تبلیغات

شيطان  صفته  وګړي پېغمبراکرم(ص)وويل : څوک چې څه وايي او يا يې په اړه څه ويل کېږي؛ خو دى پرې  بې  پروا وي؛ نو پوه  شه چې  يا يې لمنه ککړه او يا شيطان دى . (٨٠) لنډه شرح  : په ډول ډول ګناهونو کې ډوبېدل ددې ﻻملېږي او کار یې تردې رسي،پر انسان،چې هر […]

شيطان  صفته  وګړي

پېغمبراکرم(ص)وويل : څوک چې څه وايي او يا يې په اړه څه ويل کېږي؛ خو دى پرې  بې  پروا وي؛ نو پوه  شه چې  يا يې لمنه ککړه او يا شيطان دى . (٨٠)

لنډه شرح  :

په ډول ډول ګناهونو کې ډوبېدل ددې ﻻملېږي او کار یې تردې رسي،پر انسان،چې هر ډول  تور ولګول شي؛نو پر وړاندې ‏یې بې توپيره شي . څه چې د خلکو په باب ويل کېږي او څه  چې يې په باب ويل کېږي، پروا يې پرې نه وي؛پر هر چا هر ډول  تور لګوي او هر ډول تور،چې پر ده ولګي؛ نو نه خپه کېږي؛نو دا ډول کسان بې شخصيته،بې ارزښته او شيطان صفته دي .

واقعي اختر

حضرت علي (ک) وويل : د هغو کسانو اختر دى،چې روژې او عبادتونه يې د څښتن (ج) په درشل کې قبولې شوي  وي او هره  ورځ، چې پکې ګناه  ونشي؛نو اختر دى . ( ٨١)

لنډه شرح :

تر يوې مياشتې روژې نيوو وروسته جشن،په حقيقت کې پر نفس د برﻻسۍ جشن او له څښتن (ج) څخه د اطاعت جشن دى؛نو داسې  ورځ  يوازې د هغوى لپاره اختر وي،چې پردې سپارل شوې الهي دندې يې عمل کړى وي؛خو هغوى چې ددې مياشتې له سترو تعليمي کړلارو وروسته پاتې وي ؛نه يوازې د اختر ورځ  ورته  نه  ده؛بلکې د وير او شرم ورځ ده.

ارزښت

پېغمبر اکرم (ص) وويل : څښتن (ج) څېرو او شتمنيو ته نه ګوري؛بلکې زړونو او کړنو  ته  ګوري.‏ (٨٢)

لنډه شرح :

حال داچې ځينې خلک پر توکیزو،ټولنيزو او جسماني تلو تلل کوي؛خو اسلام په څرګنده ‏وايي چې په دې تللو کې د خلکو شخصيت مه تلئ څه، چې څښتن (ج) ورته ګوري او د حقيقت  په تله کې وزن لري،فکر او عمل  دى.

پاک  فکر د پاک عمل  سرچينه  ده او يوازې دا دوه دي،چې څښتن (ج) ته ارزښت لري .

 د ورکاوي  ﻻملونه

حضرت علي (ک ) وويل :دوه څيزونو خلک پوپنا کړي دي : له نشتمنۍ‏ او نيستۍ څخه وېره او له  موهومو  وياړنو هيلمنېدل . ( ٨٣)

لنډه شرح  :

که د ډېری خلکو د تېريو،غلاګانو، بډو اخستو او ډنډۍ وهلو ته ځير شو ؛ نو وبه ګورو،چې  پورتني دوه  څيزونه ( له  فقره وېره او له موهومو وياړنو هيلمنېدل) د پورته کږﻻريو اصلي سرچينه هر څه لري؛خو يوازې له  فقره  د وېرې له امله او يا يې د خپلې  وينا له مخې، د راتلونکې د خونديتوب لپاره پر ګناهونو ﻻس پورې کوي او ځينې د موهومو وياړنو لپاره د خپل ژوند هوسا قربانوي حال داچې که دا دوه ځانګړنې  پرېږدي؛ نو هوسا ژوند به  ولري.

ښه کار کم  نه دى

امام سجاد وويل : يو کار چې څومره هم کم او وړکى وي؛خو که له اخلاص سره اغږل ‏شوى وي،کم نه دى،څنګه څوک داسې ويلای شي،چې يو عمل به د څښتن (ج) په درشل کې قبول وي او ورته کم او وړکى وويل شي؟! (٨٤)

لنډه شرح :

په قرآن مجيد کې راغلي :((څښتن (ج) يوازې هغه عملونه قبلوي،چې له تقوا او پاک نيت سره يوځاى وي))؛ نو تر هر څه  ‏زيات بايد د نيت پاکوالي، اخلاص او تقوا ته پام وکړو؛نه د کار ډېروالي يا کم والي ته؛ځکه داسې عمل که څومره هم کم وي، ارزښت يې  ډېر وي . ولې ؟؛ځکه د څښتن (ج) په  درشل کې منل کېږي؛نو تاسې په خپله وواياست آيا هغه عمل کم د‌ى،چې د څښتن (ج) په درشل کې قبلېږي؟ لنډه دا : بې اخلاصه ډېرکار بې ارزښته وي؛خو ‏لږ اخلاصمن  ښه کار‏ ارزښتمن دى .

خطا مه کوه او بښنه هم مه  غواړه

امام حسين  وويل : بدکار مه کوه،چې بښنې غوښتنې ته اړ نشې؛ځکه مؤمن نه بدي کوي او نه  بښنه غواړي؛خو منافق هره ورځ  بدي کوي او  ورپسې بښنه غواړي . ( ٨٥)

لنډه شرح :

له هر چا ‏خطا کېږي؛خو دلته منافق او ايمانوال يو توپير لري . مؤمن هڅه کوي کمه تېروتنه وکړي،چې بښنې غوښتو ته اړين نشي؛ځکه پوهېږي،چې په پای کې ‏بښنه غوښتل څوک نه سپينوي؛خو د منافقانو پر بدو چارو چرت هم نه وي خراب؛ځکه ورپسې  ډېر په اسانه بښنه غواړي،چې دا په خپله د منافق  يوه  ځانګړنه  ده، ‏په ظاهره ځان په خپلو کړو پښېمان  ښيي؛خو بيا هم هغه کار تکراروي .

په  ژوند کې تر ټولو  ناوړه وګړي

امام علي بن موسى الرضا وويل : د اقتصادي ژوند له پلوه هغوی تر ټولو ناوړه‏ دي،چې په ژوند کې له خپل معاشه نورو ته  څه ور نه کړي او د نورو په  ژوند کې  ژوند  و نه کړي  ( ٨٦)

لنډه شرح  :

روغ اقتصاد هغه  دى،چې ټولنيز پېوندونه ټينګ کړي او ټولنه تر خپل سيوري ﻻندې کړي؛خو چېرته،چې اقتصاد د څو ځانګړيو وګړيو په ﻻس کې شي؛نو سرطان ترې جوړ شي؛نو ځکه ورته امام رضا تر ټولو بد معاش او اقتصادي  ژوند ووايه .

ژمنې مو د پورونو په څېر دي

امام علي بن موسى الرضاوويل : موږ داسې کورنۍ يو،چې خپلې وعدې؛لکه  د خپل  پور په څېر ګڼو،چې  رسول اکرم همدغسې و. ( ٨٧)

لنډه شرح :

پور يوازې دا نه دى،چې انسان له بل چا څه واخلي او پوروړى یې شي . څوک چې له نورو سره ژمنه وکړي،په حقيقت کې د يو کار ذمه واري پر خپلو اوږو اخلي او يو مسئوليت مني او په حقيقت کې يو تثبيت شوى اخلاقي پور پر ځان مني .

پر ژمنه  وفا کول د انسان د شخصيت،ايمان، ستريا او رښتينولۍ ښوونکې ده او په ټولنه کې د عمومي ډاډينې او ټولنيزو مرستو د روحيې د را ژوندي کولو ﻻمل دى؛ نو ځکه په اسلام کې پر وعدې وفا کول  مهم  ښوول شوي دي .

حرام  مال

امام باقر (رح) وويل :که انسان يو مال له  نامشروع ﻻرې ګوتو ته راوړ؛ نو نه يې پرې حج  قبلېږي، نه عمره او نه خیرات .  (٨٨)

لنـډه شرح :

يوازې د موخې سپېڅلتيا د اسلام په منطق کې بسیا ‏نه ده؛بلکې موخې ته د رسېدو وسيله هم بايد سپېڅلې وي، څوک چې يوازې په ښو چارو زړه خوشحالوي؛خو په  هغه  وسيلې،چې نېک کار پرې کوي،ورته يې پام نه وي؛نو له دې ‏بې خبره دى،چې   که وسيله هم  پاکه او سپېڅلې نه وي،‏هېڅ عمل به یې د څښتن (ج) په درشل کې و نه منل شي؛ځکه څښتن (ج) يوازې د پرهيزګارانو عمل قبلوي . (انَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ)

چې له  وسې مو کېږي، له  چا څه  مه  غواړئ

امام سجاد وويل : له نورو غوښتل،په ژوند کې خواري او د حيا او شخصيت سپکاوى دى او هغه نشتمني دى،چې انسان يې په خپله ځان ته برابروي .  (٨٩)

لنډه شرح  :

ډېری له نشتمنۍ د وېرې لپاره ځان نشتمنۍ ‏ته ورسپاري او له ده او هغه خپلې نااړینې غوښتنې کوي او ځان  ورپورې تړي او خپل انساني شخصيت   لتاړي . اسلام  خپلو ﻻرويانو ته امر کوي،چې  پر خپلو پښو ودرېږئ .

پرهغه دې افسوس وې چې …

امام سجاد (رح) وويل :پرهغه دې افسوس وي،چې آحاد يې پر عشراتو ړومبي شي  ( ٩٠)

لنډه شرح  :

قرآن مجيد وايي : مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ امْثَالِهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلا يُجْزَى الا مِثْلَهَا وَهُمْ لا يُظْلَمُونَ (انعام/۱۶۰)= [چا چې ښه كار راووړ؛نو لس ګرايه يې ثواب وركول كېږي او چا چې بد كار راووړ؛ نو د همدې بدو هومره به سزا وركړه شي او تېرى به پرې و نشي .]

دې اۤيت ته  په  پامنیوي د پورته حديث تفسير ښه  څرګندېږي؛ نو هغه  به  بېچاره  وي،چې د څښتن (ج) د حکم  په منلو کې، چې ورته  دومره  ثوابونه  وي ،هغه  پرېږدي او ګناه  ته غاړه کېږدي !

پر ګناه کولو  خپل ستونزاواری مه کوه

امام حسين وويل : څوک چې خپل  کار د ګناه  له  لارې ‏کوي؛نو ‏څه ته چې هيلمن وي؛نو ډېر ژر به يې له ګوتو ووځي او له هغه چې وېرېږي،ډېر ژر به  پرې راپېښ شي . (٩١)

لڼده شرح  :

ځينې انګېري،چې که له نامشروعو لارو ‏د خپلو موخو د لاس ته راوړو لپاره کار واخلي؛نو ډېر ژر به خپلې موخې ته ورسي،حال دا چې پورتنى حديث وايي،داسې خلک به ډېر ژر خپل مراد له  لاسه  ورکړي او له څه چې  وېريږي ، ډېر ژر به  پکې  وغورځېږي .

 له ځانه خوښ

حضرت علي (ک)  وويل  : څوک چې  له ځانه  خوښ ‏ وي ؛نو ډېر خلک به  ترې ناخوښ ‏وي . (٩٢)

لنډه شرح  :

ځان خوښي د ژوند لپاره پکار ده! که څوک پکې افراط وکړي؛ نو پر ځان منۍ به واوړي . هغوى چې له ځانه خوښ ‏وي؛نو خپله نيمګړتيا نه ويني،ځان وظيفه پېژندوکى، پاک،بې عيبه او کارنده-فعال بولي؛نو ځکه له هر چا ‏تمه ‏لري،چې درناوى يې وکړي او ‏ همدا کارونه یې  د خلکو د غوسو د نېز د جاري کېدو لاملونه دي .

خپلوان

امام حسن مجتبى وويل :هغوی نږدې خپلوان دي، چې درسره  ډېره مينه لري،که څه هم لرې خپلوان وي او هغوی لرې خپلوان دي،چې درسره لږه مينه لري، که څه  هم  نږدې  خپلوان  دې  وي . ( ٩٣)

لنډه شرح :

په اسلام کې خپلوي مهم  ټولنيز آر دى او په ستره انساني ټولنه کې نورې غښتلي اړيکې منځ  ته راوړي،چې ‏يو له بل سره به د ستونزو په هوارولو کې مرستې کوي؛خو د پورتني حديث په رڼا کې خپلوي په مينه تلل کېږي،نه يوازې د نسبي نژدې اړيکو په رڼا کې !

د عادت هېرول

امام حسن عسکرى (رح) وويل : د غلطو کارونو عادت هېرول هم د معجزې په څېر وي . ( ٩٤)

لنډه شرح :

عادت ستر الهي نعمت دى؛ځکه ډېر ستونزمن کارونه اسانوي،چې انسان ته سخت او ضروري وي؛خو که انسان پر بدو چارو عادت وکړي؛ نو خطرناک شي،چې پرېښوول اوهېرول يې ډېرسخت وي؛نو ځکه امام عسکري د بد کار عادت هېرول د معجزې په څېر ګڼلى دى؛خو کوښښ وکړئ،مخکې له دې ‏،چې بدچاري  مو عادت  شي،پرېږ يې دئ .

 

سرچینه : یکصدو پنجاه درس زنده ګي. ناصر مکارم شیرازی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!