تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  مشرتابه او انسان سازۍ کې د نبوي سيرت ونډه ليکوال: شيخ سالم الصفار     څلورم څپرکى سيره او ټولنيزې کړلارې   د اسلامي او جاهلي پېر پرتلنه ايټالوى ليکوال او ټولنپوه “اګوستين کرستا” په خپل کتاب “الکياسة الاجتماعيه” کې ليکي:  (( که اسلامي پېر له جاهلي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 مشرتابه او انسان سازۍ

کې د نبوي سيرت ونډه

ليکوال: شيخ سالم الصفار    

څلورم څپرکى

سيره او ټولنيزې کړلارې

 

د اسلامي او جاهلي پېر پرتلنه

ايټالوى ليکوال او ټولنپوه “اګوستين کرستا” په خپل کتاب “الکياسة الاجتماعيه” کې ليکي:

 (( که اسلامي پېر له جاهلي سره پرتله کړو؛نو پوه به شو،چې اسلامي پېر،د انسان په شخصيت سازۍ کې خورا پرمختګ کړى و؛ځکه په جاهليت کې شتمنو،بېوزله پرېوتي او سپک ګڼل؛خو په اسلامي زمانه کې “محمد” د مسلمانانو ترمنځ ورورولي او لورنه دوې ټولنيزې ګاڼې کړې . ))

 

‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ټولنپوهنه  څه ته وايي؟

سره له دې،چې مادي  ټولنپوهان ادعا کوي،ټولنپوهنه يې علمي ده او له وخت سره سمون لري. بشر يووېشتمې  پېړۍ ته راورسېد؛خو تر اوسه يې د ټولنپوهنې روڼ تعريف نه دى پيدا کړى او يوازې د ټولنپوهنې د موضوع ګانو په څرګندولو يې لاس پورې کړى او دا لالهانده يې تر هغو  ټولنو د  لرېوالي او نه پېژندو پايله ده، چې الهي پېغمبرانو يې بنسټ  اېښى و. هغوى بې له  کومې لارښوونې،د هغو روميانو په  نظرياتو پسې ولاړل،چې غوښتل يې خپله ټولنه د قيصرانو له زور زياتي وژغوري او بيا په “ماکياولي”، “ډارويني” ،”هيټلري نازيزم” او د “مارکس” په ماتې خوړوليو نظرياتو پسې ولاړل.

 هر ټولنپوه په خپل ليد د ټولنپوهنې مسايلو ته ليدلي. (وګورئ : البستاني،محمود،الاسلام وعلم الاجتماع ٢٤مخ) د ساري په توګه: په هغوى کې ځينې د ټولنو په بېلابېلو برخو کې  پر ميخانيکۍ ګروهه لري او ځينو ټولنه معنوي شخصيت فرض کړې ده.

د نظرونو دې ډېروالي،لا يکو ټولنو ته  لاندې  منفي  اغېزې  راوړي او د هغوى پام يې له الهي اديانو اړولى:بې هويتي،ځان د يو امت برخه نه ګڼل،ځانمني،د ټولنو طبقاتي کېدل،توکم پالي،پر عنف تېرى او داسې نورې ستونزې.

شمېرو ښوولي،چې يوازې د امريکا په متحدوايالتونو کې شپږ ميليونه غير قانوني او غيرشرعي ماشومان زيږېدلي او همداراز شمېرنې وايي،چې په “المان” کې تقريبا 13 ميليونه ښځې او سړي يوازې ژوند کوي او ددې هېواد ښځې له دېرش کلنۍ مخکې واده ته غاړه نه ږدي او تر واده وروسته هم يوازې يو اولاد راوړي؛ځکه د ماشوم دروزنې او ساتنې دنده ورترغاړې ده.

 (وګورئ :بغدادي محمود،مع الزواج المدني: ٩٦مخ )

 پېغمبرانو د نېکمرغو ټولنو بنسټ کېښود او اسلام د تاريخ په ګواهۍ د حضرت محمدعليه السلام، په لاس د مدينې په نامه “بېلګه انساني ټولنه” جوړه کړه.

تر دې سريزې وروسته وايو چې: اسلامي ټولنپوهنه دا ده:

 د خلکو د ګډ ژوند څېړنه. د ګډ ژوند اصطلاح، له نورو علمونو د ټولنپوهنې تعريف توپېروي؛ځکه ګډون د انسان د شخصي ژوند له اړخونو وتل او ترمنځ يې ګډو چارو ته پام دى.که دا مشترکات په ټولنيزو همکاريو او يا د انساني ټولنو په ښکاره نښو او چارو کې وي،چې مشترکې ډلې د ځانګړو نښو په درلودو مشخصېږي؛نو اسلامي ټولنپوهنه د انساني ټولنو په منځ کې اړيکو،همکاريو او ښکاره نـښو ته پام لري .

اسلام د بشري ټولنو نظم ته قوانين او چوکاټونه لري،چې د واقعيت تر څنګ ،د پلي کېدو وړتيا هم لري.

 سره له دې،چې تر استعماري جګړو وروسته،د اسلامي هېوادو ملا ماته شوې او مسلمانان کمزوري او وروسته پاتې دي؛خو بيا هم اسلامي احکام تر ټولو بشپړ او غوره قوانين دي او دا خبره يوازې زه نه کوم؛بلکې  ډېر لويديز ي  پوهان  او  سياستوال يې هم کوي.

 

د دوو ټولنو پرتلنه

د “روم” د پوهنتون د قانون استاد “دېوېد سانتيلانا” (١٨٥٥- ١٩٣١ز) وايي:

 (( د اسلام ټولنيز حقوقي نظام ډېر پرمخ تللى،ځلېدلى او د پلي کېدو وړ دى، چې نوي دولتونه،نه يوازې  د اسلام د قوانينو په څېر نه شي جوړولاى؛بلکې ورته نږدې يې هم نه شي جوړولاى او د اسلام قوانين نيمګړي نه دي او په لنډو ويلاى شو،چې اسلام ډېر ستر دين دى،چې د انسان  لاس يې ونيو او په انصاف او عدالت ورسره وچلېد.))

 

د ‌ټولنپوهنې پيداېښت او پرمختګ

 فرانسوي “اګوست کنت” ته يې د ټولنپوهنې پلار ويلى او دې علم په 17مه پېړۍ کې د  ماشومتوب  دوره تېره کړې او له  ډېرو کنډو کپرو را تېر شوى او کله يې  لار ښي او کله کيڼ لوري ته کږېده او ددې فن  پوهانو به کله کله خپل نظريات د انساني ټولنو په  لابراتوارونو کې پر خلکو تجربه کول.

 خلک پر ډول ډول طبقو وېشل او پردې خبره ګروهه، چې ځينې خلک ذاتاً اصيل او ساهو او ځينې پرېوتي دي،د مرييتوب د نظام تاييد،د تورپوټکو او سپين پوټکو حقوقي توپېر،چې دا ټولې وېشنې د جاهليت د وخت افکار دي.

مخکې له دې،چې د ټولنپوهنې،اقتصاد،حقوقو،سياست او ارواپوهنې علوم را منځ ته شي،اسلام بشر او بشري ټولنې ته داسې پوهه،نظم او قوانين  راوړل،چې د بشر  ټولې اړتياوې يې ځواب کړې.

 

د ټولنو تاريخي څېړنه

د اسلام  په ټولنيزو بحثونو کې،په “جزيرة العرب” کې له اسلام مخکې ټولنې ته د جاهليت دوران ويل کېږي؛ځکه د بحثونو له موضوع سره تړاو لري او د اسلام د پېغمبر بلنه هم له هماغه ځايه پيل شوې؛خو د اسلامي معيارونو په رڼا کې ويلاى شو: د جاهليت د وخت قوانين او احکام هماغسې پر ځاى دي او پلي کېږي،چې دا خبره په هغو کتابوالو کې،چې له حقه اوښتي،په پخواني “ايران” او “روم” او زموږ په وخت کې هم شته.

لويديځ،اسلامي تمدن و نه مانه او د کليسا د بې لاريو له امله يې تر ټولو اسماني اديانو سترګې پټې کړې او پر ماده پالۍ او بوت پالنې يې د بشر نېکمرغي پوپنا کړه .

 لويديځ،پخوا د مرينې،ځمکوالۍ او پانګوالۍ نظامونه تجربه کړل او نن يې د پوچو خيالونو راټوکېدنه، جاهلي “سوسيالزم” او “کمونزم” هم تجربه کړ.

 اسلام له دې ټولو نظامو سره توپېر لري او ددې نظامو له يو ځاى کېدو هم منځ ته نه دى راغلى؛بلکې اسماني او خدايي دين دى،چې حضرت محمد مصطفى(ص) پر بشر د اسلام زېرى وکړ او د نړۍ په ټولو فاسدو نظامو پسې راپاڅېد.د شريعت  په رڼا کې يې “بېلګه اسلامي ټولنه” جوړه او پراختيا يې ومونده او ټولو ته يې د روښانه ژوند،تکامل او پرمختګ لار  پرانسته.

 په هماغه وخت کې،د روم په امپراتورۍ کې وګړي پر دوو برخو وېشل کېدل:

 يوه ډله يې ازاد وو،چې د هېواد درېمه برخه وګړي وو او نور مريان وو. له مريانو سره په ستغ چلن کېده او ټوله ورځ به کارېدل او بادارنو يې د شپې  له پښو په ځنځيرونو تړل او په سمڅو کې يې اچول او سخت زړي ساتندويان پرې ګومار شوي وو او په کوچنۍ تېروتنې يې په کوړو وهل  او کله خو به اعدامېدل هم او ځينې وخت د ساتېرۍ پخپلو کې يا يې له زمريو سره جنګول . (94)

د مريانو تر پاڅونو وروسته، په پټيو او کارخانو کې د توليد کچه لږه شوه؛نو د مرينې پېر پاى ته ورسېد او ځمکوالي يې ځايناستې شوه؛ځمکوالي د توليد ځانګړى دود دى،چې پکې  بزرګر د ځمکوال مريي دى،بزرګر ژمنه کوي،چې د کلني محصول يوه برخه خپل بادار ته ورکړي.

 تاريخ او د اوسنۍ دنيا واقعيتونه ښيي ټول پاڅونونه،چې پکې  د فرانسې پاڅون هم راځي،د خپل وخت د انسانانو د ستونزې په هواري کې بېوسه او پاتې راغلي او دا خو لرې خبره ده،چې راتلونکې ته د حل  لار  ولري؛دا ځکه سرچينه يې جاهليت او ماده پالي ده.پېغمبر اکرم ناستومانې هڅې وکړې،چې مرينه له منځه يوسي او ټول کوښښ يې دا و،چې د قرآن په رڼا کې،د بشر راتلونکې ته د حل لار همېشنۍ ومومي.هغه په داسې وخت کې پېغمبر شو،چې مريان ساتل کېدل او جنګي بنديان يې مريانول او دا په ټوله نړۍ کې يو دود و او په هغو شرايطو کې له دې دودونو سره پرېکنده مبارزه ناشونې وه؛نو ځکه ددې ستونزې هواري ته يې تدريجي لار راوړاندې کړه.

 قرآن مجيد وايي :

 ((فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى‏ إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنَّاً بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى‏ تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لاَنتَصَرَ مِنْهُمْ وَلكِن لِيَبْلُوَا بَعْضَكُم بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ (محمد / ٤)= او چې كله تاسې (د جګړى په ډګر كې له جنايتكارو)كافرو سره مخ شوئ؛ نو څټونه يې پرېکړئ (او دې کار ته دوام ورکړئ) چې ښه يې وځپئ؛نو(په دې ترڅ كې يې بنديان) كلك وتړئ،بيا يا ورسره ښېګڼه وكړئ (او خوشې يې كړئ) او يا ترې (د خوشې کېدو په بدل كې) فديه [= غرامت] واخلئ (او دا حالت بايد) تر هغه پورې وي، چې جګړه (مار) خپله وسله پر ځمكه كېږدي (هو) دا(د خداى حكم دى) او كه خداى غوښتلاى؛نو پخپله به يې ترې غچ اخستى واى؛خو (غواړي) چې تاسې په يو بل وازمېيي او هغوى چې د خداى په لاركې وژل شوي؛نو خداى هېڅكله د هغوى كړنې له منځه نه وړي )) (95)

 ددې آيت په رڼا کې،د اسلامي واکمن واک دى،چې د ټولنې د مصلحت په پامنيوي سره جنګي بنديان د “فديي” په اخستو او يا بې له “فديي” ازاد کړي.

 

 

نړيواله ټولنه

 د اسلامي نړيوالې ټولنې بنسټ،ژبه، نژاد او جغرافيايي پولې نه دي؛بلکې ورونه يې ټولو انسانانو ته پرانستي دي او د ننووتو يوازېنى شرط يې د يو دين او عقيدې درلودل دي .

  قرآن کريم دا حقيقت داسې بيان کړى:

((يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِن ذَكَرٍ وَأُنثَى‏ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ(حجرات/١٣)=خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر کړئ،چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن،ستاسې ډېر پرهېزګار دى،په رښتيا چې خداى پوه (او) خبر دى.)) ( 96)

حضرت محمد(ص) وايي: ((عرب پرعجم غوره نه دى؛خو په الهي تقوا.))

په اسلامي مفکوره کې ښکېلاک او ښـکېلاکي جګړې ځاى نه لري ؛ځکه د رسول اکرم دوينا له مخې: (( ټول بشريت يو امت دى))؛نو د همدې خبرې پر بنسټ،د بل ښکېلول د اسلام له نظره رټل شوى او کرکجن کار دى.

 

الهي ټولنه

يوازې د اسلامي نظامو ځانګړې موخه،د معنوي او الهي ټولنو جوړونه ده؛خو بشري نظامونه داسې موخه نه لري،هغوى د ستونزې هواري ته د يوې  لارې وړانديز کوي او چې انسانان يې پر ډول ډول غمونو ککړ کړل او جګړې يې وکړې؛نو له دې تجربې لاس اخلي او په  بلې پسې ځي او يوازې د بشر غم او کړاوونه زياتوي .

پېغمبراکرم په هغه جاهلي ټولنه کې لړزان راوسته؛لومړى يې په دليل  او ‌برهان  د جاهلي نظام بنسټونه  بې ارزښته  کړل او بيا يې په الهي ارزښتونو داسې ټولنه جوړه کړه،چې له ګردو ټولنو سره يې توپېر درلود،چې پکې  “فارسي سلمان”، “رومي صهيب”،”حبشي بلال” (رضى الله عنهم) او عربو په ورورۍ  ژوند کاوه.

پېغمبر اکرم اسلامي ټولنه پر لاندې بنسټونو ودروله:

1_ اسلامي ټولنه،هغه خداى جوړه کړې،چې پوه،مهربان او د بشر له فطرته خبر دى او دا ټولنه بې له  الهي  قوانينو  پر مخ  نه شي تلاى.

2_ اسلامي نظام په هر وخت او ځاى کې او ان د بشريت راتلونکې ته په کارېږي؛ ځکه  ټوليز او پراخ بنسټه قوانين او اصول لري،چې له  هر وخت  سره اړخ لګوي او د ژوند هرې برخې ته  کړلار  او  تدبير لري.

3_اسلامي قوانين او اصول د انساني ژوند هر پړاو ته کړلارې لري،چې د بشري افکارو تر جوړو شويو قوانينو غوره دي .

4_ هغه قوانين،چې نالوستي پېغمبر نړيوالو ته راوړل،بشپړ او پرمخ تللي دي؛ ځکه د انسان په افکارو او ګروهو کې يې داسې بې ساري او چټک بدلون  راوست،چې د فيلسوفانو تر انګېرنو ډېر غوره وو،چې دې بدلون انسان ته د پرمختګ او تکامل  لار پرانسته او عقلونه يې له تجربي او انساني علومو ګټنې ته چمتو کړل او مسلمانان يې د علمي فرصتونو مخکښان کړل؛نو ويلاى شو په لويديځ کې د قوانينو او د ټولنپوهنې او سياسي علومو پرمختګ،د مسلمانانو  له  پوهې د برخمنېدو او اقتباس  پايله وه .

  د اسلام د ټولنيز نظام د پيلامې ټکى،مدينې ته د پېغمبر اکرم مهاجرت و،چې د انصارو او مهاجرو په منځ  کې يې د ورورۍ په تړون،د “ورورولېزې د ټولنې”  بنسټ کېښود.

د مدينې “د ورورولېزې ټولنه” هغه مرکزي زړى دى،چې مسلمانانو ترې بېلګه اخسته او يووالي ته رسېدل؛خو که ترې لري شي؛نو خپاره واره به شي.

په خواشينۍ وايم دا لرېوالى او شيندنه د رسول اکرم تر وفات وروسته پيل شو،چې بېلګه يې د درېم خليفه خلافت و،چې پکې  خېښپالي او پوړيزه ټولنه رامنځ ته شوه.

 [ژباړن: وګورئ : ( ١) د مولينا مودودي د “خلافت او ملوکيت” پښتو ژباړه.

 (٢)سيد قطب؛ عدالت اجتماعى در اسلام،بخش سيستم سياسى در اسلام.

(٣) د عبدالحميدجودة السحارة ،”ابوذر”.]

 

د انسان خلافت او د پېغمبرانو شهادت

د معقول ټولنيز ژوند او د ((توحيدي ټولنې)) دا باور دى،چې انسان پر ځمکه د خداى ځايناستى او پېغمبران د امتونو د کړنو د سنجونې مېچ دي او همدا باور ((توحيدي ټولنه)) تر هغو ټولنو توپېروي،چې بنسټ يې شيطان او لارويانو يې اېښى وي.

 د انسان له خلافته مراد دادى،چې ټول انسانان د خداى له  لوري دنده لري په  غوره  توګه د ځمکې په ښېرازۍ لاس پورې کړي.

 قرآن وايي :

 ((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا أتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَتَعْلَمُونَ (بقره/٣٠)=(هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي  پرښتوو ته وويل:(( زه پر ځمكه ځايناستى، خليفه (استازى) ټاكم.)) (پرښتوو) وويل:(( (پالونكيه!)ايا ته داسې څوك ټاكې،چې فساد او وينه تويې كړي؟ (؛ځكه له آدم نه مخكې ځمكني موجودات پر فساد او وينه تويېدنه ككړ وو،كه د دغه انسان له پېدايښته موخه عبادت وي)؛نو موږ (خو) ستا ستاېنه كوو او تا پرسپېڅلتوب ستايو.)) خداى وويل:((زه،چې پرڅه پوهېږم تاسې پرې نهپوهېږئ.)) (97)

 او خداى تعالى پېغمبر اکرم پر خلکو شاهد ونيو او و يې ويل:

((وَكَذلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مِن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى‏ عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَحِيمٌ (بقره/١٤٣)= او په همدې توګه مو تاسې (چې  قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ،چې پر خلكو شاهدان اوسئ او پېغمبر پر تاسې شاهد وي او تاسې، چې پخوا كوم لوري ته مخ اړاوه،هغه مو يوازې ددې لپاره ټاكلى و، چې څوك په پېغمبر پسې ځي او څوك ترې مخ اړوي،دا كار ډېر سخت و؛خو نه هغوى ته چې خداى ورته لار ښوولې وه (او په دې هم پوه شئ،چې مخكېنۍ قبلې ته ستاسې لمونځونه سم وو) او خداى هېڅكله ستاسې ايمان [=لمونځ ] نه ضايع كوي؛ځكه خداى پر خلكو ډېر زيات مهربان (او) لوروونكى دى.)) (98)

 دلته له شهادته مراد دادى،چې پېغمبران د خلکو دکړنو د ارزونې مېچ او معيار شي. د خداى له لوري د انسان پر ځايناستې ګروهه کړاى شي څلور په زړه پورې پايلې  ولري:

1_ يوه چورليځ ته د انساني ټولنې منسوبول؛يعنې هماغه خداى،چې بشر يې خپل ځايناستى کړ او پر يوه مالک او خاوند ايمان راوړل،چې د هر څه پيدا کوونکى دى او دا هماغه توحيدي باور دى،چې پېغمبراکرم پرې د انساني ټولنې بنسټ کېښود او ټولو پېغمبرانو د( لا اله الا الله) جنډه پورته کړې وه او خداى څومره ښه ويلي چې:

((صِبْغَةَ اللّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ(بقره/١٣٨)= الهي رنګ ( غوره كړئ ! يعنې د ايمان، توحيد او اسلام رنګ) او كوم رنګ به تر الهي رنګه ښکلى وي ؟ او موږ يوازې هماغه لمانځو.)) (99)

2_ د ټولنيزو او توحيدي اړيکو ټينګول او د نومونو له عبادته د انسان  ازادي،چې د ډول  ډول  ظلمونو او ښکېلاک  لامل دي.

 قرآن مشرکانو ته وايي :

 ((مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلَّا أَسْماءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَاؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُوا إِلَّااياهُ ذلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ (يوسف/٤٠)= تاسې د هغه پر ځاى له (څو) نومونو پرته بل څه نه لمانځئ، چې تاسې او پلرو مو پر هغوى نومونه ايښي دي او خداى د هغوى پر(حقانيت) كوم دليل ندى نازل كړى،حكم يوازې د”الله ” دى؛امر يې كړى،چې له هغه پرته بل څوك مه لمانځئ، دا سم دين دى؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.)) (100)

3_په ټولنيزو اړيکو کې په خلکو کې د ورورۍ روحيه غښتلې کول. د ظالمانو واکمني له منځه وړل او د يو خداى پر غوره والي او واکمنۍ ګروهمنېدل؛نو طبيعي ده،چې د داسې باور په درلودو،ټول خلک له يو بل سره وروڼه او په انساني کرامت او حقوقو کې په ټولنه کې له يو بل سره اوږه په اوږه وي.

 قرآن کريم وايي: (( انسان  تر خپلې وسې  پړ دى.))

 ((وَأَن لَّيْسَ لِلاِْنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى( نجم/۳۹)=او دا چې انسان ته يوازې هڅه يې ده. (101)

4_ داسې ليد چې پر ځمکه خلافت، الهي امانت وبولي.

 قرآن وايي:

 ((إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُوماً جَهُولاً(احزاب/٧٢)= په حقيقت كې موږ اسمانو او ځمكې او غرونو ته (د تعهد،مكلفيت او الهي ولايت) امانت وړاندې كړ؛خو له منلو يې ډډه وكړه او ترې ووېرېدل؛خو (يوازې) انسان هغه پر اوږو كړ او په واقع کې هغه ډېر ظالم او ناپوه دى، (دا ځكه چې ددې ستر مقام قدر يې و نه پېژانده او پر ځان يې تېرى وكړ). (102)

 امانتوالي مسئووليت رامنځ  ته کوي  او چې  څوک مسووليت و نه لري،د امانت دروند  پېټى پر اوږو نه شي زغملاى او نه پر څمکه د خداى د ځايناستۍ دنده ښه  تر سره کولاى شي .

قرآن مسئووليت ته د پام په اړه  وايي :

 ((وَلاَ تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى‏ يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤولاً (اسراء/٣۴)=او د پلار مړي شتمنۍ ته  په غوره طريقه تر هغه ورنژدې شئ،چې مړانې ته ورسي او پر(خپلو) ژمنو وفا وكړئ،چې د ژمنې پوښتنه كېږي. (103)

 ځانمني او مادي انسانان نشي کړاى دنده پر غاړه واخلي او ځان له خپلې ټولنې ځار کړي او ځان په وړه  خبره بايلي او وارخطا کېږي.

 

د شهادت د ليکې بنسټونه

((پر زمانې قسم،چې انسان په تاوان کې دى؛خو هغوى چې ايمان يې راووړ او او نېکې چارې يې کړې او يو بل ته د حق او صبر سپارښتنه کوي .)) (د عصر سورت )

رسول اکرم د انسان د خلافت ليکه،د شهادت په ليکه غښتلې کړه،چې د خداى د پېرزوينې ښکارندوى شي او پېغمبران د انسان لارښوونې او ژغورنې ته مبعوث شوي،چې وروسته د شهادت ليکې ته امامانو او د اسلام پرهېزګارو علماوو په لاندې توګه دوام ورکړ:

1_د مؤمنو او نېکو انسانانو روزل.

2_د داسې ټولنې جوړول،چې “پر نېکيو امر او له بديو منع” پکې  دودوي،چې له دې لارې د فساد د خپرېدو مخنيوى وشي.

د الهي پېغمبرانو او لاييکو مشرانو توپېر دادى،چې پېغمبران خلکو ته بېلګه او پر کړنو يې ګواهان وو او د فساد له منځه وړو ستر لامل وو او هېڅکله له خپلې لارې کاږه نه شول او بېخي يې فکر ته ظلم رانغى، چې په دې اړه  قرآن وايي:

((لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ(104)= ظالمانو ته به د خداى تړون و نه رسي )) خو د مادي مشرانو کوښښ دا و،چې انساني فضايل او ارزښتونه له منځه يوسي.

 قرآن کريم وايي: ((الله تاسې غوره کړي يئ او پر تاسې يې د څه سختي نه ده ايښې،د خپل پلار ددين،چې هماغه ابراهيمي دين دى،لاروي وکړئ،چې او خداى مخکې له دې او په دې قرآن کې هم تاسې مسلمان ونومولئ،چې پېغمبر پر تاسې او تاسې هم پر نورو خلکو ګواه اوسئ.)) (حج/٧٨)

که مسلمانان وغواړي پر دې آيت عمل وکړي او انسانانو ته بېلګه شي؛نو پر قرآني اصولو دې منګولې ولګوي.

پېغمبر اکرم او نورو پېغمبرانو انسانان دوو جهادونو ته رابلل :

1_اکبر جهاد:

يعنې له نفس سره مبارزه،چې مؤمنان د دنيا والو له تېرايستو، شيطاني وسوسو،خپلسرۍ او شهوت پالۍ ساتي  او زهد، تقوا، اصلاح او وړتيا ته يې رابلي .

2_ اصغر جهاد:

يعنې له يرغلګرانو،استثمارګرانو او ظالمانو سره مبارزه او د مستکبرانو له منګولو ځان او نور ژغورل  .

بايد ووايم دا دواړه جهادونه د انبياوو د تکامل د کاروان په بهير کې يو ځاى او اوږه په اوږه  لار وهي  او د اسلام پېغمبر پرله پسې خپل اصحاب له اکبر جهاده، اصغر ته او له اصغره اکبر ته رابللي دي او اصحابو يې هم دا دواړه د يو بل تر څنګ کول او حکومت، مال  او شتمنۍ ته يې پام نه و او يوازې د خداى د خوښۍ د لاس ته راوړو په فکر کې وو؛نو ځکه يې په ډېر لږ وخت کې د پېغمبر اکرم اسماني موخو ته د عمل جامه واغوسته او ستر تمدن يې را منځ ته کړ.

نوې ټولنه

لکه چې و مو وويل: د اسلام او مسلمانانو له نظره،ټولنه هماغه وه،چې پېغمبر اکرم په مدينه کې جوړه کړه؛نو اوس لومړى پر “اصطلاح پوهنې” او بيا د “ټولنپوهنې” پر څو مهمو اصطلاحاتو رڼا واچاوهو:

1_ اصطلاح پوهنه:

  پوهان پر دې يوه خوله دي،چې د هرعلم د اصطلاحاتو پېژندل خورا اهميت لري او وايي چې:((د هرې  پوهې اصطلاحات بايد دقيق،هر اړخيزه او روښانه وي؛ځکه په علم کې ډېر اصطلاحات د ورځېني ژوند له اصطلاحاتو سره توپېر لري.)) (105)

 2_ټولنه: ( community):

 په ټولنپوهنې کې،ټولنه بنسټيز مفهوم دى او داسې يې ښوولې ده:

 ((يوه ډله انسانان،چې ګډ ژوند،دود،رواج او ميراثي عادتونه ولري او د يوه ځواک يا حکومت تابع وي.))

 ډېرى موروثي عادتونه او دودونه جاهلي ځانګړنې لري؛نو ځکه دا دودونه پېغمبر اکرم ورټل او پلي کول يې منع کړل او يوازې ګوتو په شمېر دودنه يې پرېښوول،چې ټولنې ته ګټور وو؛لکه مېلمه او مسافر ته ځاى ورکول او د مسافرو او بې کسو دفاع .

 

3_بنسټ:

 “ماک ايور” ټولنيز بنسټونه داسې ښوولي:

 (( په ټولنه کې د ټاکلو او متمايزو اړيکو بڼې ته وايي.)) [ وګورئ : رايت ، ف ، ج ، مبادى علم الا اجتماع ، ٧٥ مخ ]

د انګليسي  ټولنپوه؛”موريس ګينز برګ” له نظره،ټولنيز بنسټونه دادي:

 (( د ټولنې د وګړيو ترمنځ د الزامي ښوول شويو اړيکو شکلونو ته وايي.که ددې اړيکو اړخونه په ټولنه کې وي او که کوم يو يې له ټولنې بهر وي.))

د “کينز برګ” په تعريف کې د ((الزام)) ټکى ډېر ارزښت لري او له مخې يې ويلاى شو: که  د واده په څېر يو دود،ټولنې منځ ته راوړى وي؛نو پرې پا‌بندي او قوانينو ته يې غاړه نه اېښوولو ته هغه سزا پکار ده،چې حکومت ټاکلې وي او که کليسا منځ ته راوړى وي؛نو سرغړاندي ته يې هغه  سزا په کار ده،چې کليسا ټاکلې ده.

 کليسا هم يو ټولنيز بنسټ دى،چې د عبادت مرکز او د کورنيو د پاکۍ او کرامت  ساتندويه  ده.

په اسلام کې واده هغه بنسټ دى،چې پېغمبر اکرم  تاسيس کړى او هغه يې د خداى پر وړاندې سپېڅلى تړون ګڼلى،چې د ښځې د پاکلمنۍ او د حقوقو د ساتلو ضامن او د پاکې او مؤمنې کورنۍ د منځ  ته راتګ  لامل دى او د روغې او فاضلې  ټولنې د بنسټ وړومبۍ تيږه ده.

خو ځينې غير ديني ټولنې،بې له تړون او نکاح  څخه په بشري قانون، د مدني واده يا،د ښځې او سړي  د کوروالي وړانديز کوي، چې دا کار  ډېرى سوداګرۍ ته ورته  دى؛ نه واده  ته او ددې قانون په اړه  د شتمنو او سياسي مقاماتو لاس خلاص دى  او چې  کله يې په کار وي؛نو د ښځو په ژبه يې تفسيروي؛نو ځکه په دې وروستيو کې يې له هغو ښځو دفاع ته تشکيلات جوړ کړي،چې ظلم پرې شوى وي .

 هر څنګه چې وي،د داسې قوانينو طبيعي پايله د کورنيو،ماشومانو او ټولنې تباهي ده.

4_ عادتونه،دود او رواج (costoms):

 عادتونه؛يعنې تقليدي چارې يا د تقليد او لاروۍ پر بنسټ،ټولنيز‌ې چارې سر ته رسول.

 “واندت” وايي: ((عادتونه؛د پوهې له مخې هغه کړنې دي،چې په ټبريزه ټولنه يا توکم کې رامنځ  ته کېږي او ورو ورو  پراختيا او بدلون مومي.))

“ماک ايور” ګروهمن و،چې عادتونه د ټولنې اومه مواد دي  او “گينز برگ” باور درلود،چې عادتونه هغه کړه دي،چې د اجر او سزا لامل ګرځي. وايي:(( يومېرمنتوب (monogamy) د ټولنيز بنسټ په پرتله يو عادت دى؛که څه هم نن په  لويديځ کې دا مسئله ځانګړى دود دى،چې د پلي کوونکي او سرغړونکي ته يې قوانين په پام کې نيول شوي؛نو ددې نظر له مخې،دودونه د خلکو د منلو او نه منلو تابع دي.)) [وګورئ : مبادي علم الا جتماع ، ٥٧مخ ] او که اسلامي دودونه  له غير ديني دودونو سره پرتله کړو؛نو پوټى شک به هم پاتې نه شي،چې ټول غير اسلامي دودونه جاهلي دي؛ځکه دې ټولنو اسماني ارزښتونو ته شا کړې او جاهليت ته يې مخه کړې. هغوى د “صنعتي” او د فرانسې تر پاڅون وروسته د انسان  بې قيد و شرط ازادي مطرح کړه،چې د ډېرو ناوړو دودونو لامل شوه،چې يو تر هغوى “مدني واده” و،چې اشاره مو ورته وکړه،چې دا کار يې له اسلام څخه له مخه عربو ته  ورته دى؛خو په دومره توپېر،چې نن دا کار د قانون په  ملاتړ کېږي.ددې ناوړو دودونو يوه بله بېلګه  له پردي سړي  سره د مړوښې ښځې انډيوالي ده.

 په دې اړه  د “سويډن” پوهنتون يو استاد په خواشينۍ وايي:

  (( چې کله کور ته ځم؛نو ښځه مې را ته وايي: لږ وروسته راشه؛ ځکه انډيوال مې په کور کې دى او په خپل راتګ يې مه خپه کوه.))

په “ډنمارک” کې،له سړي سره د سړي واده  قانوني دى؛خو په “فرانسه” او نورو هېوادو کې قانوني نه دى؛خو قانوني بنديز هم نه لري. په “امريکا” کې جمهوري رياست  ته د نوماندۍ يو شرط د سم او قانوني واده  له  لارې زوکړه ده .

اسلامي دودونه ديني اړخ  لري او مسلمان  پوهېږي،چې ازادي يې په هغه ځاى کې  پاى  ته رسي، چې د نورو د ازادۍ  پيل دى  او همدا هراړخيز  قانون يې دې ته اړ باسي،چې د نورو د حقوقو خيال وساتي او د خپلو حقوقو  له  پولو  وا نه ړوي او د “امر بالمعروف او نهى عن المنکر” قانون يې کړنې تنظيموي .

اسلامي ټولنه پاکه او روغه ده،چې پکې  افراط (زياتى) او تفريط (کمښت) نه ليدل کېږي.

 

5_ دودونه،جشنونه او مذهبي مراسم:

 دا اصطلاح ګانې هغه کړنو ته پکارېږي،چې د بنسټونو او عادتونو پر خلاف،د اجر او سزا له امله نه تر سره کېږي؛بلکې هر يو ځان ته ښه دي او د ګډ ارزښت  ښکارندوى دي.

الف _دودونه (traditions):

 هغو افکارو او کړو وړو ته دودونه وايي ،چې پرې د باوري ذهن ته،د ستر قانون او يا لارې رايادوونکى وي او له يو نسله بل نسل ته لېږدي.

 دودونه کله په يوه ځانګړي  تفکر او ښوونځي پورې د تړاو نښه ده؛لکه  د”الماني نازيانو” او يهودانو توکم پالنه،چې داسې دودونه له اسلامه مخکې دودونو ته ورته دي.

 حضرت “محمد”(ص) ددې ټولو غلطو دودونو ټغر راټول کړ او متمدن او فرهنګي امت يې رامنځ  ته کړ،چې په دې اړه  ستر فرانسوي  عالم  “ژان  ژاک سيديو” وايي:

 ((“محمد”له خپرو عربو امت جوړ کړ؛ستر ملت چې حکومت يې په “اسپانيا” کې د “تاج” له سينده، د “هند” تر “گنگا” سيند پورې رسېده او هغه مهال، چې “اروپا” د منځنيو پېړيو په ناپوهيو کې ډوبه وه،اسلام په بېلابېلو سيمو کې د تمدن بېرغ ورپاوه .)) (106)

ب_ جشنونه:

 د خلکو يو ډول کړه دي،چې د ځينو چارو د معنوي ارزښت د څرګندولو په موخه،په بېلابېلو بڼو تر سره کېږي.غير الهي ټولنې ددې جشنو په سر ته رسولو کې د عرف او الهي شرايعو پر خلاف چارو لاس پورې کوي او که اسلامي ټولنې اخلاق او د اسلام سپېڅلي احکام رعايت کړي؛نو  له غير شرعي  چارو به  خوندي وي.

 ج_ مذهبي مراسم:

 دا مراسم جشنو ته  ورته دي او په هماغه موخه ترسره کېږي؛خو په دومره توپېر،چې دا مراسم په ځانګړو وختو؛لکه د مړي د ښخولو او سوځولو پر مهال ترسره کېږي. کېداى شي په “هند” کې د مړيو سوځول  له هغه چلنه جاهليت ته لږ نږدې وي،چې له مړيو سره په ځينو لاييکو هېوداو کې کېږي؛ځکه په دې هېوادو کې مړى وارثانو ته د سوداګريز توکي مثال لري،چې وارثان يې غړي په بيه پلوري.

 په دنيا کې هېڅ  مذهب او دين  د اسلام  هومره مړي ته درناوى نه لري؛ځکه مړي ته غسل ورکول،د جنازې لمونځ،په درناوي يې خارو ته سپارل،د مړي د روح  خوشحالۍ ته په مړي پسې خيرات او د قرآن ختم،ټول د مړي درناوى دى.

د_ ديني شعاير:

 يو مسيحي چې د پوهې له مخې،د وګړيزې يا ټولنيزې دندې په نامه ديني جشنو، د مړي ځانګړي مراسمو او کليسا ته ځي؛نو ددې کړنو ټولګې ته يې ديني شعاير وايي.

البته ډېرى ديني کړنې شته چې ګټورېداى شي؛خو پام مو وي،چې کله  وګړني عبادتونه د تکرار له  امله  بې مانا کېږي او يوازې پر عادت بدلېږي؛لکه يو مسيحي چې د حضرت عيسى مسيح عليه السلام د زوکړې شپه،په شرابو او مستۍ کې د ديني عمل په نامه تېروي.(بايد وويل شي ډېرى مسلمانان د “قدر شپه” تر سهاره په دعا تېروي)

6_ اتحاديې:

 په هره ټولنه کې د هغې ټولنې د ټولنيز جوړښت د څېړنې لپاره،د اتحاديو پېوستون ځانګړى ارزښت لري؛ځکه د اتحاديو جوړښت د ټولنې د جوړښت په څېر دى.

 اتحاديه  يوشمېر انسانان يو ګډ هدف ته د رسېدو لپاره منځ ته راولي.

@

 

په لا ييکو ټولنو کې

 د اتحاديو تر ټولو مهم بنسټونه

الف_د ازادۍ اصل:

 ددې اصل په پلي کولو کې ابهام دى او روڼوالى پکې  نه شته او ابهام يې ددې لامل شوى،چې خلک خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له هرې لارې او وزلې ګټه واخلي؛ نو ځکه يې کله د غوښتنو،قوانينو او ټولنې د مهمو ښېګړو تر منځ تناقض، جاهلي کړنې او  ګډوډي  رامنځ  ته کېږي.

ب_ګټه:

 کله کله،ډېرې ګټې ته د رسېدو لپاره د وګړيو او شرکتونو ترمنځ  داسې سيالۍ را منځ  ته  شي، چې  په  اسانۍ خپل  لاسونه د يو بل  په وينو ککړوي.

 په اسلامي اتحاديو کې پتمنه سيالۍ او د اسلام د احکامو رعايتول،له هر څه لومړي دي او ويلاى شو اسلامي هېواد د عابدو وګړيو،متقى اتحاديو او څښتن لمانځو ټولنو ټولګه ده.

 که په اسلامي ټولنه کې اسلامي احکام او ((مؤمنان سره ورونه دي)) اصل پلي شي؛ نو د چا حق  به  و نه تروړل شي.

 په مدينه کې تر مېشتېدو وروسته،د ورورۍ د اصل اعلان يو ستر  ګام  و،چې پېغمبر اکرم پورته کړ او د مهاجرو او انصارو لاس يې ونيو او و يې ويل:

((د خداى په  لار کې د خداى لپاره سره ورونه شئ .)) پېغمبر اکرم په دې ښکلي چار د انساني ټولنې بېلګه جوړه کړه،چې بيا به ‌يې هيڅوک هم جوړه نه کړاى شي؛خو هغوى چې کړه وړه يې د اسلامي احکامو له مخې وي .

مهاجرو د سوداګرۍ دنده درلوده او پر کښت او کرنه دومره نه پوهېدل او د انصارو له وربښلو ځمکو يې ګټه نه شوه اخستاى؛نو ځکه انصارو هوډ وکړ د مهاجرو ځمکې هم وکري او ګټه يې سره ووېشي؛نو ځګه د غوره ټولنې جوړولو لپاره، د کښت  زحمت هم د مهاجرو له  اوږو  پورته کړاى شو. ددې  ټولنې بښنه، سړيتوب او ځواني يوازې دا نه وه؛بلکې د ايثار او سرښندنې تر بريده ورسېده. تاريخپوهانو ليکلي،چې يوه ور‌ځ پېغمبر اکرم ته يو مېلمه راغى،چې په کور کې يې خواړه نه وو، چې دا مهال يو انصاري راغى او مېلمه يې له ځان سره بوت او هغه ورکړه لږ خواړه يې د مېلمه مخې ته کېښوول او له خپلې کورودانې يې وغوښتل  ډيوه مړه کړي او په خپله يې هم خوړو ته  لاس  ورووړ او داسې يې ښوول، چې خواړه خوري،تردې چې مېلمه ټول خواړه وخوړل. پر سبا رسول اکرم د انصاري کور ته ورغې او ورته يې وويل:((خداى پر هغه چار درنه ډېر خوشحاله شو،چې له مېلمه سره دې وکړ .))

 په تاريخ  کې راغلي،چې  حضرت”عبادة بن صامت” ته يې ډالۍ راوړه.حضرت “عبادة” وويل:((د پلاني کور ته يې يوسئ،چې ډېره اړتيا لري.))حضرت “وليد” د “عبادة” زوى وايي:((ډالۍ مې واخسته او د هر چا کور ته به مې،چې وړه؛نو راته يې ويل،چې د پلاني کور ته يې يوسه،چې تر ما ډېر اړ دى او په پاى کې ډالۍ هيچا  وا نه خسته او بېرته د “عبادة” کور ته را ستنه شوه.))

غير ديني افکار د بشر ستونزې نشي هوارولاى او په خپله هم پردې  بېوسۍاعتراف کوي؛ځکه و يې نه کړاى شو په وګړيو کې له ټولنې  سره  تړاو او پکې  د ټولنې لپاره د سرښندنې احساس راژوندۍ کړي او له ډله ييز عقله په انکار يې  لاس پورې  کړ.

“اډوارډ مونتيه” د سويس  ختيځپوه (1856_927)  وايي:

 (( د “محمد” ديني سلېښت او اخلاص،هر څېړونکى حېرانوي؛هغه له شرک،بوت لمانځنې او غندليو کړنو سره،په پرله پسې مبارزې جوت کړل،چې په واقعي مانا ديني مصلح  و؛خو ډېرو د ناپوهۍ او ځينو د تعصب له امله و نه پېژانده او حق يې  پوره  نه کړ.))

[ وګورئ: د “حاضر الاسلام و مستقبله”].

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست