تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه علمي تواضع علمي تواضع او عاجزي بېلابېلې څانګې لري: یوه مشهوره مانا یې دا ده چې عالم په خپل علم د غرور، ویاړنې او کبر په ګړنګ کې و نه لوېږي او بله مانا یې دا ده چې عالم د انسان د عقل او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

علمي تواضع

علمي تواضع او عاجزي بېلابېلې څانګې لري:

یوه مشهوره مانا یې دا ده چې عالم په خپل علم د غرور، ویاړنې او کبر په ګړنګ کې و نه لوېږي او بله مانا یې دا ده چې عالم د انسان د عقل او پوهېدو په محدودیتونو خبروي. که دا محدودیتونه و نه پېژندل شي، د انسان عقل به له خپل بریده واوړي او په یوې داسې محدودې کې به پښه ورکېدي چې له آره ورننوتل ورته مقدر او ټاکل شوي نه ول. دا چار یو ډول کبر، ځان او نور هلاکول دي.

د علم د زده کړې شرط په تېره په اوچتو مراتبو کې یې دا دی چې وګړی د خپلې پوهې او علم برید وپېژني. دا خبرتیا به انسان پر ډېری بې ځایه چارو له بوختیا او د فکر او پانګې له پوپنا کېدو خوندي کړي. عالم دا دی، چې پوه شي، پر څه باید پوه شي او عالم دا دی چې پوه شي، پر کومو څېزونو پوهېدای شي.

تېرو فیلسوفانو د عارفانو پر خلاف د عقل محدودیتونو ته پاملرنه نه درلوده

عارفانو مو په تېره پر فلاسفه و نیوکه کوله چې کله یې خپل عقل په داسې ځایونو کې کارولی چې د تعقل او عقل کارونې برید نه و. د تعجب ځای دی چې زموږ د تېرو په فلسفه کې په مطلق ډول د عقل د حدود او پولو په باب څه ویینه نشته.

په رښتیا د هېښتیا لامل دی چې زموږ حکیمانو- چې زموږ ستر عقلمن ول او ټوله پانګه یې په عقل، حکمت او منطق کې رالنډېده- ان یو ځل هم را ونه لټېدل چې د عقل برید وټاکي او معلوم کړي چې عقل له آره څه کړای او څه نشي کړای، کومو برېدونو ته ورننوتای او کومو ته نه.

په رښتینه کې ډېری عارفان ول چې پر فیلسوفانو یې ټکې کولی او په جزوي عقل یې نیوکې کولې او دا یې د انبیاوو پر وړاندې د یوې بلنې او داعیه خاوند باله.

که مولوی ویل: «پای استدلالیان چوبین بود» دلیل یې دا و چې حکیمانو ته دا ټکی وریاد نه و. عارفانو له ناچارۍ حکیمانو ته باخبري ورکوله چې عقل هم یو برید لري او تر یوه ځایه ورباندې تکیه وهلای شو. البته عارفانو کله هم په دې اړه کومه سیستماتیکه ویینه راوړاندې نه کړه او له حکیمانو سره یوې عقلانې مناقشې او ویینې ته راوړاندې نشول. یوازې یادونه یې وکړه چې هر څیز د عقل د ډیوې په ړنا لیدای نشو. د عارفانو له نظره، عقل د انسانانو له روان دنیوي ژوند سره وړ او اړخ لګوي او له دې بریده ورها خوا یې، رڼا تتېږي:

هم درین سوراخ بنایی گرفت

در خور سوراخ دانانی گرفت

د انسانانو پوهه، د ړوند موږک د سوړې جوړونې د فن هومره ده چې پکې اوسي او سترګې یې هومره ویني چې تر ځمکې لاندې کار وکړي. شیخ محمود شبستري، دې ډول عقل او پوهې ته «فضولي عقل» ویلي دی.

ز  دور اندیشی عقل فضولی

 یکی شد اشعری، دیگر حلولي

په لویدیځ کې د کره کتنې ښوونځي د بشري عقل او ژبې بریدونو ته ټینګه پاملرنه لري

 «بوالفضول عقل» هغه عقل دی چې له خپل مجاز بریده یې پښه وراړولې ده. د مولوي په مثنوي کې په تېره، دومره د عقل په غندنه او نقد کې خبرې راغلي چې عاقلان او عالمان کړوي! البته د مولوي نیوکې حکیمانه او اورېدوني دي. مراد یې د عقل شړل نه دي. منظور یې د حماقت تاییدول نه دي. مطلب یې دې ټکي ته د پام وراړول دي چې یو لړ حقایقو او عوالمو ته د عقل لاسرسی نشته. موخه یې د دې مانا څرګندونه ده چې نظري عقل په دلیل پسې ورځي او عملي عقل په وسیلې او وزلې پسې. یو په دلیل، مدعا ازبادوي او بل په وزله، موخې ته وررسي. دلیل هغه سترګو ته دی چې بې سترګیو نه ویني او وزله هغه اختیارمن او لر اندي ته ده چې په خپل ګومان، موخه ټاکي؛ خو هغه چې حقیقت بربنډ ویني یا هغه چې مجذوبانه (نه مختارانه) حرکت کوي، له دلیل او وزلې، مستغني او بې پروا دی:

گر دخان او را دلیل آتش است

بی دخان ما را در آن آتش خوش است

عقل په حقیقت کې د زړه په لاس یوه وزله ده، څه چې زړه ویني عقل ورته دلیل راوړي او څه چې زړه غواړي عقل ورته وسیله سازي کوي. دا د جزوي عقل شان او ځانګړنه ده؛ خو د کلي عقل قصه بله ده او دا دعقل عقل دی چې په غوره کړای شویو (اصفیا) او ولیانو پورې تړاو لري او له معقولاتو او استدلالاتو عین خوشې کېدل دي:

بند معقولات آمد فلسفی

شهسوار عقل عقل آمد صفی

په لویدیځ کې د انسان عقل او ژبې برېدونو او معرفت پېژاندو مسایلو ته، سیستماتیکه پاملرنه وراړول شوې ده او د «کره کتنې» فلسفي ښوونځیو هڅه کړی چې د عقل برید او ورپسې د ژبي برید وټاکي او له دې لارې معلوم کړي چې له آره انسان پر کومو څېزونو پوهېدای او له آره کوم څیزونه ویلای شي.د دي ښوونځیو له نظره، له دې مجازي کړۍ وتل، به په بې مانا اندنې او چټي خبرو پای ته ورسي.

  په دیني متونو کې یې عقل یو لړ ویینو ته له ورننوتو باخبر کړی دی

 هو، مهم د دې ټکي منل دي چې د انسان عقل هغه الوتونکی نه دی چې هرې هسکې څوکي ته ورالوتای شي. په دیني معارفو او ښوونو کې هم په دې هکله باخبري راغلې ده. دا باخبري که عامو ته وي یا خاصو ته، په هر حال د دې ښودونکې ده چې یو شمېر خلک، په ځینو مواردو کې له یو شمېر ویینو، پوښتنو ګروېګنو او مناقشو منع شوي دي. د بېلګې په توګه په روایاتو کې راغلي:

لا تفکروا فی ذات الله و لکن تفکرو فی الاء الله

«د الله تعالی په ذات کې فکر مه کوﺉ؛ بلکې په نعمتونو کې یې غور وکړﺉ. »

دا روایت ښیي چې د انسان عقل، داسې تله نه ده چې هر څیز پرې وتلل شي.

علي (ک) د نهج البلاغې په دوو ځایونو کې پر دې مطلب لګیا شوی چې د پاملرنې او سوچ وړ دی:

ړومبی ځای یې د «اشباح» خطبه ده چې د نهج البلاغې له مهمو او درنو خطبو ځنې ده. د خطبې په سرېزه کې راغلي، چې یو تن له علي (ک) غواړي چې خدای ورته داسې معرفي کړي، چې ته وا خدای په ښکاره ویني. داسې ښکاري چې ته وا دې سړي بې ځایه تمه درلوده او له لیدو یې مراد، حسي لیدل و؛ ځکه د خطبې په همدې روایت کې راغلي چې علي (ک) د سړي په پوښتنې غوسه کېږي. (په بل روایت کې په بل ډول راغلي او پوښتونکي له علي (ک) پوښتلي چې خدای رامعرفي کړه چې د مینې او معرفت د زیاتوالي لامل مې شي).

هو، علي (ک) په دې خطبه کې، د خدای د صفاتو او افعالو په اړه د پیلامو او مقدماتو تر یادولو روسته، پوښتونکي ته وایي:

فَانْظُرْ أَيُّهَا السَّائِلُ فَمَا دَلَّكَ الْقُرْآنُ عَلَيْهِ مِنْ صِفَتِهِ فَائْتَمَّ بِهِ وَ اسْتَضِئْ بِنُورِ هِدَايَتِهِ وَ مَا كَلَّفَكَ الشَّيْطَانُ عِلْمَهُ مِمَّا لَيْسَ فِي الْكِتَابِ عَلَيْكَ فَرْضُهُ وَ لَا فِي سُنَّةِ النَّبِيِّ ( صلى الله عليه وآله ) وَ أَئِمَّةِ الْهُدَى أَثَرُهُ فَكِلْ عِلْمَهُ إِلَى اللَّهِ سُبْحَانَهُ فَإِنَّ ذَلِكَ مُنْتَهَى حَقِّ اللَّهِ عَلَيْكَ

«پوښتونکیه، غوره کړه! قرآن چې کوم الهي اوصاف درښیي، هماغه واخله او د قرآن د لارښوونې په ړنا کې، مخ پر وړاندې وردرومه، د خدای په کتاب، د نبي (ص) او د هدایت د امامانو په سنتو کې چې د کومو څیزونو نامې او نښې نه وي، خدای ته یې ورپرېږده، چې د خدای نهایت حق درباندې دی.

یعنې خدای تر دې ډېر در څخه نه غواړي.

ورپسې علي (ک) «په علم کې د راسخانو» (چې له قرآنه اخستل شوی تعبیر دی) په اړه څرګندنې لري:

وَ اعْلَمْ أَنَّ الرَّاسِخِينَ فِي الْعِلْمِ هُمُ الَّذِينَ أَغْنَاهُمْ عَنِ اقْتِحَامِ السُّدَدِ الْمَضْرُوبَةِ دُونَ الْغُيُوبِ الْإِقْرَارُ بِجُمْلَةِ مَا جَهِلُوا تَفْسِيرَهُ مِنَ الْغَيْبِ الْمَحْجُوبِ فَمَدَحَ اللَّهُ تَعَالَى اعْتِرَافَهُمْ بِالْعَجْزِ عَنْ تَنَاوُلِ مَا لَمْ يُحِيطُوا بِهِ عِلْماً وَ سَمَّى تَرْكَهُمُ التَّعَمُّقَ فِيمَا لَمْ يُكَلِّفْهُمُ الْبَحْثَ عَنْ كُنْهِهِ رُسُوخاً

«او پوه شه چې په علم کې راسخان،هغوی چې علم یې د روح په تل کې ناست دی، هغه کسان دي چې د پټو چارو په اړه د نا پوهۍ اعتراف یې لامل شوې چې د غیبو د ورونو پر وړاندې تم شي او نظر ښکاره نکړي او خدای پر غیبو له علمي احاطې د بېوسۍ اعتراف ستایلې ده.»

«او پر نا مکلفو چارو ژورې کتنې او ویینې نه کولو ته «په علم کې رسوخ» ویل شوی دی» .

«په علم د رسوخ» مانا

اهل تعمق په دې مانا دی چې څوک ځان خوشې پر یوه داسې چار نه بوختوي چې پایله نلري او که ویې هم لري حاصل به یې زیانمن وي. دا ډډه کول «په علم کې رسوخ» دی. نو ځکه په ځینو ځایونو کې «په علم کې رسوخ» پر یو مطلب د ښه پوهېدو» پر مانا نه؛ بلکې «د پښې نه راوړاندې کولو» پر مانا ده. په دې مانا ده چې انسان پوه شي په کومه محدوده کې نباید وړاندې ولاړ شي او له آره کومې چارې ناپوهېدوني دي. په بله وینا کله «په علم کې رسوخ» په دې مانا دی چې وګړی په ځینو څېزونو نه پوهېږي او ښه هم پوهېږي چې دا څېزونه د پوهېدو لپاره نه دي او پر دې څېزونو پوهېدنه هم ترې غوښتل شوې نه ده. البته عقلمن د پوهېدو پر برید باندې د پوهېدو لپاره عقل ته او مکلف، شرعي مکلفیت ته رجوع (او ورمخه) کوي.

ډېری ستونزې د ناویلو چارو له ویلو راولاړې شوي دي

 په رښتیا د بشر ډېرې ستونزې په دې پار رامنځته شوي کوم کس یا کومو کسانو چې خپل برید پېژندلی نه دی او داسې ډګرونو او معرکو ته یې وردانګلي چې نباید دا کار یې کړی وای؛ نو ځکه د دې پر ځای چې کومه تپه تیاره لرې کړي او کومه غوټه پرانځی؛ پر تیارو یې تیاره ورزیاته کړې او غوټه یې لا ډېره غوټه کړې ده:

ظالم آن قومی که چشمان دوختند

ز آن سخنها عالمی را سوختند

عالمی را یک سخن ویران کند

روبهان مرده را شیران کند

(مثنوی)

د نړۍ ستونزې د چوپتیاوو او سکوت په پرتله له ویلو ځنې راولاړې دي او د چوپو عالمانو یا ناپوهانو په پرتله کړتنو عالمانو یا عالم ډولو ستونزې رامخې ته کړي:

لو سکت الجاهل رفع الاختلاف: که ناپوهان چوپ کېناستل، کړکېچونه هوارېدل.»

ډېرې لانجې په دې پار رامخې ته کېږي چې یا یو تن یو ډګر ته وردانګلي چې له آره د وردانګلو ځای نه و، یا دې ځانګړي انسان ته یې وردانګل روا نه و.

نو ځکه له معرفتي او عقلي پلوه او له نفس سره د مجاهدت په غوښتنه او پر خلکو د مهربانۍ لپاره، باید دوو ټکیو ته ټینګه پاملرنه وکړو: ړومبی ټکی شخصي او وګړنی دی او دویم ټکی جمعي او ټولیز دی. له وګړیز لید لوري، وګړي باید خپل برید وپېژني او دا عین تواضع ده. «تواضع» د غوړه مالۍ او ظاهري درناوۍ پر مانا نه ده. تواضع یعنې دا چې انسان ځان او خپل برید وپېژني او پوه وي چې کومې چارې کړای او کومې نشي کړای او د زړه په هیلو پسې ورنشي او هوسونه خپل مقتدا نکړي او علم له هوس سره وانغږي.

خو له جمعي او ټولنېزې لیدلوري، انسانان له آره باید پوه شي چې د هر معرفت برید تر کومه ځایه دی. هغه کار ته ورته چې کانت د «متافزیک» په اړه وکړ چې وس او امکانات یې ورڅرګند کړل، په دې اړه یې خبره پرېکړه او فصل الخطاب نه دی. خو د دې ډول علم پېژندنې یو مصداق را پر ګوتو کوي. یا زموږ د عارفانو په څېر چې دوی هم، د عقل برید را پر ګوتو کوي. لکه چې غزالي او مولوي د فیل او تیارې کوټې په قصه کې راوړي. په هر حال که دا محدوده او بریدونه و نه ټاکل شي، انسانانو به عمر د روزۍ په لاس ته راوړو کې تېر کړی نه وي؛ بلکې ضایع کړی به یې وي. همدغسې د نهج البلاغې په یوه بل ځای کې راغلي چې علي (ک) د قدر او تقدیر په اړه وپوښتل شو، او ده ورته وویل چې تیاره لار ده او پښه پکې مه ږدﺉ:

طریق مظلم فلا تسلکوه.

بیا یې ډېره څرګندنه ترې وغوښته، امام ورته وویل:

«بحر عمیق فلا تلجوا: ژور سمندر دې پکې مه غوپه کېږﺉ»

پوښتونکیو بیا ځلي په ټینګار خپله پوښتنه اوڅار کړه. امام وویل:

سر الله فلا تتکلفوه: دا د خدای راز دی، ځان مه په تکلیفوﺉ» (کلمات قصار، ۲۸۷ ګڼه)

دا هغه ځای دی، چې باید له تکلفه ډډه وشي.

البته علي (ک) د نهج البلاغې په نورو ځایونو کې د پوښتونکیو او اورېدونکیو د حالاتو په پامنیوي د قضا و قدر او الهي تقدیر په اړه څرګندنې کړي؛خو په دې خاص ځای کې یې څرګندونې، لږ تر لږه راښیي چې یو ډله خلک دا ډول پوښتنې ځوابولای نشي او که پر دې ډول چارو بوخت شي، نه یوازې ځواب نه مومي چې چټي او خوشې خبرې راولاړوي او په تیارو پسې لا تیاره کوي. په حقیقت کې په مسیحیانو او مسلمانانو کې د کلامي تفکر تاریخ د علي (ک) د دې خبرو رښتینتوب ته غوره ګواه دی.

د هدایت تر لاسه کولو لپاره، نباید هرې فکري جګړې ته ورودانګو

لنډه دا چې علي (ک) خپل زوی امام حسن ته ډېره مهمه سپارښتنه کړې او هغه کسان یې په قدر ښه پوهېږي چې یوه ورځ د هدایت اندېښنې چیچلی. دا سپارښتنه په تېره هغو کسانو ته چې د هدایت موندنې د لارې په پیل کې وي خورا اهمیت لري. د هدایت موندنې او عالم کېدو شرط دا نه دی چې انسان هرې جګړې ته ورودانګي. دا پوره باطله، چټي او بلکې هلاکوونکې انګېرنه ده. د هدایت موندنی شرط دا دی چې وګړی په پیل کې پوه شي چې کومو جګړو ته ور ونه دانګي. دا پرهیز او ډډه کونه په مطلق ډول د ناپوهۍ خپلولو پر مانا نه ده؛ بلکې کټ مټ «په علم کې د رسوخ» نښه ده.

د لارې په پیل کې تازه کاري د هدایت زده کړیال د دې لپاره چې ومومي کوم ډګر ته ورودانګي او له کومه ډډه وکړي؛ باید د تېرو صالحینو تګلارې ته وویني؛ یعنې باید هغه کسان خپل مقتدا او متکا کړي چې دوه مهمې ځانګړنې ولري:

ړومبی دا چې د هدایت اندېښنه ولري، دویم دا چې پاکي ور پر برخه شوي وي. هدایت لټوونکی د پاکانو د دود او تګلارې په کتنې، د لارې په پیلامه کې، خپل سلوک ښه تنظیمولای شي. په دې حال کې هیله ده چې ورو ورو په الهي مرستې سمه لار ښه ورښکاره شي.

له خدایه غواړو چې د خپل رحمت ورونه راپرانځي. زموږ عمر دې په خپل عبادت او خدمت کې تېر کړي او توفیق راکړي چې له نفس سره مبارزه وکړو او پر خلکو ولورېږو.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست