تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د مباهلې آيت او نبوي کورنۍ       د هجرت پر لسم كال د “نجران” مسيحيان د بحث لپاره پېغمبر اكرم (ص)  ته راغلل. د ډلې مشرانو هر يو “سيد”،”عاقب” او “ابوحارثه” له پېغمبر اكرم (ص) ډول ډول پوښتنې وكړې . دا وخت دا آيت نازل شو:  ((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د مباهلې آيت او نبوي کورنۍ

      د هجرت پر لسم كال د “نجران” مسيحيان د بحث لپاره پېغمبر اكرم (ص)  ته راغلل. د ډلې مشرانو هر يو “سيد”،”عاقب” او “ابوحارثه” له پېغمبر اكرم (ص) ډول ډول پوښتنې وكړې . دا وخت دا آيت نازل شو:

 ((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ [1] = (د مسيح په باب) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه له تا سره شخړه كوي؛نو ورته ووايه:((راځئ چې موږ به هم خپل خپلوان راوبلو او تاسې هم،موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې،موږ به په خپله راشو او تاسې هم په خپله راشئ ؛نو مباهله (او دعا) به وكړو،چې كه څوك دروغجن وي؛نو وبه وايو،چې پر هغوى دې د خداى لعنت وي .))

پېغمبر اكرم (ص) د خداى له امر سره سم د “نجران” مسيحيانو ته د مباهلې بلنه وركړه؛خو دوى وويل : ((مباهله دې سبا تر سره شي.)) نصاراوو پردې خبره په خپل منځ كې سلا مشورې وكړې.

 “ابو حارثه” وويل: (( ګورو كه سبا پېغمبر اكرم (ص) له خپلې كورنۍ سره راغى؛ نو په خپله خبره به پوخ باوري وي؛نو په داسې حال کې موږ ته نه ښايي،چې مباهله ورسره وكړو او كه بې  كورنۍ ورسره بل څوك راغلل؛نو مباهله به ورسره وكړو.))

د مباهلې پر ورځ مسلمانان راټول شوي ول . پېغمبر اكرم (ص) له يو ځوان،يوې ښځې او دوه ماشومانو سره راغى. د نصاراوو مشرانو وپوښتل: (( داځوان څوك دى ؟))

 مسلمانانو وويل : (( هغه حضرت علي، د پېغمبر اكرم (ص) زوم او د تره زوى دى . ښځه يې د پېغمبر اكرم (ص)  لور؛فاطمه ده او دوه كوچنيان “امام حسن”او “امام حسين ” يې لمسي او د فاطمې او علي زامن دي.)) پېغمبر اكرم (ص) له دې څلورو كسانو سره يو ځاى د نصاراوو مخې ته كېناست.د نصاراوو مشرانو  او”ابو حارثه”، چې دا حالت وليد؛نو دوستانو ته يې وويل : (( پر خداى قسم  محمد؛ لكه د نورو  پېغمبرانو په شان په ډاډ مباهلې ته راغلى ،زه په خپل مخ کې داسې څېرې وينم، كه له خدايه وغواړي؛نو دا ټول غرونه دړي وړي كېږي،وېرېږم نفرت راباندې ووايي؛د ځمكې پر مخ به ټول مسيحيان هلاك شي؛نو مصلحت دادى،چې له مباهلې ډډه وكړو.))

 له  پېغمبر اكرم (ص) سره يې جوړجاړی وغوښت او پېغمبر اكرم (ص) هم ورسره ومنله.

په پورتني آيت كې له “ابنائنا” څخه مطلب حسن او حسين، له “نسائنا” څخه مطلب فاطمه او له “انفسنا” څخه مطلب علي دى.[2]

“ابي نعيم” په “حلية الاولياء” كې راوړي : د (فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ) آيت،چې نازل شو؛نو پېغمبر اکرم حضرت علي، فاطمه، “امام حسن” او “امام حسين “راوغوښتل او ويې ويل : ((پالونکيه! دوى زما اهلبيت دي . ))

همداسې په “حلية الاولياء” كې له “جابر” رانقل شوي دي.حضرت جابر وويل: ((دا آيت د هغوى (پېغمبر اکرم،حضرت علي،فاطمه ، “امام حسن” او امام حسين) په هکله نازل شوى دى. حضرت جابر وويل:”انفسنا”؛يعنې پېغمبر اکرم  او حضرت علي،”ابناء نا”؛يعنې “امام حسن” او “امام حسين “او “نساء نا”؛يعنې حضرت فاطمه .))

خوشحال بابا وايي :

فضـــــــــــــيلت د واړو ډېر دى          تر شماره ترحســـاب تېر دى

که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه         غواړې ګوره آيـــــــــــتونه[3]

                                                     

نبوي کورنۍ او “هل اتى” سورت

      يوه ورځ “امام حسن” او “امام حسين “ناروغه شول، پېغمبر اكرم (ص) له يو شمېر يارانوسره پوښتنې ته ورغى، چې حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضى الله عنهما) هم ورسره ول . پېغمبر اكرم (ص)،علي (ك) ته وويل: ((ابوالحسنه! ښه به وي، چې د حسنينو شفا ته دې نذر منلى واى.)) حضرت علي (ك) او حضرت فاطمې په ګډه نذر ومانه، چې درې ورځې به روژه وي.حسنين لږ وخت وروسته ښه شول .دا مهال د حضرت علي (ك) په كور کې د خوړو څه نه ول . “شمعون بن حارث خبيري” ته ورغى او درې منه اوربشې يې ترې پور واخستې او فاطمې ترې پینځه ډوډۍ پخې كړې . علي (ك)،چې له جوماته راستون شو؛ دسترخوان يې وغواړوه،حضرت علي (ك) او نورو،چې لومړۍ مړۍ پورته كوله؛نو مسكين ورته ودرېد او ويې ويل : ((السلام عليكم يا اهل بيت محمد!)) مسلمان غريب يم، څه چې خورئ،ما ته يې هم راكړئ،خداى به جنتي خواړه دركړي.

علي (ك) وويل : (( زما برخه ډوډۍ او نګولې وركړئ))

 د كور ټولو غړيو د حضرت علي په پر پله مسكين له ځانه ړومبى كړ او هغه شپه يې اوبه وڅښلې او پر سبا روژه شول.په دويمه ورځ فاطمې يو من نورې اوربشې اوړه كړې، ډوډۍ يې ترې پخه كړه. علي (ك)،چې له جوماته راستون شو او خواړه يې ورته كېښوول؛ نو په وره كې د يتيم غږ پورته شو او ويې ويل : ((السلام عليكم يا آل محمد)) پلار مې شهيد شوى او د مهاجرينو يتيم يم، څه خواړه راكړئ . د كور غړيو دا ځل خپل خواړه پلارمړي( يتيم) ته وركړل  او بيا يې په اوبو يې روژه ماته او پر سبا روژه شول . په درېمه ورځ فاطمې بل من اوربشې هم اوړه كړې،ډوډۍ يې پخه كړه،حضرت علي،چې له جوماته راستون شو او خواړه يې ورته كېښوول؛نو همدا مهال يو اسير (بنديوان) د وره خولې ته راغى او ويې ويل :((السلام عليكم يا اهل بيت محمد!)) ما بندي کوئ؛خو خواړه  نه راكوئ .

كورنۍ په دې ورځ هم خپل خواړه بندي ته وركړل او پوره درې ورځې وږي پاتې شول او يوازې اوبه يې څښلې .پېغمبر اكرم (ص) چې وليدل له لوږې لړزېږي؛نو ويې ويل: ((حالات مو راباندې سخت تېرېږي)) بيا را روان شو او فاطمې بي بي ته ولاړ، چې پر عبادت بوخته وه او له لوږې يې خېټه ننووتې او سترګې يې لوېدلې شوې وې؛نو پېغمبر اكرم (ص) ډېر خپه شو؛پر دې وخت جبراييل راغى او ويې ويل : (( محمده! دا سورت واخله، خداى پاك درته د دغسې كورنۍ مباركي وايي بيا يې د “اهل اتى” سورت ووايه :” هل اتى على الانسان خير من الدهر”تر دې چې وايي : (( لانريد منكم جزاء ولا شكورا)) ځينو ويلي،چې له ((ان الابرار)) نه تر ((كان سعيكم مشكورا))  پورې ټول اتلس آيتونه پر همدې اړه نازل شوي دي[4] .

“خذيفه” رضي الله عنه وايي: ((پېغمبر اكرم ته راغلم،د ماسپښين، مازيګر،ماښام او ماسخوتن لمونځونه مې ورسره وكړل،بيا چې خپلې يوې خونې ته ته،زه هم ورسره ملګرى شوم او ورپسې روان وم؛لکه چې پېغمبر اكرم (ص)  له چا سره خبرې كولې، راته يې وويل : پوهېږې چې څوک راسره دى ؟ ومې ويل : نه.و يې ويل: جبراييل راغى او راته يې زېرى راكړ،چې حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.خذيفه وويل :ځان مې ور ياد كړ،چې ما او مور ته مې هم بښنه وغواړه، و يې ويل : خذيفه ! خداى تعالى دې تا او ستا مور وبښي.))

ابن محمد روايت كړى: (( رسول الله وويل:حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او پلار يې تر دواړو غوره دى .))

يو وږى په نبوي جومات کې ودرېد او و يې ويل: (( مسلمانانو! زه سختې لوږې راخستى يم، ما مېلمه کړئ.پېغمبر اکرم وويل: دا به څوک نن شپه مېلمه کړي؟ حضرت علي وويل: يا رسول الله! زه .کور ته راغى او فاطمې يې وپوښتله : په کور کې ډوډۍ شته چې مېلمه راسره دى. فاطمې وويل : په کور کې يوازې د يوې کوچنۍ نجلۍ د خوراک ډوډۍ شته دا به ورکړو، خير دى موږ به نن شپه پر ځان سخته تېره کړو.[5]))

 بله ورځ يو تن په جومات کې له خلکو مرسته وغوښته، پېغمبر اکرم خپلو اصحابو ته وکتل. حضرت “سلمان فارسي” پاڅېد او ولاړ؛خو تش لاس راستون شو.سترګې يې د حضرت فاطمې پر کور ولګېدې،له ځان سره يې وويل: ” فاطمه د نېکيو چينه ده.)) ور يې وواهه او د نشتمن عرب ټوله کيسه يي ورته وکړه. فاطمې وويل: ((سلمانه! پر هغه خداى قسم،چې محمد يې پېغمبر کړى، درې ورځې کېږي،چې ډوډۍ مو نه ده خوړلې او زامن مې حسن او حسين له ډېرې لوږې ناارامه دي او ستړي ستومانه ويده شول؛خو نېکۍ زموږ ور وهلې،تش لاس دې نه لېږم)) وروسته يې خپل يو کميس حضرت سلمان ته ورکړ،چې د يهودي په دوکان کې يې ګاڼه کېږدي او څه کجورې او وړه دې ترې پور کړي.

 حضرت “سلمان فارسي” زياتوي : چې بيا د فاطمې کور ته ولاړم او ورته مې وويل: (( د رسول الله لورې! له دې څه خپلو وږيو بچو ته واخله؛خو راته يې وويل : سلمانه! دا کار مې يوازې خداى ته وکړ او څه ترې نه اخلم.[6]))

يوه ورځ سهار پېغمبر اکرم د فاطمې بي بي کور ته راننووت، تر سلام اچولو وروسته يې وپوښتل: (( لورې! شپه دې څنګه وه؟)) ويې ويل : ((پر خداى قسم ! ټوله شپه مې پر لوږه تېره کړه.[7]))

فاطمه بي بي پېغمبر اکرم (ص) ته راغله، تر سلام وروسته يې وويل: (( پینځه ورځې کېږي،چې خوراک څښاک مو نه دى کړى، نه پسه لرو او نه اوښ.[8]))

پېغمبر اکرم (ص) د فاطمې بي بي کور ته راننووت او پرېشانه يې وليده، ويې پوښتله :((لورې! ولې پرېشانه يې؟))

ويې ويل :(( حال مو په خپله وينې،يوه چپنه لرو،چې هم يې اغوندو او هم پرې کېنو.))

حضرت “سلمان بن بريده” روايتوي،چې فاطمې په ځواب کې وويل: ((خوارځواکۍ او زياتې ناروغۍ پرېشانه کړې يم.[9]))

حضرت “عمار بن حصين” روايتوي : (( يوه ورځ له پېغمبر اكرم  سره ناست وم،چې فاطمه راغله،له ډېرې لوږې يې مخ زېړ اوښتى و ، له ځان سره يې كېنوله او خپل لاس يې ورته پر سينه كېښود او و يې ويل:”خدايه! ته وږي،مړوې او د بېوزليو لاسنيوى كوې،فاطمه د محمد لور وږې مه كړې.)) د پېغمبر اكرم (ص) په دعا د فاطمې د مخ زېړوالى  لرې شو.[10]

       حضرت علي کور ته راغى او فاطمه يې وپوښتله : (( خواړه لرې؟)) و يې ويل: ((نه! دوه ورځې کېږي،چې حسن او حسين ته پلمې کوم،چې نا ارامه نشي.[11]))

     پېغمبر اکرم (ص) د فاطمې بي بي له کوره تېرېده،”امام حسن” او “امام حسين “ور منډې کړې،پېغمبر اکرم پر خپلو اوږو سپاره کړل او پېغمبر اکرم ته يې وويل: ((رسول الله! وږي يو،مور ته مې ووايه،چې ډوډۍ راکړي.))

 پېغمبر اکرم (ص)، فاطمې بي بي ته وويل: ((لورې! زامنو ته مې ډوډۍ ورکړه.)) ځواب يې واورېد: ((په کور کې بې د رسول الله له شتونه بل څه نشته.[12]))

     حضرت “اسماء بنت عميس” وايي: (( پېغمبر اکرم د فاطمې بي بي د کور ور وواهه او ويې ويل:” حسن او حسين مې چېرې دي؟” فاطمې وويل: “شپه مو سبا کړه؛خو څه نه لرو،چې و يې خورو ؛خو په هر حال د خداى شکر دى .”

لوږې د پېغمبر اکرم (ص)کورنۍ ځوروله، فاطمې بي بي اودس وکړ، دوه رکعته لمونځ يي وکړ او لاسونه يي اسمان ته پورته کړل او و يې ويل:”خدايه!؛د بني اسراييلو په څېر له اسمانه يوه مايده (دسترخوان) نازله کړه؛خو بني اسراييلو وخوړه او ناشکري يي وکړه.زما خدايه! هغه مايده راکوزه کړه،چې پرې مؤمنان يو.

“ناڅاپه له جنتي خوړو ډک لوښى راکوز شو، چې خوږ بوى يې درلود او په ټول کور کې خپور شو.

 حضرت علي وپوښتل:”دا خوږبويه خواړه له کومه راغلي؟”

ويې ويل:”د خداى له لوري دي .”

 پېغمبر اکرم (ص) وويل : “د خداى ستاېنه او شکر کوم، چې د مريم په شان لور يې راکړې، “زکريا” چې د عبادت محراب ته ورته؛نو خواړه يې ورسره ليدل او ويل يې: “دا له کوم ځايه دي؟”مريم به ويل: “د خداى له لوري.”[13]))

يوه ورځ پېغمبر اکرم (ص) وږى و او د فاطمې بي بي کور ته راغى او ويې ويل: ((خواړه شته؟))

 فاطمې بي بي وويل: (( نه پلاره.))

 پېغمبر اکرم (ص) ستون شو؛خو پر فاطمې دا حالت ګران پرېووت او لاسونه يې اسمان ته پورته کړل،سم له لاسه جنتي خواړه را نازل شول او ويې ويل : (( پر خداى قسم ! پېغمبر اکرم به تر ځانه غوره وګڼم.))پېغمبر اکرم ته يې د خوړو لوښى ولېږه. پېغمبر اکرم وپوښتله :(( دا له کومه راغلي؟)) فاطمې ځواب ورکړ: (( دا د خداى له رحمت او فضله دي،په رښتيا خداى،چې وغواړي هر چا ته بې حسابه روزي ورکوي.[14]))

وږي د حضرت علي د کور ور وواهه او مرسته يې وغوښته،چې حضرت علي د خوږ شعر په ترڅ کې فاطمې ته د وږي غوښتنه واورله. که څه مناسبه مرسته ورسره وشي او فاطمې هم ځواب په شعر ځواب ورکړ :

١_ د تره زويه! حکم به دې پر سر سترګو ومنم او پردې وړانديز به دې ملامت نه کړم .

٢_ همدا اوس به دې وږي ته خواړه ورکړم او د راتلونکې فکر به ونه کړم او په وږې خېټه به د خداى په لارکې سر وښندم.

يو ځل بيا چې حضرت علي د وږي په مړولو ټينګار وکړ؛ نو په ځواب کې يې حضرت فاطمې وويل :

١_ ژر به دې وږي ته خواړه ورکړم،په خپله لوږه مې پروا نشته، د خداى لپاره به يې له خپلو زامنو مخکې کړم .

٢_ زامنو مې بېګا شپه پر لوږه سبا کړې؛هغه زامن، چې کوچنى يې حسين  دى او د جنګ په ډګر کې به ووژل شي.

٣_ زوى به مې په کربلا کې په چل ووژني،دردوونکى او خواروونکى عذاب دې پرې وي .

٤_ هغوى چې په خپل جنايت به د دوزخ په تل کې وي او هره شېبه به يې خداى خواروي.

حضرت علي د حضرت فاطمې بي بي دا سرښندنه وستايله،مننه يې وکړه؛ خو له حضرت فاطمې يې ځواب واورېد:

څه چې مو په کور کې زېرمه کړي ول،ډېر لږ ترې‌پاتې دي او په مېچنې مې لاسونه تڼاکې شوي،پر خداى قسم ! زامن مې لا تر اوسه وږي دي. خدايه! ورباندې پام وکړې،چې له منځه ولاړ نشي. پلار يې علي په سخاوت او ښه والي کې سارې نه لري او څه چې لاس ته راوړي، نورو ته يې وربښي،د خپل کور ټول خواړه يوه وږي ته ورکوم،چې بې له يوه زاړه ځړوکي (څادر)،چې په خپلو لاسو مې ګنډلى، بل څه نه لرم و او په ډېرو پيوندونو خراب شوى دى.[15]

يوه ورځ پېغمبر اکرم فاطمې بي بي ته وويل: ((شهات ورکوم، چې ته زما د وجود ټوټه يې.[16]))

حضرت علي وايي: (( يوه ورځ له پېغمبر اکرم سره ناست وو،و يې پوښت : ښځو ته څه څيز غوره او روا دى؟ فاطمې ورته وويل: چې بې له اړتيا نامحرمو ته ونه ګوري او هغوى هم ور ونه ګوري .[17]))

پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره ناست و او ويې پوښتل: (( ښځه په کومه شېبه کې خداى ته نږدې وي؟ چا ورته مناسب ځواب ورنه کړ فاطمې بي بي د خپل پلار پوښتنه واورېده او ويي ويل: په هغه شېبه کې،چې په خپل کور کې پاتې شي او اولاد وروزي.))

حضرت ابوهريره (رض) له  پېغمبر اكرم (ص) څخه روايتوي : (( خداى چې آدم پيدا كړ او خپل روح  يې ورپوه كړ؛نو حضرت آدم خپل ښي خواته وليدل،چې پينځه رڼاګانې د ركوع او سجدې په حالت كې دي . حضرت آدم وپوښتل:”خدايه ! آيا له ما دې مخكې هم څوك پيدا كړي ؟” خداى وويل :” نه.” حضرت ادم وويل :” نو دا پينځه رڼاګانې د څه دي؟” خداى وويل :”هغه ستا ځوځات دى،كه هغوى نه واى؛نو ته به مې نه واى پيداكړى او خپل پينځه نومونه مې ورباندې كېښوول او كه دوى نه وى؛نو جنت، دوزخ، عرش، اسمان، ځمكه، پرښتې، انسانان او پيريان به مې نه ول پيدا كړي؛نو زه “محمود” يم او دا “محمد” دى . زه “عالي” يم او دا “علي” دى،زه “فاطر” يم او دا “فاطمه” ده،زه “احسان” يم او دا “حسن” دى او زه “محسن” يم او دا “حسين” دى. پر خپل عزت مې قسم ! د قيامت پر ورځ به داسې څوك راته رانشي، چې په زړه كې يې ورسره مينه نه وي او كه دچا ورسره کرکه او كينه وه؛ نو د دوزخ په لمبو كې به يې واچوم . آدمه! دا زما غوره كړاى شوي دي،په خپل مخلوق كې به د ژغورنې وړ خاوندان په دوى وژغورم او همداراز په دوى به د هلاكېدو وړ كسان هلاك كړم؛نو كه تا له ما څه غوښتل؛پر دوى وسيله سازي (توسل) كوه.”

پېغمبر اكرم (ص) زياتوي:”موږ  ژغورنده بېړۍ يو؛كه څوک راکې سپاره شو؛نو و به ژغورل شي اوكه چا مخ  واړاوه؛نو هلاك به شي،كه څوك له خدايه څه غواړي؛نو زموږ له لارې دې يې وغواړي.[18]“))

حمزه بابا وايي :

موسوم شو په طه او په يسين اوپه لولاك

سرخم يې په قدم شول عرش كرسى لوح او افلاك

رڼا وه که تياره چې د ازل  او د ابد وه

مقدار او اندازه که څه د حد که د لاحد وه

منشاء که له نقطې تر الفه که تر مد وه

په دې کې وه موجوده دا جلوه د محمد

خوره شوه لا خورېږي لا به لاپسې خورېږي

ورېږي زرغونېږي لا به لا پسې ورېږي

ادم يې له منشاء د سړيتوبه خبردار کړ

مرکب حيوانيت يې کړ انسان يې پرې سوار کړ

رحمان بابا وايي :
كه صورت دمحمد نه واى پيدا
پيدا كړې به خداى نه واى دادنيا
نور هاله دمحمد وپيداشوى
چې نه عرش و نه كرسي وه نه سما
بوى هاله دمحمد و په جهان كې

چې بوى نه و دآدم او دحوا

 

[1] . ( آل عمران\٦١)

[2] . وګورئ :(١)مجمع البيان  2/452 .(٢)الكامل في التاريخ  2/23 .(٣)روح البيان  2/44 . (٤)زمخشري؛الكشاف  1/434 .(٥)فخررازي؛تفسير كبير 8/85 .(٦) د امام ثعلبي تفسير: 95 مخ.(٧) امام سيوطي .دارالمنثور  4/38 .(٨)ابن مغازي الشافي؛ المناقب  263 مخ.(٩) صحيح مسلم  ٧\١٢٠.(١٠)مسند امام احمد حنبل  ١\١٨٥.(١١)تفسير طبري  ٣ ټوک. (١٢)مستدرک ٣\١٥٠.(١٣)معرفة علوم حديث : ٥٠مخ.(١٤)دلايل النبوة ٢٩٧ مخ د حيدرآباد چاپ. (١٥)اسباب النزول ٧٤ مخ.(١٦)معالم التنزيل :١\٣٠٢.(١٧)مصابيح السنة  ٢\٢٠٤.(١٨)تذکرة الخواص :١٧ مخ.(١٩)قرطبي؛جامع الاحکام القرآن ٣\١٠٤.(٢٠)تفسير بيضاوي  ٢\٢٢.(٢١)ذخاير العقبى : ٢٥مخ.(٢٢)تفسير نيشاپوري ٣\٢٠٦.(٢٣)البحر المحيط  ٢\٤٧٩. (٢٤) د اسماعيل بن کثير القرشي تفسير  ١\٣٧٠.(٢٥)الاصابة  ٢\٥٠٣.(٢٦)خلاصة الصواعق : ٨٩ باب.(٢٧)ينابيع المودة ٢٩٥-٢٩٩مخونه.(٢٨)احقاق الحق ٣\٥٩.(٢٩) فتح القدير :٣١٦ مخ.(٣٠)تفسيير روح المعاني ٣\١٦٧.(٣١)الجواهر في تفسير القرآن الکريم  ١\١٢٧-١٢٦.(٣٢)د کشف الاسرار تفسير  ٢\١٤٧-١٥١.

[3] .

[4] . وګورئ:(١)کشاف : ٤\٦٧٠.(٢)تفسير الخازن :٧\١٥٩.(٣)سبط ابن جوزي؛تذکرة الخواص : ٢٨١-٢٨٣ مخونه.(٤)القرطبي؛جامع لاحکام:١٩-١٣١ تر١٣٤ مخونه.د بيروت چاپ. (٥)تفسير روح المعاني :٢٩\١٥٧.(٦)د علامه نيشابوري تفسير: ٢٩\١١٢.(٧)تفسير الدرالمنثور :٦\٢٢٩.(٨)تفسير فتح القدير : ٥\٣٣٨.(٩) بحرالمحيط : ٨\٣٩٥.(١٠)تفسير خازن : ٧\١٥٩.(١١)مناقب مرتضوي : ٦٤ مخ.(١٢)تفسير انوار التنزيل و اسرارالتاويل : ٢\٥٢٦.(١٣)فخر رازي؛تفسير کبير:١٥\٢٤٤_٣٠ جز.(١٤)الجواهر في تفسير القرآن الکريم : ١٢\٣٢٤-٣٠ جز.(١٥)خواجه عبدالله انصاري؛تفسير کشف الاسرار: ٢\له ٣١٩ څخه تر ٣٢١ مخونو پورې.(١٦)سنن ابن ماجه .(١٧) مستدرك نيشابوري .

[5] . وګورئ : (١)تفسيربرهان :٤/٣١٧ .(٢) امالي طوسي : ١/١٩٠ .(٣) بحار الانوار ٣٦/٥٩.

[6] . وګورئ : (١) احقاق الحق : ١٠/٣٢١ .(٢) بحارالانوار :  ٤٣/٧٣ .(٣) عوالم :  ١١/١٦٨.

[7] . وګورئ : (١)احقاق الحق : ٤/٣٤٨ .(٢)حلية الاولياء :  ٢/٤٢ .(٤) الاستيعاب :  ٢/٧٥٠.

[8] . وګورئ: (١) احقاق الحق :  ١٧/٢٣ .(٢) دلائل الامامة: ٣ او٤ مخونه.(٣) مناقب ٣٨٠ مخ .

[9] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٣٧/٤٤ .(٢)امالي شيخ طوسي/٢٥٩ .(٣) امالي طوسي : ٢/٢٠ (٤)مناقب خوارزمي : ١٠٦ مخ .(٥) بحار : ٣٨/١٩ .(٦) د دمشق تاريخ :  ١/٢٤٢.

[10] . وګورئ : فرايدالسمطين : 191.

[11] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٤١/٢٥٧ .(٢) کشف اليقين :١٧٣/١٧٤ .(٣)ابن شهراشوب؛ مناقب : ٢/٧٤

[12] . وګورئ :(١)بحارالانوار:  ٣٥/٢٥٢ .(٢) تفسير فرات: ٥٢٧ .

[13] . وګورئ : (١)بحار الانوار :٣٥/٢٥١.(٢)فرات بن ابراهيم؛ تفسير: ١٩١ مخ .(٣)احقاق الحق : ١٠/٣٢٢ .

[14] . وګورئ : (١)بحار الانوار :٤٣/٢٧ .(٢)المناقب : ٣/١٢٥ .(٣) رياحين الشريعه:  ١/١٢٥.

[15] . وګورئ : (١)امالي : ٢١٣ مخ ، ١١ حديث.(٢) عوالم : ١١/٥٨٨ .(٣) بحار : ٣٥/٢٤٠ – ٢٣٨

[16] . (١) مناقب : ٣٨٠مخ ، ٤٢٨ حديث .(٢) بحار الانوار : ٤٣/٩١ او ١٠١/٣٨.

[17] . (١)کشف الغمة : ٢/٢٣ .(٢)مکارم الاخلاق : ١/٢٦٧ .(٣) بحار الانوار : ١٠١/٣٦ .

[18] . (١)فرايد السمطين : 36،37مخونه.

(٢) غاية المرام : 15،16مخونه  او  رياض النضره:2/164.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست