تبلیغات

په قرآن کې پراتلسو ډلو د بېلا بېلو ګناهانو له کبله لعنت ويل شوى دى . لعن په آر کې له غوسې او غضب سره يو ځاى له لورنې لرې والي ته وايي. حال دا چې د خداى لورنه پر ټولو څيزونو ورېږي[وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ] (اعراف/۱۵۶)؛خو انسان د ناسمې ټاکنې له مخې داسې ځاى […]

په قرآن کې پراتلسو ډلو د بېلا بېلو ګناهانو له کبله لعنت ويل شوى دى . لعن په آر کې له غوسې او غضب سره يو ځاى له لورنې لرې والي ته وايي. حال دا چې د خداى لورنه پر ټولو څيزونو ورېږي[وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ] (اعراف/۱۵۶)؛خو انسان د ناسمې ټاکنې له مخې داسې ځاى ته رسي،چې د توپ په شان د الهي لورنې په سيند کې غورځېږي؛ خو د لورنې څاڅکى اوبه هم پکې نشي ورننوتلاى.

په قرآن کې لعنت کړاى شوي دادي :

کافران،مشرکين، اينډه مار ځېلي يهوديان،مرتدان ،قانون ماتوونکي ، ټګان او برګان، تړون ماتوونکي، له حقه سرغړاندي ،د ځمکې پرمخ فساد خپروونکي،د کفرمشران،څومخي منافقين ،څوک چې پېغمبراکرم (ص) ته زيان رسوي،ظالمان ،قاتلان، شيطان،پر پاکلمنو ښځو تور لګوونکي،د ريښتني مشرانو مخالفين ، د دروغجنو اوازو اچوونکي ، دروغجن او د ناپاکو زړونو څښتنان.

په روايتونو کې لعنت شوي دادي :

څوک چې په اسماني کتاب کې لاس ووهي او کوم مطلب پرې ورزيات کړي .

څوک چې الهي مقدراتو ته غاړه کېنږدي.څوک چې د پېغمبر اکرم (ص) د کورنۍ سپکاوی وکړي.څوک چې د غازيانو پر برخه خېټه اچوي[1]. څوک چې نورخلک خير ته رابلي؛خو خپله يې ورته شا کړي وي يا نورخلک له ګناه ژغوري او خپله يې کوي. (نهج البلاغه ، ١٢٩خطبه)

د عقل او ناپوهۍ لښکر:

پرګناه د پوهېدو لپاره په يو مشهورحديث کې د عقل او ناپوهۍ هر يوه پينځه اويا لښکرې په ګوته شوي دي .( دا بشپړحديث په کافي) ١\٢١_٢٣ ) کې راغلى دى )

ددې حديث په پيل کې “سماعي بن مهران” وايي: يوه ډله له امام صادق سره ناسته وه،د عقل او جهل په هکله خبره راغله،امام صادق وويل : د عقل او ناپوهۍ لښکرې وپېژنئ،چې سمه لار ومومئ.سماعي وايي: امام صادق لومړى عقل او ناپوهي وښوده، بيايې د عقل او ناپوهۍ لښکرې وشمېرلې .

[ دلته د حديث له بشپړ راوړو ډډه شوې ده ] په پاې کې يې وويل : پېغمبران او ځايناستي يې او هرحقيقي مومن دعقل په لښکر سمبال دى.

 

[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست