تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ تاریخ هم واقع ویني انسانپوهنه رازده کوي که د بشریت اوچت تاریخ ته کتنه وکړو، مومو چې دا تاریخ د حق پر وړاندې له سرغاړۍ، مخالفت، بېلاریو، تباهۍ او د ښکلاوو او پاکیو له لتاړولو ډک و. نه وایو چې د بشر په تاریخ کې نېکۍ شتون نه درلود؛ خو ټول […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تاریخ هم واقع ویني انسانپوهنه رازده کوي

که د بشریت اوچت تاریخ ته کتنه وکړو، مومو چې دا تاریخ د حق پر وړاندې له سرغاړۍ، مخالفت، بېلاریو، تباهۍ او د ښکلاوو او پاکیو له لتاړولو ډک و.

نه وایو چې د بشر په تاریخ کې نېکۍ شتون نه درلود؛ خو ټول دا نه وي، تل داسې خواوې هم وې، چې نېکان، عارفان، ادیبان او پاکان ترې ژړېدلي دي. دوی پوښتلي چې ولې انسانان له حق سره په ځېل، له واقعیت سره په مخالفت، کینې او د ناپاکۍ په سمندر کې غوپې وهي؟

دا یو ډېر مهم ټکی دی؛ خو ډېر لږ کسان یې مني، چې دا کاږه واږه تلل د انسان واقعي اړخونه دي، چې نه پاکېدوني دي. که غواړو انسان وپېژنو؛ نو باید دا اړخ یې په تعریف کې له یاده ونباسو.

 خدای د انسانانو په هکله وايي:

وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَيْهِمْ إِبْلِيسُ ظَنَّهُ فَاتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ (سبا/۲۰) =  (هو) او په رښتيا د ابليس خپل ګومان پرې رښتيا شو او بې له  لږ شمېر مؤمنانو (نور ټول) ورپسې ولاړل .

د انسان بدي تل د چاپېریال او ټولنې زوکړه نه ده

موږ تل د انسان بدي د چاپېریال او ټولنې زوکړه بولو، او انګېرو چې کله پاک او حقپال وګړی ټولنیز چاپېریال ته ورننوځي؛ نو د چاپېریال له اغېزمېندو او القائاتو او د ژوند د الزاماتو په علت، ګټه پالی، ځانمنی او حق لتاړونکی شي. شونې ده د یوه وګړي د کړو وړو ټولګه یې چاپېریال ته ورمنسوب کړو او ووایو، چې نوموړی  خطا چارې په جبر یا د خپل طبیعت بر خلاف ترسره کوي، که څه خپله ذاتاً ددې چارو کولو ته لېوال او مایل نه دی؛ خو جمعي ژوند یې دې چارو ته اړ باسي؛ خو ټول بشیریت په دې دود معذورولای نشو یا د تاریخ بهیر یو بالعرض یا بالجبر چار وبولو.

د بشري تاریخ ټولې پېښې «طبیعي» دي او له تاریخه بهر قواوو تر غلبې لاندې نه دي

بشري تاریخ له ځانه د بهر قواوو تر غلبې لاندې نه دی، چې انسانان دې خوا یا هغې خوا ته کش کړي، یو وګړی د چاپیریال په منګولو کې راښکېل ګڼلای شو؛ خو باید ټول بشري وګړي آزاد وپېژنو؛ یعنې ویلای نشو، چې له تاریخه دباندې یو قوت بشري تاریخ دې خوا او هغې خوا ځغلولی دی.

څه چې په بشري تاریخ کې پېښ شوي طبیعي دي نه مصنوعي او تپلي؛ ځکه له بشري تاریخ دباندې، څوک او قوت نشته چې پر انسانانو کوم حرکت وتپي. تپل تل په هغه ځای کې مصداق مومي، چې دننه او دباندې یا د خپل او پردي خبره وي. په دې حال کې ویلای شو،چې پلانی موجود پر خپله لار تلای نشو؛ ځکه پردي یې مخه نیولې وه، یا یې له خپلې لارې اړولی و. خو که په یوه ټولګه کې بې له «خود – خپلو» بل څوک نه وي؛ نو دا ټولګه چې هر لار ووهي؛ نو «خودۍ» لار ده  او
«طبیعي» بې له دې بله مانا نلري. یعنې موجود د طبیعت په غوښتنه، نه له طبیعته دباندې قوت په تپلو یوه لار وټاکي. نو ځکه کله چې ویل کېږي ګرد تاریخ په طبیعي توګه او په طبیعي بهیر کې بهېدلی؛ یعنې دا چې دا لار د بشري وجود تقاضا او غوښتنه وه. انسانان دا چې پردې خاصه طریقه دي، په تاریخ کې یې دا لار خپله کړې ده.

داسې نه ده چې انسانان د بل موجود د غوښتنې او جبر له مخې او د خپلې طبع او خوښې پر خلاف دې لارې ته راښکودل  شي. په ټول کې انسانانو د تاریخ ډګر ډک کړی، نه نورو. او په ټول کې دې ډګر، د انسانانو طبعې ځلولې دي.

په بل تعبیر خدای چې په بل هر وخت کې زموږ له جنسه انسانان وپنځوي او دا انسانان ټولنیز ژوند خپل کړي؛ نو پر هماغه لار به ولاړ شي، چې انسانان تر اوسه ورباندې تللی دي؛ خو دا چې خدای بې له انسانه نور موجودات پیدا کړي؛ ځکه که موږ انسانان وپوښتي، چې ولې مو په تاریخ کې تردې وخته دغسې لار وهلې ده، یوازېنی ځواب یې دادی چې موږ انسانان یو او خدای په دې ځانګړي جوړښت پنځولي یو او له همدې لامله مو دا لار او مسیر ټاکلی دی.

خدای هم – لکه چې څنګه حکیمانو ویلي – په هستۍ کې خوشې تصرف نه کوي؛ یعنې کله هم د انسانانو پر وړاندې کوي، یعنې خدای د انسانانو د ارادې (په عرض کې یا) تر څنګ یې بله اراده نه پیداکوي، چې له لارې یې په هستۍ کې تصرف وکړي.

په تاریخ کې د خدای تصرف د انسانانو پیدا کونه ده

د انسانانو پیدایښت په تاریخ کې د خدای عین تصرف دی. په طبیعت کې د خدای تصرف، له مخلوقاتو یې دباندې نه دی. یعنې په انسانانو کې یې چې کوم اوصاف او خصلتونه پیدا کړي، عین تدبیر او تقدیر یې دی.

خدای په طبیعت کې، ددې تدبیر پورته، بل تدبیر نه کوي. مانا نلري چې خدای په انسان کې کومه طبع او څوبتیا وپنځوي او بیا له بهره او خوشې په هستۍ کې تصرف وکړي او له خپلې طبعې مو واړوي.

حکیمان ددې موضوع نفې ته دلایل لري. د دې چار غوښتنه ده چې د خدای تعالی حکمت نالیدلی وګنل شي او پیدایښت خوشې او چټي وي؛ ځکه د حکیمانو د اصطلاح له مخې طبایع باید خپلو موخو ته ورسي:

اذ مقتضى الحكمه والعنايه         ايصال كل ممكن لغايه‏

د موجوداتو موخې له دوی دباندې نه دي. د حکماوو په تعبیر موجودات داسې پنځول شوي چې خود په خوده او خپلې طبعې یې خپلو موخو ته ورپاموي، د امیر المؤمنین علي (ک) په وینا:

فان الله خلق الخلق حين خلقهم غنيا عن طاعتهم و آمنا من معصيتهم (نهج البلاغه، متقینو خطبه‏)

« خدای خلک وپنځول، حال دا چې له اطاعته یې مړه خوا و، او له خطا، سرغاړی، ښورښ او ګناه یې خوندي دی»

د خدای « زیان نه لیدو» مانا داده، چې که ټول خلک سرغاړي وکړي، خدای به پوره خپلې موخې ته ورسي او د موخې په عملی کېدو کې به یې لږه ټکه هم ونشي. د دې چار علت دادی، که د فرض له مخې ټول خلک له حق سره ناباندي – مخالفت وکړي، دا راښيي چې مخالفت یې د دوی د طبیعت یوه برخه ده او بې د دوی له جوړښته له بل ځایه نه راولاړیږي؛ نو ځکه (خپلې) طبعې یې دې موخې ته ورپام کړی او خدای دوی داسې پیدا کړي چې په عمل کې دغسې اقدام وکړي؛ نو ځکه په هستۍ کې هیڅ څیز د خدای د غوښتي بهیر پر خلاف نه واقع کېږي او هیڅ څیز په هستۍ کې د خدای له موخو کومه موخه تمبولای نشي او د عملي کېدو یې مخه ونیسي.

هغه دلایل چې انسان د واقع وینې انسانپوهنې له منلو منع کوي:

 (۱) ځانخوښي (۲) پر پاک الهي فطرت ګروهه (۳) له بدیو سره په مبارزه کې د انسان مکلفیت.

 د ډېرو دلایلو له مخې پر خلکو د دې حقیقت منل درون تمامېږي، یو دلیل یې دا دی چې دا چار کله د انسان له ځانخوښیو سره اړخ نه لګوي. بل دلیل دادی، چې ددې مانا یو ځایوالی ناشونی دی چې، په ظاهره د انسان ښه ګڼل، پر الهي فطرت ګروهه درلودل یې او د الهي استازیو تبلیغ او موعظه؛ یعنې انسان په اسانی له یو اړخ ګړوهنېدای نشي، چې په ټول کې په تاریخ کې د انسان مسیر طبیعي و او بلخوا ویني چې په عین حال کې باید له بدیو سره مبارزه وکړي. په بله وینا له یوه لوري ومني، چې په ټول کې د بشر په تاریخ کې دا دومره نادودې او بدۍ د بشري ژوند لازمې وې او که خدای یو ځل بیا انسانان وپنځوي؛ نو دویم ځل به هم پر همدې مسیر ولاړ شي او بلخوا ګروهن وي، چې باید له دې بدیو سره مبارزه وکړي او له منځه یې یوسي، د دې دوو ګروهو راټولول او یو ځای کول دومره اسان په نظر نه رارسي. خو حق دادی چې له بدیو سره د مبارزې څوبتیا او له ځان سمولو سره لېوالتیا د انساني تاریخ د ثابتو عناصرو یوه برخه ده او بشري تاریخ ددې عنصر په شتون دغسې شوی دی او که دا مبارزې نه وای؛ نو خدای پوهېږي چې څه به کېدل!

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!