تبلیغات

د ايمان  کلکوالى امام صادق (رح) ‏وايي : مؤمن تر اوسپنې ‏هم کلک دى؛ځکه  اوسپنې ته چې تودوخه ورکړه شي؛نو اوړي؛خو که  يو مؤمن ووژل شي او بيا  ژوندى او بيا مړ شي؛ نو پوټى اوښتون به يې په روحيه کې رانشي. (٤١) لنډه شرح  : ژوند له ستونزو او پېچلو چارو ‏ډک دى،چې بې […]

د ايمان  کلکوالى

امام صادق (رح) ‏وايي : مؤمن تر اوسپنې ‏هم کلک دى؛ځکه  اوسپنې ته چې تودوخه ورکړه شي؛نو اوړي؛خو که  يو مؤمن ووژل شي او بيا  ژوندى او بيا مړ شي؛ نو پوټى اوښتون به يې په روحيه کې رانشي. (٤١)

لنډه شرح  :

ژوند له ستونزو او پېچلو چارو ‏ډک دى،چې بې خبره وګړي دېر ژړ دې  ستونزو ‏ ته پر ګونډو کېږي او له ميدانه پښې باسي؛خو هغوى چې ايمان، زغم او استقامت لري، کله هم ستونزو ته نه تسليمېږي،‏پوهېږي چې د څښتن(ج) د حکم  د لاروۍ په لار کې ډېرې ستونزې‏ دي او دې وياړنو ته رسېدل ځان ژغورونې،سرښندنې،زغم او د سرغړاندو ځاني غوښتې تر واک لاندې راوړو ته اړتيا لري؛نو مؤمن  له  هڅې ‏لاس نه اخلي او له  پېښو ‏نه وېرېږي .

د توحيد او الهي  عدل حقيقت

حضرت علي (ک) ‏وويل : د الله  تعالى د توحيد حقيقت دادى،چې په خپل وهم او تصور کې يې را ايسار نه کړې او پر عدالت يې ايمان دادى، چې په هېڅ  کار کې يې  تورن  نه  کړې ‏.( ٤٢)

لنډه شرح  :

هومره،چې د څښتن (ج) وجود راته ښکاره او روښانه دى او ددې نړۍ  هره زره یې د علمي ستروي ‏او ځواک ‏ښوونکى دى؛خو په  هماغه اندازه د څښتن (ج)  د ذات حقيقت  رانه پوښلى دى؛ځکه هغه نامحدود ذات دى؛داسې ذات چې مو‏ږ يې نشو درک کولاى؛نو بايد ‏ذات یې تر ټولو هغو څيزونو لوړ وبولو،چې  وينو يې ‏او دې  ته  توحيد ويل  کېږي .

بلخوا په دې نړۍ کې،چې  څه ‏راپېښېږي،چې کله يې ‏راز څرګند نه وي،  د څښتن (ج) د عدالت په پامنيوي ‏راته ويل شوي،چې  دا هر څه  د حساب او قانون له مخې دي او په  دې باب هر ډول اړنګ له ايمان، عدالت او حکمت  سره اړخ  نه لګوي .

 د ايمان نښې

امام صادق (رح) ‏وويل : مؤمن انسان دا ځانګړنې لري : مرسته يې باارزښته وي،خرڅ يى لږ وي،په ژوند کې تدبير لري او له يوه سوري ‏دوه ځل نه چيچل کېږي . (يوه غلطي دوه ځل نه تکراروي) ( ٤٣)

لنډه شرح  :

په  پورتنۍ وينا کې  د ايمان  پر ځينو اړخونو رڼا اچول شوې : مؤمن ‏له انسانانو سره ارزښتناکه مرستې کوي؛ځکه مرسته يې له زړه سوي، اخلاص او پوهې سره  وي،داسې لوکس ژوند نه لري،چې د وسائلو پوره کولو ته يې پر حرام کار لاس پورې کړي،هغوى د ژوند په چارو ‏کې  په  تېره  بيا  په  اقتصادي  چارو ‏کې له تدبير او هو ښيارۍ  کار اخلي او له هرې پېښې ‏ډېر ژر عبرت اخلي؛نوځکه يوه تېروتنه ‏دويم ځل ته نه  کوي .

دنيا موخه  نه؛بلکې وسيله ده

حضرت علي (ک) وايې : دنيا ‏بلې موخې ته پېدا شوې،نه د خپل ځان لپاره  . ( ٤٤)

لنډه شرح  :

ډېر وخت انسان ته د هغو حديثونو او آيتونو تفسير ګران دى، چې د دنيا په ستاېنه کې راغلي ‏او هغه آيتونه او حديثونه،چې پکې توکيز ژوند او دنيا رټل شوې؛خو پورتنۍ وينا دا ټول تفسير کړي،چې که دنيا او مادي چارې،چې څښتن(ج)  راکړي،يوه وسيله شي،چې انسان پرې ځان تکامل ته ورسوي او د عدالت خپرولو ته ترې ګټنه وکړي او د انسان  د نېکمرغيو په واک کې وي؛نو ډېر ارزښت لري او ستاېل کېږي؛خو که موخه يوازې همدا دنيا وي؛نو پېسمني-غرور او سرغړونه  ترې  راولاړېږي؛نو دا رټل  شوى او کرکجن چار دى .

د انسان ارزښت

حضرت علي (ک) وويل : تلپاتې نېکمرغي او منت ستاسې د نن بيه ده (؛نو با خبره وسئ ) چې  له دې  پرته يې و نه پلورئ . ‏( ٤٥)

لنډه شرح  :

‏که څوک وپوښتي،چې د نن  پانګه او ژوند دې په څومره بيه پلورئ؛نو هغه انسان به ونشي کړاى د خپل وجود ارزښت حساب کړي،حال داچې  دا ستره شتمني په ناڅيزه بيه پلوري او کله د خپل عمر په پاى کې ويني،چې دا ستره شتمني يې له يوې خونې، سپرلۍ او يا يو هټۍ سره بدله  کړې،چې  ډېر ژر به  ترې بيل شي؛نو حضرت علي وايي،چې ددې دنيا يوه مادي شتمني هم ستاسې له  عمر سره برابري نشي کړاى او يوازې د څښتن (ج) خوښي،تکامل،تلپاتې انساني نېکمرغۍ او مانیز ‏پرمختګ دى،چې که ‏څومره هم ورته هلې ځلې وشي؛نو ارزښت  لري او پر  ځاى عمل به وى .

 حق او باطل

حضرت علي (ک) وويل :

حق دروند او ستونزمن وي؛خو په زړه پورې دى؛خو باطل اسان او سپک دى؛ خو دردورکونکى او خطرناک دى. (٤٦)

(د ژباړن لنډه شرح)  :

په طب کې هم کله چې د کوم انسان داخلي غړي ؛لکه د هاضمې جهاز ‏په اسيدو يا الکلي موادو وسوځي؛نو ‏ډاکټران یې ‏بېړنۍ درملنه کوي او لامل يې هم دا دى چې الکلي توکي د اسيد په څېر تېز نه دى،چې بدن ‏يې پر ړواندې غبرګون وښيي؛نو ځکه ‏پر الکلي توکيو چې کله کوم انسان وسوځي؛نو الکلي توکي د انسان د انساجو تر بېخه پورې نفوذ کوي او په خپل لار کې هر څه ويجاړوي؛خو‏ اسيد داسې نه دي؛ځکه همداچې بدن ته ورننوځي؛نو داچې تحريکوونکي دي؛نو بدن يې د راايستو لپاره يا ټوخى کوي يا ګرځون ؛نو ژر يې له بدنه راباسي؛نو زما په خيال سره چې د حضرت علي د خبرې مانا داده،چې هر ترخه خبره بده نه وي او هر خوږه ښه او په زړه پورې نه وي؛ځکه د باطل د خوږې خبرې مثال د هغه ډول دى چې غږ يې سبا معلومېږي . )

لنډه شرح :

حضرت علي  په خپله وينا کې ډېر په لنډه او ګټوره توګه راته حق او باطل  په ذهن کې انځورکړى ‏او څومره ښه يې وويل،چې معموﻻ حق ‏تريخ  خوند لري؛خو په زړه پورې دى،چې ډېر ژر به  په  ټولنې پورې ونښلي او ټولنه به پرې  ځواکمنه شي؛خو باطل ډېر اسان او کله  ډېر خوږ وي؛خو راتلونکې يې ډېره  ژړونکې وي؛لکه زهرجن خواږه خواړه،چې تر اوسه ﻻ د انسان معدې او کولمو ته نه وي رسېدلي،چې خپل تخريب يې پيل کړى وي،چې باطل هم د  زهرجن کپ په څېر د ټولنې  د بېلابېلو جوړښتونو او بنسټونو د ورانۍ ﻻمل ګرځي .

 د عربو ارزښتمنه خبره

پېغبمراکرم (ص) وويل : تر ټولو سمه او پر ځاى خبره،چې عربو کړې، د شاعر “لبيد” خبره ده،چې وايي: ((خبر وسئ!چې له څښتن (ج) پرته نور هر څه باطل دي او هر نعمت په پای ‏کې له  منځه  ځي . )) ‏( ٤٨)

لنډه شرح  :

د شتمنيو،مقامونو او نعمتونو له منځه تلل راته پوره خبردارى راکوي،چې هم يې په لاس ته راوړو کې حق او عدالت تر پښو لاندې  نه کړو او هم  يې  په  تلولو کې منځلاري و نه لتاړو.

تلپاتې او له منځه نه تلونکى يوازې د هغه ذات دى؛د ژوند په هره صحنه کې  مو بايد دې خبرې  ته  پام  وي او پېسمن نشو.

له موږ ځنې نه  دى

امام رضا (رح) وويل: هغه چې ټګي کوى يا مسلمان ته تاوان رسوي او يا تېراستل کوي؛نو له موږ ځنې  نه دى . (٤٨)

لنډه شرح  :

چې خپله نېکمرغي د نورو په بدمرغيوکې او خپله ګټه د نورو په تاوان کې ويني ؛نو نه واقعي انسان دى او نه حقيقي مسلمان . پر نورو ساکښو د انسان امتياز او غوراوى يې په  ټولنيز شخصيت کې دى او هغه چې خپله ګټه د نورو په  تاوان کې  ويني؛نو پوه دې شي،چې ټولنيز شخصيت نه لري

نورو ته‏ تاوان رسول که نېغ په نېغه که په پټه وي او يا ټګي کول او تېراستو او ياچې په  هره بڼه‏ وي،په اسلام کې منع او رټل شوي او امام رضا وايي : چې له  داسې  خلکو ‏ډېر سخت کرکجن يم  .

د بېوسه  هلې ځلې

حضرت علي (ک) وويل:غيبت کول د بېوسې انسان وروستۍ هڅه ده . (٤٩)

لنډه شرح  :

په کبيره ګناهونو کې به ډېره کمه داسې ګناه وموندل شي،چې د غیبت په څېر  به  د پستۍ،کمزورۍ، خوارۍاو د نه  سړيتوب نښه وي.

هغوى چې پشي شا په خلکو پسې خبرې کوي او د خلکو په منځ کې د نيمګړتياوو په بيانولو یې پت او حيثيت خرابوي او د خپلې کينې اور په خلکو پسې پر خبرو مړ کوي؛نو کمزوري او بې شخصيته خلک دي، چې د مبارزې  مړانه پکې  نه  وي او ټولې هلې ځلې يې دا وي،چې له شا دې  پر چاقو ووهي .

په  يو اسلامي روايت کې راغلي : هغه چې د خلکو غيبت وکړ او توبه يې وايسته؛نو لومړى تن به وي،چې جنت ته به ننوځي او که توبه يې و نه کړه؛نو لومړى تن  به  وي،چې  دوزخ  ته  به  ننوځي .

د ظالم نښې

حضرت علي(ک) وويل : ظالم درې ځانګړنې لري : هغوى چې ترې پورته دي؛نو په مخالفت او سرغړونه ورسره ظلم کوي او پر هغوى چې بر لاسى دى او تر لاس لاندې يې کار کوي؛نو پر غوسه غورار او غړمبار پرې ظلم کوي او يا داچې پخپله له نورو ظالمانو سره  يولاس  وي .  (٥٠)

لنډه شرح :

د هغه چا پر ذهن،چې  د ظلم  روح  واکمن شي؛نو لاندې ځانګړنې به ولري : له هغوى څخه،چې دستور اخلي،ترې سرغړونه کوي . هغوى چې حکم ورته  ورکوي او تر لاس لاندې يې دي، ورته  غورېږي او تل يې اور ته نيولى وي او دوستان او همکاران يې هم ظالمان وي؛خو هغه  په  دې درې واڼو بڼو کې ظالم  دى؛خو د ظلم  ځاى  يې  بدل  وي .

بې  درمله  درد نشته

پېغمبراکرم(ص) وويل : څښتن (ج)  داسې  درد پېدا نه کړ،چې  ورسره  يې  درمل  نه  وي  پېدا کړى .  ( ٥١)

لنډه شرح :

په کومه نړۍ کې،چې ژوند کوو؛د کړنو،غبرګونونو يوه ټولګه ده،چې  د هر منفي ځواک تر څنګ پکې يو مثبت ځواک دى؛بايد پیدا شي او ګټنه ترې وشي،چې د ژوند دوام مو هم په همدې ځواکونو پورې تړلى دى او نه يوازې هېڅ داسې ناروغي او درد نشته،چې درمل يې نه وي؛ بلکې هېڅ ډول داسې ټولنيزه ستونزه هم نشته ،چې هوارولو ته يې چاره نه وي .غر که څومره هم لوړ وي؛نو پر سر يې لار شته . هغوى چې ستونزې  نه هوارېدونکې او دردونه بې درمله ګڼي،له دې امله بې خبره دي،چې په حقيقت کې بې درمله درد ‏نشته؛ نو په کار ده،چې په حوصلې مټې بډ وهل شي او د ژوند د سختيو ډګر ته ورودانګو او د ستونزو د لرې کولوچاره پېدا کړو.

سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګی. ناصر مکارم شیرازی

 

٤١ –سفينة البحار١/ ٣٧

٤٢ –نهج البلاغه ،کلمات قصار.

٤٣ –سفينة البحار

٤ ٤— سفينة البحار لومړى ټوک

٤٥ – نهج البلاغه ،کلمات قصار،( کلمه ٤٥٦ ) .

٤٦ – بحارالانوار ٧٠ / ١٠٧ .

٤٧ – مصباح الشريعه ٤٥ مخ .

٤٨ – سفينة البحارماده غش ..

٤٩ – نهج البلاغه ،کلمات قصار

٥٠ – نهج البلاغه ،کلمات قصار

٥١ – نهج الفصاحه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!