره پلمه کوي او کله هم ترې پخپله له خدايه د نمښتې لپاره پلمه جوړوي . په تېره ويينه کې مو پردې خبرې څه رڼا واچوله او دوه فلسفې مو وويلې:اوس دويينې نورې برخې ته پام وکړئ .

٣-انسان د ستونزو په غېږه کې روزل کېږي. بيا پردې خبره ټينګار کوم ، چې موږ نه بايد پخپله د ځان لپاره ستونزې پېدا يا جوړې کړو؛خو سره له دې همدا سختې او ناوړه ستونزې دي ،چې زموږ اراده پياوړې او ځواک مو ډېروي،مثال يې د يو پولاد دی،چې په سوځنده بټيو کې سوځول کېږي او کلکېږي ؛موږ هم ددې پېښو په بټيو کې کلکېږو.

جګړه بده ده؛خوکله يوه جګړه د يو ملت استعداد رازغونوي،نفاق يې  پر يووالي او پر شاتګ يې پر پرمختګ اړوي .

د لويديځ يو مشهور تاريخ ليکوونکى وايي : د نړۍ په هر ګوټ کې ،چې کوم ځلېدوونکى تمدن و؛نو د يو ستر بهرني ځواک تر يرغل وروسته و، چې د هغه هېواد ځواکونه يې راويخ کړي دي؛البته د ژوند د ناوړه پېښو پر وړاندې د ټولو خلکو او ټولنو غبرګون يو شان نه دى،ځينې بدبينه او کمزورېږي او سمې پايلې ترې نه اخلي؛خو هغه خلک،چې مساعدې زمينې لري، ددې پېښو پر مهال پر خپلو بډو ګوتې وهي،لاسونه بډ وهي،پر کار لاس پورې کوي او خپلې کمزورۍ سموي؛خوخبره داده،چې ډېر خلک رغى ورمندون کوي او يوازې سختيو او ترخو ته ګوري او مثبت اوجوړونکې نښې يې نه ويني .

ادعا نه کوو،چې د ژوند ټولې سختۍ داسې اغېز لري؛خو تر يوې کچې همداسې دي .

که تاسي د نابغه انسانانو ژوند ليک ولولئ؛نو و به ګورئ،چې تقريباً ټول په سختۍ او کړاوونو کې لوى شوي دي او ډېر کم به داسې کسان پېدا کړئ،چې په ناز او نعمت کې د نبوغ پولې ته رسېدلي وي، ستر پوځي بولندويان هغه دي،چې تل يې په لومړۍ ليکه کې ستونزې او زحمتونه ګاللي وي . د اقتصاد متفکر ماغزه له هغوى سره دي،چې په کړکېچن اقتصادي بازارونو کې راګېر شوي وي.ستر پياوړي سياستمداران هغوی دي،چې له سياسي ستونزو سره لاس و ګرېوان شوي وي . لنډه داچې ستونزې او کړاونه انسان پخپله غېږه کې روزي .

٤-ستونزې مو خداى ته مخه را اړوي.

په تېرو ويينو کې مو وويل : زموږ د وجود هره ټوټه يوې موخې ته پېدا شوې ده،سترګې يو هدف ته ،غوږونه، زړه،ماغزه او اعصاب هر يو د يوې موخې لپاره پېدا شوي دي،ان د ګوتو پر سر کرخې هم موخه لري ؛ نوڅرنګه داسې کېداى شي،چې زموږ ټول وجود بې فلسفې او بې موخې وي او همداسې تېرو درسونو کې مو وويل،چې دا ټول ددې لپاره دي،چې هر اړخيزه بشپړتيا وکړي؛نو ښکاره خبره ده ،چې دې پشپړتيا ته د رسېدو لپاره ژوره ښوونه او روزنيزې کړلارې پکار دي؛نو د همدې لپاره،خداى پردې سربېره،چې انسان ته يې پاک توحيدي فطرت ورکړى،پېغمبران يې هم له اسماني کتابونو سره رالېږلي دي،چې په دې لار کې انسان  ته لارښوونه وکړي او ددې تر څنګ کله ناکله انسان بايد د خپلو ګناهونو او غلطيو غبرګون وويني، د خپلو کړنو له پايلو سره اشنا شي او بيا خداى ته مخه کړي؛نوځکه ويل کېږي،چې ددې پېښو يوه برخه الهي لورنه او نعمت دى.

قرآن وايي :

((ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (روم/ ٤١) د خلکو د كړنو له امله،فساد په وچه او لمده كې ښكاره شوى دى، خداى غواړي د خپلو ځينو کړنو (سزا) پرې وڅكي! ښايي (د حق لوري ته) راو ګرځي. ))

د پورتنيو مطالبو په رڼا کې : دردونکې پېښې “شر” ګنل او ورته “بلا” ويل او د الهي عدالت خلاف يې ګڼل ،له عقل دليل او سول  لرې خبره ده؛ ځکه څومره،چې دې خبرې ته ښه ځيرېږو؛نو نوې فلسفې ترې رابرسېرېږي .

د ناخوالو او ترخو پېښو فسلفه

٥-د ژوند ستونزې او لاندې باندېتوب ژوندون ته روح ورکوي،کېداى شي ددې خبرې هضمول ځينو ته ستونزمن وي،چې که نعمتونه په پرله پسې راشي؛نو خپل ارزښت له لاسه ورکوي.نن جوته شوې،چې که يو جسم په يوه کوټه کې کېښوول شي او له هر اړخه پرې قوي او يو شان رڼا واچول شي او جسم او کوټه هم صاف او محدوده وي؛نوهېڅکله به هغه جسم ونه ليدل شي؛ځکه چې کله سيورى د رڼا په څنګ کې شي؛نو د جسم ابعاد معلوموي او هغه له خپل شاوخوا بېلوي او موږ کړاى شو هغه ووينو. د ژوند ارزښت هم د ژوند د ستونزو د کم رنګو او پر رنګو سيور په پرتله د ليدو وړ نه دى.که په ټول عمر کې پر چا رنځ نه راتلاى؛ نو چاه  د روغتيا احساس نه کاوه،پر چاچې يوه شپه تبه تېره شي او بيا روغ شي او چې کله ورته هغه تبه ورياده شي ؛نو پرخپله روغتيا به شکرونه باسي .

٦-دا ستونزې خو پخپله مو ځان ته جوړې کړې دي. يوه بله خبره،چې ددې ويينې په پاى کې ورته اشاره کول اړين بولم داده،چې خلک د ناوړه پېښو په باب په ورمندون کې پر غلطه ځي او هغه تېرى،چې پرې کوم ظالم انسان کړي،پرخداى يې وراچوي، د بشرپه لاس بې نظمي پر خداى وراچوي .

د مثال په ډول : کله نيوکه کوي،چې زلزلې ولې په ښارونو کې ورانى نه کوي،چې يوازې په کليو کې ورانى کوي؟ دا هم شو عدالت! که بلا رانازلېږي؛نو ولې په مساوي توګه پر ټولو نه راځي؟ ولې پېښې بېوزله کړوي؛خوله دې بې خبره دي،چې دا ټولې خبرې د خداى په عدالت پورې هېڅ اړه او تړاو نه لري؛بلکې دا د انسانانو پر يو بل د تېري او زبېښاک پايله ده. که کليوال هم د ښاروالو په څېر د ځان لپاره کلک کورونه جوړ کړي؛نو ولې به يې زلزله ورانوي؟نوچې کله د لوټو او يو څو ډبرو جوړ شي؛ نو ښکاره ده،چې له معمولي باد او زلزلې له جټکى سره به ړنګېږي؛نو د انسان په لاس د خراب او ضعيفه کور جوړول د خداى په عدالت پورې څه اړه لري؟!

ددې نيوکو پرځاى بايد کوښښ وکړو،چې د ټولنې ټول وګړي له ټولو امکاناتو په يوه کچه ګټه واخلي او ظالم ته ووايو،چې تېرى مه کوه او مظلوم ته ووايو،چې ظلم مه منه !  

جبر او اختيار

يوه بله خبره،چې د خداى په عدالت پورې اړه لري،جبر او اختيار دى؛ ځکه چې پر جبر باور لرونکي ګروهن دي،چې انسان پخپلو کړنو وړ کې له خپل ځانه هېڅ ډول اختيار نه لري او د غړيو حرکتونه يې د يو جبري ماشين په څېر جبري حرکتونه دي . نو پوښتنه دا ده ،چې دا باورڅرنګه د خداى له عدالت سره اړخ لګوي ؟ او کېداى شي د همدې په پار د “اشاعره” ډله،چې مخکې مو پرې رڼا واچوله او له عقلي حسن او قبح نمښته کوي؛جبر يې منلى او له عدالته منکر شوي دي؛ځکه د جبر په منلو سره د “عدالت” مسئله نور مفهوم نه لري .

ددې خبرې د روښانېدو لپاره پکار ده،چې څو نورې خبرې سپينې کړو.

١-پرجبر د ګروهنې سرچينه :

د ارادې  د ازادۍ مثال د انسان يو عمومي احساس دى؛نو ولې،ځينې په جبر باور لرونکيو پسې تللي دي ؟!

البته بېلابېلو دليلونو ته چې انسان ګوري؛چاپېريال پر انسانانو اغېز کوي،روزنه هم  يو بل اصلي لامل دى،تبليغات يا هڅونې،ټولنيز فرهنګ هم  د انسان پر روح او فکر اغېز لري،کله اقتصادي وضع په انسان کې ځينې حرکتونو رامنځ ته کوي او د وراثت له لامله هم څوک سترګې نشي پټولاې .

دا ټولې چارې،چې سره يو ځاى شي ؛نو انسان ګومان کوي ،چې له ځانه څه اختيار نه لري؛بلکې د انسان د ذات دنني او بهرني عوامل سره لاسونه يو کړي او موږ يې دې ته اړ کړي يو،چې هوډ ونيسو او که دا عوامل نه واى؛نو کېداى شول،چې موږ دا کړنې نه وکړو،دا هغه چارې دي،چې کړاى شو د چاپېريال،اقتصادي شرايطو، ښوونې،روزنې او د وراثت پر جبر يې تعبير کړو او  د جبر د ښوونځي د فلاسفو د توجه وړ مهم څيزونه دي .

٢-د جبر آندو اصلي اشتباه :

هغوى چې داسې انګېري؛نو له يوه بنسټيز ټکي بې خبره دي او هغه داچې ويينه په “انګېزو” نيمګړو علتونو کې نه ده،بحث په “علت تامه” کې دى، په بله وينا: هېڅ څوک نشي کړاى د انسان په فکر او کړنو کې يې د چاپېريال،فرهنګ او اقتصادي عواملو ونډه په پام کې ونه نيسي ، بحث دا دی،چې ددې ټولو انګېزو په شتون کې بيا هم وروستى هوډ موږ نيسو؛نو د “زمينو” يا “لارو چارو” حساب بايد له “علت تامه” نه بېل شي ؛ ډېر داسې کسان،چې په نامناسب چاپېريال او چټل فرهنګ کې را لوى شوي يا داچې نامناسب وراثت يې درلود؛خو بيا هم خپله لار يې له نورو بېله کړې او ان داسې کارونه يې کړي ،چې د ټولنې لپاره ډېر زيات ګټور وو؛که خبره داسې وي،چې ټول انسانان د خپل چاپېريال،فرهنګ او د خپل وخت د تبليغاتو او لاروي وای؛نو په دنيا کې به هېڅ ډول بنسټيز انقلاب نه و رامنځ ته شوى او ټولو به له خپل چاپېريال سره ځان عيار کړى و او هېچا به د يو نوي چاپيريال جوړولو فکر نه درلود.

دا ټول راښيي،چې پورتنۍ ويل شوې چارې،هېڅ يو برخليک جوړونکي نه دي،يوازى لار هوارونکي دي. د انسان اصلي برخليک د انسان خپل هوډ جوړوي . مثال يې داسې دى،چې موږ د خداى د حکم له مخې په ګرمو ورځو کې روژه نيسو،تږي کېږو او ټول وجود مو اوبه غواړي؛خو د خداى د حکم د پلي کولو په موخه اوبه نه څښو،حال داچې داسې کسان به هم وي،چې اصلاً روژه و نه نيسي. پايله داچې د ټولو انګېزو په شتون سره د انسان برخليک جوړونکى لامل يې خپل هوډ دى .

٣-د جبر د ښوونځي سياسي او ټولنيز عوامل :

حقيقت دادى،چې د تاريخ په اوږدو کې د جبر او اختيار له مسلې ناوړه ګټنه شوې ده؛يواړخيز مسايل د جبرګروهې اور ته په لمن وهنې او د انسان د ازادۍ په نفې کولو کې اغېزمن وو؛لکه :

الف : سياسي عوامل :

ډېرو جبارو او ځانمنو سياستمدارانو د مستضيفو د انقلاب  د ځپلو لپاره او د خپل نامشروع حکومت د دوام لپاره دې خبرې ته لمن وهله، چې موږ له خپل ځانه واک نه لرو،تقدير او د تاريخ جبر دى،چې زموږ برخليک يې په لاس کې دى؛نو که ځينې ماړه اوځينې بنديان دي،د قضا او قدر حکم  يا د تاريخ جبر دى؟ ښکاره خبره ده،چې داسې فکر څومره د ښکېلاک په کار راځي،حال داچې په عقل او شرع کې زموږ برخليک زموږ په خپل لاس کې دى او د جبر پر مانا قضا او قدر اصلاً وجود نه لري؛قضا او قدر زموږ د حرکت غوښتنې،ارادې،ايمان او هڅې پر بنسټ  ټاکل کېږي .

ب : اروايي عوامل :

ناغېړى او بې کوښښه انسانان شته،چې تل په ژوند کې ماتې خوري او هېڅکله نه غواړي پردې حقيقت منښته وکړي،چې د هغه خپله ګناه او ناغېړي وه،چې ماتې يې وخوړه؛نو د خپل ځان د خلاصولو لپاره د جبر په ښوونځي پسې ورځي اوخپله پړه پر اجباري برخليک وراچوى،چې له دې لارې يو دروغجن ډاډ پېدا کړي او وايي : څه به وکړو،چې قسمت مو خراب دى،موږ خو کوښښ وکړ؛خو قسمت مو خراب و.

ج : ټولنيزعوامل :

ځينې غواړي ازاد ووسي او خپلو ځاني غوښتنو ته دوام ورکړي او دا ډول غوښتنې کوي،چې له حيواني غوښتو سره اړخ لګوي او ورسره تر څنګ غواړي،چې ځان هم قانع کړي،چې ګناهکار نه دي او ټولنه هم تېرباسي،چې بې ګناه دی؛نو دلته دى،چې جبرګروهنې ته پناه وړي او د خپلو مزو چړچو ته پردې نامه مخونه ورکوي،چې موږ په چارو کې له خپل ځانه واک او اختيار نه لرو!خو موږ او تاسې ټول پوهېږو،چې دا ټول دروغ دي او پخپله هغه کسان هم،چې دا مسائل راوړاندې کوي، ايمان لري،چې دا خبرې بى بنسټه دي؛خو لنډ مهاله خوندونه او شخصي ګټې اجازه نه ورکوي،چې حقيقت بربڼد کړي .

نو که غواړئ ټولنه مو پرمختګ وکړي؛نو بايد له دې جبري ګروهنې سره مبارزه وشي؛ځکه دا د ښکېلاک جال دى او ماتو ته يوازې په همدې ګروهنې مخونه ورکوي .  

 د ازادۍ او اختيار روښانه دليل

١-د انسانانو عمومي وجدان جبر نه مني:

پوهانو او الهي فيلسوفانو د انسان د ازادۍ په باب ډول ډول بحثونه کړي او دليلونه يې راوړي دي؛خو موږ د مطلب د لنډوالي په پار په روښانه دليلونو پسې تللي يو،چې هغه د انسانانو عمومي وجدان دى. که له هر څه نمښتي-منکر شو؛خو له دې نه شو منکرېداى،چې په هره انساني ټولنه کې که خداى نمانځي،که ماده لمانځي،ختيځ وي که لويديځ،نوى وي که زوړ،شتمن وي که بېوزلى،پرمختللى وي،که نه او د هر ډول فرهنګ خاوند،چې بې له کومې استثنا دى؛وګړي ته يوه خوله دي،چې قانون پر انساني ټولنو واکمن شي او هم  د قانون پر وړاندې مسؤليت لري او هغوى چې له قانون سرغړونه کوي؛نو بايد سزا ورکړه شي .

لنډه داچې : د قانون واکمني،د قانون پر وړاندې د وګړيو مسوليت او سرغړونکي ته سزا هغه چارې دي،چې د دنيا ټول عاقلان ورته يوه خوله دي او يوازې وحشى ټبرونه ول،چې دا درې اصله يې پر رسميت نه پېژندل .

دا مساله،چې د نړۍ د خلکوعمومي وجدان يې ورته ويلى دى،د انسان له لوري دی او د اختيار پر درلودو تر ټولو غوره دليل دى .

څرنګه څوک دا خبره منلاى شي،چې انسان پخپله اراده او عمل کې مجبور وي او له ځانه واک و نه لري ؛خو د قانون پر وړاندې يې مسؤل وګڼو،چې کله يې له قانونه سرغړاوه؛نو محاکمه يې کړو او ترې وپوښتو،چې ولې دې داسې وکړل؟ او د جرم تر جوتېدو وروسته يې په زندان کې بندي کړو او يا يې غرغره کړو.

ددې خبرې مثال د هغو ډبرو په شان دى،چې له غره راښويېږي او مسافرو ته ګواښ جوړوي او دا ډبرې بيا محاکمه کړو.

سمه ده ،چې انسان له يوې ډېرې سره ښکاره او خورا توپيرونه لري ؛خو که د ارادې ازادي ترې واخلو؛نو دا ښکاره توپير به هېڅ اغېز و نه لري او دواړه به د جبري عواملو معلول وي. تيږه د جاذبې قانون تر اغېز لاندې سرک ته راښويېږي اوقاتله ده،سرغړونکى انسان هم  د جبري عواملو تر اغېز لاندې سرک ته راښويېږي .

 

سرچینه: عدالت او مشري، مولف: ناصر مکارم شیرازی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!