حکمت او فلسفه په متعارف مفهوم یې فلسفه په لومړي ځل د نورو له کتابونو لکه د یونانیانواو هندیانو له کتابونو څخه ترجمه شوه. دا کار په دویمه هجري پېړۍ کې شروع شو. دا چې له پردیو علومو لکه طب،ریاضي او فلسفې څخه ترجمه او د علومو نقل له کله پیل شو؛نو په دې اړه […]
حکمت او فلسفه
په متعارف مفهوم یې فلسفه په لومړي ځل د نورو له کتابونو لکه د یونانیانواو هندیانو له کتابونو څخه ترجمه شوه. دا کار په دویمه هجري پېړۍ کې شروع شو. دا چې له پردیو علومو لکه طب،ریاضي او فلسفې څخه ترجمه او د علومو نقل له کله پیل شو؛نو په دې اړه خبرې ډېرې دي. ځینې معتقد دي،چې دا کار په لومړۍ پېړۍ کې د خالد بن یزید بن معاویه له لارې ترسره شو. ویل کېږي،چې خالد لومړی کس و،چې د اسکندریه د علماوو یوه ډله یې استخدام کړه،چې په یونانۍ ژبه پوهېدل او په کیمیا پورې اړوند ځینې طبیعي کتابونه یې له یوناني او قبطي څخه عربي ته ترجمه کړل.( الفهرست ، صفحه . 352)
په غوڅ ډول لکه د نورو علومو او فنونو، ادابو او اخلاقو په شان د فلسفې د کتابونو ترجمه هم د عباسیانو په وخت کې شروع شوه. له ایران څخه یو فلسفي کتاب هم نه دی ترجمه شوی، له یران څخه چې کوم کتابونه ترجمه شوي، هغه ادبي، تاریخي، نجومي او طبيعي وه.
ابن الندیم په الفهرست کې د ګڼو ایراني کتابونو نومونه اخلي،چې عربۍ ته ترجمه شوي دي،چې په دې کې یو یې هم فلسفي نه وه.یوازینی فسلفي کتاب،چې له پهلوي ژبې څخه عربۍ ته ترجمه شوی ؛نو دا کتاب د ارسطو د منطق یوه برخه و،چې پخوا پهلوي ژبې ته ترجمه شوې و او د اسلام په دوره کې د عبدالله بن مقفع او یا د هغه د زوی محمد بن عبدالله بن مقفع له لارې له پهلوۍ ژبې څخه عربۍ ته ترجمه شو.ابن الندیم په الفهرست کې ( مقاله الفلاسفة) په برخه کې وايي : فسلفه په یونان او روم کې رایج و،ترڅو چې روم مسیحیت ته مخه کړه، په دې وخت کې فلسفه منع شو او مسیحیانو ځنې فلسفي کتابونو وسېځل او ځینې نور یې پټ کړل او خلک یې له فلسفي بحثونو څخه منع کړل،ځکه فلسفه یې د شرایعو ضد ګڼله. بیا روم مسیحیت ته شا کړه او فلسفې ته یې مخه کړه .
بیا ابن الندیم د روم له امپراطور سره شاپور ذوالاکتاف د جګړې داستان ذکروي،چې شاپور پکې اسیر کېږي او څه موده وروسته له زندان څخه تښتي او د روم امپراطور وژني او رومیان له ایران څخه اوباسي او بیا د قنطنطین په تاید شاپور د روم امپراطور کېږي. په دې وخت کې روم بیا مسیحیت ته مخه کوي او پر فلسفه باندې بندیز لګول کېږي. ابن الندیم زیاتوي : څه چې پخوا ایرانیانو په طب او منطق کې ترجمه کړي وه؛نو عبدالله بن مقفع او نورو دا ټول عربۍ ته ترجمه کړل.( الفهرست ، صفحه . 351)
لکه څرنګه،چې ظاهراً یو فلسفي کتاب هم له ایران څخه نه دی ترجمه شوی؛نو همدا شان په منطق او فلسفه کې هم له سریاني او یوناني ژبې څخه مترجمین هم ایرانیان نه وه. دې ته په پاملرنې سره،چې د کتاب ترجمه اسلامي تمدن ته د ایرانیانو د خدمتونو مظاهر دي؛نو موږ دلته دهغو مترجمینو نومونه راوړو،چې له پارسي څخه یې عربۍ ته ترجمې کړي دي،دا هغه کسان دي،چې ابن الندیم په الفهرست کې ذکر کړي دي که څه هم له پارسۍ څخه عربۍ ته دا مترجمین ایرانیان نه وه.
عبدالله بن مقفع،چې د ارسطو د منطق او د خداینامې مترجم دی،چې خداینامه د شاهنامې اصلي ریشه او منبع ده او له هندي ژبې څخه د کلیلې او دمنې ترجمه ده،چې د انوشیروان په وخت کې کلیله او دمنه پهلوۍ ژبې ته ترجمه شو،چې بیا همدا کتاب د عبدالله مقفع په لاس په ډېره فصیح عربې ترجمه شو.( الفهرست صفحه 178 – 396 – . 356)
د هارون او مامون په وخت کې ابوسهل فضل بن نوبخت،چې د بیت الحکمة متصدي و.
حسن بن موسی نوبختي او مشهور مورخ احمد بن يحيی بلاذري،چې د فتوح البلدان د کتاب خاوند دی.
موسی بن خالد،یوسف بن خالد( دا دوه کسان د عبدالله بن حمید بن قحطبه مستخدمین ول).
علی بن زياد تميمي ، حسن بن سهل ، احمدبن يحيی جابر ، جبلة بن سالم كاتب هشام ابن عبدالملك، اسحق بن يزيد د اختيار نامې ناقل ، محمد بن جهم برمكي ، هشام بن القاسم ،موسی بن عيسی الكردي ، زادوية بن شاهويه اصفهاني ، محمدبن بهرام بن مطيار اصفهاني ، بهرام بن مردانشاه ، عمروبن الفرخان ، سلم ،چې د بيتالحكمة متصدي و، صالح بن عبدالرحمان، چې د حجاج لیکوال دی او له عربۍ څخه پارسۍ ته د دولتي دفاترو ناقل دی. عبدالله بن علي ،چې له پارسي څخه عربۍ ته د ځینو کتابونو ناقل دی، ( چې مخکې پارسې ته ترجمه شوي و.( الفهرست صفحه ۴۳۵.)
اوس د ایراني اسلامي فلاسفه وو په اړه بحث کوو:
په اسلامي فلسفه کې د ایرانیانو برخه تر بل هر چا ډېره ده. دلته لازم دي هغه کار وکړو،چې لا تر اوسه چا نه وي کړی او نه وي لیدلی او هغه دا چې له پیل څخه تر اوسه پورې د اسلامي فلاسفه وو طبقات مشخص کړو؛یعنې هماغه کار،چې د شیعه فقهاوو په اړه مو وکړ.
که څه هم دا څه اسان کار نه دی؛خو زه په اسلام کې د فلسفې له سیر سره علاقه لرم او په دې اړه مې کارونه هم کړي دي،که څه هم دا کارونه ناتمامه ګڼم. په اسلام کې د فلسفې د سير په اړه تحقیق له زماني نظره د فلاسفوو د طبقاتو له پېژندنې پرته امکان نه لري. موږ دلته دا طبقات په مختصر ډول ذکر کوو،چې د استاد او شاګرد له مخې دي؛یعنې هغه کسان،چې په یوه طبقه کې دي یا دا چې د بلې طبقې اساتید دي او د مخکنې طبقې شاګردان دي یا له هغوی سره همزمانه دي.له اسلامي فلاسفه وو څخه زموږ ددې طبقه بندیو هدف د اسلامي دورې فلاسفه دي،چې په اسلامي محیط کې یې فعالیت درلوده. البته په لومړیو دورو کې داسې کسان موندل کېږي،چې مسلمانان نه دي یا یهودان دي یا مسیحیان او د ځینو په عقیده ملحدین دي. له پیل څخه تر خپل پورې ددې طبقو تر ذکر وروسته ځینې نتیجه ګېرې هم وکړو.
لومړۍ طبقه
اسلامي فلسفه له ابویوسف یعقوب بن اسحاق کندي څخه شروع شوه،چې نوموړی په فلیسوف العرب مشهور دی. الکندي خالص عرب دی. له مامون، معتصم او له مشهورو مترجمینو لکه حنین بن اسحاق او عبدالمسیح بن ناعمه حمصي سره معاصر یا په یوه دوره کې دی. د اثولوجیا په کتاب کې لیکلي دي : هغه عبدالمسیح ترجمه کړ او ابویعقوب کندي هغه اصلاح او تهذیب کړ.
دا چې هغه خپله مترجم و؛نو په دې کې یې شک کړی دی؛خو د کندي له شاګرد ابومعشر بلخي څخه نقل شوي،چې کندي د اسلامي دورې له څلورو لومړۍ درجه مترجمینو څخه دی. د کندي دوره د ترجمې دوره ده؛خو خپله کندي صاحب نظره او ستر فیلسوف دی. حدوداً دوه سوه او اویا کتابونه او رسالې یې د کندي ګڼلي دي. ابن الندیم په فهرست کې په مختلفو څانګو کې د هغه کتابونه فهرست کړي دي، لکه په طب، فلسفه، نجوم، ریاضي، هندسه او د دیني عقایدو اصولو کې.د کندي د کتابونو ځنې نسخې په دې وروستیو کې چاپ شوي او معلومېږي،چې ددې فیلسوف ارزښت تر هغې ډېر زیاد دی،چې مخکې یې په اړه تصور کېده. کندي په غوڅ ډول د نړۍ له نوابغو او د اسلامي دورې له لومړې درجې ستوریو ځنې دی. ځینو اروپایانو د بشر د تاریخ له دولسګونو عقلي څېرو ځنې ګڼلې ،چې پراخه اغېز یې درلوده.( هانری كربن تاريخ فلسفه اسلامي صفحه 199، ډاکتر نصر ، سه حكيم مسلمان صفحه . 16، ډاکتر نصر د ۱۶۶ صفې په حواشي کې لیکي: کاردانوس د کندي نوم د ارشمیدس، ارسطو او اقلیدس په درجه کې راوړی دی.)
کندی خودساخته سړی و. تاریخ نه ښيي،چې تر هغه څخه مخکې په طبقه کې او یا د هغه پخپله طبقه کې کوم مسلمان یا غیر مسلمان صاحب نظره فیلسوف وي.د کندي په اړه یې همدومره لیکلي،چې په بصره او بغداد کې په زده کړو بوخت شو او پوهېږو،چې په دې وخت کې په بغداد او بصره کوم فیلسوف نه و. له همدې کبله دي،چې کندي د اسلامي فلیسوفانو د حلقاتو سر سلسله ده، بې له دې،چې خپله په کومې طبقې یا حلقې پورې تړلی وي.
ښاغلي تقی زاده د (( په اسلام کې د علومو تاریخ)) په کتاب کې او پروفیسر کربن د (( اسلامي فلسفې تاریخ)) په کتاب کې لیکلي،چې کندي په یوه رساله کې د عربانو د امپراطورۍ (خلافت) د مودې په اړه وړاندوینه کړې و،چې( لااقل له واقع سره نږدې) وه. موږ دلته د پروفیسر کربن عبارت را اخلو:
دې فیلسوف د عربانو د امپراطورۍ د مودې وړاندوینه کړې وه او دا کار یې له یوناني علومو څخه اقتباس کړې وه، چې په کې اختر شماري هم راځي او ورسره په څنګ کې یې له قرآني متونو له تفسیر څخه هم ګټه اخستې و، چې ددې مودې پیش بیني یې ۶۹۳ کاله و.( تاريخ فلسفه اسلامي صفحه . 199)
دا چې ځینو لیکلي : له یوناني فلسفې سره د مسلمانانو اشنايي او ورته تمایل له هغه وخت څخه شروع شو،چې د یونان او اسکندریه د حکیمانو کتابونه یې ترجمه ، تفسیر او شرح کړل او د قويري ، يوحنا بن حيلان و ابويحيی المروزي ( مرورودي سرياني ) و ابو بشر متی بن يونس او ابو زكريا يحيی بن عدي په شان د یوې ډلې د ښوونې له لارې دا کار ترسره شو.( دكتر ذبيح الله صفا ، تاريخ علوم عقلي در اسلام ،صفحه 161.)
دا سمه نه ده، له فلسفې سره د مسلمانانو اشنايي او ورته تمایل یې له پورته کسانو څخه مخکې و او د کندي په شان د صاحب نظره فلیسوف په راپیدا کېدو اسلامي فلسفه پیل کېږي او د هغه د شاګردانو په وسیله ادامه مومي. پورته نومول شوي کسان (ابراهيم قويری ، ابراهيم مروزي ، يوحنابن حيلان ، ابن كرنيب) د کندي له شاګردانو سره هم دوره او هم طبقه دي او ځینې نور یې لکه (ابوبشربن متی و يحيی بن عدي) ،چې وروسته بې په اړه بحث وکړو، په درېمه او څلورمه طبقه کې راځي.
کندي لکه څرنګه،چې ستر فیلسوف و؛نو همدارنګه متصلب او پاک اعتقاده او مدافع مسلمان هم و. د اسلام د دین په ملاتړ کې یې ډېری کتابونه لیکلي دي.د ځینو قراینو په اتکا ، ځینو کندي شیعه ګڼلی دی.( شيخ عبدالله نعمه . فلاسفه شيعه) چې کله هم په کومه مسله کې د اسلامي اصولو او د فلسفې د اصولو ترمنځ کوم تعارض راغلی؛نو کندي هغه سړی دی،چې د اسلام اړخ یې نیولی دی،لکه څرنګه یې،چې د عالم د زماني حدوث او حشر اجساد په اړه دهغه له خاصې عقېدې څخه معلومېږي. کندي هغه سړی دی،چې تل یې کوښښ کاوه،چې اسلامي معارف او فلسفي اصول یو له بل سره توفیق کړي. دا هماغه کار دی،چې له کندي څخه شروع شو او دوام یې وموند. عجیبه خو دا ده،چې ځینو یهودی ګڼلی؛ ځکه چې نوم یې یعقوب دی او د پلار نوم یې اسحاق دی او کنیه یې ابویوسف ده او عجبیه خو ده،چې په ځینو روایتونو،که څه هم دا روایتونه قطعاً مجعول دي،په دې عنوان یاد کړې،چې نوموړي تکل درلوده،چې په قرآن مجید یو رد ولیکي.
د هغو تحقیقاتو له امله نن روښانه شوې، لومړی دا چې د کندي علمي او فلسفي ارزښت تر هغې خورا زیاد دي،چې مخکې یې تصور کېده، دویم دا چې پاک اعتقاده، مدافع او احتمالا شیعه مسلمان و. درېم دا چې د علمي او اجتماعي موقعیت خاوند و او کوم ناروا تورنه چې پرې تپل کېږي؛نو ددې ټولو جرړه په حسادتونو کې ده.لکه څرنګه،چې مخکې وویل شول کندي منحصر به فرده شخصیت دی. دهغه په دروه کې بل صاحب نظره فیلسوف شخصیت نشته که هغه مسلمان وي او که غیر مسلمان. کندي حدوداً په ۲۵۸ هجري کې مړ شوی دی.
دویمه طبقه
دا طبقه له دوه مختلفو ډله څخه جوړه شوې ده: هغه ډله،چې د کندي شاګردان دي او بله هغه،چې د کندي شاګردان نه دي.
راځو لومړۍ ډلې ته.
۱- ابوالعباس ، احمدبن الطيب سرخسي
د کندي له سترو شاګردانو ځنې و. په ۲۱۸ هجري کې زېږېدلی او په ۲۸۶ هجري کې د قاسم بن عبیدالله د معتضد د وزیر په لاس مړ شوی دی. ابن ابي اصیبعه یې د څلور پنځوسو کتابونو او رسالو نومونه اخلي،چې ظاهراً یو یې هم نه دی پاتې،چې په جغرافیا کې یې د (( المسالک او الممالک)) کتاب دی. ښايي په اسلامي نړۍ کې لومړنی جغرافیه نویس همدا وي. بل کتاب یې د نحوې اومنطق ترمنځ د توپیر په اړه دی او بل کتاب یې د دیالکتیک د قوانینو د عام فن په اړه دی.هانري کربن لیکي : نوموړي صدا داره الفبا اختراع کړل،چې د حمزه اصفهاني په لاس تکمیل شول. د هغو تسمیوو په اړه یې ارزښتمن معلومات ورکړل،چې په عربۍ ژبه کې د رواقیونو د ټاکنې لپاره کارول کېږي،چې پرته له دې څخه په اسلامي روایتونو کې د رواقیونو خاطره د ابهام په پرده کې و.
دا سړی هم له تکفیر څخه بې برخې نه دی پاتې شوی. د سرخسي د نقل له مخې ،چې له ریحانة الارب له اعیان الشیعه له لسان المیزان څخه یې کړی، وايي،چې نوموړی شیعه و.
۲- ابوزيد ، احمدبن سهل بلخي
هم ادیب و او هم فیلسوف. ابن الندیم د نوموړی شرح حال د ادیبانو او لیکوالانو په لیکه کې راوړی دی او دهغه فلسفي کتابونه یې هم بیان کړي دي. ( الفهرست، ۲۰۴ مخ)
خو د محمد بن زکریای رازي د احوالو په ترڅ کې ( د اطباوو په ردیف کې) وايي،چې زکریای رازي فلسفه له بلخي سره ویلې ده، په دې اړه نوموړی مختصره توضیح ورکوي، پرته له دې،چې معلوم یې کړي دا هماغه ابوزید بلخي دی که بل څوک دی او زیاتوي: ما د ابن بلخي په خط په ډېری علومو ډېر کتابونه لیدلي دي،چې ټول مسوده او ناتمامه وه.( ( الفهرست ، ۲۳۰ صفحه)
بلخي له فلسفي مقام سربېره په ادب کې هم په اسلامي ادباوو کې په لومړۍ درجه کې ګڼل کېږي. هغه له جاحظ سره همردیفه شمېرل کېږي او ځینې یې تر جاحظ غوره ګڼي. ابن الندیم له نورو کتابونو سربېره یې دا کتابونه هم د هغه په نوم یاد کړي دي: شرایع الادیان ، نظم القرآن ، قوارع القرآن، غریب القرآن ، فضایل مکه.په ۳۲۲ هجري کې مړ شوی دی.
دا چې بلخي د کندي شاګرد و؛ نو په دې اړه د ابن الندیم په الفهرست کې او د ابن قفظي ذکري په تاریخ الحکماء کې په دې اړه کومه خبره نه ده شوې؛خو متاخرین ، بالاجماع هغه د کندي شاګرد ګڼلی دی. ظاهراً ددې ټولو مدرک د یاقوت حموي((معجم الادباء)) دی.( معجم الادباء د مصر چاپ ۱۹۲۳ م ، ج ۱ / ص ۱۴۵)
که د بلخي د وفات کال واقعاً ۳۲۲ هجري وي؛نو دا لرې خبره ده،چې د کندي شاګرد به وي؛ځکه کندي حدوداً په ۲۵۸ هجري کې مړ شوی دی او ددې دواړو ترمنځ څلورشپېته کاله فاصله ده. مګر دا چې فرض کړو بلخي لااقل سل کاله عمر کړی؛خو معجم الادبا تصریح کړې، چې نوموړي ۸۷ یا ۸۸ کاله عمر کړی دی. که هغه په ۳۲۲ هجري کې مړ شوی وي؛نو د کندي د مړینې په وخت کې دا کس ۱۳ یا ۱۴ کلن دی. شاید بلخي د کندي مع الواسطه شاګرد وي.
احتمالاً بلخي هم شیعه و او د کفر او الحاد په تور په کاڼوهم ویشتل شوی دی. ( فلاسفه شیعه، ص ۱۱۳، ۱۲۴) ویل کېږي،چې مشهور فیلسوف ابوالحسن عامري هم د بلخي شاګرد دی، د ابوالحسن عامري په اړه به وروسته خبرې وکړو ؛خو لکه څرنګه،چې وروسته به یې ووایو دا هم بعیده ښکاري.
۳- ابومعشر ، جعفربن محمد بلخي
په پیل کې د حدیثو له اصحابو څخه و او د کندي او دهغه د مسلک دښمن و؛خو کندي په چل ول نوموړی نجومو او ریاضي ته رامات کړ او له کړخت څخه یې خوندي شو او د الفهرست په نقل د الکندي د شاګردانو په حلقه کې راننوت.( الفهرست ، صفحه . 179)
ابومعشر تر سل کلونو ډېر عمر وکړ او په ۲۷۲ هجري کې مړ شوی دی. نوموړې مخکې تر دې،چې فیلسوف وي؛نو مورخ او منجم دی. ابن الندیم د حسنویه، نفطویه او سلمویه د څو کسانو نومونه اخلي او په همدې وزن د یو بل کس نوم هم اخلي،چې د کندي شاګردان وه. څه چې ابن الندیم ویلي موږ هم له دې څخه نور ډېر معلومات نه لرو. همدومره پوهېږو،چې د سلمویه بن بنان په نامه یو طبیب له کندي سره په یوه دوره کې و،چې د معتصم مخصوص طبیب و او ابن الندیم او ابن ابي اصیبه یې په اړه په تفصیل سره بحث کړی دی،چې نوموړی نصراني او سریاني و.( الفهرست صفحه 426 و عيونالانباءج 2 صفحات 105 – . 114)
دا چې سلمویه هماغه دی،چې ابن الندیم د کندي له شاګردانو څخه ګڼلی؛نو په دې اړه نه پوهېږو. د دبیس محمد بن یزید په نامه د کندي بل شاګرد و،چې ابن الندیم یې یادونه کړې ده.( الفهرست صفحه . 520)
راځو هغې ډلې ته ،چې د الکندي شاګردان نه وه.
۱- ابواسحاق ابراهیم قویري
ابن الندیم په الفهرست کې د ابوالعباس سرخسي تر ذکر وروسته د ابراهیم قویري یادونه کوي او وايي : (( ممّن اٌخذ عنه المنطق و کان مفسراً)) له هغو کسانو ځنې دی،چې منطق ترې زده شوی دی او خپله د پخوانیو د کلماتو شارح او مفسر و. البته احتمال دا دی،چې د (( اخذ)) فعل په معلوم صورت وویل شي؛ نه په مجهول صورت؛نو د عبارت مانا به دا وي ، چې د ابوالعباس سرخسي په شان قویري هم د کندي شاګرد و او منطق یې له هغه زده کړې دی؛خو تر اوسه مو نه دي لیدلي،چې د ابن الندیم په عبارت کې چا دا احتمال ورکړی وي.
ابن ابي اصیبعه په عیون الانباء کې د فارابي د شرح په ضمن کې د فارابي له خولې په یونان او بیا په اسکندریه کې د فلسفې د ظهور د کیفیت په اړه یو جریان نقلوي،چې د قویري نوم په دې جریان کې راغلی دی. فارابي وايي :
د اسلام له ظهور سره نږدې د مصر له اسکندریې څخه انطاکیه ته تعلیم انتقال شو او څه موده نه و تېره او د حکمت کار تر دې ځایه راورسېد،چې په انطاکیه کې له یو معلم پرته بل څوک نه و. دوه کسانو ترې حکمت زده کړ،چې یو یې د مرو اوسېدونکی و او بل یې د حران اوسېدونکی و او د حکمت تر زده کړې وروسته دواړه له انطاکیه څخه په داسې حال کې ووتل، چې یو لړ کتابونه ورسره ول. تر دې وروسته ابراهیم مروزي او یوحنا بن حیلان له مروي سره او اسرايیل اسقف او ابراهیم قویري د حران له اوسېدونکي سره په زده کړه بوخت شول اسرایيل او قویري دواړه بغداد ته ولاړل، اسرایيل په دیني امورو بوخت شو او قویري د تعلیم په کار بوخت شو. یوحنا بن حیلان هم په دیني کارونو بوخت شو او ابراهیم مروزي هم بغداد ته راغې او ابوبشر متې ترې زده کړه وکړه.( عیون الانباء ج ۳/ص ۲۲۵)
د فارابي له خبرو څخه معلومېږي،چې د انطاکیه حوزه،چې یوه نصراني حوزه و؛نو ښوونه او روزنه په کې یوازې په منطق پورې منحصره و. د فارابي خپلې وینا له مخې منطق یې له یوحنا بن حیلان څخه زده کړې دی او وايي،همدا چې د ښوونې چارې د مسلمانانو لاس ته ورغلې په منطق باندې بندیز له منځه ولاړ.( چې مخکې دا کار کلیسا تحریم کړی و)
مسعودي په ((التنبيه والاشراف)) کې وايي : موږ د ((فنون المعارف و ماجرافی الدهور السوالف)) په کتاب کې ویلي ،چې د عمر بن عبدالعزیز له وخت سره مقارن له اسکندریې څخه انطاکیې ته تعلیم منتقل شو او د متوکل له ایام سره متقارن له انطاکیه څخه حران ته منتقل شو او د معتضد په وخت کې ( ۲۷۹ ۲۸۹) د تعلیم چارې د ابراهیم قویري، یوحنا بن حیلان او ابراهیم مروزي لاس ته ورغلې او تر دې وروسته د ابو احمد بن کرنیب او ابوبشر متی او بیا ابونصر فارابي ته ورسېدې. د ابن الندیم په وینا، قویري د ابوبشر متی استاد دی.
۲- ابويحيی ، ابراهيم مروزي
پورته یې یادونه وشوه،چې د ابوبشر متی استاد و. ابن الندیم وايي،چې نوموړی فاضل سړی دی؛خو سریاني و، په منطق کې یې ټول کتابونه په سریاني کې لیکلي دي.( الفهرست صفحه 382 – تاريخ الحكماء قفطي صفحه . 435)
۳- یوحنا بن حیلان
چې مخکې یې د ابراهیم قویري تر نامه لاندې نوم راغې او ومو ویل،چې د فارابي د منطق استاد و. دا معلومه نه ده،چې فارابي چېرته له یوحنا څخه منطق زده کړی دی. ځینو لیکلي،چې د منطق د زده کړې لپاره فارابي په یوحنا پسې حران ته ولاړ.( ابن خلكان ، و فيات الاعيان ) ابن قفطي تصریح کوي،چې په بغداد کې و.( تاريخ الحكماء صفحه . 277)
ظاهراً د فارابي له خبرې داسې معلومېږي،چې مخکې مو له عیون الانباء څخه رانقل کړه،چې یوحنا بغداد ته نه دی راغلې.
۴- ابوالعباس محمد بن محمد ايرانشهري نيشابوري
ددې کس په اړه سم معلومات نشته. ابوریحان په ((درالاثار الباقيه)) کې او ناصر خسرو په ((زاد المسافرين)) کې ترې یادونه کړې ده.ویل کېږي د قدم مکان او هیولا په اړه د محمد بن زکریای رازي ځینې فلسفي عقاید له همده څخه اخستل شوي دي او هم ویل کېږي،چې د نبوت او د عجم د پېغمبرۍ مدعي و.( د السيره الفلسفية رازي د مقدمې ترجمه د ډاکتر مهدي محقق په قلم)
دا معلومه نه ده،چې ایرانشهري د کندي د پیروانو او شاګردانو په ډله کې و یا د قویري، ابن حیلان او مروزي په ډله کې او یا دا چې مستقل و او په درېمې ډلې پورې تړلی و.
څه چې مو تر اوسه وویل،ترې معلومېږي،چې د څلورمې پېړۍ تر لومړیو پورې دوه فلسفي نحلې وې، هغه نحله،چې له کندي څخه پیل کېږي،چې پکې د منطق، فلسفې، طب، نجوم، موسیقې او نورو ښوونه شامله ده او بله د نحرانیانو نحله ده،چې ظاهراً په پیل کې یې له منطق څخه تجاوز نه کاوه.
درېمه طبقه
په دې طبقه کې پنځه کسان دي:
۱- ابوبكر محمدبن زكريای رازي
چې په (( جالینوس العرب)) مشهور شوی دی. په طب کې یې ډېر شهرت موندلی او تخصص یې هم طب و. په دې فن کې د تاریخ په لومړي ردیف کې شمېرل کېږي. په عملي او تجربي طب کې ځینو تر بوعلي غوره ګڼلی دی. په ۲۵۱ هجري کې زېږېدلی او په ۳۱۳ هجري کې مړ شوی دی. مخکې مو وویل،چې ابن الندیم نوموړی د بلخي شاګرد ګڼلی دی او احتمالا دا هماغه د کندي شاګرد ابوزید بلخي دی؛نو له دې مخې رازي د کندي د شاګرد شاګرد دی.نور داسې قرآین شته،چې دا تاییدوي، د رازي استاد هماغه ابوزید بلخي دی.( شرح حال و آثار و افكار رازي، د ډاکتر مهدي محقق په قلم، د السيره الفلسفية رازي ص . 7 د مقدمې ترجمه)
ابوزید په ۲۴۳ یا ۲۴۴ هجري کې زېږېدلی او له خپل شاګرد رازي څخه ۷ یا ۸ کاله مشر دی، رازي په ۲۵۱ هجري کې زېږېدلی دی،چې البته دا بعیده نه ده. مخصوصا دې ته په پاملرنې سره ،چې رازي په غټوالي کې زده کړې ته مخه کړې ده. ابوزید تر خپل شاګرد وروسته هم ۹ کاله ژوندی و. ابولعباس ایرانشهري د رازي بل شاګرد دی، چې مخکې مو د ایرانشهري په اړه بحث وکړ. رازي خاص فلسفي عقاید لري او د خپلې زمانې ارسطويي فلسفې ته تسلیم نه و. د جسم د ترکیب په باب کې پر (( اجزاء ذره اي)) قایل و.د قدمای خمسه په اړه یې خاصه عقیده درلوده،چې ډېره مشهوره ده او څه نا څه په فلسفي کتابونو کې مطرح ده. د قدمای خمسه په اړه د رازي فلسفي عقاید، فارابي ، ابوالحسين شهيد بلخي،علی بن رضوان مصري او ابن الهيثم بصري رد کړي دي.
د رازي د کتابونو په لړۍ کې د ((فی النبوات)) کتاب شته،چې نورو د ملنډو له مخې پرې د ((نقض الاديان)) نوم ایښی دی. بل کتاب یې د ((فی حيل المتنبئين)) دی،چې نورو پرې د ملنډو له مخې د ((مخاريق الانبياء)) نوم ایښی دی.
دا کتابونه اوس نشته؛خو اسماعیلیه متکلمینو لکه ابوحاتم رازي او ناصر خسرو څخه پخپلو کتابونو کې له رازي څخه په نقل داسې مطالب راوړي،چې نوموړی د نبواتو منکر و.
که څه هم ابوحاتم د رازي نوم نه دی اخستی او د ملحد په کلمه یې یاد کړی؛خو څرګنده ده،چې هدف یې محمد بن زکریای رازي دی. دا چې دا کتاب اوس نشته؛نو په دې اړه قطعي نظر نشي ورکول کیدای؛خو د قرآینو له مجموعې څخه یې لاس ته راوړلای شو،چې رازي له نبواتو څخه منکر نه و او له متنبئينو ( د نبوت له دروغجنو مدعیانو) سره په جګړه کې و. د رۍ ښار د یو مشر په کور د ښار د مشرانو په مخ کې له ابوحاتم سره د رازي مباحثات، ښيي،چې دا محال او ناممکن دي،چې نوموړی نبوات ابطال وګڼي او رازي صریحا او علنا ټول نبوات تکذیب کړي او ټول مذهبونه باطل کړي او په نهایت کې بیا هم ژوند وکړي. دا چې ځینې ادعا کوي،چې ابوریحان بیروني د ((نقض الادیان)) او د (( مخاریق الانبیاء )) په نامه کتابونه په رازي پورې تړلي؛نو دا خبره سمه نه ده. ابوریحان په دې کتابونو کې یو ته یې (( فی النبوات)) او بل ته یې ((فی حيل المتنبئين)) وايي او په هر یو نوم پسې د (( یدعي)) کلمه اضافه کوي او دا ښيي،چې دا نوم بل چا ورکړی دی.ابن ابي صیبعه ددې په ترڅ کې،چې په رازي پورې د داسې کتابونو له تړلو څخه انکار کوي؛نو احتمال ورکوي،چې ځینو اشرارو دا کتاب جوړ کړی او د دښمنې له کبله یې په رازي پورې تړلی دی او تصریح کوي،چې د (( مخاریق الانبیاء)) نوم د نظیر بن علي بن رضوان مصري په شان دښمنانو ایښی دی؛ نه دا چې خپله رازي ایښی وي.
د ابن ابي صیبعه له خبرو څخه داسې معلومېږي،چې د نبوات کتاب او د حيل المتنبئين کتاب غیر له دې کتابونو څخه دی ،چې دا نوم ورته ورکړل شوی دی او هغه دوه کتابونه روښانه وضع لري.پردې سربېره رازي په توحید، معاد، اصالت او د روح په بقاء ډېر سخت پابند دی او د ((فی ان للانسان خالقا متقنا حكيما)) په نامه کتاب لري (عيون الانباءج 2 صفحه . 352 ) او همدارنګه د (( رد سیسن ثنوي)) ( د مانویت رد)) په نامه هم کتاب لري.( عيون الانباءج 3 صفحه . 352) او د ((الی علی بن شهيد البلخی فی تثبيت المعاد)) په نامه یو رساله لري (عيون الانباءج 2 صفحه . 359) او لکه څرنګه،چې ابن ابي صیبعه وايي په هغه کتاب کې یې نظر د معاد د منکرانو د نظریې نقد دی. د ((فی ان النفس ليس بجسم )) په نامه کتاب هم لري(عيون الانباءج 3 صفحه . 358) نو دا څرنګه ممکن دي، چې یو چا د مبداء، معاد، روح او نفس ټول اصول منلي وي او له نبواتو او شرایعو څخه منکر وي؟
پردې سربېره د ((فی آثار الامام الفاضل المعصوم)) په نامه هم یو کتاب لري،چې په قوي احتمال د شیعه د مذاق له مخې یې د امامت په اړه لیکلی دی. د ((النقض علی الكيال فی الامامة)) په نامه (عيون الانباءج 2 صفحه . 359) او د ((الامام والمأموم المحقين)) (عيون الانباءج 2 صفحه . 359) په نامه کتابونه لري،چې دا ټول ښيي د امامت اندیشې یې فکر مشغول کړی و.دا څرګنده ده څوک،چې له شرایعو او نبواتو څخه منکر وي؛نو د امامت په اړه دومره حساسیت نه لري.
بعیده نه ده،لکه څرنګه چې نورو ویلې (فلاسفه شيعه)، رازي تر یوه حده امامیه شیعه طرز تفکر درلوده او ټولو مفکرانو ،چې دا شان طرز تفکر درلوده؛نو د امامیه شیعه د دښمنانو له خوا پر کفر او زندقیتوب باندې متهم شوي دي.
که له دې ټولو څخه تیر شو،هغه استدلال،چې د نبوت د انکار په اړه له رازي څخه نقل شوی دومره کمزوری او سست دی،چې د رازي په شان له یو مفکر څخه بعید ښکاري، لکه دا چې وايي، که ټولو خلکو ته لارښوونه وشي؛نو ټول خلک ولې پیغمبران نه دي؟!
څه چې ویلای شو دا دي،چې رازي اشتباهات او انحرافات درلودل؛خو نه په دې حد کې،چې له نبواتو او شرایعو څخه منکر وي. دهغه دښمنانو،چې دا خبرې یې ترې رانقل کړي؛نو هغه ته یې داسې څېره ورکړې ده او له بلې خوا په دې هکله خپله د رازي اصلې خبرې هم نشته .
موږ په خپل عصر کې داسې کتابونه لیدلي،چې له اشتباهاتو او انحرافاتو څخه خالي نه دي؛خو ددې کتابونو مخالفانو دې کتابونو ته داسې څېره ورکړې، که چا اصلي کتابونه نه وي لیدلي؛نو باور نه کوي،چې دا رسالات او مقالات به د داسې کتاب په رد کې وي.رازي دوه ډله مخالفین درلودل : هغه مخالفان،چې د هغه په فلسفي اراوو یې رد لیکلی، لکه فارابي ،شهید بلخي او ابن هیثم او داسې نور او هغه مخالفین،چې د هغه پر مذهبي اراوو یې رد لیکلی دی.
یوازې اسماعیلیان دي،چې خپله تاریخ ورته ملحدان وايي؛نو یوازې همدوې اسماعیلیانو رازي ته په تاریخ کې د الحاد څېره ورکړې ده او تر یو حده پورې یې نور هم تر تاثیر لاندې راوړي دي. په دې وروستیو کې زموږ د عصر ملحدین هم په بله بڼه د اسماعلیه ملحدینو په تایید رازي ته الحادي څېره ورکوي؛نه له دې کبله،چې رازي بلا توجیه کړي؛بلکې ددې لپاره،چې خپل ځان پرې توجیه کړي.
بل مطلب،چې باید وویل شي دا دی،چې په طب کې د تخصص او نبوغ په درلودلو سره رازي په فلسفي اندیشو کې توانا نه و. ابن سینا ته حق ورکولای شو،چې د ابوریحان بیروني د پوښتنو په ځواب کې رازي ته المتكلف الفضولی المتكلم بمالا يعنيه وايي.
۲- ابوالحسين شهيد بن الحسين البلخي
هم حکیم و او هم شاعر. په عربۍ او پارسۍ کې یې شعرونه ویل او د پارسۍ له پخوانیو شاعرانو ځنې شمېرل کېږي. داسې ښکاري ،چې ابن الندیم ، البلخي دومره نه پېژنده؛ځکه هغه په ((رجل يعرف بشهيدبن الحسين و يكنی اباالحسن)) یادوي .( الفهرست صفحه . 430) تر دې وروسته داسې جمله لري،چې وايي، نوموړوی د ابوزید بلخي شاګرد دی. که څه هم لا تر اوسه پورې نه دي لیدل شوي،چې چا د ابن الندیم په وینا کې داسې احتمال ورکړی وي. ابن الندیم وايي،چې دې سړي ( البلخي) کتابونه تصنیف کړي او د هغه او رازي ترمنځ مناظرات هم شوي دي. البلخي هم د فلسفې په کتابونو لکه اسفار کې د ((لذت)) په مساله کې او د قدمای خمسه په اړه د رازي نظریه رد کړې ده. البلخي په ۳۲۵ هجري کې مړ شوی دی.
۳- ابواحمد حسين بن ابوالحسين اسحاق بن ابراهيم بن زيدبن كاتب
په ابن کرنیب مشهور دی. له سترو اسلامي متکلمینو ځنې دی او د ( ریاضي حکماوو) پر وړاندې له طبیعي حکماوو څخه ګڼل کېږي. د خپل ورور ابوالحسین بن کرنیب او وراره ابولعلاء بن ابی الحسین پرعکس و،چې دوی اهل ریاضیات ول. ابن الندیم یې نوم د ریاضیدانانو په ردیف کې راوړی دی. نوموړی هم متکلم و،هم فیلسوف او هم طبیب. د هغه څه له مخې،چې د دانشورانو په نامه کې راغلي په دواړو برخو ( کلام او فلسفه) کې یې تدریس کاوه او شاګردان یې درلودل او غوره شخصیت ګڼل کېده. ابن الندیم وايي : په پخواني طبیعي علومو کې ډېر تکړه او مخکې و. (الفهرست ، صفحه . 381) د ابن الندیم همدا عبارت د ابن قفطي په تاریخ الحکماء او د ابن ابي صیبعه په عیون الانباء کې هم راغلی دی؛خو لکه څرنګه چې مو ولیدل، مسعودي نوموړی د ابوبشر متی هم طبقه او له قویري او مروزي څخه په وروسته طبقه کې شمېرلی دی. بعیده نه ده،چې له دوی څخه به یې زده کړې کړي وي. که څه هم ویل کېږي،چې ابو بشر متی له ابن کرنیب څخه زده کړې دي. د ابن کرنیب د زوکړې او مړینې او همداراز د هغه استادان او شاګردان معلوم نه دي؛ نو احتمال دې ولري،چې په دویمه طبقه کې وشمېرل شي.
د هغه چې کوم کتاب یادېږي، هغه کتاب دی،چې ثابت بن قره د مشهورې فلسفي مسلې په رد کې یې لیکلی دی.
۴- ابوبشر ، متی ابن يونس ( يونان ) نصراني منطقي بغدادي
ابن الندیم په الفهرست کې وايي،چې یونانی دی او د دیرقني اوسېدونکی دی. څه یې،چې د دانشورانو په نامه کې لیکلي؛نو له مخې هماغه دیرمرماري دی(چې د مرماري مدرسه) هم ورته ویل کېږي او بغداد ته نږدې ده.
ابن الندیم وايي: د منطقینو ریاست د هغه په وخت کې په همده پای ته رسي او ابوبشر له ابراهیم قویري او ابی احمد کرنیب څخه او دوه نورو کسانو دوفیل او بنیامین څخه زده کړې کړي دي. مخکې مو وویل،چې نوموړي له یحيی مروزي څخه هم زده کړه کړې ده. ابوبشر هم مترجم و او هم فیلسوف؛خو په حقیقت کې منطقي و؛نه فیلسوف. د هغه د منطق کتابونه او د ارسطو د منطق په کتاب شرح یې د محصلینو د تدریس ، تعلیم او تعلم مدار و.( الفهرست صفحه 382 ،التنبيه والاشراف صفحه 105 ، تاريخ الحكماء صفحه 323، عيونالانباءج 2 صفحه . 227)
څه چې ابن القفطي لیکلي ابوبشر د ۳۲۰ او ۳۳۰ هجري کلونو په منځ کې ژوندی و. ابن ابي صیبعه لیکي،چې په ۳۲۸ کې مړ شوی دی.
۵- ابونصر محمدبن محمدبن محمدبن طرخان فارابي
معرفی ته یې اړتیا نشته، په حقه یې ورته د ( معلم ثاني ) او (فيلسوف المسلمين من غير مدافع) لقب ورکړی دی.( تاريخ الحكماء ابن قفطی صفحه . 277)
د ترکستان اوسېدونکی دی. معلومه نه ده،چې ترک نژاده دی او که ایرانی نژاده؛خو په ترکې او پارسۍ دواړو پوهېده، تر اخره پورې په ترکانو کې اوسېده. فوق العاده قانع او آزادمنشه سړی و او د نېرونو، ویلو، ګلونو او باغونو ترڅنګ اوسېده او شاګردانو ترې په همدې ځای کې استفاده کوله. په منطق کې یې د کندي نواقص پوره کړل.ویل کېږي،چې د فن تحلیل او د منطق د تعلیمیه انحاء،چې تر هغه وخت پورې د چا په اختیار کې نه و او نه و ترجمه شوي؛نو فارابي پخپل ابتکار پکې زیاتونه وکړه او همدارنګه د خمس صناعات او د هر صنعت څخه ګټه اخستنه یې مشخص کړل. فارابي له هغو افرادو څخه دی،چې دهغه عظمت ترې یو افسانه ای شخصیت جوړ کړ، تر هغه ځایه،چې ادعا شوې،چې په اویا ژبو پوهېده. هغه له خود ساخته افرادو ځنې دی. د پام وړ استادان یې نه دي لیدلي، یوحنا حیلان یې استاد و او منطق یې له همده څخه زده کړې دی. متاخرین عموماً لیکي،چې نوموړي لومړی په بغداد کې له ابوبشرمتی سره زده کړې کړي او بیا حران تللی او له یوحنا بن حیلان سره د منطق په زده کړه بوخت شو.( سه حكيم مسلمان صفحه 19 ،تاريخ علوم عقلی در اسلام صفحه 182.)
ددې خبرې مدرک ظاهراً ابن خلکان دی،چې داسې خبره یې کړې ده،بې له دې،چې کوم مدرک وښيي؛خو د ابن القفظي او ابن ابي صیبعه له ویناوو څخه معلومېږي،چې فارابي د ابوبشر معاصر و او دهغه په وخت کې یې مافوق شخصیت درلوده. ابن القفظي وايي: و كان ابونصر معاصرا لابی بشر متی بن يونس الاانه كان دونه فی السن وفوقه فی العلم
يعنې فارابي له ابوبشر سره هم عصره و، په کال کې ترې ټیټ؛خو په پوهه کې تر لوړ و.
د ابن ابي صیبعه خبره هم دې ته نږدې ده. پردې سربېره بعیده ده وروسته تر دې،چې فارابي په بغداد کې د ابوبشر متی حوزه درک او ترې استفاده یې کړي او بیا هم حران ته په یوحنابن حیلان پسې تللې وي،چې منطق ترې زده کړي. خپله فارابي له یوحنا بن حیلان څخه د یو معلم په توګه یادونه کړې ده. ابن القفظي مدعي دی،چې فارابي په بغداد کې له یوحنا سره زده کړه کړې ده. فارابي په ۲۵۷ هجري ( د رازي تر زوکړې ۶ کاله وروسته او د کندي تر مړینې یو کال وروسته) زېږېدلی او په ۳۳۹ هجري کې مړ شوی دی. دوه اتیا کاله عمر یې کړی دی. فارابي مشايي فیلسوف دی او په عین حال کې له اشراقي مشرب څخه خالي نه دی؛لکه څرنګه،چې د هغه ((فصوص الحکم)) کتاب حکایت کوي. په عین حال کې هغه لومړۍ درجه ریاضي دان او موسیقي دان هم دی. د مدینه فاضله په اړه خاص مشهور سیاسي نظریات لري. فارابي تر ځان مخکې فلاسفه تر خپل سیوري لاندې راوستل او معلم ثاني لقب یې غوره کړ.
څلورمه طبقه
په دې طبقه کې ډېر خلک نه پېژنم،څه چې له نقلونو څخه رارسېدلي دا دي،چې فارابي، ابوبشر متی او ابن کرنیب شاګردان درلودل؛خو په دې اړه هم سمه معلومات نه لرو. په دې طبقه کې دا لاندې شخصیتونه دي :
۱- يحيی بن عدی منطقي نصراني
دا کس له ابن الندیم سره معاصره و او ابن الندیم یې له ډېر کارۍ څخه تعجب کوي.ابن الندیم، ابن القفظي او ابن ابي صیبعه په یوه خوله لیکلي،چې نوموړی د فارابي او ابوبشرمتی شاګرد و. ټولو ( خو مخصوصا ابن القفظي) ترې ډېری کتابونه رانقل کړي دي،چې زیاتره یې منطقي دي؛خو د اولی فلسفې( چې تر فارابي څخه په مخکې دوره کې خصوصا په مسیحیانو کې لږ تر سترګو کېږي) مسایل یې طرح کړي دي. ابن الندیم، ابن القفظي او ابن ابي صیبعه په یوه خوله لیکلي،چې د منطقینو ریاست د ده په وخت کې په همده پای ته رسي. په ۳۶۳ یا ۳۶۴ هجري کې مړ شوی دی او ویل کېږي ،چې ۸۱ کاله عمر یې کړی دی.
۲- غیر له یحیی بن عدي څخه په څلورمه طبقه کې باید د جمعيت اخوان الصفا و خلان الوفا نوم واخستل شي. ګمنامه ډله او خپله یې غوښتل ،چې ورکنومې وي؛خو ویې ښودله،چې هم فیلسوفان دي ،هم متدین او هم متعهد. د خپلې خاص تفکر له مخې یې د ټولنې د اصلاح لپاره فلسفه او دین دواړه یوځای وکارول. ټولنه یې جوړه کړې وه ( لکه د یو حزب په شان) ، غړي یې منل او ځان ته یې شرطونه او دودونه درلودل. دوی ۵۲ رسالې لري، چې د هغوی د جهان بینۍ او ایدیولوژۍ بیانوونکی دي او له یو نظره زموږ عصر ته یو ډول دایرة المعارف هم شمېرل کېږي او یو جاوداني اثر دی او له هغو شاهکارنو ځنې دی،چې اسلامي نړۍ زېږولی دی. اخوان الصفا هم له خپلو اسلافو مخصوصا فارابي څخه متاثر ول او هم پخپلو اخلافو اغېزمن و،چې دا دواړه برخې اوږد بحث ته اړتیا لري او زموږ له حدود څخه بهر دی.
څه یې چې له نوم څخه ښکاري دا دي،چې ابوحیان توحیدي تقریبا د هغوی معاصر او د هغوی نومونه یې ښودلي دي :
ابوسليمان محمد بن معشر بستی ، ابوالحسن علی بن هارون زنجاني ، ابواحمد مهرجاني عوفي ، زيدبن رفاعة
ځینې نور دا نومونه اخلي لکه : مسكويه رازی،مړ 421 ه، عيسی بن زرعة مړ 398 ه ( مترجم او فيلسوف ) او ابوالوفاء بوزجاني ( مشهور نابغه او رياضيدان مړ 387 ) خو په دې کې ځینې د پنځمې پېړۍ په لومړیو پورې اړه لري ،په داسې حال کې، چې د څلورمې پېړۍ په دویمه برخه کې د اخوان الصفا کار تر یو حده پورې پېژندل شوی و. ابوحیان توحیدي په ۳۷۳ هجري کې وزیر صمصام الدوله بن عضدالدوله ته د اخوان طریقه، مرام ،مسلک او عقیده ویلې و او ویلي یې دي،چې ما دا رسایل خپل استاد ابو سلیمان منطقي سجستاني ته وړاندې کړل او هغه ددې په اړه اظهار نظر وکړ. نو له دې مخې دا رسایل باید د څلورمې پېړۍ په نیمه کې تالیف شوي وي او په همدې دلیل، په دې،چې د اخوان تاریخچه نشته؛نو باید په څلورمه طبقه کې یې باید وشمارو؛یعنې د فارابي د شاګردانو په طبقه کې. اخوان الصفا عقل او دین او فلسفه او شریعت یې سره راټول کړل او دواړه یو د بل مکمل ګڼي او پخپل فلسفي طریقه کې فیثاغورسي تمایل لري او په اعدادو ډېره ډډه وهي. په اسلامي اړخ کې شدیده شیعي او علوي لیوالتیا لري.
پنځمه طبقه
۱- ابوسليمان ، محمد بن طاهر بن بهرام سجستاني
په ابو سلیمان منطقي مشهور دی.د یحیی بن عدي منطقي شاګرد دی او د تاریخ الحکماء کې د ابن القفظي په نقل له ابوبشر متی سره یې زده کړې کړي دي. داسې ښکاري،چې له زده کړې یې له ابوبشر سره شروع کړي او بیا یې له یحیی به عدي سره ورته ادامه ورکړې ده. ابوسلیمان د ابوحیان توحیدي په نامه یو شاګرد لري ،چې د اسلامي نړۍ له سترو ادیبانو او لیکوالونو څخه دی او لاندې کتابونه لري: المقابسات ، الامتاع والموانستة ، الصديق والصداقة.
ابوحیان پخپلو کتابونو کې د خپل استاد ډېره یادونه کړی ده او دهغه فضایل یې ډېر یاد کړي دي. ابن الندیم، ابن القفظي او ابن ابي صیبعه د ابوسلیمان یادونه کړې ده. د ابوسلیمان په اړه جامعترین بحث هماغه دی،چې مرحوم محمد قزویني د شل مقالودویم جلد ( ۱۲۸- ۱۶۶ مخونو) کې کړې دی. د ابوسلیمان کور د خپل عصر د ادیبانو او حکیمانو میعادګاه و او خپله د قوم مشر و. د ابوسلیمان محفل په حقیقت کې یو فلسفي انجمن و او تل به پکې علمي او فلسفي مسایل مطرح کېدل
او حکیمانو به یو له بل څخه ګټه اخستله او د ابوحیان به تعبیر ( سره به یې پرتله کول). ابوحیان دا ټول په ۱۰۶ مجلس کې راټول کړي او (مقایسات) نوم یې پرې ایښی دی.
د ابو سلیمان د زوکړې او مړینې نېټه دقیقا نه ده معلومه، خو څرګند دا دي،چې د څلورمې پېړۍ په دویمه برخه کې غوره شخصیت و. مرحوم قزویني ګومان کوي،چې د ابوسلیمان زوکړه په ۳۰۷ او مړینه یې په ۳۸۰ هجري کې و. حکیمانو به د ابوسلیمان په محفل کې شرکت کاوه،چې دا به غالبا د ابوسلیمان شاګردان وه لکه : ابومحمد عروضی ،
ابوبكر قومسی ، عيسی بن زرعة.
۲- ابوالحسن عامري نيشابوري
ددې کس په اړه هم ډېر معلومات نشته. ابن الندیم، ابن القفظي او ابن ابي صیبعه یې یادونه نه ده کړې . یاقوت په معجم الادباء کې یاد کړی دی. مسلمان په سه حکیم کې لیکي : عامري دوه کتابونه لري: د((السعاده والاسعاد)) په نامه په اخلاقو کې او بل د ((الامدالی الابد)) په نامه په فلسفه کې کتاب لري. د اسلام په دفاع کې یې او په نورو ادیانو د اسلام د غوره والي په اړه یې هم د ((الاعلام بمناقب الاسلام)) په نامه یو کتاب لیکلی دی.
نوموړی زیاتوي :لکه څرنګه،چې یوناني فلسفې سره یې مینه درلوده؛نو د ساسانیانو له سیاسي فلسفې سره یې هم مینه و او خپله د اوبوزید بلخي شاګرد و.ځینې مدعي شوي،چې د عامري او ابن سینا ترمنځ لیکونه تبادله شوي؛خو داسې سمه نه ښکاري،ځکه ابن سینا د عامري د وفات پر مهال یوولس کلن و.ویل کېږي،چې عامري د ابوزید بلخي شاګرد و؛خو دا لرې خبره ده،چې عامري دې بلخي بلاواسطه شاګرد وي؛ځکه بلخي په ۳۲۲ هجري کې مړ شوی او عامري په ۳۸۱ هجري کې او د استاد او شاګرد د مړینې ترمنځ ۵۹ کاله فاصله ده.
۳- ابوالخير ، حسن بن سوار
په ابن الخمار مشهور دی، هم حکیم دی ،هم طبیب او هم له سریاني څخه عربۍ ته مترجم دی؛خو تر فیلسوف او مترجم څخه ډېر طبیب دی. د یحیی بن عدي شاګرد دی او ډیری شاګردان یې روزلي دي. په پیل کې نصراني و او په پای کې د دانشورانو د نامې په نقل مسلمان شوی دی. ابن الندیم،چې د نوموړي معاصر دی هغه فوق العاده باهوشه ګڼي.مرحوم محمد قزویني په شل مقاله کې وايي،چې بوالخیر په ۴۰۸ هجري کې مړ شوی دی. ویل کېږي،بوعلي ،چې خپل معاصرانو په اړه یې څه نه ویل؛خو ابوالخیر یې په نیکۍ یاد کړی دی او وايي: چې ابوالخیر باید د نورو په ډله کې و نه شمېرل شي او خدای دې د هغه ملاقات روزي کړي.( نامه دانشوران ، ج 1 صفحه . 84)
۴- ابو عبدالله ناتلی
د اهماغه کس دی،چې ابن سینا ترې په پیل کې د منطق لږه برخه او د ریاضیاتو څه برخه زده کړه.غوره شخصیت نه دی او ټول شهرت یې د خپل مخور شاګرد له خوا دی. ناتلی طبیب هم و او ابن ابی صیبعه هغه د ابوالفرج د طبیبانو معاصر ګڼلی دی.ځینې مدعي شوي،چې ناتلي د ابوالفرج بن الطیب شاګرد و او په دې اړه یې د ابی صیبعه په وینا استناد کړی دی. خو دا تېروتنه ده ابی صیبعه، ناتلی د ابوالفرج د معاصرانو په ډله کې راوړی دی؛ نه د هغه د شاګردانو په ډله کې.
شپږمه طبقه
دې طبقې ته باید د نوابغو طبقه وویل شي. په بله یوه طبقه کې هم داسې برجسته فلاسفه نشته.
۱- ابوعلی احمدبن محمد بن يعقوب مسكويه رازي
اصلا د رۍ اوسېدونکی دی او د څه مودې لپاره له بیروني، ابن سینا، ابوالخیر، ابوسهل مسیحي او ابونصر عراقي سره د خوارزمشاه په دربار کې اوسېده. په ۴۲۰ هجري کې په اصفهان کې مړ شوی دی. د زوکړې نېټه یې نه ده معلومه؛خو ویل کېږي،چې اوږد عمر یې درلوده.( نامه دانشورانج 1 صفحه . 83) له ابوحیان توحیدي نقل شوي،چې ابن مسکویه د څه مودې لپاره له ابوالخیر سره شاګردي کړې ده.( بيست مقاله قزوينیج 2 ص . 145)
دا چې ابوعلي به ډېر لږ د خپلو معاصرانو په اړه خبرې کولې؛خو د ابن مسکویه په اړه یې هم خبرې کړي دي. د ابن مسکویه پلار زرتشتي و او بیا مسلمان شوی و او د ځینو به عقیده خو شیعه و؛خو څرګند دا دي،چې شیعي تمایلات یې درلودل. په تاریخ کې یې ((تجارب الامم)) او په فلسفه کې ((الفوز الاصغر)) او په اخلاقو کې یې ((طهاره الاعراق)) مشهور کتابونه دي.
۲- ابوريحان ، محمدبن احمد بيروني خوارزمي
د اسلامي فرهنګ او تمدن له لومړۍ درجه شخصیتونو ځنې دی. د ځینو مستشرقینو له نظره په ټوله اسلامي نړۍ کې ساری نه لري. ریاضیات، نجوم، تاریخ، هییت، داروشناسي او د نورو اقوامو او ادیانو د عقایدو څېړل یې تخصصي رشتې وې. څو تحقیقاتي کتابونه یې لیکلي،چې نړۍ ورته اوس هم ګوته په خوله ده، لکه د ماللهند ، الاثار الباقية ، قانون مسعودي تحقیق. د بیروني زوکړه په ۳۶۲ هجري کې و او په ۴۴۲ هجري کې مړ شوی دی. له پارسۍ، عربي او خوارزمي سربېره پر سریاني او یوناني ژبو هم پوهېده. د علمي مسایلو بیانولو ته عربي ژبه تر ټولو بهتر ګڼي او له دې ژبې سره خاصه علاقه لري. وايي که څوک مې په بله ژبه کې وستايي؛نو تر دې مې دا ډېر ښه راځي،چې څوک را ته په عربۍ کې سپکې سپورې ووايي. اتیا کاله عمر یې کړی،چې ټول یې علم ته وقف کړی و.له علم پرته یې بل کار نه درلود او په کال کې یې یوازې دوه ورځې رخصتي درلوده. ابوریحان او ابن سینا په ۴۰۰ هجري کې په خوارزم کې سره لیدلي دي. ابوریحان تر بوعلي څو کاله مشر و او له بوعلي څخه یې په فلسفي مسایلو کې اتلس پوښتنې کړي،چې ځینې یې پکې په ارسطو نیوکه ده. بوعلي دې پوښتنو ته ځواب ویلی. ابوریحان د ((الاثار الباقية)) په کتاب کې له بوعلي څخه دې پوښتنو ته اشاره کړې او هغه یې د ((الفتي الفاضل- ځوان فاضل)) په نامه یاد کړی دی. ابوریحان پر اسلامي اصولو سخت معتقد و او پخپلو لیکنو کې عموما د یو واقعي مومن په شان د اسلام د مقدس دین یادونه کوي او ورسره په څنګ د قرآن آیتونه هم راوړي. د شعوبیګرۍ ضد احساسات یې درلودل او په ځینو لیکنو کې یې له شعوبیګرۍ څخه کرکه اعلانوي. ابوریحان په ډېر احتمال شیعه و.
۳- ابوعلی حسين بن عبدلله ابن سينا
دا یو اعجوبه و او پېژندل او معرفي کول یې پلن کتاب لیکنې ته اړتیا لري. خپله یې د ژوند ګزارش تر ۳۵ کلنې پورې د خپل یو شاګرد په غوښتنه لیکلب او دا هغه و،چې کله ګرګان ته راغی،چې دا ګزارش بیا د هغه مشهور شاګرد ابوعبید جوزجاني تکمیل کړ او د هغه د ژوند وروستۍ ورځ یې هم پکې لیکلې ده. له دې ګزارشونو څخه تر یوه حده پورې د هغه علمي، سیاسي او عادي ژوند په اړه معلومات لاس ته راوړلای شو. لنډ عمر یې درلوده او ناآرامه ژوند یې کړی دی او په دې لنډ عمر کې یې خورا معلومات او آثار پریښې،چې دا واقعا حیرت انګیزه خبره ده. ابی صیبعه او ابن القفظي دواړو یې ګزارش له اختلاف پرته ضبط کړی دی او د نوموړي د عمر مدت یې په اختلاف سره ثبت کړې ده. د ابي صیبعه د نقل له مخې ابن سینا ۵۴ کاله او د ابن القفظي د نقل له مخې ابن سینا ۵۸ کال عمر کړی دی.د پام وړ ټکی دا دی،چې د بوعلي شخصیت نور ټول اسلامي حکما تر سیوري لاندې راوستل. تر بوعلي وروسته په طب او فلسفه کې د هغه کتابونه د بحث محور، تدفیق،تحشیه او شرح ول.
تر بوعلي مخکې بغداد د طب او فلسفې مرکز و؛خو بوعلي بغداد ته ولاړ نه شو. د بوعلي پلار بلخي او مور یې بخارايي ده. د عمر لومړۍ نیمه برخه یې په دې حدود کې تېره شوې او د ځینو علتونو له مخې خراسان او ګرګان ته راغلی دی او په څو ښارونو کې د لنډې مودې لپاره پاتې شوی دی. په عاقبت کې په اصفهان او زیاتره په همدان کې پاتې شوی دی او ډېری شاګردان یې وروزل. بوعلي او کتابونه یې په ایران کې ډېر مشهور شول او دا کار ددې سبب شو،چې د فلسفې او طب د ثقل مرکز له بغداد څخه ایران ته منتقل شي.
۴- ابوالفرج بن الطيب
عراقی دی. هم طبیب و، هم فیلسوف؛خو په طبابت کې ډېر مشهور و. د بوعلي معاصر دی او بوعلي یې طبابت ستایلی دی؛خو په فلسفه او حکمت کې یې نه دی ستایلی.( عيونالانباءج 2 ص . 235 ) په کلي ډول بوعلي خپل معاصرین په فلسفه کې نه ستايي. ابوالفرج مسیحي و او د ابوالخیر شاګرد و او ځینو یې له درس څخه هم استفاده کړې ده ویل کېږي، چې په ۴۳۵ هجري کې مړ شوی دی.
۵- ابوالفرج بن هندو
په طب او حکمت کې د ابوالخیر شاګرد دی او د هغه له سترو او تکړه شاګردانو ځنې و او په ترڅ کې ادیب، شاعر او سخنور هم و.
۶- ابوعلی ، حسن بن الحسن ( يا الحسين ) بن الهيثم بصري
هم فیلسوف دی، هم طبیب، هم فزیکدان دی او هم ریاضي دان. په فزیک او ریاضیاتو کې نړیوال شهرت لري او د نړۍ د ریاضیاتو په پرمختګ کې له اغیزمنو عوامل څخه ګڼل کېږي. زوکړه یې په ۳۵۴هجرې کې ده او په ۴۳۰ هجري کې مړ شوی دی. په تتمه صوان الحکمة کې لیکي،چې د اوبو د کچې د ټیټوالي په صورت کې یې د نیل له اوبو څخه د ګټې احستنې لپاره یوه طرح جوړه کړه او له ځان سره یې قاهرې ته یووړه ؛خو واکمنو ورته پاملرنه و نه کړه او پرعکس له ده سره یې زورزیاتی هم شروع او دا دمشق ته په تېښته مجبور شو. وايي،چې فوق العاده متعبد او متشرع و د شریعت یې ډېر درناوی کاوه. وايي، لږ ژوند يې په مغرب کې هم تېر کړی دی. مرحوم سید حسن تقي زاده په (( تاریخ علوم در اسلام))) کې وايي: هغه ډېر مولفات لري، ګواکې خپل ټول عمر یې په تالیفاتو کې تېر کړی دی. د سارتون په وینا ابن الهیثم په طبیعي حکمت د مسلمانانو تر ټولو ستر عالم او په ټول تاریخ کې په دې فن کې تر ټول ستر ارباب دی. د مناظرو د علم په اړه د هغه کتاب د مشرق او مغرب د علم په پرمختګ کې خورا غېزمن و. ستر فیلسوف روجربیکن او د نجومو د علم د قوانینو موسس ښاغلي کپلر دواړو د هغه له کتاب څخه ګټه پورته کړې ده. ابن الیهثم د رڼا او دهغې قوانینو په اړه ډېر عالي تحقیقات کړي دي او ظاهرا لومړی کس دی،چې په تپه تیاره خونه کې یې ( نوري امتحانات) ترسره کړي دي. دې دانشمند څلور درجه ایز معادلات حل کړي او هڅه یې کړې،چې د هوا د کورې ژوروالی وټاکي.
له دې طبقه سره یوځای لومړۍ درجه ریاضیون هم راپیدا شول، لکه ابوالوفاء بوزجاني نيشابوري ،عبدالرحمن ضوفي رازي او ابوسهل كوهستاني طبرستاني ،چې دا ټول باید په بېل فصل کې وڅېړل شي.
اوومه طبقه
په دې طبقه کې دوه ډلې دي: د ابن سینا د شاګردانو ډله او بله هغه ډله،چې له هغه سره یې شاګردي نه ده کړې.
راځو لومړۍ ډلې ته.
۱- ابوعبدالله فقيه معصومی
د دربار شیخ یې ویلي : هغه راته داسې دی،لکه افلاطون ته،چې ارسطو و. شیخ د هغه په خواهش او دهغه په نامه د عشق رساله لیکلې ده او همدا و،چې د ابوریحان او ابوعلي د سوال او ځواب ترمنځ منځګړی و. تر دې وروسته،چې ابوریحان شیخ ته ستغې خبرې وکړې او شیخ دې ته حاضر نشو،چې بل څه ولیکي او فقیه معصومي یې دې کار ته وګوماره. هغه ابوریحان ملامته کړ او ورته یې ولیکل: که له (حکیم) سره په مخاطبه کې دې له دې کلماتو څخه نور کلمات کارولي وای؛نو د عقل او علم له اړخه به غوره و.(د تتمه صوان الحكمة ترجمه، صفحه . 60)
بیهقي مدعي دی،چې نوموړي د مفارقاتو، اعدادو، عقول او افلاکو او مبدعاتو د ترتیب په اړه کتاب لیکلی دی،چې د حکیمانو ډېر خوښ و؛خو اوس له منځه تللی دی. د مړینې نېټه یې نه ده معلومه. احتمالا په ۴۵۰ هجري کې مړ شوی وي.( مقدمه عبدالرحمن بدوی بر تعليقات ابن سينا صفحه . 8)
۲- ابوالحسن بهمنياربن مرزبان آذربايجاني
مجوسي و؛خو بیا مسلمان شو او د بوعلي له مشهورترینو شاګردانو ځنې دی.د بهنیار شهرت په هغو ډېرو پوښتنو کې دی،چې له بوعلي څخه یې کړي دي او بوعلي هم ځواب کړي دي. د شیخ د مباحاثاتو کتاب زیاتره د بهمنیار پوښتنو ته ځواب ویل دي. د معروف التحصیل د کتاب په واسطه هم بهمنیار ډېر مشهور دی،چې په فلسفي کتابونو کې په مکرر ډول یادېږي. صدرالمتالهین په اسفار کې څو ځلې له دې کتاب څخه او دوه ځلې د نوموړوی له بل کتاب څخه ( البهجة و السعادة) نقل کړی دی. د التحصیل کتاب په دې اوس وختونو کې د الهیاتو او اسلامي معارفو په پوهنځي کې زما تر تصحیح او تعلیق لاندې چاپ شو. بهمنیار په ۴۵۸ هجري کې مړ شو.
۳- ابوعبيد ، عبدالواحد جوزجاني
د بوعلي شل یا پینځویشت کلن ملازم،شاګرد او مرید دی. هماغه کس دی،چې د بوعلي د ژوند ګزارش یې تکمیل کړ. بوعلي به د خپلو اثارو په ساتنه کې دومر پاملرنه نه کوله. په ځینو وختونو کې به یې مختصرې یا اوږدې رسالې لیکلې او چا ته به یې ورکولې، بې له دې،چې یو نسخه یې له ځان سره وساتي. ښايي د شیخ د ځینو اثارو پاتې کېدنه د ابوعبید د همت نتیجه ده.د نجات د کتاب د ریاضي برخه او د علايي د (( دانشنامې)) کتاب د همده له لارې تکمیل شوی دی. د ابوعبید د ژوند په اړه نور معلومات نه لرو.
۴- ابومنصور ، حسين بن طاهر بن زيله اصفهاني
د تتمه صوان الحکمة په نقل د شیخ (( شفا)) یې مختصره کړې ده او د حی بن یقظان رسالې هغه شرح کړ او په موسیقې کې یو کتاب ولیکه او د موسیقۍ په فن کې بې ساری و او د خپل استاد له مړینې څخه دوه ویشت کاله وروسته مړ شو. ابن زیله له هغو کسانو څخه دی،چې د بهمنیار په شان یې له شیخ څخه پوښتنې کړې دي او شیخ ځواب کړي دی. وايي د مباحاثات کتاب هغه پوښتنې وې،چې بهمنیار او لږ څه ابن زیله له شیخ څخه کړې وې.(عبدالرحمن بدوی ، ارسطو عندالعرب )ابوعلي نور شاګردان هم درلودل،چې موږ یې دلته له راوړلو څخه ډډه کوو.
راځو بلې ډلې ته ،چې د شیخ شاګردان نه ول:
۱- علی بن رضوان مصري
هم طبیب و او هم حکیم او له هغو کسانو ځنې دی،چې د محمد بن زکریای رازي په نظریې یې رد لیکلی دی. ډېر بدقواره ؛خو کریم سړی و. د دانشورانو د نامې له مخې د خاتم الانبیاء د نبوت په اثبات کې یې د تورات،انجیل اوفلسفي قواعدو له مخې یو کتاب لیکلی دی. د نوموړي د شاګردانو او استادانو په اړه معلومات نشته.
۲- ابوالحسن مختاربن حسن بن عبدان بن سعدان بن بطلان بغدادي نصراني
په بن بطلان مشهور دی او د ابوالفرج بن الطبیب نصراني شاګرد دی. د استاد په شان یې هم طبیب دی او هم فیلسوف؛ خو ډېر طبیب دی. له علي بن رضوان سره یې تعارض او تنافس درلوده او هغه ته بې (تمساح الجن) وایه. یو ځلې مصر ته هم تللی دی او ورسره یې لیدلي دي او په پای که په خپګان ترې بیل شوی دی. حلب او قسطنطینیه ته یې هم سفر کړی دی. ټول عمر مجرد و او په ۴۴۴ هجري کې مړ شوی دی.
۳- ابوالحسن انباري
اوسمهال یې د احوال په اړه معلومات نه لرو. همدومره پوهېږو، څه چې په تتمه صوان الحکمة کې راغلي، نوموړی هم فیلسوف و او هم ریاضیدان او خیام ترې په ریاضیاتو کې ګټه اخستله.
اتمه طبقه
دا طبقه د بوعلي د شاګردانو شاګردان دي. یا دا ،چې د بوعلي د شاګردانو شاګردان وه او یا ورسره په یو وخت کې وه.
۱- ابوالعباس ، فضل بن محمد لوكري مروي
هم فیلسوف و او هم ادیب. په ادیب ابوالعباس لوکري ترې تعبیر کېږي. د بهمنیار شاګرد و. د (بيانالحق بضمان الصدق) په نامه یو کتاب لري،چې لا تر اوسه پورې نه دی چاپ شوی؛خو نسخې یې شته او د تر ځان وروسته یې د فلاسفوو د پاو وړ دی. په الهیاتو کې یې اسفار نوم اخستی دی. د حوزې په درلودلو او د شاګردانو په تربیت مشهور دی. بیهقي په تتمه صوان الحکمة کې وايي : فلسفه د لوکري له لارې په خراسان کې خپره شوه. د الازهر د جامع استاد محمود محمد خضيري په یو مقاله کې ( په بغداد کې د هزاره ابن سینا) په مناسبت د ((الكتاب الذهبي للمهرجان الالفی لابن سينا)) په کتاب (۵۵ صفحه) کې وايي : د ابوالعباس اوږد عمر و او ما یې د مړینې نېټه لاس ته را نه وړه؛خو ګومان کوم،چې د پینځمې هجري پېړۍ په وروستیو کې مړ شوی دی.
عبدالرحمن بدوي د ابن سینا تعلیقاتو په مقدمه( ۸ ام مخ) کې له برکلمن څخه نقلوي،چې د لوکري مړینه په ۵۱۷ هجري کې شوی ده او خپله بدوي وايي،چې نه پوهېږم برکلمن له کوم ماخذ څخه دا نقل کړي دي.
۲- ابوالحسن ، سعيد بن هبةالله بن حسين
ابن ابی صیبعه وايي،چې په طب کې ډېر مخکې و او په حکیمیه علومو کې فاضل و. نوموړی د ابوالفضل کتیفات او عبدان کاتب شاګرد و.( عيونالانباءج 2 صفحه . 259) او دوی دواړو د ابوالفرج ابن الطبیب شاګردان وه.( عيونالانباءج 2 صفحه . 236)
دا هماغه کس دی،چې اجازه یې نه ورکوله،چې یهودان یا نصرانیان تر ګټه پورته کړي. د (( المعتبر)) د مشهور کتاب خاوند ابوالبرکات،چې په پیل کې یهودي و؛نو په چل ول به ددې درس کې کېناسته او ګټنه بې یې ترې پورته کوله او تر یو کال پورې وضع همداسې روانه و. تر یو کال وروسته استاد خبر شو او شاګرد ته یې اجازه ورکړه،چې د هغه په درس کې رسما کېني. ابن ابی صیبعه وايي : ابوالبرکات د ( التخلیص) او ( نظامي)له سعید بن هبة الله سره ویلي،چې دا دواړه سعید بن هبة الله لیکلي دي. سعید په ۴۹۵ هجري کې مړ شوی دی.
۳- حجةالحق ، ابوالفتح ، عمربن ابراهيم خيامی نيشابوري
په خیام مشهور دی. فیلسوف او ریاضیدان او شاعر هم و او جهاني شهرت لري؛خو متاسفانه د خیام شهرت په هغه پورې د تړلو شعرونو له امله دی؛نه د هغه د فلسفې او ریاضیاتو له امله. مخصوصا د خیام ریاضیات نه هېرویدونکی ارزښت لري. په خیام پورې تړل شوي اکثره اشعار دهغه نه دي،چې له دې امله یې ورته داسې څېره ورکړې،چې د هغه له واقعي څېرې سره په ضد کې دي؛یعنې یو شکاک، پوچګرا، غیر مسوول او داسې کس،چې له فرصت څخه استفادې کوي. انګلیسي شاعر فیتز جرالد د هغه رباعیات په فصیحه ژبه شعر ته ترجمه کړي دي،چې تر بل هر کس ډېر یې ددې کاذب شهرت لامل شوی دی.له خیام څخه ځینې فلسفي رسالې پاتې دي،چې د هغه طرز تفکر روښانوي. د ( کون و تکلیف) په نامه یو رساله لري،چې د پارس د قاضي محمد بن عبدالرحيم نسوي پوښتنو ته ځواب دی. نوموړي له خیام څخه د خلقت د حکمت او پیدایښت د هدف او د عبادتونو د فلسفې په اړه پوښتنې کړي دي او په ترڅ کې د خیام په مدح بیتونه هم ویلي دي،چې څو بیتونه ترې پاتې دي :
ان كنت ترعين ياريح الصباذ ممی
فاقری السلام علی العلامة الخيم
بوسی لديه تراب الارض خاضعة
خضوع من يجتدی جدوی من الحكم
فهو الحكيم الذی تسقی سحائبه
ماءالحيوه رفات الاعظم الرمم
عن حكمة الكون والتكليف يأت بما
تغنی براهينه عن ان يقال لم ؟
خیام هم لکه د خپل استاد بوعلي ( یا د خپل استاد د استاد) د مباني په شان ورته حکیمانه ځواب ویلی دی. هر څوک ،چې د بوعلي پر مباني دې مسایلو ته ننوځي؛نو پوهېږي،چې خیام څومره پوهېده. خیام په هغه رساله کې بوعلي د (معلم) په عنوان یاد کړی دی. نوموړي وايي،چې ما او استاد مې بوعلي په دې اړه تحقیق کړی او کاملا اقناع شوي یو، ممکن ځینې نور یې زما د نفس کمزورتیا وګڼي؛خو زموږ له خپله نظره اقناع کووونکي دي.
دا رساله یې څو ځلې په شوري اتحاد کې چاپ او خپره شوی او په مصر کې هم د جامع البدایع په نامه چاپ شوې ده. روسی ناشر مدعی دی،چې مصري ناشرانو اشتباه کړې او داسې یې ګڼلي،چې د ( تضاد) رساله یو مستقله رساله ده، په داسې حال کې،چې د کون او تکلیف متممه رساله او دهغې یوه برخه ده.
اتفاقا،څه چې خیام، په دې رساله کې قاطعانه اظهار کړي،هماغه دي،چې په هغه پورې په ورتړل شویو اشعارو کې راغلي دي. له همدې مخې ځینې اروپايي او ایراني محققان په خیام پورې له داسو اشعارو ورتړل نفی کوي او ځینې نور د یو لړ تاریخي قراینو په بنسټ معتقد دي،چې په دې نامه دوه کسان وه. یو شاعر او بل حکیم او فیلسوف. د خیام په نامه یو شاعر و او همدا شان د خیام په نامه حکیم او ریاضیدان هم و. د ځینو په عقیده ، علي خیام شاعر و او عمر خیامی ریاضیدان او حکیم و. دا خبره مردوده،چې ځینې وايي (خیامي) د خیام عربي تلفظ دی( علی اصغر حلبی ، فلاسفه ايرانی صفحه . 408)ځکه هغه پخپله لیکلې پارسي رساله کې وايي : ابوالفتح عمر ابراهيم الخيامي داسې وویل.( مجموعه رسائل خيام ، چاپ شوروی .)
شاید تر دې اندازې پورې دا مسلم وګڼل شي،چې نوموړی د داشان اکثره نورو دانشمندانو په شان یې په دیني اصولو پوره ایمان او اعتقاد درلود. بیهقي لیکلي، یوه ورځ حضرت شهاب الاسلام ، الوزير عبدالرزاق بن الفقيه ته راغې،چې امام القراء ابوالحسين الغزالي هم حاضر و.د یو آیت قرآء په اړه بحث شو؛خو خیام حاضر نشو، شهاب الاسلام وویل، علي الخبیر سقطنا….. او بیا دا مسله هواره کړ. بیا امام الوالفخر وویل : كثرالله مثلك فی العلماء .( ترجمه تتمه صوان الحكمة صفحه 71 – . 72)
د زوکړې نېټه یې نه ده معلومه ، ویل کېږي،چې په ۵۱۷ یا ۵۲۶ هجري کې مړ شوی دی. څرګند دا دي،چې اوږد عمر یې درلوده. (نوي کاله) ؛خو دا لرې خبره ده،چې د بوعلي درس یې درک کړی وي، دا چې هغه بوعلي خپل استاد ګڼي؛ نو دا ځکه دي،چې د بوعلي د ښوونځي شاګرد دی ؛نه دا چې خپله د بوعلي شاګرد وي. د بوعلي له شاګردانو سره یې زده کړه کړې ده.
۴- ابوحامد ، محمدبن محمدبن محمدبن احمد غزالی طوسي
که څه هم مصطلح مانا یې په فیلسوفانو کې شمېرل سم نه دي. نوموړی ځان فیلسوف نه ګڼي؛بلکې د فلسفې او فیلسوفانو او مخصوصا د ابن سینا مخالف دی. فلسفه یې له کوم استاد سره نه ده ویلې؛بلکې درې کاله یې فلسفه لوستې او بیا یې د (( مقاصد الفلاسفه)) په نامه کتاب لیکلی دی. بیا یې د (( تهافت الفلاسفه)) کتاب ولیکه،چې د اسلامي دورې له مهمو کتابونو څخه دی. په جهان کې د فلسفې ضد کسان ډېر وه؛خو یو څوک هم د غزالي په شان نه و، که په لنډه موده کې د سهروردي او خواجه نصیرالدین په شان کسان نه وای راښکاره شوي؛نو غزالي په د فلسفې ټغر ورټول کړی وای. په عین حال کې دې ته په پاملرنې ،چې د غزالي منفي نظریات او ډېر په ندرت یې مثبت نظریات د فلسفې په تحول کې ونډه درلودلې؛خو موږ د فلاسفوو په ردیف کې راوړی دی. احیاء علوم الدین د غزالي مشهورترین کتاب دی، بل یو کتاب هم ددې هومر په مسلمانانوکې اغېز نه دی کړی. غزالي په ۴۵۰ کې زېږېدلی او په ۵۰۵ هجري کې مړ شوی دی.
په دې طبقه کې باید د محمد شهرستاني و ابوحاتم مظفر اسفرازي و ميمون بن نجيب واسطي نومونه هم واخستل شي،چې لومړنی پکې متکلم دی او دوه نور یې ریاضیدانان دي.
نهمه طبقه
۱- شرف الدين محمد ايلاقي
د عمر خیام او ابوالعباس لوکري شاګرد و. هم طبیب او هم فیلسوف. ویل کېږي،چې په ۵۳۶ هجري کې د قطوان په جګړه کې مړ شو. ځینې یې د بهمنیار شاګرد ګڼي؛خو د دواړو د مړینې نېټو ته که ولیدل شي؛نو د دې نظریه ناسموالی معلومېږي. نوموړی د البصایر النصریه د کتاب د خاوند قاضي زينالدين عمربن سهلان ساوجي استاد دی . ایلاقي په ۵۳۶ هجري کې مړ شوی دی.
۲- ابوالبركات ، هبةالله بن علي ( يا يعلي ) ملكای بغدادي
یهودی و؛خو بیا مسلمان شو. د اسلام راوړنې په علت کې یې اختلاف دی. مخکې مو وویل،چې د هبة الله بن سعید شاګرد و. (( المعتبر)) یې مشهور کتاب دی د صدرالمتالهین په شان فیلسوفان یې کتاب ته نظر لري. نوموړی د ابن سینا مخالف دی. د استادانو لړۍ یې مستقیما فارابي ته رسي؛ځکه نوموړی د سعید بن هبة الله شاګرد دی او هغه د ابولفضل کتیفات او عبدان کاتب شاګرد و او دوې دواړه د ابوالفرج بن الطیب شاګردان ول او دا د ابوالخیر حسن بن سوار شاګرد و او دا د یحیی بن عدي شاګرد دی او دا د ابونصر فارابي شاګرد دی. غالبا د استادانو احاده سلسله یې غیر مسلمانان دي. ویل کېږي،چې کله عمر خیام ته وویل شول،چې ابوالبرکات بغدادي، ابن سینا ردوي؛نو ویې ویل ،چې هغه د ابن سینا په خبرو نه پوهېږي، رد کول خو یې لا لرې خبره ده.( تاريخ علوم عقلي در اسلام ، نقل از متن عربی تتمه صوانالحكمة صفحه 110 – . 111)
نوموړی د عبدالطیف بغدادي د پلار استاد و،چې عبدالطیف د مسلمانانو په لاس د اسکندریې د کتابخانې د سوزېدلو مشهوره اوازه خپره کړه. د ابن الفضلان او ابن الدهان استاد هم و،چې دوی منجمین وه او د مهذب الدین استاد هم و،چې نوموړی نقاش و.( عيونالانباءج 2 صفحه 298 – . 299)
۳- محمدبن ابیطاهر طبسي مروزي
د لوکري شاګرد و. مور یې د خوارزم او پلار یې د مرو له واکمنانو ځنې و. په ۵۳۹ هجري کې د ګوزنګ تر ناروغۍ وروسته مړ شوی دی.
۴- افضل الدين غيلاني عمربن غيلان
د لوکري له شاګردانو ځنې دی.سم تاریخ یې نشته، همدومره معلوم دي،چې د لوکري شاګرد او د صدرالدین سرخسي استاد دی.د محمود محمد خضیري د نقل له مخې امام فخرالدین رازي مړ ۶۰۶ هجري په المحصل کې دهغه یادونه کړې ده او د مرو په نظامیه کې په زده کړه بوخت و.
۵- ابوبكر محمدبن يحيی بن الصائغ اندلسي
په ( ابن باجه) مشهور دی. له سترو فیلسوفانو ځنې دی، ډېری کتابونه یې تالیف کړي دي. په اوس وخت کې د هغه د (نفس) رساله د ډاکا په پوهنتون کې د ډاکتر محمد صفیرحسن معصومي په کوښښ چاپ شوې ده.په ۵۳۳ هجري کې مړ شوی دی.د مشهور اندلسي فیلسوف ابن رشد استاد دی.( عيون الانباءج 3 صفحه . 102)
۶- ابوالحكم مغربي اندلسي
هم شاعر دی، هم حکیم دی او هم طبیب. خو شعري روح پرې ډېر حاکم و. تر جد یې هزل ته ډېره پاملرنه کوله، اصلا باهلی عرب دی او له مغرب څخه د مشرق بلاد ته راغلی دی او په مصر او شام کې اوسېده. په ۵۴۹ هجري کې مړ شوی دی، د شهاب الدین سهروردي د استاد د استاد ابن الصلاح استاد دی.
لسمه طبقه
۱- صدرالدين ابوعلی محمدبن علی بن الحارثان السرخسي
د افضل الدین شاګرد دی او د خواجه نصیرالدین طوسي د استاد د استاد او زوم فرید الدین استاد دی. په اړه یې سم معلومات نشته. په تتمه صوان الحکمه په ترجمه کې ترې لنډه یادونه شوی ده. محمود محمد خضیري د خریده القصر له خاوند څخه نقلوي،چې نوموړي په فلسفه،مساحت او خساب کې ډېری کتابونه لیکلي دي او څه موده په بغداد کې هم اوسېده او له ابومنصور جوالیقي( مړ ۵۳۹ هجري) سره یې هم لیدلي دي. سرخس ته په راستنېدو کې په ۵۴۵ هجري کې مړ شوی دی.(الكتاب الذهبی للمهرجان الالفی لذكری ابن سينا صفحه 57.)
۲- ابوبكر محمدبن عبدالملك بن طفيل اندلسي
د اندلس له مشهورو حکیمانوو ځنې دی. احتمالا د ابن الصایغ شاګرد دی. د خپل کتاب ( حی بن یقطان) له کبله ډېر مشهور شوی دی،چې د ابن سینا د حی بن یقظان له رسالې څخه تقلید شوې ده؛خو تر هغه ډېره کاملتره او جامعتره ده. دا کتاب په ایران کې مرحوم بدیع الزمان فرزوانفر ترجمه کړی او بیا چاپ شوی هم دی. اوږد عمر یې درلوده او په ۵۸۱ هجري کې مړ شوی دی.
۳- قاضی ابو الوليد محمدبن احمدبن محمدبن رشد اندلسي
هم فیلسوف دی، هم ډاکتر دی او هم فقیه. په دې ټولو رشتو کې ګڼ کتابونه لري. مشهور کتاب یې د ارسطو په مابعدالطبیعه شرح ده،چې چاپ شوی هم دی.( بدایة المجتهد) بې مشهور فقهي کتاب دی،چې چاپ شوی هم دی.د نوموړي فلسفي رسایل یې په بمبۍ کې چاپ کړي دي. په فلسفه کې اروپایان ورته د ابن سینا د مقام په سترګه ګوري؛خو د هغه آراء په اسلامي فلاسفو کې ارزښت نه لري. تهافت التهافت یې یو کتاب دی،چې د غزالي تهافت الهافت یې رد کړی دی. بې ارزښته کتاب دی. له ارسطو سره په مینه کې فوق العاده تعصب لري او له همدې مخې له ابن سینا سره مخالف دی،چې ارسطو ته دومره پام نه کوي اوخپلې شخصي آراء لري.د فرانسې مشهور فیلسوف ارنست رنان د ابن رشد د پېژندنې لپاره ډېر کارونه کړي دي. ارنست رنان له سید جمال الدین سره مشهورې ناندرۍ کړي دي. په ۵۹۵ هجري کې مړ شوی دی.
۴- مجدالدين جيلي
ددې کس په اړه ډېره معلومات نه لرو.همدومره پوهېږو،چې په مراغه ( د ایران شمالي ښار دی) کې یې تدریس کاوه او امام فخر رازي ترې زده کړه کړې ده.( عيون الانباءج 3 صفحه . 34) همدارنګه شهاب الدین سهروردي هم د تحصیل په پیل کې په مراغه کې ترې ګټه پورته کړې ده.( معجمالادباءج 7 صفحه . 269) هم حکیم و او هم متکلم او فقیه او هم اصولي .یاقوت یې په معجم الادباء کې د سهروردي د شرح په ترڅ کې د فقیه، اصولي او متکلم په عنوان ستايي.( معجمالادباءج 7 صفحه . 269)
۵- قاضی زيدالدين عمر بن سهلان ساوجي
په ابن سهلان مشهور دی. ( د ایران) په ساوه کې زېږېدلی او په نیشاپور کې اوسېده او د کتابونو د استنساخ له لارې یې د خپل ژوند ګوذاره کوله. د صوان الحکمة د ترجمې په تعبیر: شریعت او حکمت یې سره یوځای کړل.د شرف الدین ایلاقي شاګرد دی. وايي د بوعلي په رسالة الطیر یې هم شرح لیکلی ده. (البصائرالنصيرية) یې مشهور کتاب دی،چې د منطق برخه یې په مصر کې چاپ شوې او د منطق له بهترینو کتابونو څخه دی. تتمه اصوان الحکمة له مخې په یو اور لګېدنه کې یې له (البصائرالنصيرية) کتاب څخه پرته نور ټول کتابونه سوځول شوي دي. ابن سهلان له هغو کسانو ځنې دی،چې په فلسفه کې ژوندی نوم لري. د مړینې نېټه یې نه ده معلومه.
۶- ابوالفتوح . نجمالدين احمدبن محمدالسري
په ابن الصلاح مشهور دی. ځینې وايي ،چې همداني الاصله دی او ځینې وايي،چې عراقی دی. بغداد ته کډن شوی او له ابوالحکم سره یې زده کړه کړې ده. او ۵۴۸ هجري کې ؛یعنې له خپل استاد څخه یو کال مخکې مړ شوی دی.( نامه دانشورانج 1 صفحات 251 – . 260) د زېږېدنې نېټه یې نه ده معلومه، ښايي په نهمه طبقه کې وشمېرل شي. استاد یې ابوالحکم د هغه په فضیلت اعتراف کړی دی. وايي،چې د بوعلي شفا او د ابن مسکویه و الفوزالاصغر یې هم شرح کړی دی.(ريحانة الادبج 8 صفحه . 68)
۷- محمدبن عبدالسلام انصاري ماردي ( مارديني )
په خپل وخت کې په حکمي علومو کې یې سارې نه درولوده او علامه ګڼل کېده.( عيون الانباءج 2 صفحه . 328) په قدس او فلسطین کې زېږېدلی او پلرونه یې همدلته اوسېدل. ظاهرا غور نیکه یې د مدینې له انصارو څخه دی. ابن الصلاح یې د فلسفې استاد دی او بوعلي مشهوره عینیه قصیده یې شرح کړې ده.( عيونالانباءج 2 صفحه . 327) د القفظي په وینا شهاب الدین سهروردي ترې لږه فلسفه زده کړې ده.( تاريخ الحكماء ابن القفطی ص . 290)
په ۵۹۴ هجري کې مړ شوی دی.(عيون الانباءج 2 صفحه . 328)
یوولسمه طبقه
۱- فخرالدين ، محمدبن عمروبن الحسين الرازي
په امام فخر رازي مشهور دی.هم متکلم و هم فقیه و هم مفسر و هم فیلسوف و هم ډاکتر و او هم خطیب و او فوق العاده ښه ذهن یې درلوده. ددې په ترڅ کې،چې پر فلسفي افکارو پوهېږي او په فلسفه کې یې ارزښتنمن تالیفات کړي ؛خو طرز تفکر یې فلسفي نه ؛بلې کلامي دی او پر فیلسوفانو سختې نیوکې کوي او د فلسفي په مسلماتو کې شک کوي. د مسایلو په تنظیم، تبویب او تقریر کې ښکلې سلیقه لري. صدرالمتالهین ترې په دې اړخ کې ډېره ګټه پورته کړې ده.
(المباحث المشرقيه ) یې مشهور فلسفي کتاب دی. ډېر شهرت یې د مفاتیح الغیب د تفسیر له لارې دی،چې په تفسیرونو کې یې ځان ته ځانګړی ځای پیدا کړی دی. مجد الدین جیلي یې په فلسفه کې یوازینی استاد دی او ښايي د مطالعې له لارې په فلسفي مسایلو پوه شوی وي. ډیری شاګردان یې درلودل،ځینې یې ډېر مشهور دي، چې دا دي : شمسالدين خسرو شاهي ، قطبالدين مصري ، زينالدين كشي ، شمسالدين خوئي ، شهابالدين نيشابوري.
فخر رازي په ۵۳۴ هجري کې زېږېدلی او په ۶۰۶ هجري کې مړ شوی دی.(عيون الانباءج 3 صفحات 34 – 45 و تاريخ الحكماء ابن القفطی صفحات 291 – . 293)
۲- شيخ شهاب الدين ، يحيی بن حبش بن ميرك سهروردي زنجاني
په شیخ اشراق مشهور دی.له شک څخه پرته یوه نابغه ده. مبتکر او فوق العاده ذهن یې درلوده. تر فارابي او بوعلي مخکې یې په فلسفه کې اشراقي تمایل درلوده. همدا و،چې د اشراق په نامه یې مکتب تاسیس کړ او په ډېری مسایلو کې یې د ددې مکتب لار د مشا له مکتب څخه بیله کړه. تقریبا ټول هغه مسایل،چې اوس د مشاییونو او په ځانګړي ډول د اسلامي مشاییونو پر وړاندې د اشراقیونو تر عنوان لاندې پېژندل کېږي، د سهروردي د فکر پایله ده ،چې ځینې یې داسې ګڼي،چې ګواکې د ارسطو او افلاطون تر منځ اختلافي مسایل دي. په (مراغه) کې یې له مجدالدین ، په ( اصفهان) کې یې له ظهیرالدین قاري او په ( بغداد) کې یې له فخرالدین ماردیني سره زده کړې کړي دي او د څه مودې لپاره د ماردیني ملازم هم و. ماردیني وايي،چې په هوش او ذکاوت کې مې د ده په شان بل و نه لید او له دې مخې د هغه په اړه ډېر پریشانه یم.( معجمالادباءج 7 ص . 269)
وايي،چې د ابن سهلان ((البصایر النصریه)) یې له ظهیرالدین قاري سره ویلې. سهروردي په نورو علومو او فقه کې هم پوهېده. شام او حلب ته تللی او د حلب د مدرسې د فقې د استاد شیخ افتخارالدین په درس کې یې ګډون کړی دی،استاد ته یې غوره والی معلوم شو او د استاد له نږدې کسانو څخه شو. صیت یې د صلاح الدین ایوبي زوی ته د نوموړي ډېر تعریفونه وکړل او له ډېرو فقهاوو او متکلمینو سره یې مناظرې وکړې او هغوی ټول یې مغلوب کړل او همدا کار د نورو د حسادت لامل شو او داسې کار یې وکړ،چې صلاح الدین ایوبي یې دې ته اړ کړ،چې خپل زوی ته حکم وکړي ،چې دا کس ووژني. ویل کېږي،چې په ۵۸۶ کې په ۳۶ کلنۍ یا په ۵۸۷ هجري کې په ۳۸ کلنۍ کې ووژل شو.( عيون الانباءج 3 ص . 274)
وايي،چې له فخرالدین رازي سره همدرسه و. تر مړینې څخه کلونه وروسته یې د هغه د تلویحات د کتاب یوه نسخه فخرالدین ته ورکړه او هغه یې موچې کړه او اوښکې یې توی کړی.(سه حكيم مسلمان ص . 76)
سهروردي نه یوازې له فقهاوو او متکلمینو سره په بحث کې بې پروا و او دښمنۍ یې راپارولې. د بوعلي د سپارښتنو پرخلاف د حکمت د اسرارو په ویلو کې ښايي د ځوانۍ په علت یې بې پروايي کوله او له همدې مخې زړو خلکو له هماغه اول څخه ګومان کاوه،چې ډېر به ژوندی پاتې نشي. کله یې،چې د مړینې خبر د هغه ملګري او استاد فخرالدین ماردیني ته ورسېد؛نو ویې ویل ، هماغه وشول،چې د څه ګومان مې کاوه. د هغه په اړه ویل شوي،چې د شهاب الدین علم دهغه تر عقل څخه ډېردی.
۳- افضل الدين مرقي كاشاني
په بابا افضل مشهور دی. په دې چې دا سړی غوره شخصیت لري؛خو په اړه یې روښانه تاریخ نه لرو. ډېری کتابونه یې په پارسي او عربۍ کې تالیف کړي دي او په دې اوس وخت کې یې د هغوی یو فهرست برابر شوی او چاپ شوی دی. (مصنفات افضل الدين كاشاني ، د ښاغلیو مجتبی مينوي او ډاكتر يحيی مهدوي تالیف .)
ځینې وايي،چې د خواجه نصیرالدین طوسي ماما و؛خو دا خبره لا نه ده تایید شوې. په پارسي دایرة المعارف کې لیکلي ،چې فرانکلین انتشاراتو چاپ کړی دی. بابا افضل،چې شهرت یې په افضل الدین محمد بن حسین کاشاني دی، مشهور ایراني شاعر او عارف دی. د یو قول له مخې په ۵۸۲ یا ۵۹۲ هجري کې د کاشان په مرق کلي کې زېږېدلی او په ۶۵۴ یا ۶۶۴ هجري کې مړ شوی دی. د خواجه نصیرالدین له نږدې اصحابو ځنې و. د دهخدا لغت نامه او همداراز غزالي نامه (غزالی نامه ، چاپ دوم صفحه . 106 ) یې مړینه ۷۰۷ هجري ګڼلې ده. محمود خضیري وايي،چې ۶۱۰ هجري کې مړ شوی دی.(دعوه التقريب صفحه . 185 )
دوولسمه طبقه
۱- فريدالدين داماد نيشابوري
ددې کس د ژوند د تاریخ په اړه سم معلومات نشته، همدومره پوهېږو،چې د خواجه نصیرالدین طوسي استاد و .( روضات الجنات ص . 582) خپله د صدرالدین سرخسي شاګرد دی. د خواجه د اساتیدو سلسله د فرید الدین داماد له لارې بوعلي ته رسي. په دې ترتیب،چې خواجه د فرید الدین شاګرد دی ،چې دا هم د صدرالدین سرخسي شاګرد دی او دا هم د افضل الدین غیلاني شاګرد دی دا هم د ابوالعباس لوکري شاګرد دی او دا هم د بهمنیار شاګرد دی او دا هم د بوعلي شاګرد دی. د مړینې کال یې نه دی معلوم.
۲- شمسالدين ، عبدالحميدبن عيسی خسروشاهي
په شمس الدین خسروشاهي مشهور دی. ابن ابی صیبعه یې د امام العلماء ، سيدالحكماء قدوه الانام شرف الاسلام په عنوان یادوي.( عيونالانباءج 3 ص . 383) په طب، فلسفې او شرعي علومو کې ډېره غوره و او د فخرالدین رازي له شاګردانو ځنې و. د شفا کتاب یې تلخیص کړی دی؛خو په فلسفي چاپېریال کې یې شهرت د هغو فلسفي پوښتنو په اړه دی،چې له خواجه نصیرالدین څخه یې کړي دي او هغه ځواب کړي دي او په فلسفي کتابونو کې مطرح دي.
۳- قطبالدين ابراهيم بن علی بن محمد سلمی
په قطب الدین مصري مشهور دی. د فخرالدین رازي له تکړه شاګردانو ځنې دی. ابن ابي صیبعه وايي،چې اصلا د مغرب اوسېدونکی دی او بیا مصر ته راغلی دی او څه موده یې هلته تېره کړې او بیا ایران ته تللی دی. له فخرالیدین رازي سره یې زده کړه کړې ده. په فلسفه کې یې خپل استاد فخرالدین تر بوعلي غوره ګڼه او همداراز په طب کې یې هم ابوسهل مسیحي تر بوعلي غوره ګڼه. قطب الدین مصري د مغولو په فتنه کې په نیشاپور کې ووژل شو.( عيونالانباءج 3 ص 45 – . 46) دا هم د خواجه نصیرالدین طوسي له شاګردانو ځنې دی.(ريحانةالادبج 2 صفحه . 177)
نو له دې مخې خواجه د فخررازي د شاګرد شاګرد دی.
۴- كمالالدين يونس ( يا كمالالدين بن يونس ) موصلي
په ابن منعه مشهور دی او له ابن ابي صیبعه سره په یو وخت کې و او هغه ته یې قدوه العلماء و سيدالحكماء ویلی دی.(عيون الانباءج 2 صفحه . 337) د موصل په مدرسه کې د فلسفي علومو په زده کړه بوخت و او شاګردان یې هم روزلي دي. خواجه له دې سړي سره زده کړې کړي دي.( ريحانةالادبج 2 صفحه . 177)
له سترو علماوو څخه دی،چې په نحو، صرف، فقه، حدیث، تفسیر،طب، تاریخ ، موسیقۍ، هندسه، حکمت او هیت کې یې پوهه درلوده. په لږ وخت کې یې ډېر شهرت وموند او افاضلو ترې ګټه پورته کوله. په ۶۳۹ هجري کې مړ شوی دی. (ريحانةالادبج ۵ صفحه . ۱۹۹)
دیارلسمه طبقه
۱- خواجه نصيرالدين محمدبن الحسن الطوسي
د استاد البشر لقب یې ورته ورکړی دی او معرفۍ ته یې اړتیا نشته. د هغه فلسفي کارونه او کومه ونډه ،چې یې د فلسفې په تحول کې درولودلې؛نو بیانول یې بېل کتاب ته اړتیا لري. په ریاضیاتو کې د نړۍ له معدودو شخصیتونو ځنې ګڼل کېږي. له هغو کسانو دی،چې د بطلیموس د هیت په اساس کې یې شک وکړ او نوي هیت ته یې لار هواره کړه. ښاغلي تقي زاده مدعي دی،چې د بطلیموس د هیت پر اساس خواجه په خپل کتاب تذکره کې نیوکې کړي او د لهستاني کوپرنیک په وړاندیز یې د عالم د هیت په نوینه طرح کې مرسته کړې ده.د بوعلي په شان خواجه هم یو پر ماجرا ژوند درلوده. ډېر شاګردان یې رزولي او پرېمانه اثار یې لیکلي دي. په ۵۹۷ هجري کې وزېږېد او په ۶۲۷ هجري کې مړ شو.
۲- اثيرالدين ، مفضل بن عمر ابهري
په طبیعاتو او الهیاتو کې یې هدایة مشهور کتاب دی،چې غوره مقام یې موندلی دی. دا کتاب قاضي حسین میبدي او صدرالمتالهین شیرازي شرح کړی دی. وروستنې شرح یې د مولف د لا مشهورتیا لامل ګرځېدلې ده. ویل کېږي، چې د امام فخررازي شاګرد و.
۳- نجمالدين علی بن عمر كاتبي قزويني
په دبیران مشهور دی. د منطق او ریاضي له سترو حکماوو څخه ګڼل کېږي. حکمة العین یې په حکمت کې مشهور کتاب
دی، چې ډېرې شرح پرې لیکل شوي دي. شمسیه یې په منطق کې مشهور کتاب دی،چې د جویني د خاوند خواجه شمس الدین په نوم یې لیکلی دی او قطب الدین رازي هغه شرح کړی دی،چې د طلابو درسي کتاب دی. د مراغې د رصد په جوړولو کې کاتبي د علامه حلي ،قطب الدین شیرازي، همکار او د خواجه نصیرالدین طوسي د مصاحب استاد وه.
څوارلسمه طبقه
دا طبقه د خواجه نصیرالدین طوسي شاګردان دي.
۱- حسن بن يوسف بن مطهر حلي
په علامه حلي مشهور دی. که څه هم علامه حلي په فقاهت مشهور دی؛خو نوموړی جامع سړی و او په منطق او فلسفه کې هم د خواجه او کاتبي په شان و.په ۶۴۸ هجري کې زېږېدلی او په ۷۱۱ هجري کې مړ شوی دی.
۲- كمالالدين ميثم بن ميثم بحراني
په ابن میثم بحراني مشهور دی. ادیب، فقیه او فیلسوف و. له خواجه نصیرالدین طوسي سره یې فلسفه ویلې ده. ځینو ویلي،چې متقابلاً خواجه له ده څخه فقه زده کړې ده. (روضات الجنات صفحه . 582) ابن میثم نهج البلاغه هم شرح کړې ده. له فلسفي نظره شرح یې د نهج البلاغه بهترینه شرح ګڼل کېږي او په پنځو جلدونو کې چاپ شوې ده. په ۶۷۸ یا ۶۷۹ هجري کې مړ شوی دی.(ريحانة الادبج 8 صفحه . 243)
۳- قطبالدين محمود بن مسعود بن مصلح شيرازي
په قطب الدین شیرازي مشهور دی. په منطق کې د قزویني او په حکمت او طب کې د خواجه نصیرالدین طوسي شاګرد دی. د بوعلي قانون او د سهروردي حکمة الاشراق یې شرح کړی دی او خپله یې په پارسي کې د حکمت د اقسامو په اړه کتاب لیکلی،چې په دره التاج مشهور دی او چاپ شوی هم دی.د نوموړي درې واړه کتابونه ارزښتمن دي. د فلسفې په برخه کې یې ډېر شهرت د حکمة الاشراق د شرح له لارې دی. د مراغې د صد په کار کې له خواجه نصیرالدین طوسي سره همکار و په ۷۱۰ یا ۷۱۶ هجري کې مړ شوی دی.(ريحانةالادبج 8 ص 53 – . 54)
۴- حسن بن محمد بن شرفشاه علوی حسيني استرآبادي
په شرفشاه مشهور دی. په مراغه کې یې د خواجه محضر درک کړی دی او له نوموړي سره یې تحصیل کړی او دهغه ملازم و. د خواجه تر وفات وروسته موصل ته تللی او د نوریه په مدرسه کې د حکمت په تدریس بوخت شوی دی. د خواجه تجرید یې حاشیه او د هغه قواعد العقاید یې شرح کړي او په ۷۱۵ یا ۷۱۷ یا ۷۱۸ کې مړ شوی دی.(ريحانةالادبج 8 ص 53 – . 54)
پینځلسمه طبقه
۱- قطب الدين ، محمد بن محمدبن ابي جعفر رازي
په قطب الدین رازي مشهور دی او له مخورو اسلامي علماوو څخه دی. حکیم، منطقي او فقیه دی. له علامه حلي سره یې درس ویلی او علامه ورته د حدیثو اجازه ورکړې ده. شیهد اول ورسره لیدلي دي او له هغه څخه یې د روایت اجازه اخستې او هغه بې پایه سمندر موندلی دی. لکه څرنګه،چې مخکې مو وویل د کاتبي قزویني شمسیه یې شرح کړې،چې اوس د طلابو درسي کتاب دی. د محاکمات په نامه یې هم کتاب لیکلی دی او په دې کتاب کې یې د اشاراتو د دوو سترو شارحانو فخرالدین رازي او نصیرالدین طوسي ترمنځ قضاوت کړی دی. په منطق کې یې د قاضي سراج الدین ارموي مطالع الانوار شرح کړی دی،چې چاپ شوی هم دی او اوسمهال د مطالع د شرح په نام مشهور دی او په علمیه حوزو کې تدریس کېږي. قطب الدین د همدې درې کتابونو له لارې مشهور شوی دی. نور کتابونه هم لري. په ۷۶۶ یا ۷۷۶ کې مړ شوی دی.( ريحانة الادبج 4 ص 465 – . 467)
۲- شمسالدين محمد بن مباركشاه مروي
په میرک بخارايي مشهور دی. د کاتبي قزویني حکمة العین یې شرح کړی دی او په فلسفه کې په شارح الحکمة العین یادېږي او میر سید شریف جرجاني په حکمة العین په شرح حاشیه لیکلې ده. د مړینې نېټه یې نه ده معلومه.
۳- قاضی عضدالدين عبدالرحمن ايجی شيرازي
هم حکیم و، هم متکلم او هم اصولي. د اصولو په علم او همداشان په ځینو فلسفي مسایلو کې یې نظریات مطرح دي. مواقف یې مشهور کتاب دی، که څه د کلام عنوان لري، نه د فلسفې؛خو پوهېږو،چې د خواجه نصیرالدین طوسي تر دورې او د تجرید د کتاب تر تالیف وروسته، کلام تر ډېره حده فلسفې ته نږدې شو؛ کلامي هدفونه په کلامي معیارونو نه ؛بلکې په فلسفي معیارونو توجیه کېدل او د الهیاتو ډېری مسایل بالامعنی الاعم یو ځل بیا د اسلامي معارفو یوه برخه ژوندۍ کړه.
شپاړسمه طبقه
۱- سعدالدین مسعود بن عمر بن عبدالله تفتازاني
په ملا سعد تفتازاني مشهور دی. په کلام او د بلاغت په علومو کې ډېری شهرت لري. جامع سړی و او له فلسفیه عقلیه علومو څخه بې خبره نه و. په منطق کې یې د تهذیب المنطق په نامه ډېر مختصر او خوږ متن تالیف کړی ،چې د هغه له وخت څخه تر اوسه پورې په علمیه حوزو کې تدریس کېږي. تفتازاني ډېری کتابونه تالیف کړي دي. ځینې معتقد دي، چې د مغولو د خرابۍ تر دورې وروسته تفتازاني د حسن بیان په قوت سره د اسلامي معارفو یوه برخه بیا راژوندۍ کړه. سربېره پردې د فلاسفه وو له طبقاتو څخه زموږ منظور یوازې هغه کسان نه دي،چې په فلسفه کې د نظر خاوندان دي؛بلکې هدف مو ټول هغه کسان دي،چې ددې فن حاملین وه او له یوې دورې څخه یې بلې ته وړونکي وه.تفتازاني لااقل په منطق کې داسې مقام درلوده. نوموړی د نساء په ښار کې زېږدېدلې او په ۷۹۱ یا ۷۹۲ یا ۷۹۳ کې په سرخس کې مړ شوی دی. ځینو ویلي،چې په سمرقند کې مړ شوی دی او جنازه یې سرخست ته راوړل شوې ده. (ريحانةالادبج 1 صفحه . 340)
۲- سيد علي بن محمد بن علي جرجاني
په شریف جرجاني او میرسید شریف مشهور دی. په حقه یې ورته محقق شریف ووایه. په دقت نظر او تحقیق معروف دی. ډېری شهرت یې په ادبیاتو او کلام کې دی. جامع و، د فلسفې د درس حوزه یې درلوده او په فلسفه کې یې ډېری شاګردان روزلي او نورو نسلونو د عقلي علومو په ساتنه او لېږد کې یې موثره ونډه درلودلې ده. محقق شریف پراخ تالیفات او اثار لري،چې ټول ګټور دي او د قاضي نورالله په وینا ټول اسلامي علماء تر میرسید شریف وروسته د نوموړي افادات عیال دي. د میر تالیفات ډېری د تعلیقاتو او شروح په بڼه دي، لکه په فلسفه کې د حکمة العین په شرح حاشیه لیکل او په منطق کې په شرح مطالع حاشیه لیکل او په منطق کې په شمسیه حاشیه لیکل او د مطول تفتازاني د فصاحت او بلاغت په علم کې حاشیه لیکل ، په همدې علم کې د سکاکي د مفتاح العلوم شرح ، د زمخشري په تفسیر حاشیه لیکل،چې دا تفسیر د بلاغت د علم ډېری ټکي لري، په کلام کې د عضدي د مواقف شرح.
تعریفات یې مشهور کتاب دی، چې د جرجاني په تعریفاتو مشهور دی. بل کتاب یې په (( منطق کې کبرا)) دی،چې په پارسۍ کې دی او مبتدیانو ته یې لیکلی دی. بل کتاب یې په پارسي کې د صرف میر دی،چې د صرف په علم کې د هغه له وخت څخه تر اوسه پورې د مبتدیانو طلابو درسي کتاب دی. میرسید شریف د قطب الدین رازي شاګرد دی، که څه د جرجان دی؛خو په شیراز کې اوسېدلی دی. د روضات د نقل له مخې کله،چې شاه شجاع بن مظفر ګرګان ته راغې او له سید سره یې ولیدل؛نو له ځان سره یې شیراز ته بوتله او دارالشفاء د مدرسې تدریس یې دې ته پرېښود،چې پخپله یې جوړه کړې و. امیر تیمور،چې بیا شیراز ته راننوت، میر یې له ځان سره سمرقند ته یووړ او په همدې ځای کې یې له سعدالدین تفتازاني سره مناظرات وکړل او د امیر تیمور تر مړینې وروسته یو ځل بیا شیراز ته راغې او د عمر تر پایه همدلته اوسېده. میرسید په شل کلنۍ کې په تدریس پیل وکړ او مخصوصا د فلسفې او حکمت تدریس ته یې ډېره پاملرنه کوله او د فضلاوو د پام وړ حوزه یې جوړه کړې و.
وايي، خواجه لسان الغیب حافظ شیرازي یې هم په درسي حوزه کې ګډون کړی دی. چې کله به یې هم مجلس کې شعر ویل کېده؛نو ویل به یې ددې ترهاتو پر ځای فلسفې او حکمت ته مخه کړﺉ؛خو چې شمس الدین محمد( حافظ) به رارسېده ؛نو پوښتنه به یې کوله تا ته څه الهام شوي؟ خپل غزل خو ووایی. شاګردانو یې پرې نیوکه وکړه،چې په دې کې څه راز دی،چې موږ له شعر ویلو څخه منع کوې او د حافظ شعر اورېدو ته لیواله یې؟ ویې ویل، د حافظ ټول شعرونه الهامات ،قدسي حدیث حکمي لطایف او قرآني ټکي دي.( د حافظ په دیوان د انجوی مقدمه ، له حافظ شيرين سخن په نقل، تأليف مرحوم ډاكتر محمد معين .)
میرسید په ۷۴۰ هجري کې په ګرګان کې زېږېدلی او په ۸۱۶ هجري کې په شیراز کې مړ شوی دی (روضات الجنات صفحه . 476)
اوولسمه طبقه
دا طبقه زیاتره د محقق شریف شاګردان دي،چې تر هغه وروسته د هغه د افکارو خپروونکي وه.
۱- محيیالدين ګوشكناري
د میرسید شریف جرجاني شاګرد دی او د محقق دواني استاد دی. د زوکړی او مړینې له نېټې څخه یې خبر نه یو.
۲- خواجه حسنشاه
په بقال مشهور دی. د میرسید شریف جرجاني شاګرد دی او د محقق دواني استاد دی. علي دواني د جلال الدین دواني د ژوند د شرح په کتاب کې له حبیب السیر څخه نقلوي،چې محيیالدين ګوشكناري او خواجه حسنشاه بقال د میرزا محمد بایسنقرا په وخت کې په شیراز کې په تدریس پيل وکړ.
۳- سعد الدین اسعد دواني
د محقق جلال الدین دواني پلار دی او د محقق شریف له شاګردانو څخه دی.
۴- قوام الدین کربالي
د سید صدرالدین دشتکي او جلال الدین دواني استاد دی او د شریف جرجاني شاګرد دی.
په دې طبقه کې فعلا موږ له دې کسانو څخه پرته نور څوک نشو موندلای، دا د مغولو د قتل او غارت دوره ده او پردې سربېره د امیر تیمور ګرګاني ټول وژنې هم پکې وې.
اتلسمه طبقه
۱- سيدالحكما محمدبن ابراهيم حسيني دشتكي شيرازي
په صدرالدین دشتکي د سند په سید مشهور دی.د اسلامي دورې له سترو حکیمانو څخه دی. د نظر خاوند دی. د میرداماد تر وخته دهغه او دهغه د هم معاصرجلال الدین دواني افکار،آراء او اثار په فاضلانو او د حکمت په شاګردانو کې مطرح وه.ځینې افکار او آراء یې تر اوسه پورې په اسلامي فلسفه کې مطرح دي. ځینې مقبول افکار هم لري،چې تر صدرا وروسته د فلاسفه وو د منلو وړ دي. په ۸۲۸ هجري کې زېږېدلی او په ۹۰۳ هجري کې مړ شوی دی.
۲- علامه ، جلالالدين محمدبن اسعدالدين دواني صديقي
په علامه دواني او محقق دواني مشهور دی.په منطق، فلسفه او ریاضیاتو کې د نظر خاوند دی. په فلسفي کتابونو کې یې ځینې افکار او آراء لا تر اوسه پورې مطرح دي. د قوام کربالي او محی الدین ګوشنګاري او حسنشاه او دهغه د پلار اسعد الدین دواني شاګرد دی.( چې دا ټول د سید شریف شاګردان ول) د روضاتو خاوند او د ریحانة الادب خاوند یې د میرسید شریف مستقیم شاګرد ګڼي؛خو علي دواني وايي،چې میرسید شریف یې نه دی درک کړی؛بلکې د هغه د شاګردانو شاګرد دی. په خپل ژوند کې له صدرالدین دشتکي سره پریمانه زباني او قلمي مشاجرې کړي دي. تر هغه وروسته یې کتابونه رد شوي او دفاع هم ترې شوې ده. صدرالمتالهین د اسفار په درېم جلد ۱۴ او ۱۶ مخونو کې د علامه دواني نظریه رانقل کړې او هغه یې رد کړې ده.د علامه دواني په وخت کې دهغه د شهرت له امله شیراز د فلسفي علومو د ثقل مرکز و. له خراسان، آذربایجان،کرمان او حتی له بغداد، روم او ترکستان څخه به محصلین شیراز ته راتلل. په ۸۳۰ هجري کې زېږېدلی او په ۹۰۳ یا ۹۰۸ هجري کې مړ شوی دی.
۳- علی بن محمد سمرقندي قوشجي
په ملا علي قوشجی صېب مشهور دی. د خواجه نصیرالدین طوسي په تجرید یې مشهوره شرح لیکلې ده. هم متکلم و او هم ریاضیدان و . زیج الغ بیک،چې دهغه استاد او د ریاضي نابغې غیاث الدین جمشید کاشاني شروع کړې او په ترسره کې یې پاتې راغلې و ؛نو قوشجي پوره کړ.تبریز او عثماني ته یې سفر کړی او هملته په عثماني کې په ۸۷۹ هجري کې مړ شوی هم دی.( ريحانةالادبج 4 صفحه 495 – . 496)
د خواجه نصیرالدین طوسي په تجرید یې مشهوره شرح له هغو کتابونو څخه دی،چې د فاضلانو د پام وړ و او پریمانه تعلیقات ورباندې لیکل شوي دي. قوشجي الهي فلسفې په تاریخ کې فعال نقش درلوده.
نوولسمه طبقه
دا طبقه د سید صدرالدین دشتکي او علامه دواني شاګردان دي.
۱- غياثالدين منصور دشتكي
د سید صدرالدین دشتکي زوی دی. له سترو حکماوو څخه شمېرل کېږي. ویل کېږي،چې په شل کلنۍ کې د خپل وخت له علومو څخه فارغ شو.د شاه طهماسب په وخت کې یې د څه وخت لپاره صدراعظم و او بیا یې استعفاء ورکړه او شیراز ته راستون شو. د شیراز منصوریه مدرسه یې تاسیس کړه،چې اوس هم شته دی. علامه دواني د نظریاتو په رد کې یې د خپل پلار لار ونیوله او د دواړو په مناظراتو کې به یې حضوري ګډون کاوه. ګڼ فلسفي کتابونه لري، لکه اثبات الواجب، د هيا كل النورسهروردي شرح، د اشارات خواجه شرح، د بوعلي په شفا حاشیه.
په الهیات اسفار کې صدرالمتالهین نوموړي په ((سرابيه المقدس المنصور المؤيد من عالم ملكوت السماء غياث اعاظم السادات و العلماء)) عنوان یادوي. (اسفار چاپ سنگیج 3 صفحه . 18) په ۹۴۰ یا ۹۴۸ هجري کې مړ شوی دی.
۲- محمود نیریزي
د سید صدرالدین دشتکي بل شاګرد دی. ویل کېږي،چې د جلال الدین دواني څو کتابونه یې شرح کړي دي، پرهغه یې نیوکې کړي او له خپل استاد څخه دفاع کړې ده.( شرح زندگانی جلالالدين دوانی ص . 126)
۳- قاضی كمال الدين ميبدي يزدي
ددې کس شهرت د هغې شرح له کبله دی،چې د اثیر الدین ابهري په هدایه یې لیکلی دی،چې د میبدي په شرح هدایه مشهور دی. په حضرت علي پورې منسوب د دیوان شرح یې هم لیکلي ،چې له دې اړخه هم مشهور دی. په فلسفه کې یې په پارسي کې د (جام ګیتي نما) په نامه کتاب هم لیکلی دی. (شرح زندگانی جلالالدين دوانی ص . 108)
۴- جمالالدين محمود شيرازي
د جلال الدین تر مړینې وروسته یې دهغه د تدریس په مقام کېناست، له هر ځایه به یې خلک درسي حوزې ته راتلل.
شاګردان یې دا دي:
ملا احمد اردبيلي،چې په مقدس اردبيلي مشهور دی، ملاعبدالله شوشتري ، ملا عبدالله يزدي په تهذيب المنطق د مشهورې حاشیې لیکوونکی، ملاميرزا جان شيرازي،چې په فاضل با غنوي مشهور دي.
۵- ملا حسین الهي اردبیلي
چې د خواجه شرف الدین عبدالحق اردبیلي زوی دی. د علامه دواني او امیرغیاث الدین له شاګردانو څخه دی. شیعه مذهبه دی. وخت یې د شاه اسماعیل صفوي له راښکارېده سره سمون خوري؛نو ځکه یې ځینې رسالې د هغه په نوم لیکلي او ورته یې ډالۍ کړي دي.که څه هم اردبیلی دی ( د ایران د اردبیل د ولایت دی)؛خو د فضیلت او فیض تر لاسه کونې ته یې مختلفو ځایونو، لکه شیراز او هرات ته سفرونه کړي دي. په منطق، کلام،فلسفه او هیت کې مختلف اثار لیکلي دي،چې د هغه وخت د معمول له مخې د حاشیې په صورت او یا په حاشیې ، حاشیه لیکل شوی ده، لکه د مواقف په شرح ، د مطالع په شرح، د شمسیه په شرح او هدایه میبدي په شرح او د علامه دواني په شرح او د چغمیني په شرح یې حاشیه لیکلی ده. د مړېنې نېټه یې نه ده معلومه.
شلمه طبقه
۱- ملا عبدالله یزدي
چې په منطق التهذیب یې مشهوره حاشیه لیکلې ،چې د ملا عبدالله په حاشیه مشهوره ده او په منطق کې د طلابو درسي کتاب دی.ځینو ادعا کړې،چې له شرعیه علومو څخه بې خبره و؛خو پر عکس هم فقیه و او هم اهل عقول، مخصوصا په منطق کې. په شیراز کې یې له جمال الدین محمود او امیر غیاث الدین دشتکي سره زده کړې کړي دي. د عمر په پای کې عراق ته تللی او هملته په ۹۸۱ هجري کې مړ شوی دی.( روضات الجنات ص . 358)
۲- ملا حبیب الله باغنوي شیرازي
په ملامیرزاجان او فاضل باغنوي مشهور دی. د جمال الدین محمود شاګرد و او د علامه دواني څو شرح او حاشیه یې حاشیه کړي دي. په ۹۹۴ هجري کې مړ شوی. د سبزواري د طبیعاتو په شرح منظومه کې یې د (فاضل باغنوي) تر عنوان لاندې یادونه شوی ده.
۳- شمسالدين محمد خفري شيرازي
د امیر غیاث الدین منصور شاګرد و او د علامه دواني او سید صدرالدین دشتکي درسي حوزې یې هم درک کړي ده. د تجرید شرح او د حکمة العین شرح یې حاشیه کړې او د اثبات اولواجب تر عنوان لاندې رساله هم لري. د قیق النظره سړی و. صدرالمتالهین د اسفار په لومړی جلد کې ترې نقل کړي دی.خفري په نوولمسه طبقه کې شمېرلای شو؛یعنې د نوولسمې طبقې د زلمیو او د شلمې طبقې له سپین ږېرو څخه دی. په ۹۵۷ یل ۹۳۵ کې مړ شوی دی.
۴- خواجه افضل الدین ترکه
د جمال الدین محمود له شاګردانو څخه دی.( شرح زندگانی جلالالدين دوانی ص . 110) د روضاتو خاوند وايي،چې نوموړی د شیخ ابوالقاسم کازروني استاد دی،چې ابوالقاسم مشهور امامي حکیم او په نصرالبیان مشهور دی.
۵- حكيم داودبن عمر انطاكي مصري
یوازې د دانشورانو په نامه کې ددې سړي یادونه شوی ده. د لسمې پېړۍ د وروستو او د یوولسمې پېړۍ د پیل له سترو فضلاوو او اطباوو ځنې دی. پخپله یې د خپل احوال شرح لیکلې او له دې مخې په انطاکیه کې ړوند زېږېدلې دی . تر اوه کلنې پورې هم ګوزنګ و؛خو په هماغه حال کې یې مقدمات زده کړي او قرآن یې حفظ کړی دی. تل یې له خدای څخه دعا کوله،چې ګوزنګ یې روغ شي. له عجمي مسافر محمد شریف سره مخ کېږي او د نوموړي د ګوزنګ درملنه کوي. محمد شریف،چې د هغه فوق العاده ذکاوت او خارق العاده هوش ولید؛نو منطق، ریاضیات او فلسفه هم ورزده کوي.د پارسي ژبې د زده کړې مینوال و؛خو استاد یې ورته وايي،چې بهتره ده یوناني زده کړې؛ځکه له ما پرته بل څوک په دې وطن کې په یوناني نه پوهېږي.
داود قاهرې ته هم تللې؛خو ویې لیدل،چې د هغه ځای خلک له عقلي علومو سره مینه نه لري. د عمر په پای کې له بیت الله سره جوخت مېشت شو او په ۱۰۰۸ هجري کې مړ شو. داوود په طبي او فلسفي متونو مسلط و او دهغو ساتنه به یې کوله او په دې اړه یې ډېر داستانونه هم راغلي . طبي او فلسفي متنونه دا دي : قانون ، شفا ، اشارات ، نجات ، حكمةالمشرقية ، تعليقات ، محاكمات ، مطارحات ، رسائل اخوانالصفا.
داوود تالیفات هم درلودل،چې په عشق کې یې یوه رساله هم لیکلې او د دانشورانو په نامه کې یې تفصیل راغلی دی.( نامه دانشوران جلد 9 صفحات 89 – . 204)
یوویشتمه طبقه
۱- میر محمد باقر داماد
معرفۍ ته اړتیا نه لري. د مغولو تر حملې وروسته له فارس څخه پرته د پام وړ بله علمي حوزه نه تر سترګو کېږي، البته په هرات او سمرقند او نورو ځایونو کې نور کسان هم ول؛خو ظاهرا د شیراز حوزه ډېره ګرمه و. متاسفانه د شیراز حوزه ډېر جدلي خاصیت لري. تقریبا په دوه نیمو پېړیو کې ټولې هڅې په مجادلاتو کې کېدلې او د یو بل په ویناوو به یې شرح او حاشیې لیکلې او په دې حاشیو به یې بیا نور حاشیې لیکلې او همداسې حاشیه په حاشیه خبره روانه و. په عین حال کې د شیراز دوره د امادګۍ دوره ده. شاه عباس کبیر په وخت کې د میرداماد، شیخ بهايي او میرفند رسکي په شان د کسانو په راښکاره کېدو کې اصفهان د عقلي علومو داسې مرکز شو،چې د صدرالمتالهین په شان کسان له خپل وطن شیراز څخه اصفهان ته ګډن شول او د فیض لاس ته راوړنې لپاره به اصفهان ته راتلل. همداشان له جبل عامل څخه ایران ته د محقق کرکي په شان د علماوو په راتګ په اصفهان کې ستره حوزه جوړه شوه. د اصفهان د فلسفي حوزې له مشخصاتو څخه دا و،چې دا بې ګټې بحثونه پکې نور نه کېدل. د میرداماد په وسیله فلسفې نوې رنګ واخیست، چې اوس یې دلته د بحث ځای نه دی. میرداماد که د اسلامي حکماوو له لومړۍ درجه حکماوو څڅه و نه شمېرل شي؛نو لااقل په دوېمه درجه کې خو یې دی. هغه پردې سربېره،چې فیلسوف و، فقیه، ریاضیدان او رجالي هم و.جامع سړی و او ځان ته یې ( معلم ثالث) وایه. توده، برکتناکه او پرتمینه حوزه یې درلوده. موږ به یې په دوه ویشتمه طبقه کې ځینې شاګردان معرفي کړو. دا سمه معلومه نه ده،چې میرداماد خپل فلسفي تحصیلات څرنګه او له چا څخه زده کړي دي. شيخ عبدالعالي كركي ، سيد نورالدين عاملي ، تاجالدين حسين صاعد طوسي ، فخرالدين استرآبادي سماكي یې استادان دي. درې لومړني کسان اهل معقول نه وه او د میرداماد منقول استادان وه. یوازې اخرینې شخص دی،چې هل معقول دی.
سید علي بهبهاني د ( میرداماد د اثارو نقد، شرح حال او فلسفه) په یوه مقاله کې لیکلي: فخرالدین محمد حسیني استرابادي د طهماسب معاصر و(۹۱۸- ۹۸۴) او د استراباد د سماک له مشرانو څخه و. له خبرو یې داسې معلومېږي،چې میرداماد د هغه مجلس موندلی؛خو د وخت له اړخه ورسره په یو وخت کې نه و.
محدث قمي په در الکني او الالقاب کې هم دا شخص د میرداماد استاد بیانوي. په همدې وخت کې په همدې نوم ( فخرالدین استرابادي حسین) د بل کس نوم هم یاد شوی دی،چې هغه هم اهل معقول ود قوشجي د الهیاتو، جواهرو او اعراضو په شرح یې حاشیه لیکلې ده.( ريحانةالادبج 4 صفحه . 304)
د علي دواني په نقل په تهذیب المنطق د دواني حاشیه یې هم حاشیه کړې ده.( شرح حال جلالالدين دوانی صفحه . 165) په ابتداء کې داسې ښکاري،چې دوه کسان په دې یو نوم نه دي؛بلکې د یو کس نوم دی. د صاحب الذریعې خاوند تصریح کوي،چې دا دوه کسان دي.موږ د میرداماد د معقول استادانو په اړه ډېر معلومات نه لرو. دا چې فخرالدین سماکي له چا سره زده کړه کړې ده، نور څوک یې شاګردان دي او په کوم کې مړ شوی؛نو په دې اړه موږ سم معلومات نه لرو. ویل کېږي،چې غیاث الدین منصور دشتکي شاګرد و.
۲- شيخ بهاءالدين محمدبن حسين بن عبدالصمد عاملي
د جبل عامل له مهاجرینو څخه دی. د علومو او فنونو په جامعیت کې فوق العادګي لري. په عقلي علومو ( منطق او فلسفه) کې یې له ملا عبدالله یزدي څخه کوم بل استاد نه پېژنو. د شیخ د معقول اساتیدو سلسله د ملاعبدالله له لارې خواجه نصیرالدین طوسي او بیا بوعلي ته رسي. څرګند دا دي،چې شیخ پردې سربېره،چې ادیب، فقیه، مفسر، ریاضیدان ، مهندس او شاعر و؛بلکې حکیم او فیلسوف هم و. د فلسفې له حوزي درس څخه یې اطلاع نه لرو. دا مشهور دي،چې صدرالمتالهین په ابتدا کې د شیخ درس ته تله، شیخ،چې د هغه خارق العاده استعداد ولید؛نو د میرداماد درس ته یې ولېږه. د شیخ له فلسفي اثارو څخه هم څه نه دي پاتې. ویل کېږي،چې د وحدت وجود په اړه په دې اوس وختونو کې په مصر کې یوه مقاله چاپ شوی ده. شیخ په ۱۰۳۰ هجري کې مړ شوی دی.
۳- ميرابوالقاسم فندرسكي
د (ایران) استراباد د فندرسک د سیمې دی. حکیم، ریاضیدان او عارف مشربه دی. په دې،چې ستره حوزه یې درلوده او ډېری شاګردان یې روزلي؛خو بیا هم د ژوند په اړه یې ډېر معلومات نه لرو. د شیخ بهايي او میرداماد معاصر و. هند ته هم تللی او د هند د حکیمانو له نظریانو څخه هم خبر شوی دی. میر فندرسکي په صناعاتو کې یوه رساله لیکلی،چې د صناعیه رسالې په نامه مشهوره ده او د مشایینو د مسلک له مخې یې په (حرکت) کې هم رساله لیکلې ده، په ۱۰۵۰ هجري کې مړی شوی دی.
دوه ویشتمه طبقه
دا طبقه د شیخ بهايي ، میرداماد او میرفندرسکي شاګردان دي.
۱- رفيعالدين محمدبن حيدر حسيني طباطبائي نائيني
په میرزا رفیع مشهور دی. د میرفندرسکي او شیخ بهايي شاګرد دی او نایین او زواره او اردستان د طباطبايي له ساداتو څخه دی. د قاجار د وخت مشهور فیلسوف مرحوم میرزا یې له اولادې ځنی دی،چې په ۱۳۱۴ کې مړ شوی دی. د اقسامو په تشکیک کې رساله لري، چې د متاخرانو د پام وړ ده.د خواجه شرح اشارات او د شریف جرجاني حکمة العین یې حاشیه کړي دي. د حل په شبهه کې یې هم رساله لیکلې،چې په فلسفه کې مطرح ده. د ( ثمره شجره الهیه) په نامه یې د عقایدو په اصولو کې یو رساله ،چې فلسفي مقدمات هم لري د عبدالله نوراني له لارې چاپ شوی ده. په ۹۹۹ هجري کې زېږېدلی او په ۱۰۸۳ هجري کې مړ شوی دی.
۲- محمدبن ابراهيم قوامی شيرازي
په صدرا او صدرالمتالهین مشهور دی. الهي حکیم او بې ساری رباني فلیسوف دی،چې الهي حکمت یې نوي پړاو ته یووړ. څه ته چې علم اعلی یا علم کلي یا فلسفه اولي یا حکمت الهي وايي؛نو صدرا ددې فن لومړني اصول او مباني بدل کړل او خلل ناپذیره اصولو یې ټینګ ودرول. یوازې همدا برخه ده،چې په حقیقت کې فلسفه ده او ورته حقیقي فلسفه ویل کېږي؛ځکه نورې برخې لکه ریاضي او طبیعي د علومو په قلمرو کې دي او ټول پخواني فیلسوفان یې تر سیوي لاندې راوستل.
د صدرا فلسفه له یوه اړخه د څلور لارې په شان ده،چې څلور جریانونه؛یعنې د ارسطويي او سینايي مشايي حکمت او د سهروردي اشراقي حکمت او د محيي الدین نظري عرفان او کلامي معاني او مفاهیم یې یو له بل سره یوځای کړي او لکه څلور نېرونو،چې سره یوځای شي او خروشانه سیند ترې جوړ شي. له بل اړخه د هغه ( صورت) په شان ده،چې تر فعل او انفعالونو وروسته په څلورو عنصرونو ور اضافه شي او ورته نوی ماهیت او واقعیت ورکړي، چې د هر موادو په ماهیت، صورت متغایر دی.
د صدرا فلسفه یو ډول جهش دی،چې په اسلامي عقلي علومو کې له یو لړ مدوامو او تدریجي حرکتونو وروسته رامنځ ته شوی دی.د صدرا فلسفه د ( سهل ممتنع) له ډول څخه دی. ظاهر یې ډېر ساده دی. عبارت یې ادیبانه او منشیانه دی؛خو یو مستعد کس باید کلونه کار وکړي،ترڅو لومړني پړاو ته ورسي؛یعنې پوه شي،چې پرې نه پوهېږي،چې یو ځل بیا په یو نوي دید راننوځي. داسې ډېر کسان وه،چې د صدرا د فلسفې د تدریس عهدار و؛په داسې حال کې،چې ژورو ته نه دي تللي؛نو له دې مخې د صدرا د کار تحلیل او توصیف د هر فلسفه ویلي کس کار نه دی. صدرا د شیخ بهايی او میرداماد شاګرد دی. په اصول کافي یې ،چې کومه شرح لیکلې؛نو شیخ بهايي یې د نقلي علومو او میرداماد یې د عقلي علومو د استادانو په ډول یاد کړي دي. د صدرا کتابونه له دې خورا مشهور دي،چې موږ یې دلته معرفي کړو. په ۱۰۵۰ هجري کې،چې اووم ځل ته حج ته روان و؛نو په بصره کې مړ شو.
۳- شمسالدين ګيلاني
په ملا شمسا مشهور دی. د میرداماد له شاګردانو څخه دی. ملا شمسا له صدرا څخه په فلسفه کې د څو ستونزو په اړه لکه په کمیه حرکت کې موضوع او ذهني وجود په اړه پوښتنې کړي او صدرا ځواب کړي دي. د صدرا د ځوابونه د یوې رسالې او د مبداء او معادوي په حاشیه په سنګي چاپ، چاپ شوي دي.
۴- سلطان العلماء آملي مازندراني
په خلیفه السطان مشهور دی. د میرداماد او شیخ بهايي شاګرد دی. شاه عباس ورته خپله لور ور واده کړه او د څه مودې لپاره یې د شاه صفي او شاه عباس ثاني د وزارت عهده دار و. محقق سړی دی. په معالم یې حاشیه او په لمعه یې شرح یو تحقیقي کار دی. له حشو او زوایدو پرته یې لیکنې کولې. د خفري په حاشیه او د قوشچي د تجرید په شرح یې هم حاشیه لیکلی ده. په ۱۰۶۳ هجري کې مړ شوی دی.
۵- سيد احمد عاملي
د میرداما زوم او د ترور زوی دی او د میرداماد شاګرد دی. په الیهات شفا یې حاشیه لیکلې او حاشیه په سنګي چاپ په تهران کې چاپ شوې. په دې حواشي کې داسې برخې راوړي،چې ښيي د میرداماد دي او کله ورته خپله هم اشاره کوي او تصریح کوي یې. میرداماد او سید احمد د محقق کرکي د لور له اړخه لمسي دي.
۶- قطبالدين اشكوري
د محبوب القلوب د مشهور کتاب خاوند دی. د فلسفې په تاریخ کې د میرداماد شاګرد دی.
۷- سيد امير فضل الله استرابادي
دا هم د میرداماد شاګرد و. ددې کس په اړه سم معلومات نه لرو، څه چې په روضات کې د مقدس اردبیلي د احوالو په ترڅ کې له ریاض العلماء څخه راغلي ، امیر فضل الله د مقدس اردبیلي له سترو شاګردانو څخه و. د مقدس اردبیلي مرګ ،چې رانږدې شو؛نو ترې پوښتنه وشو،چې تر تا وروسته چا ته رجوع وکړو؟ ویې ویل په شرعیاتو کې امیرعلام ته او په عقلیاتو کې امیر فضل الله ته.
درویشتمه طبقه
۱- ملا محسن فيض كاشاني
مشهور حکیم، عارف او محدث دی. د ملا صدار شاګرد او زوم دی او حکمت یې ترې زده کړی دی. په حکمت او فسلفه کې ترې رسالې پاتې دي. د نوموړي اصول المعارف کتاب په دې اوس وختونو کې چاپ شوی دی. څه چې په دې اړه له فیض څخه موږ ته رارسېدلي عیناً د استاد د ویناوو تلخیص دی. فیض په ۱۰۹۱ هجري کې مړ شوی دی. د محدثانو او مفسرانو په برخه کې مو هم د نوموړي یادونه کړې ده.
۲- ملاعبدالرزاق لاهيجي
د شوارق الالهام و ګوهر مراد د اثارو خاوند دی، د ملاصدرا شاګر او بل زوم دی. د ملا محسن پرعکس ملا عبدالرزاق ډېر لږ له خپل استاد ملاصدرا څخه متاثره شوی دی.لیکنې یې له ملاصدرا څخه مخکې حکیمانو په شان دي،لکه علامه دواني او غیاث الدین دشتکي او د ملاصدرا د فلسفې رنګ یې په لیکنو کې نشته دی. په ۱۰۷۱ یا ۱۰۷۲ هجري کې مړ شوی دی.
۳- ملا رجبعلي تبريزي اصفهاني
د روضات خاوند له ریاض العماء څخه نقلوي،چې په شاه عباس ثاني او مملکتي مقاماتو ډېر ګران و او دوې ټول به یې لېدنې ته ورتلل. مولی محمد تنكابني او حكيم محمد حسين قمي و قاضی سعيد قمي د ملا رجبعلي شاګردان دي. ملا رجبعلي د میرفندرسکي شاګردی او په ۱۰۸۰ هجري کې مړ شوی دی.( مقدمه الشواهد الربوبيه صفحه . . 91)
۴- ملامحمد باقر
په محقق سبزواري مشهور دی. هم حکیم دی او هم له سترو فقهاوو څخه دی. د شیخ بهايي او میرفندرسکي شاګرد دی. په الهیات شفا یې حاشیه لیکلې ده. د روضاتو خاوند وايي : محقق خوانساري او ملامحمد تنکابنی به یې له درس څخه ګټه اخستله؛خو ظاهراً محقق خوانساري په معقول کې نه؛بلکې په منقول د هغه شاګرد و. په ۱۰۹۰ هجري کې مړ شوی دی.
۵- اقا حسین خوانساري
په محقق خوانساري مشهور دی.د محقق سبزواري اوښې یا د خور مېړه او د هغه د منقول شاګرد و. په معقول کې د میرفندرسکي شاګرد دی. په الهیات شفا مشهوره حاشیه لري،چې اوس هم شته دی. همداراز د خواجه د اشاراتو شرح، د قوشچي د تجرید شرح او محاکمات یې شرح کړي دي. په ۱۰۹۸ هجري کې مړ شوی دی.
د روضات خاوند د بن ملا کلبعلي تبریزي د ملازمانو تر نوم لاندې لیکي : د (فرائدالفوائد فیاحوال المدارس و المساجد) په نامه یو کتاب لري،چې شیخ لطف الله په مدرسه کې یې د اوسېدانې پر مهال د اصفهان د میدان شاه په مشرق کې لیکلی دی او د هغو کسانو نومونه یې پکې اخستي،چې په دې مدرسه کې یې زده کړې کړي دي: آقا حسين خوانساري ملاشمسای گيلاني ،ملاحسن لنباني ګيلاني. (هغه هم حکیم او عارف سړی و او مثنوي یې شرح کړی دی او په همدې طبقه کې دی.) د ملاحسن لنباني په وینا په فضیلت او تقوا کې یې ساری نه درلود،چې ملا رجبعلي تبریزي او میر قوام الدین طهراني له دې جملې څخه دي.( روضات صفحه . 287)
ملا حسن لنباني د ملاحسین لنباني پلار دی،چې د مرحوم مجلسي له شاګردانو څخه و.
ددې طبقې ځینې کسان یا کم نومه دي یو ورک نومه دي، لکه شیخ حسین تنکابني، محمد بن علي رضا اقاجاني، چې د ملا صدرا شاګردان دي. د نېکمرغه د مشهد د الهیاتو د پوهنځي د استاد ښاغلي سید جلال الدین اشتیاني له خوا دا کسان او اثار یې د میرداماد او میرفندرسکي له وخت څخه معرفي شوي او کېږي.
څلورویشتمه طبقه
۱- محمد سعيد بن محمد مفيد قمي
په قاضي سعید مشهور دی او لقب یې حکیم کوچنی دی. د ملامحسن فيض ،ملا عبدالرزاق لاهيجي او ملا رجبعلي تبريزي له شاګردانو ځنې دی. له ملا رجبعلي سره یې په اصفهان کې شاګردي کړې ده، له ملا عبدالرزاق او احتمالا له ملا فیض سره یې په قم کې شاګردی کړې ده. د روضات خاوند د مړینې د نېټې په اړه یې بې خبرې کړې ده؛خو د روضات په حاشیه کې یې له الذریعه څخه رانقل کړي،چې په ۱۰۴۹ کې زېږېدلی او په ۱۱۰۳ هجري کې مړ شوی دی.
۲- ملا محمد تنکابني سراب
د ملا رجبعلي او محقق سبزواري شاګرد دی.
۳- جمال الدین خونساري
، په اقا جمال خونساري مشهور دی. د اقا حسین خونساري زوی دی او د هغه شاګرد د خپل ماما محقق سبزواري شاګرد و. په طبیعات شفا یې حاشیه لیکلې ،چې په سنګي چاپ، چاپ شوې،چې مختصره او شرح اشارات هم شرح کړي دي. محقق جامع المعقول او المنقول کس و او په ۱۱۲۱ هجري کې مړ شوی دی.
۴- قوام الدین محمد رازي
په قوام الدین حکیم مشهور دی. ښاغلي همايي د ملاجعفر لنګرودي د شرح مشاعر په مقدمه کې وايي،چې نوموړی د ملا رجبعلي شاګرد او د شیخ عنایت الله ګیلاني استاد و. ښاغلي اشتیاني د (منتخباتی از آثار حكمای ايران بعد از ميرداماد و ميرفندرسكی) په دویم جلد کې له دې سړي اثار چاپ او خپاره کړي او خپله هغه یې معرفي کړی دی.
۵- محمد رفیع پیرزاده
د ملا رجبعلي له شاګردانو څخه دی او په یو واسطه د میرفندرسکي شاګرد دی. ځینې اثار یې د (منتخباتی از آثار حكمای ايران بعد از ميرداماد و ميرفندرسكی) په دویم جلد کې چاپ شوي دي.
۶- علي قلي خان
د قرقچای خان خلجي قمي زوی دی. د آقا حسین خوانساري او ملاشمسای ګیلاني او ملا رجب علي تبریزي شاګر دی. د ( قربت پاکان) په کتاب کې ښاغلي مدرسي طباطبايي په ۲۳۵- ۲۴۰ مخونو کې د هغه د ډېری فلسفي رسالو نومونه اخستي دي. علي قلي خان په ۱۰۲۰ هجري کې زېږېدلی او په ۱۰۹۷ هجري کې مړ شوی دی، د قم د خان مدرسه د د زوی مهدي قلي خان له اثارو څخه ده.
پینځه ویشتمه طبقه
۱- ملا محمد صادق اردستاني
دده په اړه سم معلومات نه لرو، همدومره پوهېږو،چې حکیم، زاهد او مرتاض سړی او د معاصرینو د کم لطفۍ او د تکفیر وړ ګرځېدلی دی. په ۱۱۳۴ هجري کې مړ شوی دی.( ريحانة الادبج 1 صفحه . 104)
د ښاغلي همايي او اشتیاني په وینا له ملا محمد صادق څخه د حکمت صادقیه په نامه رساله پاتې ده،چې د نفس او مادي او معنوي قواوو په اړه ده.
۲- شیخ سید حسن طالقاني
د محيي الدین د فصوصو د شرح او د شیخ اشراق د کتابونو مدرس و.
شپږویشتمه طبقه
۱- مال اسماعیل خواجويي
ددې وروستیو پېړیو له سترو حکماوو ځنې دی. د (ایران) د مازندران دی. د روضات خاوند یې د علم، جامعیت، معقول، منقول، تقوا، معنویت، متانت او وقار ډېره ستاینه کړې ده. ویل کېږي، نادرشاه د چا پر وړاندې هم تواضع نه کوله؛خو دد پر وړاندې یې کوله. ستر شاګران یې روزلي دي،چې دا دي: محمد بيدآبادي،ملامهدي نراقي ، ميرزا ابوالقاسم مدرس اصفهاني ، ملا محراب حكيم ګيلاني.په ۱۱۷۳ هجري کې مړ شوی دی.
۲- میرزا محمد تقي الماسي
روضات یې د مرحوم مجلسي لمسي یادوي. پلار یې د لومړني مجلسي لمسی و او له هغو کسانو ځنې دی،چې په اصفهان کې د مرحوم مجلسي په هدیره کې خښ دی. د اقا محمد بیدآبادي استاد و.( روضات صفحه 31 – 33 – 122 – . 624)
۳- ملا حمزه ګیلاني
د ملامحمد صادق شاګرد دی او په ۱۱۳۴ هجري کې مړ شوی دی
۴- ملا عبدالله حکیم
،چې د خاجويي او الماسي په شان د اقا محمد بید ابادي له اساتیدو ځنې شمېرل کېږي.
وویشتمه طبقه
۱- اقا محمد بید ابادي ګیلاني اصفهاني
د ورستیو پېړیو له سترو حکماوو څخه دی او د ملاصدرا د فلسفې احیا کوونکی دی. د صدرالمتالهین تر دورې وروسته که څه د هغه افکار او اندیشې په فضلاوو او مخصوصا د هغه د شاګردانو په سلسله کې مطرح وې؛خو ظاهراً پخواني افکار لا تر اوسه پورې غلبه درلوده لکه د بوعلي او شیخ اشراق افکار. خصوصا په هغه نحله کې،چې له میرفندرسکي او بیا له ملا رجبعلي څخه یې انشعاب اخستی و. لکه څرنګه،چې پوهېږو او خپله ملا صدرا یې هم وايي، ملا صدرا پخپل وخت کې دومره احترام او شهرت نه درلوده او د یو عادي کس په شان یې ژوند کاوه.( مبدأ و معاد ملاصدرا چاپ سنگی صفحه . 278) حال دا چې ملا رجبعلي تبریزي،چې د هغه هم معاصره دی،دومر درناوی یې کېده،چې د وخت وزیران او شاه یې لیدنې ته راتلل. د صدرا اندیشې په تدریجي ډول وپېژندل شوې او راښکاره شوې او مرحوم اقا محمد بید ابادي تر ځمکې لاندې دا ستر او رڼه چینه ټولو ته ښکاره کړه.د روضات د نقل له مخې نوموړی فوق العاده زاهد، متقي، باګذشته، ایثارګر او ساده زیسته و. آقا شیخ بزرګ تهراني پخپلو کتابونو کې نوموړی د عارف سالک په توګه یاد کړی او واقعا هم اخلاقي او مهذب ؛بلکې سالک و. په ۱۳۵۲ لمریز کې یې د ( سیر وسلوک) په نامه دوه کوچنۍ رسالې په پارسي کې چاپ شوې. د بیدابادي اخلاقي او عرفاني روح ته به د زر او زر خاوندان ته راتلل او ده به ترې مخ اړاوه. ډېری شاګران یې ورزول،چې وروسته به یې یادونه وکړه او په ۱۱۹۷ هجري کې مړ شوی دی.
۲- ملا مهدي نراقي کشاني
له سترو فقهاوو او حکماوو څخه دی. نوموړی او زوی یې ملا احمد نراقي د اسلام له سترو علماوو څخه شمېرل کېږي او دواړه په جامعیت مشهور دي. مرحوم سید محمد باقر شفتي اصفهاني او حاجي محمد ابراهیم کلباسي ورسره زده کړې کړي دي.( روضات صفحه 648 – . 33) خپله د ملا اسماعیل خاجويي شاګرد دی.
۳- میرزا ابوالقاسم حسیني خاتون آبادي
په مدرس مشهور دی. په اصفهان کې له سترو مدرسینو ځنې شمېرل کېږي او د میر محمد حسین خاتون ابادي له کورنۍ څخه دی،چې دا هم د مجلسي له اولادې ځنې دی.( ريحانةالادبج 5 صفحه . 266) د ملا اسماعیل خاجويي شاګرد دی.( روضات ص . 33) په ۱۲۰۳ هجري کې مړ شوی دی.
۴- ملا محراب ګیلاني
مشهور حکیم او عارف دی. ریحانة الادب د خاجويي او بید ابادي له شاګردانو څخه ګڼلی دی.( ريحانةالادبج 5 ص . 385)؛خو روضات یوازې هغه د خاجويي شاګرد ګڼلی دی.( روضات صفحه . 33) د اقا بزرګ تهراني په نقباء البشر ۱۱۱۴ مخ د نقل له مخې مرحوم میرزا عبدالرزاق خان بایغري،چې د معرفة القبله د کتاب خاوند دی او په ۱۳۷۲ هجري کې مړی شوی د ملا محراب د لور له اړخه په اولاده کې راځي. ملا محراب په ۱۱۹۷ هجري کې مړ شوی دی.( مقدمه الشواهد الربوبية .)
اته ویشتمه طبقه
۱- ملا علي نوري مازندراني اصفهاني
له سترو الهي اسلامي حکماوو څخه دی او ددې وروستیو درې څلور پېړیو له معدود کسانو ځنې دی،چې د صدرايي فلسفې تر ژورو پورې تللی دی. د تحصیل پیل یې په مازندران او قزوین کې و او بیا اصفهان ته تللی او د اقا محمد بید ابادي او ابوالقاسم مدرس اصفهاني له درس څخه یې ګټه اخستې او خپله یې بیا په اصفهان کې د حکمت ستره حوزه دایره کړې ده. د تدریس او د درسي حوزې د تشکیل او د شاګردانو د ترتیب او د تدریس د کار د اوږدوالي ( ویل کېږي،چې اویا کاله یې تدریس کړی)او د عقلي علومو د ترویج له امله بې ساری دی. کله چې مرحوم محمد حسین خان مروي په تهران کې مروي مدرسه جوړه کړه؛نو له فتح علیشاه څخه یې وغوښتل،چې ملا علي نوري ته بلنه ورکړي، چې په دې مدرسه کې معقول تدریس کړي. شاه ورته بلنه ورکړه، په ځواب کې یې ورته ولیکل،چې په اصفهان کې دوه زره محصلین په زده کړه بوخت دي، که تهران راشم؛نو دا ځای به تیت و پرک شي. شاه ترې وغوښتل،چې خپل یو تکړه شاګرد په دې مدرسه کې تدریس ته راولېږي او نوموړوي هم ملا عبدالله زنوزي راولېږه.
دا شاګردان ټول د اصفهان نه وه او له لرې ځایونو څخه دې ځای ته راغلي ول. د روضات خاوند وايي : په وړوکتوب کې مې ډېره د سپین ږېرتوب په حالت کې ولید. له محمد باقر حجة الاسلام سره به جومات ته لمانځه ته راتله، سید حجة الاسلام یې یوه وخت شاګرد و او هغه او مرحوم حاجي کلباسي د اصفهان مرجعیت او ریاست په غاړه درلوده او فوق العاده محترم ول او په ناسته کې به یې ملا علي نوري له ځانه غوره ګڼه. (روضات ص 402 – . 647)
په همدې وخت کې د نورو سترو حکماو په شتوالي با وجود هم څه چې وروسته یې ادامه ومونده د همده کس له لارې ول. ویل کېږي ،چې د سورت توحید ستر تفسیر یې لیکلي دی. په ۱۲۴۶ هجري کې مړ شوی دی.( روضات ص 402 – . 647)
۲- حاج ملا احمد نراقي
د ملا مهدي نراقي زوی دی، د خپل پلار په شان جامع الفنون و او د خپل پلار په شان مفتي،مجتهد او د فتوی مرجع و. معقول یې له پلارڅخه زده کړي او په ۱۲۴۴ یا ۱۲۴۵ کې مړ شوی دی.( ريحانةالادبج 6 صفحه . 160)
مرحوم علامه تهراني په الکرام البرره او نقباء البشر کې د ملا حبیب الله کاشاني له کتاب لباب الالقاب څخه په نقل په ۱۳ مه او ۱۴ مه پېړۍ کې په کاشان کې د اهل معقول د یوې ډلې نومونه اخلي،چې ښيي کاشان زموږ تر وخت پورې نږدې د معقول له مراکزو څخه و. ظاهرا معقول علوم په کاشان د نراقیانو په لاس خپور شو.
۳- میرزا مهدي بن میرزا هدایت الله شهید مشهدي
د خپل وخت له سترو فقهاوو او علماوو څخه دی. په فقه او اصول کې د وحید بهبهاني له تلامیذو څخه دی. د سید مهدي بحرالعلوم او شیخ جعفر کاشف العطاء معاصر دی.ظاهرا اصفهاني الاصله دی. په اصفهان کې د بید ابادي په درسي حوزه کې حکمت زده کړې او په مشهد کې اوسېده او فقه، اصول او معقول یې تدریسول. ملانوري،چې د بیدآبادي همدوره او همدرس دی له میرزا ابوالقاسم قمي څخه د یوې استفتا په ترڅ کې په یو مناسبت کې نوموړی په میرزا مهدي مشهدي يادوي. دا سړی په ریاضیاتو پوهېده او له خپل خسر شیخ حسین عاملي مشهدي څخه یې زده کړي وه. زامن یې میرزا هدایت الله او میرزا عبد الجواد او میرزا داوود ټول د حکمت په فنونو پوهېدل. وروستي دوه زامن یې په ریاضیاتو کې په خراسان کې د خپل عصر نومیالي وه. د سید مهدي شهید په خاندان کې علم او حکمت حدوداً یونیم سل کاله دوام وموند. مرحوم حاجي میرزا حبیب رضوي یې له نبېرې څخه دی،چې مشهور مشهدي حکیم، عارف او شاعر دی او په ۱۳۲۷ هجري کې مړ شوی دی. همداراز مرحوم اقا بزرګ حکیم شهیدي مشهدي یې هم له نبیرې څخه دی ،چې په خراسان کې د څوارلسمې پېړۍ په نیمه ای کې د فلسفې استاد و او په ۱۳۵۵ هجري کې مړ شوی دی،چې وروسته به یې یادونه وشي.میرزا مهدي د شیخ اشارات او نور د ریاضي کتابونه تدریسول. په ۱۱۵۲ هجرې کې زېږېدلی او په ۱۲۱۸ هجري کې د خلکو د حقوقو په دفاع کې او د نادرشاه له لمسي نادر میرزا پر ضد په مبارزه کې د نادر میرزا په لاس ووژل شو.
نهه ویشتمه طبقه
۱- ميرزا حسن نوري
د ملا علي نوري زوی دی. تر پلار وروسته یې د پام وړ درسي حوزه درولوده. مرحوم اقا علي زنوزي تهراني،چې وروسته به یې یادونه وشي، اصفهان ته چې تللی؛نو ددې استاد له درس څخه یې ګټنه کړې و.د استاد جلال الدین همايي په نقل،ځینو هغه تر خپل پلار څخه غوره ګڼلو. د پام وړ اثر ترې نه دی پاتې،چې په اړه یې قضاوت وکړو. د اقا علي مدرس په شان کسان یې شاګردان و او دا خبره د هغه د ستر شخصیت ښودونکی ده. په هر حال له هغو کسانو ځنې دی،چې له تېر نسل څخه بل ته د فلسفې په لېږد د موثر عامل په توګه ګڼل کېږي.
۲- ملااسماعيل بن ملامحمد سميع در بكوشكي اصفهاني
په واحد العین مشهور دی. د ملاعلي نوري شاګرد او د حاجي ملا هادي سبزواري استاد دی. د پام وړ درسي حوزه یې درلوده. د صدرا اسفار او مشاعر او د لاهیجي شوارق یې حاشیه کړي دي او د صدرا عرشیه یې شرح کړې ده. په ۱۲۷۷ هجري کې مړ شوی دی.( ريحانة الادبج 6 ص . 285)
۳- ملا عبدالله زنوزي
دا هماغه کس دی،چې د محمد حسین خان مروي په غوښتنه، حکیم نوري د فلسفې د تدریس لپاره اصفهان ته ولېږه. له همدې وخت څخه و،چې د اصفهان پر وړاندې تهران مرکزیت وموند او اصفهان تدریجا له رونق څخه وغورځېد. د هغه د زوی اقا علي مدرس د ګزارش له مخې ملا عبدالله په اذربایجان کې د مقدماتو زده کړه کړې ده، بیا کربلا ته تللی او د ریاض د خاوند د فقې له درس څخه یې ګټه پورته کړې ده. څه موده یې په قم کې هم له میرزای قمي سره زده کړه کړې ده. بیا اصفهان ته تللی او له حکیم نوري څخه یې حکمت زده کړې دی او په ۱۲۳۷ کې تهران ته راستون شوی. په مروي مدرسه کې تر دریوشتو کلنو تدریس وروسته په ۱۲۵۷ کال کې مړ شو.
۴- ملامحمد جعفر لنګرودي لاهيجي
د ملا عبدالله زنوزي معاصر دی او د سید ابوالقاسم مدرس اصفهاني او ملا محراب ګیلاني او مخصوصا د ملا علي نوري شاګرد دی. مشهور اثر یې د ملا صدرا د مشاعر شرح ده. دا شرح په دې اوس وختونو کې د ملا صدرا د څلورسومې زوکړې په ویاړ د ډاکتر سید حسین نصر په قلم په انګليسي مقدمه کې او په د استاد جلال الدین همايي په قلم او د استاد جلال الدین اشتیاني په قلم په پارسي مقدمه کې چاپ شوې ده. د قوشچي د تجرید شرح او قوشچي د تجرید په شرح د خفري په حاشیه یې هم حاشیه لیکلې ده. د تجرید د شرح حاشیه یې په ۱۲۵۵ کال کې د محمد شاه د سلطنت په وخت کې تالیف شوې ده. د مړینې له نېټې څخه یې خبر نه یو. ښاغلي همايي همدومر لیکي،چې مړینه یې تر ۱۲۹۴ مخکې و.عجیبه خو دا ده،چې مرحوم اقا شیخ بزرګ د (البرره فیالقرآن الثالث بعدالعشره، ۲۳۹ او ۲۵۷ مخونه) په کتاب کې د درې حکیمانو نومونه اخلي،چې له ګیلاني سره همنامه وه او ورسره په یو وخت کې ول،چې دا دي: شیخ جعفر لاهیجي، شیخ محمد جعفر لنګرودي،چې د ملا صدرا عرشیه یې شرح کړې او جعفر لاهیجي،چې مشاعر یې شرح کړې او د الهیاتو د تجرید په شرح یې حاشیه یې لیکلی ده.دا ډېره لرې خبره ده ،چې په یو وخت کې درې همنامه حکیمان په یوه سیمه کې وي، دا کار ډېرې څېړنې ته اړتیا لري.
۵- ملا آقای قزویني
د ملا علي نوري له شاګردانو څخه دی. له اصفهان څخه په راستنېدو کې یې په قزوین کې ستره حوزه جوړه کړه او ډېری خلک به ورته راتلل. مرحوم اقا علي مدرس زنوزي د خپل ژوند په ګزارش کې لیکلي،چې څه موده د زده کړې لپاره قزوین ته تللی دی، له هغو کسانو څخه دی،چې د ملا علي نوري له استاد ملا اسماعیل اصفهاني سره یې هم زده کړه کړې ده. له دې مخې نوموړی په درېشتمه طبقه کې او د حاجي سبزواري هم طبقه یې شمېرلای شو. په ۱۲۸۲ کې مړ شوی دی.
دېرشمه طبقه
۱- حاج ملاهادي سبزواري
تر ملا صدرا وروسته د وروستیو درې څلورو پېړیو له مشهورترینو حکماوو څخه ګڼل کېږي. په ۱۲۱۲ کې په سبزوار کې زېږېدلی. په اوه کلنې کې یې پلار مړ شو. په لس کلنې کې د تحصیل لپاره مشهد ته تللی او همدلته لس کاله پاتې شوی دی.د اصفهان د حکماوو شهرت اصفهان ته په تګ مجبور کړ. اوه کاله یې له ملا اسماعیل دربکوشکي اصفهاني څخه زده کړه کړې او په ترڅ کې یې د حکیم نوري د دورې وروستي دوه درې کاله یې هم درک کړي دي. بېرته مشهد ته راستون شوی او څو کاله په مشهد کې په تدریس بوخت و. بیا بیت الله ته ولاړ او چې راستون شو؛نو په کرمان کې مېشت شو. په کرمان کې د مېشتېدنې پر مهال یې غوښتل ،چې ناپېژندل شوی پاتې شي؛ځکه خپل نفس ته یې روزنه او تربیت ورکاوه. په دې ټوله موده کې د مدرسې له خادم سره د مدرسې خدمت کاوه. بیا یې د همدې خادم له لور سره واده وکړ او سبزوار ته روان شو.څلویښت کاله همدلته پاتې شو او په تحقیق، تدریس، تالیف، عبادت، د نفس په ریاضت او د شاګردانو په تربیت بوخت و. ستره فلسفي حوزه یې جوړه کړه، له ډېرو لرو ځایونو څخه ورته شاګردان راغلل او ویې روزل؛نو په دې برخه کې څوک هم ملاهادي سبزواري ته نه رسي. په ټول ایران کې یې د شهرت اوازه خپره شوه. د حکمت تږي پرې له هرې خوا راټول شول. د سبزوار هېر شوی ښار ددې حکیم له امله د الهي حکمت د پلټوونکیو قبله شوه او په سترې علمي حوزې بدل شو.
مشهور فرانسوي فیلسوف کنت ګوبینو،چې د فلسفې په تاریخ کې مشهور دی؛نو د سبزواري د شهرت په اوج کې په ایران کې د فرانسې وزیر مختار و او ( په ایران کې درې کاله) په نوم یې کتاب هم چاپ کړی دی. هغه لیکي،چې د نوموړي شهرت دومره زیاد شو، چې له هندوستان، ترکیې او عربستان څخه به ورته شاګردان سبزوار ته راتلل او د ده په مدرسه کې به یې زده کړې کولې.
حکیم سبزواري فوق العاده خوش بیان او خوش تقریره و، په ډېره ولوله به یې تدریس کاوه. له علمي او حکمي مقاماتو سربېره یې سرشاره عرفاني ذوق هم درلوده. با انضباطه، د مراقبې خاوند، متعبد، متشرع او سالک الی الله و. دا هر څه ددې لامل شول،چې شاګردان ورسره د زړه له تله مینه ولري. د استاد او شاګردۍ د جاذبې له امله حکیم سبزواري بې ساری دی. ځینې شاګردانو به چې حتی څلویښت کاله وروسته هم رایاد کړ؛نو په مینه کې به له اوښکې تویولې. حکیم سبزواري به پارسي او عربۍ کې شعرونه ویل او په شعرونو کې به یې تخلص (( اسرار)) و. په ۱۲۸۹ کې مړ شوی. یو شاګرد یې د وفات پر مهال داسې شعر ویلی دی :
اسرار چو از جهان بدر شد
از فرش به عرش ناله برشد
تاريخ وفاتش ار بجوئی
گويم : ” كه نمرد ، زندهتر شد “
تر کومه،چې موږ خبر یو شاګردان یې دا دي:
ملا عبدالکریم خبوشاني ( قوچاني) د منطق په منظومه حاشیه لري.
میرزا حسین سبزواري ،چې په تهران کې اوسېده او ملا محمد هیدجي او میرزا علي اکبر یزدي،چې په قم کې اوسېده.( ريحانةالادبج 6 صفحه 381 و نقباءالبشر ص . 502)
حاجي میرزا حسین علوي سبزواري، چې په سبزوار کې اوسېده،چې په وخت کې په جامعیت او تحقیق کې بې ساری و.( نقباء البشر صفحه . ۵۶۹)
حکیم عباس دارايي، چې د پارس په ولایت کې د فلسفې مشهور استاد و.( نقباءالبشر صفحه . 983)
شیخ ابراهیم سبزواري،چې د شیخ الریس قاجار استاد دی.( نقباءالبشر صفحه . 3)
شیخ محمد ابراهیم تهراني،چې له حکیم سبزواري سره یې مراسلات درلوده او علامه تهراني له شیخ محمد جواد جزایري سره لیدلی دی.( الكرام البرره ص . 6)
سيد ابوالقاسم موسوي زنجاني (نقباءالبشر صفحه 51 – 727 – . 854 )
سيد عبدالرحيم سبزواري (نقباءالبشر صفحه 51 – 727 – . 854)
ملا محمد صباغ (نقباءالبشر صفحه 51 – 727 – . 854)
شیخ محمد رضا بروغني،چې د آقا شیخ هادي بیرجندي استاد دی. (نقباءالبشر صفحه . 727)
ميرزا عبدالغفور دارابي (مقدمه آقای سيدجلال الدين آشتيانی بر مجموعه رسائل حكيم
سبزواری صفحات 67 – . 82 )
ملاغلامحسين شيخ الاسلام مشهدي د حاج فاضل خراسانی او آقا بزرګ شهيدي مشهدي استاد (مقدمه آقای سيدجلال الدين آشتيانی بر مجموعه رسائل حكيم سبزواری صفحات 67 – . 82 )
ميرزا محمد سروقدي استاد حاج فاضل خراساني و آقا بزرګ شهيدي مشهدي (مقدمه آقای سيدجلال الدين آشتيانی بر مجموعه رسائل حكيم سبزواری صفحات 67 – . 82 )
شيخ علی فاضل تبتي (مقدمه آقای سيدجلال الدين آشتيانی بر مجموعه رسائل حكيم سبزواری صفحات 67 – . 82 )
ميرزا آقا حكيم دارابي (مقدمه آقای سيدجلال الدين آشتيانی بر مجموعه رسائل حكيم سبزواری صفحات 67 – . 82 )
ميرزا محمد يزدي (مقدمه آقای سيدجلال الدين آشتيانی بر مجموعه رسائل حكيم سبزواری صفحات 67 – . 82 )
حاج ميرزا ابوطالب زنجاني (مقدمه آقای سيدجلال الدين آشتيانی بر مجموعه رسائل حكيم سبزواری صفحات 67 – . 82 )
حاج ملا اسماعيل عارف بجنوردي (مقدمه آقای سيدجلال الدين آشتيانی بر مجموعه رسائل حكيم سبزواری صفحات 67 – . 82 )
شيخ عبدالحسين شيخ العراقين (مقدمه آقای سيدجلال الدين آشتيانی بر مجموعه رسائل حكيم سبزواری صفحات 67 – . 82 )
ميرزا محمد حكيم الهي(مقدمه آقای سيدجلال الدين آشتيانی بر مجموعه رسائل حكيم سبزواری صفحات 67 – . 82 )
مرحوم حكيم رباني،چې کامل الهي عارف دی او مشهور فقیه آخوند ملا حسينقلی همداني د حکیم سبزواري تر ټولو ستره حسنه ده.
دا سړی،چې د یو پاک سرشته شپوڼ زوی و د زده کړې لپاره له همدان څخه تهران ته راغې او د حکیم سبزواري شهرت هغه سبزوار ته یووړ. څه موده یې دده حکیم په درسي حوزه کې ګډون درلوده او بیا د منقولو علومو د پوره کولو لپاره د شیخ مرتضی انصاري له شاګردانو څخه شو. په همدې وخت کې یې له سید علي شوشتري سره هم ولیدل او له دې عارف سره یې د سیر او سلوک مراحل طی کړل او خپله د کمال او معرفت مقام ته ورسېد،چې بې ساری دی.
که ټول شاګردان د حکیم سبزواري په حوزه کې په ګډون افتخار کوي؛نو د حکیم حوزه په داسې سړي افتخار کوي. د مرحوم اخوند ملا حسینقلي حوزه د تعلیم په پرتلنه ډېره تربیتي و، د انسانسازۍ حوزه و،چې ستر انسانان ترې راپورته شول. سیدجمال الدین ،چې په افغان مشهور دی په اړه یې ،چې کوم مدرکونه او اسناد خپاره شوي؛نو ښيی،چې نوموړي په نجف کې له دوه کسانو سره لیدلي : شیخ انصاري او اخوند ملا حسینقلي.
دې ته په پاملرنې سره،چې سید جمال الدین په نجف کې د عقلي علومو په زده کړه بوخت و او دا خبره یې له اثارو څخه څه نا څه معلومېږي او داسې هم تصریح شوي،چې سید جمال الدین له دې دوو کسانو څخه هم استفاده کړې ده؛نو له دې مخې سید جمال الدین په یو واسطه د حکیم سبزواري شاګرد دی. د شته مدرکونو له مخې سید جمال الدین،چې په نجف کې مېشت و؛نو له سید احمد کربلايي تهراني او مرحوم سید سعید حبوبي سره یې رفاقت او ملګرتیا درلوده، چې دا دواړه د اخوند همداني شاګردان دي او د سیر او سلوک د مراحلو په طی کولو کې خورا مشهور دي.( سيد جمال الدين حسينی پايهگذار نهضتهای اسلامی،صفحات ۲۶ – ۳۱، مجموع اسناد و مدارك درباره سيد جمال،گردآورده دكتر اصغر مهدوی و ايرج افشار )
۲- آقا علی زنوزي
چې په آقا علي حكيم او آقا علی مدرس مشهور دی. د ملا زنوزي زوی دی او د دې دوه ورستیو پېړیو له بې ساري اساتیدو ځنې دی. په ۱۲۳۴ کې په اصفهان کې زېږېدلی دی. له پلار څخه یې معقولا او منقولا استفاده کړې ده. د منقولو د علومو تکمیل ته عراق ته تللی او تهران ته تر راستنېدو وروسته اصفهان ته ولاړ او د میرزا حسین نوري له درس څخه یې استفاده وکړه. بیا قزوین ته ولاړ او د ملا اقای قزویني له درس څخه یې استفاده وکړه. بیا اصفهان ته ولاړ او له میرزا حسین نوري سره یې د خپلو زده کړو په تکمیل بوخت شو. بیا تهران ته راغې او سپهسالار په پخوانۍ مدرس کې مدرس شو. په ۱۳۰۷ کې په تهران کې مړ شو.
۳- محمد رضا حکیم قمشه ای
د وروستیو پېړیو له سترو حکماوو او عرفاوو څخه دی. دوستان یې د ( آمرضا) په مخفف یادوي. د اصفهان د قمشه اوسېدونکی دی. په ځوانې کې یې د زده کړې لپاره اصفهان ته مهاجرت کړی او میرزا حسین نوري او ملا محمد جعفر لنګردوي څخه یې استفاده کړې ده. په اصفهان کې د کلونو لپاره د حکمت د فنونو عهده دار و.د عمر وروستي لس کلونو یې په تهران کې په صدر په مدرسې کې تېر کړي، چې ډېری خلکو به ترې ګټه پورته کوله. د نوموړي د ژوند تر ټولو ښه پړاو همدا وروستي لس کلونه دي. په پوره مانا یو عارف مشربه سړی و او له یوازیتوب او خلوت سره یې مینه درلوده او تر یوه حده له ډلو څخه ګریزان و. په ځوانۍ کې شتمن و. د ۱۲۸۸ په وچکالۍ کې خپله ټوله منقوله او غیر منقوله شتمني په فقیرانو وویشله او د عمر تر پایه یې درویشانه ژوند وکړ. د اقا علي حکیم مدرس زنوزي او میرزا ابوالحسن جلوه د شهرت په اوج کې نوموړی تهران ته راغې. په دې چې اصلي مشرب یې صدرایي و؛خو د بوعلي کتابونه یې تدریسول او میرزا جلوه ته یې ماتې ورکړه،چې تخصص یې د بوعلي د فلسفې تدریس و.
قمشه ای کله هم کلیوالې جامې له ځانه لرې نه کړې او د علماوو جامې یې وا نه غوستې. مرحوم جهانګیر خان قشقايي نقل کړي، چې د نوموړي کلونه شاګردي یې کړې: په ډېره مینه له حکیم قمشه ای څخه د استفادې لپاره تهران ته ولاړم او په هماغه اوله شپه مې ځان ورورساوه، د جامو حالت یې د علماوو په شان نه و، خپل حاجت مې ورته ووایه . راته یې ویل،ما او تا به صبا په خراباتو کې سره وینو. خرابات په تهران کې داسې ځای و،چې پکې یوه قهوه خانه او یو درویش اداره کوله. بله ورځ مې د ملا صدرا اسفار له ځان سره یوړل ،ومې لیدل،چې په یو کونج کې ناست دی. اسفار یې راسره ووایه او بیا د مطلب ژورو ته داسې ننوت،چې زه بیخوده شوم او غوښتل مې،چې لیونی شم. حکیم مې په حالت پوه شو او ویې ویل : هو ( قوت من بشکند ابریق را) (مقدمه رساله ولايت حكيم قمشهای ص . 14)
حکیم قمشه اي لوړ شعري ذوق درلوده او (صهبا) یې تلخص و. په ۱۳۰۶ کې د مدرسې په یو ګوډ کې په عارفانه خلوت او سکوت کې مړ شو. په همدې ورځ د ښار ستر مفتي ملا علی کني هم مړ شوی و او په ښار کې ګڼه ګوڼه و. د قمشه ای دوستان څو ساعته وروسته خبر شول،چې مړ شوې او بیا یې خاورو ته وسپاره. حکیم قمشه ای هماغسې مړ شو، لکه څرنګه یې چې ژوند کاوه او هماغسې یې ژوند وکړ،لکه څرنګه یې ،چې د غزل په یو بیت کې یې ارزو کړې و:
كاخ زرين به شهان خوش كه من ديوانه
گوشهای خواهم و ويرانه به عالم كم نيست
ډېری شاګردان یې روزلي ،چې دا دي : آقا ميرزا هاشم اشكوري ، آقا ميرزا حسن كرمانشاهي ، آقا ميرزا شهاب نيريزي، جهانګيرخان قشقائي ، آخوند ملامحمد كاشي اصفهاني ، ميرزا علي اكبر يزدي مقيم قم ، شيخ علي نوري،په شيخ علی شوارق مشهور، ميرزا محمد باقر حكيم ،مجتهد اصطهباناتي، مشهور شاعر او عارف حكيم صفای اصفهاني ، شيخ عبدالله رشتي رياضي،شيخ حيدرخان نهاوندي قاجار ، ميرزا ابوالفضل كلانتر تهراني ، ميرزا سيد حسين رضوي قمي ، شيخ محمود بروجردي ، ميرزا محمود قمي.
۴- میرزا ابوالحسن جلوه
ددې طبقې له سترو مدرسینو او اساتیدو ځنی دی. ډېری کلونه یې تدریس کړی او ډېری شاګردان یې روزلي. په ۱۲۳۸ کې زېږېدلی او په ۱۳۱۴ کې مړ شوی . د بوعلي ډېر طرفدار و او د ملاصدرا په فلسفه یې دومره اعتقاد نه درلود. د اصفهان و او تهران ته راغلی و. د میرزا حسن نوري شاګرد دی او میرزا حسن د ملاعلي نوري شاګرد دی. ویل کېږي ،چې کله میرزا ابوالحسن جلوه تهران ته راغې؛نو غوښتل یې،چې سبزوار ته ولاړ شي او له حکیم سبزواري څخه ګټه پورته کړي؛خو بیا له دې تصمیم څخه تېر شو. جلوه، حکیم قمشه ای او اقا علي مدرس درې ناموره مدرسین ول،چې د دیارلسمې پېړۍ په وروستۍ او د څلوارلسمې پېړۍ په پیل کې پرې د تهران حوزه چورلېدله. له علمي اړخه له جلوه څخه هغو نورو دوه کسانو غوره والي درلوده، شاګردان یې هماغه دي،چې د حکیم قمشه ای د شاګردانو په لست کې مو یاد کړل.
یو دېرشمه طبقه
۱- ميرزا هاشم اشكوري رشتي
د خپل وخت د فلسفې او عرفان استاد و او ډېری شاګردان یې روزلي دي. له هغو ارکانو ځنې دی،چې بلې طبقې ته یې فلسفه او عرفان انتقال کړل. په خپلو هم طبقه کسانو کې یې ډېری شهرت په نظري عرفان کې دی. مصباح الانس فناري یې حاشیه کړې،چې د مفتاح الغیب شرح ده او چاپ شوې هم ده. د حکیم قمشه ای او اقا علي مدرس میرزای جلوه شاګرد دی. په ۱۳۳۲ کې مړ شوی دی.
۲- میرزا حسن کرمنشاهي
د اشکوري معاصر دی او د درې پورتنیو استادانو شاګرد دی. ده هم ډېری شاګردان تربیت کړي دي او دې وروستنیو طبقاتو ته د فلسفې او عرفان په انتقال کې له ارکانو ځنې شمېرل کېږي. په ۱۳۳۶ کې مړ شوی دی.
۳- میرزا شهاب الدین نیریزي شیرازي
د میرزا جلوه او حکیم قمشه ای شاګرد دی او په فقه او اصول کې یې هم مهارت درلوده. د محيي الدین په نظري عرفان کې یې اوږ لاس درلود. د تهران د صدر په مدرسه کې مېشت شو،چې د هغه استاد حکیم قمشه ای هم پکې اوسېده او په په تحقیق، تدریس او د شاګردانو په روزنه یې پیل وکړ.د حقیقت وجود په اړه یې رساله هم لیکلې ده.
۴- میرزا عباس شیرازي دارابي
په حکیم عباس مشهور دی. د پارس په ولایت کې د فلسفې استاد و.د حکیم سبزواري له شاګردانو څخه دی. علامه تهراني لیکي : په معقول او منقول کې بارع و. اسفار یې په خپل خط لیکلی دی او خپله یې ورسره حواشي هم لیکلي دي. دعای کمیل او د میرفندرسکي مشهوره قصیده یې هم شرح کړې ده. شیخ احمد شیرازي نجفي او میرزا ابراهیم نیریزي،چې په شیراز کې د حکمت استادان ول؛دا دواړه د نوموړي شاګردان دي.( نقباء البشر صفحه . 983)
علامه تهراني وايي،چې د مړینې له نېټې څخه یې خبر نه یم؛خو فرصت الدوله شیرازي په اثار العجم کې د نوموړي مړینه ۱۳۰۰ ښودولې ده. قبر یې د شیراز په حافظیه کې دی.
۵- جهانګیر خان قشقايي
په غټوالي کې د زده کړې په فکر کې شو، ان تردې ،چې په اصفهان کې د فلسفې استاد شو. له علمي او فلسفي مقام سربېره په متانت، وقار او اخلاقي انظباط کې هم نمونه و. د عمر تر پایه په هماغه لومړني او عادي جامو کې و او شاګردانو به یې ډېر درناوی کاوه. د محمد رضا قمشه ای شاګرد دی او احتمال لري،چې د تحصیل په پیل کې د میرزا عبدالجواد حکیم خراساني او ملا اسماعیل اصفهاني درب کوشکي درسي حوزه یې هم په اصفهان کې درک کړي وي. په ۱۲۴۳ کې په اصفهان کې زېږېدلی او ۱۳۲۸ کې په همدې ښار کې مړ شوی دی. قبر یې د اصفهان په تخت فولاد کې مشهور دی.
۶- اخوند ملا محمد کاشي
د جهانګیر خان معاصر دی او د محمد رضا قمشه ای شاګرد دی. د اصفهان په مدرسه کې اوسېده او د جهانګیر خان په شان د عمر تر پایه پورې یې ساده ژوند درلوده، مرتاض او عجیبه حالات ترې لیدل شوي دي. سترې سټې لکه حاج اقا حسین بروجردي او رحیم ارباب او نور یې له شاګردانو ځنې دي.په ۱۳۳۲ کې په اصفهان کې مړ شو.
۷- اقا میرزا محمد باقر اصطباناتي
د علي حکیم او حکیم قمشه ای او میرزا جلوه شاګرد دی. په منقول علم کې د زده کړې لپاره عراق ته ولاړ او له محمد حسین اصفهاني غروي او شیخ غلامرضا یزدي څخه یې په عقلیه علومو کې استفاده وکړه. د مشروطیت به دوران کې په ۱۳۲۶ کې په اصطهباناتو کې ووژل شو.( نقباء البشر صفحه . 212)
۸- میرزا علي اکبر حکمي یزدي قمي
د پورتني درې استادانو او په تهران کې مېشت د میرزا حسین سبزواري شاګرد دی او ښايي له وروستني کس سره یې ریاضیات هم زده کړي وي. د عمر په پای کې په قم کې و. قم ته د ستر مجتهد شیخ عبدالکریم حایري په راننوتو او په قم کې د حوزې تر جوړېدو وروسته، شیخ حایري، زموږ د وخت ستر مرجع تقلید سید محمد تقي خونساري، معاصر مرجع تقلید سید احمد خونساري او زما ستر استاد آیت الله خمیني له نوموړي څخه استفاده کړې ده. ظاهراً په ۱۳۴۵ کې مړ شوی دی.
۹- حاجي شیخ عبدالنبي نوري
جامعالمعقول و المنقول و.په منقول کې مرحوم میرزای شیرازي بزرګ او په معقول کې د اقا علي مدرس او احتمالا د قمشه ای او جلوه شاګرد هم وي.په ۱۳۴۴ کې مړ شوی او د رۍ په ښار کې د شاه عبدالعظیم زیارت ته څېرمه د ناصر الدین شاه په هدیره کې خښ دی. پخپل وخت کې په جامعیت او د مختلفو علومو په مسایلو کې په حضور ذهن او تقوا ډېر مشهور و. معاصر ستر فقیه مرحوم شیخ محمد تقي املي ،متوفا ۱۳۹۱ هجري هم څوارلس کاله له نوموړي څخه استفاده کړې ده.
۱۰ – حاج میرزا حسین علوي سبزواري
په معقول کې د حاجي سبزواري او منقول کې میرزای شیرازي شاګرد دی. په هوش، ذکاوت او حفظ کې مشهور دی. د اجتهاد په تصدیق ترې میرزای شیرازي داسې تجلیل کړی،چې د بل چا یې نه دی کړی. متاسفانه عمر یې په سبزوار کې تېر شو او د پام استفاده ترې ونشوه. په ۱۲۶۸ کې زېږېدلی او په ۱۳۵۲ کې مړ شوی دی.
۱۱- شیخ غلامحسین شیخ الاسلام خراساني
د حاجي سبزواري له شاګردانو څخه دی او په سبزوار کې یې ورسره شپږ کاله درس ویلی دی او خپله هم په مشهد کې د کلونو لپاره د عقلي علومو مشعلدار و. ( د سراچې د اصحابو) په داستان کې یې تل له میرزا حبیب سره نوم اخستل کېږي . ( په مشهد کې مشهور داستان دی). شیخ عباسعلي خراساني یې له شاګردانو څخه دی. په ۱۲۴۶ کې زېږېدلی او په ۱۳۱۹ کې مړ شوی دی.
۱۲- میرزا محمد سروقدي مشهدي
د حاجي سبزواري له نامورو شاګردانو څخه دی او په مشهد کې د عقلي علومو له مدرسانو څخه دی او حاج فاضل خراساني هم ترې استفاده کړې ده.
۱۳- ملا محمد هیدجي زنجاني
په زنجان او قزوین کې د مقدماتو تر تحصیل وروسته تهران ته راغلې او په تهران کې یې له میرزا حسین سبزواري سره ریاضیات زده کړي او له میرزای جلوه څخه یې د حکمت او فلسفې په برخه کې استفاده وکړه. د معلوماتو د تکمیل لپاره عراق ته ولاړ او د نقلي علومو په څنګ کې یې عقلي هم زده کړل. تهران ته تر راستنېدو وروسته یې خپله حوزه جوړه کړه او د حکمت مینه والو ترې استفاده وکړه. د حکیم سبزاوري په شرح منظومه یوه حاشیه لري، چې د استفادې وړ ده او مکررا چاپ شوی هم ده. د خپلو ځینو اسلافو په شان هیدجي هم د نفس له تهذیب او صفا څخه کافي ګټه درلوده او د عمر تر پایه پورې یې په تجرد کې ژوند وکړ او په ۱۳۳۹ کې مړ شو . په پارسۍ او ترکۍ کې یې شعرونه ویل. د لیدنې وړ او پنداموزه وصیت نامه لري،چې د دیوان په اخره کې یې چاپ شوی ده.
دوه دېرشمه طبقه
۱- حاج شیخ عباسعلي فاضل خراساني
په معقول کې د حاجي سبزواري مع الواسطه شاګرد دی او په منقول کې مرحوم میرزای شیرازي شاګرد دی. د دې ورستي قرن د فضل او جامعیت له بېلګو څخه دی.په هغه عصر کې درې کسان د جامعیت، دقت او تحقیق ضرب المثلونه ول : په مشهد کې حاج فاضل خراساني ، په تهران کې حاج شیخ عبدالنبي نوري او په سبزوار کې حاج میرزا حسین علوي سبزواري.ویل کېږي،چې حاج میرزا حسین پکې تر ټولو غوره و. حاج فاضل په خپل وخت کې د مشهد په حوزه کې د فلسفي کتابونو رسمي مدرس و. په هماغه کال،چې په تهران کې شیخ عبدالنبي مړ شو؛نو دا هم په مشهد کې په ۱۳۴۴ کې مړ شو.
۲- میرزا عسکري شهیدي مشهدي
په اقا بزرګ حکیم مشهور دی. د مرحوم میرزا مهدي شهید له احفاد څخه دی ،چې د ملا علي نوري هم طبقه دی. د شهیدي کور په مشهد کې حدودا یو نیم سل کاله د علم، حکمت او روحانیت مرکز و. مرحوم اقا بزرګ د مرحوم میرزا ذبیح الله زوی دی او هغه د مرحوم میرزا هدایت الله زوی او شاګرد دی او دا د مرحوم میرزا مهدي شهید زوی او شاګرد دی،چې د مرحوم اقا محمد بید ابادي و شیخ حسین عاملي شاګرد دی.د اقا بزرګ د تحصیلاتو په اړه سم معلومات نه لرو. ظاهرا په پیل کې د خپل پلار او مرحوم غلامحسین شیخ الاسلام او په مشهد کې د میرزا محمد سروقدي شاګرد دی. بیا تهران ته راغلی او لږ وخت ته د مرحوم جلوه وخت درک کړی او له حکیم اشکوري او حکیم کرمانشاهي سره یې درس ویلی دی.په مشهد کې مې د عربي مقدماتو د تحصیل په پیل کې ( ۱۳۵۲-۵۴) کې مې په داسې حال کې لیدلی و،چې سپین ږېری و او ساده ژوند یې درلوده د میرزا مهدي په نامه یې زوی و او په هغه کې په فضل او فضیلت کې لکه د ستوري ځلیده او شرح منظومې، اسفارو او کفایې استاد و.دا ځوان هغه مهال د دېرشو او څلویښتو په منځ کې و،چې په ۱۳۵۴ کې مړ شو او مشهد یې ویرجن کړ.کال وروسته خپله اقا برزګ هم مړ شو او ددې دوه کسانو په مړینه په دې خاندان کې د روحانیت ، فلسفې او حکمت دوسیه وتړل شوه. اقا بزرګ د لهجې په صراحت، ازادګۍ او ازادمنشۍ کې ډېر مشهور و. په دې چې په ډېر فقر کې اوسېده؛خو له چا څخه یې څه نه غوښتل. د مرکز له علماوو څخه یو یې ورسره دوستي درلوده او چې له فقر څخه یې خبر شو؛نو د تهران له پورته مقاماتو سره تماس نیسي او دده لپاره د پام وړ پیسي اختصاصېږي او له یو لیک سره ورته استول کېږي. اقا فاضل د خپل تهراني انډیواله له دې کار څخه خپه کېږي او ورته په ځواب کې لیکي: موږ د فقر او قناعت ابرو نه وړو. لیک او پیسې ورته بېرته استوي.
۳- اقا سید حسین بادکوبه ای
په ۱۲۹۳ کې د بادکوبه په یو کلي وزېږېد. د مقدماتو تر تحصیل وروسته تهران ته راغی او ریاضیات یې میرزای جلوه سره زده کړل او فلسفه یې له حکیم اشکوري او حکیم کرمانشاهي څخه زده کړل. بیا نجف ته تللی او نقلیه علوم یې د ملا محمد کاظم خراساني او شیخ حسن ممقاني سره زده کړي دي. په نقاء البشر کې د علامه تهراني په نقل مرحوم باد کوبه په نجف کې په عقلي او نقلي علومو کې خورا شهرت وموند او د نقلي او عقلي علومو په مختلفو برخو کې په تدریس پیل وکړ. ډیری کسانو ترې ګټه پورته کړه. زما استاد علامه سید محمد حسین طباطبايي له اول څخه تر اخره پورې له دې سړي څخه په نجف کې طبیعات او الهیات شفا زده کړل. د علامه تهراني د نقل له مخې دا کس او شیخ محمد حسین غروي دوه هغه څېرې وې،چې په هغه وخت کې په نجف کې د عقلیه علومو په توګه پېژندل کېدلې. په ۱۳۵۸ کې په نجف کې مړ شو.
۴- اقا میرزا محمد علي شاه آبادي تهراني
اصفهاني الاصله دی. جامعالمعقول و المنقول و. په فلسفه او عرفان کې د میرزا جلوه او میرزا اشکوري شاګرد دی. له ۱۳۰۴ څخه تر ۱۳۱۵ پورې په نجف کې مېشت و او د اخوند ملا محمد کاظم له درسي حوزې څخه یې استفاده کړې ده او سترو مقاماتو ته رسېدلی دی. له ۳۱۹ کال څخه د عمر تر پایه ( ۱۳۴۳) پورې کې په شیراز کې د فلسفې او عرفان په زده کړه بوخت و. ډېری شیرازي مدرسین او فضلا یې په منقول او معقول کې شاګردان وه. مرحوم اقا سید علي یې غوره نمونه ده. د هغه د تقوا په اړه د هغه شاګردان او د شیراز نور خلک ډیری داستانونه لري.
۵- اقا شیخ محمد خراساني ګنابادي اصفهاني
په اقا شیخ محمد حکیم او اقا شیخ محمد خراساني مشهور دی. د اصفهان په صدر مدرسه کې مېشت و او د مرحوم جهانګیرخان او اخوند ملا محمد کاشاني شاګرد و. ددې دوه کسانو تر مړینې وروسته په اصفهان کې د فلسفې استاد و. مرحوم حاج میرزا علي اقا شیرازي او د تهران د پوهنتون استاد ښاغلی جلال الدین همايي یې شاګردان دي. حکیم خراساني په پاکې کې بې ساری و او د جهانګیرخان او خوند کاشي په شان د عمر تر پایه پورې مجرد و او په ۱۳۵۵ کې مړ شو. د حکیم خراساني تر مړینې وروسته په اصفهان کې دوه نور کسان هم ول،چې دا شمع یې همداسې بله پریښوده: مرحوم حاجي صدر کوپايي او مرحوم شیخ محمود مفید. ددې دوه کسانو په مړینه څلورسوه کلنه بله ډېوه هم مړه شوه.
۷- حاج شیخ محمد حسین غروي اصفهاني
په تقوا او علم کې منقولا او معقولا بې ساری و. په ۱۲۹۶ کې په نجف کې وزېږېد. پلار یې د کاظمینو متدین بازرګان و. مرحوم اصفهاني تر شل کلنۍ پورې په کاظمینو کې اوسېده او زده کړه یې کوله او بیا نجف ته تللی او د مرحوم اخوند ملا محمد کاظم خراساني په درسي حوزه کې و او د عمر تر پایه (۱۳۲۹) پورې همدلته استاد پاتې شو.په معقولو علومو کې د مرحوم میرزا محمد باقر حکیم اصطهاناتي شاګرد دی. په فقه او اصولو کې زیاد تالیفات لري او اندیشه یې لا تر اوسه پورې ژوندۍ اندیشه ده،چې د فقې او اصولو د علماوو او فضلاوو په منځ کې مطرح ده. د تحفة الحکیم په نامه په فلسفه کې یوه منظومه لري او په معاد کې یې هم رساله لیکلې ده. زما ښاغلي استاد طباطبايي د ۱۳۵۴ او ۱۳۴۴ کلونو تر منځ له دې کس څخه پرېمانه ګټه اخستې ده. په ۱۳۶۱ کې د مغزي سکتې له امله مړ شو.
۸- اقا شیخ محمد تقي املي
په ۱۳۰۴ کې په تهران کې متولد شوی دی. د معقول او منقول د علومو څه برخه یې له خپل پلار شیخ محمد املي( ۱۲۳۶ ۱۲۶۳) سره زده کړې،چې دا هم له سترو فیلسوفانو څخه دی. بیا یې د مرحوم میرزای کرمانشاهي په درس کې شرکت کړی. د کرمانشاهي تر مړینې وروسته یې ۱۴ کاله له شیخ عبدالنبي مجتهد نوري څخه استفاده کړې ده. بیا نجف ته تللې او د میرزا حسین نايیني او سید ابوالحسن اصفهاني او ضیاء الدین عراقي سره یې د فقې او اصول زده کړه پوره کړې ده. په اخلاقو کې یې د میرزا علي اقا قاضي څخه استفاده کړې ده. په تهران کې د اقامت پر مهال یې هم منقول تدریسول او معقول. د معقولو مهمترین اثر یې د سبزواري په شرح منظمومه حاشیه ده،چې څو څو ځلې چاپ شوې هم ده. په منقول کې یې مهم اثر په عروة الثقی استدلالي شرح ده.
۹- میرزا مهدي اشتیاني
زموږ د قرن له تکړه اساتېدو څخه دی. میرزا جعفر یې پلار دی،چې میرزا کوچک ملقب دی او د محمد رضا حکیم قمشه ای له شاګردان څخه و او مور یې د تهران د مشهور مجتهد حاج میرزا حسن اشتیاني لور و.
۱۰ – آقا ميرزا احمد آشتياني
د میرزا حسن مجتهد اشتیاني کوچنی زوی دی. په تهران کې تر څلویښتو کلونو ډېر د فقې او اصولو او معقولو تدریس کړی دی. د حکیم کرمانشاهي او حکیم اشکوري شاګرد دی. په ۴۵- ۱۳۵۰ کې د نقلي علومو د تکمیل لپاره نجف ته ولاړ او خپله یې تدریس هم کاوه. د اسفار په درس کې به یې د نجف د هغه وخت سترو فضلاوو او مجتهدینو ګډون کاوه. استاد علامه طباطبايي هم په همدې ورځو کې له نوموړي څخه استفاده کوله او د اسفار د درس څه برخه یې له همده سره ویلی ده. په ۱۳۹۵ کې په سل کلنۍ کې مړ شو.
۱۱- اقا میرزا طاهر تنکابني
په دې اوسني دوره کې د فلسفې له اساتیدو ځنې دی. د فلسفې په متونو او آراوو کې یې حیرت انګیزه احاطه درلوده. د ۱۲۸۰ د ایران د مازنداران ولایت د کلاردشت په سیمه کې زېږېدلی دی. د تحصیلاتو د تکمیل لپاره تهران ته راغلې. د میرزا جلوه، حکیم قمشه ای او حکیم مدرس دوره یې درک کړې ده. دا چې د حکیم نیشاپوري او حکیم نیریزي له درس څخه یې استفاده کړې او کنه نه؛نو په دې اړه معلومات نه لرو. تر دې درې حکیمانو وروسته نوموړی له څرګندو اساتیدو څخه شمېرل کېږي. په ۱۳۶۰ کې مړ شوی دی.
۱۲- آقا سيد ابوالحسن رفيعي قزويني
په دې وروستۍ نیمه پېړۍ کې له سترو اساتېدو ځنې و. جامعالمعقول و المنقول و. له حکیم کرمانشاهي او حکیم اشکوري سره یې فلسفه زده کړې ده. د مرحوم شیخ عبدالکریم حایري په لاس په۱۳۴۰ کې د قم د علمیه حوزې تر تاسیس وروسته نوموړی قم ته راغی او له ښاغلي حایري څخه د استفادې په ترڅ کې یې د سبزواري د شرح منظومې او د ملا صدرا اسفار هم تدریس کاوه. فضلاوو یې له درس څخه استفاده کوله. زما ستر استاد آیت الله خمیني مدظله هم شرح منظومه او د اسفار څه برخه له نوموړي څخه ویلې ده. په حسن تقریر کې یې ډېره ستاینه کېدله. د حکمت تږي کسان به قزوین ته ورتلل. د عمر په وروستیو کې په تهران کې مېشت شو او له مراجع تقلید څخه ګڼل کېده. په ۱۳۹۳ کې مړ شو.
۱۳- اقا شیخ محمد حسین فاضل توني
د اوسنۍ پېړۍ د فلسفې د اساتېدو له سترو شخصیتونو څخه و. په الهیاتو کې رساله لري،چې په مقدمه کې یې لیکلي،
چې د جهانګیرخان او حکیم اشکوري شاګرد و. د پوهنتون تر تاسیس وروسته د ادبیاتو په پوهنځي کې یې معقول او منقول تدریساوه. په ۱۳۰۹ کې زېږېدلی او حدوداً په ۱۳۸۰ کې مړ شوی دی.
۱۴- سید کاظم عصار
د اوسنۍ پېړۍ د فلسفې د اساتېدو له سترو شخصیتونو څخه و. په ۱۳۰۵ کې زېږېدلی ، په اتلس کلنۍ کې اصفهان ته تللی او درې کاله یې ( ظاهراً له جهانګیرخان او اخوند ملا محمد کاشي سره) فلسفه ویلې ده. بیا تهران ته راغلی او له حکیم اشکوري،حکیم کرمانشاهي او حکیم نیریزي سره یې فلسفه لوستې ده. بیا عراق ته تللی او لس کاله د منقولو علوم یې د فن له اساتیدو څخه زده کړي دي. په ۳۵ کلنې کې بېرته تهران ته راستون شو او د معقول او منقول ( مخصوصا معقول) په تدریس یې پيل وکړ . په ۱۳۱۳ هجري شمسي کې د تهران د پوهنتون تر تاسیس وروسته یې د ادبیاتو په پوهنځي کې د منقول او معقول په تدریس بوخت شو. حدوداً له ۱۳۶۵ کال راهیسي، د سپهسالار عالي مدرسې، چې د پوهنتون نوم غوره کړ؛نو په دې کې هم په تدریس بوخت شو او د عمر تر پایه پورې همدلته و.مرحوم عصار ډېر ټوکي سړی و او څه به یې هم دومره جدي نه نیول. په وحدت وجود، بدا، علم الحدیث او تفسیر کې ترې اثار پاتې دي،چې ځینې چاپ شوي هم دي. په ۱۳۹۴ قمري کې مړ شوی دی.
درې دېرشمه طبقه
دا طبقه زموږ خپل استادان دي. موږ د ملاحظاتو له مخې اوسمهال ددې طبقې له ترجمې څخه ډډه کوو او بل مناسب فرصت ته یې پرېږدو.
داسې طبقه بندي په لومړي ځل ترسره کېږي او تر اوسه مو لا نه دي لیدلي،چې چا داسې څېړلي وي؛نو طبعاً
نیمګړتیا یې دا ده،چې جامع نه دی. ډېری کسان پکې له قلم څخه پاتې دي؛ځکه هدف د اسلامي دورې د ټولو حکماوو او حکیم مشربوو یادونه نه ده. ددې ټولو راټولنه څه دومره اسان نه دي. زموږ هدف یوازې هغو ته پاملرنه ده،چې د تالیف، تدریس او د شاګردانو د روزنې له لارې په راتلونکي نسل کې روښانه اغېز درلوده او په دې فن کې پرچمداره ول او د فرهنګي اسلامي ددې سترې برخې په تداوم او استمرار کې یې مثبته ونډه درلودلې ده. په پای کې د لاندې ټکیو یادونه لازم ګڼم.
۱- که څه د استادۍ او شاګردې په معیار ترسره شوې؛نو د بلې هرې طبقې په شان دا طبقه بندي هم تقریبي ده. پوهېږو هغو کسانو،چې له یو استاد څخه استفاده کوي او که دې استاد کلونه تدریس کړی وي؛نو سل په سلو کې سره همدوره نه دي. معمولا د یوې طبقې زاړه ددې طبقې تر ځوانانو یو ډول تقدم لري. د مثال په ډول حاجي سبزواري په دې اعتبار،چې د ملا اسماعیل اصفهاني شاګرد او دا هم د ملاعلي نوري شاګرد دی؛نو له میرزای جلوه او حکیم قمشه ای سره مو هم طبقه شمېرلي،چې دوی هم د نوري د شاګر شاګردان ول. په داسې حال کې،چې حاجي ددې طبقې له زړو څخه دی او لږ یې خپله نوري هم درک کړی او په ۱۲۸۹ کې مړ شوی؛خو میرزای جلوه ددې طبقې له ځوانانو څخه دی او تر ۱۳۱۴ پورې ژوندی و او خپله یې په پیل کې نیت درلود،چې په سبزوار کې له حکیم سبزواري څخه استفاده وکړي.
۲- د درېمې پېړۍ له لومړۍ نیمې څخه،چې د اسلامي فلسفې تاریخ پیل کېږي؛نو د څلورمې پېړۍ تر پايه پورې د ترجمې دوره ده. په دې دوره کې ډېر فلیسوفان مترجمین وه او ډېری مترجمین خپله فلیسوفان وه. البته داسې مترجمین هم وه،چې فلیسوفان نه وه او داسې فلیسوفان هم ول،چې مترجمین نه وه. د ترجمې دوره تر تحقیق او تالیف بیله ده. داسې نه ده،چې ځینې یې خیال کوي،چې په اسلامي دوره کې یوه پېړۍ او دوه پېړۍ یوازې په ترجمه بوخت وه او بیا د نظر خاوندان راپیدا شوي،چې ورته فیلسوفان وایو؛بلکې له لومړنیو ترجمو سره یوځای، د یعقوب بن اسحاق کندي په شان بې ساري شخصیت راښکاره شو او فیلسوفان یې وروزل او دې رشتې ادامه ومونده. الکندي له حنین بن اسحاق عبادي، عبدالمسیح حمصي په شان له مترجمینو سره همزمانه دي او د ثابت بن قره او له نورو مترجمینو څخه په زماني لحاظ مخکې دی یا زماني تقدم لري..
۳- مترجمین غالبا ، یهودانو مسیحیان یا صایبایان وه او مسلمان مترجم پکې ډېر لږ تر سترګو کېږي او همداشان زرتشي مترجمین هم پکې نه تر سترګو کېږي. په مترجمینو کې یوازې عبدالله مقفع دی،چې ویلای شو، احتمالا زرتشتي و؛خو نوموړی هم زرتشتي نه ؛بلکې مانوي دی،چې بیا وروسته مسلمان شوی دی. خو ددې دورې فلیسوفان او د نظر خاوندان ، چې ځان ته یې اندیشه درلوده؛نو دا ټول مسلمانان دي او حتی یو غیر مسلمان صاحب نظره فلیسوف هم پکې نشو پیدا کولای او دا خپله د علمي او جامعه شناسۍ د تحلیل له مخې د څېړنې وړ دی.
۴- تر ترجمې وروسته دوره تا شپږمې او وومې پېړۍ پورې ( تر څه یوه اندازه د ترجمې په دوره کې) زیاتره فلیسوفان، ددې په څنګ کې،چې فیلسوفان دي؛نو د طب په فن کې هم مهارت لري. بوعلي هم فیلسوف دی او هم طبیب. په دې کې ډېری طب پر فلسفه غلبه لري. دا دوره،چې ( طبي فیلسوف) دوره ده؛نو پکې مسلمانان، یهودان او مسیحیان شرکت لري او د ترجمې د دورې پر خلاف په دوره کې صایبان نشته. په دې دوره کې له ډېر مسیحي او یهودي طبیبانو سره مخ کېږو،چې فیلسوف هم دي، د مثال په ډول ابوالفرج بن الطیب،چې د ابن سینا معاصر دی؛نو د طب له نظره په داسې مرحله کې دی،چې ابن سینا یې ستاینه کوي؛خو په فلسفه کې یې ابن سینا او نور ستاینه نه کوي. ابوالبرکات بغدادي او ابوالخیر حسن بن سوار په دې اړخ کې استثنا ګڼل کېږي؛ځکه ابوالبرکات یو صاحب نظره یهودی فیلسوف و او ابولخیر یو مسیحی فیلسوف و. لکه څرنګه،چې پوهېږو دا دواړه هم پخپل لومړني ادیانو کې پاتې نشو او په اخره کې دواړه مسلمانان شول.
دا شمېرنې د جامعه شناسۍ له نظره جالبه څېړنه کېدلای شي. مثلا د ( د فیلسوفو مترجمانو او مترجمو فلیسوفانو) په طبقه کې صاحبه نظره فیلسوفان ټول مسلمانان دي او د فیلسوفو ډاکترانو په طبقه کې ډاکتر فلیسوفانو په طبفه کې صاحب نظره فیلسوفان ټول مسلمانان دي او غیر مسلمان ډاکتر په دې،چې تکړه ډاکتران دي؛خو صاحب نظره فلیسوفان نه دي. دا دې دلیل دی،چې له فلسفي تعلقاتو سره اسلامي روح تر نورو هغو روحونو ډېره سازګارتره دی،،چې پر نورو ادیانو واکمن دي. تر دې ټولو څخه خو جالبه دا ده،چې تقریبا د ۱۲ پېړۍ ایز تاریخ په اوږدو کې د اسلامي دورې په طب او فلسفه کې نه له کوم زرتشتي فلیسوف سره مخ کېږو او نه له کوم زرتشتي ډاکتر سره( او ظاهراً د ریاضیدانانو ټولګه همداسې ده.) دا څرګنده ده،لکه څرنګه،چې په دې علمي، فرهنګي او فلسفي نهضت کې یهودانو او مسیحیانو ګډون درلوده او برخه یې پکې اخستې و؛نو زرتشتیانو هم پکې برخه اخستلای شوه؛خو ګډون یې و نه کړ، لکه څرنګه ،چې دوی تر اسلام مخکې هم په جهاني فرهنګ کې ګډون نه درلود. تر اسلام مخکې،چې کوم ایرانیان د علم او فرهنګ مشعلداران وه؛نو هغه مسیحیان، یهودان یا صایبیان ول او همدوی وه،چې د جندي شاپور پوهنتون یې اداره کاوه.
په اسلامي دوره کې په فلاسفه وو کې یوازې بهنمیار بن مرزبان اذربایجاني دی،چې زرتشتي دی؛خو بیا وروسته مسلمان شو او په ډاکترانو کې یوازې علي بن عباس اهوازي تکړه ډاکتر دی،چې په ابن المجوسي مشهور دی، لکه څرنګه،چې ادوراد براون په اسلامي طب کې او نورو ویلي او پردې سربېره،چې نوم یې ګواهي ورکوي؛نو نوموړی خپله نه؛بلکې نیکونه یې زرتشتیان ول.
حقیقت دا دی،چې د زرتشتي ګرۍ روح په داسې بڼه و ( یې داسې کړی و)، چې په هیڅ ډول له علم او فلسفې سره سازګار نه و او که احیاناً ځینو به دا زنځیر ماتاوه او نورو علومو ته به یې مخه کوله؛نو له زرتشتي ګرۍ سره به خدای په اماني کوله.
۵- د مسلمانو فلاسفه وو په منځ کې ډېری یې شیعه دي. د اندلس د فیلسوفانو په استثنا،چې د شیعه له اندیشې او محیط څخه لرې وه،نور ټول زیاتره غیر شیعه فلاسفه شیعه ته لیوالتیا لري. دا هم په دې مطلب دلیل کېدای شي،چې شیعي عقل له هماغه پیل څخه فلسفي عقل و. دا مطلب مې د ( سیری در نهج البلاغه) په کتاب کې څېړلی دی.
۶- د اسلامي فرهنګ په ټولګه کې،چې ایرانیانو او غیر ایرانیانو پکې ګډون درلود کې؛نو د فلسفي او حکمت په برخه کې د غیر ایرانیانو په پرتله غوڅ اکثریت له ایرانیانو سره دی. خصوصاً په دې وروستیو پېړیو کې؛یعنې د مغولو تر دورې وروسته او په تېره بیا تر لسمې پېړۍ را پدېخوا،چې ایران په یو مخ شیعه شو؛نو اسلامي فلسفه یوازې او یوازې د ایرانیانو ده. دا ایرانیان نه وه،چې اسلامي فلسفه یې پیل کړه؛بلکې لومړنی اسلامي فیلسوف یو عرب دی. له فلسفې سره تر اشنايۍ وروسته ایرانیان تر بل هر ملت څخه ډېر په فلسفې پورې ونښتل.
زما په عقیده دا اړخ دوه جرړې لري. یو یې دا چې حتی تر اسلام مخکې د زرتشتي ګرۍ په دوره کې د ممانعتونو سربېره، بیا هم ایراني عقلیت یو فلسفي عقلیت دی. بل یې په ایران کې د تشیع نفوذ دی. که د ایراني فلاسفه وو له نژاد څخه تېر شو، چې پکې عرب، ترک او نور نژادونه راتلل، لکه فخرالدین رازي، جلال الدین دواني، صدرالدین دشتکي او غیاث الدین دشتکي او نور؛نو غیر ایراني فیلسوفان ډېر لږ دي. غیر ایراني فیلسوفان یا غیر مسلمانان دي،چې د مصر، شام او اندلس فیلسوف ډاکتران دي او یا هم غیر ایراني مسلمانان دي، لکه ابن هیثم بصري مصري، ابوالبرکات بغدادي، علي بن رضوان مصري کندي، ابن رشد، ابن طفیل، ابن الصایغ، قطب الدین مصري، کمال الدین یونس موصلي او احتمالا فارابي ،چې شمېره یې ډېره لږه ده.
۷- تر ابن سینا مخکې بغداد د فلسفې د تعلیم او تعلم مرکز و. ابن سینا یې مرکزیت ایران ته منتقل کړ. ابن سینا اساسا بغداد ته ولاړ نشو؛بلکې نوموړي په فلسفه کې استاد نه درلود او له استاد سره یې لږ څه منطق ویلی دی. د ابن سینا شهرت او نبوغ ددې لامل شو،چې له لرې شاوخوا څخه پرې د حکمت تږي راټول شي. کتابونو یې مخکیني ټول کتابونه منسوخ کړل او د هغه د کتابونو استادان یوازې په ایران کې پیدا کېدل او له ایران څخه یې بهر پراختیا وموندله.
د ابن سینا د اندیشو په نفوذ او دا چې کتابونو یې رقیب نه درلود او دا چې شاګردان یې یوازې ایرانیان وه او همدوی د کتابونو متخصصین وه؛نو دا ټول ددې لامل شول،چې د بغداد مرکزیت له منځه ولاړ شي. البته په بغداد کې فلسفي کتابونه او همداشان د ابن سینا کتابونه هم تدریس کېدل ؛خو د بغداد د هغه پخواني مرکزیت په شان خونده نه و.
وروسته بیا د ابن سینا د شاګرد شاګرد ابوالعباس لوکري په لاس د فلسفې حوزه تر خراسانه پورې خپره شو،چې د ابن سینا په وخت کې یوازې د ایران په مرکزي او احیانا په جنوبي سیمو کې و.
۸- له یوې خوا د مغولو په راتګ سره او بلخوا د غزالي په شان د کسانو د حملو له امله له ایران څخه پرته نور په ټولو ځایونو کې د فلسفې ټغر ټول شو. په ایران کې یې لا لږ څه انګار پاتې و؛خو په تدریج سره دا انګار په اور بدل شو. دا کار زیاتره د فارس په حوزه کې ترسره شو. د صفویانو د دولت او په اصفهان کې د نوي علمي او فلسفي نهضت په رامنځ ته کېدو د میرداماد او صدرالمتالهین په وسیله فلسفې نوې ساه واخسته.
۹- د صفویانو تر واکمنۍ وروسته اسلامي فلسفه،چې د ایراني شیعیانو په انحصار کې و؛نو د ایران ټولې برخې پکې په متساوي ډول سهیمې نه دي. ځینې سیمې په دې،چې په نقلي علومو کې د پام وړ ونډه لري یا خو په عقلي علومو کې برخه نه لري او یا خو دا چې دا برخه د پام وړ نه ده. په دې چې خوزستان په ادب، حدیث او فقاهت کې مهمه برخه لري؛خو په فلسفه، حکمت او عقلي علومو کې برخه نه لري، دا سیستان او بلوچستان ولایتونه هم دا شان دي او ابو سلیمان منطقي سجستاني باید په سیستان کې یو استثنا وشمېرل شي. ځینې ولایتونه لږه برخه لري، لکه اذربایجان. په اذربایجان کې باید د بمهنیار، شمس الدین خسروشاهي، ملا رجبعلي، ملا حسین اردبیلي او اقا علي حکیم نوروزي او زموږ په عصر کې له علامه طباطبايي نومونه باید واخستل شي . د ایران ځینې نور ولایتونه پکې ډېره برخه لري، لکه خراسان، اصفهان او پارس.
څه چې ممکن غیر منتظره تلقي شي دا دي،چې د میرداماد له وخت څخه تر زموږ وخت پورې د ایران شمالي ولایتونه لکه ګیلان، مازندران او ګرګان په عقلي علومو کې تر ټولو ډېره ونډه لري. د فلسفې د علم تقریبا دېرش اساتید له همدې سیمې څخه دي،چې پکې ستر او مخور فلیسوفان هم شامل دي، لکه میرداماد، ملا اسماعیل حاجويي، اقا محمد بید ابادي، ملا علي نوري ، میرفندرسکي،عبدالرزاق لاهیجي او ملا محمد جعفر لنګرودي.که څه ددې کسانو د تدریس ځای اصفهان و؛خو خپله د ایران د شمال اوسېدونکي دي.
۱۰- د فلاسفه وو هغه طبقات په هغه ترتیب،چې موږ لاس ته راوړل؛نو یوه منظمه، مرتبه او بې ځنډه لړۍ ده او د یو مستمر فرهنګ نښه ده. ساری یې په فقه، حدیث، عرفان، ادبیاتو او حتی ریاضیاتو کې ورکولای شو. د استادۍ او شاګردۍ له نظره یوازې په دوه ځایونو کې دي،چې مجهول ټکي ته پکې رسو. یو د ملا اسماعیل خاجويي وخت دی، نه خپله هغه او نه نورو ( په هغه حدودو کې،چې موږ لاس ته راوړي) د هغه د استادانو په اړه څه نه دي ویلي. بل د میرداماد استاد فخرالدین سماکي دی،چې استادان یې نه پېژنو.
البته په دې دوه ځایونو کې ځنډ نه دی رامنځ ته شوی او د استادۍ او شاګردۍ تسلسل هم له منځه نه دی تللی؛بلکې فعلا موږ ته مجهول دی، ښايي وروسته راته معلوم شي. که له دې دوو مجهولو ټکیو څخه تېر شو؛نو تر بوعلي پورې د خپلو اساتیدو لړۍ معلومولای شو او که شیخ بهايي د فلسفې د استاد په توګه ومنو؛نو د ابهام له دوه ټکیو څخه یو به یې برطرفه شي؛ یعنې د شیخ بهايي او د هغه د استاد ملا عبدالله یزدي له لارې ؛نه د میرداماد له لارې به تر بوعلي پورې د استاد او شاګردۍ لړۍ مشخصه شي. بوعلي شخصا بله وضع لري او اساسا هغه د فلسفې استادان نه درلودل او یوازې د نورو له کتابونو څخه به یې استفاده کوله.
۱۱- نه یوازې دا چې بوعلي په فلسفه کې استاد نه درلوده او د نورو کتابونو په مطالعه فیلسوف شوی؛نو فارابي او الکندي هم د فلسفې استادان نه درلودل،چې دوه نورې سرسلسلې دي. تاریخ د الکندي په شان بل یو فیلسوف هم د استاد په ډول نه یادوي؛ بلکې اساسا د الکندي په محیط کې بل فیلسوف نه و؛نو له دې مخې د الکندي فیلسوفي خپله د نوموړي له شخص څخه پیل کېږي. فارابي هم یوازې منطق له استاد ( یوحنا بن حیلان) سره ویلی دی . دا چې ویل کېږي فارابي د ابوبشر متی شاګرد ؛نو مخکې مو هم ویل،چې دا سمه خبره سمه نه ده.
له دې مخې د فلسفې د معلم له اړخه نه؛بلکې د فلسفي کتابونو له اړخه مسلمانان د غیر مسلمانانو مدیون او رهین دي.
عرفان او تصوف
عرفان هغه علم دی،چې د اسلامي فرهنګ په لمن کې وزېږېد، وده یې وکړه او تکامل یې وموند. د عرفان په اړه له دوه اړخونو څخه بحث او تحقیق کولای شو : یو له اجتماعي اړخه او بل له فرهنګي اړخه.
له نورو فرهنګي اسلامي طبقو لکه مفسرینو، محدیثینو، فقهاوو، متکلمینو، فلاسفه وو، ادیبانو او شاعرانو سره عارفین یو ستر توپیر لري او هغه دا، پر دې سربېره،چې یوه فرهنګي طبقه ده او د عرفان په نامه یې علم رامنځ ته کړ او ستر دانشمندان پکې را پیدا شول او مهم کتابونه یې ولیکل؛ بلکې په اسلامي جهان کې په ځان پورې مختص یوه اجتماعي فرقه یې هم رامنځ ته کړه. د فقهاوو، حکماوو او نورو فرهنګي طبقو پر خلاف،چې یوازې فرهنګي طبقې دي او له نورو څخه یوه بیله فرقه نه ګڼل کېږي؛خو اهل عرفان،چې کله هم د فرهنګي په عنوان یاده شي؛نو په عرفاوو یادېږي او که په اجمتاعي عنوان یاده شي؛نو د متصوفه وو په عنوان یادېږي.
عرفا او متصوفه په اسلام کې یو مذهبي انشعاب نه ګڼل کېږي او خپله هم د داسې انشعاب مدعي نه دي او په ټولو اسلامي فرقو کې شتون لري؛خو په عین حال کې یوه تړلې او یو له بل سره تړلې اجتماعي ډله ده. یو لړ خاصو افکارو، اندیشو او حتی مخصوصو ادابو، معاشرتونو، جامو اغوستنو او د مخ او ویښتانو خاص جوړول او په خانقاه کې اوسېدانې یې ورته د خاصې مذهبي او اجتماعي فرقې رنګ ورکړی او ورکوي یې. البته تل په شیعه وو کې هم عارفین وه ،چې له نورو سره هیڅ ډول ظاهري امتیاز نه لري او په عین حال کې عمیقا د عرفاني سیر او سلوک والا دي او په حقیقت کې ددې طبقې حقیقي عارفین دي. او داسې ډله نه ده،چې له ځان څخه یې سل ګونه اداب اختراع کړي او بدعتونه یې رامنځ ته کړي دي .
موږ په دې تاریخي بحثونو کې د عرفان له اجمتاعي او فرقه ایز اړخ او په حقیقت کې د (( تصوف)) له اړخ سره یې کار نه لرو؛بلکې یوازې له فرهنګي اړخه او هغه هم ددې فرهنګي څانګې د تاریخي تسلسل له اړخه بحث ته ورننوځو؛ یعنې دې ته مو نظر دی،چې عرفان ته د یو علم او د اسلامي فرهنګ له څانګو څخه د یوې څانګې په توګه نظر کوو ،چې د اسلام په تاریخ کې یو متصل او بې ځنډه جریان و او په دې ډول یې نه څېړو،چې یوه طریقه ده او یوه اجتماعي فرقه یې پیرو ده.
د علمي او فرهنګي سیستم په عنوان عرفان دوه برخې دی: عملي برخه او نظري برخه.
عملي برخه : هغه برخه ده،چې د انسان اړیکې او دندې له ځان (خپله له انسان)، جهان او خدای سره بیانوي او توضیح کوي یې. عرفان په دې برخه کې د اخلاقو په شان دی؛یعنې یو عملي ((علم)) دی؛خو لږ توپیر لري،چې وروسته به یې بیان کړو.د عرفان دې برخې ته د (( سیر و سلوک )) علم وايي. د عرفان په دې برخه کې توضیح کېږي،دا چې ((سالک)) د انسانیت منیع څوکې؛یعنې ((توحید)) ته ورسي؛نو له کوم ځای څخه یې باید پيل کړي او کوم منزلونه او پړاوونه باید په ترتیب سره تېر کړي او منزل ته په لار کې به ورته څه پېښېږي او کوم ډول واردات به ورته واردېږي. البته دا ټول منزلونه او مراحل د یو کامل او پوخ انسان تر څارنې او اشراف لاندې ترسره شي،چې نوموړي وار دمخه دا لار طی کړي وي او (( د منزولونو له رسم او لارو)) څخه خبر وي او که په دې لار کې د کامل او پوخته انسان بدرګه نه وي؛نو د ګمراهۍ خطر هم پکې شته دی. هغه کامل انسان،چې ضروتاً باید له ((نو سفرو)) سره همراه وي ؛نو عارفین یې د (( طایر قدس)) او کله هم د (( خضر)) په نامه تعبیروي.
همتم بدرقه راه کن ای ((طایر قدس))
که دراز است ره مقصد او من (نوسفرم))
ترک این مرحله بې همرهی (( خضر)) مکن
ظلمات است بترس از خطر ګمراهي
د عارف له نظره توحید، د انسانیت د منیع هڅکه څوکه ګڼل کېږي؛نو د عامو خلکو د توحید او حتی د فیلسوف له توحید سره(یعنې دا چې واجب الوجود یو دی؛ نه ډېر) تر اسمانه پورې توپیر لري. د عارف توحید؛یعنې حقیقي موجود یوازې خدای دی، له خدای پرته،چې هر څه دي؛نو ( نمود) دي؛نه (بود). د عارف توحید؛یعنې دا چې له خدای پرته څه هم نشته. د عارف توحید؛یعنې د طریقې طی کول او داسې مرحلې ته رسېدل،چې له خدای پرته نور څه نه ښکاري.
د عارفینو مخالفین د توحید دا مرحله نه تاییدوي او احیاناً یو ډول کفر او الحاد یې ګڼي؛خو عارفین معتقد دي،چې حقیقي توحید همدا دی او د توحید نور مراتب له شرک څخه خالي نه دي. د عارفینو له نظره دې مرحلې ته رسېدل د عقل او اندیشی کار نه دی؛بلکې د زړه، مجاهدې او سیر و سلوک کار دی او د نفس تصفیه او تهذیب دی.
په هر حال د عرفان دا برخه د عملي عرفان برخه ده، له دې اړخه د اخلاقو د علم په شان ده، چې د ( څه بایدونو) په اړه بحث کوي؛خو په دې توپیر:
لومړی خو دا چې عرفان ، له خدای سره د انسان اړیکه ،له جهان سره د انسان اړیکه او له خپل ځان سره د انسان د اړیکې په اړه بحث کوي او عمده نظر یې له خدای سره د انسان په اړیکو پورې دی او حال دا چې ټول اخلاقي سیستمونه دې ته ضرورت نه ویني،چې له خدای سره د انسان د اړیکو په اړه بحث وکړي،یوازې مذهبي اخلاقي سیستمونه دې اړخ ته پاملرنه کوي.
دویم دا،چې د اخلاقو پرخلاف،چې ساکن دي، عرفاني سیر او سلوک متحرک دی لکه څرنګه ،چې د دوو کلمو له مفهموم څخه یې پیدا دي؛یعنې په عرفان کې د پیل د ټکي،مقصد، منزلونو او مراحلو په اړه خبرې کېږي،چې سالک یې باید په ترتیب سره طی کړي،ترڅو نهايي سرمنزل ته ورسي. د عارف له نظره واقعا او له کومې مجازې شایبې پرته د انسان لپاره لار شته،چې په دې لار باید ولاړ شي او مرحله په مرحله او منزل په منزل یې طی کړي، مخکې بل منزل ته رسېدل د شاتني منزل له طی کولو پرته ناممکن دي.
نو د عارف له مخې د بشر روح لکه د یو بوټي او یا ماشوم په شان دی او کمال یې په هغه وده کې دی،چې د یو خاص نظام له مخې باید ترسره شي؛خو په اخلاقو کې یوازې د یو لړ فضایلو خبره کېږي، لکه رښتیا،سموالی، عدالت، عفت، احسان، انصاف، ایثار او وغیره،چې روح پرې باید سینګار او متحلي شي. د اخلاقو له نظره د انسان روح د یو کور په شان دی،چې په یو لړ زیوراتو،زینتونو او نقاشیو باید مزین شي، پرته له دې،چې کوم ترتیب پکې وي،چې له کوم ځای څخه یې پیل کړي او په کوم ځای یې پای ته ورسوي. د مثال په ډول له چت څخه شروع شي که له دیوالونو څخه او له کوم دیوال څخه او د دیوال له لاندې برخې څخه که له پورته څخه. په عرفان کې پرعکس دی، اخلاقي عناصر پکې مطرح دي؛خو په اصطلاح په دیالکتیک ډول؛يعنې په متحرک او تاند ډول.
درېم دا چې، روحي اخلاقي عناصر په هغو معاني او مفاهیمو پورې محدود دي،چې غالبا هغوی راپېژني؛خو عرفاني روحي عناصر خورا پراخه دي. په عرفاني سیر و سلوک کې د یو لړ احوالو قلبي وارداتو په اړه خبره کېږي،چې مخصوصا د ((لارې سالک)) ته د مجاهدت او طریقو د طی کولو په دوران کې لاس ته ورځي او نور خلک له دې احوالو او وارداتو څخه بې خبره دي.
د غرفان بله برخه د هستۍ په تفسیر پورې اړه لري؛یعنې د خدای تفسیر، د جهان تفسیر او د انسان تفسیر. عرفان په دې برخه کې لکه د فلسفې په شان دی او غواړي،چې هستي تفسیر کړي. د لومړۍ برخې پر خلاف،چې د اخلاقو په شان ده او غواړي انسان ته بدلون ورکړي، لکه څرنګه،چې په لومړۍ برخه کې یې هم له اخلاقو سره توپیرونه درلودل؛نو په دې برخه کې هم له فلسفې سره توپیر لري.
لیکوال : استاد شهید مطهری
ژباړه : اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com