تبلیغات

د جنت درجې قرآن شريف جنت په ((جَنَّاتُ عَدْنٍ))(٦١٣) ( په قرآن کې دا تعبير يوولس ځل راغلى،چې ټول يې د جنت په اړه دی) او ((جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ)) ( کهف/۱۰۷) (٦١٤) تعبير کړى دى . د ((عدن )) ټکى د استقرار په مانا دى. معدن؛يعنې چېرته،چې زېرې پکې مستقرې وي . فردوس هغه سترو بڼونو […]

د جنت درجې

قرآن شريف جنت په ((جَنَّاتُ عَدْنٍ))(٦١٣) ( په قرآن کې دا تعبير يوولس ځل راغلى،چې ټول يې د جنت په اړه دی) او ((جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ)) ( کهف/۱۰۷) (٦١٤) تعبير کړى دى .

د ((عدن )) ټکى د استقرار په مانا دى. معدن؛يعنې چېرته،چې زېرې پکې مستقرې وي . فردوس هغه سترو بڼونو ته ويل کېږي،چې د ټولو سترو بڼونو ځانګړنې ولري .

حديث دى : هر څه يوه څوکه لري ، چې د جنت څوکه فردوس دى .

په حديثونو کې راغلي دي :چې کله له خدايه جنت غواړئ ؛نو فردوس ترې وغواړئ؛ځکه فردوس د جنت په منځ او لوړه څوکه کې دى او د جنت ټول نهرونه ترې سرچينه اخلي (٦١٥) ( تفسير الميزان،۱۳/ ۴۳۳)

په روايتونو کې راغلي : هغوى چې د خداى لپاره او د خداى په لار کې يو له بل سره مينه کوي او د يو بل کتو ته ځي ؛نو خداى به ورته په جنت کې ځانګړې اويا زره ماڼۍ ورکړي . (٦١٦) ( بحارالانوار، ۸/ ۱۳۲)

په ځينو نورو روايتونو کې په سحر کې لمونځ کوونکيو او دعاکوونکيو ته ،هغوى چې د ژوند سختيو ته يې سينه پراخه کړې وي ،د رجب د مياشتې روژه نيوونکيو ته ،عادلو رهبرانو ته،مسکينانو ته خوړو ورکونکيو ته ،هغوى چې پېغور ورکوونکي نه وي،خوله يې په واک کې وي،هغوى چې حق ته غاړه ږدي که څه په تاوان يې وي،سرښندنکيو،صله رحم لرونکي، سلام اچونکي او هغوى چې د خپلې مېرمنې او اولاد د ژوند د ښه کولو په پار پر ځان سختۍ تېرى کړې وي ،سترې ماڼۍ اولوړې درجې په پام کې نيول شوى دي . (٦١٧) ( بحارالانوار، ۹۷/ ۴۷- ۷۴/ ۹۰- ۷۶/ ۲- ۸۱/ ۱۹۴) .

قرآن شريف وايي : ((وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِّمَّا عَمِلُوا)) ( انعام/۱۳۲) (٦١٨).

قرآن شريف وايي :(( وَلاَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ ان يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ)) ( اعراف/ ۴۰) (٦١٩) کافران او مشرکان به جنت ته نه ځي؛خو هغه وخت، چې اوښ د ستنې له سيوري تېر شي ؛يعنې دا دوه ډلې به هېڅکله جنت پر سترګو و نه ويني ؛ځکه هېڅکله به اوښ د ستنې له سيوري تېر نشي.

په ځينو روايتونو کې راغلي : دا وګړي به هم له جنته بې برخې وي : سخن چين،تل په نشه کې ،بې غېرته، غيبت کوونکى ،منت ايښووونکى،کنجوس،هغوى چې صله رحم نه لري ،زناکار بوډا، کنجوس شتمن ،بد اخلاقه ،هغوى چې د نورو پر حق ګېډه اچولې وي ، هغوى چې د پېغمبراکرم منطق نه مني او څوک چې په چارواکۍ کې له خلکو سره چل ول وکړي او ….. (٦٢٠) ( ميزان الحکمه)

 تلپاتې توب او خلود

له منځه تګ او فساد يو له هغه څيزونو دى،چې د هر څه خوږوالى پر تريخوالي بدلوي . د مثال په توګه : د بانک مامورين که څه د ورځې په ميليونونو پېسې په لاس کې اړوي را اړوي ؛خو بيا يې هم زړه خوشحاله نه وي؛ځکه پوهېږي دا پېسې ورسره لنډې مودې ته دي او يوه شېبه وروسته به يې له لاسه ځي، همداراز د دنيا ټول خوندونه هم له منځه تلونکي دي .

قرآن شريف وايي : مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ اللّهِ بَاقٍ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (نحل/ ۹۶) = څه چې درسره دي، له منځه ځي؛خو څه چې له خداى سره دي،تلپاتې دي او هرومرو به صابرانو ته د هغوى تر كړنو هم غوره بدله وركړو . (٦٢١)

 هغه چې درسره دي،له منځه تلونکي او هغه چې له خداى سره دي تلپاتې دي .

هو ګرانو ! د بېلتون فکر د بري خوند له منځه وړي؛خو د جنت خوندونه تلپاتې دي او قرآن شريف هم څو ځل د جنت او نعمتونو د خلود او تلپاتۍ په هکله خبرې کړې دي .

د جنت د نعمتونو په تلپاتېتوب او خلود کې هېڅ شک نشته؛ځکه د خداى پېرزو ناپايه ده او تر بې نهايته کړاى شي پر مؤمن بنده پېرزو وکړي . دلته دوه ټکي او پوښتنې د پام وړ دي :

ړومبى داچې له د دوزخيانو او هم د جنتيانو په هکله د ((خالدين فيها )) د غونډلې په څنګ کې د ((مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالأَرْضُ)) (٦٢٢) غونډله راغلې؛يعنې،چې ځمکه او اسمانونه وي؛نود جنت او دوزخ نعمتونه او عذابونه به هم وي ؛نو آيا دا محدوديت نه دى ؟

په ځواب کې بايد وويل شي :د قيامت ځمکه او اسمان د دنيا له ځمکې او اسمان سره توپير لري؛ځکه د ډېرو آيتونو په رڼا کې ( لکه څنګه مو ، چې ورته په مخکې مخونو کې هم اشاره وکړه )،چې قيامت شي ؛ نو ځمکه به شديده لړزه پيدا کړي،غرونه به له ځايه راونړېږي،د لمر رڼا به ختمه شي،ستوري به ټکر شي ،د اسمانونو ټغر به راټول شي او شته نظام به له بېخه له منځه ولاړ شي ؛خو په قيامت کې ځمکه او اسمان بل شان دى او خپل ځانګړى نظام لري،هلته تباهي او له منځه تګ نشته ؛ نو ددې مطلب په رڼا کې،چې قرآن شريف وايي: ((چې ځمکه او اسمان وي؛نو دوزخيان او جنتان به په عذاب او نعمت کې وي )) د ابديت او جاودانګۍ پر مانا دى .

په زړه پورې خو داده،چې د جنت تر توصيف وروسته د ((عَطَاء غَيْرَ مَجْذُوذٍ)) (٦٢٣) راغلې ده؛يعنې هغه ورکړه ده،چې هېڅکله به پرې اويا له منځه لاړه نشي .

دويمه پوښتنه داده: ولې يوه شېبه ګناه تلپاتې عذاب راوړي ؟ ولې يو انسان د څو کاله ګناه په پار د تل لپاره په دوزخ کې پروت وي ؟

ځينې په ځواب کې وايي : له “خلود” څخه مراد دوام نه دى؛بلکې اوږدوالى دى ؛خو دا خبره د منلو وړ نه ده؛ځکه په قرآن شريف کې کله د ((خلود )) د ټکي په څنګ کې د ((ابد )) ټکى هم راغلى دى . (٢٦٤) ( نساء/ ۱۶۹- تغابن/۹- طلاق/۱۱- جن/۲۳ )

ځينې وايي : چې دوزخ وي؛نو هغوى به پکې پراته وي؛خو په پاى کې اور مړ کېږي؛لکه چې ووايي: پلانى د تل لپاره بندي شو؛يعنې،چې سا پکې وي ؛نو په بند کې به وي ؛خو په پاى کې د انسان عمر پاى ته رسي؛ خو دا خبره هم د قرآن شريف له دې آيتونو سره،چې ويلي يې دي : ((كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا)) ( اسراء/۹۷) (٦٢٥)چې کله دوزخ سوړ او مړ شو؛نوموږ به بيا پر لمبو کړو . ((كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا)) ( نساء/ ۵۶) (٦٢٦)چې کله د انسان پوټکى وسوځي؛نو موږ نوى پوټکى ورکوو)) سره سمون نه خوري .

نه پوهېږم ولې ځينې دومره پر مخونو لاس پورې کوي او بې ځايه کوښښونه کوي مګر په همدې دنيا کې د يوې شېبې ګناه له امله کلونه کړاوونه او عذابونه نه وي ؟

د مثال په توګه :په يو شېبه کې په چاقو خپله سترګه ړندوئ ،چې پايله يې د ټول عمر ړندېدل دي او په ډېرو هېوادونو کې داسې شته بنديان شته،چې د تل لپاره په بند کې اچول شوي دي،چې کېداى شي د هغوى دا سزا د يوې شېبې د ګناه له امله وي .

د عمل تجسم د ابديت ښکارندوى دى

په قيامت کې د عمل تجسم د ابديت تر ټولو غوره نښه ده . په دې هکله موږ د استاد مطهري خبره د (( عدل الهي )) له کتابه راخستې ده او په خپله مو هم پرې يو څه رڼا اچولې ده :کله سزا قرادادي وي ،چې کموالى او ډېروالى پکې راتلاى شي؛خو کله سزا طبيعي او عيني وي،چې په کې بدلون او يا لږوالى نشي راتلاى . د مثال په توګه : هغه چې شراب يې څښکلي وي ،سزا يې مستي ده او يا داچې تاسې په اوړو کې ډېره مالګه اچوئ او بيا همدا اوړه پخوئ ،چې پايله به يې توره ډوډۍ وي ؛نو چې کله دا تروه ډوډۍ وخورئ ؛نو څو شېبې وروسته به تږي شئ ، چې له دې لارې به مو په بدن کې يو لړ هورموني بدلونونه راشي او ناروغان به شئ،چې دلته د يوې شېبې ډېرې مالګې اچونې له امله د اوږدى مودې لپاره يو لړ ناروغۍ دي ، چې پکې بدلون او لږوالې نشي راتلاى . په قيامت کې هم اعمال انځور مومي او هغه چې له توبې او شفاعته لرې پاتې شوى وي او ځان يې له وړتيا غورځولى وي او د عذاب ابديت زموږ د خپلو کړنو پايله ده .

پردې سربېره،ځينې ګناهونه بې له ابدي عذابه بله سزا نشي درولوداى . هغه چې په بدعت ايښودو يو نسل د تل لپاره کږلارى کوي او يا داچې د هغوى د تلپاتې نېکمرغۍ پر وړاندې خنډ شوى وي او يا هغوى چې د حق مشرانو مخه يې نيولې وي ؛نود داسې خلکو ګناه نه وړه او نه لنډ مهاله ده،چې سزا يې لنډ مهاله وي ؛نو راته په کار دي،چې د يوې ګناه پايلې او اغېزې هم وڅېړو . (٦٢٧)

که يهودو او نصارو علماووکه پر حق پرده نه واى اچولې، چې د خداى استازې حضرت حضرت محمد (ص) يې د خپل زوى په څېر پېژانده ((يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ)) ( انعام/ ۲۰- بقره/ ۱۴۶) (٦٢٨)

او سپين يې خلکو ته ويلي ول،چې دا هماغه وعده ورکړ شوى پېغمبر دى، چې نوم يې په تورات او انجيل کې راغلى او له دې لارې د هغوى د ايمان راوړو په مخ کې خنډ شوي نه واى ؛نو نن به مو په ميليونونو بې لارې يهود او مسيحيان نه درلودل .

هو ګرانو ! کله يوه شېبه چوپتيا د تل لپاره نسلونه کږلارې کوي . نه ښايي ګناه پر ساعتونو وڅېړو؛بلکې هغه اغېزو ته يې هم بايد وګورو ، چې په تاريخ کې يې کوي او يا داچې کړې يې دي .رښـتيا ! تاسې ولې هغه لړم د تل لپاره له منځه وړئ،چې يوازې په يوه وړه شېبه کې يې يوازې يو ټک درکړى دى ؟ کېداى شي ځواب دا وي،چې که دا لړم ژوندى پاتې شي ؛نو چې ژوندى وي ؛نو چيچل به کوي .

ځينې انسانان هم داسې دي ؛لکه څنګه چې په حديث کې هم راغلي دي : جنايتکار بايد د تل لپاره په عذاب کې وي ؛ځکه هغه لړم ته ورته شوى او هر کله چې وخت په ګوتو ورشي ؛نو تل به خلک چيچي

 ابديت الهي پېرزو ده

آيا په دوزخ او يا جنت کې پاتې کېدل د تل لپاره دي او بيا ترې څوک نشي راوتى؟

ځواب : ړومبى داچې خلود او ابديت يوازې د ټولو جنتيانو لپاره دى ؛ خو ټول دوزخيان د تل لپاره په دوزخ کې نه وي؛ځکه ځينې تر يو لړ عذابونو وروسته بښل کېږي او يا داچې شفاعت يې کېږي او دويم دا چې د خلود مانا دا نه ده ، چې خداى نشي کړاى جنتيان له جنته وباسي

نو د جملې په ادامه کې ((إِلاَّ مَا شَاء رَبُّكَ)) ( هود/ ۱۰۷- ۱۰۸) (٦٢٩) د خلود او تداوم په څنګ کې الهي پېرزو او قهر هم راغلى دى ؛نو خداى قدرت لري،چې هر کار وکړي ؛خو داچې ژمنه يې کړې جنتيان به په تلپاتې جنت کې وي ؛نو جنتيان به په جنت کې د تل لپاره وي .

 هغه څه چې خداى ته پکار دي

خداى په قرآن شريف کې ځينې کارونه پر ځان لازم کړي،که څه هم د نه کولو واک او ځواک يې هم لري ؛خو د خپلو   ژمنو ،حکمت او عدل له امله به يې هرومرو کوي ؛ لکه ، چې وايي :

١_ د خلکو ښيون . ((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى (ليل/۱۲) = په يقين چې لارښوونه يوازې زموږ(پرغاړه) ده، )) (٦٣٠)

٢_لورنه او پېرزو . ((كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ)) ( انعام/۱۲) (٦٣١)

٣_رزق او روزي . ((عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا)) ( هود/۶) (٦٣٢)

٤_له اړونې د قرآن شريف ساتل . ((وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)) ( حجر/۹) (٦٣٣)

٥_ د مؤمنانو مرسته او ملاتړ . ((وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ)) (٦٣٤) ( روم/۴۷)

((كَذَلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ الْمُؤْمِنِينَ)) ( يونس/۱۰۷) (٦٣٥)

په دې او ورته آيتونو کې خداى پر ځان يو لړ کارونه لازم کړي دي ؛خو ځواک يې محدود نه دى او سره له دې،چې پر خلاف يې کړاى شي؛خو هغه تل پر خپله خبره ولاړ ذات دى .

ګرانه لوستونکيه ! يو ځل بيا د دوزخ او جنت برخه ولولئ او لږ په ګرېوان کې سر ښکته کړئ ،چې ولې تر زرو ډېر آيتونه د معاد په هکله دي او ولې د انبياوو ،امامانو او الهي اولياوو په دعاګانو معاد ته ډېر پام شوى دى ؟

رسول اکرم (ص) وويل : د قيامت په هکله له هغه څه چې زه خبر يم،که تاسې خبر وئ؛نو دومره به مو ژړلي واى،چې د خندا وخت به درسره نه ، ژوند به مو پريښى و او تل به مو خداى ته زارۍ او ژړاګانې کولې.

او يا داچې وايي : که خبر وئ،چې تر مرګ وروسته څه خبره ده؛نو له ډېره خونده به مو خواړه نه خوړل .

زموږ نيمګړتيا داده، چې د معاد په هکله پوهه لرو؛خو ايمان پرې نه لرو او قرآن شريف هم د بدمرغۍ، بدعاقبتۍ او ګناه لامل د قيامت هېرول بولي . ((بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ))(٦٣٦)

و الحمد الله رب العالمين

ربنا تقبل منا

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست