تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر الأعلى سورت تفسیر   اعلی سورت نولس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. هغه سورتونو ته مسبّحات وايي، چې د الله په تسبیح پیلېږي او دا سورت د مسبّحاتو له ډلې روستی سورت دی. د سورت نامه، له لومړي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

الأعلى سورت تفسیر

 

اعلی سورت نولس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

هغه سورتونو ته مسبّحات وايي، چې د الله په تسبیح پیلېږي او دا سورت د مسبّحاتو له ډلې روستی سورت دی.

د سورت نامه، له لومړي آیته اخستل شوې، چې الله د «اعلی» په ځانګړنه ستایل شوی دی.منځپانګه یې په دوو برخو ویشل شوې، چې لومړۍ برخه یې پېغمبر اکرم (ص) ته خطاب او دویمه برخه یې د مؤمنانو، کافرانو او ددې دوو ډلو د نېکمرغۍ او بدمرغۍ د لاملونو په باب ده.

په روایتونو کې سپارښتنه شوې، د اختر (فطر او قربان) د لمونځونو په لومړي رکعت کې دې اعلی سورت تلاوت شي[1].

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

سَبِّحِ اسْمَ رَبِّکَ الْأَعْلَی«1» اَلَّذِی خَلَقَ فَسَوّی«2» وَ الَّذِی قَدَّرَ فَهَدی«3» وَ الَّذِی أَخْرَجَ الْمَرْعی«4» فَجَعَلَهُ غُثاءً أَحْوی«5»=د خپل ډېر اوچت پالونكي نامه وستايه؛ هغه [پالونكى]چې [ټول څيزونه] یې پيدا او انډول كړل، او هغه [پالونكى] چې [هر څه يې] اندازه كړل او لار يې وروښووله، او هغه [پالونكى] چې (ګیاه) څړځایونه یې رادبره کړل؛  نو [لږ روسته] یې وچ تور وګرځول.

 

ټکي:

*د الله د نامې تسبیح؛ یعنې نه یوازې ذات ته یې شریک قایل نه شو؛ بلکې نامې ته یې هم شریک قایل نه شو او د نورو نامه د الله له نامې سره په یوه لیکه کې را نه وړو؛ لکه ځینو التقاطي ډلو به چې ویل: «د الله په نامه او د الله د مېړني ولس په نامه»

په قرآن او حدیث کې ډېری نښې دي، چې د اسلام د سپېڅلیو نامو درناوي ته يې ځانګړی پام دی؛ لکه څنګه چې دا آیت وايي: د ذات پر تسبیح سربېره یې باید د پالونکي نامه هم سپېڅلې وګڼې. په بل ځای کې وايي: د رسول الله نامه د خپلو نامو په څېر ساده مه اخلئ:«لا تَجْعَلُوا دُعاءَ الرَّسُولِ بَیْنَکُمْ کَدُعاءِ بَعْضِکُمْ بَعْضاً[2]»په بل ځای کې وايي: ولې پرښتو ته د ښځو په نامه غږ کوي: «لَیُسَمُّونَ الْمَلائِکَهَ تَسْمِیَهَ الْأُنْثی(([3] او پېغمبر اکرم (ص) به د خپلو یارانو نامناسبه نامې بدلولې.

*د پنځون او ښیون مسله د طه سورت په پنځوسم آیت کې هم راغلې ده، هلته چې فرعون حضرت موسی وپوښت: پالونکی دې څوک دی؟ و یې ویل: «رَبُّنَا الَّذِی أَعْطی کُلَّ شَیْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدی» ناویلې څرګنده ده، چې له دې ښیونه مراد، تکویني ښیون دی، چې الله په موجوداتو کې ایښی دی. د بېلګې په توګه: د مور بدن ته یې داسې ښیون وکړ، چې شیده جوړ کړي او نوزېږي ته یې ښیون وکړ، چې د مور د تي پر لور ورشي او تی دې وروي.

په وخت تېرېدو، د موجوداتو تکويني ښیون ښه پوهېدل کېږي. همدا چار دی، چې په زرګونو څېړونکي یې څېړنې ته اړ ایستي، چې څنګه مارغان او کبان، تر سلګونو کیلومټرو لار وهنې روسته، بیا هم خپل ځای ته راستنېږي. الهي ښیون په هر موجود کې یو څه ایښي، چې هغه د خپل تکامل پر لار مخکې بوځي. د خاورې ذرې مېوه شي، مېوه څاڅکی او بیا انسان او د انسان بدن بېرته خاورې شي.

«سَوّی» د تنظیمولو په مانا دی. د اسمانلارو – کهکشانونو له نظامه نیولې، د یوې ذره بیني حشرې پر وجود تر واکمن نظامه. «غُثاءً»؛ یعنې وچ بوټی او خشاک او «أَحْوی»؛ هغه زرغونوالي ته وايي، چې مخ په تورېدو وي. (شین توربخن).

*ان یوه پاڼه او ناڅيزه خشاک هم پر خپل حال پرېښودل شوې نه ده. هغه ښېرازه ځای، چې زموږ د سترګو مخې ته، وچ او تورېږي، د الهي ښیون په نظام کې دی؛ ځکه هماغه وچه پاڼه په بله ماده بدلېږي، چې انرژۍ، د ځمکې ځواک او ونې ته پکار ده او که ډېرې وي؛ نو په سکرو اوړي او یا خاورې ته نورې ګټې لري.

 

پېغامونه:

1-د الله (ج) نامه سپېڅلې ده؛ نو له هر ډول سپکاوي یې ډډه وکړئ. «سَبِّحِ اسْمَ رَبِّکَ»

2-ناوړه ځانګړنې د الله (ج) د نامې ترڅنګ مه راوړئ. «سَبِّحِ اسْمَ رَبِّکَ»

3-د الله (ج) ځانګړې نامې پر نورو مه ږدئ. «سَبِّحِ اسْمَ رَبِّکَ»

4-د هغه تسبیح مو د ودې او روزنې لامل دی. «سَبِّحِ اسْمَ رَبِّکَ»

5-د شرک لرې کولو پازوالي، په لومړۍ درجه کې د اسماني مشرتابه او ورپسې د هر مؤمن پر غاړه ده. «سَبِّحِ»

6-بشپړ توحید، د هغه د ذات په سپېڅلي ګڼلو او د نامې په تسبیح کې یې دی. «سَبِّحِ اسْمَ رَبِّکَ»

7- الله (ج) تر هرې وینا، لیکنې او انګېرنې غوره دی، هغه په ټولو کمالاتو کې غوره دی. «رَبِّکَ الْأَعْلَی»

8- الله (ج) یوازې پنځګر نه؛ بلکې د هستۍ او ژویو چارسمبالی هم دی. «خَلَقَ فَسَوّی»

9-د موجوداتو ظرفیت او ښیون، د پنځون د موخې درلودو دلیل دی. «قَدَّرَ فَهَدی»

10- الهي احکام له حکمت او دلیل سره دي. د الله (ج) نامه تسبیح کړه؛ ځکه هغه اعلی دی، پنځونه یې وکړه، سمبال یې کړه او ښیون یې ورته وکړ.(سَبِّحِ … اَلْأَعْلَی ، خَلَقَ فَسَوّی وَ الَّذِی قَدَّرَ فَهَدی)

11-د پنځېدلیو تکویني ښیون، په بېلابېلو څېرو کې دی، کله زرغون، کله وچ؛ خو دواړه د ښیون په چورلیځ کې دي. «أَخْرَجَ الْمَرْعی فَجَعَلَهُ غُثاءً أَحْوی»

 

سَنُقْرِئُکَ فَلا تَنْسی«6» إِلاّ ما شاءَ اللّهُ إِنَّهُ یَعْلَمُ الْجَهْرَ وَ ما یَخْفی«7»=دا دی (قرآن) درلولو؛ نو نه به يې هېروې؛ خو بې له هغه چې د الله خوښه وي؛ ځکه هغه په ښكاره وو او څه چې پټېږي پوهېږي؟

 

ټکي:

«سَنُقْرِئُکَ» د «قرء» له جرړې او د افعال باب دی.«اقراء» په لغت کې؛ یعنې قاري یې ووايي او استاد ورغوږ شي او غلطۍ یې ورسمې کړي؛ خو د پېغمبر اکرم په باب،«اقراء»؛ یعنې موږ به داسې ځواک درکړو، چې قرآن به بې کمۍ او سم ووایې او هغه څه به هېر نه کړې، چې موږ درنازل کړي[4]. «سَنُقْرِئُکَ فَلا تَنْسی»

د «إِلاّ ما شاءَ اللّهُ» غونډله – جمله استثنایي ده، چې د الهي مطلق ځواک ویلو ته راغلې، چې وپوهوي، الله (ج) وسمن دی، چې ان ددې ځواک تر ورکولو روسته پېغمبر هم په هېر اخته کړي. (؛لکه څنګه چې د جنتیانو په باب وايي: جنت ورته همېشنی دی او د الله ورکړه پرې نه پرې کېږي؛ خو بیا هم د «خالِدِینَ» او «عَطاءً غَیْرَ مَجْذُوذٍ» ترمنځ وايي: «إِلاّ ما شاءَ رَبُّکَ[5]»؛ خوداچې پالونکی دې وغواړي، چې هغوی له جنته بهر او پېرزو پرې بنده کړي. او دا ځکه چې ووايي: د الله لاس تړلی نه دی.)

 

پېغامونه:

1- د هستۍ پنځونه او تکویني ښیون یې د انسانانو تشریعي او مانیز ښیون ته سریزه ده. «سَنُقْرِئُکَ» (هغه الله، چې بوټی له خاورې راټوکوي؛ نو څنګه به د انسان مانیزې وړتیاوې نه څرګندوي؟«سَنُقْرِئُکَ»)

2- پېغمبراکرم (ص)، چې هر څه لري، له وحې دي، په ګانده – راتلونکې کې یې هېرېدو ته اندېښنه درلوده، چې الله (ج) ورسره د نه هېرېدو ژمنه وکړه. «سَنُقْرِئُکَ فَلا تَنْسی»

3- رسول الله صلی الله علیه و آله له هر ډول نسیان او هېرونې خوندي دی. «فَلا تَنْسی»

4- پېغمبراکرم د ټول قرآن حافظ و. «فَلا تَنْسی» ( د پېغمبر اکرم (ص) یوه معجزه دا وه، چې په یوه ځل اورېدو یې ان اوږده آیتونه تل یاد و).

5-د الله (ج) لاس تړلی نه دی او کولای شي، هغه درځنې واخلي، چې درکړي یې دي. «سَنُقْرِئُکَ فَلا تَنْسی إِلاّ ما شاءَ اللّهُ»

6-که څه الله (ج) کله هم ژمنماتی نه دی «وَ لَنْ یُخْلِفَ اللّهُ وَعْدَهُ[6]»؛ خو د الهي ژمنو مانا یې د مجبوریت په مانا نه ده. «فَلا تَنْسی إِلاّ ما شاءَ اللّهُ»

7- الهي اراده حکیمانه او عالمانه ده. إِلاّ ما شاءَ اللّهُ إِنَّهُ یَعْلَمُ …

8-د ځینو چارو غوښتنه ده، چې پټې وي. «ما یَخْفی» ( په فعل مضارع بڼه کې د «یَخْفی» کلیمه ددې ویونکې ده، چې د ځینو چارو پټوالی یې د طبیعت غوښتنه ده.)

 

وَ نُیَسِّرُکَ لِلْیُسْری«8» فَذَکِّرْ إِنْ نَفَعَتِ الذِّکْری«9» سَیَذَّکَّرُ مَنْ یَخْشی«10» وَ یَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَی«11» اَلَّذِی یَصْلَی النّارَ الْکُبْری«12» ثُمَّ لا یَمُوتُ فِیها وَ لا یَحْیی«13»=او تا په (بلنې او ښیون کې) اسانې لارې ته چمتو کوو؛ نو نصيحت وكړه، كه نصيحت ګټور وي؛ څوك چې وېرېږي، ژر به نصيحت ومني. او ډېر بدمرغه (وګړي) ډډه ترې كوي، هماغه چې ستر اور ته به ورننووځي (او سوځي). بيا به نه پکې مري او نه به (په خوشحالۍ کې) ژوند کړای شي.

 

ټکي:

حضرت موسی (ع) په تبلیغي چارو کې، بریا ته له الله (ج) دوه څيزه وغوښتل، یو یې پراخه سینه او یو یې د رسالت د چارو آساني: «رَبِّ اشْرَحْ لِی صَدْرِی وَ یَسِّرْ لِی أَمْرِی[7]» الله (ج) دا دوه غوښتنې، بې غوښتو د اسلام پېغمبر ته ورکړې؛ لکه چې د سینې پراختیا په باب یې وویل: «أَ لَمْ نَشْرَحْ لَکَ صَدْرَکَ[8]»او د رسالت چارو اسانۍ ته یې ورته وویل: «وَ نُیَسِّرُکَ لِلْیُسْری[9]».

له «نُیَسِّرُکَ» نه مراد دادی، چې ای پېغمبره! په ستر خوی، پراخه سینه، مینه او سادګۍ به دې داسې چمتو کړو، چې د رسالت دنده په اسانه او غوره توګه ترسره کړای شې. داسې یو کار به وکړو، چې ته په خپله آسانه لار وټاکې، چې هماغه د فطرت لار ده[10].

 

د تذکر او موعظې شرایط

الف: د واعظ چمتو والی، د موعظې شرط دی.(نُیَسِّرُکَ … فَذَکِّرْ)

ب:تذکر او موعظه دې د قرآن پر بنسټ وي.(سَنُقْرِئُکَ … فَذَکِّرْ)

ج:واعظ باید اهل غفلت او نسیان نه وي. (فَلا تَنْسی … فَذَکِّرْ)

د:هغه واعظ بریالی دی، چې الهي مرستو ته هیلمن وي.(سَنُقْرِئُکَ … نُیَسِّرُکَ … فَذَکِّرْ)

 

پېغامونه:

1- د دین د تبلیغ او خلک د الله (ج) لوري ته د رابللو پر لار خورا ستونزې دي، چې الله (ج) ژمنه کړې، چې له مبلغ سره به مرسته کوي او د ستونزو زغمل به ورآسان کړي. «نُیَسِّرُکَ لِلْیُسْری»

2-چاته چې کومه دنده ورسپارئ؛ نو په چارو کې یې د ستونزو غوټې هم ورهواروئ. «نُیَسِّرُکَ لِلْیُسْری فَذَکِّرْ»

3-زموږ تسبیح د الله (ج) د ستونزهواري سریزه ده. (سَبِّحِ اسْمَ رَبِّکَ … نُیَسِّرُکَ لِلْیُسْری)

4- د وحې نزول د خلکو تذکر ته دی. (سَنُقْرِئُکَ … فَذَکِّرْ)

5- د تذکر شرط، نصحیت منل دي او پېغمبراکرم (ص) د نصیحت نه منوونکيو پر وړاندې پازوال نه دی. «فَذَکِّرْ إِنْ نَفَعَتِ الذِّکْری»   

6-یوازې هغوی تذکر مني، چې له الله (ج) وېرېږي. «سَیَذَّکَّرُ مَنْ یَخْشی»

7-چې له الله (ج) وېرېږي؛ نو نصحیت هم ورته آسان وي.(نُیَسِّرُکَ لِلْیُسْری … سَیَذَّکَّرُ مَنْ یَخْشی)

8- مُبلغ ته دې ډاډ ورکړ شي، چې چارې یې چټي نه دي.(فَذَکِّرْ … سَیَذَّکَّرُ …)

9- مُبلّغ دې د ژر اغېز تمه نلري. «سَیَذَّکَّرُ»

10-د کفارو ستونزه داده، چې پخپله له قرآن او پېغمبره تښتي؛ نه داچې په دې دوو پاکو عنصرونو کې کمزوري یا نیمګړتیا وي. «یَتَجَنَّبُهَا»

11- قرآن میزان دی. نصحیت منوونکی یې مډال «یَخْشی» اخلي، «سَیَذَّکَّرُ مَنْ یَخْشی» او نصیحت نه منوونکی یې د «اشقی» لقب ترلاسه کوي. «وَ یَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَی»

12-له نصیحت او د قرآن له پېغامه لرېوالی، د بدمرغۍ لامل دی. «یَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَی»

13-د بدمرغو دایمي خوی، له نصیحته تېښته ده. «یَتَجَنَّبُهَا» د مضارع په قالب کې، د استمرار لپاره دی.

14-خورا بدمرغه خو هغه دی، چې له الله (ج) وېره نه لري.«اشقی»د «یَخْشی» پر وړاندې راغلی دی.

15-د ټولو خلکو د ښیون او سمونې تمه مه لرئ. «سَیَذَّکَّرُ مَنْ یَخْشی وَ یَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَی»

16-د منلو او نه منلو لامل، د انسان په دننه کې دی.(یَخْشی …اشقی)

17- سزا د خباثت هومره وي. «اشقی- اَلنّارَ الْکُبْری»

18- دوزخ د ځینو لپاره تلپاتې وي. «لا یَمُوتُ فِیها وَ لا یَحْیی»

19- په دوزخ کې خلود، د دوزخیانو طبیعت نه بدلوي، چې نور به یې اور نه کړوي؛ بلکه د تل لپاره کړېږي. «لا یَمُوتُ فِیها وَ لا یَحْیی»

 

قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَکّی«14» وَ ذَکَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلّی«15»=په يقين هغه بريا ومونده، چې ځان يې پاك كړ. او د خپل پالونكي نامه يې ياده او لمونځ يې وكړ.

 

ټکي:

تزکیه هغه ده، چې فکر له ورستو ګروهو، نفس له ورستو اخلاقو او غړي له ورستو کړنو پاک شي او زکات له حرص او کنجوسۍ نه د روح پاکول او مال د بېوزلیو د برخې له حقوقو پاکول دي.

*د انبیاوو په ښوونځي کې، پاکان نېکمرغان دي: «قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَکّی»؛ خو د طاغوتیانو په ښوونځي کې، زورواکي نېکمرغان دي. فرعون ویل: څوک چې بریالی شي، نېکمرغه دی. «قَدْ أَفْلَحَ الْیَوْمَ مَنِ اسْتَعْلی[11]» 

په قرآن کې پرېکنده نېکمرغي هم مؤمنانو ته راغلې ده: «قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ[12]» و هم هغوی ته چې ځان یې تزکیه کړی دی: «قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَکّی»؛نو واقعي مؤمن هغه دی، چې ځان یې تزکیه کړی وي.

 

پېغامونه:

1- قرآن د ځینو آیتونو په پای کې وايي: هیله ده بریالي شئ. «لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ»؛ ځکه د خیر کار له هغو وګړیو چې تزکیه یې نه وي کړي، په ریا، غرور، ګناه او منت ايښوولو محوه او له منځه ځي؛ خو د تزکیه شویو په باب وايي: هرومرو بریالي دي. «قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَکّی»

2- تزکیه په خپله لاس ته نه راځي؛ بلکې ورپسې به ورځې. «تَزَکّی»

3- تزکیه بې لمانځه او عبادته ناشونې ده. «تَزَکّی ، ذَکَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلّی»

 

 

 

بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَیاهَ الدُّنْیا«16» وَ الْآخِرَهُ خَیْرٌ وَ أَبْقی«17» إِنَّ هذا لَفِی الصُّحُفِ الْأُولی«18» صُحُفِ إِبْراهِیمَ وَ مُوسی«19»=خو تاسې [تر آخرت] د دنيا ژوند غوره ګڼئ،حال دا آخرت غوره او ډېر پایېدونی دى. بېشكه دا (لارښوونې) په لرغونو (اسماني) کتابونو كې هم (راغلي) دي؛ (هماغه) د ابراهيم او موسى په صحيفو كې .

 

ټکي:

*په روایتونو کې، له دنیا سره مینه د ټولو ګناهونو سرچینه ګڼل شوې ده. «حب الدنیا رأس کل خطیئه[13]»دنیا د تېرېدو پل دی؛ نه تمځی، باېد ترې تېر شو او آریز هستوګنځي ته ورسو. «خذوا من ممرکم لمقرکم[14]»

په قرآن کې زکات معمولاً تر لمانځه روسته راغلی دی: «یُقِیمُونَ الصَّلاهَ وَ یُؤْتُونَ الزَّکاهَ[15]» امام صادق (رح) وايي: په فطر(کمکي) اختر کې، بېوزلیو ته د زکات ورکول تر لمانځه مخکې راغلي دي، بیا یې دا آیت تلاوت کړ[16]: «قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَکّی وَ ذَکَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلّی»

امام رضا (رح) ، د «ذَکَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلّی» آیت د مانا په اړه وپوښتل . یو وګړي وويل: چې کله یې د الله (ج) نامه واخسته، لمونځ وکړي. امام وویل: دا ستونزمنه دنده ده، چې هر وخت د الله (ج) نامه واخستل شوه، لمونځ دې وشي. هغه وپوښتل: نو مانا یې څه ده؟ امام وويل: چې کله د الله (ج) نامه واخستل شوه، پر محمد او آل یې درود ووايي. «کلما ذکر ربه صلی علی محمد و اله[17]» 

آخرت تر دنیا غوره دی؛ ځکه یو لړ ځانګړنې لري؛ لکه:

  1. زماني تلپاتېینه: «خالِدِینَ فِیها[18]»
  2. مکاني پراختیا: «عَرْضُها کَعَرْضِ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ(([19]

3.ډول ډول خواړه: «أَنْهارٌ مِنْ عَسَلٍ[20]»، «فاکِهَهٌ کَثِیرَهٌ[21]»

4.وېره او غم پکې نشته: «آمِنِینَ[22]»

5.پتمن ملګري: «إِخْواناً عَلی سُرُرٍ مُتَقابِلِینَ[23]»

6.ښکلې مېرمنې: «کَأَمْثالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَکْنُونِ[24]»

* حضرت ابوذر له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله نقلوي، چې الله (ج) یولک و څلرویشت زره (۱۲۴،۰۰۰) پېغمبران راواستول، چې 313 تنه یې رسول او نور یې نبیان وو او ټولټال یې 104 کتابونه درلودل[25].

 

پېغامونه:

1-له دنیا سره مینه د تزکیې مخه نیسي. «بَلْ تُؤْثِرُونَ»

2- دنیا بده نه ده، پر څه چې نیوکه ده، داده، چې پر آخرت غوراوی ورکړ شي. «تُؤْثِرُونَ»

3- چې کله پر یو څه نیوکه کوئ، ښه بېلګه او وتلار هم ورښیئ.( تُؤْثِرُونَ … وَ الْآخِرَهُ خَیْرٌ)

4-د انسان د زړه او فکر د پاکېدو لار، د الله (ج) پرله پسې ذکر دی. «تَزَکّی وَ ذَکَرَ اسْمَ رَبِّهِ»

5-د ربوبیت پلوشو ته پاملرنه ، د الله(ج) د یاد لامل دی. «ذَکَرَ اسْمَ رَبِّهِ»

6- لمونځ دې د ذکر او پاملرنې له مخې وي، نه غافلانه او روږد. «ذَکَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلّی»

7-لمونځ کوونکي هغه مهال بریالي دي، چې اهل تزکیه او خپل پالونکی یې په یاد وي. «تَزَکّی وَ ذَکَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلّی»

8- آسماني کتابونه، په یوه لوري او یو له بل سره همغږي دي. «إِنَّ هذا لَفِی الصُّحُفِ الْأُولی»

9-په آسماني کتابونو کې، د ابراهیم (ع) او موسی (ع) کتابونو ځانګړی امتیاز درلود. «صُحُفِ إِبْراهِیمَ وَ مُوسی»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

 

[1] – نور الثقلین تفسیر.

[2] -نور،63.

[3] – نجم،27.

[4] -المیزان تفسیر.

[5] -هود،108.

[6] – .حج،47.

[7] – طه،25-26.

[8] – شرح،1.

[9] – المیزان تفسیر.

[10] – المیزان تفسیر.

[11] – طه،65.

 

[12] -مؤمنون،1.

[13] -کافي،ج2،ص130.

[14] – نهج البلاغه،خطبه 203.

[15] -مائده،55.

[16] – تهذیب الاحکام،ج4،ص108.

[17] – . نورالثقلین تفسیر.

[18] – .آل عمران،15.

[19] – حدید،21.

[20] – محمّد،15.

[21] – زخرف،73.

[22] – حجر،46.

[23] – حجر،47.

[24] – واقعه،23.

[25] – المیزان تفسیر.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!