تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ تر اسلام له مخه د عربو اقتصادي وضع د عربانو هغه ټبرونه چې د يمن، مدينې، عراق او شام په ښارونو کې اوسېدل، په کرنه، بڼوالۍ او پوونده ګرۍ (دامدارۍ) بوخت وو. مکيان چې د قريشو ټبرونه وو، سوداګري يې کوله د دوی سوداګريز کاروانونه په ژمي کې له شام، ايران […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تر اسلام له مخه د عربو اقتصادي وضع

د عربانو هغه ټبرونه چې د يمن، مدينې، عراق او شام په ښارونو کې اوسېدل، په کرنه، بڼوالۍ او پوونده ګرۍ (دامدارۍ) بوخت وو. مکيان چې د قريشو ټبرونه وو، سوداګري يې کوله د دوی سوداګريز کاروانونه په ژمي کې له شام، ايران او عراق نه مکې ته او په اوړي کې له مکې څخه يمن او په افريقا کې حبثې ته په تلو راتلو کې وو، خدای به دې باب وايي:

لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ = ( الله له دې سپېڅلې ځمكې سره) د قريشو د مينې د پيدا كولو لپاره (فيل سپرو ته سزا وركړه، چې د پېغمبر راتلو ته لار هواره شي)،

 إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ = له ژمنيو او دوبنيو (سوداګریزو) سفرونو سره یې مینه (چې له لامله يې ورته راستانه شي)

 فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ = نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ونمانځي؛

 الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ  =   هماغه (الله) چې له لوږې یې ماړه کړل او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل.

هو، قريشو د دې سوداګريزو سفرونو له لامله، ډېره شتمني راټوله کړې وه، چې په عربو کې يې ساری نه درلود.

د دغسې عربي ټبرونو وټيزه (اقتصادي) وضع دغسې وه؛ خو نور ټبرونه چې د عربي ټاپو وزمې ډېری خلک وو، ګردسره بېديا ميشتي او پر تنګلاسۍ اخته وو، په وچو کم اوبو او کم وښو سيمو کې اوسېدل.

اوښ د دې ټبرونو آريزه او عمده شتمني وه، چې تر نورو څارويو ډېره تنده زغمي، کله د ټبر جنګياليو د جګړې تيښتې او د بېديايي څارويو ښکار ته څو د سپرلۍ اسونه هم درلودل.

بيدياني عربو د اوسني پېر اروپايانو په څېر چې هر څاروی او حشره خوري، هر بيديايي څاروی يې ښکاراوه او خوړ يې.

کله يې د ټبر کوم وګړي پر بل ټبر يرغل کاوه او د دواړو ټبرونو جنګياليو تر خپلې وسې ، بل وژل او يو ټبر ماتې کوله، برلاسي او غالب ټبر، د مغلوب او مات شوي ټبر شتمني لوټله، کله يې د دوی ښځې، لوڼې او زامن اسيرانول او کله يې خپل اسيران پر نورو عربي ټبرونو پلورل.

په ګردو حالاتو کې د بيديا د څاروي په شکار يا څړځي ته د اوښانو په وروړو او په تېره جګړو کې لوڼې او ښځې پر نارينه و يو دروند پېټی ، او دوی په سراسر ستونزمن ژوند کې له نارينه و سره هيڅ ډول مشارکت او ګډونواله نه درلوده، نو  ځکه کله پلرونو خپلې نوزيږي لوڼې ژوندۍ ښخولې.

قرآن په دې باب وايي:

….. وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ…… ( انعام/۱۵۱)

د تېرو څرګندونو له مخې د عربو يوه عايداتي سرچينه، مدينه وه او په دې حال کې يې د مينزې يا مري له کار څخه ګټنه کوله. کله يې د عايداتو لپاره خپلې مينزې زنا ته اړ باسلې او که په دې حال کې به دوه ځانې شوې نوزيږي به د مينزې د خاوند برخه کېده، چې دا خپله ورته يوه بله ګټه وه[1].

که مينزه آزادېده او زنا ته يې دوام ورکاوه او له دې لارې يې اولاد زېږاوه، نو مور د نوزيږي پلار ټاکه، چې له ټبر يې شمېرل کېده.

کله هم بدلمنو ښځو بدلمنۍ ته د نښې په توګه پر خپلو کورونو يو ځړوکی ځوړنداوه[2].

څه چې وويل شول، د هغې ورځې د عربي ټولنې اقتصادي وضع ته يوه اشاره وه، په هغه پېر کې د عربو ټولو ټبرونو په ځانګړو وختونو کې په لاندې شرح بازارونه درلودل:

 عربانو د کال په ځانګړو وختونو کې بازارونه درلودل، چې د عربي ټاپو وزمي له ګردو سيمو خلک پکې ورټولېدل او  پردې مهال يې ځانونه او مالونه په امنيت کې وو تر دې ټولو مهمتر يې په پاس نجد کې دعکاظا (سوق عکاط) بازار و، چې له طايفه يوه ورځ او له مکې درې ورځې لرې و.

په ذی قعده مياشت کې، قريش او د عربو نور ټبرونه په دې بازار کې راټولېدل دلته پر پېر پلور سربېره د ټبريزو وياړونو د نندارتون د شاعرانو د شعرونو او ويناوو د اورېدو ځای و، همداراز دلته د ټبرونو ترمنځ تړونونه هم کېدل.

ورپسې له دې ځایه د مجنّه- چې تر مکې يوه ورځ لرې و- بازار ته ورتلل او دلته د ذي قعدې تر پايه وسېدل، بيا د مجاز (سوق ذی المجاز) بازار ته ورتلل، چې له عرفې يو فرسخ لرې و او د ذي حجې تر اتمې همدلته پاتېدل؛ بيا پر نهمه ورځ د حج مناسکو لپاره عرفې ته ورتلل[3].

[1] په راتلونکي بحث کې، د طايف په وضع کې د عبدالله بن اُبیّ داستان ته ځير شئ

[2] وګورئ د: المحبّر: ۲۴۰مخ په مکې او طايف کې دې ډول کورونو شتون درلود

[3] په تاريخ اليعقوبي،تاريخ الطبري،مروج الذهب، السيرة النبويه او ابن هشام سيرة کې له اسلام وړاندې د عربو تاريخ وګورئ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست