بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ ﴿۱﴾ آيا (د قيامت) د نغاړنده (پېښو) خبر دررسېدلى دى؟! ؟! (۱) وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ ﴿۲﴾ پر هغه ورځ ځينې مخونه ترېدلي ذليل وي، (۲) عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ﴿۳﴾ هغوى چې هڅې كړي [او] ستړي شوي (؛خو […]
| بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه 
 | |
| هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ ﴿۱﴾ | آيا (د قيامت) د نغاړنده (پېښو) خبر دررسېدلى دى؟! ؟! (۱) 
 | |
| وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ ﴿۲﴾ | پر هغه ورځ ځينې مخونه ترېدلي ذليل وي، (۲) 
 | |
| عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ﴿۳﴾ | هغوى چې هڅې كړي [او] ستړي شوي (؛خو څه پايله يې په برخه شوې نه ده)، (۳) 
 | |
| تَصْلَى نَارًا حَامِيَةً ﴿۴﴾ | [ناچار] سوځنده اور ته ورننوځي (او سوځي به) . (۴) 
 | |
| تُسْقَى مِنْ عَيْنٍ آنِيَةٍ ﴿۵﴾ | د خوټېدونکې چيني اوبه ورڅښل كېږي؛ (۵) 
 | |
| لَّيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍ ﴿۶﴾ | دوی ته بې له ترخو وچو او بدبويه اغزنو بوټو نور خواړه نه وي. (۶) 
 | |
| لَا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِن جُوعٍ ﴿۷﴾ | (داسې خواړه،چې) نه یې څربوي او نه لوږه لرې كوي . (۷) 
 | |
| وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاعِمَةٌ ﴿۸﴾ | پر هغه ورځ ځينې مخونه ښېرازه وي،(۸) 
 | |
| لِسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ ﴿۹﴾ | خپلو هڅو ته خوشحال ،(۹) 
 | |
| فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ﴿۱۰﴾ | په لوړ جنت كې به وي . (۱۰) 
 | |
| لَّا تَسْمَعُ فِيهَا لَاغِيَةً ﴿۱۱﴾ | هلته  هېڅ چټي خبره نه اوري . (۱۱) 
 | |
| فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ ﴿۱۲﴾ | هلته پکې یوه چينه بهېږي، (۱۲) 
 | |
| فِيهَا سُرُرٌ مَّرْفُوعَةٌ ﴿۱۳﴾ | هلته اوچت اوچت تختونه دي، (۱۳) 
 | |
| وَأَكْوَابٌ مَّوْضُوعَةٌ ﴿۱۴﴾ | او(د دې چينې پرغاړه) كوزې ايښوول شوي دي، (۱۴) 
 | |
| وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ ﴿۱۵﴾ | او کتار بالښتونه؛(۱۵) 
 | |
| وَزَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ ﴿۱۶﴾ | او (قيمتي) فرشونه غوړول شوي . (۱۶) 
 | |
| أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ ﴿۱۷﴾ | آيا دوی اوښ ته نه ګوري، چې څرنګه پنځول شوى دى ؟! (۱۷) 
 | |
| وَإِلَى السَّمَاء كَيْفَ رُفِعَتْ ﴿۱۸﴾ | او اسمان ته [نه ګوري]چې څرنګه اوچت کړای شوى دى ؟!  (۱۸) 
 | |
| وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ ﴿۱۹﴾ | او غرونو ته [نه ګوري] چې څرنګه پر خپل ځاى درول شوي دي ؟! (۱۹) 
 | |
| وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ ﴿۲۰﴾ | او ځمكې ته [نه ګوري] چې څرنګه هواره شوې ده ؟! (۲۰) 
 | |
| فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ ﴿۲۱﴾ | نو نصيحت كوه،چې په رښتینه کې ته يوازې نصيحت ګر يې . (۲۱) 
 | |
| لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ ﴿۲۲﴾ | ته پر دوی زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛ (۲۲) 
 | |
| إِلَّا مَن تَوَلَّى وَكَفَرَ ﴿۲۳﴾ | خو كه چا مخ واړاوه او كافر شو، (۲۳) 
 | |
| فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ ﴿۲۴﴾ | نو الله به يې په ډېر سترعذاب وكړوي . (۲۴) 
 | |
| إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ ﴿۲۵﴾ | په حقيقت كې راستنېدل يې يوازې زموږ لوري ته دي، (۲۵) 
 | |
| ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ ﴿۲۶﴾ | بيا په رښتینه كې د دوی حساب زموږ پر غاړه دى . (۲۶) | 
- 
                                        ټیګونه:
                                        
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن کریم
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پښتو ژباړه
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
                                         له ملگرو سره یي شریک کړئ.
                                        
                                    
                                                                    تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
                            ×
                             ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.  
                             هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.  
                             هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.  
                        
                         
                                     
                            