تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  تاريخي داستان: «تورې له عدالته غچ واخست» ليکوال: لبنانى مشهور ليکوال: جرجي زيدان د حضرت علي تر شهادت مخکې پېښې د کوفې ښار تاريخ او جغرافيا: د کوفې ښار حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) پر ١٧ هجري کال، د دويم خليفه؛ حضرت عمربن خطاب (رض) پرمهال د فرات سيند لويديځې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

تاريخي داستان: «تورې له عدالته غچ واخست»

ليکوال: لبنانى مشهور ليکوال: جرجي زيدان

د حضرت علي تر شهادت مخکې پېښې

د کوفې ښار تاريخ او جغرافيا:

د کوفې ښار حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) پر ١٧ هجري کال، د دويم خليفه؛ حضرت عمربن خطاب (رض) پرمهال د فرات سيند لويديځې څنډې ته جوړ کړ، چې له سينده ډېر واټن نه لري.

په پیل کې دا ښار له لوخو او د ونو له ډډونو او پاڼو ځنې جوړ شوی و، چې بيا دې ښار اور واخست او لولپه شو، چې ورپسې یې حضرت سعد بن ابي قاص (رض) له خليفه اجازه واخسته چې ښار له خټو جوړ کړي، خليفه ورسره دا خبره په څو شرطونو ومنله:

١– څوک دې له درېیو خونو څخه ډېر کور نه جوړوي.

٢– کورونه دې ډېر جيګ نه جوړوي او د کور په جوړولو کې دې له نبوي سنت څخه لاروي وشي.

د دې ښار د واټونو پلنوالى دې شل گامه او د کوڅو پلن والى يې اوه گامه و.

لومړۍ ودانۍ، چې په دې ښار کې جوړه شوه، د دې ښار جومات و او د جوړولو کړنلار يې داسې و، چې جنگيالي د ښارمنځ ته راغلل او هرې خوا ته يې خپل غشي خوشې کړل او چېرې، چې عشي ولګېدل، تر هماغه بريده به جومات وي او تر هغه ورهاخوا به کورونه ترې جوړېږي.

د جومات ترڅنګ يې يوه کنده جوړه کړه، چې د دښمن له يرغله يې وساتي او د جومات ترڅنګ یې حضرت سعد بن ابي وقاص ته يوه لويه او ښکلط ماڼۍ جوړه کړه او نامه یې د ((سعد ماڼۍ)) شوه.

 حضرت علي د جمل تر جگړې روسته چې پر٣٦ هجرى کال پېښه شوه، د کوفې ښار، د خپل حکومت پلازمېنه کړه. دا مهال د کوفې ښار ډېر پرمختگ کړى و؛ ځکه له هر لوري خلک ورتلل او بڼونه او کورونه یې پکې جوړول.

د قطام د کور پته

له ښاره بهر د فرات سيند ته څېرمه يوه ښکلې او لويه ماڼۍ وه، چې شاوخوا ته يې د کجورو ونې کرل شوې وې.

د مني د فصل د مياشتې څوارلسمه شپه وه او کجورې رسېدلې وې؛ سپوږمۍ د ونو ترمنځ سرا راښکاره کاوه، د الوتونکيو غږونو د هغه ځاى چوپتيا ماته کړې وه، ښکلي باد به کله کله د ونو زلفې ګومنځولې، په دې چوپه چوپتيا کې يو کور و، چې درې خونې يې درلودې او گران بيه توشکونه او بالښتنونه پکې اچول شوي ول. يو تت څراغ د يوې ځوانې نجلې څېره روښانه کړې وه، چې زلفې یې پرېشانه وې او له سترګو يې اوښکې رابهېدې او تورو جامو يې ښودل، چې د خپلو عزيزانو وير ته ناسته ده. تپه تياره او یوازېتوب یې غنيمت گڼلى و، چې له زړه د خپلو دوو عزيزانو غم تش کړي، چې دواړه پر يوه ورځ مړه شوي ول.

قطام څوک وه

قطام د [ شحنة بن عدى (عيسى)] لور وه، چې د ټبر نوم يې ((رباب)) و، چې ښايست او ښکلې څېرې يې په ټول ښار کې مشهوره کړې وه، تردې چې د((کوفى سپوږمۍ)) ورته ويل کېده. تر «نهروان جګړې» روسته يې چې رور او پلار ووژل شول؛ نو د حضرت علي د مخالفینو په لیکه کې شوه.

 قطام، چلۍ او مکاره وه، چې تل د خپل پلار او رور د غچ په فکر کې وه؛ خو له وېرې يې څه نه ویل؛ ځکه د کوفې ښار، د حضرت علي له پلويانو ډک و؛ نو ناچاره وه، د خپل پلار او رور د زړه داغ په زړه کې وساتي او پخپل کور کې وير وکړي.

چې کله قطام د خپل رور او پلار په وير، ویرجنه شوه؛ نو خپل ټول چوپړیالان ترې ولاړل او يوازې يو مریی ورسره پاتې شو، چې له قطام سره يې ژوند کاوه او قطام هم د زړه خوالې ورسره کولې.

له اموي ځوان سره د قطام دروغجنه مينه

يو ماسپښين قطام خپل مریی، ښار ته په يوې زړې ښځې پسې ولېږه؛ شپه شوه؛ خو مریی راستون نه شو، قطام د مريي ناوخته کېدو اندېښمنه کړه؛ خو بیا هم د خپل پلار او رور وير ته کېناسته، ناڅاپه يې د پښو کښار واورېد، اندېښمنه راپاڅېده او غوږ شوه.

روسته يې د خپل مريي «ريحان» د پښو غږ وپېژنده. زړه يې قرار شو، مخې ته ورغله او همداچې ريحان ته ور و رسېده؛ نو د ځنډ لامل يې ترى وپوښت.

 ريحان وويل: ځنډ مې د((لبابه)) له لامله و، چې له يوه ځوان سره ګړېده.

 قطام: ځوان څوک و؟

 ريحان وويل: نه پوهېږم، چې هرمهال لبابه راغله، پخپله یې وپوښته.

چې لبابه راغله، قطام ته يې مخ کړ، و یې ویل: لورې! د ځنډ بښنه غواړم.

 قطام: ته خو مې د زړه ټکور يې، ولې راکره ژر ژر نه راځې؟

 لبابه: قطام، مه خپه کېږه! يوه ورځ به خداى دا غمونه پاى ته ورسوي.

قطام: ته خو پوهېږې، چې زړه به مې هله يخ شي، چې د خپل پلار او رور غچ واخلم.

 لبابه موسکۍ شوه او قطام ته یې مخ کړ.

 قطام وويل: ترورې خندا دې راپورې کېږي! چې غچ مې نه وي اخستاى؛ نو د زړه اور به مې مړ نشي.

لبابې د قطام لاس ونیو او مريي ته يې وکتل. مريی هم له خونې ووت او هغوى يې ځان ته پرېښودل.

لبابې وويل: ما ته به څه انعام راکړې، چې داسې کس راپيدا کړم، چې د عزيزانو غچ دې واخلي؟

قطام په بيړه وويل: ترورې! هغه څوک دى؟

لبابې وويل: قطام! بيړه مه کوه، هغه «سعيد اموي» دى.

 قطام وويل: سعيد څوک دى؟

لبابې وويل: هماغه ښکلی ځوان، چې زړه يې پر تا بايللى دى. قطام وويل: ترورې هغه پېژنم؛ خو پېژندگلوي یې راته څه گټه لري.

لبابه: قطام! ايا په زړه کې دې مينه ورته نشته؟

قطام په بيړه وويل: نه! نه! زه له چا سره هم مينه نه لرم. زړه مې د غچ له اوره ډک دى.

لبابه موسکۍ شوه، و يې ويل: ډېره هېښنده او ځیلي نجلۍ يې، تو خو سعيد اموي پېژنې؛ نو څنگه دې پرې زړه اوبه نه څښي؟ قطام وويل: نه! …… نه! هغه مې نه دی خوښ او نه له بل کوم يوه سره مينه لرم، چې په زړه کې مې د غچ د اور لمبې بلې وي؛ نو مینه به پکې څنګه وي.

لبابه: اوس چې د غچ په فکر کې یې؛ نو بايد له سعيد سره مينه ولرې، که څه، د يوې لنډې مودې لپاره وي، سعيد همغه دى، چې ستا غچ به اخلي.

قطام هېښنده لبابې ته وکتل، چې وويني لبابه رښتيا وايي، که ټوکې ورسره کوي؛ خو پوه شوه، چې لبابه ټوکې نه کوي؛ نو و یې ويل: رښتيا دې وويل، د غچ اخستنې لپاره یې بايد ځان ته رامات کړم، خپله مینه به ورڅرګنده کړم؛ نو هله به زما غچ اخستنې ته غاړه کېږدي ؟

لبابې وويل: هو! که دې کار ته يې غاړه هم کېنښوده؛ نو زه به يې خوښ کړم. لبابه څه شېبه چوپ شوه او بيا یې وويل: لورې! ورسره مینه وکړه؛ که څه، د يوې لنډې مودې لپاره وي.

قطام: پرې ميینه به شم؛ خو فکر نه کوم، چې هغه به دا کار وکړي. بيا يې لبابې ته مخ کړ، و یې ویل: گوره، ته دا خبرې له خپلې ګيډې کوې، له سعيد سره دې هم په دې اړه خبرې کړي که نه؟ لبابې په سترګو کې قطام ته وکتل، و يې ويل: لورې! پوه شه، چې سعيد دې په عشق کې له څو کالو مخکې ډوب شوی؛ خو ستا د پلار په ژوندون یې د مینې څرګندونې مړانه نه کوله؛ ځکه پلار دې د علي له سرسخته پلويانو ځنې و او سعيد هم لکه څنګه چې پوهېږې، اموي دى او له علي سره له پخوا دښمني لري او د (حضرت) عثمان د وينې غوښتونکې دی. هغه ډاډمن و، که پر تا مرکه وکړي؛ نو ستا پلار به یې و نه من ؛ خو چې پلار دې (تر صفين جګړې روسته) د علي له لاروۍ لاس واخست او د علي د دښمنانو په لیکه کې شو؛ نو سعيد وغوښتل، چې پر تا مرکه وکړي او څو ځل يې په دې اړه، غوږ راسره جنګولی هم دی؛ خو داچې پلار دې جګړې ته تللى و؛ نو وخت مې و نه کړ، چې دا خبره ورسره پخه کړم؛ خو چې (د نهروان په جنگ کې) سعيد ستا د پلار د وژل کېدو خبر واورېد؛ نو د خواشينۍ لپاره ما ته راغى او بيا يې راته د مرکې خبره راياده کړه؛ خو ما وويل: هغه اوس ويرجنه ده او اوس ددې خبرو وخت نه دى؛ خو هغه راته وويل: که موږ دواړه دې يو ځاى نه کړو او زه خپلې مینې ته و نه رسم؛ نو ځان به ووژنم. هغه نن بيا زما کور ته راغى او بيا يې د مرکې خبره راياده کړه، ما هم وويل: پردې شرط کړاى شي د قطام زړه گوتو ته راوړې، چې له علي څخه یې د رور او پلار غچ واخلې، هغه هم راسره ومنله او زما د ځند لامل هم له سعيد سره خبرې وې، اوس وايه، چې څه به کوو؟

قطام، چې د لبابې خبرې واورېدې، و يې ويل: ترورجانې! هغه به پرخپله خبره ودرېږي؟ علي به ووژني؟ زه د علي له وژلو پرته بله مهريه نه منم.

لبابې وويل: زه ګومان کوم، هغه به پر خپله ژمنه عمل وکړي او د علي د وژلو ځواک هم پکې ليدل کېږي؛ خو غوره به دا وي، چې هغه پخپله دلته راوړم او دا ژمنه ته پخپله ترې واخلې، په تېره، د مينې او عشق څو خبرې هم ورته وکړه او ورته ووايه، چې زړه مې پر تا بايللى؛ نو ډاډمن وسه، چې خپلې موخې ته به ورسې او که دا کار يې و نه کړ او يا ووژل شو؛ نو وینه به يې پر خپله غاړه وي، اوس دې نظر څه دى؟

قطام پردې خبره لکه د ګل وغوړېده، و يې ويل: هو! دا ښه فکر دى، هغه راوړه؛ خو ورته ووايه، چې قطام ستا وړانديز نه دى منلى او دومره ورته زما په اړه خبرې وکړه، چې زه پرې خپل منتر پوخ کړای شم.

لبابې کړس کړس وخندل، و يې ويل: خداى دې عمر ډېر کړه، زه دې لا نه يې يم پېژندلې، کم عقله مې انګېرې، زما وېښتان په همدې چارو کې سپین شوي دي؛ ډېرو سړیو ته مې ښځې کړي او ډېرې ښځې، چې واده ته چمتو نه وې، خلکو ته مې په نکاح کړي، په ما ډاډمنه وسه؛ لکه څنګه چې زه پر تا ډاډمنه یم.

 ورپسې لبابې ((ريحان)) (د قطام مريي) ته غږ کړ، و یې ویل: هغه ځوان پېژنې، چې نن شپه مې کور ته راغلى و؟ پوهېږې چېرې وسي؟

 ريحان وويل: هو! پېژنم يې.

 لبابې وويل: ژر ورشه او ورته ووايه، چې لبابه ترور دې درسره کار لري.

ريحان هم په سعيد پسې ووت.

سعيد اموي څوک و؟

سعيد اموي دېرش کلن ځوان و، لا ماشوم و، چې پلار يې ومړ او ورپسې یې نيکه، پالنه کوله، له نيکه سره یې خپله ځوانۍ، د (حضرت) عثمان په کور کې تېره کړه، هغوى د (حضرت) عثمان له سره سخته پلويانو ځنې ول او چې (حضرت) عثمان ووژل شو؛ نو دوى له هغو کسانو ځنې ول، چې د (حضرت) عثمان د وينې غوښتونکي شول. په جمل جګړه کې سعيد وجنګېد؛ خو نيکه يې زوړ و او په مکه کې پاتې شو. په جمل جګړه کې يې چې ماته وکړه؛ نو مکې ته راستون او له خپل نيکه سره وسېده، چې په صفين جګړه کې يې هم ګډون وکړ؛ خو کله کله به کوفې ته هم راتله، سعيد د قطام د ښايښت په اړه اورېدلي ول او څو ځل يې هم په ستر پرده کې په پټ مخ ليدلې وه او زړه يې پرې بايللى و؛ خو د مرکې مړانه يې نه درلوده؛ ځکه تر صفين جګړې مخکې، د هغه پلار، د علي له پلويانو ځنې و او کله هم دې ته چمتو نه و، چې خپله لور داسې سړي ته ورکړي، چې اموي وي او له علي څخه د (حضرت) عثمان د وينې غوښتونکی وي؛ خو تر صفين روسته، سعيد هیلمن شو او يوه مناسب وخت په تمه و، چې خپل عشق تر گوتو کړي.

د قطام رور او پلار، چې په نهروان جګړه کې ووژل شول؛ نو لبابې ته ورغى او له هغې يې وغوښتل، چې په دې خير کار کې، د هغه او قطام ترمنځ منځګړی شي او هغوی دواړه سره يوځاى کړي. لبابې هم په مکر او ټګۍ برګۍ، هغه د علي وژنې ته وهڅاوه او نور کار يې قطام ته وروسپاره.

سعيد پیمخی او بې تجربې ځوان و، چې د قطام مينې دومره لېونى کړى و، چې په نړۍ کې، يوه ښځه هم د قطام هومره ښکلې ورته نه ښکارېده.

لبابې چې له سعيد سره د قطام په اړه خبرې کولې؛ نو داسې يې وښودل، چې قطام به ورسره کله هم واده و نه کړي. سعيد وويل: که قطام دې راواده کړه؛ نو پر سرو سپينو به دې مړه کړم.

له قطام سره د سعيد کتنه

چې مريي، سعيد ته د قطام د ليدو خبر راووړ؛ نو له خوشحالۍ په ټوپونو شو، ژر يې جامې واغوستې او لکه د لېونو په کوڅو کې په منډو شو، تر ډېرې مودې انتظار روسته، د خپلې معشوقې وصال ته رسي او داچې د قطام خوښي يې لاس ته راوړې؛ نو ډېر خوشحاله و او له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایېده؛ خو چې د علي د وژنې د کار پایله به ورياده شوه؛ نو و به ډارېده؛ خو په خواشینۍ چې مینه هم لار هواروي او هم میین هر خیانت ته هڅوي.

سعيد په لار کې زړه ته ډاډ ورکاوه، چې قطام د هغه ښکلا وویني؛ نو له علي څخه د غچ اخستو اور به يې په زړه کې مړ شي؛ هغه په همدې سوچ کې په مريي (ريحان) پسې روان و. دواړه له ښاره ووتل، چوپه چوپتیا وه، روان ول، چې يو بڼ ته ورسېدل، ورننوتل، تر ننوتو مخکې، مريي له سعيد څخه اجازه وغوښته چې لږ صبر وکړي. سعيد په بڼ کې گرځېده راگرځېده، د چينډخو غږونو ته غوږ و، ځان يې د قطام ديدن ته چمتو کړی و، پر ځان يې ګوتې وهلې، کله يې خپله پګړۍ تړله او کله يې پخپله ږيره ګومنځوله. مريی وځنډېد، سعيد هم نور صبر نشو کړاى، اجازه يې وغوښته او ورننوت، رڼا راښکاره شوه او ريحان ورغږ کړ: راننوځه! سعيد له خوشحالۍ خپله لار ورکه کړې وه، لبابه او ريحان په کور کې د هغه د راننوتو په تمه ول، لبابې یې په ورين تندي هرکلی وکړ، سعيد یې له لاسه ونيو، له ځان سره يې بوتله، ریحان هم ډيوه په لاس، له دوى مخکې روان و. لبابې، سعيد د قطام خونې ته بوتله او هغه يې پر يوه توشک کېناوه او پخپله هم پر يوه توشک کېناسته، مريي هم ډيوه کېښوده او له خونې ووت.

سعيد وويل: ترورجانې! ولې څه نه وايې.

 لبابه: هو!

سعيد: قطام چېرې ده؟

لبابې وويل: صبر وکړه څو شېبې روسته به هغې ته هم ورشو. سعيد: ترورجانې! تا اندېښمنه وينم؟ ما ته ووايه، چې څه خبره ده، د صبر کاسه مې ډکه شوه.

لبابه: يوازې دومره به درته ووايم، چې هغه نجلۍ بې له ژړا او وير بل هيڅ کار نه لري او و مې نشو کړاى، چې پام یې ځان ته راوګرځوم، هغه یوازې وايي: غچ! غچ! او بې له دې خبرې، د بلې يوې خبرې ځواب هم نه ورکوي.

سعيد: زما په اړه دې ورته څه نه دي ويلي؟

لبابه: څنګه به مې ورته څه نه وي ويلي؟ که مې ورته ويلي وای؛ نو د «نه» ځواب یې راکاوه. ما ورته ويلي، چې سعيد به له علي څخه ستا غچ واخلي.

بيا لبابه، سعيد ته ورنږدې شوه، و یې ویل: که څه، هغه د مينې او محبت په اړه يوې خبرې اورېدو ته هم چمتو نه ده؛ خو همداچې ستا نوم مې ورته واخست؛ نو لکه د ګل وغوړېده؛ زما په اند، چې زړه یې پر تا اوبه څښلي؛ خو بيا هم د غچ په سوچ کې ده؛ خو ما ورته وويل، چې ته به يې له علي څخه غچ واخلې؛ خو هغې مې په خبره باور و نه کړ او فکر يې وکړ، چې ټوکې ورسره کوم او فکر کوي، چې ته ددې غچ اخستو ځيگر نه لرې او يو ډارن انسان يې؛ خو ګومان کوم، چې له مړانې دې خبره نه ده.

لبابې، سعيد ته داسې خبرې کولې، ته وا، د سعيد پر مړانه پوره ايمان لري، هغې خپلې اوښکې پاکې کړې.

 د لبابې خبرو پر سعيد خورا اغېز وکړ.

سعيد وويل: زه قطام نه ملامتوم، چې زما په اړه داسې فکر کوي؛ ځکه سم مې نه پېژني، اوس هغه چېرې ده، چې خپله پوره وفاداري ورته بيان کړم.

 لبابې چې د سعيد حالت وليد؛ نو سعيد ته يې وويل: په ما پسې راځه، چې ورته دې يوسم.

 لبابې ډيوه په لاس کې، له سعيد څخه مخکې روانه وه او سعيد يې هغې خونې ته یووړ، چې قطام پکې وه. قطام په داسې حال کې چې زلفې يې پرېشانه کړې وې او پر توشک ناسته وه.

 لبابې ورته وویل: پر جيګ غږ ژړاګانې مه کوه! پاڅه د خپل زړګي سعيد مېلمستیا وکړه. قطام د لبابې په خبرو کې راودانګل، و يې ويل مگر ما درته نه ول، ويلي، چې د عشق او محبت خبرې به زما په مخ کې نه کوې، تل د غچ په اړه ‏خبرې کوه؛ هر چاچې زما غچ واخست؛ نو هماغه به زما د مينې وړتیا ولري.

سعيد، چې قطام پردې حال وليده، ورمخکې شو او نوره يې هغه خبرو ته پرېنښوده، و يې ويل: قطام! زه به ستا غچ اخلم! پردې خوښه نه يې چې زه دې غچ واخلم؟

قطام وويل: نه! نه! خوښه نه يم، چې ته زما لپاره ځان په خطر کې کړې؛ زه به خپل غچ پخپله اخلم. بيا يې په ګوته، خپلې سينې ته اشاره وکړه او په کینه يې وويل: زه به پخپله په دې لاسونو د خپل پلار او رور قاتل وژنم او غچ اخستل به ما ددې کار لپاره ډاډه کړي او چمتوه نه يم، هغه څوک علي ووژني، چې هيڅ دښمني ورسره نه لري.

سعيد د قطام په خبرو وغولېد او فکر يې وکړ، چې قطام دا خبرې له پېرزوينې کړي دي؛ نوځکه يې پخپل ځان کې د دې دندې سر ته رسولو لپاره کلک هوډ ولید او قطام ته يې وويل: په ما ګرانې! څنګه به مې زړه ومني، چې تاسې دا کار پخپله وکړئ، حال دا، زه ستاسې لپاره هر کار ته چمتو يم؛ کېداى شي ته مې ددې کار وړ نه بولې او داچې زه له علي سره هيڅ دښمني نه لرم؛ نو ډېره تېروتنه کوې؛ ځکه زه له امويانو ځنې يم او هغوى ټول د (حضرت) عثمان د وينې غوښتونکي دي، که ما علي وواژه؛ نو پر يو غشي به مې دوه مرغۍ ښکار کړې وي او هغه داچې هم به مې خپل ټبر له ځانه خوښ کړی وي او هم خپله دلبره او که اجازه راکړې، چې ته زما مېنه ووسې؛ نو هر څه به راته اسانه شي. چې قطام پوه شوه، سعيد یې په پوره توګه د مينې په جال کې راګېر شوى؛ نو هوډ یې وکړ، چې ليکلى لیک ترې واخلي، چې هغه به علي وژني.

 د حضرت علي د وژنې لپاره لیکلى تړون

چې سعيد د لیکلي تړون په اړه واورېدل؛ نو ووېرېده او د چار پر ستروالي پوه شو؛ خو د قطام مینې ورته د هر کار کول، اسان کړي ول. قطام د سعيد حرکتونه تر کتنې لاندې نيولي ول، د هغه په وجود کې يې د پښېمانۍ نښې وليدې؛ نو هوډ یې وکړ، چې هغه د دې لیک ليکلو ته راوهڅوي؛ نو همدا ول، چې قطام، لبابې ته وکتل، و يې ويل: ته ولې د سعيد له لوري گړېږې، د هغه چوپتيا راښيي، چې هغه د دې تړون ليکلو ته چمتو نه دی؛ نو غوره به دا وي، چې په دې اړه نورې خبرې و نه کړو، سره له دې چې سعيد مې ډېر نه دى کتلى؛ خو په زړه کې ورته مينه لرم او دا به ښه نه وي، چې په خطر کې يې واچوم.

د قطام پردې خبره سعيد له خپل ځايه پاڅېد، و يې ويل: فکر کوې چوپتيا مې د وېرې نښه ده؟ ستا پر مینه قسم، چې ستا لپاره، وژنه هم راته اسان ده، زما شک د دې لپاره و، چې ايا ته راسره مينه لرې که نه؛ خو اوس چې تا کومه خبره وکړه، راجوته يې کړه، چې مينه راسره لرې؛ نو چمتو يم د علي د وژلو لپاره، لیکلى تړون لاسليک کړم؛ ووايه چې قلم او کاغذ راوړي.

لبابه بې ځنډه له خپل ځايه پاڅېده، چې قلم او کاغذ راوړي. سعيد هم له فرصته په گټنې، ځان قطام ته ورنږدې کړ، قطام هم موسکۍ شوه او پر ناز او نخرو يې سعيد ته وويل: د زړه سره! ولې زما لپاره ځان په خطرکې اچوې، ليکلي تړون ته اړتیا نشته، زه ستا پر خبره پوخ ايمان لرم!!

چې سعيد د قطام دا ناز، نخره او مينه ولیده او داچې قطام ورته د زړه سر ویلى و، ځان ترې ورک شو؛ نو قطام ته يې وويل: تر روستۍ سلګۍ به ستا په لار کې جنګېږم. قطام هم وليدل، چې جادو او ناز يې اغېز کړى؛ نو د کار د لا پخلي لپاره يې له سعيد سره نوره مينه هم وکړه، تردې چې سعيد ځان د نړۍ تر ټولو نېکمرغه انسان وباله؛ خو خبر نه و، چې دا مينه او نازونه، د حضرت علي د وژلو لپاره دي. لبابې هم په لوی لاس ناوخته کړ، ترڅو قطام پخپلو نازونو او نخرو، سعيد د خپلې مينې په جال کې پوښ راگېر کړي. لبابه راستانه شوه، حال دا، قلم، کاغذ او دوات يې په لاس کې راخستى و. سعید، چې لبابه وليده؛ نو وارخطا شوه؛ غوښتل يې له دې کار ډډه وکړي؛ خو د قطام مينې دې کار ته پرېنښود؛ قطام هم د سعيد په شک او اړنګ پوه شوه، بيا يې په نازنو او نخرو لاس پورې کړ، سعيد هم د قطام دې نازونو او نخرو ته ټينگ نشو او له ځان سره يې وويل: څومره ښه دى دا ديدار! او څومره ښکلې ده دا مينه؛ البته که دا شرطونه پکې نه وي.

قطام تر پایه هلې ځلې کولې، چې د سعيد زړه ته شک او اړنګ رانشي؛ نوځکه يې لبابې ته وکتل، و يې ويل: ولې ددې وزلو په راوړو ټینګار لرې، چې سعيد ليکلى تړون راکړي؟ نه! نه! فکر نه کوم، چې سعيد به يو داسې تړون وليکي. بيا موسکۍ شوه، لبابې ته يې وکتل، و يې ويل: ګومان کوم، چې سعيد به يو داسې تړون وليکي. بيا موسکۍ شوه، لبابې ته يې وکتل، و يې ويل: ګومان کوم، چې سعيد پښېمانه شوى؛ البته نه د وېرې له لامله؛ بلکې له ځان سره وايي: ايا دومره کارونه د يوې ښځې لپاره؟ قطام دا خبرې په ناز و نخرې کولې او داسې يې ښودل، چې دا خبرې د پېرزوينې لپاره کوي. سعيد چې د قطام خبرې واورېدې؛ نو نور په خود کې نه و، ټول خطرونه يې هېر شول او په وېره او لړزېدونکي لاس يې داسې وليکل:

  د قطام درنه مهريه

[ زه سعيد اموي، له قطام د شحنة بن عدي له لور سره پرېکړه کوم، چې علي بن ابيطالب ووژنم، چې دا به راسره د هغې د واده مهريه وي او که دا کار مې و نه کړ؛ نو ورسره به د واده وړ نه يم او خداى پردې پرېکړه گواه نيسم. «سعيداموي»]

چې سعيد دا تړون وليکه؛ نو ډېر ویاړېده؛ ځکه قطام ته يې جوته کړې وه، چې ډارن نه دى؛ خو روسته د خپل کار پر سختۍ پوه شو. قطام له سعيد څخه تړون واخست او په ځیر يې ولوست، بيا يې سعيد ته وکتل، و یې ویل: ګورم، چې په رښتيا دې تړون وليکه، ايا د قطام لپاره د ننگ خبره نه ده، چې له تا يې ليکلى تړون واخست؛ حال دا، پوهېږم، ته به پر خپل لوز عمل کوې؟ زما په خيال، چې زما خبرې دې جدي ونيولې، ما ته توپير نه لري، چې څوک علي ووژني او که چا و نه واژه؛ نو زه به يې پخپلو لاسونه ووژنم؛ خو دا څه چې تا وليکل، زما د ژوند تر ټولو ښکلې شپه وه او دا هر څه به زه نن د يارگار په توگه له ځان سره وساتم، چې يو بل ته ورسو.

سعيد د قطام په خبرو باور وکړ، زړه يې ارام شو؛ خو ډاډمن و، چې حضرت علي یې نه وي وژلاى؛ نو قطام ته به ور و نه رسي. دې لوى کار د هغه په ذهن او زړه دباو راوړى و، غوښتل يې په دې اړه سوچ وکړي؛ نو له قطام څخه يې د تللو اجازه وغوښته، قطام وويل: شپې ته همدلته پاتې شه! او که خوښه دې وي؛ نو ژر ولاړ شه او علي ووژنه، چې یو د بل شو.

قطام دا خبرې په ناز و ادا وکړې. سعيد سوړ اوسېلى وکړ، خداى په اماني يې وکړه او له خونې ووت. لبابې هم له سعيد سره خداى په اماني وکړه. د کور په بڼ کې هم ريحان ولاړ و او شاوخوا يې څارله، چې څوک خبر نشي. لبابه چې له سعيد سره له کوره راووته، سعيد ته يې مخ کړ، و یې ویل: مبارکي درته وايم، چې قطام دې خوښه کړه؛ ځکه نه یوازې د کوفې ټول زلمي؛ بلکې د عراق د نورو ښارونو زلمي یې هم غوښتونکي دي. هېښنده خبره خو دا وه؛ سره له دې چې قطام ويرجنه وه؛ خو چې سترگې یې پر تا ولګېدې؛ نو پر شونډو يې خندا راڅرګنده شوه، مینه څومره ښکلې ده، په تېره، هغه مينه، چې دوه اړخيزه وي؛ خو کوم تړون، چې دې لاسليک کړ، ډېر ارزښت نه لري؛ ځکه که په کوم خطر کې راگېر شوې؛ نو قطام هغه څوک نه ده، چې ستا له لاسليک څخه به ناوړګټنه وکړي.

سعيد له لبابې سره خداى په اماني وکړه، ولاړ؛ خو زړه يې له قطام سره پرېښود.

د نيکه له استازيو سره د سعيد کتنه

چې سعيد ځان ته شو؛ نو پوه شو، چې ډېر ستونزمن کار يې پر غاړه اخستى؛ ځان ته يې ډاډ ورکاوه، چې دا کار خپل ذهن ته د يوه ستر کار په نامه وسپاري او دا يو ښه کار وګڼي. انګېرل یې که حضرت علي ووژنم؛ نو هم به مې په خپل ټبر؛ «بني اميه» کې نامه هسکه شي، چې د امویانو غچ مې اخستى او هم به له حضرت معاویه سره د يوه مقام خاوند شي او هم داچې د قطام وصال ته به هم رسېدلى وي. پر همدې خيال کوفې ته روان و، چې کوفې ته ورسېد. د لوی جومات ترڅنګ تېرېده، اسمان پاک و او سپوږمۍ ځلېده، د حضرت علي پلويان پکې پراته ول، پوهېده، چې د علي پلويان تکړه او پیاوړي خلک دي او له مرگه نه وېرېږي، پښه يې خوى شوه او وېره پرې کېناسته، کور ته روان شو او په دې خيال کې و، چې څنګه به خپله نخچه پلي کړي.

د سعيد کور د کوفې په يو بازار کې و. مخکې له دې چې کور ته ورننوځي، ګوري چې د کور مخې ته يې يو اوښ ګونډې وهلي، چې کور ته ورننوت؛ و يې ليدل، چې څو نور اوښان او څو کسان یې هم په کور کې دي، پوه شو، چې مېلمانه یې راغلي دي.

يو پکې سعيد ته رانږدې شو؛ همداچې غوښتل يې سلام واچوي، سعيد وپېژندل، چې د نیکه کسان يې دي، هک پک شو او د دې ناڅاپي راتګ په اړه یې وپوښتل: عبدالله څه شوي، چې کوفې ته راغلې؟

 سړي وويل: موږ د خپل بادار اوستا د نيکه «ابوحارب» له اړخه راغلي يو.

سعيد: د څه لپاره راغلی يې؟

سړى: نیکه دې زوړ او بې دسته شوى او موږ يې رالېږلي يو، چې تا ورته بوځو.

 سعيد چغې کړې، و يې وويل: په نيکه مې څه شوي؟ رنځوره شوى؟

سړى: رنځوري یې د زوړوالي له لامله ده او هيلمن دی، چې و دې ويني او دنده یې راکړې، چې ژر تر ژره دې ور و رسوو. سعيد وويل: نیکه مې اوس چېرې دى؟

سړی: په مکه کې دى.

سعيد: زه هم بايد درسره مکې ته ولاړ شم؟

سړى: همداسې دنده یې راکړې؛ نوره خوښه ستاسې ده.

سعيد څه شېبه په سوچ کې ډوب شو او په تلو راتلو شو او د ((لاحول ولاقوة الابالله العلي العظيم)) کلمه يې زمزمه کوله. عبدالله هم په سعيد پسې ورغى او خونې ته یې ورننوت، و يې ليدل، چې سعيد خپله چپنه باسي او وایي: نيکه به مې هرومرو راسره کوم اړین کار لري، چې تاسې يې رالېږلي يئ.

عبدالله: هغه بې له تا په دې نړۍ کې څوک هم نه لري او تر مړينې مخکې غواړي، يو ځل تا وويني.

سعيد: نن شپه به دلته وکړو او سبا به روان شو، سعيد دا شپه، د قطام په ياد اړخونه اړول او په همدې يادونو يې شپه پاى ته ورسوله.

د نيکه ليدو ته د مکې پر لوري

سهار شو؛ سعيد، عبدالله او ياران يې پر اوښانو سواره او روان شول، سعيد غوره وليدل، چې تر تلو مخکې يو ځل قطام وویني؛ نوځکه یې څو شېبو ته له خپلو يارانو اجازه وغوښته او د سفر په جامو کې د قطام د کور پر لوري روان شو، چې د قطام کور ته ورنږدې شو؛ نو بېګانۍ پېښه ورياده شوه، چې له نیکه سره لیدنه وه؛ خو وارخطا نشو، وېره يې درلوده، چې نيکه يې تر مرګ مخکې و نه ويني. د قطام کور ته ورننوت، ريحان يې وليد او د قطام په اړه یې وپوښت.

ريحان وويل: هغه د يوه کار لپاره بهر وتلې او ژر به راستنه شي. داچې قطام سهار وختي له کوره وتلې وه او سعید خوښ نه و، چې د هغه غوندې نجلۍ دومره سهار وختي له کوره بهر ووځي، غوسه شو او د غيرت رګ یې راوپارېد، و يې ويل: هغه ځان ته بهر تللې؟

ريحان: له لبابې سره وتلې ده.

سعيد: ژر به راستنه شي؟

ريحان: نه پوهېږم، ښايي تر بیګا او يا تر سبا پورې هم راستانه نشي؛ ځکه کېداى شي، د خپلوانو لیدو ته له ښاره بهر وتلې وي.

سعيد نه پوهېده، چې قطام ته په تمه کېني او که ولاړ شي؛ خو هيله يې درلوده، چې پوه شي، قطام چېرې ده، چې د خداى په امانۍ لپاره ورشي. نه پوهېده، چې قطام به کله راستنېږي او شونې وه، چې په راتلو کې يې څو ورځې واوړي؛ نوځکه یې ريحان ته وويل: قطام ته ووايه، چې زه د يوه اړین کار لپاره مکې ته ځم، ډېر ژر به راستون شم. خداى په امانۍ ته راغلى وم؛ خو په کور کې نه وې.

سعيد له انډیوالانو سره مکې ته روان شو؛ خو زړه يې په کوفه کې له قطام سره پاتې شو، تر اوسه لا له ښاره نه و وتلی، چې قطام ورياده شوه او داچې قطام يې و نه ليده،  پښېمانه شو؛ خو له نیکه سره لیدنې، د زړه ډاډ ورکاوه.

ابورحاب څوک و

سپین ږېری ابورحاب د سعيد نيکه و، چې د سعيد د پلار تر مرګ روسته يې د سعيد پالنه کوله او دواړه له هغو کسانو ځنې ول، چې د (حضرت) عثمان د وينې غوښتونکي ول او موخه يې د (حضرت) عثمان له وژنکیو غچ اخستل ول؛ ځکه دواړو له (حضرت) عثمان سره ډېره مينه درلوده؛ خو د (حضرت) عثمان له هغو تېروتنو هم بې خبره نه ول؛ خو ډېر يې دې خبرو ته پام نه درلود. ابورحاب يقين درلود، چې ځينو دښمنانو (حضرت) عثمان دې ته اړ کړى، چې د خلکو غوښتو ته پام و نه کړي، چې په دې توګه (حضرت) عثمان ووژل شو.

 ابورحاب او سعيد له هغوى ځنې شول، چې د (حضرت) عثمان د وينې غوښتنه يې کوله؛ خو تر جمل جګړې روسته (چې د جمل اصحابو پکې ماتې وکړه)؛ نو ابورحاب د(حضرت) عثمان د وينې غوښتونکيو له ډلې جلا شو؛ ځکه پوره يقين یې درلود، هغوى چې د جمل په جګړه کې د حضرت علي پر ضد راپاڅېدلي ول، د مال او نړۍ په تمه راټول شوي دي. ابورحاب په مکه کې پاتې شو او بې له سعيده يې څوک هم نه درلود. سعيد، چې هوډ وکړ، چې د صفين په جګړه کې له حضرت معاویه سره يو ځاى شي او د حضرت علي پرخلاف وجنګېږي؛ نو ابورحاب له دې کاره منع کړ. ابورحاب پوهېده، چې سعيد په قطام پسې لېونى دى او غواړي واده ورسره وکړي؛ نوځکه يې اجازه ورکړه، چې په کوفه کې ووسي؛ خو دا ځل سعيد په کوفه ډېر پاتې شو، ابورحاب ونګېرله، چې بې دسته شوى او غوښتل يې له مرګ مخکې سعيد را و غواړي او وصيت ورته وليکي.

سعيد د مکې په ښار کې

سعيد د مکې او کوفې پر لار هم خوشحال و او هم خپه؛ خپه د نيکه له اړخه او خوشحال د قطام له اړخ؛ سعيد غوښتل، نیکه يې ژوندى وي، چې د قطام له اړخه ورته د واده د منلو خبر ور و رسوي؛ ځکه د نیکه یې هم پر دې واده خوښه وه. سعيد خوشحاله و؛ خو چې د واده شرط او د حضرت علي وژل به وریاد شول؛ نو وارخطا به شو او وېره به پرې کېناسته. په همدې سوچونو او سوچونو کې ډوب و، چې مکې ته ورسېد، لمر په ډوبېدو و، سعيد بې ځنډه د خپل نيکه کور ته ورغى؛ خو زړه يې خوی شو، چې هسې نه نيکه يې د هغه له رارسېدو مخکې مړ شوى وي. ښار ته چې ورسېد؛ نو له خپلو انډیوالونو سره يې خداى په اماني وکړه.

دود داسې و، چې کله به څوک د مکې ښار ته ورننوته؛ نو کور ته تر تللو مخکې به د بيت الله الحرام طواف ته تله؛ خو دا ځل سیده د خپل نيکه کور ته ورغى؛ ځکه د نيکه په اړه اندېښمن و. هغه کوڅې ته ورننوت، چې کور يې پکې و، هلته يې خپل ځينې انډیوالان وکتل، روغبړ یې وکړ او د خپل نیکه په اړه یې وپوښتل. همداچې سعيد د خپل نیکه له روغتيا ډاډمن شو؛ نو له خپل اوښه راکوز شو او اوښ يې خپل چوپړیال ته ورکړ. د سعيد ځينې انډيوالان تر هغه مخکې ابورحاب ته ورغلل، چې د لمسي د راتګ  زېرى پرې وکړي.

کور ته ننوت، چې څو خونې يې درلودې، په يوه کې څراغ لگېدلى و او په نورو کې تیاره وه، مخکې تردې چې د کور برنډې ته ورسي، يو سړى رو رو، د پښو پر ګوتو مخې ته راغی، چې رنځور نیکه يې له خوبه راویښ نشي. سعيد هغه وپېژنده، چې د نيکه يو خپلوان يې دى، د خپل نيکه په اړه یې وپوښت.

 سړي وويل: اوس ډوب ويده دى او څو ورځې کېږي، چې هډو یې سترګه نه ده پټه کړې؛ خو نن ډوب ویده دى او بې له ما یې له ټولو وغوښتل، چې له خونې ووځي او سپارښتنه يې کړې، چې سعيد نه وي راغلی؛ نو مه يې راويښوئ.

 سعيد وويل: پرېږده، چې خونې ته يې ورشم، د خوب په حال کې يې لیدل غواړم. دا يې وويل، څپلۍ يې وويستې، خونې ته ورننوت؛ په خونه کې په طاقچه کې يو څراغ ايښى و، پلته يې جيګه وه او لوګي يې ټوله خونه نيولې وه او ټول دېوال يې تور کړى و. سعيد د نيکه کټ ته ورنږدې شو؛ په زړه کې يې د نیکه د مرګ په اړه څه هېښنده وېره درلوده. نیکه یې ويده و او لاسونه يې هم تر پټو لاندې پټ ول، د هغه ټټر ته يې وکتل، چې وگوري ساه اخلي که نه؟ ډاډمن شو، چې نيکه یې په رو رو ساه اخلي؛ نو زړه يې په ځاى شو.

ابورحاب په هغه خونه او تته رڼا کې ډېر هېښنده ښکارېده. ابورحاب د سعید له راتګه خبر شو؛ ځکه یې سترګې پرانستې، وخوځېد او موسکی شو؛ همداچې سعيد وليدل، نيکه يې راويښ شوى؛ نو د خپل نيکه کټ ته کېناست، د خپل نیکه لاس يې راواخست، غوښتل يې ښکل يې کړى؛ خو ابورحاب اجازه ور نه کړ؛ سعيد يې ځان ته رانږدې کړ او د هغه څېره يې ښکل کړه. نیکه د لمسي په مرسته راپاڅېد او کېناست.

د سعيد د افکارو په بدلون کې د ابورحاب ونډه

 سعيد تل د خپل نيکه رنځورۍ او کمزورۍ ته کتل، چې د خپل نيکه کمزروی غږ یې واورېد؛ نو غوږونه يې تېز کړل، چې نيکه يې څه وايي؟

نيکه: د خداى شکر دى، چې روغ رمټ راستون شوې، زه دې د سفر اوږدېدو اندېښمن کړى وم.

 سعيد: چې پوه شوم، تاسې راغوښتى يم؛ نو ژر مې ځان را و رساوه، اوس ووايه چې څنګه يې؟

نيکه: ستا تر راتګ مخکې مې ځان د مرګ په خوله کې ليدلى و؛ خو ته چې راغلې، ګومان کوم، ټول ځواک مې بيا په بدن کې راټول شوى دى. په هرحال، خداى پر ما لورېدلای او ښکاري، چې خداى مې دعا قبوله کړې، چې پخپل ژوندون نصيحتونه درته وکړم.

سعيد: زه تل ستاسې نصيحتونو ته غوږ ږدم او هيلمن یم، خداى اوږد عمر درکړي، چې زما واده له قطام سره ووينئ.

سعید چې ډاډمن شو، څوک يې خبره نه اوري؛ نو په ټيټ غږ يې وويل: بې له دې پر تاسې د هغه غچ زېری هم کوم، چې د هغې هیله مو درلوده.

نيکه يې هېښنده او اندېښمن سعيد ته وکتل. سعيد هم د خپل نيکه پر تندي پوه شو، بيا یې نيکه وويل: له قطام سره په واده دې پوه شوم؛ خو له علي څخه غچ او داچې ته له دې کار سره مينه لرې، پرې پوه نشوم.

سعيد موسکی شو، و يې ويل: زما ګرانه نيکه! هېر مو کړل، چې موږ او ټول امویان کلونه کلونه دي، د مظلوم خليفه د وينې غوښتنه کوو؟ ايا تر اوسه چا زړه کړی، چې له دښمنه د خليفه د وينې کسات واخلي، چې زموږ زړه پرې يخ شي؟

د نيکه په څېره کې د غوسې او غضب نښې راڅرګندې  شوې، و يې ويل: د هغه قاتل څوک دى؟ څوک به یې وژني؟

سعيد ځان د خپل نيکه غوږ ته ورنږدې کړ، و يې ويل: زه د علي بن ابي طالب قاتل يم او زه به یې ووژنم او د ویاړ دا شمله به زه پر خپل سره تړم او هیلمن يم، خداى تاسې ته عمر درکړي، چې ستاسې د لارښوونو له مخې، دا کار وکړم.

نيکه سور شو او په غوسه يې د سعيد د خبرو مخه ونيوه. سعيد چې د خپل نيکه د پښو، لاسونو او شونډو رپار ولید؛ نو پوه شو چې نيکه یې خورا غوسه دى او حيران شو، نیکه يې په خبره کې راودانګل او پر لوړ غږ يې وويل: نه! نه! اى سعيده! ته به مظلوم ووژنې. سعيد حیران شو او فکر يې وکړ، چې نيکه يې لا سم په خبره نه دی پوه شوی؛ ځکه یې خپل نيکه ته وويل: زما گرانه نيکه! ما ته ووايه، چې له مظلوم څخه مو مطلب څوک و؟ زه به له علي بن ابى طالب څخه غچ اخلم؛ نو ته څنګه وايې چې هغه بې گناه دى، حال دا، ته لومړى کس وې، چې د (حضرت)عثمان (رض) د وينې بدله دې غوښته؟؛ نو ما ته خو داسې ښکاري، چې زما په خبره لا سم نه یې پوه شوی.

 نيکه: نه! زه دې پر خبره ورسېدم؛ خو ته مې په خبره پوه نه شوې، علي بن ابي طالب بې گناه دى او له هغو تورونو څخه پاک دی، چې پرې لګولي مو دي؛ هغه (حضرت) عثمان نه دى وژلى او نه يې د هغه په وژنه کې لاس درلود، هغه کله هم د مسلمانانو بده نه ده غوښتې او کومه گناه يې هم نه ده کړې، چې پرې ملامته يې کړو.

سعيد چوپ شو او فکر يې کاوه، چې ګواکې نيکه يې په خوب کې دا خبرې کوي؛ ځکه پوهېده، چې نيکه یې له علي سره په مخالفت او مبارزه کې مخکښ و؛ نو څنګه يې اوس نظر بدل شوى؟ ذهن ته يې راغلل، چې نيکه يې زوړ شوى او ماغزو یې کار پرېښی دی.

 نيکه يې پوه شو، چې لمسى يې د هغه په اړه څه فکر کوي؛ نو ورته يې وويل: زما د اند، فکر او عقل په اړه غلط قضاوت و نه کړې؛ ځکه اوس زه روغ رمټ او د پوره روغتيا خاوند يم؛ نوځکه مې له کوفې را وغوښتې او دا هر څه چې درته وايم، دليل او برهان ورته لرم.

سعيد هک پک پاتې شو، لږ صبر يې وکړ، و يې ويل: څه شوي، چې په ګروهه کې دې بدلون راغلى؟ اوڅنګه وايې او منښته کوې، چې علي بې ګناه دى او د (حضرت) عثمان په قتل کې يې لاس نه درلود؛ حال دا، ته په لومړيو کسانو کې وې، چې علي دې د (حضرت) عثمان په وژنه تورن کړ.

نيکه، سعيد ته په لاس اشاره وکړه، چې کېني او لږ صبر وکړي، بيا يې خپلې خبرې پیل کړې، و يې ويل: ((څه چې زما ګروهه بدله کړه دا وه، چې تل به راباندې يو چا غږ کاوه، چې علي بې گناه دى او هغوى چې ناوړه موخې لري او د مال او شتمنۍ د راټولو تمه لري؛ نو علي پردې کار تورنوي)) هر لوري ته به چې تللم؛ نو دا غږ مې اورېده، تردې چې دې غږ زما له سترګو خوب تښتولى و؛ نو ناچاره شوم، چې ځان د دې خبرې پر حقيقت پوه کړم او د علي او (حضرت) عثمان تاريخ ته مې وکتل او له هغه چا مې هم وپوښتل، چې د جمل په جګړه کې یې برخه اخستې وه؛ نو په پای کې پوه شوم، چې حضرت معاویه او ورسره امويان بې لارې دي او پوه شوم، چې هغوى د (حضرت) عثمان وينه پلمه کړې او له دې لارې غواړي خپلو ناوړو موخو ته ورسي.

د نيکه دې خبرو له سعيد څخه د وينا واک واخست. بيا نيکه پخپله ږيره لاس راښکود او سعيد ته يې وويل: فکر کوې، له دې جګړو څخه د حضرت معاویه او د هغه د يارانو موخه، د (حضرت) عثمان د وينې غوښتنه ده؟ که رښتيا وايي؛ نو د (حضرت) عثمان تر وژل کېدو مخکې يې ولې له هغه څخه دفاع و نه کړه؟ خو څه چې مې ډېر ډېر حیرانوي او خندا راوړي دا دي، چې عمر وعاص راغلى او د (حضرت) عثمان د وينې بدل اخستل غواړي، حال دا، هغه د (حضرت)عثمان د وژنې مخکښ و او د دې کار لپاره یې ډېرې هلې ځلې وکړې او ان چې کله هغه په فلسطين کې و او (حضرت) عثمان ووژل شو؛ نو عمروعاص په «وادي السباع[1]» کې و او پردې کار باندې ویاړېده؛ ځکه د دې وينا له مخې، هغه وويل: حال دا، زه په وادي السباع کې وم؛ خو ما هغه وواژه. دا خبره دا پر ډاګه کوي، چې هغه له لرې د (حضرت) عثمان په وژنه کې لاس درلود. مه حیرانېږه، چې هغه او زامن يې د (حضرت) عثمان تر وژل کېدو روسته دمشق ته روان شول او چغې يې کړې: ای خلکو!(حضرت) عثمان ووژل شو، دين، حيا او شرافت له منځه ولاړ؛ البته دا ټولې خبرې يې له مکره کولې، چې په دې ډول د مکارانو له مشر؛ یعنې حضرت معاویه سره يو ځاى شول.

خو حضرت معاویه او نور امويان فکر کوي له دې جګړو او فتنو څخه د هغوى مطلب د(حضرت) عثمان د وينې غوښتنه ده؟ که رښتيا وايي؛ نو کله چې (حضرت) عثمان په محاصره کې و؛ نو ولې هغوى له شام څخه مدينې ته د (حضرت) عثمان د خلاصون لپاره رانغلل؟ فرض به کړو او و به منو، چې په زړه کې يې ورته کينه درلوده او ورسره يې مرسته و نه کړه؛ نو تر مرګ روسته يې هم هغه او هم د هغې اولاده هېره کړه؟ که رښتيا هغوى د (حضرت) عثمان د وينې بدله غوښته؛ نو ولې يې د (حضرت) عثمان يو زوى ته کوم منصب ور نه کړ؟ ايا و دې نه ليدل، چې څنګه د خليفه په نوم او وينې خپلو ناوړه غوښتنو ته ورسېدل؟

خو (حضرت) طلحه او (حضرت) زبير (رضي الله عنهم): چې (حضرت) عثمان وژل کېده؛ نو دوى دواړه په مدينه کې ول او(حضرت) عثمان ته نږدې هم ول او که له خليفه سره يې مرسته کولاى؛ نو دا کار يې کړای شو؛ خو څه يې هم و نه کړل؛ ځکه غوښتل یې خلافت ته ورسي او دا ارمان يې له پخوا په زړه کې درلود؛ نوځکه چې کله حضرت علي خلیفه شو؛ نو و یې ویل، چې (حضرت) عثمان مظلوم ووژل شو او موږ یې د وينې بدل اخستل غواړو.

نيکه غوښتل، خپل غږ لوړ نه کړي؛ خو غوسې یې غږ نور هم لوړ کړ او سعيد هم خپل سر لاندې نيولى و او خپل نيکه ته د درناوۍ له لامله يې په خبرو کې نه رادانګل، چې ابورحاب دلته را و رسېد؛ نو يو شېبه غلى شو، چې هغه ځګ پاک کړي، چې په خوله کې یې راټول شوى و.

 سعيد وخت غنيمت وګڼه او نيکه ته يې وويل: څنګه د [حضرت معاویه، (حضرت) طلحه او (حضرت) زبير] کارونو ته خلافت ته د رسېدو تمه وايې او د حضرت علي په اړه داسې فکر نه کوې؛ حال دا، دوى ټول په مدينه کې ول؟

نيکه له غوسې وخندل، و يې ويل: ته مې د حضرت علي د خلافت په اړه پوښتې، حال دا، غوره وه دا پوښتنه مې له ځانه کړې واى؟ که څه، په پیل کې مې دې موضوع ته پام نه و؛ خو رښتيا يې ويلي، چې له يوه څيز سره مينه او علاقه انسان کوڼ او ړندوي. په رښتيا، بې له حضرت علي، په اصحابو (کرامو) کې څوک هم د خلافت وړ نه و؛ ځکه هغه د رسول الله (ص) د تره زوى او زوم دى؛ هغه د نړۍ د ښځو د اغلې؛ «فاطمة الزهرا» مېړه و. هغه لومړى تن و، چې تر خديجې (رض) روسته يې پر رسول اکرم(ص) ايمان راووړ او بې له دې، رسول اکرم (ص) د حضرت علي د پلار؛ یعنې د ابوطالب په غېږ کې وروزل شو او ابوطالب و، چې د رسالت په پيل کې یې، د رسول اکرم (ص) ملاتړ وکړ، هغه مهال چې قريشو په رسول اکرم (ص) پسې راخستې وه؛ نو ابوطالب د رسول اکرم (ص) ملاتړى و او دا هر څه له دې لامله و، چې رسول اکرم (ص) له ابوطالب سره ځانګړی مقام درلود، چې علي وزیږېد؛ نو د رسول اکرم (ص) په غېږ کې لوى شو او حال دا، علي لا لس کلن و، چې ايمان یې راووړ، د علي لاس خوله، ژبه او زړه، د اسلام له خټې سره اغږل شوی، د هجرت ورځ مې کله هم نه هېرېږي، چې رسول اکرم (ص) ووت او د دښمن د بې لارې کولو لپاره، علي د رسول اکرم (ص) په بستره کې سملاست او له دې لارې يې د رسول اکرم (ص) وژغوره. بې له دې په ټولو؛ هغو غزاګانو کې چې رسول اکرم به پکې و که نه؛ نو علي به پکې ګډون کاوه او خپل ټول ځان او ژوند يې له اسلامه بلهار کړ؛ حال دا، په هغه ورځو کې د حضرت معاویه او د هغه د پلار غوندې، نور ټول امويان د اسلام له سرسخته دښمنانوځنې ول، چې په پای کې یې د ناچارۍ له مخې، د مکې تر فتح روسته ايمان راووړ.

ابورحاب په داسې حال کې دا خبرې کولې، چې اوښکې یې بهېدې او سعيد هم چوپه خوله ناست و او له خولې يې سپڼ نه راوته.

ابورحاب وويل: په څېره کې دې د حیرانتيا او وېرې نښې وينم، زما په اند، چې مخکې دا خبرې چا درته نه وې کړې؛ البته ملامته هم نه يې او اوس چې په خبره پوه شوې؛ نو بيا هم غواړې ځان په لېونتوب کړې؟ زه درنه ځم او پوهېږم، چې ته له دې چارو څه اخستنه لرې؟ ځکه له يو څه سره مينه، تړاو او علاقه، پر حقيقت باندې له پوهېدو څخه مخنيوى کوي؛ خو هغه غيبي غږ مې د لیدانې یا بصيرت سترگې پرانستې او حقيقت همغسې وینم لکه چې دى.

هو! علي تر ټولو خلافت ته وړ و او دا غوره والى رسول الله (ص) ورکړى و، هغه د رسول اکرم (ص) رورو و، چې دا ویاړ بل يوه چا هم نه درلود. رسول الله (ص) به تل د ډېرو اصحابو (کرامو) په مخ کې، علي ته ويل: ((علي! ته په نړۍ او اخرت کې زما رور يې. )) او بيا يې وويل: ((مؤمن به دې دوست وي او منافق به دې دښمن وي. ))

بيا ابورحاب سعيد ته وويل: اوس به حيران يې، سره له دې چې علي دومره فضايل درلودل؛ خو بيا هم خلافت ته و نه رسېده؛ په تېره، تردې وینا روسته، چې رسول اکرم (ص) علي ته وويل:

((زه د علي او علي له ما ځنې دى او هغه تر ما روسته د هر مؤمن ولي او پالندوی دى. ))

او بيا رسول اکرم (ص) وويل: ((د چاچې زه مولى يم؛ نو علي يې هم مولى دى، خدايه! د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه. ))

هغه چې دومره فضايل لري؛ نو  ایا خلافت يې حیرانتيا لري؟ د حیرانتیا خبره؛ خو دا ده، چې تر اوسه ولې لا خلافت ته نه و رسېدلى؟

دوه په ټکر کې لوزونه

ددې خبرو په اورېدو، سعيد په راتګ  پښېمانه شو؛ ځکه په دوو کې پاتې و، چې څه وکړي؛ هلته يې له قطام سره ژمنه کړې او دلته د نيکه وصيت او نصيحت؟! د سعيد پر سر د چوپتيا مرغۍ ناسته وه، چې ان خوځېدو ته يې هم نه پرېښوده، نيکه يې پر سعيد پوه شو؛ خو داسې يې وښودل، چې بې خبره دى؛ خو هڅه يې وکړه، چې خپلې خبرې پاى ته ورسوي او و يې وويل: زويه! و دې ليدل، چې علي تر نورو خلافت ته غوره و؛ ځکه تر ټولو رسول اکرم (ص) ته نږدې و او همداراز د رسول اکرم (ص) زوم او وصي هم و او همداراز علي داسې ځانګړنې درلودې، چې هغه تر ټولو خلافت ته وړ کړي؛ حال دا، کوم فضايل، چې علي لري؛ معاویه يې یو هم نه لري. په رښتيا، په دنیوي چارو کې علي، نیکه او پرهېزګاره وګړه یا شخصيت درلود. يوه ورځ مې ولیدل، چې خپله توره يې د پلور لپاره بازار ته راوړې، وپوښتل شو: ولې دې دا کار وکړ؟

و یې ويل: که څلور درهمه مې د يو کميس اخستو لپاره درلودل؛ نو توره به مې نه واى پلورلې. د مؤمنانو په اړه یې دا خبره بس ده، چې وايي: د مؤمنانو ځانګړنې دا دي: نسونه يې د لوږې له وجهې تش وي او شونډې يې له تندې وچې وي، سترګې يې له ډېرې ژړا وچې وي او که يوه ورځ يې کور ته ورشې؛ نو څه پکې نه وي (له دې خبرو جوتېږي، چې مؤمن سخت ژوند لري؛ البته نه له دې لامله، چې ناغېړي وکړي؛ بلکې مال لاس ته راوړي او د خداى لپاره یې د خداى پر بندگانو ويشي)؛ علي هغه و، چې خپل عمر يې د اسلام او مسلمانانو د عزت لپاره تېر کړ، نوې جامې يې وا نه غوستې، د کور يا کوم پټي خاوند نشو او حال دا، د مقام غوښتنه یې دا ده، چې هغه د ډېرو مالونو خاوند وي؛ لکه څنګه چې (حضرت) طلحه، (حضرت) زبير، (حضرت)عثمان (رضي الله عنهم) او زموږ د تره زوى حضرت معاویه پر خزانو ناست ول.

بيا ابورحاب غلى شو، سوړ اسويلى يې وويست او سره له دې چې نه يې غوښتل، غږ يې لوړ شي، غږ يې  پورته شو، و يې ويل: په رښتيا، حضرت معاویه په ټګۍ برګۍ، مکر او دروغو د وژل شوي خليفه د وينې د بدلې غوښتنه کوله او موږ يې لا هڅولو، چې له علي سره په زړه کې کينه ولرو او موږ هم په بې لارۍ کې ډوب وو او له حقه مو سترګې پټې کړې وې؛ خو اوس مې چې له سترگو د ناپوهۍ او بې لارۍ پردې اوچتې شوي؛ نو حضرت معاویه مې بدې ایسي او ترې کرکجن يم او کله مې چې د علي او حضرت معاویه په چارو کې سوچ وکړ؛ نو له حضرت معاویه مې زړه تور شو او پر علي مې زړه وسوځېد، سره له دې چې پرحق و او د رسول اکرم (ص) وصي و، بيا هم دومره سختۍ پرې راغلې. سره له دې چې د جمل جګړې پر ورځ راباندې برلاسى شو؛ خو پر خپلو دښمنانو داسې ولورېد؛ لکه چې پر خپلو زامنو لورېدلی وي.

علي هغه دی، چې خپلو اصحابو او جنگياليو ته يې سپارښتنه وکړه، چې له جګړې په تښتېدلي دښمن پسې مه ورځئ، پر ښځو، جنگي ټپيانو او ماشومانو يې ولورېږئ او خپل واکمن ته يې حکم وکړ، چې له جنګي بندیانو او ټپيانو سره په عدالت چلن وکړي. يو سړي خبر راکړ، چې له علي يې داسې اورېدلي، چې خپل يو مامور ته يې داسې وويل: څوک هم د درهم اخستو لپاره و نه وهئ او مه پرېږدئ، چې څوک د دولت د مالياتو د ورکولو لپاره خپلې جامې يا هغه څاروي وپلوري، چې د ژوند چارې یې پرې چورلوي او د مالياتو د اخستو لپاره څوک ازار نه کړﺉ[2].

که داسې بېلګې درته راوړم؛ نو د علي د فضایلو او ښو بېلګو بيانول هم اوږد عمر غواړي، زه وخت نه لرم او اجل هم دومره وخت نه راکوي، چې هغه ټول درته ووايم. زما زويه! د علي زغم، عدالت او بښنې ته وگوره او بيا د حضرت معاویه او د هغه د چارواکیو چارو ته وگوره، چې پر مسلمانانو يې څه کړي دي. زويه نوره دمه راکې نشته، ستړى يم؛ خو دا هر څه بايد درته ووايم: اخ، اخ د نړۍ شتمنۍ او واک ته په تمه، ايا عبدالله بن عباس پېژنې؟

سعيد وويل: څنگه يې نه پېژنم، هغه؛ خو د علي او پېغمبر اکرم (ص) د تره زوى دى، هو! هغه پېژنم.

نيکه یې وويل: غوږ شه او کومه کيسه چې درته کوم، عبرت ترې واخله:

د صفين تر جگړې او د حکميت تر پېښې روسته، د عمروعاص پر چلوټو او چالاکيو، حضرت معاویه وگټله او پرخلافت کېناست، د شام خلکو بيعت ورسره وکړ او علي په عراق کې پاتې شو؛ خو څه چې ګوتو ته ورغلي ول؛ نو حضرت معاویه پرې قناعت و نه کړ او خپل پوځیان یې د بيعت اخستو لپاره او له علي سره د بيعت ماتولو لپاره د حجاز او عراق په پلو روان کړل او يو له دوی ځنې یو یې ((بُسر بن ارطا(([3] و، چې د حجاز او يمن په پلو ددې دندې د سر ته رسول لپاره راغلى و. هغه مدينې ته راغى او د ښار چارواګې يې په لاس کې ونيوې؛ ځکه د علي استازي له دې ښاره تښتېدلي ول او دوه مياشتې روسته، هغه د مکې ښار ته راغى او خلکو به تل د واکمن او (حضرت) ابوموسى د تښتېدو خبرې کولې، خلک له بسر بن ارطاة سره له بيعت کولو خوښ نه ول؛ خو له مجبورۍ يې بيعت ورسره وکړ او زه په هغه ورځو کې رنځور وم او هغه مې نشو لیدلای. تردې ځايه يې په کار کې ټکې او ملامتيا نه وه؛ خو چې کله يمن ته ولاړ؛ نو د هغه ځاى واکمن «عبدالله بن عباس» له وېرې کوفې ته پښې راسپکې کړې او پر خپل ځاى يې «عبدالله بن عبدالمدان» چارواکی کړ او چې کله «بسربن ارطاة» د يمن ښار ته راننوت؛ نو حکم يې وکړ، چې عبدالله او زوى یې «صبر» ووژنئ او اورېدلي يې ول، چې عبدالله خپل دوه واړه زامن د «کنانه ټبر» ته د روزنې لپاره ورکړي ول؛ نوځکه يې خپل کسان ورولېږل او هغه کناني سړى او د عبدالله دوه زامن يې له ځان سره راوړل او چې کله هغه کناني سړى پوه شو، چې د هغوى د وژلو هوډ یې کړى؛ نو پر چغو شو، و يې ويل: اى بسر! سړي دې ووژل او اوس دې په ماشومانو پسې راخستې ده، قسم پر خداى! ماشومان نه د جاهليت پرمهال چا وژلي او نه د اسلام پرمهال، اى بسر! قسم پر خداى، چې د سلطنت او حکومت پښې د ماشومانو پر وژلو نه ټينگېږي.

هو! زويه دا د حضرت معاویه او د هغه د چارواکیو کانې دي، ايا د علي او د هغه په چارواکیو کې دې کوم داسې کار ليدلى؟ سره له دې چې د علي مې درته دومره فضائل وويل، بيا هم په زړه کې کينه ورسره لرې او علي د (حضرت)عثمان قاتل بولې او علي د مرگ وړ بولې؟

تر اوسه لا د نيکه خبرې خلاصې شوې نه وې، چې بدن يې سست شو او د خپلوخبرو له پاى ته رسولو څخه بېوسې شو، بېسده شو او له تندې يې ژبه راووته او پر څېره باندې یې سړه خوله راماته شوه. سعيد ووېرېده او ژر يې پر يوه دستمال د خپل نيکه خوله وچه کړه، شيدې يې ورته راوړې، ور يې کړى او هغه يې سملاوه؛ سعيد هم ترڅنګ یې هک پک کېناست. له قطام سره کړې ژمنه ورياده شوه؛ خو څه يې نه ويل. نيکه يې له سترگو لاندې د خپل لمسي حرکات څارل او پر اندېښنې یې پوه شو، چې د قطام په اړه فکر کوي؛ نوځکه يې خپل لمسي ته وکتل، و يې ويل: ايا د قطام او د هغې د کورنۍ په اړه فکر کوې، چې له خوارجو ځنې ول؟ د علي له اطاعته، د هغوى خروج/وتل د دې مخنيوى کوي، چې ما درته وويل او په خبرو مې باور نه کوې؟ غوږونه دې خلاص کړه، چې هغوى د مال او شتمنۍ لپاره د علي له لاروۍ سرغړونه وکړه او هغوى ددې کار لپاره پر يوه داسې دسيسه لاس پورې کړ، چې يو عاقل يې هم ورسره نه مني؛ هغوى په دې پار د علي له لاروۍ لاس واخست، چې علي حکميت ومانه، حال دا، په دې کار کې د علي هيڅ پړه نه وه. فرض به کړو، چې علي تېروتی دى؛ نو ايا غوره ده، چې ورسره وجنگېږو، دښمني ورسره وکړو او ترې خروج وکړو؟ خو حقيقت او سپينه خبره خو دا وه، چې کله هغوى وليدل، چې حضرت معاویه په شام کې حکومت ته رسېدلى؛ نو مال ته تمې، هغوى دې ته اړ کړل، چې د حضرت معاویه شاوخوا ته راټول شي او له علي سره بيعت مات کړي او د ځان لپاره يې يو مشر هم وټاکه او ورسره يې بيعت وکړ؛ خو په جگړه کې مات شول او (بې له لسو تنو) ټول ووژل شول؛ خو د هغوى دا ماتې د هغوى د بدنيتۍ له لامله نه وه، چې له علي سره يې درلوده؛ بلکې د بل څه له لامله وه، چې له يو ډا‌ډمن سړي مې واورېدل، چې اوس به يې تا ته هم کيسه وکړم او هغه داسې وه، چې:

خوارجو د صفين تر جګړې روسته، د علي له لیکې ووتل او چې کله د نهروان غاړې ته راورسېدل؛ نو يو سړى يې ولید، چې خپله مېرمن یې هم ورسره ده او پر خره یې سوره کړې ده؛ نو دوی ورته په ګواښن غږ وويل: څوک یې؟

سړي و يې ويل: زه عبدالله بن خباب د خداى د رسول الله صحابي يم.

خوارجو وويل: ايا موږ ته ووېرولې؟

 و يې ويل: هو!

ورته يې وويل: مه وېرېږه! او هغه حديث چې ستا پلار له رسول الله (ص) څخه راوايت کړى، موږ ته یې ووايه.

 هغه ورته دا حديث وويل: فتنه او اشوب به راپورته شي او د هغه مهال د خلکو زړونه به د هغوى د جسمونو غوندې مړه شي، د شپې به کافر وي، سبا به مؤمن وي او د شپې بيا کافران (؛یعنې پوره ايمان نه لري او هره شېبه کله يو خوا او بلخوا ځي)

هغوى وويل: دا څرنگه روايت دې رانقل کړ؟ اوس ووايه، چې د (حضرت) ابوبکر او (حضرت) عمر په اړه دې نظر څه دى؟ عبدالله د هغوی ستاینه وکړه.

هغوى وويل: د خلافت په پاى او پيل کې دې د (حضرت) عثمان په اړه نظر څه دى؟

عبدالله ويل: هغه په پيل کې پرحق و.

 هغوى وويل: ستا نظر د علي په اړه، د حکميت له منلو مخکې او روسته څرنگه دى؟

عبدالله وويل: قسم پر خداى، چې هغه له تاسې ډېر پوه دى، په دين کې تر تاسې ډېره تقوا لري او د لیدانې یا بصيرت سترگې يې له تاسې ډېره تقوا لري او د لیدانې سترگې يې له تاسې ډېرې ليدونکې دي.

خوارجو وويل: ته د خپلو ځاني غوښتنو لاروي کوې، نه له خلکو سره د نوم او شهرت له مخې مينه لرې، نه د اعمالو له مخې، قسم پر خداى، داسې به دې ووژنو، چې تر اوسه لا چا څوک داسې نه وي وژلی.

 او بيا يې هغه او د هغه دوځانې/ حامله مېرمن راونيول، لاسونه يې ور وتړل او هغوى يې د نهر غاړې تر يوې کجورې لاندې وتړل، ناڅاپه له ونې يوه کجوره راولوېده او يو له هغوى (خوارجو) هغه راواخسته او په خوله يې کړه، هغه بل يې وويل: ايا حرام مال دې وخوړ؟ بې له دې چې مالک ته یې د کجورې بیه ورکړې. (پردې خبرو) هغه خوارج، هغه کجوره له خولې وغورځوله. روسته بیا د کتابوالو يو سرکوزی له هغه ځايه تېرېده، چې دوی دا سرکوزی په توره وواژه؛ نو یو وويل: دا کوم کار چې دې وکړ، ډېر بدکار و، بيا د سرکوزي مالک ته ورغلل او ورته يې د سرکوزي بیه ورکړه او هغه يې پخلا کړ؛ نو چې کله «ابن خباب» د هغوى دا کانې وليدې؛ نو و يې ويل: دا څه چې وینم، که رښتيا وي؛ نو ما ولې وژنئ، ما خو کوم خلاف کار نه دى کړى؛ نو ولې ما کړوئ او تاسو خو راسره ژمنه کړې وه، چې نه به مې کړوئ.

خو هغوى ابن خباب وکړاوه، بيا يې سر ترې غوڅ کړ، د هغه وينه يې په نهر کې وبهوله، ورپسې يې په مېرمن پسې ورغلل، ښځې وويل: زه يوه بې پناه ښځه يم، ايا له خدایه نه وېرېږئ، چې ښځه وژنئ؟ هغوى ددې ښځې گېډه څېرې کړه او هغه يې هم ووژله[4].

نيکه بيا داسې وويل: دا علي او دا يې هم مخالفين او دښمنان؛ نو اوس وايه، چې کوم یو د وژلو وړ دی؟ او څرنگه له علي سره په زړه کې کينه لرئ او د هغه وژلو ته دې ملا تړلې ده. ايا غوره ده، سره له دې چې د علي پر دومره فضيلتونو پوه شوې، د هغه د وژلو په اړه چوپ شې او د وژلو مخنيوى یې و نه کړې؟

د نيکه خبرې دې ځاى ته راورسېدې؛ خو داچې د سعيد نيکه نور هم غوسه نشي، له قطام سره له کړې ژمنې يې خبر نه کړ؛ څه هېښنده چوپتيا پرې واکمنه وه، په سوچ کې ډوب و، چې څرنگه په ښه توگه ځان له دې ټګۍ او دسیسې راوباسي. فکر يې نور کار نه کاوه او خورا ستړى شوى و. خپل نيکه ته يې وکتل، و يې ليدل، چې هغه هم ستړى دى؛ نوځکه يې وويل: اى خوږ دادا! ستړی شوې او داچې دومره مې په فکر کې يې او نصيحيت دې راته وکړ، منندوی دې یم؛ نو د خداى په هیله، هماغه به وکړم، چې تا راته وويل، خبرې دى رښتيا گڼم، نن شپه دمه وکړه، پاتې خبرې به سبا کوو.

نيکه يې سعيد ته وکتل، و يې ويل: د ښه خوب هيله درته کوم، وېرېږم، ترسبا ژوندى پاتې نشم، پرېږده، چې خپلې روستۍ خبرې هم درته وکړم، لږ کېنه.

دا خبره يې وکړه، سعيد يې ځان ته رانږدې کړ، يو بل يې ښکل کړل، حال دا، د نيکه سترگې له اوښکو ډکې وې او شونډې او زنه يې رپېده، وويل: که غواړې نيکه دې په ارام زړه له دې فاني نړۍ ولاړ شي؛ نو ژمنه وکړه، چې پر وصيت به مې عمل کوې او هغه داچې پر علي به تېرى او ورسره به بې ایماني نه کوې او که فرصت دې پیدا کړ؛ نو ملاتړ یې وکړه. ايا ژمنه راسره کوې؟ لوز وکړه! راسره و يې منه چې زړه مې ارام شي، راياد کړه، چې زه دې نيکه يم او ته مې لوى کړی یې؟ ته مې په ښه توگه روزلى یې او له ځان سره مې لوز کړی، چې یوازې د خیر او نېکۍ هیله درته وکړم، ايا لوز کوې؟

سعيد د خپل نيکه خبرو رامړاوى کړ، سترگې يې له اوښکو ډکې شوې، د نيکه ټولې نېکۍ وريادې شوې او د نيکه د وصيت له منلو پرته يې بله لار نه درلوده. لوز یې وکړ، چې نصيحت ته به يې د عمل جامې ورواغوندي؛ خو تر اوسه يې لا نيکه ته لوز کاوه، چې له قطام سره کړى لوز ورياد شو. خپل نيکه ته يې وکتل او پوه شو، چې خوب ورځي، د کور چوپړیال ته يې حکم وکړ، چې د هغه بستره هم هواره کړي. سعيد خپلې جامې بدلې کړې او خوب ته چمتو شو، د سعيد فکر نور هم ګډوډ شو، په دوو کې پاتې و، چې څه وکړي، چې کله یې فکر ته راتلل، چې د حضرت علي له وژلو يې ډډه کړې ده؛ نو خوشاله به شو؛ خو له قطام سره کړى لوز چې به ورياد شو؛ نو بيا به گنگس شو.

سعيد د شپې تر نيمايي پورې په همدې حالت کې و، هيڅ ارام يې نه درلود، سترگې يې ورنغلې، له خپل ځایه راپاڅېد، خپله چپنه او پگړۍ يې راواخسته، له کوره بهر ووت. د مکې کوڅې تشې وې، تگ راتگ پکې نه و، پر ټول ښار تپه تياره واکمنه وه، ټول خلک ويده ول؛ خو سعید یو خوا او بلخوا تله راتله، بې موخې دى او د را پېښو شويو، پېښو په اړه يې سوچ کاوه، چې ځان يې د مسجدالحرام مخکې وموند، شاوخوا ته يې چکر ولګاوه او له ځان سره يې وويل: مسجدالحرام ته ورشه، دوه رکعته لمونځ وکړه، کېداى شي، زړه دې سپک شي. د مسجدالحرام ور پرانستی و؛ خو څوک پکې نه ول، څپلۍ يې وويستې، مسجد ته ننوت، لمونځ يې وکړ او د خداى درشل ته په سجده شو، دا مهال یې زړه سپک شو او بيا يوې څنډې ته کېناست؛ خو اندېښنو تر برید لاندې کړ، د اسمان ځلاندو ستوره ته په ننداره و. يو خوا هوا سړه وه او بلخوا پريشانۍ وې؛ نوځکه يې سر پخپل څادر کې راونغاړه، ستړيا او سړې هوا خوب ور ووړ. لا په خوب کې ډوب شوى نه و، چې قطام يې خوب ته راغله، چې تورې جامې يې اغوستې دي، چې دې تورو جامو لا نوره هم لمر مخې کړې وه او شاوخوا ته يې فيلمرغان تلل راتلل، سعيد چې وليده؛ نو په رپار شو، غوښتل یې سلام وکړي؛ خو هغې بد بد ورکتل او مخ يې ترې واړوه، سعيد د قطام له دې حالته په ژړا شو، غوښتل يې ورشي؛ خو د پېښو لپاره یې ورسره مرسته نه کوله، غږ يې ورته وکړ؛ خو ځواب يې نه ورکاوه، ته وای وايي، چې پر خپله ژمنه دې عمل و نه کړ. سعيد غوښتل، ورشي او ووايي: زه لا پر خپله ژمنه ولاړ يم؛ خو تر اوسه مې لا لاس نه دى رسېدلى او همداچې قطام ترې لرې شوه، غږ يې ورته وکړ؛ خو راپاڅېد او و يې ليدل، چې د کعبې ترڅنګ ناست دى، پر سترګو يې لاس راښکود، چې ډاډ من شي، ويښ دى که خوب يې ليده، چې پوه شو خوب يې ليده؛ نو یقين يې درلود، چې که قطام وويني؛ نو غبرگون به يې همدغه وي، چې په خوب کې يې ليدلی، غلى شو، غمونو او پریشانیو له هر اړخه یرغلونه کول او د ستونزهواري لپاره ذهن هم مرسته نه کوله.

سعيد خپل کور ته روان شو، چې وويني، پر نيکه خو به يې څه نه وي شوي. سړې هوا او خپگان دې ته هڅولى و، چې ژر تر ژره ځان خپلې بسترې ته ور و رسوي، کور ته د تگ پرمهال يې سوره فاتحه له ځان سره ويله، چې یو غږ یې تر غوږه شو، مقام ابراهيم ته ورنږدې شو، د کعبې شا ته پټ شو، د ګامونو ‏غږونه يې واورېدل، چې کعبې ته راروان دي، ته وا، د کوم مهم کارپه اړه یې سلا مشوره کوله، د مقام ابراهيم شاته يې ځان پټ کړ، چې په دې تپه تياره کې يې څوک و نه ويني.

ناوړه دسیسه

چې سعيد پټ شو؛ نو درې نا اشنا کسان یې وليدل، چې يو يې هم و نه پېژنده؛ ځکه تربوزکونه يې وهلي ول، چې یا خو د سړې هوا له لامله ول او يا داچې و نه پېژندل شي. سعيد یې له دې کاره هک پک شو، زړه يې په درزار شو او وېرېده، چې هغوى د چا په اړه نخچه نه وي ايستلي او که هغوى پوه شي، چې سعيد د هغوى په نخچه پوه شوى؛ نو چې هر چېرې وي، سعید به ووژني؛ نوځکه نور یې هم ځان خوندي کړ؛ خو وېرېده، چې پرشى يا ټوخى ور نشي. هغوى او سعيد د کعبې وره ته رانږدې شول، تردې چې سعيد هغوى ټول ليدل او که کومه ډيوه، څراغ يا سپوږمۍ وای؛ نو سعيد به یې پېژندلی واى؛ خو تپې تيارې اجازه نه ورکوله، چې سعيد یې وپېژني، له حرکاتو او پس پسکيو پوه شو، چې د کوم مهم کار په اړه خبرې کوي، يو له هغوى چې دنګه ونه یې درلوده او ډېر خوځېده راخوځېده، وويل: موږ ورسره څه کار لرو، هغوی ډارن دي، راځئ، دا کار موږ پيل کړو، چې د ویاړ د پگړۍ شمله مو تل هسکه وي. دويم يې چې ټيته ونه او پیاوړی بدن درلود وويل: زه ستا خبره منم، له خلفاوو څخه له بدۍ او شر پرته موږ ته بل څه رارسېدلي؟ د خلافت په اړه هم یو له بل سره جګړې کوي او مسلمانان د هغوى د بريو لپاره وژل کېږي، که هغوى ووژنو؛ نو شر به يې له مسلمانانو راکم شي، هو! هغوى به ووژنو.

البته دا خبرې يې ډېرې په احتياط او ټيټ غږ کولې او کله کله به يې شاو خوا ته هم کتل، چې څوک یې وا نه وري. د هغوى درېیم انډیوال، چې تر اوسه چوپ و، ويل: چې هره ورځ، د نهروان ورځ راياده شي؛ نو زړه مې له وينو ډک شي؛ ځکه ډېر ښکلي ښکلي ځوانان پکې ووژل شول، چې علي یې قاتل دى؛ ځکه هغوى حکميت ته غاړه کېنښوده. د هغوى بل انډيوال، چې لوړه ونه او لوړ غږ يې درلود، په زړورتیا او لوړ غږ وويل: غوره نه ده، چې چوپ پاتې شو او ووينو، چې زامن او روڼه مو له دې خلفاوو سره د مرستې لپاره وژل کېږي او موږ هم غبرگون و نه ښيو، ايا وخت يې نه دى رارسېدلی، چې دا شر له مسلمانانو راکم کړو؟

سعيد یې په نخچه پوه شو، چې د وخت د واکمنانو د وژلو دسیسه ده، چې علي هم پکې و. څو نور کسان هم بايد ووژل شي، چې د هغوى نومونه يې وا نه ورېدل، په دې وخت کې پر سعيد څه هېښنده وېره کېناسته، چې څوک يې و نه ويني. د دنګې ونې سړی، چې تر نورو يې ډېره زړورتیا درلوده، چوپ شو؛ خو کله يې چې د خپلو انډيوالانو چوپتيا وليده؛ نو خبرې يې پيل کړې: که په دې لار کې مړه هم شو؛ نو پروا نه لري؛ ځکه د مسلمانانو له سره د شر د لرې کېدو په لار کې به مړه شوي يو او د دې شر او خلافت غوښتنې جرړې په درې کسانو کې دي: ((علي بن ابيطالب، معاویه بن بي سفيان او عمروعاص، راځی، و يې وژنو، چې خلک يې له شره خلاص شي. ))

دويمي وويل: زه له پيله ستا له خبرو سره یوه خوله وم؛ خو هغوى ساتندويان لري؛ نو څرنگه به یې ووژنو؟ نوځکه بايد يو لاره چاره پيدا کړو او داسې اوزار را پيدا کړو، چې برى مو سل په سلو کې وي او پخپله هم له خطره خوندي پاتې شو.

لومړني سړي بې ځنډه ځواب ورکړ: گورم، چې د کار له ستروالي وېرېدلى يې يا داچې وېرېږې د علي د وژنې پچه ستا په نوم را و نه وځي؟ نو راځئ، دا کار سره وويشو او هر يو بيل بيل سړى ووژنو. په موږ کې يو بايد د علي د وژلو لپاره کوفې ته ولاړ شي، بل مصر ته د عمر وعاص د وژلو لپاره او بل شام ته د معاویه د وژلو لپاره او موږ هر يو، خپل سړى، په يوه ځانګړې ورځ، يو ځاى ووژنو، ترڅو مسلمانان يې له شره خلاص شي او بيا خلک پوهېږي، چې هر څوک يې د خليفه په توګه وټاکه.

دې خبرو پر سعيد وېره کېنوله او دا کار ورته گران او ستر کار برېښېده؛ خو ايا هغوى به دا کار وکړاى شي، که نه، باور يې نه درلود او بلخوا پوهېده، چې د علي وژل کېدل به قطام خوشحاله کړي، که څه، د هغه په لاسونو نه وي وژل شوى؛ خو چې د نيکه وصيتونه به ورياد شول، چې هغه بايد له علي څخه دفاع وکړي؛ ځکه مظلوم دى؛ نو زړه به يې بيا خپه شو؛ خو چې کله د هغو سړيو خبرې پيل شوې؛ نو زړه يې بېرته خوشاله شو، همداچې د هغه لومړني خبرې پای ته ورسېدې؛ خو يارانو يې پخلی و نه کړ او بې له دې چې خپل ياران خبرو ته پرېږدي، و یې ويل: زړه ته مو شک مه اچوئ، مه وېرېږئ! دا ډېر اسان کار دى او ګومان کوم، چې د هغه سړي پچه چې زما پر نوم راوځي، کار او وژل يې سخت نه وي، مه وېرېږئ، زه به د هغوى تر ټولو مېړنى وژنم. زه به علي وژنم، که څه، زما کور د ((فسطاط)) په ښار کې دى؛ خو زه به کوفې ته ولاړ شم، چې علي ووژنم. دا يې وويل او کعبې ته ورننوت او د کعبې کړۍ يې په لاس کې ونيوې، و يې ويل: وگورئ، د کعبې د ور کړۍ مې په لاس کې نيولي، پر خداى او پر دې کعبه قسم، چې علي بن ابيطالب به ووژنم او خدایه تا شاهد نيسم، چې په دې لار کې به هره هڅه وکړم.

چې کله دې لومړني سړي دا کار وکړ؛ نو د دوو نورو په رگونو کې هم د غيرت وينه وخوټېده او هغوى هم قسم وخوړ، چې يو به يې معاویه او بل به يې عمروعاص وژني.

سعيد ډېره هڅه وکړه، چې ددې مهم کار سر ته رسوونکي وپېژني؛ خو و يې نشول کړاى؛ خو دومره پوه شو؛ هغه سړى، چې د علي د وژلو قسم یې وخوړ، د ((مصر)) د ((فسطاط)) د ښار دى.

تر قسم خوړلو روسته، هغوى خپل اصلي ځګي ته راستانه شول، په دې کې هغه کس، چې لنډه ونه يې درلوده، و يې ويل: پرېکړه مو وکړه، چې د فتنو دا مشران ووژنو؛ خو د هغوى د وژلو ورځ مو و نه ټاکله او که ورځ مو و نه ټاکله؛ نو ماتې به وخورو.

دويم يې وويل: زما د زړه خبره دې وکړه؛ ځکه که ورځ مو و نه ټاکله؛ نو ډېر وخت به ولرو او وېره به مو له دې وي، چې که يو دا کار وکړ او بریالی نشو او يا ووژل شو يا ونیول شو؛ نو نور به ووېرېږي او له کاره به لاس واخلي؛ نو غوره به دا وي، چې ورځ او ساعت يې وټاکو، لومړني يې وويل: د ساعت ټاکل ستونزمن دي؛ خو غوره به دا وي، چې شپه وټاکو او پر يوه شپه، کار پاى ته ورسو او بيا يې وويل: اوس په کومه مياشت کې يو؟

هغو دوو وويل: د جمادي په مياشت کې.

 لومړني وويل: نو د روژې مياشتې يوه شپه به وټاکو، چې د اختر پر ورځ د مسلمانانو د خلاصون شاهدان ووسو او که ووژل شو؛ نو ثواب به مو دوه ګرایه وي؛ نو سمه ده، د رمضان مياشتې يوه شپه به ددې کار لپاره وټاکو.

دويمي يې وويل: زما په اند د رمضان (١٧) شپه به ښه وي، هغو دوو وويل: تر ټولو ښه شپه ده.

له ځايه پاڅېدل؛ خو سعيد له وېرې رپېده، چې چېرې د هغه ترڅنګ تېر نشي او و يې نه پېژني. هغوى ولاړل، چې د خداى د کور طواف وکړي، سعيد ورته په تمه شو، چې هغوى به راشي؛ خو راستانه نشول، چې وځنډېدل؛ نو سعيد وپوهېد، چې هغوى د کعبې له بل وره تللي دي. سعيد سر راپورته کړ او شاوخوا يې وڅارله، هيڅ غږ يې وا نه ورېد، د خداى د کور طواف يې وکړ او پوه شو، چې هغوى د خداى له کوره بهر وتلي دي، کېناست او د راپېښو شويو پېښو په اړه او د نيکه د وصيت په اړه یې سوچ کاوه، چې بايد د حضرت علي ملاتړی شي، سوچ يووړ، اسمان ته يې وکتل، د زهره ستوري ځلېدل ورته د بري  زېرى ورکړ، نيکه يې ورياد شو او هوډ يې وکړ، مخکې تردې چې لمر راوخېژي او خلک له خپلو کورونو راووځي، بايد ځان خپل کور ته ورسوي. کور ته روان شو، چې ورنږدې شو، زړه يې په درزار شو، چې پر نيکه خو به يې څه شوي نه وي. کور ته ننوت، پر کور چوپتيا واکمنه وه. خوشحاله شو او هغه خونې ته ورغی، چې نيکه يې پکې پروت و. بل څراغ يې وليده، عبدالله يې وليده، چې د هغه د نيکه ترڅنګ ويده دى، عبدالله ته يې وکتل، عبدالله هم د هغه په راتگ خبر شوى و او مخکې تردې چې سلام واچوي، عبدالله وويل: نه وې؛ نو وارخطا شوم، نيکه دې هم څو ځلې پوښتنه وکړه؛ خو زه دې له ځايه خبر نه وم، ډېر درپسې وگرځېدم؛ خو پيدا مې نه کړې.

سعيد: اوس مې نيکه څنگه دى؟

عبدالله: د خداى شکر دى، ښه دى؛ خو په دې څو ورځو کې داسې ارام نه و ويده شوی.

 لا د عبدالله خبرې خلاصې شوې نه وې، چې ابورحاب وخوځېده او سعيد ورنږدې شو، نيکه يې سترگې پرانستې او سعيد ته يې اشاره وکړه، سعيد نور هم ورنږدې شو او د خپل نيکه ترڅنگ په گونډو شو.

 ابورحاب: زويه! چېرې وې. ډېر درپسې ورگرځېدو؛ خو پيدا مو نه کړې.

 سعيد: د يوې اړتیا غوښتو لپاره کعبې ته تللى وم؛ خو هلته يوه پېښه راپېښه شوه، چې تر اوسه يې زما فکر بوخت کړى دى. ابورحاب خپل لاس را اوږد کړ او د سعيد لاس ته يې زور ورکړ، ته وا، نه يې غوښتل، چې سعيد ترې جلا شي، سعيد هم غلى ناست و او له ځايه نه خوځېده او دا خپگان يې د خپل نيکه د رنځورۍ له لامله و؛ خو احساس يې کړل، چې نيکه يې داسې لاس ته زور ورکړ؛ لکه چې ځان يې بلې نړۍ ته د تگ لپاره چمتو کړى دى، په سترگو کې يې اوښکې راټولې شوې، خپل نيکه ته يې چې وکتل، د هغه هم همدا حالت و.

عبدالله او سعيد په مينه خپل نيکه ته وکتل او و يې غوښتل، چې خبرې ورسره وکړي؛ خو نيکه يې د هغوى له خولې خبره واخسته، و يې ويل: زه تل ستا د راتلونکي په اړه اندېښمن وم او وېرېدم، چې زما نصيحت خو به دې شاته نه وي اچولاى او دا نصيحتونه مې چې درته وکړل، د ژوند په دې روستیو شېبو کې راته الهام شوى و او چې ته له ما جلا شوې او بهر ووتې، زه په خوب کې ډوب وم، چې يوه پرښته راغله او ستا د نشتوالي خبر يې راکړ. کومه ژمنه، چې دې راسره کړې، پرې و به درېږې؟

سعيد وويل: اى زما گرانه نيکه! کومه ژمنه چې مې درسره کړې، تر اخره پرې ولاړ يم او کله به هم د علي پر ضد کوم کار و نه کړم او له بلې دې خبر کړم او هغه داچې په علي مې ايمان هله نور هم کوټلی شو، چې يوه ډله دسیسچیانو په کعبه کې د علي، معاویه او عمروبن عاص د وژلو ژمنه وکړه.

شيخ وارخطا شو، سعيد ته يې وکتل او چغې يې کړې: هغوى څوک وو؟ څه يې چې ليدلي ول، سعيد ټکی په ټکی خپل نيکه ته وويل او په پاى کې يې وويل: و مې نه پېژندل، له وېرې ورنږدې هم نشوم؛ ځکه وسله مې نه درلوده.

 ابورحاب: ايا هغه سړى دې وپېژنده، چې د علي د وژلو ژمنه یې وکړه؟

سعيد: و مې نه پېژنده؛ خو له خبرو يې پوه شوم، چې مصری و او له خوارجو ځنې و.

شيخ يوه شېبه په فکر کې ډوب شو، ته وا، د يوه مهم کار په اړه فکر کوي، سعيد هم د هغه د رنگ له اوختو پوه شو، چې وارخطا دى. ابورحاب همغسې غلى و او حال دا، ژبه يې بندېده، و يې ويل: اى کاش! هغوى مې پېژندلای او ورسره واى، چې له دې خطرناک کاره مې ژغورلي وای. که ژوند او اجل مهلت راکړ او پيدا مې کړ؛ نو هغوى به پر دليل او برهان له دې سترې گناه منع کړم، پر خداى چې هغوى ظالمان دي. بيا يوې شېبې ته غلى شو او داچې ساه يې تله راتله او په څېره کې يې خپگان او اندېښنې ليدل کيدې، وويل: سعيده! خبرې ته مې غوږ شه او عملي یې کړه، په دې کار کې ستا چوپتیا روا نه ده؛ ستا دنده دا ده، چې هغوی پيدا کړې، ته دنده لرې، چې هغوی پيدا کړى، که د مصر وي، که د شام او که د عراق، ته دنده لرې، چې هغه پيدا کړې، يا داچې پيدا يې کړې او قانع يې کړې او له دې کاره یې منع کړې او يا داچې علي ته يې وروپېژنې، دا دنده مې درسپارلې، پام دې وسه، چې سمه يې سر ته ورسوې؛ گنې پر خپلو لاسونو به دې امام وژلى وي، دا مې درته وصيت دى؛ گوره چې په سر ته رسولو کې يې ناغېړي و نه کړې. خداى پر خپلو خبرو شاهد نیسم او دا مې په دې نړۍ کې تا ته روستی وصيت دی.

سعيد پوهېده، چې د نيکه ځلکدن يې دى، ډېر په خپگان يې د خپل نیکه روستیو خبرو ته غوږ نیولى و.

د ابورحاب مرگ

زه پردې حال، بايد څو ورځې مخکې مړ شوى وای؛ خو خداى مې په مړينه کې ځنډ راوست؛ ترڅو دا خبرې درته وکړم او ته يې عملي کړې او لکه څنګه چې ته مې د علي له وژلو منع کړې؛ نو ته هم هغه سړى پيدا کړه او هغه له دې کاره منع کړه، که خداى عمر راکړ؛ نو خوارجو ته به ورشم او په دليل او برهان به ورته د علي بې ګناهي جوته کړم؛ خو مرگ راته غېږ پرانستې او ډېر ژر به د جانان لوري ته ولاړ شم؛ خو زما روستی وصيت دا دی، چې په لاس او ژبه یې د فاع وکړې.

نور يې څه ونشو ويلای، اوسېلى يې وويست، چوپ شو او ساه يې ورکړه. سعيد چغې کړې، و گرانه نيکه! زما گرانه نيکه! خبرې راسره وکړه، نصيحت راته وکړه؛ خو په خواشینۍ چې نيکه يې ځواب نشو ورکولاى.

د ابورحاب د ساه ورکولو پرمهال، عبدالله په کور کې نه و؛ خو چې کور ته راستون شو او د نيکه له مرگه خبر شو؛ نو خپلوان يې خبر کړل او ورته په وير شول، چا هم ورپسې دومره و نه ژړل؛ ځکه د کور والا او خپلوان يې له څو ورځو مخکې د هغه د مرگ پر تمه ول؛ خو د سعيد له زړه يو خداى خبر و، چې څه پرې تېرېدل او خپگان او وارخطايي به يې هله ډېرېده، چې له خپل نيکه سره کړې ژمنه به ورياده شوه.

سعيد او عبدالله؛ د ابورحاب تر مرگ روسته

سعيد، چې خپل نيکه خاورو ته وسپاره؛ نو خپل لومړني حالت ته راوگرځېد او د خپلې ستونزې په اړه يې سوچ وکړ، چې څنګه ځان ترې خلاص کړي، تر ډېرې مودې فکر کولو روسته دې پايلې ته ورسېد، چې که قطام د علي له وژلو منع کړي؛ نو کار به يې ځان ته ډېر اسانه کړى وي، دا فکر يې چې ماغزو ته راغی؛ نو يو څه يې د ذهن بوج کم شو؛ خو په دې فکر کې و، چې څرنگه د قطام پر عواطفو واکمن شي، چې هغه له علي سره له دښمنۍ منع کړي او قطام د خپل رور او پلار له غچ اخستو لاس واخلي او دې هوډ ته ورسېد، چې هغه قانع کړي؛ نو چې کله سعيد دې هوډ ته ورسېد؛ نو د سعيد زړه څه ارام شو.

په کورنۍ کې یې د عبدالله په نامه يو ځوان و، چې ابورحاب هغه د سعيد په څېر روزلى او لوى کړى و او د ابورحاب به پرې زړه ارامېده او ډېر پرې گران و؛ عبدالله همغه څوک و، چې ابورحاب په سعيد پسې کوفې ته لېږلې و. د ابورحاب تر مړينې روسته عبدالله سعيد ته راغی او ترې يې وغوښتل، چې ورسره يو ځاى شي؛ داچې عبدالله ولې ورسره په دې سفر کې د يوځاى والي لپاره ټینګار کوي؛ نو سعید یې په لامل نه پوهېده. د عبدالله ددې ټینګار لامل دا و، چې ابورحاب ورته ويلي ول، چې له سعيد سره شي، چې پخپله ژمنه کې ناغېړي او کمزوري و نه کړي، سره له دې چې عبدالله پخپله هم ځوان و؛ خو تر سعيد څخه يې ډېر خلک او خپل وخت پېژنده.

د کوفې پر لوري حرکت

څو ورځې روسته، سعيد له خپلې کورنۍ سره خداى په اماني وکړه او له عبدالله سره کوفې ته روان شو. په لار کې، عبدالله له سعيد نه د هغو درېیو تنو د دسیسې په اړه هيڅ وا نه ورېدل او په سعيد کې يې د قطام د مينې څه نښې و نه ليدې. عبدالله له ابورحاب سره تر خبرو روسته پوه شوى و، چې سعيد د علي د وژلو له هوډه پښېمانه شوی او له سعيد څخه يې د دسیسچیانو په اړه هم څه اورېدلي ول؛ خو بيا هم لا سم پردې خبرو نه و پوه شوی.

 چې کله د بېدیاوو منځ ته ورسېدل؛ نو سعيد د عبدالله غوږ ته د علي د وژلو خبره راواچوله، هغه له عبدالله سره پخوانۍ انډيوالي درلوده او له زړه هم پاک او ساده و او په څه چې پوهېده او څه يې چې په زړه کې ول، عبدالله ته یې راوسپړل او په دې اړه یې سلامشوره ورځنې وغوښته.

 تر اوسه لا کوفې ته نه ول رسېدلي، چې عبدالله د سعيد پر ټولو خوالو پوه شو او همداسې له قطام سره د کړې ژمنې له ماتېدو هم خبر شو؛ نو سعيد ته يې وويل: دخپل نيکه خبره دې عملي کړه او له قطام سره کړې ژمنه هېره کړه او که و دې نشول کړاى، چې قانع يې کړې؛ نو ترې تېر شه، ښځې ډېرې دي او زه به درته يوه ښکلې ښځه وکړم، داسې چې له هره اړخه ښکلې وي.

دا خبرې د هغوى ترمنځ هغه وخت کېدې، چې پر خپلو اوښانو سواره ول او کوفې ته روان وو.

 سعيد وويل: نه! نه! دا خبره مه کوه! په دې نړ‌ۍ کې تر قطام بله ښکلې نشته او بېلتون به یې کله هم و نه زغمم او چې دا خبرې کوې؛ نو معلومېږي، چې له مینې بې خبره يې او پردې خبرو لا نه پوهېږې.

دا يې وويل او يو سوړ اوسېلى يې وويست، غلى شو او بيا يې وويل: فرض به کړو، چې زړه مې پرې اوبه نه څښي؛ خو هغه ليکلې ژمنه، چې مې ورکړې او که قطام رانه خپه شوه او زما هغه ليکلى خط علي ته ورکړي؛ نو بيا خو زه ډاډمن يم، چې هغه په مينه کې راسره په رښتینې ده او هغه زما له خير او خوشحالۍ پرته هيڅ نه غواړي.

 عبدالله وويل: داسې، ته وايې، چې مينه درسره لري؛ نو قانع کول به يې دومره ستونزمن نه وي؛ خو هغه سړى، چې د علي د وژلو اراده یې کړې، پيدا یې کړه او هغه له دې کاره منع کړه او که قانع دې نه کړاى شو؛ نو يا يې وژنه او يا يې خبر علي ته ورکړه، چې هغه یې پخپله په اړه پرېکړه وکړي.

 سعيد د دې وړانديز هرکلی وکړ.

 لمر په ډوبېدو و، چې کوفې ته را و رسېدل.

   سعید پر هغه ورځ پر خپل اوښ ډېر زور راووړ، چې تر ماښام مخکې کوفې ته ورسي، چې وکړاى شي، د قطام ديدن وکړي، سره له دې چې ورنږدې شو؛ خو له هغې يې يوه شېبه هم لرېوالى جايز نه گڼه؛ خو چې و یې ليدل لمر ډوب شو او تياره شوې ده او لا کوفې ته نه دى رسېدلاى؛ نو خپه شو.

 عبدالله يې پر تندي پوه شو او داچې له دې حالته يې راوباسي؛ نو ورته يې وويل: ايا له کوره ډېر لرې يو؟

سعيد وويل: که ښار ته ورسېدو؛ نو انشاء الله، چې رسېدلي به يو؛ ځکه زما کور له ښاره لږ بهر دى.

عبدالله: ژر کور ته رسېدل غواړم، چې د دې سفر له سختۍ خلاص شم، چې پر اوښ سورلۍ مې ورنونه ټپي کړي دي.

 سعيد: خو زه غواړم، کور ته تر رسېدو مخکې جومات ته ولاړ شم او هلته د ماسخوتن لمونځ وکړم.

عبدالله پوه شو، چې د سعيد نیت د قطام دیدن دی، چې قطام د خپل نيکه له نصيحته خبره کړي او ځان د قطام پر غبرگون پوه کړي.

 عبدالله غوښتل، سعيد له دې کاره منع کړي، چې له قطام سره د مقابلې لپاره لارې چارې وسنجوي او داچې سعيد يو پاک مسلمان و؛ نو سعيد وېرېده، چې قطام يې چېرې کوم څاه ته گوزار نه کړي؛ نوځکه يې وويل: دا خبرې پرېږده، دواړه به کور ته ولاړ شو او د ماسخوتن لمونځ په گډه، په کور کې وکړو او د سهار لمونځ به دواړه په جومات کې وکړو.

 سعيد ماتمخې یا حياناک انسان و؛ نو د حيا له مخې يې د عبدالله خبره ومنله؛ خو په ذهن کې يې لاره چاره لټوله، چې څرنگه د ((لبابې)) کور ته ورشي او ځان د هغوى پر احوال پوه کړي؟

هغوى په داسې حال کې کوفې ته را و رسېدل، چې تپه تیاره وه او دواړو هوډ وکړ، چې د سعيد کور ته ورشي، کور ته چې راننوتل، تر مخ و لاس وینځلو روسته یې لمونځ وکړه،خواړه يې وخوړل، سعيد هم داسې وښوده، چې خوب ورځي او دواړه په خپلو ځايونو کې سملاستل؛ خو سعيد سترگې پټې کړې وې او په تمه و، چې عبدالله ويده شي.

د لبابې پټه کتنه

سعيد چې ډاډمن شو، عبدالله ويده شوى؛ نو جامې يې بدلې کړې او د لبابې کور ته روان شو؛ خو په لار کې یې سوچ کاوه، چې خبره څرنگه پيل کړي؟

چې د لبابې کور ته رانږدې شو؛ نو و يې ليدل، چې لبابې کونټۍ په لاس، تربوزک يې وهلى او له کوره بهر راوځي. سعيد چې هغه وليده؛ نو ورخطا شو او د شرم او حيا له مخې يې سلام واچاوه او هغې يې هم د سلام ځواب ورکړ.

لبابې فکر نه کاوه، چې دومره ژر به بيا سعيد وويني؛ خو چې پوه شوه سعيد دى؛ نو بې واره خوشامدۍ او د مکر خنداگانې يې پيل کړې، سعيد په لبابې پسې روان شو، چې د هغې کور ته ور و رسېدل، لبابې خپل چوپړیال ته حکم وکړ، چې يو څراغ بل کړي او دواړه په خبرو بوخت شول.

 لبابې وپوښت: کله را و رسېدې؟

 سعيد: همدا اوس را و رسېدم، که څه، اوږد او ستړى سفر مې درلود؛ خو زړه مې و نه منله، چې تر ویده کېدو مخکې تاسې و نه وينم. لبابې په کړس کړس وخندل.

 سعيد هم له دې وېرې، چې څوک يې خبرې وا نه وري، لبابې ته یې په غوږ کې وويل: ترور جانې! څه ته خاندې؟

لبابه: (خپل مخ ته اشاره وکړه) خندا مې له دې ده، چې ته څومره زما د دې بدرنگې څېرې د لیدو لېواله يې؛ خو نه، ته زما د څېرې نه؛ بلکې د يوې بل ښکلې او په زړه پورې څېرې لېواله يې، همداسې نه ده؟

سعيد د لبابه په خبرو کې راودانگل او رو يې وويل: نه! قسم پر خداى، ترور جانې! اوس راته ستا ديدن د قطام تر ليدو ډېر ارزښت لري؛ ځکه په يوه داسې څاه کې غورځېدلاى یم، چې بې له تا مې بل څوک ترې نشي راويستلاى او هيله کوم، چې پخپله هوښیارتیا مې له دې څاه څخه راوباسه او تر هر څه مخکې یوه هیله لرم، چې زما له راتلو څوک خبر نه کړې او دا هر څه زما او ستا ترمنځ پاتې شي؛ ځکه له مکې څخه راسره يو ملگرى هم راغلی، چې زه يې دلته له راتلو منع کولم او زه هم له هغه پټ راغلی يم.

د سعيد خبرې پاى ته نه وې رسېدلې، چې د کور چوپړیال له يو بل څراغ سره راننوت. بيا هغوى دواړه خونې ته ننوتل، سعيد وويل: ترورجانى! ته تل زما ملگرې او ملاتړې وې او پر خپل چل ول او هوښیارتیا دې قطام راسره واده ته راضي کړه او اوس هم، چې هر څه درته وايم؛ هيله لرم، هغه قانع کړې.

 لبابه د سعيد له دې ټینګاره حیرانه شوه او وارخطا شوه؛ خو هڅه يې وکړه، چې سعيد پردې وارخطايۍ پوه نشي؛ نوځکه يې سعيد ته وويل: څه چې دې په زړه کې دي، را ته و يې وايه، چې پر خپل ټول کوښښ ستا غوښتنه ځواب کړم.

 سعيد چوپ شو او د يوې شېبې لپاره يې هېښنده ور وکتل او بيا يې وويل: يو مهمه خبره درته کول غواړم؛ خو نه پوهېږم، چې له کومه يې پيل کړم.

 لبابې وويل: مه وارخطا کېږه!چغې او سورې هم مه وهه! ما د روزگار تودې او سړې دواړه څښلي؛ نور یو څه هم راته حیرانونکي نه دي، هر څه چې دې په زړه کې دي، راته يې راوسپړه.

 سعيد وويل: ايا له قطام سره له کړې ژمنې مې خبره یې؟

 لبابه: هو! خبره يم.

 سعيد: ايا خبره يې چې ولې ناڅاپي مکې ته ولاړم؟

 لبابه: خبره شوم، چې مکې ته ولاړې؛ خو پر لامل يې پوه نه یم. سعيد: ځکه نيکه مې راپسې څوک رالېږلي و.

 لبابه: ستا نيکه! ابورحاب!! څه پرې وشول.

 سعيد: مکې ته چې ورسېدم؛ نو ساه يې ورکړه او د همدې لپاره يې راپسې څوک رالېږلی و، چې و مې ويني.

 لبابه: ابورحاب ومړ؟ خداى دې یې وبښي، هغه ستا لپاره يو ښه ملگرى او ملاتړى و او پوهېږم، چې ته د هغه په لمنه کې لوى شوى يې، هغه هم پر تا ډېر پام کاوه او پوهېږم، چې مړينه یې ډېره درته سخته ده، ډېره به خوشحاله شوې وم، چې که ژوندى مې ليدلى واى او هغه هم له قطام سره ستا واده کتلى وای او پوهېږم، چې له قطام سره د علي د وژلو له ژمنې به هم ډېر خوښ شوى وای.

سعيد د لبابې په خبرو کې راودانگل، و يې ويل: مخکې له دې چې نيکه مې ووينم؛ همدغه فکر ما هم کاوه؛ خو نيکه مې راته داسې خبرې وکړې، چې له خپل کار او له قطام سره له ژمنې يې  پښېمانه کړم.

 لبابه: ايا نيکه دې خبر شو، چې ته د علي د وژلو نیت لرې؟

سعيد: هو! هغه مې خبر کړ؛ خو هغه زه د علي له وژلو منع کړم او د مرگ پرمهال يې راته نصيحت وکړ، چې دا کار و نه کړم او راته يې وويل، چې يوې پرښتې خبر ورکړى، چې علي له دې تورونو پاک او بې گناه دى.

سعيد همداسې پر خبر و، لبابې هم د سترګو لاندې رکتل او له دې ډېره ډېره خپه شوه؛ خو هغه دومره مکاره وه، چې پردې خپگان يې سعيد هډو پوه نه کړ او داسې يې وښودل، چې د سعيد دا خبره ورته هډو ارزښت نه لري؛ خو سعيد په تمه و، چې اوس به لبابه غوسه شي؛ خو چې کله سعيد د لبابه چوپتیا او ارامتیا وکته؛ نو خپلو خبرو ته يې دوام ورکړ، و يې ويل: د خپل نيکه خبرې، چې مې واورېدې؛ نو ورسره په شخړه شوم؛ خو هغه پر خپله خبره ټينگار وکړ او د خپلې خبرې لپاره يې ډېر دليلونه راوړل.

 سعيد تردې خبرو روسته چوپ شو او د لبابې د غبرگون په تمه شو؛ نو بيا يې هم لبابه چوپ او ارامه وکته؛ سعيد تر خپلو خبرو روسته، هغه څه يې چې پر هغه شپه په مکه کې ليدلي ول، ټکی په ټکی لبابې ته کيسه کړل، چې کله لبابه خبره شوه، چې د عمروعاص، معاویه او علي د وژلو نخچه ويستل شوې؛ نو په کلار يې ساه واخسته؛ خو بيا يې هم داسې وښودل، چې دا خبره هم ورته ارزښت نه لري او همغسې پر خپلې چوپتيا واکمنه وه؛ نوځکه يې سعيد ته وويل: نيکه دې هم له دې دسیسې خبر شوى و؟

سعيد: هو! مخکې له دې چې ساه ورکړي؛ نو له دې خبرې مې خبر کړ او هغه هم په دې اړه راته وصيت وکړ…. .

تردې روسته د سعيد ژبه بنده شوه او څو شېبې روسته یې وويل: اخ، هغه وصيت!

لبابه: هغه څنگه وصيت وکړ؟

سعيد: هغه زه د علي له وژلو منع کړم او ماته يې دنده راکړه، چې له علي څخه دفاع وکړم؛ خو تر اوسه مې لا هوډ نه دى کړی، چې خبره يې پرځاى کړم که نه؟ ته زما له حاله ښه خبره يې.

 لبابه ووېرېده، چې که سعيد ته غوسه شي او ورته بې اعتنايي وکړي؛ نو کېداى شي، د هغې او د قطام خبره علي ته وکړي؛ نوځکه لبابې هڅه وکړه، چې پر مکر له سعيد څخه نور معلومات هم گوتو ته راوړي؛ نو ورته یې وويل: ولې دې د خپل نيکه په نصيحت عمل نه کوې؟د داسې سپين ږیري خبرې داسې دي لکه د يوې پرښتې له خولې راوتلې خبره.

سعيد، چې د لبابې خبرې واورېدې؛ نو خوشحاله او موسکی شو او په پوره سادگۍ يې ويل: څنگه به مې د نيکه خبرې نه منم؟ په دې اړه مې له نيکه سره ژمنه کړې؛ خو له قطام سره کړې ژمنې مې هم ماغزه بوخت کړي؛ هسې نه، له نيکه سره کړې ژمنه مې له قطام سره له واده منع کړي؛ خو چې ستا مينه او ملاتړي وينم؛ نو کار راته اسان شي، ترورې! ستا دې پر خداى قسم وي؟ ايا مرسته به راسره وکړې، چې قطام د علي له وژلو منع کړم؟ پر خداى چې علي له دې ټولو تورونو پاک دی، چې پرې لگېدلي دي؛ خو هیلمن يم، ته به مې ملگرتيا کوې او په يوه داسې کنده کې غورځېدلى يم، چې يوازې ته مې ترې راويستلاى شې.

سعيد تردې خبرو روسته د لبابې مخې ته کېناست، په ژړا شو او د لبابې لاسونه يې ښکل کړل.

 لبابې هم له خپل ټول مکر او چلوټو کار اخسته، موسکۍ شوه او لاسونه يې شاته کړل، چې سعيد يې ښکل نه کړي، سعيد يې غلى کړ، و يې ويل: زويه! غلى شه! څه چې ته وايې، همغسې به وکړم او له خدایه غواړم، چې قطام راضي کړای شم، چې د علي له وژلو لاس پر سر شي.

سعيد، چې د لبابې دا خبرې واورېدې؛ خوشحاله شو، په سترګو کې یې اوښکې راټولې شوې؛ ځکه له لبابې يې د داسې غبرگون تمه نه درلوده او له دې ډېر ډېر خوشحاله شو، چې دا شپه يې د لبابې د ليدو لپاره ټاکلې ده او د قطام تر ليدو مخکې يې لبابه وليده. لبابې وروکتل او خپل غوږ يې پر ګوته وگراوه، چې وښيي د قطام د راضي کولو لپاره لاره چاره پيدا کوي؛ خو په حقيقت کې يې هغه پردې کار بې لارې کاوه؛ نوځکه یې وويل: بې غمه وسه! ترڅو چې زه يم او زما خبرې ته غوږ ږدي؛ نو چرت دې مه خرابوه.

سعيد بې ځنډه وويل: زه مو لاس پر ټټر خبرو ته غوږ يم او مال او ټوله شتمني مې ستاسې په واک کې ده.

سعيد چې خبرې کولې؛ نو لبابه په سوچ کې ډوبه وه او د موضوع د پيدا کولو لپاره يې لار لټوله، چې سعيد غلى شو؛ لبابه بيا هم هماغسې په سوچ کې ده، چې ناڅاپه يې وويل: څه چې د خداى خوښه وي! يو څو ورځې دي، چې د قطام کړنو حیرانه کړې يم، لکه چې د نيکه خبرو دې پرې دلته اغېز کړی؛ خو لاخبره نه يم، چې څومره اغېز یې پرې کړی.

 سعيد له دې خبرې حیران شو، و يې ويل: مطلب دې څه دى؟ لبابې وويل: ستا تر تلو روسته مې ترې څه هېښنده حرکتونه وليدل، د غچ خبرې یې پر خوله نه راوړلې، څو ورځې همداسې ډوبه وه، زما په ګومان، چې کومه نوې خبره ورسېدلى وه، ډېره کمه به گړېده او کېداى شي، همغه بدلون، چې ستا په نيکه کې راغلى و، په قطام کې هم راغلى وي؛ خو ته بې غمه وسه، زه ځان په خبره پوهوم؛ خو د قطام تر ليدو مخکې له ما سره د کتنې په اړه چا ته څه مه وايه.

 سعيد وويل: خداى دې درسره ښه وکړي، الله دې روغه سټه درکړي، که دا کار دې راته وکړ؛ نو نقد به دې پېرلی يم؛ خو نه پوهېږم، چې څنگه دې مننه وکړم؛ زه هم له تا هيله لرم، چې زما د راتگ خبره هيچا، ان زما ملگري عبدالله ته هم و نه کړې.

 لبابې وويل: په سترگو! خو پام دې وسه، چې کله سبا د قطام ليدو ته راغلې؛ نو ډېرې خبرې و نه کړې او څه چې زما او ستا ترمنځ تېر شوي؛ په اړه یې سپڼ هم و نه کړې، رښتیا سبا به دې له ځان سره خپل ملگرى هم راوړې؟

سعید: څه باک نه لري، که هغه مې په خوالو پوه شي؛ ځکه هغه راته لکه د رور دى.

 لبابې وويل: څنگه چې دې خوښه وي، همغسې وکړه او خداى دې توفيق راکړي، چې هغه وکړو، چې ستا خير پکې وي.

سعيد د هغې له خبرو ډېر ډېر حیران شو، و يې ويل: ترورې! اجازه راکړه، چې لاسونه دې ښکل کړم، چې نيکه مې ومړ؛ نو ګومان مې کاوه، چې پلار مړی شوم؛ ځکه هغه راته د پلار غوندې و؛ خو اوس چې ستا دا مينه، محبت او ملاتړ وينم؛ نو هغه ننګېرنه مې له منځه ولاړه.

دا يې وويل او څو ځل يې د لبابې لاسونه ښکل کړل. دواړه پاڅېدل، يو له بل سره يې خداى په اماني وکړه، لبابې د خداى په امانۍ پرمهال وويل: غم و نه کړې!سبا به د قطام په کور کې وينو.

سعيد له دې چې يو لوى د غم پېټی يې له اوږو سپک شوى و، ډېر خوشحاله شو، د لبابې له کوره راووت؛ خو افسوس، چې نه پوهېده، چې د سعيد په شان ساده مرغۍ ته، لبابې د دوستۍ او ترورولۍ تر دانې لاندې څومره لوى تلک ايښى و.

 لبابې، چې سعيد رخصت کړ؛ نو خپلې خونې ته ولاړه، چې خپل شیطاني ماغزه وکاروي، چې څرنگه وښیي قطام په رښتيا، د علي له وژلو لاس اخستى؛ ځکه وېرېده، که سعيد ته غوسه شي؛ نو کېداى شي، سعيد یې خبرې علي ته یوسي؛ نوځکه یې هوډ وکړ، چې قطام پر خبره پوه کړي، چې د علي له وژلو لاس واخلي، هغه بې گناه وبلي؛ ترڅو هغه دسیسه چې په مکه کې د علي د وژلو لپاره جوړه شوې ده، همداسې سرپوښلې پاتې شي، چې له همدې لارې، علي ووژني؛ خو لبابه نه پوهېده، چې په شيطاني چارو کې، د قطام ماغزه، تر هغې ډېر کار کوي او هغه به د سعيد د وژلو لپاره يوه نوې نخچه وباسي. د لبابې زړه و نه منل، مخکې له دې چې دا خبره قطام ته ورسوي، ويده شي؛ نو د قطام کور ته روانه شوه.

له سعيد او عبدالله سره د قطام لیدنه

سعيد په خوشحالۍ کور ته راغى. ملگرى يې وليد، چې د ستړيا له لامله همغسې ډوب ويده دى؛ نو نور هم خوشحاله شو، خپل کټ ته شو؛ خو له ډېر تشویشه ويده نشو. څه شپه تېره شوې وه؛ خو خوب نه ورتله او له قطام سره د لېدنې په اړه يې سوچ کاوه او دا ورته د منلو وړ خبره نه وه، چې د هغه او د قطام نظر اوښتى دی؛ نو له خوشحالۍ به په جامو کې نه ځايېده، بيا به ورته د خپل نيکه خبرې وريادې شوې، چې بايد له علي دفاع وکړي او هغه دسیسچیان راپيدا کړي او هغوی له دې کاره منع کړي، چې دې خبرو به يې زړه ته وېره وراچوله او پردې سربېره، له علي څخه دفاع داسې څه نه ول، چې هغه له قطام سره له واده منع کړي.

څه به مو سرخوږوم؛ هغه شپه د سعيد سترگې ورنغلې او هغه شپه يې په وېره کې تېره کړه، لمر راووخت او وړانگې يې د کور پر دېوالونو ولګېدې؛ خو سعيد خواشینی و، چې ولې ناوخته پاڅېدلى؛ ځکه وخت ورته خورا ارزښت درلود. له خپل ځايه پاڅېد، عبدالله يې و نه ليد او ورپسې شو، چې را پيدا يې کړي و يې ليد، چې جامې يې اغوستي او لمونځ کوي، سعيد هم ورسره په لمانځه ودرېد؛ خو نه پوهېده، چې څه وايي، چې لمونځ خلاص شو؛ نو عبدالله، سعيد ته مخ کړ، و يې ويل: اى زما اموي روره! ولې ناوخته راپاڅېدې!

سعيد: سفر ډېر ستړى کړى وم. عبدالله د سعيد خبره ومنله او دواړه یوځای د سهار چایو ته کېناستل؛ خو سعيد په فکر کې ډوب و، عبدالله هم پرې پوه شو، چې دا ټول چورتونه له قطام سره د مينې په پار دي؛ عبدالله، سعيد ته وويل: ايا د قطام د ليدو هوډ نه لرې؟

 و يې ويل: هو! غواړم، و يې گورم، کېداى شي، هغه زما له لارې خداى سمې لارې ته سیده کړي او گورم، چې څرنگه د حق لوري ته رااوړي او له هغې چټلې ژمنې لاس اخلي.

 عبدالله غوښتل، سعيد وازمېيي، چې څومره پخپله خبره ولاړ دى؛ نوځکه يې وويل: که قطام دې خبره و نه منله؛ نو څه به کوې؟

سعيد: خپله ټوله هڅه به وکړم، چې قانع یې کړم او که قانع نشوه؛ نو د خپل نيکه پر وصيت به عمل وکړم؛ ځکه نيکه مې راته سپېڅلى او راباندې ډېر گران دی.

 عبدالله هم هغه د نيکه پر وصيت د ټينگار لپاره وهڅاوه؛ خو دا په داسې حال کې و، چې عبدالله نه پوهېده، د نيکه پر وصيت دا ټينگار، له لبابې سره تر ليدنې روسته و او داچې لبابې ورسره ژمنه کړې وه، چې هغه به قطام قانع کړي او که لبابې ورته دا ډاډ نه وای ورکړى؛ نو شونې وه، چې د قطام او نيکه د وصيت ترمنځ یې قطام ټاکلې وای او د نيکه وصيت یې شاته اچولای وای.

 چې عبدالله له سعيد نه ډاډمن شو؛ نو د قطام د کور د تگ لپاره يې بيړه پيل کړه، چې هسې نه سعيد له خپلې خبرې پر شا شي.

د سهار د چایو تر څښلو روسته، د قطام کور ته روان شول، که څه، د سعيد ماغزه ارام نه ول؛ خو هغه لوز چې لبابې ورسره کړی و؛ نو بيا به لږ ارام شو. چې د قطام کور ته را ورسېدل؛ نو يو بڼ ته ننوتل، د سعيد زړه پر درزار شو او لومړى ديدن ورياد شو، د کجورو د ونو ترمنځ راروان ول، چې لبابه يې د وره غاړې ته موسکۍ ومونده. سعيد چې وليده؛ نو خوشحاله شو او چې دواړه لبابې ته ور و رسېدل، تر ستړي مه شو روسته یې داسې وښودل، چې له مکې څخه تر راستنېدو روسته يې په لومړي ځل ويني. لبابې یې سلام وځواباوه او د سعيد له ملگري سره يې هم ستړي مه شي وکړل. د قطام خونې ته ورننوتل، چې د کړکۍ غاړې ته ولاړه وه او د کور ترڅنګ نېر ته په ننداره وه، تورې جامې او تور تربوزک يې وهلى و؛ نو چې کله يې هغوى وليدل؛ تربوزک يې لرې کړ او د هغوى خوا ته راغله، تر روغبړ روسته سعيد خپل ملگرى وروپېژنده، و يې ويل: زه له خپل رور او ملگري سره دلته راغلي یم، چې تل مې ملاتړى دی.

قطام ښه راغلاست وويل او د کېناستو ست یې وکړ. دواړه کېناستل او په خونه کې چوپه چوپتيا وه، لبابه په خبرو شوه، و يې ويل: په راتگ کې ځنډ دې وارخطا کړي وو، ريحان (د کور چوپړیال) راته وويل، چې له تلو مخکې دلته راغلى وې؛ خو قطام دې و نه ليده؛ خو هیلمنه وه، چې ډېر ژر به راستون شې، انشاءالله، چې خير و او کومه ناوړه پېښه به درته نه وي راپېښه شوي.

سعيد تر یوه سوړ اوسېلي روسته وويل: ترورجانې! خير چېرې و، نيکه مې راپسې عبدالله رور رالېږلى و؛ نوځکه مکې ته ولاړم.

قطام وويل: څه ته يې غوښتى وې؟

سعيد: نیکه چې زوړ او بې دسته شو او رنځوري يې ډېره شوه؛ نو تر اجل مخکې غوښتل ما وويني او ما هم وکړاى شول، چې يوازې يوه شپه ورسره تېره کړم او بیا یې يې ساه ورکړه.

 قطام داسې وښودل، ته وا، په لومړي ځل يې دا خبره اورېدلې او په حیرانتيا او خپگان یې وويل: ايا نيکه دې ومړ ؟ خداى دې هغه وبښي او تا ته دې خداى صبر او اوږد عمر درکړي، بيا يې اوسېلى وویست، و يې ويل: هو! په رښتيا، د دوستانو او خپلوانو غم ډېر درون وي.

د عبدالله پام په قطام و او د هغې د ښکلا او ښايښت په اړه يې ډېر اورېدلي ول او په دې سوچ کې و، چې که قطام د علي له وژلو لاس وانخلي او له سعيد نه وغواړي، چې بايد پر خپله ژمنه عمل وکړي؛ نو بیا به څه کېږي؟

 عبدالله غوښتل خبره رامنځ ته کړي، چې وويني قطام څه غبرگون ښيي؛ خو داچې له قطام سره يې لومړۍ کتنه ده؛ نو سلا یې و نه ليده، چې داسې خبره رامنځ ته کړي او يا یې په خبرو اترو کې گډون وکړي او داچې سعيد او قطام ځان ته پرېږدي؛ نو له خپل ځایه پاڅېد او بهر ووت او داچې د لبابې چل هم اغېز وکړي؛ نو په عبدالله پسې ور ووته.

چې کله قطام له سعيد سره په خونه کې ځان ته شوه؛ نو قطام وويل: دا ځوان څوک دى؟ ايا پرې ډاډمن یې؟ سعيد پر مینناک او ستړي غږ وويل: له وړوکتوبه سره يوځاى يو او هغه زما پر خوالو خبر دى او پوره پرې ډاډمن یم.

 قطام وويل: ايا زما او ستا له تړونه هم خبر دى؟

 سعيد وويل: هو! اى ګرانې! ايا ته په دې کار کې کومه نیمګړتیا وینې؟

 قطام: نه! کوم باک نه لري؛ خو غوره به دا وه، چې له دې خبرې دې نه واى خبر کړى؛ ځکه ته چې مکې ته ولاړې؛ نو څه سوچونه مې ماغزو ته راغلل.

سعيد خوشحاله وويل: څه فکر دې کړى؟

 قطام: درته به يې ووايم او هیلمنه يم، عمل پرې وکړې او له ما و نه غواړې، چې پر خپلې پخوانۍ ژمنې وفاداره ووسم.

 سعيد وويل: زما خبره هم ستا خبره ده، څه چې ته وايې، همغسې به وکړم، زه مو په واک کې يم.

قطام وويل: یاد دې شي، چې مکې ته تر تللو مخکې زما کور ته راغلې؛ خو زه دې پيدا نه کړم؟

سعيد وويل: څنگه به مې نه يادېږي، پر هغه ورځ خو راباندې تندر راوغورځيد.

 قطام: پوهېږې، چې چېرې تللې وم؟

 سعيد: نه.

 قطام: له خپلوانو کره تللې وم او موخه مې يوازې د هغوى ليدل نه؛ بلکې هغه تړون مې چې درسره تړلى و، همغې مې ماغزه بوخت کړي ول او خوب يې زما له سترگو تښتولى و، چې سبا شو؛ نو له ځان سره مې وويل: کېداى شي دا ټول تشويشونه د علي د وژنې د گناه په پار وي؛ نو دا مې غوره وليدل، چې له خپلوانو کره ولاړه شم او ځان پر خبره پوه کړم او له ډېرې پلټنې روسته دې پايلې ته ورسېدم، چې زما د رور او پلار وژونکی علي نه و او علي یې په وژنه کې هيڅ گناه نه لري؛ بلکې علي خو تر جګړې مخکې څو ځلې نصيحت ورته کړى و؛ خو هغوى ورسره و نه منله او چې جگړه پيل شوه؛ نو علي پوه شوه، چې هغوى دواړه په خطر کې دي؛ نو خپلو پلويانو ته يې وويل، چې هغوى ته ضرر ور و نه رسوئ؛ خو ځينو ناپوهه او فرصت طلبو هغوى ووژل، چې علي ترې خبر هم نه و او دا مهال مې پردې خبرې ډېر سوچ وکړ او پوه شوم، چې غلطه وم او هوډ مې وکړ، چې درسره له کړې ژمنې لاس واخلم او دا مهال سرگردانه وم، چې تا څنگه قانع کړم او دا خبره مې له ټولو پټه وساتله، ان له لبابې هم.

سعيد ددې خبرو پر اورېدو نور ونشو کړاى، چې ځان کابو کړي، پاڅېد او عبدالله او لبابې ته یې غږ کړل، چې راغلل، سعيد، عبدالله ته مخ کړ، و يې ويل: روره! قطام پخپله هوډ کړی، چې راسره له کړې ژمنې لاس واخلي.

قطام ځان نانگاره کړ، و يې ويل: اى سعيده! د څه په اړه خبرې کوې او کومې خبرې ته هیلمن وې؟ لبابه پر خبرو شوه، و يې ويل: پوه شوم، چې ته هم هماغې خبرې ته رسېدلى يې چې قطام هم رسېدلې ده.

 سعيد: هو! اى ترورجانې! او له خدايه د دې کار ډېره مننه کوم، له مکې چې راستون شوم؛ نو د علي پر بې گناهۍ ډاډمن شوم او له نيکه سره مې ژمنه کړې وه، چې تردې روسته به په علي پسې سپکې سپورې و نه وايم او وېرېدم، چې قطام راسره په دې اړه هوکړه و نه کړي او له خدايه ډېره مننه کوم، چې له موږ ټولو سره يې په دې اړه مرسته وکړه.

 بيا سعيد د خپل نيکه کيسه وکړه او ټول يې خوشحاله کړل او بيا يې ورته د هغه دسیسچیانو کيسه هم وکړه.

 قطام، چې واورېدل يو دسیسچي د علي د وژلو ژمنه کړې؛ نو ځان يې غوسه وښود، و يې ويل: ايا هغه پېژنې، چې څوک و؟ سعید: و مې نه پېژنده؛ خو له خبرو يې پوه شوم، چې د مصر د فسطاط ښار دى.

 قطام وويل: اوس، چې پوه شوى يې چې دې سړي د علي د وژلو لپاره ملا تړلې؛ نو په دې اړه چوپتیا د علي په وژنه کې لاس درلودل دي؛ نو ته بايد هغه سړى پيدا کړې او هغه له دې ناوړه کړنې منع کړې او يا يې ووژني.

 سعيد تردې خبرو روسته موسکی شو، و يې ويل: هېر شوي مې ول، چې درته ووايم، نيکه مې راته وصيت کړى و، چې له علي څخه دفاع وکړم او له هر ډول شر او بدۍ يې خوندي وساتم. قطام: دا هماغه څه دي، چې زه هم پرې ايمان لرم؛ ځکه ددې ستر جنايت په اړه چوپتیا نه بښل کېدونې گناه ده؛ خو له تاسې هيله لرم، چې له دې دسیسې څوک خبر نه کړئ؛ چې څوک راڅخه مخکې نشي او دا ویاړ د ځان په نصیب کړي او يا داچې کېداى شي، دا خبره د دسیسچیانو غوږونو ته ور و رسي او هغوى تر موږ ژر، لاس پر کار شي او موږ ونشو کړاى، هغوى وپېژنو. عبدالله! ايا له وړانديز سره مې یوه خوله يې؟

عبدالله حیران شو او که له لبابې سره د سعيد له کتنې خبر وای؛ نو د قطام پر ټګۍ برګۍ به هم پوه شوى وای؛ خو داچې د هغوى له کتنې خبر نه و؛ نو هر څه يې عادي و انګېرل، و يې ويل: سمه ګروهه همدا ده؛ زه او سعيد رور به مو خپل ټول کوښښ وکړو، چې د هغه سړي له لارې د علي له وژلو مخنيوى وکړو.

 قطام: نو اوس مو څه هوډ دی؟

سعيد: ګومان کوم، چې د فسطاط ښار ته ورشو او هغه سړى راپيدا کړو او هغه له دې کاره وژغور.

 قطام: هلته ستاسې تگ څه گټه نه لري؛ ځکه نه يې پېژنئ او نه پوهېږئ، چې چېرې دى؟ نوم به يې له کومه راپيدا کوئ؟ تر اوسه په تاسې کې کوم يو هغه ښار ته تللي ياست؟ايا هلته څوک پېژنئ؟

عبدالله: زه په فسطاط ښار کې بلد يم؛ خو ډېر هلته نه وم او نه څوک پېژنم؛ خو خپله ټوله هڅه به وکړم، چې هغه راپيدا کړم.

لبابه له يوې مهمې څېرې سره رامخې ته شوه، ته وا، يو نوى فکر يې ماغزو ته راغلی، و يې ويل: زه به يوه لار دروښيم، چې ټولې ستونزې به مو اسانه کړي.

 ټول کېناستل.

 لبابې وويل: پر خبره مې و نه خاندئ؛ زه له داسې خوالو خبره يم، چې تاسې ترې خبر نه ياست؛ پوه شئ، چې په مصر کې د علي پلويان خورا ډېر دي، چې له عمروعاص څخه کرکجن دي او د ناچارۍ له مخې یې واکمني مني او څه چې پر «محمد بن ابي بکر[5]» وشول؛ نو دوی خلکو پرې صبر کړى او د يوه مناسب وخت پر تمه دي، چې ځان د عمروعاص له شره خلاص کړي.

عبدالله وويل هيڅ داسې مسلمان به پيدا نه کړى؛ چې له دې خبرې خبر نه وي؛ خو زه تردې څخه، پر نورو ډېرو مهمو خوالو خبر يم.

قطام وويل: ته له څه خبر يې؟

عبدالله موسکی شو او و یې ويل: هلته ډېر داسې شته چې نيکه مې ابورحاب زه له هغې خبر کړى يم؛ خو راته يې ويلي، چې چا ته يې و نه کړم.

 لبابې هڅه کوله، ځان پردې خوالو پوه کړي؛ نوځکه يې قطام ته په سترګو اشاره وکړه او خپله اوږه يې وخوځوله، قطام هم پرې ورسېده. قطام پر ناز و نخرو وويل: که کوم راز لرې؛ نو له ځان سره يى وساته او زموږ غوندې خوارجو ته يې و نه وايې.

عبدالله د قطام له دې خبرې خيجله شو او سعيد ته يې وکتل او سعيد هم عبدالله ته ډاډه کتنه وکړه او تمه يې درلوده، چې عبدالله خپل ټول رازونه هغوى ته ووايي، تر څو هغوى پرې بد گومان و نه کړى.

 عبدالله په خجالت وويل: نه کله هم نه! زه اراده نه لرم له تاسې څه پټ کړم، چې پوه شوم تاسې هم زموږ په څېر غواړئ، له علي ملاتړي وکړئ؛ نو زه د خپلې پخوانۍ خبرې لپاره له تاسې بښنه غواړم او هر کله مو، چې زما خبره بده و نه منله؛ نو هر څه به تا او لبابې ته ووايم، دا يې وويل او خپل شاوخوا ته يې وکتل او په تمه و، چې څوک څه خبره وکړي، چې و يې ليدل، ټول ورته غوږ دي؛ نو و یې ویل: له نيکه مې واورېدل، چې و يې ويل: په فسطاط ښار کې د علي پلويان دي، چې د زړه له کومي له علي سره مينه لري، هغوى منظمې جرگې لري، ترڅو د پاڅون لپاره تيارى ونیسي، چې عبدالله دلته راورسېد؛ نو ژبه يې ونښته؛ لکه داسې و، چې يو څه د هغه د خبرې کولو مخه نيوه؛ په څېره کې یې د پښېمانۍ نښې راڅرګندې شوې او له دې چې اوس يې هم دومره خبرې کړې دي، ډېر خپه شو او له خبرو کولو يې ډډه وکړه.

مکارې لبابې د عبدالله پر چوپتيا ورسېده او په خندا يې وويل: داهم څه راز دى، چې ته ترې خبر يې؟ تا همغه څه وويل، چې ما ته هم پته وه؛ نو ده ترې نه کوم ټکی کم کړ او نه یې پرې ورزیاد کړ، ما هم همدا خبرې وکړې؛ یوازې هغه څه چې تا ډېر وويل دا و، چې د علي پلويان هلته په پټه راټولېږي؛ خو پردې دې نه ملامتوم، چې پر موږ ډاډ نه لرې او چوپ شوې؛ ځکه موږ دې نوي پېژندلي يو.

 قطام د لبابې په خبرو کې راودانگل، و يې ويل: ته وايې چې هغه نه ملامتوې؛ حال دا، خبرې دې ټولى له پېغوره ډکې دي، هغه پرخپل حال پرېږده، ترڅو داسې و نه انګېري، چې موږ غواړو ځان د هغوى پر خوالو پوه کړو؛ موږ هم هماغه غواړو، چې عبدالله يې غواړي او موږ د هغوی خوالو ته څه اړتیا لرو.

قطام، سعيد ته مخ کړ او و يې ويل: زه ډېره ډېره خوشحاله شوم له دې چې عبدالله خپل راز رابرسېره نه کړ او ډېر مې پردې کارخوښ شو، زه د علي له دښمنانو ځنې وم؛ خو نن يې تر ټولو سرسخته ملاتړې يم او عبدالله ډېر ښه کار وکړ، چې د امنيتي ملحوظاتو په پار يې دا راز و نه وايه؛ که څه، زه د علي له سرسخته ملاتړيو ځنې يم؛ خو شونې ده، شيطان مې وغولوي او له خولې مې برغولى لرې کړي.

قطام دا خبرې له پېغوره ډکې وکړې او دا خبرې، د يوه غشي په شان د سعيد پر زړه لگېدې، هغه خېجله شو او عبدالله ته يې وويل: تردې ډېر نور د پېغورونو زغملو وس نه لرم؛ هر څه چې دې اورېدلي، ورته يې ووايه، چې ستا نورې پاتې خبرې یې نه وې اورېدلي؛ نو له دې ځايه به پورته نشم.

 عبدالله له خپل کړي کاره پښېمانه شو او حیران پاتې و، چې څنگه ځان له دې خجالته راوباسي او کله يې چې د سعيد ټینګار وليد؛ نو هيڅ عذر يې نه درلود، چې راز رابرسېره کړي؛ نوځکه يې وويل: تاسې ما پر يوه داسې گناه تورنوئ چې ترې پاک يم او له دې چې خبرې مې بس کړې او چوپ شوم؛ نو مطلب مې دا نه و، چې پر تاسې ډاډ نه لرم؛ بلکې غوښتل مې د نيکه ټولې خبرې رايادې کړم او اوس که قطام اجازه راکوي؛ نو هرڅه به ووايم.

سعيد: پر هر څه چې پوهېږې و يې وايه، که قطام ستا له خبرو غوږونه ټپ کړل؛ نو زه به دې خبرو ته غوږ کېږدم.

عبدالله خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يې ويل: نيکه مې ابورحاب راته وويل: د علي پلويان د فسطاط له ښاره بهر په پخوانى معبد کې چې په ((عين الشمس)) مشهور دى، د جمعې پر ورځ راټولېږي او يو له بل سره خپلې خوالې شریکوي.

 قطام او لبابه له دې چى پر خوالو پو شوي ول؛ نو خوشحاله شول؛ خو لبابې د چل ول له مخې دا خبره ډېره کوچنۍ وښوده، و يې ويل: ايا ستا په نظر، چې دا يو لوى راز دى.

 عبدالله د لبابې پر پېغور غوسه شو، و يې ويل: څه دليل لرې، چې دا خبره دروغ ده؟

لبابې وويل: ته وايې چې د علي پلويان هر جمعه هلته راټولېږي او موږ ته خبر رارسېدلى، چې د علي د پلويانو شمېر زرو تنو ته رسي؛ نو دا دومره خلک څرنگه په هغه معبد کې ځایېدای شي، ښه! فرض به کړو، چې هلته دا ټول کسان ځایېدای شي؛ نوڅرنگه تر اوسه عمروعاص او د هغه جاسوسان پرې نه دي خبر شوي؛ نو ايا دا خبره د منلو وړ ده؟ عبدالله له دې چې خبره يې نه ده منل شوې او راز يې نه دى رابرسېره شوى؛ خوشحاله شو او غوښتل يې همدلته خپلې خبرې ته د پاى ټکی کېږدي.

 سعيد خوښ نشو او تر عبدالله او خبرو روسته يې وويل: د عبدالله مطلب دا نه دى، چې د علي ټول پلويان ښځه، نر، ماشوم او بوډاگان ټول هلته راټولېږي؛ بلکې پر هغه ورځ هلته يوازې د خلکو استازي او مشران راټولېږي.

 لبابه په خندا شوه او غوښتل يې ځواب یې ورکړي؛ خو قطام مهلت ور نه کړ، و يې ويل: ترورې!راته ښکاري، چې ته ورسره ټوکې کوې، لومړى دې ترې وغوښتل، چې خپل راز درته ووايي او اوس ورسره شخړه کوې، زموږ د ټولو مطلب دا و، چې خپلې موخې ته ورسو او بس.

بيا قطام، سعيد ته وکتل، و يې ويل: د لبابې خبرې پرېږده! هغه ټوکماره ده، فسطاط ته ولاړ شه او د علي پلويان به درسره د هغه سړي په پيدا کولو کې مرسته وکړي؛ خو له تاسې هيله لرم او هغه داچې له دې خبرې څوک خبر نه کړئ؛ ځکه که دا خبره د هغه چا غوږونو ته ورسېده، چې د علي د وژلو نيت يې کړى؛ نو نور به هم ځان پر کومه سوړه ننباسي او بيا به يې پيدا کول راته ستونزمن وي او يا داچې هغه به ژر، لاس پر کار شي او زموږ ټول کوښښ به خاورې ايرې شي؛ خو اوس زه يقين لرم، چې هغه به د رمضان له (١٧) مخکې خپل کار و نه کړي او موږ هم تر هغه ډېر وخت لرو او پردې سربېره که له دې رازه دې څوک خبر نه کړل او دا کار تا ځان ته وکړ؛ نو انعام او ثواب به دې هم تر ټولو ډېر او ستر وي؛ نو دې ډېرو خبرو ته اړتیا نشته او لکه څنګه چې وينئ، زه هم د علي له پلويانو ځنې شوم او پوهېږم، چې ته راسره مينه لرې او په دې خبره کې هيڅ شک نه لرم او که و دې کړاى شول؛ نو دا کار ژر تر ژره سر ته ورسوه او که علي دې وژغوره؛ نو واده به درسره وکړم او دا عبدالله او لبابه به زما او ستا د واده شاهدان وي.

د سعيد خو زړه و، چې په دې دندې پسې له وتو مخکې، له قطام سره واده وکړي؛ خو د قطام دا خبره یې چې واورېده او ددې لپاره، چې هغه و نه وايي، چې هغه د علي په پلوۍ کې له تا ډېره گرمه ده؛ نو د واده خبرې ته يې اوسمهال د پاى ټکې کېښود.

د قطام مکر او چلوټو خپل ځاى نيولى و او سعيد، بې له منلو بله لار نه درلوده؛ نوځکه يې ويل: زه هم درسره یوه خوله يم او هیلمن یم، نکاح مو علي وتړي.

 عبدالله، چې دا خبرې واورېدې؛ نو د قطام پر خبرو شکمن شو او له دې چې راز يې نه دی رابرسېره شوی؛ نو پښېمانه نه و، چوپ شو، چې له دې ډېر پښېمانه نشي؛ خو نه يې غوښتل، د هغوى په مخ کې ځان کم وښيي؛ نو و يې وويل: زه خپل رور یو نېکمرغه انسان بولم، چې درسره اشنا شوی او له خدایه غواړم، دې موخې ته په رسېدو کې مرسته راسره وکړي. څو شېبو ته غلى شو، و يې ويل: قطام! تا ته هم مبارکي وايم، له دې چې ددې راز پر پټ پاتېدو ټينگار کوې. بيا يې لبابې ته وکتل او و يې ويل: ترورجانې! خداى دې روغه او ژوندۍ لره، چې تل دې راته لارښوونې وکړې.

 لبابې وويل: نظر مې دا دى، چې ځنډ مه کوئ او په بيړه مخ په مصر شئ او له خداىه غواړم، چارې مو اسانې شي او چې فسطاط ته ولاړئ، عين الشمس ته ورشئ؛ خو پر هر چا ډاډ مه کوئ.

همداسې څه خبرې وشوې او لکه څنګه چې و مو لوستل، عبدالله د قطام پر خبرو مشکوک شوى و؛ خو داچې و یې ليدل، سعيد له قطام سره خورا مينه لري؛ نو د لنډ وخت لپاره چوپ شو؛ خو هوډ یې وکړ، چې روسته هغه پر خبره پوه کړي.

له سعيد سره د قطام خيانت

چې سعيد او عبدالله ولاړل؛ نو لبابې قطام ته وويل: موږ ټول وسايل برابر کړي او له علي څخه د غچ اخستو ورځ، له دې دوو وېرندکیو ځوانانو پرته رارسېدلې ده، علي به هرومرو وژل کېږي. قطام: خو دا يوازې زموږ د بري تضمين کوونکي نه دي، ما له هغوى وغوښتل، چې دا خبره دې همداسې پټه پاتې شي او دا يوازې ددې لپاره نه و؛ بلکې له خلکو څخه ددې خبرو له پټولو مې بل مطلب درلود.

 لبابې وويل: په خبره دې نه پوهېږم؟

قطام: خو ته همغه زړه مکاره او چلۍ لبابه نه يې؟ څنګه مې پر خبرو نه پوهېږې؟

 لبابه: په خبره دې و نه رسېدم، چې مطلب دې څه و؟

 قطام: مطلب مې دا و، چې عمروعاص ته به خبر ورکړم، چې د علي پلويان د جمعې پر ورځ، پټې غونډې لري او ژر تر ژره يې ونیسه، چې عبدالله او سعيد به هم پکې وي؛ ښه نو اوس به عمروعاص هغوى يا بنديان کړي او يا به يې ووژني، که و يې وژل؛ نو دا دسیسه به د تل لپاره، له هر چا پټه پاتې شي او که زنداني يې هم کړل؛ نو لږ تر لږه د روژې تر (١٧)ام پورې خو به په بند کې وي او تر هغه به زموږ غشي د نښې منځ ويشتلى وي او خپلې موخې ته به رسېدلې يم او ورپسې چې هر څه راپېښ شول؛ نو راته به ارزښت نه لري.

لبابې، چې د قطام خبرې واورېدې؛ نو ورنږدې شوه، په غېږ کې یې ونيوه او پر خوشحالۍ يې وويل: افرين شه او پر تا شه اى نجلۍ! ستا مکر او ټګي برګي له ما هم ډېره ده او که خداى زما هومره عمر درکړ؛ نو شيطانان به دې شاگردان وي. دا يې وويل او په کړس کړس يې وخندل؛ خو قطام همغسې بړوسه او خپه ولاړه وه او د لبابې خندا ته يې پام و نه کړ، خپل چوپړیال ريحان ته يې غږ کړ؛ هغه راغى او په داسې ځاى کې کېناست، چې هر څه یې ليدل او کتل؛ خو نه چا ليدلاى شو او نه يې چا خبره اورېدلای شوه؛ نو چې کله قطام ته راورسېد؛ نو قطام وويل: ايا ستا باداران (رور او پلار) مظلوم وژلي شوي که نه؟ ريحان: هو! همداسې ده او زه یې هم له وژنکیو څخه د وينو غوښتونکی يم.

 قطام: خبر خو يې چې څه ته مې راغوښتی يې.

 ريحان: ګومان کوم، فسطاط ته مې لېږل غواړې، چې عمروعاص د علي د پلويان پر پټو غونډو خبر کړم.

 قطام: اى په پير دې رحمت شه! ته مې همدې کار ته راغوښتى يې، اوس درته اړتیا لرم، چې عمروعاص ته ولاړې؛ نو زما نوم ورته مه اخله، زه ستا په هوښیارتیا پوره ايمان لرم، ما پخپلو هيلو کې نهیلې نه کړې؛ مصر ته ولاړ شه او پېغام مې ورسوه او که د هغوى دوو د بندي کېدو او د وژل کېدو خبر دې راووړ؛ نو د خداى په لار کې به دې ازاد کړم.

ريحان لومړى رابرگ شو او بيا يې په نرم غږ وويل: انګېرئ، چې ستا له مریتوبه راته ازادي گرانه ده، څه چې راسپارل شوي، ترسره به یې کړم؛ خو يوه خبره مې واوره، چې بيا کله هم د ازادۍ په اړه خبره و نه کړې.

قطام د ريحان له مړانې هکه پکه شوه او په کړس کړس یې وخندل او و يې وويل: اې تور مرییه ولاړ شه! قسم پر خداى، چې له زرو سپينو مریانو ښه يې.

د فسطاط ښار

 د فسطاط ښار په (٢٠) هجري کال کې عمرو بن عاص په مصر کې د اسکندريې تر فتح روسته جوړ کړ او ځکه یې پرې د فسطاط نوم ايښی، چې کله عمروعاص د بابل کلا فتح کړه (د يرمار جرجيس يا اوسنى دير نصارى)، چې پخواني مصر ته نږدې و او د هغه او د مقوقس د قوم ترمنځ سوله راغله؛ نو عمروعاص ځان د اسکندريې د منځه وړلو لپاره چمتو کړ؛ نو هغه د خپلو سرتېرو لپاره د نيل د سیند او د مقطم د غره ترمنځ کېږدۍ ووهلې او بيا يې د تگ لپاره د کېږدیو د راټولولو حکم ورکړ، دا مهال يو سرتېري خبر راووړ، چې په کېږدۍ کې يې يوې کوترې ځاله کړې او بچي پکې په دي، چې الوتلای نشي.

 عمروعاص وويل: دې کوترو پناه راوړې، کېږدۍ پخپل ځاى پرېږدئ، چې د کوترو بچي پخپله خوښه له هغه ځایه والوځي. کېږدۍ یې یې پرخپل حال پرېښودې او د اسکندريې تر فتح روسته یې د دې ښار په شاوخوا کورونه جوړ کړل او چې کله د ښار کار پاى ته ورسېد؛ نو پر هغه يې د فسطاط نوم کېښود او په مصر کې د مسلمانانو دا لومړى ښار و، چې جوړ يې کړ او هغه يې خپله پلازمېنه کړه؛ تردې چې پر څلورم هجري کال، د قاهرې ښار جوړ شو او هغه د حکومت پلازمېنه شوه.

د هجرت څلوېښتم کال و، چې عبدالله او ملگرى یې سعيد د فسطاط ښار ته را و رسېدل. دا مهال فسطاط يو زرغون ښار و او ډول ډول ټبرونو پکې ژوند کاوه. د فسطاط ښار، د مستطيل په بڼه د نيل سیند په ختيځ کې پروت و. د ديرنصارى او د نيل سیند ترمنځ چې هر څه جوړ شوي، تر عمروعاص روسته جوړ شوي دي. د عمروعاص جامع جومات (چې اوس يې هم يو څه نښې پاتې دي) د ښار ترمنځ و او نور کورونه د جومات شاوخوا ته جوړ شوي ول، چې جومات ته تر ټولو نږدې کور، د عمردعاص و، چې دوه خونې يې درلودې، چې يوه لويه او بله کوچنۍ وه. مسلمانانو لومړى په کېږدیو کې ژوند کاوه؛ خو عمروعاص، چې د ځان لپاره کور جوړ کړ؛ نو خلکو هم ځان ته په کورونو جوړولو لاس پورې کړ؛ خو مخکې تردې چې د فسطاط ښار جوړ شي قبطیانو د نيل سیند او د مقطم د غره ترمنځ د ځان لپاره کورونه جوړ کړي ول، ددې ښار پر کوڅو او واټونو يې د هغو ټبرونو نومونه کېښودل، چې له عمرعاص سره یې پر مصر باندې په برید کې گډون درلود.

(راځو له قطام او لبابې سره تر کتنې روسته د عبدالله او سعيد پاتې کيسه)

سعيد د دسيسچیانو په لټه کې

د سعيد او عبدالله کيسه مو تر هغه را و رسوله، چې هغوى د فسطاط ښار ته د تگ لپاره ځان چمتو کړ. سهار وختي له کوفې څخه فسطاط ته روان شول؛ خو سادګان نه پوهېدل، چې قطام څومره خطرناک جال ورته خور کړى دى، هغوى شپه و ورځې مزلونه وکړل، چې په پای کې د جمعې پر سهار د فسطاط ښار ته رانږدې شول. هغوى د مقطم له غره څخه د فسطاط ښار وليد، چې د نيل د سیند په اوږدو کې پروت دى او په سیند کې لوی لوی بېړۍ تگ راتگ کوي او د ښار ترمنځ د عمروعاص جامع جومات و، چې شاوخوا ترې کورونه جوړ شوي ول، يوه شېبه هلته ودرېدل، چې يو لار وسنجوي، چې اسان او ښه خپلې موخې ته ورسي.

 عبدالله وويل: د علي پلويان په «عين الشمس» کې راټولېږي غوره به نه وي، چې دلته پاتې شو او بيا عين الشمس ته ولاړ شو؟ سعيد وويل: دلته د پاتېدو لپاره هيڅ دليل نه لرو او پردې سربېره که دلته پاتې شو؛ نو خلک به راباندې شک وکړي او بلخوا، معلومه راته نه ده، چې غونډه په کوم وخت کې ده؟ سهار ده، غرمه ده او که ماښام؟

عبدالله وويل: سمه ده، چې معلومه راته نه ده، چې هغوى کله راټولېږي؛ خو ګومان کوم، چې د مازيگر له لمانځه تر شپې پورې به دا غونډه جوړېږي؛ خو سره له دې ټولو خبرو، که ښار ته ورننوځو، لمونځ وکړو او د څارویو او د ځان لپاره يو ځاى پيدا کړو؛ نو دمه به وکړو او بيا به دواړه ورننوځو، ترڅو د غونډې وخت او ځاى پيدا کړو.

 سعيد: داسمه خبره ده.

هغوى دواړه له غره راکوز شول او ښار ته په داسې وخت کې را و رسېدل، چې د سهار اذان کېده. هغوى دواړه مخکې ولاړل او د جومات مخې ته يو لوى ميدان و، چې پکې يې د کجورو تر ونو لاندې د څارويو د تړلو لپاره موږي ټک وهلي ول. دواړو خپل اوښان وتړل او لمانځه ته روان شول، تر اوسه يې په جومات کې ډېر وخت نه و تېر کړی، چې شور زوږ شوه، دا مهال د جومات ورونه پرانستل شول، چې د جومات په بېلابېلو ځايونو کې ول او څو سړي، چې په لاسونو کې يې کوړې وې راننوتل او خلک يې هغه خوا او دې خوا ته ټېله کول.

 سعيد وويل: دوى څوک دي؟

عبدالله: هغوى ساتندويان دي او په دا شان د امير لپاره لار پرانځي.

 د عبدالله خبره لا په خوله کې وه، چې يو لنډ او بدرنگ سړى، چې زرورقي جامې يې پر تن دي او پگړۍ يې هم وهلې وه، جومات ته راننوت، هغه يې و نه پېژنده، چې عمروعاص دى، هغه پر ممبر کېناست او ټولو خلکو هم ورکتل. عمروعاص تر حمد و ثنا روسته خلکو ته په نصيحت شو، هغوی یې پر نېکیو امر او له بدیو څخه منع، زکات او زړه سواندۍ ته راوبلل او له تربګنیو یې منع کړل، خلکو ته يې ويل، چې ډېر بچي مه راوړئ او خپلې خبرې یې داسې وغوځولې: خلکو! له څلورو څيزونو ډډه وکړئ، چې تر هوساینې روسته د ستړيا او تر پراختیا روسته د تنگۍ او تر عزت روسته د ذلت لامل گرځي: د ډېرو ښځو او اولادونو له درلودو ډډه وکړئ؛ ځکه د مال له ضايع کولو او ډېرو چغو پرته هيڅ گټه نه لري؛ خو سره له دې، انسان فراغت ته اړتیا لري، چې پکې دمه وکړي او د خپلو چارو په اړه سر په ګرېوان کې ښکته کړي، خپل شهوت او ځاني غوښتنې پکې ارضاع کړي او که هر چا داسې وخت گوتو ته راووړ؛ نو بايد قناعت ولري او ډېرښت و نه کړي. بايد د فراغت پرمهال زده کړه او مطالعه وشي، د خير کارونه وشي او د خداى په حلالو او حرامو سترګې پټې نه کړي. اى خلکو! د جوزا غوشمې راوځړېدې، اسمان له ورښته لاس واخست، خداى له تاسې د وبا رنځورۍ لرې کړه، د ځمکې لمدبل يې لږ کړ، د بېدیاوو لمنې زرغونې شوې، مېږې لنگې شوې، د مېږو بچو ګرځېدل زده کړل، له الهي برکت سره بیدیاوو ته ولاړ شئ او خپل خير له مېږو او اوزو وغواړئ. خپل څاروي د څړ لپاره په بېدیاوو کې ایله کړئ، چې ماړه شي، ساتنه یې وکړئ؛ مينه ورسره وکړئ، چې اس يو چوپړیال او پتمن څاروى دى، د جګړې پرمهال هغه «قبطيان» مه ځوروئ، چې ستاسې په گاونډ کې پراته دي. اى خلکو! له عشوه گرو او کوڅه ډبو ښځو ډډه وکړئ؛ ځکه هغوى مو دين فاسدوي او غيرت، همت او سړيتوب مو له منځه وړي، له اميرالمؤمنين عمر څخه مې يو روايت اورېدلى، چې هغه هم له رسول الله (ص) اورېدلي ول، چې و يې ويل: «زما تر ژوند روسته به مصر سوبه کړئ؛ نو هغه وخت د هغه ځاى له قبطيانو سره ښه چلن وکړئ؛ ځکه هغوى پر تاسې د پناهندگۍ حق لري.» اى سړيو! لاسونه مو له حرامو وساتئ، عفت ولرئ، سترگې مو له نامحرمو ښکته کړئ. ښه مې ياد دي، چې څو ورځې مخکې يو سړى راغى، چې پخپله ډېر په وازدو کې پټ او څربه و؛ خو اس له ډنگرۍ پر لار نشو تللاى، تردې روسته پوه شئ، چې زه به د سرتېرو غوندې ستاسې اسونه هم وينم او که د کوم سرتېري اس بې له کوم لامله ډنگر و؛ نو جزا به وکړم، پوه شئ چې تاسې د قيامت تر ورځې د دې هېواد ياست، خلک ستاسې پر خاوره، اوبو، کورونو، ژوند، کانو او کرنې حق لري. اميرالمؤمنين عمر راته يو حديث ووايه، چې له رسول الله (ص) يې اورېدلى و، چې د خداى رسول وويل: «که خداى درسره مرسته وکړه؛ نو مصر فتح کړئ، له خلکو ډېر سرتېري جوړ کړئ؛ ځکه هغوى به د نړۍ تر ټولو غوره سرتېري وي. ابوبکر (رض) د خداى رسول وپوښت: د څه لپاره يا رسول الله؟ پېغمبر وويل: ددې لپاره، چې د هغوى د ښځو او مړونو زړونه تر قيامته يو له بل سره تړلي دي.» د خداى د نعمتونو له کبله د هغه مننه وکړئ او چې کله ونې وچې، اوبه گرمې او مچان ډېر شول، شېدې تروې شوې او له ونو پاڼې راتوىې شوې؛ نو له هغوى ګټنه وکړئ او د خپل ښار(فسطاط) پر لوري د خداى له برکتونو سره راستانه شئ او له تاسې چې څوک اولاد لري؛ نو د خپلې وسې له مخې، ډالۍ ورته راوړئ، دا خبرې مې تاسې ته وکړې او خداى دې تاسې ټولو ته روغه سټه درکړي.

عمروعاص همداسې خلکو ته نصيحت کاوه او خلکو یې خبرو ته غوږ نيولى و، سعيد، عبدالله ته تر شونډو لاندې رو وويل: قسم پر خداى، چې عمروعاص ښه امير دی، هغه لاسونه دې غوڅ شي، چې هغه به وژني، قسم پر خداى، خبر به یې کړک، چې ځينې غواړي، و يې وژني. عبدالله له دې وېرې، چې څوک پرې پوه نشي، د هغه ځواب ور نه کړ. تر لمانځه روسته، خلک له جوماته ووتل؛ عبدالله او سعيد هم له جوماته راووتل او ټول خلک د جومات مخې ميدانۍ کې راټول شول. هلته عبدالله خپل يو پخوانى انډيوال ولید، چې د غفار و، هغه عبدالله او سعيد خپل کور ته راوبلل، عبدالله او سعيد ترې بښنه وغوښته؛ خو هغه غفاري سړي ټينگار وکړ؛ خو داچې څوک پرې شک و نه کړي ورسره ولاړل. د غفاري سړي کور د «خارجة بن حذفه» په کوڅه کې و. هغه خپل مريي ته حکم وکړ، چې ددې مېلمنو اوښان غوجلې ته يوسي او هغه دواړه مېلمانه یې پورتنۍ خونې ته بوتلل، چې (بې له يوې دریمڅې) یې هيڅ کړکۍ نه درلوده. هغوى دې ډول خونې هک پک کړل او همداچې غوښتل يې د دې کار لامل وپوښتي؛ نو غفاري سړي د دواړو پر تندي پوه شو او ورته یې وویل: د خونې له دې حالته مه حیرانېږئ، چې ددې ښار ټولې خونې همداسې دي.

 عبدالله: غفاري روره! قسم پر خداى، هک پک يم، چې ولې يې په دې ښار کې خونې داسې جوړې کړي دي.

 غفاري وويل: «خارجة بن حذفة» د عمروعاص د ساتندويانو مشر و او په دې ښار کې هغه لومړى تن و، چې په دې بڼه يوه خونه یې جوړه کړه او چې کله اميرالمؤمنين عمر له دې خبرې خبر شو؛ نو عمروعاص ته يې وليکل، چې د خارجة بن حذفة خونې ته ورننوځه او پکې يو کټ کېږده او په هغه کټ کې يو داسې سړى ودره، چې ونه يې نه ډېره لنډه وي او نه ډېر دنگه، که د هغه سړي سر د خونې دريمڅې ته ورسېد؛ نو ژر تر ژره هغه خونه ړنګه کړه. عمروعاص هم دا کار وکړ او و يې ليدل، چې د هغه سړي سر دريمڅې ته نه ور رسي؛ نو خونه يې پرخپل حال پرېښوده او تر هغه روسته، چا هم مړانه و نه کړه، چې د دې کور له ډيزاين پرته بل کور جوړ کړي او داسې کورونه ددې لپاره ښه دي، چې اوسېدونکي يې چا ته هم نه ښکاري.

بيا غفاري خواړه راوړل او تر خوړو روسته هغوى دمه وکړه او بيا د وګړیزو چارو په پلمه له کوره ووتل. په ښار کې د گرځېدو پر مهال يې داسې وښودل، چې د لرغوني اثارو د ليدو او د چکر لپاره راغلي دي.

 سعيد وويل: اوس خو غرمه ده؛ نو څه وکړو؟

عبدالله وويل: زه به یوازې عين الشمس ته ولاړ شم، چې له دې ځايه ډېر واټن نه لري او که د غونډې ځاى مې راپيدا کړ؛ نو ژر به درپسې راشم؛ خو دا راته وايه، چې چېرې به دې پيدا کړم؟ سعيد: زه به په جومات کې په تمه يم؛ خو چې ځنډ و نه کړې. عبدالله يوه شېبه غلى شو، فکر يې وکړ او بيا يې وويل: که ځنډ مې وکړ؛ نو د عين الشمس د هغې منارې څنگ ته راشه، چې له دې ځاىه هم ښکاري او هلته راته په تمه شه يا به زه درپسې راشم او يا به درپسې يو څوک درولېږم.

هغوى یو له بله جلا شول او عبدالله د عين الشمس پر لوري روان شو، سعيد هم جومات ته راستون شو. عبدالله، چې عين الشمس ته ورنږدې شو؛ نو له کنډرو پرته يې هيڅ و نه ليدل، په کنډرو کې یو خوا بلخوا ولاړ؛ نه يې څوک وليدل او نه يې کوم غږ واورېد، بيا خپل لومړني ځاى ته راغی؛ خو هلته يې هم څوک و نه ليدل. فکر يې وکړ، چې غلط ځاى ته راغلى او د غونډې د ځاى نوم يې غلط پر غوږونو لگېدلى دی؛ نږدې ول نهیلی ستون شي او داسې ګومان یې کاوه، چې د علي پلويانو، يو بل ځاى د خپلو غونډو لپاره ټاکلی؛ نوځکه یې يو دېوال ته ډډه ووهله، چې سوچ وکړي، چې څه وکړي؟ لمر په ډوبېدو و، دا مهال يې يو سړى ولید، چې له فسطاط څخه دې خوا را روان دى، عبدالله هم ځان د لرغونو اثارو پر ليدو بوخت کړ او داسې يې وښودل، چې د لرغونو اثارو لیکون (هيروگليف) لولي، چې هغه، سړى له دې ځايه تېر شي، هغه سړى يې تر ځير لاندې نيولى و، چې ناڅاپي يې له سترگو ورک شو.

پټه غونډه

عبدالله د هغه سړي له ورکېدو هک پک شو او له ځان سره يې وويل، په يقين، چې دا سړى هم د پټې غونډې يو غړى دى او هغه ځاى ته ورغی، چې هغه سړى پکې پټ شوی و، ناڅاپه يې سترگې پر يو مخ پر لاندې سوري ولگېدې، چاچې دا سورى په لومړي ځل کته؛ نو ګومان يې کاوه هغه اړخ يې ټپي دي، ده هوډ وکړ، چې دې غار ته ورننوځي او همداچې په غار کې يې څو شېبې مزل وکړ، پوه شو، چې دا غار يوه لار ده، چې يوې خوا ته وتلې، همداسې يې خپل مزل ته دوام ورکړ، چې تپې تيارې ته ور و رسېد، هلته ودرېد او خپل غوږونه يې تاند کړل، د خبرو غږ یې واورېد، خوشحاله شو، څه يې چې غوښتل، ورسېدلی دى؛ خو د مخکې لار پيدا کولو څومره هڅه یې چې وکړه؛ خو و يې نشو کړاى او بلخوا له دې وېرېده، چې څوک پرې شکمن نشي او دلته و نه وژل شي. یوه شېبه په غار کې سرگردانه و او له ځان سره يې وويل، چې ايا لار پيدا کړي او که ښار ته ستون شي او له سعيد سره بیا راشي؟ ماغزو ته يې راغلل، چې لومړى بايد ددې غونډې پر شتون ډاډمن شم او بيا په سعيد پسې ولاړ شم، په همدې سوچ کې روان و، چې سر يې په يو راوتلي څيز ولګېد ملا يې ټيټه کړه او د هغه ځاى د هوا بوى پر پرشي کړ، څومره يې چې وغوښتل، د خپل پرشي مخه ونيسي؛ خو راپرش يې وهل، د پرشي غږ يې په غار کې انگازې وکړې. د پرشي تر غږ روسته، په غار کې يوه کمزورې رڼا راڅرګنده شوه او څو کسان، چې تربوزکونه يې وهلي ول او ټول بدن يې پر تورو جامو پوښلى و، مخې ته راغلل، عبدالله ونيو او عبدالله هم غږ و نه کړ او له ځان سره یې د غار هغې غاړې، يوې خونې ته بوتله، چې ټول دېوالونه يې پر توره ټوټه پوښل شوي ول؛ په دې خونه کې دومره تپه تياره وه، چې که هغه دوه شمع پکې نه واى لګېدلې؛ نو د سړي د سترگو سپين به هم پکې نه ليدل کېدل. عبدالله يې چې هغې خونې ته بوتله؛ نو هلته يې دوه کسان وليدل، چې تور تربوزکونه يې وهلي او تورې يې په ملا پورې تړلي دي.

 يو یې وويل: څوک يې؟ ولې دلته راغلی يې او څه غواړې؟

عبدالله: دلته راغلى يم، چې په ګروهه کې درسره شريک شم. هغه سړي وويل: ته مو د کار په اړه څومره پوهېږې؟

 عبدالله: دومره خبر يم، چې تاسې خلک د اميرالمؤمنين علي دوستۍ او مرستې ته رابلئ، ايا داسې نه ده؟

 هغه سړى وويل: دا کارونه په تا پورې څه اړه لري؟!

عبدالله: زه هم ستاسې په څېر ګروهه لرم، پر ما بد گومان مه کوئ، زه له کوفې څخه د همدې کار لپاره راغلې يم.

 بل سړي وپوښتل: دا څرنگه کېداى شي، چې يو اموي د علي د دوستۍ ادعا کوي.

 عبدالله ددې سړي خبرې شکمن کړ؛ ځکه د همغه کوربه؛ يعنې غفاري په څېر غږ يې درلود.

 عبدالله وويل: ايا ته زما همغه غفاري ملگرى نه يې؟ رښتيا ووايه او مه وېرېږه، پر خداى، چې مهم پېغام مې راوړى او که ما د خپلو خوالو محرم وبولئ؛ نو هر څه به درته ووايم، چې پر رښتينولۍ مې ډاډ پيدا کړئ.

 غفاري: که رښتيا وایې؛ نو راځه.

 عفاري مخکې او عبدالله ورپسې شو، چې يوې چوترې ته ورسېدل، چې توره ټوټه پرې هواره و، ټوټه يې ترې لرې کړه، عبدالله پرې يو ستر قران له يوې تورې سره وکوت.

 غفارى: پردې توره لاس کېږده او پردې قران او خداى قسم وخوره، چې د علي د يارانو به مرستيال او د دښمنانو به يې دښمن وسې.

 عبدالله هم هغه وکړل، څه چې غفاري ورته ويلي ول. غفاري، عبدالله بلې چوترې ته بوتله او ټوکر يې ترې لرې کړه او له هغې څخه يې د ښيښې يو بوتل راواخست، چې د رنجو په څېر تور څه پکې پراته ول.

 عبدالله وپوښتل: په دې بوتل کې څه دي؟

غفارى وويل: په دې بوتل کې د «محمد بن ابي بکر» پاتې ايره ده، چې په ډېره بې رحمۍ يې شهید کړ او که ته هم لارښوونه غواړې او له حق سره مرسته کول غواړې؛ نو په کار دي، دا ايره په سترگو کې رانجه کړې، د هغه مظلوم لپاره وير وکړې او د هغه د وينې د بدل اخستو لپاره راسره همژمنی شې، ايا دا دنده منې او پخپل قسم دې ولاړ يې؟

عبدالله: څه چې تاسې وایئ، زه درسره يم او تاسې ته مې د خپل زړه خبره وکړه. غفاري سيلی راواخست، په بوتل کې يې وټومبه او هغه يې عبدالله ته ورکړ، چې په سترگو کې يې رانجه کړي، عبدالله هم د «محمد بن ابې بکر» ايره رانجه کړل او بې واکه په ژړا شو او ورسره کسانو هم د هغه مظلوم لپاره وير وکړ. غفاري ملگري، له مخه تربوزک لرې کړ او و يې ويل: هو! لکه څنګه چې دې وويل، زه دې ملگرى يم؛ خو په يوه خبره دې له پيله پوه کړم، که خبرې دې دروغ وې؛ نو لومړى دښمن به دې زه يم او په همدې توره به دې وينه توىې کړم، اوس دې خبره وکړه.

عبدالله، چې ډاډمن شو، چې موخې رارسېدلى؛ نو خپل رور سعيد ورياد شو، و يې ويل: زه يو ملگرى لرم، چې غواړي، دلته راسره وي او د علي له دښمنانو سره په جګړه او مبارزه کې شريک شي.

غفاري: له دې ځايه نشې وتلاى، خو داچې ټول له دې ځايه ووځو، اوس چې له هر څه خبر يې، و يې وايه.

 عبدالله هم ومنله او و يې ويل: داچې زه اموي يم، مه حیرانېږئ او لکه څنګه چې دې غفاري رور هم وويل، زه پخوا د حضرت معاویه له پلويانو ځنې وم او د (حضرت) عثمان د وينې په بدل پسې وم؛ خو يوه پېښه راته وشوه، چې له خپلې لومړنۍ ګروهې واوختم، چې په خپل ځاى کې به يې کيسه درته وکړم؛ خو څه چې بايد اوس درته ووايم دا دي، چې زه له کوفې راغلى يم او خبر يم، چې علي بن ابى طالب اميرالمؤمنين څلوېښت زره جنگيالي د جگړې او جهاد لپاره چمتو کړي او هغه ټولو جنگياليو هم د علي لپاره خپل سرونه په تلي کې ايښي دي. غفاري وويل: موږ په زرونو جنگيالي لرو، چې د پېغمبراکرم(ص) د تره د زوى لپاره هر کار کولو ته چمتو دي.

عبدالله غوښتل، خپلې خبرې پاى ته ورسوي؛ خو يو يې په خبرو کې راودانگل، و يې ويل، پوهېږو، چې ته يو اموي يې او امويان د حضرت علي سرسخت ښمنان دي؛ نو څه ددې لامل شول، چې د علي مرستې ته دې ملا وتړله او ځان دې د بلاوو او خطرونو خولې ته کړ؟

عبدالله د ابورحاب کیسه ورته وکړه، تر اوسه يې لا څو ټکي له خولې نه ول راوتلي، چې د خپل سر له پاسه يې د اسونو د پښو غږ وننګېره او خونه په خوځېدو شوه، ټول غلي ول او وېره پرې کېناسته، هغوى ټولو سوچ وکړ، چې دا ټول د عبدالله چلونه دي، غوښتل يې د خيانت په جرم يې ووژني، چې بې ځنډه په غار کې رڼا شوه او سرتېرو پر سمڅه يرغل وکړ. د حضرت علي يارانو غوښتل، له ځانه دفاع وکړي؛ خو شمېر يې د سرتېرو په پرتله خورا لږ و، ټول ونيول شول او د شپې په تپه تياره کې فسطاط ته يووړل شول.

 

د سرښندونکې پېغلې پېژندگلوي

د سعيد پاتې کیسه.

 عبدالله ژمنه ورسره کړې وه، چې د فسطاط په جامع جومات کې به يې وويني. سعيد تر ماښامه په جومات کې عبدالله ته په تمه و؛ خو رانغى او حیران و سرگردان و، چې څه وکړي؟ ايا عين الشمس (د علي د يارانو د پټنځي) ته ورشى؟ او که د عبدالله راتگ ته په تمه شي؟

چې لمر پوره ډوب شو؛ نو هوډ يې وکړ، چې په عبدالله پسې عين الشمس ته ورشي. له فسطاط څخه عين الشمس ته روان شو. تپې تيارې او هوا ستونزې ورمخې ته کړې ، څه مزل يې وکړ او د عبدالله ځنډ ته اندېښمن و، پر ټولو ځايونو تپه تياره وه، غونډۍ په سترګو نه ليدل کېدې، دا مهال يې د اسونو د پښو غږونه واورېدل، غاړې ته شو او د يو گټ شا ته پټ شو، يوه ډله يې وليده، چې له فسطاط څخه د عين الشمس پر لوري روان دي، ډېر وارخطا شو او له ځان سره يې وويل: داسې خو به نه وي شوي، چې چا د ښار واکمن (عمروعاص) د هغوى له نخچې خبر شوی وي؟ خپل شاواخوا ته يې کتل، چې پر یوه بڼ یې سترګې ولګېدې، چې یو کور هم پکې و، له ځان سره يې وويل، غوره به وي، هلته ورشم او د کور خاوند وپوښتم، چې بڼ ته ورننوت؛ نو له کوره د ژړا غږ راتله، ودرېد او ښه ځېر شو، پوه شو، چې ښځينه غږ دى، چې په ژړا وایي: اى ظالمه! له خدایه نه وېرېږې؟ له دې و نه شرمېدې چې د بې گناهو د وژنې لپاره دې نخچې وويستې، چې اوس دې زرګونه خلک د مرگ منگلولو ته ورواچول؟ سعيد، چې دا خبرې واورېدې؛ نو لړز پرې ولگېد؛ نور يې صبر و نه کړ، مخې ته ولاړ، چې د ژړا پر لامل پوه شي، رو یې ور وټکاوه، غږ غلی شو، لږ صبر يې وکړ؛ خو چا ور خلاص نه کړ، يو ځل بيا يې پر رپېدلي لاس ور وټکاوه، بيا هم چا ځواب ور نه کړ. غوښتل يې پر خبره ځان پوه کړي. وېرېده، چې په دې پردۍ سیمه کې چېرې گېر نشي، ذهن ته يې ډول ډول سوچونه راتلل، چې په پای کې، دې پايلې ته ورسېد، چې ددې ژړا او په څه پسې، چې دى؛ نو ترمنځ یې يوه اړیکه شته. نور د اسونو غږ هم نه اورېدل کېده؛ معلومېدل، چې عين الشمس ته به تللي وي، دا ځل يې په زوره ور وټکاوه، چې کېداى شي دا ځل یو څوک ور پرانځي؛ خو بيا هم چا ور خلاص نه کړ؛ خو چې ځیر شو؛ نو و يې ليدل دروازې ته يو غټ قلف اچول شوى، سر يې ورنږدې کړ، و يې ويل: ايا په کور کې څوک شته، چې ور خلاص کړي؟ زه مسافر يم، لار مې ورکه کړې.

 ورته وویل شول: کونجي ورکه شوې او د خلاصولو لپاره يې بله لار هم نشته. د سعيد وېره اوحیرانتيا نوره هم ډېره شوه، و يې ويل: ته څوک يې؟ ايا د خلاصون کومه لار شته چې راخلاصه دې کړم؟

بنديوانې ځواب ورکړ: اى کاش، چې وکړاى شې، له دې بنده مې راوباسې؛ خو دا راته ووايه، چې ته څوک يې؟

سعيد: مسافر يم، لار مې ورکه کړې، هر څنگه چې وي، ځان راښکاره کړه او راته ووايه، چې څرنگه دې له دې ځايه راوباسم؟ بنديوانې وويل: اچول شوى قلف مات کړه، چې وکړاى شې له دې ځایه مې راوباسي؛ ځکه که زه راووتم؛ نو زرګونه خلک به له مرگه وساتم.

سعيد هم توره را وويسته او په قلف کې يې واچوله او قلف يې تاو کړ، قلف مات شو او پر ځمکه وغورځېد. د سعيد سترگې پر يوې پېغلې ولگېدې چې د فسطاط ځانگړې دودیزې جامې يې اغوستې وې، پرېشانه زلفې يې راځوړندې وې. پيغله بهر راووته. پيغلې، چې سعيد وليد؛ نو ورته يې وويل: رښتيا ووايه، چې ته څوک يې؟

 سعيد: مه وېرېږه، د زرګونو خلکو د ژغورلو خبره دې ولې وکړه؟ راته ووايه، چې هغوى څوک دي؟

سعيد او پېغلې همداسې يو بل ته کتل؛ خو يو بل يې نه پېژندل. پېغلې وويل: چا درته وويل، چې د زرګونو خلکو لپاره وير کوم؟ سعيد: ما په خپلو غږونو واورېدل، له ما څه مه پټوه او رانه مه وېرېږه.

 پېغلې وويل: د هغو خلکو کار په تا پورې څه اړه لري؟

سعيد: وېرېږم، چې يو له هغوى؛ خو به نه يم.

 پېغلې وويل: ؛ نو دلته څه ته راغلى يې؟

 سعيد: زه د عين الشمس پر لوري روان وم، چې لار مې ورکه کړه او دلته راغلم، چې د کور خاوند وپوښتم؛ خو چې را و رسېدم؛ نو ستا د ژړا غږ مې واورېد، اوس راته ووايه، چې له چا سره دې خبرې کولې او د چا په اړه دې خبرې کولې؟ خبرې وکړه، چې نور مې زړه پړک چوي.

 پېغلې وويل: زه له استخباراتو وېرېږم او پر چا هم ډاډ نه لرم، چې خپل مې ټګي برګي راسره کوي؛ نو له پرديو څه گيله ده؟

 سعيد: داسې پردي هم شته چې تر خپلو ډېر نږدې وي. خبره کوه، مه وېرېږه.

بياځلي یې د اسونو غږونه او گڼه گوڼه واورېده، چې له عين الشمس څخه راستنېږي. پيغله ژر خونې ته ننوته او سعيد يې هم له لمنې راکاږه او دواړه هلته غلي شول. غږونه لږ لږ رانژدې کېدل. ناڅاپه يې واورېدل: اى خاينانو! ډېر ښه مو گوتو ته راغلئ، موږ ستاسې له نخچې خبر شو.

هغوى د بڼ له مخې تېر شول او بنديان يې لاس تړلي په ځان پسې راکاږل. يو ځل بيا پر ټول ځاى چوپتيا واکمنه شوه او چې ډاډ یې پيدا کړ، په شاوخوا کې څوک نشته؛ نو پېغلې خپل مخ پر سپېړه وواهه او و يې ويل: خداى مو ووهه، خپلو ناوړو او شيطاني هيلو ته ورسېدئ او دا بې گناه خلک مو بنديان کړل؟!

سعيد: دا ډله څوک ول؟ ايا هغوى چې په عين الشمس کې راغونډ شوي ول، ونيول شول؟

پېغلې وويل: له بده مرغه، هو! هغوى يې په عين الشمس کې نيولي ول.

 سعيد په وارخطايۍ بهر راووت. اسونو ته ځیر شو؛ ته وا، ځان يې پوهاوه، چې کوم خوا روان دي.

 پېغلې وويل: زما په اند تا هم اراده درلوده، چې ورسره يو ځاى شې.

سعيد: هو!

پېغله: خداى ترې وساتلې او ته وا، خداى اراده کړې وه، د لارې په ورکېدو دې له هغوى وساتي.

 سعيد په خواشينۍ وویل: اوس مې چې په نيت پوه شوې؛ نو له هر څه خبره يې، راته و یې وايه؛ نور مې د صبر کټوری نسکورېدونی دی.

 پېغلې وويل: موږ له دې څخه ډېر دلته نشو پاتېدلاى، وېرېږم، چې څوک ناڅاپه راشي او کار مو نور هم سخت کړي.

 سعيد: خوښه دې ده، چې له دې ځایه لرې شو؟

پېغلې وويل: ځه، چې ژر له دې ځايه ووځو او همداچې ډاډمن ځاى ته ورسېدو، هر څه به درته ووايم او کېداى شي، دواړه له هغې ناوړې پېښې مخنیوی وکړو، چې راپېښدونې ده. دا يې وويل او له کوره ووتل؛ پېغله مخکې او سعيد ورپسې و، څه به مو سر خوږم؛ دومره لرې ولاړل، چې يوې کلا ته ورسېدل، چې ور يې نه درلود.

پېغلې، سعيد ته وويل: دا د قبطيانو ده، راځه د زيارت په پلمه ورننوځو، چې ځای مو امن شي. مخې ته چې ولاړل؛ نو يو راهب يې مخې ته راغی، چې لاټين یې په لاس کې و، و یې پوښتل: څوک يئ؟ هغوى دواړه کلا ته ورننوتل، لاټين په لاس راهب ورمخکې شو او دوى ورپسې ول، چې کلیسا ته ننوتل. راهب لاټين راجيگ کړ، ور و يې کتل او نجلۍ يې وپېژنده، چې د فسطاط له سترو کورنيو ځنې ده، په ليدو يې خورا خوشحاله شو، په ورین تندي یې ښه راغلاست ووایه او د کلیسا په ګوټ کې یې یوې خونې ته بوتلل او يو څراغ یې ورته بل کړ او و یې پوښتل: څه خو به مو پکار نه وي؟

 هغوى دواړو وويل: نه!

راهب هغوی یوازې پرېښودل او ولاړ.

سعيد د څراغ په رڼا کې نجلۍ ته وکتل او هغه يې ښکلې او لمر مخې ومونده، چې سترگې او سترغلي يې په ډېرو ژړاگانو پړسېدلي ول؛ خو بیا هم ډېره مينناکه او سپین مخې وه. سعيد په خونه کې پر خوره شوې ټغر ناست و او د پېغلې خبرو ته يې غوږ نيولى و، له وارخطايۍ يې زړه درځېده؛ نو پېغله يې وپوښتله: اوس، چې يوازې يو؛ نو حقيقت راته ووايه.

 پېغلې سعيد ته وکتل، و يې ويل: کېداى شي، ته يو له هغو دوو مسافرو ځنې يې چې نن ګهیځ فسطاط ته رارسېدلي دي؟

سعيد: هو! ته څنګه خبره شوې يې؟

پېغلې وويل: ما ته له خپل غفاري گاونډي سره وليدې، يوه مهمه خبره درته کومه او له تا غواړم، له هغه خطره مخنيوى وکړې، چې مسلمانانو ته راپېښېدونی دی.

 سعيد بې ځنډه وپوښتل: ژر راته ووايه؛ ځکه زه همدې دندې ته فسطاط ته راغلی يم او کېداى شي، خپل ورک کړی مې گوتو ته راشي.

 پېغلې وويل: له يوې داسې خوالې دې خبروم، چې ګومان نه کوم، تر تا مخکې به ترې بل څوک خبر شوی وي؛ نو سمه خبره راته وکړه او راته ووايه، چې ايا ته د حضرت علي له پلويانو ځنې يې؟

 سعيد: هو، زه د حضرت علي له پلويانو ځنې يم او دلته یې مرستې ته راغلې يم.

پېغلې غوښتل یو څه ووايي؛ خو تم شو او سر يې لاندې ښکته کړ.

سعيد د پېغلې له شکه وننګېرل، چې هغه پرې لا تر اوسه پوره ډاډمنه نه ده؛ نوځکه يې پېغلې ته وويل: داسې سوچ و نه کړې، کوم راز، چې راته وايې، ترې خبر نه يم، که زړه دې غواړي، درته به يې ووايم، چې ډاډمنه شې او هغه راز د حضرت علي په اړه دی.

پېغلې، چې د سعيد خبرې واورېدې؛ نو ډاډمنه شوه، سوړ اوسېلی يې وکړ، و يې ويل: ښاغليه! پلار مې د فسطاط په ښار کې جنگي وسلې جوړوي او پلورونکی يې هم دی، په لمن کې لويه او وروزل شوم او اورېدل مې چې پلار مې د حضرت علي له مینوالو ځنې دی او له هماغه وخته مې په زړه کې د حضرت علي د مينې زڼې وکرل شول. حضرت علي مو ستاينې ته اړتیا نه لري، همدا ورته بس دي، چې د رسول الله (ص) د تره زوی او زوم دی؛ موږ تل د حضرت علي ياران گڼل کېدو، ورسره مو مينه درلوده، د صفين تر جگړې روسته مې وليدل، چې پلار مې له علي سره په مينه کې ناغېړی شوی؛ خو په لامل يې پوه نه شوم، زیاتره وخت به مې هغه له خپل يوه «مرادي» گاونډي سره لیده، چې خلکو ته يې قران ورښوده او تل به مې ګومان کاوه، چې زموږ دا گاونډی متقي انسان دى؛ خو له بده مرغه، هغه د حضرت علي ستر دښمن و؛ خو په ظاهره يې ځان د حضرت علي دوست ښوده؛ که څه، دا هرڅه په داسې حال کې ول، چې پر مصر باندې حضرت علي او استازي یې (محمد بن ابي بکر) واکمني کوله؛ خو چې عمر وعاص له خپل لښکر سره پر مصر يرغل وکړ او د حضرت علي استازی یې شهید کړ او هغه يې هم په داسې توگه شهيد کړ، چې په اسلام کې دا ډول وژنې سارى نه درلود او چې د امويانو حکومت شو؛ نو پلار مې له حضرت علي سره خپله دښمني ښکاره کړه او زموږ هغه مرادي گاونډي هم ورځ پر ورځ، زما پلار دې هڅاوه، چې له حضرت علي سره د دښمنۍ د اور دا لمبې همداسې بلې وساتي. پوه شوم، چې هغوى د نهروان د خوارجو لارويان دي؛ خو سره له دې ټولو خبرو مې زغم وکړ، پخپله پوهېږې، چې زه پېغله او کمزورې يم او چې پلار مې دا چوپتيا وکته؛ نو ګومان يې وکړ، چې زه ورسره هم ګروهه يم. يوه ورځ همدې مرادي سړي راباندې مرکه وکړه او پلار مې ورکړم، ما هم څه و نه ويل؛ ځکه وېرېدم، چې پلار مې هغه مرادي ته په زور ورواده نه کړي او هوډ مې وکړ، چې کله مې پلار غوښتل، ما ورواده کړي؛ نو له کوره وتښتم، چې له نیکه مرغه تر هغې ورځې لا تراوسه مې واده ورسره نه دی شوی.

د حضرت علي د قاتل پېژندل کېدل

«خوله[6]» چې د خپلې مرکې او واده خبرې کولې؛ نو شرم و حيا پرې واکمنه وه؛ خو چې و یې ليدل، سعيد پاتې کیسې ته په تمه دی؛ نو و يې ويل: ښه به وي، د کیسې تر اوږدېدو مخکې، اصلي خبره درته وکړم او هغه داچې ما دې ټولو پېښو ته ټټر پراخ کړی، چې پوه شوم هغه د حج لپاره ځي او له خدايه مې وغوښتل، چې راستون نشي؛ خو ډېر و خت لا نه و تېر شوى، چې له مکې راستون شو. خولې دا وويل او سوړ اوسېلی يې وکړ. سعيد هم پاتې کیسې ته په تمه و او بيا يې وويل: مرادي له مهم خبر سره راستون شوى و او اى کاش، چې مړه شوې واى؛ خو دا خبره مې نه واى اورېدلې؛ خو که څوک مې پيدا نه کړ، چې د هغه ددې هوډ مخه ونيسي؛ نو پخپله به دا کار وکړم. مرادي دوه ورځې روسته تردې چې فسطاط ته راورسېد، کور ته مو راغی او ټوله شپه يې زما له پلار سره خبرې وکړې؛ خو پوه نه شوم، چې د څه په اړه خبرې کوي، بيا پوه شوم، چې هغه مې پلار ته د يوې تېرې تورې د جوړولو فرمايش ورکړى او د دې کار لپاره يې هم زما پلار ته زر درهمه ورکړل او زما پلار هم د دې تورې پر جوړولو شل ورځې تېرې کړې؛ خو ددې دومره زیاررکښۍ پر راز پوه نه شوم او ما هم و نه غوښتل ځان پرې پوه کړم، چې توره جوړه شوه، مرادي زر نور درهمه هم زما پلار ته ورکړل، و یې ویل: «زهرجنه يې کړه» او خداى دې هر څوک ددې تورې له ټپه وساتي، که څه، وړوکی وي. سعيد وارخطا شو او نور يې زغم ونشو کړای او د هغه سړي د نوم د اورېدو توان يې هم نه درلود او وارخطا و، چې چېرې دا توره خو به د حضرت علي د وژلو لپاره نه وي جوړه شوي؟ خوغوښتل يې دا خبره له پېغلې واوري؛ نو په بې صبرۍ يې وويل: د هغه سړي نوم څه دى؟

پېغلې وويل: «عبدالرحمن بن ملجم مرادي.»

سعيد هغه نه پېژنده؛ خو پېغلې يو سوړ اوسېلی وکړ، و يې ويل: هغه مې چې دومره چمتو ولید؛ نو پوه شوم، چې کومه نخچه يې ايستې او چې کله نن سهار کوفې ته د تللو لپاره زموږ کور ته راغی؛ نو له ځان سره مې وويل: ډېر ژر به کوفې ته ولاړ شي؛ خو زه يې اوس هم له خوالو بې خبره يم؛ نوځکه مې د هغه د پرېکندتوب او اسلامي غيرت ډېره ستاينه وکړه او ښه سم بوس مې ورلاندې کړل او روسته تردې چې پردې خبرو مې وپړساوه؛ نو ترې و مې غوښتل، چې توره يې راوښيي، هغه هم بې ځنډه خپله توره له پوښه راوويسته او راته یې وویل: لاس پرې و نه وهې؛ ځکه ان پر يوه کوچني ټپ هم انسان وژني» توره یې رو له پوښه راوويسته، دومره تېره وه، چې بدن مې ولړزېد؛ خو ځان مې سمبال کړ او و مې ويل: و مې ليدل، چې ددې تورې د جوړولو لپاره دې ډېرې ډېرې پيسې ورکړې او د تورې دا دومره تېره والى څه پکار راځي؟

په ملنډو یې راته وويل: ته فکر کوې، هغه ټولې پيسې مې ددې تورې د تېرې کولو لپاره ورکړي دي؟

ورته مې وويل: نورې دې د څه لپاره ورکړي دي؟ زه خو بې د تورې له تېره توب او ځلا نور څه نه وينم.

 مرادي راته وويل: تورې ته مې په خطرناکو زهرو اوبه ورکړي دي. ما وېره او حیرانتيا وښودله او ورته مې وويل: د چا لپاره دې دا توره داسې تېره او زهرجنه کړې ده. په پیل کې يې نه غوښتل، څه راته ووايي؛ خو زما ناز و ادا گانو د هر څه ويلو ته چمتو کړ او راته يې وويل: خوله! غوږونه دې خلاص کړه، چې زه به پردې توره هغه ووژنم، چې ځان تر ټولو غوره انسان او د پېغمبر(ص) د تره زوى گڼي.

ابن ملجم دا خبرې په داسې حال کې کولې، چې له شر، غوسې او دښمنۍ يې سترگې تکې سرې او څېره یې ژېړه شوې وه؛ خو بیا يې هم په شونډو د مکر خندا درلوده، چې دا خبرې مې ترې واورېدې؛ نو زړه مې ترې نور هم تور شو او ځمکه مې له پښو وتښتېده؛ لکه داسې ول، چې دا ټولې خبرې يې زما پرخلاف کولې، څنګه به دې خبرو په ما پورې اړه نه درلوده؛ حال دا، د حضرت علي د وژلو لپاره يې ملا تړلې وه؛ خو داسې مې وښودل، چې هغه نه پېژنم؛ نوځکه مې وپوښت: دا سړى څوک دى، چې وژل يې دومره مهم دي؟

ابن ملجم وويل: نه یې پېژنې؟که له دې ټولو خبرو دې بیا هم هغه ونه پېژنده؛ نو راځه، چې درته ووايم، هغه علي بن ابيطالب دى، چې لارويان يې ورته اميرالمؤمنين وايي. دا يې وويل او له غوسې او قهره يو ځل بيا ډېر تک سور شو او بيا يې راته وويل: که دا خبره دې بل چاته وکړه؛ نو سزا به دې په همدې تورې يو کوچنى ټپ وي.

دا غوسناکې خبرې يې راته په خندا وکړې؛ خو زه پردې خبره رسېدلې وم، چې هغه ته زما مرگ تر يوې مرغۍ هم اسان دى؛ ځکه څوک چې حضرت علي وژلاى شي؛ نو زه به ورته څه يم؟ ما ورته څه و نه ويل؛ ځکه نه مې غوښتل، راباندې پوه شي، چې له حضرت علي سره څومره مينه لرم؛ خو ټوله هڅه مې دا وه، چې ژر تر ژره دا خبره حضرت علي ته ور و رسوم؛ ځکه د وژل کېدو نېټه يې رانږدې ده او ګومان کوم، چې د رمضان پر اوولسمه به وي، هغه به دا نېټه او د کوفې نوم ډېر ډېر اخسته؛ خو زه يې پر مطلب نه پوهېدم؛ خو اوس پوهېږم، چې هغه د حضرت علي د وژلو لپاره د رمضان ١٧ مه په پام کې نیولې ده. اوس د شعبان مياشتې پنځلسم دى او وېرېږم، چې دا سړى په دې پاتې ورځو کې ځان کوفې ته ور رسوي او خپلې ناوړه موخې ته ورسي. اى کاش، چې الوتکې مرغۍ واى، الوتى واى او دا خبر مې حضرت علي ته ور رسولای وای.

سعيد ددې خبرو په اورېدو له خپل ځايه راپاڅېد او په خونه کې په گرځېدو شو، غيرت يې راوخوټېد او  پښېمانه شو، چې ولې يې فسطاط ته تر راتلو مخکې حضرت علي خبر نه کړ؛ خو ورياد شول، چې تر هغې ورځې پورې يې د حضرت علي د قاتل نوم نه پېژنده او که دا خبره يې حضرت علي ته کړې هم واى؛ نو گټه به يې نه درلوده؛ خو نن کړاى شي، د حضرت علي د قاتل له ټولو ځانگړنو سره کوفې ته ولاړ شي او تر هر څه مخکې حضرت علي خبر کړي. سره له دې چې د (پېغلې) خولې خبرو وارخطاکړى و؛ خو د خولې ښايست او په زړه پورې څېرې او له اميرالمؤمنين حضرت علي سره د (پېغلې) خولې د مينې او ژبورتیا د سعيد زړه ځان ته راښکودلى و؛ خو هغه مينه چې سعید له قطام سره درلوده؛ نو له بل چا سره له مينې کولو یې مخنيوى کاوه. ناڅاپه د عبدالله نيول کېدل او د هغه د نامعلوم برخلیک او دلته د خولې د يوازېتوب لامل ورياد شو؛ نو خولې ته يې وويل: اې مېرمنې! نه پوهېږم، چې څه د دې لامل شول، چې زه په تا پسې راشم او په ليدو دې خوښ شم؛ خو بله لار نه لرم او باید درته ووايم، چې د څه لپاره فسطاط ته راغلی يم او څه درنه پټ نه کړم. چې خبر شوم يو سړي د علي د وژلو لپاره ملا تړلې او د فسطاط اوسېدونکی دی؛ نو دلته راغلم؛ خو نه مې پېژنده او نه يې راته نوم معلوم و، زه له خپل ملگري سره، چې تر نن ګهیځه راسره و دې ښار ته راغلی وم، هغه را نه جلا شو او عين الشمس ته چې د حضرت علي د يارانو د راټولېدو ځاى و، ولاړ؛ نو نيت يې دا و، چې د هغه ځاى پته راوړي، تر ماښامه ورته په تمه شوم؛ خو رانغى. ورپسې ور و وتم او داچې بلد نه وم او په تياره کې ورک شوم، چې په دې توګه په تا پسې درغلم او څومره خوشحاله يم، چې ورکوالى مې ستا د لېدنې لامل وگرځېد؛ خو انګېرنه او گومان مې دا دى هغه سواره، چې د شپې په پيل کې مې وليدل، چې له عين الشمس څخه راستنېدل، کېداى شي، د حضرت علي ياران يې نيولي وي، ايا ته هم داسې فکر کوې؟

د سعيد تر خبرو روسته؛ (پېغلې) خولې سعيد ته وکتل، و يې ويل: که صبر دې کړی واى، چې خبرې مې پاى ته رسېدلي واى؛ نو دا گومان او انګېرنه به دې نه وای کړې، ما سوچ کاوه، چې غوښتل دې په هغه کور کې زما په بندي کېدو ځان پوهول غواړى؛ نو پوه شه، چې کله مې د ابن ملجم خبرې واورېدې؛ نو غلې شوم او پخپله غوسه واکمنه شوم، هغه هم ولاړ او فکر مې کاوه، چې هغه د کوفې په پلو روان شو، حیرانه پاتې وم، چې څه وکړم او هره ورځ په دې سوچ کې وم او چې د مرادي په لاس‏ د حضرت علي وژل کېدل به راياد شول؛ نو ټول وجود به مې ولړزېد، پلار به مې هم هره ورځ، ګهیځ وختي خپلې هټې ته تله او ماښام به راتله، له کوچنیتوبه مې روږد و، چې لږې خبرې ورسره وکړم، سره له دې چې راباندې گران و او درناوى مې یې کاوه؛ خو يوه ورځ مې ذهن ته راغلل، چې کله مې پلار په کور کې نه وي؛ نو له دې فرصته په ګټنې، د پلار له مريي سره خبرې وکړم، کېداى شي، نوې خبر ترې واخلم؛ ځکه د ابن ملجم خبرو ډېره خپه کړې وم او خوب یې راحرام کړی و؛ خو له بده مرغه داسې څوک مې نه درلودل، چې د زړه خبرې ورته وکړم. يوه ورځ له کوره ووتم او مريي ته مې غږ کړ؛ خو ځواب مې وا نه ورېد، بيا مې غږ کړ، چې بيا یې هم د غږ ځواب را نه کړ، له يوه سوري مې کور ته وليدل، چې مریی له يوه بل مريي سره په خبرو بوخت دى، چې څېره يې ناپېژندگلو و او رو رو يې يو له بل سره خبرې کولې او همداچې زه يې ولیدم؛ نو وشرمېد او زما لوري ته راغی. زه خونې ته ولاړم او هغه هم راپسې راغې، له څېرې يې معلومېدل، چې کوم نوى خبر راته لري، و مې پوښت: چې غږ مې درته وکړ؛ نو چېرې وې؟ راته يې وويل: يو مریی له کوفې راغلى و او دعمروعاص لپاره يى يو پټ او محرمانه ماموريت درلود، ورسره پر خبرو وم؟ ورته مې وويل: ايا تا یې پر دنده ځان پوه کړ، چې د څه لپاره عمروعاص ته راغلی و؟ مریی له دې خوښ شو، چې زه پرې دومره لورانده يم او غوښتل يې خپله وفاداري راته جوته کړي؛ نو راته يې وويل: هغه مريي راته يو داسې راز ووايه، چې فکر نه کوم، چې په فسطاط کې به له امير او د هغه له شاوخوا افسرانو پرته  بل څوک پرې خبر وي، دې مريي امير ته خبر راوړى، چې د حضرت علي ياران د جمعې پر ورځ په عين الشمس کې راټولېږي، امير هم خپلو سرتېرو ته حکم ورکړ، چې د هغوى د راټولېدو پرمهال ورشئ، ټول ونیسئ او که پکار ول؛ نو ټول ووژنئ.

چې دا خبر مې واورېده؛ نو بې واکه په ژړا شوم او پر ځان مې فرض وگڼل، چې هرڅنگه وي، دا خبره د علي يارانو ته ورسوم، چې ځان د مقابلې لپاره چمتو کړي؛ خو پر چا مې ډاډ نه درلود؛ نو پخپله مې هوډ وکړ، چې پر يوه ټاکلي وخت عين الشمس ته ورشم، چې نن مې هوډ وکړ، چې په بدلو جامو کې عين الشمس ته ولاړه شم؛ نو په تمه شوم، چې پلار مې له کوره ووځي او هټۍ ته ولاړ شي؛ نو د نورو ورځو پرخلاف، پلار مې له کوره و نه ووت او وارخطا و، داسې راته ښکارېدل، چې مريي هغه خبره وررسولې ده او ورته يې ويلي، چې زه هم له دې خبرې خبره شوې يم؛ نو پلار مې هم له دې وېرې، چې مخکې تردې چې د حضرت علي ياران ونيول شي، زه دا خبره ور و رسوم؛ نو له کوره و نه ووت او زما څارنه يې کوله، مازيگر يې راته وویل، چې د چکر لپاره له فسطاط څخه بهر ولاړه شم، ما هم ورسره ومنله، چې په دې توګه دې کور ته راورسېدم. دا د هغه بزګر کور دى، چې له پلار سره مې شریکباڼی دی؛ خو اوس پکې څوک نه وسي؛ ځکه پوهېدم، چې پلار مې هم يو له هغوى ځنې دى، چې د حضرت علي د يارانو د نيولو لپاره، عين الشمس ته روان دى؛ نو بله لار یې نه درلوده، چې دلته مې پرېږدي او ښار ته ستون شي او د عمر وعاص له سرتېرو سره عين الشمس ته ولاړ شي؛ ما هم هوډ وکړ، چې پلار مې ښار ته ولاړ؛ نو زه به هم عين الشمس ته ځان ورسوم او د علي ياران به له دې خبرې خبر کړم؛ خو نه پوهېدم، چې پلار مې څه اراده لري، لمر لا نه و پرېوتې، چې پلار مې وويل: د يوه اړین کار لپاره وځم؛ خو وېره مې له دې ده، چې څوک درته زیان در و نه رسوي؛ نوځکه دروازه درپسې قلفوم. پلار مې ور راپسې قلف کړ او ژر ښار ته ستون شو. هغه ښه پوهېده، چې که زه دلته څومره هم د مرستې لپاره چغې ووهم؛ نو څوک مې مرستې ته نشي راتلای، زه په هغه خونه کې وم، چې ته را و رسېدى او پخپله دې زما حال وليد؛ خو هغه انډيوال دې هم د حضرت علي له نورو يارانو سره په عين الشمس کې نيول شوى دی.

سعيد ددې خبرې په اورېدو ډېر خپه شو، و يې ويل: عبدالله ته به خطر هم وي؟

خوله: ګومان کوم، هغه به زنداني کړي، چې په دې توګه نور معلومات هم ترې لاس ته راوړي او که بیا یې د وژلو وړ وگڼه؛ نو و به يې وژني او له نورو انډيوالانو سره به يې هم همدا کار وکړي، له خدايه غواړم، چې کارونه يې اسان شي او له دې ستونزې هم راخلاص شي؛ خو اوس وېرېږم، چې پلار مې نه وي راغلى او که زه په کور کې نه وم؛ نو نور به هم راته غوسه شي؛ نو غوره به وي، خپل کور ته ولاړه شم او داسې وښيم، چې زه هلته په هغه کور کې له تيارې ووېرېدم، ځان له هغه ځايه راوويست او څه چې تېر شوي، ځان پرې نانگاره کړم؛ خو دا ووايه، چې ته به څه کوى؟

سعيد: غواړم، بې ځنډه کوفې ته ولاړ شم، چې ابن ملجم راپيدا کړم او هغه له خپله هوډه واړوم او يا داچې حضرت علي خبر کړم.

 خولې، سعيد خبرې ته پرېنښود، و يې ويل: ابن ملجم ته د حضرت علي په اړه خبرې کول، اوښ ته رباب وهل دي، هغه د حضرت علي د وژلو هوډ کړی؛ نو غوره به وي، چې حضرت علي پرې خبر کړې؛ نو بيا حضرت علي ښه پوهېږي، چې څه وکړي. سعيده! ډارېږم، چې که ځنډ دې وکړ؛ نو اوبه له ورخه تيرې شي او حیرانه خو دې ته يم، چې ته په کوفه کې وې او له دې دسیسې خبر وې او بيا دې هم حضرت علي خبر نه کړ؟

 سعيد وارخطا وويل: پړه راباندې مه اچوه، تېر شوي وختونه تېر شول، گومان مې کاوه که دا دسیسه همداسې سره پوښلې پاتې شي؛ نو مخنيوی به یې هم اسان وي؛ خو له ياده مې ووتل، چې درته ووايم دا دسیسه يوازې د حضرت علي د وژلو لپاره نه ده؛ بلکې د حضرت معاویه او عمروعاص لپاره هم ده او بيا سعيد په لنډ ډول څه چې ليدلي او اورېدلي ول، خولې ته وويل.

 خوله دې خبرو حیرانه کړه، و يې ويل: موږ له دې دوو (حضرت معاویه اوعمروعاص) سره څه کار لرو؟ اوس مو یوازېنۍ موخه د حضرت علي له وژل کېدو مخنيوى دى؛ خو دې ته حیرانه يم، ته وايې، دا خبر يو راز دى، حال دا، ستاسې د راتگ خبره دلته خوره شوې ده.

 سعيد د خولې پر دې خبرو پر قطام باندې شک کولو ته ورنږدې شو؛ خو وايي، چې مينه او عشق انسان ړندوي؛ نو سعيد هم د دې کار لپاره کوم دليل را نه ووړ، و يې ويل، چې نه پوهېږم ولې؟

بیا سعيد غوښتل، د قطام کیسه ورته وکړي؛ خو هغه تړون يې چې له قطام سره کړی و، د سعيد له دې کاره يې مخنيوى وکړ، سعيد پاک زړه درلود، څه يې هم په زړه کې نه و او فکر یې کاوه، چې نور به هم د هغه په شان وي. سره له دې چې خوله له هر اړخه ښکلې او د کمالونو څښتنه وه او د حضرت علي ملاتړې وه؛ خو سعید د هغې مينې له څرګندولو ډډه وکړه، چې له خولې سره یې په زړه کې پيدا کړې وه او داچې لا تراوسه يې دا خبره له حضرت علي پټه کړې وه، ځان يې پړ ګاڼه؛ خو دا هر څه يې د قطام له لامله ګڼل او له ځان سره یې وويل: قطام دا کار له بده نيته نه دى کړی.

سعيد د پخوانيو تېروتنو د رغوونو هوډ وکړ، چې ځان ژر تر ژره کوفې ته ورسوي او حضرت علي د ابن ملجم له دې ناوړه دسیسې خبر کړي؛ نو خولې ته يې وويل: زه بايد ژر تر ژره کوفې ته ولاړ شم؛ خو انډيوال مې څه کړم؟ نه پوهېږم، ژوندى دى که مړ؟

خوله: پر حقيقت به سبا پوه شو، راځه، چې اوس په فسطاط کې زموږ ښار ته ورشو او ته هم هلته شپه وکړه.

 سعيد: څرنگه کړاى شم، هلته پاتې شم، حال دا، د انډيوال له مړي او ژوندي مې خبر نه يم؛ نو غوره به وي، د فسطاط د ښار جومات ته ولاړ شم او لمونځ کوونکي د هغه په اړه وپوښتم. خوله: پخپله ښه پوهېږې.

بيا دواړه راپاڅېدل، بهر راووتل، خوله د کور تر نژدې پورې له سعيد سره يوځاى وه او ورپسې يې خداى په اماني ورسره وکړه. سعيد د هغه غفاري کور ورته ورغى، چې پاتې شپه هغه کره تېره کړي؛ خو نه پوهېده، چې هغه هم نيول شوى که نه؟ او يا داچې د هغه کور حکومت تر څارنې لاندې نيولى که نه؟

سعيد د عبدالله تر نيول کېدو روسته

د عمروعاص سرتېرو د حضرت علي ياران ونيول او لاس تړلي يې زندان ته يوړل. عمروعاص هم په تمه و او چې د حضرت علي د يارانو د نيول کېدو خبر یې ور ووړ؛ نو په ګهیځ پورې يې هم صبر و نه کړ، حکم یې ورکړ، چې هغوى يو يو په وار سره ور وړي. د نيول شويو کسانو ترمنځ یې داسې کسان وکتل، چې هډو سوچ يې نه کاوه، چې د حضرت علي ياران به وي، يو له هغوى ځنې هماغه غفاري سړى و، چې هډو يې ګومان نه کاوه، چې د امویانو له مخالفينو ځنې به وي. په نيول شويو کسانو کې يو هم عبدالله و. عمروعاص، چې عبدالله وليد؛ نو و یې پېژنده او پوه شوه، چې د امویانو او د ابورحاب خپلوان دى؛ خو ځان يى نانگاره کړ او حکم يې وکړ، چې هر يو په ځانگړي ځاى کې بندي کړئ او د هر يوه کور ته ولاړ شئ او د هر چا په کور کې چې مو سړي وليد، را يې وړﺉ، کېداى شي، کوم تازه خبر مو ترې گوتو ته راشي.

عمروعاص غوښتل، له یوې مخې د حضرت علي ټول ياران وپېژني. د عمردعاص افسرانو او سرتېرو د حضرت علي د يارانو پر کورونو يرغل وکړ، د هغوی هر څه يې ځان ته حلال وگڼل او له هيڅ ډوله بې رحمۍ او غلا يې سترگې پټې نه کړی. سعيد، چې د غفاري کور ته ورنږدې شو؛ نو له چا څخه يې وپوښتل، وويل شول، چې هغه غفاري سړى نن غرمه له کوره وتلى او لا تر اوسه نه دى راستون شوى. ماغزو ته یې دا خبره راغله، چې هغه به هم له نيول شويو کسانو ځنې وي؛ نو د غفاري سړي په کور کې هغې خونې ته ورغې، چې د ده جامې پکې وې او ځان يې دمې او خوب ته چمتو کړ؛ خو لا سر یې ايښې نه و، چې له هر اړخ سوچونو او اندېښنو راواخست. عبدالله يې په زړه راوورېد، چې څرنگه به وکړاى شي، مرسته وکړي او بلخوا په دې سوچ کې و، که کوفې ته په ځنډ ورسي؛ نو اوبو به ورخ وړی وي او ابن ملجم به خپل کار کې بریالی شوى وي. سعيد په همدې سوچونو کې ډوب، چې غوږونو ته يې گڼه گوڼه راورسېده او گڼه گوڼه هره شېبه دا ډېرېده او رانږدې کېده، پاڅېد او غوږ يې ونيو، پوه شو، چې د عمروعاص سرتېري دي، چې د لوټمار لپاره راغلي او څوک هم، چې مخې ته ورځي، هغه ورسره کوى، چې شيطان ورته ګوته په خوله ودرېږي او پوه شو که سرتېرو هغه پيدا کړ؛ نو و به يې وژني؛ نو توره يې په ملا پورې وتړله او خپل شاوخوا ته يې وکتل، چې د تېښتې لار پيدا کړي او ځان خلاص کړي. دا مهال یې يو پېژندگلو غږ واورېد او پوه شو، چې د خولې غږ دى. په دېوال کې يوه کړکۍ وه، چې بې له هغې بله د تېښتې لار هم نه وه او پوړۍ ته يې اړتیا درلوده؛ خو په پای کې سعيد هغې کړکۍ ته ځان ور و رساوه. د خولې غږ يې واورېد، چې ورته وايی: حکومتي سرتېري هر سړى، چې په دې کور کې وويني، وژني يې؛ نو دا د ښځو جامې واغونده، چې له مرگه بچ شې. سعید ترې هغه جامې را واخستې؛ خو وېرېده، چې له کوره تر وتو مخکې ونيول شي؛ نو بې ځڼده يې ځان له کوره وويست او پر لار هم د ښځو په جامو کې داسې روان و، چې چا هم پرې شک نشو کړاى، چې دا به يو سړى وي. چې له کور راووت او څه لرې شو؛ نو د خداى شکر يې وکړ؛ خو لا تر اوسه یې د عمروعاص د سرتېرو غږونه اورېدل، چې د کور پر لوټمار بوخت ول.

سعيد په کوڅه کې روان و او په زړه کې يې د خولې مړانې ته سلامونه کول، ناڅاپه يې سترگې پر خولې ولگېدې، چې ورته په تمه ده، چې خولې، سعيد په هغو جامو کې وليد؛ نو روانه شوه او سعيد هم ورپسې شو، چې يو غلي ځاى ته ورسېدل؛ نو خوله ودرېده، و يې ويل: د هغه خداى ستاینه کوم، چې تا او اميرالمؤمنين حضرت علي ته يې روغتيا درکړې ده.

 سعيد د خولې پر خبره پوه نشو.

 خوله: خبرې ته مې مه حیرانېږه؛ ځکه د اميرالمؤمنين حضرت علي ژوند په تا پورې تړلى دى؛ ځکه بې له تا بل څوک د حضرت علي له وژل کېدو خبر نه دى.

 سعيد: سمه ده؛ خو زه دومره وس نه لرم، چې دا چوپړ وکړم او پر چا هم ډاډ نه لرم، چې دا دنده ور و سپارم؛ خو زړه مې غواړي، چې ژوندى پاتې شم او په بچ کېدو کې یې ونډه ولرم؛ خو په حقيقت کې ددې کار ټول ثواب تا ته در رسي اوس راته ووايه، چې څرنگه خبره شوې، چې زه په خطر کې يم او د خلاصون لپاره مې راغلې؟

خوله: پلار مې وويل، چې عمروعاص حکم کړى: «د علي د يارانو کورونه چور کړئ او هر سړى، چې مو پکې وليد، و یې وژنئ» او همداراز پلار مې وويل، چې غفاري هم په نيول شويو کې وو او له تا مې اورېدلي ول، چې ته او هغه انډېوال دې غفاري کره وسئ؛ نوځکه مې همدا نخچه وویسته، چې و دې ليده او د خداى شکر، چې ته یې له منګولو روغ رمټ راووتې.

چې سعيد د خولې سرښندنه وليده؛ نو په زړه کې يې ورسره مينه پيدا شوه؛ خو د قطام مينه يى دومره قوي پر زړه واکمنه وه، چې د بل چا مينې ته يې اجازه نه ورکوله.

سعيد په يو څه ځنډ وويل: زه بايد ژر تر ژره کوفې ته ولاړ شم؛ خو نه پوهېږم، پر عبدالله به څه شوي وي، ايا ته ترې خبر لرې؟ خولې د سعيد پر خبره ځان نانگاره کړ او پر جامو سنډلو یې لاس پورې کړ، ته وا، په اړه يې څه ويل نه غوښتل؛ خو سعيد ګومان وکړ، چې خولې يې خبره نه ده اورېدلې؛ نو خپله پوښتنه يې بیا وویله.

 خولې وويل: له راتلونکي يوازې خداى خبر دى.

 سعيد پردې ځواب قانع نشو، و يې ويل: د عبدالله په اړه، چې څه خبر هم لرى راته يې ووايه.

 خوله: دومره خبره یم، چې عمروعاص حکم کړى، چې نن ګهیځ وختي دې د حضرت علي ټول ياران ووژل شي، پر دې ټولو خبرو سربېره، بیا هم څوک له پایه خبر نه دي.

پردې خبره د سعيد رنگ واوخوت او زړه يې پر درزار شو، و يې ويل: خولې! څه دې وويل: ايا عبدالله به هم ووژني؟ اوس به څه کوو؟

خوله: کارونه دې خداى ته وسپاره او ما وبښه، چې تردې ډېره درسره نه شم پاتېدلاى؛ ځکه که پلار مې خبر شو؛ نو ژوندۍ به مې پرېنږدي؛ سعيده! دلته دې ژوند په خطر کې دی او بايد ژر تر ژره له فسطاط څخه ووځې.

 سعيد د خولې په خبرو کې راودانگل، و يې ويل: څنگه له ښاره ووځم؟ څنگه عبدالله پرېږدم، حال دا، هغه به ووژني؟هغه مې د تره زوى دى او له روره راباندې ډېر گران دى، څه وکړم؟

خوله: څه مو هم له لاسه نه کېږي؛ خو دومره پوهېږم، چې د يوه غم زغمل تر دوو اسان او غوره وي، وخت تنگ دى او د عبدالله د خلاصون لپاره لارې چارې لټول، یو بې ځايه کار دى او هسې خپل وخت تویول دي او د خداى تقدير دى، چې هغه نن شپه ووژل شي اوس هم شپه له نيمي اوختې ده.

خولې دا وويل او چوپ شوه، سعيد وويل: ايا ستا په نظر، ښه به نه وي، چې عمروعاص ته ورشم او خبر يې کړم، چې د ځان خيال وساتي او ددې خبر پر وړاندې ترې د عبدالله ازادي وغواړم.

 خوله: کېداى شي، پردې خبره خوشحاله شي او عبدالله خوشې کړي او کېداى شي، پر تا بدگومانه شي او تا هم ونيسي او د عبدالله سزا د روژې تر اوولسمه پورې وځنډوي، چې وويني خبره دې سمه وه که نه او که عمروعاص ته څه ورپېښ نشول؛ نو هم به تا او هم به عبدالله ووژني او ايا ته ډاډمن یې، کوم سړي، چې د عمروعاص د وژلو لپاره ملا تړلې و به کړاى شي، پر ټاکلي وخت خپل کار ترسره کړي؟ او دا شونې ده، که هغه سړى خبر شي، چې عمروعاص د خپلې وژنې له نخچې خبر شوى؛ نو له خپلې ارادې به لاس واخلي؛ نو پايله به يې دا وي، چې تا به پخپلو لاسونو ځان ته قبر کنلی وي؛ نو نظر مې دا دى، چې دا خبره ماته راوسپارې؛ ترڅو يو لار ورته پيدا کړم او بې له دې چې پلار مې خبر شي، د عمروعاص غوږونو ته دا خبره ور و رسوم؛ خو ته مخکې تر دې، چې وخت له گوتو ووځي، مخ پر کوفه شه او ځان ژر تر ژره هلته ورسوه، زه هم تردې ډېره نشم کړاى، خبرې درسره وکړم او مخکې تردې چې پلار مې راباندې خبر شي، زه بايد په خپل کور کې ووسم. ته هم همغې کلا ته ولاړ شه او راته په تمه شه، چې له یوې کیسې دې خبر کړم او تر تلو مخکې دې له تنه دا ښځينه جامې راوباسه او په نارينه جامو کې هلته ولاړ شه؛ ځکه د هغې کليسا مشر تا پېژني، چې درباندې شکمن نشي.

خولې تردې خبرو روسته، ژر ځان کور ته ورساوه؛ خو د سعيد زړه چېرې کېده، چې له خولې څخه جلا شي او زړه يې غوښتل، نور هم ورسره وي.

 چې خوله ولاړه، هغه هم بېواکه او سرگردانه روان شو، چې ناڅاپه يې ځان د فسطاط له ښاره بهر د يو نېر پر غاړه وموند. تپه تياره وه، سعيد يوه شېبه هلته ودرېد او د عبدالله د کار د پایلې په چرت کې شو، يو ځل بيا قطام او ورسره کړې ژمنه ورياده شوه، ذهن ته يې راغلل، چې ګهیځ شوى او عبدالله او نور به يې د وژنې ځای ته وړي وي، زړه نا زړه و، چې کوفې ته ولاړ شي او اميرالمؤمنين حضرت علي بچ کړي او که ځان عمروعاص ته ور و رسوي؟ او د معلوماتو د ورکولو پر وړاندې، د عبدالله ازادي ترې وغواړي. په همدې سوچونو کې ډوب روان و، هغه ته د مسلمانانو په لاس ددې نېر د جوړولو نېټه ورياده شوه او له نن سره يې پرتله کړه، چې څنگه مسلمانان پخپل منځ کې ډلې ډلې شول او د خپلو خلفاوو د وژلو لپاره يې ملا تړلې ده او په تېره، د اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب وژل، چې د پېغمبراکرم(ص) د تره زوى او د اسلام تر ټولو متقي، ننگيالى، جنگيالى او مېړنى بولندوی دى او گناه یې دا ده، چې د خداى کتاب تاييد او دودوي. ددې خبرو په رايادولو يې مرۍ ټپه شوه، اوښکې یې روانې شوې، حيران و او نه پوهېده، چې د عبدالله پر بندي توب وژاړي او که د اسلامي ټولنې پر شېندنې او ډلې ډلې کېدنې او که پر خپلو بدمرغيو، چې د فسطاط ښار ته يې راکاږفث دی. ناڅاپه يې نېر ته وکتل، و يې ويل: ته همغه نه يې چې دویم خليفه (رض)دې د کنلو حکم کړى و؟ ستا دې پر همدې اوبو قسم، چې درکې روانې دي، راته ووايه! ايا هغه وخت، چې د خطاب زوى (حضرت عمر) ستا د کنلو حکم وکړ؛ نو څه پوهېدې، چې نن به مسلمانان پردې حالاتو اخته شي او دومره اختلاف، درز او بيلتون به پکې را پيدا شي؟خلک د خليفه د وژلو لپاره نخچې باسي او غواړي، اسلامي هېوادونه وويشي؟ ايا هغه ورځ، چې عمروبن عاص د نيل سيمې ته راغى او د «بابل» کلکه کلا يې کلابنده کړه؛ نو ذهن ته دې راغلي ول، چې مسلمانان په خپل ديني رور پسې توره راوباسي او محمد بن ابي بکر به تر ټوټه ټوټه کولو روسته په اور کې لولپه کړي او بيا به په ټګۍ برګۍ، خلافت د پېغمبر اکرم(ص) د تره د زوى له منګولو راوباسي. د مدينې ښار، چې د رسالت او خلافت پلازمېنه وه، وويشل شي او ناپوهان پرې واکمنان کړاى شي؟ خدايه! دا څه دي، چې زه يې وينم. کاش، مړ واى او د اسلامي ټولنې دا حالات مې نه واى ليدلى. ابورحابه! څومره نېکمرغه يې چې هډوکې دې په قبر کې دي او اروا د خداى د رحمت په تمه ده او زه بېوسه ستا تر مرگ روسته سرگردانه يم، لار مې ورکه کړې، په ډول ډول سوچونو کې ډوب يم؛ نه پوهېږم، پایله به مې څه وي، کوفې ته ولاړ شم او پر حق حضرت علي بچ کړم او که دلته پاتې شم؟ پر عبدالله به څه راځي؟

دا مهال يې له لرې يو غږ واورېد، د غږ په پلو روان شو، هېښنده يې هغه ځاى ولید، چې د نيل له لوي سیند سره نښتى و، يوه لويه بېړۍ یې وليده، چې ځينو غلو هم يو له بل سره په کلاره خبرې پکې کولې او هڅه يې دا وه، چې څوک یې و نه پېژني. داچې د سعيد ښځينه جامې پر تن وې؛ نو ‏ووېرېد، چې که څوک یې پردې بڼه وويني؛ نو پرې شکمن به شي؛ نو يوې ونې ته وروخت او په څانګو او پاڼو کې يې ځان ونغاړه او په ځير په ننداره شو، يوه ډله، چې شمېر يې له شلو تنو ځنې اوختى و، نور خلک يې په زنځيرونو کې تړل را روان کړي ول.

 يو بنديوان وپوښتل: چېرې مو وړئ؟ ښايي هوډ لري، په دې سيند کې مو لاهو کړي.

 يو سرتېري هغه په سپيړه وواهه، و يې ويل: تاسې تردې هم د سخت غذاب وړ یاست؛ ځکه ظالم او شرور انسانان يئ، چې د حضرت عثمان د قاتل پلويان شوي يئ.

 يو بل بندي وويل: داهم د عمروعاص کارونه دي، چې بې گناه خلک بندي کوي او وژني یې، ايا دومره ورته بسیا نه و، چې پخپله ټګۍ برګۍ يې خپل بادار حضرت معاویه ته خلافت گوتو ته راووړ، چې نن غواړي، د حق ياران او پلويان په اوبو کې لاهو کړي؟ ايا د دې چارو په پار له خدايه نه شرمېږي؟ ايا له دې نه وېرېږي، چې د قيامت پر ورځ به د کړنو ځواب ورکوي؟

يو سرتېري وويل: دنده راکړل شوې، چې تاسې د «روضه ټاپو» ته یوسو، چې هلته مېشت شئ.

سعيد پوه شو، چې دا بنديان د حضرت علي پلويان دي، چې په عين الشمس کې نيول شوي او ډاډمن شو، چې عمروعاص د هغوى د لاهو کولو حکم کړى؛ نو پر بدن يې رپ کېناست او غوښتل يې له ونې راکوز شې او ورسره مرسته وکړى؛ خو توره يې نه درلوده او وېرېده، چې له وسلوالو سرتېرو سره بې وسلې مخامخ شي؛ نو پخپل ځاى کې ودرېد، چې کېداى شي په بنديانو کې د عبدالله غږ واوري او يا داچې پخپله يې وويني؛ خو له بده مرغه دومره تپه تيار وه، چې هډو څېرې نه پېژندل کېدې.

 څو شېبې روسته، سرتېرو بنديان په يوې کوچنۍ ‏بېړۍ کې کېنول او روان شول، سعيد سره له دې چې غوښتل مرسته وکړي؛ خو داچې يوازې و؛ نو مړانه یې و نه کړه، چې ورمخکې شي.

 سعيد هلته دومره پاتې شو، چې د نيل په سيند کې يې بېړۍ له سترگو ورکه شوه. له ځان سره يې وويل: که عبدالله هم په دې بنديانوکې وي؛ نو د کبانو خوراک به شي. سعيد يوه شېبه صبر وکړ او د خپل ځان او رور پر حال يې وژړل او ځان يې ملامتاوه، چې ايا دا سمه ده، چې انډيوال او رور مې وژلو ته يوړل شي او زه ورسره مرسته و نه کړم؟ اى ډارنه! اى خاينه! له دې ژونده خو مرگ ښه دى، چې يو انډيوال دې له دوستۍ بلهار شي. که زما لپاره نه و؛ نو کله به هم دې سيمې ته نه و راغلی او په دې کړاوونو کې به نه و راگېر شوى. ستر څښتنه!؛ نو زما ژوندي پاتېدل څه گټه لري؟ نه!! زه تر عبدالله روسته د ژوند وړتیا نه لرم، غوره به وي، زه هم ځان په اوبو کې لاهو کړم، ښايي د عبدالله له اروا سره وګورم او مړي مو يوځاى له اوبو راوباسي.

په دې همدې سوچ کې د «نيل سيند» په پلو روان شو، چې ځان په اوبو کې لاهو کړي، چې يو دم ورته اميرالمؤمنين حضرت علي او ورپېښېدونې خطرې وريادې شوې، له ځان سره يې وويل: که ځان ووژنم؛ نو حضرت علي به مې هم له ځان سره وژلی وي اوپه حقيقت کې زه به د هغه قاتل يم.

ځکه که ځان کوفې ته و نشم رسولای او حضرت علي د ابن ملجم له دسیسې خبر نه کړم؛ نو ابن ملجم به هرومرو حضرت علي په هغه زهرجنې توره ووژني. اوف! اې خولې! ژمنه دې څه شوه، چې د عبدالله د ژغورنې لپاره دې راسره کړې وه؛ خو ته په دې کې ملامته نه یې؛ ځکه نه پوهېدې چې دا جنایتکاران به تر صبا ګهیځ پورې هم صبر و نه کړي او تر لمر راختنې مخکې به یې په نیل کې لاهو کړي، چې دا هم د عمروعاص له بې غیرتو چارو څخه دي؛ خو په پای کې به هغه ووژل شي. کاش! عمروعاص مې د هغه د وژل کېدو له دسیسې خبر کړای وای، چې په انعام کې یې عبدالله راخوشې کړی وای؛ خو په خواشینۍ چې وخت تېر شوی او پر تېر شوي وخت باید خواشیني ونشي.

سعید غوښتل خپل هغه پخواني ځای ته ورشي، چې پرې ناست و، له لرې یې یو تور څیز ولیدل، چې د ده په لوري راروان دی، ووېرېد او ځان یې دفاع ته چمتو کړ، چې رانږدې شو و یې لیدل، چې ښځه ده. دې شپې پردې مهال د ښځې پر ليدو حیران شو؛ خو چې ښه ځیر شو و یې لیدل، چې خوله ده. د سعید زړه پر درزار شو او له ډېر شرمه یې سر لاندې نیولای و، چې د شپې دا مهال پېغله دلته راغلې او په زړه کې یې پرې افرین ووایه، ورمخکې شو او پر نامه یې ورغږ کړ او خولې یې هم غږ وپېژنده. خولې ورته وویل: عبدالله څه شو؟

سعید په ژړا شو. خولې ترې په ارام غږ وپوښتل: دلته دې څوک و نه لیدل؟

سعيد: حکومتي سرتېري ‏مې وليدل، چې بنديان يې په بېړۍ کې يووړل.

 خوله: هغوى اوس چېرې دي؟هغوى يې چېرې يووړل؟ ايا عبدالله دې پکې وليد؟

سعيد: هغوى په بېړۍ کې کېناستل او ولاړل؛ نور پوه نشوم، چې عبدالله پکې و که نه؛ ځکه نه مې د هغه غږ واورېد او نه مې وليد. خوله: يقين لرم، چې عبدالله هم په هغوى کې و. اوس به څه کوو؟ ګومان مې نه کاوه، عمروعاص به یې دومره ژر ووژني؛ ولې دې له هغوى دفاع ونکړه؟

سعيد، چې له شرمه ډوب شوى و، و يې ويل: پوه نشوم، چې عبدالله هم په هغوى کې دى او که په فرض پوه شوى واى، چې عبدالله هم په هغوى کې دى؛ نو له هغوى مې نشو راخلاصولای؛ ځکه هغوى وسلوال ول او زه بې وسلى وم.

خوله يوه شېبه چوپ شوه او بيا يې وويل: ډېر ښه دې وکړل، چې ځان دې په خطر کې نه کړ؛ ځکه تردې ډېره مهمه دنده در پر غاړه ده او هغه هم کوفې ته تلل دي او حضرت علي د ابن ملجم په کيسه خبرول دي.

 سعيد: څه ددې لامل شول، چې دلته راشې؟څنګه د هغوى له راوتو خبره شوې؟

خوله: زه خپل يوه مريي خبره کړم، لومړى مې هوډ وکړ، چې عمروعاص د هغه د وژلو له خبرې خبر کړم، چې د عبدالله په وژلو کې بيړه و نه کړي؛ خو ناڅاپه مې مريی راغی او را ته يې وويل: د علي ياران يې يووړل، چې د نيل په سيند کې يې لاهو کړي؛ ځکه عمروعاص وېرېده، چې خلک د علي د يارانو له نيولو خبر شي او کوم جنجال ورته جوړ شي او يا داچې خلک ورپسې راپورته شي او بې له نيول شويو کسانو، د فسطاط په ښار کې د حضرت علي نور ياران هم ول او ما هم، چې کله دا خبره له خپل مريي څخه واورېده؛ نو بې ځنډه مې ځان دلته راورساوه، چې بچ یې کړم؛ خو بخت مې ياري و نه کړه. افسوس اى سعیده! انسان به د دې ظالمانو له لاسه څه وکړي، له عمروعاص سره دې خدای پوه شي، چې «حکميت» یې په چل ول له حضرت علي وگټه او د «ابوموسى اشعري» له کمعقلۍ او سادګۍ یې ناوړگټنه وکړه، «خلافت» یې له حق لارې کوږ کړ؛ خو عمروعاص به هم څوک ژوندى پرېنږدي.

بيا خوله، سعيد ته ورنږدې شوه، و يې ويل: داچې موږ عبدالله له لاسه ورکړ، دا راته ستر غم دى؛ ځکه هغه يو مېړنې ځوان و، چې له خپلو ګروهنو بلهار شو، هیلمنه یم، د عبدالله له لاسه ورکولو د غم د رغونې لپاره حضرت علي له خطره وساتو؛ نو غوره به وي، چې ځان ته ژر تر ژره کوفې ته ورسوې او د کوم کار لپاره، چې دلته راغلی وې، ترسره یې کړې، گوره پام دې وسه، چې وخت دې له گوتو و نه وځي.

نننۍ شپې، سعيد خورا وېرولی و او چې د خولې دې مړانې ته يې کتل؛ نو په زړه کې يې ورته نوره هم، مينه ډېره شوه. خولې بيا سعيد ته وکتل، و یې ویل: سعیده! پوه شه، سره له دې چې پوهېدم، چې کېداى شي نن شپه ووژل شم؛ خو بيا هم د خپل پلار له کوره راووتم او راغلې يم، چې درته ووايم، چې ژر تر ژره کوفې ته ولاړ شه او زه به هم ستا تر تلو روسته ژر تر ژره کور ته ولاړه شم او پلار ته به مې يوه پلمه راوړم، چې چېرې وم، اوس دې په خداى سپارم او زه به درته يو چټک اوښ او يو خپل مریی درسره کړم، چې تر کوفې پورې درسره شي.

سعيد د خولې دې بيړې او نخچې ته ګوته په خوله ودرېد او و یې نشو کړاى، مخالفت ورسره وکړي، و يې ويل: ډېر ژر به ورځ شي؛ نو که کېداى شي مریی دې له اوښ سره راولېږه. زه هم د «مقطم غره» پر لوري روانېږم.

 خوله: ولاړ شه، مريی به هم در و رسي؛ خو بيا هم ټینګار کوم: وخت له لاسه ور نه کړې، ابن ملجم تر تا مخکې کوفې ته و نه رسي.

دا يې وويل او خپل لاس يې رامخکې کړ او د سعيد لاس يې په خپل لاس کې راونيو، سعيد، چې د خولې لاس پخپل لاس کې وننګېره؛ نو ووېرېد او یوه شېبه يې ځان په بله نړۍ کې وننګېره، چې بې له وفا او خوږلني بل څه هم نه پکې ليدل کېدل، بيا په خود کې شو او هغه مهمه دنده وریاده شوه، چې ور پر غاړه ده؛ خو اوس هم پر قطام مين و، له ځان سره يې سوچ وکړ، چې خپله دنده يې سرته ورسوله؛ نو کله به هم خوله هېره نه کړي؛ ځکه په زړه کې يې ځانگړی ځای او مقام درلود؛ نو و یې وويل: هیلمن یم، تل مې پخپلو دعاونو کې ياد کړې.

 خوله، چې ډېره هوښياره وه، د خپل ښځينه حس له مخې پوه شوه، په ځواب کې يې وويل: زه ولاړ شه او ډاډمن وسه، چې زه به په هر ځاى کې درسره يم؛ که څه، په ښکاره له تا لرې او په فسطاط کې يم؛ خو هیلمنه یم، حضرت علي د ظالمانو له لاسه خلاصون ومومي او خلافت خپل سم ځای ته راستون شي او موږ هم یو له بل سره يو ځای شو.

د خولې له دې خبرو، د سعيد پر زړه د عشق او مینې باد ولگېد او همداچې غوښتل يې څه ورته ووايي؛ نو خولې خداى په اماني وکړه، و يې ويل: ډاډمن وسه، چې يو ساعت ورسته به د مقطم غره ترغاړې زما مریی له يو اوښ سره له تا سره وي.

دا يې وويل او د سترگو په رپ کې له سعيد لرې شوه او چې کله سعيد ځان ته پاتې شو؛ نو د نيل سيند هغه لوري ته يې مخ کړ، چې د حضرت علي ياران يې په بېړۍ کې پکې وړي ول او بيا يې سوړ او دردناک اوسېلى وکړ، و يې ويل: زما مهربان ملگريه او روره! په خداى مې سپارلی یې، څومره نېکمرغه يې چې ځان دې د اميرالمونين حضرت علي له مينې بلهار کړ او عزتمن او پتمن له دې نړۍ ولاړې او د خداى درشل ته به هیلمن او په خندا ورحاضر شې؛ نو ما ته هم دعا کوه، چې له خداى سره په داسې حال کې ووینم، چې پردې ظالمانو برلاسی شوى يم. بیا د مقطم غره ته روان شو او چې هلته ور و رسېد؛ نو تر اوسه لا رڼا شوې نه وه او و یې ليدل، چې د خولې مریی له اوښ او د سفر له وزلو سره په تمه دی.

*****

اوس به سعيد دلته پخپل ځاى پرېږدو او تاسې ته دې ياد وي، چې سعيد کوفې ته روان شو او ور به شو هغه چالاکې او ښکلې قطام ته چې سعيد ته يې بيا څه لېټۍ پخ کړې ده. مخکې مو ولوستل، چې قطام خپل مریی؛ ريحان، عمروعاص ته رالېږلى و، چې عبدالله او سعيد پرې ونیسي.

 ريحان، چې ولاړ؛ نو قطام، لبابې ته وويل: کوم خبر چې زما مريي عمروعاص ته ور وړى؛ نو د سعيد او عبدالله مرگ پکې حتمي دى؛ خو اوس تر ټولو مهم کار دا دى، چې ځان پوه کړو، چا د علي د وژلو لپاره ملا تړلې او چې هغه مو وپېژند؛ نو هغه بايد دې کار ته راوهڅوو او پوه يې کړو، چې زما ټول ټبر په دې کار کې ستا تر شا ولاړ دى.

 لبابې په کړس کړس وخندل، و يې ويل: دا خو څه کوم ستونزمن کار نه دى، په مکر او چل ول کې خو ستا مریی تر تا هم دوه گوتې مخکې دى؛ ډاډمنه وسه چې مریی دې راستون شو؛ نو د علي د قاتل له اصل و نسبه به دې ډېره ښه خبره کړي او د هغه راهڅول هم داسې دي، چې که يو ځل يې ستا پر ښايست سترگې ولگېدې؛ نو په ټکه به درپسې لېونی شي؛ نو بياچې هر څه ترې غواړې؛ نو په  سر سترگو به يې وکړي او هغه مهال يوازېنی کار دا دى، چې هر کله دې وليد، ورته ووايه: «که علي دې وواژه؛ نو سملاسي به واده درسره وکړم»؛ ايا ته بې له دې کوم نظر لرې؟ قطام: ترورې! افرين دې پر تا وې! زه ډېر ښه کړاى شم، چې هغه په ځان پسې یې لېونی کړم او د واده ژمنه ورکړم او پيدا کول يې هم کوم ستونزمن کار نه دی؛ ځکه چې کله هم، د علي د وژلو لپاره کوفې ته راغى؛ نو خپلوان به مې هرومرو د هغه له راتگه خبره کړي او چې هغه مو وپېژنده؛ نو هر څه به سم شي.

لا د رمضان مياشت نه وه راغلې او ټول کوفيان په دې هیله ول، چې حضرت علي ته څه راپېښېدوني دي او يو بل ته به چې ورسېدل؛ نو يو بل ته به يې دا خبره کوله. د کوفې اوښيار خلک پوهېدل، چې د حضرت علي له دې دومره دښمنانو سره، هره پېښه ورپېښېدلاى شي؛ خو خبره دا وه، چې چا ترهګر نه پېژنده؛ خو پر دې ټولو خبرو سربېره، زیاترو خلکو پردې خبرو باور نه درلود او دا خبرې يې ډنډورې بللې. د روژې میاشت په نيمايي شوه؛ خو څه خبره ونشوه، قطام له ځان سره سوچ وکړ، چې ترهګر د کار له ستریا ډارېدلی او له خپل نيته اوښتی؛ نو د ناچارۍ له مخې د خپل مريي په تمه شوه، چې کېداى شي کوم نوى خبر راوړي؛ خو تر اوسه لا ريحان نه و راستون شوى. همداچې د رمضان  مياشتې پینځمه شوه، قطام د ور ټکېدو غږ واورېد. لبابه چې د شپې به له قطام سره وسېده، راپاڅېده، وره ته ورغله، ور يې چې پرانست، ريحان يې وليد، چې اوښ يې له پړي نيولى ولاړ دی. ريحان د لبابې لاس ښکل کړ او د سفر په جامو کې د قطام خونې ته ورغی. چې قطام، ريحان وليد؛ نو ډېره خوږه ورموسکۍ شوه، چې دې موسکا د ريحان له تنه ټوله ستړيا وويسته، ريحان په گونډو شو او د قطام لاسونه يې ښکل کړل.

 قطام: په دې توره قواره کې دې د خوشحالۍ او د بریا نښې وينم، ژر کیسه کوه.

 ريحان: ستاسې په حکم، چټک فسطاط ښار ته ولاړم او د سعيد او عبدالله له ورسېدو يوه ورځ مخکې هلته ورسېدم، ژر عمروعاص ته ورغلم او د دوى دواړو د راتگ او په عين الشمس کې د علي د يارانو په غونډه مې خبر کړ. د عمروعاص کسان عين الشمس ته ورغلل او د علي ټول ياران يې ونيول؛ خو سعيد په نيول شويو کسانو کې نه و؛ خو عبدالله ونيول شو.

 قطام: د علي پلويان څو تنه ول؟ ريحان: څه د پا سه شل تنه ول، چې عبدالله هم په هغوى کې و.

 قطام: سعيد څه شو؟

ريحان: په ګومان مې چې سعيد پر هغه ورځ عين الشمس ته نه و تللى؛ نوځکه خو و نه نيول شو.

 قطام: بنديان یې څه کړل؟

ریحان: پر همغه شپه يې په نيل سيند کې لاهو کړل.

قطام يوه شېبه خوشحاله شوه؛ خو روسته یې بيا څېره رامړاوې شوه. لبابه يې پر تندي پوه شوه، و یې ویل: ولې توره او غمجنه شوې؟

 قطام: د غم لامل مې د سعيد ژوندي پاتېدل دي؛ وېرېږم ټوله هڅه مو پر سيند لاهو کړي.

 لبابه: له سعيد مه وېرېږه، هغه يو ساده ځوان دى، چې ډېر ژر غولول کېږي او زموږ جادو هم اغېز پرې کړای شي؛ خو د هغه پر خلاف عبدالله يو هوښيار او تکړه ځون و. د خداى شکر، چې له هغه يې خلاص کړو.

 قطام: رښتيا دې وويل؛ خو خبره نه يې چې سعيد د هغې درې تنو له دسیسې خبر دی، چې په مکه کي يې قسم خوړلى دى؟ وېرېږم، چې که کوفې ته راستون شو، هر څه علي ته و وايي او علي هم د خپل ځان د ساتلو لپاره ملا وتړي او زموږ ټولې هڅې او هاندې خاورې ایرې شي.

 لبابې له يوې شېبې چوپتيا روسته ريحان ته وويل: ايا هغه سړی دې وپېژنده، چې د علي د وژلو لپاره يې ملا تړلې؟

ريحان: هو! هغه د «بني مراد» له ټبره دى؛ نوم يې عبدالرحمن بن ملجم مرادي دى[7].

لبابې، چې د ابن ملجم نوم واورېد؛ نو هکه پکه شوه او و یې ویل: تېروتې خو به نه يې؟ ايا هغه سړى په رښتيا، ابن ملجم دى؟ که داسې وي؛ نو کار مو ډېر ډېر اسان شو.

 قطام: ايا هغه پېژنې؟

 لبابه: ډېر ښه يې پېژنم، هغه يو لوى ځيگری انسان دى، ډېر لږ د هغه غوندې پيدا کېږي او که په رښتيا يې داسې هوډ نيولى وي؛ نو پوه شه، چې د زړه مراد ته دې ورسېدې؛ ځکه هغه په ښکلیو ښځو پسې مړ دى او د ښکلیو ښځو د خوشحالولو لپاره هر کار ته چمتو دى او ډاډمنه یم، که يو ځل يې سترگې پر تا ولگېدې؛ نو په ټکه به درباندې میین وي.

 قطام، ريحان ته وويل: ايا تر راتلو مخکې دې وليده؟

ريحان: هغه مې و نه ليده؛ خو وا مې ورېدل، چې کوفې ته راغلی او همداچې را و رسي؛ نو ډاډمن یم، هرومرو به ستا له خپلوانو سره په اړیکه کې شي.

 قطام: ژر مې ټول ټبر وپوښته، چې داسې کوم سړى خو یې نه دى ليدلى؟ او ژر تر ژره يې خبر راوړه؛ خو هغه سړى ښايي پردې پوه شي، چې ته زما له اړخ ورپسې گرځې.

 ريحان ولاړ، چې جامې بدلې کړي او د قطام د حکم د پلي کولو لپاره ووت. لبابه هم ورپسې ور و وته او هغه يې د کجورې د ونې لاندې راونيو، و یې ویل، چې هغه سړى دې وليده؛ نو ورته ووايه، چې ترور دې لبابه درته په تمه ده، کوم اړین کار درسره لري او غواړي ژر تر ژره دې وويني او همداسې ورته ووايه، چې زه د قطام په کور کې يم او په خبرو کې يې هرومرو د قطام له ښکلا خبر کړه؛ ځکه زموږ ټوله او اصلي موخه به دا وي او ورته ووايه، چې لبابه ترور دې کړاى شي، له هغې سره ستا د واده لارې چارې برابرې کړي او ريحانه! پر تا پوره ډاډمنه یم، چې دا دنده به ښه سرته ورسوې.

ريحان مخکې شو او له بڼه ووت.

له لبابې سره د ابن ملجم کتنه

لبابه په پوره ډاډ قطام ته ورغله، و يې ويل: د شک پکې څه ځای نشته چې موږ به د خپل زړه مراد ته ورسو، علي به ووژل شي او د زړه کينه به دې ډېره ژر سړه شي؛ خو قطام همغسې چوپ وه، ته وا، د يوه مهم چار په اړه یې سوچ کاوه.

 لبابې وپوښتله: څه شوي، چې اندېښمنه ښکارې؟

قطام: ترورې، وېرېږم.

 لبابه: له څه وېرېږې؟

قطام: له سعيد څخه؛ ځکه ريحان راته وويل، چې هرومرو به یې د ابن ملجم نوم اورېدلی وي او هم به د دسیسې له وخته خبر وي؛ نو هغه به علي ته خبر راوړي او د هڅو او هاندو کاسه به مو پر خاورو ايرو کړي.

 لبابه: نو څه دې خیال دی؟

قطام: مخکې تردې چې څه راپېښ شي، په دې اړه باید دقيق غور وکړو.

 لبابه: په مغزو کې دې څه دي؟

قطام: ټوله هڅه مو باید دا وي، چې هغه (سعيد) علي ته ور و نه رسي؛ ځکه هغه کوفې ته رارسېدونکی دی.

 لبابه: دا خو څه دومره سخت کار نه دى، ريحان به له ښاره بهر ولېږو، چې ښار ته د سعيد له راننوتو مو خبر کړي او يا داچې ورته ووايي څومره راباندې گران دى او څه په چل ول یې راوړي او زه يقين لرم، چې کله ورته ستا مينه ورياده شي؛ نو هر څه به ترې هېر وي او ستا خواته به راشي او چې راغى؛ نو يا پخپله خوښه او يا به يې په زور دلته ايسار کړو، اوس وايه، چې نظر دې څه دی؟

قطام: خبره دې په گل بدله؛ خو اوس د روژې پینځلسم دى او د وژنې ورځې ته يوازې يوه ورځ پاتې ده؛ نو بايد ژر تر ژره يو کس له ښاره بهر ولېږو، چې يا يې ښار ته د راننوتو مخه ونيسي او يا يې دلته راوړي؛ ځکه ريحان له خپلوانو کره، د يوه کار لپاره تللى او په راستنېدو کې يې لا وخت شته.

 لبابه: دا کار ما ته راوسپاره، همدا اوس په ريحان پسې ځم، له ښاره یې بهر استوم او پخپله به د ابن ملجم په لټه کې شم، پيدا کول يې راته ډېر اسان دي؛ ځکه له پخوا راهیسې يې پېژنم.

لبابې تردې خبرو روسته تربوزک وواهه او کونټۍ په لاس د ځوانانو غونډې ته ولاړه. همداچې قطام یوازې شوه، ورياد شول، چې د علي د وژلو لپاره يې څومره سختۍ گاللي، څومره دسیسې او نخچې يې ايستلي او داچې ريحان يې لېږلى و، ډېره خوشحاله وه؛ نو که سعيد کوفې ته په رارسېدو کې وځنډېد او لبابې هم ابن ملجم پيدا کړ او وکړاى شم، د خپل ښايست پر جادو يې راکابو کړم؛ نو د خپل زړه مراد؛ یعنې د رور او پلار غچ به مې اخستى وي؛ خو چې ماغزو ته به یې د داسې کار کولو خیال راغی؛ نو وېرې او وحشت به پرې برید وکړ؛ خو بلخوا له علي څخه د غچ اخستو کینې، هر څه ورته اسانول؛ خو چې خپلې نخچې به یې پخپل ذهن کې تکرارولې؛ نو د دې احتمال به يې ورکاوه، چې کېداى شي ريحان، سعيد و نه ويني او سعيد له بلې لارې ښار ته راننوځي او علي ته ورشي او له هر څه يې خبر کړي؛ نو یو ځل بيا به پرې وېره کېناسته او د لېونو په څېر به کله د خونې دې ګوټ ته او کله بل ته تله راتله. د لبابې خونې ته ولاړه او د راستنېدو په تمه یې شوه، چې په ګډه په دې اړه سلا وکړي او له دې چې ددې احتمال په نظر کې له نه نيولو پرته يې لبابه لېږلې وه، ډېره پښېمانه وه، د خپگان د ډېروالي له لامله له کوره ووته او د کجورو بڼ ته ورننوته. لمر د اسمان منځ ته رارسېدلى و، تر ونو لاندې پوره سیورى و او پر هغه کال (څلوېښتم هجرى کال) د روژې مياشت په ژمي کې راغلې وه او پر هغه ورځ چې قطام د کجورو بڼ ته راننوته؛ نو اسمان شين و، هوا ډېره په زړه پورې وه او هر انسان غوښتل، د ژمي له لمره گټه واخلي. قطام د کجورو له بڼه لرې شوه او هغه ځای ته ورغله، چې نېر پکې و، خپل شاوخوا ته يې (د چينډخو او مرغيوغږونو) هيڅ پام نه و او پخپلو سوچونو کې ډوبه وه، هلته شاوخوا يو ساعت ګرځېده راګرځېده، ترڅو د لمر تودوښه لږه شوه؛ نو هوډ یې وکړ، چې خپل کور ته ستنه شي، د راستنېدو پر مهال يې د يوې ډلې غږ واورېد، چې يو له بل سره خبرې کوي، د يوې ونې د ډډ شا ته پټه شوه، ودرېده او ورځیر شوه، له ورايه دوه سيوري ښکارېدل، چې را روان دي؛ خو چې را نږدې شول و یې ليدل، چې لبابه له یو سړي سره راروانه ده. قطام د خپل هوښيارتوب په پار پوه شوه، چې دا پردى سړى؛ «ابن ملجم» دى، بې ځنډه کور ته ننوته، تربوزک يې وواهه او د مېلمه په خونه کې په تمه شوه.[8]

له قطام سره د ابن ملجم ليدل

ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې لبابه په خندا خونې ته راننوته، قطام هم په ورين تندي ښه راغلاست ورته ووايه او هغه يې پخپل څنگ کې کېنوله، لبابې وويل: مخکې تردې چې کېنم اجازه راکړه، يو مېلمه خونې ته ننباسم، چې ستا د ښکلي مخ د ليدو لپاره راغلی دى.

 قطام: تا ته او څوک چې درسره دي، د زړه له کومي ښه راغلاست وايم، مېلمه خونې ته راوړه.

 لبابې غږ کړ: عبدالرحمنه! راننوځه. خبرې یې لا پای ته نه وې رسېدلى، چې، يو دنګ او ډنگر سړى، چې لږه ږيره يې هم درلوده او حال دا، له سترگو يې شررات راورېده، پگړۍ وهلی، څادر له ځانه را تاو کړى، چې په څېره کې يې د سفر ستړيا څرګنده وه، څپلۍ يې وويستې، سلام يې واچاوه او خونې ته راننوت. قطام يې د سلام ځواب ورکړ، پر ورين تندې يې هرکلی ترې وکړ. عبدالرحمن یې مخې ته پلتۍ ووهله او خپله توره يې پخپله پښه کېښوده او د له دې حالته یې داسې معلومېدل، چې دا توره ورته خورا ارزښت لري.

 قطام پر خبرو شوه، و يې ويل: زموږ گران مېلمه د کوم ټبر دى؟ ابن ملجم: د مراد له ټبره يم.

 قطام: څومره د ښه ښایست خاوند یې.

 لبابه: عبدالرحمن بن ملجم د قران له مشهورو قاريانو ځنې دى، چې قران يې له (حضرت) معاذ بن جبل څخه زده کړى. هرومرو به دې یې نوم اورېدلى وي.

 قطام وويل: ترورې ته خو مې له حاله ښه خبره يې، ښه خبره يې چې دې ستونزو ماغزه راخراب کړي، ټول فکر او ذکر مې د رور او پلار وژل کېدل او د هغوى له قاتل ځنې غچ اخستل دي.

دا یې وویل او په ژړا شوه.

 ابن ملجم تر سترګو لاندې ورکتل او ښکلا یې ته حیران و، که څه، مخکې یې د هغې د ښکلا په اړه اورېدلي ول؛ خو اوس يې پخپلو سترگو وليدل.

چې کله لبابې له ابن مجلم سره کتلي ول؛ نو ده ته یې دا نه ول ويلي، چې قطام د علي د وژلو او يا داچې له علي څخه د خپل رور او پلار غچ اخستل غواړي، يوازې دومره يې ورته ويلي ول، چې خبره شوې وم، چې کوفې ته راځې او خبره وم، چې ښکلې ښځې دې خوښې دي، ما هم درته تر سپوږمې سپينه نجلۍ کتلې، چې په عراق کې به ترې بله ښکلې پيدا نه کړې.

 اوس ابن ملجم پوه شو، چې لبابه رښتيا وايي او د هغې په څېر ښکلې نجلۍ، په ټول عراق کې څه چې په ټوله نړۍ کې نشته. رښتيا، ډېر د حیرانتيا ځاى دى، يو سړي، چې هوډ یې کړی څو ورځې روسته حضرت علي ووژني، بايد خپه او وارخطا وي، حال دا، دا سړی د عياشۍ په فکر کې دى.

 ابن ملجم، چې د قطام خبرې واورېدې او د هغې ژړا يې وليده، ورته يې وويل: څه څیز مېرمن داسې خپه او غمجنه کړې؟ کړاى شم، له زړه مو د غم پېټى سپک کړم؟

 لبابه: له تا خو پټه نه ده، چې د نهروان جګړې پرې ډېر غمونه راوړي، پلار او رور يې په دې جګړه ووژل شول؛ نوځکه یې قطام په وير کې هره ورځ ژاړي او زړه يې نه صبرېږي؛ خو زما اراده دا ده، چې د يو تکړه او لايق مېړه په پيدا کولو يې له زړه د غم دا پېټی لرې کړم.

پر قطام د ابن ملجم مرکه

ابن ملجم پوه شو، چې لبابه یې له غوږه خبرې کوي؛ نو و يې ويل: که خپل مراد ته ورسم؛ نو زه به د نړۍ تر ټولو نېکمرغه انسان يم.

قطام ځان نانگاره کړ، و يې ويل: مېلمه! راته ووايه، چې مراد دې څه دى؟

عبدالرحمن: زه د مرکې په نيت راغلى وم؛ خو اوس وينم، چې ستاسې د غم پېټې دومره دروند دى، چې گومان کړم، زه به يې اوچت نه کړاى شم؛ نو څه مې چې له لاسه کېږي، راته و یې وايه، چې و يې کړم. قطام سوړ اوسېلى وکړ، و يې ويل: له دې حیرانه یم، چې پخپله غوښتنه کې دومره بېړه لرې، حال دا، زه دې تردې مخکې نه وم ليدلې.

 لبابې د قطام په خبرو کې راودانگل، و يې ويل: هو! که تاسې تر اوسه يو بل نه دي ليدلي؛ خو لبابه خو تاسې ښه پېژني او که مېرمن اجازه راکړي؛ نو و به وايم، چې خداى تاسې يو بل ته جوړ کړي ياست.

 قطام غلې شوه؛ خو ابن ملجم پر خبرو شو، و يې ويل: هر څه چې له ما غواړې، امر وکړئ، چې پر سترگو يې پلي کړم.

قطام همداسې غلې وه او داسې يې غوښتل، چې له شرمه او حيا زړه نا زړه ده، ترڅو وکړاى شي، پر ابن ملجم، خپل چلونه او جادو پوخ کړي، بيا يې لبابې ته وکتل، و يې ويل، شرمېږم او ژبه مې بندېږي.

 نو دلته لبابې وويل: خير دى؛ نو زه به ستا پرځای عبدالرحمن ته شرطونه ووايم.

قطام ابن ملجم ته دواړه شرطونه وړاندې کړل

لبابې، ابن ملجم ته وکتل، و يې ويل: د قطام مهر درې زره ديناره، يو مریی او يوه کنيزه ده. د لبابې خبرې لا پاى ته نه وې رسېدلې، چې قطام چغې کړې، و يې ويل: نه! نه! دا څيزونه مې نشي خوښولاى، پخپله ښه پوهېږې، مال ته اړتیا نه لرم.

 عبدالرحمن: څه غواړې؟

 قطام ناز وکړ، يوه شېبه غلې شوه او داسې يې وښودل، چې د ابن ملجم خبره ورته دومره ارزښتمنه نه وه او بيا يې وويل: زما مهر د علي بن ابى طالب وژل دي؛ ځکه هغه مې د رور او پلار قاتل دى.

 عبدالرحمن موسکی شو، قطام ته يې وکتل او پخپله توره يې لاس راښکود، و يې ويل: څه چې تا او څه چې لبابې ترور وويل، هغه مې ستا مهر کېښوده، چې درې زره ديناره، يو مریی، يوه کنيزه او د علي بن طالب وژل دي. ستا په شان نجلۍ ته خو دومره مهريه څه هم نه دي او پوه شه، چې د کوفې ته مې راتگ هم د همدې لپاره و؛ دې تورې ته وگورئ (بيا يې توره له پوښه راوويسته چې تېزوالى يې له لرې ښکارېده) دا توره مې په زر درهمه وپېرله، په زره درهمه مې زهرجنه کړه، چې علي بن ابيطالب پرې ووژنم.

 قطام موسکۍ شوه، و يې ويل: هیلمنه یم مخکې تردې چې وخت مو له گوتو ووځي، دا کار وکړئ.

 ابن ملجم: د ژمنې د پوره کولو لپاره مې څو ورځې پاتې دي، موږ به هغه د همدې مياشتې (رمضان) پر سهار وژنو؛ يعنې بله ورځ او له دې اړخه ډاډمنه وسه.

 قطام: څرنگه دې ورځ او کړۍ ټاکلې؟ ايا خوښه دې نه ده، چې دا کار سبا وکړې؟

ابن ملجم: موږ دې کار ته دليل لرو، چې بيا به يې درته ووايم او داچې دا يو مهم او ستر کار دى؛ نو ورځ او ګړۍ مو ورته ټاکلې ده.

قطام غلې شوه، ته وا، له دسیسې هډو خبره نه ده.

لبابه په کور کې د ريحان له نشتوالى خبره و او پوهېده، چې بايد د مېلمه لپاره خواړه چمتو شي؛ نو تر هر څه مخکې یې یو مريي ته ويلي ول، چې خواړه چمتو کړي او مريي هم دا کار وکړ، بيا هغوى يو له بل سره خواړه وخوړل. قطام په اشاره لبابه پوه کړه، چې کار ورسره لري او بايد ځان ته شي. عبدالرحمن یې چې په اشاره پوه شو؛ نو اجازه يې وغوښته، چې د يوه څيز د اخستو لپاره بازار ته ولاړ شي؛ نو قطام او لبابه يې پرېښوده او بهر ووت.

د سعيد تعقويبول او غچ ترې اخستل

لبابه مخکې تردې چې ابن ملجم راپيدا کړي، ريحان يې په لار کې ليدلى و او ورته يى ويلي ول، چې ژر تر ژره له کوفې بهر ولاړ شي، سعيد راپيدا کړي او پر دې کار یې خورا ټينگار ورته کړی و.

 ريحان لومړى د ښار څلورلارې ته ورغی، چې د ښار ترمنځ و او چې څوک به کوفې ته راتله او يا به ترې تله؛ نو له دې ځاىه به راننوته او يا وته. ريحان له لرې د اوښانو او اسونو غږونه واورېدل، چې څلور لارې ته ور و رسېدل؛ نو هلته يى ډېر مسافر له بارونو سره وکتل، خپل شاوخوا ته يې وکتل، چې کېداى شي سعيد او يا چوپړیال يې پيدا کړي؛ خو څوک يې و نه ليدل، د سعيد کور ته ولاړ، هلته وويل شول، چې سعيد لا له مکې نه دى راستون شوى، ريحان ستون شو او پر هغه لار ودرېد، چې له ښاره وتله، کېداى شي، څوک وويني؛ همداسې روان و، شاوخوا دوه ساعته مزل يې وکړ، هغې ونې ته ورسېد، چې مسافرو به یې لاندې دمه کوله اوڅوک به هم، چې له شام او يا مصر څخه کوفې ته راتلل؛ نو له دې ځايه به تېرېدل. ريحان د هغې لوى ونې تر سیوري لاندې کېناست؛ لارې ته کتل او په فکر کې و، چې په کوم چل ول، کوفې ته د سعید له ننوتو مخنيوى وکړي او يا داچې له ځان سره يې د قطام کور ته یوسي. لمر ډوب شو؛ خو څوک رانغلل. پر هغه شپه هم سپوږمۍ پوره په اسمان کې وه، چې لمر ډوب شو؛ نو سپوږمۍ پوره راښکاره شوه او ريحان ونې ته ډډه شو؛ خو پام يې و، چې د شپې لومړۍ برخه تېره شوه او کله به يې هم، چې له لرې کوم سيورى ليده؛ نو ګومان يې کاوه، چې سعيد دى. هوا ډېره سړه وه، ريحان هم ځان رانغاړلی و؛ خو دا هرڅه يې زغمل. کله ناکله به يې ځان ته ويل، چې راځه ښار ته ولاړ شه؛ خو وېره يې له دې وه، چې په نشتوالي کې یې سعید کوفې ته را و رسي او ټوله خواري يې اوبه يوسي. ځان یې په څادر کې راونغاړه؛ شپه نیمه شوه، خوب ورغى، ځان يې خوب ته ټينگ نه کړاى شو. سترګې يې پټې کړې؛ خو ژر راپاڅېد او  پښېمانه و، چې ولې ويده شوى و؛ ځکه وېرېده، چې سعيد خو به له دې ځايه نه وي تېر شوى، په همدې کې سهار شو؛ خو څوک يې و نه ليدل او انګېرل یې چې په همغه شېبو کې چې ويده و، سعيد کوفې ته ورننوتى او پخپله هم بې ځنډه کوفې ته راستون شو؛ ټول ځايونه يې په سعيد پسې ولټول؛ خو و يې نه موند، بېرته د همغې ونې پر لوري روان شو او د ورځې ډېره برخه يې تر همغې ونې لاندې او په شاوخوا کې واړوله؛ خو سره له دې ټولو خبرو؛ صبر يې وکړ او خپل چرت یې خراب نه کړ، چې لمر بیا ډوب شو او سپوږمۍ په اسمان کې راڅرګنده شوه، له ځان سره يې وويل: د علي وژلو ته يوازې نن شپه پاتې ده او که هغه هم نن شپه را و نه رسېد؛ نو غشي به مو نښه ويشتلې وي او علي به يې وژلى وي. هیلمن يم، سعيد رانشي، چې له هغه لېټۍ خوندي پاتې شي، چې ورته پخه شوې ده. د دسیسې وخت رانږدې شوى و، همداچې لمر ډوب شو، له وریه دوه کسان راڅرګند شول، چې پر اوښانو سواره وو. د ريحان زړه پر درزار شو، غړي يې سست شول او له ډېرې يخنې هم په رپار شو. چې کله هغوى راورسېدل، ودرېدل، ريحان ورغی؛ و یې ليدل، چې يو سعيد او بل د خولې مریی بلال دی. سره له دې چې تربوزکونه یې وهلي ول؛ خو ريحان، سعيد وپېژنده؛ خو بلال يې په لومړي کتو کې نه و پېژندلى.

سعيد پر ټوله لار د علي په سوچ کې و، چې کوفې ته راو رسېد؛ نو هوډ يې کړی و، چې سیده علي ته ورشي؛ خو چې دې ونې ته را و رسېدل، له مريي سره، له اوښه راکوز شول، چې تر دمې روسته کوفې ته ولاړ شي. ريحان یې هم تود هرکلی وکړ.

 سعيد، چې ريحان وليد؛ نو ځانګړې پاملرنه يې ورته وکړه، و یې ویل: ریحانه! د څه لپاره دلته راوتلای يې؟!

ريحان: مېرمن قطام مو له ځنډه ډېره وارخطا وه او بيا يې ورته اشاره وکړه، رانږدې شه، چې په غوږ کې يوه خبره درته وکړم. هغوى رانږدې شول او بلال هم اوښانو ته اوبه ورکړى.

ريحان وويل: مېرمن قطام درته سلام را استولى، و يې ويل، چې ولې ته او عبدالله کوفې ته په راتگ کې دومره وځنډېدئ؟

سعيد سوړ اوسېلى وکړ، و يې ويل: عبدالله مه رايادوه؛ ځکه هغه مې په مصر کې پرېښود او زه ترې راغلم.

سعيد نور څه و نه ويل. ته وا، نه يې غوښتل، په دې اړه نور څه ووايي. ريحان هم غلى شو؛ حال دا، ښه پوهېده، چې عبدالله د عمر وعاص په حکم په نيل سيند کې لاهو شوى دی.

ريحان وويل: نو اوس ستا له لوري قطام ته څه ووايم؟ ايا نن شپه به له موږ کره تېروې؟ هغې پوره تيارى نيولى او درته په تمه ده. سعيد زړه نا زړه و، چې څه وکړي، یو خوا مينې ورته ويل، چې له قطام کره ولاړ شه او بلخوا هغې ورسپارل شوې دندې چې علي باید وژغوري، له دې منع کاوه، چې له قطام کره ولاړ شي؛ ځکه د دسیسې وخت ته هيڅ څه نه ول پاتې. هغه ويل: که نن شپه له قطام کره تېره کړي؛ نو د علي قاتل به، علي وژلى وي؛ نو دې پايلې ته ورسېد، چې يوه شېبه قطام کره تېره کړي او بيا له علي کره ولاړ شي. بيا سعيد، بلال ته وکتل، چې د ډوډۍ پښولو په حال کې دى، ورته يې پر نوم غږ کړ، بلال هم راغی.

د قطام د ناوړه دسیسو رابرسېرېدل

ريحان، چې د بلال نوم واورېد؛ نو زړه يې ډوب شو او چې ورځير شو؛ نو پوه شو، چې د خولې مریی دى؛ ځکه ريحان، بلال د فسطاط په ښار کې ليدلى و او ټوله نخچه يې ورته ويلې و او ريحان هم ګومان نه کاوه، چې هغه به يوه ورځ، له سعيد سره دلته راشي، ريحان وارخطا شو او هڅه یې وکړه، چې بلال یې و نه پېژني؛ خو سعيد، چې بلال ته غږ کړ او بلال هم رانږدې شو؛ نو سعيد وويل: ايا غوره به نه وي، چې يو ځای کوفې ته ولاړ شو؟ بلال: امر ستاسې دى؛ خو ما خواړه چمتو کړي، غوره به نه وي، چې څه وخورئ، دمه وکړﺉ او بيا چې مو هر چېرې خوښه وي، ولاړ شئ.

 سعيد: ځينو انډيوالونو او خپلوانو مې راپسې پېغام رالېږلى، چې د شپې خواړه ورسره وخورم؛ خو د بلال، پر ریحان پام شو، چې خپل ځان يې په يوه ځاى کې خوندي کړى و، هغه يې په داسې حال کې وليد، چې ځان په پټو کې پټوي، چې څوک یې و نه پېژني، سعيد هم په لار کې ځينې خبرې بلال ته کړې وې؛ نو بلال له فرصته په ګټنې وويل: زما باداره! غوره به نه وي، له دې مېلمستيا تېر شئ او کومې دندې ته چې راوتلي يو، ترسره يې کړو؛ ځکه وېرېږم، چې له خپلوانو کره تگ مو و ځنډوي او غوره خو دا ده، چې هغوى خبر نشي، چې موږ د څه لپاره دلته راغلي يو او کېداى شي، تر مېلمستيا روسته کومه پېښه ونشي؛ نو غوره دا ده، چې لومړى حضرت علي له خطره خبر کړو او بيا دې چې چېرې خوښه وي، ولاړ به شو، دا مې نظر و؛ نوره خوښه ستاسې چه څه هوډ کوئ؛ خو اوس خواړه چمتو دي، لومړى خواړه وخورئ.

 سعید وغوښتل، د بلال او ريحان پېژندگلوي وکړي او له څه چې هغه خبر دى، خبر يې پرې کړي، بلال ته یې مخ کړ، و يې ويل: پټه دې پاتې نشي، چې دا سړى (ريحان ته اشاره) راسره په موخه کې شریک دی او دا موخه د علي بچ کول دي.

 بلال: نو ما وبښئ! او اوس، چې اراده لرئ، چې يو ځاى له حضرت علي کره ولاړ شو؛ نو څه خواړه وخورئ، چې اوښان چمتو کړم، چې تر خوړو روسته د حضرت علي د کور په لوري روان شو. بلال هغې ځاى ته ورغی، چې ريحان پکې پټ و. ريحان هڅه کوله، مخکې تردې چې بلال يې پوره وپېژني، کوفې ته دوه خپلې او دوه پردۍ کړي، چې رازونه یې رابرسېره نشي؛ خو بلال ورنږدې شو، ورسره په خبرو شو، و یې ويل: ريحان هم په رپېدلي غږ ځواب ورکړ او حال دا، د خپلو څپلیو پېړمې یې تړلې او بلال ته يې ليدل. دا کار بلال ته هېښنده ښکاره شو، و یې ویل: روره! راځه دلته کېنه، چې ‏بادار مې خواړه وخوري، تر هغه روسته به ولاړ شو.

ريحان غلى شو، ځواب يې ور نه کړ او داسې يې وښودل، چې خپله کونټۍ يې ورکه کړې او ورپسې گرځي. ريحان پخپل ورک شوي څيز پسې گرځېده، چې بلال هم ورسره په لټه کې شو، تردې چې له ونې لرې شو؛ د سپوږمۍ رڼا، د ريحان پر څېره ولگېده. بلال هغه وپېژنده او پوه شو، چې دا همغه سړى دى، چې د يوې مهمې خبرې د رارسولو لپاره فسطاط ته راغلی و؛ نو په چل ول يې پوه شو، په تېره، هغه مهال، چې ځان یې پټول غوښتل، چې څوک يې و نه پېژني؛ ورغى، له لاسه يې را و نيو؛ را یې کاږه، ورته يى وويل: انډيواله! دلته کېنه، چې بادار مې خواړه وخوري، بيا به ولاړ شو. ريحان په غوسه خپل لاس د بلال له لاسه راکاږه. بلال ورپسې شو، و يې ويل: انډيواله! گومان کوم، زه دې نه يادېږم او نه دې يادېږي، چې د فسطاط په ښار کې مو سره ليدلي و؟

ريحان هک پک شو، ځان يې نانگاره کړ، و یې ول: کوم فسطاط!! زه نه فسطاط پېژنم او نه تا!! کاش، چې ته مې نه وای ليدلاى؛ ځکه کونټۍ مې ستا له لاسه ورکه شوه.

سعيد د ريحان غږ واورېد او همغسې پر خوړو بوخت و؛ خو له لرې يې ورکتل دواړه يې وليدل، چې سره خوله په خوله شوي. ريحان ته يې غږ کړ، ورته يى وويل: ريحانه! مه خپه کېږه، بلال زما په غوښتنه دلته راغلى.

 ريحان غلى شو؛ خو همغسې مصر ته له تلو څخه منکر و او په ټکه منکر و، چې هډو مصر ته نه دى تللى‏. چې سعيد ته رانږدې شو؛ نو سعيد وويل: له بلال سره د څه لپاره نښتى وې؟

ريحان: شخړه مې ورسره نه وه، چې په کونټۍ پسې مې گرځېدم؛ نو يوه خبره یې راته وکړه، چې هډو پوه نشوم، چې څه يې راته وويل.

 سعيد، بلال ته وکتل، و يې ويل: بلاله! څه شوي! ريحان ته دې څه وويل؟

بلال: څه مې ورته نه دي ويلي، يوازې مې ورته وویل، راياد کړه، چې څو ورځې مخکې مې په فسطاط کې ليدلى وى؛ خو هغه له دې خبرې په ټکه منکر دى او راته وايي، چې ته په غلط يې.

بلال يو ځل بيا ريحان ته ځير شو، و يې ويل: خو زه مې پر خبره پوره يقين لرم؛ ځکه څو ځلې مې په فسطاط کې ليدلى وې، کېداى شي، د مصلحت له مخې ترې منکر وي؛ ځکه هلته يې پر راتګ سره زما پر انډيوال او بادار ډېرې ناوړه پېښى راپېښې کړې. سعيد هېښنده رامخکې شو او په خوله کې یې کپ تېر نه کړاى شو او پر حيرانتيا يې وويل: دا ريحان د شحنې د لور د قطام مريی دى او چې کله زه له کوفې څخه مکې ته تللم؛ نو هغه په کور کې و او ډاډمن یم، چې له کوفې څخه نه دى وتلاى او کېداى شي، تا په فسطاط کې د هغه هم شکله بل کس ليدلاى وي.

 ريحان، چې د سعيد دا خبرې واورېدې؛ نو په کلاره يې ساه وويسته او په کلاره يې وويل: زه هم ګومان کوم، چې تېروتی به وي؛ ځکه ډېر خلک يو د بل په بڼه دي؛ خو داچې زه غوسه شوم، خداى مې دې وبښي؛ نو اوس اجازه راکړئ، چې د خپلې کونټۍ په لټه کې شم.

دا مهال ريحان يو غمجن غږ واورېد، چې و يې ويل: زه هم درسره د کونټۍ په لټه کې کېږم، چې کړې بدي درسره جبران کړم. بيا ريحان، بلال ته موسکی شو او خپل چل يې نور هم پوخ کړ؛ خو د لټې په بهیر کې بلال، ريحان تر څارنې لاندې نيولى و او ډاډمن و، چې دا همغه سړى دى، چې په فسطاط کې مې ليدلى و او د همدې سړي خبرې یې خولې ته رسولې وې.

 بلال، ريحان ته وويل: کېداى شي، تېروځم؛ خو پوښتنه درځنې لرم او هیلمن یم، سم ځواب يې راکړې.

 ريحان: وايه، څه پوښتل غواړې؟

 بلال: نه دې رايادېږي، چې زه به دې چېرې ليدلاى يم؟

ريحان د بلال څېرې ته ځير شو او په زړه کې يې له ځان سره وويل، چې حتما له دې پوښتنې مطلب لري؛ نو ورته يې وويل: نه روره! نه مې يادېږي، چې تر اوسه به مې چېرې ليدلى يې؛ خو بلال وويل: ډېر د حیرانتيا ځاى دى؛ خو زه ډاډمن یم، چې ته مې ليدلاى يې او ډاډمن یم، چې ته د فسطاط ښار ته تللی يې. ريحان: هو! زه څو کاله مخکې د فسطاط ښار ته تللى وم.

 بلال په خندا شو، و يې ويل: خو تا څو شېبې مخکې وويل، چې ته هډو فسطاط ته نه يې تللاى او نه فسطاط پېژنې!!

له ريحان لار ورکه شوه، غوښتل يې بلال تېر باسي؛ نو و يې ويل: له دې سوچونو تېرېږه او خپل وخت پردې سوچونو مه بربادوه.

سعيد د هغوى د خبرو په بهیر کې غلى و او د هغوى پر خبرو يې باور کړى و؛ خو بلال ووېرېد، چې د سعيد چوپتيا ددې لامل نشي، چې ورسره له قطام کره ولاړ شي؛ نو ريحان ته يې مخ کړ او ورته يى وويل: که رښتيا وايې؛ نو راسره د يوې مهمې دندې لپاره ولاړ شه او همدا اوس راسره د حضرت علي کور ته ولاړ شه.

ريحان: زه به د دې کار په کولو ډېر خوشحاله شم؛ خو خوښ يم، بادار مې سعيد، لومړى له مېرمن قطام کره ولاړ شي او بيا يې چې یې چېرې خوښه وي، ولاړ شي.

 بلال: سمه ده هغه دې درسره ولاړ شي او زه به یې پرځاى حضرت علي ته ورشم.

له ريحان لار ورکه وه، چې د بلال له دې وړانديز سره څه وکړي، په څېره کې يې، له لرې وارخطايي او غوسه ښکارېده؛ نه پوهېده، چې څنګه ځان له دې جنجاله راوباسي؛ نو و يې ويل: ولې دومره خبره سختوې؟ او ولې پر ما دومره شکمن یئ؟

بلال ته د کاڼي کرخه شوه، چې پر ريحان يې شک پر ځاى و؛ نو و يې ويل: زه هم پر تا او هم دې پر مېرمن شک لرم.

ريحان ووېرېد، چې خبره له دې نوره هم ډنډوره نشي؛ نو په چغو شو او سعيد ته يې وويل: زه ددې مريي بې شرمۍ او له دې چې بادار يې ورته څه هم نه وايي خورا حیران يم، همدا اوس به در څخه ولاړ شم، څه چې مو خوښه وي، و یې کړئ.

 دا يې وويل او د کوفې پر لور يې دوه خپلې او دوه پردۍ کړې.

سعيد او بلال همغسې هک پک ول او ريحان ته يې کتل. ريحان ولاړ او هغوی همغسې کتل او سپڼ يې هم نه کاوه او چې کله ريحان پناه شو؛ نو سعيد وويل: څه وايې بلاله! ګومان کوم، خوب وينم؟ تا د دې مريي‏ په اړه څه ويل؟ ډاډمن یې چې په فسطاط کې دې ليدلى و؟

بلال: هو! باداره، چې و مې ليد؛ نو يوه خبره یې له بلې سره سور نه خوري او غوسه شو؛ نو ګروهه مې نوره هم پخه شوه، چې دروغ وايي.

 سعيد: هغه ولې فسطاط ته له تلو څخه منکريده؟

بلال: ځکه په فسطاط کې يې يو ظلم او جنايت کړى و، تون لعنت دې وي او پر هغه دې وي، کاش تر تښتېدو مخکې مې نيولاى واى، دا همغه و، چې ستاسې راز يې عمروعاص ته بربڼد کړ. سعيد په هوش کې راغى او هغه څه ورياد شول، چې خولې ورته له کوم بل مريي سره د خپل مريي د ليدو په اړه ويلي ول، هغه مریی، چې د هغوى راز يې عمروعاص ته بربنډ کړى و او پر هغه ورځ سعيد حیران پاتې شوى و، چې څنګه د هغوى د راننوتو خبر فسطاط ته رارسېدلى و، حال دا، فسطاط ته له راتلو يې يوازې قطام، لبابه او دا مریی خبر و.

سعيد ته څرگنده شوې وه، چې ريحان د خپلې مېرمنې قطام په حکم فسطاط ته راغلى و، ورياد شول، چې د تره زوى يې د قطام پر خبرو شکمن شوى و او په ډاگه ډاگه لگېده، چې ولې يې د خپل تره زوى خبرې ته غوږ نه و نيولى، لا همدلته هک پک نېغ ولاړ و او بلال هم ورته پر ننداره و.

 سعيد، بلال ته وويل: افرين دې پر خولې وي، خداى دې روغه سټه ورکړي، هغه د خداى له لوري پرښته وه، چې ما ته یې له حقايقو پرده لرې کړه؛ خو له بدمرغه، چې د ريحان شيطاني کړنو، عبدالله په سيند لاهو کړ؛ خو د خداى شکر دى، چې زهر يې لا پر حضرت علي نه دي چلېدلي؛ ځکه د هر څه له راپېښېدو مخکې راته هرڅه رابرسېره شول. بيا غلي شول او د قطام د مينې او محبت اظهارونه او جان قربان او صدقه کېدل ورياد شول، چې البته دا ټول کارونه يې د مکر له مخې کول. سعيد ځان د قطام د مينې له قيده راخلاص کړى و او د هغې ټولې ټګۍ برګۍ او مکرورنه ورڅرگند شوي ول. دا مهال يې خپل واک له لاسه ورکړ او په ژړا شو.

 بلال ته یې وویل: زه ولاړ شه او اوښان چمتو کړه، مخ يې واړوه، ژړا ترې لاس وانخست؛ په تېره، چې ورياد به شول، چې د ناپوهۍ له لامله یې عبدالله په جنجال کې راگېر شو.

په ژړا يې وویل: قطام! لعنت دې وي او پرتا دې وي. رښتيا ده، چې تا خپل مریی عمروعاص ته ورلېږلى و، چې و مو وژني؟ ژمنې دې څه شوې؟ ‏وفا دې څه شوه؟ اى عبدالله روره! ډېر افسوس، چې ددې مکارې ښځې د مکر ښکار شوې!! اه اى قطام! نه پوهېږم، چې څرنگه خداى ستا غوندې يو کلک زړه پيدا کړى دى؟ ايا خوښېدى، چې هغه عاشق دې ووژنې، چې ستا لپاره له ځانه هم تېر و؟ علي ووژل شي، چې ته يې د وژنې ننداره وکړې؟ که پوره وخت مې درلود؛ نو لومړی به مې ستا ساه ويستلې واى او بيا به حضرت علي ته ورغلى وم!!

دا مهال سعيد غلى شو، ته وا، نوى له خوبه راويښ شوى وي، خپل شاو خوا ته يى وکتل، راپېښېدونې پېښه ورياده شوه. بيا يې د زړه په تور تنور کې د قطام د مينې لپاره ډوډۍ پورې شوه، د هغې په اړه يې ګروهه واوخته او له ځان سره يې وويل: ((کېداى شي، چې قطام بې گناه وى)) کېداى شي، ريحان رښتيا وايي او بلال تېروتی وي؛ خو ډېر ژر په خود کې شو. بيا يې بلال ته وکتل، چې اوښان چمتو کوي، د بلال پر لوري روان و، له ځان سره يې وويل: قطامې! ستا زهر پر عبدالله وچلېدل؛ خو پر حضرت علي به دې زهر و نه چلي؛ همدا اوس حضرت علي ته ورځم او د هغه په مرسته به له تا او د هغه مريي له شره ځان خلاص کړم، پر اوښ سپور شو، او بلال هم ورپسې د حضرت علي کور ته روان شو.

دویم څپرکى

د حضرت علي شهادت او تر هغې روسته پېښې

کوفه او د شهادت په میاشت کې د حضرت علي کور

د حضرت علي کور د کوفې جومات ترڅنګ و او د کور او جومات ترمنځ یې يو ور و، چې حضرت علي به د لمانځه لپاره له دې وره څخه جومات ته راننوته. په کور یې يوه لوی حويلۍ وه او پکې چوترې هم ليدل کېدې، چې د ټبرونو مشران به د حضرت علي ليدو ته راتلل؛ نو پرې کېناستل. د کور ترڅنګ د څاریو د تړلو لپاره يو ځاى و او لږ ترې اخوا يو لوى بل ميدان و، چې د عمومي غونډو او د حضرت علي د لارويانو د راټولېدو ځاى و. هغه خلک هم، چې هلته راټولېدل، د حضرت علي لپاره له ځانه تېر ول، سرونه يې د حضرت علي لپاره په تلي کې ايښي ول، يوازې حضرت علي يې خپل «ولي امر» ګڼه او بې له هغه، د بل يو چا پر ولي امرۍ هم خوښ نه ول.

پر هغه کال (څلوېښتم هجرى کال) د عراق او نورو ځايونو خلک د حضرت علي د ملاتړۍ لپاره راټول شوي ول. د حضرت علي لارويان څلوېښت زره ول او ځانونه یې چمتو کړي ول، چې د روژې له تېرېدو روسته پر معاویه برید وکړي. هغوى دا ځل هوډ کړی و، چې د صفين د جګړې په څېر، نور د حضرت معاویه پر خبرو و نه غولېږي؛ ځکه دوى نور پوه شوي ول، چې د هغوی ناغېړي او د حضرت علي د خبرې د نه منلو پايله ده، چې نن حضرت معاویه پر اسلامي خلافت مزې چړچې کوي.

 په هغو ورځو کې چې هر څوک د حضرت علي ناستې ته راننوتل؛ نو د هغه ترڅنګ به يې د ټبرونو مشران ليدل، چې د حضرت معاویه پر ضد په جگړه کې يې له حضرت علي خپل ملاتړ اعلانوه او هوډ یې کړی و، چې «نبوي کورنۍ» ته خلافت ته راوگرځوي، چې د خلافت اصلي واکداران دي.

دې خلکو هوډ کړی و، چې نور پرې ظالمان او فاسقان واکمني و نه کړي. د روژې په مياشت کې په کوفه کې داسې حال و؛ خو داسې څه هم نه ول، چې د حضرت علي د لمانځه او روژې مخه يې نيولاى وای.

چې د لمانځه وخت شو او اذان به وشو؛ نو خلک به ډلې ډلې جومات ته راتلل، چې د حضرت علي له ویناوو څخه گټه واخلي؛ هغه ویناوې، چې اسلامي غيرت يې راپاراوه او کله به هم، چې حضرت علي پر ممبر پر خبرو و؛ نو داسې چوپتيا به پر جومات واکمنه وه، چې که د جومات له پاسه کومه مرغۍ تېره شوې واى؛ نو په جومات کې ناستو خلکو به يې غږ اورېدلاى وای. ټول خلک به د حضرت علي د کلام فصاحت او بلاغت ته گوته په خوله ول او دې ته به هک پک ول، چې ولې ځينې خلک له يوه داسې امام سره مخالفت کوي؛ په تېره، خوارجو، چې د خپلو شيطاني کړنو لپاره به يې ډول ډول پلمې راوړلې او چې د ماښام لمونځ به وشو؛ نو د ټبر ځينې مشران او زامن، د روژه ماتي لپاره له حضرت علي سره تلل. د قران قاريانو به د کور په هرگوټ کې د قران تلاوت کاوه او پر راز او نياز به داسې بوخت ول، ته وا، همدا سبا قيامت راتلونکی دی. تر روژه ماتي روسته به ټول پر خبرو شول؛ خو حضرت علي به همغسې چوپ و او ډېر کم گړېده او ډېر داسې هم راپېښېدل، چې يو يا دوه ساعته به تېر شول؛ خو چا به د حضرت علي له خولې ان کومه خبره هم نه اورېده، ته وا، د يو مهم چار په اړه په سوچ کې ډوب دى او کېداى شي، دې ته فکر وړى وي، چې پر شاميانو باندې په برید کې به څومره وينه تویېږي؛ ځکه هغه د خلکو ژوند د خداى امانت ګڼه او خوښ نه و، د چا وينه بېځايه تويې شي.

د شهادت د شپې پېښې

د اوولسمې روژى پر شپه، حضرت علي همغسې په فکر کې ډوب و او حال دا، پر همغه شپه ابن ملجم د يوه مناسب وخت په لټه کې و، چې پخپله توره د ابي طالب د زوى وينه تویې کړي او پر همغه شپه هم سعيد او بلال د حضرت علي د کور پر لوري په بيړه راروان ول، چې حضرت علي د ابن ملجم له هوډه خبر کړي.

(گرانه لوستونکيه!) پر هغه شپه مو د ابن ملجم په اړه نظر څه دى؟ فکر کوئ، پر هغه شپه ارام ويده شو؟ سترگو ته يې خوب ورغی؟ نه، هغه د دې دروند کار په مخکې بیولو کې له وېرې ډک و. تردې به بل کوم ستر خيانت وي، چې د يوه بې گناه وينه تویې شي. د هغه ستر انسان وينه، چې ټول انساني کرامتونه او شرافتونه پکې راټول شوي ول او هغه مهال یو انسان یې هم علم ته نشو رسېدلای. ایا هغه د پېغمبر اکرم (ص) د تره زوى، زوم او ځايناستى نه دى؟ ایا هغه د اسلام او مسلمانانو متقي عالم او د خداى غيرتي او مخلص بنده نه دى؟ نو یا په دې شرايطو کې به د ابن ملجم سترگو ته خوب راشي؟کېداى شي څو څو ځل يې هوډ کړی وي؛ چې له خپل کاره لاس واخلي؛ خو له خپلو انډيوالانو او له قطام سره کړې ژمنې به بيا د حضرت علي وژلو ته راوهڅاوه او سربېره پردې، قطام خپل د تره زوى «وردان» هم له ابن ملجم سره کړى و، چې د ابن ملجم مرستيال شي او بې له دې ابن ملجم هم د «اشجع» ټبر له یوه سړي «شبیب» سره تړون کړی و، چې هلته مرسته ورسره وکړي. دى درې واڼو؛ یعنې ابن ملجم، وردان او شبيب ژمنې کړې وې، چې سبا سهار وختي به پردې ستر جنايت لاس پورې کړي؛ نو تاسې پخپله سوچ وکړئ، له دې ټولو ژمنو سره به ابن ملجم څنګه کړاى شول، د خپل وجدان غږ ته غوږ ونيسي؟

که تاسې پر هغه شپه ابن ملجم په خپله بستره کې ليدلاى واى، چې څنګه له خپلې تورې سره اړخونه بدلوي او ځان د خپل وجدان له رټنې داسې خلاصوي او وايي: پردې کار غواړم، د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف لاملونه له منځه یوسم، چې علي، حضرت معاویه او عمروعاص دى؛ خو ته وا، حضرت علي له هغه ټولو خبر دی، چې ورپېښېږي؛ نوځکه چې د روژې مياشت راننوتې وه؛ نو يوه شپه يې له خپل زوى حسن، يوه شپه يې له حسين او بله به يې له جعفر سره روژه ماتوله؛ خو چېرې چې به تله؛ نو له درېیو کپو يې ډېره نه خوړه او ويل يې: «خوښ يم د خداى د امر د رارسېدو پرمهال مې نس تش وي.»

پر هغه شپه ټول د حضرت علي په کور کې ول، حضرت علي، چې روژه ماتي ته کېناست؛ نو ډېره لږه يې وخوړه او زامن یې د خپل پلار له دې کاره حیران شول. حضرت علي د «قنبر» په نامه یو مریی درلود، چې د حبشې يو بوډا سړی و او چې حضرت علي به ويده شو؛ نو هغه به هم د حضرت علي د خونې مخې ته سملاسته چې پردې شپه قنبر تر ټولو ډېر وارخطا و، نه يې ډوډۍ خوړه او چې خلکو روژه ماتی کاوه؛ نو قنبر پر گونډو و او خپله شاوخوا يې څارله، ته وا، د چا راتگ ته په تمه دی. له هیچا سره يې خبرې نه کولې او د چا هم د هغه دې حالت ته پام نه و او که چا پوښتلای هم وای؛ نو کېداى شي، څه رازونه يې رابرسېره کړي وای.

 د ماڅښوتن لمانځه او د ناستې تر ختمېدو روسته، هر څوک خپلو کورونو ته روان شول، ټول ويده شول؛ خو قنبر له وارخطايۍ او خپگانه ويده نشو، د هغه ويختوب د حضرت علي د ساتنې لپاره نه و؛ ځکه حضرت علي به چا ته هم اجازه نه ورکوله، چې ساتنه یې وکړي؛ بلکې د قنبر سترگو ته له دې لپاره خوب نه راتله چې ذهن ته يې ډول ډول اندېښنې ورتلې.

د حضرت علي کور ته د سعيد راستنېدل

سعيد او بلال د کوفې ښار ته راننوتل او ژر د حضرت علي کور ته ور روان شول؛ په هغه شېبو کې د سپوږمۍ رڼا د کوفې کورونه رڼا کړي ول او د هغه ځاى د فصل د عادت پرخلاف، په اسمان کې يو کرخه وريځ هم نه ليدل کېده. په ښار کې چوپه چوپتيا وه او خلک د پيشنمي او سهار د لمانځه په تمه ويده شوي ول.

 سعيد پر خپل اوښ را روان و او ځکه خوشحاله و، چې و یې کړای شول په وخت يې د قطام دسیسه برسېره کړې ده، چې د کوفې جومات ته را و رسېدل؛ نو له خپل اوښه راکوز شول او بلال ته يې وويل: ته اوښان د کوفې ميدان ته یوسه او هملته پاتې شه، چې راستون شم.

 بلال هم د سعيد خبره ومنله. حال دا، وارخطايۍ د سعید پښې سستې کړې وې. د حضرت علي کور ته روان شو، چې ورنږدې شو؛ نو پام يې شو، چې د حضرت علي پر کور باندې چوپتيا واکمنه ده. يوه شېبه ودرېد او په سوچ کې شو، چې څنګه داسې کور ته ننوځي، چې ټول خلک يې ويده دي؟ وېره او زړه نا زړه توب يې ځکه و، چې که د شپې دا مهال يې څوک وويني، چې پرې شکمن شي. سعيد هم تردې وخته پورې د حضرت علي کور ته نه و راغلی او کله يې هم حضرت علي د زړه په سترګو نه و لیدلي؛ خو سره له دې ټولو خبرو يې هوډ وکړ، چې کور ته ورننوځي، چې کور ته ورنږدې شو، په کور کې يې د يو سړي سيورى وليد، چې په يوه گوټ کې ناست دى. سره له دې چې نه یې پېژنده؛ خو ځکه خوشحاله شو، چې کېداى شي دا سړى مرسته ورسره وکړي. لا څو ګامونه مخکې نه و تللی، چې و یې ليدل، هغه سړى له خپل ځایه راپاڅېد او د سعيد مخې ته ودرېد، و يې ويل: څوک يې؟

سعيد په وېره وويل: ما حضرت علي ته يو پېغام راوړى؛ خو ته څوک يې؟

سړي وويل: زه قنبر، د حضرت علي ساتندوی يم، ته څوک يې؟

سعيد وويل: زه سعيد اموي يم او له حضرت علي سره لیدل غواړم.

 قنبر په لوړ غږ وويل: ته سعيد اموي يې؟ ما پسې راځه!سعيد له دې چې خپلې موخې ته رارسېدلى و، ډېر خوشحاله و؛ نوځکه په قنبر پسې ورروان شو؛ قنبر، سعيد يوې داسې خونې ته يووړ، چې يو څراغ پکې لگېدلى و او دوه تنه پکې ويده ول.

لومړى قنبر ورننوت او دواړه يې راپاڅول او د قنبر په اشاره دواړو پر سعيد ورټوپ کړل او بې ځنډه يې د سعيد پښې لاسونه وتړل؛ خو سعيد بې له دې چې له خپل ځانه کومه دفاع وکړي، هک پک په ورکتو شو او کله يې چې د قنبر غوسه څېره ولیده؛ نو و يې ويل: دا گستاخي د څه لپاره ده؟ لږ سړي توب په ځان کې پيدا کړئ! حضرت علي چېرې دى؟ ورسره لیدل غواړم.

 قنبر غوسه وويل: بې غېرته او پرېوتی انسانه! د بې غيرتۍ دسیسه دې ټولو ته جوته شوه، مخکې تردې چې حضرت علي ووينې، و به وژل شې. سعيد پردې نه پوهېده، چې ولې ورسره داسې چلن کېږي؛ ډېر غوسه و؛ نوځکه یې چغې کړې: ولې داسې چلن راسره کوئ؟ پوه شئ، چې د حضرت علي د ژغورنې لپاره مې يو پېغام راوړی دی.

 قنبر: غلی شه! له دې ډېر نور مه گړېږه، ته اموي يې او د حضرت علي د وژلو لپاره راغلی يې، دا دومره څه چې امویانو وکړل، بس نه دي؟ اوس مو د حضرت علي په کور کې د هغه د وژلو لپاره ملا تړلې ده. دې خبرو سعيد هک پک کړ او وينه يې په رگونو کې وچه شوه، و يې ويل: پر ما ولې شکمن ياست، تاسې له ما کومه بدي نه ده ليدلې، لومړى مې خبره واورئ، بيا مو خپلې پرېکړې کوئ.

 قنبر: خبرو ته دې اړتیا نشته، ته اموي يې او همدا راته بس دي، چې له يوې ځوانې نجلۍ سره دې ژمنه کړې، که حضرت علي دې وواژه؛ نو درسره به واده وکړي.

همداچې سعيد غوښتل له خپل ځانه دفاع وکړي، و یې ليدل، چې قنبر له خپل جيبه يو ټوټه کاغذ راوويست او هغه يې د څراغ رڼا ته ونيو او و یې ويل: ولوله! دا لیک ستا نه دى؟ چې د سعيد سترگې پر هغه لیک ولګېدې؛ نو له قطام سره کړې ژمنه ورياده شوه او ډاډ يې پيدا کړ، چې دا تړون قطام د حضرت علي کور ته رالېږلی، چئ سعيد په دې لومه کې راګېر کړي.

سعيد همداسې وليدل، چې قطام د چالاکۍ له مخې له تړونه خپل نوم پاک کړى او د خپل نوم پرځاى یې د يوې بلې نجلۍ نوم ليکلی.

 سعيد، چې لیک وليد؛ نو نور سپڼ يې هم و نه کړ، قنبر هم د هغه دا چوپتيا د هغه د منښتې نښه وګڼله او په جيگ غږ يې وويل: ځواب راکړه! ووايه ايا دا ستا لیک نه دى؟

 که څه، دې خبرې سعيد وارخطا کړى و؛ خو هیلمن و، چې د ابن ملجم د دسيسې په رابرسېرنې به ځان له دې تنگې را بهر کړي؛ نوځکه يې وويل: فرض کړﺉ، چې دا لیک زما دى؛ خو زه دلته راغلی يم، چې له درېیمې ناوړې دسیسې مو خبر کړم. خبرې ته مې پرېږدﺉ، چې خبره وکړم؟

قنبر د سعيد په خبرو کې را ټوپ کړل، و يې ويل: د علي د وژلو لپاره دې ليک لاسليک کړی؛ بې له دې به بل کوم ستر خيانت وي؟ نن شپه دلته پاتې شه، چې سبا خبره سپينه کړو، دا يې وويل او په سعيد پسې يې خونه رابنده کړه او ولاړ.

چې سعيد ځان ته شو؛ نو فکر يى کاوه، چې ويده دى او د خپل ځان او د قطام په اړه يې سوچ کاوه، چې څنګه دې چالاکې نجلۍ د خپلو دسیسو د ترسره کولو لپاره دا لیک دې سړي ته رارسولای دى؛ خو د قنبر چلن يې يو زره وېره هم په زړه کې نه و وراچولې او هوډ يې کړی و، چې په هره بیه وي، ځان حضرت علي ته ورسوي او له هر څه یې خبر کړي.

هغه تړون څنګه د قنبر لاس ته راورسېد

قطام لبابې ته حکم وکړ؛ مخکې تردې چې سعيد، حضرت علي ته ځان ورسوي، دا تړون، ژر تر ژره د قنبر لاس ته ورسوه. هغې له سعيد سره په تړلي تړون کې گوتې ووهلې او ځينې مطالب يې پکې داسې بدل کړل، چې څوک پرې شک و نه کړي. لبابې هم د قنبر غوږونه داسې ډک کړي ول، چې قنبر هډو د سعيد خبرو ته غوږ و نه نيوه؛ ځکه په همغه ورځو کې د حضرت علي ځينې يارانو هم خبر راوړی و، چې ځينې خلکو د حضرت علي د وژلو اراده کړې ده. دا لیک، چې د قنبر لاس ته را و رسېد؛ نو پوه شو، چې دا لیک د يو اموي دى او د حضرت عثمان په کور کې روزل شوى او د حضرت عثمان د وينې د بدل لپاره دلته راغلی او قنبر وليدل، چې سعيد د غلو په شان په نيمه شپه، د حضرت علي کور ته راغلی؛ نو د قنبر پرې پوره یقین راغی او چې سعيد یې ونيوه؛ نو په خونه کې یې بندي کړ، چې سبا د سهار تر لمانځه روسته حضرت علي له دې پېښې خبر کړي او حضرت علي پخپله له دې سړي سره خبره سپينه کړي.

د شهادت شپې پر سبا

بلال لا همغسې د کوفې په ميدان کې له اوښانو سره سعيد ته په تمه و او چې و یې ليدل، سعيد ځنډ وکړ؛ نو وارخطا شو؛ خو داچې د سعيد له پاک نيته خبر و؛ نو خپله دا وارخطايي یې بې ځايه وگڼله. په سوچ کې ډوب و، چې د سهار اذان وشو، پوهېده، چې حضرت علي تل دا مهال لمانځه ته جومات ته راځي؛ نوځکه ژر جومات ته ولاړ، چې جومات ته ورننوت؛ نو يوه کېږدۍ يې وليده، له ځان سره يې وويل: دا کېږدۍ يې د ښځو د لمانځه لپاره وهلې، بيا يې د جومات ټول گوټونه تر سترګو لاندې تېر کړل، چې کېداى شي، سعيد وويني. دا مهال یې ولیدل، چې څو سړي جومات ته راننوتل، چې يو يې پکې تربوزک وهلى او د خپل څادر لاندې يې توره پټه کړې. ورته ښه په ځیر شو، چې د یو سړي پر تندي یې د ډېرو سجدو نښې وليدې؛ پوه شو، چې پخپله ابن ملجم دى؛ نو له ځان سره يې وويل: ښه به وي، چې چغې کړم او خلک يې پر نخچه خبر کړم؛ خو په ځان ووېرېده، چې چېرې پخپله ټپي نشي. ډاډ یې درلود، چې حضرت علي هرومرو د ابن ملجم له دسیسې خبر شوى او همدا اوس به له خپلو کسانو سره راشي او ابن ملجم به لاس تړلى بندي کړي او و یې ليدل، چې ابن ملجم له يوه سړي سره، چې نوم يې «شبيب» دى، د ښځو کېږدۍ ته ورننوتل، چې په هغه کېږدۍ کې قطام ناسته وه، څو خبرې يې وکړې او بيا ابن ملجم د «باب الده» پر لوري روان شو. بلال هغه تر څارنې لاندې نيولى و او په تمه و، چې اوس به امام جومات ته راننوځي او د ابن ملجم د نيولو حکم به ورکوي. ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې «باب السده[9]» پرانستل شو او حضرت علي جومات ته راننوت. حضرت علي په مړانه او رو رو را روان و، توره پگړۍ يې وهلې وه، چې تندی هم ورته پټ کړى و. حضرت علي ځلانده څېره، ډکه ږيره او مزبوتې مټې درلودې. په لاس کې يې يوه کوړه وه، چې خلک به يې پرې لمانځه ته راهڅول. «ابن نباخ[10]» ترې مخکې او امام حسن ترې شاته را روان ول، چې راننوتل؛ نو ټول غلي شول، بلال ورکتل او په تمه و، چې اوس به حضرت علي د ابن ملجم د نيولو حکم ورکوي، چې حضرت علي غږ کړ: خلکو! لمانځه ته راشئ. بلال په پوره توګه د هغوی حرکات څارل او ليدل يې چې هغه همغسې هلته ولاړ دى؛ خو ملگرى يې شبيب رامخې ته شو او ناڅاپه يې پخپله توره گوزار وکړ؛ خو توره يې د جومات پر وره ولگېده او توره يې له لاسه ورغورځېده. دا مهال بلال د حضرت علي پر لوري ورټوپ کړ، چې د ابن ملجم له دسیسې یې خبر کړي، چې ناڅاپه ابن ملجم پخپله زهرجنه توره د حضرت علي پر سر گوزار وکړ، و يې ويل: «حکم د خداى دى نه ستا او ستا د اصحابو». @

حضرت علي وویل: ((فُزْتُ وَ رَبِّ الكعبة)) د کعبې پر خدای قسم، چې نېکمرغه شوم.

(د حضرت علي د شهادت د ځاى په اړه بېلا بېل اندونه دي، چې مهم يې دا دي:

الف: ځينې روايتونه داسې وايي، چې حضرت علي د جومات په وره کې له ابن ملجم گوزار خوړلى و. [1]

ب: د دې اند پر وړاندې ګڼ شمېر نور روايتونه داسې رانقل شوي، چې پر حضرت علي باندې په جومات کې او د لمانځه پرمهال گوزار شوى دی[2]. ]

بيا حضرت علي وويل: دا سړى پرېنږدﺉ، چې وتښتي. [عبدالرحمن بن ملجم، چې حضرت علي پر سر وواهه؛ نو حضرت علي په محراب کې ولوېد او له محرابه يې خاورې راخستې او پر ټپ يې اچولې او د قران آيتونه يې ويل. دا مهال د جومات ورونه ولړځېدل؛ ځکه حضرت جبرائيل امین پخپل غږ د ځمکې او اسمان ترمنځ چغې کړې:

((پر خداى قسم، د لارښوونې ستنې ونړېدې د اسمان ستوري تياره شول.…… قسم پر خداى، چې د حق کلکه رسۍ وشلېده، د پېغمبر؛ محمد مصطفى (ص) د تره زوى، ځايناستى او ټاکلی يې؛ علي مرتضى ووژل شو.))

د يادونې وړ ده، چې د ابن مجلم توره د حضرت علي پر سر پر همغې ځاى ولگېده، چې پخوا عمرو بن عبدو ټپي کړی و. ]

خلک پر ابن ملجم راټول شول؛ خو ابن ملجم به هغوى له خپل ځانه شړل. دا مهال حضرت «مغيرة بن شعبة»، چې کومه ټوټه په خپل لاس کې وه، پر ابن ملجم ور واچوله او ابن ملجم يې پرځمکه راوپرځاوه او پر ټټر ورکېناست او توره يې ترې واخسته؛ خو د ابن ملجم ملگري شبيب له تيارې څخه په گټنې دوه خپلې او دوه پردۍ کړې او وتښتېد. (ځينې روايتونه وايي، چې«قشم بن عباس» پر ابن ملجم ورټوپ کړل او هغه يې راسملاوه.

په خلکو کې گڼه ګوڼه شو او خپاره شول. بلال د ښځو کېږدۍ ته وکتل او و یې ليدل، چې يوه ښځه ترې د راوتو په حال کې ده او هغه قطام وه، چې د خلکو له گڼې گوڼې په ګټنه، له جوماته بې ځنډه ووته. بلال، چې دا هر څه وليدل؛ نو هک پک شو او له ځان سره يې وويل، چې دا يو وژونکی گوزار نه و؛ خو چې ورياد شول، چې ابن ملجم توره پر زهرو ککړه کړې؛ نو د حضرت علي د ژوندي پاتېدو تمه یې غوسه شوه. سعيد ورياد شو او څومره يې چې په خلکو کې ولټاوه، پيدا يې نه کړ. بيا يې ځان هغه ځاى ته ور و رساوه، چې حضرت علي پکې ټپي پروت و، چې ويل يې: دا سړى راوړﺉ. ژر يې هغه ور ووړ، حضرت علي وويل: د خداى دښمنه! ایا نېکۍ او احسان مې درسره نه دی کړى؟

 ابن ملجم: هو! راسره دې کړی و.

حضرت علي: نو څه څيز دې کار ته راوهڅولې؟

 ابن ملجم: دا توره مې څلوېښت ورځې تېره کړه او له خدايه مې وغوښتل، چې پردې توره تر ټولو بد بنده ووژنم.

 حضرت علي: وینم، چې پر همدې توره به ډېر ژر ووژل شې او ته راته د خداى له يوه پرېوتي بنده څخه بل څه هم نه ښکارې.

بيا حضرت علي خپلو کسانو ته وويل: نفس په نفس یې قصاص کړئ، که مړ شوم نو و یې وژنئ، همغسې، چې زه یې وژلاى يم او که ژوندى پاتې شوم؛ نو زه به یې په اړه پخپله پرېکړه وکړم. د عبدالمطلب زامنو، زما د وينې د بدل په پار د مسلمانانو وينه تويې نه کړئ او پوه شئ، چې بې له قاتله مې بل څوک و نه وژنئ او ته اى حسنه! که زه پر همدې گوزار مړ شوم؛ نو زما قاتل هم پر يوه ګوزار قصاص کړئ. پام مو وی، چې غوږ، پزه يا شونډې ترې غوسې نه کړئ؛ ځکه له رسول الله (ص) مې اورېدلي، چې و یې وويل: ((ايّاكُم وَالْمُثْلَه وَلَوْ بِالْكَلب الْعَقُور)) له مثله کولو لاس واخلئ، ان که د لېوني سپې هم په اړه هم وي)).

د حضرت علي؛ لور «ام کلثوم»، چې د خپل پلار ترڅنګ ولاړه وه، ابن ملجم ته یې مخ کړ، و يې ويل: د خداى دښمنه! پلار به مې خداى وژغوري؛ خو خداى به تا رسوا کړي.

 ابن ملجم، ام کلثوم ته مخ کړ، و يې ويل: څه ته ژاړې؟ ما دا توره پر زر درهمه وپېرله او پر زردرهمه مې زهرجنه کړه او که پردې توره مې د مصر ټول خلک وهلي وای؛ نو يو به هم ژوندى نه و پاتې شواى.

حضرت جندب بن عبدالله، حضرت علي ته رانږدې شو، و يې ويل: خداى دې نه کړي، که له لاسه مو ‏ورکړې؛ نو له زوى امام حسن سره به دې بيعت وکړو.

حضرت علي: له حسن سره د بيعت په اړه مو، نه له دې کاره منع کوم او نه مو وربلم. ددې کار واک ستاسې په لاس کې دى.

چې خلک پوه شول د ابن ملجم توره زهرجنه وه او د حضرت علي له ژوندي پاتېدو يې تمه غوڅه شوه؛ نو تر هغه روسته یې د خلافت په اړه له فتنو ووېرېدل او چې »حضرت جندب» په دې اړه حضرت علي وپوښت او هغه هم دا کار د هغوى خپلې خوښې ته پرېښود؛ نو بله لار يې نه درلوده، چې دا کار راتلونکې ته پرېږدي. بيا امام حسن او امام حسين خپل پلار پلي خپل کور ته بوتله. څېره يې پر وينو پټه شوې وه؛ خو لا تر اوسه زهرو خپل اغېز نه و کړی.

د ابن ملجم تربوزک یې چې لرې کړ؛ نو مخ يې راښکاره شو، د مخ رنگ يې تور و او د ډېرو سجدو نښې يې پر تندي ښکارېدې؛ هغه يې بندي کړ او که حضرت علي دا سپارښتنه نه وای کړې، چې زه نه يم مړ شوى؛ نو مه یې وژنئ؛ نو يقينا د حضرت علي یارانو به هغه ټوټې ټوټې کړى و؛ خو یارانو د حضرت علي حکم پر خپل ځان واجب وگڼه او په تمه شول، چې د حضرت علي درملنه به څه پايله لري.

پر حضرت علي له گوزار روسته د هغه د کور حالات

بیا بلال له خلکو سره د حضرت علي کور ته ولاړل او له راپېښې شوې پېښې خورا خپه و؛ خو دې خبرې ورته ډېر زور ورکړى و، کومه ژمنه یې چې خپلې بادارې خولې ته ورکړې وه، ترسره نشوه؛ ځکه له خولې سره یې ژمنه کړې وه؛ هر څنګه چې وي؛ نو حضرت علي به د هغه د وژنې له دسیسې خبروي، په تېره، له سعيد سره له پېژندگلوي روسته او د ابورحاب هغه خبرې، چې سعيد ورته د علي په اړه کړې وې؛ خو سره له دې ټولو خبرو، بلال په خلکو کې په سعيد پسې گرځېده؛ خو سعيد نه ليدل کېده. حضرت علي يې خپلې خونې ته يووړ او خلک ډلې ډلې د حضرت علي د کورپه انگړ کې راټول شول او د پېښې په اړه يې خبرې پيل کړې او ټول وارخطا ول، چې له دې روسته به پر اسلام څه پېښېږي او ټولو چغې وهلې، چې اى کاش کړاى مو شول، پر قاتل مو وار کړاى واى، چې زړه مو يخ شواى واى.

بلال، چې په خلکو کې په سعيد پسې و؛ نو ناڅاپه يې وليدل، چې د حضرت علي مریی قنبر ژړغونې له خونې راووت، و يې ويل: خلکو! مسلمانانو!ما ووژنئ، چې د حضرت علي د وژنې لامل زه يم، خلک ترې راټول شول؛ خو پر خبره يې څوک هم نه پوهېدل. قنبر د خلکو له منځه د هغې خونې خوا ته ورغې، چې سعيد يې پکې بندي کړی و او يوه شېبه روسته يې ترې سعيد لاس تړلى راوويست، سعيد خبر نه و، چې پر حضرت علي څه شوي او چې قنبر هغه پردې حالت راوويست او پخپل شاوخوا کې یې خلک وليدل؛ نو فکر يې وکړ، چې گنې اوس به ورته سزا ورکول کېږي؛ نوځکه يې چغې کړې: خلکو! حضرت علي راوښايئ، پر ما بد گومان مه کوﺉ؛ ځکه غواړم د حضرت علي د وژنې له دسیسې مو خبر کړم. قنبر په چغو چغو وژړل او و یې وويل: سعيده! حضرت علي يې په زهرجنه توره وواهه، و یې وواژه. سعيد چغې کړې: چا دا کار وکړ؟

قنبر: ابن ملجم! خداى دې لعنت کړي، چې پر حضرت علي يې وژونکی وار وکړه. سعيد په چغو چغو وژړل، و يې ويل: څومره د خواشینۍ خبره ده، څنګه یې حضرت علي وواژه، حال دا، زه له بېدیاوو او ډاگونو راتېر شوم، چې له دې پېښې مخنيوى وکړم؟ قنبره! مگر ته مې له دې نه وې خبر کړى؟

قنبر: تا راته دا خبره سمه نه وه کړې، زهرجنې تورې خپل کار وکړ، حضرت علي ټپي دى او گومان نه کوم، له دې ټپه به ژوندى پاتې شي؛ خو که ستا خبرو ته مې غوږ نيولاى وای؛ نو کېداى شول، نن مو دا هر څه نه واى ليدلي؛ خو څه چې ول، الهي قضا وه او موږ هم په دې اړه څه نشو کړای.

 خلک او سعيد ټول په ژړا شول؛ خو سره له دې ژړا گانو، خلک قنبر ته په تمه ول، چې پردې خبره نوره هم رڼا واچوي. حال دا، قنبر، سعيد په غېږ کې ونيو، و يې ويل: خداې دې هغه زړه ښځه ورکه کړي؛ ځکه هغې را ته ستا په اړه دومره غوږونه ډک کړل او تا ته دومره مچيو وچيچلم، چې هډو ستا خبرو ته غوږ هم کينږدم.

 سعيد وننګېرله، چې خلک خوښ دي، دا کیسه ورته وشي؛ نو هوډ یې وکړ، چې دا کیسه ورته وکړي، چې په همدې وخت کې يو سړي غږ کړ: حضرت علي ښه شوى او هغه اوس له حسن او حسين سره خبرې کوي.

 خلکو چې دا خبر واورېده؛ نو د حضرت علي د خونې پلو ته يې ورمنډه کړه. بلال هم ځان سعيد ته ور و رساوه او له خلکو سره د حضرت علي خونې ته وروان شول؛ خو خلک دومره ډېر ول، چې و یې نکړای شول خونې ته ورننوځي، له کړکۍ یې حضرت علي ولید، چې په کټ کې پروت دى او سر يې په يوه دستمال تړل شوى، ږيره يې ورته پاکه کړې وه؛ خو لا پر ږيره د وينې نښې ښکارېدې. د حضرت علي د څېرې په ليدو، سعید ته خپل نيکه او د هغه نصيحتونه او وصيتونه ورياد شول؛ په ژړا شو؛ خو تر اوسه لا دومره وخت نه و تېر شوى، چې د حضرت علي غږ يې غوږونو ته راورسېد، پوه شو، چې د دې خبرو مخاطبان حسن او حسين دي. دواړه د پلار سر ته ناست ول او له زړونو يې يو الله خبر و، ډېر غمجن ول او د خپل پلار ټپي سر ته يې کتل. خلکو، چې د حضرت علي له خولې څخه څو ټکي واورېدل؛ نو غلي شول، چې څه وايي.

زامنو ته د حضرت علي وصيتونه

بيا یې خپلو زامنو ته داسې وويل:

((تاسې پرهېزکارۍ او الهي تقوا ته رابلم، نړۍ ته تمه مه لرئ؛ که څه، نړۍ مو راوغواړي، له لاسه ورکړيو څيزونو پسې مه خپه کېږﺉ، تل د حق خبره وکړئ او پر پلارمړیو ولورېږئ، بې لاريو ته لارښوونه وکړﺉ، د ظالمانو دښمن او د نشتمنو ملاتړي شئ، څه چې د خداى په کتاب کې راغلي، عمل پرې وکړئ، د خداى په لار کې له رټل کېدو او ملامتيا مه وېرېږئ)).

بيا حضرت علي، محمد بن حنفيه ته مخ کړ، و يې ويل: څه چې مې ستا روڼو ته وويل، تا هم واورېدل؟

محمد بن حنفيه وويل: هو! گرانه پلاره!

حضرت علي وويل: څه چې مې وويل تا ته یې هم سپارښتنه کوم او ددې سپارښتنه هم درته کوم، چې د هغوى درناوى وکړې؛ ځکه هغوى له تا مشران دي او پر تا د مشرۍ حق لري او کله یې هم له حکمونو سرغړاوی و نه کړئ)).

 بيا یې امام حسن او امام حسين ته وکتل، و یې ویل: ((تاسې ته هم د خپل رور په اړه سپارښتنه کوم؛ ځکه هغه مو رور او ستاسې د پلار زوى دى او ښه پردې پوه ياست، چې هغه راباندې گران هم دى))

ورپسې حضرت علي، امام حسن ته وويل: ((زويه! د الهي تقوا جامه پر تن کړه، لمونځ دې په لومړي وخت کې کوه، په مينه اودس تازه کوه؛ ځکه بې له پاکوالي، لمونځ نه قبلېږي، د خلکو له ګناهونو تېر شه؛ غوسه دې کابو کړه، له خپلو خپلوانو سره تگ راتگ او مينه وکړه، ناپوهانو ته او هغوى چې په دين کې له ځانه خبرې راباسي، سينه پراخه کړه، قران ته ژمن وسه، چارې نیمګړې مه پرېږده، گانډويان له ځانه مه خپه کوه، پر نېکیو امر او له بدیو منع کوه او له چټليو ځان لرې ساته))

د حضرت علي خبرې پاى ته نه وې رسېدلې، چې ستړى شو؛ حال دا، حضرت علي به په ساعتونو ساعتونو خلکو ته خبرې کولې؛ خو چا به ترې ستړيا نه ليده. بيا يې امر وکړ، چې دا سپارښتنې ولیکئ او امام حسن ته يې ورکړئ. ورپسې حضرت علي بله يوه خبره هم و نه کړه او يوازې ((لا اله الا الله))يې وويل او د خپل جانان پر لوري يې اروا والوته.[11]

د خلکو چغې راپورته شوې او د حضرت علي له شهادت روسته، زامنو يې حسن، حسين او عبدالله بن جعفر غسل ورکړ، کفن يې کړ او خاورو ته يې وسپاره.[12]

سعيد، چې دا ستر مصيبت او غم وليد؛ نو قطام او چلوټې يې وريادې شوې او له ځان سره يې وويل: پر خداى قسم، چې اصلي قاتله قطام ده، که دا شيطانه ښځه نه واى؛ نو اوس به حضرت علي نه وای شهيد شوى؛ حال دا، سعيد په غم کې ډوب و، اوښکې يې راتوېیدې، قنبر راغی او هغه يې له لاسه راونیو او له خونې يې له ځان سره بهر وويست. سعيد خبر نه و، چې قنبر به ورسره څه کوي. ورسر شو، چې د ابن ملجم زندان ته ورسېدل. سعيد او قنبر د ابن ملجم زندان ته ورننوتل او و یې ليدل، چې ابن ملجم يې تړلى دی. همداچې سعيد، ابن ملجم ولید، غوښتل يې خبرې ورسره وکړي.

 قنبر وويل: لږ صبر وکړه او ارام شه، چې دا خداى وهلی څه وايي.

 ابن ملجم، چې هغه وليد، پر بې پروایۍ يې قنبر ته وليدل، و يې ويل: ګومان کوم دلته راغلي ياست، چې د سزا لپاره مې یوسئ؛ ځکه ستاسې بادار مې وژلى دى.

 قنبر: هو! همدې کار ته راغلى يم؛ خو تردې مخکې ووايه، چې ايا دا سړى (سعيد ته يى اشاره وکړه) پېژنې؟

ابن ملجم: نه یې پېژنم او کله مې هم نه دې ليدلى.

قنبر پردې پوښتنو غوښتل، چې د سعيد پر بې گناهۍ يقين پيدا کړي؛ ځکه تر اوسه يې لا په زړه کې شک درلود، هسې نه، سعيد او ابن ملجم سره ملگري وي؛ نو ابن ملجم یې وپوښت: ايا دا اموي سړى له تا سره د علي په وژلو کې لاس لري؟

ابن ملجم موسکی شو، و يې ويل: هغه لا دومره نه دى، چې داسې کار وکړي، نه! زه هغه هډو ‏ پېژنم نه.

 سعيد وويل: ايا د شحنه لور قطام پېژنې؟

 ابن ملجم: هو! پېژنم یې، هغه مې نامزده ده او د علي بن ابيطالب وينه یې هم مهريه ده.

 قنبر چغې کړې، و يې ويل: خداى دې گونگ کړه، پرېوتي انسانه! راپاڅه چې د مرگ خوند دروښيم.

 سعيد له دې چې قطام او ابن ملجم سره کوژده کړې، ډېر خپه او غوسه شو او له ځان سره يې وويل: پر خداى قسم، چې په همدې لاسونو به يې ووژنم.

د ابن ملجم سزا

د حضرت علي له شهادت روسته امام حسن د ابن ملجم د راوړو غوښتنه وکړه، چې د خپل پلار پر وصيت عمل وکړي؛ ابن ملجم یې چې امام حسن ته راووړ؛ نو ابن ملجم خپل شاوخوا ته وکتل او و یې ليدل، چې ټول خلک غوسه ورگوري او هر يو غواړي، پخپلو لاسونو يې ساه وباسي؛ نو ابن ملجم پر بې پروايۍ امام حسن ته وکتل، و يې ويل: تر سزا راکولو مخکې يو وړانديز لرم او هغه داچې له خپل خداى سره مې تړون تړلى، چې خپله هره کړې ژمنه عملي وکړم؛ لکه څنګه چې مې ژمنه کړې وه، علي او حضرت معاویه ووژنم او د وژلو په لار کې يې ووژل شم؛ نو ما ته مهلت راکړﺉ، چې شام ته ولاړ شم او حضرت معاویه هم ووژنم؛ نو قول درکوم، چې د حضرت معاویه له وژلو روسته ځان دروسپارم.

امام حسن وويل: ((دا کار ناشونی دى، همدا اوس به دې د دوزخ اور ته ولېږو. )) خلکو خس او تېل راوړل، و يې ويل، چې بايد وسوځول شي.

 عبدالله بن جعفر، امام حسين او محمد بن حنيفه وويل: بايد خپل غچ ترې واخلو.

 عبدالله بن جعفر د ابن ملجم لاسونه او پښې غوڅې کړې.[13]

د ابن مجلم د سزا له ليدو روسته، سعید ته د ابن ملجم خبرې وريادې شوې، چې و يې ويل: قطام مې نامزده ده او د علي وينه یې مهريه ده.

سعيد د قطام مکر او چلونو ته هک پک پاتې و، چې څنګه دې ښځې د خپل پلار او رور د غچ اخستو لپاره پر دومره جنایتونو لاس پورې کړ او همداسې خپل د تره زوى؛ عبدالله ورياد شو، چې هغه هم د قطام د نخچو قرباني شو، سعيد دومره په سوچ کې ډوب شوى و، چې له امام حسن سره د خلکو په بيعت کولو او د خلکو گڼه گوڼه يې هډو وا نه ورېده، چې په همدې وخت کې یې پرغوږونو يو اشنا غوږ ولګېد، دا غږ د بلال دى، چې ورته وايي: اى زما باداره! راووځه، چې څو خبرې درسره لرم، چې درته يې وکړم.

 د بلال غږ، سعيد په خود کې کړ او له ډلې غلي راووتل او د کوفې ښار ميدان ته ورغلل، چې اوښان يې پکې تړلي ول، خپل اوښان يې راخلاص کړل او کور ته روان شول. په لار کې يې خلک ليدل، چې ډلې ډلې د حضرت علي د وير لپاره کور ته یې ور روان دي. چې کله سعید او بلال کور ته راورسېدل؛ نو په کور کې څوک هم نه ول؛ ځکه ټول د حضرت علي کور ته د وير لپاره تللي ول، پر ستړيا او ستومانتيا سربېره، په کوفه کې ددې ناوړه پېښو په ليدلو، سعيد بې دمې شوی و؛ نو له بلال جلا شو او خپلې خونې ته ولاړ، جامې يې بدلې کړې او پر يوه بالښت يې ډډه ووهله؛ د ډېرې ستومانې له کبله ويده شو. دواړه تر ماښامه ويده ول. ماښام و، چې سعيد د چوپړیالانو په غږ له خوبه راپاڅېد، چې د حضرت علي له ويره راستون شوي ول، سعيد ترې وغوښتل، چې هغه او بلال ځان ته پرېږدي او يو چوپړیال ته يې وويل، چې په خونه کې یو څراغ بل کړي.

 بلال او سعيد، چې ځان ته شول، سعيد وويل: بلاله!څه دې راته ويل، خبره دې کوه، زه دې خبرې اورېدو ته چمتو يم.

 بلال وويل: زما باداره! اجازه راکوې، چې و دې پوښتم، چې د څه لپاره مه خپله دنده سر ته ونشوه رسولاى؟ او خبر دې حضرت علي ته ور و نه رساوه؟

سعيد سوړ اوسېلى وکړ، و يې ويل: ددې ټولو فسادونو جرړه همغه ښځه ده، چې نوم مې یې د ابن ملجم له خولې واورېد.

 بلال: هو! فکر کوم، هغه ښځه قطام ده.

 سعيد: هو! خداى دې یې تورمخې کړي، چې ټګیو برګیو او شيطانتونو یې حضرت علي وواژه، زما د تره زوى عبدالله يې وواژه او همداراز خداى وهلى ابن مجلم يې پر داسې عذاب ککړ کړ او بايد درته ووايم، چې له فتنو ډکې دې ښځې څه نور خيالونه هم په خپل سر کې لري؛ ځکه اورېدلې مې دي، چې زما د وژلو لپاره يې هم مټې رانغاړلي.

بیا سعيد، بلال ته له قطام سره د پېژندگلو کیسه وکړه. بلال تر کیسې اورېدو روسته گوته په خوله هک پک شو او سوړ اوسېلی يې وويست.

 سعيد: څه درباندې وشول، چې داسې سوړ اوسېلى دى وکړ؟

بلال: افسوس له دې لپاره خورم، چې د حضرت علي له وژلو مخکې مې دا ښځه په جومات کې په کېږدۍ کې وليده او و مې ليدل، چې ابن ملجم او انډيوال يې ورغلل او له قطام سره يې وکتل، کاش هملته مې دوى نيولي واى؛ خو ما داسې فکر کاوه، چې حضرت علي به له هر څه خبر شوی وي؛ خو که خداى عمر راکړ؛ نو د حضرت علي د وينې او د قطام د خيانتونو غچ به هرومرو واخلم او د حيرانۍ خبره خو دا ده، چې همدې خداى وهلي ابن ملجم زما پر بادارې خولې هم مرکه کړې وه؛ خو له نېکمرغه، د خولې، ابن مجم خوښ نه و او د هغه مرکه يې و نه منله.

 بلال نه پوهېده، چې سعيد دا کیسه له خولې هم اورېدلې؛ نو سعید ځان نانگاره واچوه، چې د بلال خبرې پاتې ته ورسېدې.

بلال د خپلو خبرو په دوام کې داسې وويل: خوله، چې د دې جنايتکار(ابن ملجم) د وژل کېدو خبر واوري؛ نو ډېره به خوشحاله شي.

 سعيد: که د خولې، ابن ملجم نه و خوښ؛ نو چا دې واده ته مجبوروله؟

بلال: د خولې پلار، هغه سور اور ته نيولې وه، چې هرومرو بايد له ابن ملجم سره واده وکړې؛ خو خولې ورسره کله هم دا خبره و نه منله. سعيد ته د بلال خبرو؛ هغه نېکچارې ، ښه خویه او لمرمخې نجلۍ وریاده کړه، چې د پرښتې په څېر پاکه وه او په زړه کې يې تل ويل، چې خوله څومره مېړنۍ، غيرتي او سرښنده نجلى ده.

 د بلال خبرو د سعيد د مينې د ايرو پټې سرکوټې راتازه کړې، خوله يې پر زړه راوورېده؛ خو سعيد په فسطاط کې څه هم ونشو کړاى، چې خولې ته د خپلې مینې اظهار وکړي؛ ځکه يو خوا د حضرت علي معامله رامنځ ته شوې وه او بلخوا؛ له قطام سره یې هم ژمنه کړې وه او بیا، چې سعيد، خوله په فسطاط کې وليده؛ نو زړه يې پرې اوبه وڅښلې او بیا يوه شېبه یې هم له زړه و نه وته؛ خو نن د بلال خبرو بيا د سعيد د مينې سکروټو ته پوکی ورکړ؛ نوځکه سعيد خوښ و، بلال ورته د خولې په اړه نورې خبرې هم وکړي؛ نوځکه یې وويل: ته پوره ډاډمن يې چې خولې له ابن ملجم سره په واده کولو کې له خپل پلار سره پوره مخالفت درلود؟

 بلال: هو! څه چې مې وويل، د کاڼي کرخه ده.

 بلال موسکی شو او و یې ويل: پردې سربېره، نور څه مې هم ترې ليدلي.

 سعيد وارخطا وويل: څه دې ترې ليدلي دي؟

بلال: ستا ورته تر اوسه پام نه و؟

سعيد: نه! څه ته مې پام نه و.

 بلال: ما وننګېرله، چې ته پر خولې خورا گران يې، زړه يى درباندې بايللی؛ که څه، ډاډ لرم، چې ستا به هم دې خبرې ته پام شوی وي.

 سعيد: له کومه دا خبره کوې، چې هغه دا احساس لري؟

 بلال: ځکه همدا نجلۍ ستا د ژغورنې لپاره په يوه شپه کې څو ځل له خپل کوره بهر راووته. خولې هم ګومان کاوه، چې د چا به يې چارو ته پام نه وي؛ حال دا، ما يې ټول کړه وړه تر کتنې لاندې نيولي ول او بې له دې، مهمه خبره خو دا ده، چې کله یې حکم راکړ، چې درسره کوفې ته راشم او چې کله مو د ابن ملجم دسیسه شنډه کړه او امام مو وژغوره؛ نو بې ځنډه له سعيد سره فسطاط ته راستون شه؛ ځکه د ابن ملجم په راگېرېدو به خوله هم له هغه سره له واده خلاصه شي.

سعيد ته چې خبره سپينه شوه؛ نو پر خپگان يې وويل: خو ته ډېر ښه پوهېږې، چې زه له فسطاطه راتښتېدلى يم او هلته مې ورتلل؛ يعنې زما مرگ او که عمروعاص زما له راتگه خبر شي؛ نو ټوټې ټوټې به مې کړي او بې له دې ټولو خبرو، له دې ښاره کرکجن یم؛ ځکه د تره زوى مې پکې له لاسه ورکړى دی.

 سعيد یوه شېبه ‏غلى شو، سوړ اوسېلى وکړ، و يې ويل: ته پوره ډا‌ډمن یې چې خوله راسره مينه لري؟ که څه، د حضرت علي په معامله کې ما د خولې غيرت، سرښندنه او انسانيت ليدلى، زه ورته په زړه کې ځانګړی درناوى لرم او په همغه وخت کې مې پرې زړه اوبه څښلې وې؛ خو هغه مهال مې زړه لا له قطام سره و، خداى دې دا قطام تورمخې کړي، چې زه يې داسې پر خپلو ټګیو برګیو وغولولم.

 بلال: باداره! ددې خيانتکارې ښځې نوم مه راته اخله، چې ډېر ترې کرکجن یم او فکر کوم، زما ناغېړي یې د بچ کېدو لامل شوه. دې خداى وهلې او چټلې ښځې د خپل پلار او رور د غچ لپاره، پر څومره جنايتونو لاس پورې کړ او چې ژوندى يم؛ نو د دې ښځې له وژلو به تېر نشم.

 سعيد: فکر کوې، هغه به اوس هم په کوفه کې وي؟

بلال: دومره ستر خيانت یې چې وکړ؛ نو ناشونې ده، چې بیا هم په کوفه کې پاتې شوې وي؛ ځکه د کوفې ټول خلک پوهېږي، چې هغه د حضرت علي په وژلو کې شريکه ده.

 سعيد: څه دې خيال دى، چې چېرې به تللې وي؟

بلال: نه پوهېږم؛ سبا به ددې کار په اړه خپلې پلټنې پيل کړم؛ خو خبره دا ده، چې که تاسې راسره فسطاط ته ولاړ نشئ؛ نو خوله به رانه ډېره خپه شي. باداره!خوله ښکلې او هوښياره نجلۍ ده او که پلار يې د حضرت معاویه له پلویانو ځنې نه و؛ نو داسې کارونه به يې کړي واى، چې ډېری سړي به ورته حیران پاتې شوي واى، له بده مرغه، پلار يې د حضرت معاویه له پلویانو ځنې دى او تل خپله لور ځکه رټي، چې د حضرت علي پلوۍ ده.

 سعيد ننګېرله، چې زړه يې د خولې د مينې لپاره شېبه په شېبه نور هم تږى کېږي، زړه يې غوښتل، ژر تر ژه يې وویني او خوږې خبرې یې واوري؛ خو د عمروبن عاص په لاس له وژل کېدو وېرېده. ورياد شول، چې پر همدې شپه، چې ابن ملجم، حضرت علي شهيد کړ، دوه نورو کسانو هم ژمنه کړې وه، چې پر همدې شپه حضرت معاویه او عمروعاص هم ووژني؛ نو بلال ته يې وويل: ياد دې دي، چې درته مې ويلي ول، دوه نور کسان هم د حضرت معاویه او د عمرو عاص د وژلو هوډ کړی؟

بلال: هو! ياد مې دي؛ خو فکر نه کوم، چې د عاص زوى له خپلو ټول ټګیو برګیو سره سره دومره ژر ووژل شي.

 سعيد: څه څیز یې د ژغورېدو لامل ګرځي؟ هغه د خپل وژل کېدو له دسیسې څخه خبر نه دى او که هغه سړى وکړاى شي، عمروعاص ووژني؛ نو فسطاط ته به مې تګ اسان شي.

 بلال: پردې خبرې د پوهېدو لپاره ډېر پام پکار دى او بې له دې بله لار نه لرو، چې صبر وکړو او خبرونه واورو او يا داچې پخپله فسطاط ته ولاړ شو او ښه سم ځان پر خبره  پوه کړو.

 سعيد: زه نور د انتظار طاقت نه لرم؛ نو ښه به دا وي، چې ته یوازې فسطاط ته ولاړ شې او سم خبر راته راوړى او که د شام له لارې ولاړ شې؛ نو غوره به وي؛ ځکه دواړه خبرونه راته يوځاى راوړې.

 بلال: باداره! امر په مو سترګو؛ خو تاسې به څه کوئ؟

سعيد: زه به په کوفه کې پاتې شم، چې د قطام پته راپيد کړم او که پيدا مې کړه؛ نو ډېر سخت غچ به ترې واخلم؛ ځکه که له دې خداى وهلې مکارې ښځې مې غچ وانخست؛ نو د تل لپاره به په خپګان کې يم او که دا ښځه ژوندۍ پرېږدم؛ نو ما به هم ووژني.

 بلال: ستا دې پر خداى قسم وي! اجازه راکړئ، چې پر قطام سربېره، هغه بله مکاره زړه ښځه هم ووژنم.

 سعيد: بلاله! خپل وخت مه ضايع کوه او څنګه چې مې درته وويل، شام او مصر ته ولاړ شه او سم خبر راوړه.

 بلال: خولې ته څه ووايم؟ کوم پېغام ورته نه لرې؟

سعيد: ورته ووایه، لیدو ته دې ډېر ډېر بې قراره يم؛ خو اوسمهال له دې ټولو ستونزو سره نشم کړاى، درشم او ورته ووايه، چې له خداى سره مې ژمنه کړې، چې بې له خولې به بل چا ته هم د خپل زړه ور خلاص نه کړم.

 بلال: چې داسې ده؛ نو د خولې راضي کول پر ما، زه به یې دې کار ته راضي کړم.

 بلال يوه شېبه غلى و او داچې دا خبرې یې د سعيد له خولې اورېدلي، ډېر خوشحاله و، بيا يې مخ راواړو، و يې ويل: خو عمروعاص لا تراوسه ژوندى دى او د خولې پلار هم د حضرت علي او مینوالو سره یې ‏ځانګړې دښمني لري، گومان نه کوم، پردې واده خوښ شي؛ اوس وايه، چې څه به کوو؟

سعيد: دا نو ستا کار دى او چې کله دې خبر راووړ؛ نو د دې ستونزې لپاره به هم هواری پيدا کړو او بيا يې وويل: دا خبرې بس دي، پر خداى توکل وکړه او ځان سفر ته چمتو کړه.

بلال له سعيد سره له خداى په امانۍ روسته، فسطاط ته روان شو؛ خو سعيد په دې فکر کې و، چې څنګه د خولې پلار دلاسا کړي، چې د حضرت معاویه له سرسخته لارويانو ځنې دى. بلخوا په زړه کې يې قطام ته د غچ اور لمبې وهلې؛ نو هوډ یې وکړ، چې قطام يا پخپلو لاسونو يا داچې کله امام حسن خلافت ته ورسېد، د هغه په مرسته يې ووژني.

عبدالله د عمروعاص بنديوان

اوس به فسطاط ته ولاړ شو، چې ووينو، هلته څه تېر شوي دي.

 و مو ويل: خوله له عين الشمس څخه د راستنېدو په حال کې وه، چې پلار يې هغه په يو ځاى کې بندي کړه، سعيد هغه راخلاصه کړه او دواړه د «دير» پر لوري ور روان شول، بیا خوله ځان ته خپل کور ته راستانه شوه.

د خولې پلار هم تردې روسته چې د عمروعاص له کوره راووت، هغه بڼ ته ورغی، چې خوله يى پکې بندي کړې وه، چې ورسېده، و يې ليدل، چې د ور قلف مات شوى او لور يې نشته دى؛ نو په خپګان او غوسه کور ته راستون شو. داچې خولې هم ځان له پلاره خلاص کړی وي؛ نو داسې یې وښودل، چې ځان يى په ژړا مړ کړی. پلار یې چې کور ته راورسېد، بې ځنډه د خولې خونې ته ورغی، و یې ليدل، چې خوله ژاړي؛ نو ځان يې نانگاره کړ، و يې ويل، ولې ژاړې؟

خولې پر خپګان او ژړا وويل: پلار جانه! زه دې ولې په هغه کور کې ځان ته پرېښودم، فکر دې نه کاوه، چې کېداى شي، هلته کومه بلا راشي؟

پلار: و دې نه ليدل، چې ور مې درپسې قلف کړ، چې څوک درباندې برید و نه کړي؟

خوله: ولې راسره داسې کوې؟ ایا ستاسې له سپارښتنو مې سرغړونه کړې، چې داسې چلن راسره کوئ؟

 خولې ژړا پيل کړه. د خولې ژړا گانو د پلار زړه رامات کړ او حال دا، فکر يې کاوه لور يې دا خبرې له سادگۍ کوي، و یې ويل: اوس راته ووايه، چې څنګه له هغه ځايه راووتې؟

 خوله: چې زه مو هلته ځان ته پرېښودم؛ نو ووېرېدم، چې کوم غل رانشي او و مې نه ځوري؛ نو چغې مې کړې او له تاسې مې مرسته وغوښته او په همدې وخت کې مې د څو کسانو غږونه واورېدل، چې پر اسونو سواره دي. وېره مې نوره هم ډېره شوه، چغې مې کړې او مرسته مې وغوښته، چې خداى راورلورېد او يو سړى يې زما مرستې ته راولېږه. سړي ور پرانست او له هغه کوره یې راوويستم او چې ور پرانستل شو؛ نو له وېرې مې بې واکه خونې ته منډه کړه.

د خولې خبرو پلار رامات کړ، پلار يې ډاډ ورکړ، و یې ویل: ښه ده، چې هر څه په خير تېر شول او دمې ته یې خوله په خوشحالۍ کور کې ځان ته پرېښوده. څو شېبې روسته، له ښاره د شور زوږ غږونه راورسېدل، پوه شوه، چې مامورين د غفاري سړي کور ته ورغلي، سعيد ورياد شو، چې هسې نه سرتېرو خو به نه وي نیولای او لکه څنګه چې په تېرو مخونو کې مو وويل، خولې هوډ وکړ، چې د سعيد ژغورنې ته له کوره راووځي. خوله، چې له خپل کوره ووته؛ نو خپل مريي ته يې وويل، چې زما د خونې ور رابند کړه او که پلار مې وپوښتل؛ نو ورته چې د ډېرې ستومانۍ له لامله ويده شوې، ور يې په ځان پسې تړلى دی. روسته له دې چې خولې، سعيد د خطر له منګولو راوويست؛ نو په کلاره خپلې خونې ته ولاړه، چې پلار یې پرې خبر نشي، چې خپلې خونې ته ورننوته؛ نو له وارخطايۍ يې سترگو ته خوب رانغی او تل په دې فکر کې و، چې څنګه عبدالله هم له خطره راوباسي. ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې د عمروعاص د سرتېرو ګڼه ګوڼه يې د خپل پلار په کور کې واورېده او د هغوى له خبرو پوه شوه، چې عمروعاص ورته د حضرت علي د پلویانو د نيولو حکم ورکړى، چې تر نيولو روسته يې د نيل په سيند کې لاهو کړي. د پلار په کړس کړس خندا يې واورېده، چې دې خبرو خورا خوشحاله کړى و؛ خو خوله له دې خپه وه، چې داسې پلار لري. بيا د عبدالله په فکر کې شوه، چې څنګه يې راخلاص کړي؛ نو همداچې ډاډ يې پيدا کړ، پلار يې ويده شوى؛ نو په کلاره له کوره ووته او د نيل سيند ته ور روانه شوه، د نيل په کڅ کې يې سعيد وليد او له خبرو اترو روسته داسې پرېکړه وشوه، چې خوله خپل مريی له سعيد سره کوفې ته ولېږي.

خوله بې ځنډه کور ته راستانه شوه، پلار یې ويده و، بلال یې راپاڅاوه او له ځان سره یې خپلې خونې ته يووړ. خولې پر بلال باندې پوره ډاډ درلود، چې بلال یې خوشحاله کولو ته هر کار ته چمتو دى، بيا خولې وويل: پوهېږې، چې څه ته مې راپاڅولې؟

بلال: نه!؛ خو هرومرو مو د امر منونکی يم.

 خوله: که يو کار دروسپاورم؛ نو و به يې کړې؟

بلال: څنګه به يې نه کوم. زه مو مریی يم.

 خوله: مهمه دنده درسپارل غواړم، کېداى شي، پکې مړ هم شى؛ نو ايا بيا هم چمتو يې ترسره یې کړې؟

بلال: ستاسې د خوښۍ پر وړاندې مرګ څه ارزښت نه لري، زه مو منونکی يم، هر امر، چې وي ورته چمتو يم.

 خوله: د عين الشمس له نننۍ پېښې خبر شوی یې چې عمروعاص له بنديانو او د حضرت علي له لارویانو سره څه وکړل؟

بلال: هو! عمروعاص حکم کړى، چې ټول بنديان ووژنئ.

 خوله: دا هر څه چې عمروعاص د حضرت علي له لارويانو سره وکړل، پرې خوشحاله يې؟ بلال: که باداره مې پرې خوشحاله وي؛ نو زه به هم پرې خوشحاله يم.

 خوله: زما په اړه څه فکر کوې؟

بلال: فکر نه کوم، له دې کاره به خوشحاله شوي ياست؛ ځکه سره له دې چې پلار دې حضرت معاویه پلوی دى؛ خو ته د حضرت علي پلوۍ يې.

 خوله: پردې خبره له کومه پوه شوى يې؟

بلال: سمه ده، چې يو ساده مریی يم؛ خو کلونه کلونه دي چې ستاسې چوپړ کوم، زه په هغه څه خبر یم، چې په زړه کې مو تېرېږي؛ خو اوس چې مې دې ته اړ کوﺉ؛ نو له هر څه چې خبر يم؛ درته به يې ووايم؛ پوهېږم، چې له حضرت علي څخه په دفاع کې له هر څه تېره يې، په تېره بيا، تېره شپه مې ستا ټول کړه تر څارنې لاندې نيولي ول او و مې ليدل، چې څنګه د هغه ځوان د خلاصون لپاره له کوره ووتې.

داچې بلال پر هر څه خبر و؛ نو خوله خورا حیرانه وه؛ خو داچې خوله پوه شوه، چې بلال هم د حضرت علي له پلویانو ځنې دى؛ نو ورته یې وويل: ته له بېګانيو پېښو څومره خبر يې؟

بلال: تاسې په رښتیا هم فکر کوئ، چې زه له دې خبرو بې خبره يم؟ خبر يم، چې تاسې څومره د هغه ځوان په ژغورنه کې د نیل په کڅ کې هڅې او هاندې وکړې او پردې هم خبر يم، چې هغه ځوان هم د تورنو له ډلې ځنې و.

 خوله: اوس چې له هر څه خبر یې؛ نو درنه غواړم، چې له دې ځوان سره، چې کوفي ته ځي، ته هم ورسره ولاړ شې؛ اوښان واخله او هغه به درته د مقطم غره په غاړه کې ولاړ وي، چې ورتلې؛ نو پام دې وسه، چې څوک دې و نه ويني او له چا سره هم خبرې و نه کړې.

 بلال د خوله له خبرو روسته بې ځنډه اوښان راخلاص کړل او روان شو؛ خو خولې ورته غږ کړ، و يې ويل: بلاله! پر تا دې افرین وي، ته چې له دې ځوان سره د حضرت علي د ژغورل کېدو لپاره کوفې ته ځې؛ نو په لار کې به درته ټوله کیسه وکړي او يوه سپارښتنه درته کوم، چې پردې ځوان پام کوه، چې د حضرت علي له مینوالو ځنې دى او چې دا دنده مو ترسره کړه؛ نو بې ځنډه یې بېرته فسطاط ته له ځان سره راوړه، زه له ابن ملجم څخه کرکجنه یم، بدې مې شي او پوهېږې، چې پلار مې ورته ور ورواده کوي! په خبره ورسېدې؟!

بلال موسکی شو، سر يې وخوځو او روان شو.

 خوله: پر خداى مې سپارلی يې، په دې اړه مې درسره خبرې کولې؛ خو څه وکړم، چې وخت تنگ دى، انشاء الله، چې روغ رمټ راستون شې، بيا یې درته وايم، گوره! پام، چې څوک دې و نه ګوري او څوک خبر نشي.

 بلال د وتو په حال کې خولې ته وکتل، و يې ويل: له دې دومره چوپړ روسته اوس هم راباندې شکمنه یې، بيا يې اوښان روان کړل او د خولې د وينا له مخې، له سعيد سره يوځاى شو او کوفې ته روان شو. د بلال له تلو روسته، خوله خپلې خونې ته راستنه شوه او داچې وکړاى شي دمه وکړى؛ نو ور یې په ځان پسې وتړه، پخپل ځاى کې سملاسته؛ خو ډول ډول سوچونه يې ماغزو ته راتلل او خوب ته یې نه پرېښودله. خولې له سعيد سره د مينې هېښنده ننګېرنه درلوده او له دې اړخه هم وېرېده، چې که سعيد په خپل کار کې بریالی نشي او و نه کړاى شي، چې حضرت علي له وژلو څخه وژغوري؛ نو څه به کېږي؟ له ځان سره يې وويل: که پلار يې د بلال په اړه وپوښتل؛ نو څه به ورته وايي؟ څه شېبه روسته يې ماغزو ته فکر راغى، چې پلار ته ووايي: بلال تښتېدلى او نه پوهېږي، چې کوم خوا تښتېدلى دى.

 د خولې پلار پر هغه شپه سوچ کاوه، چې لور يې په کور کې ده او د شرافت لپاره يې په ځان پسې ور تړلى؛ نو و یې نشو کړاى، چې و یې ويني؛ نو ګهيځ وختي د خولې خونې ته ورروان شو؛ خو بيا يې هم وليدل، چې د خونې ور تړلى او بلال هم نشته. ور يې وټکاوه؛ خوله د ور پر ټکار راپاڅېده او ور یې پرانست، خولې چې خپل پلار وليد؛ نو نانگارۍ ته يې خوله وازى وکړ او پلار يې هم خپل لاس د لور پر اوږه کېښود او وويل: لورى! فکر کوم، د پرون د بندي کېدو وېره دې لا اوس هم په زړه کې ده؟

خولې وويل: نه پلار جانه!خداى، چې ستا غوندې پلار راکړى؛ نو وېره به مې د څه وي.

 پلار: افرين لورې! راځه، چې د ګهځ چای وڅښو او بيا يې بلال ته غږ کړ، چې چای وکړي؛ خو د بلال له اړخه يې څه ځواب وا نه ورېد؛ نو خولې ته یې مخ کړ، و يې ويل: بلال چېرې دی؟

خوله: خبره نه يم، کېداى شي بازار ته تللاى وي. پلار یې يوه شېبه بلال ته په تمه و؛ خو بلال راپيدا نشو؛ نو يو يې په بلال پسې ولېږه، چې راپيدا يې کړي؛ خو هغه هم بلال پيدا نه کړ، له څه وخت تېرېدو روسته، د پلار پام شو، چې اوښان يې هم نشته. ماسپښين شو؛ خو بلال راپيدا نشو، چې د بلال دې نشتوالى وارخطا کړ. خوله، چې د خپل پلار پر تندي پوه شوه؛ نو و يې ويل: راته ښکاري، چې اوښان يې غلا کړي او تښتېدلى. مازيگر هم د خولې پلار څو کسان د ښار شاوخواته په بلال پسى ولېږل؛ خو بلال يې پيدا نه کړ؛ نو د پلار یې يقين وشو، چې بلال تښتېدلاى او چې خولې وليدل پلار يې د هغې پر خبرو باور کړى؛ نو خوشحاله شوه؛ خو بيا هم سعيد ورياد شو او په دې فکر کې و، چې که سعيد او بلال په وخت کوفې ته ور و نه رسي او حضرت علي د خپل وژل کېدو له دسیسې خبر نه کړي؛ نو دا ټولې هلې ځلې به پر سيند لاهو شي. خوله ډاډمنه وه، چې که ابن ملجم وکړاى شول، چې حضرت علي ووژني؛ نو هغه به هم ژوندى پاتې نشي او د حضرت علي ياران به يې ټوټې ټوټې کړي؛ خو سره له دې ټولو خبرو او سوچونو، خولې صبر وکړ او هر څه يې الهي قضا او قدر ته وسپارل.

له دې پېښو څو شپې روسته د خولې پلار کور ته راغى، ډېر خوشحاله و؛ لکه چې کوم خبر يې اورېدلى و، خولې هم وغوښتل، ځان پر خبره پوه کړي او چې کله د ماښام ډوډۍ ته کېناستل؛ نو غوښتل يې له پلاره خبره وباسي؛ نو د حضرت علي د پلویانو د بندي کېدو خبره يې رامنځ ته کړه؛ خو پلار يې پر خوړو بوخت و، خبره يې و نه کړه او خولې ته موسکی شو. خولې هم نور څه و نه ويل او په تمه شوه، چې د پلار خواړه يې خلاصه شي. خواړه وخوړل شول، پلار يې خولې ته موسکی شو، و يې ويل: اړ دې کړم، چې هغه خبره درته وکړم، چې تل يې له ويلو وېرېدم.

 خولې هېښنده وويل: پلارجانه!حیرانه یم، چې ولې راباندې شکمن یاست، زه يو نجلۍ يم، چې تل په کور کې يم، بې له تاسې څوک هم نه پېژنم، چې د زړه خبره ورته وکړم؛ نوڅنګه راباندې تور لګوئ، چې ستاسې پټې خبرې مې رابرسېره کړې دي؟ ستاسې کومه خبره مې لا تر اوسه رابرسېره کړې؟ بيا خوله په ژړا شوه او شا ته کېناسته.

 پلار يې بيا هم موسکی شو، و يې ويل: دا مې نه دي ويلي، چې تا مې کومه خبره رابرسېره کړې؛ خو…… او غلى شو.

 خوله: پلارجانه! نو خبره څه ده، چې راباندې شکي یاست، تورنوئ مې او دا را ته ډېره گرانه پرېوځي، چې پلار مې راباندې ډاډمن نه دی.

 پلار: ته پردې خبره ډېره ښه پوهېږى، چې زه تر اوسه هم يقين لرم، چې ته مو له دښمنانو سره خواخوږی لرې.

 خولې په خپګان وويل: دښمن! مطلب مو څوک دى؟ له خدايه پناه غواړم، ولې ما پردې خبره تورنوئ. بيا خولې له خوړوو لاس واخست او له دسترخوانه پاڅېده.

 پلار يې وويل: زه خبر يم، چې د علي او له دوستانو سره ځانګړې مينه لرې او حال دا، ښه پوهېږې، چې علي راسره وجنگېد او موږ يې په نهروان کې ووژلو، زه دې له علي سره د مينې په پار نه ملامتوم؛ ځکه زه هم ستا په شان يو وخت د علي له يارانو ځنې وم؛ خو د صفين له جګړې او د حکميت له پېښې روسته چې خلافت يې له ګوتو ووت او حضرت معاویه يې پر ځاى کېناست؛ نو ترې لرې شوم او تل ورسره په جګړه کې يم.

 خوله د پلار له خبرو پوه شوه، چې پلار يې پر حقيقت رسېدلى او و یې ننګېرله، که حقيقت خپل پلار ته ووايي؛ نو پخپلو لاسونو به يې ځان ته قبر کنلى وي؛ نو ځان يې نانگاره کړ او په ټکه له خبرې منکره شوه، و يې ويل: نه پوهېږئ، چې ګروهه مې د علي په اړه اوښتې ده؟ له کله نه، چې د علي په اړه ستاسې ګروهه واوخوته؛ نو په اړه یې زما ګروهه هم بدله شوه او زه به څوک يم، چې له خپل گران پلار سره به په دې اړه مخالفت وکړم.

 پلار: که خبرې دې رښتيا دي؛ نو ولې دې ابن ملجم ته د واده ښه و نه کړه؟ حال دا، پوهېږې، دې سړي ستر کار ته ملا تړلې، چې يو مسلمان يې هم مړانه نه لري او هغه د علي وژل دي. خولې، چې د پلار خبرې واورېدې؛ نو هڅه يې کوله، چې پلار ته وښيي، چې کله یې هم ابن ملجم ته د نه ځواب نه دى ورکړى او اوس هم ورته په زړه کې مينه لري؛ نو و یې ويل: پلار جانه! خبره مو سمه نه ده او په دې اړه راباندې تور لگوئ، ما کله هم د هغه مرکې ته د «نه» ځواب نه دى ورکړى او چې له سفره راستون شو؛ نو ورسره به واده وکړم؛ نو څنګه وايئ، چې هغه مې قبول نه دى.

حال دا، پلار یې له سور کړي چرگ څخه پنډۍ رابېلوله، و یې خندل، و يې ويل: سمه ده، چې پر خوله دې څه نه دي ويلي؛ خو له کړنو دې پوه شوم، چې له ابن ملجم سره پر واده خوښه نه يې. پلار يې له چرگه پنډۍ رابيله کړه او خولې ته يې هم ست وکړ؛ خو خولې و نه منله؛ نو پلار يې وويل: په خبرو مې مه خپه کېږه او واخله دا غوښه وخوره.

 خوله: ته پردې تورونو پر ما تېری کوې او لکه د دښمن چلن راسره کوې، ان دومره شک مو پر ما  درلود، چې په هغه کور کې دې بندي کړم.

 پلار: تا راته هغه غمجنه شپه راياده کړه او په دې اړه به درته يوه خبره هم و نه کړم؛ خو داچې د دې پوښتنې ځواب راکړې. ايا ته د خپل پلار خبره منې که نه او څه يې چې درته وويل و به يې کړې؟

خوله: پلار جانه! تاسې راباندې شکمن شوې او تور مو راباندې ولگاوه، چې زه مو د ګروهې مخالفه يم؛ خو زه په ژوند کې ستاسې له خوشحالۍ پرته څه هم نه غواړم. بيا یې پلار يوه بوټۍ غوښه راواخسته او خولې ته يې وويل: ښه؛ نو دا غوښه وخوره، چې درته ووايم، چې څه شوي. خولې هم غوښه واخسته، و یې خوړه.

پلار یې وويل: لورې! عمروعاص پوه شوى، چې له کوفې دوه ناپېژندګلو د فسطاط ښار ته راغلي، چې د علي له يارانو سره وویني، چې په عين الشمس کې راټولېږي، امير هم حکم کړى، چې په عين الشمس کې، ټول راټولېدونکي کسان ونيسئ. ايا تا هم په دې اړه څه اورېدلي؟

خوله: څه نا څه مې اورېدلي؛ خو لا پوره پر خبره نه یم پوه، چې څه شوي.

 پلار: په نيول شويو کې، د يوه نوم عبدالله دى او هغه مې و نه پېژند. عبدالله يې هم له نورو سره زندان ته يووړ او له هغې روسته عمروعاص هوډ وکړ، چې ټول ووژني؛ خو ما وويل چې په دې کار به درپسې خلک راپاڅي؛ نو غوره به دا وي، چې هغوى د نيل په سيند کې لاهو کړې او بله ورځ خبر شوم، چې هغوى ټول يې په سيند کې لاهو کړي دي.

دا داسې خبرې نه وې، چې خوله ترې خبره نه وه؛ خو ځان يې نانګاره اچولى و.

 پلار یې د خپلو خبرو په دوام کې وويل: تر اوسه مې سوچ کاوه، چې هغوى ټول يې ډوب کړي؛ خو نن، چې د عمروعاص په کور کې وم؛ نو و مې ليدل، چې د کور يوې خونې ته يې قلف وراچولى. مازيگر بيا هم د عمروعاص کور ته ورغلم، د ابن ملجم او د هغې د دندې خبره مو راواچوله، چې دې ځاى ته راورسېدم؛ نو امير په خندا شو؛ نو پوه شوم، چې کوم نوى خبر ور رسېدلى. له عمروعاص مې وغوښتل، چې ددې خندا لامل راته ووايي؛ خو نه يې غوښتل، څه راته ووايي؛ خو ما ځان شله کړ، چې راته يې وويل: ايا پوهېږې په دې قلف شوي خونه کې څوک دي؟

ما وويل: نه! زما باداره! زما په شان کې نه دي، چې له تاسې وپوښتم، چې په دې خونه کې څوک دى.

 عمروعاص په کړس کړس وخندل، و يې ويل: په هغه خونه کې مې يو داسې سړى بندي کړى، چې ما به له وژل کېدو وژغوري.

د عمروعاص خبرو حيران کړم او صبر مې وکړ، چې پردې خبره نوره رڼا هم واچوي، هغه وويل: زما دوسته! په دې خونه کې عبدالله اموي بندي دی او هغه چې د فسطاط ښار ته راننوت؛ نو ددې لامل شو، چې زه د علي ټول دوستان ونیسم او ټول ووژنم.

خوله پوه شوه، چې عبدالله د سعيد ملگرى دى، له خوشحالى يې زړه پر درزارشو؛ خو غوښتل يې پوه شي، څه څیز د هغه د ژغورنې لامل شوی؟

د خولې پلار وويل: زه د عمروعاص له خبرو حيران شوم او و مې پوښتل: څنګه به دې دا سړى له وژل کېدو وژغوري؟

عمروعاص وويل: عبدالله راته وويل، چې ستا ملگري ابن ملجم او د هغه نور انډیولان، چې پر کومه ورځ علي ووژني؛ نو پر هماغه ورځ به ما هم ووژني او چې دا خبرې مې له عبدالله واورېدې؛ نو فکر مې وکړ، چې کېداى شي، د خپل ځان د خلاصېدو لپاره يې دا خبره کړې وي؛ ځکه ابن ملجم؛ خو مو خپل ملگرى دى؛ نو هوډ مې وکړ، چې د رمضان تر (١٧) پورې يې وساتم او که خبره يې سمه وه؛ نو خوشې به يې کړم او که نه نو و به يې وژنم.

د عمروعاص خبرې مې چې واورېدې؛ نو پرځان ووېرېدم، چې پر ما خو شکمن نه دى؛ نو بې ځنډه مې ورته قسم وخوړ، چې زه يوازې دومره خبر وم، چى ابن ملجم، علي وژني او بيا مې ترې وپوښتل: ايا عبدالله د وژونکي نوم ښودلى دى؟

امير وويل: عبدالله اموي یې نوم نه پېژني.

 خولې وويل: له دې روسته مو څه وکړل؟

 پلار: لورجانې! رښتيا خبره؛ خو دا ده، چې نه پوهېدم څنګه خپله رښیتنولي او اخلاص امير ته زباد کړم؛ ځکه وېرېدم، چې له دې ډېر راباندې شکمن نشي؛ نو هوډ مې وکړه، چې په ابن ملجم پسې سپکې سپورې ووایم او ځان ابن ملجم ته پر مچیو چيچلى وښيم؛ نو و مې ويل: که خبر واى، چې ابن ملجم دومره خاين دى؛ نو کله به مې هم خپله لور نه واى ورکړې او له همدې اوس شېبې څخه هغه مې نور زوم نه دى، چې دا خبرې مې عمروعاص ته وکړې، مخ يې راواړو، و يې ويل: ما ته دا خبرې او ژمنې منظورې نه دي، زه دې لور خوله ډېره ښه پېژنم او پوهېږم، چې څومره محترمه او درنه نجلۍ ده او تل مې دا ارمان و چې هغه مې اينگور شي؛ خو اوس مې هوډ کړی، که د دې اموي ځوان خبره سمه وي؛ نو خوله ور نکاح کړم؛ ځکه دا ځوان د علي د پلویانو پر خبرو نه دى غولېدلى او زموږ پلوی دی.

خوله د عبدالله له ژوندي پاتېدو ډېره خوشحاله شوه او ذهن ته يې ورغلل، چې عبدالله ددې لپاره د حضرت معاویه د قاتل نوم، عمروعاص ته نه دی ويلى، چې عمروعاص، حضرت معاویه ته خبر ور نه کړي؛ خو د مرکې او واده پر وړاندې وشرمېده او غلې شوه او داچې د ابن ملجم له لاسه خداى خلاصه کړې، ډېره خوشحاله وه. بيا سعيد او بلال ورياد شول، چې هغوى به خپل کار کوم ځاى ته رسولى وي. خولې همداسې ځان نانگاره اچولى و؛ نو هېښنده يې وويل: فکر کوئ د عمروعاص د وژل کېدو خبره سمه ده؟

پلار: هو! ګومان کوم، خبره يې سمه ده؛ خو ته د عمروعاص د مرکې په اړه څه نظر لرې؟

خوله غلې شوه او څه يې و نه ويل.

 پلار: نه پوهېږم، چوپتيا دې په څه مانا ده؛ خو ښه پوهېږې، چې موږ د عمروعاص د مرکې د نه منلو مړانه نه لرو.

 خوله: دا خبره به روسته ته پرېږدو؛ ځکه زه د امیر مينځه یم او چې کله امير څه وويل؛ نو همغه وخت به سره خبرې وکړو.

پلار: موږ به صبر وکړو؛ خو هیلمن يم، پر تا دا نوى مرکه کوونکی ستا وړتیا ولري او د ابن ملجم غوندې خاين نه وي، زه د امير له خبرو پوه شوم، چې عبدالله يو شريف انسان دى، هغه يو اموي دى، چې د (حضرت) عثمان په کور کې روزل شوى؛ خو هغه يې غولولى و او علي ته يې را اړولاى و؛ خو اوس خپلې پخوانۍ ګروهې ته اوښتى، هغه ښکلی ځوان دى؛ ځکه پر هغه شپه مې چې ونيو، ما ليدلى و.

 خوله همداسې غلې وه، څه يې نه ويل او پلار يې دا چوپتيا د خوښۍ نښه وګڼله، له خوړولو روسته، دواړه پا څېدل؛ خولې خپل لاسونه ووینځل اوخپلې خونې ته ولاړه. هغه په دې فکر کې وه، چې د خپل پلار له وړانديز سره څه وکړي؛ خو ځان يې قانع کړ، چې بې له زغمه بله لار نه لري.

خوله چې به کله هم یوازې شوه؛ نو سعيد به يې پر زړه راوورېد او له دې وېرېده، چې عمروعاص یې عبدالله ته واده کړي، مخکې له دې چې پوه شي، سعيد او بلال خپل کار تر کومه مخکې وړی. خوله د عبدلله هوښيارتوب او مړانې ته حیرانه وه؛ ځکه د عمروعاص د وژل کېدو خبره يې ښکاره کړی و؛ خو د حضرت معاویه د وژل کېدو خبره يې هماغسې پټه ساتلې وه؛ خو خوله له دې ډېره وېرېده، چې هسې نه د عبدالله خبره دروغ را و نه وځي او عمروعاص يې و وژني.

 شپې او ورځې يې په خپګان او وارخطايۍ کې تېرولې او له زغم او خداى ته د ځان له سپارلو پرته يې بله لار نه درلوده. عبدالله هم په زندان کې ډېر وارخطا و، چې که د عمروعاص وژونکی له خپل هوډه په شا شي؛ نو څه به پرې راځي؟!

پای

[1] د بصرې او مکې ترمنځ یوه سیمه ده. (معجم البلدان ۵/ ۳۴۳)

[2]  (نهج البلاغه)

[3] بسر بن ارطاة د معاویه تر ټولو سخت زړې او ځیګ قوماندان و، چې د مدینې، طایف، یمن، نجران. ارجب او صناء ښارونو د لوټمار لپاره ګومارل شوی و او حکم ورته شوی، چې د حضرت علي پلویان، چې دې لیدل؛ نو ټول ووژنه. ده ان په سپین ږیرو او کوچنیانو هم رحم و نه کړ. تردې ټولو جنایتونو روسته، حضرت علي یې په اړه وویل: ((خدايه! مړ یې نه کړې، ترڅو عقل ترې واخلې. )) نقلوي، چې تر دې ښېرا روسته لیونی شو او تل یې وویل: «توره راکړﺉ، چې خلک درته ووژنم»، بیا یې ورته د لرګي توره ورکړه او اخوا دېخوا یې منډې وهلې او توره یې وهله، چې بېسده به شو او په همدې حال کې ومړ. ((الغارات، ۲/ ۶۲۸۵۹۱- طبري تاریخ، ۳/ ۱۰۶۱۰۸- یعقوبي تاریخ ۱/ ۱۸۹۱۸۶، د امیرالمؤمنین ژوند ۶۹۴۷۰۲ مخ- د اسلام سیاسي تاریخ ۳۲۲ مخ- فروغ ولایت ۷۴۶ مخ))

[4] ابن قتیبیه، الامامه و السياسه 136 مخ – فروغ ولايت 724. مخ – تاريخ سياسي اسلام ۲/ ۳۱۱

[5] محمد بن ابي بکر د حضرت ابوبکر (رض) زوى و، چې حضرت علي لوى کړى و او حضرت علي تل ويل: د ابوبکر له صلبه محمد زما زوى دى. په بېلا بېلو جگړو کې له علي سره و او تر قيس بن سعيد روسته، علي هغه د مصر واکمن وټاکه، عمروعاص د حضرت معاویه له اړخه له محمد بن ابى بکر سره د جګړې لپاره مصر ته ولاړ او په دې جگړه کې د محمد بن ابکر ځينې ياران شهيدان شول او ځينې هم په يوه گوټ کې کېناستل؛ نو د عمروعاص یارانو محمد بن ابي بکر په داسې حال کې پيدا کړ، چې ډېر تږى و، محمد ترې اوبه وغوښتې؛ خو هغوى وويل: تاسې (حضرت) عثمان تږی وواژه، موږ به هم تا تږى ووژنو، په دې وخت کې «معاوية بن حديج» د هغه له تنه سر بيل کړ او هغه يې د خره په گېډه کې واچوه او اور يې ورواچاوه.

[6] (د پورته پېغلې نوم دی)

[7]  [ د مسعودي د وينا له مخې قطام د ابن ملجم د تره لور وه. ]

[8] فروغ ولایت، چې له مروج الذهب (۲/ ۴۲۳) څخه یې رانقل کړي دي.

[9]  (د جومات ور)

[10]  (مؤذن)

[11] لیکوال: داچې موږ دلته د حضرت علي د گوزار خوړلو تاريخ ١٧ د رمضان ښودلى، د ابن اثير او تاريخ خميس د تاريخ د وينا له مخې دى، چې دا تاريخ د بدر غزا له ورځې سره سمون خوري؛ خو د شعيه وو او سني علماوو د روايتونو له مخې، حضرت علي د رمضان پر ١٩مه گوزار خوړلى (څلوېښتم هجرى کال) او تر هغې دوه ورځې روسته؛ یعنې د رمضان پر٢١مه شهيد شو، چې د شهادت پروخت ٦٣ کلن و.]

[12] د معتبرو روايتونو په رڼا کې، د حضرت علي له شهادت روسته، زامنو يې غسل ورکړ، کفن يې کړ، امام حسن يې د جنازې لمونځ وکړ او د حضرت علي د خپلې سپارښتنې له مخې، جنازه يې د کوفې په شاه خوا کې (د عراق د نجف ښار) خاورو ته وسپارله.

 د حضرت علي پر مظلوميت به دې هله زړه وژاړي، چې خپل زوى ته يې داسې وصيت وکړ: له مرگ روسته راته څلور قبره په څلورو بېلابېلو ځايونو کې وکنه، چې څوک مې له قبره خبر نشي، چې چېرې دى (د کوفى په جومات کې، نجف، د جعدة بن هبيره کور او په رحبه کې)؛ نوځکه د حضرت علي قبر د امويانو د حکومت تر پايه پورې نامعلوم و، چې د امام صادق پرمهال او د ځينو د ویناوو له مخې، د هارون الرشيد پرمهال د حضرت علي قبرمعلوم شو.

[13] مرحوم مجلسي په بحارالانوار (۴۲/ ۲۳۲، ۲۹۸) کې ليکي، چې د حضرت علي له شهادت روسته زامنو یې ابن ملجم د شهادت ځاى ته راووړ او امام حسن پرې يو گوزار وکړ او بیا پرې خلکو راودانگل او ټوټې يې کړ او بيا يې له جوماته راوويست او اور يې ورته بل کړ او پکې یې وسوځاوه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست