تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ معاد د هر انسان په عقل او فطرت کې ځانګرى ځاى لري؛ځکه څوک به وي،چې ونه پوښتي او يا ځان نه پوهول غواړي،چې د انسان او هستۍ راتلونکې به څه وي ؟زموږ د عمر او کوښښونو پاى به څه وي ؟ د ژوند پايله او موخه څه ده ؟ دې پوښتنو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

معاد د هر انسان په عقل او فطرت کې ځانګرى ځاى لري؛ځکه څوک به وي،چې ونه پوښتي او يا ځان نه پوهول غواړي،چې د انسان او هستۍ راتلونکې به څه وي ؟زموږ د عمر او کوښښونو پاى به څه وي ؟ د ژوند پايله او موخه څه ده ؟

دې پوښتنو ته دوه ځوابه لرو :

الف: ټول الهي اديان د هستۍ،انسان او د کوښښونو او هلو ځلو راتلونکى او پايله ډېره روښانه ګڼي . قرآن شريف  وايي :

وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنتَهَى(نجم/۴۲)= او داچې (د كار) پاى يوازې ستا د پالونكي پر لوري ده.(۱)

ب: توکيز ښوونځي د انسان او هستۍ راتلونکې تپه تياره،فنا او نيستي ګڼي،چې دا ډېر خطرناک او نهيلوونکې کتنه ده. قرآن شريف وايي:

وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُم بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ (جاثيه/۲۴)= او وايي: (( ژوند همدغه دنيوي ژوند دى چې همدلته مړه كېږو او ژوندي كېږو او دا (طبيعت ، روزګار او) زمانه ده،چې موږ هلاكوي.)) هغوى په دې (خبرو) هېڅ نه پوهېږي؛(بلكې) يوازې (بې بنسټه) ګومان كوي.(۲)

د معاد فطري جرړې

که له معاده نمښتي-منکرين مرګ له منځه تلل بلي؛نو د مړي درناوى؛ يعنې د هېڅ درناوى او ولې د هېڅ او له منځه تللي لپاره قبر جوړوي ؟ هو! دا هر څه ښيي،چې د معاد مخالفين (که څه لږ) هم د اروا پر بقا، انسانيت او انساني شخصيت ايمان لري،چې له منځه نه ځي .

سرچينو ته سمه لار‌ښوونه

هر احساس،چې د انسان په بدن کې دى ،دوه ډوله يې ځوابولاى شو :

١_لنډمهاله،کاذب او موهوم ځواب .٢_مستدلل،تلپاتې او صادق ځواب .

د مثال په توګه : يو انسان،چې تږى شي؛نو هم يې رڼو اوبو ته مخه کولاى شو او هم يې سرابونو ته .

حضرت علي وايي: حضرت محمد (ص) راغى،چې د خلکو مخه د بوتانو له بندګې د خداى بندګۍ ته کړي او د خلق  له لاروۍ يې د خالق لاروۍ ته مخه کړي .(٣)

خداى وايي :

١_ انسان بې ځايه نه دى پيدا شوى. ((أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا)) (٤)

٢_د انسان په پيدايښت کې ستره موخه ده او هغه هم په ټولو لارو د حق د لارې ټاکنه ده ‏ او په ټولو بندګيو کې د خداى بندګي ده؛((وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ(الذاريات/۵۶)= او ما پېريان او انسانان يوازې ددې لپاره پيدا كړي،چې عبادت مې وكړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او راته رانژدې شي). (٥)

٣_داچې انسان خپلې موخې ته د رسېدو لپاره بريالى شي؛نو خداى ټول طبيعي امکانات د هغه په واک کې کړي دي؛(( سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ))(٦)

٤_هغه ته مو زېرى ورکړى،چې پوټى ښه کار به دې په ښه راشي او وېرولى مو هم دى،چې د پوټۍ ګناه حساب به هم درسره کوو .

(( فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ . وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (الزلزالة/ ۷، ۸) =نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي و به يې ګوري او څوک چې د يوې ذرې هومره بد (كار) وكړي وبه يې ګوري.(۷)

٥_انسان د خپلو کړنو ګرو دى((كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ(مدثر/۳۸)= هر څوك د خپلو كړنو ګرو دى.)) (٨).

٦_ ان د انسان له سترګو،غوږونو،زړه،ويل شويو،اورېدل شويو سره به حساب کتاب کېږي((إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا)) (٩) .

٧_خداى د چا له ښو سترګې نه پټوي(( إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ)) (١٠).

په راتلونکيو مخونو کې که خداى غوښتل؛نوددې هرې پوښتنې استدلال به هم راوړو .

د معاد د جوتولو لارې

د وجود او د هستۍ پړاوونه

د هر وجود او موجود د ثبوت لپاره درې شرطه پکار دي :

الف : امکان . ب: د وقوع دلايل .ج: د مانع نشتوالى .

الف :د معاد امکان

تر اوسه لا هېڅ چا د معاد نشتوالي ته علمي دليل نه دى راوړى او څه،چې تل د معاد د مخالفينو پرخولو وي دادي ،چې يو انسان مړ شي، وروست شي،هډوکي يې ورژېږي او بيا يې خاوره ؛خپر او وشيندل شوه،ايا شونې ده،چې  بيا را ژوندى شي ؟ دې خبرې ته د قرآن شريف او عقل ځواب دادى،چې هو! دا چار شونى دى؛ځکه هم په عقل کې د تصور وړ ده  او هم په شواروز کې د مړيو د بېرته راژوندي کېدو بېلګې وينو .

په يوه روايت کې راغلي: ويدېدل او بېرته راويښېدل تر ټولو غوره بېلګې دي،چې پر مړينه او بېرته را ژوندي کېدو مو پوهوي .

هو! مړينه بې له اوږد، ژور او کلک خوبه هېڅ هم نه دي . د ونو پسرلى او منى د ژوندي کېدو او مړينې بله ژوندۍ بېلګه ده .

په قرآن شريف  کې راغلي دي :

وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ(فاطر/۹)= او خداى هغه دى،چې بادونه يې لېږلي دي،چې ورېځې راپورته كوي،بيا موږ دا ورېځې (شاړو او) مړو ځمكو ته شړو؛نو تر مړوالي (او وچوالي) وروسته ځمكه پرې را ژوندۍ كوو. (د مړيو) ژوندي كول (هم) همدغسې دي. (۱۱)

په بل ځاى کې وايي :(( وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ(ق/۱۱)= او په هغه (باران) مو مړه ځمكه را ژوندۍ كړه؛(هو له قبرونو د مړيو) راوتل همدغسې دي. (١٢)

د معاد د امکان لپاره نورې بېلګې

داچې قرآن شريف دا خبره جوته کړي،چې د مړيو را ژوندي کېدل ناشونی چار نه دی ،د بېلګو په راوړو لاس پورې کوي؛لکه :

الف : يو سړي وروست شوى هډوکى له دېواله راوايست او و يې رژوه (او په غرور او ملنډو يې) رسول اکرم ته وويل: څوک دى،چې دا وروست شوى رژېدلى هډوکى به بيا را ژوندى کړي ؟ خداى خپل استازي ته وويل : ((قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ (يس/۷۹)= ووايه: ((دا هماغه بېرته را ژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيداكړي وو او هغه په هر (ډول) پيدايښت پوهېږي(١٣)

که د يو څيز جوړونکى کارخانه ووايي،چې زه د خپلې کارخانې جوړ شوى څيز وروسته تردې،چې خلاص شي،بيا يې جوړولاى شم ؛نوکومه بې ځايه خبره به يې نه وي کړي؛ځکه جوړول تر خلاصولو او بيا تړولو مهم دي .

ب:حضرت عزير (ع) د يو سفر په ترڅ کې د کنډور ترڅنګ تېرېده او د حيرانتيا (نه د انکار) له مخې يې وپوښتل : خداى به څنګه دا تر مړينې وروسته ژوندي کوي ؟!خداى هم هماغلته او ځاى پر ځاى تر ساه واخسته او تر سل کالو وروسته يې را ژوندى کړ او بيا يې ترې وپوښتل: له کله نه دلته يې ؟ و يې ويل : نيمه که يوه ورځ ده،چې دلته يم .خداى ورته وويل : سل کاله دي،چې دلته يې،پر هغه خره،چې پرې سپور وې او هغه خوړو ته،چې درسره وو وګوره او د خداى ځواک ته وګوره،چې څنګه خر وروست شوى او هډوکي يې رژېدلې دي؛خو هغه خواړه،چې په دوو درې ورځو کې ورستېږي،تر سل کالو وروسته هماغسې تازه ساتل شوي دي؛نو اوس داچې د مړيو را ژوندي کېدل پر خپلو سترګو ووينې؛نو د خره همدې رژېدليو هډوکو ته وګوره،چې څنګه دې په مخ کې بېرته راټولو او بېرته يې ژوندي کوو او ساه ورکوو،څو راتلونکيو ته زده کړه او نښه شي . د خداى دې استازي،چې تر سل کالو وروسته هم د خره بېرته را ژوندي کېدل او هم د خوړو تازه پاتې کېدل وليدل؛نو ويې ويل :پوهېږم،چې خداى هر  کار کړاى شي . (١٥) (بقره/۲۵۹)

ج: يوه ورځ  حضرت ابراهيم خليل الله د يو بهر تر غاړې تېرېده، چې د يو ځناور بدن يې وليد،چې نيم په اوبو کې او نيم په وچه کې دی او ډول ډول مرغان ترې راتاو دي او هر يو د بدن يوه ټوټه خوري او پخپل کار پسې ځي؛نو همداچې د خداى خليل دا پېښه وليده ؛نو له خدايه يې وپوښتل : د قيامت پر ورځ څرنګه مړي را ژوندي کوې؟( حال داچې ددې څاروي بدن؛خو خپور شوى او د وجود هره ټوټه يې د يوه ځناور برخه شوې ده ) خداى خپل استازى وپوښت :آيا زموږ پر ځواک او معاد ايمان نه لرې؟ حضرت ابراهيم (ع) ورته وويل :ايمان لرم؛که پر خپلو سترګو يې ووينم ؛نو زړه به مې ډاډمن شي .

هو! استدلال او سول يوازې فکر او ماغزو ته ارامي ورکوي؛خو تجربه او کتنه زړه ته ډاډ ورکوي .

خداى حضرت ابراهيم ته وويل :څلور ډوله مرغۍ راواخله،حلالې يې کړه،چکني يې کړه او داسې يې غوښې او هډوکي يو له بل سره واغږه،چې معلومه نشي کومه غوښه د کوم مارغه وه او بيا يې راواخله او د څو غونډيو پر سر يې کېږده او هر مارغه ته په خپل نوم غږ وکړه؛نو بيا وګوره،چې د هر يو خپل هډوکي او غوښه څنګه يو ځاى کېږي او په لومړۍ بڼه مرغۍ ترې جوړېږي او حضرت ابراهيم هماغسې وکړل او هماغسې وشو،چې خداى يې ورته ويلي ول او د ا براهيم زړه ډاډمن شو. (١٦) (بقره/۲۶۰)

ب: د معاد دليلونه

د معاد لومړى دليل د خداى عدل دى

په قرآن شريف کې ډېر آيتونه ليدل کېږي،چې عقلونه او وجدانونه پوښتي،چې آيا بد او ښه مساوي دي او هېڅ توپير يو له بل سره نه لري؟ ((أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ (ص/۲۸)= ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې ترسره كړي وي،د هغه چا په څېر كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهيزګاران د بدكارانو په څېر كړو؟!)) (۱۷)

د خداى او انبياوو د حکم پر وړاندې خلک دوه ډلې دي: يوه ډله موافقه او بله مخالفه وي .

قرآن شريف هم ددې حقيقت بيانولو ته وايي :

((فَمِنكُمْ كَافِرٌ وَمِنكُم مُّؤْمِنٌ ( تغابن/۲)= نو ځينې مو كافران او ځينې مؤمنان دي)) (١٨) له بل پلوه په دنيا کې يا د اعمالو واقعي سزا نشته او کله کله لږه لږه څه سزا وي،چې د اعمالو هومره نه وي او که نن وي او که سبا وي؛نو هم ښه له دې دنيا ځي او هم بد او که د قيامت په څېرپه يو ځاى کې حساب او کتاب هم نه وي او خلک تر مړينې وروسته له منځه ولاړ شي او داچې خداى عادل دى او په دنيا کې هم سمه سزا نه ورکول کېږي ؛نو بايد په بله دنيا کې حساب کتاب او سزا او ثواب وي .

پوښتنه او ځواب يې

پوښتنه : ولې خداى په همدې دنيا کې سزا نه ورکوي ؟

داپوښتنه ډېر ځوابونه لري،چې موږ يې يوازې څو ته په لنډه اشاره کوو :

لومړى ځواب : نور هم پرې ککړېږي .

هو! دنيا د سرايت ځاى دى؛يعنې زما په غم خوشحالۍ کې نور هم شريکېږي؛نو په دې بڼه که  سزا په دې  دنيا کې ورکول کېده ؛نو يو ډول تېرى او بې عدالتي  به وه؛خو په قيامت کې هر ډول اړيکې شلېږي او هر څوک په خپل فکر کې وي او د قرآن شريف د وينا له مخې،چې انسان له خپل اولاد،ښځې او مېړه هم تښتي او يوازې د خپل ځان د خلاصون په فکر کې وي او هلته که پر مجرم کومه بلا راغله؛نو يوازې پر هغه به راغلې وي او نور به پرې نه ککړېږي.

کېداى شي ووياست : که داسې وي؛نو موږ ته د يو مجرم هم اصلاح  کول نه دي پکار؛ځکه خپلوان يې را څخه خپه کېږي .

داسې نه ده! که پر کوم مجرم د کورنۍ د خپګان له امله يې د خداى او شرعي حد جاري نشي؛نو په ټولنه کې به ددې فاسدو خلکو په واسطه په نورو خلکو کې  وارخطايي راپيدا شي او د امنيت احساس به نه کوي او دا پخپله بې عدالتي ده،چې موږ د څو خلکو د خپګان مخنيوي ته د ټولې ټولنې امنيت ته ګواښ جوړ کړو؛نو په داسې ځايونو کې بې له دې بل هېڅ چاره نه لرو،چې د ټولنې سازښت د وګړي په پرتله وړ وبولو.

دويم ځواب :دا کار د خلکو له اختيار او ازادۍ سره سمون نه خوري .

که خداى په دنيا کې سزا او يا اجر ورکړي؛نو خلک به يا له  وېرې او يا د تمې له کبله بد کارونه نه کوي او ښه چارې به کوي،چې دا ډول ښېګڼه جبري او په زور ده او دومره ارزښت نه لري . انسان بايد ښو او بدو کولو ته ازاد وي .

دلته دا پوښتنه ماغزو ته راځي،چې ايا د جنت ژمنه او له دوزخه وېرول خلک ښو چارو ته نه اړوي ؟

په  ځواب کې بايد ووايم:داچې دوزخ او جنت په دې دنيا کې نه دى ؛ نوانسان د ښو او بدو چارو په کولو کې جبر نه احساسوي .

هو! په هغه پسې،چې پوروړى يې سبا راځي او په بل پسې يې يو مياشت وروسته؛نو دا دواړه سره توپير لري. لومړی وارخطا وي؛خو دويم يو څه ارامتيا لري؛ځکه يو څه وخت خو د پور ورکولو ته لري .

درېم ځواب : په دنيا کې د سزا امکان نشته .

دنيا د هغه محدوديتونو له امله،چې لري يې، بدو ته د سزا د ورکولو امکان پکې نشته .د مثال په توګه : د خداى استازي حضرت محمد مصطفى (ص) ددې دين راوړو ته څومره سختى وګاللى ؛نو د زحمتونو اجر يې په دې دنيا کې څه ورکړل شو او څنګه يې ورکوې ؟!

تر شاتو او کبابو غوره خواړه،تر ورېښمو غوره فرش او تر الوتکى غوره سپرلۍ په دې دنيا کې لرو ؟ آيا دا ټول هغه څه نه دي،چې جنايتکاران هم ترې ګټه اخلي ؟؛نو په دې دنيا کې به د خداى د استازي (ص) اجر څه وي ؟ آيا هغه شهيد،چې له ځانه يو سپېڅلې موخې ته تېر شوى،په دې  دنيا کې داسې څه شته،چې اجر او انعام يې ورکړ شي؟

سربېره پردې داسې کسان او د واک خاوندان،چې په زرونو بې ګناه کسان يې وژلي؛نو دې خلکو ته څنګه سزا ورکوئ؟ داسې فرض کړئ،چې همدا کس مو راونيو او اعدام مو هم کړ ؛نو وژل به يې يوازې د يو کس پر وړاندې وي ؛نو د هغه نورو پاتې شويو وينه څه شوه ؟

په دنيا کې سزا

په دې کې اړنګ نشته،چې ټوليزه سزا بايد په هغه دنيا کې ورکړ شي او دا چار په دنيا کې له ځينو وړو وړو سزاګانو او ګوشماليو سره منافات نه لري . د قرآن شريف په بېلابېلو آيتونو کې په دنيا کې مجرمانو ته د ورکړ شوې سزا بېلګې بيان شوي دي ؛لکه:

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (روم/۴۱)= د خلکو د كړو له امله، فساد په  وچه او لمده كې ښكاره شوى دى،خداى غواړي پر هغوى د خپلو ځينو کړنو (سزا) وڅكي! ښايې چې (د حق لوري ته) راو ګرځي.(۱۹)

همداراز ډېر داسې آيتونه شته،چې د مجرمانو په هکله وايي : ((لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا))يعنې په دنيا کې هم  ګناهګارانو ته سزا،خواري او شرمېدل شته؛خو په حقيقت کې دا سزا د هغې دنيا د سزا يوه ورکوټې برخه ده.

په راويتونو کې هم په دې دنيا کې ځينو ته د سزا ورکولو په هکله خبرې شوې دي ؛لکه څوک چې چا ته په لار کې څاه وکني؛نو پخپله به پکې ورګوزار شي او همداراز خداى هغو خلکو ته په همدې دنيا کې سزا ورکوي،چې د مور و پلار سپکاوى کوي، پر خلکو ظلم کوي او د خلکو له ښېګڼو سترګې پټوي . (٢٠) (سفينة البحار)

په دنيا کې اجر

لکه څنګه چې واقعي عذاب په هغه دنيا کې دى؛نو همداراز د چارو اصلي اجر هم په هغه دنيا کې ورکول کېږي؛ځکه دا دنيا د نېکچارو اجر ورکولو ته وړ او مناسبه نه ده؛خو دا کار په دنيا کې له اجر ورکولو سره منافات نه لري   .

د آل عمران په سورت کې وروسته تردې،چې د هغو خلکو مړانه ستايي، چې د انبياوو لارويان وو،وايي :

فَآتَاهُمُ اللّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الآخِرَةِ (عمران/۱۴۸)= نو ځكه خداى ورته د دنيا او د آخرت غوره بدله وركړه(۲۱)

څلورم ځواب :د ژوند نظام له منځه ځي .

((وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍ وَلَكِن يُؤَخِّرُهُمْ إلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَاء أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ (نحل/۶۱)= او كه خداى خلك د هغو د ظلمونو له امله نيولاى؛نو د ځمكې پر مخ به هېڅ خځنده نه و پاتې؛خو د هغوى (سزا) تر يوې ټاكلې مودې پورې وروسته كوي؛ نو چې كله يې وخت پوره شي؛نو يو ساعت هم وروسته وړاندې كېداى نشي .)) (٢٢)

دا چې د خداى حکمت او اراده ده،چې د انسان په نامه  ازاد او پخپله انتخابونکى موجود څه مودې ته پر ځمکه ژوند وکړي؛نو بايد مجرمانو ته هم مهلت ورکړي او که داسې نه وي ؛نوهمداچې په کوم ځاى کې کوم جرم وشو او خداى يې ځاى پر ځاى هلاک کړي ؛نو پر ځمکه به يو بشر هم پاتې نشي او په دې دنيا کې داسې څوک شته،چې د هغه سپېڅلي ذات پر وړاندې به يې ګناه نه وي کړي ؟

پينځم ځواب : په دې  دنيا کې سزا ورکول کم لطفي ده .

که څه هم په دې دنيا کې څه وړې وړې ګوشمالۍ د ځينو د راويخېدو لامل ګرځي؛خو په ټوليزه توګه که هر ګناهګار په دې دنيا کې د کړنو سزا ته ورسي ؛نو دا خبره کم لطفي ده؛ځکه کېداى شي دا مجرم توبه وباسي او خپل ځان اصلاح کړي؛نو د خداى د پېرزو غوښتنه ده،چې انسان ته په دې  دنيا کې سزا ور نه کړي څو د مړينې تر وخت د ځان د اصلاح کېدو مهلت ولري .

شپږم :کله په بېړه سزا ورکول هم عدالت نه وي .

اجر و سزا به هله عادلانه وي،چې يوازې عمل ته مو پام نه وي؛بلکې عوارضو او لوازمو ته يې هم پام وکړو. قرآن شريف وايي : ((وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ(يس/۱۲)= او څه چې يې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي ليکو(۲۳)

فرض کړئ په يوه  غونډۀ کې يو سړى راغى او د برق سويچ يې وايستو او دوه يې خپلې او دوه يې پردۍ کړى؛نو يوازې د برق مړه کول دومره ګناه نه لري؛بلکې بايد ووينو د برق دې مړه کولو څه عوارض را منځ ته کړي دي.

کله اور د اور له پاڅه لوېږي او فرش اور اخلي،کله څوک پر کوم تېز غوڅونکي څيز غورځېږي او ټپي کېږي او داسې نور نه جبرانېدونکي تاوانونه منځ ته راوړي؛نو يوازې د برق مړه کولو ته سزا ورکول نه دي پکار؛بلکې ټول هغه فسادونه،چې ددې کار له امله شوي،بايد وسنجول شي او له مخې يې سزا ورکړ شي .

د خداى استازى وايي :څوک چې د کوم ښه کار او يا لارې بنسټ کېږدي؛ نو هغه به هم د هغه ټولو ګامونو په ثواب کې شريک وي،بې له دې،چې د نورو له ثوابه څه کم شي او همداراز که څوک د کوم بد چار بنسټ کېږدي؛نو پر بدچارو سربېره دا بنسټ ايښوونکى هم په هغه ګناه کې شريک دى .

د ويينې ‏لنډيز :

١_ خلک د خداى او انبياوو د حکم پر وړاندې دوه ډلې دي: ځينې مخالف او ځينې موافق دي .

٢_ دنيا هم (د شپږو ځوابونو په رڼا کې،چې ورمو کړل ) د سزا ځاى نه دى .

٣_خداى عادل دى (او د خداى عدل په خپل ځاى کې پر کلکو عقلي دليلونو جوت شوى دى  (٢٥) ) او د خلکو له ښېګڼو او بديو سترګې نه پټوي ؛نو د سزا او اجر ورکولو لپاره يو ځاى وي،چې هغه قيامت دى .

د معاد دويم دليل د خداى حکمت دى

که قيامت نه وي؛نو د انسان او هستۍ پيدايښت بېځايه او د الهي حکمت پر خلاف به وي . آيا خداى،چې سل ځل په قرآن شريف کې ((حکيم )) ويل شوى او د حکمت نښې يې په هر ځاى کې وينو؛لکه :د سترګو باڼه او وريزې،د پښې د تلي جوړوالې،د مور مينه ،د ماشوم په واسطه د تي روولو قدرت،له سترګې سره د ترو اوبو تناسب او له خولې سره د خوږو اوبو تناسب ،د انسان په واسطه د اکسيجن تنفس او د بوټو په واسطه د کاربن ډاى اکسايډ تنفس،له غوږونو سره د څپو تناسب، له سترګو سره د رڼا تناسب،له هاضمي جهاز سره د خوړو تناسب ،د ځمکې په ورو حرکت او د انسان د اړتياو پوره کېدل او دا دومره نعمتونه،چې هغه د قرآن شريف د وينا له مخې که وغواړو،چې و يې شمېرو؛نو و به يې نشو کړاى،دا له اسرارو ډکه هستي،چې ساينس پوهان پرې پوهېدو ته خپل عمرونه پاى ته ورسوي؛خو پوه پرې نشول. تاسې پخپله ووياست،چې دا هستي سره له دې دومره دقت،استحکام، لطافت، نظم، نظارت د يو څو ورځو ژوند او پوچېدو لپاره ده ؟

په رښـتيا تردې دومره بدلونونو وروسته موږ خاورې شو او معاد هم نه وي؛نو ايا موږ له هماغه پيله خاورې نه وو؛نو آيا دا پيدايښت او پروګرام يې ټوکې او بې ځايه نه دي ؟ آيا دا سمه ده،چې اسمانونه، ځمکې،سمندرونه،لمر،بوټي،ونې او څاروي انسان ته وي او انسان هم مړينې او هېڅ کېدو لپاره وي ؟

که معاد نه وي؛نو د ژوند مانا به بې له خوراک څښاک او ورڅخه د سرې جوړولو هېڅ هم نه وي؟ او که موږ په پاى کې خاورې او هېڅېدې؛ نو زموږ په ژوند کې له بقا سره مينه ولې ايښوول شوې ده ؟

هو! په توکيز نړى ليد کې د هستۍ راتلونکې تپه تياره،ړنده او کڼه ده او د کار پاى يې تباهي ده او د انسان د عمر پاى هم پوچي ده او له همدې ليد سره دي،چې پوښتي: د څه لپاره او ولې پيدا شوى يم ؟ ښه؛ نو اوس،چې يم ؛نو ولې لېوه نه يم او مزى و نه کړم؟ که څه د انسانانو د ورکېدو په بيه وي او اوس،چې زما او د نورو انسانانو د ژوند پايله نيستي او فنا ده؛نو راځه،چې د نورو له هلاکولو خوندونه واخلم ټول خو هسې هم له منځه ځي؛نو اوس،چې له منځه ځي؛نو ولې زما د مزو چړچو په پار له منځه ولاړ نشي.

دې اند انسان دې ځاى ته رارسولى،حال دا چې ځينې هېوادونه له لوږې مري او ځينې هېوادونه (لکه امريکا او کاناډا) په بازارونو کې د غنمو د بيې ثابت ساتلو ته خپل غنم په سمندر کې اچوي او يا يې سوځوي .

رابه شو وحې ته،چې څنګه يې د الهي حکمت له مخې د معاد پر ضرورت رڼا اچولې ده . په دې اړه قرآن شريف وايي:

أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ (مؤمنون/۱۱۵)= ايا ګومان مو كاوه،چې موږ تاسې بابېزه پيدا كړي ياست او داچې زما لوري ته به نه راګرځول كېږئ؟!(۲۶)

أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَن يُتْرَكَ سُدًى (قيامت/۳۶)= ايا انسان انګېري،چې بابېزه (او بې موخې) به پرېښوول شي؟!(۲۷)

په قرآن شريف  کې ډېر آيتونه دي،چې وايي :موږ په پيدايښت کې نه ټوکې کوو،نه لعب کوو،نه باطل؛بلکې پيدايښت پر حقه،د انسانانو د ودې او پر قوانينو او سنتونو ازمېيلو لپاره دى او له پنځونې موخه د خداى پېژندل او په سلونو نورو لارو کې د خداى پر لار روانېدل دي او که نن وي که سبا ستاسې د لارې وهلو پايله به خداى ته ورتګ وي ؛(( إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ( بقره/۱۵۶) (٢٨) په دې دنيا کې،چې څه کرې؛نو په هغه دنيا کې به يې رېبې او که ښځه وي او که سړى د خپلو کړنو سزا او اجر به ورکړ شي .(( وَلِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ)) (جاثيه/۲۲)   (٢٩) او انسان د خپلو کړنو ګرو دى ((كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ ))  (مدثر/۳۳) (٣٠)

ج: د مانع نشتوالی

معمولاً مانع د محددو قدرتونه په لار کې وي. فرض کړئ يو موټر مجبور دى،چې پر پلاني واټ حرکت وکړي او بې له دې بله چاره هم نه لري؛ نو په لار کې د يو ستر ګټ شتون کړاى شي ددې موټر له مخکې تلو مخنيوى وکړي؛خو همدا ستر ګټ د هغې مرغۍ په لار کې مانع نه دى، چې الوځي. هو! څومره،چې قدرت او علم ډېر وي ؛نو ډېر لږ څيزونه ورته په مخ کې خڼدېداى شي؛ځکه د مړيو را ژوندي کېدل دوه شرطه لري :

١_ ناپايه پوهه .٢_ناپايه ځواک .

د خداى له ناپايه پوهې سره،چې خبر دى،کومه ذره څنګه او په کومو شرايطو کې ده ؛نو څنګه مانع فرضولاى شو؟

قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِندَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ (ق/۴)= په يقين موږ پوهېږو،چې ځمكه د هغوى د بدنو (څومره برخه) خوري،حال دا چې له موږ سره (د ټولو څيزونو د حساب) ساتونكي ليکنه ده(۱۳)

له هغه ناپايه ځواک سره څه مانع فرضولاى شو،چې ټول ذرات سره راټولولى او يو ځاى کولاى شي؛لکه څنګه چې قرآن شريف څلويښت ځل ويلي دي : ((أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ)) همدا اوس هم موږ د خاورو شيندل شوي او خپاره واره ذرات يو؛ځکه موږ د پلانۍ سيمې غنم، وريجې، سبزيانې،مېوې سره يو ځاى شوي، د پلار نطفه ترې جوړه شوى او يو څه موده د مور په زيلانځ کې وو او بيا دې دنيا ته راغلي يو. هو ! همدا اوس هم زموږ د وجود هره حجره د پلانۍ سيمې له ځمکې ده. هماغه ځواک،چې په دې دنيا کې موږ د خاورو له خپرو شويو ذراتو جوړ کړي يو؛نو کړاى شي په هغه دنيا کې هم وراسته شوي او رژېدلي هډوکي را ژوندي کړي؛البته زموږ د کار غلطي په دې  کې ده ،چې د خداى پوهې او ځواک ته له خپل نظره وينو اوداچې موږ پخپله محدود يو؛ نو ناپايه نشو تصورولاى. د قرآن شريف په ټولو کيسو کې دا حقيقت ليدل کېږي،چې خداى غواړي زموږ فکر د دې توکيز چوکاټ له ولکې راوباسي؛نو که وايي: موږ د مريم په نامه بې مېړه ښځې ته اولاد ورکړ.قَالَتْ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا (مريم/۲۰)= مريم وويل :(( زما به څنګه زوى وشي، چې تر اوسه ما ته نه كوم انسان لاس راوړى او نه بدلمنه وم؟!)) (٣٢)

که وايي : موږ ماشوم ته په زانګو کې د خبرو کولو وس ورکړ .

قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا(مريم/۳۰)= (ناڅاپه عيسى په خبرو شو او) ويې ويل : (( په  رښتيا زه د خداى بنده يم، ماته يې (اسماني) كتاب راكړى دى او پېغمبر كړى يې يم. (٣٣)

که وايي :موږ د ابابيل په مرغيو پر فيلانو سپاره له منځه يوړل .

تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ(فيل/۴)= چې د پخې خټې ګيټکۍ يې پرې غورځولې(٣٤)

که وايي : د همسا په يو ګوزار مو له ډبرو دولس چينې راوايستې .

وَإِذِ اسْتَسْقَى مُوسَى لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ كُلُواْ وَاشْرَبُواْ مِن رِّزْقِ اللَّهِ وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ (بقره/۶۰)= او(در ياد كړئ) چې كله موسى خپل قوم ته اوبه وغوښتې؛نو دستور مې وركړ: ((همسا دې په هغه ځانګړې ډبره ووهه!)) چې ناڅاپه ترې دولس چينې وخوټېدې،داسې چې (دبني اسراييلو  دولس ګونو ټبرونو) هر يو خپلې چينې پېژندلې. (او ورته مو وويل 🙂 د خداى له دركړ شوې روزۍ وخورئ او وڅښئ او پر ځمكه فساد مه كوئ . (٣٥)

که وايي : موږ د حضرت عيسى پر ساه مړي را ژوندي کول .

قَالَ اللّهُ يَا عِيسى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِئُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوتَى بِإِذْنِي وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ(مائده/۱۱۰)=(دريادكړه) چې كله خداى عيسى د مريمې زوى ته وويل: ((پرتا او مور دې زما نعمت درياد کړه! ما په (( روح القدس = سپېڅلي روح )) ستا مرسته وكړه،چې په زانګو(اوپوره عمركې دې ) له خلكو سره خبرې كولې،ما تا ته كتاب، حكمت،تورات او انجيل وښود، تا زما په حكم له خټې د مرغۍ (جوسه) جوړوله او په هغې كې دې پوكى كاوه او جوسه به زماپه حكم مرغۍ شوه، تا زما په امر مور زېږي ړانده او د برګي  (پيس) ناروغان روغول او زما په امر دې مړي (هم) ژوندي كول اوكله چې ته بني اسراييلو ته له څرګندو دلايلو سره ورغلې،ما ته د هغوى له زيان رسونې وژغورلې؛نو له هغوى د حق منكرانو (كافرانو) وويل :((دا خو ښكاره كوډې دي.)) (٣٦)

که وايي : موږ زوړ زکريا او شنډې ښځې ته يې د يحيى په نامه زوى ورکړ .

قَالَتْ يَا وَيْلَتَى أَأَلِدُ وَأَنَاْ عَجُوزٌ وَهَذَا بَعْلِي شَيْخًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عَجِيبٌ(هود/۷۲)=(د ابراهيم ښځې) وويل: ((هاى هاى! په دې بوډۍ توب كې به مې اولاد وشي؟! او (حال دا چې ) دا مېړه هم بوډا دى؟!دا يو عجيبه څيز دى! ))(٣٧)

او که وايي : موږ موسى د فرعون په خپله لمنه کې لوى کړ .

وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ(قصص/۹)= د فرعون مېرمنې ( چې پوه شوه، هلك وژني؛ نو ويې) وويل: (( (دا ماشوم) به زما او ستا د سترګو يخوالى وي! مه يې وژنئ، ښايي موږ ته ګټور شي يا به يې پر زويولۍ ونيسو.)) او هغوى نه پوهېدل (چې خپل اصلي دښمن پخپله غېږ كې پالي)! (٣٨)

او په سلونو نورې داسې بېلګې؛نو دا ټول ځکه دي،چې د انسان فکر له دې اوسني حالته بهر راووځي،چې د مادياتو په ولکه کې دى . هو! موږ سره له دې،چې بايد پر طبيعت د واکمنو قوانينو درناوى وکړو؛خو هېڅکله بايد خپل فکر پکې محدود نه کړو او پوه شو،خداى چې څه وغواړي هماغه کړاى شي .

پر معاد د ايمان ونډه

په وټيزو چارو کې د معاد ونډه

قرآن شريف هغوى ته چې راکړه ورکړه لري وايي:افسوس دې پر کم  پلورو وي،هغوى چې غواړي له خلکو پېري؛نو پوره يې اخلي او چې پلوري يې؛نو لږ پلوري او بيا وايي :

أَلَا يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ. لِيَوْمٍ عَظِيمٍ(مطففين/۴،۵)= ايا هغوى ګومان نه کوي،چې راپاڅول كېږي،د قيامت] د سترې ورځې [د حساب] لپاره؟!

دلته قرآن شريف د معاد او قيامت په واسطه غواړي،چې له کم فروشۍ مخنيوى وکړي .البته په وټيزو چارو کې د معاد د ونډې يوازې دا يوه بېلګه وه او معاد په ټولو وټيزو چارو؛لکه توليد، توزيع، مصرف، سوداګريز سمبالښت او په ټولو نورو وټيزو چارو کې خورا مهمه ونډه لوبوي؛ په تېره بيا په اسراف او بې ځايه خرڅ کې .

په پوځي چارو کې د معاد ونډه

قرآن شريف وايي : يوه ډله بني اسرائيل پېغمبر ته يې راغلل،و يې ويل : هوډ مو کړى د خداى په لار کې له تېري کوونکي دښمن سره جګړه وکړو؛خو دې کار ته يو غښتلي قومندان ته اړتيا لرو. پېغمبر يې ورته وويل :فکر نه کوم،چې جنګيالي ياست! هغوى ورته وويل: دا دومره تېرى،چې راباندې دښمن کوي؛نو هرومرو بايد د خداى په لار کې جنګيالي او توريالي شو. پېغمبر يې ورته وويل :خداى ستاسې لپاره طالوت مشر ټاکلى دى،چې پر پوځي چارو پوه او تکړه پياوړى ځوان دى.

پردې مهال د خداى ددې حکم پر وړاندې خلک پر دوو ډلو وويشل شول: ځينې داسې شول،چې په هماغه پيل کې هسې غړمبېدل او همداچې د جګړې ډهول ووهل شول؛نو دوه يې خپلې او دوه يې پردۍ کړې او خپل شا ته يې هم و نه کتل او له دې حکمه يې سرغړونه وکړه. بلې ډلې د بولندوى مالي بېوزلي پلمه کړه او جګړې ته له تګه يې سروغړاوه.بلې ډلې سره له دې،چې ژمنه يې کړې وه ،چې په دې الهي ازموينه کې به له پراخې سينې کار واخلي؛خو بې صبري يې وکړه او ناکام شول.(٤٠) بلې ډلې سره له دې،چې د جګړې د حکم د اورېدو پر مهال ونه وېرېدل؛خو همداچې د دښمن غټ لښکر يې وليد؛نو مورال يې لاسه ورکړ،و يې ويل:نن د مبارزې طاقت نه لرو؛خو دلته  يوازې يوه وړه ډله وه،چې پر معاد يې ايمان درلوده او په ((كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ)) (٤١) شعار سره يې پر دښمن يرغل وکړ او د دښمن ملا يې ماته کړه . دا کيسه ( د بقرې په سورت کې له ٢٤٩ آيت نه تر ٢٥١ آيت پورې د جالوت او طالوت په نامه راغلې ده ) په جګړه او پوځي چارو کې پر دښمن د بر لاسۍ راز پر معاد ايمان دى؛ځکه وايي : ((الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو اللّهِ))

له طاغوتيانو سره په چلن کې د معاد ونډه

فرعون غوښتل حضرت موسى کليم الله بې پته کړي؛نو دې چار ته يې له ټولو ښارونو جادوګران او ساحران راوغوښتل او دې ساحرانو،چې تر دې مهاله پر معاد ايمان نه درلود او يوازې د فرعون پيسو ته په تمه ول تر دې،چې ټولو وويل : ((إِنَّ لَنَا لأَجْرًا)) (اعراف/۱۱۳) (٤٣)؛يعنې که موږ   حضرت موسى بې پته کړ؛نو آيا مزدوري به راکوې ؟ او د فرعون د پيسو پر وړاندې پر کار بوخت شول او څومره يې چې له لاسه کېدل او زده يې ول ويې کړل،چې پر دې مهال حضرت موسى خپله همسا پر ځمکه ګوزاره کړه ،همسا ښامار شو او د هغوى ټول زحمتونه يې يو کپ کړ او تېر يې کړل .

ساحران،چې پوه شول د حضرت موسى کار معجزه  ده او جادو او سحر نه دى ؛نو هملته د فرعون په مخ کې يې ايمان پرې راوړ. فرعون،چې له غوسې د ټپي مار په څېر چورليده؛هغوى ټول يې وګواښول، ويې ويل:آيا زما له اجازې مخکې مو ايمان راوړ؟! زه به درنه سرچپه پښې او لاسونه غوڅ کړم او په ونو کې به مو را زوړند کړم؛خو هغوى تر هغه مهال،چې پر خداى او معاد ايمان نه درلوده او يوازې د فرعون پيسو ته په تمه ول؛خو اوس پر خداى او معاد د ايمان له امله په سړه سينه د فرعون مخې ته ودرېدل او ورته يې وويل :

((إِنَّمَا تَقْضِي هَذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا(طه/۷۲)= چې ته يوازې په  دنيوي ژوند کې حکم چلولاى شې. (٤٥)

قَالُوا لَا ضَيْرَ إِنَّا إِلَى رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ(شعراء/۵۰)= هغوى ځواب وركړ:(( مهمه نه ده (څه چې دې له لاسه كېږه،و يي كړه؛ځكه) موږ بېشكه د خپل پالونكي لوري ته ورتلونكي يو. (٤٦)

دا ټوله پېښه د اعراف په سورت کې له ۱۱۲ څخه تر ۱۲۶ ايته او د شعراء په سورت کې له ۳۷ آيت څخه تر ۵۱ او د طه په سورت کې له ۵۶ آيته تر ۷۲ پورې ويل شوې ده. (٤٧)

په رښتيا،چې پر معاد ايمان دوى ته څومره مړانه ورکړه ،چې د فرعون له ځواک او پيسو تېر شول او بيخي چرت يې پرې خراب نه کړ .

بېوزليو ته پام کې د معاد ونډه

د حضرت علي ورورعقيل،چې بال بچه داره بوډا ‏و،حضرت علي ته راغى ،و يې ويل : له بېت الماله مې برخه ډېره کړه .

حضرت علي يوه ګرمه سوځونکې اوسپنه عقيل ته رانږدې کړه .عقيل له وېرې خپل لاس شاته کړ او حضرت علي ورته وويل :که ته ددې دنيا له دې ساده اوره وېرېږى؛نو زه د هغه دنيا د خداى له تلپاتې او سخت عذابه وېرېږم .(٤٨)

امام حسن او امام حسين رنځوران شول،د خداى استازي او ياران يې پوښتنې ته راغلل،چې خلک له کوره وتل؛نو حضرت علي ته يې وړانديز وکړ، ښه به وي،چې د ماشومانو روغتيا ته دې درې روژې نذر پر ځان ومنې. حضرت علي ومنله او چې ماشومان ښه شول؛نو له حضرت علي سره فاطمې بي بي او د کور نورو غړيو روژه ونيوه.د روژه ماتي وخت،چې راورسېد؛نو يو څه روژه ماتى،چې ډېر په سخته يې لاس ته راوړى و،پر دسترخوان کېښود؛نو همدا چې د ماښام اذان وشو، و يې ليدل،چې د کور په وره کې يو سړى  ولاړ دى،وايي :بېوزله يم ! مرسته راسره وکړئ! پردې مهال اهلبيتو خپل خواړه هغه بېوزله ته ورکړل او پخپله يې پر اوبو روژه ماته کړه . په دويمه شپه همداچې اهلبيتو غوښتل روژه ماته کړي،غږ يې واورېد: پلار مړى يم او نن يې هم خپل خواړه دې پلار مړي ته ورکړل او نن يې بيا هم يوازې په اوبو روژه ماته کړه او پر درېمه شپه يو اسير د روژه ماتي پر مهال د مرستې غوښتنه وکړه،چې په دې درې واڼو شپو کې اهلبيتو خپله روژه په اوبو ماته کړه،چې ددې ځان تېرېدنې دليل د انسان په سورت کې داسې راغلى دى :

إِنَّا نَخَافُ مِن رَّبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا(انسان/۱۰)= په حقيقت كې موږ له خپل پالونكي پر هغه ورځ وېرېږو، چې ډېره سخته ترخه ده. (٤٩) ( د انسان سورت له ۱۰څخه تر ۲۲ آيت)

ګورئ،چې پر معاد ايمان څنګه انسان د ټولنې پر بېوزليو لوروي .

هو! هغوى چې پر بېوزليو چرت نه خرابوي؛نو د قيامت پر ورځ پخپله منښته- اقرار کوي،چې دوزخ ته د هغوى د غورځېدو يو لامل پر بېوزليو چرت نه خرابول ول :وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ(مدثر/۴۴)= او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول (٥٠) .

د ماعون په سورت کې پلارمړيو او بېوزليو ته پام نه کول، پر قيامت د نه ايمان پايله بولي .

پر معاد ايمان د ټولو کمالاتو ملاتړ دى

ډېرى کمالونه ،سرښندنې،اخلاقي فضايل له ساده ژوند او د ډول ډول ناوړو فشارونو د زغملو له امله د انسان ګوتو ته راغلي دي .هغه اهرم، چې وکړاى شو،دا ستر پېټی پرې اوچت کړو او دا دومره سختۍ وزغمو،يوازې پر قيامت ايمان دى .

پر معاد يوازې ايمان بسيا نه دى ؛بلکې يادونه يې هم پکار ده

يوازې پر معاد ايمان بسيا نه دى ؛بلکې د معاد يادول هم پکار دي؛ لکه څنګه،چې يوازې پر خداى ايمان ګټه نه لري ؛بلکې يادول يې هم پکار دي .

ځينې پر غلط تصور دي او ګومان کوي،چې د معاد او مړينې رايادول انسان د دنيا او مادياتو له ګټلو غافلوي؛خو زموږ ګروهه دا ده،چې پر معاد ايمان د انسان ژوند له سرګردانۍ راباسي او ژوند ته موخه ورکوي او هېڅکله کوم کار له حساب و کتاب پرته نه کوي؛لکه څرنګه چې قرآن شريف يوازې د عقل خاوندان هوښيار ګڼي،وايي :إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ(رعد/۱۹)=بېشكه  يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي. (٥١)

او کله قرآن شريف پر هغوى سخته نيوکه کوي،چې غفلت کوي او هېرونکي دي :

يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ(روم/۷)=(ځکه) هغوى د دنيوي ژوند برسېرن اړخ پېژني او له اخرت (او د كار له پاى) بې خبره دي. (٥٢)

قبرونو او زيارت ته د تلو دومره سپارښتنه،چې شوى؛نو شونې ده،چې دليل يې دا وي،چې د مرګ په ياد کې شو او په لمانځه کې هم فرض شوي،چې د ((مالک يوم الدين)) ټکى ووايو څو قيامت ته مو پام وي.

له معاده د انکار انګېزې

١_ له مسئووليته تېښته

قرآن شريف وايي : بَلْ يُرِيدُ الْإِنسَانُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُ(قيامت/۵)= انسان د معاد په باب شكمن نه دى)؛بلكې غواړي (ازاد وي او د قيامت د محاكمې له وېرى پرته) ټول عمر په ګناه كې تېركړي. (٥٣)

٢_ د خداى پر علم او ځواک ايمان نه درلودل

د قرآن شريف  په بېلابېلو ‏آيتونو کې راغلي،چې د معاد مخالفان له معاده د نمښتې- انکار لپاره هېڅ علمي دليل نه لري؛بلکې د مړيو بېرته را ژوندي کېدل ناشونى چار بلي ؛لکه :

وَمَا لَهُم بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ(جاثيه/۲۴) = هغوى په دې (خبرو) هېڅ نه پوهېږي؛(بلكې) يوازې (بې بنسټه) ګومان كوي (٥٤)

٣_ د قيامت د را تګ له وخته خبر نه درلودل

د معاد د مخالفانو بله پلمه داده،چې وايي:قيامت کله دى ؟په قرآن شريف کې راغلي،چې دې خلکو وروسته تردې،چې د څښتن له استازي يې دليلونه واورېدل؛نو ددې پر ځاى،چې ايمان راوړي ؛نوخپل سرونه يې وخوځول او ويې ويل: وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ(اسراء/۵۲)=(( دا به كله وي؟! (٥٦)؛خو له دې خبر نه دي،چې د قيامت د راتګ وخت يوازې خداى ته معلوم دى؛خو د قيامت د راتګ پر تاريخ نه پوهېدل د نمښتې- انکار دليلېداى نشي او دا خو داسې ده؛لکه څوک چې د خپل مرګ له تاريخه خبر نه وي او له مرګه نمښتى شي؟

٤_ د مړيو را ژوندي کېدل

د معاد نمښتو‏ يوه پلمه دا وه، چې رسول اکرم ته به يې ويل : وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ إِلَّا أَن قَالُوا ائْتُوا بِآبَائِنَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (جاثيه/۲۵)= او چې كله پرې زموږ څرګند آيتونه لوستل كېږي؛نو يوازېنۍ پلمه يې داده چې وايي: ((كه رښتيني ياست،زموږ پلرونه (ژوندي كړئ) او را يې ولئ (چې شاهدي ووايي)!)) (٥٧)

او يا داچې ويل يې:فَأْتُوا بِآبَائِنَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ(دخان/۳۶)= نو كه رښتيني ياست،زموږ پلرونه (ژوندي كړئ او) را يې ولئ (چې شاهدي ووايي)! (٥٨)

انسان که ځېلي نه وي؛نو همدا ويدېدل او راويخېدل او د ونو پسرلى او منى ورته پر معاد تر ټولو ستر دليل دى او که ځېل کوي؛نوکه پلار هم ورته را ژوندى کړې؛نو بيا به وايي،چې اوس موږ ځوانان کړه او په اخر کې داسې غوښتنې،چې د هستۍ نظام له منځه يوسه او په اخر کې هم ايمان نه راوړي؛خو له دې بې خبره دي،چې د خداى د استازي کار او دنده استدلال کول او د الهي قدرت د بېلګو ښوول دي؛ نه داچې د خلکو د ځاني غوښتنې ترسره کړي .

٥_ مړينه؛د خداى د قدرت پاى او نېستي

د معاد منکران وايي: مړينه؛يعنې د خداى د قدرت پاى ته رسېدل او د خداى پر اراده د مړينې د لاملونو بر لاسېدل،حال داچې مړينه هم الهي تقدير دى او د خداى په قدرت او ارادې ترسره کېږي .

قرآن شريف وايي: نَحْنُ قَدَّرْنَا بَيْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ (واقعه/۶۰) = موږ ستاسې ترمنځ مرګ وېشلى او بېوسې نه يو (٥٩).

هغوى وايي : مړينه ؛يعنې نيستې او ورکېدل؛خو بې خبره دي،چې نيستي ؛خو پنځونه نه غواړي؛لکه څنګه چې په قرآن شريف کې وايو: خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ(ملک/۲) = مرګ او ژوند يې پيداكړى دى. (٦٠)

نو پر دې بنسټ ؛مړينه نېستي نه ده؛بلکې له يو ځاى نه بل ځاى ته تګ دى او په زړه پورې خبره خو داده،چې قرآن شريف مړينه ١٤ ځل په (توفى ) يادوي،چې د تحويل په مانا دى؛يعنې له مړينې سره تاسې له منځه نه ځئ؛بلکې موږ به درڅخه هرومرو هغه څه واخلو،چې درکړي مو دي او د يو لنډ مهال لپاره يې خپلو مامورانو ته ورکوو .

د خداى استازى وايي : ګومان مه کوئ ،چې له مړينې سره به له منځه ولاړ شئ؛بلکې له يوه کوره به بل ته ولاړ شئ .

ځلکدن او مړينه

مړينه د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې

د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې د مړينې لپاره ښکلي تعبيرات کارول شوي،چې موږ يې څو ته اشاره کوو :

د خداى استازى وايي : له دنيا د مؤمنو انسانانو تګ،د مور له ګېډې د ماشوم د راوتو په څېر،له تيارو،تنګسو او دباوونو رڼا ته راوتل دي . (٦١) (نهج الفصاحه ۲۶۴۵ حديث)

حضرت امام حسين وپوښتل شو: مړينه څه ده ؟ويې وويل: مړينه هغه ستره خوشحالي ده ،چې مؤمن يې تجربه کوي .

امام حسين وايي :مړينه هغه پول دى،چې له سختيو او سرګردانيو مو هوساېنې او الهي پېرزو ته رسوي ؛لکه څنګه چې د خداى دښمنانو ته له ماڼۍ نه بند ته تګ دى. (٦٣) (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

امام سجاد وايي : د ايمان خاوندانو ته مړينه داسې وي؛لکه چې چټلې جامې وباسي او بېرته پاکې، په زړه پورې او ښه بويه جامې واغوندي او له قيدونو،درونو او بندونو خلاصون ومومي. بيا امام خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکوي: او همدا مړينه کافرانو ته داسې ده؛لکه چې فاخرې جامې کاږي او چټلې جامې اغوندي او له هوسا کوره يې وباسي او وېرونکي کور ته وړل کېږي .(۶۴) (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

امام محمد باقر وايي :مړينه هماغه مينه ده،چې هر شپه يې تجربه کوو؛خو په دومره توپير،چې مهال يې اوږد دى . (٦٥)(محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

البته د امام سپېڅلې نظر د مړينې او برزخ مسئله ده .

امام جعفر صادق وايي :مړينه مؤمنو انسانانو ته تر ټولو غوره د ښه بويونو بويول دي او کافرانو ته د مارانو او لړمانو د چيچلو په څېر وي . (٦٦)(محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

په بل روايت کې لولو :مړينه د مؤمن لپاره درمل دى . په بل روايت کې دي،چې مړينه د مؤمن انسان لپاره حمام ته د تګ په څېر وي،که څه هم لږ زحمت لري ؛خو د پاکۍ او د بدن د سپکتيا لامل دى .

دې ويينې ته به د رسول اکرم په يوې وينا د پاى ټکى کېږدو،چې و يې ويل :زما په نظر خو مړينه د يو يخ او خوږ شربت په څېر ده،چې انسان يې په سوځنده ګرمۍ کې څښل غواړي .(٦٧) ( سفينة البحار ۲/ ۵۵۳)

د ساه ورکولو ډولونه

په روايتونو او آيتونو کې څلور ډوله ساه ورکول ښوول شوي دي :

١_هغه ښه وګړي،چې په اسانه ساه ورکوي :

حضرت علي وايي: ښو خلکو ته د مړينې پر مهال زېرى ورکول کېږي، چې سترګې يې روښانېږي او له مړينې سره يې مينه پيدا کېږي او په اسانه ساه ورکوي . (٦٨) (بحارالانوار ۶/ ۱۵۳)

٢- هغه ښه خلک،چې په سختۍ ساه ورکوي :

د خداى استازى وايي : مړينه او سختۍ يې ددې لامل ګرځي،چې هغه لږې ګناهګانې يې،چې کړې وي،ترې پاکې شي او تر مړينې وروسته نور عذاب و نه لري او پاک سوتره خداى ته ورشي.(بحارالانوار ۶/ ۱۵۱)

٣_هغه بدچاري وګړي،چې په اسانه ساه ورکوي:

په يوه روايت کې راغلي : د کافر په اسانه ساه ورکول يې د ښو چارو پايله ده،چې کړي يې دي.ځينو کافرو په خپل ژوند کې يو لړ ښه چارې کړې وي،چې دا په اسانه ساه ورکول يې د هغه ښو چارو اجر دى .(٧٠) (بحارالانوار ۶/ ۱۵۵)

٤_هغه بد وګړي،چې په سخته ساه ورکوي،چې دا د خداى ړومبې عذاب دى.

البته په يوه حديث کې دا څلور واڼه پړاوونه يو ځاى راغلي دي (٧١)(بحارالانوار ۶/ ۱۵۲)

انشاء الله په راتلونکي کې به دې موضوع ته اشاره  وکړو .

د مړينې ډولونه

١_ د زړه مړينه

قرآن شريف هغوى مړه بللي،چې بې توپيره روح او د زړه قساوت ولري او خپل استازي ته وايي : إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى(نمل/۸۰)= ‏البته ته نه (شې کړاى چې خپله خبره دې) د مړيو غوږ ته ورسوې (٧٢)

حضرت علي د هغوى په هکله،چې په دنيا پورې يې زړه تړلى دى وايي : دنيا د هغوى زړه له کاره غورځولى دى .(٧٣) (نهج البلاغه ۸۵ خطبه)

په نهج البلاغه کې راغلي : هغوى چې ګناه په سترګو ويني او هېڅ ډول غبرګون نه ښيي او نه يوازې په ژبه او لاس ترې مخنيوى نه کوي؛بلکې زړه يې هم پر دې ګناه خپه نه دى؛نو دا خلک هماغه په ژونديو کې مړي دي.که په هديرو کې مړي افقي وي؛نو دوى د ژونديو په څېر عمودي مړي دي (٧٤).(نهج البلاغه ۳۳۶حکمت)

په دعا کې وايو : خدايه ! ستر ګناهونه مې زړه وژني .(٧٥) ( د خمسه عشر مناجات)

٢_ د ټولنې مړينه

لکه څنګه چې بې حرکته او بې توپيره انسان ته مړ ويل کېږي؛نو هغه ټولنه چې حرکت او وده ونه لري او د فساد پر وړاندې غبرګون نه ښيي او پر ترخو او خوږو پېښو چرت نه خرابوي او د اقتصاد او  فرهنګ له اړخه په نورو پورې تړلې وي؛نو دې ټولنې ته هم مړه ټولنه ويل کېږي.

قرآن شريف وايي : وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ ( بقره/۱۷۹) = عقلمنو! تاسې ته په قصاص كې ژوند دى ( په كار ده، چې له دې قانونه سر ونه غړوى) (٧٦) .

هو غيرتي خلکو! په کومه ټولنه کې چې له ظالمه د مظلوم حق وا نه خستل شي؛نو داسې ټولنه مړه وي.هغه ټولنه مړه ده،چې پر نېکيو امر او له بديو منع نه کوي او ازادي او عدالت و نه  لري.

حضرت علي (ک) وايي: تاسې هله کټ مټ مړه بلل کېږئ،چې خوار او ذليل وسئ او هر  څوک راځي او پر سر ټک درکوي او هله کټ مټ ژوندي بلل کېږئ،چې خپلې سپېڅلې موخې مو لاس ته راوړئ .(٧٧) ( نهج البلاغه ۵۱ خطبه)

حضرت علي وايي: بېوزلي؛هماغه ستره مړينه ده.(۷۸) (نهج البلاغه، ۱۵۳ حکمت) ؛نو بې تحرکه ،بې ځواکه او په نورو پورې تړلې ټولنه مړه ټولنه ده  .

٣_سره مړينه او شهادت

په اسلام کې تر ټولو غوره مړينه شهادت دى او کوم ارزښت،چې اسلام شهادت ته ورکړى ،بل يو  ښوونځي هم نه دى ورکړى .

وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ(آل عمران/۱۶۹)=( اى پېغمبره!) د خداى په لار كې وژل شوي، مړه مه ګڼه؛بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي پر وړاندې روزي وركول كېږي (٧٩) .

دې خبرې ته هم اشاره پکار ده،هر کله چې انسان د معصوم د مشرۍ په خط کې پاتې شي او د ژوند خواږه او ترخه يې وا نه ړوي او د طاغوتونو ګواښـونه،تمې او تبليغات پرې اغېز و نه کړي او په دې حال کې مړ شي او که څه هم وينه يې پر ځمکه تويې نشي؛نو شهيد دى؛ځکه ټول عمر يې د معصوم د مشرۍ ټينګښت او دوام ته هلې ځلې کړي دي ؛لکه څنګه چې حضرت علي وايي : په دې کې هېڅ اړنګ نشته،چې که په تاسې کې کوم پخپله بستره کې مړ شي؛ حال داچې د خداى،د رسول اکرم (ص) او معصومو امامانو پر حق ولاړ وي؛نو شهيد له دنيا تللى او خداى به يې اجر ورکړي . (نهج البلاغه ۲۳۲ خطبه)

٤_ د قصاص او اعدام مرګ

که چا په ناحقه بل انسان وژلى وي؛نو اسلام د وژل شوي انسان کورنۍ ته د قصاص حق ورکړى دى؛يعنې هغوى کړاى شي وژنکى قصاص کړي او و يې وژني.اعدام هم د سرغړاندو لپاره شرعي سزا ده او چاچې له شرع سر غړونه کړې وي؛نو د شرع د حکم له مخې اعدامېږي .

له مړينې ولې وېرېږو ؟

له مړينې وېره ډول ډول دليلونه لري،چې د بېلګې په رواړو به هر يو ته اشاره وکړو:

د اسلام له نظره دنيا د تېرېدو ځاى دى او انسان تېرېدونکى او د دنيا مال يې وسيله او اوزار دي او له مړينې وېره ددې مثال لري؛لکه يو موټر چلونکى،چې په بېلابېلو شرايطو کې ووېرېږي :

١_ چلونکى وېرېږي،چې ويني موټر يې په اوخوتو دى او له منځه به ولاړ شي. هغوى چې پر معاد ايمان نه لري او مړينه له منځه تلل ګڼي؛نو له مړينې هم وېرېږي .

٢_چلونکى،چې په ډېرو سختيو يې موټر اخستى وي او ورسره خورا مينه هم لري؛نو له دې وېرېږي،چې څوک ترې دا موټر وانخلي او له خپل موټره د بېلېدو تصور يې زوروي او داسې خيال کوي،چې بې له دې موټره بل هېڅ څه هم غوره نشته .

هغوى چې له دنيا سره مينه لري؛نو له دې دنيا د بېلېدو تصور ورته خورا کړونکى دى؛خو که انسان په دنيا کې زاهد وي او پر دنيا يې زړه نه وي بايللى؛نو له دنيا ورته بېلېدل هم ستونزمن نه دي .

يو سړي رسول اکرم وپوښتنه : ولې له مړينې وېرېږو ؟ د خداى استازي ورته وويل: آيا شتمني لرې ؟ هغه سړي وويل: هو! پېغمبراکرم وويل :آيا له شتمنۍ دې څه د خداى په لار کې ورکړې ده ؟سړي وويل: نه! د خداى استازي وويل :؛نو همدا دی،چې له مړينې وېرېږى .

همدې ته ورته پوښتنه هم يو سړي له امام حسين نه وکړه،چې امام ورته ځواب ورکړ: خپلې دنيا جوړولو ته مو ټول کوښښونه کړي؛خو د اخرت جوړولو ته مو هېڅ هم نه دي کړي؛ځکه له مړينې وېرېږئ،چې له ښه ځايه بد ځاى ته ولاړ نشئ .(٨١) (بحارالانوار ۶/ ۱۲۹)

٣_کله خو د چلونکي وېره ځکه وي،چې لار نه پېژني او د لارې نه پېژندل يې زوروي .

يوه ورځ امام هادي د خپل يو رنځور يار پوښتنې ته ولاړ،و يې ليدل،چې هغه سړى له مړينې د وېرې له امله ژاړي . امام هادي ورته وويل :ته له مړينې ځکه وېرېږى،چې نه يې پېژنې . (٨٢)

٤_ کله چلونکى له دې څخه نه وېرېږي،چې موټر به له لاسه ورکړي او يا داچې لار نه پېژني؛بلکې وېرېږي،چې لار اوږده ده او تېل ورسره لږ دي او يا داچې موټر يې دومره غښتلى نه دى .

د اخرت په هکله هم ځينې د لارې له اوږدوالي او د توخې له لږوالي وېرېږي .

حضرت علي په نهج البلاغه کې وايي: ځکه سر ټکوم،چې توخه مې لږه،لار مې اوږده او مقصد مې خورا ستر دى .(٨٣) (نهج البلاغه، ۷۴ حکمت)

د معصومو امامانو په دعاګانو کې هم له اخرته وېره ځکه ده،چې کېداى شي عمر مو بېځايه تېر کړى وي،ځينې فرضونه مو نه وي ترسره کړي ،ګناهونه مو کړي او يا داچې په غلطه مو لاس ته راوړنې لرلې وي . (٨٥)

٦_کله هم چلونکى د پاسنيو خبرو له امله وېره نه لري؛بلکې وېره يې له دې امله وي،هغه مهال،چې مقصد ته ورسي؛نو تر هغه وروسته به پرې څه کېږي. کله فرضوي،چې د قوانينو تر پښو لاندې کولو له امله جريمه نشي؛نو آيا د هغه د خوښې له مخې به ورسره چلن وشي که نه ؟ او آيا  دې دومره اوږدې لارې د وهلو ارزښت درلوده که نه ؟

پوښتنه : څه وکړو، چې له مړينې و نه وېرېږو؟

ځواب : ړومبى بايد له ځانه له مړينې د وېرې لاملونو لرې کړو .

ځلکدن او د مړينې وخت

ځلکدن ډېر حساس او خطرناک وخت دى ان ښه خلک هم ترې ويرېږي؛ البته دا خبره له دې سره منافات نه لري،چې د جانان له کتو سره مينه ولري؛لکه يو لامبو وهونکى،چې  د مرغلرو پيدا کولو ته لېوال وي؛خو له ډوبېدو هم ويرېږي.

د ښو خلکو ځلکدن

تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا(احزاب/۴۴) = پر كومه ورځ، چې له خداى سره مخامخېږي؛نو”سلام” به يې ښه راغلاست وي او د عزت اجر يې ورته چمتو کړى دى. (٨٦)

د بدو خلکو ځلکدن

وَلَوْ تَرَى إِذْ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُواْ الْمَلآئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ وَذُوقُواْ عَذَابَ الْحَرِيقِ(انفال/۵۰)= او كه ووينې چې (د مرګ) پرښتې د كافرانو ساه ګانې اخلي او هغوى پر مخونو او څټونو وهي او(وايي:) سوځنده عذاب وڅكئ ( د هغوى پر حال به دې تاسف كړى واى) .  (٨٧)

په بل آيت کې راغلي: فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ (محمد/۲۷) = نو په هغه وخت كې،حال به يې څرنګه وي،چې (د مرګ) پرښتې يې (ساګانې) په بشپړ ډول اخلي او (پرښتې) يې پر مخونو او شاګانو وهي؟! (٨٨).

 اسانه ساه ورکول

په روايت کې راغلي :چاچې پښې لوڅي مؤمن ته پېزار ورکړ؛ نو خداى به يې ځلکدن اسان کړي .(٨٩) ( سفينة البحار)

په يوه بل روايت کې راغلي : څوک چې غواړي ځلکدن يې اسان وي ؛نو زړه سوی يا صله رحم دې ولري او له مور و پلار سره دې نېکي وکړي او د هغوى خدمت دې وکړي .(٩٠) ( سفينة البحار)

رسول اکرم وويل :چاچې له حضرت علي سره مينه وکړه ؛نو ځلکدن به يې اسان وي . (٩١) (بحارالانوار، ۷/ ۲۲۱)

په دې کې اړنګ نشته،چې له مينې مراد پر پله يې پل ايښوول او ترې لاروي ده .

په يوه روايت کې راغلي :داچې يو مؤمن اسانه ساه ورکړي ؛نو هغه ځاى ته يې يوسئ،چې تل به يې هلته لمونځ کاوه . (٩٢) ( کافي، ۳/ ۱۲۵)

له الهي اولياو سره کتنه

مرحوم مجلسي په دې  هکله ٥٦ حديثونه رانقل کړي دي،چې انسان د مړينې پر مهال د خداى استازى او ځايناستى يې حضرت علي ويني او بيا وايي: د مړينې پر مهال د حضرت حضرت محمد (ص) او نورو معصومو امامانو راتګ هغه خبره ده،چې پخلي ته يې خورا ډېر روايتونه شته او له شيعه وو سره دا خبره ځانګړى شهرت لري . (٩٣) (بحارالانوار، ۷/ ۲۲۱)

ساه ورکول

څوک له انسانه ساه اخلي ؟ خداى، حضرت عزرائيل او که کومه بله پرښته ؟

قرآن شريف په يوه ځاى کې دا کار د خداى ګڼلى، وايي:اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا(زمر/۴۲) = خداى ساګانې د هغوى د مړينې په وخت كې پوره اخلي (٩٤) .

په بل ځاى کې دا کار د “ملک الموت” ګڼل شوى،وايي :قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ (سجده/۱۱)= ووايه: (( پر تاسې چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ده، ستاسې (روح) اخلي،بيا د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ. )) (٩٥)

او په يوه بل ځاى کې يې دا کار د نورو پرښتو ګنلى دى : ((تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا ( انعام/۶۱) )) (٩٦) يعنې زموږ درلېږل شوى پرښتې ساه اخلي .

دا درې آيتونه يو له بل سره منافات نه لري؛ځکه “ملک الموت” ته هم د خداى له لوري دنده ورکړل شوې،چې په قرآن شريف کې هم د ((وُكِّلَ بِكُمْ)) په غونډلې-جملې دې دندې ته اشاره شوې؛لکه څنګه چې پرښتو ته هم د خداى له لوري ددې کار دنده ورکړ شوې ده .

د ساه ورکوونکي پر وړاندې مو دنده څه ده ؟

ساه ورکوونکي ته بايد پر توحيد،نبوت او د دولس ګونو امامانو شهادت ور تلقين کړو .(٩٧) ( محجة البيضاء، ۸/ ۲۶۳) بحارالانوار، ۶/ ۱۹۵)

د نورو تر مړينې وروسته زموږ دنده

د يو انسان تر مړينې وروسته يې پر کورنۍ او شاوخوا خلکو يو لړ اعمال ؛لکه جنازه ،غسل ،کفن او … واجب دي .

برزخ

د روح بقا

عقلي او علمي دليلونه او روايتونه او آيتونه ټول ګواه دي،چې د انسان په مړينه او د بدن په رژېدو پر روح يې هېڅ څه هم نه کېږي؛بلکې روح هماغسې روغ رمټ وي او د ځان لپاره ساهوتوب-اصالت او خپلواکي لري ؛ځکه شخصيت مو په روح پورې تړاو لري؛نه په بدن پورې .

که په لس کلنۍ کې مو څوک پر مخ پر سپېړه وهلې وي؛نو که هغه مو چېرته په اويا کلنۍ کې هم وګوري؛نو غچ به غواړي،که په خپل توکيز ليد ورته ووايو :د لاس پر کومو حجرو،چې ته ما وهلى وې هغه خو اويا کاله پخوانۍ وې او تر اوسه پورې څو ځل بدلې شوې دي ؛نو د قصاص او غچ غوښتنه دې بې ځايه ده. راته به ووايي: زه دې له بدن او حجرو سره کار نه لرم ،ته هماغه يې،چې زه دې پر مخ وهلى وم .

دا بېلګه ددې ګواه ده،چې د انسان روح د بدن او حجرو په بدلون بدلون نه مومي . بدلون  (( زما په زما والي )) کې بدلون نه راوړي .

قرآن شريف او روايتونه د انسان د جسم لپاره افتونه او عوارض قايل دي؛نه د انسان روح ته.

په قرآن شريف  کې څوارلس ځل د روح لپاره د ((وابه يې خلو)) او ((وابه يې خلي)) تعبير کارول شوى،چې اخستل د روح د بقا او ثابتتوب نښه ده؛ځکه جسم او بدن خاورو ته ننووځي او ورستېږي.

د خداى استازي به کله کله هديرې ته راته او له مړيو سره به يې خبرې کولې.

حضرت علي،چې رسول اکرم او فاطمه بي بي ښخوله ؛نو خبرې يې ورسره کولې.

عالم برزخ

قرآن شريف په دې هکله وايي :وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ( مؤمنون/ ۱۰۰) = او تر شا يې د بيا ژوندي راپاڅولو تر ورځې برزخ (د قبر پرده،ده چې ستنېدو ته يې نه پرېږدي) دى   (٩٨).

له عالم برزخه مراد قبر دى .هغه عالم،چې پکې انسان د قيامت تر ورځې ځانګړى ژوند لري،چې ددې حقيقت پخلى د شيعه وو او اهل سنتو ډېرو روايتونو کړى دى .(٩٩) (د الميزان تفسير،۱۵/ ۷۲)

برزخ د دنيا او اخرت ترمنځ يو ژوند دى،چې مؤمنان ته ډېر په زړه پورې؛خو کافرانو ته ډېر دردونکى دى .

په يوه روايت کې راغلي: پرڅښتن قسم ! زه درته بې د برزخ له ترخو پېښو له بل هېڅ څه هم نه وېرېږم؛ځکه په قيامت کې موږ له تاسې وړ يو او هلته مو شفاعت کړاى شو .

د برزخ ژوند

داچې د عالم برزخ د ژوند څرنګوالي ته زموږ نيمګړى پوهه نه رسي ؛ نو غوره به وي،چې  په دې هکله له آيتونو او روايتونو مرسته واخلو .

ويينې ته تر ننووتو مخکې يوه سريزه پکار ده: انسان دوه بدنونه لري ؛ يو سپک او بل دورند بدن . دروند بدن همدا دى،چې په ويختوب کې راسره ژوند کوي او خوراک څښاک ته اړتيا لري او سپک بدن هغه دى، چې په خوب کې يې لرو،چې کله ورسره خبرى هم کوو؛خو دې بدن ته ولې سپک بدن وايو ؟ ځکه کله د يو څو دقيقو په ترڅ کې دا بدن د نړۍ له دې سره هغه سر ته ځي؛حال دا چې که وغواړي همدا واټن په ويختيا کې ووهي؛نوبايد په الوتکه کې  په ساعتونو ساعتونو الوتنه وکړي.

نو پر دې بنسټ موږ ورته سپک بدن وايو. د خوب او ويختيا په څېر په دنيا کې هم موږ له مادې او مادي جسم سره ژوند کوو؛خو په عالم برزخ کې به له هغه سپک بدن سره ژوند کوو څو قيامت شي او زموږ شيندل شوي ذرات سره يو ځاى شي او بدن ترې جوړ شي او روح مو پکې ورننوځي .

موټر چلولو ته د خوب،ويختيا او مړينې ورته والى

کله موټر چلونکى لنډ وخت ته له خپل موټره بهر راوځي او په بل موټر کې سپرېږي؛خو د ړومبي موټر څراغ هماغسې روښانه پرېږدي او په خوب کې هم اصلي چلونکى،چې هماغه روح دى،له دننني بدنه بهرېږي، چې په دې سيمه کې وېده شوى او راوتلى او بل بدن ته ورغلى دى او يو لړ کارونه هم کوي؛خو د انسان زړه،چې هماغه موټر دى روښانه دى.کله چلونکى موټر ګلوي او په بل موټر کې سپرېږي؛لکه د مړينې په څېر،چې اصلي چلونکى (روح ) له بدنه وځي او ټول موټر او څراغونه يې (زړه،معده،تنفس او …..) هم مړه کوي . هو ! هم په خوب او هم په مړينه کې روح مو له بدنه بهر راوځي؛خو تر خوب وروسته روح بېرته راستنېږي؛خو تر مړينې وروسته روح نور د قيامت تر ورځې نه راستنېږي .

نو په عالم برزخ کې ژوند هم په خوب کې ژوند ته ورته والى لري، په خوب کې موږ خوند اخلو،خپه کېږو،خوشحالېږو او کړېږو؛نو همدا حالت په ويختوب کې  هم لرو. په هغه دنيا کې ژوند په يو قالب کې دى؛لکه د دنيا بدن او په څرګندنه-اصطلاح “مثالي قالب” ورته وايي؛نو په قبر کې ژوند،دباو،خوشحالي او غمونه ټول پر سپک بدن او مثالي قالب وي؛نو که کوم مړى وسوځول شو او يا داچې که داړونکي څاروي وداړه او يا داچې که مړى سمندر ته ګوزار شو او قبر يې نه درلود؛نو بياه به هم د قبر عذاب،خوشحالۍ او خوندونه لري؛ځکه دا چارې په سپک بدن او روح پورې تړاو لري .

د قبر پوښتنه

په يوه روايت کې راغلي : څوک چې له درې څيزونو منکر شو؛نو زموږ لاروى به نه وي : د رسول اکرم معراج ، د قبر پوښتنه او د قيامت پر ورځ د خداى د اولياوو شفاعت . (بحارالانوار، ۶/ ۲۲۳) (١٠٠)

مرحوم علامه طباطبايي وايي :په برزخ کې د انسان ژوند داسې دى ؛ لکه يو چاچې په ژوند کې څه کړى وي او يو قضايي سازمان راجلب کړى وي او پوښتنه او پلټنې ترې کېږي،دوسيه يې بشپړېږي او د محکمې په تمه په بند کې وي،څو د محکمې وخت يې را ورسي . (١٠١) (شيعه در اسلام ۱۰۱ مخ)

په قبر کې د څه پوښتنه کېږي ؟

حضرت امام زين العابدين به د هرې جمعې پر ورځ په مسجدالنبي کې خلکو ته وينا کوله او د وينا په ترڅ کې به يې خلک د قبر له پوښتنو هم خبرول،ويل يې :

١_ د انکير او منکير ړومبۍ پوښتنه دا ده:آيا د خداى عبادت دې کاوه او که مشرک وې ؟

٢_د رسول اکرم ،دين او قرآن شريف  په اړه پوښتنه کوي .

٣_د مشرۍ په هکله پوښتنه کېږي،چې د کوم مشر(حق او باطل) ملاټر او د کوم ملا ماتوونکى وې ؟

٤_عمر دې څنګه تېر کړى دى ؟

٥_د شتمنۍ او مال په هکله به درڅخه پوښتنه کوي،چې له کومه دې کړي او په کوم ځاى کې دې لګولي دي ؟

بيا امام سجاد وويل :ځانونه د قبر د ړومبۍ شپې پوښتنو ته چمتو کړئ. (١٠٢) ( بحارالانوار ۶/ ۲۲۳)

په بل روايت کې راغلي،چې د دوستۍ او دوستانو په هکله هم پوښتنه کوي،چې له چا سره ملګرى وې ؟ (١٠٣)( بحارالانوار ۶/ ۲۶۰)

او په ځينو نورو روايتونو کې راغلي،چې په عالم برزخ کې د ګروهې د جرړې او دليلونو په هکله هم پوښتنه کېږي،چې په پټو سترګو دې د نورو پېښې کړې وې که استدلال او عقل دې منلې وه؟ ( ۱۰۴) ( بحارالانوار ۶/ ۲۶۳)

له چا پوښتنه کېږي ؟

په روايتونو کې راغلي دي : په قبر کې يوازې له هغوى پوښتنه کېږي،چې يا غښتلى مؤمن وي او يا غښتلى کافر وي او له معمولي انسانو نه په قبر کې پوښتنه نه کېږي،څو قيامت راورسي . (١٠٥)( بحارالانوار ۶/ ۲۳۵)

په قبر کې خوند او که کړخت

په ډېرو روايتونو کې راغلي،چې تر پوښتنو وروسته د ښه کړنو د ايمان خاوندانو ته ويل کېږي: ويده شئ،چې په دې خوب کې به ان وېرونکى خوب هم ونه وينئ  (١٠٦)( بحارالانوار ۶/ ۲۳۷)  او هغه خوب،چې ډول ډول کاميابۍ پکې شته (١٠٧)( بحارالانوار ۶/ ۲۶۲)  او نور دې ته ورته تعبيرونه،چې مضمون يې هوسا خوندونه او ارام وي .

فَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِينَ. فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ وَجَنَّةُ نَعِيمٍ. وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ أَصْحَابِ الْيَمِينِ. فَسَلَامٌ لَّكَ مِنْ أَصْحَابِ الْيَمِينِ. وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِينَ الضَّالِّينَ. فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِيمٍ. وَتَصْلِيَةُ جَحِيمٍ ( واقعه/ ۸۸، ۸۹، ۹۰، ۹۱، ۹۲، ۹۳، ۹۴) = نو كه هغه (ساه وتلى) خداى ته له نژدې کسانو وي؛نو(هغه ته) هوسايي او خوږ بويه (بوټي) او له نعمتونو ډك (جنتي) باغونه دي او كه د ښي لاس له يارانو و؛‏نو (ورته ويل كېږي) پر تا دې د ښي لاسو لخوا سلام وي! او كه هغه (ساه وتلى) له دروغجنو بې لاريو و؛‏نو ورته د دوزخ د خوټېدلو اوبو مېلمستيا چمتو ده  او برخليك يې د جهنم اور ته ننووتل (او سوځېدل) دي(۱۰۸)

ددې آيتونو په تفسير کې  په يوه روايت کې راغلي: که د خداى په درشل کې يو پتمن انسان  ومري؛نو په رحمت او پراختيا ((فروح)) او رزق ((ريحان)) کې به ژوند کوي،چې دا ورته يوازې په برزخ کې ورکول کېږي؛ خو په قيامت کې يې مېلمستيا بېله ده، چې وايي :(( وجنة نعيم)) له نعمتونو ډک جنت؛خو که له دنيا تللى انسان کافر او د الهي حقيقتونو پر وړاندې يې ځېل کړى وي؛نو په برزخ کې به يې پر ګرمو اوبو ((فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِيمٍ)) او په قيامت به يې د دوزخ په اور مېلمستيا کېږي ((وَتَصْلِيَةُ جَحِيمٍ)).  (١٠٩) ( د الميزان تفسير،۱۹/ ۲۱۷)

حضرت علي په يوه ليک کې خپل زوى ته وايي :قبر يا د جنت له بڼونو يو بڼ او يا د دوزخ له کندو يو ه کنده ده . (١١٠)

په نورو روايتونو کې راغلي:مؤمن انسان ته په برزخ کې د هغه جنتي تم ځى ورښوول کېږي او له دې لارې يې خوشحالوي . (١١١) ( بحارالانوار،۶/ ۲۳۷)

مرحوم مجلسي د بحارالانوار په شپږم ټوک کې تر ٢٨ حديثونو رانقلولو وروسته وايي : د قبر عذاب او ثواب ته شيعه او سني يوه خوله دي او په دې هکله د دواړو حديثونه متواتر دي .

برزخي ياران

په روايتونه کې شته چې : د انسان ځينې کړنې؛لکه حج،روژه،زکات او همداراز قلبي علاقې او سياسي اړيکې په ځانګړې څېره کې انسان ته راځي،ورته وايي :موږ هماغه ستا صالح اعمال يو او له دې لارې وي، چې انسان په برزخ کې خوشحالوي . (١٢٢)( بحارالانوار،۶/ ۲۳۴)

خو که کافر له دنيا ولاړ شي؛نو ډول ډول تيارې،دباوونه،شيطانان او چيچونکي به يې ياران وي . (١١٣)( بحارالانوار،۶/ ۲۲۴)

 د برزخيانو حالات

تر مړينې وروسته په قبر کې د انسان عالم برزخ پيلېږي؛نو آيا ژوندي کړاى شي د برزخيانو حالات احساس کړي ؟

په ځواب کې بايد ووايو : هغه خداى چې د لرګي او ونې په زړونو کې اور پټ ساتي؛نو کړاى شي د برزخ عالم هم زموږ له سترګو پټ وساتي .

هغه خداى، چې حضرت جبرائيل خپل استازي  ته ورلېږي؛خو خلک يې نه ويني؛نو کړاى شي دوه پرښتې قبر ته د پوښتنو لپاره ولېږي او خلک يې و نه ګوري؛لکه څنګه چې يو انسان په خوب کې ډول ډول لړمان،ماران او وېرونکي څيزونه ويني او له وېرې يې په خوب کې زاره چوي ؛خو په څنګ کې پروت انسان ترې خبر نه وي او هغه چارې هم، چې په برزخ کې تېرېږي همداراز دي؛يعنې له مادي سترګو مو پټ دي .

د برزخي عذاب يو لړ لاملونه

په روايتونو کې د برزخي عذاب لپاره ډول ډول لاملونه راغلي؛لکه :

١_لمونځ ته په سپکه سترګه کتل .

٢_د بېوزليو ياري نه کول .

٣_په حديث کې راغلي: ان الهي انسان هم په برزخ کې ګرفتارېږي او همداچې د برزخ پرښتې هوډ کوي،چې پر کوړه يې ووهي؛نو هغوى زارۍ کوي،چې مه مې وهئ؛خو د برزخ پرښتې ورته وايي:دا کوړه د هغه لپاره ده،چې يوه ورځ دې بې اودسه لمونځ وکړ او يوه ورځ د يو بېوزلي په څنګ کې تېر شوې او ورسره دې مرسته و نه کړه او پر همدې مهال به وي،چې پر کوړه به يې ووهي او له ګوزار سره سم به يې قبر له اوره ډک شي. (١١٤)

٣_غيبت :

په حديث کې راغلي : د قبر عذاب يو پر درېمه برخه د غيبت له امله ده. (١١٥)( بحارالانوار،۶/ ۲۴۵)

٤_ چغلي کول :

٥  _ په نجاساتو بې پروايي: حضرت علي  وايي :د قبر عذاب د چغلۍ او له نجاساتو او متيازو نه د ځان نه ساتلو پايله ده .

٦_ له کورنۍ ځان ګوښه کول: له مېرمنې لرې والى او طبيعي غوښتنو ته يې مثبت ځواب نه ورکول  . (١١٦)

٧_ له کورنۍ سره بد چلن .

د مؤمنانو د برزخ عذاب

ځينې مؤمنانو ته په برزخ کې عذاب ورکول کېږي،چې بې حسابه د قيامت پر ورځ خداى ته حاضر شي او پاک سوتره يې جنت ته ور دننه کړي .

رسول اکرم وايي : د مؤمن لپاره د قبر عذاب د اسراف د کړې ګناه او د نعمتونو د ضايع کېدو‏ له امله دی‏. (١١٧)( بحارالانوار،۶/ ۱۶۹۲۳۷)

په برزخ کې د نېکمرغۍ يو لړ لاملونه

١_د خداى په لار کې شهادت .٢_د دين تبليغ او د خلکو پوهول .٣_د جمعې پر ورځ يا شپه مړه کېدل .٤_ د لمونځ لپاره د اودس په حال کې،چې مړ شي .٥_له رسول اکرم او اهلبيتو سره يې مينه .٦_پر حضرت محمد (ص) او آل يې درود .٧_

رسول اکرم وويل :په قبر کې د مړي مثال هغه چاته ورته دى،چې د ډوبېدو په حال کې دى او د مرستې د رارسېدو په تمه دى او دعا ته سترګې په لار ناست دى او همداچې اوري، چا ورته دعا وکړه؛نو دومره خوشحاله شي؛لکه ټوله دنيا دې،چې ورکړې وي. بيا رسول اکرم وويل : دعا تر ټولو غوره ډالۍ ده،چې ژوندى يې مړي ته ورکولاى شي .(١١٨) ( په روايتونو کې نورو خيراتونو ته هم اشاره شوې ده)

تر مرګ وروسته پکار راتلونکي

په روايتونو کې  راغلي :انسان ته تر مړينې وروسته هم د يو لړ چارو ثواب وررسي،چې په دنيا کې يې کړي دي ؛لکه :

١_صالح  اولاد،چې ښه چارې وکړي او هم مور و پلار ته دعا وکړي .

٢_قرآن شريف يا بل کتاب يې چاپ کړى وي،چې نور ترې ګټه اخلي .

٣_کوي او يا کارېز يې وهلى وي،چې خلکو ته ترې ګټه رسي.

٤_ونه يې کرلې وي،چې خلک ترې تر مړينې وروسته يې ګټه اخلي .

٥_ د خير د کار بنسټ ايښوونکى وي،چې تر هغه وروسته خلک پرې روان وي.

٦_صالح او د خير چارې،چې په نيابت کې يې ترسره کېږي؛لکه پر ځاى يې حج وکړي،روژه ونيسي ،صدقه ورکړي او يا انفاق وکړي .

٧_ هغه اموال،چې انسان يې وقفوي او تر هغه،چې خلک له دې موقوفاتو ګټه اخلي؛نو انسان ته يې په برزخ کې هم ګټه وررسي .(١١٩) (بحارالانوار کې ،۶/ ۲۹۳) (تسلية الفواد ۱۳۴ مخ)

د قبرونو زيارت

رسول اکرم وويل :هدېرو ته د قبرونو د خاوندانو زيارت ته ولاړ شئ،چې د اخرت ياد درکې ژوندى وي .

قيامت

په شپېلۍ کې پوکى

چې قيامت شي؛نو پر ځمکه او په اسمانونو کې به ټول مړه شي.دې حقيقت ته قرآن شريف داسې اشاره کړې ده :

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُونَ (زمر/۶۸)= او په “شپېلۍ” كې به پوكى وشي؛نو څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي (؛نو) له هغوى پرته چې د خداى خوښه وي (نور ټول) به بې ساه شي (او مري)، بيا به په هغې كې بل ځل پوكى وشي؛نو ناڅاپه به هغوى ولاړ وي او (د حساب او جزا) په انتظار كې به وي.(۱۲۰)

البته په شپېلۍ کې ړومبى پوکى،چې له موجوداتو پرې ساه اخلي ، يوازې په يو آيت کې راغلى دى؛خو د دوېم  ځل لپاره پوکى،چې مړي پرې را ژوندي کېږي،له لسو نه په ډېرو آيتونو کې راغلى دى . په شپېلۍ کې دوه ځل پوکى د شيعه وو او اهل سنتو په روايتونو کې هم راغلي دي . په يوه روايت کې راغلي: ددې دوو پوکو ترمنځ فاصله څومره ده ؟ ځواب :دا خبره يوازې خداى ته معلومه ده .

د قيامت پر ورځ د پيدايښت نظام

په قرآن شريف کې له لسو ډېر آيتونه شته،چې وايي: چې قيامت شي؛نو پر ځمکه،اسمانونو،ستورو او سمندرونو واکمن نظام به له منځه ولاړ شي .

موږ هم دلته يو لړ روايتونو او حديثونو ته اشاره کوو :

د قرآن شريف  په آيتونو کې د ځمکې او اسمانونو د پيدايښت لپاره ټاکل شوى وخت ښوول شوى،وايي :

مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى(احقاف/۳) = موږ) اسمانونه او ځمكه او څه چې د دواړو ترمنځ دي،يوازې په حق او (تر) ټاكلې مودې پورې پيدا کړي دي (١٢٢).

پر هغه ورځ به اسمانونه ګډ وډ شي او په ځمکه کې به بنسټيز بدلونونه راشي او نه يوازې ځمکه او اسمانونه ؛بلکې لمر او نور کرويات هم د تل لپاره نه دي او حرکت او نظام يې ټاکلې مودې ته دي،چې د هغه ټاکلي وخت ((أَجَلٍ مُّسَمًّى)) تر راتګ وروسته به يې ټغر ټول شي .

وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُّسَمًّى (١٢٣) ؛نوپر دې بنسټ قرآن شريف  ددې خلقت د لنډ مهالۍ خبره د ((أَجَلٍ مُّسَمًّى)) په ټکيو سره بيان کړى ده او هغه اجل به هله وي،چې قيامت راشي .

البته نن هم،چې کومې څېړنې او پلټنې شوي،ددې پخلى کوي،چې دا هر څه به يوه ورځ له منځه ځي .

 د قيامت پر ورځ د اسمانونو حالات

قرآن شريف د اسمانونو په هکله وايي:(( وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ( نباء/۱۲) = او ستاسې پر سر مو اوه ټينګ (اسمانونه) جوړكړي دي.)) (١٢٤).

په بل ځاى کې وايي :أَلَمْ تَرَوْا كَيْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا(نوح/۱۵) = ايا نه پوهېږئ،چې خداى څرنګه يو د بل د پاسه اوه اسمانونه پيداكړل، (١٢٥).

هغه اسمانونه،چې د خداى په ځواک‏ له هر ډول نيمګړتيا،سيوريو او ناموزنۍ ساتل شوي دي . ((فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ( بقره/۲۹) = او اوه اسمانونه يې جوړ كړل)) (١٢٦)

هغه اسمانونه،چې د يو محفوظ چت په څېر جوړ شوي دي((وَجَعَلْنَا السَّمَاء سَقْفًا مَّحْفُوظًا( انبياء/۳۲) = او موږ اسمان يو خوندي او ساتل شوى چت جوړ كړى دى)) (١٢٧)

د خداى په حکم ولاړ دي . ((وَمِنْ آيَاتِهِ أَن تَقُومَ السَّمَاء وَالْأَرْضُ بِأَمْرِهِ ( روم/۲۵) = او د هغه د قدرت له نښو داده،چې اسمان او ځمكه يې په حكم ټينګ دي)) (١٢٨)

او هغه اسمانونه،چې چاود پکې نشته (( أَفَلَمْ يَنظُرُوا إِلَى السَّمَاء فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍ (ق/۶) = ايا پاس اسمان ته يې نه دي كتلي، چې موږ څرنګه جوړ او (په ستوريو) سينګار كړى دى او هېڅ  چاود پكې نشته؟! )) (١٢٩)

بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ ( بقره/۱۱۷- انعام/۱۰۱) (١٣٠)

هغه اسمانونه،چې خداى پر سترګو نه ليدل کېدونکيو ستنو درولي دي. ((بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا (رعد/۲) )) (١٣١).

هغه اسمانونه،چې پر ستورو سينګار شوي دي .(( إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ (صافات /۶)= په حقيقت كې موږ نژدې اسمان[=ښكته] د ستوريو په ښايست سينګاركړى دى (١٣٢) .

هغه اسمانونه،چې خداى ورته ځانګړى خونديتوب ورکړى دى . ((وَحَفِظْنَاهَا مِن كُلِّ شَيْطَانٍ رَّجِيمٍ ( حجر/۱۷) = او اسمان مو له هر رټل شوي شيطانه خوندي ساتلى دى (١٣٣).

هو! دا اسمانونه له دې ټولو ځانګړنو سره قيامت ته د ټينګې نه دي او د استحکام پر ځاى سستېږي((وَانشَقَّتِ السَّمَاء فَهِيَ يَوْمَئِذٍ وَاهِيَةٌ = او پر هغه ورځ اسمان چوي او نظم او استحكام يې ويجاړېږي.(حاقه/۱۶)  (١٣٤)  او د انسجام په ځاى ،شلېږي سستېږي .

إِذَا السَّمَاء انشَقَّتْ ( انشقاق/۱) =چې كله اسمان [= اسماني كرات] وچوي (١٣٥)

له هغه ټولې ښکلا سره لوږى کېږي. ((تَأْتِي السَّمَاء بِدُخَانٍ ( دخان/۱۰) (١٣٦)  او د نعمت او اوبو را رسولو پر ځاى د ګرم شوي مسو په څېر کېږي . ((يَوْمَ تَكُونُ السَّمَاء كَالْمُهْلِ (معارج/۸) = هغه ورځ چې اسمان به د ويلي شويو غوړيو (يا فلز) په څېر،ويلې كېږي )) (١٣٧) او سره له دې دومره کلکوالي،چې نه کلکېږي او سورى پکې نه کېږي ،سوري پکې پيدا کېږي . ((وَإِذَا السَّمَاء فُرِجَتْ(مرسلات/۹) = او چې كله اسمان څيري شي)) (۱۳۸) او سره له دې ټول ټينګښت له خپل ځايه رانړېږي .(( وَإِذَا السَّمَاء كُشِطَتْ(تکوير/۱۱) = او چې كله (د حقيقتونو) له اسمانه پرده لرې شي)) (١٣٩) او د استقرار پر ځاى حرکت او سقوط کوي (( يَوْمَ تَمُورُ السَّمَاء مَوْرًا (طور/۹) = (دا الهي عذاب به) پر هغه ورځ پېښ شي،چې اسمان پوره وڅرخېږي)) (۱۴۰) او سره له دې دومره پراخوالي به راغونج شي .( يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاء كَطَيِّ السِّجِلِّ(انبياء/ ۱۰۴) = پر هغه ورځ چې موږ اسمان داسې ونغاړو؛لكه چې په دفتر كې پاڼې تاوېږي)) (١٤١).

د لمر او سپوږمۍ حالات

هغه لمر،چې تودوښه او رڼا يې ورکوله(( وَجَعَلْنَا سِرَاجًا وَهَّاجًا (نبا/۱۳) = او موږ [لمر] بله ډېوه پيداكړى دى)) (١٤٢) هغه لمر،چې پر رڼا يې خداى قسم خوړلى و. ((وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا(شمس/۱) = پر لمر او د پلوشو پر ځلا يې قسم ! )) (١٤٣) هغه لمر او سپوږمۍ،چې له دقيق حساب سره يې کار کاوه.((الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ (رحمن/ ۵) = لمر و سپوږمۍ په منظم حساب ګرځي)) (١٤٤) هغه لمر،چې په مدار کې په،ځانګړي ځاى او وخت کې حرکت کاوه((وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ  (يس/۳۸) = او لمر (هم هغوى ته يوه نښه ده،چې) د ځواکمن (او) پوه (خداى) د حساب له مخې د خپل استوګنځي خوا ته روان دى )) (١٤٥) هغه لمر او سپوږمۍ،چې خداى څو ځل په هکله يې ويلي دي : نظام يې لنډ مهاله دى او تلپاتې نه دى.(( كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُّسَمًّى)) (رعد/۲)  (١٤٦) او چې قيامت شي؛نو هغه اجل مسمى به را ورسي او هغه نظام به له منځه ولاړ شي،لمر او سپوږمۍ به هم د اسمانونو او ځمکو په څېر له منځه ولاړ ‌شي؛لکه څنګه چې قرآن شريف وايي:((إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ(تکوير/۱)= چې كله لمر ونغښتل (او توره تبۍ) شي)) (١٤٧).

لمر به تياره شي او هغه ستره د رڼا لمنه به يې د ټوټې په څېر راتاوه شي. سپوږمۍ هم،چې رڼا ورکولو ته د لمر تابع ده؛نو همدا چې لمر تياره شي ؛نو هغه هم طاقت نشي راوړى او خپله رڼا له لاسه ورکوي.(( وَخَسَفَ الْقَمَرُ (قيامت/۸ ) = او سپوږمۍ توره شي)) (١٤٨).

په دې  نظام کې د کراتو حرکتونه داسې تنظيم شوي دي،چې اسماني کرات يو له بل سره ټکر نه کوي او يو له بل سره اصطکاک نه لري ؛د مثال په توګه : لمر له سپوږمۍ سره ټکر نه لري؛(( لَا لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ (يس/۴۰) = نه د لمر په وس كې ده،چې سپوږمۍ ونيسي او نه شپه پر ورځې مخكې كېداى شي او دا هر يو په خپل مدار كې لامبو وهي.)) (١٤٩)؛خو چې قيامت شي؛نو دا نظام له منځه ځي او لمر او سپوږمۍ له خپل مداره وځي او يو ځاى کېږي . ((وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ (قيامت/۹) = او لمر او سپوږمۍ يو ځاى كړاى شي )) (١٥٠).

د ستورو حالات

هغه ستوري،چې قرآن شريف يې په هکله وايي :

((كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ( انبياء/ ۳۳) )) (١٥١)  هر يو لمر،سپوږمۍ او نور ستوري (١٥٢) په فلک کې په خپل ځانګړي مدار کې په حرکت کې دي؛نو پر هغه ورځ به له خپل مداره ووځي او لکه د تسبيح له دانو،چې تار وايستل شي او دانې يوه يوه تويې شي؛نو ټول به له يو بله وشلېږي؛ (( وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انتَثَرَتْ(انفطار/۲) =او چې كله ستوري خپاره واره شي (او پرېوځي) (١٥٣)

هو! په دنيا کې،چې څومره هم نظم وي، پر هغه ورځ به وشيندل شي او په دنيا کې،چې څومره هم رڼا او ښکلا وي؛((وَزَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ (فصلت/۴) )) (١٥٤)پر هغه ورځ به تياره شي.(( وَإِذَا النُّجُومُ انكَدَرَتْ (تکوير/۲) = او چې كله ستوري تت شي (او پرېوځي) (١٥٥) که څه په دنيا کې ستوري د بشر لارښوونکي دي او په وچه او سمندرونو کې د انسان د لارې پيدا کولو او د قبلې د پيدا کولو وسيلې دي(( وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُواْ بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ(انعام/۹۷) = او هماغه دى،چې تاسې ته يې ستوري پيدا كړي،چې د وچې او سمندر په تپو تيارو كې پرې لار ومومئ)) (١٥٦)؛خو چې قيامت شي؛نو رڼا به ترې واخستل شي او د لارښوونې اثار به ترې له منځه ولاړ شي .(( فَإِذَا النُّجُومُ طُمِسَتْ(مرسلات/۸) = نو چې كله ستوري تت شي،)) (١٥٧).

د غرونو او ځمکې حالات

دا ځمکه،چې د زانګو په څېر ارامونکى حرکت لري او خپلو بندګانو ته د خداى يو نعمت همدا د ځمکې اراموال دي(( أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا (نباء/۸) = ايا موږ ځمكه (ستاسې) هوساېنځى نه دى ګرځولى؟!)) (١٥٨)؛خو چې قيامت شي؛نو داسې خوځي،چې خداى پرې د سترې زلزلې نوم ږدي(( إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ(حج/۱)= د قيامت زلزله ستره پېښه ده !)) (١٥٩) او وايي :((إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا (زلزله/۱) = چې كله ځمكه په خپلې [سختې] لړزې سره ولړزول شي)) (١٦٠). دا ځمکه،چې داسې ارامه پرې ګرځو او له نعمتونو او منابعو يې ګټه اخلو،کښت پکې کوو او ډول ډول کورونه او ماڼۍ پرې جوړوو او د قرآن شريف د وينا له مخې: ((جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا (ملک/۱۵) )) (١٦١) ځمکه ستاسې لپاره د يو رام شوې سپرلۍ په څېر ده،چې تاسې يې پر شا سپاره ياست؛خو پر هغه ورځ به د يو سرکښ څاروي په څېر وي او نوره به ارامه نه وي؛بلکې يو داسې اضطراب به پيدا کړي،نه يوازې د ګټې وړ به نه وي؛بلکې هر څه به دړې وړې شي(( يَوْمَ تَرْجُفُ  الْأَرْضُ)) (مزمل /۱۴ ) (١٦٢) هغه ورځ،چې ځمکه به پر شديد اضطراب شي،پر هغه ورځ به ځمکه په سخته وټکول شي؛(( كَلَّا إِذَا دُكَّتِ الْأَرْضُ دَكًّا دَكًّا (فجر/۲۱) = هېڅكله داسې نه ده (چې هغوى يې ګڼي !) چې كله ځمكه سخته وټکول شي ( او هواره شي). (١٦٣)

دا ځمکه،چې هم يې ټول طبيعي نعمتونه (نهرونه،بوټي،ودانۍ ،ځناور او ….. )) او هم ستاسې نه ستړې کېدونکيو کوښښونو سينګار کړې وه (١٦٤) (تفسير مجمع البيان، ۶/۴۵۰) .

((إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا(کهف/۷) = په حقيقت كې څه چې د ځمكې پر مخ دي، موږ د ځمكې ښكلا ګرځولي دي)) (١٦٥)؛خو دا ټول سينګارونه به په يوې جټکې له منځه ولاړ شي(( إِذَا رُجَّتِ الْأَرْضُ رَجًّا (واقعه/۴) = چې كله ځمكه پوره ولړزول شي.

((رجاً )) (١٦٦) او څه يې،چې په ځان کې ښخ کړي ول، د قيامت پر ورځ به ټول راواپس کړي او بهر به يې راګوزار کړي.((وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا (زلزال/۲) =او ځمكه خپل درانه څيزونه بهر راباسي.)) (١٦٧).

مرحوم علامه طباطبايي وايي :تر ټولو غوره نظر دا دى،چې له ((اثقال)) نه مراد هماغه ښخ شوي انسانان دي .

هماغه ځمکه،چې بې شعوره مو ګڼله او هر کار مو پرې د پاسه تر سره کړ؛نو د قيامت پر ورځ به د خپل ميليونونو کلونو خبرې وکړي او ټولې پېښې او خاطرات به تعريف کړي او د انسانانو پر کړنو به يو ګواه وي . ((يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا(زلزال/۳) =او انسان ووايي:((پر هغى (ځمكې) څه شوي (چې داسې لړزېږي)؟! )) (١٦٨) .

هو! تر دې وروسته چې د حضرت موسى بې روحه وچه همسا پر ښامار بدله شوه ؛نو د جماداتو بيا ژوندي کېدل ناشوني نه دي .

د قيامت پر ورځ (دا چې ټول غرونه به له خپل ځايه راونړېږي او بيا به د شږو او مالوچو په څېر نرم شي)؛نو ټوله ځمکه به هواره شي او هېڅ دېوال به ځمکه له يو بله بېله نه کړي . ((وَتَرَى الْأَرْضَ بَارِزَةً (کهف/۴۷) )) (١٦٩)

غرونه،چې ونړېدل؛نو ځمکه به قهراً هواره شي او پراخه به ښکاري. ((وَإِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ(انشقاق/ ۳) = او چې كله ځمكه وغوړول شي)) (١٧٠) په ځمکه کې به هغه ورځ درز پيدا شي او پکې ښخ انسانان به ترې بهر راووځي(( يَوْمَ تَشَقَّقُ الْأَرْضُ(ق/۴۴) )) (١٧١) لکه څنګه چې په دنيا کې ځمکه چوي او ترې دانې او بوټې راټوکېږي،د قيامت پر ورځ هم انسانان له ځمکې راپاڅي او په الهي محکمه کې به حاضر شي. لنډه داچې د قيامت پر ورځ به ځمکه دا نه وي،چې اوس ده او بنسټيز بدلونونه به پکې راشي.((يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ(ابراهيم/۴۸) (١٧٢).

غرونه

د قيامت پر ورځ د غرونو په هکله خداى وايي : هغوى به د سختې زلزلې له امله له خپل ځايه راونړېږي(( وَإِذَا الْجِبَالُ نُسِفَتْ (مرسلات/۱۰) = او چې كله غرونه له خپل ځايه را ونړېږي او خپاره واره شي)) او حرکت به وکړي ((وَسُيِّرَتِ الْجِبَالُ))  (نباء/۲۰) (١٧٤)او په سخته به يو له بل سره ټکر وکړي او ټوټه ټوټه به شي . ((فَدُكَّتَا دَكَّةً وَاحِدَةً)) (حاقه/ ۱۴)  (١٧٥) او بيا به دا ټوټې داسې سره ټکر وکړي،چې د شيندل شويو ذرو په څېر به شي(( فَكَانَتْ هَبَاء مُّنبَثًّا(واقعه/۶) = او خپره وره دوړه شي.) (١٧٦) او بيا به له شږو نرم شي او د وهل شويو مالوچو په څېر به شي.((وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ(معارج/۹) = )) (١٧٧) او لنډه داچې هغه ستر عظمت به داسې شي،ته به وا چې بېخي کوم غر نه و او د سراب په بڼه به شي. ((فکانت سراباً )) (١٧٨) .

معاد جسماني دى

ځينې داسې انګېري،چې معاد يوازې روحاني اړخ لري ؛يعنې د قيامت پر ورځ انسان له همدې بدن سره نه راژوندى کېږي او د خپلو ښه  او بدو کارونو خوند او سزا د اروا له لارې تر لاسه کوي؛خو ددې ګومان پر خلاف قرآن شريف په بېلابېلو آيتونو کې معاد جسماني ګڼي؛يعنې په قبرونو کې وراسته شوي بدنونه او رژېدلي هډوکي به سره يو ځاى شي او د دنيوي انسان په څېر به شي او بيا به په روح ورننوځي او په الهي محمکه کې به حاضر شي او تر هغې وروسته به د خپلو کړنو ثواب او يا سزا ته ورسي .

د قرآن شريف په درې ځايونو کې راغلي دي : ((يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ)) (يس/۵۱- قمر/۷- معارج/۴۳ ) (١٧٩) د قيامت پر ورځ به مړي را ژوندي او له قبرونو به رابهر شي . په بل ځاى کې وايي : خلک به د قيامت پر ورځ وايي :((مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا(يس/۵۲) = موږ چا له خپلو خوبځايونو راپاڅولو))

په بل ځاى کې وايي : ((وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ ( حج/۷) = او دا چې قيامت هرومرو راتلونكى دى، شك پكې نشته او بېشكه هرڅه چې په قبرونو كې دي،خداى هغوى ژوندي راپاڅوي )). (١٨١)

بيا وايي : ((وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا(زلزال/۲) = او ځمكه خپل درانه څيزونه دباندې راوباسي.))(١٨٢) ځمکه دروند والى (مړي له خپل زړه ) بهر را اچوي .

رښتيا که معاد يوازې اروايي وي او سزا او ثواب يوازې اروا ته ورکول کېداى؛نو ولې په قرآن شريف کې داسې په سپينه د ((قبر))، ((مرقد))، ((اجداث)) او (( ځمکې )) خبره راغلې ده . اروا خو څه په قبر کې نه وي او سربېره پر دې قرآن شريف،چې څومره بېلګې هم په طبيعت کې د معاد د امکان لپاره راوړي؛نو ټولې يې جسماني دي او که له دې ټولو راتېرشو؛نو د کفارو ځېل او استدلال د اروا د راژوندي کېدو په هکله نه و؛بلکې د رژېدلو هډوکو را ژوندي کېدو ګنګس کړي ول،هغوى به ويل: وَقَالُوا أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ كَافِرُونَ(سجده/۲) = هغوى وايي: ((ايا چې كله موږ (مړه او) په ځمكه كې ورك شول؛ نو ايا (بيا) به له سره نوي پيداشو؟))؛ بلكې هغوي له خپل پالونكي سره له مخامخېدو منكر دي (او له معاد ( د ستنېدو ورځ)  په منكرېدو سره غواړي پخپل سر خپلو مزو چړچو ته دوام وركړي) (١٨٣)

لنډه داچې کله قرآن شريف له استدلال او کله د بېلګې په راوړو،د نمښتو – منکران ټولو شبهو ته ځواب ورکړى دى او د قرآن شريف  له نظره معاد جسماني دى .

هغوى چې ګومان کوي معاد روحاني دى؛نو نه يوازې دليل نه لري؛ بلکې د قرآن شريف  په سلونو آيتونه،چې د دوزخ،جنت او د قيامت پر ورځ د غړيو خبرې او شهادت خبره پکې راغلې ده،  له خپل اصلي مسيره منحرف کړي او ورته د قرآن شريف او روايتونو پر خلاف ورته توجيهات او دليلونه راپيدا کړي .

 شبهه آکل و ما کول

ځينې وايي : موږ چې مړه شو ؛نو تر څه مودې وروسته به مو بدن خاورې شي او د بوټو له لارې به مېوه شو او هغه مېوه به د نورو خواړه شي او موږ به تر واسطو وروسته د بل د بدن غړي شو؛نو د قيامت پر ورځ به څنګه دا ذرات سره راټول شي او زموږ ړومبى بدن به ترې جوړ شي ؟

يو له بل سره د ګډو شويو ذراتو بېرته يو ځاى کول،بې نهايته علم او قدرت ته اړتيا لري؛يعنې هم بايد خبر وي،چې دا ذرات  چېرته او په کومه بڼه دي او هم بايد وکړاى شي دا ذرات ،چې هر چېرته او په هره بڼه  وي،په خپله ړومبۍ بڼه واړوي او يوازې خداى جامع کمالات دى او هر څه ورته اسان دي. (١٨٤)

د امکان معاد په هکله د حضرت ابراهيم خليل الله (ع) کيسه کړاى شي د يوې عملې بېلګې په نامه د ډېرو پوښتنو ځواب شي .

په قيامت کې د حاضرېدو څرنګوالى

قرآن شريف په قيامت کې د انسان حاضرېدل څو ډوله بيان کړي دي. کله وايي : انسان يوازې راپاڅي((وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا (مريم/۹۵) = او هغوى ټول به د قيامت پر ورځ هغه ته ځانته ځانته راځي )) (١٨٥). کله وايي : انسان به له هغه مشر سره راپاڅي،چې په دنيا کې يې مشري منلې وه(( يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ ( اسراء/ ۷۱) = (درياده كړه هغه ورځ) چې موږ هره ډله د هغې له مشرانو سره راغواړو)) (١٨٦) او کله وايي : خلک ډلې ډلې او فوج فوج راپاڅي؛(( فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا (نباء/۱۸) = نو تاسې به ډله ډله (محشر ته) راځئ. )) (۱۸۷) .

ددې توپيرونه دليل دادى،چې انسان په محکمه کې يوازې دى؛يعنې مال،شتمني،ملګرى،کورنۍ او اړيکې يې پکار نه راځي او برخليک به يې د هغه مشر په څېر وي،چې په دنيا کې يې د هغه مشري منلې وه او د څېرى او مخ بڼه به يې د هغوى په څېر وي،چې په دنيا کې همکار او ګډ اندي ‏ول .

نو پر دې بنسټ کېداى شي انسان په ځانګړې بڼه په ډېرو خلکو کې د خپل مشرتر شا ولاړ وي؛خو څوک يې په درد ونه خوړل شي او ځان يوازې وګڼي .

د رسول اکرم يو يار د ((فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا)) په هکله وپوښتل. رسول اکرم وژړل او ويې ويل :ډېره مهمه پوښتنه دې وکړه او بيا يې وويل : خلک به د قيامت پر ورځ په لس ډلو کې راځي : ١_شايعه جوړونکي به د بيزو په بڼه راځي .٢_حرام خواره به د سرکوزي په بڼه وي .٣_ربا خوړونکي به سرچپه راځي .٤_پر ناحقه قاضي به ړوند راځي .٥_بې عمله عالم به د خپلې ژبې د جولو په حال کې راځي .٦_مغروره او ځان مني به کاڼه ړانده وي .٧_هغه چې ګاونډى زورولى وي؛نو لاسونه او پښې به يې غوسې وي .٨_خبر چين به په اور کې راځوړند راوړل کېږي .٩_عياشان به تر مردارو بد بوى ولري  .١٠_ مستکبرانو ته به اور ور اغوستل شوى وي او راځي به (١٨٨).(د مجمع البيان او صافي تفسيرونه)

د قمر په سورت کې دي : خُشَّعًا أَبْصَارُهُمْ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنتَشِرٌ (قمر/۷) = هغوى (له هيبته) خړ سترګي له قبرونو د خپرو ورو ملخانو په څېر راوځي . (١٨٩)

داسې په وېره او ګنګس به له قبرونو راپاڅي او د ملخانو په څېر به يو له بل سره ګډ شي (١٩٠) ( د الميزان تفسير ۱۹/ ۶۴) .

په بل ځاى کې وايي : دوى همداچې له قبرونو راپاڅي ؛نو داسې وارخطا او په بيړه به منډې وهي ته به وا،چې ورته د لارښود لوحه لګېدلې او يو ځانګړي لوري ته ځي او غواړي ژر تر ژره هلته ځان ورسوي .

يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُونَ (معارج/۴۳)= پر هغه ورځ چې له (خپلو) قبرونو راووځي؛نو داسې په منډه وي؛ لكه د ډبرينو بوتانو پر لور چې ځغلي (١٩١).

په ډېرو آيتونو کې راغلي:تردې وروسته چې مړي را ژوندي شول ؛ نو خاشع او په ژړنو سترګو به يو بل ته ګوري او څه هېښنده – حيرانوونکى قهر او ذلت به پرې کېني.

  خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ(قلم/۴۳) = حال داچې سترګې به يې (له شرمه) ښكته وي،خوارۍ او ذلت به راګېر كړي وي )) (١٩٢). تر هقهم ؛يعنې قهر به راخستي وي (١٩٣) ( مفردات راغب).

هغه ورځ دومره وېرونکې ده، چې قرآن شريف وايي : يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ(قارعه/۴) = خلك به پر هغه ورځ د خپرو ورو پتنګانو په څېر وي. (١٩٤) کېداى شي،ليدلي مو وي،چې ډېرې مرغۍ پر يوه ونه ناستې وي او همداچې جيګ غږ واوري؛نو د يو امنځى په لټه کې ټولې سره يو ځاى داسې پخ بيړه والوځي،ته به وا،چې کوم ځانګړى ځاى يې په پام کې دى او هملته تلل غواړي،حال داچې داسې نه ده او جيګ غږ هغوى داسې وارخطا کړي دي .

هو! د قيامت پر ورځ به هم جيګ غږ را پورته شي: الْقَارِعَةُ. مَا الْقَارِعَةُ( القارعه/۱، ۲)= هغه) ځپنده (پېښه)!څه ده ځپنده (پېښه)؟

له  دې غږ سره د محشر خاوندان حيران او خپاره شي او هر ډله به يوې خوا ته منډې وهي ته به وا، چې په يو ځانګړي ځاى پسې ګرځي .

خداى خپل استازي  ته وايي:((وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى(حج/۲). (١٩٥)،چې قيامت شي؛نو خلک به درته مست ښکاري؛خو هغوى مست نه وي ؛ بلکې عذاب به دومره شديد وي،چې له عقله به يې خلاص کړي وي. البته بايد وويل شي،چې دا وېره د کافرانو او ګناهګارانو لپاره ده او د ايمان خاوندان به په ډاډ او ځانګړې رڼا په قيامت کې راپاڅي او هېڅ وارخطايي او وېره به نه لري.(( يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ ( حديد/۱۲)) (١٩٦) که په قرآن شريف  کې دي،چې د قيامت پر ورځ به انسان له خپل ورور،مور،پلار،ښځې،مېړه او اولاده تېښتي ؛نو دا خبره د کفارو لپاره ده .

يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ. وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ. وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ(عبس/ ۳۴، ۳۵، ۳۶)= پر هغه ورځ،چې سړى له خپل وروره تښتي او (همداراز له) خپلې موراو خپل پلاره او له خپلې ښځې او له خپلو اولادونو) (١٩٧)

پر هماغه ورځ ، چې د ځينو پر څېرو د غم اثار او ګرد ناست وي.

وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌ (عبس/۴۰) = پر هغه ورځ به پر ځينو څېرو د خاورو دوړې پرتې وي (١٩٨).

هو! پر هماغه ورځ به د نېکو کړنو خاوندان خوشحاله،په خندا او حال داچې زېرې به ورکول کېږي او په قيامت کې به حضور پيدا کړي.

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَة.ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ)عبس/ ۳۸، ۳۹) = پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي،خندان او خوښ به وي. (١٩٩).

پر هغه ورځ په الهي محکمه کې حضور پيدا کول اجباري دي او څوک ترې نشي پټېداى او پلمه هم نشي راوړى؛ځکه له هر انسان سره به يو مامور وي،چې مخکې به يې بوځي او بل مامور به يې پر کړنو ګواهي ورکوي .

وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ(ق/۲۱)= او هر څوك (په داسې حال كې محشر ته) راځي،چې سيخوونکى او شاهد به ورسره وي. (٢٠٠)

د قيامت نومونه او ځانګړنې

مرحوم فيض کاشاني د آيتونو او روايتونو په رڼا کې د قيامت لپاره تر سلو زيات نومونه بيان کړي دي (٢٠١) (محجة البيضاء، ۸/ ۳۳۱)؛خو کوم نومونه او اوصاف،چې په قرآن شريف کې راغلي دي دا دي :

١_ ((يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ (طارق/۲) = پر هغه ورځ چې (د انسان) پټ رازونه رابرسېره شي )) (٢٠٢).

٢_(( يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ (قارعه/۴ )= خلك به پر هغه ورځ د خپرو ورو پتنګانو په څېر وي))(۲۰۳)

٣_(( وَالْيَوْمِ الْمَوْعُودِ(بروج/۲)= او قسم پر وعده كړاى شوې ورځ !

)) (٢٠٤).

٤_(( يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ. وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ( عبس/ ۳۴،۳۵) = چې سړى له خپل وروره تښتي او (همداراز له) خپلې موراو خپل پلاره ))(٢٠٥). هغه ورځ ده،چې د انسان خپله ګرفتاري به پکې دومره وي،چې ان له خپلو تر ټولو نږديو کسانو(ورور،خور،مور،پلار،اولاد،مېړه،ښځې)به تښتي .

٥_(( يَوْمَ يَنظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ(نباء/۴۰) ‏ (٢٠٦) هغه ورځ ده،چې انسان به هغه کارونو ته سترګې په لار وي،چې له ځانه يې مخکې لېږلي وو او خپل مجسم شوي ګناهونه به وويني .

٦_ ((وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ (يس/۵۹) = او(ورته ويل كېږي) مجرمانو! نن (له نېکانو ) بېل شئ!)) (٢٠٧). هغه ورځ ،چې مجرمانو ته به خطاب وشي،چې يو له بله لرې شئ؛(( لِيَوْمِ الْفَصْلِ(مسلات/۱۳) = له حقه د باطل) د بېلتون د ورځې لپاره.)) (٢٠٨).

٧_(( هَذَا يَوْمُ لَا يَنطِقُونَ(مرسلات/۳۵) = نن داسې ورځ ده، چې [كافران] خبرې نه كوي (او له خپلې دفاع وس نه لري))) (٢٠٩). هغه ورځ،چې پر شونډو به د چوپتيا ټاپه ولګي او چا ته د بښنې دغوښتو وخت هم نه ورکول کېږي .

٨_((عَلَى الْكَافِرِينَ غَيْرُ يَسِيرٍ(مدثر/۱۰) = پر كافرانو اسانه نه ده!)) (٢١٠).

٩_(يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُونَ (معارج/۴۳) = پر هغه ورځ چې له (خپلو) قبرونو راووځي؛نو داسې په منډه وي؛ لكه د ډبرينو بوتانو پر لور چې ځغلي )) (٢١١) .

١٠_((يَوْمُ التَّغَابُنِ (تغابن/۹) (٢١٢) هغه ورځ ده،چې ډېر خلک به احساس کړي،چې په ژوند کې غولېدلى او عمر يې عبث تېر کړى دى.

١١_(( يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَيْئًا وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ (انفطار/۱۹) = داسې ورځ ده چې هېڅوك د يو بل په ګټه څه نشي كړاى او پر هغه ورځ ټولې چارې يوازې د خداى په واك كې وي)) (٢١٣) .

١٢_(( يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ)) (تحريم/۸) (٢١٤) هغه ورځ ده،چې خداى به خپل استازي  او مؤمنان خوار نه کړي او هغوى به په امن او د الهي پېزوينې  تر سيوري لاندې وي او ټولې وارخطاګانې به د کافرانو لپاره وي .

١٣_((يَوْمَ الْجَمْعِ )) (شوری/۷) (٢١٥)هغه ورځ،چې ټول خلک به پکې راټولېږي .

١٤_((يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ)) (حديد/ ۱۲)  (٢١٦) هغه ورځ ده،چې د ايمان خاوندان سړي او ښځې به د خپلو کړنو له امله له خپلې رڼا سره مخکې ځي .

١٥_(( يَوْمٍ مَّعْلُومٍ)) ( واقعه/۵۰) (٢١٧)؛ټاکل شوى او هرومرو راتلونکې ورځ ده .

١٦_(( يَوْمَ يُدَعُّونَ إِلَى نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا(طور/۱۳) = پر هغه ورځ به هغوى په زوره د دوزخ اور ته ټېل وهل كېږي.)) (٢١٨)

١٧_((يَوْمُ الْخُرُوجِ)) (ق/۴۲)  (٢١٩)هغه ورځ،چې له قبرونو به راووځي .

١٨_((يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ)) ( ق/۴۲) (٢٢٠) هغه ورځ،چې هېښنده کړيکه به واورئ.

١٩_((يَوْمُ الْخُلُودِ)) (ق/۳۴) (٢٢١)؛هغه ورځ تلپاتې ده ( او بيا به مړينه نه وي )

٢٠_((يَوْمُ الْوَعِيدِ)) (ق/۲۰) (٢٢٢)پر هغه ورځ به د انبياوو ژمنې او ګواښونې عملي شي .

٢١_((يَوْمٍ عَظِيمٍ )) ( احقاف/۲۱) (٢٢٣)هغه خورا ستره ورځ ده .

٢٢_(( يَوْمٍ أَلِيمٍ)) (زخرف/۶۵) (٢٢٤)خورا دردونکې ورځ ده .

٢٣_(( وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ)) (احقاف/۲۰) (٢٢٥)هغه ورځ،چې کفار به اور ته اچول کېږي .

٢٤_(( يَوْمَ لَا يَنفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ (غافر/۵۲) = (هماغه) ورځ،چې ظالمانو ته به يې عذر غوښتنه هېڅ ګټه ونه لري)) (٢٢٦)

٢٥_(( وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ)) (احقاف/۲۰) (٢٢٧)هغه ورځ به شاهدان د شاهدۍ لپاره راولاړ شي .

٢٦_(( يَوْمَ التَّنَادِ)) (غافر/۳۲) (٢٢٨)پر هغه ورځ به خلک يو له بله مرسته غواړي؛خو څه به وکړي ؟

٢٧_((يَوْمِ الْحِسَابِ)) (غافر/۵۱) (٢٢٩)پر هغه ورځ به د پوټي پوټي حساب کېږي.

٢٨_(( يَوْمَ التَّلَاقِ)) (غافر/ ۳۲) (٢٣٠) هغه ورځ ده،چې هم به انسانان يو له بل سره وګوري،بندګان به له خداى سره وګوري،د اسمانونو اوسېدونکي به د ځمکې له اوسېدونکيو سره،ظالمان له مظلومانو سره او انسان به له خپلو کړنو سره وګوري (٢٣١)

٢٩_(( يَوْمَ الْآزِفَةِ)) (غافر/۱۸) (٢٣٢)هغه ورځ ډېره نږدى ده،چې ګومان مو کاوه،چې ډېره لرې ده .

٣٠_(( يَوْمَ يَغْشَاهُمُ الْعَذَابُ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ وَيَقُولُ ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (عنکبوت/۵۵) = پر هغه ورځ،چې (الهي) عذاب هغوى له پاسه (سر) او تر پښو لاندې راونغاړي او ورته وايي:((خپل كړه وڅكئ)) (نو ورته سخته او دردوونكې ورځ ده!) (٢٣٣)

٣١_(( يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ(شعراء/۸۸) =پر هغه ورځ،چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى.)) (٢٣٤)

٣٢_(( وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ(فرقان/۲۷) = او هغه ورځ (دريادكړه)،چې ظالم (له ډېرې پښېمانۍ) خپل لاسونه چيچي)) (٢٣٥) او چغې به وهي: څومره به ښه واى!چې له پلاني سره ملګرى نه وم ! څومره به ښه و ! که له پېغمبر اکرم سره پر يوه لار وم .

٣٣_((يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (نور/۲۴) = پر هغه ورځ به يې ژبې،لاسونه او پښې پر كړنو شاهدي وركړي. )) (٢٣٦)

٣٤_(( يَوْمَ الْحَسْرَةِ)) (مريم/۳۹) (٢٣٧)پر هغه ورځ به انسان حسرت خوري او خواشينى به وي .

٣٥_((يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوَءٍ (آل عمران/۳۰) = پر هغه ورځ به هر څوك خپل ښه او بد كړه حاضر ومومي)) (٢٣٨)

٣٦_(( يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ (آل عمران/۱۰۶) = (هغه ستر عذاب به) پر هغه ورځ وي،د ځينو څېرې به ځلانده او د ځينو به تورې شي)) (٢٣٩)

٣٧_(( لِيَوْمٍ لاَّ رَيْبَ فِيهِ)) ( آل عمران/۹) (٢٤٠)د هغه ورځ راتګ د کاڼي کرخه ده .

٣٨_(( يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خُلَّةٌ)) (بقره/۲۵۴) (٢٤١) پر هغه ورځ به راکړه ورکړه او اړيکې د انسان خلاصون ته هېڅ ګټه نه لري  .

هلته اړيکه او وسايل پکار نه راځي

په قرآن شريف کې دي چې :  وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا (مريم/۹۵)= او هغوى ټول به د قيامت پر ورځ هغه ته ځان ته ځان ته راځي (٢٤٢)

له ځان ته مراد دا دی،چې هلته هېڅ ځواک ‏او واسطه مرسته نشي کړاى (٢٤٣) (د مجمع البيان او الميزان تفسيرونه)  او پر دې خبره رڼا اچونې ته بايد ووايم : ټول څيزونه،چې په دې  دنيا کې د انسان پکار راتلل ؛ نو په هغه دنيا کې پکار نه راځي ؛لکه :

١_ بډه، ډالۍ او تاوان .

په دې دنيا کې د تاوان او بډې په ورکولو کله انسان له خپلو ځينو کارونو ځان خلاصوي؛خو په قيامت کې داسې نه ده .قرآن شريف وايي : ((وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ)) (بقره/۴۸) (٢٤٤) په قيامت کې پر تاوان او بډه، ځان له کړي کفر او ګناه نشي خلاصولاى .

٢_ واسطه .

يهود ګروهمن ول،چې نېکونه مو پېغمبران دي او هغوى به مو واسطه شي او له عذابه به مو وژغوري؛خو قرآن شريف وايي : ((وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ)) ( بقره/۴۸) د هغوى يوه واسطه به هم نه قبلېږي . (٢٤٥) ( هغه مردود شفاعت،چې دلته ويل شوی،له پېغمبرانو سره د کورنۍ خپلولۍ له امله د يهودو هماغه بې ځايه تمې دي؛ که نه هغه شفاعت، چې خدای يې مني،په ګڼو آيتونو او روايتونو کې راغلی دی،چې په راتلونکي ويينو کې به پرې رڼا واچول شي.)

٣_بښنه غوښته .

په دنيا کې خو کله بښنه غوښتل کار سموي ؛خو په قيامت کې نه . قرآن شريف  وايي :(( لَّا يَنفَعُ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ)) ( روم/۵۷) (٢٤٦)په قيامت کې د ظالمانو بښنه غوښتل ګټه نه لري .

٤_ اړيکې او تړاونه .

هغه ظالمانو،چې له غير الهي معبودانو سره د مينې له امله پر خلکو ظلمونه کړي وي ؛نو په اخرت کې،چې څنګه الهي عذاب وويني؛نو له دې دوستيو او اړيکو به منکر شي او له خپلو معبودونو او لارويانو به کرکجن شي. قرآن شريف وايي:(( وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الأَسْبَابُ)) ( بقره/۱۶۶) (٢٤٧) نوره ګټه نه لري؛ځکه پر هغه ورځ به ټولې اړيکې پرې شي او له هر ځايه به يې لاسونه لنډ شي .

٥_مرسته غوښتل .

کله خو انسان له نورو سره مرسته کوي او يا د نورو د مرستې په تمه وي؛خو په قيامت کې دا خبرې نشته او نه څوک له چا سره مرسته کړاى شي او نه له چا مرسته غوښتاى شي .

قرآن شريف وايي : ((يَوْمَ لَا يُغْنِي مَوْلًى عَن مَّوْلًى شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ(دخان/۴۱) = هغه ورځ،چې يو دوست به له بل دوست ملاتړ و نه کړاى شي او نه  ورسره مرسته کېداى شي (٢٤٨) .

٦_چل ول او تېرايستل .

په دنيا کې خو کله ځينې کارونه په چل ول او د نورو په تېرايستو مخې ته ځي (البته د يوې لنډې مودې لپاره؛هغه د پښتو متل دى،چې کوږ بار تر منزله نه رسي )؛خو راشئ، چې وګورو،قرآن شريف څه وايي:

يَوْمَ لَا يُغْنِي عَنْهُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ(طور/۴۶) = پر هغه ورځ چې چلونه به يې له هغوى هيڅ څيز لرې نه کړي او نه ورسره مرسته كېږي.(۲۴۹)

٧_فديه .

په دنيا کې،چې کوم انسان راګېر شي؛نود خپل يو ګرانبيه څيز په ورکولو ځان خلاصوي؛خو په قيامت څوک داسې نشي کړاى .(( فَالْيَوْمَ لَا يُؤْخَذُ مِنكُمْ فِدْيَةٌ(حديد/۱۵) = نو نن له تاسې او له  ْكافرانو غرامت نه اخستل كېږي)) (٢٥٠) هو! پر هغه ورځ خلاصون ته هېڅ ډول فديه نه قبلېږي که څه ډېر ارزښت ولري ؛ځکه قرآن شريف  وايي:

لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لِيَفْتَدُواْ بِهِ مِنْ عَذَابِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(مائده/۳۶) = كه د ځمكي ټولې شتمنۍ او همدومره نورې هم ورسره وي او دا ټوله د قيامت د ورځې له سزا د ژغورنې لپاره تاوان وركړي؛نو ترې و به نه منل شي او دردناك عذاب به ور و رسېږي.  (۲۵۱)

٨_ شتمني او اولاد.

د قرآن شريف  کې راغلي : مال او اولاد په قيامت کې په ګټه نه راځي :

يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ(شعراء/۸۸) =پر هغه ورځ،چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى.(۲۵۲) او يوازې پاک زړه او نېک کړه دي،چې د انسان پکار راځي .

٩_خپلوي او نسب .

په قيامت کې ټبر او خپلوان په درد نه خوړل کېږي او نه پلار زوى د خداى له عذابه خلاصولاى شي او نه زوى پلار له عذابه خلاصولاى شي.((لَّا يَجْزِي وَالِدٌ عَن وَلَدِهِ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَن وَالِدِهِ شَيْئًا(لقمان/۳۳) = چې هېڅ پلار به د خپل زوى په بدل كې څه نشي وركولاى او نه به زوى د خپل پلار پر ځاى د څه بدلې وركوونكى وي.)) (٢٥٣) او نه هلته خپلوان د چا پکار راځي(( لَن تَنفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ)) (ممتحنه/۳) (٢٥٤) او لنډه داچې ټبر،خپلوان او کورنۍ پکار نه راځي (( فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ)) (مؤمنون/۱۰۱) (٢٥٥) هغوى  نه يوازې  د يو بل پکار نه راځي؛بلکې خپل غم به يې دومره وي،چې له يو بله به تښتي؛ لکه څنګه چې قرآن شريف وايي : يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ. وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ. وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ (عبس/ ۳۴، ۳۵، ۳۶) = پر هغه ورځ، چې سړى له خپل وروره تښتي او (همداراز له) خپلې مور او خپل پلاره او له خپلې ښځې او له خپلو اولادونو. (٢٥٦)

په قيامت کې پوښتنه او حساب

د قيامت راتګ، معاد، د مړيو راژوندي کېدل او د هستۍ د نظام له منځه تګ ځکه دي،چې له انسان سره په دنيا کې د کړو اعمالو حساب او پوښتنه ترې وشي .دلته موږ د آيتونو او روايتونو په رڼا کې يو لړ مسايلو ته اشاره کوو:

له هر چا پوښتنه

قرآن شريف  وايي : فَلَنَسْأَلَنَّ الَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْأَلَنَّ الْمُرْسَلِينَ (اعراف/۶) = نو هرومرو به له هغوى (هم) وپوښتو،چې پېغمبران ورته لېږل شوي او هرومرو پخپله له پېغمبرانو ( هم) پوښتنه كوو. (٢٥٧)

موږ به هرومرو هغوى پوښتو،چې استازى مو ورته ورلېږلى و او له خپل استازي به هم وپوښتو،چې آيا زموږ وينا دې خلکو ته رسولې که نه ؟ هو! په قيامت کې به له هر چا پوښتنه کېږي .

له ټولو کړنو پوښتنه به کېږي

د قيامت پر ورځ به د انسان د ټولو کړنو په هکله پوښتنه کېږي(( وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)) (٢٥٨) .

د هغه څه پوښتنه به درڅخه هرومرو کېږي،چې کړي مو دي که څه هم لږ او ناڅيزه وي.

فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ(زلزله/۷) = نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي وبه يې ګوري.

وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (زلزله/۸) = او څوک چې د يوې ذرې هومره بد (كار) وكړي وبه يې ګوري. (٢٥٩)

که څوک د ذرې هومره ښه او يا بد وکړي (٢٦٠) (ذره،خورا کوچني موجوداتو ته وايي،لکه له يوه تنګ سوري،چې د لمر رڼا تېرېږي او په هغه رڼا کې دا کوچني ذرات ښکاري.)؛نو د قيامت پر ورځ به هماغه ويني؛البته دا آيت د خير او شر د ټولو چارو لپاره ټوليز قانون دى؛خو د انسان په کړنو کې ځينې کړنې دومره عالي دي،چې ان ګناهونه پر ښېګڼو اړوي او ځينې ګناهګانې دومره خطرناکې وي،چې ټولې ښېګڼې له منځه وړي .

د هر حالت پوښتنه

په قيامت کې به خداى د هغو ګناهونو پوښتنه هم کوي،چې ظاهري بڼه نه لري؛لکه شرک،ريا،له حقه سترګې پټول . قرآن شريف په دې  هکله وايي :وَإِن تُبْدُواْ مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُم بِهِ اللّهُ(بقره/۲۸۴) = څه چې په زړونو كې لرئ،كه ښكاره يا پټ يې كړئ (؛ نو) خداى به له تاسې  د همدې له مخې حساب  واخلي . (٢٦١)

ان د اندونو‏ او نيت په هکله مو ‏هم پوښتل کېږو. د مثال په توګه : که  چېرته مو له يو بېوزله سره د خداى لپاره مرسته نه وي کړي او د شهرت د لاس ته راوړنې ته مو دا کار کړى وي ؛نو ددې کار پوښتنه به هم کېږي.

په هر ځاى کې د عمل محاسبه

حضرت لقمان حکيم خپل زوى ته د وصيت په ترڅ کې وويل : يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُن فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ (لقمان/۱۶) = يه  زما زويکه! كه د اوري ( غوښتو) د دانې هومره (نېك يا بدعمل) وي او په كوم لوى ګټ (پر ښه) يا د اسمانو او ځمكې (په څنډه) كې (پټ) وي؛ نو خداى به يې (د قيامت پر ورځ د حساب لپاره) راباسي [ځكه]چې خداى ژور ليدونكى (او) له هر څه ښه خبر دى. (٢٦٢)

هو! که کار څومره هم وړوکى،پټ او لرې وي ؛خو له خدايه نشي پټېداى؛ ځکه خداى هم خبير دى او هم لطيف؛پر دقيقو او ظريفو چاروو پوهه لري .

پوښتنه کوي که نه يې کوي

تر اوسه مو د آيتونو په رڼا کې ولوستل،چې له هر چا به د هر عمل په هر حالت کې پوښتنه کېږي؛خو د قرآن شريف په ځينو آيتونو کې راغلي: وَلَا يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ (قصص/۷۸) = او(چې كله الهي عذاب راورسي؛نو) له مجرمانو د هغوى د ګناهونو پوښتنه نه كېږي.( او سيده دوزخ ته ځي) (٢٦٣)

په بل آيت کې وايي : فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُسْأَلُ عَن ذَنبِهِ إِنسٌ وَلَا جَانٌّ (ممتحنه/۳) = د قيامت پر ورځ به ستاسې خپلوان او اولادونه تاسې ته هېڅ ګټه در و نه رسوي (خداى) ترمنځ  مو بېلتون راولي او څه چې كوئ،خداى يې ليدونکى دى.

فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُسْأَلُ عَن ذَنبِهِ إِنسٌ وَلَا جَانٌّ (رحمن/۳۹) = نو پر هغه ورځ له هېڅ انسان او پېري د ګناه پوښتنه يې نه كېږى (او هر څه څرګند دي). (٢٦٤)

اوس دا آيتونه څنګه له پخوانيو آيتونو سره سمون خوري او ولې په يو ځاى کې وايي : پوښتنه به کېږي او په بل ځاى کې وايي پوښتنه نه کېږي؟

ځواب: ړومبى داچې ړومبى آيت د قيامت په هکله نه دى؛ځکه آيت د قارون او د هغه د هلاکېدو کيسه کوي او خبردارى ورکوي : اى د وخت قارونونانو! څو چې درسره وخت وي ؛نو په خود کې شئ او پر کږه مه ځئ؛ځکه موږ د قهر او عذاب پر مهال چاته د بښنې د غوښتو وخت نه ورکوو او موږ،چې فاسدان هلاکوو؛نو د ګناهونو په هکله يې نه پوښتو او ورته د پوښتنې او ځواب مهلت نه ورکوو.

دويم داچې پوښتنه د پوهېدنې لپاره وي؛يعنې انسان د خپل ځان پوهولو ته پوښتنه کوي،چې خداى ورته اړتيا نه لري او همداراز  پرښتې مؤمن او ګناهګار له څېرې پېژني؛لکه څنګه چې قرآن شريف  وايي : يُعْرَفُ الْمُجْرِمُونَ بِسِيمَاهُمْ(رحمن/۴۱) = مجرمان له خپلو څېرو پېژندل كېږي. (٢٦٥)

درېم داچې په قيامت کې تم ځايونه خورا ډېر دي او مرحوم علامه طباطبايي د روايتونو په رڼا کې وايي :په قيامت کې تم ځايونه خورا ډېر دي، چې په ځينو کې پوښتل کېږي او په ځينو کې نه پوښتل کېږي؛نو پر دې بنسټ هغه آيتونه،چې په قيامت کې د حساب او پوښتنې په هکله دي،په يوه پوړ او يا تم ځاى پورې اړه لري او دا آيتونه په بل تم ځاى پورې . ( ٢٦٦) ( د الميزان تفسير، ۱۹/ ۱۲۱)

بنسټيزى پوښتنې

که څه هم پخوا مو وويل،چې له ټولو کړنو،افکارو او حالاتو پوښتنه کېږي؛خو داچې په روايتونو او آيتونو کې پر ځينو مسلو ډېر حساسيت ښوول شوى او امامانو هم د خلکو پام ورته راګرځولی دى ؛نو موږ يې څو ته اشاره کوو :

قرآن شريف وايي : ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ (تکاثر/۸)= بيا به هرومرو پر هغه ورځ (له تاسې ټولو) د (دركړ شويو) نعمتونو پوښتنه وشي. (٢٦٧)

په روايت کې راغلي: په آيت کې له ((نعمت)) نه مراد د معصوم امام ولايت دى (٢٦٨).( بحارالانوار، ۷/ ۲۷۲)

علامه طباطبايي وايي :د اوبو او خوړو د نعمتونو په هکله هم پوښتنه کېږي؛ځکه له دې نعمتونو،چې کومه انرژي لاس ته راغلې،د خداى او دهغه د استازي (ص) په لار کې ترې ګټنه شوې که نه او په خپله د اوبو او خوړو په هکله پوښتنه نشته (٢٦٩)؛د مثال په توګه : يو پلار،چې د خپل اولاد زده کړې ته امکانات فراهم کړي ؛نو که اولاد يې زده کړه ونه کړي؛نوددې ټولو نعمتونو پوښتنه به ترې کېږي .

نو د مادي او جزيي نعمتونو په هکله ځکه پوښتنه کېږي،چې ولې دا نعمتونه،په هغه  ځاى کې،چې بايد مصرف شوي واى،نه دي مصرف شوي؛خو هغوى چې له مادي امکاناتو د خداى په لار ګټه اخستې وي ؛ نو نه پوښتل کېږي .

په ډېرو راويتونو کې راغلي : په قيامت کې به انسان له خپل ځايه ونه خوځې څو د عمر،ځوانۍ،مال او د خداى د استازي د مينې او ولايت په هکله نه وي پوښتل شوی .(٢٧٠) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۵۸)

په قرآن شريف  کې  راغلي ‏: إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا(اسراء/۳۶) = ځكه چې غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي (٢٧١)

غوږ د اورېدل شويو په هکله، سترګې ‏د ليدل شويو په هکله او زړه د فکر او ګروهې ‏په هکله پوښتل کېږي. (٢٧٢) (تفسير صافي)

په روايت کې دي،چې د قيامت پر ورځ به تر ټولو ړومبۍ پوښتنه د لمونځ په هکله کېږي او چې لمونځ قبول شو؛نو نور اعمال به هم قبول شي او چې لمونځ قبول نشو؛نو نور اعمال هم نه قبلېږي (٢٧٣). ( بحارالانوار، ۷/ ۲۶۷)

د نحل د سورت په ٥٦ آيت او د عنکبوت د سورت په ١٣ آيت کې لولو،چې د هغو ملنډو په هکله به هم پوښتنه کېږي ،چې پر دين وهل شوي دي .

په قرآن شريف کې راغلي،چې د هغه موهوماتو په هکله به هم پوښتنه کېږي،چې بې له کوم دليله پر خداى ور تپل شوي دي .د مثال په توګه: هغوى چې پرښتې د خداى لوڼې ګڼلې(( سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ)) (زخرف/۱۹) (٢٧٤)؛موږ به د هغوى دا بېځايه خبرى ثبت کړو او په قيامت کې به ترې نه پوښتنه وکړو .

د ځينور روايتونو په رڼا کې انسان به د هغو تېريو په هکله هم پوښتل کېږي ،چې پر څارويو يې کړي دي . رسول اکرم يو اوښ وليد،چې تر بار لاندې تړل شوى ده ؛نو    و يې ويل : د دې اوښ خاوند دې د قيامت د ورځې  حساب کتاب ته ځان چمتو کړي . (٢٧٥)

په قرآن شريف  کې راغلي : وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ. بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ (تکوير/۸،۹)= او چې كله له ژوندۍ ښخې شوې نجلۍ وپوښتل شي چې:((په كومه ګناه وژل شوې يې ؟!)) (٢٧٦)

کېداى شي دا خبره هغوى هم په ځان کې راونغاړي،چې ماشومان غورځوي او يا د ماشوم تر  په ګېډه کېدو وروسته يې صفايي کوي .

بې ځوابه پوښتنې

په قيامت کله له انسانه داسې پوښتنه کېږي،چې ځواب يې ورسره نه وي او په واقع کې دا يو ډول روحي کړونه ده؛ځکه هغوى بې له شرمه بل هېڅ ځواب نه لري ؛لکه :

١_ له مشرکينو پوښتنه

د قرآن شريف په ډېرو آيتونو کې راغلي: د قيامت پر ورځ به مشرکان او هغوى پوښتل کېږي،چې بې د خداى له قانونه يې له بل قانونه لاروي کړې وي او يا بې د خداى له قدرته بل قدرت ته په تمه شوي وي او وايي : ((أَيْنَ شُرَكَآئِيَ)) (٢٧٧) ( دا تعبير څلور ځل په قرآن کې راغلی: نحل/ ۲۷ – قصص/۶۲، ۷۴ – فصلت۴۷)؛چېرته دي هغه چې په دنيا کې مو راسره شريک کړي ول ؟

او يا داچې وايي : وَقِيلَ ادْعُوا شُرَكَاءكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ(قصص/۶۴) = او هغوى[=عابدانو] ته ويل كېږي: (( خپل (هغه) معبودان راوبلئ، چې له خداى سره مو شريكان ګڼل (چې مرسته درسره وكړې)!”نو هغوى به راوبلي؛خو هغوى ته به هېڅ ځواب ورنه کړي (٢٧٨)

٢_ د فرصوتونو پوښتنه .

يوه بله پوښتنه،چې په قيامت کې به ورته انسان ځواب نه لري دا ده،چې په دوزخ کې پراته کفار او ګناهګاران به له خدايه دنيا ته د راستنېدو غوښتنه کوي او وايي به:خدايه !موږ د دوزخ له اوره وساته،چې ښه کارونه وکړو. خداى به ورته په ځواب کې ووايي : ((أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ)) (فاطر/۳۷) (٢٧٩)؛آيا تاسې ته مو د عبرت اخستنې هومره عمر در نه کړ،چې که عبرت اخستوونکي وي،پکې عبرت واخلي ؟؛خو انسان ددې پوښتنى ځواب نه لري ؛ځکه چې له لسونو کلونه عمر يې کړى دى اوکولاى يې شول،چې په يوه شېبه کې په ؛خود کې شي ،توبه وباسي او ښه کارونه وکړي .

٣_ له شيطانه د لاروۍ پوښتنه .

قرآن شريف وايي : خداى به د قيامت پر ورځ هغوى وپوښتي،چې له شيطانه يې لاروي کړي وي :

أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (يس/۶۰) = د آدم اولادې! ايا ما له تاسې سره تړون نه وكړى، چې شيطان مه لمانځئ؛(ځكه) چې هغه ستاسې ښكاره دښمن دى؟! (٢٨٠)

؛خو دا پوښتنه به له سرکوزۍ پرته هېڅ ځواب نه لري  .

څوک به حساب کوي ؟

اوس به راشو او د روايتونو او آيتونو په رڼا کې به وګورو،چې څوک به د قيامت پر ورځ له انسان سره حساب کوي ؟

الف: لوى خداى.

په قيامت کې به خداى له انسان سره حساب کوي؛هغه خداى چې عالم،عادل او عزيز دى او پر هېڅ چا ظلم نه کوي او دهغه حساب د بل هر حساب کوونکي په پرتله کافى دى ؛(( وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ)) ( انبياء/۴۷) (٢٨١).

هغه حساب کوونکى،چې لورين دى او زموږ له وړو او غټو کارونو خبر دى.

وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا(کهف/۴۹) = او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛ نو ته به ګورې چې ګناهکاران، څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي به :((هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟!)) او(حال دا چې) خپل ټول كړه به حاضر ويني او ستا پالونكى پرهېچا تېرۍ نه كوي.  (٢٨٢)

هغه حساب کوونکى،چې د سترګو په رپ کې له مخلوقاتو سره حساب کوي (٢٨٣) ( د مجمع البيان تفسير د بقره/ ۲۰۲ تر ايت لاندې)

تر ټولو ژر حسابی دى . ((وَهُوَ أَسْرَعُ الْحَاسِبِينَ)) ( آل عمران/۶۲)  (٢٨٤)

يو سړي، حضرت علي وپوښت: خداى به څنګه له دې ټولو مخلوقاتو سره حساب کوي ؟

ورته يې وويل : لکه څنګه،چې روزي ورکوي ؛نوهماغسې ورسره حساب هم کوي . بيا يې وپوښتل،چې څنګه به ورسره حساب کوي حال دا چې هغوى به خداى نه ويني ؟ ورته يې وويل : لکه څنګه چې روزي ورکوي ؛خو مخلوقات يې نه ويني(٢٨٥) . (نهج البلاغه ۳۳۰ کلام)

پوښتنه : ويل کېږي ، چې خداىسريع الحساب دى او بيا په يو حديث کې هم راغلي دي، چې دا حساب د يوې اوزې د لوشلو هومره وخت نيسي (٢٨٦) (د مجمع البيان تفسير) او يا وايي،چې د سترګو په رپ کې وي ؛نوبيا ولې ويل کېږي،چې د ځينو لکه شتمنو او د چارواکو حساب به اوږد وي ؟

ځواب: د حساب اوږدېدل په ځواب کې د ځنډ ورکولو له امله دى نه د حسابوونکي د ضعف له امله .

ب: د امت مشران

په روايتونو کې راغلي دي،چې خداى د هر امت حساب د هغه امت امام او اسماني مشر ته ورسپارلى دى ، چې څو بېلګو ته يې اشاره کوو :

په روايت کې راغلي : د قيامت پر ورځ به د حساب لپاره زموږ لارويان موږ ته راسپارل کېږي (٢٨٧)  ( بحارالانوار، ۷/ ۲۶۴)

په روايت کې راغلي : له خلکو سره به موږ حساب کوو . (٢٨٨). ( بحارالانوار، ۷/ ۲۷۴)

له مرحوم صدوق نه رانقل شوي دي ، چې  خداى به له خپلو استازيو سره پخپله حساب کوي او د انبياوو له ځايناسيو سره به انبيا حساب کوي او له امتونو سره به امامان حساب کوي (٢٨٩).( بحارالانوار،۶/ ۲۵۱)

ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ (غاشيه/۲۶) = بيا په واقع كې له هغو ى سره حساب، يوازې زموږ کار دى(۲۹۰)

مرحوم علامه طباطبايي تر آيت لاندې د ډېرو روايتونو په رڼا کې وايي :

له هرې ډلې سره به د هغى د وخت امام حساب کوي .(٢٩١) ( تفسير الميزان، ۲۰/ ۴۰۳)  او همداراز د صافي تفسير هم د اعراف د سورت تر ٤٦ آيت لاندى همدا خبره کوي .

ج: د انسان وجدان

د قيامت پر ورځ به وجدان هم له انسان سره محاسبه کوي ؛لکه څنګه،چې قرآن شريف  وايي :

اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا (اسراء/۱۴)= (او هغه ته وايو:) كتاب دې ولوله كافي ده،چې نن خپله محاسبه پخپله وكړې ! (٢٩٢)

په يو روايت کې راغلي: د قيامت پر ورځ به انسان ته خپل کړه داسې را په ياد شي،چې ګواکې همدا اوس يې کړي دي او،چغې به وهي :

مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا(کهف/۴۹) = هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟! (٢٩٣)

په قيامت کې د حساب ډولونه

په قيامت کې به له هرى ډلې سره په بېله بڼه حساب کېږي :

الف : د ځينو حساب به ډېر ساده او اسان وي .

قرآن شريف وايي :

فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا(انشقاق/۸)= نو ژر به ور سره ډېر اسان حساب وشي، (٢٩٤). له سپين مخيو او هغوى ته ، چې کړنليک په ښي لاس ورکول ،حساب به په اسانه کېږي .

دخداى استازى وايي: هغه چې تا سره يې بخل کړى او ته يې بې برخى کړى او پر تا يې ظلم کړى،که ويې بښى؛نوخداى به د دې کارونو له امله حساب اسان کړي (٢٩٥) . ( د مجمع البيان تفسير) په يو بل روايت کې راغلي: په دنيا کې زړه سوی يا صله رحم د قيامت پر ورځ د حساب د اسانېدو لامل دى .

ب : له ځينو سره ډېر سخت حساب کېږي .

قرآن شريف د الهي انسانانو په هکله وايي :

وَيَخَافُونَ سُوءَ الحِسَابِ(رعد/۲۱) = او(د قيامت دورځې ) له ناوړه حساب اخستو ډارېږي. (٢٩٧).

ايا په رښتيا خداى ناوړه حساب کوي،چې هغوى له ناوړه حساب څخه وېرېږي ؟ موږ ددې پوښتنې ځواب په روايتونو کې موندلى دى :خداى به له خلکو سره د هغه عقل پر بنسټ حساب کوي، چې په دنيا کې يې ورکړى و؛نو دهغوى ، چې په دنيا کې پوهه او عقل ډېر و؛نوحساب به يې سخت وي.هو! هغوى،چې په دنيا کې هوښياردي او په دنيا کې له خپل هوښيارتوبه ګټه اخلي ؛نوپه قيامت کې دې سخت حساب ته هم بډى ووهي .

په يو روايت کې راغلي ،چې يو تن په خپل پور اخستو کې له خلکو سره ډېر سخت دريځه و ؛نو ورته وويل شو: هغوى،چې په دنيا کې له خلکو سره سخت دريځي کوي ؛نوخداى به هم ورسره په قيامت کې په حساب کې سخت دريځي وکړي،نه ظلم ؛ځکه خداى پر هېڅ چا ظلم نه کوي . ((وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا)) (کهف/۴۹) (٣٠٠)

ج: يوه ډله ده ، چې بې له حسابه به دوزخ ته ځي .

دا هماغه مشرکان دي،د سلونو آيتونو تر اورېدو،دليلونو او معجزو وروسته ،هماغسې پر خپله خبره ولاړ وو او ځېل يې کاوه ؛نو په قيامت کې حساب يې معلوم دى او نېغ په نېغه به دوزخ ته ځي .

په يو روايت کې راغلي : له مشرکانو سره به د قيامت پر ورځ حساب نه کېږي (٣٠١) (بحارالانوار، ۷/ ۱۷۱)

په يو بل روايت کې راغلي،چې خداى به بې له مشرکانو،له نورو ټولو بندګانو سره حساب کوي .(٣٠٢) (بحارالانوار، ۷/ ۲۶۰)

قرآن شريف هم دې حقيقت اشاره کړى او وايي:أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا(کهف/۱۰۵) = [هو] دوى د پالونكي پر آيتونو او له هغه سره له مخامختيا منكرشول؛نو ځكه يې كړه پوپناه شول؛ له همدې امله دقيامت پر ورځ به ورته تله ونه دروو. (٣٠٣)

موږ به له يوې ډلې سره حساب نه کوو؛يعنې هغوى وزن او ارزښت نه لري او يا کوم د خير کار يې نه دى کړى او پر بدو کړنو يې خپل ښه کارونه سوځولي دي .

په ځينو روايتونو کې راغلي : ظالم، فاجر او دورغجن مشر، بوډا زناکار ،بخيل شتمن او حسود عالم به بې له حسابه دوزخ ته  ځي . (٣٠٤) (ميزان الحکمة)

د: يوه ډله بې له حسابه جنت ته ځي .

په حديث کې په مفصله توګه راغلي دي،چې ځينې خلک به بې له حسابه جنت ته ځي :

١_ هغوى چې د الهي احکامو په ترسره کولو او له ګناهونو په ځان ساتنه کې استقامت کړى وي .

٢_ هغوى ته،چې پېغورونه ورکول شوي ؛خو په زړه کې کينه يې نه وي اخستى .

٣_ د هغوى چې له هر کاره موخه د خداى رضا وي او بې د خداى له رضا بله موخه نه لري  .(٣٠٥) (بحارالانوار، ۷/ ۱۷۱)

څه چې حساب نه لري

په ډېرو روايتونو کې راغلي : خداى به د ډوډۍ،خوړو او هغه پېسو په هکله پوښتنه نه کوي ،چې پر جهاد، حج  او يا  واده لګېدلې وي .

حق الناس

په روايتونو کې راغلي : د قيامت پر ورځ به پوروړى را وغواړي او د هغه نېک کارونه به ورته ورکړي،چې پرې يې پور وي،چې راضي شي او که پوروړي کوم نېک عمل نه درلود،چې هغه ته يې ورکړي،چې پرې يې پور دي ؛نو د هغه ګناه،چې پرې يې پور دى، پر پوروړي ور اضافه کوي او له دې لارې به يې خداى قصاص کړي (٣٠٦) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۷۴)

حضرت علي ګناهونه پر څو ډوله وويشل او ويې ويل: يو ډول ګناه خداى نه بښي او هغه ګناه هغه ظلم دى،چې خلک يې پر يو بل کوي. بيا يې وويل :خداى پر عزت او جلال قسم خوړلى، چې پر هغه ورځ به له يو ظلمه هم سترګه پټه نه کړم که څه هم ډېر ناڅيزه وي  .(۳۰۷) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۶۵)

هو! خداى د خلکو له حقه نه تېرېږي او کلک حساب ورسره کوي .

حضرت علي وويل : خداى به د قيامت پر ورځ ووايي : نن به پر عدالت درسره چلن وکړم او  زما په محکمه کې به پر چا ظلم ونشي،نن به له قوي نه د کمزوري حق واخلم،تردې ،چې وايي: نن به يوازې هغه ظالمان بچ شي،چې پر چا يې،چې ظلم کړى وي،هغوى ترې تېر شي او و يې بښي. (٣٠٨)( بحارالانوار، ۷/ ۲۶۸)

د حساب په حال کې وينا

په روايت کې د ((فَلِلّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ)) (انعام/۱۴۹) (٣٠٩) د آيت په تفسير کې راغلي : د قيامت پرورځ به ګناهکار انسان ته وويل شي : آيا خبر وې، چې لار دې  کومه وه ؟؛نو که ووايي: هو خبر وم ؛نو ورته به وويل شي،چې ولې دې پرې عمل و نه کړ او که ووايي : خبر نه وم ؛ نو ورته به وويل شي : ولې دې ځان خبر نه کړ ؟(٣١٠) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۸۵)

حديث وايي: که په يوه سيمه کې ان يو کس هم صالح و؛نو د هغه سيمې پر خلکو به غږ کېږي او ورته به ويل کېږي : مګر پلانى مؤمن ستاسې په سيمه کې نه و،چې ګناه يې و نه کړه ؟خو تاسې خبره يې وا نه ورېده ؟ (٣١١)( بحارالانوار، ۷/ ۲۸۵)

ولې تاسې د هغه په څېر او د هغه پر لار نه وئ ؟په الهي محکمه کې به ځينې د خپل خلاصون لپاره ووايي :خدايه ! تا موږ ته مال ،ښکلا او يا ګرفتاري راکړه او هغه  زموږ د ګناه او تېروتنې لامل شوه! ؛نو پردې  مهال به ورته خداى د هغه خلکو بېلګې راوړي،چې هم يې مال،ښکلا او ګرفتاري درلوده؛خو ګناه يې و نه کړه او ورته به ووايي : مګر حضرت يوسف (ع) او حضرت مريم ښکلا نه درولوده ؟ مګر حضرت ايوب (ع) پر سختيو کړاوونو ککړ نشو ؟ او داسې به وي،چې انسان به په الهي محکمه کې محکوم شي او بښنې به يې پايله نه لري  .

قرآن شريف وايي : د ايمان د خاوندې انسانې بېلګه د فرعون ښځه ده،چې د فرعونه په ماڼۍ کې يې ژوند کاوه؛خو هېڅکله يې ګناه و نه کړه او همداراز د کافرو انسانانو بېلګه يې د حضرت لوط او حضرت نوح ښځې ښوولي دي،چې د خداى د استازيو مېرمنې وې؛خو ځانونه يې اصلاح نه کړل او پر خپل کفر پاتې شوې او خداى هم پر خپل عذاب ککړې کړې .

هو! په هر وخت کې داسې وګړي شته،چې په قيامت کې د خلکو لپاره حجت وي .

خېجلتيا

په روايت کې راغلي : که د قيامت پر ورځ بې له خېجلتيا بله يوه ګناه هم نه وي ؛نو انسان ته پکار دي،چې سر په ګرېوان کې ښکته کړي او پر هغه ورځ په الهي محکمه کې له خېجلتوبه د ځان ژغورلو لپاره يو څه وکړي (٣١٢) ( بحارالانوار، ۶۸/ ۳۶۵) هغه ګناهونه،چې ان حاضر نه ول مور و پلار او مېرمنه او مېړه يې پوه شي؛نو د قيامت پر ورځ د ټولو په مخ کې راښکارېږي(البته که ګناه يې له بريده اوښتې وي او توبه يې نه وي کړي)

په ډېرو راويتونو کې سپارښتنه شوې،چې د قيامت د ورځې د حساب د اسانتيا او يا خلاصون لپاره پکار دي،چې انسان هره ورځ له ځان سره حساب وکړي،چې که کوم نېک کار يې کړى وي،چې د خداى شکر ادا کړي او که کوم بد کار يې کړى وي،چې توبه وباسي او ځان اصلاح کړي.

په حديث کې دي :هغوى چې له ځان سره حساب کوي؛نو خداى ورسره بيا حساب نه کوي او خداى تر دې ډېر ستر دى،چې له هغه سره حساب وکړي،چې له ځان سره يې حساب کړى وي .

روايت وايي: هغه له موږ ځنې نه دى،چې په دنيا کې له ځان سره حساب نه کوي او غافله وي.(٣١٣) (جامع السادات، ۳ټ، باب محاسبه)

د اعمالو ثبت او کشف

په دې هکله خورا راويتونه او آيتونه دي،چې په دنيا کې د انسان اعمال ثبت او ضبطېږي او په اخرت کې ښکاره کېږي. موږ به دلته ړومبى په ثبت پورې اړوند آيتونو ته اشاره وکړو او بيا به د کشف آيتونو ته اشاره وکړو :

په دنيا کې د اعمالو ثبت

((إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ (يونس/۲۱) = په حقيقت كې زموږ استازي ( =پرښتې) څه چلونه، چې كوئ، ليكي يې))

((كَلَّا سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ ( مريم/۷۹)= هېڅكله داسې نه ده !چې څه وايي، و به يې ليكو )) (٣١٥)..

((وَإِنَّا لَهُ كَاتِبُونَ(انبياء/۹۴) =په حقيقت کې يوازې موږ(د بدلې لپاره) (کړنې) يې ليکو. )) (٣١٦).

((وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ(يس/۱۲) = او څه چې يې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي ليکو)) (٣١٧). موږ هم اعمال ليکو او هم يې اغېزې .

((وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ (قمر/۵۲) = او هغوى چې هر څه كړي،په كړنليكونو كې يې كښل شوي دي )) (٣١٨)‏

((وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ ( زخرف/۸۰) =زموږ استازي (او پرښتې) له دوى سره دي (او كړه وړه يې ليكي.)) (٣١٩)

((وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ (قمر/۵۳)= او هرکوچنى او غټ(كار)ليكل شوى دى.)) (٣٢٠)

((أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ)) (مجادله/ ۶) (٣٢١)خداى د هغوى له يو يو حساب لري؛خو خلکو خپل کړه هېر کړي دي .

تر دې وروسته،چې په دنيا کې کړنې ‏او اندونه ‏ثبت شول؛نو بيا په قيامت کې رابرسرېږي .

د دوسيه ګانو رابرسېرنه

((وَإِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ (تکوير/۱۰) = او چې كله كړنليكونه پرانستل شي،)) (٣٢٢)

((وَبَرَزُواْ لِلّهِ جَمِيعًا(ابراهيم/۲۱) = او (په قيامت كې) به ټول خداى ته ښكاره شي)) (٣٢٣)او هېڅ څوک او عمل به پټ نه وي .

((بَلْ بَدَا لَهُم مَّا كَانُواْ يُخْفُونَ)) (انعام/۲۸) (٣٢٤)په قيامت کې به د ټولو خلکو پټ کارونه بر بنډ شي .

(( يُنَبَّأُ الْإِنسَانُ يَوْمَئِذٍ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ (قيامت/۱۳) = پر هغه ورځ به انسان له ټولو هغو كړنو خبر كړاى شي،چې مخكې يا وروسته يې پرېښي دي.)) (۳۲۵)

نېک چاري او بد چاري

قرآن شريف  وايي: د قيامت پر ورځ انسانان په دوو ډلو وويشل کېږي :

فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ (حاقه/۱۹) = نو چا ته چې يې خپل كړنليك په ښي لاس وركړاى شو؛نو(له ډېرې خوښۍ اووياړه به) وايي: (( ( محشريانو!)  راشئ  زما كړنليك ولولئ!(۳۲۶)

٢_ ګناهکاران،چې د هغوى د عملنامو په هکله په قرآن شريف کې درې ډوله تعبيرونه راغلي دي :

الف : په يو ځاى کې د ښو خلکو په هکله وايي : په ښي لاس کې ورته کړنليک ورکول کېږي : وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيهْ )حاقه/۲۵) = او د چا كړنليك، چې يې په كيڼ لاس كې وركړ شي؛نو وايي (به): ((كاشكې زما (دا) كړنليك (خو) راته نه واى راكړشوى.(۳۲۷)

ب : په بل ځاى کې وايي : وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاء ظَهْرِهِ (انشقاق/۱۰) = او چا ته چې كړنليك يې وروسته د شا له خوا وركړ شي. (٣٢٨)چې دا يې د سپکاوي لپاره دي.

ج: د اسراء په سورت کې تردې وروسته،چې وايي: نېکانو ته په ښي لاس کې کړنليک ورکول کېږي؛نو وايي : وَمَن كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلًا(اسراء/۷۲) = او څوك چې په دې دنيا كې (د حق له پېژندلو) ړوند وي؛نو په آخرت كې به هم ړوند او ښه بې لارې وي. (٣٢٩)

نو ګناهګارنو ته د عملنامو په لاس کې ورکولو لپاره درې ډوله تعبيرونه راغلي،چې له دې تعبيرونو په ګټنې ويلاى شو : د قرآن شريف د آيتونو له کيڼ او چپ لاسه مراد د انسان نېکمرغي او بدمرغي ده ؛لکه څنګه چې مرحوم علامه طباطبايي د ((حيات پس از مرګ )) په کتاب له ښي او کيڼ لاسه مراد ((حق او باطل)) او ((نېکمرغي او بدمرغي)) بيان کړې ده او ويلې يې دي: قرآن شريف خلک په ښو او بدو ويشلي او وايي :

((وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ)) (واقعه/۲۷) او ((وَأَصْحَابُ الشِّمَالِ)) (واقعه/ ۴۱) (٣٣٠) ښي لاسي او کيڼ لاسي او کله د چپ او ښي په ځاى وايي : ((فَأَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ)) (واقعه/۸)  او ((وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ )) (واقعه/۸)   (٣٢١)مبارک او نا مبارک کسان او کله يې د چپ لاسو او نامبارکو پر ځاى ګمراهان ويلي دي .

وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِينَ الضَّالِّينَ(واقعه/۹۲)= او كه هغه (ساه وتلى) له دروغجنو بې لاريو و (٣٣٢) .

ددې ويينې ‏نچوړ به دا وي،چې په قرآن شريف کې له کيڼ او ښي مراد ښه او بد،نېکمرغي او بدمرغي ده او هغه آيتونه،چې وايي :ښو خلکو ته به په ښي لاس کې کړنليک او بدو خلکو ته به په کيڼ لاس کې کړنليک ورکول کېږي،کېداى شي له ظاهري مانا پرته بله مانا ولري .

غم او ښادي

هغوى چې خپله کړنليک لولي او خوند ترې اخلي او له خوشحالۍ په خپل پوټکي کې نه ځايېږي ؛نو چغې وهي: خلکو ! راشئ او کړنليک مې وګورئ! نېکمرغي مې وګورئ !

فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ. إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيهْ . فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ . فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ .(حاقه/ ۱۹، ۲۰ ،۲۱ ،۲۲ ،۲۳)= نو چا ته چې يې خپل كړنليك په ښي لاس وركړاى شو؛ نو(له ډېرې خوښۍ اووياړه به) وايي: (( ( محشريانو!)  راشئ  زما كړنليك ولولئ! بېشكه مايقين درلود (چې قيامت راتلونكى دى او د خپلو كړنو) له حساب سره (به) مخېږم.)) نو هغه به په خوښ ( او په زړه پورې) ژوندكې وي، په (ابدي ) لوړ مقامي جنت كې،چې د مېوو واڼل به يې په واک کې وي.(٣٣٣)

هغوى،چې له ګناهونو ډک خپل کړنليک لولي؛نو په حسرت او غم کې چغې وهي: وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيهْ. وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيهْ. يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ. مَا أَغْنَى عَنِّي مَالِيهْ. هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيهْ( حاقه/۲۵، ۲۶، ۲۷، ۲۸، ۲۹)= او د چا كړنليك چې،يې په كيڼ لاس كې وركړ شي؛نو وايي (به): (( كاشكې زما (دا) كړنليك (خو) راته نه واى راكړ شوى او زه له خپل حسابه نه واى خبر شوى! كاشكې هغه د دنيا(مرګ مې) چارې پاى ته رسولې واى. شتمنۍ مې (عذاب) راڅخه لرې نه كړ، واك مې (هم ) له لاسه ولاړ!)) (٣٣٤)

د دوسيو ډولونه

د قرآن شريف د آيتونو په رڼا کې د قيامت پر ورځ د هر چا لپاره درې ډوله کتاب او دوسيې دي :

١_وګړيزې: چې هر انسان ته ځانګړى کتاب دى،چې وګړيزې چارې يې پکې ليکل کېږي .

قرآن شريف وايي : وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَآئِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا (اسراء/۱۳) = او موږ د هرانسان په خپله غاړه كې يې كړه ځوړند كړي دي او د قيامت پر ورځ به ورته يو كتاب راوباسو،چې پرانستى به يې وګوري (چې دا يې هماغه کړنليک دى) . (۳۳۵)

2- ډله ييز : چې د هر امت لپاره ه يو کتاب دى .

((كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَى إِلَى كِتَابِهَا)) (جاثيه/۲۸) (٣٣٦)په قيامت کې به هر امت خپل ځانګړي کتاب ته راوبلل شي. البته کېداى شي دا کتاب د امتونو د فکري خط په هکله وي .

٣_ټوليز :په دې  کتاب کې د ټولو خلکو کړنې ثبت شوې دي .(٣٣٧) ( الميزان تفسير، ۱۳/ ۳۴۸)

پړاوونه او تم ځايونه

د ډېرو روايتونو په رڼا کې په قيامت کې پنځوس تم ځايونه دي،چې هر يو د هغې ورځې د حالاتو له مخې او د انسان د مسئوليتونو د ځوابونو لپاره دى،چې په هر تم ځاى کې د اوسېدو وخت هم زر کاله دى (٣٣٨) ( الميزان تفسير، ۲۰/ ۸۰- بحارالانوار،۷/ ۱۲۶).

البته دا دومره وخت فاسدو خلکو ته دى؛ځکه د رسول اکرم وينا ده : له مؤمنانو سره به د حساب وخت د يو فرض لمونځ د ترسره کولو هومره وي (٣٣٩) (بحارالانوار،۷/ ۱۲۳).

مرحوم مجلسي په دې هکله د روايتونو او آيتونو نچوړ داسې بيان کړى دى، چې ښيي،له معمولي کافرانو سره به د حساب موده زر کاله وي (٣٤٠) ( د سجدې سورت د پينځم آيت په پامنيوي)؛خو د ځينو کافرانو،چې کېداى شي د ټولنې د کفر او فساد مشران وي،د حساب موده يې پنځوس زره کالو ته هم ورسي (٣٤١) ( د معارج سورت د پينځم آيت په پامنيوي) څومره،چې ظلم او کفر ډېر وي؛نو د حساب موده به يې اږده وي او څومره ،چې تقوا او ايمان ډېر وي ؛نو پر هغه ورځ به يې حساب هم لنډ او اسان وي (٣٤٢).(بحارالانوار،۷/ ۱۲۸).

يو سړي حضرت علي وپوښته : کله په قرآن شريف کې د يو بل پر ضد آيتونه او خبرې موندل کېږي،د مثال په توګه : په يو ځاى کې وايي: د قيامت پر ورځ به د خلکو پر خولو او شونډو د چوپتيا ټاپه ولګول شي؛ خو په بل ځاى کې وايي: خلک به،چغې وهي او پر يو بل به لعنت وايي ؟

په ځواب کې يې وويل :په قيامت کې پړاوونه او تم ځايونو ډېر دي،چې په يو پړاو کې ورته د خبرو اجازه ورکول کېږي؛لکه مشرکان چې وايي :

ثُمَّ لَمْ تَكُن فِتْنَتُهُمْ إِلاَّ أَن قَالُواْ وَاللّهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِينَ (انعام/۲۳)= بيا به د هغوى ځواب او عذر يوازې دا وي چې : (( پر هغه خداى قسم،چې زموږ پالونكى دى، موږ خو مشركان نه وو.)) (٣٤٣)

خو دا دروغ به يې ددې لامل شي،چې پر شونډو او خولو يې د چوپتيا ټاپه ولګول شي او د خولو او شونډو پر ځاى به يې د بدن نور غړي پر ګناهونو ګواهي ورکوي. (٣٤٤) ( بحارالانوار،۷/ ۳۱۴)

نو په يو پړاو کې چغې، لعنت، دورغ او انکار وي او په بل پړاو کې يې په خولو د چوپتيا ټاپه لګېږي ؛نو په قيامت کې هر پړاو او تم ځاى يو له بل سره توپير لري .

د کړنو حساب او جزا

په اسلامي فرهنګ کې انسان ته دوه ډوله حساب او جزا ثبت شوې ده :

١_ هغه کارونه،چې په خپله يې  کړي دي .

٢_ هغه کارونه،چې هوډ يې درلود؛خو نه يې وي کړي .

پردې خبرې لا رڼا اچونې ته مو آيتونه او روايتونه راوړي،چې په اسلام کې فکري او مکتبي پېوند هېڅ پوله،وخت او ځاى نه لري  :

١_قرآن شريف  د پېغمبراکرم د وخت يهودانو ته وايي : ((فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ)) (آل عمران/۱۸۳) (٣٤٥)ولې تاسې پېغمبران (لکه يحيى او زکريا ) شهيدان کړل؟ حال داچې د هغو د پېغمبرانو د وژل کېدو او زموږ د پېغمبر په وخت کې ٥٠٠ کاله واټن و (٣٤٦) .(تفسير الميزان، ۴/ ۸۵)

هو! سلونه کاله مخکې د هغوى نېکونو پېغمبران وژلي ول؛خو داچې دا خلک د خپل نېکونو له کارونو راضي ول؛نو څښتن(ج) هغوى رټي او هم ورته د پېغمبر وژونکي وايي او ورته وايي: ولې مو پېغمبران ووژل ؟ او د قيامت پر ورځ به هم ددې کار ځواب ورکړي، که څه هم په خپله يې نه دي کړى ؛خو پرې خوښ ول .

٢_ قرآن شريف  د حضرت صالح عليه السلام د اوښې په هکله،چې د خداى له نښو او د  پېغمبر له معجزو وه او هغه يوازې يو سړي اوټاو کړه او له منځه يې يوړه وايي :((فَعَقَرُوهَا )) (هود/ ۶۵) (٣٤٧) د حضرت صالح  ټولو مخالفانو اوښه ووژله؛ځکه،چې هغه مهال د حضرت صالح ټول مخالفين د اوښ د وژونکي پر کار خوښ ول؛نو خداى ټول پر عذاب کړل .

حضرت علي وايي :خلکو! پر يو عمل د انسان خوشحالېدل او خپه کېدل هم محاسبه کېږي ؛لکه څنګه چې د حضرت صالح اوښه يو کس ووژله ؛خو داچې نور هم پرې خوښ ول؛نوخداى ټول پر عذاب کړل . (٣٤٨) ( نهج البلاغه ۲۰۱خطبه)

٣_ رسول اکرم وويل : که څوک (د ناچارۍ له مخې) د ګناه په ځاى کې وي؛خو له زړه ورسره مخالف وي؛نو داسې به وي ؛لکه چې هلته نه وي؛ خو هر هغه غايب،چې پردې  ګناه خوښ وي ؛نو داسې به وي ؛لکه چې په هغه غونډه کې و . (٣٤٩) (وسايل، ۱۱/ ۴۰۹)

٤_روايت وايي :په ختيځ کې کوم انسان ووژل شي او په لويديځ کې پرې څوک خوښ وي ؛نو د خداى پر وړاندې پر دې وژنه خوښ انسان هم وژونکى شمېرل کېږي . (٣٥٠) ( تفسير نمونه، ۹/ ۱۵۹)

٥_د حضرت علي يو يار د جمل په جګړه کې تر بري وروسته وويل : څومره به ښه وو،چې اوس مې ورور واى او دا برى يې ليدلى و! امام ورته وويل :که زړه يې له موږ سره وي ؛نو داسې به وي،چې په دې  جګړه کې يې ګډون کړى وي او نه يوازې ستا ورور؛بلکې هغه کسان هم شريک دي،چې لا زوکړه يې نه وي کړې (٣٥١) ( ؛يعنې راتلونکي هم که زموږ پر دې کار خوښ وي؛نو له موږ سره شريک دي ) ( نهج البلاغه ۱۲خطبه)

٦_ د زيارت عاشورا په دعا کې وايو : د خداى لعنت دې پر هغوى وي ، چې د امام حسين د شهادت خبر يې واورېد او په زړه پردې کار خوښ وو او غبرګون يې  ونښود .

٧_رسول اکرم وويل :همداچې غيبت کوونکي ته يې کړنليک ورکړ شي؛ نو وبه پوښتي:د خېر کارونه مې پکې ولې نشته ؟ ؛نو ورته به وويل شي : د هغه غيبت له امله،چې کړى دې و،د خېر کار دې د هغه په کړنليک کې ثبت شو،چې تا يې غيبت کړى و او د ځينو  په کړنليک کې به داسې اعمال ليکل شوي،چې کړي يې نه وي ؟ ؛نوپه ځواب کې به ورته وويل شي : دا د هغه چا عبادتونه دي،چې ستا غيبت يې کړى و؛نو د هغه له عملنامې را واخستل شو او ستا په کړنليک کې وليکل شو . (۳٥٢)  (جامع السادات، ۲/ ۲۳۶)

د قيامت د ورځې شاهدان او شکايت کوونکي

د شاهدانو شهادت او ګواهي

قرآن شريف  وايي : ((وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ (غافر/ ۵۱) = او(هم) پر هغه ورځ چې شاهدان  ودرېږي))

که څه هم خداى د چا شهادت ته اړمن نه دى؛خو دا د انسان ځانګړنه ده،څومره،چې ځان د څارونکيو او شاهدانو پر وړاندې ويني ؛ نو هومره يې پر تقوا او ايمان اغېزه لري .

په قيامت کې شاهدان

لومړى شاهد: لوى خداى

په قرآن شريف کې دي : إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ (حج/۱۷)= په رښتيا چې خداى پر هر څه شاهد (او له هر څه خبر) دى (٣٥٣)

د خداى لپاره نور صفات هم بيان شوي دي،چې ټول ددې خبرې سپيناوى کوي،چې خداى پر ټولو د پوهې ولکه لري.

إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا(نساء/۱) = ځكه خداى څارونكى دى (٣٥٤)

وَكَانَ اللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطًا(نساء ۱۲۶) = او خداى پر هر څه چاپېر دى (٣٥٥)

داسې نور آيتونه شته،چې د الهي علم پخلى کوي .

دويم شاهد: انبياء

د قيامت پر ورځ يو ګواه الهي انبياء دي .

قرآن شريف وايي: فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاء شَهِيدًا (نساء/۴۱) = څنګه به وي پر هغه ورځ ،چې موږ له هرامته ( د هغوى پر كړنو ) يو شاهد راولو او تا به هم پر هغوى شاهد كړو؟  (۳۵۶)

په بل ځاى کې  وايي : وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَؤُلاء وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (نحل/۸۹) = او (درياد كړه) پر هغه ورځ چې موږ په هر امت كې پخپله د هغوى له منځه  پر دوى يو شاهد راپاڅو او تا پر هغوى ګواه كړو او موږ دا كتاب پرتا نازل كړى،چې د ټولو څيزونو څرګندوونكى دى او مسلمانانو ته لارښود او رحمت او زېرى دى . (٣٥۷)

نو په قيامت کې به پر هر امت د هغه امت پېغمبر ګواه وي او پر ټولو انبياوو به شاهد زموږ پېغمبر حضرت محمد (ص) وي .

درېم ګواه :امامان

قرآن شريف وايي : وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا (بقره/ ۱۴۳) = په همدې توګه مو تاسې (چې  قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ،چې پر خلكو شاهدان اوسئ او پېغمبر پر تاسې شاهد دى (٣٥٨)

ددې خبر‌ې په پامنيوي،چې د امت ټول خلک د ګواهۍ او شهادت لپاره په کار عدالت او وړتيا نه لري؛نو په آيت کې له امته مراد ځينې وګړي دي ،نه ټول امت؛نو له امته مراد د امت ځينې وګړي دي،چې په الهي محکمه کې د خلکو پر کړنو د ګواهۍ لپاره وړتيا او په کار شرايط ولري؛لکه څنګه چې روايت وايي : هغه منځ امت،چې شاهدان دي،موږ  يو .(٣٥٩) ( تفسير صافي، تر بقره/ ۱۳۴ لاندې)

فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاء شَهِيدًا(نساء/۴۱) = څنګه به وي پر هغه ورځ،چې موږ له هر امته ( د هغوى پر كړنو ) يو شاهد راولو او تا به هم پر هغوى شاهد كړو؟(٣٦٠)

ددې آيت په اړه په يو روايت کې راغلي :په هر وخت کې يو امام وي،چې د خلکو پر کړنو ګواه دى. (٣٦١) ( تفسير صافي)

څلورم ګواه :پرښتې

په قرآن شريف  کې راغلي دي : وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ (ق/۲۱) = او هر څوك (په داسې حال كې محشر ته) راځي،چې سيخوونکى او شاهد به ورسره وي. (٣٦٢)

د قيامت پر ورځ به ټول د الهي عدل په محکمه کې راښکاره شي،حال داچې په څنګ کې به يې يوه پرښته وي،چې محشر ته به يې راکاږي او هم يوه پرښته،چې پر کړنو به يې ګواه وي . (٣٦٣) ( تفسير الميزان، ۱۸/ ۳۷۹)

هغه پرښتې،چې په قيامت کې به پر کړنو مو ګواه وي،کېداى شي هماغه پرښتې وي،چې په دنيا کې هم راسره وې او زموږ کړه وړه يې ليکل او کېداى شي،چې نورې پرښتې وي .

پينځم شاهد : ځمکه

قرآن شريف  وايي :يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا (زلزله/۴) = پر هغه ورځ هغه (ځمكه) خپل (حالات او) خبرونه وايي. (٣٦٤)

پر هغه ورځ د ځمکې شهادت دوه ډوله کېداى شي :

الف : د هغه وضع او نظام په واسطه به وي،چې پيدا کړى يې دى ؛لکه څنګه چې موږ يو بل ته وايو : سترګې دې وايي،چې بېګا شوګير وې او رنګ دې چغې وهي،چې وېرېدلى،خوشحاله او پر غوسه يې او همداراز پر ځمکه به ستره زلزله راشي او د هر څه تر وړه او چوره کېدو ورسته ځمکه خپلې خبرې لري؛يعنې د هغې ورځې وضع او نظام به مو پر يو لړ خبرو پوه کړي ؛لکه څنګه چې د ونې تر پرې کولو وروسته د ونې پر تنه کرخې مو د هغه د عمر په اړه پوهوي او يا کومه ليکنه،چې پکې مطالب مو د ليکونکي پر پوهه پوهوي؛نو پردې بنسټ د ځمکې له شهادته مراد د هغې د اوضاع ګواهي ده؛ نه وينا او خبرې .

ب: خداى به په خپل قدرت د ځمکې هر برخه پر خبرو کړي . هغه قدرت، چې په دنيا کې يې له خاورو مېوه او خواړه او له خوړو نطفه او بيا ترې انسان جوړوي او هغه انسان بيا په خبرو کېږي؛نو پر هغه ورځ به هم بې کلامه جمادات ويونکي شي .

د خداى استازى به،چې هرې سيمې ته ورسېد؛نو هلته به يې دوه رکعته لمونځ کاوه او و يل به يې : د قيامت پر ورځ به دا ځمکه پر دې لمونځ ګواهي ورکوي . (٣٦٥) ( تفيسر الميزان، ۶/ ۳۳۷)

شپږم ګواه :وجدان

پر هغه ورځ به يو ګواه د انسان عقل او وجدان وي .د قرآن شريف په ډېرو آيتونه کې راغلي : انسان ښکاره پر خپله کړې ګناه منښته کوي او په زړه پورې خبره خو دا ده،چې خداى هم پر هغه ورځ د انسان وجدان قاضي کوي او انسان ته وايي : اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا(اسراء/۱۴)= (او هغه ته وايو:) كتاب دې ولوله ! كافي ده نن خپله محاسبه پخپله وكړې ! ( ۳۶۶)

اووم ګواه :د بدن غړي

قرآن شريف وايي :يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (نور/۲۴) =  پر هغه ورځ به ژبې،لاسونه او پښې يې پر كړنو شاهدي وركړي. (٣٦٧)

هغه ورځ،چې د خلکو ژبه،لاس او پښې پرې ګواهي وايي او کله پر خولو د چوپتيا ټاپه لګي او يوازې پښې او لاسونه خبرې کوي .

الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (يس/۶۵) = نن يې خولې بندوو او لاسونه يې راسره خبرې كوي او پښې يې د هغوى پر كړنو ګواهي لي! (٣٦٨)

په بل آيت کې راغلي دي : ان إِذَا مَا جَاؤُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (فصلت/۲۰) = چې كله هلته ورسي؛نو غوږونه او سترګې او (د بدن) پوټكي به  يې  پر كړنو شاهدي ووايي. (٣٦٩)

په زړه پورې خو دا ده،انسان چې د خپلو غړيو ګواهي وويني؛نو په  خپګان او خېجلتوب ووايي:وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا (فصلت/۲۱) = او  د خپل (بدن) پوټكو ته وايي: (( تاسې ولې زموږ پر زيان شاهدي وويله)) (٣٧٠)

پوټکې به ځواب ورکړي : قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (فصلت/۲۱) = (پوټکي) وايي: (( هغه خداى موږ پر خبرو راوستو،چې هر شى په خبرو راولي او هغه لومړى ځل پيدا كړئ او يوازې د هغه پر لور ورګرځول كېږئ.)) (٣٧١)

علامه طباطبايي ددې آيتونو په تفسېر کې وايي :د غړيو شهادت هغه مهال واقعيت لري،چې هر يو غړى په دنيا کې د شعور خاوند وي او د انسان له کړنو خبر وي؛ ګينې نو هغه به شهادت نه وي،چې د قيامت پر ورځ غړيو ته شعور ورکړ شي او يا داچې پر هغه ورځ ورته پوهه او غږ ورکړ شي؛ځکه شاهد بايد د کړنو پر مهال وي او هم پوه وي،څو وکړاى شي پر خبره ځان پوه کړي او پر بله ورځ ګواهي ورکړي؛نو پر دې بنسټ  زموږ ټول غړي په دې دنيا کې د شعور او پوهې خاوندان دي؛ که څه شعور او پوهه يې زموږ له پوهې او شعور سره توپير لري (٣٧٢) (تفسير الميزان، ۱۷/ ۴۰۲)

په قرآن شريف  کې راغلي دي :وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا (اسراء/۳۶) = او په هغه څه پسې مه ځئ،چې پرې پوه نه ياست؛ځكه چې غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي. (٣٧٣)

که څه ووايي،چې له سترګو ،غوږونو او زړه د پوښتنې مراد د هغوى له خاوندانو پوښتنه ده؛خو د نورو آيتونو په رڼا کې،چې وايي :(( په قيامت کې به په خپله غړي ګواهي ورکوي )) ددې لپاره هېڅ دليل نه پاتې کېږي ، چې دا آيت د هغوى د ظاهر پر خلاف مانا کړو .

حديث دى: د غړيو ګواهي يوازې په هغو خلکو پورې ځانګړې ده،چې مجرمان او فاسقان دي او الهي عذاب ورته په تمه وي او دا ګواهي مؤمنانو ته نه ده  او مؤمنانو ته يې کړنليک په ښي لاس کې ورکول کېږي او هغوى هم په خوشحالۍ نور د خپل کړنليک لوستو ته رابلي . (٣٧٤) ( کافي، د تسليه الفواد په نقل،۱۸۱ مخ)

اتم ګواه: وخت

د حضرت علي (ک) وينا ده : داسې ورځ به پر انسان تېره نشي،چې انسان ته خبردارى ورنه کړي،چې نن درته نوې ورځ يم او د قيامت پر ورځ به دې پر کارونو ګواه يم؛نو کوښښ وکړه،چې له دې ورځې په بشپړه توګه د خپل تلپاتې نېکمرغۍ لپاره ګټه واخلى. (٣٧٥) ( تفسير نور الثقلين، د ق/۲۱ لاندې)

روايت وايي: نن تازه او نوې ورځ ده او د قيامت پر ورځ به پر کړنو ګواه وي ،چې پکې يې ترسره کوو .  (٣٧٦) ( صحيفه سجاديه، شپږم دعا)

نهم ګواه : کړنې

((يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا ( آل عمران/۳۰) = پر هغه ورځ به هر څوك خپل ښه او بد كړه حاضر ومومي (٣٧٧)

((وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا)) (کهف/۴۹) (٣٧٨)د قيامت پر ورځ به انسان خپل په دنيا کې تر سره کړي کړه وړه حاضر وويني .

د قيامت عذاب نه عچ دى او نه کينه او نه قراردادي سزاګانې،چې ناندرې پکې وکړي او درسره به پکې ګوزاره وشي؛بلکې د قيامت عذاب زموږ د خپلو هغه کړنو پايله ده،چې په دنيا کې مو ترسره کړي دي ( متل وايي: څه چې کرې،هغه به رېبې) او د رسول اکرم وينا ده : (( الدنيا مزرعة الاخرة )) (٣٧٩) ( عوالی الالی، ۱/ ۳۶۷)

په قيامت کې شکايت کوونکي

د قيامت پر ورځ سربېره پردې،چې په الهي محکمه کې ترې پوښتنې کېږي او شاهدان پرې ګواهي وايي ،شکايت کوونکي هم شته،چې له انسانه شکايت لري ؛لکه :

١_ د خداى استازى

په قرآن شريف کې راغلي،چې د خداى استازى به د قيامت پر ورځ په ګيله خداى ته شکايت وکړي،وايي به :وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا (فرقان/۳۰) = او (د خداى) استازى وويل: ((پالونكيه! په حقيقت كې زما قوم داقرآن پرېښې و (٣٨٠)

٢_ قرآن شريف

رسول اکرم وويل : د قيامت پر ورځ به درې څيزونه له خلکو شکايت ته راشي : قرآن شريف،جومات او اهلبيت مې .(٣٨١) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۲۲)

کېداى شي د قيامت پر ورځ قرآن شريف هم له خپلو پلويانو او هم له مخالفينو شکايت وکړي .

له خپلو پلويانو د قرآن شريف  شکايت :

يا يې قرآن شريف ونه لوست او يې ولوست او تدبر يې پکې و نه کړ او يا يې نور ترې خبر نه کړل .

له خپلو مخالفينو د قرآن شريف  ګيله او شکايت :

زه يې د بشر مخلوق وګڼلم.

وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِّسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُّبِينٌ(نحل/‍۱۰۳)= او په يقين موږ پوهېږو، چې هغوى وايي: (( دا آيتونه كوم انسان ده ته ورښيي .)) ( نه داسې نه ده؛ ځكه) د هغه چا ژبه چې دوى ورته اشاره كوي،عجمي ده؛ خو دا (قرآن) څرګنده عربي ژبه ده.  (٣٨٢)

زه يې د پخوانيو افسانه وګڼلم.

وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِن يَرَوْاْ كُلَّ آيَةٍ لاَّ يُؤْمِنُواْ بِهَا ان إِذَا جَآؤُوكَ يُجَادِلُونَكَ يَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِنْ هَذَآ إِلاَّ أَسَاطِيرُ الأَوَّلِينَ(انعام/۲۵) = له هغوى ځينې ستا خبرو ته غوږ نيسي؛ خو پر زړونو مو يې پردې اچولي دي،چې پوه پرې نشي او د هغوى غوږونه مو درانه كړي دي او( هغوى دومره ځېليان دي چې) كه  د حق ټولې نښې وويني؛نو ايمان نه راوړي،ان تردې چې كله تاته راشي درسره شخړه كوي،كافران  وايي : (( دا (كتاب) يوازې د پخوانيو قيصې دي !)) (٣٨٣)

زما د تلاوت اورېدل يې منع کړي ول.

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ(فصلت/۲۶) = او كافران وايي:((دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او د لوستو پر وخت يې جنجال جوړ کړئ، ښايي برلاسي شئ .)) (٣٨٤)

زما پر راوړونکي يې د دروغجن،سحر،جنون او کهانت تور ولګاوه .

إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ(طارق/۱۳)= (چې) په حقيقت كې دا (قرآن) غوڅه خبره ده (چې حق له باطله بېلوي)(٣٨٥).

زه يې اورېدم؛خو ځېل يې کاوه او ايمان يې نه راوړ.

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن نُّؤْمِنَ بِهَذَا الْقُرْآنِ وَلَا بِالَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِندَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ الْقَوْلَ يَقُولُ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ(سباء/۳۱) = كافرانو وويل:(( موږ به هيڅكله پر دغې قرآن او له ده پر مخكې نورو كتابونو باندې ايمان رانه وړو)) كه ته دا ظالمان پر هغه وخت ووينې،چې د خداى پر وړاندې (د حساب او جزا لپاره) ودرول شي،پر هغه وخت به هغوى يو پر بل پړه اچوي (؛نو له حاله به يې حيران شې)! بېوسي كړاى شوي به لويي خوښيو ته ووايي :((كه تاسې نه واست؛ نو موږ به هرومرو مؤمنان وو.))  (٣٨٦)

چې د  نمښتې لار يې نه درلوده ؛نو ويل يې: يو بل قرآن راوړه او دا بدل کړه .

وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِن تِلْقَاء نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ(يونس/۱۵)= او چې كله هغوى ته زموږ څرګند آيتونه اورول كېږي؛ نو هغوى چې زموږ پر ليدنه (او د قيامت پر ورځې) ايمان نه لري وايي: ((له دې پرته بل قرآن راوړه،يا هغه بدل كړه (او د بوتانو د غندنې آيتونه ترې لرې كړه) ))، ووايه:(( ما ته نه ښايي،چې له خپله ځانه پكې بدلون راولم، ما ته چې څه وحې كېږي، زه يوازې د هغې لاروى يم؛(ځکه) كه زه د خپل پالونكي له حكمه غاړه غړوم؛ نو د لويې ورځې (قيامت) له عذابه وېرېږم !))(٣٨٧).

٣_جومات

جومات به د قيامت پر ورځ شکايت کوي .(٣٨٨) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۲۲)

د رسول اکرم وينا ده : د قيامت پر ورځ به په الهي محکمه کې جومات له خلکو شکايت کوي،وايي به :خدايه ! زما ورونه يې وتړل او زما حق يې ضايع کړ.(۳۸۹) ( وسايل ۳/ ۴۸۴)  او سره له دې،چې رسول اکرم جومات ته د تګ په هکله ويلي ول: خداى هر ګام ته لس ثوابه ورکوي، چې د جومات پر لور اخستل کېږي،لس ګناهونه بښي او لس د رحمت درجې ورکوي (٣٩٠) ( وسايل ۳/ ۴۸۳) ؛خو بيا هم جوماتونه خالي ول .

٤_اسماني مشران

حديث دى،چې د قيامت پر ورځ به د رسول اکرم اهلبيت له خلکو شکايت کوي،وايي به :خدايه ! موږ يې ووژلو،در په در او خاورې پر سر يې کړو او ددې پر ځاى،چې زموږ پر حقه مشري ومني په مفسدانو، مسرفانو او طاغوت پسې ولاړل .(٣٩١) ( وسايل ۳/ ۴۸۳)

د قيامت انځور

په قيامت کې تله (ميزان)

د قيامت د ورځې يوه مهمه مسئله،چې په روايتونو او آيتونو کې ورته ډېره اشاره شوې ،د تلې يا ميزان مسئله ده .

ميزان (تله )د وزن (تللو) او سنجش وسيله ده . قرآن شريف  وايي :وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ ( حديد/۲۵) = په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل (٣٩٢)

يعنې انبياوو خلکو ته قانون،د حق او باطل او د خېر او شر د سنجولو معيار راوړى دى .پکار نه ده په قيامت کې تلل او ميزان،دې دنيا کې تلې ته ورته وي؛ځکه د ((ميزان)) ټکى د ((څراغ)) د ټکي په څېر دى ؛ يعنې لکه څنګه،چې ټول څراغونه په يو ټکي کې سره شريک دي او هغه هم  رڼا او د  تيارو له منځه تګ دى او څراغ ټکى زاړه،نوي او راتلونکي رانغاړي؛خو نن که د څراغ ټکى په خوله راځي؛نو د چا ذهن ته پخوانى څراغ راځي؛خو بڼې يې توپير کړى دى . په قيامت کې هم داسې دي او د سنجش او تللو وسيله يې توپير لري .  مرحوم مجلسي (٣٩٣) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۴۲)  او علامه طباطبايي (٣٩٤) ( تفيسر الميزان، ۹/ ۷)  د آيتونو او روايتونو په رڼا کې د ميزان په اړه يو لړ څرګندونې کړي دي ،چې موږ په لنډو په څلورو عنوانو کې ورته اشاره کوو :

١_ د قيامت تلې

لکه څنګه مو،چې وويل: ميزان د سنجش او تللو وسيله ده اوچې له هرې وسيلې سره وي؛لکه څنګه چې ټوټه په متر،د دېول اوږدوالى په شاقول،خط په خط کش او لار په کيلومټر او هوا او تودوخه په سانټي ګرېډ معلومېږي؛نو په قيامت کې هم د انسان د کړنو تلل،حق دى؛( وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ)) (اعراف/۸) (٣٩٥)؛ځکه د هغې ورځې بنسټ حق او حقانيت دى .((ذَلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ)) (نباء/۳۹) (٣٩٦) په ډېرو روايتونو کې راغلي: زموږ د کړنو ميزان،پېغمبران او امامان دي؛ځکه چې دا خلک د انسانيت د مقام لوړو څوکو ته رسېدلي دي او د اخلاص له نظره يې د کړنو حق ادا کړ دى او کارونه يې بېلګه دي؛نو د خلکو کړنې هم د هغوى له کړنو سره په پرتله کېږي .(٣٩٧) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۴۹)

د حضرت علي په زيارت نامه کې راغلي دي : (( السلام عليک يا ميزان الاعمال ))(٣٩٨)  سلام دې پر تا وي،چې په قيامت کې زموږ د اعمالو د ميزان وسيله يې .

٢_ د ميزانونو ډېروالى

داچې د قيامت پر ورځ زموږ اعمال د خپلې بېلګې له بشپړې سره سنجول کېږي،د مثال په توګه : لمونځونه له بشپړ لمونځ سره او روژه،حج او زموږ وينا له پشبړو روژو،حجونو او ويناو سره سنجول کېږي؛نو پر دې بنسټ تلې ډېرې دي؛ځکه قرآن شريف د ((ميزان)) د ټکي پر ځاى د ((موازين )) له ټکي کار اخستى دى .وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ(انبياء/۴۷)  (٣٩٩).

٣_ تله د ټولو لپاره نه ده

په روايتونو کې ويل کېږي،چې تله يوازې د مؤمنانو لپاره ده؛خو د مشرکانو او هغوى چې کړنې يې د اوبو پر سر د ځګ په شان دي او يا هغه کسان،چې يو لړ کارونه يې کړي وي،چې خپل نور ښه کارونه يې هم پرې پر سيند لاهو کړي وي ؛نو داسې کسانو ته به ميزان نه وي.

أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا (کهف/۱۰۵) = [هو] دوى د پالونكي پر آيتونو او له هغه سره له مخامختيا منكر شول؛نو ځكه يې كړه پوپناه شول؛ له همدې امله د قيامت پر ورځ به ورته تله و نه دروو. (٤٠٠)

حضرت علي (ک) وويل :بې لاريو مشرانو ته به په قيامت کې ميزان نه وي؛ ځکه هغوى به دومره رسوا وي،چې حساب،کتاب او ميزان ته اړتيا نه لري  .(٤٠١)  (تفسير صافی، د کهف/۱۰۵ تر آيت لاندې)

په روايت کې راغلي : مشرکانو ته به د قيامت پر ورځ تله نه ايښوول کېږي او کړنليک به يې په قيامت کې نه ښوول کېږي او د حساب کتاب او ميزان مسئله يوازې د مسلمانانو لپاره ده . (٤٠٢) ( حيات پس از مرګ، علامه طباطبايي)

٤_ د تلې د دروندوالي لاملونه

د خېر ټول  کارونه تله درنوي او د شر ټول کارونه يې سپکوي؛خو په حديث کې راغلي،چې  رسول اکرم وويل :ښه خوى په صالحو کړنو کې تر ټولو ډېر د تلې د دروندوالي لامل دى . (٤٠٣) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۴۲)

صراط ( پول )

د صراط ټکى تر څلوېښت ځلو ډېر په قرآن شريف  کې راغلى دى .

د قيامت د ورځې صراط مو له فکري،عقيدتي او عملي خطونو جوړ شوى دى او د انسان د شخصيت يواځېنى لامل دى .

(( صراط مستقيم ))؛يعنې په دنيا کې هغه لار،چې کمال ته مو رسوي .

صراط مستقيم؛يعنې نېغه لار،د حق او عدل لار،د انبياوو، شهداو، صالحانو او صديقينو لار.

وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا(نسارء/۶۹) = او څوك چې د خداى او پېغمبر اطاعت وكړي ( د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي،چې خداى پرې خپل  نعمت لورولى دى(؛يعني) له پېغمبرانو او رښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او هغوى ښه ملګري دي (٤٠٤)

صراط مستقيم ؛يعنې د خداى لار.

إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ(هود/۵۶) = ، په رښتيا چې پالونكى مې پرسمه لار دى (٤٠٥)

صراط مستقيم؛يعنې پېغمبراکرم (ص) لار.

إِنَّكَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ(زخرف/ ۴۳) = چې ته پر سمه لار يې. (٤٠٦)

نېغه لار يوه ده ؛خو کږې لارې خورا ډېرې دي .

نېغه لار هماغه د دين لار ده . قرآن شريف  وايي :(( هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ(انعام/۱۶۱) (٤٠٧)

په روايت کې راغلي : يوازې موږ نېغه لار يو او بس .

فرض دي،چې هر مسلمان لږ تر لږه لس ځل له خدايه وغواړي :(( اهدنا الصراط المستقيم )) خدايه ! موږ ته  نېغه لار وښيه .

په قيامت کې صراط

په قيامت کې پر دوزخ  د ((صراط)) په نامه يو پول دى،چې تر وېښتو نرى او تر تورې تېره دى (٤١٠) ( نور الثقلين، ۱/ ۱۷)  او ټول خلک بايد پرې تېر شي او د قرآن شريف  وينا ده :وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا. ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا (مريم/۷۱، ۷۲)= او بې استثنا تاسې ټول جهنم ته ننوځئ، ددې حکم پوره کول ستا د پالونکي پر غاړه دى . بيا پرهېزګاران ترې ژغورو او ظالمان به په (دوزخ) كې په ګونډو پراته پرېږدو.

پر صراط څه تېرېږي

په ډېرو روايتونو کې راغلي: پر دې پول،چې د انسان برخليک ټاکل کېږي او تر وېښتو نرى دى،په څو ځايونو کې تم ځايونه لري او بې له الهي انبياوو او اولياوو،چې په ځغاسته او بې ځنډه به پرې تېرېږي،نور ټول به هلته په تم ځايونو کې ځواب ورکوي او انسان پرې وراخطا وي  او شاوخوا ته يې اور وي . ( ٤١٢) (بحارالانوار ۸/ ۶۷)

إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ (الفجر/۱۴) = بېشكه پالونكى دې ( ظالمانوته ) په څارنځي كې دى . ( ( ٤١٣)

د دې آيت په تفسير کې په روايت کې راغلي : مراد ترې پر هغه پول خداى ته ځواب ورکول دي. (٤١٤) پر هغه پول به د لمونځ، خپلوانو، کورنۍ،د خلکو د حقوقو او امانت په هکله پوښتنه کېږي او هلته به يوازې هغه خلک ډاډه وي،چې په دنيا کې په هر مشر پسې نه وي تللي  او يوازې له هغه مشرانو يې لاروي کړې وي،چې خداى او رسول يې ټاکلي دي. (٤١٥)(بحارالانوار ۸/ ۶۵)

رسول اکرم وويل :هر چېرته ننووتو او ترې راووتو ته اجازه پکار ده او د صراط له پوله د تېرېدو اجازه زما له ځايناستي علي بن ابيطالب سره مينه او ترې لاروي ده .

رسول اکرم په بېلابېلو ځايونو کې حضرت علي ته وويل : درسره مينه او لاروي  جنت ته د ننووتو لامل او درسره مخالفت دوزخ ته د تګ لامل دى. (٤١٧) ( يوازې خدای بښلي مجلسي په بحارالانوار۳۹/ ۳۲ کې دا حديث راوړی دی)

مرحوم علامه اميني له امام احمد بن حنبل او ابن ابي الحديد او د اهل سنتو له نورو عالمانو رانقل کړي،چې له پول صراطه تېرېدل په علي کرم الله وجهه پوره اړه لري . (٤١٨) ( الغدير۳/ ۲۹۹)

يعنې له پول صراطه تېرېدل او ترې نه غورځېدل له حضرت علي سره  په مينه او يا ورسره په دښمنۍ پورې اړه لري . همداراز د حضرت علي وينا ده : زه هغه پول او لار يم ،چې د جنت او دوزخ ترمنځ ده . (٤١٩) ( علم اليقين ۲/ ۹۶۶)

شفاعت

الهي اولياء،انبياء،امامان،عالمان او شهيدان،چې د تکامل لوړو څوکو ته رسېدلي دي؛نو دوى به د ضعيفانو (چې فکري انحراف و نه لري؛خو عملي تېروتنې لري ) شفاعت کوي او له الهي عذابه به يې ژغوري او بېشکه،چې د شفاعت مقام او اجازه يې يوازې د خداى په لاس کې ده .

څو خبرى

له اسلامي روايتونو ګټنه کېږي :

١_د شفاعت کوونکيو درجې يو له بل سره توپير لري  او په دې  هکله تر ټولو ستر مقام د رسول اکرم بيا د انبياو او معصومو امامانو او بيا د رباني عالمانو او شهيدانو او نورو دى او د شفاعت حدود هم د شفاعت کوونکيو په مقام پورې اړه لري .

٢_ د روايتونو د نچوړ پايله دا ده،چې د قيامت پر ورځ به د شفاعت پيل حضرت محمد (ص) کوي او تر هغه وروسته به نور شفاعت پيلوي. (٤٢٠) ( تفسير الميزان، سنن ابن ماجه ۴۳۰۸ حديث)

٣_ امامانو هم څو ځل قسم خوړلى : پر خداى قسم موږ د قيامت پر ورځ  شفاعت کوو!

٤_ د شفاعت مانا دا نه ده،چې ګناهکار تر الهي عذاب مخکې وبښل شي؛بلکې کله خو داسې دي،چې تر عذاب وورسته بښل کېږي؛لکه څنګه،چې په روايت کې هم راغلي: چې کفار او مشرکين له مؤمنو ګناهکارانو سره په دوزخ کې يو ځاى شي ؛نو کفار به ټکونه ورکوي او وايي به : پر خداى ايمان خو ستاسې د يو درد درمل هم نشو او تاسې هم زموږ په څېر په دوزخ کې ياست؛نو پر دې مهال به وي،چې خداى به پرښتو ته امر وکړي،چې هغه ګناهګاران مسلمانان  له دوزخه راوباسئ. (٤٢١) ( بحارالانوار ۸/ ۳۶۲)

شفاعت کول يوازې په سترو انسانانو پورې ځانګړې نه ده؛بلکې لکه څنګه چې په نهج البلاغه کې لولو : په قيامت کې يو شفاعت کوونکى قرآن شريف (د هغوى لپاره،چې قرآن شريف يې لوستى وي او پرې يې عمل کړى وي ) دى،چې شفاعت يې قبلېږي . که څه هم ځينو د قرآن شريف  د شفاعت مسئلې ته بله بڼه ورکوي او پر مخونه لاس پورې کوي  خو د هغو روايتونو په رڼا کې،چې په  (اصول کافي ۲/ ۵۹۶) (٤٢٣) کې راغلي،وايي : قرآن شريف هم د انسان د خېر د نورو اعمالو په څېر انځور مومي او د يو ښايسته ځوان په بڼه راښکاره کېږي او په قيامت کې به د ټولو په مخ کې راتېر شي او ټول انبياء او پرښتې به خيال کوي،چې هغه يو له هغوى‏ دى؛خو هغه به له دوى ټولو راتېر شي او تر ټولو به پر يو ستر مقام کېني او بيا به د خپلو پلويانو او لارويانو شفاعت کوي،وايي به : پلانى زما له امله وکړېده او زما ساتنه يې وکړه ؛نو خدايه هغه ته نن تر ټولوغوره نعمتونه ورکړه او په زړه پورې خبره خو دا ده د قرآن شريف شفاعت نه يوازې له الهي عذابه ژغورونکى دى؛بلکې د روايتو په رڼا کې د درجې د سترتيا او ډېرېدو لامل هم دى . (٤٢٤) ( کافي، ۲/ ۵۹۸)

په قيامت کې مرسته او چغې

الف : له مؤمنانو مرسته غوښتل

ګناهګاران به په قيامت کې څو ځل له مؤمنانو  د مرستې غوښته کوي . په يو ځاى کې وايي :انظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا ( حديد/۱۳) = :(( ( لږ خو ) موږ ته وګورئ (او مهلت راکړئ)،چې له رڼا مو[لږه] واخلو.))  (ورته) ويل كېږي:(( شا (دنيا) ته وګرځئ او هلته رڼا وغواړئ.)) (٤٢٥).

. ګناهګاران به وايي : أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ ( حديد/۱۴) = آيا موږ له تاسې سره نه وو؟! (٤٢٦)

وايي به : ولې زموږ جسمونه سره يو ځاى ول؛خو زموږ انديز خط، کړنې،موخې،مشر او د ژوند څرنګوالي توپير درلود.

په بل ځاى کې به دوزخيان له جنتيانو داسې مرسته غواړي :وَنَادَى أَصْحَابُ النَّارِ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُواْ عَلَيْنَا مِنَ الْمَاء أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّهُ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى الْكَافِرِينَ (اعراف/۵۰) = او دوزخيان به جنتيانو ته غږ كړي چې : (( پر موږ خو لږې اوبه د خداى له دركړې روزۍ يو څه راوغورځوئ، هغوى به (په ځواب كې) وايي :” خداى دا دواړه پر كافرانو حرام كړي دي .)) (٤٢٧)

ب: له مجرمانو مرسته غوښتل

خوار ګناهګاران،چې څومره هم له مؤمنانو مرسته غواړي ؛نو کوم ځاى ته نه رسي،چې په پاى کې دې فکر ته رسي،چې خپله پړه پر بل ورواچوي او ځينو ته به وايي :لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ( سبا/۲۸) = كه تاسې نه واست؛ نو موږ به هرومرو مؤمنان وو.(٤٢٨)

او پر حقه به روان شوي وو؛خو تاسې واست،چې زموږ په لار کې خنډ شوئ؛خو ځواب به واوري :أَنَحْنُ صَدَدْنَاكُمْ(سبا/۳۲) (٤٢٩)؛آيا موږ ستاسې په لار کې خنډ وو ؟د ښيون د څراغ او د نېغې لارې په شتون کې مو څنګه کږه لار وټاکله ؟

کله به وايي :وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا(احزاب/۶۷) = او وايي (به): (( پالونكيه! په واقع كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛نو له موږه يې (سمه) لار وركه كړه(٤٣٠)
دوی به له خدايه وغواړي،چې ددې فاسدو مشرانو عذاب زيات کړي.

رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ(احزاب/ ۶۸) = پالونكېه! هغوى ته دوه ګرايه عذاب وركړه (٤٣١)

خو خداى به ورته ووايي:لِكُلٍّ ضِعْفٌ (اعراف/۳۸) = تاسې هر يوه  ته دوه ګرايه سزا ده. (٤٣٢)

نه يوازې د مشرانو عذاب دوه ګرايه دى (ځکه پخپله هم کاږه ولاړل او نور يې هم پر کږه کړل )؛بلکې ستاسې عذاب هم دوه ګرايه دى؛ځکه تاسې هم په واقع کې دوه ګناهونه کړي  :پر کږه تللي ياست او له فاسدو مشرانو په لاروۍ مو پرې د تاييد ټاپه لګولې .

ګناهګاران به خپلو مشرانو ته ووايي :فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا (ابراهيم/۲۱) (٤٣٣)؛موږ،چې په دنيا کې تاسې ته سينه په لاس وو او ستاسې لارويان وو؛نوآيا کړاى شئ نن مو کوم درد درمل کړئ ؟!

فاسد مشران به ورته ووايي : ((إِنَّا كُلٌّ فِيهَا)) ( غافر/۴۸) (٤٣٤)؛خو نه ګورئ،چې موږ په خپله هم ګېر يو .

ج: له شيطانه مرسته غوښتل

ګناهګاران به د قيامت پر ورځ په دې  فکر کې شي،چې د خپلې ګناه پړه پر شيطان واچوي؛خو شيطان د انسان کږلاري د انسان پر خپله اراده ور اچوي او کږلاريو ته به وايي : فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم (ابراهيم/۲۲) (٤٣٥)؛پړه پر ما مه اچوئ ؛بلکې ځان ملامته کړئ.

إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي(ابراهيم/۲۲) (٤٣٦)؛ځکه ما خو په دنيا کې درسره کوم کار نه درلود،بې له دې،چې بلنه مې درکړه او وسوسه مې کړئ او دا تاسې واست،چې زما بلنه مو ومنله.

إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَواْ إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ( اعراف/ ۲۰۱) = په رښتيا له پرهېزګارانو سره،چې د شيطان وسوسه پيدا شي (؛نو سملاسي خداى او د هغه  مكافات او مجازات) رايادوي او(په رڼا كې يې د حق لار ويني او) ناڅاپه ((ليد)) مومي. (٤٣٧)

هو ! تاسې په خپله وئ،چې په خپل زړه کې مو راته ځاى راکړ او زه هم هلته ميشت شوم. ((فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ)) ( زخرف/۳۶) (٤٣٨) او ما پر الهي انسانانو هېڅ برلاسى نه درلوده .

((وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ)) (ابراهيم/۲۲) (٤٣٩).

لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ (نحل/۹۹) = چې هغه پر هغوى واکمن او برلاسى نه وي، چې ايمان يې راوړى وي. (٤٤٠) .

د: د دوزخ له مامورينو مرسته غوښتل

ګناهکاران،چې هرې خوا ته لاس اچوي؛نو څه يې لاس ته نه راځي؛نو دا ځل د دوزخ له پرښتو او مامورانو مرسته غواړي، وايي :وَقَالَ الَّذِينَ فِي النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ (غافر/ ۴۹) = او هغوى چې په اور كې دي، د دوزخ ساتونكيو ته به ووايي: (( له خپل پالونكي وغواړئ، چې له  موږ يوه ورځ عذاب لرې کړي (چې لږ څه خو هوسا شو). ))  (٤٤١)

موږ خبر يو،چې عذاب مو پلپاتې دى؛خو يوې ورځې ته دې پر موږ پېرزوينه وشي او له دې هم خبر يو،چې زموږ په عذاب کې ځنډ هم راوړل نه دي پکار؛خو بيا هم د پېرزوېنې غوښته لرو.

پرښتې به هم منفي ځواب ورکړي،ورته به ووايي : َوَلَمْ تَكُ تَأْتِيكُمْ رُسُلُكُم بِالْبَيِّنَاتِ (غافر/۵۰) = ايا تاسې ته استازي مو له څرګندو دلايلوسره نه وو راغلي؟!)) (۴۴٢)

ه: له خدايه مرسته غوښتل

د خداى د آيتونو دروغجنوونکي،چې پر خپل ځېل او کږلارۍ اعتراف کوي؛نو پر سرټيټۍ به خداى ته ووايي : رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْهَا فَإِنْ عُدْنَا فَإِنَّا ظَالِمُونَ(مؤمنون/۱۰۷) = پالونكيه! موږ له دې (اوره) وباسه؛نو كه بيا مو داسې وكړل؛نو په حقيقت کې ظالمان (او د عذاب وړ) به يو.))

خو ځواب به واوري : [ قَالَ اخْسَؤُوا فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ (مؤمنون/۱۰۸) = (خداى) به وايي:(( په دې جهنم کې کورې شئ او(راسره) خبرې مه كوئ!]

له ياده مو تللي،چې د خداى ښه بندګانو رانه مرسته غوښته او ويل به يې : إِنَّهُ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْ عِبَادِي يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ (مؤمنون/۱۰۹) = (هېر مو دي چې) زما يوې ډلې بندګانو به تل ويل:((پالونكيه! موږ ايمان راوړى دى، موږ وبښه او راباندې رحم وكړه او ته ډېر غوره لوروونكى يې))(٤٤٣)

او تاسې به پرې ملنډې وهلې او همدا ملنډې مو د غفلت او بدمرغۍ لامل شوې.

هو ګرانو! هغوى چې پخپله لمونځ او دعا نه کوي ؛نو پر نورو دې ملنډې هم نه وهي .

د منفي ځواب اورېدل د انسان د خپلو کړنو پايله ده

کېداى شي د ځينو ماغزو ته راشي،چې دا خو انصاف نه دى ،چې ګناهګاران دې دومره مرسته وغواړي  او له هر اړخه منفي ځواب واوري؛ خو دا ورمند پر بيړه دى ؛ځکه که لږ شا ته ستانه شو؛نو همدا ګناهګاران ول،چې د قرآن شريف،پېغمبرانو ،امامانو او عالمانو خبره يې نه وه منلې؛نو خپل کرلي رېبي.

د کفارو او مجرمان څېره

د عقل وضع

قرآن شريف وايي : وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ(حج/۲) = او خلك به بېسده وينې او حال داچې دوى به نشه نه وي؛ خو د خداى عذاب سخت دى ! (٤٤٤)

د قيامت او زلزلې پر مهال به خلک مست او بې فکره ووينې؛خو په واقع کې هغوى مست نه دي او د خداى عذاب دومره سخت دى،چې د هغوى له سره يې سد وړى  دى .

د تندي او سترګو وضع

قرآن شريف وايي : يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ (توبه/۳۵) = (پر هغه) ورځ،چې دا ( زېرمې) يې د دوزخ په اور سختې سرې كړې وي او وچولي او اړخونه او شاګانې يې پرې  وداغل شي؛(او ورته به وويل شي) دا هماغه څه دي،چې ځان ته مو راغونډ كړي وو؛نو اوس د خپلو راغونډو شويو څيزونو خوند وڅكئ . (٤٤٥)

هغه شتمن،چې خپله شتمني د خداى په لار کې نه انفاقوي؛نو پر هغه ورځ به هماغه درهم او دينار سره شي او پر تنديو او تشيو به يې کېښوول شي او ورته به وويل شي: دا هماغه دي،چې په دنيا کې مو د شتمنۍ او (( کنز)) په نامه زېرمه کړي ول . له ډېرې وېرې به يې سترګې نه خوځي او يو ځانګړي ځاى ته به الک دلک ګوري.تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ(ابراهيم/۴۳) (٤٤٦) .

پر هغه ورځ  به سترګې له اوښکو ډکې ټيټې وي.((خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ)) (قلم/۴۳، معارج،۴۴)  (٤٤٧)

په نورو آيتونو کې راغلي،چې ګناهګاران به د قيامت پر ورځ ړانده وي او چې پوښتي : قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَى وَقَدْ كُنتُ بَصِيرًا(طه/۱۲۵) = هغه به وايي :(( پالونكيه ! زه دې ولې ړوند راپاڅولم؟! زه خو په حقيقت كې بينا او سترګور وم !))

ورته به ځواب ورکړ شي :قَالَ كَذَلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنسَى(طه/۱۲۶)=(خداى) وايي: (( لكه څنګه چې تا ته  زموږ نښې راغلې وې او تا هېرې كړې؛(نو) نن به ته هم هماغسې هېرول کېږې . (٤٤٨)

وَمَن كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلًا (اسراء/۷۲) = اوڅوك چې په دې دنيا كې (د حق له پېژندو) ړوند وي؛نو په آخرت كې به هم ړوند او ښه بې لارې وي. (٤٤٩)

په روايت کې ددې آيت په تفسير کې راغلي :هغوى چې په دنيا کې اسمانونه،ځمکه او د شپې او ورځې راتګ ويني؛خو خداى يې نه وي پېژندلاى؛نو په عمل کې هغوى ته ورته دي،چې د خداى هېڅ کوم اثر يې نه دى ليدلى او پر زړه ړانده دي،چې د څارويو په څېر ژوند کوي او په قيامت کې به هم ړانده راپاڅي . (٤٥٠)( تفسير نورالثقلين، ۳/ ۱۹۶)

د هغې ورځې ړوندتوب په دنيا کې د زړه د ړوندتوب پايله ده . په روايتونو کې راغلي دي : د هغوى چې وسه رسي،چې حج ته ولاړ شي ؛ خو دا کار ځنډوي؛نو د قيامت پر ورځ به ړوند وي. (٤٥١)( تفسير نورالثقلين، ۳/ ۱۹۶) .

په قيامت کې ډول ډول پوړونه او تم ځايونه دي،چې ځينو ته يې ((موقف البکا=د ژړا تم ځاى)) وايي،چې ګناهګاران به پکې ژاړي؛خو دا ژړا به ورته هېڅ ګټه نه لري.

امام صادق وايي : څوک چې په دنيا کې بې ځايه خاندي؛نو په قيامت کې به يې ژړا ډېره وي.( ۴۵۲) ( وسايل ۸/ ۴۸۰)

په روايت کې راغلي: بې له دريو سترګو نورې ټولې به ژاړي،هغه سترګې،چې د حرامو په ليدو ښکته شي او ورته ونه ګوري،هغه سترګې،چې د خداى د عبادت لپاره ويخې وي او هغه سترګې،چې د خداى له وېرې اوښکې تويې کړي .(٤٥٣)(وسايل، ۱۱/ ۱۷۹)

په بل روايت کې راغلي:هغوى چې موږ ته وير وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به ويرجن نه وي . (٤٥٤) ( بحارالانوار، ۴۴/ ۲۷۸)

د مجرمانو د څېرې وضع

قرآن شريف  وايي : يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ ( آل عمران/ ۱۰۶)= پر هغه ورځ به وي،چې د ځينو څېرې به ځلانده او د ځينو به تورې شي .

په بل ځاى کې وايي :كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ اللَّيْلِ مُظْلِمًا ( يونس/۲۷)  (٤٥٦)؛ته به واچې د شپې تپې تيارې د ګناهګارانو مخ پوښلى دى .

بيا وايي :وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌ (عبس/ ۴۰)= پر هغه ورځ به پر ځينو څېرو د خاورو دوړې پرتې وي. (٤٥٧)

په قيامت کې به داسې مخونه وي،چې ګردونه به پرې ناست وي.ديني مشرانو راته سپارښته کړې،چې اودس ته مخ پرېمنځئ ؛نو د قيامت په ياد کې وسئ او داسې دعا وکړئ : خدايه ! پر هغه ورځ مې مخ سپين کړې ، چې د ګناهګارانو مخ تورېږي .

د مجرمانو پوزه

خلک وايي : د پلاني پوزه يې پر خاوره وموږوده . قرآن شريف  هم د هغوى په هکله،چې د انبياوو خبرو ته يې غوږ نه نيوه او د خداى آيتونه يې بې ځايه کيسې ګڼلې،وايي :

سَنَسِمُهُ عَلَى الْخُرْطُومِ (قلم/ ۱۶) = ژر به يې  پر پوزه نوغى ( او داغ)  كېږدو [او رسوا به يې كړو]!

پر پوزه داغ لګول د هغوى د سترې بدمرغۍ،خوارۍ او ذلت نښه ده  او د پوزې پر ځاى يې د خرطوم ټکى ځکه راوړى،چې ښه يې سپکاوى وشي .

د خولې او ژبې وضع

قيامت يو يا دوه پوړه نه لري؛بلکې بېلابېل پوړونه  لري او هر يوه يې بېلابېل شرايط لري  او پر هغه ورځ په هر پوړ کې ګناهګاران بېلابېله وضع لري؛په يوه پوړ کې يې پر خولو ټاپه لګول کېږي.(( الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ (يس/۶۵) (٤٥٩) يا داچې هغوى به پړمخه ،کاڼه ،ړانده او ګونګ راپاڅي. ((وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا اً )) (اسراء/۹۷) (٤٦٠)او خبرى به نشي کولاى او پر هغه ورځ به د ژبې پر ځاى د انسان نور غړي خبرې کوي،په ځينو پوړنو کې به نورو ته  زارۍ کوي،کله به پر هغوى لعنت وايي،چې دوى يې بې لارې کړي دي او کله خو خواشيني وي او سر ټکوي او د خپلې اصلاح ژمنه کوي .

د مجرمانو د لاسونو وضع

قرآن شريف  وايي : وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ ( فرقان/ ۲۷) = او هغه ورځ (دريادكړه) چې ظالم (له ډېرې پښېمانۍ) خپل لاسونه چيچي (٤٦١).هغوى چې په دنيا کې نا اهله ملګري درلودل؛نو د قيامت پر ورځ به ګوته په خوله وايي : څومره به ښه ول،چې له پلاني سره ملګرى نه وم ! له څښتنه يې غافله او بې لارې کړو. څومره به ښه ول،چې له پلاني پېغمبر سره مې يوه فکري اړيکه خو درلوداى .

په روايتونو کې راغلي : دا خواشيني به هغوى ته وي،چې د مشرۍ په مسئله کې په فاسدو کسانو پسې تللي دي او د ځاني غوښتنو او ګوندي ګټو په پار يې د معصومو امامانو مشرۍ ته شا کړې وي او د الهي قوانينو پر ځاى يې په خپل فکر او عمل کې دنيوي قوانينو ته وړتيا ورکړې وي . (٤٦٢) ( تفسير نورالثقلين، ۴/ ۱۲)

د مجرمانو سرکوزي

خداى خپل استازي ته وايي :وَلَوْ تَرَى إِذِ الْمُجْرِمُونَ نَاكِسُو رُؤُوسِهِمْ عِندَ رَبِّهِمْ رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمانا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ (سجده/۱۲) = او كاشكې ته هغه وخت ووينې،چې مجرمان ځوړند سرونه د خپل پالونكي پر وړاندې ولاړ وي او وايي: پالونكيه! د څه وعده دې، چې كړې وه،و مو ليدل او وا مو ورېدل؛ نو بېرته مو ولېږه، چې ښه كارونه وكړو(اوس) مو پوخ باور راغلى دى. (٤٦٣)

که پر هغه ورځ  ووينې،چې څنګه هغوى،چې معاد نه مانه؛نو چې په قيامت کې حاضر شي؛نو په سر کوزۍ خپل پالونکي ته ووايي : پالونکيه !قيامت مو وليد او و مو مانه او اوس مو حق اورېدو ته غوږونه خلاص شول ؛نو دنيا ته مو ستانه کړه،چې صالح اعمال وکړو او موږ ددې صحنې په ليدو د يقين مقام ته ورسېدو او هر څه منو. په اخرت کې تر ټولو ستره سرکوزي خېجلتوب ،رسوايي او پړ کېدل دي ؛ ځکه په همدې دنيا کې،چې توبې ته په سلونو ورنه خلاص دي،انسان چې څه وکړي؛نو همداچې سند او يا عکس يې ورښوول کېږي ؛ نو خېجله شي او چمتو وي،چې ځمکه وچوي او لوړ يې تېر کړي؛خو خپله رسوايي په خپلو سترګو ونه ويني .

د مجرمانو د ورمېږونو وضع

قرآن شريف هغوى ګواښلي،چې انبياء او اسماني کتابونه يې نه منل او ځېل يې کاوه ،وايي : ((وَأُوْلَئِكَ الأَغْلاَلُ فِي أَعْنَاقِهِمْ)) ( غافر/ ۷۱) هغوى بايد راياد کړي هغه ورځ،چې په ورمېږونو کې ورته کړۍ اچول شوې وي.

دا چې د مجرمانو په ورمېږونو کې به دوزخي کړۍ اچول کېږي په بېلابېلو آيتونو کې راغلي دي .

د زړه حالات

دا ټولې خبرې،چې د سترګو،شونډو او غاښونو په هکله وشوې،د هغه وراخطايې له امله دي،چې مجرمان يې په زړونو کې لري؛خو قرآن شريف په ځانګړي توګه د زړه په هکله هم خبرې کړې دي؛لکه : مُهْطِعِينَ مُقْنِعِي رُءُوسِهِمْ لاَ يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ وَأَفْئِدَتُهُمْ هَوَاء(ابراهيم/ ۴۳) = ځغلي به، سرونه به يې نېغ پورته نيولي وي،سترګې به نه رپوي او رډ به ګوري (؛ځكه هرې لوري ته چې ګوري؛نو د عذاب نښې ښكارېږي) او (په دې حال كې) زړونه يې (ښويېږي او له هيلو او عقله ) تشېږي! (٤٦٥).

په ذلت به يې سر اسمان ته کړى وي؛حال دا چې سترګې به يې رپ نه وهي او په زړه کې به يې وېره وي او په ټوليزه توګه به يې اراده او فکر له لاسه ورکړى وي .

په بل ځاى کې راغلي دي : قُلُوبٌ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ (نازعات/ ۸) = پردې ورځ به [له قيامته د منكرانو] زړونه سخت پرېشانه وي.(٤٦٦)

د تشيو او ملا حالات

قرآن شريف د هغوى په هکله،چې په دنيا کې يې يوازې شتمنۍ ډېرولې او د بېوزليو د بېوزلۍ په ليدو يې بيا هم د خداى په لار کې له اخلاصه لاس اخستى وي او خپل حيواني ژوند ته ادامه ورکړې وي،وايي :

يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ(توبه /۳۵) = (پر هغه) ورځ چې دا ( زېرمې) يې د دوزخ په اور سختې سرې كړې وي او وچولي او اړخونه او شاګانې يې پرې وداغل شي؛(او ورته به وويل شي) دا هماغه څه دي،چې ځان ته مو راغونډ كړي ول؛نو اوس د خپلو راغونډو شويو څيزونو خوند وڅكئ . (٤٦٧)

په دنيا کې هماغه ډېرى شوي سکې به يې سرې  پر تندي،تشيو او ملا کېږدي،ورته به ووايي : ((هَذَا مَا كَنَزْتُمْ)) دا هماغه ستاسې سکې او کنز دي،چې ډېرى کړې مو وې او انفاق مو نه کاوه .

دننني حالات

قرآن شريف په دې  هکله وايي : وَسُقُوا مَاء حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ (محمد/۱۵) = او داسې خوټېدلې اوبه به پرې څښل كېږي (چې) كولمې به پرېكوي؟! (٤٦٨).

د جنتيانو پر وړاندې له غوره او ښو اوبو،شاتو،شيدو به برخمن وي ، دوزخيانو ته به د اوبو پر ځاى داسې سرې اوبه ورکړ شي،چې له دننه به يې وسوځوي .

د پوټکي حالات

په قيامت کې به د انسان غړي او پوټکى يې پر خلاف ګواهي ورکوي. هغه ګناهونه يې،چې پر پوټکي کړي دي ؛لکه زنا،لواط او دې ته ورته نور ګناهونه او کوښښ يې کاوه،چې له خلکو يې پټ وساتي؛نو پر هغه ورځ به يې پوټکى پر خلاف ګواهي ورکوي او رسوا به يې کړي.
قرآن شريف وايي: وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ( فصلت / ۲۱) = او  د خپل (بدن) پوټكو ته وايي: (( تاسې ولې زموږ پر زيان شاهدي وويله)) (پوټکي) وايي: (( هغه خداى موږ پر خبرو راوستو، چې هر شى په خبرو راولي او هغه تاسې لومړى ځل پيدا كړئ او يوازې د هغه پر لور ورګرځول كېږئ.)) (٤٦٩)

په بل ځاى کې راغلي دي :كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا ( نساء/ ۵۶) (٤٧٠) چې کله د مجرمانو پوټکى وسوځي او جغجغۍ شي ؛ نو موږ ورته بل نوى پوټکى ورکوو؛لکه يوه خښته،چې ماته شي او بيا په قالب کې واچول شي او بيا له هماغې خاورې او خټې نوې خښته جوړه شي .

په روايت کې راغلي : د خداى يو منکر وويل: د نوي پوټکي ګناه څه ده،چې سزا ورکول کېږي؟ورته وويل شو : نوى پوټکى هم له هماغه سوځېدلي پوټکي جوړ شوى او بيا يې د خښتې مثال ورکړ .

د نوى پوټکي ورکول د دې لپاره دي،چې د سوځېدو درد يې کم نشي ؛ ځکه د انسان پوټکى ډېر حساس او ظريف دى او د سوځېدو پر مهال ډېر زيات کړېږي؛خو چې پوټکى وسوځېد؛نو درد يې کم شي . قرآن شريف په دې آيت کې وايي،چې موږ د نوي پوټکي په ورکولو د درد له کمېدو مخنيوى کوو .

په قيامت کې د حاضرېدو څرنګوالى

قرآن شريف  وايي :وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاء ظَهْرِهِ(انشقاق/۱۰) = او چا ته چې كړنليك يې وروسته د شا له خوا وركړ شي. (٤٧١)

په قيامت کې مجرمانو ته کړنليک په چپ لاس کې ورکول کېږي،هغه هم له شا څخه او نه له مخې؛ځکه ښه سپکاوى يې وکړي، چې مجرمان خپل تور کړنليک وويني او په کيڼ لاس کې ورکړ شي،چې د دوزخي کېدو نښه يې ده ((وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ)) ؛نو چغې به کړي ((فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيهْ)) څومره به ښه ول که کړنليک يې نه و راکړى ((وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيهْ )) څومره به ښه ول،چې له خپل کاره بې خبره وم ! ((يا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ )) څومره به ښه ول،چې هماغه مرګ هر څه ته د پاى ټکى ايښى و او بيا نه وو را ژوندي شوي او له دې حالاتو سره نه واى مخ شوي!(( مَا أَغْنَى عَنِّي مَالِيهْ )) هغه شتمني اومال مې هېڅ پکار رانغله،چې خپل ټول عمر مې پرې تېر کړى و! ((هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيهْ)) ( حاقه/ ۲۵- ۲۹) (٤٧٢)

کوم قدرت او مقام مې،چې په دنيا کې درلوده، له لاسه مې ولاړ او د نن لپاره مې زېرمه نه کړ! او هله به دوزخيان په ډېر بد چلن دوزخ ته ور واچوي .

قرآن شريف وايي:وَتَرَى الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ مُّقَرَّنِينَ فِي الأَصْفَادِ (ابراهيم/ ۴۹) =  پر هغه ورځ به مجرمان وويني،چې يو له بل سره به په ځنځيرونو تړل شوي وي (٤٧٣)

هغه لاسونه،چې په دنيا کې تېري او ظلم ته خلاص وو؛نو هلته بايد تړل شوي وي او هغه سرونه،چې په دنيا کې له الهي قوانينو سرغړونه کړې وه؛ نو پر هغه ورځ به پکې کړۍ اچول شوې وي او پر هغه ورځ د خداى له دښمنانو سره په يوه ليکه کې درول شوي وي .

دوزخ او دوزخي عوامل

د دوزخ ورونه

قرآن شريف وايي : لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ (حجر/۴۴) = ( دوزخ ) ته اووه ورونه دي او له هغو(بې لارېو) هر وره ته برخه بېله شوې ده ( چې دا بې لاري به پكې ننوځي ) . (٤٧٥)

کېداى شي اوه ورونه د ډېرو ورونو پر مانا وي ؛لکه څنګه چې د لقمان د سورت په ٢٦ آيت کې راغلي دي : لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ(لمقمان/۲۶) = (( په اسمانو او ځمكه كې،چې څه دي،د هماغه خداى دي[؛ځكه]يوازې خداى غني او د ستاينې وړ دى.))

که د اوو بحرونو اوبه يو ځاى شي او پرې د خداى ټکي وليکل شي؛نو اوبه به خلاصې شي؛خو د خداى ټکي به خلاص نشي،چې دلته له اوو بحرونو مراد د اوو عدد نه؛بلکې مراد ترې ډېر بحرونه دي. دا ورونه تشريفاتو ته نه دي؛بلکې جنايتکارو ډلو ته دي ( په عين حال کې د خداى د غوسې پر پرتله د خداى پېرزو ډېره ده؛ځکه جنت ته د ننووتو ورونه اته دي . ) (٤٧٦) ( تفسير نور الثقلين ۴/ ۵۰۵)

په حديثونو کې دي،چې دوزخ اوه پوړه لري،چې پر يو بل دي او هر پوړ يې يوې ځانګړى ډلې ته دى (٤٧٧) ( تفسير نور الثقلين، ۴/ ۵۰۵)،چې تر ټولو کوزه او ښکته برخه يې منافقانو ته ځانګړې ده؛لکه څنګه،چې قرآن شريف وايي : إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا (نساء/۱۴۵) = منافقين د دوزخ په لا ندېنيو پوړو كې دي او ورته به هيڅ مرستندوى و نه  مومې (؛نو ځكه د خداى له دښمنانو سره د دوستۍ له طرحې ډډه وكړئ،چې د نفاق نښه ده ) . (٤٧٨)

ځکه منافقان دي،چې پر خوله يې يو څه او په زړه کې بل څه دي او په مسلمانانو کې د کفارو ژوي دي او د اسلام په تاريخ کې همدا منافقين ول،چې د اسلام پر ملا  يې ماتوونکي ګوزارونه کول .

دوزخ او اور يې

١_ قرآن شريف وايي: إِذَا رَأَتْهُم مِّن مَّكَانٍ بَعِيدٍ سَمِعُوا لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا (فرقان/۱۲) = چې كله هغوى اور له لرې وويني (؛نو) د غوسې او تاو غرهار به يې واروي.

٢_ که څه دوزخ پخپله دومره ستر دى،چې ورته وويل شي : ((هَلِ امْتَلَأْتِ)) آيا ډک شوې ؟ ؛نو ځواب به ورکړي : ((وَتَقُولُ هَلْ مِن مَّزِيدٍ))(٤٨٠) ( ق/۳۰)  آيا نور هم څه شته ؟؛خو سره له دې دومره ستروالي،قرآن شريف پر((مَكَانًا ضَيِّقًا)) ( فرقان/ ۱۳) (٤٨١) تعبير کړى دى؛ يعنې د دوزخيانو ځاى تنګ دى!لکه څنګه،چې دوزخ يو ستر دېوال ته ورته شوى،چې پکې مېخونه وهو؛خو سره له دې،چې دېوال ستر او پلن دى؛خو د هر مېخ ځاى به تنګ وي

٣_ قرآن شريف يو لړ مامورين لري،چې قرآن شريف يې شمېر نولس ښوولاى دى ؛(( عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ )) (مدثر/۳۰) (٤٨٢) او په زړه پورې خبره خو داده،چې همدا عدد يې د کفارو ازمېښت ته وسيله کړى او ويلې يې دي،چې موږ په دې شمېر خلکو ته د دوزخ مامورين ښوولي دي، چې ووينو خلک ددې شمېرې په اورېدو څه غبرګون ښيي؟ آيا مني  يې او که پلمه راوړي او وايي به : ولې يې شمېر دومره لږ دى،لږ تر لږه خو يې شمېر شل پکار و او ….هر څه چې وي،ددې شمېرې په هکله به درې ډلې غبرګون ښيي :

الف : هغوى چې پردې شمېره ملنډې وهي (منافقان ) .

ب :هغه يهودان او مسيحيان،چې پخپلو کتابو کې يې دا نوم اورېدلى و او له اسلام سره به مينه پيدا کړي .

ج :يوه ډله مسلمانان همداچې وګوري کتابيان يې دين ته رامات شوي؛ نو پر خپل دين به يې ډاډ لاپسې نور هم ډېر شي .

٤_ قرآن شريف د دوزخ د مامورينو په هکله وايي :  ((عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)) (٤٨٣) ( تحريم/۶)=هغوى به بشپړ پرېکندتوب،غوسه او قدرت د خداى د هغه فرمان له مخې پر عذاب بوختې وي،چې ورکړ شوى دى او د دوزخيانو پر  چغو او زاريو به پوټى چرت هم نه خرابوي .

٥_ دوزخ به ټول کفار په ځان کې رانغاړي،چې په قرآن شريف کې په څو ځايونو کې دې حقيقت ته د ((وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ)) ( توبه/ ۴۹- عنکبوت/۵۴)  (٤٨٤) په جملې اشاره شوې ده او همداراز د کهف په سورت کې راغلي دي :(( أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا )) (٤٨٥) د دوزخ د اور لمبې به په هر ځاى کې،چې کفار وي،په ځان کې را ونغاړي .

په يو بل ځاى کې راغلي دي : ((لَهُم مِّن جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَمِن فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ)) ( اعراف/۴۱)  (٤٨٦)د ځېلي کفارو لپاره د دوزخ له اوره پوښونه دي ، چې په هماغه اور به پوښل شوي وي،ټاکل شوى دي .

٦_ دوزخيان به د دوزخ په اور کې چغې او زارۍ کوي . ((لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَشَهِيقٌ)) (هود/ ۱۰۶) (٤٨٧)

٧_ د دوزخ اور به لمبې وهي . ((وَهِيَ تَفُورُ)) ( ملک/۷) (٤٨٨)

٨_ د دوزخ اور به هېڅکله سوړ نشي . ((وَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُم)) ( نحل/۸۵) (٤٨٩)؛ځکه چې سوړ شي؛نو خداى يې بېرته تازه کړي . ((كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا)) (اسراء/۹۷) (٤٩٠)

٩_د دوزخ عذاب ډېر درون او څو ځل دى . ((وَمِن وَرَآئِهِ عَذَابٌ غَلِيظٌ)) (ابراهيم/۱۷) (٤٩١)

١٠_ په دوزخ کې مړينه نشته.(( لَا يُقْضَى عَلَيْهِمْ فَيَمُوتُوا)) (فاطر/۳۶) (٤٩٢) او د دوزخ  وژونکى عذاب هره شېبه دوزخيان هلاکت او مړينې ته راکاږي؛خو مړينه به نه وي . ((وَيَأْتِيهِ الْمَوْتُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٍ)) ( ابراهيم/۱۷) (٤٩٣)

١١_د دوزخ لمبې د تورو په څېر د دوزخيانو پر مخ وهل کېږي.(( تَلْفَحُ وُجُوهَهُمُ النَّارُ (مؤمنون/۱۰۴) = اور يې مخونه سوځوي)) (٤٩٤)،چې ((لفخ )) د تورې د ګوزار پر مانا دى .

١٢_د دوزخ د اور د تودوخې له امله به د دوزخيانو د مخ پوټکى راټول شي،شونډې به يې خلاصې شي او غاښونه به يې ښکاره شي. ((وَهُمْ فِيهَا كَالِحُونَ (مؤمنون/۱۰۴) = او هلته به هغوى چينګ داړي (بدرنګه او بدمخي) وي.)) (٤٩٥)؛لکه د ګډ سر،چې پر اور وريت شي،چې وېښتان ترې لرې شي؛خو د جنتيانو څېره به هم ځوانه،ښکلې او ښه بويه وي .

١٣_پر اور سربېره يو تور لوږى به هم پرې راخپور شي .(( وَظِلٍّ مِّن يَحْمُومٍ (واقعه/۴۳) = او د تور لوګي تر سيورې لاندې!)) (٤٩٦)

١٤_په دوزخ کې به اور لمبى وهي .[‏كَلَّا إِنَّهَا لَظَى ( معارج/۱۵) = (خو) هڅېكله داسې نه ده (چې په دې به وژغورل شي. هو ) په واقع كې هغه (دوزخ) د اور لمبې دي! ] (٤٩٧)

خو په جنت کې ونې شنې وي .

١٥_اور به داسې وي،چې په دنيا کې په کافرو مال ډېروونکيو پسې ځي .

تَدْعُو مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّى. وَجَمَعَ فَأَوْعَى ( معارج/۱۷، ۱۸) = (دوزخ) هغه بلي ( او رانغاړي)، چې شا يې كړې وي او مخ يې ګرځولى وي او(همداراز هغوى چې شتمني يې) راټوله او زېرمه كړې وي. (٤٩٨)

١٦_د دوزخ د اور لمبې به د سترو کورونو هومره لمبې وهي.

إِنَّهَا تَرْمِي بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ (مرسلات/۳۲) = چې هغه (اور) د [سترې] ماڼۍ په شان سپرغۍ بادوي! (٤٩٩) ؛خو جنتيانو ته له مرغللو ماڼۍ جوړى شوې وي. د مرسلات سورت،چې د دوزخ آيتونه يې بيان کړي، پکې لس ځل راغلي:(( وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ )) افسوس دې پر دروغجنوونکيو وي .

١٧_دوزخ او اور يې په يو سر پوښلي ځاى کې دى،چې څوک ترې تېښته نشي کړاى.

عَلَيْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَةٌ(بلد/۲۰) = چې پر هغوى به سر پوښلى اور وي (چې تښتېداى به ترې نشي). (٥٠٠)

١٨_ د دنيا اور ړومبى بهر بيا پوټکى بيا عضلات او بيا هډوکي سوځوي ؛خو د دوزخ اور باطن هم د ظاهر په څېر سوځوي .

الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ(همزه/ ۷) =(هماغه اور) چې پر زړونو لوېږي او خوله اچوي. (٥٠١)

د دوزخ د اورو خس انسانان او تېږي دي .(( وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ)) (بقره/ ۲۴) (٥٠٢) د دوزخ اور پر ظاهر سربېره پر باطن او پر جسم سربېره  پر اروا هم اور لګوي او له سوځېدو سربېره  ماتوونکى او چکوونکى هم دى .

وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ. نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ(همزه/ ۵، ۶) = او ته څه پوهېږې چې “حطمه” څه ده؟! (هغه) الهي بل شوى اور دى. (٥٠٣)

١٩_ د دوزخيانو جامې هم له اوره دي .(( لَهُمْ ثِيَابٌ مِّن نَّارٍ(حج/ ۱۹) )) (٥٠٤)

او په بل ځاى کې راغلي : ((سَرَابِيلُهُم مِّن قَطِرَانٍ ( ابراهيم/۵۰) ))(٥٠٥) د دوزخيانو کميسونه له تورې،بدبويه،سوځېدونکې،تېزابي او ځېږې مادې دي .

٢٠_پردې ټولو عذابونو سربېره، کوړې او ګټونه هم دي ،چې پر سر به پرى وهل کېږي.

وَلَهُم مَّقَامِعُ مِنْ حَدِيدٍ (حج/۲۱) = او د وهلو لپاره به يې د (سرې ) اوسپنې ګورزونه وي . (٥٠٦)

٢١_د دوزخيان خواړه وچ شوي اغزي دي . لَّيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍ. لَا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِن جُوعٍ( غاشيه/ ۶، ۷) = هغوى ته له ترخو وچو او بدبويه اغزنو بوټو پرته نور خواړه نشته . (داسې خواړه،چې هغوى) نه چاغوي او نه لوږه لرې كوي . (٥٠٧)

د قيامت او دوزخ يادول

قرآن شريف ځکه دومره د معاد او قيامت نندارو ته پام کړى،چې پر انسان خورا زيات روزونکى اغېز لري او ټول جنايتونه هغوى کوي،چې د قرآن شريف  په وينا قيامت يې هېر کړى وي . ((نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ)) (ص/ ۲۶)  (٥٠٨)

اروايي عذابونه

١_ مؤمنان به ورپورې خاندي؛(( فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ ( مطففين/ ۳۴) = نو نن مؤمنان په كفارو پورې خاندي )) (٥٠٩)؛ځکه په دنيا کې به کفارو پرې ملنډې وهلې؛(( إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ (مطففين/۲۹) = په واقع كې (په دنيا كې) ګناهكارانو تل په مؤمنانو پورې خندل)) (٥١٠)

٢_ خداى به ورسره خبرې نه کوي ؛(( وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ….)) (بقره/ ۱۷۴) (٥١١)

٣_ په سپکاوي به ورته وويل شي : ذُقْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ (دخان/۴۹) =(ورته ويل کېږي:) وڅكه،چې ته (پخپل ګومان) ډېر ځواكمن او عزتمن وې! (٥١٢)

ټينګ کړه ځان د خداى عذاب ته،چې کلونه کلونه عمر دې وکړ؛خو ځان دې انسان نه کړ او ځان دې بې سارى،عزيز او کريم ګاڼه .

جنت او جنتيان

د کوثر حوض

نېکچاري او د نبوت او امامت لارويان به د قيامت پر ورځ ،جنت ته تر ننووتو مخکې په رسول اکرم او حضرت علي د حوض کوثر پر اوبو ماړه شي .

جنت ته ننووتل

لکه څنګه،چې وويل شول مؤمنانو او نېکچارو ته به د مړينې پر مهال او جنت ته د ننووتو پر مهال پرښتې راشي او ورته به پر ورين تندي ښه راغلاست ووايي او مېلمستيا به يې پيل کړي(( تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ)) ( احزاب/ ۴۴) (٥١٣) او خداى به ورته ووايي :ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً (فجر/۲۸) = د خپل پالونكي لوري ته دې وګرځه،حال دا چې (ته له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى (٥١٤) .

او پوه به يې کړي،تر دې وروسته،چې هر څه دي،خوښي ده او خوشحاله به وي،چې دا ډول چلن به له کورنۍ او خپلوانو د بېلتون سريزې برابرې کړي او د روايتونو په رڼا کې جنت ته د ننووتو سريزې تر هماغې مړينې وروسته پيلېږي او الهي اولياء به پر خپل سر ويني او مړينه ورته د ښه بويه ګل په څېر خوږه کړي،برزخي نېکان،چې له مخکې يې په تمه وو؛نو د راتګ زېرى به يې پر يو بل کوي؛(( وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُواْ بِهِم)) (آل عمران/ ۱۷۰) (٥١٥) او برزخي ژوند به يې په مزو او له الهي انسانانو سره په څنګ کې تېر شي او پر هغه ورځ،چې ټول به وارخطا وي او مور به له اولاده تښتي او هر څوک به په خپل فکر کې وي؛نو مؤمنان به له دې وېرې خوندي وي(( وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ)) (نمل/۸۹) (٥١٦) او د حوض کوثر د اوبو په څښلو به جنت ته ننوځي او له هر لوري به ورته جنتي پرښتې ښه راغلاست وايي او درناوى او مېلسمتيا به يې کوي،چې قرآن شريف په دې هکله وايي:جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ. سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ (رعد/ ۲۳، ۲۴)= (همغو) جنتي همېشنيو باغونو ته به له خپلو پلرونو او مېرمنو او صالحو اولادونو سره ننوځي او پرښتې به پرې له هر وره ننوځي . ( او هغوى ته به ووايي:) ستاسې د زغم له امله دې پر تاسې سلامتيا وي!؛ نو څه ښه ده دغه ښه پايله! (٥١٧)

په زړه پورې خبره خو داده،چې پرښتې ددې ټولو سلامونو او مېلمستياو دليل د خداى پېرزو ګڼي،وايي : ((سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ)) سلام دې پر تاسې وي،چې په دنيا کې مو د هومره طاغوتونو او هوسونو پر وړاندى صبر وکړ .

د جنت ورونه

په روايت کې راغلي: جنت اته وره لري (٥١٨) ( تفسير نمونه، ۱۰/ ۹۶)  او د جنت ورونه د دوزخ تر ورونو ډېر دي؛ځکه  د خداى رحمت تر غضبه ډېر دى .

لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ(حجر/۴۴) = ( دوزخ ) ته اووه ورونه دي او له هغو(بې لارېو) هر وره ته برخه بېله شوې ده ( چې دا بې لاري به پكې ننوځي ) . (٥١٩)

د جنت پر ورونو ليکل شوي دي: صدقه ورکول لس حسنه لري؛خو پور ورکول اتلس حسنه لري (٥٢٠) ( بحارالانوار۸/ ۱۸۱)؛ځکه په صدقه کې اخستونکى ځان سپک ګڼي؛خو په پور اخستو کې لږ د خپګان احساس کوي . پر ځينو ورونو د هغه مشرانو نومونه ليکل شوي دي،چې خلک يې خداى ته رابللي ول .د جنت د ورونو د شمېر د ډېروالي لامل بېروبار او يا ښکلا نه ؛بلکې هر څوک چې پر کومه تللي وي ؛نو ورته ځانګړى ور وي .

رسول اکرم وويل : د جنت په ورونو کې يو د (( باب المجاهدين )) په نامه دى،چې وسله وال مجاهدين به له هغه وره جنت ته ننوځي او پرښتې به ورته ښه راغلاست وايي . (٥٢١)( بحارالانوار¸۸/ ۱۸۶)

په بل حديث کې راغلي : د جنت د يو ور نوم (( ريان )) دى،چې يوازې  روژه نيونکي به پرې جنت ته ننوځي (٥٢٢)( بحارالانوار¸۸/ ۱۹۴) .

په روايت کې راغلي: د  جنت د يو ور نوم ((معروف)) دى، چې د معروف خاوندان به پرې جنت ته ننوځي (٥٢٣)( بحارالانوار¸۸/ ۱۵۶)

او په نورو روايتونو کې د جنت د نورو ورونو نومونه هم راغلي؛لکه : ((باب البلا))،چې د ناوړو پېښو او ستونزو پر وړاندې صبر کوونکي به له دې وره جنت ته ننوځي ؛لکه څنګه،چې قرآن شريف  وايي :  ((سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ)) ( رعد/۲۴) (٥٢٤)

او همداراز (( باب الرحمة ))، ((باب الصبر )) او (( باب الشکر )) (٥٢٥)( تفسير نورالثقلين، ۴/ ۵۰۷)

البته د جنت ورونه د جنيتانو ننووتو ته خلاص او چمتو دي . ((مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْأَبْوَابُ)) (ص/۵۰)  (٥٢٦).

د جنت ستروالى

د جنت پراخوالى د ځمکې او اسمانونو هومره دى . قرآن شريف  وايي :(( وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ)) (آل عمران/ ۱۳۳) (٥٢٧) او يا ((وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاء وَالْأَرْضِ)) ( حديد/۲۱) او جنتيان به پکې ازاد ګرځي .کېداى شي ځينې ووايي : دا دومره پراخوالى څه په کار دى ؟ که موږ ته د جنت په يوه ګوټ کې ځاى راکړي ،بس مو دى !؛خو بايد له ياده مو و نه وځي،چې که د مور په ګېډه کې رانه پوښتنه شوې واى، چې څومره ځاى دې په کار دى؛نو په ځواب کې به مو ويلي واى : تر دې  لږ څه غټ او روښانه؛خو همداچې دې دنيا ته راغلو؛نو واړه کورونه مو نه قانع کوي او د انسان کار تر دې رسي،چې ځمکه ورته تنګه شي او د نورو سيارو د تسخير په فکر کې شوى دى او پر دې سربېره،عالم قيامت له دې دنيا سره خورا توپير لري؛هغه تلپاتې کور دى او هلته د انسان غوښتنې،کاميابۍ او مېلمانه څو ګرايه وي او که له دې هم را تېر شو ؛نو هر ځاى له خپل شان سره سنجولېږي او ستر خداى هم بايد د سترې ورځې لپاره ستر ځاى ورکوي .

په حديث کې راغلي دي : په جنت کې ساده وګړيو ته دومره ځاى دى، چې که ټول انسانان او پيريان ورشي (بې له دې،چې د چا ځاى کم شي) نو د ټولو لپاره ځاى شته دى . (٥٢٩) ( بحارالانوار، ۸/ ۱۲۰)

د جنت هوا

د جنت هوا په زړه پورې او ښايسته ده . قرآن شريف  وايي : مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا (انسان/۱۳) = هلته [په جنت کې] به يې پر تختونو ډډه وهلې وي [او] هلته به د لمر [ګرمي] او سخت ساړه نه ويني. (٥٣٠)

په جنت کې نه لمر ليدل کېږي،چې تودوخه يې څوک وکړوي او نه زمهرير،چې ساړه يې څوک وکړوي . د جنت د هوا په هکله همدومره بس،چې قرآن شريف  ٣٦ ځل ويلي دي : ((جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ))-هغه باغونه،چې د ونو ښاخونه يې پر بو بل دي او ورلاندې ترې  د رڼو اوبو نهرونو روان دي؛هغه  ونې،چې نه وچېږي،چې ډول ډول يې شته،چې په قرآن شريف  کې هم د ځينو نومونه راغلي دي :

فِي سِدْرٍ مَّخْضُودٍ (واقعه/ ۲۸) = (هغوى) د نااغزنو بېرو( ترسيورې) لاندې دي.

وَطَلْحٍ مَّنضُودٍ (واقعه/ ۲۹)= او د كيلو تر ونو لاندې،چې وږي يې پر يو بل پراته دي  (٥٣١)

هغه ونې، چې سيورى يې تلپاتې دى او لمر يې سيورى تر اغېزى لاندې نشي راوستى ((وَظِلٍّ مَّمْدُودٍ )) ( واقعه / ۳۰) او په څنګ کې يې اوبه روانې دي ((وَمَاء مَّسْكُوبٍ)) ( واقعه/۳۱)  او پر دې ټولو سربېره هلته ښکلې موسيقي هم ده،چې د روايتونو په رڼا کې جنتي حوريانې يې غږوي،چې مفاهيم يې عرفاني دي . (٥٣٣)

جنت د کاميابۍ مقام دى

په دوزخ کې کړاوونه دي؛خو په جنت کې مزې چړچې دي،چې قرآن شريف  وايي : يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (زخرف/۷۱) = پر هغوى به ګرچاپېره (د خوړو) د سروزرو لوښي او (د رڼو شرابو) جامونه ګرځول كېږي او هلته به ټول هغه څيزونه وي،چې زړونه وغواړي او سترګې پرې خوږېږي او هلته به همېشه ياست. (٥٣٤)

يعنې هر هغه څه چې انسان يې اراده وکړي او له هر څه چې سترګې خوند اخلي،ټول به د انسان په واک کې وي. دا غونډله وړه خو پخه ده او سره  له دې،چې لنډه ده؛خو د جنت په باب يې دومره پراخ بنسټه معلومات ورکړي،چې د دنيا ټول ليکونکي او شاعران راټول شي ؛ نو دې ته ورته غونډله به جوړه نه کړاى شي .

د دنيا نعمتونه که څومره هم عالي وي او انسان يې هر څومره هم لاس ته راوړي؛خو يوه نه يوه ورځ ترې د انسان سترګې مړېږي، د مثال په توګه : ښکلې منظرې هغوى ته په زړه پورې دي،چې نه يې وي ليدلي؛خو څوک  چې په هغه سيمه کې وسېږي؛نو څه ځانګړى خوند او په زړه پورې توب  ورته نه لري  او ورته عادي وي؛خو د جنت پر نعمتونو سترګې نه مړېږي؛بلکې تل تر تله په زړه پورې دي او کېداى شي دا هر څه پکې د پرله پسې بدلونونو له امله  وي،چې د جنتيانو سترګې پرې نه مړېږي ؛ لکه څنګه چې قرآن شريف  وايي :لَهُم مَّا يَشَاؤُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ (ق/۳۵) = هغوى چې څه وغواړي،هلته ورته (چمتو) دي او له موږ سره ډېر نعمتونه شته (چې د هېچا په  خو او خاطر کې نه راځي). (٥٣٥)

څه چې جنتيان غواړي،راسره شته او تر هغې نه ډېر راسره دي .

د جنت صفت په ټکيو نه کېږي . خداى وايي :د هېڅ چا لپاره د تصور وړ نه ده ،چې موږ د هغوى لپاره،چې سهار وختي دعاګانې کوي،څومره سترګې روښانوونکي نعمتونه ساتلي دي .

فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (سجده/۱۷) = نوهېڅوك نه پوهېږي، چې خداى يې د سترګو يخوالي ته د هغوى د کړنو په رڼا کې کوم څه پټ کړي دي. (٥٣٦)

لکه څنګه چې په تېرو اسماني کتابونو کې هم راغلي دي ، چې خداى وايي :((اعدت لعبادى ما لا عين رات ولا اذن سمعت ولا خطر بقلب بشر)) خپلو صالحو بندګانو ته مو داسې څيزونه چمتو کړي،چې نه سترګو ليدلي،نه غوږ اورېدلي او نه د انسان په فکر کې راغلي دي . (٥٣٧) ( بحارالانوار، ۸/ ۱۹۱)

تلپاتې نعمتونه

په قرآن شريف کې دا خبره څو ځل راغلې،چې د جنت او جنتيانو نعمتونه تلپاتې دي او يو ځل ،چې جنتي جنت ته ورننوت ؛نو راوتل يې ترې نه بيا نه وي او دا خبره يې څو ځل د (( خالدين فيها)) په جملې ويلې  ده .

په بل ځاى کې وايي : ((أُكُلُهَا دَآئِمٌ)) (رعد/ ۳۵)  (٥٣٨)؛جنتي مېوې نه موسمي دي، نه فصلي او نه يې چينجى وهي،چې د يوې مودې لپاره نه وي او يا داچې قرآن شريف  وايي : لَّا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ (واقعه/۳۳) = چې نه پاى ته رسي او نه يې جنتيان له خوړو منع کېږي. (٥٣٩)

جنتي مېوې نه د دنيا د مېوو په څېر ورکېږي او نه يې انسان له خوړو  ژغورل کېږي؛خو په دنيا کې کله مېوه نه وي او چې وي؛نو لاس ته راوړل يې سخت وي او يا داچې موږ ورته لاس رسي نه لرو او يا داچې موږ اشتها نه لرو  او يا داچې مېوه لا نه وي رسېدلي  او يا داچې مېوه ورسته شوې وي او يا داچې موږ يې له خوړو ژغورل شوى يو؛خو جنتي مېوې تل وي او هېڅکله د هېڅ جنتي لپاره منع نه دي او عوارض هم نه لري  .

په قرآن شريف  کې راغلي دي : إِنَّ هَذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِن نَّفَادٍ (ص/ ۵۴) =(او وايي:) په حقيقت كې دا زموږ “روزي” ده،چې هېڅ نه تمامېږي. (٥٤٠)

جنتي ميوې او نعمتونه ډېر دي . وَفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ(واقعه/۳۲) = او (ورته) پرېمانه مېوى (دي). (٥٤١)

او ټول يې د ډېرېدو وړتيا لري. ((وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ)) (ق/ ۳۵) (٥٤٢)؛يعنې د جنتيانو پر غوښتنو سربېره نور هم ډېر راسره شته ان ترې زياته او غوره)

جنت د امن سيمه ده

قرآن شريف  وايي :إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٍ (دخان/۵۱)= په رښتيا چې پرهېزګاران د امن په ځاى كې دي (٥٤٣).

د تقوا خاوندان په قيامت د ثابت او امن مقام خاوندان دي .

په بل ځاى کې وايي : الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُوْلَئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ (انعام/۸۲) = (هو) هغوى چې ايمان يې راوړى او خپل ايمان يې د(شرك) له ظلم سره نه وي ګډلى؛نو امن يوازې همدوى ته دى او همدوى پر سمه لار برابر دي! (٥٤٤)

په قرآن شريف  شريف کې راغلي دي : ((لَهُمْ دَارُ السَّلاَمِ عِندَ رَبِّهِمْ)) (انعام/۱۲۷) (٥٤٥) د حق غوښتونکيو لپاره په قيامت کې له پالونکي سره د امن کور شته دى .

د جنتيانو څېره

د جنتيانو د څېرې د خوشحالۍ په هکله قرآن شريف  وايي : وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ( عبس/۳۸)= پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي (٥٤٦)

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ. إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ (قيامت/۲۲، ۲۳) = هو) پر هغه ورځ ځينې مخونه تازه او خوښ ( غوړېدلي ) وي،يوازې د خپل پالونكي لوري ته به ګوري . (٥٤٧)

خوشحاله او ښکلې څېرې،چې الهي پېرزو ته سترګې په لار دي .

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاعِمَةٌ (غاشسيه/۸)= پر هغه ورځ ځينې مخونه ښېرازه وي، (٥٤٨)

هغه مخونه،چې د قيامت پر ورځ له الهي نعمتونو برخمن دي . ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ(عبس/۳۹)= خندان او خوښ به وي. (٥٤٩).

جنتيان به پر هغه وېرونکى ورځ وراخطا نه وي او د الهي نعمتونو په زېري ورکولو به خندان روان وي .

وياړ او نورو ته بلنه

قرآن شريف  وايي : فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ. إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيهْ. فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ. فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ. قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ.(حاقه/ ۱۹، ۲۴) =‏ نو چا ته چې يې خپل كړنليك په ښي لاس وركړاى شو؛نو(له ډېرې خوښۍ او وياړه به) وايي: (( (محشريانو!)  راشئ كړنليك مې ولولئ! بېشكه يقين مې درلود (چې قيامت راتلونكى دى او د خپلو كړنو) له حساب سره (به) مخېږم.))؛‏نو هغه به په خوښ ( او په زړه پورې) ژوندكې وي،‏په (ابدي ) لوړ مقامي جنت كې،چې د مېوو واڼل به يې په واک کې وي. (٥٥٠)

په لوړ مقامي جنت کې ژوند کوي او له جنتي نعمتونو به برخمن وي .

ورورولي او مينه

په جنت کې به هېڅ ډوله کينه او خپګان نه وي . قرآن شريف وايي : ((وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ)) (اعراف/۴۳) = او له زړونو يې خيري (او کينې) راوباسو( چې په پاك زړۍ او مينه کې ژوندوكړي )  (٥٥١).

موږ هر ډوله دښمني،کينه او حسادت (٥٥٢)(غِلّ د پټ نفوذ په مانا دی او داچې حسد او کينه په پټه د انسان پر اروا اغېز کوي؛نو ورته غِلّ ويل شوی او ښايي نورو ناوړه صفتونو ته هم غِلّ وويل شو)  د هغوى له زړه لرې کړى او ټول مو سره د صميمت او ورورولۍ پر کرسۍ کېنول .

بې ځايه ناسته پاسته او بې ځايه خبره به نه وي

هلته به نور دروغ،تورلګول،پېغور،ملنډې وهل او بې ځايه خبره نه وي .

((لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَامًا)) (مريم/۶۲) (٥٥٣)اورېدل به يوازې سلام وي؛يعنې داسې غونډلې به کارېږي،چې د اروا،فکر او ژبې له روغتيا به  راولاړېږي .

په بل ځاى کې راغلي دي : لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا(واقعه/۲۵) = هلته به چټي وينا او د ګناه خبرې وانه وري. (٥٥٤)

د نباء په سورت کې راغلي دي : لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّابًا (نباء/۳۵) = هلته به چټيات او دروغ نه اوري. (٥٥٥)

نه به لغوه خبره واورې او نه به يو بل ته د دروغو نسبت ورکړئ او هلته به ټولې خبرې واقعيت لري او ځانګړى خوږلنى به پکې وي .

جامې او سينګار

د جنتيانو بنګړي به له سرو زرو وي او پردې سربېره پر لوء لوء به سينګار شوي وي.

جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ (فاطر/ ۳۳) = (اجر يې) همېشني جنتي باغونه دي، چې ورته به ننوځي،هلته به د سروزرو په بنګړيو او مرغلرو سينګار شي او جامې به يې ورېښمينې وي. (٥٥٦)

په بل آيت کې د سپينو زرو بنګړي راغلي دي : ((وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ)) ( انسان/ ۲۱) (٥٥٧).

جامه به شين رنګ او له نازک حرير (سندس) او ډبل سندس (استبرق) وي .

أُوْلَئِكَ لَهُمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِّن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ نِعْمَ الثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا (کهف/۳۱) = هغوى ته همېشني جنتونه دي، چې تر ونو او ماڼيو لاندې يې ويالې بهېږي،هلته د سرو زرو په بنګړيو سينګارېږي او د نرمو او ډبلو ورېښمو زرغونې جامې اغوندي،هلته پر تختونو ډډه وهي،څومره ښه اجر او څومره ښه استوګنځى دى ! (٥٥٨)

په زړه پورې خبره خو داده،چې دا جامې زړېدل نه لري  او نه له فيشنه غورځېږي او هلته نوره سختي او ستړتيا نشته .(( لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌ)) (فاطر/ ۳۵)  (٥٥٩)

د مېلمه پالان

د جنتيانو د مېلمستيا په هکله قرآن شريف  وايي : وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنثُورًا (انسان/ ۱۹) = او (د مېلمستيا لپاره) پرې ګرچاپېره(( همېشني هلكان)) ګرځي، كه  و يې ويني (؛نو) د شيندل شويو مرغلرو ګومان به دې پرې راشي. (٥٦٠)

جنتي خواړه

کومې مېوې ته يې،چې زړه کېږي؛نو خوري به يې .

وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ ( واقعه/۲۰) = راز راز مېوې،چې خوښې کړي (٥٦١).

قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ (حاقه/۲۳) = چې د مېوو واڼل به يې په واک کې وي. (٥٦٢)

((وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ)) (محمد/ ۱۵) (٥٦٣) د مرغيو هر ډول غوښه،چې څومره او کله هم غواړي؛نو ورکول کېږي به .

وَلَحْمِ طَيْرٍ مِّمَّا يَشْتَهُونَ(واقعه/۲۱) = او د هر ډول مرغانو غوښې،چې وغواړي. (٥٦٤)

څښاک

په جنت کې ډول ډول نهرونه  شته؛لکه :

الف: د رڼو اوبو نهرونه،چې کله هم پکې بدلون نه راځي . ((أَنْهَارٌ مِّن مَّاء غَيْرِ آسِنٍ))

ب: د شيدو نهرونه،چې هېڅکله يې په خوند کې بدلون نه راځي . ((وَأَنْهَارٌ مِن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ ))

ج: د پاکو شويو شاتو نهرونه . ((وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى))

د: د شرابو نهرونه،چې برخمن به ترې خوندونه اخلي . ((وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ))(٥٦٥).

د دنيا او اخرت د شرابو توپير

١_ د دنيا شراب ناولي او د قرآن شريف  د وينا له مخې رجس دي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ(مائده/۹۰) = مؤمنانو! شراب او جواري او بوتان او ازلام [=يوډول بخت ازمېيل] (دا ټول ) ناولي (او) شيطاني چارې دي،ځان ترې وساتئ ،ښايي وژغورل شئ . (٥٦٦)

خو د جنت شراب پاک سوتره دي . ((شَرَابًا طَهُورًا)) (انسان/ ۲۱) (٥٦٧)

٢- د دنيا شراب د فتنې او دښمنۍ لامل دى او شيطان پر شرابو او جوارۍ په خلکو کې دښمني اچوي.

إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللّهِ وَعَنِ الصَّلاَةِ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ(مائده/ ۹۱) = شيطان غواړي په شرابو او جواړۍ ستاسې په منځ كې دښمني او كينه راولاړه كړي او د خداى له ياد او لمانځه مو منع كړي؛ نو ايا (له دې ټول زيان او فساد او ټينګې منع سره  سره) له دې چارو به لاس واخلئ ؟! (٥٦٨)

خو جنتي شراب هېڅ ډول کينه او دښمني نه جوړوي؛بلکې د ورورولۍ پر تخت يو له بل سره ناست دي .

٣_ ددنيا د شرابو تاوان تر ګټې ډېر دى؛خو جنتي شراب يوازې ګټه ده .

٤_ د دنيا شراب مستي او د عقل لېونتوب راوړي؛خو جنتي شراب ان کوچنى تاوان هم نه لري  . ((لَا فِيهَا غَوْلٌ))(٥٦٩) ( غول په مرموزانه توګه مړينې ته وايي )

٥_د دنيا شراب به دې پر ابلتو کړي؛خو جنت شراب داسې نه دي.

لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّابًا (نباء/ ۳۵) = هلته به چټيات او دروغ نه اوري. (٥٧٠)

٦_د دنيا شراب سر چورولوي او د ډول ډول ناروغيو لامل دى؛خو جنتي شراب داسې نه دي.

لَا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنزِفُونَ (واقعه/۱۹)= چې په څښلو به يې پرې سرخوږاو مستي رانشي. (٥٧١).

لوښي او ويالې

په هغه لوښو کې،چې جنتيان پکې څښاک کوي،داسې ځانګړنه لري، چې سړول او ښه بويول کوي.

قرآن شريف  وايي :إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا (انسان/۵) = په حقيقت كې نېكان به (د شرابو) هغه جامونه څښي،چې د كافورو (ښه عطر) به ورسره ګډ شوي وي (٥٧٢)

د الميزان په تفسير کې راغلي دي : (( کاوفوراً )) يو متل دى،چې د سړولو او ښه بويولو لپاره پکارېږي او د ((کاس)) ټکى هم د اوبو د لوښي پر مانا دى او په خپله دا لوښي له ښه بويه او سړې مادې جوړ شوي دي . د جنت چينې او نهرونه په جنت کې د ميشته خلکو په واک کې دي او په يوه اشاره کړاى شي مسير ورته بدل کړي او يا کړاى شي د نورو چينو غوښتنه هم وکړي . ((لَهُم مَّا يَشَاؤُونَ فِيهَا)) (ق/۳۵) (٥٧٣)؛نو قرآن شريف د جنتي نهرونه او چينو په هکله وايي : ((يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا)) (انسان/۶) (٥٧٤)؛يعنې په خپله جنتيان چينې او نهرونه په هغې ارادې جوړوي،چې خداى ورکړې ده .

په بل آيت کې راغلي دي : د جنتيانو څښاک پر زنجبيل ؛ښه بويه شوي او د سپينو زرو رڼا ته ورته په لوښو کې څښاک کوي او د مېلمستيا ماموران ورته هومره رڼې اوبه ورکوي،چې خوښه يې وي .

په بل ځاى کې راغلي دي : يُطَافُ عَلَيْهِم بِكَأْسٍ مِن مَّعِينٍ. بَيْضَاء لَذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ. لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنزَفُونَ( صافات/ ۴۵- ۴۷) = پر هغوى به د نږه شرابو جامونه ګرځول كېږي.تك سپين شراب،چې څښونكيو ته به خوندور وي؛ نه په هغه كې (د عقل) تباهي ده او نه ترې نشه كېږي. (٥٧٥)

په بل ځاى کې راغلي دي : يُسْقَوْنَ مِن رَّحِيقٍ مَّخْتُومٍ. خِتَامُهُ مِسْكٌ ( مطففين/ ۲۵، ۲۶) = په هغوى به سرپټي شراب څښل كېږي. [چې] د مشكو مهر پرې لګېدلى دى (٥٧٦)

ددې مادي نعمتونو په څنګ کې،چې کوم مانيز نعمنتونه دي دا دي ، چې دا هر څه د خداى له لوري دي. ((وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا)) (انسان/ ۲۱) (٥٧٧) کوم شراب،چې د خداى له لوري وي؛نو ځانګړى معنويت لري .

د جنت لوښي ډېر ښايسته او په زړه پورې دي،چې قرآن شريف وايي : يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ(زخرف/۷۱) = پر هغوى به ګرچاپېره (د خوړو) د سروزرو لوښي او (د رڼو شرابو) جامونه ګرځول كېږي او هلته به  ټول هغه څيزونه وي،چې زړونه وغواړي او سترګې پرې خوږېږي او هلته به همېشه ياست. (٥٧٨) .

جنتي مېرمنې

په قرآن شريف  کې څو ځل د جنتى ښخو اوځانګړنو په هکله يې خبره شوې ده:

وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ (صافات/۴۸) = او ورسره به د ښكليو [او] غټو سترګو خاوندانې (مېرمنې) وي،چې يوازې له خپلو مړونو سره مينه لري (٥٧٩)

جنتي ښځې بې له خپلو مړونو نورو ته سترګې نه اړوي او هغوى ته په مينه او مستو سترګو نه ويني . هغه ښخې هم پر خپلو مړونو مينې وي او هم د عمر له پلوه يو د بل انډول دي .

عُرُبًا أَتْرَابًا(واقعه/۳۷) = د خپلو مړونو عاشقانې او همزولې دي. (٥٨٠)

هغه ښځې د لوءلوء په څېر ښايښته دي او چا  لاس نه وي ور وړى.

كَأَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ(واقعه/۲۳) = لكه په سيپۍ کې مرغلرې. (٥٨١)

او هر کله چې ورسره مړونه  يو ځاى کېږي ؛نوباکره به وي.

فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا(واقعه/۳۶) = نو هغوى مو پېغلې ګرځولي دي. (٥٨٢)

د هغوى سينې ډېرى غټې نه وي او نوې راوتلې وي.

وَكَوَاعِبَ أَتْرَابًا (نباء/۳۳) = او همځولې نوې پېغلې. (٥٨٣)

او دې ښځو ته به لا هېڅ چا لاس نه وي ور وړى.

فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ رحمن/۵۶)= په هغو جنتي باغونو كې د حياناکو سترګو خاوندانې ښځې وي،چې له دغو جنتيانو مخكې به هيڅ انسان يا پېري لاس نه وي وروړى. (٥٨٤)

دا ښځې خوندي او پاکلمنې ‏دي او مبتذلې نه دي.

حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ (رحمن/۷۲)= په (جنتي) خېمو كې (ناستې) سترمنې حورې. (٥٨٥)

او دومره ښايښته دي،ته به واچې ياقوت او مرجان دي.

كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ (رحمن/۵۸) = هغوى؛لکه چې ياقوت او مرجان وي (٥٨٦) .

او له دې ټولو،چې راتېر شو دا حورې د کمالاتو له پلوه د جنت او جنتيانو وړتيا لري  او هر ډول نيمګړتياو پاکې دي ((وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ)) ددې حورو  شمېر خورا ډېر دى او په حديث کې راغلي : په جنت کې د انسان د کوروالي قوت او وس سل تنو ته رسي او داچې موږ په دې هکله دومره خبرې وکړې،د هغوى د ارزښت له کبله ول، چې په حديث کې هم راغلي : (( په دنيا او اخرت کې تر ټولو غوره نعمت له ښکلو مېرمنو سره کوروالى دى . (٥٨٨) ( وسايل، ۱۴/ ۱۰)

نورې بېلګې

لکه څنګه چې مو وويل، قرآن شريف  د قيامت په مسئله څه له قلمه نه دي غورځولي او په دې  هکله تر زرو آيتونو ډېرې دي او حق يې هم دې، چې دومره رڼا پرې واچول شي؛ځکه د انسان تلپاتې ژوند هلته دى او پر هغه ژوند ايمان  په دې  دنيا کې د ژوند ښه کېدو لامل هم دى؛نو د قيامت او دوزخ د ځانګړونو بيانول، چې پکې وېره او هيله ده، روزنيز اړخ لري،چې په دې  هکله ډېر آيتونه شته، بيا يې هم څو ته اشاره کوو :

په جنت کې لوړ او عالي تختونه دي

فِيهَا سُرُرٌ مَّرْفُوعَةٌ(غاشيه/۱۳)= هلته لوړ ښكلي تختونه دي. (٥٨٩)

هلته د سرو او سپينو زرو ښايسته لوښي ايښوول شوي دي.

وَأَكْوَابٌ مَّوْضُوعَةٌ(غاشيه/۱۴) = او( ددې چينې پرغاړه ) كوزې ايښوول شوي دي. (٥٩٠)

په جنت کې تکيه ګانې او بالښتونه په ځانګړى توګه ايښوول شوي دي.

وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ(غاشيه/۱۵) = او بالښتونه پر يوه ليكه ايښوول شوي. (٥٩١)

هلته ډېر ښايسته او غوره فرشونه هوار شوي دي.

وَزَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ(غاشيه/۱۶) = او(قيمتي) فرشونه غوړول شوي. (٥٩٢)

د جنتي مېوو د خوړولو لپاره يې جنتيان نه په زحمتېږي ؛ځکه مېوه لرونکي ښاخې به د جنتيانو په اراده رانږدى شي. ((وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا)) ( انسان/ ۱۴) (٥٩٣) که ناست وي که ملاست او که ولاړ وي ؛ نو مېوې به يې په اراده په واک کې وي. قرآن شريف دا دنيا له دې دومره نعمتونو،کانونو،بحرونو او …..سره پر ناڅيزه کم بيه څيز تعبير کړې ده؛خو جنت ته يې (( ملک کبير )) ويلى دى .

وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا(انسان/۲۰) = هلته چې (هرې خواته) ګورې (؛نو) پراخه نعمتونه او ستر سلطنت به دې تر سترګو شي. (٥٩٤)

پېغمبره !چې کله جنت ووينې؛نو هله به نعمتونه،ملک، پادشاهي او سترتيا پر خپلو سترګو ووينې .

د جنتيانو يو بل ته مخامخ کېناستل  د نعمتونو يوه بله بېلګه ده،چې په قرآن شريف  کې ورته څو ځل اشاره شوې او د هغوى تختونه داسې ايښوول شوي دي،چې يو بل ويني.

عَلَى سُرُرٍ مَّوْضُونَةٍ. مُتَّكِئِينَ عَلَيْهَا مُتَقَابِلِينَ ( واقعه/ ۱۵،۱۶) = هغوى (=مقربان)  په زرو او جواهرو او بدل شويو تختونو، يو بل ته يې مخامخ پرې ډډه وهلې ده. (٥٩٥)

مانيز خوندونه

په همدې دنيا کې که څوک له ټولو خوندورو نعمتونو برخمن وي؛خو کله حسود وي،خلک ترې نه ناخوښ وي،څوک پرې سلام وا نه چوي ؛ نوپه دې  بڼه که به ورته ټول نعمتونه زهر او زقم شي؛ځکه  د خداى يو ستر نعمت د محبوبيت نعمت دى، د خداى له اولياوو سره په څنګ کې د وسېدو نعمت،د زړه د ډاډ نعمت او په رښتيا هغه روښانه زړه،چې په کې کينه،کنجوسي،دشمني،حسد،شرک،تکبر او دې ورته څيزونه نه وي؛نوله ماڼيو ،بڼونو او ….. سره د پرتلې وړ نه دى،چې په دې  هکله خورا زيات روايتونه او آيتونه دي،چې څو ته يې اشاره کوو :

جنتيان له پاک زړه او له هر ډول کينې لرې ژوند کوي .وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ (اعراف/۴۳) = او له زړونو يې خيري (او کينې) راوباسو( چې په پاك زړۍ او مينه کې ژوندوكړي ) او د هغوى تر (ماڼيو او ونو لاندې) ويالې بهيږي او وايي :(( ستاېنه يوازې الله ته ده،چې موږ ته يې (دې) مقام ته  ( د ايمان په وسيله د رسېدو) سمه لار وښووه او كه خداى راته سمه لار نه واى راښوولې؛ نو دا (مقام) زموږ په برخه كېداى نشو. په رښتيا زموږ د پالونكي استازيو حق راوړى و .)) او پر دغه وخت پرې غږ كېږي چې :(( دا جنت مو د هغو کړنو له امله په ميراث يووړ، چې تل مو کول .)) (٥٩٦)

له الهي انسانانو او د خداى په څنګ کې به وي .فَادْخُلِي فِي عِبَادِي. وَادْخُلِي جَنَّتِي (فجر/۲۹، ۳۰) = نو زما په (ځانګړيو) بندګانو كې ورننوځه  او جنت ته مې راننوځه! (٥٩٧).

خداى پرې سلام وايي .سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ (يس/۵۸)= (پرتاسې) سلام،(دا) د لوروونكي پالونکي له لوري خبره ده. (٥٩٨)

له هرې خوا ورته پرښتې مبارکي وايي . وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ. سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ (رعد/۱۳) = او پرښتې به پرې له هر وره ننوځي. ( او هغوى ته به ووايي:) ستاسې د زغم له امله دې پرتاسې سلامتيا وي! (٥٩٩)

د زړه له کومې له خداى سره مينه کوي او د زړه له کومې شکر وباسي.

دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (يونس/۱۰)= په جنت كې به د هغوى وينا (او دعا) دا وي چې : (( سبحانك اللهم (خدايه ! پاك او سپېڅلى يې ) )) او هلته به يې درود ويل ((سلام)) وي او خپله  دعا به په ((الحمدلله رب العالمين = ټوله ثنا او ستاېنه يوازې نړۍ پال ته ده! )) پاى ته رسوي . (٦٠٠)

هو ګرانو ! په همدې دنيا کې هم خورا ډېر خوندونه دي،د علمي مسئلو حل او پرې سر خلاصول هم خوند لري، د زړه له کومې دعا کول هم خوند لري، له مشرانو او پوهانو سره خبرې هم خوند کوي ،له ښو سره ګاونډ خوند کوي،له سترو سره انځور اخستل خوند کوي ؛نو چې کله په انځور کې يو ځاى کېدل او د کورونو ګاونډ سره خوند کوي ؛نو تاسې په خپله ووياست،چې د خداى له لوري سلام،له الهي انبياوو، امامانو، اولياوو سره يو ځاى به څومره خوند لري .

حديث دى : خداى به جنتيانو ته وايي :له دې ټولو نه غوره نعمت دادى،چې زه درنه خوښ يم او درسره مينه کوم .(٦٠١) ( بحارالانوار،۸/ ۱۴۱) ؛لکه څنګه چې په قرآن شريف  کې هم راغلي دي : ((وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ)) (توبه/ ۷۲) (٦٠٢) له جنتيانو د خداى خوښي تر جنت او نعمتونو يې ډېر غوره دى او دا هماغه ستر فوز او نېکمرغي ده .

حديث دى : د جنت تر ټولو خوندور او غوره نعمت د خداى مينه او له جنيتانو سره د خداى مينه ده  . (٦٠٣) ( بحارالانوار، ۶۹/ ۲۵۱)

د قمر د سورت په پاى کې راغلي دي : إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَهَرٍ. فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُّقْتَدِرٍ( قمر/ ۱۴، ۱۵) = (( چې زموږ تر نظر لاندې چلېده، (دا) د هغه پېغمبر بدله وه،چې کافرانو ترې انكار كړې وه او په يقين موږ دا پېښه (بېړۍ) يوه نښه پرېښوده؛ نو ايا څوك پند اخستونكى  شته؟))

د خداى د ځانګړي رحمت تر څنګه ژوند کول؛ هغه څه نه دي،چې په اسانۍ يې په ټکيو بيان کړو؛ که څه موږ په هر حال کې د خداى په حضور کې يو؛خو کوم حضور، چې په قيامت کې دى،ځانګړې ځانګړنې لري ؛لکه څنګه چې کله انسان په خپل کور کې لمونځ کوي،کله په جومات او کله په مسجدالحرام کې،ټول خداى ته لمونځ کول دي؛خو هر يو د ثواب له پلوه خپلې ځانګړنې لري.

کله يو څوک پېسې رالېږي،چې موږ پرې خواړه واخلو،کله کوم رستوران ته سپارښتنه کوي،چې راته خواړه  راوړي،کله مو له ځان سره کور ته وړي،چې هلته راته خواړه راکړي،کله مو له ځان سره کېنوي او راته خواړه راکوي ،کله پر خپل لاس زموږ مخې ته په لوښي کې خواړه اچوي او کله د خوړو کپ زموږ په خوله کې ږدي ؛نو په ټولو بڼو کې هغه خو راته خواړه راکوي؛خو د خوړو د ورکولو څرنګوالى يې د پېرزو څرګندوى دى،چې يو له بل سره توپير لري .

موږ په دنيا او اخرت کې د هغه په حضور کې او د هغه پر دسترخوان ناست يو؛خو په قيامت کې حضور څه بل خوند لري ((وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا))(٦٠٤) په قيامت کې به خداى پر هغوى پاک شراب څښکي . له ګناه،لغو،دروغو او خيانت لرې والى تر ټولو ستر معنوى خوند دى او همداراز په جنت کې هېڅ ډول غم نه درلودل هغه نعمتونه دي،چې جنتيان پر منښته کوي او د خداى شکر به وباسي او وايي به : ((الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ)) (فاطر/ ۳۴) (٦٠٥) شکر د خداى چې له غمونو يې خلاص کړو او جنتيان يې کړوو. يو بل نعمت دادى،هغه مؤمنان، چې په دنيا کې د يو بل خپلوان  ول ؛نو هلته به هم سره يو ځاى وي ((أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ)) ( طور/۲۱) (٦٠٦)موږ به د نېکوکارانو ذريه ،چې د ايمان په ليکه کې وي (که څه هم د خپلو پلرونو  رتبې ته نه وي رسېدلي ) د هغوى د پلار د لا خوشحالولو لپاره ،سره يو ځاى کړو . (٦٠٧) ( تفسير الميزان، ۱۹/ ۱۰)

پر جنتيانو د خداى بله پېرزو داده،چې خداى ورته وايي : إِنَّ هَذَا كَانَ لَكُمْ جَزَاء وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا (انسان/۲۲) = په حقيقت كې دا ستاسې بدله ده او ستاسې هڅې منل شوې دي. (٦٠٨)

حال دا چې د دوو رکعتونو لمونځونو،حج او روژې اجر دومره ډېر نه وي؛ځکه مال،ځان او توفيق هر څه د خداى دي .زموږ عبادتونه د يو ساختمان مثال لري،چې سېمټ،خښتې،کړکۍ او … هر څه يې د خداى دي ؛خو په عېن حال کې هغه کور رانه پر جيګه بيه واخلي .

په رښتيا انسان  د خداى ددې دومره نعمتونو پر وړاندې خېجله کېږي .

فرض کړئ يو انسان مو په اوبو کې له ډوبېدو وژغوره او بيا مو ورته موټر چلول ورزده کړل او بيا مو ورته يو ښايسته موټر واخست او بيا ورته ښځه هم وکړئ،کور هم ورکړئ؛خو هغه چې دا هر څه ستا له اړخه ويني ؛نوکله کله دې پوښتنې او مننې ته راځي،چې بيا هم تاسې ورسره لا پسې نوره مرسته هم وکړئ ؛نو هغه انسان به بې له خېجلتيا هېڅ هم و نه لري؛البته څومره مثالونه،چې راوړل شي بيا هم د خداى پېرزو  بيانولو ته ناڅيزه دي . هغه زموږ يو کار ته لس ګرايه او يا اويا ګرايه ثواب ورکوي ((مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا)) ( انعام/ ۱۶) (٦٠٩).

هغه زموږ کم کار هم قبلوي ((فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ( زلزال/۷) = نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي وبه يې ګوري.)) (٦١٠)

هغه زموږ مات ګوډ کار هم قبلوي؛لکه څنګه چې په دعا ګانو کې وايو: خدايه ! که زما د لمونځونو رکوع او سجدې نيمګړې وي ؛نو ته يې ومنه او و مې بښه . هغه زموږ نېک کارونه نورو ته ښکاره کوي؛خو پر بديو مو پرده اچوي.

(( يا من اظهر الجميل و سترالقبيح )) (٦١٢) ( د رجب د مياشتې دعا)

د جنت درجې

قرآن شريف  جنت په ((جَنَّاتُ عَدْنٍ))(٦١٣) ( په قرآن کې دا تعبير يوولس ځل راغلى،چې ټول يې د جنت په اړه دی)  او ((جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ)) ( کهف/۱۰۷) (٦١٤) تعبير کړى دى .

د ((عدن )) ټکى د استقرار په مانا دى. معدن؛يعنې  چېرته،چې زېرې پکې مستقرې وي . فردوس هغه سترو بڼونو ته ويل کېږي،چې د ټولو سترو بڼونو ځانګړنې ولري .

حديث دى : هر څه يوه څوکه لري ، چې د جنت څوکه فردوس دى .

په حديثونو کې راغلي دي :چې کله له خدايه جنت غواړئ ؛نو فردوس ترې وغواړئ؛ځکه فردوس د جنت په منځ او لوړه څوکه کې دى او د جنت ټول نهرونه ترې سرچينه اخلي (٦١٥) ( تفسير الميزان،۱۳/ ۴۳۳)

په روايتونو کې راغلي : هغوى چې د خداى لپاره او د خداى په لار کې يو له بل سره مينه کوي او د يو بل کتو ته ځي ؛نو خداى به ورته په جنت کې ځانګړې اويا زره ماڼۍ ورکړي . (٦١٦) ( بحارالانوار، ۸/ ۱۳۲)

په ځينو نورو روايتونو کې په سحر کې لمونځ کوونکيو او دعاکوونکيو ته ،هغوى چې د ژوند سختيو ته يې سينه پراخه کړې وي ،د رجب د مياشتې روژه نيوونکيو ته ،عادلو رهبرانو ته،مسکينانو ته خوړو ورکونکيو ته ،هغوى چې پېغور ورکوونکي نه وي،خوله يې په واک کې وي،هغوى چې حق ته غاړه ږدي که څه په تاوان يې وي،سرښندنکيو،صله رحم لرونکي، سلام اچونکي او هغوى چې د خپلې مېرمنې او اولاد د ژوند د ښه کولو په پار پر ځان سختۍ تېرى کړې وي ،سترې ماڼۍ اولوړې درجې په پام کې نيول شوى دي . (٦١٧) ( بحارالانوار، ۹۷/ ۴۷- ۷۴/ ۹۰- ۷۶/ ۲- ۸۱/ ۱۹۴) .

قرآن شريف  وايي : ((وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِّمَّا عَمِلُوا)) ( انعام/۱۳۲) (٦١٨).

قرآن شريف  وايي :(( وَلاَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ ان يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ)) ( اعراف/ ۴۰) (٦١٩) کافران او مشرکان به جنت ته نه ځي؛خو هغه وخت، چې اوښ د ستنې له سيوري تېر شي ؛يعنې دا دوه ډلې به هېڅکله جنت پر سترګو و نه ويني ؛ځکه هېڅکله به اوښ د ستنې له سيوري تېر نشي.

په ځينو روايتونو کې راغلي : دا وګړي به هم له جنته  بې برخې وي : سخن چين،تل په نشه کې ،بې غېرته، غيبت کوونکى ،منت ايښووونکى،کنجوس،هغوى چې صله رحم نه لري ،زناکار بوډا، کنجوس شتمن ،بد اخلاقه ،هغوى چې د نورو پر حق ګېډه اچولې وي ، هغوى چې د پېغمبراکرم منطق نه مني او څوک چې په چارواکۍ کې له خلکو سره چل ول وکړي او ….. (٦٢٠) ( ميزان الحکمه)

جاودانګي او خلود

له منځه تګ او فساد يو له هغه څيزونو دى،چې د هر څه خوږوالى پر تريخوالي بدلوي . د مثال په توګه : د بانک مامورين که څه د ورځې په ميليونونو پېسې په لاس کې اړوي را اړوي ؛خو بيا يې هم زړه خوشحاله نه وي؛ځکه پوهېږي دا پېسې ورسره لنډې مودې ته دي او يوه شېبه وروسته به يې له لاسه ځي، همداراز د دنيا ټول خوندونه هم له منځه تلونکي دي .

قرآن شريف  وايي : مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ اللّهِ بَاقٍ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (نحل/ ۹۶) = څه چې درسره دي، له منځه ځي؛خو څه چې له خداى سره دي،تلپاتې دي او هرومرو به  صابرانو ته د هغوى تر كړنو هم غوره بدله وركړو . (٦٢١)

هغه چې درسره دي،له منځه تلونکي او هغه چې له خداى سره دي تلپاتې دي .

هو ګرانو ! د بېلتون فکر د بري خوند له منځه وړي؛خو د جنت خوندونه تلپاتې دي او قرآن شريف هم څو ځل د جنت او نعمتونو د خلود او تلپاتۍ په هکله خبرې کړې دي .

د جنت د نعمتونو په تلپاتېتوب او خلود کې هېڅ شک نشته؛ځکه د خداى پېرزو ناپايه ده او تر بې نهايته کړاى شي پر مؤمن بنده پېرزو وکړي . دلته دوه ټکي او پوښتنې د پام وړ دي :

ړومبى داچې له د دوزخيانو او هم د جنتيانو په هکله د ((خالدين فيها )) د غونډلې په څنګ کې د ((مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ)) (٦٢٢) غونډله راغلې؛يعنې،چې ځمکه او اسمانونه وي؛نود جنت او دوزخ نعمتونه او عذابونه به هم وي ؛نو آيا دا محدوديت نه دى ؟

په ځواب کې بايد وويل شي :د قيامت ځمکه او اسمان د دنيا له ځمکې او اسمان سره توپير لري؛ځکه د ډېرو آيتونو په رڼا کې ( لکه څنګه مو ، چې ورته په مخکې مخونو کې هم اشاره وکړه )،چې قيامت شي ؛ نو ځمکه به شديده لړزه پيدا کړي،غرونه به له ځايه راونړېږي،د لمر رڼا به ختمه شي،ستوري به ټکر شي ،د اسمانونو ټغر به راټول شي او شته نظام به له بېخه له منځه ولاړ شي ؛خو په قيامت کې ځمکه او اسمان بل شان دى او خپل ځانګړى نظام لري،هلته تباهي او له منځه تګ نشته ؛ نو ددې مطلب په رڼا کې،چې قرآن شريف وايي: ((چې ځمکه او اسمان وي؛نو دوزخيان او جنتان به په عذاب او نعمت کې وي )) د ابديت او جاودانګۍ پر مانا دى .

په زړه پورې خو داده،چې د جنت تر توصيف وروسته د ((عَطَاء غَيْرَ مَجْذُوذٍ)) (٦٢٣) راغلې ده؛يعنې هغه ورکړه ده،چې هېڅکله به پرې اويا له منځه لاړه نشي .

دويمه پوښتنه داده: ولې يوه شېبه ګناه تلپاتې عذاب راوړي ؟ ولې يو انسان د څو کاله ګناه په پار د تل لپاره په دوزخ کې پروت وي ؟

ځينې په ځواب کې وايي : له “خلود” څخه مراد دوام نه دى؛بلکې اوږدوالى دى ؛خو دا خبره د منلو وړ نه ده؛ځکه په قرآن شريف کې کله د ((خلود )) د ټکي په څنګ کې د ((ابد )) ټکى هم راغلى دى . (٢٦٤) ( نساء/ ۱۶۹- تغابن/۹- طلاق/۱۱- جن/۲۳ )

ځينې وايي : چې دوزخ وي؛نو هغوى به پکې پراته وي؛خو په پاى کې اور مړ کېږي؛لکه چې ووايي: پلانى د تل لپاره بندي شو؛يعنې،چې سا پکې وي ؛نو په بند کې به وي ؛خو په پاى کې د انسان عمر پاى ته رسي؛ خو دا خبره هم د قرآن شريف  له دې آيتونو سره،چې ويلي يې دي : ((كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا)) ( اسراء/۹۷) (٦٢٥)چې کله دوزخ سوړ او مړ شو؛نوموږ به  بيا پر لمبو کړو . ((كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا)) ( نساء/ ۵۶)  (٦٢٦)چې کله د انسان پوټکى وسوځي؛نو موږ نوى پوټکى ورکوو)) سره سمون نه خوري .

نه پوهېږم ولې ځينې دومره پر مخونو لاس پورې کوي او بې ځايه کوښښونه کوي مګر په همدې دنيا کې د يوې شېبې ګناه له امله کلونه کړاوونه او عذابونه نه وي ؟

د مثال په توګه :په يو شېبه کې په چاقو خپله سترګه ړندوئ ،چې پايله يې د ټول عمر ړندېدل دي او په ډېرو هېوادونو کې داسې شته  بنديان  شته،چې د تل لپاره په بند کې اچول شوي دي،چې  کېداى شي د هغوى دا سزا د يوې شېبې د ګناه له امله وي .

د عمل تجسم د ابديت ښکارندوى دى

په قيامت کې د عمل تجسم د ابديت تر ټولو غوره نښه ده . په دې  هکله موږ د استاد مطهري خبره د (( عدل الهي )) له کتابه راخستې ده او په خپله مو هم پرې يو څه رڼا اچولې ده :کله سزا قرادادي وي ،چې کموالى او ډېروالى پکې راتلاى شي؛خو کله سزا طبيعي او عيني وي،چې په کې بدلون او يا لږوالى نشي راتلاى . د مثال په توګه :  هغه چې شراب يې څښکلي وي ،سزا يې مستي ده او يا داچې تاسې په اوړو کې ډېره مالګه  اچوئ او بيا همدا اوړه پخوئ ،چې پايله به يې توره ډوډۍ وي ؛نو چې کله دا تروه ډوډۍ وخورئ ؛نو څو شېبې وروسته به تږي  شئ ، چې له دې لارې به مو په بدن کې يو لړ هورموني بدلونونه راشي او ناروغان به شئ،چې دلته د يوې شېبې ډېرې مالګې اچونې له امله د اوږدى مودې لپاره يو لړ ناروغۍ دي ، چې پکې بدلون او لږوالې نشي راتلاى . په قيامت کې هم اعمال انځور مومي او هغه چې له توبې او شفاعته لرې پاتې شوى وي او ځان يې له وړتيا غورځولى وي او د عذاب ابديت زموږ د خپلو کړنو پايله ده .

پردې سربېره،ځينې ګناهونه بې له ابدي عذابه بله سزا نشي درولوداى . هغه چې په بدعت ايښودو يو نسل د تل لپاره کږلارى کوي او يا داچې د هغوى د تلپاتې نېکمرغۍ پر وړاندې خنډ شوى وي او يا هغوى چې د حق مشرانو مخه يې نيولې وي ؛نود داسې خلکو ګناه نه وړه او نه لنډ مهاله ده،چې سزا يې لنډ مهاله وي ؛نو راته په کار دي،چې د يوې ګناه پايلې او اغېزې هم وڅېړو . (٦٢٧)

که يهودو او نصارو علماووکه  پر حق پرده نه واى اچولې، چې د خداى استازې حضرت حضرت محمد (ص) يې  د خپل زوى په څېر پېژانده ((يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ)) ( انعام/ ۲۰- بقره/ ۱۴۶) (٦٢٨)

او سپين يې خلکو ته ويلي ول،چې دا هماغه وعده ورکړ شوى پېغمبر  دى، چې نوم يې په تورات او انجيل کې راغلى او له دې لارې د هغوى د ايمان راوړو په مخ کې خنډ شوي نه واى ؛نو نن به مو په ميليونونو بې لارې يهود او مسيحيان نه درلودل .

هو ګرانو ! کله يوه شېبه چوپتيا د تل لپاره نسلونه کږلارې کوي . نه ښايي ګناه پر ساعتونو وڅېړو؛بلکې هغه اغېزو ته يې هم بايد وګورو ، چې په تاريخ کې يې کوي او يا داچې کړې يې دي .رښـتيا ! تاسې ولې هغه لړم د تل لپاره له منځه وړئ،چې يوازې په يوه وړه شېبه کې يې يوازې يو ټک درکړى دى ؟ کېداى شي ځواب دا وي،چې  که دا لړم ژوندى پاتې شي ؛نو چې ژوندى وي ؛نو چيچل به کوي .

ځينې انسانان هم داسې دي ؛لکه څنګه چې په حديث کې هم راغلي دي : جنايتکار بايد د تل لپاره په عذاب کې وي ؛ځکه هغه لړم ته ورته شوى او هر کله چې وخت په ګوتو ورشي ؛نو تل به خلک چيچي

ابديت الهي پېرزو ده

آيا په  دوزخ او يا جنت کې پاتې کېدل د تل لپاره دي او بيا ترې څوک نشي راوتى؟

ځواب : ړومبى داچې خلود او ابديت يوازې د ټولو جنتيانو لپاره دى ؛ خو ټول دوزخيان د تل لپاره په دوزخ کې نه وي؛ځکه ځينې تر يو لړ عذابونو وروسته بښل کېږي او يا داچې شفاعت يې کېږي او دويم دا چې د خلود مانا دا نه ده ، چې خداى نشي کړاى جنتيان له جنته وباسي

نو د جملې په ادامه کې ((إِلاَّ مَا شَاء رَبُّكَ)) ( هود/ ۱۰۷- ۱۰۸) (٦٢٩) د خلود او تداوم په څنګ کې الهي پېرزو او قهر هم راغلى دى ؛نو خداى قدرت لري،چې هر کار وکړي ؛خو داچې ژمنه يې کړې جنتيان به په تلپاتې جنت کې وي ؛نو جنتيان به په جنت کې د تل لپاره وي .

هغه څه چې خداى ته پکار دي

خداى په قرآن شريف کې ځينې کارونه پر ځان لازم کړي،که څه هم د نه کولو واک او ځواک يې هم لري ؛خو د خپلو    ژمنو ،حکمت او عدل له امله به يې هرومرو کوي ؛ لکه ، چې وايي :

١_ د خلکو ښيون . ((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى (ليل/۱۲) = په يقين چې لارښوونه يوازې زموږ(پرغاړه) ده، )) (٦٣٠)

٢_لورنه او پېرزو . ((كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ)) ( انعام/۱۲) (٦٣١)

٣_رزق او روزي . ((عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا)) ( هود/۶) (٦٣٢)

٤_له اړونې د قرآن شريف  ساتل . ((وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)) ( حجر/۹)  (٦٣٣)

٥_ د مؤمنانو مرسته او ملاتړ . ((وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ)) (٦٣٤) ( روم/۴۷)

((كَذَلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ الْمُؤْمِنِينَ)) ( يونس/۱۰۷) (٦٣٥)

په دې  او ورته آيتونو کې خداى پر ځان يو لړ کارونه لازم کړي دي ؛خو ځواک يې محدود نه دى او سره له دې،چې پر خلاف يې کړاى شي؛خو هغه تل پر خپله خبره ولاړ ذات دى .

ګرانه لوستونکيه ! يو ځل بيا د دوزخ او جنت برخه ولولئ او لږ په ګرېوان کې سر ښکته کړئ ،چې ولې تر زرو ډېر آيتونه د معاد په هکله دي او ولې د انبياوو ،امامانو او الهي اولياوو په دعاګانو معاد ته ډېر پام شوى دى ؟

رسول اکرم (ص) وويل : د قيامت په هکله له هغه څه چې زه خبر يم،که تاسې خبر وئ؛نو دومره به مو ژړلي واى،چې د خندا وخت به درسره نه ، ژوند به مو پريښى و او تل به مو خداى ته زارۍ او ژړاګانې کولې.

او يا داچې وايي : که خبر وئ،چې تر مرګ وروسته څه خبره ده؛نو له ډېره خونده به مو خواړه نه خوړل .

زموږ نيمګړتيا داده، چې د معاد په هکله پوهه لرو؛خو ايمان پرې نه لرو او قرآن شريف  هم د بدمرغۍ، بدعاقبتۍ او ګناه لامل د قيامت هېرول بولي . ((بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ))(٦٣٦)

و الحمد الله رب العالمين

ربنا تقبل منا

سرچینه : اصول عقاید، مولف شیخ محسن قرآیتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!