تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د پورتنيو تنفسي هوايي لارو بې نظمي   لیکوال: الحاج پوهاند ډاکټر محمد ناصر شينواری (د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي پخوانی استاد) د پورتنيو تنفسي هوايي لارو بې نظمي د اناتوميک موقعيت له مخې پورتنۍ تنفسي هوایي ليارې د پوزې د مناخرو يا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د پورتنيو تنفسي هوايي لارو بې نظمي

 

لیکوال: الحاج پوهاند ډاکټر محمد ناصر شينواری (د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي پخوانی استاد)

د پورتنيو تنفسي هوايي لارو بې نظمي

د اناتوميک موقعيت له مخې پورتنۍ تنفسي هوایي ليارې د پوزې د مناخرو يا سپېږمو او د خولې له شونډو څخه تر د شزن[1] پورې غځېدلې برخه رانغاړي. ددې برخو تنفسي دندې د هوا د پاکولو [2]، د هوا د تودولو او معتدلولو[3] او سږو ته د تنفسي هوا رسولو څخه عبارت دي.

پردې سربېره د پزې هوايي ليارې د بوی د احساس[4] او د خولې هوايي ليارې بلعوم[5] او حنجره[6] په بلع [7]، د غږ په پیدا کولو او ټوخي کې هم مرسته کوي.

حنجره (که څه ځينې يې په سينه کې ګڼي) پورتنۍ او لاندېنۍ تنفسي ليارې سره بېلوي. د پورتنۍ تنفسي هوايي لارو بله اصلي دنده مربوطه او اړين برخو ته د هوا، مايع (اوبو) او خوړو يا غذا د تېرېدو کنټرول، انسجام او همغږۍ څخه عبارت ده.

د پزې مخاطي طبقه او تحت المخاطي غدې[8] او په تنفسي اپتليوم کې د ګابليت حجرې لري. د پزې په افرازاتو کې ايميونوګلوبولين (په تېره (IgA، بکترياوي ضد مواد (Lactoferrin, Lyzozone)، ان انتی اوکسيدانت Uric asid شتون لري، چې د لاندېنيو تنفسي هوايي لارو لپاره ځانګړی معافيتي او ايميون وظيفې او کيمياوي ساتونکی رول لوبوي.

د پزې او په ځانګړي ډول د پزې مجاور Sinus اپتليوم د زيات نايتريک اسيد د جوړولو له ليارې، چې د نايتريک اسيد د جووړولو توان لري. نايتريک اسيد د باکترياوو ضد، وايرس ضد او د پستو او نرمو عضلو استرخا کونکی[9] خواص لري.

د پزې مخاط[10] د يو لړ مرکزي عکسو[11] لکه د پرنجي[12] او Nasonasal reflexد ليارې Glandular apparatus او Vasculatorفعال کوي او Neural reflex د هوايي لارو د ساتنې (Protection) او محافظې لپاره مرسته او عمل کوي. هغه عضلې چې د پورتنۍ هوايي لارو په چاپېريال کې واقع او د تنفسي هوايي لارو په تنظيم، تړلو، تنګولو او نري کولو او پراخوالي کې رول لري.

الرجيک او غيرالرجيک رينايتس[13]

که څه پرنجيدل Sneezing، د پزې بهيدل[14]، د پزې احتقان[15] او Posterior Nasl Dischargeد زکام [16] د پزې پېژندل شوي اعراض دي؛ خو پرته له زکام څخه، د يو ډول غير وصفي او ناپوهېدل شویو لاملونو د تنبهاتو مقابل کې د پزې د فزيالوژيک عمل په پايله کې هم منځ ته راځي.

 

تصنيف او اپېديميالوژي:

د اعراضو د مودې د اوږدوالي له مخه، الرجيک رينايتس په درېيو اپيزيودېک، موسمي[17] او Perennialډولونو ويشل کېږي.

په دې روستيو وختو کې د ځينو له خوا په دوه Persistentاو Intermittent بڼو تصنيف هم وړانديز شوی دی. غیر الرجیک رینایتس د یو لړ ناڅرګندو لاملونو له لامله منځ ته راځي، چې د ځینو حالاتو د یو ځاي والي له مخې په لاندې درېیو برخو ویشل کېږي:

۱- Non allergic Hyperplastic (Inflammatory) Rhino Sinusitis

۲- Non allergic Non inflammatory Rhenopathy چې Vasomotor رينايتس هم نومېږي.

۳- Non allergic rhinitis with eosinophilic syndrome

د صنعتي هېوادونو نږدې په سلو کې ۳۰٪ نفوس کې پرته د پورتنيو تنفسي لارو د انتان څخه د اپیوزودېک، موسمي او يا مزمن رينايتس اعراض موجود وي. د امريکا په متحده ايالاتو کې د الرجيک رينايتس د پېښو شيوع[18] د نفوس نږدې ۲۰٪ يا شپیته ميليونه نفوس، چې کلنی مستقيم[19] روغتيايي لګښت يې تر درې بېليون او ټول مستقيم او غيرمستقيم لګښت يې دوه تر پنځه بېليون ډالره اټکل شوی دی.

پاتو فزيالوژي:

د الرجيک رينايتس اعراض هم د سږو د الرجيک استما په څېر د الرجن[20] مقابل کې د پزې د مخاطي پردې د التهاب او Hyper responsiveness په پایله کې منځ ته راځي.

له کوره بهر الرجن؛ لکه د نباتاتو په ځانګړي ډول د وښو، بوټو، ګياوو، ګلونو او MOLD؛ لکه (Alernaria) چې د موسمي رينايتس لامل کېږي؛ خو کورني الرجن؛ لکه دوړي، mite، cockroach[21] او د کورني حيواناتو dander’s ډېر د Perennial اعراضو لامل کېږي.

دلته هم د استما په څېر د انتيجن او IgE ترمنځ عمل، د هستامين او Tryptase د افراز او د Prostaglandin او Salfidopeptide ازادېدو او تعاملونو په پایله کې اعراض منځ ته راځي.

خو په ځانګړي ډول هستامين د حاد الرجيک رينايتس اعراضو منځ ته راتلو کې تر نورو ټولو ډېر رول لوبوي.

په لومړيو ۲۴ ساعتونو کې د الرجيک رينايتس رنځورانو د پزې مخاطي پردې بايوپسي کې د لمفوسايت، ايزونوفيل او نوتروفيل حجرو شمېر لوړ وي.

همداراز ځينې سايتوکين inter Leukin-4 (iL-4) او iL-13 په معافيتي او ايمونالوجيک او iL-15 د ایوزنيوفيل حجرو او هستامين افرازونکي فکتور څخه پرته د الرجن د مستقيم تنبیه او اغېز څخه د التهابي حجرو د فعالولو لامل کېږي.

که څه د غيرالرجيک رينايتس پاتوفزيالوجي پوره پوهېدل شوې نه ده او په الرجيک او غيرالرجيک رينايتس التهابي انساجو کې د سايتوکين عمل او اغېز پوره يو خيل نه دی؛ خو ورته والی يې د توپير څخه ډېر دی، اسباب يې پوره پوهېدل شوي نه دي؛ خو تازه څېړنو وښووله، چې د پزې اعراضو سره تقريباً تل Laryngo-pharyngeal reflux يو ځای وي.

درملنه:

د الرجيک رينايتس په درملنه کې بايد تل درې ټکي په پام کې ونیول شي:

ټول فارمکولوجيک درمل، چې د الرجيک رينايتس په درملنه کې کارېږي په دوه ګروپو ويشل کېدای شي:

هغه درمل، چې په پوره چټکتيا د رنځورۍ اعراض له منځه وړي؛ لکه انتي هستامين، Decongestants او Ipratropium bromide.

بل هغه درمل، چې د رنځورۍ مزمن کنټرول کې رول لوبوي؛ لکه د هستامين ضد درمل او د لوکوترين رسپتورو انتاګونيست[22] مستحضرات، د پزې Cromolyn او د پزې کورتيکوستروئيد.

په الرجن ايمونوتراپۍ کې د الرجن واکسين په پراخه پېمانه کارېږي.

H1 receptor antagonist انتي هستامين په تېره د خارښ، پرنجي، د اوښکو بهېدل او د پزې بهېدو له منځه وړو کې اغېزمن دي او څه نا څه د پزې احتقان[23] هم له منځه وړي، ان موسمي الرجيک رينايتس کې هم ګټور تمامېږي.

اوسمهال د امريکا متحده ايالاتو کې ددې ګروپ څلور درمل Cetirizine، Desloratadine، Fexofenadine او Loratadine موجود او ډېر کارېږي. همداراز په ځينو نورو هبوادونو کې نور مرکبات؛ لکه Mizolastine، Ebastine او Levocetirizine موجود او کارېږي.

څرنګه چې انتي هستامين درملو سره ځينې نورې موضعي[24] يا د خولې له لارې ځينې Anti congest ant درمل؛ لکه Pseudoephedrine، Oxymetazolin، Xylometazoline او Phenyl ephedrine سره يو ځای په ګډه استعمالېدای شي؛ خو په پرله پسې ډول استعمال يې له ۵-۶ ورځو ډېر استطباب نه لري.

Ipratropium bromide چې د استيل کولين انتاګونيست دی او په Muscarinic رسپتور اغېزې لري، يوازې د پزې زيات بهېدل (Rhinorrhea) لپاره ګټور تمامېږي. د امريکا متحده ايالاتو کې د موسمي الرجيک رينايتس لپاره Montelukast چې د لوکوترين رسيپتورو انتاګونيست دی ډېر کارېږي.

د الرجيک رینايتس د اعراضو له منځه وړلو او پړسوپ يا التهاب او Hyper Responsiveness د کمولو لپاره موضعي ګلوکوکورتيکوستيروييد د درملنې اساسي بنسټ جوړوي.

په کومو وخيمو پېښو کې چې پورتني ذکر شوې درملنه پایله ورنکړي ايمونوتراپي يا د الرجن واکسين تطبيق استطباب لري.

غير الرجيک رينايتس هم د الرجيک رينايتس په څېر يو شان تداوي کېږي؛ خو يوازې د پزې Nasal Steroid استعمال استطباب نه لري.

The Para nasal Sinuses

د سر د هډوکیو په اسکليټ کې څلور جوړه تش او خالي جوفونه دي ، چې د نږدې اړين هډوکیو په نرمو Frontal، Ethmoidal، Maxillary او Sphenoid پارانزل سینوسو په نومونو يادېږي. په ټولو کې هوا شته او د نازکې تنفسي مخاطي (Mucosa) پردې په واسطه چې سيليا لرونکې اپتليل حجرې لري، فرش شوي دي.

فرانتل يا جبهې ساينس له څلورو کالو روسته په عمر کې په غټېدو پيل کوي او په شپږ کلنو ماشومانو کې د راډيوګرافۍ پواسطه ښکارېدلای شي او د پزې منځني توربينټ[25] سره خلاصېږي.

ايتيموييد ساينوس د زېږېدو پرمهال موجود او په دولس کلنۍ کې يې غټېدل بشپړېږي. قدامي يا مخکېنۍ برخه يې د پزې منځنۍ Meatus کې تشېږي.

ماکزيلري ساينوس د زېږېدو پرمهال کوچنی (۶-۸ میلیمتر) وي او د عمر په تېرېدو غټېږي. د زلميتوب يا بلوغ وخت کې يې ظرفيت 15 ml وي او د پزې منځني Meatus ته لار لري.

سفينوئيد ساينوس د زيږېدو وخت کې موجود او د زلميتوب او بلوغ وخت کې يې وده بشپړېږي او د پورتني Turbinate پاسنۍ برخه کې تشېږي.

 د پرې نازال ساينوسونو د وظيفو په هکله بېلابېل نظریات موجود دي؛ فکر کېږي، چې د غږ په ريزونانس[26] د تنفسي هوا د تودولو او د مخاط د افراز له لارې د پزې لمده ساتل او مغزو ته يو ډول تود[27] جوړول او د ترضيض يا تروما مقابل کې د مغزو ساتلو کې مرسته کوي.

سینوزیټ[28]

د ساينوزايتس رنځوري مستقيم او غیرمستقيم روغتيایی لګښت د السر (P. U. D) Ulcer رنځوريو، حاد استما او Hay fever په پرتله لوړ او د عاجلو خونو (ER) د ویزيټو لوړ شمېر جوړوي.

د پورتنۍ تنفسي هوايي لارو د وایروسي انفکشن (URI) ۲٪ پېښو کې د حاد باکتريايي رينوساينوزايتس اختلاط منځ ته راځي.

د امريکا په متحده ايالاتو کې هر کال کې د حاد باکتريايي رينو ساينوزايتس نږدې ۲۰ ميليونه پېښې پېښېږي.

مزمن باکتريل رينوساينوزايتس هم عموميت لري، چې د امريکا متحده ايالاو کې د کال د ډاکټرانو د کتنځیو ۱۸-۲۰ ميليونه ويزيټونه اټکل کېږي.

د ۱۹۹۶ کال د يو څېړنيز راپور له مخې د رينوساينوزايتس ټول مستقيم او غيرمستقيم روغتياوي لګښت نزدې ۵، ۸ بېليونه ډالره اټکل شوی دی.

تعريف او تشخيص:

څرنګه چې الرجيک رينايتس او د تنفسي جهاز پورتنۍ برخې د ويروسي انفکشن (URI) کلینيکي اعراض سره ډېر ورته والی لري؛ نو د رينوساينوزايتس تشخيص نسبتاً ګران دی او ځينې وخت د ناسم او اټکلي تشخیص پر بنسټ ناوړه او غيرضروري انتي بایوتيک کارېږي.

ځينې ماهران رینوساينوزايتس د رنځورۍ د اعراضو د دوام د مودې له مخه په درې حاد (Acute)، Acute recurrent، او مزمن ډولو ويشي.

د حاد رينوساينوزايتس اعراض په حاد ډول منځ ته راځي، چې په يوه مياشت کې په بشپړ ډول رغېږي. که د URI اعراض له لسو ورځو څخه اوږده پاتې شي او يا روسته د پینځه ورځو نور هم عراض سخت او وخيم شي، بايد د حاد باکتريایی رينوساينوزايتس تشخيص پلو فکر وشي.

Acute recurrent رينوساينوزايتس:

که په يوه کال کې د حاد بکتريال رينوساينوزايتس څلور يا ډېرې حملې[29] پېښ شي او د حملاتو په منځ کې د رنځورۍ اعراض بالکل Resolve او شتون و نه لري؛ نو حاد عودکوونکی رينوساينوزايتس ويل کېږي.

Chronic رينوساينوزايتس

 که له لازمې درملنې سره سره د رنځورۍ اعراض په دوامدار ډول د دولس اوونيو څخه اوږدې مودې پورې پاتې شي؛ نو کرونيک رينوساينوزايتس ګڼل کېږي او که د لازمې درملنې سره د حاد باکتريايي رينوساينوزايتس اعراض د څلورو اوونيو څخه ډېر پاتې شي او په CT کې بدلون منځ ته راغلی وي، د کرونيک رينوساينوزايتس په شتون دلالت کوي.

په ۱۹۹۹ کال کې د غوږ پزې ستوني او د سر او ورمېږ جراحانو اکاډمي په ګډه د رينوساينوزايتس اعراض په دوه Major او Minor تصنيف او وويشل. ځينې نورې فزيکې نښې؛ لکه قيحي پيورولانت دريناژ، Polyps يا د Polypoid بدلونو شتون، د ۱۲ اوونيو څخه د اعراضو اوږد دوام هم د کرونيک رينوساينوزايتس لپاره کافي ګڼل کېږي.

راديولوجيک کتنې په تشخيص کې مرسته کوي؛ خو CT ته د ساده اکسرې په پرتله بايد ترجيح ورکړل شي. د حاد رينوساينوزايتس په تشخيص کې د هوا او مايع سويې[30] شتون مرسته کوي. خو نشتوالی يې د رنځورۍ تشخيص نشي ردولای.

همداراز د کرونيک رينوساينوزايتس تشخيص کې ځينې نور ټسټونه؛ لکه د پوټکي ټسټونه، ځينې الرجيک ټسټونه، د ايمونو ګلوبولين مقدار او سويې ټاکل د سيستيک فایبروزيس د ردولو لپاره د خولو د کلورايد په ټسټ، او الرجيک فنګل رينايتس کې د پاليپ، لوړ شمېر ايوزینوفيليا او داسې نورې تشخیصي کتنې بايد وڅېړل شي. تر ټولو اسپرجيلس او Bipolaris دوه ډېر معمول فنګس انفکشن دي، چې بايد شتون يې رد شي.

پاتوفزيالوژي:

د ۱۹۹۴ د يو څېړنيز راپور له مخې د URI يا د پورتني تنفسي برخو وايروسي انفکشن رنځورانو ۶۰٪ پېښو کې د اتموييد او ماکزيلري ساينوس CT ابنارمل وي، چې د وخت په تېرېدو پخپله رغېږي.

ډېر وخت حاد باکتريايي ساينتوزايتس د وايرس انفکشن د اختلاط په توګه منځ ته راځي. د دې رنځورانو د رنځي توکیو  کلچر څخه معمولاً الفا هيمولايتيک سترپتوکاکس، ستافيلوکاکس اوريوس، سترپتوکاکس نمونيا، هيموفيلس انفلونزا، Moraxella catarralis او ان ايروبيک باکتريا جلا شوي.

درملنه:

په باکتريايي رينوساينوزايتس کې بايد تل لومړنی لين انتي بايوتيک؛ لکه Amoxicillin د پزې دننه Decongestant سره تطبيق شي، که په لومړيو ۷۲ ساعتونو کې يې جواب ور نه کړ بيا دویم  لين انتي بايوتيک لکه Cefuroxime, Cefopodoxime, Amoxicillin clavulanate اويا کينولون (Gatifloxacine، Levofloxacin يا (Moxifloxacine تطبيق شي او د اعراضو د منځه تللو روسته هم بايد انتي بايو تيک د ۷-۵ ورځو پورې ورکړل شي. په کرونيک رينوساينوزايتس کې هم د حاد رينوساينوزايتس په څېر انتي بايو تيک کارېږي؛ خو دلته اماکسيسلين لومړنی چانس نه دی. د رنځي توکیو  زرع او کلچر (C+S) تل د انتي بايو تيک په انتخاب کې مرسته کولای شي.

Adjuvant therapy:

د Saline irrigation د پزې سپرې، نيبولایزر څاڅکي يا د تود بخار[31] موضعي يا سيسټميک decongestant، موضعي يا سيسټميک ستيروييد او Mucoe vacant او د ټينګو او څلېښناکه مخاط د نرمولو لپاره expectorants او Mucolytic هم ګټور تمامېږي.

همداراز انتي ايميون ګلوبولين E لکه Omalizumab څه نا څه اغېزمن دي. کرونيک رينوساینوزايتس رنځورانو کې د جراحي درملنې نږدې ۷۵٪ پېښو کې د اعراضو د له منځه وړولو او د ژوند Quality of life ښه کېدو لامل کېږي.

Hypopharynx او Pharynx

بلعوم يا فرنجيل هوايي لارې د پزې تر شا څخه تر Supra glottis برخې دوام لري. د کلينيک له مخې د سينې څخه د باندې هوايي لارو بندوالي کې Stridor، مزمن ټوخی، ستوني خوږ، انفکشن، Supra glotitis، Croup، Retro pharyngeal Abscess ليدل کېدای شي.

حنجره The Larynx

حنجره د شزن يا Trachea لومړنۍ پورتنۍ او ارته برخه ده، چې د ژبې د پيل شوې او قاعدې (Base) لاندې د نهو غضروفي کړيو څخه چې د الاستيک پردو پواسطه سره کلک نښتي او يو ځای شوي او د يو لړ عضلو په واسطه حرکت کوي.

د حنجرې تشه يا جوف دوه جوړه حبول[32] لري چې رښتيني او کاذب صوتي حبول[33] نومېږي او slit like برخه يې چې تر اخياته خلاصېږي، مزمار يا Glottis يادېږي.

حنجره درې مهمې فزیالوجيک دندې لري: د تراخيا يا تنفسي توتې خلاص ساتل، د تنفسي هوايي لارو ساتنه Protection او د غږ پيدا کول. [34]

حنجروي عضلې يو لړ سترو دندو؛ لکه تنفس، بلع، ټوخی، کانګو او غږ په همغږۍ کې رول لوبوي. د تايرويد او cricoid غضروف د حنجرې اسکليتي استناد (Support) جوړوي. د حنجرې د مزمار يا glottis برخه د انسپايريشن يا ذفير وخت کې نسبتاً ارت او پراخ او د اکسپايریشن پر مهال نسبتاً تنګېږي. د مزمار يا ګلوتیس برخې حرکات د حنجرې د یو شمېر  Intrinsic عضلو په واسطه کنټرولېږي.

د ګلوتس يا مزمار د معصرې د Orifice قطر د تنفسي هوا فشار، تودوخې او د حنجرې د وضيعت[35] بدلون مقابل کې عمل کوي. سربېره پردې ځينې تخریشوونکې تنبيه ګانې، چې د ټوخي د پيدا کېدو او د مزمار د تړلو لامل کېږي، په غبرګوني ډول سږو ته د باندېنيو جسمو او توکیو  ننووتو مخنيوی کوي.

د خوړو او بلع او د قوې Noxious inhaled stimuli پرمهال د ټوخي او د حنجرې د تړلو عکسه يا Reflex د تنفسي هوايي لارو په ساتنه کې ستر رول لوبوي.

کلينکي بې نظمۍ:

حاد يا سملاسي بندېدو لاملونه د باندېنیو جسمو يا توکیو ، اکسيدنت (مستقيم او غيرمستقيم، iatrogenic، ، غير یاتروجنيک، ترضيض يا Trauma، سوځېدل، انفکشن او انجيو اديما[36] څخه عبارت دی.

د حنجرې رو رو او سوکه سوکه  بندوالي منځ ته راتلل د ډېرو لاملونو له لامله؛ لکه تومورونه او د حنجرې اړوند مجاورو برخو نسجي لويوالی او هغه روماتولوجيک رنځورۍ، چې د حنجرې جوړښت او ساختمان اغېزمنوي او ځينې عصبي يا Neurologic رنځوريو څخه منځ ته راتللای شي.

Laryngo Spasm and vocal cord dysfunction (VCD):

 د صوتي حبولو د نږدې کوونکو[37] عضلو د بې نظميو په پايله کې د صوتي حبولو د فعاليت ډېرښت د حنجروي هوا د جريان د بندېدو، لرنګو سپازم او (V. C. D) لامل کېږي.

د لرنګو سپزم اسباب او پاتوفيزيالوجي تر اوسه پورې پوهېدل شوې نه ده؛ خو intubation، ځينې ځانګړې انستيزياوې، G. E. R. D او ځينې نور لاملونه پکې دخيل ګڼل کېږي.

  1. C. D د ځينو له خوا factitious يا Hysterical Asthma او Munchausens Stridor هم نومول شوې ده او ځينې يې Irritable Larynx سندروم هم يادوي، چې د ځينو مخرشو توکیو د انشاق او معروض کېدو روسته يو لړ کلینيکي تظاهرات؛ لکه ټوخی، عضلي Dysphonia، Globus sensation او V. C. D منځ ته راځي.

سربېره په سايکالوجيک فاکتور ځينې نور فکتورونه؛ لکه GERD په ځانګړي ډول لرنګوفرنجيل Reflux، Posterior nasal drainage، عصبي دستونيا او Noxious مخرش توکیو  انشاق، ټول د حنجرې د Hyper responsiveness لامل کېږي.

د حنجرې د بندېدو کلينيکي منظره:

معمولاً ډسپنيا او تنفسي ستونزې، د خوړو د تېرولو بې نظمۍ، د غږ کېناستل منځ ته راځي. که په حاد ډول د باندېنيو اجسامو، تروما او يا د انافلکتيک غبرګون له کبله حنجره بنده شوې وي، رنځور ډېر وارخطا[38] وي، غږ يې ناست وي او په دواړو لاسونو ستونی کلک نيسي. که باندېنې جسم د ترخيا پورتنۍ برخه پوره او بشپړه تړلې وي، ښايي رنځور په خبرو کولو او ټوخي کولو هم وسمن نه وي او له خولې يې لاړې بهېږي، د تنفس شمېر يې چټک چې Tachypnea، د وينې د فشار لوړوالی او د شعوري خړپړتيا د رنځور د هايپوکسيا او هایپرکاربيا[39] درجې پورې تړلي دی.

په اصغا کې ښايي نارمل تنفسي غږونه (BS) وا نه وریدل شي؛ خو که بندوالی قسمي او نيمګړی وي، حنجروي ويزينګ چې د سينې ويزينګ سره اشتباه کېدای شي، موجود وي او که د حنجرې بندوالی سوکه سوکه  او رو رو منځ ته راغلی وي؛ کرونيک وچ ټوخی، پرمختللې ډسپنيا، نادراً هيماپتيزيس، د ستوني خوږ او د غږ بدلون منځ ته راتلای شي. ځينې وخت د هوايي لارو د مجاورو نسجونو د غټوالي او جاغور له کبله اورتوپنيا او S. O. B یا عسرت تنفس او د ترخيا بې ځايه کېدل هم ليدل کېدلای شي.

که د مرکزي عصبي سيستم د رګونو بندوالی يا چوېدل ([40]C. V. A)، او يا نيوپلازم موجود وي. يو پلو مخ د بل پلو څخه يو څه غيرمتناظر ښکاري او د قحفي اعصابو ډيفيکټ[41] موجود وي.

د فزيکي کتنو، سپايروميتریک کتنو او لرنګوسکوپيک کتنو په مرسته تشخيص ايښودل کېږي.

که څه د V. C. D په تشخيص کې راديوګرافيک کتنې پوره ګټورې نه تمامېږي؛ خو د نيوپلازم، انفکشن او د کرونيک التهابي بهیر د شتون يا نشتوالي کې مرسته کولای شي.

د بشپړ او اخرني تشخیص لپاره Flexible Fibrotic Rhino Laryngoscopy پواسطه د پورتني تنفسي لارو مستقيمه ليدنه Visualization ډېر مهم او Gold standard ګڼل کېږي. همداراز تر عمومي انستيزيا لاندې د ماهرو روزل شویو کارپوه کسانو لخوا برانکسکوپي په ځانګړي ډول کلک[42] برانکوسکوپ نسبتاً ګټور او اغېزمن تمامېږي.

د حنجرې د بندوالي درملنه:

په درملنه کې بايد تل د رنځور د وينې د اکسيجن سويه او د غازاتو بدلون اړتیا او اهميت په پام کې وي. د پاراليتيک يا فلج ګونګو درملو څخه ډډه وشي. تر انټوبيشن[43] څخه مخکې او روسته بايد لرنګوسکوپي وشي.

د حنجرې حاد او سملاسي بندوالي کې د Open ventilating کلک برانکوسکوب استعمال استطباب لري.

د V. C. D دخيل فکتورونه (؛ لکه دوا، GERD، Post Nasal drip او سايکولوجيک) بايد وپېژندل شي او تداوي شي.

څرنګه چې د V. C. D او حنجري وظيفوي خرابوالي پتوفزيالوجي ډېره مغلقه او پیچلې ده؛ نو تل د څو بېلابېلو مسلکي کارپوهانو ګډ Multiple Disciplinary approach کړنلارې عمل اړين دی، چې Speech پتالوجست او تيراپست، سايکالوجست او تيراپست (د Panic، Conversion، Anxiety، Affective Personality، (P. T. S. D ګډې هڅې او د اړوند کارپوهانو لخوا ګډه درملنه وشي.

د قصباتو حاد التهاب[44]

تعریف:

حاد برانکایټس د قصباتو حاد التهاب دی، چې د وایروسونو – بکتریاوو او یا د باندېنیو تخریشوونکیو توکیو  په واسطه منځ ته راځي.

اسباب:

ددې رنځورۍ لامل ډېری بېلابېل ډوله وایروسونه دي، چې تنفسي جهاز اخته کوي. همداراز د قصباتو – حاد التهاب د ځینو تنفسي رنځوريو د نورو رنځي تظاهراتو سره یو ځای لیدل کېږي. دا رنځوري د ریزش وایروس له لامله د پورتني تنفسي جهاز اخته کوي. همداراز د قصباتو – حاد التهاب د ځینو تنفسي رنځوريو د نورو رنځي تظاهراتو سره یو ځای لیدل کېږي. ډېری د تنفسي جهاز د معمولو وایرسو په تېره، د انفلوانزا وایروس – پارانفلوانزا وایروس Adenovirus او د مایکوپلازما نمونیا[45] له لامله پیدا کېږي.

تازه شواهد ښيي، چې د Chlamydia Pneumonia د استماتیک برانکایټس او د Adultonset asthma سره یو ځای لیدل کېږي. حاد برانکایټس د بکتریاو له لامله په اسانه منځ ته نه راځي او د قصباتو لومړنۍ بکتریایي انفکشن ډېر نادر دی. سره له دې هم ځینې بکتریا؛ لکه Pertussis د قصباتو د لومړني اخته کېدو لامل کېدای شي.

ډېری په هغه خلکو کې، چې د سږو یا قصباتو په مزمنو رنځوريو (؛ لکه مزمن برانکایټس امفزیمیا، قصبي استما او برانکیکتیازېس) اخته وي په ثانوي ډول د قصباتو التهاب معمول او ډېر خراب عواقب منځ ته راوړي. په زړو او ناتوانو رنځورانو، د زړه احتقاني عدم کفایې او هغه رنځورانو کې، چې د عضلي کم قوتۍ له کبله په ټوخي کولو ښه قادر نه وي، هم د قصباتو حاد التهاب نسبتاً ډېر شیوع لري. ډېری هیمافیلوس انفلوانزا او نوموکاکس تر نورو ټولو ډېر د دې رنځورۍ د پیدا کېدو لاملېږي. کله کله د ځينو مخرشو غازاتو؛ لکه کلورین CI سلفر ډای اکسایډ SO2 نایتروجن ډای اکسایډ NO2 او داسې نورو توکیو  انشاق هم د قصباتو د حاد التهاب لامل کېدای شي.

شیوع او پېښې:

د دې رنځورۍ شیوع د تنفسي جهاز د نورو وایروسي رنځوريو په پرتله ډېری په ژمي او سړه هوا – ګڼه ګوڼه او د ګڼو کورنو ژوند کونکیو کې نسبتاً ډېر لیدل کېږي.

پتالوژي:

د قصباتو په حاد التهاب کې، ډېری د قصباتو مخاطي غشا په غیر نارمل ډول سور رنګی، کلک، ټینګ، مخاطي قیحي افرازات خارجوي، د التهابي حجراتو ارتشاح[46] د اپیتیلیم حجرو تفلسات او د مخاطي غدو پراخوالی موجود وي. ځینې وخت قصبي افرازات تنفسي لارې بندوي، چې د Plastic Bronchitis په نوم هم یادېږي.

PATHOGENESIS:

د حیواني لابراتواري تجربو له مخې څرګنده ده، چې تنفسي جهاز یو بکتریایي کلیرانس لري – که د موږکانو په سږو کې سل زره ستافیلوکاکس او وایرس داخل شي، تر یوه ساعت روسته 40% فیصده او روسته له دوه ساعتو ۷۰ فیصده او درېیم ساعت په اخر کې ۸۰ فیصده او تر شپږو ساعتو روسته، تقریباً ۹۵ فیصده بکتریاوې له سږو بېرته ایستل کېږي او یا له منځه وړل کېږي. همداراز باندني جسیمات هم د قصباتو د حجرو د احدابو Cilia په واسطه بېرته ایستل کېږي.

قصبات د احداب Cilia لرونکي اپتلیم په واسطه فرش شوې، چې د مخاط افرازوونکیو حجرو او غدو څخه غني دي. تر فزیالوجیک شرایطو لاندې، یوازې ډېر لږ مقدار مخاط افرازېږي، چې د احدابو د دوامداره حرکاتو په واسطه دباندې ایستل او قصبات پاکېږي؛ خو د قصباتو د التهاب پرمهال د سببي عواملو له کبله، د قصباتو د جدار ازیما او د تفلسي حجرو ډېر ټینګ او غلیظ افراز منځ ته راځي، چې ډېری په اسانه نه ایستل کېږي او د قصباتو د یو ډول تشنج یا Spasm او د ټوخي د عکسي د تنبیه لاملېږي. د ټوخي د پیدا کېدو لپاره هرو مرو باید غبرګونیز میخانیکیت او تنفسي عضلات روغ وي.

کلنیکي تظاهرات:

د قصباتو حاد التهاب ډېری د تنفسي جهاز د پورتنۍ برخې له اعراضو سره پیل کوي. رنځور د نارامۍ، عمومي درد په تېره د سر درد څخه شکایت کوي. د ستوني خفیف درد او د پزې بهېدل هم موجود وي. ټوخی څو ساعته یا څو ورځې روسته، چې د مخاطي قیحې بلغمو سره یو ځای وي پیدا کېږي، له ټوخي سره کله کله د قص د هډوکي د لاندنۍ برخې خوږ هم مل وي؛ خو کوم حقیقي پلوریتیک درد موجود نه وي او بې له کومې بلې رنځورۍ څخه ډېری عسرت تنفس[47] او تبه موجوده نه وي.

حاد برانکایټس په قصبي استما یا الرجیک رنځورانو کې د قصباتو د بندېدو حملې ډېرولای شي. همداراز مزمن برانکایټس او امفیزیمیا کې د وخیم عسرت تنفس هایپوکسیا او د کاربن ډای اکسایډ د تراکم لاملېږي. د کلنیکي کتنې وخت کې رنځور تبناکه او تود په نظر راځي. عموماً د تنفس د چټکتیا او د انسدادي تنفس نښې موجودې وي. بلعوم شاید سور او د سینې Resonance ډېر او کله کله Rhonchi او ویزنګ موجود وي؛ خو د نمونیا د وصفي کانسولېدیشن نښې موجودې نه وي او کله کله خو د تنفسي غږو بدلون نه لیدل کېږي. شاید هېڅ رالونه وا نه وریدل شي او یا یو ډول منځنۍ درجه زېږ لامده رالونه، په دواړو خواو سږو کې اورېدل کېدای شي. د سپینو کرویاتو شمېر ښایي نارمل او یا څه لوړ وي، که کوم اختلاط موجود نه وي؛ نو د سږو اکسریز X – RAY تل نورمال وي. باید د تشخیصي کتنو په واسطه، له حاد برانکایټس سره د نمونیا شتون او یا نشتون ټاکل شي.

تشخیص:

د قصباتو د حادالتهاب تشخیص ډېری اسان؛ خو د نمونیا د شتون او نشتون پوهېدل یوه اندازه ګران دي. ډېری د تنفسي جهاز شديدو وایروسي رنځوريو سره نمونیا یو ځای وي. که څه د وایروسي نمونیا فزیکي علامې پوره وصفي نه دي؛ خو بیا هم د ځای په ځای نفیس[48] رالونو اورېدل، د نمونیا تشخیص پر لوري فکر وړي. ځینې وخت یوازې د سږو د راډیوګرافۍ په واسطه د نمونیا شتون ټاکل کېدای شي. نمونیا په سملاسي ډول سړه تبه لري او د سینې په پلورايي درد پیل کوي. ډېر وخت په بلغمو کې وینه موجوده او تشخیص کې د فیزیکي علامو پېژندل مرسته کوي. په زړو او کوماتوز[49] رنځورانو کې، چې عموماً ټوخی شاید موجود نه وي، د قصباتو د التهاب تشخیص یو اندازه ګران دي. د قصباتو د بندېدو له لامله Atelectasis پیدا کېدای شي، فزیکي کتنې او د بلعوم د خلفي برخې د بلغمو کتل په تشخیص کې پوره مرسته کوي.

پرته له کوم اختلاطه، د قصباتو په التهاب کې د بلغمو د ګرام تلوین او کلچر ډېری اړین نه دي او ډاکټر د غلط تشخیص پر لوري غولولای شي. همداراز د سینې اکسری هم اړین نه ده.

درملنه:

په غیر اختلاطي پېښو کې یوازې د بستر استراحت او عرضي درملنه سپارښتنه کېږي، د کوټې د تودې او لمدې هوا تنفس د بخاراتو انشاق، د ټوخي د شربت استعمال Hydrate یا Elixiroerrapin له کودیین سره او یا بې له Codeine ګټور تمامېږي. مقشح درمل دومره ګټه نه رسوي، که رنځور د خوب تکلیف درلوده، د ويدېدو وخت کې مسکني درمل کارېږي. د حاد برانکایټس په درملنه کې د انتي بایوټیکو د استعمال هوډ ډېر ګران او د ډاکټر په قضاوت پورې اړه لري. د بې اختلاط حاد برانکایټس په درملنه کې انتي بایوتیک استطباب نه لري.

دا رنځ ډېری پخپله شفا مومي؛ نو د انتي بابوتیک استعمال ته اړتیا نه حس کېږي، په تېره د فرط حساسیت او د درمل د ګرانبیه تمامېدو له کبله هم نه کارېږي.

که چېرې د تنفسي جهاز د پورتنۍ برخې قیحي اختلاط؛ لکه Sinusitis یا د منځني غوږ التهاب موجود وي؛ نو انتي بایوتیک باید استعمال شي.

Procaein Penicillin شپږ سوه زره واحده د ورځې دوه ځل یا ۲۵۰ میلي ګرامه Tetracyclin هر شپږ ساعته روسته سپارښتنه کېږي؛ د قصباتو په حاد التهاب کې، چې د سږو د مزمنو رنځوريو په سیر کې منځ ته راغلی وي، ثانوي بکتریایي اختلاطات عموميت لري؛ نو تل باید انتي بایوتیک استعمال شي، که د ټوخي عکسه مختل شوې وي، باید د کومې بلې وصفي عملیې په واسطه بلغم واخستل شي. له هغو درملو څخه، چې د ټوخي عکسه په انحطاط راوړي، باید ځان وساتل شي. په مغشوش او کوماتوز رنځورانو کې باید د پوره او اسانه Suction لپاره Tracheostomy اجرا شي او هم د Y تیوب کارېږي.

انزاز:

که د قصباتو حاد التهاب په سالمو خلکو کې منځ ته راغلی وي، ډېری په خپله شفا مومي او د مړینې لامل نه کېږي. که سینوزایټس د اختلاط په توګه پیدا شي، د رنځ سیر اوږدوي او که نمونیا د اختلاط په ډول منځ ته راشي، د مړینې لامل کېدای شي. د قصباتو له حاد التهاب سره او یا بې له نمونیا څخه په زړو کوماتوز او د سږو مزمنو رنځورانو کې؛ لکه امفیزیما او د تنفسي عضلاتو فلج کې د مړینې معمول لامل ګرځي.

[1] Trachia

[2] (Filtering)

[3] (Conditioning)

[4] (Olfaction)

[5] (Pharynx)

[6] (Larynx)

[7] (Deglutition)

[8] (Glands)

[9] Relaxant

[10] (Mucosa)

[11] (Reflexes)

[12] Sneezing reflex

[13] Allergic and Non allergic Rhinitis

[14] (Rhinorrhea)

[15] (Congestion)

[16] Common cold

[17] (Seasonal)

[18] Prevalence

[19] (Direct)

[20] (Aero allergen)

[21] (Cockroach)

[22] (Leukotriene receptor Antagonists)

[23] (Congestion)

[24] (Tropical)

[25] (Turbinate)

[26] (Resonance)

[27] Thermal insulation

[28] (Sinusitis)

[29] (Episode)

[30] Air fluid level

[31] Steam inhalation

[32] (Cords) fold

[33] (Vocal cords)

[34] Phonation

[35] (Position)

[36] (Angio edema)

[37] (Adductor)

[38] Panic

[39] (Hyper carbia)

[40] Cerebral Vascular Accident

[41] (Cranial Nerve Defect)

[42] Rigid

[43] (Intubation)

[44] ACUTE BRONCHITIS

[45] Mycoplasmpneumonia

[46] (Infeltration)

[47] Dyspnea

[48] Fine

[49] Comatose

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست