تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دین او مدني ټولنه سریزه: په هېواد کې د نوي اساسي قانون(۱۳۸۲ل) تر جوړېدو روسته زموږ په سیاسي او ټولنیز ژوند کې یو لړ نوي نومونې – اصطلاحات او له دې ځنې «مدني ټولنه» خوله په خوله کېږي او په رسنیو کې د مدني ټولنې د فعالانو په نامې مسایل اوڅاروي. […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

دین او مدني ټولنه

سریزه:

په هېواد کې د نوي اساسي قانون(۱۳۸۲ل) تر جوړېدو روسته زموږ په سیاسي او ټولنیز ژوند کې یو لړ نوي نومونې – اصطلاحات او له دې ځنې «مدني ټولنه» خوله په خوله کېږي او په رسنیو کې د مدني ټولنې د فعالانو په نامې مسایل اوڅاروي. نیوکې کوي او لاراواری وړاندې کوي. او تر یو بریده د ټولنې د سیاسي او ټولنیزو چارو د سمون په برخه کې د کادرونو د روزنې په چارو کې یې بریا ترلاسه کړې؛ خو ځینې ناوړه ګټنه ترې کوي او د هېواد شرایط او کومې موخې چې مدني ټولنې ته په پام کې نیول شوي نه مراعاتوي. موږ د خپلو هېوادوالو د فرهنګي کچې د لا لوړولو لپاره د «مدني ټولنې»جرړه او دا چې له دین سره یې څه تړاو دی، پر ویینې لګیا کېږو او دا مساله ځکه اهمیت راته لري، چې په اساسي قانون مو «اسلامي جمهوري دولت» دی؛ چې باید اصطلاحات د دین په رڼا کې روښانه شي او هېوادوال او مدني فعالان د دیني اندنې په ملاتړ په ډاډه زړه خپلو رغندو هڅو ته دوام ورکړي. دلته د یو اسلامي اندیال چې هم له دیني پوهې برخمن دی او هم له لویدیځ تمدن سره پوره اشنايي لري، او هم هغه مسایل اوڅارولای شي، چې د نوي کهول ورته اړتیا ده – د شننې پښتو ژباړه راولو، چې د سریزې موخه څرګندولای شي.

 

«لږو ډېرو د مدني ټولنې له اصطلاح سره اشنا یو. او دا د سیاسي فلسفې او د سیاست د علم په تاریخ کې مهم او کلیدي تعبیر دی. دا اصطلاح له لویدیځه راغلې او دلته د دینوالۍ او مدني ټولنې پر تړاو – چې یوه پېچلې موضوع ده – لګیا کېږو.

مدني ټولنه د انګلیسي د «سویل سوسایټي» ژباړه ده، چې په لومړی ځل انګلیسي سیاسي فیلسوف جان لاک وکاروله. نوموړی په خپلو لیکنو کې «سویل سوسایټي» او «پولټیکل سوسایټي» مترادف او یو په بل پسې کاروي؛ یعنې مدني ټولنه او سیاسي ټولنه، له نظره یې د دواړو یوه مانا وه. موږ په نیمګړي تعبیر د «سیاست» کلمه کاروو، پوره تعبیر یې «مدن سیاست» دی؛ یعنې «آیین شهر یاري».

مدن سیاست د سیاست او مدینې دواړو مفاهیم رانغاړي. دا د لفظ له اړخه؛ خو د مانا له نظره، د روسو (فرانسوي فیلسوف) او جان لاک په آثارو کې، «مدني ټولنه» د «بدوي ټولنې» پر وړاندې ده.

دواړه ګروهن دي، چې انسانانو یو پېر تېر کړی دی؛ او بیا مدني ټولنې ته ورننوتي دي. یعنې په فرض او خیال کې، انسانان وړاندې تردې چې ټولنیز شي او ټولنیز نظم ومني، مخکې تردې چې ترمنځ یې کار ووېشل شي؛ قانون، حکومت، قضا او حقوق رادبره شي، داسې اوسېدل لکه اوس چې څاروي ژوند کوي. اوس هغه ژونددود تېر شوی او ځای یې بل ژونددود ته ورپرېښی دی. مخکې نظام او ژونددود ته بدوي ټولنه وايي. انسانانو په دې پېر کې په مدینه کې نه اوسېدل، سیاست یې هم نه درلود؛ یعنې څوک او کوم ساینس نه و، چې مدینې ته نظم ورکړي او سیاست وکړي، او خپلسری ژونددود وه.

څومره چې «بدوي ټولنه» ښه وپېژندل شي؛ نو ضد یې «مدني ټولنه» هم ښه پېژندل کېدای شي؛ ځکه «تعرف الاشیاء باضدادها : څېزونه یې په اضدادو ښه پېژندای شو».

د روسو په تېره د لاک په اثارو کې بدوي ټولنې ته دا ځانګړنه یاده شوې، چې انسان په بدوي ټولنه کې «خپلسری» دی. دا خپلسري ډېره شرح او پراخ ځای لري. که محترم تعبیر وکاروو؛ نو وایو انسان په بدوي ټولنه کې طبیعي ژوند کوي، او تر اوسه یې ځان ته ټولنیز مکلفیتونه منلي نه دي. او که د خپلسری پر ځای نیشداره او ځوروونکې اصطلاح وکاروو؛ نو وایو چې انسانانو په بدوي ټولنه کې وحشي ژوند کاوه؛ یعنې تر اوسه متمدن شوي نه ول؛ نو ځکه په مدني ټولنه کې، چې دا ځانګړنې او اوصاف پر خپل ضد اوړي، انسان له طبیعي حالته مصنوعي حالت ته ورمخه کوي یا له وحشي حالته پر متمدن حالت وراوړي، یا خپلسري پرېږدي، نظم ته غاړه ږدي، په آدابو ادبول کېږي او په قانوني ضوابطو مضبوطېږي.

روسو ګروهن و، مدني ټولنه یا ټولنیزه بڼه، پر انسان یو ډول مصنوعي ژوند دود ورتپي؛ نو ځکه له نظره یې په ټولنیز ژوند کې شته نظم یو تپلی ژوند دی او په هیڅ ډول یې زباد یا منلای نشو چې غوره ژوند دود دی. «طبیعت ته ورستانه شوو» د روسو شعار و؛ دا له ړومبیو کسانو څخه و، چې د نوي تمدن او د نوي تمدن د یوې برخې یعنې نوي علم پر ضد راپاڅېد او ادعا یې وکړه، چې ناڅاپه یوه ورځ په یو ساعت کې په وحې ډولې تنبه پوه شوم او را ومې سپړله، څه چې خلک د خدايي تر بریده ستايي؛ یعنې نوی علم، بې له بلا، کړاو او فتنې بل څه نه ده، او انسانان د تمدني پرمختګ له امله نه یوازې انسان تر شوي نه دي؛ بلکې له خپل ړومبي سوچه طبیعي انسانیته لرې شوې دي [وګورئ: ارنست کاسیرر، فلسفه روشنګري، یدالله موقن ژباړه.]

خو لاک، دغسې فکر نه کاوه او ګروهن و چې مدني ټولنه د انسانانو له انسانیت سره وړ یوه ټولنه ده، او په مقتضا او غوښتنه یې، انسان له خپلسرۍ خلاصیېږي؛ نو ځکه له حق او عدل سره ډېر تړاو لري.

د مسئالې ښه پوهېدو ته ښه ده، دې ټکي ته پام وکړو که څه انسانان دنیا ته د څارویو په څېر بربنډ او لغړ راځي؛ خو د څارویو اپوټه لغړ نه پاتېږي. له څارویو سره آریز توپیر مو دادی، چې نه انفرادي او ځان ته پاتېږو او نه لغړ؛ حال دا څاروي هم خپل انفرادي (وګړیز) حالت ساتي (یعنې ټولنه نه جوړوي) او هم د طبیعي لغړتیا حالت نه خوشې کوي. دا ټکی که د څارویو د بدن او د انسانانو د بدن په هکله صادق او رښتونی وي، په ځلونو د انسانانو د روح په اړه خورا صادق دی. او دا هماغه فوق العاده یو ظریف ټکی دی، چې له بدوي ټولنې څخه مدني ټولنې ته د تېرېدو په تل کې نغښتی دی. موږ، له بدوي ټولنې ته په تېرېدو کې، یو ظاهري کار چې مو کړی، دا و، چې ځان مو پټ کړ او نور لغړ ژوند نه کوو؛ خو تردې ډېر یو کار مو کړی، چې په وسلوالو سترګو لیدل کېدای شي او دا مو خپلې اروا ته جامې وراغوستل دي. موږ داسې موجودات یو چې هم له روحي پلوه او هم له بدني پلوه پټ یو او همدا جامې دي چې له بدویته یې مدنیت ته رسولي یو.

دا ټکی – چې د سیاست او ټولنې فیلسوفانو راوسپړه او تایید یې هم کړ – راروسته ارواپوهانو، روانکارانو او رواني ډاکترانو هم تایید او ټینګار یې پرې وکړ.

د فروید د نظریاتو او تیوریو له مخې، موږ لغړ او بربنډ موجودات یو روح مو بې ساتندویه دی، هیڅ ترې راچاپېره نه دي، ډېرې غوښتنې لري او هیڅ ادب هم نلري، یو بې ادبه وحشې دی؛ خو کله چې د ژوند ډګر ته رادانګي، محتاج او مجبورېږي، چې له نورو سره ژوند وکړي؛ نو رو رو…. د بل اغېز لاندې راځي، وحشیت یې کابو کوي، ادب ورزده کوي او وايي، کله چې له نورو سره ژوند کوې؛ نو باید کوم قواعد او نظمونه رعایت کړې. ښايي کله چې له نورو سره ناست یې؛ نو که وغواړې چغه کړې؛ خو اجازه یې نلرې، ښايي وغواړې لوڅ لغړ کېني؛ خو نشې کړای. ښایي د مېوې د یوې هټی تر څنګه تېر شې او زړه دې وغواړي چې لاس وروغځوې او څه ترې وخوې؛ خو اجازه نلرې؛ باید ځان ادب کړې، ان که په زړه کې څه غواړې، باید په عمل کې یې مقید او محدود کړې.

د فروید له نظره د خوب تیوري ړومبني بربریت او توحش ته ورستنېدا ده چې تل د انسان د هویت په تل کې شته. د فروید له نظره موږ په خوب کې خوشې کېږو؛ یعنې لنډمهاله ټولنیز بندېزونه، ملاحظات، آداب او بهرني ضوابط خوشې کوو او په هماغه بې خیاله فضا او تشیال کې چې ورمات یو الوت کوو. دلته نه د علیت د بندېزو خبره شته او نه د اخلاقي. موږ په بهرنۍ نړۍ کې په دوو بندېزونو، محدود او کابو شوي یو: یو د علیت بندیز دی، چې له بهره او بې اختیاره څه محدودیتونه راتپي او بل هم اخلاق او ضوابط دي، چې ټولنه، مور و پلار او ښوونځی یې رازده کوي او مجبور یو رعایت یې کړو، که نه ژوند به مو سوکاله نه وي. په خوب کې، داسې الوت کوو، چې ته وا نه څه ماده شته او نه څه جاذبه، نه څه واټن شته او نه څه زمانه. د طبیعت د نړۍ دا ګرد بندیزونه څېروو او حرکت کوو. اخلاقي بندېزونه هم لرې کوو، او بې خنډه په هر کار لاس پورې کوو. درمل پوهانو ویلي، چې الکل همدا کار کوي؛ کوم انسان چې الکلي مشروبات څښي، لنډ مهاله پر دغسې حالت اخته کېږي، چې ته وا بندېزونه یې ترې لرې کړي دي؛ یعنې انسان لغړ او بربنډ هماغه ړومبني توحش او بربریت ته ورګرځي. د لغړ انسان تعبیر، بهترین تعبیر دی؛ یعنې لنډ مهاله اخلاقي – حقوقي پوښښونه لرې کېږي. مولوی بلخي هم دې مسالې ته اشاره کړې ده. وايي شراب، هر ځای یو رنګ اغېز نه کوي؛ هر څوک څنګه چې دی ښکاره کوي:

ګر بود عاقل، نکوفر می شود – ور بود بد خوی بتر می شود

لیک چون اغلب بدند و ناپسند – بر همه می را محرم کرده اند

حکم اغلب راست، چون غالب بدند – تیغ را از دست ره زن بستدند   (مثوي: ابیات ۲۱۵۶- ۲۱۵۸، څلورم دفتر)

داسې نه ده چې شراب ټول نېشه کوي، داسې نه ده چې ټول تاوتریخوالي، وژنې او تېري ته وربلي. هر څوک څنګه چې دی، بربنډ او ښکاره کوي، اوس که دا انسان سخي الطبعی وي، په نشه کې سخاوت کوي؛ که کنځل مار او ظالم وي، شراب یې د تېري خوی را برسېروي. منتها مولوی یو ټولنیز فلسفي ټکی هم پرې ورزیاتوي او وايي: «حم اغلب راست»؛ یعنې تل فقهي او قانوني احکام د اکثریت حالاتو ته وراوړي. دا چې اکثریت بد دی، شراب یې پر ټولو حرام کړي دي؛ خو دا چې په جنت کې ټول ښه دي؛ نو هلته شرابخوري څه توپیر نلري. لکه څنګه چې په جنت کې حجاب او بې حجابي نشته؛ او له همدې ځایه په ګوته کېږي چې مولوی قانون او اخلاق په اکثریت پورې اړوند بولي او پردې باور دی، که د انسانانو روحي جوړښت بدل شي؛ نو اخلاق، آداب، قانون او فقه به یې هم واوړي.

هو، موږ په آر کې لغړ او په عمل کې پوښل شوي موجودات یو. دا پوښنه که په بدن کې صادقه وي، په روح کې سل ځل صادقه ده. که له اروا پلټونکیو او ټولنپېژندونکیو وپوښتئ، درته به ووایي، څه چې اخلاق او قانون یادېږي، د پوښښ له جنسه دي. که خپلسري تر مدنیته په وړاندې پېر کې د انسان اصلي ترین خوی وبولو؛ یعنې هر څوک هر کار کړای شي، بې له دې چې مقابل لوري ته پر کوم حق او خپلو کړنو ته پر کومې ضابطې او کچې قایل وي، په دې حال کې مدني تولنې او ټولنیزې بڼې ته ورننوتل د خپلسرۍ د کابو کونې پر مانا ده. اوس نو څنګه خپلسري کابو کولای شو؟ له دوو لارو: یو په اخلاقو او بل په قانون. موږ د دوو جامو اغوستو ته اړمن او محتاج یو، چې په ټولنه کې نظم او عدل رامنځ ته شي: یوه د اخلاقو جامه او بله د قانون جامه.

که وپوښتو اصلا ولې مو له خپلسري؛ لغړ او انفرادي ژونده لاس واخست او ټولنیز نظم ته مو غاړه کېښووه او چمتو شو ټولنه جوړه کړو او یو له بل سره ژوند وکړو؟ په دې هکله څو تیورۍ شته: د اړتیا، حاجت، استخدام، مدني بالطبع والي او… تیورۍ.

د «اړتیا» تیوري داده، چې یو بل ته اړمن یو، یو تن ټولې چارې نشي کړای؛ یو باید ترکاڼي وکړي، بل طبابت او… یو تن دا ګردې چارې نشي کړای. اړتیا سره راټول کړي یو. موږ ذاتا اړمن څاروي یو، د اړتیا لرې کولو لپاره ناچار باید یو بل ته مراجعه وکړو. که دغسې نه وه؛ نو د بل پروا مو نه درلوده او ځان ځاني ژوند مو کاوه. څاروي تقریبا خپلې ګردې اړتیاوې په وګړیز ډول ترلاسه کوي؛ نه کور غواړي چې پکې آرام وکړي، نه جامې چې یې واغوندي، نه سر اوږیره لري چې خټګر، خیاط او ني ته اړمن وي؛ خو د انسانانو پرغاړه د اړتیا پړی پروت دی؛ نو له ناچارۍ ټولنه جوړوي.

دویمه د «استخدام» نظریه ده. د المیزان تفسیر مؤلف ارواښاد طباطبايي د «اصول فلسفه و روش ریالېزم» کتاب په شپږمه مقاله کې، دا نظریه خپله کړې ده. د استخدام د نظریي نچوړ دادی، زموږ انسانانو د هر یوه ښه ایسي، چې هر څه او ټول کسان یې په چوپړ کې وي، له هر څه ګټنه وکړي؛ طبیعت وي، انسانان وي، که څاروي او نور وي. ښه مو ایسي چې پر نورو خپله برلاسي ټینګه او تثبیت کړو او په دې هکله هیڅ برید و نه پېژنو. څه ته چې نن «وزلي عقل» ویل کېږي، تقریبا همدغسې مانا ورکوي. خو ننني دا عقل د مدرنې زمانې عقل بولي او مرحوم طباطبايي یې؛ په ټولنیز ډول او په ټولو پېرونو کې د انسان عقل ګڼي. د «هابز» دا غونډله « انسان د انسان لېوه دی؛

Homo homoni lupus

ورته مانا لري. په دې نظریې د حکومت، جګړې، قانون او… پیدايښت څرګندولای شو. ارواښاد امام غزالي په «احیأ علوم الدین» کتاب کې، دا چې انسانان څنګه ښاریز شول؟ اوږده ویینه لري. ولې په انسانانو کې پیسې راپیدا شوې؟ ولې کار، بېکار او ګدایي پیدا شوه؟ ولې پوځ، قضا، واکمني او سلطنت راپیدا شول له دې ټکیو ډېری یې په ټولنپېژندلیز ډول راسپړلي او الحق ډېر ښه ټکي یې په ګوتو کړي دي. په یوه لیکنه کې مې مولوي او غزالي پرتله کړي او څرګنده کړې مې ده، چې مولوي خورا اروا پېژندانه خبرې کوي او غزالي خورا ټولنپېژندانه. (وګورئ: مقاله «غزالي د مولوي» ارباب معرفت، صراط ۱۳۷۹)

د مولوي خبره داده چې انسانان د خپلو غرایزو او شهواتو به بلنه حرکت کوي او دا بلنې یې د ټولنیزو حرکاتو پر لور ورکاږي. وايي:

خلق دیوانند و شهوت سلسله – می کشد شان سوی دکان وغله (مثنوي، ۱۱۱۵ بیت)

د انسانانو پر غاړه د شهواتو غاړه کۍ پرته ده؛ دا چې خوړو ته اړمن دي، د ځمکې، کر او کار خوا ته ور درومي، دا چې روغتیا ته اړمن دي، درملو او طبیب ته ورځغلي او همدغسې. دا د مولوی ارواپېژندانه شننه ده. خو د امام غزالي په اثارو کې ټولنپېژندانه شننې وینئ؛ یعنې له داسې شرایطو سره مخېږئ، چې ډېر په ټولنې پورې اړوند دي نه د انسانانو په دنننیو غوښتونو او غرایزو پورې. په هر حال، دا تيورۍ تردې ډېر نه وايي، چې ټولنیز ژوند، د اړتیاوو پوره کول یا استخدام لپاره له خپلسرۍ سره شونی نه و؛ یعنې دنننیو او بهرینو ضوابطو ته یې چې په اخلاقو او قانون یې تعبېروو اړتیا پیدا کړې ده. په بله وینا انسانان ددې لپاره چې ادب یعنې د ټولنیز ژوند ادب زده کړي، په لومړۍ درجه کې اخلاقو ته اړتیا لري او په دویمه درجه کې قانون ته، چې یوه جمعي او ټولنیزه کچه او ضابطه ده.

موږ ټول اخلاق پېژنو: د هر مقام او هر ځای د ادب پېژندنه او کارونه یعنې که د لوست په ټولګي کې یو، باید پوه شو چې د تلمذ او زده کړیالی آداب څه دي؟ که په مېلمستیا کې یو، باید د مېلمستیا آداب وپېژنو. که د خدای پر وړاندې یو، باید د بنده ګۍ آداب وپېژنو، که ښوونکی یو؛ نو باید د ښوونکي آداب وپېژنو او همداراز اوس چې له دلایلو ځنې په یوه دلیل،اړ شوي یو، په ټولنیزه بڼه ژوند وکړو او بې له دې ژوند نشو کړای، باید د ټولنیز ژوند آداب وپېژنو. دا د ټولنیز ژوند آداب، هماغه دي چې په تولنیزو اخلاقو یادیږي. خو دا چې موږ لغړ او خپلسري موجودات یو او تل مو خوښېږي، چې دا بندېزونه لرې او ایسته کړو؛ نو قانون ته اړتیا لرو، چې د ټولنیزو اخلاقو رعایتولو ته مو ملزم کړي. ټول منښته کوو، چې د نورو پر اموالو او حقوقو تېری ناروا دی؛ خو افسوس په عمل کې یې، په کافي ډول نه رعایتوو. که کومه سترګه یې ونه ویني او د ټینګې ژمنې درلودونکي نه اوسو، ډېر ځل به د نورو حقوق لتاړ او په یو ډول به یې مخونه وکړو. پردې سربېره، اخلاقیات ډېر پرېمانه دي؛ هغه نېکې کړنې هم ډېرې دي، چې باید انسان یې کولو ته ملا وتړي؛ نو دلته قانون رادبره کېږي، چې لږ تر لږه لازم اخلاقي ضوابط او کچې په الزاموونکې توګه راټولې او معرفي کړي. دا د قانون مانا ده.

هغه لږ تر لږه آداب چې تردې لږ ټولنه او د ژوند نظم او سوکالي نه ساتل کېږي، د قانون بڼه خپلوي او په ټولنه کې چلېږي او ترې سرغاړی مجازاتېږي.

اوس پوښتو، ددې تیوریکې ویینې پایله څه ده؟ پایله یې داده چې قانون او نظم ته غاړه ایښوونه او له خپلسرۍ لاس اخستنه دوه ډوله ده: اختیاري او نا اختیاري. او مدني ټولنه په اختیار نه په اضطرار او اندېښمنی یو نظم لري. «لاک» په خپلو لیکنو کې راوړي، چې په بدوي ټولنه کې، وګړي تشخیصوله، چې څوک مجرم دی او هم یې تشخیصوله چې ددې جرم سزا څومره ده او هم یې ددې سزا عملي کول پر غاړه اخستل. په بله وینا، په ټولنه کې د انسانانو په شمېر محکمه، قاضي او د حکم عملي کوونکي ول، دا ټول تشخیصونه او تمیزونه په یوه تن او وګړي کې راټول شوي وو. مدني ټولنه له هغه ځایه پیلېږي، چې انسانان په اختیار د خپل ورمندون – قضاوت، واکمنۍ، حاکمیت او عملي کېدو حق بل ته ورسپاري. فوق العاده پېچلې تیوریکي هڅې شوي، چې د بشري تکامل په بهیر کې دا اوچت ګام اخستل شوی دی.

د هغه حالت ترمنځ ډېر توپیر دی، چې خپلسري او مغرور انسانان، د خپلې خوښې پر خلاف د یو تن مشرۍ او واکمنۍ ته غاړه کېدي، له هغه حالت سره چې انسانان په خپله خوښه، چاته غاړه کېدي.

ملاحظه کړئ په تېرو کې، تر نورو د واکمنو د تمیز، بېلتون او تفریق وجهه د دوی خپلسري او سرزوري وه. دوی په هیڅ ډول د تاوتریخوالي د نفې او یا یوې آرماني انساني ټولنې ته د وررسېدو لپاره نظریات راوړاندې کړي نه ول، مازې زورور او سرزوري ول. له هغه وخته چې د «استازولی» مفهوم او اعتبار پیدا شو او انسانانو په خپله خوښه، بل ته خپل واک وروسپاره، نو «مدني ټولنه» پیل شوه. «د مدني ټولنې» په اړه د «لاک» په څېر اندیالانو د خبرې نچوړ همدا دی. سمه ده چې په ټولو ټولنو کې، ان مخکې تردې چې فیلسوفان څه خبرې وکړي، واکمني او قانون ته ورته یو څیز شتون درلود؛ خو دا حکومت او قانون، په مدني ټولنې پورې اړوند نه و او نه ترې راولاړ شوی و. د بېلګې په توګه امام غزالي پردې باور و، چې فقه، د سلطان قانون دی. خو دغسې نظم او قانون ته مدني نظم نشو ویلای. ځکه د ټولنې اوسېدونکیو په خپله خوښه، خپله حقوق واکمن او سلطان ته ور پرېښي نه ول؛ بلکې دا چې زور یې نه رسېده او تر ځان زورور تر لاس لاندې وو، سرغاړي او نیوکه یې نه کوله.

خو مدني ټولنه له هغه ځایه رادبره کېږي، چې سرغاړي په بله بڼه کابو او کېنول شي. په دې توګه چې خلک خپل واک په خوښه د بل په واک کې (چې د دوی استازی او پرې واکمن دی) ایلې او ور مستحیل کړی وي، د دموکراسۍ (ولسواکۍ) تیوري هم د همدې مانا تضمینوونکې ده. په مدني ټولنه کې د قانون له کلمې هم همدا مانا اخستل کېږي. په مدني ټولنه کې له قانونه مراد ته ښه پاملرنه وکړئ. نه هر څه چې راوړل شي او ټول خلک یې پر عملي کولو ملزم کړي، قانون به وي. په دې مانا تل قانون شتون درلود، او خلکو عمل پرې کړی؛ خو دې ته قانون نه وايي قانون له اختیاري ټولنیز تړون او د عامو په خوښه او د استازولۍ د مفهوم په رڼا کې رادبره کېږي؛ نو ځکه نه هره ټولیزه کچه یا فقهي حکم قانون دی.

د «لاک» په څېر فیلسوفانو له نظره مدني ټولنه له قانونمندې ټولنې سره مساوي او یو رنګ ده. هغه قانون چې د ښاریانو له دې درک او تشخیصه راولاړ شوی، چې د حقوالو انسانانو په توګه په قانونګذارۍ او عملي کولو کې خپل حق بل ته ورپرېږدي. په مدني ټولنه کې «قانون» دغسې مانا لري. البته د قانون د شتون لازمه داده چې رانغاړونکی وي. که هر څوک له هرې ګوښې وغواړې رای او فتوا ورکړي، د مدني ټولنې له بنسټونو سره ټکر نلري. ان که موږ په یوې دیني ټولنې کې اوسېږو، په دې ټولنه کې باید یوه فتوا شتون ولري. واحد قانون په دې مانا دی.

په نوې ټولنه کې یوازې هغه څه واکمني کوي چې قانوني بڼه خپله کړي او د قانوني بڼې خپلول هم په دې پورې اړوند دي، چې خلک رایه او خپله شخصي حق په اختیار بل ته ورپرېږدي. د انساناو د اختیار او حقوالۍ مفهوم، د نوي پېر د قانونمدارۍ په مفهوم کې نغښتی دی او د مدني ټولنې له لاندیني تلونو پرده اوچتوي.

د خبرې لنډیز: په هره ټولنه کې چې خلک د خپلې خوښې بر خلاف قانوني نظم او ټولنیز ضبط ته غاړه کېدي؛ ان که ظاهرا منتظم وي، مدني نه دي. په زندان کې هم یو نظم واکمنولای شو، چې هر ګهیځ دې پر پلاني ساعت راویښ شي، تر پلاني وخته دې ورزش وکړي، او پر پلاني ساعت دې ویده شي؛ فرض کړو که په زندان کې هیڅ جنایت هم ونشي؛ نو آیا زندان په مدني ټولنه کې شمېرلای شو؟ که د قانون پر مانا پوه نشو او په ظاهر یې وغولېږو، وبه وایو چې تردې ښه نه کېږي؛ ځکه کوم چار د قانون ایښوونکي د رای پر خلاف نه ترسره کېږي، او ټول په نظم منتظم دي. ان جنایت، فساد، غلا، وژنه او … هم نه کېږي. خو او په زرګونو خو، بندیانو په خپله خوښه، خپل حقوق قانونګذار ته ورپرېښي نه دی؛ بلکې په زور تر قانون لاندې راغلي دي. دغسَې یوه ټولنه، زنداني او مضبوط ټولنه ده نه مدني ټولنه. په حقیقي مدني ټولنې کې هم کنترول شته؛ خو له دننه کنترول؛ یعنې خلک په خپله ځانونه کنترولوي؛ خو ضابطه مندېدو، الزامي کېدو او ټولنکېدو ته یې، بل ته – چې د دوی استازی دی – ورپرېږدي. نو په مدني ټولنه کې، لومړی فرض دادی، چې انسانان په ذات کې خپلسري، لغړ او سرغړاند دي او دویم فرض دا، د تکامل یوه داسې پېر ته وررسېدلي، چې تشخیصوي باید نظم ولري او درېیم، دا نظم نه د پاچاهي کولو او نه پر نورو د زور چلولو له لارې؛ بلکې خپل استازي ته د خپلو حقوقو د ورسپارلو له لارې رادبره کوي. دا مفهوم چې خپله یې انتخابوو (ټاکو)، هغه چې خپله یې خوښوو، مخامخ د سلطنت او… پر وړاندې درېږي او د انسانانو په سیاسي تیورۍ ورکونې کې د یو ژور ادلون بدلون خبر راکوي.

تردې ځایه د دوه درې پېړیو مخکې فیلسوفانو په نظریاتو کې مطلب وینئ؛ خو د مدني ټولنې تیوري په دې برید کې پاتې نه ده، وده او تکامل یې کړی. په لنډو دې تکامل ته یوه اشاره کوم. په تېرو ټولنو کې، عدالت، د شتمنی او ځواک په عادلانه وېش تعریفېده. په سوسیالېزم او دموکراسۍ کې خبره ددې پر سر وه، چې باید شتمني او قدرت په عادلانه ډول ووېشل شي. خو په نوې نړۍ کې له یوې درېمنی مقولې سره مخ یو او دا د معرفت او اطلاعاتو مقوله ده. باید اطلاعات هم په عادلانه ډول ووېشل شي. که څوک تر نورو ډېر وپوهېږي او ډېر خبرونه او معلومات ورسره وي، پر نورو سر زوري کړای شي. یو دولتي رادیو تلوېزون په پام کې ونیسئ، د دولت په ګټه به تبلیغات کوي، چې دا یو ظلم دی. د معلوماتو له عادلانه ویشه هله ډاډمنېدای شو چې څو رسنی ولرو؛ یعنې که یو خبر مې له یوه تلوېزونه واورېده، له بل سره یې پرتله کولای شم. د معرفت لاس ته راوړو لپاره، د معرفتي سرچینو کثرت او ډېرښت شرط دی. که تل یو ښوونکي ته ناست یاست، که دا ښوونکی هومره عالم او ښه سړی وي؛ بالاخره څه محدودیتونه لري، ټاکلې ژبه او خوله لري، له مشخصو مفاهیمو او مقولاتو سره اشنا دی. ځانګړی لید لري، چې په رڼا کې یې ښکارندې او څېزونه تفسیر او مانا کوي. که غواړئ عادلانه معرفتي او علمي خوند وڅکئ، باید لږ تر لږه له څو سرچینو ګټنه وکړئ. هغه ټولنه او نظام عادل دی، چې د معرفتي سرچینو تکثر او ډېرښت شونی کړي.

دا چې ګرد سره خپلسري او تېري کوونکي یو، په مدني ټولنه کې مهمه پوښتنه داده چې څنګه حکومتونه محدود او کابو کولای شو او اړ یې کړو، چې خپلې پښې له خپلې بړستنې را اوږدې نکړي؟ ښکاره ده چې هم څارنې او هم ساتندویه ډال ته اړتیا لرو. مدني ټولنه، هغه ټولنه ده، چې خلک پر حکومت څارنه کوي. دا څارنه ځان ته ځانګړې وزلې او کانالونه لري. دا وزلې د وخت او پېر په انډول، توپیر مومي. زموږ په پېر کې دا وزلې دا دي: ورځپاڼې، ګوندونه، ټولګېزې ټولنې، ټولنیز سازمانونه او… چې هم د څارنې وزلې دي او هم د ساتندویه ډال په څېر، انسانان د حکومت د تیري پر وړاندې ساتي او د حکومت پر کړنو په تمدني توګه د څارنې شونتیا چمتو کوي. له همدې لامله ویل کېږي، چې پلورالېزم- ډېرواله او کثرت ګرايي د مدني ټولنې یو له ارکانو ځنې دی؛ ځکه همدا چې مو وویل، باید رسنۍ حکومت کنترول کړي؛ نو لزوما ټولې رسنۍ یوه خبره نه کوي؛ ځکه انسانان بېلابېلې اندنې او نظریات لري. که په مدني ټولنه کې ګوندونه جوړېږي، لزوما یوه سیاسي کړلار نلري؛ نو ځکه پلورالیزم – ‌ډېرواله هم د مدني ټولنې یو له ارکانو ځنې دی. په دې برخه کې خبره رالنډوم، چې را روسته برخې ته ورسم. د خبرې لنډیز دادی، مدني ټولنه د انسانانو له حقوالي او یو واکمن غونډال ته یې د اختیاراتو په ورسپارنه پیلېږي او په پراختیا یې د قواوو تفکیک او جلا والی رادبره کېږي او په نهایت کې په پلورالیزم – ‌ډېرواله پوره کېږي؛ یعنې انسانان د معرفتي سرچینو په پرېمانۍ، د سلیقو، نظریاتو او اندنو په ډېرښت او په متمدن ډولو طریقو خپل کنترولوي. مدني ټولنه د مراتبو درلودونکي یوه ښکارنده ده؛ یعنې په یو تاریخي بهیر کې زیږېدلې او همداسې مخ پر ودې او تکامل ده او له مهمترینو نښو ځنې یې دا ده، چې غوټي او ستونزې پکې په تمدني دود پرانستلېږي. نه د لغړ انسان په دودونو. په تاوتریخوالي لاس پورې کول، د پلورالیزم – ‌ډېرواله ځپنه، او قانون ته د سیالانو توږنه دا ګرد سره نامتمدن دودونه دي او د یو شمېر لغړو انسانانو شتون راښیي، چې لا تراوسه یې د تمدن جامې اغوستې نه دي. تردې اوږدې سرېزې روسته د خبرې دویمې برخې ته وررسم چې تر سرېزې ډېره لنډه ده!

موږ دینوالو ته د مدني ټولنې او دینوالۍ ترمنځ پلټنه فوق العاده مهمه او حساسه ده. نه یوازې مدني ټولنه؛ بلکې په څېر یې هره مقوله چې په ټولنه کې مو اوڅارېږي، بې درنګه دین باور او دین پېژاندی ذهن مو له دې پوښتنې سره مخامخوي چې ددې نوې مقولې او مخکېنی مقولې (دین) ترمنځ څه تړاو شته.

څرګنده ده، چې په دغسې مواردو کې موږ یو ډول مفهومي څرګندنو ته اړتیا لرو، کله چې وایو دین، باید د دین د مفهوم په هکله ډېره پلټنه وکړو، چې مشخصه شي له دیانته او دینوالۍ مو مطلب څه دی؟

په لنډو درته وایم: هر ډول دینوالي لغړ انسان ته یو ډول پوښښ دی؛ یعنې تدین د بدویت پر وړاندې درېږي. په قرآن کې د آدم داستان ته مراجعه وکړئ، بنا وه چې آدم ممنوع مېوه ونخوري، روسته یې د شیطان او خپلې مېرمنې په وسوسه ممنوع مېوه وخوړه. چې یې وخوړه، مخکې تردې چې ځمکې ته راکوز او هبوط وکړي دواړه لغړ شول. لکه چې په قرآن کې راغلي:

وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ(اعراف/۲۲)

ویې لیدل، چې جامې یې پر تن نشته. د جنتي ونو دپاڼو په راشکولو یې پیل وکړ او ځان ته یې لنډ مهاله پوښښ چمتو کړ. دا یو راښکونی ټکی دی، انسان د شیطان د خبرې تر اغېز لاندې راتلو او ایلېدل یې د لغړېدو لاملېږي او نیکه مو آدم ابو البشر، پر دغسې یو کړاو اخته شو. په اعراف سورت کې راغلي، چې کله آدم ځمکې ته راغی، خدای ورته وویل، چې څومره څېزونه مې درته نازل کړي، چې یو یې د تقوا جامې مې درلېږلي چې غوره پوښښ دی. دا پېښه په جنت کې د آدم لغړتیا ته اشاره لري او دا چې انسانان پوښښ ته اړمن دي او غوره پوښښونه د تقوا جامې دي:

وَلِبَاسُ التَّقْوَىَ ذَلِكَ خَيْرٌ (اعراف/۲۶)

نه وایم چې مدني ټولنه په دې مانا او په دې تفسیر، له دیانت سره اخږلېږي؛ بلکې وایم چې د دوی ترمنځ د تړاو سنجولو لپاره، باید له دې مبدأ او پیلامې حرکت وکړو، چې انسان د دینوالۍ له امله د ځانګړي روحي ساتندوی درلودونکی کېږي، چې د انساني او ټولنیز ژوند ډګر ته د ورننوتو لپاره یې چمتو کوي او که دا آداب نه وي او د شیطان تر سلطې لاندې پاتې شي؛ نو همدغسې لغړ دی او لغړ انسان هغه دی چې هم په تاوتریخوالي لاس پورې کوي او هم په شخړه او جنایت. او دا د قرآن له ډېرو راښکونو ټکیو ځنې دي، چې د شیطان غټه ونډه او کړچار د شخړو راولاړلېدل ګڼي.

کله چې دوه تنه د لانجو او شخړو په حال کې وینو، ورته وایو پر شیطان لعنت ووايئ، پر محمد(ص) صلوات وواست، د شیطان له خره راکوز شئ. دا تعابیر، ډېر سم او پر ځای دي. یعنې په حقیقت کې، په شخړو او تاوتریخوالي کې د شیطان د پښې تل وینو. یعنې په تاوتریخوالي غوټې پرانستل او د متمدن ډولي چلن پر ځای په تاوتریخوالي ستونزاواری یو شیطاني چار دی.

إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ (اسراء/۵۳)

ولې په قرآن کې شرابخوري او جواري حرامه شوې ده، دقیقا په دې دلیل چې د خلکو ترمنځ اړو دوړ او شخړ‏ې راولاړوي. شراب انسانان ډېر شخړو ته اړ باسي. جواري د انسانانو ترمنځ د ډېر اختلاف لاملېږي. او په ټولیز ډول که اخلاقي رذایل وڅېړو، وبه وینو، چې ټول په یوه آفت کې سره ګډ دي او هغه دا چې په دننه او دباندې کې د لا ډېرې شخړې او اختلاف لاملېږي. بلخوا ټول فضایل په یو برکت او حسنه (ښو) کې ګډ دي او دا د دننني او بهرني شخړو لرې کول دي. شیطان کټ مټ همدا ونډه لري چې انسان د لغړتیا حالت ته ورکاږي؛ یعنې هغه حالت ته چې نه کابو کېږي او نه کنترولېږي. په مقابل کې، تقوا چې کټ مټ او دقیقاً د شیطان د لاسونو د تړلو پر مانا ده انسانانو ته ارامي، سلام او مطلوبه ډاډمني ورکوي؛ نو ځکه تقوا چې واقعي دینوالي ده، د هغې جامې په څېر ده چې شیطان ځپلیو بربنډو انسانانو ته وراغوستلېږي. په دې توګه د دینوالی تیوري، د پوښښ تیوري ده. ټوله خبره داده چې دا پوښښ او له بربنډتوبه خلاصون، په کومه کچه له مدني ټولنې سره سازګاري لري.

دین یعنې د تقوا پوښښ، او تقوا یو دنننی مانع برېک دی؛ هماغه مرغلره چې تمدنونو غوښته او غواړي چې رامنځ ته یې کړي چې انسانان ددې پر ځای چې له دباندې کنترول شي، ځانونه له دننه کنترول کړي. تردې ځایه څه ستونزه نشته. یعنې دینوالي د مدني ټولنې ترڅنګ او د بربریت پر وړاندې درېږي؛ نو په کوم ځای کې دینوالي له مدني ټولنې سره ټکر پیدا کوي؟ هلته چې دینوالي تکثر (ډېرښت) او د حقوال انسان شتون په رسمیت ونه پېژني. دلته له دین څخه یو تازه درک او تفسیر ته اړتیا لرو. مدني ټولنه لکه چې توضیح مو ورکړه له کثرت او حق همزېږي ده. که دینوالي مازې د مکلفیت له خولې ګټنه کوي، یا که دین د تعصباتو او اوربلونې لاملېږی او د یو مصنوعي یووالي او وحدت د رادبره کولو غوښتونکی شي؛ نو دلته دینوالي له مدني ټولنې سره توپير پیدا کوي. دا د هرې ټولنې د دیني عالمانو او دیني مشرانو ستره وظیفه او رسالت دی، چې پرېنږدي دین د اور بلونې، کثرت ځپنې او حق لتاړولو لاسوند او پلمه شي. له هر نعمته ناوړه ګټنه کړای شو. د مولانا په وینا:

ز انکه از قرآن بسی ګمره شدند – ز ان رسن قومی درون چه شدند

مر رسن رانیست جرمی ای عنود – چون تو را سودای سر بالا نبود                   (مثنوي، ادبیات: ۴۲۰۹ او۴۲۱۰)

قرآن چې د الهي هدایت کتاب دی، په عین حال کې د ځینو د بېلارېتوب لامل هم شوی دی. قرآن کریم وايي:

بقره، ۲۶آیت: یهدی به کثیرا و یضل به کثیرا و ما یضل به الا الفاسقون: فاسقان له قرآنه د بې لارېتوب برخه وړي او مؤمنان د ښیون.»

سودای سر بالا داشتن، له دینه او قرآنه پر ګټنې ورړومبی دی، له رسۍ پر ګټنې ورمخکې دی. که سودای سر بالا داشتن ونلرئ، له همدې رسۍ هم ناوړه ګتنه کوئ، او ددې پر ځای چې وژغورل شئ د څاه تل ته ورښویېږئ. چا ویلي چې تل قرآن او دین خیر و برکت راوړي؟ قرآن او دین او په څېر یې کله چې د نا بکاراو انسانانو په لاسونو کې ولوېږي، بدترین آفتونه پنځوي، هر نعمت د ناپوهانو په لاسونو کې کفرانېږي، له دې ځنې د دین نعمت هم. دین یوازې هغو انسانانو ته چې ښه یې پېژني، ښه پرې پوهېږي او کاروي یې برکت راولاړوونکی دی، که نه تر بې دینۍ به بدتر وي. نباید ووایو دا چې د اسلام رسۍ راسره ده؛ نو ګرد سره خیر او برکتونه به راباندې راورېږي. باید ووینو چې ایا سودای سر بالا لرو که نه؟ دین هم د علم په څېر له ګردو نېکیو او شرافتونو سره سره یې چې لري، ډېر زیانمن او ویجاړوونکی کېدای شي. دا جمعي ویجاړوونکې وسلې چا جوړې کړي؟ لوستو یا نالوستو.

دین هم همدغسې دی، توپیرونه کوي. مظروف، دومره مهم نه دی لکه ظرف چې دی. باید ووینو چې دا خوندور شربت په کوم لوښي کې اچول کېږي. په همدې دلیل د ارواښاد داکتر علي شریعتي په څېر کسان له ځانه د پردېتوب په هکله خبرې کوي. شریعتي ویل نا ازادو او نا حرو انسانانو، مریانو او ذلیلو ته، دین او بې ديني څه توپیر لري؟ ذلیل او مریي انسان، هغه انسان چې له حریت او ازادۍ یې څه خپل کړی نه دي، هغه انسان چې په پټو سترګو په یو څیز پسې ورروانېږي، دینوالي او بې دیني یې علی السویه ده. ووینئ دین چا ته ورکوئ، له ځانه پردي یا له ځانه سره اشنا ته؟ یو ازاد او حر انسان یا مريي ته؟ نو ځکه کله چې د دین او دینولۍ په اړه خبرې کوو، باید ښه مو یاد وي چې لومړی له دینه څه درک په پام کې لرو؟ دویم د دین مظروف ته مو کوم ظرف په پام کې نیولی دی.

دیني مصلحان او د اخلاقو معلمان کله یو ټکی هېروي او هغه دا دین د هر چا په درد نخوري او په هره ټولنه کې مطلوب ځواب نه ورکوي. زموږ په پیر کې د دین غوره ظرف، د مدني ټولنې لوښی دی، چې پر حق او تکثر ولاړه ده. دغسې دینولي نن یو مطلوب کمال دی او د اصولو له مخې د دیني روښانفکر کار دادی چې د دین چاپیریال او مناسب ظرف معرفي او عملي کړي. د یو دیني مبلغ وظیفه په دې کې نه رالنډېږي، چې ووایي خلکو ته مو دین زده کړ، اوس خپله پوهېږي او خدای یې په هیڅ توګه کار دلته پای نه مومي. باید ووینو چې موږ دا شتمني او بضاعت چا ته ورکو او دا تخم په کوم پټي کې کړو.

تیغ دادن در کف رنکی مست – به که آید علم نا کس را به دست

بد گهر را علم و فن آموختن – دادن تیغ به دست راهزن

چون سلاحش هست و عقلش نه ببند – دست او را ورنه آرد صد گزن (مثنوي، ادبیات: ۱۴۳۴،۱۴۳۵ او۱۴۳۶)

ایا مشرانو نه دي ویلي که ارزښتمن جواهر، جوهر ناپېژاندو ناپوهانو ته ورکړئ؛ نو ستره فتنه او بلا رامنځ ته کېږي. په ديني ټولنو کې د دین غټه ستونزه، دین ناپېژاندي دینوال دي چې دا یې د اوربلولو، اختلاف، قدرت، تعصب، تقلید، چل ول او مکلفیت لاسوند کړی دی. د دیني درک سمونه او له دینه د ګټنې سمونه ده، چې د مدني ټولنې او دینوالۍ ترمنځ پخلاینه کړای شي.»

* له دې شننې په ګټنې څه چې په هېواد، سیمه او نړۍ کې پر مسلمانانو تېرېږي، په پیاوړې اندیزې اډانې یې مانا او تفسیرولای شئ.

* په خپلو سیمو کې مو، چې له دینه ناوړه ګټنه کېږی، د همدې لوست په پامنیوی شننې پرې ولیکئ، او ټولنیزو رسنیو ته یې ورواچاوئ.

* هغوی چې په هېواد کې ځان د «مدني ټولنې» فعالان بولي، د همدې لوست له مخې دې په خپلو کړنو کې ادلون بدلون راولي.

* له دینه سمه پوهېدنه او په ټولنه کې یې سمه کارونه د هېوادني روڼ اندي او د مدني ټولنې د فعال ځانګړنه ده.

* له یوې وحشي ټولنې ځنې متمدنه ټولنه جوړول، یو لنډ مهاله پیر لري، چې په وړو مشرانو یې مشري کېږي؛ او په اسلام کې دغسې پیر ته «امامت» او مشري وايي؛ نو ځکه په هر افغان روڼ اندي لازم دي، چې د ټولنې د سمولو او مشرۍ لپاره، د مشرۍ په ځانګړنو ځان پوه کړي او له تاریخي پلوه، چې د مشرتوب په باب څه تېر شوي ښه یې ولولئ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست