تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت نوح عليه  السلام په ډېرو پخوا زمانو كې د “كنعان” په هېواد كې،چې پکې د “فلسطين”، “لبنان” او “سوريه” اوسني هېوادونه راتلل، يو ټبر ژوند كاوه ،چې پخپلو لاسونو توږليو بوتانو عبادت يې كاوه. د هغوى د بوتانو نومونه: “ود”، “سواع” او “نكسر” وو. څښتن هم “حضرت نوح”عليه السلام ،چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت نوح عليه  السلام

په ډېرو پخوا زمانو كې د “كنعان” په هېواد كې،چې پکې د “فلسطين”، “لبنان” او “سوريه” اوسني هېوادونه راتلل، يو ټبر ژوند كاوه ،چې پخپلو لاسونو توږليو بوتانو عبادت يې كاوه. د هغوى د بوتانو نومونه: “ود”، “سواع” او “نكسر” وو.

څښتن هم “حضرت نوح”عليه السلام ،چې د پراخې سينې خاوند و، ددې قوم د لارښوونې لپاره ر اولېږه.

 “حضرت نوح” هغوى کلونه کلونه څښتن ته را وبلل؛ خو هيچا يې خبرې ته غوږ نه نيوه او چا پرې ايمان را نه ووړ.

950 كاله تېر شول ،چې يوازې څو كسانو پرې ايمان راووړ؛خو نورو پرې ايمان را نه وړ؛ بلكې ملنډې يې پرې وهلې،ورته يې وويل: نوحه! كه غواړې نېغې لارې ته مو راولې؛نو د ا نشتمن او بېوزله له ځانه لرې كړه ،چې له ځانه دې ر اټول كړي! او كه رښتيا را باندې وايي: موږ ماړه او خانان يو او نشو كولاى،چې له هغو بېوزليو سره هم عقيده او هم فكره شو؛ موږ چېرته او هغوى چېرته!

“حضرت نوح”(ع) وويل: زما بلنه تاسې ټولو ته ده،ان زما د زوى لپاره ،چې ستاسې په څېر بې ايمانه دى؛ ما ته موړ، وږى، شتمن، بېوزله، پياوړى، کمزورى، لوى او كوچنى هېڅ توپير نه لري؛نه پوهېږم ولې دومره ټينګار كوئ،چې هغوى له ځانه وشړم . نه! پر څښتن قسم ،چې دا كار به ونه کړم، دوى بې ريا د زړه له كومې پر ما ايمان راوړى دى، هېڅكله به يې له ځانه لرې نه کړم او له تاسې غواړم  پر څښتن ايمان راوړئ.

يوه ورځ “حضرت نوح”(ع) ،چې نور د خپل ټبر له لارښوونې نهيلى شوى و، په خپله دعا كې يې څښتن ته وويل : خدايه! پخپله ګواه يې او وينې،چې شپه او ورځ مې ستا دين ته راوبلل او ترې مې وغوښتل،چې د بوتانو له عبادته لاس واخلئ او ستا عبادت وكړي؛ خو هېڅ ګټه يې نه درلوده او هغوى اوس هم همداسې د بوتانو پر عبادت ټينګار كوي.

خدايه! لېونى راته وايي، ملنډې را باندې وهي او خپله وينې،چې په غرور او ځانمنۍ مې له ځانه  شړي او چې کله ورسره ستاپه هکله خبرې كوم؛نو په غږونو كې ګوتې ږدي ،چې خبرې مې وا نه وري او په خپلو سترګو لاسونه ږدي ،چې څېره مې و نه ويني؛ نو خدايه! كه ته راسره مرسته ونه کړې؛ نو هلاك به شم.

ستر لورين څښتن وويل: نوحه! مه  خپه كېږه! بې له دې څو كسانو،چې ايمان يې درباندې راوړى دى، بل څوك به درباندې ايمان را نه وړي؛ د هغوى په اړه خبرې پرېږده، دوى ټول بايد غرق او لاهو شي اوس زما په حکم  د يوې بېړۍ په جوړولو بوخت شه .

بيا ستر لورين څښتن وويل: نوحه! د “ساج” ونه وكره او څلوېښت كاله وروسته ترې تختې جوړې كړه او له تختو يې بېړۍ جوړه كړه.

“حضرت نوح”(ع) له ښاره بهر په يوه لرې ځاى كې د “ساج” ونې وكرلې. ،چې کله ونې سترې شوې؛ نو و يې وهلې او تختې يې ترې جوړې كړې او د بېړۍ په جوړولو بوخت شو.

 د يو څه وخت لپاره خلك له “حضرت نوح”(ع) څخه بې خبره وو؛ خو وروسته پوه شول ،چې “حضرت نوح”(ع) په بيديا كې بېړۍ جوړوي، ورپسې ولاړل او په ملنډو يې ورته وويل: څه چل شوى دى،چې پېغمبري دې  پرېښې او بېړۍ جوړوې؟

 يو بل وويل: لېونى شوى دى! دلته خو نه اوبه شته او نه کوم سيند يا سمندر؟

 يو بل وويل: دا خو څه ستونزمنه خبره نه ده، بېړۍ يې ،چې جوړه كړه؛ نو په ځان پسې به يې راكاږي،چې كوم سيند پيدا كړي .

 يو بل ورته وويل: همدا چارې کوي،چې خلك ورته لېونى وايي او بې سره او كم عقل يې هم خپل شاو خواته راټول كړي دي او زړه يې خوشحاله دى ،چې خبره يې اورېدونکي لري، كه خبرې يې رښتيا وي؛ نو خپل زوى به يې پرې ايمان راوړاى واى.

 بيا دې سړي د “حضرت نوح”(ع) زوى “كنعان” ته وويل: داسې نه ده كنعانه!

“كنعان” وويل: پلار مې خيالي شوى دى، وايي : څو ورځې پرله پسې به باران وورېږي او هر څه به ډوب او لاهو شي .

“حضرت نوح”(ع) ورته وويل : نن خو را باندې ملنډې وهئ؛ خو ورځ به يې راشي ،چې پخپلو سترګو به يې ووينئ او هغه ورځ به زه درباندې ملنډې ووهم او پوه شئ،چې ډېر ژر به د څښتن پر عذاب ككړ شئ.

 شپې ورځې تېرېدې او د بېړۍ د جوړولو كار هم روان و، دوه سوه كاله وروسته،چې بېړۍ جوړه شوه؛ نو “حضرت نوح”(ع) د څښتن حکم  ته په تمه شو.

يوه ورځ د حضرت نوح (ع) مېرمنې په تنور كې ډوډۍ پخوله،چې ناڅاپه يې وليدل  له تنوره يې اوبه را خوټېږي، ووېرېده او له خپل ځايه راپاڅېده، ويې ويل: د منلو وړ نه ده! دلته خو پخوا کومه چينه هم نه وه؛ نو دا اوبه له کومه راغلي، هسې نه ،چې د حضرت نوح (ع) خبره سمه وي، بايد ژر تر ژره دا خبره ورورسوم او په بيړه يې ځان حضرت نوح (ع) ته ورساوه او څه يې ،چې ليدلي وو، کېسه يې ورته وكړه. “حضرت نوح”(ع) له خپلې مېرمن سره راغى،چې د څښتن د وعدې د پوره كېدو لومړى نښه وويني. خپل پلويان يې راوغوښتل،ورته يې وويل: د څښتن د وعدې د پوره كېدو وخت را نږدې شو.

يوه ورځ څښتن “حضرت نوح”(ع) ته وويل: نوحه! عذاب مې رانږدې دى . پاڅه! او له هر ډول څارويو يوه يوه جوړه (يو نر او يوه ښځه) را ټول كړه او له مؤمنينو سره يې په بېړۍ كې سپاره كړه.

“حضرت نوح”(ع) له خپلو يارانو سره څاروي بېړۍ ته وروخېژول او دوى هم په بېړۍ كې سپاره شول.

د “حضرت نوح”(ع) بېړۍ درې پوړه درلودې ،چې په لومړي پوړ كې الوتونكي، په دويم پوړ كې څاروي او په درېم  پوړ كې “حضرت نوح”(ع) له خپلو80 تنو يارانو سره وو.

ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې باران شو! ورو ورو هر څه په اوبو كې ډوب شول او خلك له وېرې غرونو ته وختل. هر څه ډوب شول او په بېړۍ كې ناستو كسانو په ځير دې لوى سمندر ته كتل. د اوبو څپو بېړۍ روانه کړه.

 ځينو ويل: نه پوهېږو بېړۍ پر كوم لور روانه ده؟

“حضرت نوح”(ع) وويل: مه  وار خطا كېږئ! د بېړۍ روانېدل او درېدل د هماغه چا په لاس كې دي ،چې اوس يې بېړۍ روانه کړې ده.

په بېړۍ كې ناست كسان ټول د بېړۍ كوټې ته ننووتې وو؛ خو “حضرت نوح”(ع) د بېړۍ د كوټې پر سر ولاړ و او  په ځېر يې شاو خوا ته كتل،سترګې يې په يو چا پسې وې،چې ناڅاپه يې غږ كړ: كنعانه! بچيه! د څښتن له عذابه  چېرته تښتې؟ له خپل ځېل لاس واخله، پر څښتن ايمان راوړه او راځه په بېړۍ كې سپور شه!

 “كنعان” ورته وويل: زه به د هغه جيګ غر سر ته وخيژم، غر به مې له ډوبېدو وساتي.

د باد او اوبو څپو نه پرېښوول،چې پلار او زوى  يو د بل غږ واوري .

“حضرت نوح”(ع) په جيګ غږ وويل: زويه! نن به بې له هغوى چې په دې بېړۍ كې دي، څوك ژوندى پاتې نشي.  تا خو پخوا هم ويل ،چې د توپان راتلل دورغ دي اوس په خپلو سترګو وينې ،چې توپان راغى.

 په دې وخت كې يو بوت لمانځي وويل: ددې بوډا خبرو ته غوږ مه ږده! زموږ خدايان به موږ له دې سيلابه وساتي.

 “كنعان” وويل: هو! همداسې ده؛ د غره تر څوكې ډېره فاصله نده پاتې، هلته به كېنو،چې اوبه كمې شي.

 په دې وخت كې د “حضرت نوح”(ع) او زوى ترمنځ لوى څپې راغلې او نور يې خپل زوى و نه ليد.

“حضرت نوح”(ع) په غمجن غږ وويل: خدايه! هغه زما زوى او كورنۍ ده؛لکه څنګه چې دې راسره ژمنه كړې وه؛ نو له دې توپانه يې وژغوره.

څښتن وويل: نوحه! ستا زوى او چاچې پر تا ايمان را نه ووړ؛ستا له كورنۍ نه دي،موږ تا ته د مؤمنانو د ژغورنې وعده دركړې وه.

نور هېڅ څوك نه ليدل كېدل؛ كافران او ټول څاروي ډوب شوي وو؛ هر څه تر اوبو لا ندې وو؛ هرې خواته چې دې كتل اوبه وې.

“حضرت نوح”(ع) او يارانو يې د څښتن شكر وايست او دعاګانې يې كولې.

څو ورځې بېړۍ د اوبو پر سر وه،چې باران بند شو او اوبو هم خپلې څپې كېنولې. ټول ياران د بېړۍ انګړ ته راوتلي ول؛ ښكلى او يخ باد د “حضرت نوح”(ع) پر سپينو ويښتانو لګېده . هر چا يوې خواته كتل ،چې كېداى شي وچه وويني. ورځ په خلاصېدو وه؛ خو چا لا وچه نه وه ليدلې، تپه تياره شوه او په بېړۍ كې ناست كسان ويده شول،چې ناڅاپه بېړۍ وخوځېده او ټول يې له خپلو ځايو بې ځايه  کړل .

“حضرت نوح”(ع) راغى ،چې وويني څه شوي؛ ګوري ، چې بېړۍ د “موصل” ښار ته نږدې د غره د پاسه ودرېده.

“موصل” اوس د “عراق” په هېواد كې يو ښار دى. د لمر په راختو “حضرت نوح”(ع) يو كارغه ولېږه ،چې له وچې  خبر راوړي؛ خو هغه هم خبر را نه ووړ. بله ورځ يې كوتره ولېږله ،چې هغه هم بې خبره راغله.

 “حضرت نوح”(ع) اوه ورځې وروسته بيا هماغه كوتره ولېږله،ورته يې وويل: ښه دا شاوخوا وګوره.

 كوتره ماښام راستنه شوه ،چې د زيتونو د ونې پاڼې يې په خولې كې نيولې وې او كوترې هر څه چې ليدلي وو “حضرت نوح”(ع) ته يې وويل.”حضرت نوح”(ع) د كوترې له خبرو پوه شوه ،چې څو ورځې نور هم بايد صبر وكړي.

شپې ورځې تېرې شوې او ټول ځايونه وچ شول. په دې وخت كې “حضرت نوح”(ع) او ياران يې له بېړۍ راكوز شول او ټول څاروي يې ازاد كړل . هغوى هلته نوى ژوند پيل كړ او د يو بل په مرسته يې كلي او ښارونه اباد كړل.

هغوى پر كښت او څارويو روزلو بوخت شول او د وخت په تېرېدو يې د ځمكې پر سر نوى مؤمن نسل منځ ته راوست؛ نو ځكه “حضرت نوح”(ع) ته د انسانانو دويم پلار ويل كېږي. “حضرت نوح”(ع) د توپان تر پېښې وروسته500 كاله ژوندى و.

ويل كېږي لومړى كلى ،چې”حضرت نوح”(ع) او يارانو يې جوړ كړ د “سوق الثمانين” كلى و.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!