تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د توحید په اړه د امیرالمؤمنین علي (ک) خطبه په حقیقت کې د الله لمانځنې پیل، د الله پېژندنه ده او د الله پېژنې بنسټ توحید او ایکي یو ګڼل یې دي او د توحید دود او غونډال (نظام)، له الله یې د صفاتو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د توحید په اړه د امیرالمؤمنین علي (ک) خطبه

په حقیقت کې د الله لمانځنې پیل، د الله پېژندنه ده او د الله پېژنې بنسټ توحید او ایکي یو ګڼل یې دي او د توحید دود او غونډال (نظام)، له الله یې د صفاتو څنډل او سلبول دي (چې الله ته داسې صفات ونه انګېرل شي لکه پر ذات د ممکناتو زائد صفتونه) ځکه عقلونه پردې مطلب ګواه دي چې هر صفت او موصوف (او هر ذات او صفت) مخلوق (او پیدا) دي او هر مخلوق ګواه دی چې خالق او پنځګر لري، چې نه صفت دی او نه موصوف (او که نه کار به محال تسلسل او لړ ته ورښکودل شي) او هر صفت او موصوف پر ترکیب ګواه دي او ترکیب پخپله په حدوث (او په نېستۍ مخېنه نه درلودو) ګواه دی او حدوث پر ناازلیت ګواه دی، چې ازلیت او حدوث یو له بل سره ناسازګاري دي (او اړخ نه لګوي)؛ نو څوک چې د الله د ذات پېژندنې دعوا وکړي، الله یې پېژندلی نه دی (ځکه اصلي پېژندنه یې توحید دی، نه یې د ذات پېژندنه)؛ او څوک چې نهایت ورته وانګېري؛ نو الله یې ایکي یو ګڼلی نه دی او چا چې سیال ورته فرض کړی، ایمان یې پرې راوړی نه دی؛ او څوک یې چې له مخلوق سره ورته (او شبیه) کړي، د هغه حقیقت یې پېژندلی نه دی؛ او څوک چې انګېري الله په وهم کې ځاییږي، پام یې ورته کړی نه دی، او څوک یې چې د ذات حقیقت لټوي د هغه ایکي یو توب یې تصدیق کړی نه دی؛ او چا چې پای او انتها ورته ایښې، ګروهه ورباندې نه لري؛ او څوک چې اشاره ورته وکړي، الله یې په نظر کې راوړی نه دی؛ او چا چې حد ورته انګېرلی؛ نو پام یې وراړولی نه دی؛ او څوک چې پر کوم غړي او جز ورته قایل دی؛ نو د هغه د بندګۍ حق یې ورپوره کړی نه دی؛ او څه چې په خپل ذات وپېژندل شي، پېژندل شوی دی او څوک چې پر ځان ولاړ نه وي؛ بل به جوړ کړی وي [د تحف العقول په ځینو نسخو او نهج البلاغه کې د «کل قائم بنفسه» پر ځای «کل معروف بنفسه» راغلی چې په نظر سم رسي او له مخې یې مو ژباړلی دی]

الله د خپلو مخلوقاتو له مخې، پر شتون یې استدلال کړای شو او په عقلونو یې پېژندای شو او په فکر یې، حجت ثابتېږي. خپلې نښې یې خپل مخلوق ته حجت کړي دي.

الله مخلوقات وپنځول او د ځان او د دوی تر منځ یې یوه پرده واچوله؛ نو له دوی یې بېلتون په دې دی چې له ذاته یې بېل دي او په وزلیو او آلاتو د مخلوقاتو سنبالول ددې ښودونکې دي، چې پخپله الله [د چارو سرته رسولو لپاره] وزلې او آلات نه لري؛ ځکه وزلې د وزلوالو پر اړینتوب ګواه دي [ خو په سپېڅلي ذات کې یې اړتیا نشته] او د مخلوقاتو د پنځولو پیلول ګواه دي چې پخپله پیل نه لري؛ ځکه څه چې پېل لري (مخلوق) د نورو له رادبره کولو به بېوسې وي.

نامې یې تعبیر (او د ده وصف نه کېدونکي ذات یوه څرګندونه) ده، کړنې یې [نورو ته] د خپل شتون د ورپوهولو لپاره دي. ذات یې مازې حقیقت دی ( او نه د مخلوقاتو په څېر، حقیقت نما یا حقیقت ته ورته) او (د شتون) حقیقت یې دده او مخلوقاتو ترمنځ توپیر دی. څوک چې الله توصیف کړي [په واقع کې] الله یې پېژندلی نه دی او چا چې الله ته ساری انګېرلی ترې تېر شوی، او څوک یې چې د ذات کنه (او حقیقت) لټوي (؛نو) نه یې لټوي، څوک چې ووايي: چېری دی؟ نو پر یوه ځای ورته قایل شوی دی او څوک چې ووايي: په څه کې دی؟ نو یو لوښی یې ورته انګېرلی او په یو څه کې یې ځای کړی، څوک چې ووايي: الله د څه لپاره دی (او ولې شته)؟ یو علت او لامل یې ورتوږلی، څوک چې  ووايي: څرنګه دی؟ نو الله یې له مخلوق سره (چې څرنګوالی لري) ورته کړی.

څوک چې ووايي: له څه وخته دی؟ په وخت پورې یې محدود کړی دی، څوک چې ووايي، ترڅه وخته دی؟  پای یې ورته انګېرلې ده؛ نو چا چې الله ته پای انګېرلې وي، نو مرکب یې ګڼلی، څوک یې چې مرکب وبولي، توصیفېدونکی یې ګڼلی،او چا چې توصیفدونکی ګڼلی؛ نو د کفر او الحاد لار یې وهلې او څوک چې اجزاوې ورته وانګېري؛ نو مخ یې ترې اړولی دی.

الله د مخلوقاتو په ادلون بدلون نه بدلېږي؛ لکه چې د هر موجود په محدودولو، حد نه مني. ایکي یو دی؛ خو نه د شمېر په حساب، په مطلق ډول مړه خوا دی، دننه دی، نه دا چې په یو څه کې ورننوتی وي، ښکاره دی نه دا چې له څه راوتی وي، جلوه ګر دی، نه دا چې د لیدو وړ وي، لطیف دی؛ خو نه دا چې خوځېږي، اندازه ګیر دی؛ خو نه د خیالونو په ټال، مدبر دی خو نه [د ذهن او بدن] په حرکت، اورېدونکی او لیدونکی دی؛ خو نه په وزلو، نژدې دی؛ خو نه د اجسامو په څېر،  لرې دی؛ خو نه په مکان کې، موجود دی؛ خو نه تر عدم (او نشتون) وروسته [تل تر تله دی]، زمانې او مکانونه یې رانغاړلای نشي، خوب یې نه وړي، صفات یې محدودولای نشي، وزلې یې رانغاړلای نشي، هستي یې پر زمانې ور ړومبی شوې، شتون یې پر نشتون (عدم) ورمخکې شوی او ازلیت یې پر پیل ور ړومبی شوی دی.

[ په انسان کې] یې د ادراک قوې په ورایښوو، څرګنده شوه، چې خالق د ادراک وزله (او مرکز) نه لري. د جواهرو او منځپانګو په رادبره کولو یې، پوه شول، چې الله جوهر او ماهیت نه لري، د کایناتو پیدایښت دلیل دی چې هغه پنځګر نه لري، د تضادونو پیدا کېدل ښيي، چې الله ضد نه لري، د متشابهاتو رادبره کېدل دلیل دی چې الله شبیه (ورته او څېر) نه لري، رڼا یې د تیارې ضد کړه، تودوخه یې د سړښت ضد کړه، ناسازګاري یې همغږي کړل، لرې یې نژدې کړل ( ډول ډول حقایق یې نژدې کړل) د پیدایښت په نظام کې لرې یې رانژدې کړل، چې لرېوالی د لرې اچوونکي دلیل وي او نژدېوالی د ورنژدې کوونکي دلیل وي.

سبحان الله دا پر خپل ربوبیت دلایل کړل او پر خپل غیب یې ګواهان راوړل او پر خپل حکمت یې څرګند شواهد کړل؛ ځکه رادبره کېدل یې حدوث ښیي او شتون یې د نشتون نښه ده او له یوه ځایه بل ځای ته یې لېږد مخ پر زوالېدل ښيي او په خپلو کېوتو او پټېدو اعلانوي چې پنځګر یې کېوتل او پټېدل نه لري.

او دادی په قرآن کې د جل ثناؤ خدای د فرمان مراد چې وايي: «او له هر څیز مو یوه جوړه (نر – ښځه) پیدا کړې ده، ښايي پند واخلئ.» [ذاریات/۴۹].

نو د ددې دوو ډولونو ترمنځ یې مخکې او روسته رادبره کړل، چې څرګند کړي پخپله مخکې روسته نه لري. ډول ډول غرېزې او طبایع یې پیدا کړل، چې وښيي پخپله طبیعت نه لري، خپلمنځی توپیر یې ښیي، چې پکې توپير ورايښوونکي ته توپیر نشته. وخت درلودل یې ددې ښودونکې ده، چې وخت ورکوونکي ته یې وخت نشته، ځینې یې له ځینو پټ کړي، چې معلوم شي د الله او مخلوقاتو ترمنځ پرده نشته، هغه مهال چې نه کوم پالونکی و او نه کوم  لمانځل شوی؛ نو الله هم پالونکی و او هم معبود؛ هغه وخت چې هیڅ پوهېدلی نه و، الله عالم و، الله قادر و؛ خو سره له دې چې چا تراوسه د وس موندو وړتیا نه درلوده. نه د پیدایښت له پیله د خالق د نامې وړ شو او نه د ښکارنده په رادبره کېدو د رادبره کېدونکي د نامې وړ شو، له هیڅه یې یو له بله بېل کړل او نه یې په کوم څیز سره ګډ وډ کړل، بې هڅې یې ټول کچ کړل، وهم یې د ذات حقیقت ته لاسرسی نه لري او نه یې پر حقیقت پوهېدای شي.

کله او څه وخت، پکې لار نه لري. د قد ټکی [ زماني نژدېوالی] یې نژدې کولای نشي.

شک، تردید، مګر او ښايي یې حجاب او پرده کېدای نشي، د «مع» [ورسره] ټکی ورسره نه کارېږي [همکار نه لري]، د «هو» [هغه] ضمیر یې چورلټ نه رانغاړي. په حقیقت کې وزلې ځان محدودوي او هره وزله د ځان په څېر ته اشاره لري، د هر څیز فعالیت یې په خپله محدوده کې دی له وزلو ګټنه د اړتیا دلیل دی. د دوو څېزونو تر منځ تضاد، د ضد شتون راښیي.

شبیه دی، چې شباهت راښيي (شبیه خپل څېر ته ورګرځي) ښکارندې له زمانو سره مل دي. په نامو، صفتونه یو له بله جلا کېږي او په قرینو یې صفتونه یو له بله ځانګړي کېږي او سیال ترې بېلېږي او ښکارندې یې ورګرځي.

د «مذ» [ له کله رامنځ ته شوی، یا د شتون پیل راښيي] تعبیر هره ښکارنده له همېشتوب او قدمته منع کوي. د «قد» [په وخت کې د نژدېوالي نښه] ویل یې د ازلیت مخه نیسي، د «لولا» [که داسې نه وای] د لفظ کارول له دوی حتمیت او وجوب نفې کوي.

 ښکارندې یو له بلې بېلې دی او راښيي چې دوی بېلوونکی لري، پنځګر په ښکارندو پر عقلونو ورڅرک شو او هم په ښکارندو له سترګو پټېږي. له همدې لامله انګېرنې قضاوت کوي (او تېروتنې لرې کوي)، عبرت پکې ایښوول شوی، دلیل او برهان ورپورې اړوند دی (چې په سترګو، غوږونو او …. درک کړي او عبرت واخلي او استدلال وکړي) الله په عقل تصدیقېږي او ایمان په اقرار دی.

دین او دیانت په معرفت (او پېژندګلوی) دی او معرفت یوازې په (زړګني) تصدیق او تصدیق یوازې په سوچه توحید( له ناحقه انکار) او سوچه توحید په اخلاص منل کېږي، اخلاص یوازې د تشبیه په نفې پلی کېږي (یعنې الله به له مخلوق سره نه تشبیه کوئ) او (د نورو خدایانو) نفې (پر ذات د زایدو) صفاتو په اثبات نه عملي کېږي او سوچه توحید هله تحقق مومي چې پر ذات ټول زاید صفات نفې شي، له یوه پلوه تشبیه، له هر پلو سره د تشبیه لاملېږي، بشپړ توحید د ګردو تشبهاتو په نفې تحقق مومي، نه تش د ځینو تشبیهاتو.

 اقرار د انکار نفې ده او که له یوه نظره کوم انکار شتون ولري؛ نو په توحید کې اخلاص نه رښتیا کېږي، څه چې په مخلوق کې دي، په خالق کې نه دي او څه چې په مخلوق کې ممکن (او شونې) دي، په خالق کې ممتنع دي. خوځښت پکې لار نه لري، په ذات کې یې تجزیه (ویشنه) او ترکیب (جوړښت) ناشونی دی (په ذات کې یې بېلتون او نښلون نشته) او څنګه به دغسې وي چې پخپله د حرکت او وېشنې رادبره کوونکی دی؟ او څنګه هغه څه وروګرځي چې پخپله یې رامنځ ته کړي؟ یا څه یې چې پخپله پنځولي پخپله پکې رامنځ ته شي؟ که داسې وي ذات یې ادلون بدلون مومي او حقیقت یې ویشل کېږي؛ بیا ویلای نشو چې ازلي او تل تر تله دی او ازلیت خپله مانا له لاسه ورکوي او یوازې د حدوث مفهوم پاتېږي او خالق یوازې د مخلوق مانا پیدا کوي، که شا لري؛ نو باید هرومرو مخه هم ولري نو په دې حال کې به نیمګړی وي او ناقص او نیمګړی باید د کمال په لټه کې وي، هغه څنګه د ازلي نامې وړ دی، چې له حدوثه امتناع لري؟ هغه څنګه د ابدیت وړ دی، چې حالات او د زمانې تېرېدل یې اړوي؟ هغه چې په خپل وجود کې د شیانو د اغېزې مخه نیوای نشي، څنګه د شیانو د رادبره کېدو وس لري؟ چې په دې حال کې د مخلوق والي نښې پکې ښکارېږي او چې د نورو موجوداتو په څېر شي چې د الله پر شتون دلیل دی او حال دا چې موجودات یې د وجود دلیل دی او چې صفات یې د موجوداتو [یعنې ممکناتو] په څېر شي؛ نو دې محالو چارو [ د خالق او مخلوق د صفاتو ګډولې] ته په التزام، ویناوو او استدلال ته څه محال نه پاتېږي او نه دې پوښتنې ته څه ځواب لاسه کېږي. (ځکه چې یوه غلطه فرضیه او باطله انګېرنه ده).

سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  یوه روایتي ټولګه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست