تبلیغات

بيړه او تريخوالى حضرت علي (ک)  وويل  :بيړه او تريخوالى لېونتوب دى؛ځکه ددې ځانګړنوخاوند به ډېر ژر پر خپلو کړنو پښېمانه شي او که پښېمانه نشو؛ نو پوه شه،چې هماغسې لېونى دى او په (خپل) لېونتوب کې ټينګ دى . (٧٠) لنډه شرح : عقل خو دا وايي،سره له دې چې انسان ‏بايد له وخته […]

بيړه او تريخوالى

حضرت علي (ک)  وويل  :بيړه او تريخوالى لېونتوب دى؛ځکه ددې ځانګړنوخاوند به ډېر ژر پر خپلو کړنو پښېمانه شي او که پښېمانه نشو؛ نو پوه شه،چې هماغسې لېونى دى او په (خپل) لېونتوب کې ټينګ دى . (٧٠)

لنډه شرح :

عقل خو دا وايي،سره له دې چې انسان ‏بايد له وخته مناسبه ګټنه وکړي؛خو تر څنګ کې بايد ځان له بيړې وژغوري؛ځکه په بيړه کې انسان د يوې مسئلې په باب سم ورمندون نشي کړاى او ټول اړخونه يې په پا م کې نشي نيولاى او ډېر ژر به  له هغو هوډونو پښېمانه شي،چې په بيړه کې يې نيولي ول او همداراز‏ کله يو انسان په يوه ترخه خبره له خپلو پخوانيو انډيوالونو ‏بيلېږي او پر زړه يې  د پښېمانۍ مهر لګي؛خو که همدا خلک وروسته له دې،چې د خپلو کارونو پايله وويني او پښېمانه نشي؛نو پوه شئ چې پر څلورو لېونى  دى .

وا قعي زاهدان

پېغمبر اکرم (ص) وويل : په دې دنيا کې زهد په درې څيزونو پورې تړاو لري : اوږدې هيلې نه درلودل،د نعمتونو شکر پر ځاى کول او له حرامو ځان ساتل .(71)

لنډه شرح :

ډېری ‏د اسلامي زهد په باب په غلطه دي او په دې اند دي،چې اسلامي زهد له  توکیز-مادي او ټولنیز ‏ژونده ګوښه کېدل دي او واقعي زاهدان هغوى ته وايي،چې له ټولنې لرې دي او ټول توکیز ‏امکانات په يي لغته  وهلي؛نو ځکه فکر کوي،چې دا استعماري  پروګرام دى،حال داچې واقعي زهد رغنده ټولنيز مفهوم لري،چې په  پورته حديث کې هم دا خبره جوته ده. د ناروا پر مال له  ګېډې اچولو او له  نامشروعواو حرامو ځان  ژغورل او توکیز ‏امکانات پر  سولیز-منطقي او انساني بڼه لګول،چې د نعمتونو حقيقى شکر همدا دى .

د شخصيت ازمېښت

حضرت علي (ک)  وويل :‏درې څيزونه د‌ي،چې د انسان عقل او شخصيت پرې ازميل کېږي : شتمني، مقام او خپګان . (٧٢)

لنډه شرح  :

د څښتن (ج) ازمېښتونه د پرمختګ او نېکمرغۍ لاملونه دي او ځانګړي ‏مواد نه لري؛ بلکې په هره وسيله دا ازمېښت اخستل کېږي؛ نو دا درې څيزونه تر  ټولو مهم دي،چې کله  د انسان ګوتو ته شتمني راځي؛نو ايا ځان او عقل ترې  ورکېږي که نه؟ چې کله  يو مقام  ته  ورسي؛ نو ايا دومره ظرفيت لري،چې  هر څه هېر کړي که نه؟ او چې کله يوه ناوړه پېښه ورپېښه شي؛نو ايا په دې  وخت کې له لوى سينې کار اخلي که خوله پر ناپړيتو او ناشکرۍ راپرانځي؛نو پام  مو ي،چې په پورتني ازمېښتونو ‏کې پاتې رانشئ .

دنيا او آخرت ته سمه کړلار

امام علي بن موسى الرضا (رح) وايي :  د دنيا لپاره داسې کار وکړه؛لکه تر ابده  پورې،چې  ژوندى يې او آخرت  ته  داسې کار وکړه، چې ګواکې سبامرې .)) ( ٧٣)

لنډه شرح  :

په پورته وينا کې د مادي او ژوندپه باب داسلام دريځ ښوول شوى دى . ښه او دنده پېژندونکى مسلمان بايد په خپل ژوند کې له دومره انضباطه کار واخلي،چې ګواکې تل په دې دنيا کې پاتې کېدونکى دى او په دې وينا کې د خلکو پر دروغجن زهد د بطلان ټاپه لګول شوې ده او خپل مانیز ‏او د آخرت ژوند ته يې بايد دومره تيارى نيولى وي،چې که همدا سبا له دنيا‏ سترګې پټې کړي؛نو چې څه يې نيمګړي نه وي پرېښي،د توبې په  رڼو اوبو يې ځان  وينځلى  وي،د خلکو ټول حقوق يې ادا کړي وي او په ژوند کې يې هېڅ  تت او تياره ټکى نه وي پاتې .

د ګناه اغېز

امام صادق (رح) وايي : هغوى چې د ګناه له لامله مري،د هغوى په پرتله  ډېر زيات دي،چې په طبيعي مرګ مري او هغوى چې د نېکچارۍ له امله ژوند کوي،د هغوى په پرتله يې عمر زيات دى،چې طبيعي ژوند لري . (٧٤)

(د ژباړن لنډه شرح) :

دې حديث پر ډېرو طبي مسلو رڼا اچولې او هغه داچې کله هم، چې چا ته ووايې : وروره ! مثلا سګريټ مه څښه يا شراب مه څښه يا پلانى غلط کار مه کوه،چې هم ترې ‏دين منع کړي يو او هم نن دا چارې طب منع کړي؛ځکه خورا تاوانونه لري (مثلا همدا سګريټ)؛ نو درته به ووايي چې پلانى له 20 کالو راهيسې سګريټ څښي ؛خو تر اوسه لا هېڅ بلا نه دى وهلى؛نو تل به ورته حيران وم،چې اوس دې ته څنګه دا خبره وکړم،چې په همدې سګريټ کې تر ننه 1200 سرطان (چنګاښ) جوړونکې مادې پېژندل شوي او همداسې نويو طبي څېړونو دا خبره جوته کړې،هغوى چې سګريټ څښي؛نو 20% له خپل عمره کموي؛نو هغه خلک هم،چې ګناه کوي او ګناه په طب کې؛يعنې هر کار چې د انسان د بدن  په تاوان وي؛نو په خپله ګورو او په تاريخ کې واويو،چې پخوانيو خلکو به ډېر عمر کاوه؛نو علت يې دا و،چې هغه چارې چې نن خلک کوي، د هغه وخت خلکو به نه کول؛نو هغوى چې سګريټ څښي او وايي،چې هېڅ بلا مو نه وهي ؛ نو ايا هغوى ته معلومه ده،چې دا څومره عمر مې چې وکړ؛نو ايا زما عمر همدومره و که نه تر دې ډېر و،چې په خپله دې د هغو چارو پر تبر د خپل عمر د ونې ډډ وواهه،چې هم ترې دين منع کړى وې او هم ترې طب منع کوي؛نو پام مو وکړ،چې په خپله هم دين دې خبرې ته په ډېره ښه توګه اشاره کړې ده . )

لنډه شرح :

نن دا خبره جوته شوې،چې د جسمي ناروغيو يو ستر لامل اروایيز‏ او مانیز ‏لاملونه دي او د اروایيز‏ خپګان يو اصلي لامل هغه دباو دى،چې د وجدان له اړخه د يوې ګناه تر کولو ‏وروسته پر انسان راځي . ګناهکار انسان د وجدان په محکمه کې محاکمه کېږي او له دردونکيو مانیزو ‏سزاګانو سره مخېږي،چې غبرګون يې په روح او جسم کې راښکاره کېږي؛خو نېکان د وجدان له اړخه  هڅول کېږي او همدا مانیزه ‏هڅونه ورته نوى ژوند ورکوي او عمر يې زياتوي . پايله داچې ګناه عمر لنډوي او نېکي  يې اوږدوي .

 عمل

امام باقر  (رح) وويل :لارويانو ته مو وواياست،چې هر چا ته په خپل عمل د څښتن (ج) لورنه په  برخه کېږي . ( ٧٥)

لنډه شرح :

د امام باقر دا وينا هغوى ته ځواب دى،چې فکرکوي يوازې د اسلام  د نوم  پر منلو او د پېغمبر (ص) له کورنۍ سره مينه ورته د څښتن (ج) پر وړاندې ‏ستر مقام ورکولاى شي،حال داچې پوهېږو،د اسلام  بنسټ  پر عمل اېښوول شوى او حقيقي مسلمان هغه دى،چې عمل يې  د اسلام له اصولو او د پېغمبر(ص) له کړنو سره سمون  وخوري .

له  چا سره مشوره وکړو؟

حضرت علي (ک ) وويل :له کنجوسانو سره مشوره مه کوه، چې د خلکو له خدمته دې منع کوي او له بېوزلۍ به دې وېروي،له ډارنو سره مشوره مه کوئ؛ځکه د مهمو چارو په کولو کې مو اراده کمزوروي .له حريصانو سره هم مشوره مه کوئ؛ځکه   ظلم  درته  ښکلى انځوروي . ‏(٧٦)

لنډه شرح  :

اسلام مو‏ په چارو کې مشورې ته رابولي؛خو څومره،چې له ښو خلکو سره مشوره د پرمختګ او نېکمرغۍ لامل ګرځي،له  ناوړه او کمزوريو وګړيو سره مشوره هم سرچپه پايلې لري؛نو ځکه حضرت علي وويل، چې له دې  درېو ‏سره مشوره مه کوئ : کنجوسان،ډارن،حريصان،چې کنجوس دې له بښنى منع کوي‏،چې د څښتن (ج)  يوه لورنه ده،‏هغه بل دې اراده سستوي او هغه  بل د زياتې غوښتنې له امله د خلکو پر مال ګېډه اچونې  ته هڅوي .

تر ټولو غوره

حضرت علي وويل :تر ټولو ستر نعمت روغتيا ده او تر ټولوغوره څيز،چې د انسان  زړه پرې   ډکېږي،پر څښتن (ج) ايمان دى .‏ (٧٧)

لنډه شرح :

په دې وينا کې حضرت علي پر خورا ستر نعمت ګوته ايښې ده. روغتيا نه يوازې تر ټولو ستر نعمت دى؛بلکې د ټولو فعاليتونو ، هڅو ‏ او برکتونو سرچينه ده او په مانیزو ‏نعمتونو کې  به  پر څښتن (ج) له ايمان  پرته بله داسې رڼا پېدا نه کړئ،چې د ژوند لار درته رڼا کړي . پر څښتن (ج) ايمان د ناپوهۍ،خوارۍ، سپکاوۍاو چټليو درمل او د زړه  ټکور دى .

 له سترګو  پټ مشر

امام صادق (رح) وپوښتل شو :څنګه خلک د غايب امام  له  وجوده ګټه اخلي؟ ورته یې وويل :‏ هماغسې،چې لمر د وريځو له شا خلکو ته ګټه  رسوي ‏. (٧٨)

لنډه شرح  :

پر ځمکه د لمر رڼا د ټولو ژويو د خوځېدو سرچينه ده او هېڅ  ژوى بې له  هغې ‏ ژوند نشي کړاى .

هو! امام او مشر هم  د انسان په  ژوند کې  د لمر د رڼا په څېر ونډه لري . د وريځو شا ته لمر هم  د يو څراغ  په څېر دى،چې د يوې ښيښې شاته وي،خپله رڼا له ښيښې ‏هاخوا ته لېږدولاى شي او د شپې تيارې رڼا کوي او پر بوټو او نورو ژونديو موجوداتو اغېز کوي،همداسې د امام روحاني او مانیز برکات ،ان د غيبت له پردې شاته د انسانيت پر نړۍ لګېږي؛خو څومره،چې د يوې کوټې کړکۍ ستره او د لمر پر لور وي؛نو ډېره رڼا به ولري؛يعنې دا په خپله په انسان پورې اړه لري،چې څومره  د ولايت او امامت  له  برکتونو ‏ګټه اخلي.

 هرې خبرې ته  غوږ مه  ږده

امام جواد (رح) وويل : چا چې د چا خبرې ته غوږ ونيو؛نو په حقيقت کې د هغه عبادت يې کړى  دى؛ نو که د څښتن (ج) خبره يې وکړه؛نو د څښتن (ج) عبادت يې کړى او که د شيطان خبرې يې وکړې؛نو د ابليس عبادت يې کړى دى . (٧٩)

لنډه شرح :

خبره اغېز لري،چې هر څه او د هر چا چې وي او د ده او هغه خبرو ته غوږ نيول معمولا د انسان پر زړه اغېز کوي او داچې د هر ويونکي موخه توپير لري؛نو ځينې ويونکي پر حق او ځينې پر باطل دي او د دې هر يو پر وړاندې خضوع يو ډول عبادت دى؛ځکه د عبادت روح  تسليمېدل دي؛نو هغوى چې د حق خبرې ته غوږ ږدي؛نو د حق  عبادت کوونکي دي او هغوى چې باطل ته غوږ ږدي؛نو د باطل عبادت کوونکي دي؛نو بايد د باطل ويونکيو له ناستو ځان وژغورو او اجازه  ور نه  کړو،چې تکې تورې خبرې یې زموږ د غوږونو له  لارې  زموږ زړه  ته  ورسي .

 

سرچینه : یکصدوپنجاه درس زندګي، ناصر مکارم شیرازی

 

٧٠ – نهج البلاغه –کلمات قصار

٧١ – تحف العقول .

٧٢ – غررالحکم ماده قلاث

٧٣ – وسائل ،(طبق اقوال الايمه ٢ / ٢٧٧ )

٧٤ –کتاب سفينة البحار

٧٥ – اصول کافي ٢ / ٣٠٠ .

٧٦ – نهج البلاغه ،نامه ٥٣ .

٧٧ – تحف العقول

٧٨ — بحارالانوار٥٢ / ٩٢

٧٩ –تحف العقول  ٣٣٩ مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!