تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د دعا فلسفه سریزه: ډېرې دعاوې کوو؛ خو نه پوهیږو چې ولې نه قبلېږي په تېره اوسنیو حالاتو کې. په هېواد کې مو ناورین دی او کلونه پرې تېرېږي او د هیچا په خوله کې خیر نشته، چې دعا یې قبوله او له دې کړمن حالته واوړو. موږ چې له فرهنګي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د دعا فلسفه

سریزه: ډېرې دعاوې کوو؛ خو نه پوهیږو چې ولې نه قبلېږي په تېره اوسنیو حالاتو کې. په هېواد کې مو ناورین دی او کلونه پرې تېرېږي او د هیچا په خوله کې خیر نشته، چې دعا یې قبوله او له دې کړمن حالته واوړو. موږ چې له فرهنګي پلوه د حالاتو د اوړېدنې په لار کې مبارزه کوو، د دعا په هکله د سمې د پوهېدنې په اړه د یو عارف اندیال د څېړنې پښتو ژباړه دروړاندې کوو او تمه ده چې دعا د ژوند وزلې په توګه نه؛ بلکې د بنده ګۍ د وزلې په توګه وکاروو او چې پردې لارې ورسیخ شول؛ نو هله به مو د حالاتو اوړېدو ته لار پرانستې وي. د هغې پېر پر تمه چې په سوله، با ثباته او سوکاله هېواد کې د دنیوي او اخروی چارې پر مخ بوزو او دا کړنې مو په نمانځنې کې وشمېرل شي.

د دعا فلسفه:

«که د علم تاریخ ته نظر وکړو، په تېره له کله چې تجربې علومو زور واخیست او انسانانو ته یو په بل پسې د طبیعت قوانین ورښکاره شو او ځانونه یې د طبیعت په ډګر کې ځواکمن وننګېرل؛ نو دا توهم را مخې ته شو چې طبیعت یو لویی ماشین دی چې له پیله یې تنظیم کړی چې تل کار کړای شي او له دباندې مرستندوی ځواک یا لاس ته اړمن نه وي. د علم د تاریخپوهانو په وینا، نړۍ د یو خودکار او منظم ساعت په څېر ولیدل شوه او خدای لکه ماهر ساعت ساز. په پایله کې دا لید لامل شو چې په لویدیځ کې د ډئیزم (Deism) اندنه (یعنې له دین پرته خدالی پالي) رامنځ ته شي. هغو اندیالو چې له معنویته یې زړه نه صبرېده؛ خو په کلیسایي دین کې یې هم جدي ستونزې او نیمګرتیاوې لیدې؛ نو دې انددود ته یې ورمخه کړه.

آریزه شخړه پردې وه چې خدای، د ماشین او ساعت په څېر نړۍ سره څه تړاو او اړیکه لري؟ یوازې خالق – پنځګر دی یا پکې متصرف هم دی؟ ایا علم پرېږدو او د طبیعت له تلپاتې قوانینو نټه وکړو یا یې سپک وبولو او ګرد سره طبیعت د خدای د خوشې تصرفاتو ایل وګڼو او وانګېرو چې هستي په ډېر هوس تنظیمېږي او د عالم پر سر یو مطلق العنان موجود ناست دی او هر وخت یو قانون او قاعده لغوه یا ځنډولای شي او نوی او بې مخینې قانون یې پر ځای کېنوي او پوهان هېښنده کړي، چې پوه نشي په راروسته شېبه کې به څه پېښ شي. دغسې پراخ لاسی ‍خدای د کلیسایي دین عامي لارویانو له مزاج، مزاق او غاښ سره اړخ لګاوه؛ خو نه له عالمانو سره. د پوهانو ښه ایسېده چې هستي یو خودکار ماشین وي او په نظم ټینګ خپل کار ته دوام ورکړي او له آره د علم اټکل همدا و. بې د دغسې ټینګ نظم له انګېرنې او منلو، یو عالم هم په څېړنې پسې نه تله. د «دکارت» او «لایبنتس» د لارویانو او د «بویل» او «نیوټن» د لارویانو ترمنځ اړپېچ د همدې مهمې پوښتنې پر سر و. او د دواړو ډلو لانجه تردې ورسېده، چې یوه یې بله تورنوله، چې خدای مو له واکه غورځولی او  فکر کوئ چې ناقص او نیمګړی ماشین یې جوړ کړی، چې تل او پرله پسې جوړولو ته اړمن دی او کله نا کله باید په دې ماشین کې ګوتې ووهي او خراب او وراسته پېچونه یې جوړ او بدل کړي .( GOD OF GAPS. BAD CLOCK MARER .)  بلې ډلې ویل چې له خدای مو متقاعد معمار جوړ کړی چې تر کور جوړونې روسته، نه له کور سره څه کار لري او نه کور ده ته (Architect retired).

په هر حال آریزه ستونزه دا وه، چې خدای په هستۍ کې څنګه تصرف کوي او باید یو خدای نمانځوونکی د خدای، انسان او هستۍ له اړیکې څه ډول انګېرنه ولري، چې هم د نړۍ نظم وساتي او هم د خدای قدرت او یو هم ټکنی نشي. مسلماً هغه خدای چې په نړۍ کې څه تصرف ونلري؛ نو له ځمکې به ډېر لرې یو لویی ستوری وي، چې نه یې غږ اورو، نه په زړه کې ورسره مینه لرو او نه د ډار او مینې کومه اړیکه ورسره ټینګوو. همدومره پوهېږو چې شته او ډېر ځواکمن دی.  د فیلسوفانو د پېچلې ستونزې حل هم همدا مسئاله وه. حق دا دی چې فلاسفه او له دې ځنې اسلامي فلاسفه د دعا په تشریح او د علت او معلول په اوسپنیز غونډال کې یې د اغېز په هکله له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي. فیلسوفانو چې له دعا کوم تفسیر کاوه، هډو د حدیثپوهانو او مؤمنانو ښه نه ایسېده؛ ځکه فیلسوفانو د عالم کار پای ته رسېدلی باله، چې دعا ته پکې څه ځای نه پاتېږي. حداکثر لاس ته راوړنه یې دا وه، چې ووايي دعا هم د هستۍ د نورو قوتو په څېر یو قوت دی؛ یعنې د دعاګو په ضمیر کې چې کومه سخته غوښتنه پیدا کېږي؛ نو د هستۍ د نورو قوتونو لکه جاذبې، برښنا، اور… په څېر پر یوه ځای اغېز کوي او کوم څیز تغییروي؛ یعنې د هستۍ د نظام له خوندیینې سره سره، دعا یې هم د هستۍ د غونډال برخه ګنله او د هستۍ له هوسي کېدنې یې نټه کوله[1].

پردې سربېره، د فیلسوفانو له نظره د دعا قوت، هله اغېز کوي، چې د هستۍ له نورو شرایطو سره اړخ ولګوي، که نه، نه. لرګی تل په اور نه سوځي، خو دا چې وچ وي یا بل خنډ نه وي؛ نو ځکه د دعا نه قبلېدل یا د غوښتنې له کمزورۍ راولاړېږي او یا له سختې غوښتنې سره سره، د هستۍ له نورې اوضاع سره د اړخ نه لګېدو زیږنده ده. دغسې دعا د نورو ځواکونو په شمېر کې راتله او له همدې کمزوریو او ځواکمنۍ برخمنېده.

دې سرېزو ته په پاملرنې چې دیني ژوند او د دیني د دې مهم سبق زده کړه – چې انسان له خدای سره د خبرو اترو اجازه لري او د خدای ځوابونې ته دې هم څارو وي (نه دا چې پر وره ړوند زور راوړو او پرانستل او نه پرانستل یې د قولف  په سستۍ یا سختۍ پورې اړوند وبولو – یو خورا ارزښتمن معرفت دی؛ په همدې پار فیلسوفان او عالمان دا سبق راکولای نشي. په دعا کې له خدای سره دیالوګ او خبرې اترې دي او د خدای له لوري ځواب اورېدو ته به یې څارو یې، نه یوازې راپارونه، ماشیني او طبیعي ځواب. دلته د دوو «ځانونو» مخامخېدنه ده، نه د دوو ړندو ځواکونو.

هو، هغوی چې ددین په لمن کې روزنه مومي او د پېغمبرانو له اندنو او ښوونو سره اشنا کېږي، ان که له دې عقل سوزې مسالې عقلاني شننه هم ونه لري، پرې ګروهېږي او له اغېز یې برخمنېږي. په هر ځای کې د خدای لاس ویني، بلې یې او په حق هم څه انتظارات ترې لري. په حقیقت کې په هستۍ کې د خدای لاس پرانستی لیدل او ورسره ملګرتوب او خبرې اترې کول، د نعمتونو یوه برخه ده، چې باید قدر یې وپېژنو. د فیلسوفانو خدای له هستۍ ډېر لرې دی؛ خو پېغمبرانو لار رالنډه کړې او په ارزانه او اسانه یې زموږ لاسونه نیولي او د خدای پر لاس یې ور ایښودې دي او راته یې ویلي چې هر وخت خبرې ورسره کړای شئ او د علیت د اوسپنیز قفس او د فیلسوفانو د نورو جوړ کړای شویو پنجرو اندېښمني مه لرئ او ډاډمن اوسئ چې د هستۍ نظام پرانستی دی او داسې نه دی چې د پای ټاپه یې پرې وهلی او د ابداع ډیوه پکې مړه وي[2].

د خدای طبیعت داسې نه دی چې بې اختیاره او بې علمه دې یو کار وکړي، او د مخنیوي او تغییر وس دې یې ونه لري. دا هماغه مهم او ارزښتمن لید دی، چې پر بدا او دعا باندې تر ګروهې ورهاخوا شته. د دعا پېچلتیا داده چې یو خوا باید خدای وبلې، چې لورنه او اجابت یې راجلب کړې او بلخوا باید ګروهن اوسو چې څوک پر خدای او ارادې یې اغېز نشي کولای او بلخوا خدای هم حالت نه اړوي او بلخوا، د هستۍ علَي قوانین هم اړېدوني نه دي او د هستۍ نظام د هستۍ ذات دی. دا ګرد سره فلسفي مفروضات، پر دعا ځای ورتنګوي. له همدې لامله دلته د عارفانو نظریه ښه ځلیږي، چې له آره دعا له خدایه پیلېږي؛ یعنې کله چې خدای وغواړي د چا حالات او روزګار واړوي، دعا ته یې ورکږوي او له آره همدا دعا ده چې قبلېږي. د مولانا په وینا:

چون خدا خواهد که پرده ی کس درد –  میلش اندر طعنه پاکان برد

چون خدا خواهد که پوشد عیب کس – کم زند در عیب معیوبان نفس

چون خدا خواهد که مان یاری کند – میل ما را جانب زاری کند  (مثنوي)

او په همدې مانا وايي:

هم دعا از تو اجابت هم زتو – ایمنی از تو مهابت هم زتو   (مثنوي)

سمه ده چې:

 ما ز آز و حرص خود را سوختیم – این دعا را هم زتو آموختیم (مثنوي)

خو نه یوازې د دعا زده کړه، د دعا توصیه؛ بلکې د دعا رادبره کونه هم د خدای له لوري ده. پاتې ناقبولې دعا ګانې، په واقع کې ژونددود او د بندګۍ وزلې دي. او په همدې پار یو شمېر اولیاوو دعاوې نه کولې او له خدایه یې څه نه غوښتل، او قضا ته یې غاړه ایښې وه:

 ز اولیا اهل دعا خود دیګرند – که همی دوزند و ګاهی بردرند

قوم دیګر می شناسم ز اولیا – که دهانشان بسته باشد از دعا

از قضا که هست رام آن کرام – جستن دفع قضا شان شد حرام

در قضا ذوقی همی بینند خاص – کفر شان آید طلب کردن خلاص

حسنِ ظنّی بر دل ایشان ګشود – که نپوشد از غمی جامه کبود  (مثنوي)

د خدای بلل (دعا) د ژوند لپاره وزله راته نه؛ بلکې د بندګی وزله ده. همداراز دعا په هستۍ کې د ځواکونو د هڅو او تصرف ځای نه نیسي او د طبیعت او عقل سیاله نه ده. ګرد سره ژوند مو باید دعایي روحیې ته ورنژدې وي. سمه نه ده چې تر یوه بریده پر ځان متکي ژوند وکړو او له یوه بریده راروسته چې اندېښمنېږو، پر دعا لګیا شو. که څه خدای د اندېښمنو (مضطرّینو) دعا قبلوي؛ خو مانا یې دا نه ده چې خپل مانیژ ژوند او مادي ژوند دوه برخې کړو؛  په کوم ځای کې چې اضطرار او تشویش نه وي، ژوند خپله سنبال او تدبیر کړو او له دعا سره مو څه کار نه وي او په کوم ځای کې چې تدبیر مو کارساز نه وي، پر دعا بوخت شو.

دیني ښوونې راته وايي، په هغه ځای کې چې ظاهراً تدبیر دې کارسازی وي او نورو ته هم څه اړتیا قدرې نه لرې هم باید دعا وکړې لکه څنګه چې د اندېښمنۍ په حال کې دعا کوې؛ ځکه ټولې چارې د خدای په لاس کې دي او هر څه یې له لاسه اخلو؛ که دعا مو کړي وی، که نه؛ که هڅه مو کړې وي، که نه.

د کاملانو لید دادی چې ټولې چارې د خدای په لاس کې دي. دیني نړۍ لید هله پر آفت اخته کېږي، چې په فکر او عمل کې داسې یو بده جلا کېدنه رادبره او وانګېرل شي چې یو لړ چارې خدای کوي او یو لړ طبیعت؛ نو ځکه په ځینو ځایونو کې بې دعا عمل کوو او په ځینو کې بې عمله دعا کوو.

د دعا په هکله یوه بل ناسمه انګېرنه داده، چې د دعا روح، له خدایه د اړتیا غوښتل دي. البته ډېری مأثور دعاوې د انسان توکیزې – مادي او معیشتي اړتیاوې رانغاړي؛ خو دا د هغو انعامو او جوایزو په څېر دي، چې په ښوونځیو کې یې کوچنیانو ته ورکوي چې زړه یې ترلاسه کړي او د هڅونې په کمند – رسۍ یې لوړو پوړیو ته ورسوي. د مولوي په وینا:

چون که با کودک سروکارم افتاد – هم زبان کودکان باید گشاد

که بر کُّتاب تا مرغت خرم – یا مویز و جوز و فسق آورم  (مثنوي)

نباید وانګېرو چې د دعا ګټه یوازې په قبلېدو کې یې ده، که څه خپله خدای، دعا ته مو رابلي او د قبلولو ژمنه يې هم راسره کړې ده او سره له دې چې پوروړي یې نه یو او د پوروړۍ حق هم مو نه درلود، خپله یې ځان زموږ پوروړی کړی دی؛ خو انسان باید ډېر بې برخې وي، که له دې کرېمانه او بخششي دسترخوانه ډېر لږ برخمن شي. خپله خدای مو مهمترینه اړتیا ده. باید ویې بلو؛ یعنې دعا وکړو؛ پاتې ټول ددې اړتیا څانګې دي. د شیخ بهايي په وینا:

ما ز دوست غیر از دوست مقصدی نمی خواهیم – حور و جنت ای زاهد برتو باد ارزاني

تردې هیڅ څیز راته اوچت نه دی چې هغه په کوم ځای کې ګرېوان مو ونیسي. همدا نښه مو ورسره، زموږ ټوله موخه ده. سوچ وکړئ، ځیر شئ، که خدای بې اعتنايي راسره کوله، څه مو کړای شو؟

قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ (فرقان/۷۷)

(همدا چې هغه مو بلي، دا راښیي چې پېرزوینه او اعتنا راته لري)

 مولانا هم ویلي:

بېخود شده ام اما بیخودتر ازین خواهم

باچشم تو می ګویم من مست چنین خواهم

من تخت نمی خواهم من تاج نمی خواهم

در خدمتت افتاده بر روی زمین خواهم

ان یار نکوی من بګرفت ګلوی من

ګفتا که چې می خواهی ګفتنم که همین خواهم   (د شمس کلیات)

تردې نور لطیف تره خبره نشو کړای، همدا غواړو چې هغه راته ووايي څه را نه غواړې؟ او بیا د مولانا په وینا:

ګفتي ز ناز «بیش مرنجان مرا برو»

ان ګفتنت که «بیش مرنجانم» آرزوست (د شمس کلیات)

که خدای اجازه راکړې نه وای او پېغمبرانو رازده کړې نه وای، چې انسانان له الله سره مینه او محبت کړای او خوند ترې اخستای شي؛ نو څنګه مو دا زېرمې راسپړلی شوای. همدوی ول چې زړور یې کړو، چې د خدای پر لور ورتلای شو، مینه ورسره کړای شو، خبرې ورسره کړای شو او خپله له هغه، هغه وغواړو.

له خدای سره دا ملګرتوب او مینه په نړۍ کې د انسان جنت دی او اخروي جنت به هم د همدې لړ له غځېدنې بل څه نه وي.

إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَهَرٍ (قمر/۵۴) = په حقيقت کې متقیان په (جنتي) باغونو او ويالو کې دي؛

فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُّقْتَدِرٍ (قمر/۵۵) = په رښتياني مقام كې د واکمن او زورور خداى پر وړاندې.

مولوي په مثنوي کې د یو معشوق داستان راوړي چې له محبوب سره له مودو مودو لیک لیکاړي روسته، په پای کې وصال ته یې وررسي؛ خو هلته هم یو لیک راوباسي او پر لوست یې بوختېږي. معشوق ورته وايي:

ګفت معشوق این اګر بهر من است

ګاه وصل این عمر ضایم کردن است

من به پیشت حاضر و تو نامه خوان؟

نیست این باری نشان عاشقان.   (مثنوي)

لیک د هغې زمانې و چې رارسېدلی نه وې او له بېلتون دې سرټکوه، اوس د وصال او نښلون وخت دی او وصال یو بل مقام دی او بل ادب لري.

حقیقي خداخواهانه دعاوې د وصال د مقام غوښتنه ده او حاجت خواهانه یا د اړتیا پوره کوونې دعا د بېلتون او فراق د مقام غوښتنه ده؛ باید ددې دواړو توپیر ته مو ورپام وي. کومې دعاوې چې له دیني مشرانو او عارفانو روایت شوي، د ضمیر له تله یې راخوټېدلي، د دوی د وخت او مقام غوښتنه ده او نه ښايي بې ځایه یې ولولو. که څوک د یوې دعا ژوره مانا او مفهوم ونه مومي او یا خپله اړتیا پکې ونه ویني، د ثواب په هیله لوستل یې خوشې کار دی. د ضمیر له تله د راولاړې دعا لوستل تر زور دعاګانو غوره ده چې په خوله کې اړوي را اړوي.

دعا کول له دعا لوستو سره توپير لري او انسان باید غور وکړي چې په کوم مقام کې دی او کومه دعا یې له مقام سره ښايي. دغسې غور او سوچ له اویا کلونو عبادت سره برابر دی. که یوازې په رمضان میاشت کې پر همدې مانا پوهېدنه را تر ګوتو شي؛ نو باید ډېر د خدای منندوی شو. د ابوحمزه ثمالي په دعا کې راغلي:

 انی الراحل الیک قریب المسافة. و انک لا تحتجب عن حلقک الا تحجبهم الا عمال دونک.

«خدایه، څوک ستا پر لور دردرومي، لار یې نژدې ده او ته کله هم له خپلو مخلوقاتو نه پټېږي؛ بلکې د خپلو بندګانو کړنې دې تا ورنه پټوي.»

نو باید خدای وبلو او پوه شو چې تر انګېرنې مو خورا رانژدې دی. په رمضان میاشت کې چې د روایاتو له مخې، شیطان له پښو او لاسونه تړل شوی، پرښتې ځي راځي او روحونه له خدای سره اړیکو ته چمتو دي، بهترین موقعیت چمتو شوی، چې په دعا او عبادت دا لرې لار رانژدې کړو.  یو عبادت هم، ان خلکو ته چوپړتیا، پر خلکو لورنه، له ظلم سره مبارزه او اندیز کار د دعا ځای نیوای نشي؛ لکه چې دعا هم ددې یوه ځای نیوای نشي. هر عبادت ځان ته ځانګړی اغېز لري؛ نو باید د هر یوه برخه بېله ورپوره کړو او له هر یوه خوند واخلو. د حافظ په وینا:

تسبیح و خرقه لذت مستی نبخشدت – همت در این عمل طلب از میفروش کن  (د حافظ دیوان)

مولوی وايي:

ای خدای بې نظیر ایثار کن

ګوش را چون حلقه دادی زین سخن

ګوش ماګیر و بدان مجلس کشان

کز رحیقت می خورند آن سرخوشان

چون به ما بویی رسانیدی از این

سر مبند ان مشک را ای رب دین

از تو نوشند ار ذکورند ار اناث

بی دریغی در عطاء یا مستغاث

ای دعا ناګفته از تو مستجاب

داده دل را هر دمی صد فتح باب    (مثنوي)

ماز آز و حرص خود راسوختیم

وین دعا را از تو اموختیم

حرمت آن که دعا اموختی

در چنین ظلمت چراغ افروختي  (مثنوي)

چون دعامان امر کردی ای عجاب

این دعای خویش را کن مستجاب (مثنوي)

له خدایه غواړو چې ژوند مو په خپل طاعت او خدمت کې تېر کړي او خپلې لورنې دې راولوروي، او له نفس سره د مبارزې او پر مخلوقاتو د مینې توفیق دې را پر برخه کړي.»

[1]  «کله چې د یو پېغمبر یا ولي الله په غوښتنه او اراده یو سرباندې – فوق العاده کار ترسره کېږي، نو شرایط اوړي؛ یعنې یو پاک، ځواکمن او له الهي لایزال قدرت سره نښتی روح شرایط بدلوي؛ او په بله وینا، یو ځانګړی عامل او عنصر ډګر ته راوځي؛ ډاګېزه ده په نویو شرایطو کې – چې د نوي عامل له شتونه یعنې د حق ولي له ملکوتي او ځواکمنې ارادې راولاړېږي – بل قانون واکمنېږي. د دعا او د بلاګانو په دفع کې د خیرات او صدقې اغېز همدغسې دی.» (مرتضی مطهري، مجموعه آثار، عدل الهي: ۱/ ۱۳۹مخ، انتشارات صدرا) « دعا د هستۍ یو له علتونو ځنې دی، چې د انسان په برخلیک کې اغېزمن دی او د پېښو مخه نیسي یا پېښې رامنځ ته کوي. په بله وینا دعا د قضا و قدر یوه ښکارندویه ده، چې د یوې پېښې په برخلیک کې اغېزمنېدای شي یا د قضا و قدر مخه ونیسي» (مرتضی مطهري، انسان و سرنوشت:۴۰۶مخ)

[2] وګورئ: مرحوم اقبال لاهوري، احیای فکر دیني، د اسلام؛ عنوان: «محک فلسفي تجلیات تجربه دیني».

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست