تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر تکویر سورت تفسیر دا سورت نهویشت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د راغونجېدو او تورتمېدو په مانا ده. د سورت له منځپانګې څرګندېږي، چې د بعثت په پیل […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر تکویر سورت تفسیر

دا سورت نهویشت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د راغونجېدو او تورتمېدو په مانا ده.

د سورت له منځپانګې څرګندېږي، چې د بعثت په پیل کې نازل شوی؛ ځکه د بعثت په پیل کې، مخالفینو آنحضرت ته مجنون وایه او دا سورت هم د قلم سورت په څېر، چې د بعثت په پیل کې نازل شوی، آنحضرت (ص) یې له دې تورونو پاک ګنلی دی[1].

ددې سورت لومړۍ برخه، په نړۍ کې هغه ستر بدلونونه بیانوي، چې د قیامت سریزه ده او دویمه برخه یې د قرآن لوړ مقام او د انسانانو پر روح یې د اغېز په باب ده.

په روایتونو کې دې سورت ته خورا فضیلتونه رانقل شوي، چې د تذکر او غفلت لرې کونې لامل دی[2].

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

إِذَا الشَّمْسُ کُوِّرَتْ«1» وَ إِذَا النُّجُومُ انْکَدَرَتْ«2» وَ إِذَا الْجِبالُ سُیِّرَتْ«3» وَ إِذَا الْعِشارُ عُطِّلَتْ«4» وَ إِذَا الْوُحُوشُ حُشِرَتْ«5»= 1 چې لمر ونغښتل (او توره تبۍ) شي،  2 او چې ستوري خړ واوړي، 3 او چې غرونه روان کړای شي،  4 او چې لس میاشتیزې (دوه ځانې اوښې) خوشې کړای شي (ډېره ارزښتمنه شتمني هېره شي)،  5 او چې داړوونکي راغونډ کړاى شي،

 

ټکي:

* «تکویر» د راغونجېدو په مانا دی چې د لمر په باب د وړانګو یې د راټولېدو او تتېدو لاملېږي.

*د قیامت په درشل کې د غرونو حرکت د یوې سترې زلزلې له لامله وي، چې د غرونو د شیندل کېدو او دړې وړي کېدو لاملېږ‏ي او لکه څنګه چې په نورو آیتونو کې هم راغلي، د بیدیا د شګو په څېر روانېږي.

 * «عشار» د «عشراء» جمع او لس میاشتېنۍ بلاربې اوښې ته وايي، چې عربانو ته خورا ارزښتمن مال و؛ خو د قیامت راپېښېدو پر مهال به بې څښتنه پاتې شي او څوک به یې په فکر کې نه وي.

* «وحوش»د«وحش» جمع ده او هغه ځناور دی، چې هېڅکله له انسان سره انس نه اخلي؛ لکه:

داړونکي. ځینو د «وَ ما مِنْ دَابَّهٍ فِی الْأَرْضِ وَ لا طائِرٍ یَطِیرُ بِجَناحَیْهِ إِلاّ أُمَمٌ أَمْثالُکُمْ ما فَرَّطْنا فِی الْکِتابِ مِنْ شَیْءٍ ثُمَّ إِلی رَبِّهِمْ یُحْشَرُونَ[3]» پر استناد ویلي، چې له دې آیته مراد په قیامت کې د ځناورو راپاڅېدل دي؛ خو ځینې مفسران ددې په پامنیوي، چې د آیت سیاق له قیامته د مخکې نښو په اړه دی، ویلي یې دي: مطلب دادی، چې تر قیامت مخکې، په پرلپسې زلزلو، څاروي له خپلو ځالو راوځي او یوځای راټولېږي[4].

 

پېغامونه:

1-په آسمان کې د لمر او ستوریو شته نظام او پر ځمکه د غرونو او سیندونو نظام یوه ورځ بدلېږي.(إِذَا الشَّمْسُ کُوِّرَتْ وَ …)

2- هستي د الهي ارادې ښکېللې ده او هر مهال چې وغواړي، د هستۍ نظام به ړنګ شي.( إِذَا الشَّمْسُ کُوِّرَتْ وَ …)

3- ښايي په قیامت کې وحشي ځناور هم راژوندي شي. «وَ إِذَا الْوُحُوشُ حُشِرَتْ»

 

وَ إِذَا الْبِحارُ سُجِّرَتْ«6» وَ إِذَا النُّفُوسُ زُوِّجَتْ«7» وَ إِذَا الْمَوْؤُدَهُ سُئِلَتْ«8» بِأَیِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ«9» وَ إِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ«10» وَ إِذَا السَّماءُ کُشِطَتْ«11» وَ إِذَا الْجَحِیمُ سُعِّرَتْ«12» وَ إِذَا الْجَنَّهُ أُزْلِفَتْ«13» عَلِمَتْ نَفْسٌ ما أَحْضَرَتْ«14»=او چې سمندرونه تر ژۍ ډک او سرې لمبې شي،او چې نفسونه جوړه کړاى شي [ساه ګانې (له تنو سره) يو ځاى شي يا هر څوك له خپل ساري سره يو ځاى شي يا وګړي(ډلې) ډلې شي]، او چې ژوندۍ ښخه شوې نجلۍ وپوښتل شي: ((په كومه ګناه وژل شوې يې ؟!))  او چې كړنليكونه پرانستل شي، او چې (د حقيقتونو) له اسمانه پرده لرې شي، او چې دوزخ په ځوښ راوستل شي، او چې جنت رانژدې کړای شي، (هو! هغه مهال) هر څوك به پوه شي، چې څه يې راوړي.

 

ټکي:

* «سُجِّرَتْ» څو ماناوې لري:1. راخوټېدل 2. یوځای کېدل 3.د سیندونو ډکېدل، چې ټول یې طبیعي دي؛ ځکه یو خوا غرونه له ځایه راونړېږي او سیندونه یو له بل سره ونښلي او بلخوا د ځمکې د سختې زلزلې له لامله، د ځمکې دنننۍ تودوخه رابهر او اوبه په خوټېډو او بخار شي.

*په قیامت کې جنتي حورې نېکمرغو جنتیانو ته ورودېږي؛ ځکه په نورو آیتونو کې لولو: «وَ زَوَّجْناهُمْ بِحُورٍ عِینٍ[5]» او دوزخیان به له شیطان سره یوځای شي؛ لکه څنګه چې په بل آیت کې وايي: «وَ مَنْ یَعْشُ عَنْ ذِکْرِ الرَّحْمنِ نُقَیِّضْ لَهُ شَیْطاناً فَهُوَ لَهُ قَرِینٌ[6]»؛ لکه څنګه امام باقر (رح) د «وَ إِذَا النُّفُوسُ زُوِّجَتْ» آیت په تفسیر کې وویل: ایمانوال به له جنتي مېرمنو سره او دوزخیان به له شیطان سره په چم کې شي[7].

* «موؤده» ژوندۍ ښخې شوې نجلۍ ته وايي. د جاهلیت یو تر ټولو ناوړدود دا و، چې د بېوزلۍ یا غیرت په پار یې کله خپلې لوڼې ژوندۍ ښخولې.

*پر اولاد د والدینو ولایت محدود دی او هغوی د خپل اولاد د طبیعي حقوقو؛ لکه ژوند اخستو حق نه لري. پلار نشي ویلای : خپل اولاد مې دی، په اړه یې هر هوډ کولای شم؛ لکه څنګه چې مور نشي ویلای: اولاد مې نه غوښته او دا په ګېډه ماشوم مې غورځوم.

 

پېغامونه:

1-له مظلومه په دفاع کې اسلام او کفر اوڅار نه دی، سره له دې چې ژوندۍ ښخې شوې نجونې مسلمانې نه وې؛ خو قرآن یې له حقه دفاع کړې ده. «وَ إِذَا الْمَوْؤُدَهُ سُئِلَتْ»

2- له مظلومه په دفاع کې ښځه او سړی، کوشنی او ستر، وګړی او ټولنه اوڅار نه ده، ان له یوې کوشنۍ نجونې دې هم دفاع وشي. «بِأَیِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ»

3-په پوښتنه وجدانونه راویښ کړئ. «بِأَیِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ»

4-پر اولاد د پلار ولایت، اولاد وژنه نه رانغاړي. «بِأَیِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ»

5-وېره او هیله یو د بل ترڅنګ چارسازي دي. «الْجَحِیمُ سُعِّرَتْ – اَلْجَنَّهُ أُزْلِفَتْ»

6- په قیامت کې جنت او دوزخ یې وړ وګړیو ته ورنږدېږي. «الْجَنَّهُ أُزْلِفَتْ» (او په فجر سورت 23 آیت کې وايي: «وَ جِیءَ یَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ» پر هغه ورځ دوزخ راوړل کېږي.

7-د انسان کړنې په دنیا کې ثبتېږي او په قیامت کې د هر کس دوسیه پرانستلېږي. «وَ إِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ»

 

 

 

فَلا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ«15» اَلْجَوارِ الْکُنَّسِ«16» وَ اللَّیْلِ إِذا عَسْعَسَ«17» وَ الصُّبْحِ إِذا تَنَفَّسَ«18» إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ کَرِیمٍ«19» ذِی قُوَّهٍ عِنْدَ ذِی الْعَرْشِ مَکِینٍ«20» مُطاعٍ ثَمَّ أَمِینٍ«21»=قسم خورم؛ پر ګرځنده ستوریو! [چې] ګرځي او [له ليدو] پټېږي، او قسم پر شپه، چې مخ په تېرېدو يا راتلو شي، او قسم پر سهار، چې څرک ووهي! بېشكه چې دا (قرآن) د عزتمن استازي [= جبرئيل امين] وینا ده. چې ډېر ځواكمن او د عرش د څښتن پر وړاندې لوړپوړى دى. هلته یې (پرښتې حكم) مني (او) امين (هم) دى.

 

ټکي:

* «خنس» د «خانس» جمع، د رجوع کوونکي په مانا ده.«جوار» د «جاریه» جمع، د روان او په حرکت کې په مانا دی. «کنس» د «کانس» جمع، د پټېدو په مانا ده. مفسرانو د راتلونکيو آیتونو په پامنیوي، چې د شپې پای ته رسېدو او سهارېدو په باب دي، د «فَلا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ اَلْجَوارِ الْکُنَّسِ» آیت یې د هغو ستوریو په باب ګڼلی، چې هره شپه راڅرګندېږي او د لمر په راختو پټ شي، که څه په هماغه پټېدو کې، په حرکت کې دي؛ نو بله شپه بېرته خپل ځای ته راستنېږي.

* «عَسْعَسَ» نرۍ تیارې ته وايي، چې د حضرت علي کرم الله وجهه د وینا له مخې،د شپې پای مهال راڅرګندېږي[8]؛ نو پردې بنسټ، د «وَ اللَّیْلِ إِذا عَسْعَسَ» آیت، «وَ اللَّیْلِ إِذْ أَدْبَرَ[9]» آیت ته ورته دی.

* «تَنَفَّسَ» د سهار ساه اخستو ته وايي. ته وا ورځ د شپې له بنده راخلاصه شوې او په ازاده هوا کې ساه اخلي.

*په داسې یوه پېر کې، چې خلکو په جاهلیت کې ژوند کاوه، د سهار په ساه اخستو، د ستوریو په پټېدو او د آسماني کراتو پر حرکت د الله (ج) سوگند، طبیعت ته د اسلام پاملرنه او پکې اندنه راښيي.

 

پېغامونه:

1- د قیامت ورځ، د شهود او کړنو د انځورېدا ورځ ده. «عَلِمَتْ نَفْسٌ ما أَحْضَرَتْ»

2-په قیامت کې، انسان د خپلو چارو له جزییاتو سره آشنا کېږي. «ما أَحْضَرَتْ»

3-د وحې پرښته، کریمه، امینه، پیاوړې او مطاع ده.«کَرِیمٍ، ذِی قُوَّهٍ عِنْدَ ذِی الْعَرْشِ مَکِینٍ، مُطاعٍ، أَمِینٍ»

4- کرامت، وسمني، لاسه په نامه ځواک درلودل او امانت ساتنه، پېغام رسونې او ارشاد ته پکار شرایط دي. «کَرِیمٍ ، ذِی قُوَّهٍ ، مَکِینٍ ، مُطاعٍ ، أَمِینٍ»

5- حضرت جبرئیل لاسه په نامه چارواکي لري. «مُطاعٍ»

 

وَ ما صاحِبُکُمْ بِمَجْنُونٍ«22» وَ لَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِینِ«23» وَ ما هُوَ عَلَی الْغَیْبِ بِضَنِینٍ«24» وَ ما هُوَ بِقَوْلِ شَیْطانٍ رَجِیمٍ«25»=او ستاسې ملګرى [= پېغمبر] لېونى نه دى. او په يقين هغه (د وحې امين = جبرئيل) يې د روښانه څنډ په لمن كې ليدلى دى. او هغه د غيبي وحې (په رسولو او تبليغولو کې) کنجوس نه دى. او دا (قرآن) د شړلي شيطان خبره نه ده؛

 

ټکي:

* «ضنین»له«ضن» اخستل شوی او د کنجوسۍ کولو په مانا دی، دا کلیمه یوازې یو ځل په قرآن کې راغلې ده.

*د پېغمبراکرم (ص) مخالفینو آنحضرت په پېریانيتوب تورناوه او مراد یې دا و، چې پېغمبر(ص) له پېریانو سره په اړیکه کې دی او په رښتینه ‏کې، قرآن يې پېغمبر اکرم ته د پېریانو القائات ګنل؛نو دا آیتونه ددې تورنو په لرې کولو سره وايي: پېغمبر په څرګنده د وحې پرښته لیدلې او وحې یې ترې ترلاسه کړې؛ نه داچې شیطان کوم څیز ورالقاء کړی وي او هغه ګومان کړی وي،چې الهي وحې ده.

 

پېغامونه:

1- کله په کار ده، چې تورونه بې ځوابه پرېنښوول شي او وځوابول شي. «وَ ما صاحِبُکُمْ بِمَجْنُونٍ»

2- پېغمبراکرم (ص)، له خلکو سره او ورسره یې ژوند کاوه. «صاحِبُکُمْ»

3-د پېغمبر اکرم (ص) د عقل د روغوالي غوره نښه داده، چې تاسې عمر ورسره کړی، خبرې او تګ راتګ مو ورسره کړی او هېڅ ډول ناروا اند، کړنه او وېنا مو ترې نه ده لیدلې. «وَ ما صاحِبُکُمْ بِمَجْنُونٍ»

4- پېغمبر اکرم (ص) حضرت جبرائیل امین لیده. «وَ لَقَدْ رَآهُ» (لکه څنګه چې په نجم سورت ۱۳ آیت کې وايي:«لَقَدْ رَآهُ نَزْلَهً أُخْری»)

5-د سپکاویو پر وړاندې، د سپکو کړای شویو درناوی وکړئ. «لَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِینِ»

6-په دې کې هېڅ اړنګ/شک نشته، چې پېغمبر اکرم (ص)، حضرت جبراییل لیدلی دی. «بِالْأُفُقِ الْمُبِینِ»

7-د علم شکر نورو ته یې ویل دي او علمي کنجوسي یو کږلی او رټلی چار دی. «وَ ما هُوَ عَلَی الْغَیْبِ بِضَنِینٍ»

8-پېغمبر اکرم (ص) پر غیبي علم پوهېده.«وَ ما هُوَ عَلَی الْغَیْبِ بِضَنِینٍ»

9- رسول الله نه له دنننه پېریانی دی: «ما صاحِبُکُمْ بِمَجْنُونٍ» او نه له بهره له شیطاني القائاتو اغېزمن دی. «وَ ما هُوَ بِقَوْلِ شَیْطانٍ رَجِیمٍ»

10- قرآن، د نزول په پړاو کې له هر ډول اړونې خوندي دی او حضرت جبرائیل پکې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي (رَسُولٍ کَرِیمٍ … أَمِینٍ)؛ لکه څنګه چې په ابلاغ پړاو کې هم له کمونې او ډېرونې خوندي دی. «وَ ما هُوَ عَلَی الْغَیْبِ بِضَنِینٍ»

11- قرآن د وحې پرښتې وینا ده، نه د رټل شوي شیطان.( لَقَوْلُ رَسُولٍ کَرِیمٍ … ما هُوَ بِقَوْلِ شَیْطانٍ رَجِیمٍ)

 

فَأَیْنَ تَذْهَبُونَ«26» إِنْ هُوَ إِلاّ ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ«27» لِمَنْ شاءَ مِنْکُمْ أَنْ یَسْتَقِیمَ«28» وَ ما تَشاؤُنَ إِلاّ أَنْ یَشاءَ اللّهُ رَبُّ الْعالَمِینَ«29»=نو چېرې درومئ؟! دا ( قرآن) خو يوازې نړيوالو ته يو پند دى، له تاسې چې څوک وغواړي، پر لار سم شي. او د نړۍ پال الله خوښه نه وي (؛ نو) یوازې ستاسې په غوښتنه (هېڅ) نه كېږي.

 

پېغامونه:

1-بې موخې او بې ښوونځي انسان نشته، ان کفار او مشرکان هم خپله لار او موخه لري،«لکم دینکم» څه چې مهم دي، د سمې لار ټاکنه ده. «فَأَیْنَ تَذْهَبُونَ»

2- قرآن، د نصیحت، تذکر او موعظې غوره لار ده. «إِنْ هُوَ إِلاّ ذِکْرٌ»

3- قرآن، ټولو نړیوالو ته دی او په ځانګړی وخت، ځای او توکم پورې ځانګړی نه دی. «لِلْعالَمِینَ»

4-په تبلیغي کړنلار کې تذکر هو؛ خو اجبار نه. «ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ لِمَنْ شاءَ مِنْکُمْ أَنْ یَسْتَقِیمَ»

5-سمه لار موندنه او پکې پاتېدنه، د انسان په غوښتنې پورې اړه لري. «لِمَنْ شاءَ مِنْکُمْ أَنْ یَسْتَقِیمَ»

6-د قرآن لار، نېغه لار ده او له هر ډول افراط و تفریط او کږلووږلو لرې ده. «لِمَنْ شاءَ مِنْکُمْ أَنْ یَسْتَقِیمَ»

7-زموږ غوښتنه د الله (ج) د ارادې په مدار او کړۍ کې ده، نه یې په اجبار کې، که داسې وه؛ نو زموږ غوښتنه به بې مانا وه. «وَ ما تَشاؤُنَ إِلاّ أَنْ یَشاءَ اللّهُ»

8-انسان،نه بې ارادې دی او نه یو مخې ټولواک. «وَ ما تَشاؤُنَ إِلاّ أَنْ یَشاءَ اللّهُ»

9-د الهي مشیت بنسټ د الله (ج) ربوبیت دی. «یَشاءَ اللّهُ رَبُّ الْعالَمِینَ»

10-داچې الله نړۍ پال دی او پر ټولو چارو لاسبری دی؛ نو د انسان په غوښتنه کې د هغه غوښتنه هم شرط ده. «وَ ما تَشاؤُنَ إِلاّ أَنْ یَشاءَ اللّهُ رَبُّ الْعالَمِینَ»

 

«والحمد للّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

[1] – المیزان تفسیر.

[2] – نورالثقلین تفسیر.

[3] – انعام،38.

[4] – المیزان تفسیر.

[5] – .دخان،54.

[6] – .زخرف،36.

[7] – المیزان تفسیر.

[8] – مجمع البیان تفسیر

[9] – مدّثر،33.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!